منځپانگې ته ورتلل

په السلوادور هېواد کې بیټ کوین

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

السلوادور د نړۍ لومړی هېواد و چې بیټ کوین یې د رسمي پیسو په توګه ومنل، دا پرېکړه په اصل کې په ۲۰۲۱م کال د السلوادور د قانون جوړونې شورا وکړه. همداراز د السلوادور ولسمشر (نایب بوکیلي) د دې پالیسي ملاتړ کاوه او ادعا یې کوله چې بیټ کوین به د بانکدارۍ اسانتیا رامنځته کړي، اقتصاد ته به وده ورکړي او په ال سلوادور کې بهرنیو پانګونو ته زمینه برابره کړي. په ۲۰۲۲م کال کې د ال سلوادور ډېری وګړو د بانکي حسابونو په پرتله ډېرې د بیټ کوین لایټنیګ ډیجیټلي بټوې درلودې.  [۱][۲][۳]

خو د بیټ کوین د منلو پرېکړي د هېواد دننه او بهر نیوکې راولاړې کړي، دغو نیوکو تر ډېره د بیټ کوین بې ثباتۍ، منفي چاپيریالي اغیزو او د حکومت د مالي شفافيت نشتوالي ته اشاره کوله. د چاپيریالې اغیزو موضوع په دغه مقاله کې ځانګړې برخه لري. په ۲۰۲۴م کال کې ال سلوادور د نړیوال مالي صندوق سره د یوې معاملې په برخه کې د بیټ کوین د کارونې برخه محدوده کړه. د ۲۰۲۵م کال په مارچ کې، اکانومېسټ مجلې لیکلي چې د ال سلوادور لخوا د بیټ کوین کارولو تجربه ناکامه وه، ځکه اقتصاد ته یې د ګټې پر ځای زیات لګښتونه راوړل. په ۲۰۲۵م کال کې، السل وادور بیټ کوین بېرته له خپلو رسمي پیسو وباسل. د یادو ستونزو او د هیکنګ د پېښو سربېره، څېړنو ښودلې چې د ال سلوادور عام خلکو دا پیسه  ډېره نه کاروله.[۴][۵]

تاریخچه

[سمول]

شالید

[سمول]

د ۱۸۹۲م کال راهیسې تر ۲۰۰۱م کال پورې د السلوادور رسمي پیسه کولون  و، خو د ۲۰۰۱م کال د جنورۍ پر ۱ نېټه امریکايي ډالر ( د ال سلوادور د پخواني ولسمشر فرانسسکو فلورز د ادارې تر څارنې لاندې د قانون د تصفیې د تصویب وروسته ومنل شول) د دې هېواد رسمي پیسې وټاکل شوې. د دې قانون له مخې امریکايي ډالر په ازادانه ډول د السلوادور په مالي سیسټم کې وکارول شو او کولون یې له صحنې لرې کړل. په دغه هېواد کې د ډالر د کارونې اصلي موخې د مالي ثبات رامنځته کول، د بهرنیو پانګو راجذبول او د نړیوالو سوداګریزو معاملو د لګښتونو کمول و.[۶][۷]

خو د ډالر د کارونې وروسته حکومت د پولي سیاست کنټرول نه شوای کولی، ځکه د پیسو ارزښت د امریکا د فډرالي بانک سره تړلی و. د تبادلې نرخ چې د ۱ ډالر په مقابل کې ۸.۷۵ کولون ټاکل شوی و، د خلکو د پېرلو ځواک را کم کړ. په ورته وخت کې ډالري صادرات هم د السلوادور په خلکو ډېر سخت تاثیر وکړ، ځکه  السلوادور د نورو پرمختللو هېوادونو د ارزانه اسعارو ( لکه د چین پیسې)  سره رقابت نه شوای کولی، همداراز د مالي سواد نشتوالي خلک له ستونزو سره مخ کړل؛ دوی نه پوهېدل چې ډالر څنګه وکاروي یا یې ارزښت څنګه په کنټرول کې وساتي. [۸][۹]

