ويکيپېډيا:Sandbox

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
ورټوپ کړه: گرځښت, پلټل

اریخ او سړیتوب / د تاریخ اهمیت او ګټې

د تاریخ اهمیت او ګټې مخکې له دې چې د تاریخ لوستلو اهمیت، ضرورت او ګټو ته راشو، ښه به وی چې په یو څو کرښو کې د موضوع د سریزې په ډول د تاریخ پر مفهوم باندې هم یو څه رڼا واچول شی. تاریخ یوه عربی کلمه ده، جمعه یې تواریخ ده چې لفظی معنی یې وخت دی، اصطلاحی تعریفات او مفاهیم یې مختلفو علماوو په مختلفو الفاظو سره بیان کړی دی چې یو څه به یې دلته د نمونې په ډول ذکر کړو: ټول هغه حالات او حوادث چې تېرې زمانې کې پر فرد، ډلې او یا ټولنې باندې په مختلفو اړخونو کې تېر شوی دی د هغې د علمی او څیړنیزو اصولو پر اساس بیانولو ته تاریخ وایی.

امام التواریخ عبدالرحمن بن خلدون التونسی وایی: تاریخ د لومړۍ درجې علم او ډېرو فوائدو او ښو نتایجو فن دی.

او بیا وایی: تاریخ د بشری ټولنې د مختلفو زمانو او وختونو په مختلفو اړخونو پورې اړوند انځورونو وړاندې کولو ته وایی… لکه انسان د یو غیر تمدنی حالت نه په تدریج لومړنی تمدنی حالت او بیا تر ننه پورې پرمختګ او ترقی کړې ده.

الکافیجی په خپل کتاب المختصر فی علم التاریخ کې داسې وایی: تاریخ د زمانې حالات او د هغو حالاتو په باب د معلوماتو د یقینی هڅو او کوښښونو نوم دی.

ارنولډ توین بی (Arnold Toynbee) معاصر غربی تاریخ پوه بیا وایی: د بدلون موندونکو بشری معاملاتو د څېړنې او تحقیق نوم تاریخ دی.

نور یې هم ډېر تعریفات او مفاهیم بیان شوی دی، خو معاصرو مؤرخینو د بشری ټولنې اجتماعی اړخ یادونې ته تاریخ ویلو باندې ډېر تاکید کړی دی، چې تاریخ یوازې تر جنګونو، فتوحاتو او شکستونو پورې محدود نه، بلکې نورو اجتماعی حوادثو یادونه لکه زلزله، قحط، سیلابونه…

خو دا یوازې ددې معاصرو علماوو نظر او په هغه ټینګار نه دی، بلکې د دوی نه څو پیړې وړاندې د تاریخ پلار امام ابن خلدون هم په دې اړخ ډېر ټینګار کړی دی.

نتیجه: تاریخ د بشری ټولنې د تېرې زمانې د حوادثو او واقعاتو د ځانګړی منهج او تګلارې په طریقه بیان او لیکنه او په علمی او اکادیمیکو اصولو باندې د هغې فهم، تحلیل او تفسیر دی، په داسې شکل چې یو څه حقایقو ته پکې ورسېدل شی، چې د ماضی او حاضر د فهم په رڼا کې راتلونکی جوړ کړی شی.

کله چې د عمومی تاریخ نه (په ځانګړی ډول) اسلامی تاریخ ته راشو، نو اسلامی تاریخ بیا په عامه معنی د یو معین قوم او اولس تاریخ نه دی، بلکې دا د یو حرکت او نهضت تاریخ دی، د یوې ایدیالوژۍ د عروج او زوال داستان دی او اسلامی تاریخ یو قوم او ډلې ته د انتساب پر ځای باید امت ته منسوب کړو، ځکه چې مسلمان قوم په اصل کې یو امت دی او اسلامی امت دې ته وایې چې هغوی یوې عقېدې، یوې ایدیالوژۍ او مشترک فرهنګ او بالاخره مشترکو مصالحو او تمدن سره تړلی وی، پرته له دې چې هغه دې شرقی او یا غربی او د نړۍ په بلې جغرافیوی منطقه کې ژوند کوی او یا دې د کوم نژاد، قوم، قبیلې او یا خیل پورې تعلق ولری.

د مصر یو اسلامی شاعر د تاریخ د اهمیت په باب وایی: ((اقرأ التـاریخ إذ فیه العـبر – ضـل قوم لیس یدرون الخبر لیس بإنسان و لا عاقل – مَـن لا یعی التاریخ فی صدره و من وعی التاریخ من قبله – أضاف أعمارًا إلى عمره)) یعنی تاریخ ولولئ چې د عبرتونو نه ډک دی، او څوک چې له تاریخ څخه نه وی خبر هغه لاره ورکه کړې ده، او څوک چې د تاریخ نه بې خبره وی، هغه د انسانیت او عقل نه خلاص دی، چاچې دتېرو قومونو له تاریخ نه ځان خبرکړ، نو (د تجربې په لحاظ) خپل عمر یې د هغوی ټولو د عمرونو په اندازه اوږد کړ.

