پلانکټون

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
پلانکټون
عامه معلومات
ځانګړې وېشنيزه

پلانکټونونه په اوبو (یا هوا) کې د بېلابېلو ارګانېزمونو یا موجوداتو مجموعه ده چې د جریان (یا باد) په مقابل کې د حرکت وړتیا نه‌لري. هغه انفرادي ارګانېزمونه چې پلانکټون ترې جوړېږي، د پلانکټرونو په نامه یادېږي. دغه موجودات په سمندر کې د کبانو او نهنګانو په څېر کوچنیو او لویو موجوداتو ته د خوړو یوه مهمه سرچینه ده.[۱][۲][۳]

په سمندري پلانکټونونو کې باکتریاوې، ارکیاوې، اوبړۍ، پروتوزوا او حرکت لرونکي او لمبدېونکي حیوانات شاملېږي چې د سمندرونو په مالګینو اوبو او د مصبونو په تروشو یا الګینو اوبو کې ژوند کوي. د خوږو اوبو پلانکټونونه سمندري پلانکټونونو ته ورته دي، خو د خوږو اوبو په سیندونو او لښتیو کې موندل کېږي. معمولاً فکر کېږي چې پلانکټونونه په اوبو کې ژوند کوي، خو د هوا بڼې یې هم شته چې ایروپلانکټونونه بلل کېږي او د ژوند یوه برخه په اتومسفیر کې تېروي. په دغه ډول پلانکټونونو کې میکروبي نباتات، په باد کې خورې ورې دانې او هغه مایکرو ارګانېزمونه شاملېږي چې د ځمکنیو دوړو او توپانونو له لارې هوا ته لېږدي او هغه سمندري پلانکټونونه هم په کې راځي چې د سمندري سپرې له لارې هوا ته لېږل کېږي یا وړل کېږي.

که څه هم ډېری پلانکټوني نوعې د اندازې له پلوه مایکروسکوپي دي، خو په پلانکټون کې د بېلابېلو اندازو لرونکي ارګانېزمونه یا موجودات شاملېږي چې د سمندري ستوري په نامه د لوی کب په څېر موجودات یې د بېلګې په توګه یادولی شو. پلانکټونونه د هر ډول فیلوجینیټکي یا ټکسونیمیکي ډلبندۍ پر ځای د ایکولوژيکي مېشت‌ځای او د تحرک یا خوځښت د کچې پر بنسټ تعریفېږي. له تخنیکي پلوه په دې اصطلاح کې د اوبو پر سطحه هغه موجود ارګانېزمونه نه شاملېږي چې د «نیوسټون» په نامه یادېږي، همدا راز هغه ارګانېزمونه هم نه په کې شاملېږي چې په فعال ډول په اوبو کې لامبو وهي او «نېکټون» بلل کېږي.[۴]

مېشت‌ځایي ګروپونه[سمول]

سمندري پلانکټون[سمول]

په سمندري پلانکټونونو کې هغه باکتریاوې، ارکیاوې، اوبړۍ، پروتوزوا او حرکت لرونکي او لمبدېونکي حیوانات شاملېږي چې د سمندرونو په مالګینو اوبو او د مصبونو په تروشو یا الګینو اوبو کې ژوند کوي.

د خوږو اوبو پلانکټون[سمول]

د خوږو اوبو پلانکټونونه سمندري پلانکټونونو ته ورته دي، خو د خوږو اوبو په سیندونو او لښتیو کې موندل کېږي.

ایروپلانکټونونه[سمول]

ایروپلانکټونونه کوچني ژوندي موجودات دي چې په هوا کې لامبو وهي او د باد د جریان په مرسته لېږدي؛ دوی د سمندري پلانکټونونو اتومسفیري انالوګونه یا مشابه موجودات دي. ډېری هغه ژوندي موجودات چې ایروپلانکټونونه ترې جوړ دي، د اندازې له پلوه ډېر کوچني او حتا مایکروسکوپي دي او د اکثرو پېژندنه یې هم د کوچنۍ اندازې له امله ستونزمنه ده. ساینس‌پوهان کولای شي دغه موجودات د څېړنې لپاره له الوتکو، کاغذپرانونو او بالونونو څخه د جالونو په مرسته له هوا څخه راټول کړي. ایروپلانکټونونه له ګڼو میکروبونو څخه جوړ دي چې ویروسونه، د باکتریا شاوخوا ۱۰۰۰ نوعې، د فنجي شاوخوا ۴۰۰۰۰ نوعې او د هغو پروټېسټونو، اوبړیو او خزو سلګونه نوعې یې د بېلګې په توګه یادولی شو چې د خپل ژوند ډېره برخه د ایروپلانکټونونو په څېر په باد کې تېروي. پر دې سربېره، متحرک مایکرو ارګانېزمونه د ځمکنیو دوړو له توپانونو څخه هوا ته لېږدي او حتا په هوا کې د موجودو سمندري مایکرو ارګانېزمونو ډېره برخه د سمندري سپرې‌ګانو په واسطه اتومسفیر ته ځي. ایروپلانکټونونه په ورځني ډول په ټوله سیاره کې د هوا سلګونه میلیونه ویروسونه او لسګونه میلیونه باکتریاوې په هر متر مربع کې ځای پر ځای کوي.[۵]

