په آسیا کې لوېدیځ امپریالیزم

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د لوېدیځې اروپا او اړوندو هېوادونو (لکه روسیه، جاپان او متحده ایالتونو) اغیز او امپریالیزم د استعماري دورې څخه چې په شپاړسمې پېړۍ کې پیل شوه او د شلمې پېړۍ استعمار ضد سره یې د پام وړ کموالی وموند، په ټولو آسیایي سیمو کې خپل اوج ته ورسېدل. دې کار په پنځه لسمه پېړۍ کې د هند کوچني براعظم او سوېل ختیځې آسیا ته د سوداګریزو لارو لټولو څخه چې مخامخ د اکتشاف عمر لامل شوه، او سربېره پر دې، په هغه ځای کې چې اروپایانو لومړی د ختیځ هند او وروسته د لرې ختیځ نوم ورکړ، د لومړنۍ مډرنې جګړې معرفي کېدو څخه، سرچینه واخیسته. د شپاړسمې پېړۍ په لومړیو کې، د کښتۍ عصر د استعمار دوران کې د لوېدیځې اروپا اغیز او د درملو سوداګرۍ پراختیا ته وده ورکړه. استعماري امپراتوري ګانو او په اروپایي بڼه امپریالیزم د شپږو پېړیو په اوږدو کې په آسیا کې فعالیت وکړ او په رسمي توګه د ختیځ تیمور له خپلواکي سره په ۲۰۰۲م کال کې د وروستنۍ پرتګال مستعمرې امپراتورۍ سره پای ته ورسېده. امپراتورۍ ګانو د لوېدیځ ملت او څو ملیتي دولت مفهومونه معرفي کړل. دا مقاله هڅه کوي چې د ملت دولت لوېدیځ مفهوم ټولیزې پرله پسې پراختیا باندې بحث ولري.

د اروپا سیاسي قدرت، سوداګرۍ او کلتور په اسیا کې د توکو سوداګرۍ د ودې لامل شول – د نننۍ ورځې مډرن آزاد بازار اقتصاد په ظهور کې یو کلیدي تحول. په شپاړسمه پېړۍ کې، کله چې پرتګالیانو د نېک امید په شاوخوا کې هند ته یو سمندري لاره کشف کړه، د آسیا او اروپا ترمنځ د سوداګرۍ انحصار (ځمکنی) یې د عربانو او ایټالویانو ترمنځ مات کړ. د ختیځ هند سیال هالنډي شرکت راڅرګندېدو سره په آسیا کې د پرتګال اغیزه په تدریجي ډول کمه شوه. هالنډي ځواکونو لومړی په ختیځ کې خپلواک بېزونه جوړ کړل (چې ترټولو مهم یې د ختیځ هند هالنډي شرکت پیاوړی مرکز په باتاویا کې وو) او وروسته بیا د ۱۶۴۰ او ۱۶۶۰ کلونو په منځ کې یې مالاکا، سیلان، د هند سوېل ځینې بندرونه او د جاپان ګټوره سوداګرۍ یې له پرتګالیانو څخه غصب کړل. وروسته انګلیسیانو او فرانسویانو په هند کې ښارګوټي جوړ کړل او له چین سره یې سوداګري وکړه او د هغوی استملاک ورو ورو له هالنډیانو څخه مخته شو. په ۱۷۶۳م کال کې د اووه کلنې جګړې پای وروسته، انګلیسیانو په هند کې د فرانسې نفوذ ختم کړ او د بریټانیا ختیځ هند شرکت (چې په ۱۶۰۰م کال کې تاسیس شو) یې د هند په کوچني براعظم کې د ترټولو مهم سیاسي ځواک په توګه تاسیس کړ.[۱]

