په افغانستان کي د ۱۹۷۹ کال پاڅونونه
ونگبڼه
په افغانستان کي د ۱۹۷۹ کال پاڅونونه د افغانستان د خلق ګوند یا خلق حکومت په وړاندي د بېلابیلو ماویستانو، اسلامپالو او لږکیو ډلو له خوا د پاڅونونو یوه لړۍ وه. دا پاڅونونه د یوشمېر بهرنیو هیوادونو لکه د ایران د نوي اسلامي جمهوریت، متحده ایالاتو او پاکستان په ملاتړ ترسره کېدل، چي په وړاندي یې د افغان پوځ لخوا سخت غبرګون او ځپونکي عملیات ترسره سول. [۱] ډیری اسلامي ډلي چي په جلاوطنۍ کي یې د پخواني ولسمشر داود خان تر نسکورېدلو وروسته روزنه ترلاسه کوله، د خلق دیموکراتیک حکومت په وړاندي د جهاد نغاره وډنګوله، او پاڅونونه یې بالاخره داسي ځای ته ورسېدل چي د شوروي-افغان جګړې او ورپسې کورنیو جګړو ته یې لاره هواره کړه.
د پاڅونونو لړلیک: