ويکيپېډيا:کارن کينډۍ/ګرامر
پښتو خپلواک، بېواک غږونه:
زورکی ( زْوه ـ رَ ـ کَی zwa.ra.kay)
زورکی د انګرېزي او پښتو ژبې ځانګړی خوځندی دی چې د نیم زور (zwar) انډول دی ـ عربي او دري ژبوو کې دا خوځندي نشته ـ کره پښتو اووه خپلواکغږونه لري [الف ، زور ، زورکی ، اوږده ې ، لنډه ي ، اوږد و ، لنډ و] ـ الف چې نیم شي زور بلل کېږي ، زور چې نیم کړو زورکی شي ـ سپک (خفيف) زور هم ورته ویلای شو چې نه زور (فتحه) دی نه زېر (کسره) بلکې یو منځنی خوځندی دی چې توري په خوځون راولي او غږ له زور ځنې ښکته خوا ته څنګزنوي ـ
په پونیتیک لیک کې زور لپاره دا /a/ او زورکي لپاره دا /ə/ پیلامه کارېږي ـ په دودیز لیکدود کې زورکی توري د پاسه له دې ( ¯ ) نښې سره څرګندېږي چې یوه ملاسته نېغه کرښه ده او د ویي په پای کې ورته دا (هٔ) نښه کارېږي لکه ������سلْ او شلْ چې « ل » چوپ او « س ش » زورکی لري ـ همداسې « ښندل » د لومړي توري په زورکي او « خندل » د لومړي توري په زور ویل کېږي ـ
وییونو د وینگ او تړنگ لپاره د خوځندیو او د هغو د غږيزو پېژندنه اړینه ده ـ که زورکي پر ځای زور وویل شي د ویي مانا ونجېږي لکه « بل » چې د ب په زورکي یې مانا (نور) او په زور یې مانا (لمبه کوونکی/بلاند ablaze) ده ـ همداسې (زړه) که ړ ته زورکی ورکړو zrə د (قلب) مانا ورکوي او که زور ورکړو zaṛa بیا د پخوانۍ (قدیم) مانا ورکوي ـ
..... خپلواکغږ .. واوېل ○ خوځندی .. حرکت ○ انډول .. معادل ○ پیلامه .. علامت ○ وینگ .. تلفظ ○ تړنگ .. ترکیب� ○ خوځون .. حرکت ○ څنگزن .. مایل ○ ملاسته .. افقي ○ ونجېږي .. بدلېږي کره پښتو : اېستل / ايستل ............. « اېستل » کره دی ځکه چې زیات دود لري او ايستل ، ويستل ، وېستل ناکره دي ـ
تمرين : اېستونکي ، اېستی ، رااېستلي ، رااېستنه ، پورې اېستل ○ ناخوالو شاتگ ته اړاېستی یمه ـ گرامر له اړوندې ژبې څخه رااېستل کېږي ـ دا هم له یاده اېستل په کار نه دي چې ټول هغه چاڼلي او ښکلي توکي بیا ... کره پښتو : د / له .............. ځینې پښتانه « د » د « له » پر ځای کاروي چې دا یوه تېروتنه ده ـ سم کارونګ یې دا دی : دی د کابل دی ، دی له کابله راغلی ـ سمه نه ده چې ووایو : دی د کابله راغلی دی ـ د ناسمي لامل یې دا چې « د » د of او « له » د from مانا ښندي ـ « د » تول ښیي او « له » بېلوالی ـ په دري کې دغو دواړو لپاره (از) راځي : او از کابل است ، او از کابل آمده ـ هغه خلک چې د دري تر اغېز لاندې دي دا دواړه یو د بل پر ځای راوړي ـ
بېځایه کارونګ یې ښایسته ډېرې گرامري او مانيزې ښویېدنې منځته راوړي لکه یو ناظم « له » پر ځای « د » وکارولی او هغه مانا چې ده په زړه کې گرځېده سرچپه شوه : تل به دې ساتمه (د) پردو وتنه
« د » پرته له غوندې ، لپاره او کره نورو وستربلونو ته اړتیا نه لري او دا یې هم درغلي وستربلونه دي ـ « له » زیاتره له دغو وستربلونو سره جوړه راځي « سره ، سره سره ، څخه/ځنې/نه ، وروسته ، پرته ، راهیسې
تمرين : د نیلوفر گوتیا ○ د افغانستان کرښیزه ○ د افغانستان یونلیک ○ د پښتونخوا غرونه ○ د مزدور غوندې ○ د خبرو لپاره وخت نه لرم ○ د ډیوې رڼا تته ده ○ له ځلمي سره ځم ○ له پرون راهیسې کار لرم ○ له غرمې وروسته کلي ته ځم ..... پښتو وييونه ـــــــــــــــــــ ماناوې ○ گوتیا، ګوتمۍ ــــــــــــ ring ○ کرښيــزه، نخشه ـــــــ نقشـه ○ يونلــيک ـــــــــــــ سفــــرنامـه ○ تول ــــــــــــــــــــــ مــلکـــــیت
پښتو ادبیات : د روښانتيا څراغ، د پت ټال ( نه هېرېدونکي څېره، ارواښاد ستر خوشحال بابا (خټک)
په کړکېښ کې ځينې نومونه د بادونو له شور سره نه ورکېږي، ځکه د هغوی رڼا د وخت له تورو شپو هم تېره ده. ستر خوشحال خان خټک هغه روښانه نوم دی، چې د پښتنو د وجدان په زړګيو کې لا هم ځلېږي. هغه د توري سړی و، خو د قلم له لارې يې د زړونو واکمني ترسره کړه؛ د مېړانې او پوهې داسې ګډ ساز يې وغږاوه، چې له غرونو تر سيندونو د پښتنو ارواوې يې راويښې کړې.
هغه د پت ټال و، ځکه د خپل قام عزت يې د هر څه نه لوړ وګاڼه، او د روښانتيا څراغ و، ځکه د پوهې او ازادۍ رڼا يې د هر کور دروازې ته ورسوله. د ده آند د نننۍ ورځې ځوان کهول ته دا استوزه لري: که توره له بېنياوې بېله شي، تېري کېږي، او که قلم له پته بېاګاه پاتې کېږي.
خوشال خان یو خان و خو د خانۍ کومه مانا چې په دې زمانه کې د خلکو په زړونو کې ناسته ده په هغه سترگه خوشال خان ته کاته زيږ زلم او بې نیاوي ده ـ نن سبا د لوز « خان » واند په مغزو کې راتلو سره د « شایلاک یهودي » یا د یو غټ هندو بڼیا کښنده په زړه شي ـ په اوسنۍ زمانه کې هغه کس خان گڼل کېږي چې په هر روا او ناروا چلند دولت غونډولو کې ټاکو وي او په موج ماج کې ډوب د نړۍ او « ما فيها what in her » څخه بې خبره ژوند تېروي ـ خوشال خان ده هغه پېر خان و چې په کومه زمانه کې به خانۍ د وسپنې نېنې چيچل و او له خان سره به دا ستاینې تړی او پېیلې وو : تر ټولو نه اول دينداري ، دویم ورکړه ، درېیم توره ، څلورم د خپلې زمانې د واکپوهنې ماهر ، پېنځم په علم البیان « پوهې ويناوال» کې ماهر ، شپږم د توکم خواخوږي ، اووم په سختي تېرولو کې غښتلی ـ خوشال خان د دغو ټولو ستاينو پژی و ـ همدا لامل و چې خوشال خان د خپلو ټولو هممهالو خانانو څخه زیات پېژندویه او ټولخوښی و او تر اوسه افغانان هغه ته د پت په سترګه ګوري او هغه چې کوم بدرد پښتنو قومونو یا مشرانو ته ویلي دي ، د نن سبا پښتانه پر ځای د خپه کېدو موسکی شي نو لږ تر لږه دا ووایي: چې خوشال خان زورور سړی و ؛ خو رښتیا دا دي چې خوشال خان په دې مانا زورور نه و بلکې یو زړور او توریالی پښتون او په پښتون توکم يو رښتونی ميئن و ـ هغه دا غوښتل چې په کومو نوښانو (صفاتو) چې هغه پخپله ښایسته/بڼیالی و هغه په ټولو پښتنو کې وی او څه رنگه پښتانه په توره کې د نړۍ په نورو قومونو کې بېلندویه (ممتاز) دي همدغه شان غواړي دوی په هر څه کې له نورو ځنې چگ او ښکاره وي او د دغې موخې لاسته راوړنې لپاره هغه خپل ژوند، شتمني، پت او زوزات بلهاري کړل؛
هغه د پښتو ټپيزه کې دا ډول وايي،: د تورې جنگ وای ما به وکړای
د قسمت جنگ دی وار ختا ولاړه یمه؛
دا پراځېدنه، د ستر خوشال خان د تني بېتوغۍ یا تېروتنو په له کبله نه وه بلکې د پښتون توکم د تلپاتې رنځ یانې ځانويني او د پرديپالو توکمونو او واکمنيو د رخې سخې پايله وه ـ نورو قومونو او بیا تر ټولو ډېرکي کې، که چېرې د موغلو او پښتنو بېخکني نه وای کړې نو پښتانه به اوس داسې ښوار او کړېدلي نه وای ـ د ځینو خلکو واند دی چې د اورنګ په څېر « خدا رسيده » او « غازي » واکمن سره جګړه ترسره کول خوشال خان ته وړند نه و ـ په پښتو ژبه کې يو متل دی، « د وينځې مات سر خو هر څوک ويني خو د مېرمنې خوړين زړه هېڅوک نه ويني » ـ
خوشال خان له موغلو څخه واکمني نه اخېسته ـ
ده هغه گناه یوازې دا وه چې خپل توکم یې پرله پېیلی او ټول پښتانه یې د پرمختګ او خوښيو په لار روانول غوښتل؛ خو د اورنګ په زړه دا کله ځاېده ؟ چې پښتانه دې ښادمن او یوموټی شي ـ په توره یې خان مات نه کړ نو د شتمني او ډنډورې په زور یې پښتانه د بېلوالۍ په وښ ولړل او ټول پښتانه یې په خپلمنځي تاوتريخوالي او ناخوالو پر وژونکې ناروغۍ اخـته کړل، که چېرې یوازې د موغلو واکمني وای نو د خان خوشال خان په ورکولو به یې غاښونه تراوه شوي وای خو له یوه پلو د اسلام په پړوني کې پټ د موغلو په زړه پورې واکمني، له بلې خوا د یوسپزو زړور او ستر توکم ، له درېیمې لوري ته د بنگښو جګړيالي ځوانان، له څلورمې خوا د خپلو زامنو او خپلوانو بېلوالي او په بډوالي کې یوازې یو خوشال خان ـ که څه هم پښتنو کې ډېر مشران د خوشال خان د موخو تر لاسه کولو کې د سر او مال هر څه نه تېر شوی و، خو د کور ميرڅي ته غر هم نه شي ټينګېدای ـ د پښتنو کورنۍ بېلوالي او ځانښودي نه یوازې د خوشال خان د پتياليتوب لامل وګرځېد، بلکې له هماغه وخته آن تر دې مهاله پورې دا لامل د موږ د سپکاوي او خواري آر لاملونه پاتې شول ـ خوشال خان دا رنځ مالوم کړی و او په پښې ابله په هر قوم ، هر کلي او هر غره کې ځولۍ په لاس وگرځېد ، خو هغه خدای بې لارې کړي یې لارې ته پر سمه نه کړی شوای او لا تر دې هم کور پر کور د خپلې خاورې ميئنو پښتنو د بې ننگۍ له کبله پر زړه خوږمن، د غمزپلو سترګو په پټېدو سره د دې پاني نړۍ وکوچېد.! 😢 😭
ان لله وإنا إليه راجعون
ارواښاد خوشال خان، په رښتوني توګه یو خان و، خو واکمنان یې د ده د څپليو له دوړو بلهار شه ـ خوشال خان یو خان و خو مور دې کښېني او داسې خان دې وزېږوي ـ خوشال خان یو خان و، له پت ، ننګ او پښتو څخه ډک ـ په آري مانا کې خان ـ خدای پاک دې وبښي ـ (آمين) ..... زيږ .. سخت ○ بېنیاوي .. بې انصافي ○ واند .. خیال ○ کښنده (kxən.da) نقشه ○ ټاکو .. ماهر ○ تړی او پېیلې .. لازم او ملزوم ○ ورکړه .. عطا ـ سخاوت ○ پژۍ .. مجسمه ○ لامل .. وجه ○ هممهالو .. همعصرو ○ ټولخوښی .. هردلعزيز ○ توکم .. ملت ـ قوم ○ زوزات .. اولاد ○ ځانويني .. خودبيني ○ رخه سخه .. حسد و عناد ○ واند .. خیال ○ وړند .. مناسب ○ پرله پېیلی .. منظم ○ وښ .. زهر ○ ميرڅی .. دوښمن ○ ځانښودي .. خودنمایي کره پښتو : د بېلښت او جوړښت له مخې د کړ قسمونه ............... پښتو کې کړونه د بېلښت او جوړښت له مخې په درې قسمونو وېشل کېږي (۱) دویيز ونجېدونکي کړونه (۲) بېدویيز ونجېدونکي کړونه (۳) ناونجېدونکي کړونه
دویيز ونجېدونکي کړونه هغه دي چې له دویيز ونجېدونکي کړنومو څخه جوړ شوي وي او په وسمهالي کړونو کې یې په کړوال ريشه کې له دوی (doy قانون) سره سم ونجون راغلی وي ـ بېلگې یې دا دي (لومړی کړنومی او دویم وسمهالکړ دی) : تلل/ځي ، لوستل/لولي ، جاراېستل/جارباسي ، کښېناستل/کښېني ، کښل/کښي ، خندل/خاندي ، پرېښودل/پرېږدي ، پېژندل/پېژني ، خوړل/خوري ، بيول/بیایي ـ د یادونې وړ ده هغه ونجون چې په وسمهالکړ کې پېښېږي په عام جاج د یوه توري په زیاتوالي یا غورځن او یا پر بل توري له ونجون څخه بېلګي (consisting of) دي څنګه چې له پورتنیو بېلګو څخه څرګند دی ـ
بېدویيز ونجېدونکي کړونه هغه دي چې له بېدویيز ونجېدونکي کړنومو څخه جوړ شوي وي او په وسمهالي کړونو کې یې په کړوال ریشه کې بېدویيز ونجون رامنځته شوی وي یانې یو دوی نه لري او یوه یوه بېلگه ولري لکه له ليدل ځنې ويني ، له کتل ځنې گوري ، له وژل ځنې وژني ، له موندل ځنې مومي ـ داسې نور درواخلئ ـ
ناونجېدونکي کړونه هغه دي چې له ناونجېدونکي کړنومو څخه جوړ شوي وي او په وسمهالي کړونو کې یې په کړوال ريشه کې کوم ونجون منځته نه وي راغلی لکه له وهل ځنې وهي ، له تړل ځنې تړي ، له ساتل ځنې ساتي او له منل ځنې مني ..... بېلښت .. اشتقاق ○ کړ .. فعل ○ دویيز (doy.iz) قانوني ○ ونجېدونکی .. اوښتونکی ـ تغیرمنونکی ○ ونج (wanj) تغیر ـ بدلون ○ غورځن .. حذف ○ کړنومی .. مصدر ○ کړوال .. فعلي ○ وسمهالي .. حالیه کره پښتو : پښتو غبرگغږونه ( Paxto Diphthongs) .............. کره انګرېزي له ۴۴/۴۵ غږونو او کره پښتو له ۳۶ غږيزو بڼو څخه پنځېدلي دي، چې د پښتو په ۳۶ اوازونو کې اووه خپلواک ، دوه نيمواک او اوويشت (۲۷) بېواک دي ـ پښتو درې لوی گړدودونه لري چې په یوه کې اووه ، بل کې نهه او درېیم کې لس غبرګغږونه دي ـ موږ دلته نهه غبرګغږونو ته پام اړوو ـ
غبرګغږونه له خپلواکو او بېواکو اوازونو له یو ځای کېدو څخه منځته راځي یا په بله وینا هر پښتو غبرگغږ دوه پونیمي توکي لري لومړی توکی یې یو خپلواک پونیم او دویم توکی یې یو نیمواک پونیم دی ـ د پښتو غبرګغږونه په دوه ډول دي یانې نيمواک « و » وال او نيمواکې « ي » وال ـ د و=w غبرگغږونه دا دي : /ew ې+و/ لکه په لېو کې ـ /aw زْوَرْ+و/ لکه په لَو کې ـ /āw ا+و/ لکه په پړاو کې ـ /əw زورکی+و/ لکه په کټو کې ـ د ي=y غبرګغږونه دا دي : /ay زْوَرْ+ي/ سړی ، ايوان ـ /āy ا+ي/ آينه ، ځای ـ /əy زورکی+ي/ نړۍ ـ /uy پېش+ي/ خوی ، دوی ـ /oy اوږد واو+ي/ زوی ، سوی
د « و » غبرگغږونه [āw ، aw ، əw ، ew = ا+و ، زْوَرْ+و ، زورکی+و ، ې+و] د « ي » غبرگغږونه [āy ، ay ، əy ، uy ، oy = ا+ي ، زْوَرْ+ي ، زورکی+ي ، پېش+ي ، اوږد واو+ي] ..... غْبَرْگْ double ○ توکي .. عناصر ○ فونیم .. د انساني ژبې اواز ○ گړدود dialect ○ خپلواکغږ vowel ○ نيمواکغږ semi-vowel ○ بېواکغږ consonant کره پښتو : د پښتو لیکنی سمون ............. دوه بېل، بېل ويیونه په لیکلو کې له یو بل سره به نه نښلوو یانې همدا ډول وییونه (ټول سړي ، لوی کور) باید داسې ونه لیکلو (ټولسړي ، لویکور) ؛ خو که له دوو ويیونو ځنې یو ویی جوړ شوی وي لکه (ټولپوښتنه ، وگړواکي) نو بیا یې په لیک کې بېلول ښه نه دی ـ همداسې « ټولواک » به د یو ویي غوندې لیکو او واک به له ټول ځنې نه بېلوو ـ د دغه بنسټ له مخې د بېلتانه ویی د « جدایي » په مانا داسې ونه لیکو! لکه چې (بې له تا نه) لیکو ـ
د وییونو په لیکنه کې دا خبره هم د پاموړ ده چې یو ویی د یو بل ویي په څېر ونه لیکو او څومره چې کېدای شي د اړنگ (شک) مخه ونیسو لکه « پُوْښْتَنه » د تپوس په مانا او « پَښْتَنه » د پښتون ښځینه باید په لیکلو کې توپير ولري ـ « نوی » د جدید په مانا او « نه وی » د نبا شُد په مانا په لیکلو کې باید توپیر ولري ـ همداسې (ئې او يې) وتوپیروو : دا کتاب ئې ولوست ، ته ښه لیکوال یې ـ دا او داسې نور وییونه یو ډول لیکل نه یوازې د یو لیکدود نیمګړتیا ده بلکې په مانا کې هم اړنګ زېږوي ـ
په عربي ، اردو، دري او پښتو لیکدود کې داسې ويیونه شته چې د لیک له مخې یې له ځینو نورو وییونو څخه نه توپیرېږي لکه : شیر/ شیر چې یو ویی د پیو (شودو) په مانا دی او بل د زمري په مانا ـ د محل او مقام له مخې یې مانا مالومېږي ؛ خو پښتو لیکدود کې دغسې یوشانوالی (التباس) دغو ژبو په پرتله (مقابله) لږ پېښېږي ځکه چې پښتو اوږده او لنډه « یې » توپیروي یانې تېر لکه تیر نه لیکي ـ
ځینې غونډلې په وینا کې دومره لنډې شوې چې یو ویی ايسي لکه (څېکې) چې باید د ژبدود له مخې (څه یې کوې) ولیکل شي -
کره پښتو : په (pə) او پر (pər) کې توپیر
دا دواړه ناخپلواک وییونه دي ـ ناخپلواک وییونه هغو وییونو ته وایي چې له یوڅو غږونو څخه رغېدلي وي خو کومه بشپړه او تامه مانا نه لري بلکې مانا یې د غونډلې او تړښت په جوړښت کې څرگندېږي ـ داسې وییونه په ژبدوديزه ژبه کې "وییکي" بلل کېږي ـ په عربي کې ورته "ادوات" او په انگليسي کې ورته "particles" وایي ـ
« په » او « پر » رښتونې هممانیز وییونه نه دي یانې سل په سلو کې یو د بل مانا نه ورکوي بلکې مانیز او ژبدودیز توپیر لري (۱) « په » تونپېر لپاره راځي او زیاتره « کې » وستربل ورسره ملگری وي لکه : په کنډولي کې اوبه شته ○ په غرو کې ونې وي ○ په کور کې یم ـ په دغو غونډلو کې « په » د یوه تونپېر څرگندونه کوي (۲) « په » د کړند پېر څرگندونه هم کوي لکه : دا کار زه پخپله (myself) نه کوم خو په تا به یې کوم ـ د دې غونډلې مانا دا چې زه د دغه کار وس نه لرم یا یې نه کوم خو په تا به یې وکړم نو ته یې تر سره کړه ـ متلب دا چې دویم وگړی د کار سر ته رسوونکی یانې کړند شو (۳) د هوبله ییز پېر یا دویم کړند لپاره هم « په » کارول کېږي : په تبر لرگي ماتوم ○ په بېل کار کوم ○ په توپک نښه ولم ـ دلته لومړی کړند خپله وگړی (شخص) او دویم کړند یا هوبله تبر ، توپک او بېل دی ـ
« پر » کړی پېر یانې هغه پېر چې یو کار پرې اجرا (implementation) کېږي ، څرگندونه کوي او زیاتره ورسره « باندې » وستربل راځي لکه : پر مېز باندې کار کوم ○ پر ځمکه باندې کار کوم ○ پر اسلامي پوهانو باندې لیکنه کوم ـ کله کله « باندې » وستربل غورځېدای هم شي لکه : پر څوکۍ کار کوم ○ پر کوشېف سیاسي کار کوم (یانې سیاسي سړی ترې جوړوم) ـ دې نه پرته « پر » « سربېره » او « دې » سره هم راځي لکه : سربېره پر دې یا پر دې سربېره ـ
په مذهبي ، سیاسي او حقوقي لیکنو کې د داسې ډول وییکو دقیقه (باریکه) کارونه ډېره اړینه ده ځکه چې د متن مانا بدلوي او سرچپه کوي ـ دغو غونډلو ته هم پام وکړئ « په پښتو ژبه مقاله لیکم » مانا د لیکنې ژبه مې پښتو ده ـ « پر پښتو ژبه مقاله لیکم » مانا د پښتو ژبې په باب لیکنه کوم ـ
روزنيزه دنده:
کره ــــــــــــــــــــــــــ ناکره
لاس پر لاس ــــــــ لاس په لاس
ګهيځ مو ښه ـــــ ګهيځ په خیر
لور پر لور ـــــــ لور په لور
مخ پر وړاندې ـــــ مخ په وړاندې یو پر دوه ـــ يو په دوه
○ کره ليکلارې پر بنسټ یې لیکل اړين دي، پر دومره غبرګون بسنه کوو، رېفرینډم پر ځای ټولپوښتنه کاروئ، په ۱۹۳۳ کال کې ـ پر ۱۹۳۳ کال ـ ليکنۍ بڼه یې هرومرو پر یوه اکر پاتېدای نه شي ـ پښتو ګړدودونه پر څلورو غورو ډلو وېشنه مومي:
○ تړښت .. ترکيب ○ رښتونې .. حقيقي ○ هممانيز .. مترادف ○ تام .. full - complete ○ ژبدوديز .. گرامري ○ تونپېر .. مکاني حالت locative ○ کړند پېر فاعلي حالت nominative case ○ هوبله .. وسيله کره پښتو : پښتو کې د کړ قسمونه
(Types of verb in Paxto)
کړ هغه ویی دی چې د یو کار کول یا کېدل او یا یو اکر او یو اغېز په یو پېر کې څرگند کړي لکه وليکه (نوشت) ، لیکي (می نويسد) ، ليکلی دی (نوشته است) ، وبه ليکي (خواهد نوشت)، په دغو بېلگو کې په تېر ، وس او وستر مهال کې د ليکلو کار او کړنه څرگندېږي او په (لاس مې خوږېږي / دستم درد میکند)، منګی مات شو، په یوه زمانه کې یو اکر او اغېز څرگندوي،
په پښتو کې کړونه ډېرې بڼې لري او له څو پلوو څخه په بېلا بېلو ډولونو وېشل کېږي چې دا دي : (۱) د جاج له مخې (۲) د مهال له مخې (۳) د وګړو له مخې (۴) د جوړښت له مخې (۵) ګډول او کمول کړونه (۶) آر او مرستیالکړونه ـ آر کړونه هغه دي چې هغو څخه ټول کړونه او ځېلونه له ګړپوهي دوی (قانون) سره سم جوړېږي او همداراز ترې کړوالې بڼې لکه خبري ، آړوتي ، تواني ، ګوماني ، ورمندي جوړېږي ؛ یانې هغه کړونه چې د ليکل ، تلل ، راتلل ، خوړل او نورو کړنومو ځنې لاسته راځي ـ مرستیالکړونه هغه دي چې ټول کړونه ، ځېلونه او کړوالې بڼې ورڅخه لاسته راځي او له بلې خوا د آر کړونو په جوړښت کې په ځانګړي توګه د مرکبو کړونو په جوړښت کې مرسته کوي لکه هغه کړونه چې د کول ، کړل، کېدل او شول له کړنومو ځنې لاسته راځي ـ یو شمېر مرستیالکړونه داسې دي چې پرته له مرستې د یو ورمند (حکم) پر سپیناوي هم ښووندویي کوي لکه،: ځلمی رنځور دی ○ بریالی پوه دی.