د ۱۹مې پېړۍ له منځه تر وروستیو پورې د صنعتي انقلاب څخه مخکې، د ختیځو توکو لکه چیني باب، ورېښم، درملو او چای، ته تقاضا د اروپايي امپریالیزم محرک ځواک په توګه پاتې شوه. په آسیا کې د لوېدیځې اروپا برخه په عمده ډول سوداګریزو مرکزونو او د سوداګرۍ ساتنې لپاره سټراټېژیک بېزونو پورې محدودېږي. په هرحال، صنعتي کېدلو د آسیا خامو توکو ته د اروپا تقاضا ته د پام وړ زیاتوالی ور وبښه. د ۱۸۷۰مې لسیزې اوږده شدید سقوط سره په افریقا، امریکا، ختیځې اروپا او په ځانګړې توګه آسیا کې د اروپایي صنعتي محصولاتو او مالي خدمتونو نوي بازارونه له ننګونو سره مخ شول. دا تقابل په نړیوال استعمار کې د «نوي امپریالیزم» په نوم د نوې دورې له ودې سره همغږی وو چې له سوداګرۍ او غیر مستقیم حکومت څخه یې له هېواده بهر پراخو ځمکو باندې رسمي استعماري کنټرول ته خپل تمرکز بدل کړ چې هغه سیمې به د خپلو مورنیو هېوادونو د سیاسي غزولو په توګه حکمراني کېدل. د ۱۸۷۰مې لسیزې او په ۱۹۱۴م کال کې د لومړۍ نړیوالې جګړې پیل منځ کې، بریټانیا، فرانسه او هالنډ – په آسیا کې مېشت استعماري ځواکونو – په منځني ختیځ، هند کوچني براعظم او سوېل ختیځې آسیا کې خپلو امپراتوري ګانو ته پراخې سیمې ور زیاتې کړې. په هماغه دوره کې، د میجي بیارغونې وروسته د جاپان امپراتوري؛ په ۱۸۷۱م کال کې د پروسیا او فرانسې جګړې څخه وروسته د آلمان امپراتوري؛ تزاري روسیه او په ۱۸۹۸م کال کې د امریکا او اسپانیا جګړې څخه وروسته متحده ایالتونه؛ په چټکۍ سره د آسیا په ختیځ او د آرام سمندر په سیمه کې د نویو امپراتوري ځواکونو په توګه راڅرګند شول.

په آسیا کې لومړۍ او دوهمه نړیواله جګړه د څو امپراتوري کلیدي قدرتونو ترمنځ، لکه د اروپايي قدرتونو جګړه له روسیې او امریکایانو او د ودې په حال کې جاپانیانو سره، ترسره شوه. په ههرحال، هیڅ یو استعماري ځواک د دواړو جګړو فشارونو پروړاندې او په آسیا کې د مستقیم حاکمیت ساتنې لپاره اړینې سرچینې نه لرلې. که څه هم په ټوله نړۍ کې ملت پاله خوځښتونه په آسیا کې د پاتې مستعمراتو کابو ټولو سیاسي خپلواکي لامل شول، خو د استعمار ضد حرکتونه د سړې جګړې په واسطه ودرېدل. سوېل ختیځه آسیا، سوېلي آسیا، منځنی ختیځ او ختیځه آسیا په یوه نړیوال اقتصادي، مالي او نظامي سیسټم کې ځای شوي دي چې په هغه کې لوی قدرتونه د خپلې اغیزې پراختیا لپاره سره سیالي کوي. په هرحال، له جګړې وروسته د چټکې اقتصادي ودې او د ټایوان، سنګاپور، سوېلي کوریا، جاپان په شان صنعتي پرمختللو هېوادونو او د هند، د چین د خلکو جمهوریت او د هغه خودمختاره سیمه هانګ کانګ په شان د ودې په حال کې هېوادونو ظهور او د شوروي اتحاد له منځه تللو سره، په آسیا کې د لوېدیځې اروپا نفوذ تر ډېره حده کم شوی دی. متحده ایالتونه له سوداګریزو او نظامي اډو سره لا هم په آسیا کې اغیزناک هېواد دی.

