په اسلام کې د جنګ او سولې نظام

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
و اصلی برخی ته ورشی د پلټنې ځای ته ورټوپ کړی

د سولې او جګړې په اړه د اسلام دریځ د اسلام او سولې لومړنی تړاو، د نامه تړاو دی؛ اسلام او سلام یا سوله له یوې مادې جوړ شوي او اسلام د حق او خیر نظام ته د زړه، روح او بدن تسلیمۍ ته ویل کېږي او مسلمان هغه بنده دی چې په دنیا او اخرت کې د هر څه مالک، واکدار او د عالمیانو رب ته تسلیم وي. په قرانکریم کې د الله تعالی له ذکر شوو نومونو یو نوم «السلام» دی: «هُوَ اللَّهُ الَّذِي لَا إِلَهَ إِلَّا هُوَ الْمَلِكُ الْقُدُّوسُ السَّلَامُ الْمُؤْمِنُ الْمُهَيْمِنُ الْعَزِيزُ الْجَبَّارُ الْمُتَكَبِّرُ سُبْحَانَ اللَّهِ عَمَّا يُشْرِكُونَ» [الحشر: ۲۳] ژباړه: الله هغه دی چې پرته له ده حق معبود نشته، واکمن، ډېر سپېڅلی، سلام (له ټولو نیمګړتیاوو پاک) امن ورکوونکی، ساتونکی، برلاسی، زورور او د لویۍ څښتن دی، پاکي ده الله ته له هغه څه چې دوی یې ورسره شریکوي. له همدې لامله د مسلمانانو په منځ کې د عبدالسلام نوم زیات دی او دا هغه څه دي چې د نا مسلمانو ولسونو په منځ کې یې نه شو موندلی. مسلمانان چې یو له بل سره مخ کېږي، سلام اچوي، په «السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته» یو د بل هرکلی او لمانځنه کوي. مسلمان په لمانځه کې هم خپل نبي صلی الله علیه وسلم ته همدا سلام وړاندې کوي، په تشهد کې وایي: «السلام علیک أیها النبي ورحمة الله وبرکاته» پر تا دې اې نبي (صلی الله علیه وسلم) سلام، د الله رحمت او برکت وي. همدا راز مسلمان په لمانځه کې دننه پر خپلو دیني وروڼو هم همدا ډول سلام اچوي او وایي: «السلام علینا و علی عباد الله الصالحین» پر موږ او د الله تعالی پر نېکو بنده ګانو دې سلام وي. له لمانځه د فارغېدو پر مهال هم د مسلمان شعار دا دی: «السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته» په لمانځه پسې مسنون ذکر او ورد هم داسې دی چې وایي: «اللهم أنت السلام و منک السلام» خدایه ته سلام یې او سلام ستا له لوري دی. په مکه کې د مسجد الحرام او په مدینه کې د نبوي جومات یوه، یوه دروازه د «باب السلام» په نوم یادېږي، او په اخرت کې د مؤمنانو او د خدای تعالی امر ته د تسلیم شویو هستوګنځی هم «دار السلام» نومیږي : «} لَهُمْ دَارُ السَّلاَمِ عِندَ رَبِّهِمْ وَهُوَ وَلِيُّهُمْ بِمَا كَانُواْ يَعْمَلُونَ.» [الأنعام: ۱۲۷] ژباړه: دوی ته د خپل رب په خوا کې د هغه څه په سبب چې کول یې د سلامتیا ټاټوبی دی او هغه به یې مولی وي. او مسلمانان به په اخرت کې له خپل رب سره د ملاقات په وخت هم سلام اچوي، قرآنکریم فرمايي: «دَعْوَاهُمْ فِيهَا سُبْحَانَكَ اللَّهُمَّ وَتَحِيَّتُهُمْ فِيهَا سَلاَمٌ وَآخِرُ دَعْوَاهُمْ أَنِ الْحَمْدُ لِلّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ.» [یونس: ۱۰] ژباړه: هلته به د دوی شعار دا وي چې خدایه ته پاک یې او درود به یې سلام وي او وروستۍ خبره به یې دا وي چې ستاینه ده د عالمیانو پالونکي الله ته. د قرآنکریم د مبارکو آیتونو له څیړنې دا معلومه شویده چې د «السلم : سولې» او له دېنه مشتق الفاظ په (۱۳۳) آیتونو کې ذکر شوي دي، پداسې حال کې چې د حرب یا جنګ کلمه په ټول قرآن شریف کې یوازې شپږ ځلې راغلې ده، او ویلی شو چې سلام او سوله د اسلام د اساسي اهدافو په لومړي قطار کې قرار لري، بلکې قرآنکریم په ډاګه وایي چې د اسلام اصلي او مطلوبه موخه د سلامتیا، امن، سولې او رڼا لور ته لارښوونه ده : « يَا أَهْلَ الْكِتَابِ قَدْ جَاءكُمْ رَسُولُنَا يُبَيِّنُ لَكُمْ كَثِيرًا مِّمَّا كُنتُمْ تُخْفُونَ مِنَ الْكِتَابِ وَيَعْفُو عَن كَثِيرٍ قَدْ جَاءكُم مِّنَ اللّهِ نُورٌ وَكِتَابٌ مُّبِينٌ {15]} يَهْدِي بِهِ اللّهُ مَنِ اتَّبَعَ رِضْوَانَهُ سُبُلَ السَّلاَمِ وَيُخْرِجُهُم مِّنِ الظُّلُمَاتِ إِلَى النُّورِ بِإِذْنِهِ وَيَهْدِيهِمْ إِلَى صِرَاطٍ مُّسْتَقِيمٍ » [المائدة :۱۵ - ۱۶]ږ

ترجمه :[اې اهل کتابو! بې شکه چې زموږ استازی درته راغلی، دکتاب ډیر هغه څه درته څرګندوي چې تاسو پټول او له ډیرو تیریږي، یقینا چې تاسو ته د الله له لوري رڼا او څرګند کتاب راغلی. په دې سره هغه څوک دسلامتیا په لار هدایت کوي چې دده رضا لټوي او په خپل اذن سره یې له تیارو نه د نور په لور بیایي او د مستقیمې لارې په لور یې لارښوونه کوي ].

په اسلام کې د سولې بنسټونه: ۱ - انسانان که د هرې ژبې، هر قوم او هرې سیمې وي، سره وروڼه دي، ټول د یوه پلار او یوې مور زامن دي : الله تعالی فرمایلي: « يَا أَيُّهَا النَّاسُ اتَّقُوا رَبَّكُمْ الَّذِي خَلَقَكُمْ مِنْ نَفْسٍ وَاحِدَةٍ وَخَلَقَ مِنْهَا زَوْجَهَا وَبَثَّ مِنْهُمَا رِجَالاً كَثِيراً وَنِسَاءً ...» [النساء : ۱] ترجمه :[اې خلکو! له خپل هغه رب وویریږئ چې له یوه نفس یې را پیدا کړئ او له هغه یې د ده جوړه را پیدا کړه او له دواړو یې ډیر نارینه او ښځې خواړه کړل،] . قرآنکريم په کراتو، کراتو انسانانو ته د آدم علیه السلام د اولادې په نوم خطاب کړی، لکه چې فرمایي: « يَا بَنِي آدَمَ قَدْ أَنزَلْنَا عَلَيْكُمْ لِبَاساً » [الاعراف : ۲۶] ترجمه :[اې د آدم اولاده ! یقینا چې تاسو ته مې لباس درولیږه..] « يَا بَنِي آدَمَ لا يَفْتِنَنَّكُمْ الشَّيْطَانُ » [الأعراف : ۲۷] ترجمه :[اې د آدم اولاده ! پام چې شیطان مو ونه غولوي]انسانانو ته ددې ډول قرآني