ويکيپېډيا:په کربلا کې د امام حسین پاڅون- دویمه برخه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د کتاب نوم: خوشال بابا او نبوي کورنۍ

څېړونکی: استاد اجرالدین اقبال

پته:www.andyal.com

خپرونکی: دانش خپرندویه ټولنه- کابل- افغانستان

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

په مدينه  کې د حسين وير[سمول]

الف –  ړومبۍ  ویرنبولې - عزاداره؛((ام سلمه )) د رسول الله (ص) مېرمن[سمول]

د ترمذي په سننو، سيرالنبلاء ،رياض النضره،ابن کثير تاريخ، الخميس او نورو کتابونوکې د ((سلمى)) له خولې وايي : ام المؤمنين ((ام سلمې )) ته ورغلم او ومې ليدل ،چې ژاړي .

ومې ويل : ولې ژاړې؟

ويې ويل  : په خوب کې مې وليدل ،چې د رسول الله (ص) سر او مخ په خاورو ککړ دى .

ومې ويل : ((يا رسول الله! څه درباندې شوي ؟

  ويې ويل : (( لږ مخکې د حسين پر وژنې  شاهد وم ! [1]))

يعقوبي وايي : د مدينې ړومبۍ  ویرنبولې ((ام سلمه)) د رسول الله (ص) مېرمن وه؛ځکه پېغمبر(ص) د حسين د قبر يو بوتل خاوره ورکړه او ورته يې ويلي وو: (( جبرييل خبر کړم ،چې امت مې حسين وژني او دا خاوره يې راکړه .))

او ام سلمې ويلي دي  : پېغمبر (ص) راته وويل :  که خاوره په تازه وينې واوړېده ؛نو پوه شه،چې حسين وژل شوى دى )) او دا خاوره ورسره وه ، تردې چې د وعدې شېبه راورسېده او هغې شېبه په شېبه دې بوتل ته کتل او چې بوتل يې په وينو وليد؛نو د ((وا حسينا)) او ((يا ابن رسول الله)) چغې يې ووهلې او د شاوخوا ښځې ورسره يو ځاى شوې او ټوله مدينه په ماتم کې راونغاړل شوه .[2]

ب – دويم عزادار- ویرنبولی؛ ((ابن عباس))[سمول]

د احمد بن حنبل په مسند او فضايلو کې ، د طبراني په معجم الکبير،د حاکم په مستدرک ، رياض النضره او نورو کتابونو کې د ((عمار بن ابى عمار)) له خولې اودا يې له ((ابن عباس )) روايتوي : رسول الله (ص) مې غرمه مهال  په خوب کې  په خاورو ککړ او د وينې له يوه بوتل سره وليد،ومې ويل : ((يارسول الله ! موروپلامې درځار! څه شوي ؟))

و يې ويل : (( دا د حسين او د هغه د يارانو و ينه ده،چې له نن  ګهځيه مې يومخې راټوله کړه!))

عمار وايي : دا ورځ مو وليکله او وروسته مو وموندله ،چې حسين (رض) پر هماغه ورځ وژل شوى و .[3]

د ابن عساکر او ابن کثير په تاريخونوکې د (علي بن زيد بن جدعان )) له خولې وايي : ابن عباس  له خوبه راويښ شو او و يې ويل : (( انا لله وانااليه راجعون : پر خداى قسم  حسين ووژل شو! ورته وويل شوو: په  څه دليل ؟

ويې ويل : ((رسول الله مې په خوب کې له يو بوتل وينې سره وليد،چې ويې ويل:(( پوهېږې ،چې امت مې تر ما وروسته څه وکړل؟ حسين يې وواژه ! ))

دا ورځ او ساعت مو ثبت کړه او دا چې څلرويشت ورځې  وروسته مدينې ته د حسين د وژني خبر راغى  : بيا څرګنده شوه ،چې امام پر هماغه ورځ او هماغه ساعت شهيد شوى و . [4]

ح- درېيم  ویرنبولی[سمول]

طبري او نور د ((عمر وبن عکرمه )) له خولې وايي : د هغې ورځې پر ګهيځ ،چې حسين وژل شوى و،په مدينه کې راټول شوي وو،چې ناڅاپه يوه موالي مو ويل : (( تېره شپه مې د يو منادي غږ واورېد،چې ويې ويل : د حسين بې عقلو وژوونکيو! د عذاب او سزا زېرى درباندې ،چې ګرد سره اسمانوال ورباندې لعنت وايي او ټول پېغمبران ،پرښتې او خلک. هو، تاسې د ابن داود ، موسى او د انجيل  د حامل په خوله لعنت شوي ياست ! [5]

له ((ام سلمه)) او نورو په رواياتو کې راغلي ،چې دوى له ((پېريانو )) دا ويربولنه او عزاداري اورېدلې ده.[6]


د امام حسين تر شهادت وروسته پېښې

د حسين (رض)  دوه اويا تنه ياران شهيدان شوو او پر دويمه ورځ د بني اسد د ټبر د غاضريه خلکو حسين او ياران يې ښخ کړل . د عمر سعد له لښکره هم اته اتيا تنه وژل شوي او يو شمېر ټپيان شوو ،چې عمرسعد پر خپلو وژل شويو د جنازې لمونځ وکړ او ښخ يې کړل .

طبري وايي : چې حسين ووژل شو،ابن سعد یې بې درنګ سر د ((خولي بن زيد)) او ((حميد بن مسلم )) له لارې عبدالله بن زياد ته ولېږه . ((خولي)) د حسين (رض) له سر سره راغى او حکومتي ماڼۍ ته ور روان و؛خو ور يې بند و؛نو کور ته راغى او تر يوې تغارې لاندې یې کېښود او پخپله پرکټ پرېووت.مېرمن يې ((نوار)) وايي :((ومې پوښت : څه خبره ده؟ څه دې راوړل؟ ويې ويل : د زمانې له زېرمې سره راغلى يم ! دا د حسين سر دى،چې ستاپه کور کې دى! وايي :ومې ويل : افسوس درباندې! خلک له سروسپينو سره راغلل او ته د رسول الله (ص) د زوى له سر سره ! نه،پر خداى قسم،تردې وروسته به درسره څنملم،له بسترې يې راپاڅېدم او انګړ ته ولاړم . بله مېرمن يې راوغوښته او بسترې ته يې بوتله.زه هم کېناستم او د سر پر کتو بوخته شوم . پر خداى قسم ليدل مې ،چې له اسمانه پر تغاره نېغه رڼا لګي او شاوخوا سپين مارغه ترې پرې وهي !))

راوي وايي : چې ګهيځ شو؛خولي د ((حسين)) سر ((عبيدالله بن زياد )) ته بوت او عمر سعد هم په ورپسې ورځ له خپل لښکر سره ښځې ،لوڼې ، کوچنيان او ناروغ علي  بن الحسين کوفې ته راوستل .[7]

او هم  د((قرة بن قيس تميمي )) له خولې وايي : (( هغه مهال يې ،چې ښځې او کوچنيان د حسين او د هغه د يارانو له تنو تېرول په خپلو سترګو مې ليدل ،چې څنګه چغې یې وهلې او خپل مخونه يې وهل ... او د فاطمې د لور زينب دا خبره به مې کله هم هېره نشي ،چې د خپل ورور حسين پر ځمکه  لوېدلې تنه يې وليده،چغه يې کړه : ((يامحمداه يا محمداه ! د اسمان  پرښتې درباندې درود وايي . دا ((ستا)) حسين دى،چې لغړ، په وينو لړلى او وران دانګ پروت دى! يا محمداه! دا ستا لوڼې دي ،چې په اسارت بوتلل کېږي!دا ستا لمسي دي ،چې ټول وژل شوي او دوړي پرې کېني!))

وايي : پر خداى قسم دوست او دښمن يې وژړول )).

او هم،د عمر سعد په امر يې د نورو ((دوه اويا تنو )) شهيدانو سرونه له تنو جلا کړل او شمربن ذى الجوشن ، قيس بن اشعث ، عمروبن حجاج او عزرة بن قيس  ته يې وروسپارل ،چې ((عبيدا لله بن زياد )) ته يې يوسي . [8]

پر وژوونکيو د شهيدانو سرونه ويشل کېږي[سمول]

طبري د ابي مخنف له خولې وايي :  چې حسين بن علي ( رض) ووژل شو، د اهل البيتو او د لارويانو سرونه يې ((عبيد الله بن زياد )) ته راوستل، د (( قيس  بن اشعث)) په مشرۍ د ((کندې )) ټبر، ديارلس سرونه، د ((شمربن ذى الجوشن )) په مشرۍ د ((هوازن)) ټبر، شل سرونه ، د ((تميم )) ټبر اوه لس سرونه ، د (((بني اسد )) ټبر شپږ سرونه ، د ((مذحج )) ټبر، اوه سرونه او نور له اوو سرونو سره ،چې ټول اويا سرونه کېږي ابن زياد ته راغلل .

د حسين قاتل ((سنان بن انس نخعي)) و او سر يې ((خولي بن يزيد)) کوفې ته راوست .  

د عباس بن علي وژونکى ((زيد بن رقاد)) او ((حکيم بن طفيل )) و.جعفربن علي بن ابى طالب،عبدالله بن علي او عثمان بن علي، د عباس  سکه وروڼه او محمد بن علي بن ابى طالب او ابوبکر بن علي هم ، پر هغه ورځ شهيدان شوو.

علي بن حسين بن علي (رض) [( په علي اکبر مشهور)،چې مور يې ((ليلى)) د ((ابى مرة)) لور وه او له مورني اړخ د ابوسفيان لور ((مېمونې )) ته رسېده ] (( مرة بن منقذ )) شهيد کړ.

عبدالله بن حسين بن علي د ((امرءى القيس )) د لور((رباب)) زوى و،چې ((هاني بن ثبيت)) شهيد کړ.علي بن حسين بن علي ( امام سجاد) کوچنى وګڼل شو او ونه وژل شو .[9]

ابوبکر بن حسن بن علي بن ابى طالب ، ((عبدالله بن عقبه)) شهيد کړ او عبدالله بن حسين بن علي ، ((حرملة بن کامل )) په غشي و ايشت .

قاسم بن حسن بن علي ،((سعدبن عمرو)) شهيد کړ او عون بن عبدالله بن جعفر بن ابى طالب ، ((عبدالله بن قطبه)) او محمد بن عبدالله، اسد بن جعفر بن ابى طالب ،((عامربن نهشل )) شهيدان کړل .

جعفر بن عقيل بن ابى طالب ،((بشربن حوط همداني )) شهيد کړ او عبدالرحمان بن عقيل بن ابى طالب،((عمر وبن صبيح)) شهيد کړ.

مسلم بن عقيل بن ابى طالب،په کوفه کې شهيد شو او عبدالله بن مسلم بن عقيل،((عمرو بن صبيح)) يا ((اسيد بن مالک)) شهيد کړ او محمد بن ابى سعيد بن عقيل،(( لقيط بن ياسر جهني)) شهيد کړ.

عمرو بن حسن بن علي هم ماشوم وګڼل شو او و نه وژل شو .[10]


د غزل بابا وايي :

ګرد و د هېبت غوندې چې جمع و د نمر په مخ

څه يخه خندا وه چې ښكاره وه د سحر په مخ

راغلو زيړ زبېخلى سحر رنګ د مازيګر په مخ

شنه د غم لوخړه پنډه شوې د منظر په مخ

غونډه په دې وخت کې د تيرې د بلا سڼنې شوه

نمر په راختو شو پورته ښكته ښكاره رڼې شوه

راغلې تماشو ته اخته وې تماشې په غم

يا د زمانې لړم لړلې وې لشې په غم

تتې له غباره وې صفا د زړه شيشې په غم

لړ زندې ښكاره شوې چې سورې وې پلوشې په غم

راغلې زيړې زيړې  رپېدونكې لړزيدونكې وې

تا به داسې وې چې جوړ د نمر نه غورزيدونكې وې

نمر د نيمايه اسمان نه ښكته ځې تكل كوي

ژرنده د وختونو ده روانه كار د دل كوي

مزكې ته په ښكته په هېبت كاته اجل كوي

ډېرې فرښتې د مرګ  په وړاندې ترېنه زغل كوي

د غزل بابا وايي :

شهادت د حسنينو كوي دا اشارتونه

پکې  پټ دي د نبي د شهادت حقيقتونه

شهادت د خپل نمسي يې د نيكه او ګڼه عين

دى حديث حسين منى وانا من الحسين

سپور په اس د تصور شه چى دى بوځم كربلا ته

دى راغلي دجفا لښكرى زوى د مرتضى ته

نمر د تندر پرده وكړه هېڅ نظر نه كړي دنياته

چى تيرو هم دجنګريز حوصله كړي ده رڼا ته

څه خيمي دي د ساداتو د رضا پکې جپيا ده

څه خيمي ديزيد يانو د ستم پکې غوغا ده

دا حسين دى چىتسليم يې اس نيولي له جلبه

د ژوندون نبضونه تيزدي په امكان راغلي تبه

خو له وركه له هيبته ، ده ګرمى راو يستي ژبه

چى جلوي در سالت پرې قربانيږي له يثربه

د هر څيز د قربانى نه پس په خپله راوتلى

د حجت اتمام په هغو كاندي چا چى دى بللى

چى صورت دامن صلحي په امكان کې پاتى نه شو

چى هېڅ شك يې د جګړى په طوفان کې پاتى نه شو

چه يودوست يې ګير چاپيره په چشمان کې پاتى نه شو

كه يو حر و هغه هم په دى جهان کې پاتى نه شو

ده به پيش ورته قرآن كړو هغو توري بريښولي

چا به غشي ګرتول او چا نيزى به نيغولي

***

يو خوا بل خوا د بيبيانو اسويلي وو

څه سلګۍ د ماشومانو څه زبيرګي وو

څه له اوره پاتې نه شوې په خېمو کې

د چا كوښي پاتې نه شوې په پښو کې

څه پړوني يې ټومبلي په نېزو کې

څه اوچت د كربلا په بړبوكو کې

بې حجابه خاندان د محمد شو

د جفا او د ستم د ظلم حد شو


د غزل بابا وايي :

خوله دې چې مستفيد شي يو معيار دى

كه پوهېږې درته وايم ايثار دى

كه نيكه په انبيا و کې بهتر و

نو نمسى په امامانو کې سرور و

كه نيكه د نبوت د اسمان نمر و

نو نمسى په قربانۍ کې روڼ قمر و

كه نيكه په رسالت کې لا ثاني و

نو نمسى په فربانۍ کې لا فاني و

                                                                *******

شان د خلافت او د عصمت او د عفت لري

ځكه خو دستار په سر د شاه رسالت لري

روح هغه څلور دي خو پنځم يې دا بدن ګڼه

بس خو سر تر پايه يو پېكر يې د پنجتن ګڼه

اس يې مطىن په لار ځي په جست و خېزنه دى

پوهه د خپل سور په زړه چې نېت يې د جنګرېز نه دى

امن په دنيا کې مدعا لري چې تيز نه دى

زوى د محمد اخر زمان دى څه چنګېز نه دى

امن امن صلح صلح غږ د اس قدم قدم

غږ د حق اوهو اوهو اوهو او حق چې اخلي دم

سترګو د دښمن په حيرانۍ ورته نظر اوكه

زړونو پرېشانو پْه درزا ترېنه خطر اوكه

راغى مخامخ مېدان ته غږ زوى د حيدر اوكه

راغله خاموشي شوه پورته ښكته شور سفر اوكه

  حسين د ژوند چينه د كل انسان دپاره دى

نعره د رسالت په كور نسيم كړه د اجل

نه دا چې بوي فقط د ګلستان دپاره دى

مېدان د كربلا نه تر مېدانه د محشر

اولاد د مرتضى خو د مېدان دپاره دى

باران د اوښكو وكړه كه پرې زړه جمع كوې

حاجت د جمعيت د پرېشان دپاره دى

يوه اوښكه لرم، شي دې په مزكه ولې توى

دا ستورى مقدس خو د اسمان دپاره دى

هر كال د قربانۍ نه نوى كيږي د مسلم

مثال د حسين ژوند د مسلمان دپاره دى

ارمان د شهادت وګڼه پلار د هر ارمان

زړګى چې پيدا شوى د ارمان دپاره دى

اكمال د نبوت وي نابينا بې شهادت

وركوټى كسى ژوند د هر چشمان دپاره دى

مسلم د حسين ژوند كه كړي مشعل د خپل عمل

په خداى چې كل جهان د مسلمان دپاره دى

دليل دغه قرآن دى په اولاد د محمد

اولاد د محمد هم، د قرآن دپاره دى

ايثار به د هغوى كړمه يو روح د افسانې

حمزه نوم د حسين يې د عنوان دپاره دى

نبي كه محمد د كل جهان دپاره دى       

د شفق سرخي د وينو دى نشان د حسين

نن معلوميږي رزمخداىخداىګاه هر بيابان د حسين

باد د سبا ځي په دو دو نن د يثرب په طرف

غم د اصغر چې كړې د زلفانې پرېشان د حسين

نخښه دجوش او اشتياق د شهادت ده كه وي

نه منافي دي د رضا چشمې ګريان د حسين

ولې به نه وي په هيبت عرش او كرسي او قلم

چې دي نهر د دريو ورځو ماشومان د حسين

سخته ګرمي محاصره، لوږه، او تنده اله

زين العباد اكبر اصغر او قاسم جان د حسين

چرته زېنب چې نمر سپوږمې يې كړه پرده له مخه

چرته كربل ډك له بلا او خاندان د حسين

د قاسم ناوې له يې جوړ څه په شانه كړو وربل

ګويا چې خور يې په خزان كړو ګلستان د حسين

چرته خنجر د شمر چرته بوسه ګاه د نبي

چرته خزران، چرته ښائسته در دندان د حسين

د آسمان سترګو به دا هم ليدلي نه وو حمزه

په كربلا چې شو ښكاره ورته جولان د حسين

                                                        ******

د نبوي نمر ، رڼا امامه

تياره دې لرې كړه له اسلامه

پېړۍ شوې تيرې لابه تېريږي

قصه د غم به دې نه شي تمامه

مياشت فروري سن يو څلوېښتم وه

زمان څپري کې زما قدم وو

زمونږ ټهېكه وه مور چې بنا وې

تاريخ مې ياد شو چې ديارلسم وو

ترې بې خبره مه شې اى زوىه

دهېندارې نه د زړه يې زدويه

چې پرې لوګي وي د ګناهونو

نيكي كوه ورپسې اى زما پويه

نه يم غلط حرف چې ياد شوم هېر شوم

نه مشتبه يم چې خلاص شوم ګير شوم

زړه مې درياب دى د حكمتونو

نه چې سېلاب يم ، راغلم او تېر شوم

په خوند کې شېر يم په معنى شېر يم

ازاد له هر څه، خو يار ته ګېر يم

ابتدايې ىم ، انتهايې يم

په هر يو رنګ يم ، زبر او زېريم

چې مې په تا شوه ، د خاطر مينه

مينه شوه ورانه ، د تن سنګينه

جبين مې ايښى د نياز تا ته

چې بهره مومم ستا له جبينه

ستا په دولت خو زه پړده نه يم

ستا له امداده په پړده نه يم

زه د خپل رب يم د تا په شانې

د بندګانو پرور ده نه سم

ما وې د زړه كور، دې بى زمانه وو

ودان په ما وو او خپور زما نه وو

چې زه ترې ولاړم هغسې كور دى

نه كور زما نه وو، نه شور زمانه وو

چې ماته ګورې و چاته ګورې

و چاته ګورې ، چى ماته ګورې

ته ماته ګورې، زه تاته ګورم

تاته ګورم، ته ماته ګورې

پرېشاني راوړي، خندا په ګل کې

نغمه ښحي راوړي غم په بلبل کې

كه پرېشاني ده كه غم، ژوندون دى

د شانې ګورې غاښ په كاكل کې

جرمنه ولاړه ، حمله دې ولاړه

طاقت دې ولاړ شو ، مزه دې ولاړه

اوس به باران وي په تا د غم

قوت دې مات شو، شېبه دې ولاړ ه


د غزل بابا وايي :