په آسیا کې د اروپا لومړنۍ سپړنه[سمول]

په آسیا کې د اروپا سپړنې د لرغوني روم دوران کې د ورېښمو لارې په اوږدو کې پیل شوې. د چین په شان لرې پرتو سیمو زده‌کړې د رومیانو په لاس کې وې. د ګډ عصر لومړیو پېړیو کې د مصري رومي سره سیند بندرونو له لارې له هند سره سوداګري د پام وړ زیاته وه.

په آسیا کې د اروپا منځنۍ سپړنه[سمول]

په دیارلسمه او څوارلسمه پېړۍ کې، ګڼ شمېر اروپایان، چې ډېری یې مسیحي مبلغین وو، چین ته د ننوتلو په لټه کې وو. د دې مسافرانو ترټولو نامتو یې مارکوپولو وو. خو د څوارلسمې پېړۍ په وروستیو لسیزو کې په آسیا کې د یو لړ سیاسي تحولاتو له امله دې سفرونو د ختیځ او لوېدیځ پر سوداګرۍ یې لږ دایمي اغیزه درلودله، ځکه چې په آسیا کې د اروپا لا ډېرو سپړنو ته د پای ټکی کېښود. په چین کې د یووان کورنۍ چې د اروپایي مبلغینو او سوداګرو کوربه وو راوپرځېده او د مینګ نوي حاکمان د مذهبي دیندارۍ کوربه توب نه خوښاوه. په همدې حال کې، ترکانو د مدیترانې ختیځ کنټرول ټینګ کړ او ځمکنۍ کلیدي سوداګریزې لارې یې وتړلې. له همدې کبله، تر پنځه لسمې پېړۍ، د اروپا او آسیا ترمنځ یوازې جزئي سوداګریزې او کلتوري راکړو ورکړو دوام درلود چې د مسلمانو سوداګرو لخوا کنټرول کېده.[۲]

آسیا ته سمندري سفرونه[سمول]

د لوېدیځې اروپا حاکمانو پرېکړه کړې وه چې د ځان لپاره نوي سوداګریزې لارې ومومي. پرتګالیانو د سمندري لارو پیدا کولو لپاره چې سوېلي او ختیځې آسیا توکو ته یې آسانه او ارزانه لاسرسی برابروه، مشري وکړه. دا اجاره د ختیځ او لوېدیځ ترمنځ سمندري لارو کې د پرتګالي او اسپانیایي بېړۍ چلوونکو له بې ساري سفرونو سره پیل شوه. د هغوی سفرونه د منځنیو پېړیو اروپایي اتلانو تر اغیزې لاندې وو چې له ځمکې څخه یې لرې ختیځ ته سفر کړی وو او له راتګ وروسته یې د آسیا ځینو برخو جغرافیایي علم سره مرسته وکړه.

په ۱۴۸۸م کال کې، بارټولومئو ډیاس د پرتګالي دوهم جان په ملاتړ د افریقا سوېلي څوکې څخه لیدنه وکړه او له هغه ځایه یې پام شو چې ساحل شمال ختیځ خوا ته حرکت کوي (د ښه امید نښه). په داسې حال کې چې د ډیاس عملې هغه بېرته راتګ ته مجبور کړ، په ۱۴۹۷م کال کې، پرتګالي سمندرپال واسکو داګاما، له اروپا څخه هند ته لومړنی آزاد سفر ترسره کړ. په ۱۵۲۰م کال کې، پرتګالي سمندرپال فرډینانډ ماګېلان چې د کاستیل تاج («اسپانیا») په خدمت کې وو، آرام سمندر ته یوه سمندري لاره پیدا کړه.

سرچينې[سمول]

  1. M. Weisner-Hanks, Early Modern Europe 1450–1789 (Cambridge, 2006)
  2. . [{{{url}}} Marco Polo, Il Milione].