په ۲۰۲۰م کال کې د بهرنیو پیسو لېږدونه د ناخالص کورني تولید ۲۳ سلنه جوړوله. دا پیسې اوس مهال د هغو پیسو لېږدونکو ادارو له لارې لېږدول کېږي، چې کار یې په حضوري بڼه ترسره کېږي. [۱۰][۱۱]

په ۲۰۱۹م کال کې، د السلوادور د الزونټې کلي سره یو نامعلوم شخص د ۱۰۰۰۰۰ ډالرو په ارښت د بیټ کوین مرسته وکړه، خو دغې مرستې/ ډالۍ شرط درلود چې دغه کلی به د بیټ کوین پر اساس د یو دوراني اقتصاد سیسټم مني. د الزونټې ډېری اوسېدونکو بانکي خدماتو ته لاسرسی نه درلود، خو د موبایل او اې ټي ایم ماشین له لارې یې بیټ کوین ترلاسه کول. دا کلی وروسته د بیټ کوین د ساحل په نوم مشهور شو او د رسمي پیسو په توګه د بیټ کوین کارولو یو بېلګه وه. تر ۲۰۲۲م کال پورې هندوراس او ګواتیمالا هېوادونو هم هڅې کولې چې د بیټ کوین له لارې سیلانیان جذب کړي.[۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

د بیټ کوین منل

[سمول]

د ۲۰۲۱م کال د جون په ۵مه، د السلوادور ولسمشر نایب بوکیله اعلان وکړ چې د السلوادور په هېواد کې به بیټ کوین نور د قانوني پیسو په توګه وکارول شي، بوکیلي دغه اعلان په ۲۰۲۱م کال کې د ویډیويي زنګ له لارې د میامي د بیټ کوین په کنفرانس کې وکړ. بوکیلي همداراز ادعا وکړه چې د بیټ کوین پیسو منل به د السلوادور هېواد دننه وګړو ته د بهر څخه د پیسو رالېـږل اسانه کړي، سربیره پر دې د ډیجیټلي حوالو سره به پر بانکي خدماتو رش کم شي.    [۱۹][۲۰][۲۱]

د ۲۰۲۱م کال د جون پر ۹مې نېټه ، د السلوادور قانون جوړونې شورا د بیټ کوین د رسمي کېدو قانون د تصویب لپاره رایه ورکړه، د دې شورا له ۸۴ استازو څخه ۶۲ استازو موافقه وکړه. همداراز حکومت اعلان وکړ چې د بیټ کوین د ملاتړ لپاره یې ۱۵۰ میلیون ډالر په نغدو پیسو کې ځانګړي کړي. خو بل لورته نړیوال بانک د دوي هغه غوښتنه چې د دې قانون د پلي کولو لپاره یې مرسته غوښتله، په کلکه رد کړه، ځکه نړیوال بانک ادعا کوله چې د قانون شفافیت نشته او د بیټ کوین مایننګ پر چاپیریال بدې اغیزو لري. د السلوادور حکومت د چیوو په نوم یوې الکټرونیکي بټوې ته ۷۵ میلیونه ډالر ځانګړي کړل او اعلان یې وکړ که هر چا د چیوو په نوم په الکټرونیکي بټوې کې اکونټ جوړ کړ، نو ۳۰ ډالر به د دغې بټوې له لارې ورکړل شي. د چیوو الکټرونیکي بټوه د یوې شخصي ادارې له خوا کنټرولېـږي، خو د پلټفارم پالیسۍ او معلومات بیا د حکومت له خوا پټ ساتل کېـږي.