ورسره چې هغه پاتې دوه اويا وو

خيال اونه كړې د امداد او د وغا وو

خو مثبت د قربانۍ د مدعا وو

لنډه داده چې د كل سره اجزا وو

كه لازمه بې كسي يې وه جمال ته

نو قتال يې هم پكار و څه جلال ته

ميړني پېغمبري زلمي اتلس

ننګيالي و هاشمي زلمي اتلس

كربلا کې كوثري زلمي اتلس

له اسلامه قرباني زلمي اتلس

په محشر کې به اتلس زره قامه

وايه څوك به يې شي  سيال له خاص و عامه

                                                                                      ******

اى فلكه! نه ماتيږي ولې ستا د انصاف تله

د پرې وونو جرګه ژاړي غريو نيولى كهكشان دى

په خولو د مظلومانو هم خړوبه نه شوه تنده

د كوثر په خاوندانو څنګه نوى امتحان دى

د اسلام د تكميل نخښه شوه ښكاره په كربلا کې

دا ايثار چې د حسين و د اسلام  د شان نښان دى

زه حيران يم ورته څنګه د امام قتل اسان و

چې هر يو ته وه معلومه چې دا ځوان په نبي ګران دى

يو تصوير د قربانۍ دى شهادت د حسنينو

كه هرڅو ښكاري خاموشه چې راوايې خلې ګويان دى

حمزه مينه د امام دې كور ښه كړه كه پوهېږې

هم په دغې مېلمنه دې ويران كور د زړه ودان دى


خوشال بابا وايي :

پر يزيد باندى لعنت شه او په اعوان يې

چـې په تيـــغ يې د نبى لمسى مظلوم دى



ارواښاد ګل پاچا الفت وايي :

پر يزيد باندى وريږى تر قيامتـــــه نفرتونه

د حسين په غم كې ژاړي جهانونه عالمونه


د غزل بابا وايي :

اوښكې كډې باروي طوفان د غم شو

شو تازه د زړه زخمونه محرم شو

يو په دوه مې په دې غم د زړګي دم شو

لاسوا مې له دې دمه د زړه غم شو

نن به نه ګڼې دا غم چې پرونى دى

ګويا هر پروسكال يې سګنى دى

زما ضبط او اسويلي مشت اوګرېوان دي

وس ترې درومي كه زبېرګې مې په زړه ګران دي

د زړه څاڅكي د سلګو سره لړزان دي

سترګې دوى ته هغه سترګو ته چشمان دي

ابتدا د غم كومه نوى كال دى

په اول چې زړه خفه شي  بيا خوشحال دى

څوك چې ډېر د امام غم كا ډېر خوشحال شي

دايمان شجر په دې اوښكو نهال شي

د سرور لباس ګنډلى په ملال شي

نقصانونه پېوندونه د كمال شي

اوښكې چرته د ميېن د زړه په تل کې

مينه نه پرېږدي تراوه په خپل محل کې

لوى زنځير درسالت وته نظر كړه

سلسلې د هدايت وته نظر كړه

ولايت او امامت وته نظر كړه

د شروع نه نهايت وته نظر كړه

انبياخداىء خو هميشه د تخم كر كا

امامان يې بيا په وينو او به خور كا

مكمل چې هدايت لره معيار شو

د عاقل فطرت نه خوب ولاړو بېدار شو

دانسان د ارتقاخداىء سرك تيار شو

د ملك نه د خاكي مخکې رفتار شو

وروستو پاتې د صفاتو رنګينۍ شوې

چې حاصل د ذات د وصل شيرينۍ شوې

چې اسلام؛ له محمده مكمل شو

خود پخپله په نبيانو کې افضل شو

اخر کې و، راغلى خو اول شو

اولين او اخرين چې راز و، حل شو


د غزل بابا وايي :

هغه توره چى په بريښ کې رفتار و داجل

هغه توره چى په شرنګ کې يې ګفتار و داجل

وړ نيټه وه داجل د امام لاس کې ښكاريده

په يو وخت کې هر يو كس ته اوږ ديده او لنډيده

اوچيده او څڅخداىخداىيده او كږيده او ستيده

بريښيده او ځلېده او قهريده او موسيده

نه په خود او نه په زغره نه په ډهال حصاريده

نه په زور د زور اور نه په سوال حصاريده

                                                                  *******

د شفق سرخي د وينو دى نشان د حسين

نن معلوميږي رزمخداىخداىګاه هر بيابان د حسين

باد د سبا ځي په دو دو نن د يثرب په طرف

غم د اصغر چې كړې د زلفانې پرېشان د حسين

نخښه دجوش او اشتياق د شهادت ده كه وي

نه منافي دي د رضا چشمې ګريان د حسين

ولې به نه وي په هيبت عرش او كرسي او قلم

چې دي نهر د دريو ورځو ماشومان د حسين

سخته ګرمي محاصره، لوږه، او تنده اله

زين العباد اكبر اصغر او قاسم جان د حسين

چرته زېنب چې نمر سپوږمې يې كړه پرده له مخه

چرته كربل ډك له بلا او خاندان د حسين

د قاسم ناوې له يې جوړ څه په شانه كړو وربل

ګويا چې خور يې په خزان كړو ګلستان د حسين

چرته خنجر د شمر چرته بوسه ګاه د نبي

چرته خزران، چرته ښائسته در دندان د حسين

د آسمان سترګو به دا هم ليدلي نه وو حمزه

په كربلا چې شو ښكاره ورته جولان د حسين

                                                                    ******

وركه بلا د خوار امت كړله بلا د حسين

ځكه د هر مسلمان زړه دى جلوه ګاه د حسين

د تن ويښته د حال په ژبه كړي ثنا د حسين

سخ د هغو سر کې د چا چې وي سودا د حسين

جوړ شو قاصد يثرب ته ځي باد د سبا د حسين

شفق په وينو كړي ژړا په ابتلا د حسين

په ملكوت کې ځاى پځاى دا هسې شور دى ولې

ستم ايجاد فلك د غمه نه نسكور دى ولې

د فرښتو په سر د غم ابر راخور دى ولې

چا كړو ستم مخ د افق داسې تك تور دى ولې

زلفې خورې دې مضطرب ولې بابا د حسين

شفق په وينو كړي ژړا په ابتلا د حسين

د مظلومۍ وايې نوحه وس كربلا د حسين

شفق په وينو كړي ژړا په ابتلا دحسين

راغله دمشق ته قافله چې بنديوان دي همه

پټ په وريځ کې د بلا د برق پشان دي همه

څه سرتور سرې كنډې رنډې يتيمان دي همه

خبر يې دا د محمد د خاندان دي همه

مير د كاروان بسته په اوښ زين العباد حسين

شفق په وينو كړي ژا په ابتلا د حسين


دعاشورا تاريخ په لنډه توګه ويل كېداى نشي؛ ځكه د كربلا پېښه دوه څېرې لري. يوه يې تكه توره او بله يې سپينه او رڼه ده.

كربلا دوه مخې سكه ده، چې يو مخ يې تك تور او د بشري روح بې نهايته ځوړتيا، پستي او انحطاط راښيي او بل مخ يې زښت ډېر سپين او ځلاند دى، چې د انساني روح بشپړتيا راښيي، چې انسان تركومه ځايه الوتلاى شي.


د غزل بابا وايي :

هغه حسن چې په ذات د كبريا کې ځلېده

هغه نمر چې په افق د منشاخداىء کې ځلېده

هغه نور چې د هستۍ په ابتدا کې ځلېده

دعدم وجود په لا او په الا کې ځلېده

جوړه ديد لره خالق ئې ايېنه كړه د هستۍ

بيا په خپل حسن سينه يې ګنجينه كړه د هستۍ

دغه حسن و نبي چې ئې كامل انسانيت كړ

په دربار د سړي توب کې ئې سرخم ملكيت كړ

په اخلاقو د خالق ئې چې د خلقو تربيت كړ

د الحادو كفر شرك ئې له دنيا لرى لعنت كړ

په هموو لويو  لويو مرتبوئې دې نمانځلى

بس خو يو له خدايه پسته دې په ټولو کې ښاغلى

ميېن توب و او كه مينه وه كه رازو كه نيازو


د رسول  الله (ص) حرم کوفې ته بوځي[سمول]

د ابن اعثم په فتوح ، د خوارزمي په مقتل  او نورو کتابونو کې وايي : ((يزيديانو د رسول الله (ص) حرم د بنديانو او اسيرانو په څېر کوفې ته ورسول.خلک يې نندارې ته راوتل ، ژړل يې او چغې يې وهلې ،علي بن الحسين (چې ناروغۍ کمزورى کړى و او په پښو کې يې زولنۍ وې) وويل: ((هن! دوى زموږ په پار ژاړي او چغې وهي! نو موږ  چا وژلي يو؟!))

په دې وخت کې يوې کوفۍ ښځې له لوړ ځايه غږ کړ : (( تاسې  له کومو بنديانو ځنې ياست؟))

  ورته وويل شوو : (( موږ د آل محمد بنديان يو! ))

ښځه په بيړه راکوزه شوه او د اغوستن،جامو ، (او پڼونو ) په راټولو شوه او ور يې کړل [11]

د حضرت زينب عليه السلام وينا[سمول]

بشير بن حذيم اسدي وايي : پر هغه ورځ مې زينب د علي لور وليده ،چې خبرې کوي اوپه رښتيا په ښځوکې مې ښه وينا واله  ترې ونه ليده؛ ته وا د علي بن ابى طالب له خولې خبرې کوي. خلکوته يې اشاره وکړه ،چې چوپ شئ! خلک چوپ شوو او ويې ويل : ستاينه يوازې خداى ته ده ،د خداى درود دې وي پر محمد رسول الله ( ص)  پر سپېڅلي آل يې او پر آل  الله! امابعد ؛کوفيانو! اى دوکه مارو ژمن ماتو چليانو! ژاړئ ؟! دا اوښکې مو بندې مه شه او چغې مو کېمنه ((او بېلګه مو دهغې ښځې په څېر ده،چې  خپل ټينګ ورېشلي تارونه بېرته اومړي [12]))  په خپلو ژمنو کې ټګي کوی! ايا په تاسې کې بې له لاپو کوونکيو، چليانواو ځان ستايو بل څوک موندل کېږي؟ د وينځې په څېر غوړه مالي کوئ او د دشمن په څېرسترګکونه وهئ ، يا د ډېران ګل ياست يا ځانښوونه کوئ ! باخبر،چې ځان ته مو ناوړه توښه زېرمه کړې، د خداى غوسه مو وپېرله او په عذاب کې يې تلپاتې شوئ ! ايا ژاړئ اوچغې وهئ؟! هو، پر خداى قسم ډېر وژاړئ او ډېر لږ وخاندئ ،چې داسې ننګ مو خپل کړى،چې هېڅ څيز يې پاکولاى نشي.هو، څنګه له خپلې لمنې  د جنتي ځوان د ښاغلي او د نېکچاريو د پناه دوژنې ننګ لرې کولاى شئ ؟! اوه ، څه ناوړه پېټى مو پر اوږو کړى. مرګ پر تاسې،چې خوشې خواري کوئ،لاسونه مو پرې او بوختيا مو زيانمنه شوه او د خداى غوسه مو خپله کړه او ذلت اوخوارۍ درته همواره شوه . کوفيانو خوار شئ ! اياپوهېږئ ،چې د رسول الله کوم ځيګر مو څېرې کړ؟ او څه وينه مو تويه کړه ؟ او څه سترمنې مو بې ستره کړې؟ او کوم حريم مومات کړ؟ او د کوم حرمت سپکاوى مو وکړ؟ ((په رښتيا ،چې ناوړه چار مو وکړ؛لکه چې نژدې دى ،چې له امله يې اسمانونه وچوي او ځمکه څېرې شي او غرونه په سختۍ راوغورځي![13] ))

چې  څه مو وکړل د ځمکې او اسمان د پراخۍ هومره ويجاړوونکي؛باور نه کېدونکي،ناوړه او يو احمق چار و! د اسمان د وينې له ورېدو مو تعجب وکړ؟ په يقين ،چې تردې د آخرت عذاب خوراسخت دى او مرسته په درسره ونشي ؛نو کوم مهلت ،چې درکړاى شوى ،زړه پرې مه خوشحالوئ ،چې د عزوجل خداى د عدالت له منګولو ژغورل کېداى نشئ . (هو) داسې نه ده، چې انګېرلې مو ده ؛بلکې پالونکى مو درته په څارنځي کې دى !))

بشير وايي :پر خداى قسم،خلک مې پر هغه ورځ حيران او سرګردان وليدل؛لکه چې ته وا، نشه او بې موخې ول.ژړل يې او په خپګان کې وو. چغې يې وهلې او خواشیني یې کوله او پر خولو يې لاسونه ايښي وو .

يو کوفي بوډا مې تر څنګ ژړل،چې ږيره يې په اوښکو لمده وه او ويل يې: (( موروپلارمې درځار! رښتيا مشران مو  غوره مشران،ځوانان مو غوره ځوانان او ښځې مو غوره نېکچارې او ځوځات مو خورا غوره ځوځات دى ، چې نه خوارېږي اونه مغلو بېږي[14]))

د امام حسين د لور فاطمې وينا[سمول]

په مثير الاحزان او لهوف کې وايي: کوچنۍ فاطمې په خبرو لګيا شوه او ويې ويل : (( ستاينه د خداى وړ ده .د شګو اوکاڼو په شمېر او د عرش  او فرش د دروند والي هوموه يې ستايم ،ايمان پرې راوړم او توکل پرې کوم او ګواهي ورکوم،چې يوازې الله  د نمانځنې وړ دى او محمد يې بنده او استازى دى،چې لمسي يې د فرات پر تړانګه ذبح او حلال کړاى شول؛بې له دې ،چې د چا کسات ورترغاړې و! خدايه ، له دې پناه دروړم، چې دروغ درپورې وتړم يا د هغه څه پر خلاف خبره وکړم ،چې پر هغه دې نازل کړي دي . د هغو ژمنو په  باب خبره ،چې د هغه وصي علي بن ابى طالب نه دې اخستې وې .هماغه مخکېنى وژل شوى – چې د خپل زوى په څېر، پرونى وژل شوى – ووژل شو. د خداى په يوه کور کې ، د يو شمېر په خوله مسلمانانو په مخکې .پر هغوى دې مرګ وي ، چې پر ژوندونې او مړينې يې ترې دفاع ونه کړه . تر دې ، چې نېکنامى او نېک اندي دې د ځان پر لور وباله او ستا په لار کې د هيچا له ټپسورۍ ونه ډار شو.د دنيازاهد او ستا د لارې مجاهد ،چې پر خپله سمه سيده لار دې هدايت کړى و. اما بعد؛ کوفيانو ! ټګانو،دوکه مارانو او ځانښوونکيو! موږ داسې اهل بيت يو،چې خداى موږ په تاسې او تاسې په موږ ازمېښت کړئ. زموږ ازمېښت يې ښه کړ  او خپله پوهه يې راکړه،چې د الهي علم ځاى وسو. په خپل عزت يې درانه او عزتمن کړو او په خپل نبي؛محمد (ص) يې پر ډېرى مخلوقاتو غوراوى راکړ . خو تاسې دروغجن  وګڼلو،زموږ وژنه مو حلاله او  د شتمنيو لوټ مو روا وباله؛لکه چې ته وا،د ترک يا کابل والا يو.اوس مه خوشحالېږئ،چې زموږ وينه مو تويه کړې او شتمني مو لوټ کړې ده،چې الهي عذاب رانغاړلي ياست او سختي يې رارسېدلى ده او پر ظالمانو د خداى لعنت دى.کوفيانو،مرګ درباندې! رسول الله مو د کومې وينې پوروړى و اوکومه ديه مو ورپورې وه،چې دهغه له ورور علي بن ابيطالب ؛زما له نيکه او له ځوځات سره يې داسې وچلېدئ ،چې وياړمن مو پرې ووياړېده او ويې و يل : موږ علي اواولاد يې وواژه،په هندي تورو او نېزو  او د ترک د بنديانو په څېر يې ښځې مو بنديانې کړې او ښه مو وځغلول ! [15] پر خولو مو خاورې !دهغه قوم په وژنه وياړئ ،چې خداى په خپل کتاب کې سپېڅلي کړي او هر ډول چټلي يې ترې لرې کړې ؟! د خپل پلار په څېر دې د پښو پر سر کېنه او هر څوک خپلو لاس ته راوړونو ته ور رسي،چې خداى څه راکړي ؛نوکينه راسره کوئ ؟  ((دا د خداى لورنه ده ،چې چا ته يې وغواړي ورکوي يې او چې چا ته خداى خپله رڼا ورکړې نه ده ،رڼا به ونه لري [16]))

ناڅاپه ټول په ژړا شوو او يې ويل : د پاکانو زوکړې بس دى ! زموږ په زړونو کې دې اورونه رابل کړل او ژبغړاندې دې کړل )) او چوپه شوه .