کړ .. verb ○ اغېز .. influence ○ کړنه .. action ○ جاج .. idea ○ وگړو .. persons ○ مهال .. tense ○ جوړښت .. structure ○ مرستیالکړ .. helping verb ○ ځېل .. voice ـ صيغه ○ کړوالې بڼې .. فعلي صورتونه ○ آړوتي .. شرطي ○ تواني .. امکاني/اقتداري ○ گوماني .. احتمالي/شکیه ○ ورمندي .. امري ○ ښووندویي .. دلالت کره پښتو : ناټيکنومځري (Indefinite Pronouns)
چې د یوه ناجوت وگړي یا څيز پر ځای راځي او که د نومونو مختاړي شي ، پر مخټاکو ستاینومونو بدلېږي او که بیا په اېښوني کې راشي ، نو د کړولو چار پر غاړه اخلي ـ په بله وینا د کړ مخټاکی گرځي ـ ناټيکنومځري هله یووستوي کارول کېدای شي چې تر مخه یې نژدې پر نژدې څيزنومونه یا نور نومځري راغلي وي ـ ناټيکنومځري بېلابېلې دندې لري ـ د پښتو پېژندویه ناټيکنومځري دا دي: بل، پلانی، ټول، څو، څوک، څومره، څه، ځينې، دواړه، ډېر، لږ، سړی، کوم، نور، واړه، هر، هېڅ ... اوس لاندې د یوڅو ناټیکنومځرو ماناوې او کارونځایونه ښیو :
(۱) « ځينې » د ډېرګړي شمېرل کېدونکي نوم ښکارندویي کوي ، مانا دا چې د ګڼې له مخې تل ډېرګړی راځي او یوګړی نه لري او په دې توګه یوازې د نوږي او پېر له مخې اوړون مومي ـ د مخټاکي په دريځ کې لکه ځينې زده کوونکي او د نومځرو په توگه لکه ځينې راغلل ○ ځينو خپله دنده تر سره کړه (۲) « سړی » پر څيزنوم او ستاینوم سربېره یو ناټيکنومځری هم دی، لکه: سړی دې هڅه کوي چې څوک ترې ونه ځورېږي ○ باید سړي له لاسه داسې کار ونه شي چې وروسته پرې پښېمان شي ○ دلته د سړي هره هيله نه پر ځای کېږي ○ سړی دې سړي ته گوري او بیا دې ورسره هماغسې چلند کوي ○ لومړی دې سړی سړي ته پور نه ورکوي او که ور یې کړ ، نو بیا دې ترې ژر نه غواړي (۳) « هېڅ » د یوه ناټاکلي څيز یا څيزونو نشتوالی ښیي او کوم اوړون نه لري لکه : هېڅ نشته، هېڅ نه خورم ، هېڅ مو ونه کړل
ناجوت .. نامعین ○ مخټاکی provocative ـ pre-positive ○ اېښونی .. مُسْنَدْ ○ کړول adverb ○ نوږی .. جنس ○ دريځ position ○ زده کوونکي pupil پښتو ادبیات : فضل اکبر « بېنوم »
زیات شهرت یې د پاچا گل په نوم موندلی دی ـ د وتن او ملت په تېره بیا اسلام لپاره د ده او د ده پلار (د ترنگزو حاجي صیب) ربړښت (suffering) او هلې ځلې لکه لمر څرګندې دي ـ ده په خپل کلام او شېر کې « بېنوم » لنډنوم (تخلص) غوره کړی دی؛ نو ځکه یې موږ هم په دغه نوم یادوو ـ
بېنوم د پوخ اندي ، پلونډ (قوي) هوډ او د ښې لارې چارې (تدبیر) خاوند دی ـ وېلاړ (عزم) ، ورغ (همت wrəgh)، پېڅ (صبر) ، پاکي او سپینولي د ده غوره ستاینې دي ـ سربېره پر دې یو زړور او توریالی سرتېری (عسکر) هم دی چې د وتن په کورنيو او بهرنيو جگړو کې یې د یادوړ چوپړونه کړي دي ـ د قوم ښه والی ، ارامي او هوسایي د ده د ژوندانه لومړنۍ تلوسه وه ـ په قومي ، ولسي او جګړيزو چارو کې د پخې آزمېښتي او د رسا اند خاوند دی ـ د سیاست په ډګر کې هم ښه مالومات لري ـ دی په ډېرو شیانو کې د ستر خوشال خان خټک د لارې ملگری دی ولې چې هم یې له تورې ځنې کار اخېستی دی او هم له قلم ځنې ـ بېنوم د مومندو په ټولو غزاگانو کې د یو تکړه سرتېري په توگه ګډون کړی و ـ د لیکنډۍ ، کړپې ، ناکۍ او شموزو په جګړو کې یې ډېرې بلهاري ورکړي دي ـ دی د ډکې په غزا کې له خپل پلار سره ملګری و ـ د ګران افغانستان د ژغورنې (نجات) په سره جګړه کې هم د مومندو د لښکرو په سر کې روان و ؛ نو ځکه ورته د تورې او سیاست د میدان لوبغاړی هم ویلای شو ـ دی د مومندو په سره کمر له ۳۲ کاله استوگنې وروسته کابل ته په کډه ولاړ او په کوهستان کې پر يوه دولتي دنده وګمارل شوـ
بېنوم د ژوند په وروستۍ برخه کې د شېر او ادب سره هم پوره مينه او لېوالتیا پیدا کړه او پر ۱۳۲۲ ش کې یې د شېرونو یو لوی دیوان ولیکلی ـ د ده دیوان د سکالووې له پلوه د خوشال خان دیوان ته ورته دی ـ هر ډول توکمي ، ملي ، سیاسي ، کړکېښ ، مئینتوب، ټوليز او اخلاقي سکالووې پکې بیان شوي دي ـ دغه شان د شېر هر قسم ډولونه پکې راغلي دي لکه غزل ، څلوريزه ، بولـله ، دویيز (مثنوي) ، شپږيزه (ترجیع بند) او نور ـ بېنوم د خپلې لاټولي د پیلېدو لامل (سبب) توکمي خوږ او د توکم غم بولي : چې په غم کې د قام شومه په زړگي بې ارام شومه اوسه پورې مې خوله چپ وه اوس پيل په کلام شومه
بېنوم د ۱۳۵۴ ش کال په مرغومي کې د ۹۴ کالو په عمر په کابل کې ومړ شو او په کوهستان کې له ډېرو هيلو سره يواځی خاورو ته وسپارل شو: یو له بل سره محبت نشته په رښتیا صداقت نشته روابط ټول ظاهري دي د یارۍ برکت نشته له خپل خدای سره چل ول کا
د اخلاس عبادت نشته
حرمت کله زوی د پلار کا چې د پلار شفقت نشته په دې دور دا حکمت شو بې له دې نه حکمت نشته د « بېنوم » دغه ویل دي ده سره بلاغت نشته پښتو غږپوهنه : د خج پېژند او ارزښت ...................... خج د وینګ زور او د غږ پشار یا د ژبې په لهجه کې پر څپې زور ته وایي ـ خج له آره د خوځندي دوه ګونه کول دي او باید چې دروند خج د دوو خوځندو انډول وګڼل شي ـ د خج پېژندل د پښتو ژبې له اړتیاوو څخه دی ـ دا اړینه نه ده چې هره ژبه خج ولري ـ په اردو ژبه کې نشته خو پښتو او انګرېزي ژبو کې ډېر ارزښت لري ، ځکه هغه وییونه چې د توریو جوړښت یې یو شان وي د خج په هوبله یې مانا سره بېلېږي ـ په پښتو کې داسې وییونه شته چې د توریو او خوځندیو له پلوه يو شان دي او يوازې پر ځينو خوځندیو د وینګ په زور سره توپیرېږي ـ د ساري په توګه د (پېښې) ټکی که خج پر لومړي (ې) راشي مانا یې حوادث او که پر دویمې (ې) راشي نو د تقلید مانا ښندي ـ کله چې وییونو کې ونجون راشي دا شونتیا هم شته چې خج له یوې څپې ځنې بلې ته ولېږدي لکه (پښتون) چې خج په (و) باندې دی خو په (پښتانه) کې خج له (ن) نه وروسته په زورکي دی ـ سربېره پر دې چې د وییونو پر هیجاو باندې خج راځي ، د غونډلې ټوکي هم خج لري داسې خج په انګرېزي کې اکسنټ بلل کېږي ـ د یوې ډلې د وییونو په منځ کې چې کوم ټوک ډېر ځانګړی وي هغه ځانګړی خج غواړي چې په دې هوبله له نورو ځنې توپیرېږي ـ
غږپوهنه .. phonology ○ خج .. stress/accent ○ وینگ .. تلفظ ○ له آره .. په اصل کې ○ خوځندی .. حرکت ○ انډول (and.wəl) معادل ـ equivalent ○ د ساري په توگه for instance ○ ونجون (wanj.un) بدلون ○ ځنې .. څخه ○ شونتیا .. امکان ○ سربېره .. علاوه ○ څپه .. syllable ○ ټوکي .. اجزا ○ اړتیا .. ضرورت ○ وییونه .. لغتونه ○ هیجا .. توری چې له خوځاویو (اعراب) سره وي
○ پوخ آندی... پوخ فکر
د پښتو ابېڅې : « و » توری / w ، u ، o ، wə / .................. د پښتو ابېڅې اته ويشتم توری دی ـ پښتو کې « واو » پر ځای « وې » نوم یې زیات وړ دی ، ځکه اواز او گرافیم یې یووستوی او ساده دی ، باید چې نوم یې هم یووستوی او ساده وي ـ یو ساده اواز ته د بېلا بېلو اوازونو غبرگ نوم یو بې سروپا کار دی ـ « وې » پر ځای « واو » ورته ویل د عربي پېښې کول دي او دا کار پښتو کې سم نه ايسي ـ ډېره هېښنده لا دا چې یوازې په یوڅو نومونو کې د عربي پېښې کوي او [ بې ، تې ، خې ، زې ، هې ، یې ] د عربي په اندود نه ویل کېږي ـ
« و » توری د نيمواک و (w) ، اوږد و (o) ، لنډ و (u) او د زورکيواله و (wə) ښکارندويي کوي ـ لکه څنگه چې د الف / a ، ā / په برخه کې ورته نغوته وشوه ، د دوو خپلواکو (واوونو) په توگه په پښتو لیکدود کې له ځان سره « ا » هم مختاړی کوي لکه په اور / or / او اوم / um / کې ـ د نيم بېواک / w / په توگه په یو لړ ويیونو کې نیم نيمگوری وینگ لري ، خو د یوې کره ليکلارې پر بنسټ یې ليکل اړين دي لکه په خوله xwlə او خوړين xwṛin کې ـ په ښکلی xkolay یا ښکلا xkolā غوندې ويیونو کې یې نه کښل د کندهاري گړدود تر اغېز لاندې همداسې یو دود پاته شوی دی ، کټ مټ لکه په گل gwəl او داسې نورو خپلو پردو وییو کې له تاريخي/ځمکپوهني پلوه ـ پر / ب / باندې د / و / ونجون فونيميکي او له دې سره کره ارزښت نه لري لکه بېره ، بيده ، بزه ... کې
« الف » تر اوږده او لنډ « و » له مخه تش د دې لپاره لیکل کېږي چې زورکيوال بېواک و /wə/ سره یې توپیر راشي لکه په اور او اوږد کې او په دې توگه یې تر دغه بل و /wə/ له مخه ليکل بېځایه او ناکره گڼل کېږي لکه په وربل ، وسپنه ، وسمهال ، ولس ، وزگار ... کې او دا په دې مانا چې په دغه لړ وییونو کې د خپلواک و / o / په پرتله زورکيوال بېواک و /wə/ ډېر ویل کېږي او کره ارزښت لري
( و ـ) د (ـ ته) په وړاندې د سربل په توگه د لږه کي دريځ له کبله له یوې کره ليکلارې سره سمون نه لري او غبرگبل ورسره نه رغوي لکه (و کور ته ځم) چې کره یې (کور ته ځم) راځي ـ
تمرين : (u) = اوم um ، زوم zum ، اوږد uzhd ، روږد ruzhd ، اوریځ uryadz ـ (o) = اور or ، کور kor ، زانگو zāngo ـ (w) ور war ، ولور wal.war ، شخوند shxwand ـ (wə) = ولس ، وسمهال ، وسترمهال ، وسپنيز ـ (w) ودانگر .. معمار ، وټپوهنه .. اقتصادیات ، ودانيز .. تعمیري ، ورتني .. تشبيهي ، ولاړ ..رفت ..... ابېڅې .. alphabet ○ لیکدود .. رسم الخط ○ گرافیم .. د غږ ليکل شوې بڼه ○ غبرگ .. مرکب ○ پېښې .. نکل ○ اندود .. طرز ○ یووستوی (yaw.was.təw.ay) ساده ـ single ـ in one layer ○ ويیونه .. لغتونه ○ هېښنده .. عجيبه ○ نيمگور/نيمگوری .. half : په نيمگور قیمت خرڅول to sell at half price ○ ځمکپوهنه .. جغرافیه ○ ونجون (وَنْ ـ جَ ـ ونْ) بدلون ○ دريځ .. رتبه ـ مقام ○ غبرګبل .. سربل + وستربل کره پښتو : ووړ شمېر woṛ-shmer (کسري عدد)
چې د اړوند څيزنوم (شمېرلي) ماتوالی او برخه والی ښیي لکه دویمه ، څلورمه ، لسمه ، سلمه ، یوسل یومه ... لسيزه یا لسۍ (دهه) ، سليزه یا سلۍ ، زريزه یا زرۍ (هزاره) یو ډول گرويي شمېر نومونه یا مهالپېرونه دي ـ
روزنيزه دنده : د پاسني شېر په دویمه مسره کې ○ درېیمه گڼه ○ د لنډو شېرونو څلورمه ټولگه ○ په اتمه او دولسمه څپه خجونه راغلي دي ○ په اتلسمه سليزه کې ○ نولسمه او شلمه پېړۍ تېره شوه ○ نوې پېړۍ او نوې زرۍ پښتو ادبیات : ځاني (شخصي) واکمني او خوشال خان خټک .................. پر ۱۰۲۲هـ کال د شاعرۍ په نړۍ ، پښتو ادب او پښتونولي کې ډېر لوی اوړونی (انقلابي) کال تېر شوی دی ـ په دې ښکلي کال کې د تورې او قلم مېړنی ، د شاعرۍ اوڅار ، د ډګر توريالی، د پښتو پلار او د پښتونولۍ سالار خوشال خان خټک د شهباز خان کره وزېږيد ـ عمر یې په غم پایمال تېر شو خو نړۍ ورته « خوشال » وایي ـ خوشال خان یو زيږ (hard/firm) او بدل اخېستونکی نر پښتون و ـ د پت او غچ له اېشه (جوشه) ډکه پښتو پکې وه ـ همدې ننګ پښتو د پښتونوالۍ په اسمان کې لکه د لمر په څېر وځلېد(to sparkle/to shine) ـ
خوشال خان ته خدای د تورې او قلم ځانګړتياوې ور په برخه شوې ـ د ده جګړيزي کړنې ، پښتونولي ، سیالي ، سرښندنې (جان بازي) ته چې سړی وگوري نو یو زړور سرتېری ليدل کېږي، چې د کټ پر ځای د آس پر ملا باندې هوساينه ورځي ـ دوښمن ته شا نه گرځوي بلکې سينه په سينه په ډغړه (مقابله) ورځي ـ د تورو برېښنا ، د غشو شړنگا او د نېزو خرپا (crackling) ، د ډالونو ماتېدل ، د سورو راپرېوتل ، په وينو رنگېدل ، په ځمکه رغړېدل (to turn over ; roll along) ، لتې وهل ، د فنا غېږ کې ويده کېدل د خوشال خان په وينا د چنگ رباب ، طاوس ، ناقوس ، ناونوش ځنې په زر ځله خوندور او مزېدار دي ـ
په نړۍ کې دوې ډول واکمنۍ دي یوې ته وګړواکي (جمهوريت) وایي او بلې ته وګړتیا (شخصیت) ـ وگړواکي هغه واکمني ده چې د عام ولس په منلتیا سره رامنځته کېږي ـ هر وړوکی او لوی د واکمنۍ په چارو کې د رای ورکولو رښته (حق) لري ـ حکم او دوی (قانون) د خدای پاک وي ـ هېواد او ولس د هغه دوی تړلي وي ـ همدې وګړواکي ته واکمني ویلای شي ـ د ځاني/تني واکمني غټه نښه دا چې یک یواځې پاچا د هېواد او توکم (قوم) د تور او سپین خاوند وي ـ د ټول توکم پت او ناموس يوازې د یو کس په لاس کې وي ـ بل چا ته د واکمنۍ په چارو کې ننوتون (دخل) رښته نه وي ـ که چېرې يو څوک ژبه وښوځوي نو د سر خېر یې نه وي ـ