د ۲۰۲۱م کال د سپټمبر په میاشت کې د مرکزي امریکايي پوهنتون له خوا ترسره شوې سروې وموندله چې په ټوله کې د السلوادور له ۱۰ وګړو ۹ وګړو د بیټ کوین په اړه هېڅ معلومات نه درلودل، همداراز د دغه هېواد ۶۸ سلنه خلکو د بیټ کوین د رسمي پیسو په توګه منلو مخالفت کاوه. د ۲۰۲۱م کال د سپټمبر په ۶مې نیټې د السلوادور حکومت د ۲۰.۹ میلیونه ډالرو په ارزښټ ۴۰۰ بیټ کوین وپېرل. د ۲۰۲۱م کال د سپټمبر پر ۷مې نیټې، په دغه هېواد کې د بیټ کوین قانون تصویب شو او بیټ کوین د دې هېواد قانوني پیسې شوې، همداراز له دې سره السلوادور د نړۍ لومړی هېواد شو چې بیټ کوین یې قانوي پیسې وګرځولې. د بیټ کوین د منلو په خاطر حکومت په ټولو سوداګریو کې د بیټ کوین منل لازمي وګڼل. د دغه قانون له مخې، په بیټ کوین کې د حوالو پر سر مالیه نشته، همداراز که هر بهرني پانګوال په دې هېواد کې د ۳ بیټ کوینونو په ارزښت پانګونه وکړه، نو هغه به په السلوادور کې د دایمي استوګنې اجازه ترلاسه کړي. [۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷]

غبرګون

[سمول]

په السلوادور کې د قانوني پیسو په توګه د بیټ کوین منل هم په نړیواله کچه او هم د هېواد دننه له پراخو نیوکو سره مخ شول. د سپټمبر په ۷مه، زرګونه لاریون کوونکي په سان سلواډور ښار کې راټول شول څو د چیوو بټوې د پیل او د بیټ کوین د منلو پر ضد اعتراض وکړي. د دې لاریونونو اصلي لامل د بیټ کوین قانون، د چییو بټوې د جوړېدو په اړه د روڼتیا نشتوالی او د مالیې پر پیسو د بیټ کوین د پېرلو مخالفت وو. همدارنګه، په السلوادور کې د انټرنېټ د محدود لاسرسي له امله ډېری خلک نشي کولای چې ډیجیټلي پیسې وکاروي. [۲۸][۲۹]

ډېرو نړیوالو مالي کارپوهانو خبرداری ورکړی و چې د بیټ کوین بې ‌ثباتي به د السلوادور کمزورې اقتصاد ته بې‌ ځایه خطر او بې ‌ثباتي ورزیاته کړي. د ۲۰۲۱م کال په جولای کې، د موډیز د پانګوني د ارزونې ادارې د ال سلوادور د پور اعتبار راټیټ کړ، دوی وویل چې د ولسمشر نایب بوکیله مالي تګلارې او د بیټ کوین منل د دې پرېکړې اصلي لاملونه و. د بیټ کوین تر منلو یوه ورځ وروسته، د پاناما د پارلمان غړي ګبریل سیلوا هم د ورته یو قانون وړاندیز وکړ، تر څو په پاناما کې د ډیجیټلي ارزښتونو او شتمنیو د کارونې، ساتنې او خپرولو لپاره حقوقي، تنظيمي او مالي ډاډ رامنځته کړي.[۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴]

ځینو نیوکه‌ کوونکو وویل چې د بیټ کوین پټوالی به د پیسو سپینولو او جنايي فعالیتونو ته لاره هواره کړي. په ځانګړي ډول، د مالیې له ورکولو د تېښتې، د سرحدونو هاخوا د ناقانونه ډلو او د انسانانو د قاچاق په معاملو کې د بیټ کوین د کارونې اندېښنې یادې شوې.

برعکس، د نړۍ د ډیجیټلي پیسو ډېری پلویانو له دې قانونه ملاتړ وکړ، ځکه دوی باور درلود چې دا به د دولتونو او مرکزي بانکونو لخوا د ډیجیټلي پیسو په منلو کې مرسته وکړي، همداراز د بټکوین پلویانو په ټولنیزو رسنیو کې داسې ویډیوګانې خپرې کړې چې خلک په سټاربکس، پیزا هټ او مکډونالډز کې د بټکوین له لارې پېرېدنې کوي.[۳۵][۳۶][۳۷]

د ۲۰۲۱م کال د نومبر یوې نظرپوښتنې وښودله چې د ال سلوادور ۹۱ سلنه وګړي د بیټ کوین پر ځای د امریکايي ډالر کارول غوره ګڼي. د ۲۰۲۲م کال په جنورۍ کې، د فارچون مجلې راپور ورکړ چې د بیټ کوین کارونې د ژمنو خلاف د السلوادور وګړو ته پیسو په لېـږد کې لا ډېرې ستونزې پیدا کړي. ځکه د بیټ کوین د لېـږد لګښتونو د دودیزو پیسو د لېـږد تر لګښتونو څو چنده زیات وو.  [۳۸][۳۹][۴۰][۴۱][۴۲]