د ام کلثوم وينا[سمول]

راوي وايي: ام كلثوم (د امام حسين خور) په ژړغوني ستوني وويل: كوفيانو! حال مو ناوړه وسه! څه مو وكړل؟! له حسين سره مو خيانت وكړ، هغه مو يوازې پرېښود،ومو واژه، شتمني يې لوټ شوه او ښځې يې بنديانې شوې،مرګ او نابودي مو په برخه شه. پوهېږئ،چې څه بلا مو پر ځان راوړه او څومره ستره ګناه مو كړې، كومه وينه مو تويه كړه او كوم ستر چارمو وكړ او كومه شتمني مو لوټ كړه؟ تاسې تر رسول اكرم وروسته غوره وګړي ووژل؛ خو بيا هم د خداى ګوند بريالى دى او د شيطان ګوند ماته خوري او بيا يې دا بیتونه وويل :

قتلتم اخى صبرا فويل لامکم

ستجزون نارا حرما حرها يتوقد

سفکتم دماء حرم الله سفکها

وحرمها القرآن ثم محمد

الا فابشروا بالنار انکم غدا

لفى سقر حقا يقينا تخلدوا

و انى لابکى فى حياتى على اخى

على خير من بعد النبى سيولد

بدمع غزير مستهل مکفکف

على الخد منى ذابيا ليس یجمد


"زما مظلوم ورور مو ډېر ناوړه وواژه،پر تاسې دې افسوس وي،ډېر ژر به سوځونده اور درنه چاپيره شي، داسې وينې مو تويې كړې، چې خداى يې وژل حرام كړي وو،قرآن او پېغمبر يې درناوى كړى؛نو د ابدي جهنم زېرى دركوم،زه هم چې ژوندۍ يم،د ورور پر وير به ژاړم، پر هغه غوره انسان،چې تر رسول اكرم وروسته زېږېدلى، تل به مې اوښكې پر مخ روانې وي او وچې به نشي" بيا خلكو په كوكو او نارو سرو پيل وكړ".[17]

آل البيت په دار الاماره کې[سمول]

[ پرتا افسوس ! خپلو شاو خوا ناستو ته يې وويل ! وګورئ ،چې د ځوانۍ منګ ته رسېدلى که نه؟ پر خداى قسم يو نارينه راته ښکاري ! [18]

راوي وايي :مرى بن معاذ وپلټه  اوويې ويل: هو، بالغ شوى دى. ابن زياد وويل : ويې  وژنئ ! ]

ابو مخنف وايي : بيا عبيدالله  بن زياد امروکړ،چې د حسين سرپه نېزه کړئ او د کوفې په کوڅو کې يې وګرځوئ

مدينه د امام  له شهادته خبرېږي[سمول]

طبري د ((عوانة بن حکم ))له خولې وايي : چې عبيدالله بن زياد حسين بن علي وواژه او سر يې ورته راوست (( عبدالملک  بن ابى حارث )) يې راوغوښت او ورته يې وويل : مدينې ته ورشه او ((عمروبن سعيد بن عاص)) ته د حسين  دوژنې زېرى ورکړه! ده پلمه وکړه ؛خو ابن زياد يې پلمه ونه منله او ويې رټه او ويې ويل : ((چټک ځه،چې مدينې ته ورسې ،هسې نه ،چې دا خبر مخکې درنه ورسي !)) بيا يې يو څه دينار او سره ورکړل او ورته يې وويل : (( پلمه مه کوه ! که سپرلۍ دې په لارکې پاتې شوه ،بله سپرلۍ ونيسه ! ))

عبدالملک وايي : مدينې ته ورغلم،يو قريشي وليدم ،ويې پوښتل: څه خبره ده؟ ومې ويل : خبر خو د مدينې له امير سره دى !

او هغه وويل : (( انالله  وانااليه راجعون )) حسين بن علي ووژل شو ! ))

بيا عمروبن سعيد ته ورغلم،راته يې وويل : له کوفې څه خبر دى ؟

ومې ويل :هغه خبر،چې  امير پرې خوشحالېږي،حسين بن علي ووژل شو!

ويې ويل : وژنه يې چار کړه! همدغسې مې وکړل او پر خداى قسم  پر حسين مې د بني هاشمو د وير په څېر ونه ليد ! او عمروبن سیعد ،چې دا وير واورېد، ويې ويل :دا  د عثمان بن عفان په بدل کې وير دى! بيا يې خلک پر منبر د حسين له وژل  کېدو خبر کړل .

په اغاني کې وايي : چې حسين له مدينې ووت،عمروبن سعيد خپل امنيه قومندان ته امر  وکړ، چې د بني هاشمو کورونه ويجاړ کړي او همدغسې وشول اوپرېمانه زيانونه ورورسېدل .[19]

طبري وايي : چې ((عبدالله بن جعفر)) له حسين سره د دوو زامنو له وژنې خبر شو،ځينې مواليان او يو شمېر خلک  تسليت ته ورغلل او يو مريي يې ( په احتمال ابوسلاس ) وويل : (( د حسين له لاسه په دې کړاو اخته شو! )) عبدالله د څپلۍ ګوذار پرې وکړ او ويې ويل :((د چټل زويه ! حسين ته داسې وايې؟ پر خداى قسم که ترڅنګ يې واى، ترمرګه ترې نه بېلېدم  پر خداى قسم،له زامنو مې ځکه خوشحال يم او دا مصيبت راته خوندور دی،چې دوی زما له ورور او د تره له زوى حسين سره شهيدان شوو، که پخپله مې يې مرسته و نه کړاى شوه ، زامنو مې يې مرسته وکړه))

راوي وايي : چې مدينې ته د حسين د شهادت خبر راغى ،د عقيل بن ابى طالب لور له خپلې کورنۍ سره ، سرلوڅې او په پڼوني کې دباندې راووته اوويې ويل :

ما ذا تقولون ان قال النبى لکم

ماذا فعلتم و انتم آخر الامم

بعترتى و باهلى بعد مفتقدى

منهم اسارى و منهم ضرجوابدم


که پېغمبر درته ووايي : تاسې ،چې له وروستيو امتونو ځنې وئ ،تر ما وورسته مو زما له ځوځات او اهل بيتو سره څه وکړل،چې ځينې بنديان او ځينې يې په وينو لړلي دي ؟ څه ځواب ورکوئ ؟

خاورو ته د شهيدانو د تنو ورسپارل[سمول]

مسعودي په اثبات الوصيه کې وايي : امام زين العابدين د محرم پر ديارلسمه د خپل پلار ښخولو ته کربلا ته ورغى .[20] شيخ مفيد په ارشاد کې وايي :چې عمر سعد له کربلا ووت،يو شمېر د بني اسد ټبر،چې په غاضريه کې مېشت وو، وژنځي ته ورغلل او پر حسين او يارانو يې د جنازې لمونځ وکړ او حسين په همدې ځای کې، چې اوس يې قبر دى  ښخ کړ او علي بن الحسين يې پښو ته ښخ کړ او د اهل بيتو او د حسين ياران يې د حسين  پښو ته نژدې ورښخ کړل او عباس بن علي يې په هماغه ځاى کې ښخ کړ،چې وژل شوى و او اوس يې قبر دى . [21]

يزيد د امام حسين له وژنې خبرېږي[سمول]

طبري په خپل سند روايت کړى او وايي : چې حسين ووژل شو او بنديان يې کوفې ته عبيدالله بن زياد ته راوستل ؛نو په بند کې وو،چې په يوې تيږي پورې يو ليک تړل شوى و او په زندان کې راولوېده. په ليک کې کښل شوي وو: (( ستاسې د هوډ په اړه ، پر پلانۍ ورځ يو استازى ، د يزيد بن معاويه پر لور ورخوځېدلى او څو ورځې کېږي ،چې پر لار دی اوپر پلانى ورځ راستنېږي؛نو که د تکبير غږ مو واورېد،پر خپلې وژنې يقين وکړئ او که تکبير مو وانه ورېد، ان شاء الله بچ ياست )) 

وايي : د استازي راستنيېدو  ته دوه يا درې ورځې پاتې وې،چې بيا يو تيږه له يوه ليک او يوه تيغ سره په زندان کې راولوېده،په ليک کې کښل شوي و : ((وصيت  وکړئ او چمتوشئ ،چې پر پلانۍ ورځ دراستول شوى استازي دررسي ! ))

استازى راغى او د تکبير غږ وانه ورېدل شو؛خو يو ليک راغى ،چې پکې ليکل  شوي وو: ((بنديان راولېږئ [22])).

د اهل البيتو بنديان د خلافت پلازمېنې ته بوځي[سمول]

طبري وايي : (( ابن زياد حکم وکړ،چې د حسين ښځې اوکوچنيان دې چمتو شي او امر يې وکړ ،چې علي بن الحسين دې زولانه کړي . بيايې له ((مخفر بن ثعلبه عائذي)) او((شمربن ذى الجوشن)) سره شام ته يزيد ته ولېږل او علي بن الحسين په لارکې له هيچاسره خبرې ونه کړې .

د ابن اعثم په فتوح کې راغلي دي : ابن زياد ((زحر بن قيس جعفي)) راوغوښت او د حسين بن علي – رضى الله عنها – او د وروڼو سرونه يې او له علي بن الحسين سره يې او د اهل بيتو اولارو يانو (رضى الله  عنهم) سرونه يې وروسپارل. بيا يې علي بن الحسين وغوښت او له خپلو خويندو، ترورګانو او نورو ښځوسره يې يزيد بن معاويه ته ولېږل .

وايي : دې ټولي د رسول الله (ص) حرم له کوفې تر شامه منزل په منزل او کلي په کلي په لغړو او ناهموارو سپرليو ( لکه د ترک او ديلم بنديان ،چې ځغلوي ) د يزيد دربار ته بوتلل!


خوشال بابا وایي :

په يزيد باندې لعنت شه په اعوان يې[سمول]

چې په تېغ يې دنبي لمسى مظلوم دى[سمول]

                                             

يزيد او درباریان یې د آل البيت بنديانو ته[سمول]

ښه راغلاست وايي[سمول]

زهري وايي :چې شام ته يې د شهيدانو سرونه راوستل، يزيد ،چې د جېرون پر لوړو په يوه منظره کې ناست و ، له ځان سره وويل :

لما بدت تلک الحمول و اشرقت

تلک الشموس على ربى جيرون

نعب العراب فقلت صح اولا تصح

فلقد قضيت من الغريم ديونى


چې دا محموله راښکاره او وځلېده، د جېرون پر لوړو هغه لمرونه، کارغه کاغ کاغ وکړ او ومې ويل ! سم يا ناسم ، په هرحال،له پوروړي مې خپل پورواخست ! [23]

له شمره د ام کلثوم غوښتنه[سمول]

په مثير الاحزان او لهوف کې وايي : چې  دمشق ته ورنژدې شوو، ام کلثوم شمر ته وويل  :يوه غوښتنه درنه لرم .

شمروويل : څه غواړي ؟

ويې ويل : ښار ته ،چې مو ورننباسې ؛نو په داسې وره مو ورننباسه،چې ډېر پام راوانه وړي او امر وکړه ،چې سرونه له دې محملو دباندې او له موږ يې لرې کړي ،چې ( پرکوم حال يو) په زياتو ليدو يې خجالت کېږو!

خو شمر يې په غبرګون کې امر وکړ : سرونه په محملو کې پر نېزو کړﺉ او د نندارچيانو ترمنځ يې تېر کړل ،چې د دمشق وره ته ورسېدل .

د شاميانو اختر[سمول]

خوارزمي له ((سهل بن سعد)) روايتوي :((بيت المقدس)) ته ولاړم او په لار کې شام ته ورسېدم،داسې ښار،چې خپرې ورې ويالې او بې شمېره ونې پکې وې،خلکو يې پردې او ورېښم راځوړند کړي وو او په خوشحالۍ يې يو بل ته مبارکي ويله او ښځو په نڅا ډهول او چمبه وهله! له ځان سره مې وويل : ښايې شاميان کوم اختر لري ،چې موږ ترې ناخبره يو ! په دې وخت کې مې يوه ډله وليده،چې په خپلوکې خبرې کوي : ورته مې وويل : تاسې په شام داسې اختر لرئ ،چې موږ ترې ناخبره يو ؟!

ويي ويل : مشره؛لکه چې مسافر يې ؟

و مې ويل :زه سهل بن سعد يم . رسول الله (ص) مې ليدلى او خبرې يې مې اورېدلي دي .

ويې ويل : سهله ! حيران يې داچې له اسمانه ويني  نه اوري او ځمکه يې خپل اوسېدونکي نه راکاږي ؟!

ومې ويل : ولې ؟

ويې ويل :دا د رسول الله د زوى ؛حسين سر دى ،چې له عراقه شام ته راوستل کېږي او دا دى دلته رارسي! ومې ويل :واى! واى ! د حسين سر راوړل کېږي او دا خلک خوشحالي کوي ؟! پر کوم يو وره راننووځي ؟ د ساعات په نوم يو وريې راوښود. زه ورغلم او ولاړوم ،چې ناڅاپه بيرغونه راښکاره شوو او يو سپور له يوې نېزې سره ،چې سر ورباندې و، راورسېد، سر،چې رسول الله (ص) ته خورا ورته و او ورپسې  په لغړو اوښانو ښځې سپرې وې !

د سکينې غوښتنه[سمول]

سهل بن سعد وايي : يوې ښځې ته ورنژدې شوم، و مې ويل : نجلۍ ، ته څوک يې ؟

ويې ويل :سکينه د حسين لور !

ورته مې  وويل : څه غوښتنه خو نه لرې؟

زه سهل بن سعد يم ،چې ستا نيکه مې ليدلى او خبرې يې مې اورېدلي.

ويې ويل :سعده !دا سر،چې له چاسره دى، ورته ووايه :سر دې تر موږ مخکې مخکې بوځي ،چې د خلکو ورته پام وي او موږ ته و نه ګوري،چې موږ د رسول الله حرم يو!

وايي: نېزه وال ته ورغلم اوورته مې وويل :چمتو يې ،چې څلور سوه ديناره درکړم اوغوښتنه مې ومنې ؟! ويې ويل :څه غواړې؟

ومې ويل :دا سر ددې کورنۍ په مخ مخ کې کې بوځه، دغسې يې وکړل او ما هم خپله ژمنه ورسره پوره کړه.[24]

پلازمېنې ته د اهل البيتو د بنديانو ورننووتل[سمول]

ابن اعثم او نورو روايت کړى او وايي :د رسول الله(ص) حرم يې راوست او د ((باب توما)) په وره يې دمشق ښار ته رادننه کړل او د جومات په درشل کې يې وساتل ،چې بنديان پکې ساتل کېدل.په دې وخت کې يو بوډا ورنژدې شو  او ويې ويل : ((د هغه خداى ستاينه ،چې تاسې يې ووژلئ او له منځه يې بوتلئ او مشران يې ستاسې له شره بې غمه کړل او اميرالمؤمنين يې درباندې لاسبرى کړ!))

علي بن الحسين(رض) ورته وويل : (( بوډا! قرآن دې لوستى؟))

ويې ويل : (( هو))

ورته يى وويل : په دې آيت پوه شوى يې : قُل لَّا أَسْأَلُكُمْ عَلَيْهِ أَجْرًا إِلَّا الْمَوَدَّةَ فِي الْقُرْبَى: ووايه ، ((زه له تاسې پر خپل رسالت هېڅ بدله نه غواړم ؛خو(زما) له خپلوانو (=اهل بيتو)سره مينه (هرومرو غواړم[25]) ))

بوډا وويل : هو، لوستى مې دى .

علي بن الحسين رضى الله عنه وويل :  بوډا: موږ هغه خپلوان يو !)) په بني اسراييل سورت کې دې دا آيت لوستى :(( وَآتِ ذَا الْقُرْبَى حَقَّهُ؛او د خپلوۍ حق يې ورکړه[26] ))

بوډا وويل :((هو لوستۍ مې دى))

علي (بن الحسين ) رضى الله عنه وويل : ((بوډا! هغه خپل موږ  يو)) په رښتيا دا آيت دې هم لوستى: ((وَاعْلَمُواْ أَنَّمَا غَنِمْتُم مِّن شَيْءٍ فَأَنَّ لِلّهِ خُمُسَهُ وَلِلرَّسُولِ وَلِذِي الْقُرْبَى. او پوه شئ، ،چې هر ډول غنيمت ترلاسه کوئ، پينځمه يې د خداى ،پېغمبراو خپلوانو (يې) ده ...[27]))

بوډا وويل :((هو لوستى مې دى))

علي ( بن الحسين) وويل :(( بوډا.دا خپلوان موږ يو .)) ايا دا آيت دې لوستى: إِنَّمَا يُرِيدُ اللَّهُ لِيُذْهِبَ عَنكُمُ الرِّجْسَ أَهْلَ الْبَيْتِ وَيُطَهِّرَكُمْ تَطْهِيرًا ؛بېشکه خداى يوازې غواړي ،چې له تاسې ((اهل البيت = نبوي کورنۍ )) پليتي اوګناه لرې اوبشپړ مو سپېڅلي کړي [28]))

بوډا وويل : ((هو)).

علي (بن الحسين ) وويل : موږ هماغه اهل البيت يو،چې د سپېڅلتيا په آيت ځانګړي شوي يو ! ))

راوي وويل : بوډا څه وخت چوپ،پښېمانه او سرکوزى شواو بيا يې سر اسمان ته پورته کړ او ويې ويل: (( خدايه!چې څه مې وويل او کومه کينه مې ،چې له دې قوم سره وښووله ، توبه مې وکړه. خدايه ! د محمد او آل محمد (د پېريانو او انسانانو) له دښمنانو (یې) کرکجن يم او پناه دروړم )).

د يزيد په ناسته  کې د آل البيت اسيران[سمول]

طبري وايي: يزيد بن معاويه د شام مشران راوبلل او په خپل شاوخوا کې يې کېنول او بيا يې علي بن الحسين ،کوچنيان او ورسره ښځې راوغوښتې او مخامخ يې ورته کېنولې .

ابن جوزي او نور وايي : د رسول الله کړوسيان،کوچنى نجونې او هکان په رسۍ تړل شوي وو [29]!

  طبري اونور وايي : چې  د يزيد پر وړاندې يې د امام حسين سر او دهغه د اهل بيتو او يارانو سرونه کېښوول؛ يزيد وويل :

يفلقن هاما من رجال اعزة

علينا و هم کانوا اعق و اظلما


هسک سرونه له سترو خلکو جلا شوو ،چې ځانونه یې راباندې لوړ ګنل، حال داچې خورا نامهربانه او ډېر ظالمان وو!

په دې وخت کې  د مروان ورور ؛(( يحيى بن حکم )) وويل :


لهام بجنب الطف ادنى قرابة

من ابن زياد العبد ذى الحسب الوغل

سمية امسى نسلها عدد الحصى

و بنت رسول الله ليس لها نسل


د طف ( = کربلا) ترڅنګ هسک سرونه ،چې په خپلوۍ کې تر ابن زياد ه  خورا نژدې، د پليد مريي د مريي زوى وو! د سميه ځوځات د شګو په شمېر دى او د رسول الله  ځوځات خوڅه ځوځات نه لري!

يزيد،يحيى  پرسينه وواهه ،چې چوپ شه ![30]

له  يزيد سره د امام سجاد خبرې اترې[سمول]

په مثير الاحزان کې وايي : علي بن الحسين يزيد ته وويل :(( د خبرو اجازه راکوې؟ ))

يزيد وويل :((خبرې وکړه ؛خو پرتې به نه وايې!))

علي بن الحسين وويل : (( اوس په يوه داسې موقعيت کې يم ،چې په څېر سره به مې پرتې نه ښايي!

ستاپه ګومان که رسول الله (ص) مې په زولنو او ځنځيرونو کې وويني،څه به وايي؟

يزيد خپلو شاوخوا ته وويل : (( زولنۍ ترې ايسته کړئ! [31]))

په طبري تاريخ او نورو کتابونو کې راغلي دي،چې : يزيد،علي بن الحسين ته وويل:((پلار دې هماغه دى،چې خپلوي یې راسره ونه پاله او د خپلوۍ تړاو يې پرې کړ او زما حق يې پر رسميت ونه پېژانده او زما له واکمنۍ سره يې لانجه وکړه او خداى ورسره هغه وکړل ،چې دې وليدل!))

