وېشنيزه:ویکیپیډیا

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

عمده اصطلاحات :

پيښه (حادثه ) Event  : پيښه يوه نتيجه ده . په عمومي توګه پيښه په شتمنيو پانګه او قرضونو کي دتغيراتو درامنځته کيدو منبع او وسيله ده يوه پيښه کيدي شي چي داخلي يا خارجي واوسي .

معامله Transaction  : يوه بهرني پيښه ده چي ددوه يازياتو منابعو ترمنځ انتقا ل او تبادله څرګندوي . حساب Account: يو سيستما تيک ترتيب دي چي په خاصو شتمنيو او پانګه باندي د معاملاتو او نورو پيښو اثرات منعکسوي . دهرډول شتمني ، قرض ، عايد ،مصرف او پانګي لپاره جدا حسابونه جوړيږي . حقيقي (دايمي )او اسمي (موقت )حسابونه  : Real and nominal Accounts

  د(شتمنيو ، قرض ، پانګي )هغه حسابونه چي په بيلانس کي څرګنديږي حقيقي حسابونه دي .  موقت يا اسمي حسابونه د عايداتو ،مصارفو او منافعو دويش حسابونه دي چي دګټي او تاوان حساب ته انتقا ليږي . موقت حسابونه دهري دوري په پاي کي تصفيه او تړل کيږي .  ولي حقيقي حسابونه نه تصفيه کيږي  . 

لجر (Ledger)  : دحسابونو کتاب دي . په لجر کي هر حساب ځا نګړي پاڼه لري . عومي لجر دټولو شتمنيو ، قرضونو ، پانګي ، عايداتو ، اولګښتونو دحسابو څخه تشکيل شوي دي . کومکي لجرونه په عمومي لجر کي دموجودوحسابونو تفصيل څرګندوي . ژورنال  : Journal : دمعا ملاتو او حوادثو دثبت لومړني کتاب دي . چي تاريخوار اومستند ډول سره په دي کتاب کي ثبت صورت نيسي . او په ژورنال کي ثبت شوي ارقام بيا لجر ته نقل کيږي . انتقال ((Posting)  : دثبت دلومړنيو کتابونو څخه د لجر مربوطو حسابونو ته دارقامو او معلوماتو دانتقال جريان ته ويل کيږي . ازمايشي بيلانس Trial Balance : په لجر کي ټولو پرانستل شوو حسابونو اود هغوي دبلانسو نو د ليست څخه عبارت دي . ازمايشي بيلانس چي دژورنال څخه لجر ته دارقامو دانتقال او اصلاح ورسته ترتيب شي نو د ازمايشي اصلاح شوي بيلانس په نوم ياديږي . که چيرته دحسابونو د تړلو وروسته بيلانس ترتيب شي نو د حسابونو د تړلو وروسته ازمايشي بيلانس ورته ويل کيږي . ازمايشي بيلانس په بل هر وخت کي هم ترتيب کيدي شي .

د "ویکیپیډیا" په وېشنيزه کې شته مخونه

په همدې وېشنيزه کې يواځې دغه لاندينی مخ شته.