د ۲۰۲۲م کال په جنورۍ کې نړیوال مالي صندوق له السلوادور وغوښتل چې بیټ کوین د رسمي پیسو په توګه ونه کاروي، ځکه دا د هېواد د مالي ثبات، رښتینولۍ او د پېرېدونکو د ساتنې لپاره خطر ګڼل کېده، نړیوال مالي صندوق خبرداری ورکړ چې د بیټ کوین دوامداره کارونه به د السلوادور ته د  ۱.۳ میلیارد ډالرو پور ترلاسه کول ستونزمن کړي.[۴۳][۴۴]

په السلوادور کې د بیټ کوین کارونه او اغیزې

[سمول]

سمدستي اغېزې ( ۲۰۲۱م کال کې)

[سمول]

د چیوو بټوه د ۲۰۲۱م کال په اکټوبر کې پیل شوه، خو سملاسي د تادیاتو د پروسس او راکړې ورکړې د ستونزو له امله تر نیوکو لاندې راغله. ولسمشر بوکیلي د ټوېټر له لارې تایید کړه چې دا بټوه د ایپل او هواوې په انلاین پلورنځیو کې نه موندل کېدله، وروسته بیا هواوې دا ستونزه حل کړه. د پیل کېدو څو ساعته وروسته، چیوو بټوه بېرته بنده شوه څو د سرورونو وړتیا لوړه شي. همداراز دغه  سیسټم د هویت د غلا له ستونزو سره هم مخ شو چې له امله یې د نوم‌ لیکنې انعامونه غلا شول. وروسته، د بیو د تنظیم بدلون اعلان شو چې د سوداګرۍ ستونزې او د بیو توپیرونه یې نور هم زیات کړل.[۴۵][۴۶][۴۷][۴۸]

ډېری کاروونکو د انعام ترلاسه کولو وروسته له دې بټوې کار اخیستل بند کړل. د فایننشل ټایمز د راپور له مخې، د هېواد یوه لوی بانک وویل چې د چیوو د لومړۍ اوونۍ له ټولو راکړو ورکړو څخه تر ۰.۰۰۰۱ سلنه هم لږې د بیټ کوین په واسطه شوې وې.[۴۹][۵۰]

په ۲۰۲۱م کال کې، د السلوادور حکومت د بیټ کوین پېرل پیل کړل او د ۲۰۲۱م کال له سپټمبر څخه یې د ۲۰۲۲م کال تر جنورۍ پورې د شاوخوا ۸۵.۵ میلیونه ډالرو په ارزښت بیټ کوین وپېرل. د بیټ کوین بیه د ۲۰۲۱م کال په نومبر کې راولوېده او د ۲۰۲۲م تر جنورۍ پورې نږدې ۴۵ سلنه کمه شوه. داسې اټکل کېږي چې د هېواد ملي زېرمې ته شاوخوا ۲۲ میلیونه ډالره تاوان ورسېد. خو سربیره پر دې، حکومت د بیې د کمېدو پر مهال هم د بیټ کوین پېرلو ته دوام ورکړ او د ۲۰۲۲م کال تر جنورۍ پورې یې لږ تر لږه ۱۸۰۱ بیټ کوین لرل چې ارزښت یې هغه وخت نږدې ۶۶ میلیونه ډالره و. [۵۱][۵۲][۵۳][۵۴]

ولسمشر بوکیله اعلان وکړ چې حکومت به د بیټ کوین مایننګ لپاره د ځمکې تودوخه او پایداره انرژي وکاروي. د بیټ کوین مایننګ ډېره انرژي کاروي، کچېرته دا انرژي له فوسیلي سونګ څخه برابره شي، چاپېریال ته زیان رسوي. په ۲۰۲۱م کال بوکیله د بیټ کوین ښار د جوړولو پلان هم اعلان کړ، هغه وویل چې دا ښار به د کونچاګوا د اورغره په لمنه کې جوړېږي او د ځمکې د تودوخیزې انرژۍ له لارې به بیټ کوین مایننګ کېـږي، همداراز په دې ښار کې به د عایداتو مالیه هم نه اخیستل کېږي.[۵۵][۵۶][۵۷]

سرچينې

[سمول]
  1. Weiss Auberdiac, Pablo (2024-12-19). "Adiós a la "nación cripto": El Salvador dejará de usar Bitcoin como moneda de curso legal". iProUP (in هسپانوي). بياځلي په 2024-12-22.
  2. Kharpal, MacKenzie Sigalos, Arjun (2022-10-13). "El Salvador's bitcoin experiment: $60 million lost, $375 million spent, little to show so far". CNBC (in انګليسي). بياځلي په 2024-05-15.{{cite web}}: CS1 maint: multiple names: authors list (link)
  3. Alvarez, Fernando (April 1, 2022). "ARE CRYPTOCURRENCIES CURRENCIES? BITCOIN AS LEGAL TENDER IN EL SALVADOR" (PDF). NATIONAL BUREAU OF ECONOMIC RESEARCH.
  4. Kharpal, MacKenzie Sigalos, Arjun (2022-10-13). "El Salvador's bitcoin experiment: $60 million lost, $375 million spent, little to show so far". CNBC (in انګليسي). بياځلي په 2024-05-15.{{cite web}}: CS1 maint: multiple names: authors list (link)
  5. "Bitcoin is no longer legal tender in El Salvador | Digital Watch Observatory". Dig.watch. DiploFoundation. 7 February 2025. بياځلي په 10 October 2025.
  6. Kharpal, MacKenzie Sigalos, Arjun (2022-10-13). "El Salvador's bitcoin experiment: $60 million lost, $375 million spent, little to show so far". CNBC (in انګليسي). بياځلي په 2024-05-15.{{cite web}}: CS1 maint: multiple names: authors list (link)
  7. Kharpal, MacKenzie Sigalos, Arjun (2022-10-13). "El Salvador's bitcoin experiment: $60 million lost, $375 million spent, little to show so far". CNBC (in انګليسي). بياځلي په 2024-05-15.{{cite web}}: CS1 maint: multiple names: authors list (link)
  8. Kharpal, MacKenzie Sigalos, Arjun (2022-10-13). "El Salvador's bitcoin experiment: $60 million lost, $375 million spent, little to show so far". CNBC (in انګليسي). بياځلي په 2024-05-15.{{cite web}}: CS1 maint: multiple names: authors list (link)
  9. Kharpal, MacKenzie Sigalos, Arjun (2022-10-13). "El Salvador's bitcoin experiment: $60 million lost, $375 million spent, little to show so far". CNBC (in انګليسي). بياځلي په 2024-05-15.{{cite web}}: CS1 maint: multiple names: authors list (link)
  10. Kharpal, MacKenzie Sigalos, Arjun (2022-10-13). "El Salvador's bitcoin experiment: $60 million lost, $375 million spent, little to show so far". CNBC (in انګليسي). بياځلي په 2024-05-15.{{cite web}}: CS1 maint: multiple names: authors list (link)
  11. Kharpal, MacKenzie Sigalos, Arjun (2022-10-13). "El Salvador's bitcoin experiment: $60 million lost, $375 million spent, little to show so far". CNBC (in انګليسي). بياځلي په 2024-05-15.{{cite web}}: CS1 maint: multiple names: authors list (link)
  12. "El Salvador Is Betting on Bitcoin to Rebrand the Country — and Strengthen the President's Grip". Time (in انګليسي). خوندي شوی له the original on 2024-12-15. بياځلي په 2022-01-27.
  13. "In a world first, El Salvador makes bitcoin legal tender". Reuters (in انګليسي). 2021-06-10. خوندي شوی له اصلي څخه په 2021-08-12. بياځلي په 2021-08-14.
  14. Koffman, Tatiana. "This El Salvador Village Adopts Bitcoin As Money". Forbes (in انګليسي). خوندي شوی له اصلي څخه په 2021-08-10. بياځلي په 2021-08-10.
  15. "Central America hoped bitcoin would attract tourists. It hasn't worked". Washington Post (in American English). ISSN 0190-8286. بياځلي په 2022-07-09.