د علي کرم الله وجهه له خلافته وروسته چې د امير معاویه (رض) زمانه تېره شوه نو ځاني/تني واکمني توره تیاره کړه ـ د بدي پر نېکي ، زلم پر نیاو ، تیارې پر رڼا او شیطانیت پر انسانیت لاسبر شو ـ د یزید ځاني واکمني خپل ځواک (اقتدار) لپاره د رسول الله لمسی امام حسین (رض) له ټبر سره وږی تږی د فرات دریاب په غاړه د کربلا په سپېره مېره کې شهيد کړی ـ
د دې لیکنې موخه د ځاني واکمني ناورين داستان بیانول نه دی ـ البته یو څو لنډې پېښې په دې غرض ليکل غواړم چې له اورنگ او شاهجهان سره د خوشال خان خانداني پالوالي (وفاداري) ، چوپړ ، غاړه اېښونه (اطاعت) ، بیا د چوپړ پايڅوړ (انجام) او موغل څخه کرکه یو یو څيز مخې له راشي ـ په ځاني واکمني کې د حق بين او حق شناس ځای د زندان او هديرې څخه پرته نشته ؛ خو بړېڅی (چاپلوس) او غوړاوی (خوشامدي) له هر چا څخه چگ وي ـ حُجاج بن یوسف چې اُمیه خاندان لپاره یې یو لک پنځه دېرش زره مسلمانان قتل کړي وو ؛ خو چې د سلیمان د ولي عهدۍ پرزد یې رای ورکړه او سلیمان د شام خلیفه شو نو حجاج خو مړ و ، ولې سلیمان د حجاج په وراره او زوم محمد بن قاسم د زړه تاو ووېست ـ جېل کې یې بندي کړی او صالح بن عبد الرحمان له لاسه یې په ډېرو عذابونو مړ کړی ـ پېژندویه او بریالی سپه سالار قتیبه زوی د مسلم بايلي د خراسان گورنر چې له سلیمان سره یوه خوله نه و ، قتل شو ـ شاه ځلمی طارق چا چې په اووه زره لښکر سره اوندلس گټلی و د عبدالمالک د زوی له لاسه په زنځير ځولنه کې بنديوان شام ته راغلی دی ـ لنډه دا چېرته چې ځاني واکمني ده هلته د زلم و ستم لعنت موجود دی ـ
خوشال خان هم په ځاني واکمنۍ کې سترگې غړولي وې او د خپل پلار په شان ده هم د موغلیه کورنۍ ډېر په دیانتدارۍ او پالوالۍ چوپړونه کړي و ـ د خپلې ځوانۍ قیمتي برخه خوشال د موغلیه واکمنۍ په چوپړ کې تېره کړې وه ـ یوازې پخپله نه بلکې د پښتون توکم څخه یې د موغلو لپاره ډېر خدمتونه اخېستي وو ـ خوشال خان د موغلو ايلېدونکی (تابعدار) و خو تالي چټ او غوړاوی نه و ـ په زړه سوتره او د خوددارۍ جوهر پکې و او دغه صفت په ځاني واکمنیو کې ویار (عیب) گڼل کېږي ؛ نو څنگه چې د باچاهانو دود دی چې کله په دعا تندی تریو کړي او کله په کنځلو انعام ورکوي ـ په نه څه خبره یې د خوشال خان او هغه د کورنۍ خدمتونه په سيند لاهو کړل او باچا د اړنگ (شک) په وجه د بندي په حیث دکن ته راولېږلی شو ـ ډېرمنگ (موده) یې د قیدوبند ربړونه (tortures) او کړاونه (عذابونه) تېر کړل او اخر د کابل د گورنر په ټينگوره (سفارش) راخلاس شو ـ د اورنگ او شاهجهان په اخلاس چوپړ او د هغه پایڅوړ بند او بې عزتي ؛ دغو پېښو خوشال خان په رگ رگ کې د غیرت او پښتو وینه په اېش کړه او د یو زیږ نر پښتون په شان میدان له راغی او نړۍ ته یې زباته کړه چې که خوشال خان په چوپړ کې له هر چا نه وړاندې و نو د بډوالۍ (مخالفت) په میدان کې هم داسې په نره ودريد چې نه یې له دومره لوی واکمن ځواک او زور ځنې وېره وکړه او نه یې د موغلیه واکمنۍ رعب داب ته سر ټيټ کړ ـ بلکې په خپله مېړانه یې دومره لویه واکمني پوزې له راوسته ـ « موغل او د خدای عذاب » دواړه هم مانا گڼلی شو ـ خوشال خان خو پرېږده چې بابا عبد الرحمان ، حمید ماشوخېل ، علیخان ، خواجه محمد بنگش ... غوندې فقیرانو هم د موغلو له زلم وستم څخه د ژوند پر ځای په مرگ خوشال وو : په سبب د ظالمانو حاکمانو + کور او گور او پېښور درېواړه یو دي / د موغل په باچاهۍ کې مې نیاو نشته + زه خواجه محمد به ووځم و بل لور ته
خوشال خان یو تجربه کار سړی و ـ د زمانې تودې سړې یې لیدلې وې ـ پوه شو چې موغل له لاسه ټول پښتون پوزې له راغلی دی ـ د وخت په وژه (نبض) یې لاس کېښود ـ توکم یې هر پل اخېستو لپاره چمتو و ـ هغه دا درک (موقع) مرېله (غنیمت) وگڼله ـ د پښتون د ننگ ناموس په نوم میدان ته راغی ـ هر اوښیار ليډر په څه نوم د خپل بلرغو (مخالف) به بډ یو ټينگار غورځنگ (مزاحمتی تحریک) پیلوي ـ خوشال خان له وخته برغې گټې واخېستې ـ هم یې په موغلو زړه تش کړ او هم یې د پښتون د سردارۍ نوم وگټلی ـ څنگه چې پخپله وایي : د افغان په ننگ مې واېستله توره + ننگیالی د زمانې خوشال خټک یم ـ خوشال خان شاعري له هنگامو سره سره د جنگ و جدل په ډگر کې هم د ځوانمردۍ هنگامې داسې تودې کړې چې راتلونکي نسل ته یې یادگار پرېښود او د جنگ په میدان کې یې داسې خوندورې له اېشه ډکې سندرې وویلې چې له اټکه تر کندهاره ټول پښتون یې په یو اواز راپورته کړ ـ پردوسي په غزني او توس کې ناست شاهنامه چمتو کړه ـ د خپل سد (عقل) په زور یې د رستم سهراب ، برزو ، افراسیاب ، اسفندیار او داسې نورو تر منځه داسې غشي وورول ، داسې تورې یې وچلولې چې دنیا یې اریانه کړه ، خو خوشال خان د گوټ پر ځای د جنگ په میدان کې له لیکاني سره توره په لاس ډال تر څنگه او غشي په ترخ ملاتړلی په آس سور د لښکر وړاندې له اېش او ژوند نه ډک جنگي شېرونه ویل او له دوښمن سره یې غېږ په غېږ جنگ کاوه ـ د پښتو او پښتونوالۍ اېش په دې شان ښکاروي : زه هغه سړی یم چې قلم واخلم په لاس + ناظر مې عطارد وي چې به څه کې په قرطاس / نایب دی د تقدیر زما تدبیر په مصلحت کې + صایب دی زما پکر د هر امر په اساس / د تورې په میدان کې چې سودا وي د سرونو + هغه ساعت مې گوره تل به سور وي زما آس
لنډه دا چې د خوشال خان تاريخ له فلسفې ، جنگ ، ښکلا او مينه ، ساوينځنه (تصوف) ، رنځپوهنه (طب) ، ادب ، ښه خویونه (اخلاق) او پښتونولۍ څخه ډک دی ـ رښتیا دا دي چې پښتو ژبه کې خوشال خان په هر هنر او هر لحاظ یو باکمال او غیرتمن پښتون تېر شوی دی ـ لکه د لمر د پلوشو په شمېر د سړي سترگې ستړې شي خو د لمر پلوشې نه کمېږي ـ همداسې د خوشال خان د کمال دوتر د زوال له خزان څخه په امان دی ـ له دغه کبله زه وایم : د نزر لمن ده تنگه ستا د حسن گلزار لوی دی + زه ولاړ ورته حیران یم چې کوم پرېږدم او کوم واخلم ؟ کره پښتو : د پوړ شمېر (ordinal number) سمه لیکنه .............. یوم یا لومړی / دویم / درېیم / څلورم / پېنځم / شپږم / اووم / اتم / نهم / لسم / یوولسم / دولسم / دیارلسم / څورلسم / پېنځلسم / شپاړسم / اوولسم / اتلسم / نولسم / شلم / یوويشتم / دوویشتم / درویشتم / څلېرویشتم / پېنځویشتم / شپږويشتم / اوویشتم / نهويشتم / دېرشم / څلوېښتم / شپېتم / اویایم / اتیایم / نوي یم یا نويیم / سلم / یوسل یوم / دوه سوم / دوه سوه یوم / زرم / یوزر یوم / میلیونم / یومیلیون یوم ...
پوړ شمېر چې د خپل شمېرلي پوړ او پوړۍ ښیي او د ستاینوم غوندې د گڼې ، پېر او نوږي (جنس) له مخې اوړون مومي ـ ښځينه یې د a په زیاتولو سره رغېږي ـ ډېرگړې ښځينه پایله یې e او د دواړو نوږیو اوښتې بڼه یې o جوړېږي ـ د پښتو کړونه (فعلونه) ................. پښتو ژبه درې مهالونه لري یانې تېرمهال ، وسمهال او وسترمهال ـ پرته له نښو ، وسترمهال هغسې دی لکه څنگه چې وسمهال ـ پښتو په هر مهال کې بیا بشپړ او نابشپړ اړخ لري ـ بشپړ اړخ د یو کار پوره کېدنه او نابشپړ اړخ دوام ښیي ـ د پښتو کړونه موږ په درې ټولیو کې وېشلای شو یانې یووستوي ، بېدوده او غبرگ (double) بېدوده کړونه ـ بله مهمه خبره دا چې په پښتو کې کړ وگړي او شمېر له پلوه له کړند او کړي سره سمون غواړي او دا راز سمون د غونډلې پر مهال او جوړښت باندې اړه لري او د کړ له سټې سره د روستاړو په نښلولو سره څرگندېږي چې وگړي او شمېر ښیي ـ په نابشپړ او دوديز (باقاعده) کړونو کې یې بېلگې دا دي ـ « گډېږ » د کړ گډېدل (to dance) وسمهال نابشپړ سټه ده : زه گډېږم I am dancing ، ته گډېږې You are dancing ، دی/دا گډېږي he is dancing ، موږ گډېږو We are dancing ، تاسې گډېږئ You are dancing ، دوی/هغوی گډېږي They are dancing ـ په دغو بېلگو کې (م ، ې ، ي ، و ، ئ ، ي) د کړ روستاړي دي چې له کړ سټې « گډېږ » سره نښلول شوي او د کړ کړند ښیي ـ
تېرمهال : « گډېد » د کړ گډېدل تېر مهال سټه ده ـ وگړيزې پایلې (د کړ روستاړي) له تېرمهال سټې « گډېد » سره داسې نښلي : زه گډېدم I was dancing ، ته گډېدې You were dancing ، دی گډېدو He was dancing ، دا گډېده She was dancing ، موږ گډېدو We were dancing ، تاسې گډېدئ You were dancing ، دوی/هغوی گډېدل/ گډېدې They were dancing د پښتو ابېڅې : « ڼ » توری .....................
د پښتو ابېڅې اوویشتم (۲۷) بېواک توری دی ـ غږ یې د (نون غنه + ړ + نون غنه مرکب) اواز دی چې د گډ /ن/ ځنې بېل غږ دی او له خولې څخه په یو وار د یوې څپې په څېر راوځي ـ دا فونیم پښتو د نورو درو فونیمونو /ټ ، ډ ، ړ/ غوندې یو دروند او غټ فونیم دی خو /ن + ړ/ نه رغېدلای یو فونیم نه دی ـ /ن/ او /ن غنه/ دواړه غږونه له پوزې ځنې راوځي خو سل په سله یو شان نه دي ځکه چې نمرۍ څخه تر شونډو او پوزې پورې جلا جلا لارې نیسي ـ
دې غږ لپاره یوازې دا (ڼ) گرافیم سم او دا (نړ) ناسم دی ځکه چې دا یو غږ دی نه دوه ، باید چې گرافیم یې هم یووستوی او یوگړی وي ـ یو ساده اواز ته د بېلا بېلو غږونو مرکب گرافیم یو بې دلیله کاردی ـ بل دا چې (نړ) گرافیم په ځينو ځایونو کې گډون (التباس) هم رامنځته کوي لکه (کونړ= چې د یو ځي نوم) او (کوڼ = چې په غږونو څه اورېدی نه شي)
(ڼ) پښتو ویي په سر کې نه راځي ، پرې بندیز دی ـ البته د ویي په منځ او پای کې کارونگ یې ډېر دی لکه : هسکرڼي .. اجرام فلکي ، رڼا ، رڼه ، گلپاڼه ، وروڼه ، ښېگڼه ، بڼوال .. باغوان ، شمېرې او گڼې .. اعداد او شمار ، چارپاڼه .. اعمال نامه ، گڼوالی ، توڼۍ .. cupboard ، تڼاکه ○ روڼ ، بڼ ، چوڼ .. انتخاب ، کيڼ اړخ ○ د «طاهر» د تخیل ناوې وگورئ + ښکلې ښکاري بې (گاڼو) او بې سنگاره ○ چې «طاهر» غوندې (ناجاڼ) سړی مین شو + د پیمخو خلکو بیا بېره پخه شوه ـ
ڼ او ړ د تاریخي بلغږو (allophones) په توگه سره یو پر بل ونجون (بدلون) مومي لکه په منداړو / منداڼو ، ښېگړه /ښېگڼه ، پوړۍ / پوڼۍ ... کې ـ
تمرين : پوهنه رڼا ده ـ تته رڼا faint light ـ د سترگو رڼا مې تته شوه My eyes has become dimmed ـ د رڼا ډېرگړی رڼاوې کره او رڼاگانې ناکره دی ○ رڼه چینه ـ روڼې سترگې ـ سکالو ښه ترا روڼ شو The question became clearer ○ کيڼ لاسی left-hander ـ د کيڼ لاس گوند left-wing party, leftist party د عمر دراز مروت لنډه پېژندنه او هغه د شاعرۍ ځانتیاوې (خصوصیات) ........ عمر دراز مروت یې نوم هم دی او لنډنوم (تخلص) هم ـ پر کال ١٩٥٨ء په لکي مروت نومي ښار کې زېږېدلی دی ـ ښوونه (تعليم) یې دومره ده چې ښه ليک لوست کولای شي خو لوسته (مطالعه) یې ژوره او ننداره (مشاهده) یې پخه ده ـ د مروتو په سيمه له پوهاند قاسم محمود ځنې وروسته یې ډېر گړندی کړنچار دی ـ
د ښاغلي عمر دراز په شاعرۍ کې دومره زور دی چې په لږه موده کې یې په ټولې پښتونخوا کې خپله پېژندگلو جوړه کړه ـ په بنسټيزه توگه دی د غزل شاعر دی او ښه سوی لوغړن غزل ليکي ـ نظمونه ، هايکو او پاړکي (قطعات) یې هم ليکلي دي ، ولې زيات زور یې غزل ته ورکړی دی ـ غزل یې روماني بڼه لري او د غزل پوره پوره حق ادا کوي د خپلې ټولنې په ټيټو چگو باندې هم نزر ساتي ـ په ټوليز ډول شاعري یې د ځبېښناک (استحصالي) ځواکونو پرزد يو زبردست غږ دی ـ څه چې وایي روڼ یې وایي او ښه په ډاگه یې وايي ـ د خپل ځانگړي ليک له کبله یې په لوستونکيو کې يو ځانگړی ځاى نیولی دی ـ
ښاغلی عمر دراز مروت يو مينه ناک پښتون زړه لري ـ خپلې پښتو سره بې کچه مينه لري او پښتون په ټوله نړۍ کې د هر چا نه هسک ليدل غواړي ـ ځکه خو هر چا ته سپينې سپينې وایي :
ضمير د خوبولو پښتنو راويښوم پرې غېرت مې د پياوړي خوشال خان راوړی دی کره پښتو : کړاوړون (فعلي گردان conjugation) ............. هر نوم یا ستاینوم چې له کړوال بنسټ سره یو ځای کېږي باید په وسمهال کې د ځوانېدل ، ځوانېږي او ځوانول ، ځوانوي په بېلگه گردان شي ، نه د ځوان کېدل ، ځوان کېږي او ځوان کول ، ځوان کوي په بېلگه ـ په دې ډول ورسره باید پیلېدل ، پیلېږي او پیلوي یا مخامخېدل او مخامخول هم قیاس کړو ـ په بله وینا د کېدل او کول پر ځای « ېدل » او « شول » کره دي ـ یوازې په هغو برخو کې له داسې لنډيزه کار وانه خلو چې مانا بدلوي لکه له اړ ځنې « اړول » چې مانيز بدلون پېښوي ـ دغه راز له کونډ او کونډې ځنې « کونډېدل » او « کونډول » جوړولای شو خو ډبره یا تيږه ځنې ډبرېدل او تيږېدل نه ـ له همدې کبله تر پاته کېدل ځنې د « پاتېدل » گړدود کره ارزښت لري ـ