خطاب یو حکمت دا دی چې هغوی ته د ورورۍ حق ور په یاد کړي او دیته یې پام کړي چې ورور باید پر ورور تیری او ظلم ونه کړي. پر دې سربیره قرآنکریم حتی انسان او حیوان د یوې نړۍ چې هغه هم د حس لرونکې او خوځنده روح نړۍ ده، غړي بولي :« وَمَا مِنْ دَابَّةٍ فِي الأَرْضِ وَلا طَائِرٍ يَطِيرُ بِجَنَاحَيْهِ إِلاَّ أُمَمٌ أَمْثَالُكُمْ » [الأنعام : ۳۸] ترجمه :[او نه په ځمکه کې داسې هیڅ خوځیدونکی شته او نه (په هوا کې) په دواړو وزرونو الوتکی مرغه، چې ستاسو په څېر دې ټولی ټولی نه وي]. او دا هم په ډاګه کوي چې کون یا ټول کائنات، حیوانات دي که نباتات، که جمادات، ځمکه ده که افلاک، دا ټول د یوه الله او یوه رب مخلوقات دي. مسلمان دنده لري دا حقیقت په لمانځه کې هره ورځ څو دېرش ځلې یاد کړي، هر وار چې د لمانځه په هر رکعت کې فاتحه لولي، همدا حقیقت یادوي او وایي: « بسم الله الرحمن الرحيم (1) الْحَمْدُ لِلَّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ (2)» [الفاتحة] ژباړه: د ډېر مهربان رحم کوونکي الله په نامه. ټولې ستاینې د عالمونو رب الله لره دي. ۲- مینه، تعاون او له ټولو انسانانو سره ښېګڼه د هغه ایمان بنسټ دی چې الله تعالی ته د منلو وړ او د انسانانو تر منځ د غوره والي معیار دی. حضرت رسول اکرم صلی الله علیه وسلم فرمایي: «لا یؤمن أحدکم حتی یحب لأخیه ما یحب لنفسه.» له تاسو نه د یوه ایمان هم تر هغې بشپړ نه دی تر څو د خپل ورور لپاره هغه څه خوښ کړئ چې د ځان لپاره یې خوښوئ. الله تعالی فرمایلي: «وَتَعَاوَنُوا عَلَى الْبِرِّ وَالتَّقْوَى وَلا تَعَاوَنُوا عَلَى الإِثْمِ وَالْعُدْوَانِ » [المائدة : ۲] ژباړه: په ښېګړې او تقوی کې یو د بل مرسته وکړئ، په ګناه او تېري کې یو د بل مرسته مه کوئ. په بل مبارک حدیث کې راځي: «الخلق عیال الله فأحبهم الیه أنفعهم لعیاله» مخلوقات ټول د الله تعالی عیال دي او الله تعالی ته تر ټولو ګران او نژدې هغه دي چې مخلوقاتو ته ګټه رسوونکي وي. مهرباني، رحمت او د هر ژوندي مرسته له هغو لویو ښېګڼو څخه شمېرل کېږي چې سړی جنت ته رسوي. په یوه مبارک حدیث کې راځي: «ان رجلا رأی کلبا یلهث فیأکل الثری من العطش فجعل یغرف له بخفه حتی أرواه فشکر الله له فأدخله الجنة» قالوا یا رسول الله أو ان لنا في البهائم لأجرا؟ فقال صلی الله علیه وسلم: «في کل کبد رطبة أجر». [یوه سړي یو سپی ولید چې له ډېرې تندې خاورې څټي، نو ده په خپله موزه اوبه ورته را و ايستې، تر څو تنده یې ماته شوه، الله تعالی یې د دغه عمل د شکرانې په بدل کې جنت ورکړ، اصحابو رضی الله عنهم عرض وکړ: یا رسول الله! ایا په څارویو کې هم زموږ لپاره اجر شته؟ رسول صلی الله علیه وسلم وفرمایل: په هر ژوندي مخلوق کې اجر شته، مطلب دا چې پر هر ذي روح مهرباني، رحمت او مرسته یې اجر او ثواب لري، بلکې د ځمکې پر هر موجود رحمت د الله تعالی د رحمت او ثواب لامل ګرځي. رسول صلی الله علیه وسلم فرمايي: «الراحمون یرحمهم من في السماء.» [پر مهربانانو هغه ذات رحم کوي چې په اسمان کې دی] دا هغه بنسټ دی چې بختور او په تیږه پوره خلک په خپل تعامل، کړو او وړو کې تکیه ورباندې کوي، یو له بل سره مینه، رحمت او تعاون لري او په همدې سره یې ایمان بشپړېږي او په وسیله یې تر جنته لوړېږي. همدا راز اسلام د سلام خورولو حکم کړی دی؛ ځکه دا د مینې او تعاون ستره وسیله ده. رسول صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «لا تدخلون الجنة حتی تؤمنوا و لا تؤمنوا حتی تحابوا، ألا أدلکم علی شئ اذا فعلتموه تحاببتم؟ أفشوا السلام بینکم.» [تر څو مو چې ایمان نه وي راوړی، جنت ته نه شئ داخلېدای او تر څو مو چې یو له بل سره مینه نه وي کړې، ایمان مو نه شي بشپړېدای، ایا داسې څه در ونه ښيیم چې ویې کړې، مینه مو سره پیدا کېږي؟ په خپلو کې سلام خور کړئ. ۳- د افرادو په حقوقو کې عفوه، بښنه او د بدۍ په مقابل کې نېکي له غوره اخلاقو شمېرل کېږي او دا هغه ډګر دی چې خلک د الله تعالی د رضا او جنت حاصلولو په موخه یو له بل سره په کې سیالي او مسابقه کوي. قرآنکریم فرمایي: «وَجَزَاءُ سَيِّئَةٍ سَيِّئَةٌ مِثْلُهَا فَمَنْ عَفَا وَأَصْلَحَ فَأَجْرُهُ عَلَى اللَّهِ إِنَّهُ لا يُحِبُّ الظَّالِمِينَ» [الشوری: ۴۰] ژباړه: او د بدۍ بدله همغسې بدي ده (نه زیاته) خو څوک چې تېر شي او سوله وکړي نو اجر یې په الله دی، بېشکه د هغه ښه نه ایشي. «وَلا تَسْتَوِي الْحَسَنَةُ وَلا السَّيِّئَةُ ادْفَعْ بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ فَإِذَا الَّذِي بَيْنَكَ وَبَيْنَهُ عَدَاوَةٌ كَأَنَّهُ وَلِيٌّ حَمِيمٌ (34) وَمَا يُلَقَّاهَا إِلاَّ الَّذِينَ صَبَرُوا وَمَا يُلَقَّاهَا إِلاَّ ذُو حَظٍّ عَظِيم » فصلت یا حم السجدة : ۳۴ - ۳۵ ترجمه: ښېګڼه او بدي نه سره برابرېږي او بدي په ډېره غوره نېکۍ سره ایساروه، په دې سره به هغه کس چې ستا او هغه ترمنځ دښمني وي لکه یو مهربان دوست داسې شي او دا خصلت پرته له هغه چې صبر یې کړی وي بل چا ته نه ورکول کېږي او د لویې برخې له خاوند پرته یې بل څوک نه شي موندلی. بنده په ښو اخلاقو سره د اخرت لوړو درجاتو ته ځان رسولی شي او کولی شي په غوره اخلاقو سره د خپل عبادت کمزوري جبران او لوړ مقام وګټي. ۴- هر هغه څه چې د زړونو د ازار، او خلکو تر منځ د دښمنۍ او کېنې سبب ګرځي، د اسلام له نظره حرام دي او مؤمن ته یې کول جواز نه لري، لکه غیبت، نمامت یا چغلي، تجسس، سپکاوی او بد