  16. Kharpal, MacKenzie Sigalos, Arjun (2022-10-13). "El Salvador's bitcoin experiment: $60 million lost, $375 million spent, little to show so far". CNBC (in انګليسي). بياځلي په 2024-05-15.{{cite web}}: CS1 maint: multiple names: authors list (link)
  17. Kharpal, MacKenzie Sigalos, Arjun (2022-10-13). "El Salvador's bitcoin experiment: $60 million lost, $375 million spent, little to show so far". CNBC (in انګليسي). بياځلي په 2024-05-15.{{cite web}}: CS1 maint: multiple names: authors list (link)
  18. Kharpal, MacKenzie Sigalos, Arjun (2022-10-13). "El Salvador's bitcoin experiment: $60 million lost, $375 million spent, little to show so far". CNBC (in انګليسي). بياځلي په 2024-05-15.{{cite web}}: CS1 maint: multiple names: authors list (link)
  19. Barber, Gregory. "In El Salvador, Bitcoin's Libertarian Streak Meets an Autocratic Regime". Wired (in American English). ISSN 1059-1028. بياځلي په 2022-01-27.
  20. Kharpal, MacKenzie Sigalos, Arjun (2022-10-13). "El Salvador's bitcoin experiment: $60 million lost, $375 million spent, little to show so far". CNBC (in انګليسي). بياځلي په 2024-05-15.{{cite web}}: CS1 maint: multiple names: authors list (link)
  21. Kharpal, MacKenzie Sigalos, Arjun (2022-10-13). "El Salvador's bitcoin experiment: $60 million lost, $375 million spent, little to show so far". CNBC (in انګليسي). بياځلي په 2024-05-15.{{cite web}}: CS1 maint: multiple names: authors list (link)
  22. Kharpal, MacKenzie Sigalos, Arjun (2022-10-13). "El Salvador's bitcoin experiment: $60 million lost, $375 million spent, little to show so far". CNBC (in انګليسي). بياځلي په 2024-05-15.{{cite web}}: CS1 maint: multiple names: authors list (link)
  23. Ostroff, Caitlin; Pérez, Santiago (June 9, 2021). "El Salvador Becomes First Country to Approve Bitcoin as Legal Tender". The Wall Street Journal. خوندي شوی له اصلي څخه په July 17, 2021. بياځلي په August 22, 2021.
  24. Kurmanaev, Anatoly; Avelar, Bryan; Livni, Ephrat (2021-10-07). "Bitcoin Preaches Financial Liberty. A Strongman Is Testing That Promise". The New York Times (in American English). ISSN 0362-4331. بياځلي په 2022-01-27.
  25. Kurmanaev, Anatoly; Avelar, Bryan; Livni, Ephrat (2021-10-07). "Bitcoin Preaches Financial Liberty. A Strongman Is Testing That Promise". The New York Times (in American English). ISSN 0362-4331. بياځلي په 2022-01-27.
  26. Kharpal, MacKenzie Sigalos, Arjun (2022-10-13). "El Salvador's bitcoin experiment: $60 million lost, $375 million spent, little to show so far". CNBC (in انګليسي). بياځلي په 2024-05-15.{{cite web}}: CS1 maint: multiple names: authors list (link)
  27. Kharpal, MacKenzie Sigalos, Arjun (2022-10-13). "El Salvador's bitcoin experiment: $60 million lost, $375 million spent, little to show so far". CNBC (in انګليسي). بياځلي په 2024-05-15.{{cite web}}: CS1 maint: multiple names: authors list (link)
  28. Barber, Gregory. "In El Salvador, Bitcoin's Libertarian Streak Meets an Autocratic Regime". Wired (in American English). ISSN 1059-1028. بياځلي په 2022-01-27.
  29. Kharpal, MacKenzie Sigalos, Arjun (2022-10-13). "El Salvador's bitcoin experiment: $60 million lost, $375 million spent, little to show so far". CNBC (in انګليسي). بياځلي په 2024-05-15.{{cite web}}: CS1 maint: multiple names: authors list (link)