تمرین : بوختېږي ، بوختوي ○ اټکلېږي ، اټکلوي ○ زیاتېږي ، زیاتوي ○ زیانمنېږي ، زیانمنوي ○ لاسلیکېږي ، لاسلیکوي ..... کړ .. فعل ○ ستاینوم .. صفت ○ بنسټ .. اساس ○ وسمهال .. حال ○ ځنې .. څخه کره پښتو : « اوجره » ته کره پښتو کې څه وايي ؟ ............... « حجره » عربي ویی دی ـ مفغن ( پښتوشوې Afghanized) بڼه یې « اوجره » ده ځکه چې افغانان د « ح » په وینگ کې ستونزه لري او نږدې غږ ( الپ ) ته یې اړوي او پېش پښتو کې په « و » ليکل کېږي ـ « اوجرې » لپاره پښتو وییونه دا دي : دېره ، ناستون ، پنډتون ـ دېره (دې ـ رهٔ) دوه څپيز ویی دی چې خج پر دویمې څپې لري ـ یو بل ناکره انډول یې « ډېره » دی ـ پنډتون (پنْډْ ـ تُوْنْ) هم خج پر دویمې څپې لري ـ یوشمېر ماناوې ښندي چې یوه دا د اوجرې مانا ده ـ سربېره پر دې د « جلسه گاه » او « camp » مانا هم ورکوي ـ « تون » د پښتو یو پخوانی توني توری دی چې د ځای او مقام په مانا دی ـ
تمرين : تاسې بېگا د چا په اوجره کې وئ ؟ ○ په مزدک کې یې اوجره ونيوله ـ He practically lives at the mosque ○ خپلې دېرې ته راغلو ○ د دېرې خاوند head of the house ..... دېره .. dwelling - shelter - residence - stopping place ○ خج .. پشار ـ stress ○ انډول (an.dwəl) معادل ـ equivalent ○ توني .. ظرفي ـ مکاني کره پښتو : وای = وی ــــــــــــــــ « وای=وی » یو ارماني روستاړی دی چې د کړ ستاینوم په اخر کې د ارماني تېر مهال لپاره راوړل کېږي لکه : که پريدون مې ليدلی وای ○ که توریالی راغلی وای ـ
ارماني تېرمهال ................... پېژند : « ارماني تېرمهال » د یو کار هيله او تلوسه څرگندوي / ارماني تېرمهال په تېره زمانه کې د یوې کړنې د کولو تلوسه ښکاره کوي / ارماني تېرمهال د یوه ارمان څرگندونه کوي / ارماني تېرمهال هغه دی چې په تېر مهال کې د یو کار په غوښتنه او تلوسه ښووندویي وکړي لکه : کاشکې یو ځل مې لیدلی وای ـ
جوړښت : ارماني تېرمهال د اړتیا او غوښتنې له مخې له ټولو لام واله او بې لام واله کړنومونو ځنې داسې جوړېږي (۱) د کړ ستاینوم په پای کې د ارمان او تلوسې پیلامه « وای ، وی » او په سر کې یې « کاشکې ، کاش ، ارمان ، که » یا داسې نور وییونه راځي لکه : کاشکې تللی وای ○ ارمان چې مې ليدلی وای ○ کاش چې نيول شوی وای ○ که پخلا شوی وای ○ که راغلی وای (۲) ارماني تېرمهال د کړنومي په پای کې د « ای ، ی » پیلامې په ورزیاتولو هم لاسته راځي لکه : کاشکې ډېرې روپۍ مې لرلای ○ درېغه په خبره پوهېدلای ○ درېغه چا د مور او پلار حقونه پېژندلای (۳) کله کله د کاشکې پر ځای د « که » ویيکی کارېږي چې سربېره په ارمان د آړ مانا هم ورکوي لکه : که زه خبر وای چې بېلتون دی + ما به جانان تر لاس نیولی گرځونه (۴) کله کله د کړ ستاینوم ځنې وروسته « شوای » ورزیاتېږي او ارماني تېرمهال لاسته راځي لکه : کاشکې چا ليدلی شوای (۵) د بېچار ارماني تېرمهال د جوړولو لپاره د بېچار ستاینوم په پای کې « وای ، وی » وییکي ورزیاتېږي لکه : کاش ليدل شوی وای ○ ارمان نيول شوی وای (۶) د منفي کړ د جوړولو لپاره « نه » له « وای » ځنې مخکې راوړل کېږي : کاشکې تللی نه وای ○ کاش وژل شوی نه وای ..... ارماني .. تمنایي ـ optative ○ روستاړی .. لاحقه ○ مهال .. زمانه ـ tense ○ کړ ستاینوم .. فعلي صفت ○ کړنه .. عمل ـ فعل ○ تلوسه .. عښتلې ارزو ـ strong desire ○ ښووندویي .. دلالت ○ کړنوم .. مصدر ○ پیلامه .. علامت ○ آړ .. شرط ○ بېچار .. مجهول کره پښتو : مرکب نومځري ............ مرکب نومځري دا دي (۱) دا تولي نومځري [د ده ، د دې ، د هغه ، د هغې ، د دوی ، د هغوی] په مرکبو نومځریو کې شمېرېږي ـ همداسې که په [زما ، زمونږ ، ستا ، ستاسې] کې « ز ، س » جلا وبولو چې له آره « د ما ، د تا ، د موږ » وو ، نو مرکب گڼل کېږي (۲) ځینې ناټيکنومځري لکه هر چا ، هر څوک ، هر څه ، هيچا ، هيڅوک ، نور څوک ، بل څوک ، نور چا ، بل چا ، نور څه ، بل څه ، یو چا ، بل یو ، هر یو (۳) اړیکنومځري لکه چا چې ، څه چې ، هر څوک چې ، هر څه چې ، هر یو چې ، ځینې چې ، څومره چې ، کوم چې ، ترې (تر هغه) ، پرې (پر هغه)
تمرین : د دوی په شاتو کې وښ وي ـ زمونږ ملگرتیا د دوی په نزر ډېره قدرمنه ده ○ د دې له کبله for this reason ○ د هغې پېغلې نوم څه دی ؟ ـ د هغې لپاره ○ د هغه په هر سلام کې سل غرضه پټ وي ○ پورته دې وي زمونږ رپی ..... کره .. معیاري ○ نومځری .. ضمير ○ تولي ..اضافي ـ مَلَکي ـ possessive ○ ناټيک (نا ـ ټيکْ) ابهامي ـ indefinite ○ اړیکنومځری .. ارتباطي ضمير ـ relative pronoun ○ تمرین .. exercise ○ وښ .. زهر ○ رپی .. پرچم د لر تېرمهال مرستیال کړونه : وم ، وو ؛ وې ، وئ ؛ و ، وه ، وو ، وې ................................
دا ویي له آره بشپړاند یا مرستیالکړونه (helping verb) دي چې د لر تېرمهال (بعیده ماضي) جوړلولو لپاره د کړ ستاینوم (فعلي صفت) په پای کې راوړل کېږي ـ سربېره پر دغه ستاینوميز (ضميري) رنگ هم لري او په ترتیب د ویناوال (متکلم) ، مخاطب ،غایب مفرد او ډېرگړي لپاره کارېږي چې له دې کبله یې ستاینوميز او کړوال روستاړي هم بولو : ساتلی وم ، ساتلی وو ؛ ساتلې وې ، ساتلی وئ ، ساتلی و ، ساتلي وو ، ساتلې وه ، ساتلې وې
(۱) وې = was : د دویم وگړي یوگړی یا ښځینه (۲) وې = were : د درېیم وگړي ډېرگړی : ښځینه :- هغه ښځې چېرې وې ؟ ښار ته تللې وې / Where were those women ? They went to town
زه وم I was ، موږ وو We were ؛ ته وې (یوگړی) You were ، تاسې وئ (ډېرگړی) You were ؛ هغه و He was ، هغه وه She was ، هغوی وو They were ، دوی وو They were ـ څنگه چې تاسې وينئ دلته په وروستنۍ دوو ژباړو کې « they » دوه ځل راغلی دی ځکه چې پښتو د « they » دوې ژباړې لري ـ لومړنۍ (هغوی) د وگړو هغه ډله ښیي چې له ویناوال (speaker) ځنې لرې ده او دویمه (دوی) هغه چې له ویناوال سره ډېره نږدې ده ـ بېلگې : زه خوشاله وم I was happy ○ هغه خوشاله وه She was happy ○ تاسې خوشاله وئ You were happy
تمرین : ته بېگا د چا په ناستون (اوجره) کې وې ؟ ○ هوا صفا وه هيڅ دوړې نه وې ○ د ورځې وروستۍ سلگۍ وې ○ چې غاښونه وو نو چڼې نه وې ○ نږدې گهيځ اته بجې وې ○ دلې وې که تللی وې ؟ Were u here or did u leave ○ دوې ورځې لا نه وې تللې چې هغه راغی ○ سترگې یې وړې وړې وې He had small eyes د پښتو ابېڅې : الف (ا) توری (a , ā + o + u + w) .............. د پښتو ابېڅې ړومبی توری دی چې د یوه خپلواک د څرگندوی په توگه د ویي او څپې په سر کې ، له یو څو وییونو ( آ ، آس ، آر ، آره ، آړ ...) پرته نور په ټولیز ډول د زْوَرْ (a) هومره لنډ وینگ لري ـ د ویي او څپې په پای کې د پوره عربي الف (ا ā) هومره اوږد ادا کېږي خو د عربي یا هندي (اوردو) په پېښو یې د همزې (ء) بڼه او وینگ راخپلول کره نه دی ـ د پورتنیو دروگونو سر الفونو پر سر پَرْته لیکه یا مد تش د همدې لپاره کښل کېږي چې له ټولیزو سر الفونو ، یا زْوَرونو سره یې بېلتون راشي ـ له پارسي سره گډ سر الف او مد لرونکی سر الف ، هم د زْوَرْ (a) ښوونې لپاره بې له مد ، همزې ، پېښ یا نورې نښې نښانې لیکل په کار دي ـ تر اوږده (مجهول) او لنډ (معروف) (و) له مخه تش د دې لپاره لیکل کېږي چې له زورکيوال بېواک یا معدوله و (wə) سره یې توپیر راشي لکه : په (اور) او (اوږد) کې ؛ او په دې توگه یې تر دغه بل و (wə) له مخه لیکل بېځایه او ناکره گڼل کېږي لکه په وربل ، ولس ، وزگار ، وسپنه ... کې او دا په دې مانا چې په دغه لړ وییونو کې د خپلواک و (o) په پرتله زورکيوال بېواک و (wə) ډېر ویل کېږي او معیاري ارزښت لري ـ همداسې یې د (ی) گانو تر مخه درواخلئ ـ
کره لیکنه : آر ، آریایي ، آړ (شرط) ، آړوتی (شرطي) ، آس ○ اواز ، ایا ، اپلاتون ، اخېستل ، ارام ، ادينه ○ اورگاډی (train) ، اورېدل /oredəl/ ، اوړی ، اوولس ، اوونۍ ○ اوریځ /uryadz/ ، اوښکه ○ اورېدل /awredəl / ، اوښتی ○ وربل (forelock) ، ورمېږ (neck) ، وړمه ورځ ، وزگار ، ولس ، وستربل ، وسترمهال ○ اېستل ، اېشېدل ○ اينځر ..... ابېڅې .. alphabet ○ خپلواک .. vowel ○ څپه .. syllable ○ وییونه .. لغات ○ په ټوليز ډول .. generally کره پښتو : د ښځینه گڼې (جمع) نښې « وې / گانې » ........... وې we : هغه بې سا ښځینه نومونه ډېرگړي کوي چې په « الپ » یا اوږده « و » پایته رسي لکه : رڼاوې ، نڅاوې ، خنداوې ، ښکلاوې ، ژړاوې ، سپکاوې ، ملاوې ، برېښناوې ، کلاوې ○ زانگووې ، سکالووې ، پېرزووې ، ارزووې ؛ همدا راز د « اناگانې » ترڅنگه « اناوې » هم دود لري ـ
بل ناکره انډول یې « گاني » هم راځي لکه : نڅاگانې ، برېښناگانې ، زانگوگانې یا تندارگانې ، ورندارگانې ، ندرورگانې... کره بڼې تېندارې ، ورېندارې او ندرېندې یا ندروریانې راځي ـ
گانې : اوږده (ې)ـ پای سا واله ښځینه نومونه ډېرگړي کوي لکه : ببوگانې ، اناگانې ، نیاگانې ، ښاروگانې ، پیشوگانې ، بېزوگانې ، شادوگانې ـ
تمرین : خوځاوې .. اعراب ، شونتیاوې .. امکانات ، سرغړاوې .. خلاف ورزي ، رڼاوې .. چراغان ، خواوې .. اطراف ، ویناوې .. تقارير ..... ښځينه .. مونث ○ ډېرگړی .. جمع ○ انډول (اَنْډْ - و¯ل and.wəl) معادل ○ تمري .. مشق - exercise د پښتو (ی) گانې ......................... د کره لیکنۍ پښتو (ی) گانې شپږ دي یانې دوې خپلواکې (ې ، ي) ، دوې غبرگغږې (ی ، ۍ) ، یوه نیمواکه (ي = یا/y = ي/i) او شپږمه (ئ) ده چې له آره د « ۍ » تش یو لیکیز ځېل دی او د لومړي ډېرگړي کړ لپاره راځي او له دې کبله ورته کړواله زورکيواله « ئ » وایي ـ دغه شپږ واړه ډولونه له اړوندو بېلگو سره داسې ښوول کېږي : (۱) اوږده « ې » لکه : برېښاند ، لاسپېنه ، لېونتون ○ خدای دې ادې له هرې ناوړې پېښې لرې لري (۲) لنډه « ي » لکه : ویيز ، تليز ، ويرنه ، ارواغټي ، لېټي ، بیاتي (۳) زور واله « ی » یا هغه بې تکو « ی » چې تر مخ یې زور ، الپ او لنډ یا اوږد « و » وي لکه : پړَی ، ځای ، څارندوی ، بوی ، ناموندَی ، لوبونَی ، لنډواکَی ، غرکنَی ، غړومبَی ، تلنځَی ، سپورژبَی ، گلپلورَی ، مخاوَی ، پای ، منندوی ، وټندوی ، زېږندوی (۴) زورکيواله (ۍ ، ئ ) لکه : کونڅۍ ، هراتۍ (۵) همزه واله (ئ) لکه په کړ کې : ډوډۍ وخورئ ○ ښه کوئ بد مه کوئ (۶) نیمواکه « y » لکه یون ، دویم ، بېدیا ، یو ، یور ـ ..... خپلواک .. vowel ○ غبرگغږ .. diphthong ○ نیمواکغږ .. semi-vowel ○ ځېل .. نوع ـ گرافیم ○ لومړی ډېرگړی .. جمع مخاطب ○ کړوال .. فعلي ○ لېونتون .. پاگل خانه ○ برېښاند .. درخشان ○ لاسپېنه .. دستانه ـ glove ○ ارواغټي .. احساسِ برتري ○ ویيز .. لغوي ○ تليز .. ازلي ○ ويرنه .. مرثیه ○ لېټي .. حلوا ـ روښه ○ بیاتي .. قینچي ○ ناموندی .. کمیاب ○ لوبونی .. toy ○ لنډواکی/لنډلیدی .. کوتاه نظر ○ غرکنی .. کوهکن ○ غړومبی .. گرداب ○ تلنځی .. گزرگاه ○ سْپورْژبی .. گستاخ ○ گلپلوری .. گلفروش ○ مخاوی .. مخالفت ○ وټندوی .. معشت دان ○ زېږندوی .. موجد ○ کونڅۍ .. چوټۍ/گوت د پښتو ابېڅې : د « ځ » توري سم کارونگ ................... ځینې خلک یې په لیکلو کې زیاتره ټکني کېږي ـ هلته چې باید « ځ » ولیکل شي « ز » لیکي او چېرې چې « ز » ته اړتیا وي هلته « ځ » کاږي ـ « ځ » د کارونگ ځایونه په لنډ ډول داسې دي (۱) د تلل ، وتل ، راوتل ، ننوتل ، پرېوتل ، پورېوتل ، کښېوتل ، پرتل ، پرانېستل یا پرانېتل ... « ت » په وسمهال کې پر « ځ » اوړي لکه په ځم ، وځم ، راوځم ، ننوځم پرېوځم ، پورېوځم کښېوځم ، پرځم ، پرانېځم ... کې ـ هرگوره ټول « ت » وال کړونه دا مهالي بدلون نه مومي لکه ختل پر خېژي ، کوتل پر کوژي ، نغوتل پر نغوژي ... اوړي (۲) له خپلوانو ژبو سره د همریښه وییونو د « ج » پر وړاندې پښتو « ځ » راځي لکه په ځمکه (هندي جماکه) ، ځنگل (هندي ، پارسي او انگلیسي جنگل) ، ځای (جا ، جای) ، ځوان ، ځلمی ځنبل (جنباندن) ، ځولۍ (جولۍ) ، ځیگر ، ځنکدن ، زنځير یا ځنځير ... دا هم هېرول په کار نه دي چې هره پښتو « ځ » د پارسي له « ج » سره یومخیزه اېتېمولوجیکي مخامختیا نه لري بلکې لږوډېر نورو فونیمونو سره هم انډولتیا مومي لکه لمونځ/نماز ، ځيرک/زيرک ، ځمکه/زمین ، ورځ یا روځ/روز ... کې ـ د « د » پر وړاندې لکه په گرديدن/ گرځېدل کې ـ « ځواب » له عربي جواب څخه کېدای شي ، پښتو له پارسي لارې راخپل کړی وي (۳) د « تون » روستاړي (مکاني لاحقې) ، په بله وینا ، د ځای ، ځی او یا ځ په توگه لکه په دمه ځی ، پخلنځی ، دریځ ، ختیځ ، لویدیځ ، منځ ، چورلیځ ، گهیځ (د مهالروستاړي په توگه) (۴) په گړدودي ځېلونو د « ز» او « ج » پر وړاندې « ځ » کره راځي لکه په جاله/ځاله ، زلمی/ځلمی ، جار/ځار ، زمکه/ځمکه ... کې ـ ختيز او لویديز له آره د ختیځ او لویدیځ د ستاینومونو (ختیځیز او لویدیځیز) لنډیزونه دي ـ
