په اسلام کې د قضاء تعریف، تاریخ، ارزښت او د قاضي آداب
په اسلام کې د قضاء تعریف، تاریخ، ارزښت او د قاضي آداب
مولوي بایزید یون
لکه څنګه چې د اسلام مقدس دین د نامه څخه څرګنده ده چې اسلام د عدالت،سولې او یووالي دین دی نو د دې لپاره چې د ظالم لاس لنډ کړې او مظلوم خپل حق ته ورسیږې قضاء ایجاد شوی ده او په اسلام کې خورا لوړ مقام او ارزښت لري.
د قضاء تعریف
په لغت کې د قضاء لپاره بیلابیلې معناوې شتون لري چې خلاصه یې داسې ویلی شو، قضاء حکم یا حکم کولو او د حکم نافذ کولو ته وایې.
او په اصطلاح کې د احنافو په نزد په یو ځانګړې توګه د شخړو او منازعاتو حل او فصل کولو ته قضاء وایې. ۱
د قضاء تاریخ
په صدر اسلام کې رسول الله صلی الله علیه وسلم مدینه منوره کې پخپله د خلکو په منځ کې پریکړې کولې او نورو ښارونو لپاره یې قاضیان ټاکلې وه، او د رسول الله صلی الله علیه و سلم نه وروسته سیدنا ابوبکر صدیق رضی الله عنه دا ستر مسئولیت ترسره کوی، خو دا چې د ابوبکر صدیق رض د خلافت لوی بار پر اوږو درلودی او همدا راز شپه او ورځ د اسلام د پراختیا په چارو بوخت و، نو د قضاء په برخه کې یې د سیدنا عمر رضی الله عنه څخه مرسته وغوښتل او هغه یې د مدینې لپاره قاضي وټاکی.
بیا د دې ادارې په رسمیاتو کې ځینې بدلونونه را منځته شول، چې په دې کې د قضایه قوې د یوې فقهي نظریې سره د حکومت کولو ژمنې هم شاملې وې، خو دغو بدلونونو د قاضیانو خپلواکي او استقلالیت زیانمن نه کړ.
اسلامي قضاء د وخت په تیرېدو سره وده وکړه تر دې چې د خلفاو او حاکمانو تر ټولو مهمه دنده د قاضیانو ټاکل او د قضائي دیوانونو جوړول و، تر څو وکولای شي د خلکو په منځ کې شخړې هوارې کړې،د ظلم مخنیوی وکړي او عدالت تأمین کړي.۲
چې ځینې قُضاتو په دې برخه کې بیسارې هڅې او خدمتونه وکړل چې د امام اعظم ابوحنیفة مشهور شاګرد د خپل وخت قاضي القضاة أبو يوسف يعقوب بن إبراهيم، قاضي أبو السائب الهمذاني الشافعي، قاضي أبو الحسن الماوردي، قاضي ابن دقيق العيد، قاضي بدر الدين ابن جماعة، قاضي تقي الدين السبكي، قاضي تاج الدين السبكي، قاضي سراج الدين البلقيني،شيخ الإسلام زكريا الأنصاري، قاضي عياض او قاضي أبو الحسن بن القصار المالكي (رحمهم الله جميعًا) یادولای شو.
د قضاء ارزښت
قضایي قوه په هر نظام کې د حکومتولۍ د مهمو رکنونو(ستنو) څخه شمیرل کیږې، که څوک غواړي د یوه نظام په سپیڅلتوب یا هم فساد باندې پوه شي نو د هغه نظام قضایي قوې ته دې نظر وکړي؛ و دې ګورې چې قضايي قوه یې څومره خپلواکه او د هغه کړنو څخه پاکه ده چې اسلامي شریعت یې منع کړې وي. همدا راز حکمونه یې څومره د سپيڅلې شریعت سره سم کړې دي او د خپلو حکمونو په تنفیذ او تطبیق کې تر کومې کچې جدیت او قاطعیت لري.
علماء وایې محکمه د نظام د زړه حیثیت لري،که چیریې زړه اصلاح و، نو ټول جسد به ورسره اصلاح وي او همدا راز که چیریې زړه فاسد و نو ټول جسد به ورسره فاسد شي.
د اسلام مقدس دین و قضاء ته ځانګړی اهتمام او توجه کړې ده، مخکني او معاصر فقهاء کرامو یې احکام او صفات بیان کړې دي آن ځینې علماو د قضاء شأن ته د ډېر درنښت له امله یوازې د قضاء اړوند تألیفات او لیکنې کولې.