او علي بن الحسين دا آيت ولوست :   ((مَا أَصَابَ مِن مُّصِيبَةٍ فِي الْأَرْضِ وَلَا فِي أَنفُسِكُمْ إِلَّا فِي كِتَابٍ مِّن قَبْلِ أَن نَّبْرَأَهَا إِنَّ ذَلِكَ عَلَى اللَّهِ يَسِيرٌ [32] ))

يزيد خپل زوى خالد ته وويل : ((ځواب يې ورکړه)) خالد ځواب ورنکړاى شو او يزيد ورته وويل: ووايه :ما اصابکم ... عن کثير )) [33]

يو يهودى عالم يزيد پوښتي[سمول]

ابن  اعثم وايي :  په دې غونډه كې يو يهودى عالم ناست و،ويې پوښتل : دا ځوان څوك دى؟[سمول]

يزيد وويل : د دې سر خاوند يې پلار دى .

يهودي وويل: دا د چا سر دى؟

يزيد وويل: حسين د علي بن طالب زوى .

يهودي وويل: مور يې څوك ده ؟

يزيد وويل: د محمد ( ص ) لور فاطمه .

يهودي عالم په ډېره حيرانۍ وويل : دا ستاسې د پېغمبر د لور زوى دى، چې د هغه تر مړينې وروسته مو په بيړه وواژه ؟ !تاسې خو د پېغمبر د اولادې په باب ډېر ناوړه ځايناستي وسئ. پر خداى قسم كه موسى بن عمران له خپل ځوځاته موږ ته زوى پريښى واى؛نو موږ به بې له خدایه یې بندګي كوله او ستاسى خو لا پرون پېغمبر مړ شوى،راپاڅېدئ او دهغه زوى مو وواژه مخ مو تور شه اى ناوړه امته ! "

يزيد حكم وكړ : له مرۍ يې ونيسئ، يهودي عالم وويل : "هر څه چى راسره كوئ، ويې كړئ، كه مې وژنئ که وهئ که خوشې كوئ ما په تورات كې ليدلي، چې كه څوك د پېغمبر ځوځات ووژني د عمر تر پايه به مغلوب وي او چې ومري خداى يې جهنم ته ورننباسي." [34]


يو شامي د پېغمبر اکرم (ص) ځوځات په وینځتوب غواړي

طبري د ((حسين د لور فاطمې )) له خولې وايي : په دې  غونډه کې يو سورمخى شامي راپاڅېد او يزيد ته يې وويل : اميرالمؤمنينه! دا جلۍ راكړه ،چى وينځه مې شي (او مطلب يې فاطمه د امام حسين لور وه) . فاطمه وايي: ولړزېدم او پر ژړا شوم او ګومان مې وكړ،چى دا كار به روا بولي؛نو د مشرې ترور (عمه) خوا ته كېناستم؛ځكه پوهېده،چې دا كار ناشونى دى. "

زينب بي بي يې په ځواب كې وويل : "پر خداى قسم دروغ دې وويل او ځان دې پریوتې او ټيټ وښووه،دا كار نه ستا او نه دې ته وړ دى . "

يزيد غوسه شو،ويې ويل: "پر خداى قسم ، دروغ وايې ، دا كار راته روا دى،كه وغواړم؛نو كولاى يې شم ".

زينب بي بي ورته وويل: "پر خداى قسم داسې نه ده ! خداى درته نه دى روا كړى؛خو دا چى زموږ له دينه ووځې او پر بل دين شې. "

يزيد په ډېره غوسه وويل : " داسې مقابله راسره كوې؟ هغوى چې له دينه وتلي وو،ستا پلار او ورور و. "

زينب بي بي ورته وويل : تا، پلار او نيکه دې، زما د پلار ، ورور او نيکه له لارې د خداى د دين ښوونه تر لاسه كړه. "

يزيد وويل : " د خداى دښمنې دروغ وايې".

زينب بي بي وويل : " ته اوس ځواكمن يې، كنځې او زور غږوې".

فاطمه د امام حسين لور وايي: " پر خداى قسم يزيد شرمنده او چوپ شو. " شامي غوښتنه بیاځلې تكرار كړه " چې دا نجلۍ راوبښه" ، يزيد چې هغه پاخه ځوابونه اورېدلي وو، په تونده او غوسه يې وويل :[35]  "ورك شه ! خداى دې ژر را نه واخله" [36]

د یزید په مخ کې د امام حسين سر[سمول]

ابن اعثم اونوروايي : يزيد ته يې د سرو په كاسه كې د امام حسين سر ايښى و، يزيد همسا راوغوښته او د حسين په غاښونو يې وهله،ويې ويل: ابوعبدالله ! څومره ښكلي غاښونه لرې! "

په دې وخت كې يو اصحابي " ابوبرزه اسلمي" (۱) يزيد ته وويل : " ته خو په همسا د حسين شونډې او غاښونه وهې؟ ! پوه شه ،چى ستا همسا د حسين شونډې چيچي او ازاروي يې او ما څو څو ځلو ليدلي، چې پېغمبر به دغه شونډې ښكلولې او رودلې. يزيده ! پوه شه،چې د قيامت پر ورځ به ستا شفيع  ابن زياد وي او د حسين به محمد (عليه السلام ) وي! " (۲) بيا له غونډې پاڅېد او ولاړ . [37]

په لهوف کې له امام زين العابدين روايتوي: چې د حسين (رض) سر یې يزيد ته راوست ؛نو د شرابو ناسته پاسته يې جوړوله او د حسين سر به يې په مخ کې ايښووه او شراب به يې څښل .يوه ورځ د روم د پاچا استازى ،چې ځايي مشر هم و،د يزيد په غونډه کې و او يزيد ته يې وويل : ((د عربو پاچا! دا د چا سر دى ؟))

يزيد وويل :(( له دې سر سره دې څه کار؟))

ويې ويل :(( چې پاچا ته مې ورستون شم،چې څه مې ليدلي رانه پوښتي او ښه مې راځي ،چې ددې سر او خاوند داستان يې ورته ووايم،چې په ښادۍ کې دې شريک شي ))

يزيد وويل : دا د حسين بن علي بن ابى طالب  سر دى ))

رومي وويل : ((مور يې څوک ده ؟))

يزيد وويل : ((فاطمه  د رسول الله(ص)  لور)) .

نصراني وويل : ((زما دين ستاسې تر دينه خورا غوره دى .پلار مې د داود عليه السلام له اولادې  دى،حال داچې  زما او ترمنځ يې زيات پلرونه واټن  شوي؛خو بيا هم نصارا مې عزت او درناوى کوي؛خو تاسې د خپل پېغمبر د لور زوى وژنئ ، حال داچې د هغه او پېغمبر ترمنځ مو يو مور واټن دى! داکوم دين لرئ ...؟ [38]

یزید د ابن زبعري اشعار وايي[سمول]

ابن اعثم ،خوارزمي ،ابن کثير او نور وايي :یزید د ابن  زبعري دا شعر ونه وويل :

ليت اشياخى ببدر شهدوا

جزع الخزرج من وقع الاسل

الاهلوا و استهلوا فرحا

ثم قالوا يا يزيد لا تشل

قد قتلنا القرم من ساداتهم

وعدلنا ميل بدر فاعتدل


1 _كاشكې د بدر په جګړه كې زما د قوم مشران واى،چې ليدلي يې واى، چې ما څه وكړل .

2 _ چې شاباسی او آفرين يې راكړى واى او خوښ شوي واى او راته يې ويلي واى : يزيده ! په لاسونو دې بركت شه "

3 _ ما ددې قوم مشران او ښاغلي ووژل او د بدر غچ مې ترې واخست او سر پر سر شول "

بيا يې خپل يو بيت پرې ورزيات كړ،ويې ويل : " زه به د عتبه له اولادې نه يم، چې د احمد له اولاده او څه يې چې تر سره كړې غچ وانخلم" [39]

د سبط ابن جوزي حنفي په تذكرة الخواص الامه كې راغلي  : "په ټولو روايتونو كې مشهوره داده، چې، يزيد د امام حسين سر ځانته مخامخ كېښود او د شاميانو په مخ كې يې پر همسا واهه او د " ابن زبعرى " اشعار يې ويل او بيا يې دا لاندې دوه بيتونه پرې ور زيات كړل:  " بني هاشمو له پاچاهۍ او سلطنت سره لوبې وكړې، نه له آسمانه خبره راغله او نه وحې را کېووته .

زه به د ((خندف)) له ټبره نه يم، چى د احمد له اولاده او څه يې چې كړى ، غچ وانخلم " [40]

  ليکوال (عسکري) وايي: داچې د ((ابن زبعري)) اشعار مشهور وو او راويانو د يزيد تر ويلو وړاندې روايت کړي وو ؛ نو دا چې يزيد وويل او دويم ، څلورم او پينځم بيتونه يې پرې ورزيات کړل؛نو راويانو دا بيتونه د يزيد له خولې روايت کړل او احيانا د يزيد پر زياتونو يې خپل محفوظات هم ورزيات کړل؛نو ځکه پکې ځينې اختلافات رامنځ ته شوي؛لکه چې مخکې مو د امام زين العابدين په روايت کې وليدل ،چې يې وويل : (( يزيد د شرابو ناسته پاسته جوړوله او د حسين سر يې راوغوښته او په خپل مخ کې يې ايښوده او شراب يې څښل )) دا روايت هم د ګڼ شمېر رواياتو لامل شوى ،چې د يزيد غونډه او د حسين له سرسرى چلن يې په داستاني ډول روايت  کړى دى .

په دار الخلافة کې د حضرت زينب  خبرې[سمول]

په مثيرالاحزان او لهوف کې وايي : پسې زينب (کبرا) د علي بن ابى طالب لور پاڅېده او ويې ويل : " د پالونکي خداى ستاينه ده ، پر "محمد او آل محمد" دې درود وي، سبحان خداى څومره رښتيا ويلي چې: [ثُمَّ كَانَ عَاقِبَةَ الَّذِينَ أَسَاؤُوا السُّوأَى أَن كَذَّبُوا بِآيَاتِ اللَّهِ وَكَانُوا بِهَا يَسْتَهْزِئُون[41] - د ګناهكارانو او بدكارانو عاقبت او پاى دا وي، چې زموږ آيتونه دروغ ګڼي او ملنډې پرې وهي "] يزيده ! څه خيال كوې؟ ګومان كوې چې ځمكه مې پرې تنګه او آسمان مې ورباندې راټيټ كړى او د بنديانو په څېر مو يوه خوا او بله خوا وړې راوړې، چى دا كار به د خداى پر وړاندې زموږ مقام راټيټ كړي او ته به پر دې ظاهري بريا خداى ته ستر او عزتمن شې؟ غړۍ دې پورته نيولې او خپل تېر آر ته ستون شوى يې، خوښ او مست يې،چې د دنيا چړچې دې ځان ته برابرې كړې،اوس چې دې زموږ پر ملك او سلطنت قبضه كړې، دغسې چارې كوې؟ قرار كېنه، قرار! د خداى تعالى دا وينا دې هېره كړې چې ويلي يې دي : [وَلاَ يَحْسَبَنَّ الَّذِينَ كَفَرُواْ أَنَّمَا نُمْلِي لَهُمْ خَيْرٌ لِّأَنفُسِهِمْ إِنَّمَا نُمْلِي لَهُمْ لِيَزْدَادُواْ إِثْمًا وَلَهْمُ عَذَابٌ مُّهِينٌ [42]-هغوى چې كفر غوره كړى،نه ښايي داسې وګڼي، چې كوم دنيوي فرصت مو وركړى، دا به يې په خير وي، موږ دا امكان او فرصت ددې لپاره وركړى، چې خپل ګناهونه پكې زيات كړي او ذليلوونكى غذاب ورته په مخ كې دى.]

زما د نيکه په لاس د آزاد شويو زويه ! ايا دا عدالت دى، چې تا خپلې ښځې او وينځې سترې كړي او  په ښارونو كې د رسول الله ( ص ) لوڼې بنديانې ګرځوې؟ پڼوني دې ورته څېري كړي او مخونه يې ښكارې، دښمنان دې ورپسې كړي، چې له يوه ښاره يې بل ښار ته ځغلوې او ښاريان يې ننداره كوي،مرستندويان يې هم نشته او خپل نارينه يې هم  پالنې ته نه ورپرېږدې؟ ! نه، خدايه! څه وايم ! څنګه به له داسې چا د څارنې هيله ولرو،چې پر خوله يې د حمزه سيدالشهدا ځيګر ژوولى وي او غوښې يې د احد د شهيدانو له وينو رازرغونې شوې وې؟ ايا له داسې چا زموږ د نبوي كورنۍ د دښمنۍ په باب د نرمۍ تمه كېداى شي، چې د كينې په  سترګو راته ويني، بې له دې، چې دا كار ستره ګناه وګڼي او ورپسې په ډېرې وياړنې ورزياتوې! " يزيده په لاسونو دې بركت شه، آفرين. " چې په همسا د ابي عبدالله او سيد شباب اهل الجنه غاښونه ټكوې او  ازاروې يې .  يزيده ! تا خو د آل محمد وينه تويه كړه او د آل عبدالمطلب د دنيا ستوري دې ورژول ، خپله كينه او زړه دښمني دې را برسېره كړه او خپل تېر آر ته ورستون شوى يې، خپل نيكونه رايادوې او ګومان كوې،چې هغوى به رابولى،حال دا چې ډېر ژر به ورستون شې او هلته به افسوس كوې، چې كاشكى كونګ او بې وسې واى، چې دا خبرې او كړه وړه مې نه واى ترسره كړي! خدايه حق مو واخله.چا چې پر موږ تېرى كړى،ته مو غچ واخله،هغوى پرخپل غضب ككړ كړه،چې زموږ او زموږ د ملګرو وينې يې تويې كړې دي.يزيده ! تا خپل پوټكى څېرلى او غوښې دې راغوڅې كړي، ته به له رسول الله سره مخ شې، چې د هغه د ځوځات د وينو د تويېدو او بې سترۍ زمه واري در پر غاړه ده، هغه ځاى چې هلته به پالونکى خپره وره شيندل شوې "نبوي كورنۍ" راټولوي او بيلتون به يې پر پيوستون اړوي او حق به يې اخلي:  [وَلاَ تَحْسَبَنَّ الَّذِينَ قُتِلُواْ فِي سَبِيلِ اللّهِ أَمْوَاتًا بَلْ أَحْيَاء عِندَ رَبِّهِمْ يُرْزَقُونَ[43]- او نه ښايي داسې وګڼو،هغوى چې د خداى په لار كى وژل شوي، مړه دي؛ بلكې ژوندي دي او د پالونکي پر وړاندې روزي خوري.]

همدومره درته بس دى،چې پاک خداى درسره حساب وكړي او محمد (ص) دې دښمن وي او جبرييل امين زموږ ملاتړى هم وي. چا چې دغسې جنايت درته ښكلى انځور كړ او د مسلمانانو پر اوږو یې سپور كړې؛ نو ډېر ژر به پوه شې، چې په دوزخ كې ظالمانو ته ناوړه ځاى شته او ته هم پوهېږې،چې " په موږ او تاسو كې د چا پایله ناوړه او څوك كمزورى دى".

يزيده ! موږ له سختې ورځې دا خبرې درسره كوو كه نه ته مو پر وړاندې ډېر ټيټ او سپك يې تردې چې ته پر پړې هم نه ارزې؛ خو څه وكړم چې سترګې مې له اوښكو ډكې او په سينه كې مې د اور لمبې دي!

خبر وسئ، ډېره حيراني ده، چې د حزب الله سپېڅلي د حزب شيطان د ازاد شويو له لا سه وژل كېږي! زموږ وينې د دوى له لاسونو څڅي او غوښې مو د دوى خولې ژوي، زموږ د سپېڅليو تنې لېوان څېروي او ګيدړان يې ځغلوي .يزيده ! كه ته موږ خپل غنيمت ګڼې؛ نو پوه شه، چې ډېر ژر به موږ ستا په زيان تمام شو، په هغه ځاى كې، چې له ځانه دې بې له مخكې استول شوي بل څه نه ليدل كيږي. " او ستا پالونکى ، پر خپلو بندګانو تېرى نه كوي. " خداى ته شكايت او ګيله كوم او پر هماغه ډاډه يم . يزيده ! له ټګۍ برګۍ او چلونو دې پوره كار واخله،څومره دې چې له لاسه كېږي هومره زيار وباسه، ته زموږ ياد له منځه وړاى نشې او وحې مو مړه كولاى نشې،ددې جنايت تور ټكى تر ابده درنه لرې كېداى نشي،پوه شه، چې نظريات دې پر دروغو دي، ورځې دې په شمار او لښکر دې مخ پر خپرېدو دى، پر هغه ورځ چې منادي غږ كوي :  " پوه شئ ، چى پر ظالمانو دې د خداى لعنت وي . "

  د پالونکي ستاينه ده، چې زموږ ړومبنيو په نېكمرغۍ او بښنې لار تر پايه وهلې او راوروستنيو ته يې شهادت او خپل رحمت ورپيرزو كړ ، له سبحان خدايه غواړم، چې ثوابونه يې ور زيات كړي او شهادتونه يې د ځوځات د زيادښت لامل وګرځي او موږ يې غوره او مطلوب ځايناستي وګرځوي چې: (( هغه لوراند او لورين دى،هغه راته بسيا او ښه ملاتړی دى)).[44]

  او يزيد وويل :

يا صيحة تحمد من صوائح

ما اهون النوح على النوائح


وه څه لوړې نارې سوري دي ،چې له ويرنبولو راباندې ښه لګي،چې  وير يې ، ويرنبولو ته څومره اسان دى !

د يزيد مېرمن هک پکېږي اوپوښتي[سمول]

په طبري تاريخ او د خوارزمي په مقتل  کې وايي: د يزيد مېرمن (چې طبري ، هنده د عبدالله بن عامربن کريز لور ښوولې ده ) د يزيد د ناستې شورځوګ واورېد،له پردې راووته او ناستې ته ورغله او ويې ويل :

(( اميرالمؤمنينه ! دا د رسول الله  د لور فاطمې د زوى سر دى ؟)) يزيد وويل ! (( هو... [45]))

په سيراعلام النبلاء ،په ابن  کثير تاريخ او نورو کتابونو کې راغلي ،چې : د حسين (رض) سر درې ورځې د دمشق په ښار کې پر دار ځړوند و [46].

د حسين  سر مدينې ته استول کېږي[سمول]

بلاذري او ذهبي  وايي : يزيد د امام حسين (رض) سر په مدينه کې اموي چارواکيو ته ولېږه او د مديني والي عمروبن سعيد وويل : (( ښه وه،چې اميرالمؤمنين يې سررا لېږلى نه واى )) ؛خو مروان وويل : (( پرخداى قسم ،بده خبره دې وکړه !  ماته يې راکړه ))  بيا يې سرواخست  اوويې ويل :

يا حبذا بردک فى اليدين

ولونک الاحمر فى الخدين


ساړه دې په لاسونو کې راباندې ښه لګي؛خو اننګې دې اوس هم سره دي!