تمرین : پیلوځه ، ځانټینگی ، غوځار ، منځپېرې ټاکنې ، پنځه/پنځون ، پلویځ ، لایځ ، ځوونگه ، ځور ، اخترځی ، ولنځ/لمبا ځی ، ناپنځيز ، پنځوال ، لېږدانځور ، ځنډن ، پوهنځی ، ځومړی ، گرځبنديز ، ستورټولیځ ..... ټکنی (ټَ ـ کَ ـ نَی) اړنگمن - دوه زړی ـ wavering and undecided ○ انډولتیا .. توازن ـ معادل○ چورلیځ .. محور ○ هرگوره .. completely ○ مهالي .. زماني ○ وییونه .. لغات ○ پیلوځه .. بلاند ـ شمه ○ غلوځه .. bee ○ ځانټینگی .. ضبط نفس ○ غوځار .. گوزار ـ ضرب ○ منځپېرې ټاکنې .. ضمني انتخابات ○ پنځه/پنځون .. طبیعت ○ پلویځ .. طرفدار ○ لایځ .. ظاهر ○ ځوونگه .. عادت ○ ځور .. عذاب ○ اخترځی .. عید گاه ○ ولنځ/لمبا ځی .. غسل خانه ○ ناپنځيز .. غیر طبیعي ○ پنځوال .. فطرت پسند ○ لېږدانځور .. فوټو کاپي ○ ځنډن .. قدیم ○ پوهنځی .. کالج ○ ځوړی .. کاهل ○ گرځبنديز .. کرفیو ○ ستورټولیځ .. کهکشان د پښتو ابېڅې ( Paxto Alphabet ) .............. د پښتو ژبې ټول توري ۳۰ او په دې اوډون دي [ ا ب پ ت ټ ج ځ چ څ خ د ډ ر ړ ز ژ ږ س ش ښ غ ک گ ل م ن ڼ و ه ی] ـ په دغو دېرشو توریو کې [ټ ځ څ ښ ډ ړ ږ ڼ] د پښتو خپل سوچه فونیمونه دي ـ پاته نور توري پښتو او پارسي تر منځ گډ دي ـ په هسپانوي ژبې کې /څ/ ته ورته فونیم شته خو بشپړ دا غږ نه دی ـ دغو فونیمونو ارزښت دا چې دوی پښتو ژبې ته یو جلا خپلواک اکر و کر (شناخت و هویت) ورکوي ؛ نو ځکه د دوی کره اواز ، گرافیم ، د کارونگ ځایونه ، گرامر او داسې نور اړخونه زده کول اړین دي ـ
پښتو ابېڅې کې یوازې څلور توري [ ټ ډ ړ ڼ] داسې دي چي هغو تر لاندې کړه/غړوندی (ring) ورکول کېږي ځکه چې وینگ پر وخت ژبه کړې په څېر گوله شي ـ د نوې ژبپوهنې پر بنسټ د دغو توریو دا گرافیمونه سوليز دي - « گ » ته کړه ورکول یو بې سر و بوله (بې اساسه/دروغ) کار دی ځکه چې « گ » د وینگ پر وخت ژبه د کړې بڼه نه نیسي ـ له دې کبله څنگه چې اردو/پارسي کې لیکل کېږي هم دغه بڼه یې سمه او کره ده ـ په اردو کې [ ټ ډ ړ ] د پاسه یو کمکلی « ط » لیکو خو « گ » د پاسه « ط » نه لیکو ځکه چې [ ټ ډ ړ ڼ] retraflex غږونه دي او « گ » بیا بل راز غږ دی نو دې ډلې ته یې ورگډول او دغو ځانتیاو سره یې ښوول یو بې سر و پایه کار دی ـ نه پوهېږو دا کوږ بدعت د چا دی او له کوم وخته پیل شوی !
[ ا د ډ ر ړ زژ ږ و ] ضدي توري دي په دې مانا چې له نورو توریو سره یې گډ نه شو لیکلای خو نور توري له دوی سره گډ لیکلای شو ـ شمېر یې ۹ ته رسي ـ دا راز توري یوازې پښتو ابېڅې کې نه بلکې عربي ، اردو او پارسي ابېڅو کې هم شته ؛ البته شمېر یې کم زیات دی ـ په دغو وییونو کې ضدي توري کارول شوي دي : ورور ، اوم ، اوږد ، اورم ، اوښ ، دوه ، دا ، زوړ ، دوی ، زرکه زابل ـ
پښتو ژبې کې لس عربي توري [ ث ح ذ ص ض ط ظ ع ف ق] هم کارول کېږي ـ په کومو وییونو کې له دغو لسو توریو ځنې یو هم ولیدل شي هغه وییونه زیاتره د عربي ژبې وي خو دا توري پښتو کې عربي غږونو غوندې نه ویل کېږي بلکې پښتو نږدې غږونو ته اوړي یانې یوازې گرافیمونه یې عربي دي نه فونیمونه - د ساري په توگه « ع » اخلو چې د عربي غږ غوندې نه بلکې پښتو الپ ته اوړي خو لیکل کېږي له « ع » سره ـ
له (ا ، و ، ه ، ی ) پرته د پښتو ټول توري بېواک (consonant) دي یاني خپل غږ نه لري او هر توری یې يووستوی/ساده دی ـ نو داسې توري نوم ډېرو غږونو سره ویل [ لکه « ج » ته ج+ی+م ، « ل » ته ل+ا+م ، « ډ » ته ډ+ا+ل] یو بې دلیله کار دی او د نوې ژبپوهنې له پرنسيپونو سره هم سمون نه خوري ـ نو په کار دي چې هر توری په ساده غږ ونومول شي ـ دا ماشومانو ته ژبه زدکولو کې هم اسانتیا پیدا کوي او نورې گټې هم لري ـ پښتو ابېڅې دې په دې اوډون او وینگ وي [ الپ بې پې تې ټې جې ځې جې څې خې دې ډې رې ړې زې ژې ږې سې شې ښې غې کې گې لې مې نې ڼې وې هې یې] ـ وگورئ یوازې د « ې » غږ هر توري سره زیات شوی او دغه ساده بڼه ده ـ ځینې توري له مخکې نه هم په دې وزن او ویون دي ـ
د ابېڅې په اړه بله مهمه خبره د توریو اوډون دی - ټول يو شکل لرونکو توریو په ترتیب سره ابېڅې پټۍ کې ځای نیولی او توپیر يې یوازې د ټکیو په ږدو دی لکه [ب پ ت ټ ، س ش ښ] ـ پورتني اوډون کې ټول یو شان شکلونه لرونکي توري په یو ځا ی راوړل شوي دي چې له ابجد اوډون ځنې بېل دی - د هر توري سم ویون او د هغه په ابېڅې پټۍ کې ځای پېژندل اړین دی ـ
په اخر کې د یو گلالي افغان دعاگو شاعر دا دوه شېرونه مینه والو ته ډالۍ وي :
چې گفتار او په کردار کې یې ، پښتو کړي غزونې
د وتن داسې زلمو او داسې جونو ته دعا کړم
........................
چې پښتو نه لوگی کېږي سپېلني غوندې خالقه !
داسې ژڼي درنه غواړم ، داسې جونه را عطا کا
کره پښتو : روستاړي « نه əna » او « ون ūn » .......... نه : تر ټولو زیات کاروونکی روستاړی دی چې له کړه څیزنوم جوړولو لپاره کارېږي ـ نوی روستاړی شوی ویی ښځينه نوږی لري لکه غوښتل (to demand) ځنې غوښتنه (demand) ـ نورې بېلگې : ساتنه ، ایستنه ، لیدنه ، کتنه ، راوړنه ، ژغورنه ، ننگېرنه ، لنډنه ، وتنه ، لیکنه ، رپېدنه ، غوړېدنه ، وېلنه ـ
ون : د « نه » په پرتله کارونگ یې لږ دی ـ دا هم له کړونو څيزنومونه جوړوي لکه بدلول (to change) ځنې بدلون (change) ـ نورې بېلگې : وتون ، تړون ، کتون ، راتلون ، پرېکون ، پرمختلون ، ایلېدون ، ژباړون ـ ...... روستاړی .. لاحقه suffix ○ کړ .. فعل ○ څيزنوم .. اسم ○ ښځینه .. مونث ○ نوږی .. جنس gender ○ ویی .. لغت
○ ننگېرنه .. احساس
○ وتنه/وتون .. اخراج ○ لنډنه/لنډون .. اختصار ○ پرتله .. مقایسه/مقابله ○ رپېدنه .. ارتعاش ○ غوړېدنه .. ارتقاء ○ وېلنه .. ارزاني ○ کارونگ .. استعمال ○ کتون .. انتظار ○ راتلون .. آینده ○ پرېکون .. بایکاټ ○ پرمختلون .. پېش رفت ○ ایلېدون .. تابعداري کره پښتو : د سربل « پر pər » سم کارونگ .......... « پر » یو باندینی سربل دی چې یو اړوند وستربل « باندې » یې زیاتره غورځېږي لکه پر مېز باندې یا پر مېز ، پر ځمکه باندې یا پر ځمکه ، پر زړه باندې یا پر زړه ، پر سر باندې یا پر سر ، پر زړه یو څه او پر خوله بل څه ، پر وخت ، پر کور ، پر کابل ، پر ورځ ، پر شپه ، پر ماښام ، پر لسو بجو ، پر ۱۳۵۶ کال او داسې نور ـ پر میاشت دومره نه ویل کېږي بلکې په میاشت کې زیات کره برېښي ـ
زیاتره گړدودونه « په » او « پر » سره گډوي او پر یوه وخت دواړه په الي ، ارتباطي ، استعلایي او پرله پسې (تسلسلي) مانا کاروي ، خو په یوه کره لیکنۍ پښتو کې د دغو دواړو سربلونو توپیر اړین دی ـ یو ژبنی آر هم دا دی چې دوه توکونه یا دودونه په تاریخي او اتېمولوجیک ډول هيڅکله هممانيز نه وي ـ
توپير یا نه گډون ، چار وېش او سپما د نړۍ د هرې ژبې بنسټ جوړوي ـ په دې توگه په کار دي « په پښتو لیکل » داسې مانا کړو چې یو څه په پښتو ژبه لیکل کېږي ، نه په بله ژبه ـ « پر پښتو لیکل » دا مانا چې د پښتو په اړه کې څه لیکل کېږي ، نه د بلې ژبې ـ همدا رنگه (پر کابل اوسېږم) دا مانا چې د کابل ښار په شاوخوا کې اوسېږم یا هم ډېر بابز (عرضي) یوڅه وخت تېروم ؛ او (په کابل کې اوسېږم) دا چې په پاینده توگه دننه په کابل ښار کې اوسم ـ
په پارسي کې هم د « به » او « بر » توپیر په زاړه ادب او اوسني ایراني ادب او لیکنه کې پوره څرگند دی ـ همداسې یې په هندي کې هم درواخلئ ـ د « پر » بل وستربل « سربېره » دی چې ناکره ډول یې « برسېره » هم لږ و ډېر دود لري ـ دغه وستربل هيڅکله نه غورځېږي که نه مانا یې له « باندې » سره گډېږي او سره یو کېږي ـ ..... کره .. معیاري ○ سربل .. پېشینه pre-position ○ اړوند .. متعلقه ○ کارونگ .. استعمال ○ آر .. اصول ○ گړدود .. لهجه ○ توکونه .. عنصرونه ○ سپما (سْپه ـ ما) کفایت شعاري ـ بچت کره پښتو : د سربل « په » او « له » د کار ځایونه (موارد استعمال) .......... « په » له (کې) وستربل سره د اړوند نوم تونپېر (مکاني حالت locative) څرگندوي لکه : په ټولگي کې ـ له (پورې) وستربل سره یو بل ډول تونپېر ، په بله وینا ، یو تړاو او پیوستون ښیي لکه : په ځان پورې ، په زړه پورې ، په تا پورې ، ستا په خبرې پورې (به ارتباط گپ شما) ـ له (سره) وستربل سره یو لوښنپېر (الي حالت instrumentative) راښیي لکه : په بیاتي سره ، په چړې سره ، په وینا سره ، په زور سره ، په خوښۍ سره ـ له (پسې) وستربل سره یو بل راز تونپېر یا پرله پسې والی څرگندوي لکه : په تا پسې ، په سختي پسې اساني راځي ، په ژمي پسې پسرلی دی ـ
« له » چې له (څخه ، نه یا ځنې) وستربل سره له اره د یو نوم وتونپېر یا منشایي حالت څرگندوي لکه : له کابل څخه/ځنې/نه راغلم ـ له وستربل (سره) سره د ملگرتیا جاج ښندي لکه : له زلمي سره تر هرات پورې ملگری وم ـ له وستربل (وروسته) سره مهالي او توني کړول (قید) ورسره جوړوي او له (تر) سره یې پازه یو کېږي لکه : له غرمې وروسته کور ته ځم چې البته (تر غرمې وروسته) ترې زیات کره برېښي ـ په بله وینا « وروسته » د « له » نه بلکې د « تر » معیاري وستربل دی ـ بل وستربل یې (راهيسې) دی چې یو مهالي کړول ورسره جوړوي لکه : له پروسږ کال راهیسې ، له ډېرو کالونو راهيسې ـ د « له » یو بل وستربل (پرته) دی چې د « سره » بډ او مقابل جاج ښندي ـ دا مانا چې د اړوند نوم ملگرتیا نه بلکې بېلتیا او نشتوالی څرگندوي لکه : له بللیو پرته نابللي هم راغلي وو ـ ..... وتونپېر .. دا مانا چې یو نوم د کار منشا گرځېدلی وي ـ ablative ○ سربل .. pre-position ○ وستربل .. post-position ○ جاج .. مفهوم ○ کړول .. adverb ○ پروسږکال (پَ ـ روسږْ ـ کال) تېر کال ○ اړوند .. متعلقه ـ related کره پښتو : د ستاینوم ډولونه (Types of adjective) .......... ستاینوم په دوه ډوله دی « لنډ » او « لر » ـ لنډ یا اېښیز ستاینوم هغه دی چې د مخټاکي په توگه تر څیزنوم له مخه او ورسره پتليز راځي او لڼډ پر لنډه یې ټاکي او ستایي لکه : روغ سړی ، ښکلې جینۍ ، شين خال ، سره مڼه
لر یا خبري ستاینوم هغه دی چې د وسترټاکي په توگه تر څیزنوم وروسته راځي او له کړوالې برخې (مُسند) سره پیوستون لري ، که څه هم هماغه څيزنوم ستایي ، هغه هم په نوموالو غونډلو کې لکه : سړی روغ دی ، جینۍ ښکلې ده ... کې هرگوره په کړوالو کې له کړ سره اړه پیدا کوي او په دې توگه پر کړول (قید) اوړي لکه : هلک (پلی) راغی/اسمان په ستورو (ښه) ښکاري/ پلوشه ښکلې برېښي ـ ..... ډول (ډَ ـ و¯لْ da.wəl) قسم ○ لنډ/اېښيز attributive ○ لر/خبري predicative ○ مخټاکی prepositive ○ وسترټاکی postpositive ○ څيزنوم noun ○ پتليز .. جوخت ـ پیوست ○ هرگوره (هر ـ گو ـ ره) هرومرو absolutely ○ پلی .. پیدلکره پښتو : ورمند دود (Imperative mood) .......... همېشنی ورمند (چاروال) : ساته / ساتئ / ساتي دې ○ همېشنی ورمند (بېچار) : ساتل کېږه / ساتل کېږئ / ساتل کېږي دې
بشپړ ورمند (چاروال) : وساته / وساتئ / ودې ساتي ○ بشپړ ورمند (بېچار) : وساتل شه / وساتل شئ / ودې ساتلای شي ..... ورمند (wramând) امر ○ همېشنی .. استمراري ـ the imperfect ○ چاروال .. مالوم ـ active ○ بېچار .. مجهول ـ passive پښتو مهالونه له وگړيزو پایلو سره (Paxto tenses with personal ............................................