د قضاء د ارزښت په اړه رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمائي(إذا حكم الحاكم فاجتهد ثم أصاب فله أجران، وإذا حكم فاجتهد ثم أخطأ فله أجر) ۳
ژباړه: کله چې حاکم یا قاضي اجتهاد وکړي او پریکړه وکړي که چیرته حق ته ورسېد نو د ده لپاره دوه اجرونه دي( یو اجر د دې لپاره چې دې حق ته ورسېد او یو اجر د ده د اجتهاد لپاره دی) او که یې اجتهاد او حکم وکړ او خطأ شو نو د ده لپاره یو اجر دی( یو اجر د ده د اجتهاد لپاره دی)
همدا ډول رسول الله صلی الله علیه فرمائي(لا حسد إلا في اثنين: رجل آتاه الله مالا فسلطه على هلكته في الحق، ورجل آتاه الله حكمة فهو يقضي بها ويعلمها ) ۴
ژباړه: حسد نشته مګر په دو شیانو کې یو هغه کس ته چې الله جل شأنه مال ورکړی وي او هغه یې په حق لاره کې مصرف کړي او یو شخص ته الله جل شأنه علم او پوه ورکړې وي او د خلکو په منځ کې پریکړې کوي او خلکو ته پوهاوي ورکوي.
د قاضي آداب
د قاضي آداب کوم چې رسول الله صلی الله علیه و سلم، خلفاء راشدینو او فقهاء کرامو بیان کړې دي ډېر دي چې موږ یې په دې لنډه لیکنه کې نشو یادولای بناءً یوه مختصره اشاره به ورته وکړو.
قاضي باید په هغه چارو باندې پابندي ولري چې د قضا حیثیت ساتلی وي،قاضي باید د ظلم او یا هم ظلم ته د میلان څخه ځان وساتي، د الله جل جلاله د حکم سره سم عدالت ترسره کړي ( وَإِذَا حَكَمْتُم بَيْنَ النَّاسِ أَن تَحْكُمُوا بِالْعَدْلِ ۚ) ژباړه: نو کله چې د خلکو په منځ کښې فېصله کوئ نو په عدالت سره یې وکړئ. ۵
ظلم دې رفع کړي، د شبهاتو او تهمتونه څخه ځان ساتنه دې وکړې، قاضي باید قوي وي پرته له دې چې ظلم وکړي باید نرم وي پرته له دې چې ضعیف وي، نه باید زورواکی قاضي ته په باطل امر کې طمع ولري او نه هم ضعیف شخص د قاضي له عدل څخه تشویش ولري، قاضي باید صبر او زغم ولري، غفلت به نه کوي، ښه لېدونکی او اورېدونکی به وي، د سېمې د خلکو په ژبه باید ښه پوه وي،پرهیزګاره به وي،طمع کونکی به نه وي، ظالم او تکبر کونکی به نه وي.
حضرت علي رضی الله عنه فرمائي نه ده مناسبه چې يو څوک دې قاضي وي مګر په هغه کې پنځه خصلتونه وي ۱- پاک لمنی به وي۲- زغم لرونکی به وي ۳- عالم به وي کومه موضوع چې ورته وړاندې کیږې په هغه پوه وي۴- د پوهې د خاوندانو سره مشوره کونکی وي ۵- او د الله جل شأنه په امر کې د ملامت کونکې د ملامتیا څخه ونه ویریږې. ۶-۷-۸
د دې لپاره چې لیکنه اوږده نشې ډېر اجمالي مو د قضاء تعریف،تاریخ،ارزښت او د قاضي د آدابو په اړه بحث وکړ. الله جل شأنه دې ټولو قُضاتو ته توفیق ورکړي چې د محمدي شریعت سره سم د قضاء چارې ترسره کړي.
و ما توفقینا الا بالله العلي العظیم
سرچینې:
۱- الموسوعة الفقهیة
۲- د دکتور علی الصلابي لیکنه پر "تتمة النظام في تاريخ القضاء في الإسلام من العهد النبوي إلى عهد الإمارة الإسلامية"لشیخ عبدالحکیم حقانی
۳- متفق علیه
۴- متفق علیه
۵- النساء ۵۸
الموسوعة الفقهیة
۶- أدب القاضي للماوردی ج ۲ ص ۳۹۶
۷- تبصرة الحکام ج ۱ ص ۷۷
۸- معین الحکام ص ۳۶