د سمندر د سطحې کوچنۍ لایې د سطحې د لاندې اوبو په پرتله د باکتریاوو او ویروسونو لوړ غلظت لري. دغه مواد د لوړ بخار د کشش او تبخیر له امله کولای شي د باد په واسطه د تولید شویو معلقو ذراتو په ډول د سمندر له سطحې څخه اتومسفیر ته ولېږدي. دغه میکروبونه چې کله په هوا کې لېږدول کېږي، کېدای شي په لرې واټنونو کې ساحلي سیمو ته انتقال شي. که له ځمکې سره ولګېږي کولای شي د حیواناتو، نباتاتو او انسانانو پر روغتیا اغېز وکړي. هغه سمندري معلق ذرات چې ویروسونه لري، له خپلې سرچینې څخه سلګونه کیلومتره لرې تلای شي او تر هغه مهاله چې رطوبت په کافي اندازه لوړ وي (یعنې تر ۷۰ سلنه ډېر وي) په مایع ډول باقي پاتې کېږي. دغه معلق ذرات په اتومسفیر کې شاوخوا ۳۱ ورځې معلق پاتې کېدای شي. شواهد څرګندوي چې باکتریاوې داخل ته له لېږدېدو وروسته په هوا کې د معلقو ذراتو له لارې ژوندي پاتې کېدای شي. په دې کې ځینې د سمندر له سطحې څخه په ۳۰ متره ارتفاع کې ۲۰۰ مترو ته رسېږي. هغه پروسه چې دغه ماده اتومسفیر ته لېږدوي، د ځمک‌لاندې اوبو په پرتله د باکتریاوو او ویروسونو د لا ډېرولو لامل کېږي (چې په ځینو ځایونو کې درې برابره کېږي).[۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

جیوپلانکټون[سمول]

ډېری ژوي په لنډمهالو رطوبتونو او اوبو کې وده او په ځمکنیو چاپېریالونو کې ژوند کوي. په دغو موجوداتو کې روټیفرونه او ګاسټروټریکونه شاملېږي او داسې مقاومې هګۍ اچوي چې په وچو چاپېریالونو کې کلونه کلونه ژوندۍ پاتې کېدای شي. نماټوډونه معمولاً د ژوند دغه بڼه لري او مایکروسکوپي دي. د اوبو خرسان که څه هم یوازې څو میاشتې عمر لري، خو کولای شي په وچو شرایطو کې معلقو حرکتونو ته دننه شي او د څو لسیزو لپاره ژوندي پاتې شي. دغه چاره له دوی سره مرسته کوي چې د ودې او مثل د تولید لپاره اوبو ته له اړتیا سره سره په ځمکنیو چاپېریالونو کې هر ځای حاضر شي. د کوپ‌پاډونو او امفه‌پاډونو په څېر سخت‌پوستي مایکروسکوپي موجودات او صدف‌ډوله ژوي هم په وچو شرایطو کې په لنډمهالو اوبو کې ژوند کولی شي.[۱۵]

پلانکټونیکي اړیکې[سمول]

انسان او پلانکټون[سمول]

پلانکټونونه پر انسانانو ګڼې مستقیمې او غیر مستقیمې اغېزې لري.

په اتومسفیر کې شاوخوا ۷۰ سلنه اکسیجن په سمندرونو کې د هغو فیټوپلانکټونونو له‌خوا تولیدېږي چې فوټوسنتېز ترسره کوي، په دې معنا چې موږ او ډېرو نورو هغو حیواناتو ته ډېری اکسیجن د پلانکټونونو له‌خوا تولیدېږي چې په هوازي ډول تنفس کوي.[۱۶]

پلانکټونونه د سمندري غذايي شبکې بنسټ جوړوي او د ټولو لوړو تغذیوي کچو لپاره غذا یا خواړه برابروي. وروستیو څېړنو سمندري غذايي شبکه تحلیل کړې ده تر څو وګوري چې سیستم له پورته څخه د ښکته پر طرف او که له ښکته څخه د پورته پر طرف تګلاره کاروي. د دې څېړنې تمرکز دا و چې وګوري په غذايي شبکه کې بدلونونه د غذايي شبکې په ټيټه کچه کې د مغذي موادو په مرسته او که د شبکې په پورته کچه کې د ښکاریانو له‌خوا رامنځته کېږي. ټولیزه پایله دا ده چې له پورته څخه د ښکته پر طرف تګلاره د غذایي شبکې ډېره برخه چلند اټکلوي.[۱۷][۱۸]

