منځپانگې ته ورتلل

په افغانستان کې د تېلو او ګازو زېرمې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ودوروستیو څیړنو او پربنسټ په افغانستان کې شاوخوا ۱.۸ میلیارد بشکې خام نفت او ۷۰۰ یاهم ۳۰۰۰ ملیارد مترمکعب طبیعي ګاز او ۵۶۲ میلیون بشکې اوبلن ګاز شتون لري.

همدارنګه افغانستان دورځې د۳۰۰ زرو بشکو خام نفتو داستخراج وړتیا لري چې افغانستان ته په کلني ډول ۱۰-۹۰ میلیاردو ډلارو پورې عاید رامنځته کوي.

دافغانستان نفت او ګاز کچه دډیره هغه صادروونکو هیوادونو له آذربایجان او اربکستان ... له هیوادونو څخه زیات دي.

دافغانستان شمال کې دنفت او ګازو لویه حوزه شتون لري چې آمو دریا حوزې په نوم یادیږي چې ددغه حوزې زیرمې دنړۍ له ۱۵۲ کشف شویو حوزو له ډلې څخه په ۱۵ رتبه کې ځای لري.

دغه حوزه ۵۱۵ زره کیلومتره مربع پراخوالی لري او په څلورو هیوادونو افغانستان ، ایران، ترکمنستان، ازبکستان کې پراختیا موندلې. تراوسه افغانستان کې ترټول ډیرې څیړنې چې ترسره شوي په پنځو نفتي حوزو کې ترسره شوي چې دوې حوزې یې دهیواد شمال کې دآمودریا، او افغان تاجک حوزه، یوه پوتانشیلی حوزه په هرات ولایت کې، دهلمند حوزه، او ګټواز حوزو څخه عبارت دي.دافغانستان داسلامي امارت په راتګ سره دنفت او ګازو برخې ته ځانګړنې پاملرنې شوې تر دې مهاله دافغانستان له آمو دریا حوزې څخه استخراج روان دی دغه استخراج دچین هیواد ترسره کوي همدارنګه اسلامي امارت دتیلو استخراج لپاره دګتواز ، هلمند دهرات تیرپل حوزو باندې دڅیړنو او استخراج پروسې به یې ژر پیل کړي. الها.