د تاریخ اهمیت: • تاریخ د امتونو، قومونو او اولسونو حافظه او ذاکره ده او هېڅ امت او قوم د حافظې او ذاکرې نه پرته ژوند نه شی کولای. • د تاریخ لوست او د هغې د درسونو او عبرتونو استخراج د قوی قومونو کار دی. • تاریخ د ولسونو ریښه ده. • تاریخ د ولسونو د تجربو میدان دی. • د تاریخ په پاڼو کې د عاقلانو لپاره درسونه او عبرتونه پراته دی، ځکه چې تاریخ د تیرو نسلونو د عقلونو انتاج او لاسته راوړنه ده. • هغه امت چې خپل تاریخ نه لولی، هېڅکله به هم هغه د خپل اوسنی حالت ښه قیادت ونشی کولای او نه به د خپل راتلونکی لپاره ځان ته لاره غوره کړی. • او مونږ سره ډېر ښه شاهد د دې لپاره دا دی چې هغه قومونه چې تاریخ نلری، هغوی په دې هڅه کې دی چې د ځان لپاره د دروغو تاریخ جوړ کړی، تر څو د نورو قومونو په مینځ کې دوی هم د تاریخی قومونو او دولتونو په توګه یاد شی.

او ښه مثال یې امریکا او اسرائیلی غاصب دولت دی، چې په دې هڅه کې دی چې خپل قوم او ولس ته وښایی چې مونږ هم یو تمدنی اوږد تاریخ لرو.

نو ډېر افسوس د هغه چا په حال چې د یو ځلانده، اوږده او ژور تاریخ خاوند هم وی، خو هیڅکله له خپل تاریخ څخه استفاده نه کوی.

نو امت باندې چې کله هم کومه بده ورځ راځی، باید خپل تاریخ ته رجوع وکړی او د خپل تیر شوی تاریخ په رڼا کې د نوو راپیدا شوو مشکلاتو اسباب ولټوی، چې څرنګه داسې شوی او بیا څنګه حل شوی دی او له دې لارې نه خپلې راتلونکی ته حلول پیدا کړی او په دې سره امت ته د ورپیښو چلنجونو مقابل کې ځان تقویه او مقابلې ته ځان اماده کړی.

ارنولډ توین بی وایی: څوک چې تاریخ لولی او له هغه نه زده کړه نکوی، هغه داسې خلک دی، چې خپل ژوند کې یې احساس له لاسه ورکړی او د نفس د محاسبې او ویرې نه یې مرګ ته په ژوند باندې لومړیتوب ورکړی دی.

د تاریخ د لوستلو ډېرې ګټې دی، په فردی ډول د تاریخ مطالعه انسان کې د نقد ملکه تقویه کوی، د انسان د شخصیت په جوړښت کې ورسره مرسته کوی او د تفکر افق یې پراخوی او هر انسان تاریخ ته د لیک او لوست په ډول اړتیا لری او په ټولنیز ډول د کمزورۍ او قوت اسباب په ګوته کوی، چې په کوم وخت کې ټولنې څنګه او د کومو اسبابو په وجود سره پرمختګ کړی او کوم وخت کې د کومو اسبابو او عواملو له امله وورسته پاتې شوې ده. د تاریخ د مطالعې په وسیله تېر وخت پېژندل کېږی، روان حالت ورباندې جوړیږی او د ښه راتلونکی لپاره لاره ورباندې ترسیمېدلی شی.

قرآن کریم مونږ ته د تېرو امتونو ځای پر ځای احوال بیان کړی، چې زمونږ امت ترېنه عبرت او پند واخلی، لکه چې الله تعالی فرمایی: ((قدخلت من قبلکم سنن فسیروا فی الارض فانظرو کیف کان عاقبه المکذبین)) آل عمران – ۱۳۳ ((لقد کان فی قصصهم عبره لاولی الالباب)) یوسف – ۱۱۱ ((فاقصص القصص لعلهم یتفکرون)) الاعراف – ۱۷۶

او همدارنګه رسول الله صلی الله علیه وسلم خپل امت ته د داسې حوادثو خبر ورکړی، چې راتلونکی کې به ترسره کېږی، تر څو امت له هغو نه پر خپل حاضر او راتلونکی عالم وی او پوهه ولری. لکه د قسطنطینې فتح چې دا کار شوی دی او د روم فتح چې لاپاتې ده او بعضې نور جنګونه چې د یهودو او نصاراوو سره به کېږی او همدارنګه د قیامت د علاماتو خبرداری یې ورکړی دی.

تربیتی فواید: • یو مسلمان د اسلامی تاریخ له مطالعې نه دا زده کوی، چې اسلامی امت د یو لوی هدف لپاره پیدا شوی دی، چې هغه د الهی منهج او تګلارې سره سم د زمکې ابادول دی او په دې لاره کې زمونږ لپاره ښه بېلګه او قدوه انبیاء (په څانګړی ډول رسول الله صلی الله علیه وسلم)، صحابه، علماء، مجددین، اولیاء او مصلحین دی، چې د دعوت لپاره یې کار کړی دی.