ګوماني. الله تعالی فرمایي: «يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لا يَسْخَرْ قَومٌ مِنْ قَوْمٍ عَسَى أَنْ يَكُونُوا خَيْراً مِنْهُمْ وَلا نِسَاءٌ مِنْ نِسَاءٍ عَسَى أَنْ يَكُنَّ خَيْراً مِنْهُنَّ وَلا تَلْمِزُوا أَنفُسَكُمْ وَلا تَنَابَزُوا بِالأَلْقَابِ بِئْسَ الاِسْمُ الْفُسُوقُ بَعْدَ الإِيمَانِ وَمَنْ لَمْ يَتُبْ فَأُوْلَئِكَ هُمْ الظَّالِمُونَ (11) يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اجْتَنِبُوا كَثِيراً مِنْ الظَّنِّ إِنَّ بَعْضَ الظَّنِّ إِثْمٌ وَلا تَجَسَّسُوا وَلا يَغْتَبْ بَعْضُكُمْ بَعْضاً أَيُحِبُّ أَحَدُكُمْ أَنْ يَأْكُلَ لَحْمَ أَخِيهِ مَيْتاً فَكَرِهْتُمُوهُ وَاتَّقُوا اللَّهَ إِنَّ اللَّهَ تَوَّابٌ رَحِيمٌ» [الحجرات: ۱۱-۱۲] ژباړه: اې مؤمنانو! یو قوم دې پر بل ملنډې نه وهي، ښایي هغوی ترې غوره وي او نه دې ښځې پر ښځو ملنډې وهي، ښايي هغوی ترې غوره وي او یو پر بل عیبونه مه وایئ او مه یو تر بله بد نومونه اخلئ، له ایمانه وروسته د فسق نوم یادول ډېر بد دي او څوک چې توبه نه باسي هم هغوی ظالمان دي. اې مؤمنانو! له زیاترو بدګومانیو نه ځان وساتئ، یقینا ځینې بدګومانۍ ګناه دي او د چا عیب پلټل مه کوئ او یو د بل غیبت مه کوئ، ایا ستاسې کوم یو دا خوښوئ چې د خپل مړه ورور غوښه وخوري؟ نو تاسې خو یې بده ګڼئ بېشکه الله مهربان توبه قبلوونکی دی. ۵- اسماني ادیان د اصولو او عامو اهدافو له پلوه سره یو دي؛ رسولان او نبیان علیهم السلام سره وروڼه دي، چې یو په بل پسې یې د الله تعالی پیغام خلکو ته رسولی دی. الله تعالی په قرانکریم کې فرمایي: «وَمَا مُحَمَّدٌ إِلاَّ رَسُولٌ قَدْ خَلَتْ مِنْ قَبْلِهِ الرُّسُلُ.» [ال عمران: ۱۴۴] ژباړه: او محمد خو فقط یو استازی دی چې تر ده مخکې هم ډېر استازي لېږل شوي وو. نه ښايي د انبیاوو علیهم السلام تعدد د خلکو تر منځ د دښمنیو او جګړو لامل وي. بل ځای فرمایي: «قُلْ آمَنَّا بِاللَّهِ وَمَا أُنْزِلَ عَلَيْنَا وَمَا أُنْزِلَ عَلَى إِبْرَاهِيمَ وَإِسْمَاعِيلَ وَإِسْحَقَ وَيَعْقُوبَ وَالأَسْبَاطِ وَمَا أُوتِيَ مُوسَى وَعِيسَى وَالنَّبِيُّونَ مِنْ رَبِّهِمْ لا نُفَرِّقُ بَيْنَ أَحَدٍ مِنْهُمْ وَنَحْنُ لَهُ مُسْلِمُونَ.» [ال عمران: ۸۴] ژباړه: ووایه! موږ هم پر الله ایمان راوړی او هم په هغه څه چې پر موږ نازل شوي او پر ابراهیم، اسماعیل، اسحاق، یعقوب او د دوی پر اولاد نازل شوي او پر هغه څه چې موسی، عیسی او نورو پیغمبرانو ته د دوی د رب له لوري ورکړی شوي، د دوی په هېڅ یوه کې توپیر کې نه کوو او موږ ورته غاړه اېښودونکي یو. يادونه: د ليکوال له ليکنې سره د پژواک ادارې د نظر يووالى حتمي نه دى.