ټولنیز نیاو/عدل

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د کتاب ځانګړنې:

د کتاب نامه: اسانه اسلامپوهنه ( د ژڼیو لپاره)

لیکوال: شیخ محسن قرآیتي (د تفسیر نور مفسر)

ژباړن: ډاکټر ذبیح الله اقبال

وېبپاڼه:www.andyal.com

ټولنیز نیاو/عدل[سمول]

الله پخپله عادل دی اوموږ ته یې هم د نیاو (عدالت) او نېکیو حکم راکړی دی، (إِنَّ اللّهَ يَأْمُرُ بِالْعَدْلِ وَالإِحْسَانِ = په رښتینه كې الله د عدل او ښېګڼې کولو امر كوي.)[1]

که موروپلار د خپلو اولادونو ترمنځ په عدالت چلن و نه کړي، اولاد یې خوابدېږي؛ که موږ هم په عدالت چلن و نه کړو، خدای او خلک به راځنې خوابدي شي.

موږ باید د هر چا حق رعایت کړو. که کوم ځوان په جومات کې ناست وي او له خپل ځایه پاڅول کېږي؛ نو هر څوک چې د هغه پر ځای لمونځ وکړي، لمونځ یې سم نه دی؛ ځکه د هغه ځوان پر حق یې ظلم کړی دی او پر داسې ځای ولاړ دی، چې حق یې نه و.

پېغمبر اکرم (ص) اوبه وڅښلې، یو ځوان یې ترڅنګ ناست و، له آنحضرت (ص) نه یې وغوښتل، چې پاتې اوبه د تبرک او شفا لپاره هغه ته ورکړي، تردې غوښتنې روسته، هغه مشران، چې د پېغمبر اکرم (ص) تر څنګ ناست وو، هغوی هم ورته غوښتنه وکړه؛ نو آنحضرت (ص) ورته وویل : (( داچې دې ځوان تر تاسې مخکې غوښتنه کړې وه؛ نو وار باید رعایت شي)) نو لومړی یې اوبه هغه ځوان ته ورکړې.

ژرنده که د پلار ده خو په وار ده. د وار رعایت کول، عدالت دی.

مولا علي کرم الله وجهه یوه مورکۍ ولیده، چې دوه کوشنیان ورسره دي او یوازې درې کجورې لري، هر کوشني ته یې یوه کجوره ورکړه او درېیمه کجوره یې پر منځ نیمه کړه، چې د ماشومانو ترمنځ پر عدالت چلن وکړي، آنحضرت دغه مور ددې عدالتي چلن لپاره وستایله.

بې اجازې د نورو له ماله ګټنه یې پر حق تېری او ظلم دی.

خلک بې پته کول، پر هغوی تېری کول دي.

بل ته ناسمه نامه اخستل او نامه یې سپکول، وهل ډبول او ان وېرول تېری دی.

تر ټاکلې اندازې ډېر د دولتي توکیو لګول، پر ټولنه تېری او ظلم دی.

پر خلکو تېری، نه بښل کېدونې ګناه ده. ان که یو ځوان له یوې ونې بې اجازې مېوه وخوړه، باید د ونې څښتن راضي کړي او نشي ویلای: داچې بالغ نه یم؛ نو غاړه مې نه بندېږي.

هغه چې بالغ شوی نه دی، لمونځ او روژه پرې فرض نه ده؛ خو د خلکو د مال، ځان او پت درناوی پرې واجب دی، ان پر ژڼیو.

په ټولنه کې د عدالت رعایتول له کورنۍ پیلېږي او په ټولنه کې د عدالت د رعایتولو په پار باید یو د بل حقوق په کور، ښوونځي، واټونو او کوڅو کې رعایت کړو.

هو! اسلام د حقوقو د رعایت په پار، نه اولاد ته اجازه ورکوي، چې د موروپلار د استراحت مزاحم شي او نه موروپلار ته اجازه ورکوي، چې پر اولاد بې ځایه غوسه شي. نابالغتوب او ژڼی توب، د نورو د حقوقو د نه رعایتولو پلمه نشي کېدای.

څرګنده شوه، چې ماشومان او ژڼی باید تر  ځوانۍ مخکې، له اسلامي اخلاقو سره آشنا شي.


[1] . نحل /۹۰