• د تاریخ په مطالعې سره د انبیاوو او رسولانو له تاریخ څخه یو مسلمان خبریږی، چې په ښه طریقه یې کار کړی او څه مشکلات یې ګاللی چې په همدې سره د یؤ مسلمان ایمان تقویه کېږی.

• همدارنګه د تاریخی مطالعې په وسیله د مجددینو، مصحلینو او دعوتګرانو د تاریخ نه انسان خبریږی، ځکه چې د هغوی د احوالو په خبرېدو سره په یو مسلمان کې همت پیدا کېږی، مایوسی له مینځه ځی او د اسلامی دعوت او اصلاح د کار لپاره ورسره هیله او امید پیدا کېږی.

• همدارنګه تاریخ مونږ ته د اسلامی تاریخ په اوږدو کې د مختلفو پېرونو شورایی خلافت او فرعی دولتونو (لکه شرقی اسلامی دولتونه: طاهریان، صفاریان، سامانیان، غزنویان، غوریان، خوارزمیان او غربی اسلامی دولتونه: لکه مملوکیان او اسیان او داسې نور) د جوړیدو او نړیدو اسباب مونږ ته را په ګوته کوی. او هغه اسباب زمونږ مخې ته ږدی چې ددې حکومتونو د قوت او ضعف ټکې په کې نغښتی دی.

• که اسلامی تاریخ ته نظر واچوو نو ګورو چې د اسلام دین په اصل کې په اخلاقی او تربیتی ارزښتونو پورې تړلی دی، همدا دین ؤ چې د عربو شرکیات او ناسم سلوکیات او د هغې ټولنې خراب ارزښتونه یې تصحیح کړل او د عربی جزیرې انسان یې په لومړی کې او بیا ورپسې د اسلام د توسیع سره قوم په قوم نور انسانان د سلیم فطرت په اخلاقیاتو او ارزښتونو برابر کړل، نو که د تاریخ ژوره مطالعه وشی یو انسان به په دې پوه شی چې څنګه یو انسان له یو ډیر بد حال نه ډېر ښه حال ته تغیر وکړ، تر څو همدا زمونږ لپاره په نن کې د امت د اخلاقی ارزښتونو د تصحیح او سموالی لپاره لاره خلاصه کړی.

• د تاریخ د مطالعې نه د تربیتی فوائدو او عبرتونو تر څنګ، مونږ د خپل نوی او راتلونکی نسل د سالمې روزنې لپاره یو اصیل او تربیتی نصاب او منهج جوړولو کې استفاده کولای شو، تر څو په دې طریقه د نوی نسل د اسلامی تګلارې سره سم د شخصیت جوړښت رامنځ ته شی.

• استاد محمد قطب رحمه الله وایی: د زمکې پر سر د هر امت تاریخ کې زمونږ د امت لپاره د عبرت نه ډک تربیتی درسونه پراته دی او د هغو په رڼا کې زمونږ د امت داسې تربیتی روزنه پکار ده، چې له مخې یې خپل اساسی تربیتی رسالت تر سره کړی شی، ځکه دا طبیعی خبره ده چې څوک په همدې روحیه اسلامی تاریخ او نور تاریخونه مطالعه کړی، د هغو د تربیتی توجیهاتو او لارښوونې په نتیجه کې به داسې یو اصیل اسلامی نسل رامنځ ته کېږی، چې هغه به د خپل دین په حقیقت صحیحه پوهه پیدا کوی او په هغې باندې به خپلې منګولې لګوی او دین به اول په خپل نفس کې ژوندی کوی او بیا به یې د ژوند هر اړخ کې پلی کوی.

• د تاریخ د مطالعې نه دا راته په ډاګه کیږی چې په تېر کې ځینې قومونه او امتونه د خپل بغاوت، طغیان، فساد او اسراف په وجه هلاک شوی دی.

• همدارنګه تاریخ مطالعه مونږ ته دا راښی چې د ځمکې د نظام واک کله د یو په لاس کې او کله د بل په لاس کې پای شوی – قرآن کریم وایی ((و تلک الایام نداولها بین الناس)) او یوه کورنۍ او سلسله هېڅکله تر ډېره په نظام کې واکداره نه ده پاتې شوی ((توتی الملک من تشاء و تنزع الملک ممن تشاء و تعز من تشاء و تزل من تشاء)).

• له تاریخ نه دا زده کړه کېږی، چې د الله له لوری پر مسلمانانو ابتلاءات او امتحانات راغلی او ګورو چې بیا یې څنګه په هغو باندې صبر کړی دی، لکه اصحاب الاخدود …

• د تاریخ مطالعې نه دا زده کړه کېږی چې د حق او باطل تر مینځ کشمکش له لومړۍ ورځې نه یوه طبیعی پدیده ده او دا به دایمی روان وی ((ولایزالون یقاتلونکم حتی یردوکم عن دینکم ان استطاعوا)) او په آخر کې به انشاءالله مسلمانان غالبیږی.