راوي وايي :بيا يې د حسين سر پر دار کړ او د آل ابى  طالب ښځو وير وکړ او مروان دا بيت  ووايه :

عجت نساء بنى زبيد عجة

کعجيج نسوتنا غداة الارنب


د بني زبيد ښځو زړه سوځې چغې وکړې؛لکه چې زموږ ښځو مخکې  کړې وې او چې  بيا يې وير وکړ،مروان وويل :

ضربت دوسر فيهم ضربة

اثبتت ارکان ملک فاستقر


((دوه سرې[47] )) تورې پرې داسې ګوذار وکړ،چې د واکمنۍ ستنې پايښتې شوې ! [48]

راوي وايي : په دې لانجه  کې ،چې ((عمروبن سعيد)) خبرې کولې ؛نو ((ابن ابى حبيش)) پاڅېد او ويې ويل : ((خداى دې پر فاطمې ولورېږي!))  عمرو خبرې څه اوږدې کړې او وروسته يې وويل : له دې سړي حيرانتيا ده! فاطمه له کومه پېژنې ؟))

  ويې ويل : (( مور يې  خديجه وه ! ))

عمرو وويل:((هو،پر خداى قسم،د محمد لور هم وه،ټول کسان يې پېژنم! پر خداى قسم  ښه مې راتله، چې اميرالمؤمنين داسر رانه دريغ کړى واى او رالېږلى یې نه وای! پر خداى قسم، ښه مې ايسېدل،چې سر يې پرغاړه او ساه يې په تنه کې واى ! [49]

د دمشق په جومات کې د امام سجاد خبرې[سمول]

د ابن اعثم په فتوح او د خوارزمي  په مقتل  کې وايي : يزيد د دمشق د جامع جومات خطيب ته وويل : منبر ته ورپورته شه او زما او زما د پلار ستاينه وكړه او د علي او حسين بده ووايه. خطيب همداسې وكړل . په دې وخت كى امام علي بن الحسين پرې نيوكه وكړه ويې ويل : " خطيبه ! پر تا دې افسوس وي،چى د مخلوق د خوښۍ لپاره خداى له ځانه ناراضه كوي، چې ځاى به دې دوزخ وي. "

بيا امام وويل : " يزيده ، اجازه راكوې، چې زه هم پر منبر داسې خبرې وكړم، چې خداى رضا شي او د ناستو خلكو هم اجر او ثواب وشي" يزيد ونه منله، خلكو وويل: " اميرالمؤمنينه ! اجازه وركړه، چې پورته شي، چې څه ترې واورو " .

يزيد خلكو ته وويل : " كه دا منبر ته پورته شي،تر هغه نه راكېوځي چې زما او د آل ابوسفيان پت له منځه يوسي: خلكو وويل : " څوك خو دهغه او د خبرو یې پلوى كېږي نه! يزيد وويل : " دا په علم مړه كورنۍ ده" او د خلكو په ټينګار يې اجازه وركړه.امام منبر ته پورته شو او د خداى تر ستاينې وروسته يې وويل: ((خلكو!موږ نبوي كورنۍ ته شپږ ځانګړنې راكړل شوي او په اوو نورو څيزونو كې تر نورو امتياز او لوړاوى لرو. شپږ ځانګړنې دادي:

1_ علم 2 _ حلم 3 _ صبر او زغم 4 _ فصاحت 5 _ مړانه او شجاعت . 6 _ د مؤ منينو په زړونو كې مينه.

پر نورو د اوو څيزونو امتياز مو دادى :

1 _ د مختار خداى نبي ، محمد مصطفى له موږه دى . 2 _ صديق ، 3 _ طيار ، 4 _ اسدالله ، 5 _ د عالم د ښځو ښاغلې فاطمه بتول ، 6 او 7 ددې امت دوه سبطه؛د جنتي ځوانانو دوه ښاغلي دا ټول له موږ ځنې دي [ بيا يى وويل ] : څوك چى ما پېژني، خو مې پېژني. [ او څوك چې مې نه پېژني ] اوس خپل حسب او نسب ورښيم:  (( زه د مكې او منا زوى يم،زه د زمزم او صفا زوى يم، زه د هغه زوى يم، چې پر براق سپور شو او اسمان ته وخوت. زه د هغه زوى يم، چې جبريېل سدرة المنتهى ته ورساوه .... زه د محمد مصطفى زوى يم . زه د سبطينو د پلار علي بن ابيطالب زوى يم ، زه د فاطمې زوى يم ، هغه چې د ښځو اغلې او د رسول اكرم د بدن برخه وه ))

راوي زياتوي: " امام پرله پورې ويل : زه .... زه .... تردې چې خلكو په ژړا او وير پيل وكړ او يزيد د فتنې د راولاړېدو له ويرې موذن ته وويل، چې اذان وكړه . امام چوپ شو، موذن به چى " الله اكبر " وايه؛ نو امام سجاد به ويل : ستر دى ډېر ستر دى ، داسې، چې په قياس كې نه راځي او نه په حواسو كې ځاييداى شي او تر خداى هېڅ څيز ستر نه دى "

موذن چې اشهد ان لا اله الا الله ووايه : نو امام وويل : ټول وجود او تن مې پر همدې كلام شاهدي وركوي" او چې موذن اشهد ان محمدا رسول الله ووايه؛ نو امام سجاد له منبره يزيد ته وويل : "يزيده! دا محمد صلى الله عليه و آله ستا نيکه دى كه زما ؟ كه ادعا وكړې،چې زما نيكه دى؛نو دروغ دې ويلې او كه ووايې چې ستا دى؛ نو ولې دې د هغه عترت او ځوځات وواژه ؟ "

راوي وايي : موذن اذان وكړ ، يزيد مخكې شو او د ماسپښين لمونځ يې وكړ." يزيد،چې لمونځ وكړ؛نو امر يې وكړ ، چې امام سجاد، خويندو او ترورګانو ته يې ځانګړى كور وركړي. چې بيا به هلته "نبوى كورنۍ" د كربلا د شهيدانو په وير كې ماتم كاوه.

يزيد وروسته خپل چلن او دريځ واړاوه او لګېدلي بنديزونه يې لرې كړل  او دا چې د "نبوي كورنۍ" په شتون كې د دمشق حالات واوړېدل؛ نو يزيد په خورا درناوې مدينې ته رخصت كړه.[50]

په پلازمېنه کې وير[سمول]

ښکاري،چې يزيد تر دې پېښى وروسته ، ناچار شو ،چې د رسول الله (ص) له ځوځات سره خپل چلن واړوي او لږ څه يې ازاد پرېږدي او اجازه ورکړي چې خپلو شهيدانو ته ویرنه وکړي .

ابن اعثم د تېر و رواياتو تر يادولو وروسته وايي : يزيد  ترنلمانځه وروسته امر وکړ،چې علي  بن الحسين ،خويندو او ترورګانو (رضوان الله عليهم ) ته يې يو کور ورکړي او دوى هم څو ورځې ويرغونډې جوړې کړې او پر حسين (رضى الله عنه) يې وژړل او ویرنه يې وکړه .

وايي : يوه ورځ علي بن الحسين له کوره راووت اوپه دمشق بازار کې ګرځېده او ((منهال بن عمرو)) صحابي وليد او و يې ويل : (( يا ابن رسول الله څه حال لرې ؟))

ويې ويل : (( په آل فرعون کې د بني  اسراييلو په څېر،چې  زامن يې وژل او ښځې يې ژوندۍ ښخولې! منهاله!عرب پر عجمو وياړېدل،چې محمد (ص) له دوی ځنې دى او قريش پر نور عربانو وياړېدل،چې محمد(ص) له دوى ځنې دى او دادى موږ  د محمد اهل بيت معضوب ،مظلوم ،مقهور ، مقتول ، شړل شوي اوخپاره واره يو !

منهاله ! په هر حال : (( انالله واناالله راجعون )) موږ د الله يوا و پر لور يې ورستنېږو)) [51]

مدينة الرسول ته د عترت النبي  ورستنول[سمول]

چې يزيد وليدل اموي پلازمېنې ته د آل محمد (ص) د بنديانو راتلل د آل اميه پرګټه پاى ته ونه رسېده؛نو هوډ يې  وکړ،چې له ((نعمان بن بشير)) سره يې د خپل نيکه رسول الله (ص) مدينې ته واستوي.

طبري او نور وايي :يزيد بن معاويه،نعمان بن بشير ته وويل : نعمانه! ښه يې چمتو کړه او يو امين او صالح  شامۍ ورسره کړه ،سپار ه او ملګري ورکړه،چې مدينې ته يې بوځي.

بيا يې امر وکړ ،چې د اهل بيتو ښځو ته جلا کور ورکړئ او اړتياوې يې ورپوره کړې او علي بن الحسين ته يې د هماغه کور ترڅنګ کور ورکړ. وايي : د اهل البيتو ښځې دباندې ووتې ،چې يزيد کره ولاړې او د آل معاويه ټولو ښځو ښه راغلاست ورته ووايه، وير يې وکړ او پر حسين يې وژړل او درې ورځې يې ويرغونډه جوړه کړه.

يوه ورځ يزيد(( عمروبن حسين بن علي )) ،چې کوچنى هلک و، راوغوښت او ويې ويل : (( له دې هلک (؛يعنې له زوى يې خالد) سره غېږ نيسې ؟))

ويې ويل : (( نه ،خو يوه چاړه ماته او يوه هغه ته ورکړه،چې جګړ ه ورسره وکړم !))

يزيد پاڅېد او په غېږ کې يې  ونيو او ويې ويل :

شنشنة اعرفها من اخزم

هل تلد الحية الاحية ؟


دا ټول له بېخ او جرړې ېې راووځي، د مار بچى مار وي ؟

وايي : چې وتو ته چمتو شوو،يزيد خپل استازي ته لازمې سپارښتنې وکړې او استازي حرکت ورکړ او د شپې يې لار وهله او تر ځان يې مخکې کړي وو،چې له نظره لرې نه وي او چې پلي کېدل پخپله او ملګري يې ترې يوې څنډې ته کېدل ،چې د خپلو اړينو چارو په باب؛لکه اودس ، اودس ماتي په هکله  په تنګسه کې نه وي او تر پايه يې همدا دود خپل کړى و او غوښتنې يې ترې پوښتلې اوپه نرمۍ ورسره چلیدل.

کربلا ته داهل البيتو ورتلل[سمول]

په مثيرالاحزان او لهوف کې وايي : چې اهل البيت عراق ته ورسېدل،د کاروان له لارښوده يې وغوښتل ،چې د کربلا پر لار يې  بوځي او چې د شهيدانو وژنځي ته ورسېدل؛نو جابربن عبدالله انصاري (رض) او يو شمېر بني هاشم يې وليدل،چې د امام حسين د قبر زيارت ته راغلي وو،نو په ژړا او خپګان يو له بل سره مخ شوو او د هغې سيمې ښځې هم ورسره يو ځاى شوې او دلته څو ورځې پاتې  شوو،بيا له کربلا جلا او مدينې ته ور روان شوو.

له مدينې دباندې ويرغونډه[سمول]

بشير بن جذلم وايي: چې مدينې ته ورنژدې شو ،علي بن الحسين پېټي کوز کړل، ښځې يې پلې کړې او ويې ويل : (( بشيره ! خداى دې پر پلار ولورېږه ،چې پياوړى شاعر و،ايا ته هم څه شاعر يې ؟))

ومې ويل : (( هو اى د رسول الله  (ص) زويه ! زه هم شاعر يم .))

ويې ويل : (( مدينې ته ورشه او د اباعبدالله له شهادته يې خبرکړه ))

بشير وايي : پر اس سپور شوم او په ځغاسته مدينې ته ورسېدم او چې مسجد النبي (ص) ته ورنژدې شوم، په ژړا مې غږ پورته کړاو و مې ويل :

يا اهل يثرب لا مقام لکم بها

قتل الحسين فادمعى مدرار

الجسم منه بکربلاء مضرج

و الراس منه على القناة يدار


مدينوالو درنګ مه کوئ؛ځکه حسين وژل شوى؛نواوښکې وڅڅوئ اوخپګان وکړئ ! تنه يې په کربلا کې په وينو لړلې او خرانګې خرانګې  او سر يې په هر حالت کې پرنېزو تېريږي !

وايي: بيا مې وويل: دا (( علي بن الحسين (رض) دى،چې له خپلو تريندو اوخويندو سره چاپيريال ته مو راغلى او ستاسې  د ښار د ديوالونو تر شا راکوز شوى او زه يې استازى يم ،چې يې ځاى دروښيم . ))

په دې حال کې د مدينې ټولې سترمنې راووتې، وير يې وکړ ، مخونه يې وهل او تردې ورځې په مدينه کې ترخه ورځ ليدل شوې نه وه !

خلکوترې وپوښتل  : (( ته څوک يې ؟))

ويې ويل : ((زه بشير بن جذلم يم. علي بن الحسين را لېږلى يم او پخپله  په پلاني ځاى کې دابي عبدالله له کورنۍ اوښځو سره دى )) وايي : ناڅاپه يې خوشې کړم ،له ما مخکې شوو او ما هم اس وځغلاوه او ور ورسېدم او ومې ليدل،چې ټولې لارې او ځايونه يې ډک کړي وو. له ناچارۍ له اسه راکوز شوم او د خلکو پر سرونو او اوږ و تېر شوم ،چې  د خېمې خولې ته ورنژدې شوم او على بن الحسين دباندې  راغى او په خپل دستمال يې اوښکې پاکولې او خادم يې يوه چوکۍ ورته کېښووله اوامام په خورا اسويلي کېناست او خلک تسليت ورته ووايه . بيا يې اشاره وکړه، چې چوپ شي  او چې د خلکو جوش کېناست،ويې ويل:((ستاېنه يوازې نړۍ پال الله ته ده.د جزا د ور ځې مالک دى،د ټولو موجوداتو پنځوونکى دى ، هماغه،چې  لرې دى او په لوړو دنګو اسمانونو کې او نژدې دى او پر هرې پټې خوالې شاهد، په سترو پېښو او کړاوونو يې ستاېم . قومه ! خداى ته ستاېنه ده ،چې په اسلام کې  يې په پېښ شوي ستر  کړاو ازمېښت کړو ! ابوعبدالله  او عترت (ځوځات) يې ووژل شو،ښځه او لو ڼې يې بنديانې شوې او سرونه يې په دنګو نېزو په ښارونوکې وګرځول شوو !

خلکو! څوک يې پر وژنه خوشحال شول؟ کومو سترګو پرې ونه ژړل؟ حال داچې ټولو سمندرونو، اسمانونو، ځمکې ،ونو ، اوبمېشتو،مقربو پرښتو او عزتمنو لوړ ناستو پرې وژړل!خلکو! پر شهادت يې کوم زړه و نه دردېده ؟ يا کوم زړه دى ،چې پرې نه ژاړي؟ ياکوم غوږ دى ،چې په اسلام کې  دا راغلې پېښه واوري اوکوڼ نشي؟ خلکو! موږ خو اوس شړل شوي،ګوښه شوي او خپاره واره شوي يو؛لکه چې ته وا د ترک او کابل والا يو او هغه هم بې له دې چې څه ګناه مو کړې وي يا کوم ناخوښه چار مو ترسره کړى وي ! له خپلو تېرو پلرونو خو دا چلن په ياد نه لرو.دا يوازې يو دروغ دى. پر خداى قسم که پېغمبر(ص) لکه چې تردې مخکې يې زموږ د دوستۍ  او حرمت په هکله سپارښتنه ورته کړې وه ، که له موږ سره يې د جګړې سپارښتنه ورته کړى واى؛نو چې څه یې وکړل،تردې يې زيات کړاى نشو! نو ((انالله و انا اليه راجعون)) موږ د الله يو او پر لور يې ورګرځو))

په دې وخت کې (( صوحان بن صعصعه )) ،چې پر ځمکه پروت ناروغ و، پاڅېد( او داچې داهل البيتو ملاتړ ته ورتلا ى نشو) عزر يې وغوښتنه او امام يې عذر ومانه او مننه يې ترې وکړه اوپر پلاريې ورته رحمت ووايه  . [52]

مدينې ته ورننووتل[سمول]

طبري له ((حارث بن کعب)) روايتوي : د علي لور فاطمې راته وويل : خپلې خور زينب ته مې وويل : ((خور جانې ! دې شامي راسره ښه چلن او ملګر توب وکړ، انعام ورکولاى شم ؟ ))

ويې ويل : (( پر خداى قسم  د انعام ورکولو خو څه نه لرو ؛خو  ګاڼې شته ، چې يې ورکړو !))

ما او خور مې خپلې غاړه کۍ او لاسبند راوايستل  او ور ومو لېږل او بښنه مو وغوښته او و موويل : (( داپه سفر کې ستا د ښه چلن  بدله ده )) .

ويې ويل : (( که چلن مې د دنيا په پار و، داستاسې  ګاڼې او تردې لږو هم خوشحالوم ؛خو پر خداى قسم ، چې يوازې مې د خداى او له رسول الله (ص) سره ستاسې د خپلوۍ په پارکړى دى !))

د امام سجاد څلوېښت کلن ویر[سمول]

په لهوف کې وايي : له امام صادق (رض) روايت  شوي: (( زين العابدين څلوېښت کاله پر خپل پلار وژړل . د ورځې روژتي او د شپې پر عبادت لګيا و او چې د روژه ماتي وخت به شو او خادم يې خوراک څښاک ورايښووه،ويل يې : (( ښاغليه ! روژه ماته کړئ!)) امام ويل : (( د رسول الله زوى په وچو شونډو تږى ووژل شو!)) او تل يې دا خبره کوله او ژړل يې ، خواړه يې په ژړا لامدېدل! او د ژوند تر پايه همدغسې و .

وايي : د امام يو خادم ويلي دي : امام يوه ورځ بېديا ته ولاړ او زه ورپسې ورغلم او مې ليده ،چې په سخته او ځيګه ګټه  پروت دى. ودرېدم او د هغه ذکر او زارۍ مې اورېدلې،زر ځل مې وشمېرل،چې يې ويل :  ( لا اله الا الله حقا حقا، لا اله الا الله تعبداً ورقاً، لا اله الا لله ايمانا وصدقا) ،چې سر يې له  سجدې راپورته کړ، ږيږه او مخ يې په اوښکو لامده وو، ورته مې وويل : (( ښاغليه ! غمونه دې پاى ته نه رسي ؟ ژړا دې نه کمېږي؟)) ويې ويل : (( پرتا افسوس ! يعقوب (ع) د اسحاق (ع) زوى ، د ابراهيم ( ع) زوى، پېغمبر او د پېغمبر زوى و او دولس زامن يې درلودل ،خداى يې يو له سترګو غايب کړ،د سر ويښتان يې سپين، پر ملا کړوپ او له ژړا ړوند شو،حال دا چې زوى يې ژوندى و! او ما په خپلو سترګو، خپل پلار، ورور او له اهل بيتو مې اولس تنه پر ځمکه لوېدلي وژل شوي وليدل ؛نو څنګه به مې خپګان پاى  ومومي او ژړا به مې لږه شي ؟!)) [53]

د امام سجاد په مخ کې د ابن زياد سر[سمول]

يعقوبي وايي :مختار، د عبيد الله  بن زياد سر،يو خپلوان ته ورکړ،چې په مدينه کې يې علي بن الحسين  ته وسپاري او ورته يې وويل : (( د علي بن الحسين پر وره ودرېږه او چې ورونه پرانستل شول او خلک ننووتل ؛نو دا يې د خوړو ورکولو وخت دى ؛نو ورشه ))

د مختار استازي همدغسې وکړل اوپه لوړغږ يې وويل : (( اى  د نبوت اهل بيتو ، د رسالت کان ، د پرښتو د راکېوتو ډګراو د وحې کوره ! زه د مختار استازى يم او د عبيدالله بن زياد سر راسره دى !))  ناڅاپه د بني هاشمو ښځو په کورونو کې پر وير شوې، استازى امام ته ورغى او د ابن زياد راوړى سر يې ورښکاره کړه او چې د علي بن الحسين  سترګې پرې ولګېدې، ويې ويل : (( خداى دوزخ ته راښکوده!))

