ویلیم راني
ویلیم ټایلي راني (د می ۹، ۱۸۱۳ - د نومبر ۱۸، ۱۸۵۷) یو امریکایی انځورګر و، چې د لویدیځ ژوند، سپورتي منظرو، تاریخي موضوعاتو او انځورګرۍ لپاره پیژندل کیږي. په خپل ۲۰ کلن مسلک کې، هغه ۱۵۰ نقاشۍ جوړې کړې، او په نیو جرسيه کې د کار کولو لپاره لومړنی لوی ژانر انځورګر ګڼل کیږي، او د امریکا کورنۍ جګړې څخه مخکې یو له خورا مهم امریکایی انځورګرانو څخه دی. [۱] د هغه کار د متحده ایالاتو په ډیری موزیمونو کې نندارې ته وړاندې شوی دي. [۲]

لومړني ژوند
[سمول]ویلیم ټایلي راني د مۍ په ۹مه، ۱۸۱۳ کال کې د کنیکټیکټ په میډلټاون کې زیږیدلی و، په ۱۸۲۶ کال کې، د ۱۳ کلنۍ په عمر کې، هغه د شمالي کارولینا فایټویل ته لاړ، ترڅو د خپل ماما، سوداګر ویلیم ناټ سره ژوند وکړي، او داسې انګیرل کیږي چې ویلیم راني په دې موده کې خپل لومړني انځورنه جوړ کړل.
په ۲۰ کلنۍ کې راني په ۱۸۳۳ کال کې بروکلین ته لاړ ترڅو د نقاشۍ زده کړه وکړي د ۱۸۳۶ کال د مارچ په ۱۲مه، د الامو له سقوط څخه شپږ ورځې وروسته، هغه د جنرال سام هوسټن په مشرۍ د ټیکساس په پوځ کې رضاکارانه کار وکړ ترڅو د ټیکساس د خپلواکۍ په جګړه کې برخه واخلي. [ حوالې ته اړتیا ده ] د دې دورې په جریان کې د ویلیم تجربه د دا د راتلونکو کارونو په موضوع باندې ترټولو مهم نفوذ ګڼل کیږي. [۱] [۲]
مسلک
[سمول]

ړذمبم
مړینه او میراث
[سمول]
ویلیم راني د خپل ژوند په وروستیو ورځو کې کاتولیک مذهب ته مخه کړه. [۲] هغه د نومبر په ۱۸، ۱۸۵۷ کې د ۴۴ کلونو په عمر په خپل لویدیځ هوبوکن کور کې د نري رنځ له امله مړ شو. د رني جنازه په هوبوکن کې د سینټ مریم رومن کاتولیک کلیسا کې وشوه، او ملګري انځورګر چارلس لورینګ ایلیټ پکې ګډون وکړ. رني په برګن هدیره کې ښخ شو.
ماخذونه
[سمول]- 1 2 Millan, Nicholas. "Famed American 19th century painter called North Hudson home" Archived 2017-08-24 at the Wayback Machine.; The Union City Reporter; March 16, 2008
- 1 2 3 Rosero, Jessica (April 30, 2006). "All-American painter" (in American English). خوندي شوی له the original on July 31, 2023. ترلاسهکېدو نېټه March 4, 2023.