په ځینو مواردو کې پلانکټون په انسان کې د وژونکو پارازیټونو لپاره د منځني کوربه په توګه عمل کوي. په دې کې یو مورد «کولرا» ده او دا داسې عفونت دی چې د «ویبریو کولرا» د څو سویو له امله رامنځته کېږي. څرګنده ده چې دغه نوعې د کوپ‌پاډونو په څېر له کیټین لرونکو زوپلانکټونو سره سمبیوټیک اړیکه لري. دغه باکتریاوې نه یوازې له هغو غذايي موادو څخه ګټه اخلي چې زوپلانکټونونو برابر کړي وي، بلکې د اسیدي چاپېریالونو په مقابل کې له خوندیتوب څخه هم ګټه‌من دي. کله چې کوپ‌پاډونه د انسان د کوربه پلانکټون له‌خوا وخوړل شي، د کیټین بیرونۍ برخه باکتریاوې په معده کې د معدې له اسیدونو څخه ساتي او د کولمو پر لوري حرکت کوي. کله چې باکتریا د کوچنۍ کولمې له سطحې سره نښلېږي یا لګېږي، کوربه د پنځو ورځو په جریان کې ځینې نښې څرګندوي چې شدید اسهال یې د بېلګې په توګه یادولی شو.[۱۹][۲۰]

سرچينې[سمول]

  1. Lalli, C.; Parsons, T. (1993). Biological Oceanography: An Introduction. Butterworth-Heinemann. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-7506-3384-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "Aeroplankton and the Need for a Global Monitoring Network". BioScience. 63 (7): 515–516. 2013. doi:10.1525/bio.2013.63.7.3. S2CID 86371218. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "plankter". American Heritage Dictionary. Houghton Mifflin Harcourt Publishing Company. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۹ نومبر ۲۰۱۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ نومبر ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. John Dolan (November 2012). "Microzooplankton: the microscopic (micro) animals (zoo) of the plankton" (PDF). د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۰۴ مارچ ۲۰۱۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ جنوري ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. A. C. Hardy and P. S. Milne (1938) Studies in the Distribution of Insects by Aerial Currents. Journal of Animal Ecology, 7(2):199-229
  6. Liss, P. S. (1997). The sea surface and global change. Cambridge New York: Cambridge University Press. OCLC 34933503. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-521-56273-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Blanchard, D.C., 1983. The production, distribution and bacterial enrichment of the sea-salt aerosol. In: Liss, P.S., Slinn, W.G.N. ŽEds.., Air–Sea Exchange of Gases and Particles. D. Reidel Publishing Co., Dordrecht, Netherlands, pp. 407-444.
  8. Wallace Jr., G.T., Duce, R.A., 1978. Transport of particulate organic matter by bubbles in marine waters. Limnol. Oceanogr. 23 Ž6., 1155–1167.
  9. WHO, 1998. Draft guidelines for safe recreational water environments: coastal and fresh waters, draft for consultation. World Health Organization, Geneva, EOSrDRAFTr98 14, pp. 207–299.
  10. Klassen, R. D., & Roberge, P. R. (1999). Aerosol transport modeling as an aid to understanding atmospheric corrosivity patterns. Materials & Design, 20, 159–168.
  11. Moorthy, K. K., Satheesh, S. K., & Krishna Murthy, B.V. (1998). Characteristics ofspectral optical depths and size distributions of aerosols over tropical oceanic regions. Journal of Atmospheric and Solar–Terrestrial Physics, 60, 981–992.
  12. Chow, J. C., Watson, J. G., Green, M. C., Lowenthal, D. H., Bates, B., Oslund, W., & Torre, G. (2000). Cross-border transport and spatial variability of suspended particles in Mexicali and California's Imperial Valley. Atmospheric Environment, 34, 1833–1843.
  13. Aller, J., Kuznetsova, M., Jahns, C., Kemp, P. (2005) The sea surface microlayer as a source of viral and bacterial enrichment in marine aerosols. Journal of aerosol science. Vol. 36, pp. 801-812.
  14. Marks, R., Kruczalak, K., Jankowska, K., & Michalska, M. (2001). Bacteria and fungi in air over the GulfofGdansk and Baltic sea. Journal of Aerosol Science, 32, 237–250.
  15. Stübner, E. I.; Søreide, J. E. (2016-01-27). "Year-round meroplankton dynamics in high-Arctic Svalbard". Journal of Plankton Research. 38 (3): 522–536. doi:10.1093/plankt/fbv124. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  17. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  18. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  19. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  20. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).