  30. Kharpal, MacKenzie Sigalos, Arjun (2022-10-13). "El Salvador's bitcoin experiment: $60 million lost, $375 million spent, little to show so far". CNBC (in انګليسي). بياځلي په 2024-05-15.{{cite web}}: CS1 maint: multiple names: authors list (link)
  31. Kurmanaev, Anatoly; Avelar, Bryan; Livni, Ephrat (2021-10-07). "Bitcoin Preaches Financial Liberty. A Strongman Is Testing That Promise". The New York Times (in American English). ISSN 0362-4331. بياځلي په 2022-01-27.
  32. Kharpal, MacKenzie Sigalos, Arjun (2022-10-13). "El Salvador's bitcoin experiment: $60 million lost, $375 million spent, little to show so far". CNBC (in انګليسي). بياځلي په 2024-05-15.{{cite web}}: CS1 maint: multiple names: authors list (link)
  33. Kharpal, MacKenzie Sigalos, Arjun (2022-10-13). "El Salvador's bitcoin experiment: $60 million lost, $375 million spent, little to show so far". CNBC (in انګليسي). بياځلي په 2024-05-15.{{cite web}}: CS1 maint: multiple names: authors list (link)
  34. Kharpal, MacKenzie Sigalos, Arjun (2022-10-13). "El Salvador's bitcoin experiment: $60 million lost, $375 million spent, little to show so far". CNBC (in انګليسي). بياځلي په 2024-05-15.{{cite web}}: CS1 maint: multiple names: authors list (link)
  35. Kharpal, MacKenzie Sigalos, Arjun (2022-10-13). "El Salvador's bitcoin experiment: $60 million lost, $375 million spent, little to show so far". CNBC (in انګليسي). بياځلي په 2024-05-15.{{cite web}}: CS1 maint: multiple names: authors list (link)
  36. Kharpal, MacKenzie Sigalos, Arjun (2022-10-13). "El Salvador's bitcoin experiment: $60 million lost, $375 million spent, little to show so far". CNBC (in انګليسي). بياځلي په 2024-05-15.{{cite web}}: CS1 maint: multiple names: authors list (link)
  37. "El Salvador's government is gambling on bitcoin". The Economist. ISSN 0013-0613. بياځلي په 2022-07-09.
  38. "El Salvador Is Betting on Bitcoin to Rebrand the Country — and Strengthen the President's Grip". Time (in انګليسي). خوندي شوی له the original on 2024-12-15. بياځلي په 2022-01-27.
  39. Kharpal, MacKenzie Sigalos, Arjun (2022-10-13). "El Salvador's bitcoin experiment: $60 million lost, $375 million spent, little to show so far". CNBC (in انګليسي). بياځلي په 2024-05-15.{{cite web}}: CS1 maint: multiple names: authors list (link)
  40. Kinosian, Sarah; Campos, Rodrigo (2021-11-26). "'Feel the Bit': El Salvador president gets mixed reaction to Bitcoin drive". The Japan Times (in American English). بياځلي په 2022-01-30.
  41. Kharpal, MacKenzie Sigalos, Arjun (2022-10-13). "El Salvador's bitcoin experiment: $60 million lost, $375 million spent, little to show so far". CNBC (in انګليسي). بياځلي په 2024-05-15.{{cite web}}: CS1 maint: multiple names: authors list (link)
  42. McDonald, Michael D.; Vizcaino, Maria Elena (December 30, 2021). "El Salvador's Leader Loved by Crypto Faithful, But Not by Bondholders". www.bloomberg.com. بياځلي په 2022-01-31.
  43. Kharpal, MacKenzie Sigalos, Arjun (2022-10-13). "El Salvador's bitcoin experiment: $60 million lost, $375 million spent, little to show so far". CNBC (in انګليسي). بياځلي په 2024-05-15.{{cite web}}: CS1 maint: multiple names: authors list (link)
  44. Kharpal, MacKenzie Sigalos, Arjun (2022-10-13). "El Salvador's bitcoin experiment: $60 million lost, $375 million spent, little to show so far". CNBC (in انګليسي). بياځلي په 2024-05-15.{{cite web}}: CS1 maint: multiple names: authors list (link)