(endings
ټول کړونه پښتو کې له کړنومي ځنې زېږي ـ په ټولیز ډول له هر کړنومي ځنې درې بنسټي صورتونه بېلښتېږي چې یو همېشنی وسمهال (هغه چې په حال زمانه کې یو کار پرله پسې او دوامداره توگه څرگند کړي لکه : زرینه ډوډۍ خوري) ، بل همېشنی تېرمهال ( هغه چې په تېره زمانه کې د یو کار دوام او جریان وښیي لکه : تلم ، راتلم ؛ یانې کړنومي په اخر کې جوخت کړوال نومځري ورسره زیاتېږي لکه : راتلم ، راتلو ، راتلې ، راتلئ ، راتلل ، راتله ، راتلې) او بل کړ ستاینوم (participle) لکه : دروهلی ، ساتلی ، لیدلی ـ بیا نور ځېلونه (صیغې) او کړونه له دغو درې صورتونو ځنې راوځي ـ
وسمهال : (۱) همېشنی وسمهال : ساتم/ساتې/ساتئ/ساتې (۲) بشپړ وسمهال : وساتم/وساتو/وساتې/وساتئ/وساتې (۳) توني همېشنی وسمهال : ساتلای شم/شو/شې/شئ (۴) توني بشپړ وسمهال : وساتلای شم/شو/شې/شئ ـ
وسترمهال : (۱) همېشنی وسترمهال : ساتم به/ساتو به/ ساتې به/ساتئ به/ساتي به (۲) بشبړ وسترمهال : وبه ساتم/وبه ساتو/وبه ساتې/وبه ساتئ/وبه ساتی (۳) توني همېشنی وسترمهال : ساتلای به یې شم ... تر اخره (۴) توني بشپړ وسترمهال : وبه یې ساتلای شم ... تر اخره ـ
تېرمهال : (۱) همېشنی تېرمهال : ساتلم/ساتلو/ساتلې/ساتلئ/ساته/ساتل/ساتله/ساتلې (۲) بشپړ تېرمهال : وساتلم/وساتلو/وساتلې/وساتلئ/وساته/وساتل/وساتله/وساتلې (۳) لنډ تېرمهال : ساتلی یم/ساتلی دی/ساتلی یو/ ساتلی یې/ ساتلي یئ/ساتلي دي/ساتلې ده/ساتلې دی (۴) لر تېرمهال : ساتلی وم/ ساتلی وو/ساتلی وې/ساتلي وئ/ساتلی و/ساتلي وو/ساتلې وه/ساتلې وې (۵) توني همېشنی تېرمهال : ساتلای شوم/ساتلای شوو/ساتلای شوی/ساتلای شوئ/ساتلای شو/ساتلای شول/ساتلای شوه/ساتلاې شوې (۶) توني بشپړ تېرمهال : له توني همېشني تېرمهال څخه د سربل « و » په زیاتولو جوړېږي لکه : وساتلای شوم (۷) احتمالي تېرمهال : ساتلی به یم/ساتلی به یې/ساتلی به وی/ساتلې به وی/ساتلي به یو/ساتلي یه یې/ساتلي به وي/ساتلي به وی (۸) تاکیدي تېرمهال : ساتلی به دې وم/ساتلی به یې وې/ساتلی به دې و/ساتلی به دې وه/ساتلي به دې وو/ساتلې به یې وې (۹) ارماني تېرمهال : له کړ ستاینوم څخه وروسته « وای » او د مخه « که ، کاشکې » راځي لکه : کاشکې ساتلی دې وای/که ساتلی مې وای (۱۰) حکایوي تېرمهال : د بشپړ تېرمهال له سربل « و » څخه وروسته « به » راځي : وبه یې ساتلم/وبه یې ساتلې/وبه یې ساتله/وبه یې ساتلو/وبه یې ساتلئ/وبه یې ساتل/وبه یې ساتلی ـ ..... کړنومی .. مصدر ○ کړوالنومځری .. فعلي ضمير ○ چاروال .. مالوم ـ active ○ بېچار .. مجهول ـ passive ○ وسترمهال .. مستقبل ○ بشپړ .. مطلق/کامل ○ لنډ .. قریبه ○ لر .. بعیده ○ توني .. امکاني/اقتداری ○ کړ ستاینوم .. فعلي صفت ○ بېلښت .. derivation ○ وسمهال .. حال ○ وسترمهال .. مستقبل ○ تېرمهال .. ماضي ○ همېشنی .. استمراري ـ prolonged ـ durative ○ استمراري ماضي .. past tense of the imperfective aspect ○ استمرار .. the imperfect کره پښتو : د کړونو د بېلښت سربل « و ، وبه ، دې » ـــــــــــــــ ټول کړونه په پښتو کې له کړنومي ځنې بېلښتېږي ـ په ټوليز ډول له هر کړنومي ځنې لومړی درې بنسټي جولې بېلښتېږي چې همېشنی وسمهال ، همېشنی تېرمهال او کړ ستاينوم دي ـ بیا نور ځېلونه او کړونه له دغو درې جولو ځنې راوځي ـ له دغو درې صورتونو څخه چې نور کړونه جوړېږي نو هرو مرو ځینې سربلونه او وستربلونه غواړي چې دا دي (۱) « و » دا یو سرینه توری دی او بشپړتیایي واو نومېږي چې د اطلاق او تجرید په مانا د همېشني وسمهال ، همېشني امر او تېرمهال په سر کې راځي او بشپړ وسمهال ، بشپړ امر او بشپړ تېرمهال ترې رغېږي لکه : بشپړ حال .. وساتم ، والوزم ، ووینم ، وچلوم ، وچلېږم ؛ بشپړ امر .. وساته ، والوزه ، ووینه ، وچلوه ، وچلېږه ؛ بشپړ تېرمهال .. وساته ، والوته ، ولیده ، وچلاوه ، وچلېده ـ دا « و » د ارماني تېرمهال په سر کې هم راځي لکه : زړه مې غواړي چې والوتلی (۲) « وبه » دا مختاړی د بشپړ وسترمهال جوړولو لپاره د وسمهال له کړ څخه مخکې راوړل کېږي لکه : وبه ساتم ، وابه لوزم ، وبه وینم ، وبه چلوم ، وبه چلېږم (۳) « وې » دا نښه د درېیم وگړي او ويناوال امر لپاره د وسمهالکړ مخکې راځي لکه : ودې ساتي ، ودې ویني ، ودې ساتم ، ودې وینم ـ ..... کړ .. فعل ○ بېلښت / بېلنگ .. اشتقاق derivation ○ په ټوليز ډول .. عموماً ○ ځنې .. څخه ○ جوله .. شکل form ○ همېشنی وسمهال .. استمراري حال ـ نابشپړ وسمهال imperfective ○ کړ ستاینوم .. فعلي صفت participle ○ ځېل .. صیغه voice ○ بشپړ وسمهال .. مطلق حال absolute present tense ○ ارماني تېر مهال .. تمنایي ماضي ـ optative ○ مختاړی .. سابقه ـ prefix ○ بشپړ وسترمهال .. مطلق مستقبل ○ ویناوال .. متکلم کره پښتو : د « تون » د ويي څېړنه .......... « تون » د پښتو یو پخوانی توني توری دی چې د ځای او مقام مانا ښندي ـ دا ټکی په سانسکريت کې هم د « ستهان » په جوله شتون دی چې د ځای ، ټاټوبی او هېواد مانا ورکوي ـ دغه « ستهان » د « ستان » په بڼه د سیمو او هېوادونو د نومونو په اخر کې د توني وستربل په توگه راځي لکه نورستان ، افغانستان ، عربستان ، انگلستان ، هندوستان ـ پارسي کې په ټوليز ډول د توني توري په ډول کارېږي لکه : گلستان ، بوستان ـ له دېنه مالومه شوه چې د پښتو « تون » ، د سانسکريت « ستهان » او د پارسي « ستان » درېواړه په مانا او ريشه کې سره یو دي ـ پخپله « ستان » هم پښتو ادب کې کار شوی دی ـ
پښتو کې د « تون » په هوبله جوړ شوي وییونه له پخوا شتون دي چې هم په ادب کې راغلي دي او هم په خلکو کې ویل کېږي لکه (۱) بودتون : د بوتخانې پر مانا راځي (۲) چړتون : د چړې تیکي او غلاف ته وایي او لوزي مانا یې د چړې ځای دی (۳) مېږتون : دا ویی په ادب او گړنې دواړو کې ژوندی دی او مانا یې د مېږیانو ځای او سوړه ده (۴) مړیستون : د پکتیا په سیمو کې ادیرې ته ویل کېږي یانې د مړو ځای ـ دغو ادبي لاسوندونو پر بنسټ د « تون » د ویي يه هوبله ډېر نوي وییونه هم جوړ شوي او پوره پېژندويي یې موندلې ده لکه : نندارتون ، درملتون ، روزنتون ، پوهنتون ، زېږنتون ـ که څه هم د « تون » د نامه لپاره پښتو کې نور وییونه هم شته لکه ځی ، غالی ، جل ؛ خو د « تون » په وستربل کې یو ځانگړی خوږوالی او لنډوالی پروت دی چې په نورو کې نه لیدل کېږي ـ ...... څېړنه (څې ـ ړهٔ ـ نه) تحقیق ○ توني .. ظرفي ـ مکاني ○ وستربل .. پسینه post-position ○ په ټوليز ډول .. عموماً ○ هوبله .. ذریعه ـ وسیله ○ لوزي .. لفظي ○ گړنه .. محاوره idiom ○ لاسوند .. دليل reason ○ پېژندويي .. شهرت ○ مهال .. زمانه ○ اکر .. حالت ○ څرنگوالی .. کیفیت ○ د کړونو د بېلنگ وستربل : یې/وي ، به یې/به وي ............................... « یې » درېيم وگړي لپاره یو کړوال او نومځريز روستاړی دی او د کړ ستاينوم په اخر کې د آړ ، اړنگ او کېدون په وخت کې راځي لکه : منلی يې ، ښایي زرینې زما کتاب ساتلی یې ـ
« وي » دا ویی له اره د نابشپړ وسمهال مرستیالکړ دی خو « یې » ویي په څېر د کړ ستاینوم په اخر کې د اړنگ او آړ په وخت کې کارېږي لکه : ښایي د بورې ماشین چلېدلی وي ، که چلېدلی وي شه به وي ـ
« به یې / به وي » دا دواړه وییونه که د کړ ستاینوم په اخر کې راشي نو په نږدې مهال کې اړنگ او کېدون ښیي لکه : الوتلی به یې ، چلېدلی به وي ـ ..... بېلنگ .. اشتقاق derivation ○ کړوال .. فعلي verbal ○ نومځريز .. ضميري pronominal ○ کړ ستاينوم .. فعلي صفت ○ کېدون .. احتمال ○ اړنگ .. شک ○ آړ .. شرط ○ نابشپړ وسمهال .. حال جاري ○ مرستیالکړ .. امدادي فعل helping verb د کړونو د بېلنگ وستربل : «به» او «وای» ............................... «به» توری نږدې د تلتیا او ټینگار پيلامه ده او د نابشپړ تېرمهال په اخر کې د زیات تلتیا لپاره راځي لکه : الوته به ، چلېده به ـ دغسې د وسمهالکړ په اخر کې د نابشپړ وسترمهال او ټينگار مانا هم ورکوي لکه : الوزم به ، چلېږم به ـ پرته له دې څخه په نورو ځایونو کې هم کارېږي ـ
« وای » یو ارماني روستاړی دی چې د کړ ستاینوم په اخر کې د ارماني تېرمهال لپاره راوړل کېږي لکه : که پریدون مې لیدلی وای ، که توریالی راغلی وای ـ ..... بېلنگ ـ اشتقاق derivation ○ تلتیا .. استمرار ـ همېشه والی ○ پيلامه .. علامت ○ نابشپړ تېرمهال .. استمراري ماضي ○ ارماني . تمنایي ○ وسمهالکړ .. فعل حال ○ نابشپړ وسترمهال ○ کړ ستاینوم .. فعلي صفت کره پښتو : يلغوز یا څړه ستاینومونه (مجرد صفتونه) ـــــــــــــــــ
یلغوز ستاینومونه هغه دي چې یوازې یو اکر ، یو ستاینوم او څرنگوالی څرگندوي یانې یوازې پر یو ستاینوم او یو څرنگوالي ښووندويي کوي او کوم توکیز/بهرنی وجود نه لري لکه روغتیا ، اوږدوالی ، بریالیتوب -
یلغوز ستاینومونه په دوه ډوله دي : ساده او مرکب ـ ساده هغه چې یو توکیز ویی وي لکه لوږه ، تنده او مرکب هغه چې له دوو یا زیاتو توکو ځنې جوړ شوي وي لکه سړيتوب ، ناجوړتیا ـ
یلغوز مرکب ستاینومونه له نوم یا ستاینوم څخه د ځینو روستاړو په یو ځای کولو رغېدنگ مومي ـ پېژندویه روستاړي دا [توب ، تیا ، والی ، ي ] او بېلگې یې دا دي : مین .. مينتوب ، ټینگ .. ټینگتیا ، چگ .. چگوالی ، ورور .. وروري ـ ځینې نور روستاړي هم شته لکه [انه ، نه ، تون ، گېرنه ، گړه ] خو بېلگې یې لږ دي : مېړه .. مېړانه ، وير .. ويرنه ، بېل .. بېلتون ، یاد .. یادگېرنه ، ښه .. ښېگړه ـ
له ځینو ستاینومونو څخه د دوو درېوو روستاړو په هوبله یلغوز ستاینومونه رغېدنگ مومي لکه مشر .. مشرتیا/مشرتوب/مشري ـ توپیر پکې دا چې « توب » نرینه او « تیا » ښځینه واندونه ښندي ـ
یلغوز ستاینومونه په نورو حکمونو کې د یلغوز نومونو يه څېر دي او په غونډلې کې کړند/کړی او تولنوم/تولوال پېښېږي لکه : مشرتوب لوی لوی کارونه غواړي ○ د بدن پاکوالی روغتیا لپاره اړین دی ○ د زلميتوب زمانه د کار او کارکړن زمانه ده ـ
.....
