يمال

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د اېورېسټ غر ته نژدې د هماليا د غرونو يو يمال.
د الاسکا د غرونو يو يمال
يو يمال

يو يمال (په انگرېزي: Avalanche) د غره له سر نه يا له يوې لوړې څوکې يا غونډۍ نه مخ په ځوړه د واورې چټکې ښويېدنې ته وييل کېږي چې د دغې ښويېدنې د پارېدنې سبب هم طبيعي او هم انساني کړه وړه کېدای شي. يمال يو ډېر ويجاړونکې واوره ښويېدنه ده چې د دود له مخې په غرنيزو سيمو کې رامېنځ ته کېږي. د يمال د راپېښېدو او په کوزه سرعت هوا د اوبو سره گډولای شي. ډېر ځواکمن او ستر يمالونه د ځان سره د غرو کاڼي او گټ، ونې او نور بوټي د خاورو او ريښو سره يوځای د واورې د ښويېدنې په لور راباسي تر ليري واټنه يې لېږدوي. يمالونه د بهانده واورې نه جوړ شوي دي او د غر ښويېدنې، خاورې ښويېدنې او د واورې د گينگړو د راولېدلو سره توپير لري. د نورو طبيعي پېښو په پرتله چې د ناورينونو سبب گرځي، يمالونه کله نا کله، ناڅاپي او په ناټاکلو ځايونو کې نه رامېنځ ته کېږي. يمالونه د ځانگړو غرونو د هغو لړيو پورې اړونده دي، چې واوره پکې اوري او د واورې کچه پکې ډېرېږي او د ولاړې واورې ډېرۍ لاپسې ډېرېږي. په غرنيزو سيمو کې يمالونه د خلکو ژوند او ژواک ته تر ټولو جدي او لوی خطرونه پېښوي چې د ويجاړۍ او تباهۍ کچه يې تر دې وي چې د غرونو د سر واورې تر ډېر ليري واټن او په سرعت سره د مېشتو سيمو په سر خپروي.