ځينو روايت کړى ،چې علي بن الحسين د خپل پلار تر شهادت وروسته،خندنى ليدل شوى نه و؛خو پر هغه ورځ ! امام  اوښان درلودل ،چې له شام څخه يې خوراک او مېوه پرې راوړه،چې د عبيدالله بن زياد سر يې راووړ؛نو امر يې وکړ،چې ټول خوراک توکي او مېوى پر مدينوالو وويشئ او تردې وروسته د اهل البيتو نجونو ځانونه سينګار کړل او نکريزې يې وکړې؛ځکه د حسين بن علي (رض) تر شهادت وروسته يوې ښځې هم ځان نه سينګاراوه .[54]

د امام حسين  تر شهادت وروسته[سمول]

١- ډالۍ او ورکړه[سمول]

ابن اعثم وايي : چې حسين (رض) ووژل شو، د عراق دواړه برخې؛يعنې کوفه اوبصره د (( عبيد الله بن زياد)) په ولکه کې شوې او يزيد يو مليون درهم انعام ورکړ او په ډېرو پيسو يې په بصره کې دوه سرې او سپېنې ماڼۍ جوړې کړې .په ژمي کې په سرې ماڼۍ کې او په دوبي کې په سپېنې ماڼۍ کې وسېده .غږه يې لوړه شوه او نوم يې په هر ځاى کې خپور شو.

ډالۍ او انعامونه يې ورکول، مشران يې وپېرل او شاعران يې ستاينې ته اړکړل . [55]

مسعودي وايي : يزيد د حسين تر وژنې وروسته د شرابو ناسته جوړه کړه ،ابن زياد يې په څنګ کې کېناوه او خپل ساقي ته يې وو يل :

اسقنى شربة تروى مشاشى

ثم مل فاسق مثلها ابن زياد

صاحب السر و الامانة عندى     

و لتسديد مغنمى و جهادى


داسې شراب راباندى وڅښه ،چې موړ مې کړي او بيا يې له همدې ډک کړه او پر ابن زياد يې وروڅښه ،چې زما د رازونو خواله ساتي اوامانتوال مې دى او زماد ولجو،جګړې اوجهاد هموارونکى دى !

بيا يې امر وکړ ، چې دابيتونه يې سندرغاړي په ساز کې ووايي :

  عراقی عالم مرحوم علامه مرتضی عسکري وايي: په ګومان مې د يزيد په خپل شعر کې له ((ابن زياده)) مراد،پخپله ((عبيدالله بن زياد)) دى نه يې ورور ((د زياد اولادې! پر تاسې د آل ابوسفيان دوستي واجب شوې ده )) بيا يې وويل : هلکه!خواړه راوړه او تر خوړو  وروسته يې شراب وغوښتل اوچې جام ګرځېده ،يزيد ساقي ته وويل :

اسقنى شربة تروى عظامى

ثم مل فاسق مثلها ابن زياد

موضع العدل و الامانة عندى

و على ثغر مغنهم و جهاد


داسې شراب راباندى وڅښه ،چې هډوکي مې ماړه کړي او له همدې يې ډک کړه او پر ابن زياد يې وروڅښه هغه ،چې مې عادل اوامين  دى  او زما د ولجو، جګړې او جهاد  خواله ساتى .[56]

د يزيد داخبرې د ((عبيدالله)) له حالاتو سره اړخ لګوي؛نه يې له ورور ((سلم)) سره؛البته شونې ده،چې يزيد لومړي دوه بيته په يوې ناستې کې يوه ته او دوه نور يې بل ته ويلي وي. ددې نظر موئد، په تذکرة الخواص کې د ابن جوزي خبره ده ،چې وايي: يزيد، ابن زياد راوغوښت،ډېره شتمني او انعامونه يې ورکړل،ځان ته يې رانژدې کړ،مقام يې ورلوړ کړ او خپل حرمسراى ته يې لار ورکړه او د خپلې شرابي ناستې ملګرى يې کړ او يو شپه نېشه يې،خپل سندرغاړي ته وويل :  په سازکې يې ووايه اوپخپله يې با لبدا هه وويل : استعني شربة ... [57]

مولف وايي : دا و خپلو قومندانانو ته د يزيد انعامونه؛خو نورو پوځيانو ته يې انعام د بلاذري  په وينا دغسې و،چې وايي : يزيد ،ابن زيادته وليکل :

(( امابعد؛د لاس په نامه کوفيانو بدله ،سل په سلوکې ورزياته کړه !)) [58]

هو! په دې توګه، د حسين وژوونکي په ښادۍ او چړچو کې وسېدل ،تردې چې د خپلو کړو وړو نښې او اثار يې رابرسېره شول اوپه خپلو کړنو پښېمان شول.

٢- پښېماني[سمول]

ابن کثير او نور وايي : ابن زياد ،چې امام حسين او ياران یې ووژل او سرونه يې يزيد ته ورولېږل ، يزيد په پيل کې ترې خوشحال شو او د ابن زياد مقام يې لوړ کړ؛خو ډېر وخت تير نه و،چې پښېمانه شو اويې ويل :

((ابن زياد د حسين په وژنې ،په مسلمانانو کې مبغوض،منفور او کرکجن کړم او د دښمنۍ جرړې يې پکې وځغلولې او اوس نېکچاري اوبد چاري ټول مې دښمن بولي . [59]

او لکه چې د تاريخ په کتابونو کې راغلي، ابن زياد ،عمربن سعد او د رسول الله د اهل بيتو نور وژوونکي هم ، ګرد سره د حسين او د يارانو له وژنې یې پښېمانه شول،چې د لنډيز لپاره ترې تېرېږو.

پټه دې نه وي،چې دوى په پيل کې له ځان سره د مسلمانانو د دښمنۍ  په پار پښېمانه شوو او بيا يې پر ضد د پر له پسې  د پاڅونونو او غورځنګونو له امله پښېماني نوره هم زياته شوه .


د پاڅون اغېزې[60][سمول]

د عاشورا پېښه د نورو پېښو پر خلاف ، د امام او يارانو پر شهادت پاى ته و نه رسېده؛ بلكې د لارې پيلامه وه ، چى د هغه ستر زوى (علي بن حسين، امام زين العابدين) او سترې خور بي بي زينب كبرا او نوره كورنۍ پردې لار ولاړه . خور يې په كوفه كې عبيدالله بن زياد ، په شام كې يزيد ته او هم امام زين العابدين چې په شام كې كومې ويناوې وكړې؛نو د خلكو شعور او وجدان يې راويښ كړ او د محمدى اسلام د ښكارندويانو "نبوى كورنۍ" حقانيت او د زور، زراو چل ول ( تزوير ) د پاسوالانو بدرنګه او دوه مخې څېره یې رابربنډه كړه.

امام له دې اګاهانه پاڅونه څو موخې درلودې او هغه دا چې له امام نه روايت شوى ، چى پېغمبر ( ص ) ورته ويلي و:

" .... تاته په جنت كې يوه درجه او مقام شته،چې په شهادت وررسېداى شې " (۱)؛نو ځكه الهي مكلفيت داسې پاڅون غواړي او كه په جنت كې ځانګړو مقامونو او درجو ته رسېدل د دندې ترسره كول وي؛نو د امام وظيفه د زماني شرايطو د غوښتې له مخې "شهادت غواړى پاڅون" و او بس همداراز سور مرګ يې تر قيامته پاک خداى ته د ډېرو بندګانو د تقرب او بښنې لامل دى.

( 2 ) _ اسلام يې د نفاق،چل ول،زور او استبداد له منګولو وژغوره او د غصب او په زور نيول شويو خلافتونو حساب يې له اسلامه بېل كړ او د تل لپاره يې د " اولوالامر" وياړن نښان واخست .

( 3 ) په مسلمانانو كې "نبوى كورنۍ" لازياته ټولمنلې او ګرانه شوه.

( 4 ) د اسلام له دينه يې د ارتجاع ګواښ لرې كړ او دې پاڅون په مسلمانانو كې اندیز اوښتون راووړ،چې دينې شعور راويښ کړ،تردې چې په راوروسته زمانو كې د غاصبو واکمنو پر ضد  ډېر پاڅونونه وشول.

لكه پر 65 كال په كوفه كې د "توابينو خوځښت" د "يا لثارات الحسين" په شعار راووت او د واكمن له لښكر سره په "عين الورده" كې وجنګېد او ټول شهيدان شول.

بيا پر 66 كال په كوفه كې د "مختار خوځښت" پيل شو،چې د امام حسين ټول قاتلين يې ووژل او ورپسې علوى خوځښتونه پيل شول؛ لكه د "زيد" او زوى "يحيى" پاڅونونه.[61]

او د دې ټولو په پاى كې د عباسيانو خوځښت و، چې د "آل محمد" په نامه يې مبارزه پيل كړه او اموي خلافت يې راوپرځاوه او عباسي خلافت يې ځاى ونيو.[62]


ګل پاچا الفت وايي :

ظالمان په ايماندارو نشي كړى حكمراني

د ظالم ظلم ته غاړه كله ږدي مسلماني


 ( 5 ) _ د جهاد ، سرښندنې او د حق په لار كې یې د "ځان تېرېدنې ښوونځي" بنسټ كېښود او د نړۍ مظلومانو ته يې د ظالمانو له جغه د ژغورنې لار وروښووه .


الفت وايي :

حقيقي مسلمان نه دى دا ايمان څه ايمان نه دى

چې حسين غوندې يزيد ته ټينګ ولاړ په ميدان نه دى 


له يوې خوا دا ټول پاڅونونه د امام حسين له شهادته راولاړ شول او بلخوا د نبوي كورنۍ امامانو،چې څه وكړل؛ نو دا ټول د دې سبب شول، چې محمدي شريعت بياورغیږي او اسلامى احكام خپاره شي.

د امام د شهادت بله اغېزه داوه، چې تر هغه وخته اسلامي حكم، په خلافت پورې تړلى و او څه چې خليفه ويل، هغه به اسلامي احكام وو؛خو د يزيد په زمانه كې، دين له خلافته بيل شو،د امام تر شهادت وروسته عالمان؛لكه مالك بن انس او ابوحنيفه (چې وروسته د امامانو په نامه ياد شول) رحمة الله عليهما له خلافته خپله لار بېله كړه او له هماغې ورځې سياست له دينه بيل شو.[63]

( 6 ) _هغوى يې تر ابده نهيلي كړل،چې په بشري ژوندانه كې يې د اسلام د تتولو او منځه وړو هو ډ كړى و.

  ( 7 ) _ خپل ځان ، ياران ، نبوى كورنۍ او اسلام يې تلپاتې كړل او د بشري ژوند تر پايه يې د " محمدى اسلام " څېره ځلانده انځور كړه،


د غزل بابا وايي :

كه يزيد په كربلا كې ظلم كړى له حده تېر

شهامت به د حسين څوك تر قيامته نه كړى هېر

په ژوندي حسين څه وشو ؟ د مزار قدرى ګوره


چى له ځوځاته به یې د امت مهدي راپاڅي اود تاريخ له ټولو ظالمانو به د مظلومينو غچ اخلي او د عدل نړيوال حكومت به جوړوي!

حافظ الپوري ( دیوان ۵۹ مخ) وايي :


د عادل مهدي په عدل به بدل شي

مخ د ځمكې درست له ظلمه پيمانه 


ابن عباس ( رض ) ويلي: خداى تعالى خپل پېغمبرته وحې وكړه، چې ما د يحيى بن زكريا د مړينې په غچ كې اويا زره تنه ووژل او همداراز به ستا د لور د زوى ( حسين ) دوينى په غچ كې د هغه دوه ګرايه ووژنم .[64]


له عاشورا عبرت[سمول]

د تېرو پاڼو تر لوستو وروسته اوس په ځير سره د عاشورا زړه بوږنوونكې پېښې ته ګورو او د صدر اسلام معما ډوله پېښې په موشګافۍ سره څېړو،چي دا څه وشول؟ څنګه هغوى چي ځان د پېغمبر امتيان ګڼل، د خداى د رضا لپاره په تېرو تورو،چړو او غشو يې د پېغمبر لمسى او كورنۍ غلبيل غلبيل كړه ، هغه لمسى چي حق يى وايه او د ظلم او نفاق د ځپلو لپاره له پیاوړي سول -منطق هم برخمن و.


ارواښاد ګل پاچا الفت وايي :

په وېښته د محمد  يې وركول چـــــــــــــې خپل سرونه

د حسين سر وړي يزيد ته نـــــــــــــــن د هغوى اولادونه

څومره فرق څومره ژر راغى مسلمانه ستا په حال كې

چې هېڅكله ګرځېده نه د چا فـــكر د چا خيال كــــــې


د غزل بابا وايي :

اوښكې كډې باروي طوفان د غم شو

شو تازه د زړه زخمونه محرم شو

يو په دوه مې په دې غم د زړګي دم شو

لاسوا مې له دې دمه د زړه غم شو

نن به نه ګڼې دا غم چې پرونى دى

ګويا هر پروسكال يې سګنى دى

زما ضبط او اسويلي مشت اوګرېوان دي

وس ترې درومي كه زبېرګې مې په زړه ګران دي

د زړه څاڅكي د سلګو سره لړزان دي

سترګې دوى ته هغه سترګو ته چشمان دي

ابتدا د غم كومه نوى كال دى

په اول چې زړه خفه شي  بيا خوشحال دى

څوك چې ډېر د امام غم كا ډېر خوشحال شي

دايمان شجر په دې اوښكو نهال شي

د سرور لباس ګنډلى په ملال شي

نقصانونه پېوندونه د كمال شي

اوښكې چرته د ميېن د زړه په تل کې

مينه نه پرېږدي تراوه په خپل محل کې

لوى زنځير درسالت وته نظر كړه

سلسلې د هدايت وته نظر كړه

ولايت او امامت وته نظر كړه

د شروع نه نهايت وته نظر كړه

انبياخداىء خو هميشه د تخم كر كا

امامان يې بيا په وينو او به خور كا

مكمل چې هدايت لره معيار شو

د عاقل فطرت نه خوب ولاړو بېدار شو

دانسان د ارتقاخداىء سرك تيار شو

د ملك نه د خاكي مخکې رفتار شو

وروستو پاتې د صفاتو رنګينۍ شوې

چې حاصل د ذات د وصل شيرينۍ شوې

چې اسلام له محمده مكمل شو

خود پخپله په نبيانو کې افضل شو

اخر کې و، راغلى خو اول شو

اولين او اخرين چې راز و، حل شو


دا بايد څرګنده كړو، چې څنګه "محمدي انقلاب" ته تسليم شوي عناصر د انقلاب او اسلامي خلافت وارثان كېږي؟ دلته بايد د ټولنپوهنې او ارواپوهني له اړخ مساله وڅېړو. مساله پردې نه حليږي، چي موږ له امام حسين نه د يو وګړي په توګه ملاتړ وكړو او يزيد هم د يو وګړي په توګه وغندو؛ بلكې امام حسين تر پېغمبراكرم وروسته د سمو احاديثو پر بنسټ له دولس ګونو امامانو درېیم امام،د اسلامي خلافت (هغه خلافت،چې پېغمبر اكرم يې په حاكميت كې اسلام سرلوړى بولي) ښكارندوى او د پېغمبراكرم د جرات، مړانې او سخا ښووونكی دی او مقابل لورى يې (يزيد) د پاچاهي جريان بېلګه، د عربي نشنليزم لاروي، د استبداد نښه او د دې طرحې پايله وه، چې "نبوت او خلافت دواړه د بني هاشمو نه رسي، نبوت دې د بني هاشمو وي او خلافت دې په قريشو كې لاس په لاس شي"


ارواښاد ګل پاچا الفت وايي[65] : 


يزيد نوم د استبداد دى د سمبول په حيث جهان ته

حسين ډېر اعلی مثال دى د ايمان اهل ايمان ته


امام حسين په خپل پاڅون وښووله،چې كه څوك واكمن شي،د مسلمينو "ولي امر" كېداى نشي؛ بلكې د امام په وينا "مشر هغه دى چې د خداى پر كتاب پوه، پر الهي احكامو عامل او په رعيت كې عادل وي "


ګل پاچا الفت وايي[66] :

مؤمن كــله شي منلى يو مطلق امريت

اولو الامر د اسلام دى مقيد په شريعت


موږ بايد نصوصو ته مراجعه وكړو ،چې پېغمبراكرم تر ځان وروسته د مشرۍ لپاره كومې سپارښتنې كړي؟ د نبوي كورنۍ مقام څه دى؟ او بيا ددې نصوصو په رڼا كې تر پېغمبر اكرم وروسته، چې څه پېښې شوي ورسره پرتله كوو او پر پايلو يې ځان پوهوو او بيا داسې دريځ ونيسو،چي ځان له صدر اسلام سره ونښلوو.

اوس مسلمانان راويښ شوي او پوهېږي،چې زموږ هر اړخيزه نادودې د پېغمبراكرم پر دې حديث ولاړې دي چې:

"زما په امت كي دوه ډلې دي،چې په سمون او وړتيا یې امت هم سمېږي او پر فساد يې هلاكېږي او دوى مشران (واكمن) او عالمان (پوهان) دي. "


ارواښاد ګل پاچا الفت وايي[67] :

سياست اسلامي نه وي كه اسلام وي سياسي

سياست د دين خدمت كې سياست دى اسلامي


      د پېغمبر اكرم د پورته حديث په رڼا كې موږ بايد پر تاريخ د واكمنو چارواكو ژوند ليك او هر اړخيزې كړنې تر څېړنې لاندې ونيسو،چې ايا واكمنو د سمو احاديثو په رڼا کې واکمني ترلاسه کړې او دین یې عملي کړی كه نه ؟ او بيا هغوى چې عالمان وو، د واكمنو پر وړاندې يې څه دريځ و؟څه يې چې ويل د اسلام په نامه يې تاييدول او كه نيوكې يې پرې كولې او "محمدي اسلام" يې ښووه؛نو ځكه څه چې په تبليغاتو، نصاب، حكومتي سيستمونو او رسمي منبرونو كي راته ويل كيږي،څومره له "محمدي اسلام" سره اړخ لګوي دا رښتينى اسلام دى كه دولتي او تبليغاتي ؟ [68]

خپلې خبري راټولوم او وايم:

الف _ د واكمنو په باب تاريخي څېړنې او شننې ته اړه ده، په دې باب هر څوك څېړنه كولاى شي او ورمندون په هرچا پوري اړه لري.