يلغوز (يَلْ ـ غوز) یواځې ـ اېلغوز ○ څړه (څه ـ ړه) گوښی ـ یواځې ○ اکر .. حالت ○ څرنگوالی .. کیفیت ○ ښووندويي .. دلالت ○ توکيز .. مادي ○ پېژندویه .. مشهور ○ واند ـ تصور ـ خیال ○ هوبله .. وسیله ○ غونډله .. جمله ○ تولنوم .. مضاف ○ تولوال .. مضاف الیه ○ کارکړن .. فعالیت کره پښتو : « سړو » که « سړیو » .............
هغه ډېرگړي او نرینه نوږ نومونه چې پر لنډې « ي » پايته رسېدلي وي ، په بلن ، کړند او اړيک پېر کې یې « ي » پر اوږد « و » بدلېږي او پاته نورو پېرونو کې پر خپلې آر بڼې راځي لکه : بلنپېر ــ اې سړو ؛ کړند پېر ــ دغو سړو ؛ اړیکپېر ــ دغو سړو ته غږ وکړه ○ بې غوړو گوزاره گرانه ده ؛ ار پېر ــ خوشال او پريدون دواړه ښه سړي دي ـ زه غوړي اخلم ـ
کله کله د التباس په وخت کې « ي » پر « و » نه بدلېږي بلکې له پای سره یې « و » ورزیاتېږي او « ي » پر پېش ویل کېږي لکه : خپل وَیار د ولیو منځ دی ـ همداسې د « توره » اوښتی پېر « تورو » د « توری » اوښتي پېر « تورو » سره التباس زېږوي ـ په داسې مواردو کې د « ي » لوېدن کره نه ایسي او توپير لپاره « توریو letters » وکښل شي او « ي » ته پېښ ( ُ) خوځندی ورکړو ـ
.....
نوږ نوم .. اسم جنس ○ ډېرگړی .. جمع ○ نوږ نوم .. اسم جنس ○ بَلَنْپېرْ .. ندایي حالت ○ کړند پېر .. فاعلي حالت ○ اړیکپېر .. ارتباطي حالت ○ ویار (وَ ـ یارْ) عیب ○ ولی (وهٔ ـ لَی) نوم ـ یوگړی ـ نرینه : اوږه ـ د مټ او څټ تر منځه برخه ○ موارو .. applications کره پښتو : « سړو » که « سړیو » .............
هغه ډېرگړي او نرینه نوږ نومونه چې پر لنډې « ي » پايته رسېدلي وي ، په بلن ، کړند او اړيک پېر کې یې « ي » پر اوږد « و » بدلېږي او پاته نورو پېرونو کې پر خپلې آر بڼې راځي لکه : بلنپېر ــ اې سړو ؛ کړند پېر ــ دغو سړو ؛ اړیکپېر ــ دغو سړو ته غږ وکړه ○ بې غوړو گوزاره گرانه ده ؛ ار پېر ــ خوشال او پريدون دواړه ښه سړي دي ـ زه غوړي اخلم ـ
کله کله د التباس په وخت کې « ي » پر « و » نه بدلېږي بلکې له پای سره یې « و » ورزیاتېږي او « ي » پر پېش ویل کېږي لکه : خپل وَیار د ولیو منځ دی ـ همداسې د « توره » اوښتی پېر « تورو » د « توری » اوښتي پېر « تورو » سره التباس زېږوي ـ په داسې مواردو کې د « ي » لوېدن کره نه ایسي او توپير لپاره « توریو letters » وکښل شي او « ي » ته پېښ ( ُ) خوځندی ورکړو ـ
.....
نوږ نوم .. اسم جنس ○ ډېرگړی .. جمع ○ نوږ نوم .. اسم جنس ○ بَلَنْپېرْ .. ندایي حالت ○ کړند پېر .. فاعلي حالت ○ اړیکپېر .. ارتباطي حالت ○ ویار (وَ ـ یارْ) عیب ○ ولی (وهٔ ـ لَی) نوم ـ یوگړی ـ نرینه : اوږه ـ د مټ او څټ تر منځه برخه ○ موارو .. applications کره پښتو : لیدل او لیدنه کې توپیر ـــــــــــــــ « مصدر » عربي ټکی دی چې په پښتو « زېږنده » بلل شوی ، دوې ماناوې لري یوه وییزه او بله نومونپوهنیزه ـ په لغت کې « زېږنده » هغه ویی دی چې نور ویي ترې زېږي ـ نومونپوهنیزه مانا دا چې بې د مهال له قیده په یو کار او کړ دلالت کوي یانې د یو کار او کړ نوم وي او په اخر کې « ل » یا نورې نښې ولري ـ
په دې کې شک نشته چې « لیدنه » هم د کړ نوم دی او لیدل هم خو توپیر دا چې په « لیدنه » کې نومیز رنگ زیات دی بلکې د یو نوم بڼه یې غوره کړې چې په دودیز ډول ډېرگړی کېږي لکه لیدنې کتنې ـ زېږنده د نوږي جاج لري خو د ډېرگړي او یوگړي بڼې پکې نشته ـ بل توپیر دا چې پښتو زېږنده 'موصوف' په توگه ډېر کم کارېږي لکه ژور څېړل نه ویل کېږي او ژوره څېړنه یو خوږ وييغونډ دی ـ
..... وییز ← لغوي ○ نومونپوهنیز ← اصطلاحي ○ مهال ← زمانه ○ کړ ← فعل ○ نومیز ← اسمي ○ نوږی ← جنس ○ وییغونډ ← phrase ○ موصوف ← ستایلی کره پښتو : کومه بڼه سمه ده : گرځېدلی/گرځېدلای ؟ ـــــــــــــــ
دواړه بڼې سمې خو د کارونـگ ځایونه یې جلا دي ـ «لای» پایله په دغو مهالونو کې کارېږي : (۱) تواني تېرمهال چې د یو کړ کېدون یا نه کېدون ښیي ـ رغېدنگ یې د بېچار کړنوم د پای غبرگغږ په اوږدولو (خوړلای یا خوړای) او ورسره د مرستیالکړ (شول یا کېدل یا دواړو) په گردانولو تر سره کېږي لکه ما خوړلای شو ، تا گرځېدلای شوی ـ تواني بشپړ تېرمهال له تواني همېشني تېرمهال څخه د سرینه (و) په زیاتولو رغېدنگ مومي لکه وساتلای شوم ـ (۲ - ا) تواني همېشنی وسمهال چې د «شول» په گردانولو سره منځته راځي ـ د جولې له مخې بشپړ تېرمهال سره کوم توپیر نه لري چاروال (مالوم) او بېچار (مجهول) یې سره د کړند او کړي نورو اړوندو توکو له مخې توپیرېدای شي لکه گرځېدلای شم ، گرځېدلای شو ، ساتل کېدلای شي ـ (۲- ب) تواني بشپړ وسمهال چې یوازې سرینه (و) ورسره زیاتېږي لکه وساتلای شو ـ (۳) تواني همېشنی وسترمهال لکه ساتلای به یې شم تر اخره ، ساتل کېدلای به شم ـ
پاتې ټولو مهالونو کې د کړ ستاینوم دا «لی» پایله کارېږي لکه تاسې یې وساتلئ ، ته به یې ساتلی وې ـ دی په ټول هند کې گرځېدلی دی ـ نن سبا دا هم یوه ربړه گرځېدلې چې کوم ویي گډ او کوم جلا ولیکو ـ زه د خپل هېواد په ټولو ښوښو ځایونو کې گرځېدلی یم ـ
لنډه دا چې «لای» پایله نږدې همېشني (استمرار) لپاره راوړل کېږي ـ ..... بڼه ← شکل ○ کارونگ ← استعمال ○ تواني تېرمهال ← امکاني ماضي ○ کړ ← فعل ○ کېدون ← امکان ○ بېچار کړنوم ← مفعولي صفت ○ غبرگغږ ← diphthong ○ تواني بشپړ تېرمهال ← مطلقه امکاني ماضي ○ تواني همېشني تېرمهال ← امکاني استمراري ماضي ○ تواني همېشنی وسمهال ○ جولې ← شکل ○ تواني همېشنی وسترمهال ← امکاني استمراري مستقبل ○ کړند ← فاعل ○ کْړَی ← مفعول ○ مهال ← زمانه ـ tense ○ کړ ستاینوم ← فعلي صفت : ساتلی ، ساتلې ، ساتلي ○ مرستیالکړ ← helping verb ○ وسترمهال ← مستقبل ○ ربړه ← ستونزه کره پښتو : اوازپوهنه (Phonology) ـــــــــــــ اوازپوهنه د ژبپوهنې هغه څانگه ده چې یوې یا د یو څو ژبو اوازونه تر څېړنې لاندې نیسي ـ سم او کره وینگ لپاره د آوازپوهنې پوهه ډېره اړینه ده ـ دا پوهنه ډېرې موخې لري ـ لویه موخه یې دا چې ژبه دې اسانه ، پسته او خوږه شي ـ
آواز یا فونیم څه شی دی ؟ د یوې ځانگړې ژبې کل فونیمونه څومره او کوم دي ؟ دغه فونیمونه یو بل سره له کومو خواو مشترک او له کومو خواو سره بېل دي ؟ د اوازونو تړنگ او اوډون په کومو آرونو کېږي ؟ خج پوهه څه شی دی ؟ دا او داسې نورې پوښتنې په دې پوهنې کې تر څېړنې لاندې راځي ـ
د اوازپوهنې یوه کمکلۍ برخه د Phonotactics په نوم ده ـ په دې کې یوې ژبې د اوازونو د تړنگ ، اوډون او بندیز په اړه پرنسيپونه جوړېږي یانې ولې د put وینگ له پېش سره او د but له زور سره کوو ؟
د هرې ژبې غږيز کارونګ خپل، خپل ځایونه وي ـ په ځینو غږيزو د یو ويي په سر ، منځ یا پای کې په کارونګ بنديز وي لکه په انگلیسي ژبې کې دا فونیمونه /æ ʌ h/ د يو ویي په پای کې او دا /ŋ←ng/ د ویي په سر کې نه شي راتلای ـ همداسې د پښتو په/ڼ/ فونیم د ویي په سر کې بندیز دی خو منځ او پای کې راتلای شي لکه روڼ ، رڼا ، گلپاڼه ـ همزه او زورکي واله (ئ ، ۍ) چې یو فونیم لپار دوه گرافیمونه دي یوازې د ویي په پای کې راځي او اوږده (ې) د ویي په سر کې نه شي راتلای ـ ..... ژبپوهنه ← Linguistics ○ وینگ ← تلفظ ○ اړینه ← ضروري ○ موخه ← هدف ○ خج ← پشار ○ فونیم ← د انساني ژبې غږ ○ تړنگ ← ترکیب ○ اوډون ← ترتیب ○ آرونه ← پرنسيپونه ○ کمکلۍ ← کوچنۍ ○ گرافیم ← د اواز لیکل شوې بڼه کره پښتو : د وییونو کارونگ ـــــــــــــــ
څومره چې کېدای شي باید د پښتو خپل وییونه وکارېږي او بې اړتیا پردي وییونه را نه وړل شي ـ موخه دا نه ده چې لیک دې په بوبه پښتو وي ځکه چې دا کار په تلپاتې او په ټولیز ډول کېدونکی نه دی او که کېدونکی وي نو ګټور نه دی ـ
د پښتو له هغو مړو او متروکو وییونو څخه چې پښتانه یې پر مانا نه پوهېږي د هغو پردو وییونو کارونگ ښه دی چې په پښتو ژبې کې له ډېره وخته راننوتي او په عامې گړنې کې هر چېرته او پر هر ځای کارېږي بلکې ولس یې په پرديتوب نه پوهېږي او خپل یې گڼي ، خو داسې پردي وییونه چې ولس ته یې مانا نه ده مالومه او په پښتو کې ورته وییونه هم شتون لري ، لیکل یې نه دي په کار ځکه چې یو خو دغسې وییونو لیکل ژبه له عام فهمۍ څخه لرې باسي او بل دا چې ډېر ځله یې لیکوال په کارونگ کې تېروځي او بېځایه یې کاروي ـ ..... وییونه ← ماناوې ○ کارونگ ← استعمال ○ بوبه ← (بو ـ به) ستاینوم : سوچه ○ تلپاتې ← دایمي ○ کېدونکی ← ممکن ○ په ټولیز ډول ← عموماً ○ متروک ← (مت ـ روک) ترک کړی شوی ـ ورک شوی ○ ننوتل ← داخل ○ گړنه ← محاوره