  45. Kharpal, MacKenzie Sigalos, Arjun (2022-10-13). "El Salvador's bitcoin experiment: $60 million lost, $375 million spent, little to show so far". CNBC (in انګليسي). بياځلي په 2024-05-15.{{cite web}}: CS1 maint: multiple names: authors list (link)
  46. Kharpal, MacKenzie Sigalos, Arjun (2022-10-13). "El Salvador's bitcoin experiment: $60 million lost, $375 million spent, little to show so far". CNBC (in انګليسي). بياځلي په 2024-05-15.{{cite web}}: CS1 maint: multiple names: authors list (link)
  47. Barber, Gregory. "In El Salvador, Bitcoin's Libertarian Streak Meets an Autocratic Regime". Wired (in American English). ISSN 1059-1028. بياځلي په 2022-01-27.
  48. Kharpal, MacKenzie Sigalos, Arjun (2022-10-13). "El Salvador's bitcoin experiment: $60 million lost, $375 million spent, little to show so far". CNBC (in انګليسي). بياځلي په 2024-05-15.{{cite web}}: CS1 maint: multiple names: authors list (link)
  49. Kharpal, MacKenzie Sigalos, Arjun (2022-10-13). "El Salvador's bitcoin experiment: $60 million lost, $375 million spent, little to show so far". CNBC (in انګليسي). بياځلي په 2024-05-15.{{cite web}}: CS1 maint: multiple names: authors list (link)
  50. Kharpal, MacKenzie Sigalos, Arjun (2022-10-13). "El Salvador's bitcoin experiment: $60 million lost, $375 million spent, little to show so far". CNBC (in انګليسي). بياځلي په 2024-05-15.{{cite web}}: CS1 maint: multiple names: authors list (link)
  51. Kharpal, MacKenzie Sigalos, Arjun (2022-10-13). "El Salvador's bitcoin experiment: $60 million lost, $375 million spent, little to show so far". CNBC (in انګليسي). بياځلي په 2024-05-15.{{cite web}}: CS1 maint: multiple names: authors list (link)
  52. Kharpal, MacKenzie Sigalos, Arjun (2022-10-13). "El Salvador's bitcoin experiment: $60 million lost, $375 million spent, little to show so far". CNBC (in انګليسي). بياځلي په 2024-05-15.{{cite web}}: CS1 maint: multiple names: authors list (link)
  53. Kharpal, MacKenzie Sigalos, Arjun (2022-10-13). "El Salvador's bitcoin experiment: $60 million lost, $375 million spent, little to show so far". CNBC (in انګليسي). بياځلي په 2024-05-15.{{cite web}}: CS1 maint: multiple names: authors list (link)
  54. Kharpal, MacKenzie Sigalos, Arjun (2022-10-13). "El Salvador's bitcoin experiment: $60 million lost, $375 million spent, little to show so far". CNBC (in انګليسي). بياځلي په 2024-05-15.{{cite web}}: CS1 maint: multiple names: authors list (link)
  55. Kharpal, MacKenzie Sigalos, Arjun (2022-10-13). "El Salvador's bitcoin experiment: $60 million lost, $375 million spent, little to show so far". CNBC (in انګليسي). بياځلي په 2024-05-15.{{cite web}}: CS1 maint: multiple names: authors list (link)
  56. Kharpal, MacKenzie Sigalos, Arjun (2022-10-13). "El Salvador's bitcoin experiment: $60 million lost, $375 million spent, little to show so far". CNBC (in انګليسي). بياځلي په 2024-05-15.{{cite web}}: CS1 maint: multiple names: authors list (link)
  57. Kharpal, MacKenzie Sigalos, Arjun (2022-10-13). "El Salvador's bitcoin experiment: $60 million lost, $375 million spent, little to show so far". CNBC (in انګليسي). بياځلي په 2024-05-15.{{cite web}}: CS1 maint: multiple names: authors list (link)