ب_ پر دين د پوهېدو لپاره لازم دي،چې د "اسلامى مذاهبو د پيوستون" نړيوال ټولنيز او غير سياسي خوځښت پيل شي او د اسلامي ټولو فرقو او مذاهبو پوهان،حديثپوهان،تاريخپوهان او ټولنپوهان پكې راټول شي او د وخت له غوښتنو سره سم ديني پوهه راوړاندي كړي او بيا د دغسې پوهې په رڼاكې د ټولنو د سمون لپاره خوځښتونه پيل شي.


ګل پاچا الفت وايي[69] :

انتقام د حسيـــــــــــــن واخله د خپل عصر له يزيده

ورك د ځمكي خدايان كړه ا لهام واخله له توحيده

د امام حسين په وير اوښكې[سمول]

امام حسين "رض" د عاشور پر ورځ مظلومانه شهيد شو،چې په دې چار اسلام او مسلمين بې حرمته شول او د پېغمبر صلي الله عليه و اله او دين درناوى له منځه ولاړ او امام حسين خداى او پېغمبر ته ډېر ګران و.

ابن مغازلي شافعي فقيه په المناقب (370 _ 379 مخونه) كې د امام حسن او امام حسين د فضايلو په باب ډېر روايتونه راخستي دي، په "الجمع بين الصاح السته " كتاب كې له "ابو سعيد خدري نه روايت شوى چې: "حسن او حسين د جنتي ځوانانو ښاغلي دي."

دا حديث ترمذي،ابن ماجه،حاكم، ابو نعيم،خطيب،ابن حجر،متقي،ابن عساكر،طبراني، نسايى او محب طبري هم راخستى دى او زياتوي،چې پېغمبر اکرم به حسنين پر اوږو او سينه كېنول او په لمانځه كې يې پر شا سپرېدل او سجده به يې دومره اوږدوله،چې په خپله له شا كېوځي؛لكه چې حاكم په مستدرك الصحيحين[70]كې په خپل سند روايتوي چې: په رسول اكرم پسې مو د ماخوستن لمونځ كاوه او چي آنحضرت به سجدې ته ولاړ،حسن او حسين به پرې سپاره شول او چي پورته كېده؛ نو دواړه يې په ورو پر ځمكه كېنول بيا يې ځان سماوه،چې جګ شي او همدغسې په ټولو سجدو كې، ما د لمانځه په پاې كې آنحضرت ته وويل يا رسول الله ! اجازه راكوئ ماشومان یې خپلې مور ته يوسم ؟ويې ويل نه؟ ناڅاپه يوه رڼا پيدا شوه او رسول اكرم وويل: خپلې مورته ولاړ شئ او رڼا يى تر هغه د پښو په مخ كې روانه وه، چې كور ته ورسېدل.

دا روايت د سند له پلوه سم دى، احمد بن حنبل (مسند  9/18) متقي هندي (كنز العمال 7/10 مخ) او هيثمي (مجمع الزوايد) راخستى دى او بيهقي (سنن 2/63 مخ)  په خپل سند له زر بن حبيش نه د دې حديث په څېر يو روايت راوړى؛خو په وروستۍ برخه كې يې زياته كړې،چې آنحضرت د هغو خلكو د غوښتنې په باب چې دا ماشومان له پېغمبر اكرم نه لرې كړي ويلي دي: دا دواړه كوچنيان مې پريږدئ، له دوى نه مې مور و پلار ځار شه، د هر چاچې زه ښه ايسم؛ نو دا دواړه دې يې هم ښه و ايسي. ترمذي (صحيح 2/24 مخونه) ابن ماجه (صحيح) احمد حنبل (مسند 5/369 مخ) ابو داود طيالسي (مستدرك طيالسي 10 /332 او 327 مخونه) بيهقي (2/213 مخ) او متقي هندي (كنزالعمال 7/108 مخ) روايتونه راوړي،چې لنډيز يې دادى: روايانو ليدل، چې آنحضرت (ص) په وړوكتوب كې د حسين لاسونه نيول او پښې يې پر خپله سينه کېښوولې او ويل يې: "حزقه، حزقه ترق عين بقه"؛ يعنې "كوچنيه كوچنيه پورته راشه اي دماشي سترګې."

په دې وروستيو كې جوته شوې چې د ماشي سترګې  د غلبېل په څېر سوري سوري دي او ځيني عالمان وايي،چې دا تعبير د امام حسين د شهادت او د بدن د سوري سوري كېدو وړاندوينه وه.

(مستدرک الصحيحين :درېم ټوک،١٦٧ مخ) په خپل سند له حضرت ابوهريره روايتوي :له رسول الله (ص) سره مو د ماسخوتن لمونځ کاوه؛سجدې ته به چې تله؛نو حسن او حسين به يې پر شا سپرېدل او چې راپورته کېده دواړه به يې ارام په ځمکه ايښوول او بيا به جګېده او دا چار  په ټولو سجدو کې و. د لمانځه په پاى کې مې ورته وويل : رسول الله اجازه راکوئ،چې ماشومان يې مور ته بوځم ؟ ويې ويل : نه ! ناڅاپه مې وليدل،چې برښنا راښکاره شوه او د خداى رسول وويل : ځئ ! مور ته ولاړ  شئ او برښنا يې مخه روښانه کړې وه،چې کور ته ورسېدل . (دا حديث صحيح سند لري)

(احمد بن حنبل؛مسند :دويم ټوک،٥١٣ مخ)، (متقي؛کنزالعمال :اووم ټوک،١٠٩ مخ)،(هيثمي؛مجمع : نهم ټوک،١٨١ مخ کې) راوړى دى، (بيهقي؛سنن :دويم ټوک،٢٦٣ مخ) په خپل سند له زر بن جيش نه دې ورته يو روايت راوړى دى؛خو په پاى کې يې رسول الله د هغه خلکو په ځواب کې،چې ماشومان يې کور ته رسول غوښتل،ويلي دي : دا دوه ماشومان ما ته پرېږدئ ،مور و پلار مې ترې ځار وي ،څوک چې له ما سره مينه کوي،له دې دوو سره دې هم مينه وکړي .

(ذخائر العقبى :١٣٢ مخ) ، (کنزالعمال : اووم ټوک،١٠٩ مخ) ، (هيثمي؛مجمع : درېم ټوک،١٨٢،١٨١ او ١٧٥ مخونه) ، (نسائي؛ صحيح :لومړى ټوک،١٧١ مخ) ،(مستدرک :درېم ټوک،١٦٥،٦٢٦ مخونه)، (احمد بن حنبل؛مسند :درېم ټوک،٤٩٣ مخ)، (بيهقي؛سنن : دويم ټوک،٢٦٣ مخ) ،(اسدالغابه :دويم ټوک،٣٨٩ مخ ) او (کنزالعمال: اووم ټوک،١٠٩ او ٢٢٢ مخونو) په دې باب روايتونه رانقل کړي دي،چې د لنډيز لپاره يې له راوړو ډډه کوو .

(صحيح ترمذي :دويم ټوک،٣٠٦ مخ) ،(نسائي؛صحيح ،لومړى ټوک،٢٠٩ او ٢٣٥ مخ) ،(ابو داود؛صحيح :شپږم ټوک،١١٠ مخ) ، (مستدرک :لومړى ‌ټوک،٢٨٧ مخ او څلورم ټوک،١٨٩ مخ) ، (احمد بن حنبل؛مسند :پينځم ټوک،٣٥٤ مخ)، (بيهقي؛سنن :درېم ټوک،٢١٨ مخ او شپږم ټوک،١٦٥ مخ)، (اسدالغابه :دويم ټوک،١٢ مخ) ،( ابن جرير؛تفسير : ٢٨ ټوک،٨١ مخ) ، (کنزالعمال :اووم ټوک، ١٠٨ مخ)، (سيوطي؛درمنثور : د تغابن د سورت تر " انما اموالکم و اولادکم فتنة" تر آيت لاندې ) ، (مستدرک،درېم ټوک،١٦٨ مخ) او (عسقلاني؛فتح الباري : اتم ټوک،١٠٠ مخ) په دې مضمن روايتونه رانقل کړي دي،چې رسول الله په خطبه و او حسن (او بله ورځ حسين) او (په بله ورځ دواړو) د رسول اکرم خپرې پرېکړې،لاندې راکوز شو،ماشومان يې په غېږ کې ونيول، و يې ويل:د دوى د ژړا د اورېدو وس نه لرم .

(اسدالغابه :دويم ټوک،١٩ مخ) له حضرت ابي هريرة او (کنزالعمال :درېم ټوک،١٥٤ مخ) له ابي ذر او  (ذخائر العقبى :١٣٤ مخ) له جعفر بن محمد او (کنزالعمال :اووم ټوک،١٠٧ مخ) له حضرت علي (ک) نه په دې مضمون روايتونه رانقل کړي دي،چې څو ځل حسن او حسين سره غېږ په غېږ شول،چې سيالي وکړي،رسول الله به د حسين پر ځاى حسن هڅاوه او دا چې فاطمې - يا علي – يې ترې علت وپوښت و يې ويل :ځکه جبرائيل حسين هڅوي؛نو زه حسن هڅوم .

(صحيح ترمذي:دويم ټوک،٢٤٠ او ٣٠٧ مخونه) ،(صحيح ابن ماجه) ، (احمد بن حبنل؛مسند :پينځم ټوک،٣٦٩ مخ) ، (طيالسي؛مسند :لسم ټوک،٣٣٢ او ٣٢٧ مخونه)، (بيهقي؛سنن :دويم ټوک،٢١٣ مخ) او (کنزالعمال :اووم ټوک،١٠٨ مخ) روايتونه راوړي دي،چې لنډيز يې دادى،حسين وړوکى ماشوم و،چې رسول الله (ص) به له لاسه نيوه،د هغه پښه به يې پر خپله خېټه ايښووه او تر اوږو به يې جيګاوه، ويل يې : (حزقه حزقه .ترق عين بقه –ماشومه !ماشومه ! راوخېژه اى د ماشي سترګې) او ځنې عالمان وايي،چې د پېغمبر اکرم دا خبره يې د امام حسين د شهادت او بدن د سوري سوري کېدو وړاندوينه ده؛ځکه اوس برسېره شوې ده،چې د ماشي سترګې سورۍ سورۍ دي – په دې ټولو روايتونو کې راغلي دي،چې ويلي يې دي : (خدايه ! حسین مو ښه ايسي ستا دې هم هغه ښه و ايسي،چې حسین يې ښه ايسي)


د غزل بابا وايي :

واوره د جرس نه د فطرت چې څه صدا راځي

ګوره دا كاروان د سړي توب چې په ژړا ځي

غريو نيولي ستوري ترې په مخکې په ژړا ځي

څنګه ټپرېدلې قافله د سپين سبا ځي

اووايه فطرته چې د ژوند حقيقتونه

څرنګه نن واړه په طرف د كربلا ځي

بعد په ازل او په ابد کې پاتې نه شو

داسې ابتدا وه چې يې حد تر انتها ځي

وركې د "امثالو " نه جوړ نن خپلې هستۍ دي

بېرته "عقل كل" ته ځكه واړه وارخطا ځي

نن انسانيت حېوانيت سره پرې كيږي

نن تيرې تيارو ته رڼا لورته د رڼا ځي

شوې په اننګو د سړي توب کې ډيوې بلې

ځاى د قربانۍ ته چې زامن د مرتضى ځي


او په دې ټولو رواياتو كې راغلي، چې آنحضرت (ص) ويلي: "خدايه هغه راته ګران دى او چا ته چې حسين ګران وي؛ نو ته هم دا ګران وګڼه"

دا چې حسين د عرش ښكلا يا د عرش غوږوالۍ ده، په دې باب نهه روايتونه راغلي، ځينو حنابله وو په "نهايت الطلب وغايه السوال "كتاب كې پخپل سند له ابن عباس نه روايت كړى چې وايي: له پېغمبر اكرم سره ناست وم،چې امام حسين يې په ښي زنګانه او خپل زوى ابراهيم يې په كيڼ زنګون كېنولى و، كله يې حسين او كله يې ابراهيم ښكلاوه، دا مهال جبراييل راغى ،ويې ويل: محمده! خداى درته  سلام وايي او وايي چې دا دواړه زامن دې نه پاتې كېږي او يو درنه اخستل كېږي؛ نو سوچ وكړه،چې كوم يو درته پاتې شي؟ پېغمبر اكرم حسين او ابراهيم دواړو ته وليدل، ويې ژړل او ويې ويل، كه حسين ومري؛ نو زما، د علي او  فاطمې درې واړو زړونه پرې خوږيږي؛ خو كه ابراهيم وفات شي؛ نو يوازې زه پرې دردېږم؛ هغه وو، چې د ابراهيم وفات يې ومانه او له حسينه يې ځار كړ او درې ورځې ورورسته ابراهيم ناروغ او وفات شو او بيا چې حسين پېغمبراكرم ته راته؛ نو ښكلاوه يې او په سينې پورې يې ټينګ نيوه؛خوله او غاښونه يې ورته روول او ويل يې "فديت من فديه يا بني ابراهيم" له داسې چا ځار شم، چې خپل زوى (ابراهيم) مې ترې ورځار كړ.[71]

خطيب په خپل سند له سعيد بن جبريل له ابن عباسه روايتوي چې: خداى تعالى محمد ته وحې وكړه، چي د يحيى بن زكريا د وژنې له امله  مې اويا زره تنه هلاك كړل او ستا د لور د زوى په بدله كې به دوه ګرايه هلاك كړم " امام بخاري په خپل سند له ابن نعيم نه روايت كړي: له عبدالله بن عمر رضى الله عنهما سره وم، يو چاترې د مچ د وينې پوښتنه وكړه، ده ترې وپوښتل چې ته د كوم ځاى يې؟ ورته يې وويل: عراقى يم. عبدالله بن عمر رضى الله عنهما ناستو خلكو ته مخ كړ، ويې ويل: دې سړي ته وګورئ، چې د مچ د وينې پوښتي، حال داچې د پېغمبر د زوى وينه تويوي او پخپله مې له رسول كريمه اورېدلي،چې "حسن او حسين زما د دې نړۍ دوه  ريحانې (د ګلونو غونچې) دي."

امام بخاري دا حديث په بله طريقه د "بد الخلق" په برخه كې د حسن او  حسين د مناقبو په باب كې راوړى، دغسې ترمذي (صحيح 2/38 _93 224 _ 153 مخونه) هم نقل كړى دى.

ابو نعيم اصفهاني (حليه الاوليا 3/201 مخ) پر خپل سند له حضرت جابر نه روايتوي، چې رسول اكرم حضرت علي (ك) ته وويل: "زما د دوو غنچو پلاره! پرتا دې سلام وي ، ستا دوه ستنې ژر نړيږي او تا پر خداى سپارم" او چې رسول اكرم رحلت وكړ، علي (ك) وويل: يوه ستنه مې ولوېده او چې فاطمه ولاړه؛نو دويمه ستنه مې هم ونړېده امام احمد بن حنبل (مسند 19مخ) روايوي،چې وايي: ان من دمعت عيناه لقتل الحسين دمعه او فطرت قطره لواه الله عزوجل الجنه

"د حسين پر وير پر يوه اوښكه هم خداى سړى جنت ته وړي".

"الجمع بين الصحاح السته " د حسين او حسن د مناقبو په باب روايتوي چې: پېغمبر مې په خوب كې وليده، چې ژاړي، ورته وويل شو رسول الله ! ولې ژاړې ؟ويې ويل: څه موده وړاندې حسين ووژل شو.[72]

له وكيع بن جراح له عبدالله بن سعيد له پلار يې له حضرت عايشې بي بي بيا له حضرت ام سلمه امهات المؤمنين نه روايت كړى، چې پېغمبر اكرم له دې دواړو يوې ته وويل: دې كوټې ته يوه پرښته راننووته، چې كله هم  نه وه راغلې او راته يې وويل: دا زوى (حسين) دې وژل كېږي؛ نوكه غواړې پر كومه ځمكه وژل كېږي هغه دروښيم؛ نو سره بخنه خاوره يې راويسته.

دا روايت هيثمي (مجمع الزوايد 6/ 187) هم راخستى او دا غمناك خبر څو څو ځلې جبراييل امين آنحضرت (ص) ته هم ويلى.

