پر قيامت ايمان د علي او اهل بيتو له ولايت منلو سره تړاو لري

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

پر قيامت ايمان د علي  او اهل بيتو له ولايت منلو سره تړاو لري[سمول]

((وَإِنَّ الَّذِينَ لَا يُؤْمِنُونَ بِالْآخِرَةِ عَنِ الصِّرَاطِ لَنَاكِبُونَ=

(مومنون : 74 آيت)

له حضرت علي  بن ابيطالب څخه د پورتني آيت په هکله روايت دى:(( يعنې زموږ  ولايت (په پورتني آيت كې له صراطه مطلب د اهلبيتو ولايت دى ) . ))

وګورئ : 1 _ حافظ ابونعيم اصبهاني، "ما نزل من القران فى علي " كې تر پورتني آيت  لاندې . 2 _ حمويي، فرائد السمطين؛ سمط ثانى؛ 61باب، 2ټوك، 300مخ. 3 _ حافظ حسكاني، شواهد التنزيل؛ لومړى ټوك، 402مخ، 557حديث (تر پورتني آيت  لاندې ).

ستره ګناه :[سمول]

((وَالَّذِينَ يُؤْذُونَ الْمُؤْمِنِينَ وَالْمُؤْمِنَاتِ بِغَيْرِ مَا اكْتَسَبُوا فَقَدِ احْتَمَلُوا بُهْتَانًا وَإِثْمًا مُّبِينًا=

(احزاب : 58 آيت )

له مقاتل بن سليمان څڅه د پورتني آيت په هکله روايت دى:دا آيت د حضرت علي  بن ابيطالب په هکله  نازل شوى او د نزول علت يې دا و، چې ځينو منافقينو به حضرت علي  ځوراوه او دروغجن به يې ګاڼه.

وګورئ :1 _ حافظ ابي نعيم اصبهاني، " مانزل من القران فى علي " كې تر پورتنې آيت  لاندې . 2 _ واحدي ، اسباب النزول؛ 273مخ. 3 _ حافظ الحسكاني؛ شواهد التنزيل : 775حديث، 2ټوك، 93مخ، لومړى چاپ.