طبراني په المعجم الكبير كې له احمد بن رشد له عمرو بن خالد حراني له ابن لهيمه له ابي الاسود له عروجه بن زبير له عايشه ام المؤمنين نه روايتوي چې: حسين بن علي رضى الله عنه په داسې حال كې آنحضرت ته راغى،چې وحې پرې راغلې وه،د پېغمبر پراوږو كېناست او پېغمبر ورته ملا ټيټه كړه او لوبې يې كولې، جبراييل آنحضرت ته وويل: ايا دا درته ګران دى؟ پېغمبر وويل "ولې به راته ګران نه وي؟ جبراييل وويل: تر تا وروسته به یې ستا امت ووژني؛نو جبراييل خپل لاس اوږود كړ او سره بښنه خاوره يې راوړه،ويې ويل: ستا دا زوى پردې ځمكه وژل كېږي او نوم يې " طف "دى . "طف"؛ يعنې د فرات تړانګه. همدا چې جبراييل له آنحضرته ولاړ؛ نو خاوره يې په لاس کې وه او ژړل يې او ويې ويل : عايشې ! جبراييل خبر كړم،چې حسين زوى دې د طف پر ځمكه د فرات پر غاړې وژل كېږي او امت مې تر ما وروسته پر فتنه اخته او له ازمېينې سره مخېږي. عايشه ام المؤمنين وايي : پېغمبر په ژړا له كوټې ووت او د يارانو ډلې ته ورغى، چې علي ،ابوبكر  عمر ، حذيفه او ابوذر (رضى الله عنهم) پكې وو . پېغمبر اکرم ورته ويل: دا دې جبراييل خبر كړم چې حسين زوى دې تر تا وروسته د "طف" پر ځمكه وژل كېږي او دا خاوره يې راوړې او خبر یې كړم،قبر به يې هم هلته وي.[73]


د غزل بابا وايي :

اى هغه چې ته يې له نبي نبى له تانه

اى چې مور او پلار نبي په تا قربانول

اى د حوصلى همت مړانې د نګه غره

ستا سره ډغره خپل تندى وو ماتول

اى هغه، معيار د قربانۍ دې چې اكمل كه

خيرى، د اسلام د ايېنې دې وزد وېل

اى ته د بتول په مقدسو شودو لويه

برخه دې و پاك نبي په دوش وو سپرېدل

ته وې چې پاكان دې پرې اتلس قرباني كړل

چې پرې بنيادونه د اسلام يې نړول

اى چې قافله دې شوه تالا په دې مقام کې

راغله ستا سلام ته ، قافله د پښتنو ده

تا ته وسيله مو د قېدي زېن العباده

مونږ ته نظر بويه زمانه د زولنوده

لرى افتونه چې زمونږ د دين دنيا شي 

راكړه محبت چې وظيفه دمېړنو ده

ستاسو په الفت کې چې هم سوځوهم ګډېږو

خو ښه زمونږ دغه مشغله د سپېلنو ده

مونږ ته هم جذبې د قربانۍ نه برخه راكړه

بس دغه ارزو د ښكلي دين د لېونو ده

اى چې دې احسان په سړي توب دى تر قيامته

اى د قربانۍ د دوه ليمو نظر حسينه

مست چې د انسان ضمير په ميو ددنيا شو

تا دا بې خبر كړو په ايثار خبر حسينه

غوټه ستا جبين چې شو ، تيرې وبوږنيدې

رادې وړ د رشد او هدايت سحر حسينه

تېر شوې له عباس او له اكبر او له قاسمه

لاس شول درنه غوڅ او هم نظر ځيګر حسينه

جار دې له مړانې چې دې هر څه قرباني كړل

ټيټ دې د ګمراه په مخکې نه كړو سر حسينه

هره خواته خپره پر ېشاني او ځان ځاني ده

پاتې په مسلم کې جمعيت او نه طاقت دى

مړې د زړه ډيوې شولې تياره ده په محفل کې

تللى دلوګي غوندې الفت او اخوت دى

مرسته يې حاصله د صليب او د ګرجې نه

وينو چې پشتي يې د عيسى همه امت دى

خپل مهدي ته اووايه چې راشي دې دجال ته

اوګڼي روان د فنا لور ته دا ملت دى

عرض مې په اخر کې درته دا په ډېر نياز دى

پورته دې هر لوري ته نښان د"بې نوا "شي

ستا د ديد ارمان يې چې په زړه وړى عقبى ته

داسې الفاظ نشته وضاحت يې چې له ماشي

ګير يو په تيرو د ابتلا کې اى امامه

پورته دې نقاب كړه د جبين نه چې رڼا شي

وايه مصطفى او مرتضى او مجتبى ته

هم پاكې بتول ته دا تيرې چې وار خطا شي

بيا هغه ساقي هغه محفل وي هغه مى وي

بيا هغه ماښام هغه رندان هغه صبا شي


  دا چې جبراييل امين،پېغمبراكرم د امام حسين له شهادته خبر كړ او د كربلا سره بښنه خاوره يې ورته راوړې وه، په دې باب اتلس روايتونه راغلي.

علي (ك) چې د امام حسين د شهادت په باب وړاندوينه كړې، شپږ روايتونه نقل شوي او دا چې رسول اكرم فرمان صادر كړى، چې له حسينه به ملاتړ كوئ،يو حديث نقل شوى او دا چې رسول الله صلى الله عليه و آله د  حسين خاوره ام سلمه رضى الله عنه ته وركړه، چې هر وخت سره شوه؛ نو پوه شه، چې زما حسين به يې وژلې وي او د شهادت په وخت كې د ام سلمې او عبدالله بن عباس د خوبونو ليدو په اړه پينځه احاديثه نقل شوي دي.

مسلم په صحيح كې د دخان 29 ايت (فَمَا بَكَتْ عَلَيْهِمُ السَّمَاء وَالْأَرْضُ) په تفسير كي ويلي " حسين بن علي،چې ووژل شو؛ نو اسمان پرې وژړل چې ژړا يې سوروالى و.

امام سيوطي تر همدې آيت لاندې او طبري هم په خپل تفسير كې دا روايت نقل كړى چې ؛ امام ثعلبي د همدې آيت په تفسير كې ويلي: د حسين له وژنې مخكې د شفق سرخي نه وه او همداراز امام ثعلبي روايت كړى چې؛ مطرنا دما بابا قتل الحسين ، د حسين د وژنې پر ورځ پر موږ له اسمانه د وينو باران وورېده"[74]

دا چې پيريانو د امام حسين په وينو او ماتم ژړلي، پينځه احاديث راغلي، همداراز د عاشورا پر ورځ چې لاندې نښې نښانې پېښې شوي شپږويشت احاديث راغلي دي :

  1 _ د كسوف پېښېدل .

2 _ د وينې ورېدل

3 _ د شفق سره كېدل

4 _ د يزيد د لښكر د خوړو ايره كېدل

5 _ په بيت المقدس، شام ، خراسان او د كوفې په دارالاماره كې د وينې خوټېدل .

6 _ د عبيدالله بن زياد پر مخ د اور د لمبې راتلل

7 _ كوفې ته د شام پر لار په لومړني رباط كې، له دېوال ځنې د لاس راوتل او پرې د شعر ليكل.

8 _ خلكو به د حسين په ماتم كې شعرونه اورېدل،بې له دې چې ويونكي يې وګوري.

9 _ د امام حسين پر غلا شوي اوښ د اور لګېدل.

10 _ په ديګ كې د پيسو كودڼې كېدل.

11 _ د امام حسين د غوڅ شوي سر خبرې كول.

يادونه: د عاشورا د ورځې درناوى دادى چې د امام حسين پر وير خپګان ښكاره شې او د دې ورځو تعظيم په هغو کړنې كې دى،چې له همدې ورځې سره اړخ لګوي. د پېغمبر (صلى الله عليه واله) له كورنۍ سره مينه، د خداى او پېغمبر  سپارښتنه ده .


د غزل بابا وايي :

چې هر څوك د پنجتن نه لري ياري

مرګ  د روح يې دى له دغې بيماري

د كور خلق برابر د پردو نه وي

زه اول يم پنج تني بيا چار ياري

چې احمد علي زهرا حسين واړه

اولى نه ګڼي عبث كوي خواري

پس د دوى نه مې پسند واړه اصحاب دي

چې لري په تابعينو سرداري

  زه حمزه د بو تراب د در تراب يم

  چې يې قيض تر قيامته دى جاري


نو پر مسلمانانو لازمه ده، چې په دې ورځ داسې کړنې ترسره كړي،چې د وير او ماتم ښكارندوى وي. ځينې په دې ورځ روژه نيسي؛خو لاندې روايتونو ته ځير شئ:

حميدى په الجمع بين الصحيحين كې د عبدالله ابن عباس " رض " له مسند نه روايتوي: د پېغمبر اكرم په مخ كې د عاشورا د روژې په باب يادونه وشوه، پېغمبر ويل: په دې ورځ په جاهليت كې خلكو روژه نيوه؛ نو تر دې وروسته د هر چا خوښه چې روژه نيسي که نه .[75]

بيا حميدى د عبدالله بن مسعود په مسند كې په نولسم حديث كې له اشعث بن قيسه روايت كړى: علي بن مسعود ته ولاړم ، ګورم چې د عاشورا پر ورځ روژه نه دى، ورته مې وويل : ابو عبدالرحمنه ! نن د عاشورا ورځ ده ولې روژه نه يې؟ ويې ويل: د رمضان مياشتې تر نازليدو مخكې د عاشورا پر ورځ روژه نيول كېده؛ نو دا چې د رمضان مياشتې روژه نيول فرض شوه؛ نو د عاشورا  روژه پرېښوول شوه.[76]

او په همدې كتاب كې دا روايت له عبدالله بن عمر " رض " نه هم راوړل شوى دى.  

په نبوي كورنۍ كې امام حسين له ځانګړنو برخمن و او د پښتنو په اصطلاح د انځر ګل و. د حسين زوكړه او وژنه دواړه پر ژړا وې.

په زوكړه كې يې پېغمبر وژړل او پر شهادت يې ځمكې او اسمان (1). له اسمانه وينې ووريدې (2) د كايناتو د لر او بر افق سور رنګى شو (3).

امام زين العابدين (امام سجاد علي ابن الحسين) ويلي:

"څوك چې زموږ پر مصيبتونو يو څاڅكى اوښكه تويه كړي، خداى به ورته جنتي كوټه وركړي". 

امام صادق وايي: (الف) " د چا په مخ كې، چې د امام حسين نوم واخستل شي او د مچ وزر هومره اوښكې تويې كړي، خداى به يې جنتي كړي.


د غزل بابا وايي :

هغه حسن چې په ذات د كبريا کې ځلېده

هغه نمر چې په افق د منشاخداىء کې ځلېده

هغه نور چې د هستۍ په ابتدا کې ځلېده

دعدم وجود په لا او په الا کې ځلېده

جوړه ديد لره خالق ئې ايېنه كړه د هستۍ

بيا په خپل حسن سينه يې ګنجينه كړه د هستۍ

دغه حسن و نبي چې ئې كامل انسانيت كړ

په دربار د سړي توب کې ئې سرخم ملكيت كړ

په اخلاقو د خالق ئې چې د خلقو تربيت كړ

د الحادو كفر شرك ئې له دنيا لرى لعنت كړ

په هموو لويو  لويو مرتبوئې دې نمانځلى

بس خو يو له خدايه پسته دې په ټولو کې ښاغلى

ميېن توب و او كه مينه وه كه رازو كه نيازو


(ب): "بنده ته هر ډول بې صبري او ژړا ناسمه ده؛ خو د حسين بن علي په باب ا لهي اجر او بدله لري" (6) [77]

( آل عمران/144): ((وَمَا مُحَمَّدٌ إِلاَّ رَسُولٌ قَدْ خَلَتْ مِن قَبْلِهِ الرُّسُلُ أَفَإِن مَّاتَ أَوْ قُتِلَ انقَلَبْتُمْ عَلَى أَعْقَابِكُمْ وَمَن يَنقَلِبْ عَلَىَ عَقِبَيْهِ فَلَن يَضُرَّ اللّهَ شَيْئًا وَسَيَجْزِي اللّهُ الشَّاكِرِينَ = او محمد(ص) يوازې د خداى استازى دى او تر هغه مخكې هم (نور) استازي وو؛ نو كه (هغه) ومري يا ووژل شي؛ تاسې پر شا ګرځئ ؟ ( او اسلام پرېږدئ،جاهليت او كفر ته ورستنېږئ ؟!) او څوك چې (له خپلې عقيدې) واوړي (؛نو پوه دې شي،چې) خداى ته هېڅ زيان نشي ور رسولاى او خداى به ډېر ژر شكر ايستونكيو ( او د زغم خاوندانو ) ته بدله وركړي .))      

  د غزل بابا وايي :

دا ستمونه چې په ال د مصطفى شوي دي

په ويړ جهان کې راته وايه چې په چا شوي دي

هغه ناشوني چې شيطان هم ترې امان غواړي

هغه په ال د محمد په كربلا شوي دي

تل به روانه وي د حق او د باطل جګړه

لكه جنګونه د تيرې او د رڼا شوي دي

چې پاك نبي په پاكو لبو ښكلولو مدام

ډېر ګوزارونه د هغه په مخ او شا شوي دي

د اولادونو خاوندانو تصور خو اوكړىْ

په ماشومانو چې ظلمونه د زهرا شوي دي

عجيبه دا چې دا روا مسلمانانو ګڼل

خو كافرانو دا ويل چې ناروا شوي دي

                                                                *******

څه پوښتې چې دا د چا سرونه په نيزو دي

دا خو په معنى کې قرآنونه په نيزو دي

ځوان كه ماشومان دي كه نيم زالي بوډاګان دي

اوګوره سوري سوري يې زړونه په نيزو دي

تن دى د امام په ډېرو غشو غلبيل شوى

هم پرې باندې شوي ګوذارونه په نېزو دي

حيف دى چې پامال يې په اسونو شهېدان كړل

څېرې د خېمو يې دامامانونه په نېزو دي

دا يې د نبي او د زهرا په زړونو ايښي

كوم چې د سرو وينو يې داغونه په نېزو دي

څه به كړي جواب هلته چې نمر يوه نېزه شي

دو يې چې څومره كړي ستمونه په نېزو دي

سر د پاك امام په نېزه څه وايې پوهېږىْ

چرې قتل شوي ايمانونه په نېزو دي؟

                                                               ******

ښكلي ګلونه ترمې ترمې د سپرلي پراته دي

د محمد د خاندان ښكلي زلمي پراته دي

چې زړه د كفر يې نعرونه د تكبير لړزيدو

د اصحاب دي د حسين لكه زمري پراته دي

ليك يې سند د تل ژوندون شو په كتاب د عالم

دا هسې مړه دي چې تر حشره هم ژوندي پراته دي

چې ابراهيم او اسماعيل به هم پرې فخر كوي

نن بې كفنه ښكلي ميړني پراته دي

چى هر څه څه يې قرباني كړه په نامه د اسلام

په بې كسۍ کې دلته هغه لېوني پراته دي

چې استقلال ته ملائك يې هم حيرت وړي دي

هغه غښتلي ننګيالي هغه سړي پراته دي

                                                            ******

هغه سردار چې د جنت د شاه زلمو دى حسين

كله لائق د تورو غشو دنېزو دى حسين

سر يې خپل وركړ لاس يې ورنه كړو په لاس د يزيد

خدايګو بنا د لا اله الا هو دى حسين

اى د دنيا تاريخه اوس خو لافاني شوې ته هم

ستا اننګو کې چې تل تل په ځلېدو دى حسين

چې عقلمند د جهان ټول ګوته په خوله دي ورته

هغه سالار خو د اسلام د لېونو دى حسين

چى يې سپرلى كړلو په ټكندو غرمو د ضمير

پروت بې كفنه كربلا کې په غرمو دى حسين

انسانيت به ورته سر د نياز خم لري تل

روح په قالب کې د راتلونكو زمانو دخداى حسين

                                                                ******

مسكي مسكي دي جنتونه چې قاسم راځي

حورې غلمان كړي سنګارونه چې قاسم راځي

د زلمي تندې په كوثر کې كړې چپې پېدا

نبي بابا راوړي جامونه چې قاسم راځي

د كنډې پېغلې اسوېلو ته فرشتې راغلې

دي په خېمو کې فريادونه چې قاسم راځې

اى شهيدانو مظلومانو د بې كس ملګرو

راسره واخلئ څه ګامونه چې قاسم راځي

زين العباد بچيه څنګه په هېبت پاسېدې

درته چا دركړه خبرونه چې قاسم راځي

زما د سترګو نظر ولاړو چې ټپرېږمه زه

لږ مې څوك اونيسئ لاسونه چې قاسم راځي

                                                                                      *******

يه اصغره زويه اوس به خود څېرې ګرېوان كړمه

اوښكې شته نه وينې چې په تا يې زه قربان كړمه

وې بانو بچيه مرور له كوره چرته ځې

جار دې شه موركه دا خفه له موره چرته ځې

اودرېږه په مخکې چې لوګى درته چشمان كړمه

يه اصغره زوىه اوس به خود څېرې ګرېوان كړمه

اودرېږه نبي نيكه بابا ته مې سلام يوسه

هم يې مرتضى او مجتبى ته نام په نام يوسه

وايه ستا بې پته امتيانو په دا شان كړمه

يه اصغر زويه ......................

چغې كړې كبرى چې دې چينې اوښكو ته نه ګورې

يه روره كه ته د سكينى اوښكو ته نه ګورې

مه ځه درته روى به د علي شاه مردان كړمه

يه اصغره زويه ................................

اووې زينبې بي بي، د دو سترګو رڼا زما

غم د تا دعون او محمد نه دى سوا زما

ترور درنه قربان شه زړه به څنګه در عيان كړمه

يه اصغره زويه ..............................

يه زوىه خاتونې د جنت ته سلام ووايه

بيا مې مرتضى او پاك حضرت ته سلام ووايه

اوس به بې د تانه په دنيا کې څه ګزران كړمه

يه اصغر زويه

                                                         *******

وې عمر سعد چې څوك شته چې دا بوډا كړي هلاك

د خپل له خوا راغلې دا بلا كړي هلاك   

بيا چې راتلل نو قتلیدل د دې جري د لاسه

د حبيب ابن مظاهر د امزري دلاسه

بيا عمر غږ كړو ترې چاپير شى چې ژوندى ولاړ نشي

چې خپل امام ته فتح مند او ګړندى ولاړ نه شي

ترې يو خوا بل خوا په سؤونو ظالمان شو چاپېر

د دې بوډا زلمي زمري ځنې ليوان شو چاپېر

د حبيب توري د سرونو كرونده كوله

په زخمي تن يې هم د ګل غوندې خندا كوله

چې شو زخمونه بې شماره شهسوار پريوت

په حوصله او په همت او په وقار پريوت

بيا يې نعرې كړې چې د خپل حبيب خبر واخله

په پاكه غيږه کې سيده زما سر واخله

امام ويل ورته لبيك دى جانثاره زما

لاسونه غوڅ د ظالمانو شه سرداره زما

په خپله غيږ کې مې حبيب لره پناه وركړه

هغه ديدار د امام اوكړو بيا يې ساه وركړه

وركه بلا د خوار امت كړله بلا د حسين

ځكه د هر مسلمان زړه دى جلوه ګاه د حسين

د تن ويښته د حال په ژبه كړي ثنا د حسين

سخ د هغو سر کې د چا چې وي سودا د حسين

جوړ شو قاصد يثرب ته ځي باد د سبا د حسين

شفق په وينو كړي ژړا په ابتلا د حسين

په ملكوت کې ځاى پځاى دا هسې شور دى ولې

ستم ايجاد فلك د غمه نه نسكور دى ولې

د فرښتو په سر د غم ابر راخور دى ولې

چا كړو ستم مخ د افق داسې تك تور دى ولې

زلفې خورې دې مضطرب ولې بابا د حسين

شفق په وينو كړي ژړا په ابتلا د حسين

عرش ښكلولو ته د مزكې نن تكل كړي ولې

نن عليين ته د ختلو نېت اسفل كړي ولې

نن ستمونه د فلك ښكته مزل كړي ولې

نن عوارض بغېر دجسم نه غوبل كړي ولې

چشم حېرت كړي تماشا ارض و سما د حسين

شفق په وينو كړي ژړا په ابتلا د حسين

نن په خپل مېنځ کې ملائك كړي په حيرت خبرې

حورې غلمان وايې د سوز او د حسرت بدلې

دې نظارې ته قدرت هم پردې له مخ كړې لرې

راځي په جوش کې د تسليم اورضا لښکرې

جنګ ته تيار چې شول اصحاب باصفا د حسين

شفق په وينوكړي ژړا په ابتلا د حسين

نن د ګرمۍ چې له وحشته ساه ډوبيږي ولې

يخې خولې د پشه كال په مخ  بهېږي ولې

د كربلا خشكه صحرا ګلستانيږي ولې

وړي په ژړا خيرالورى ته ماجرا د حسين

شفق د وينو كړي ژړا په ابتلا د حسين

سبب يې څه دى بې قرار چې شهيدان شو دوبار

تللي روحونه يې قالب ته په رفتار شو دوبار

د كائنات  د نياز سرونه نكونسار شو دوبار

بعثنا سيدي للحرب په ګفتار شو دوبار

د روح په غوږ د من ناصرې شوه صدا د حسين

شفق په وينو كړي ژړا په ابتلا د حسين

څوك وه چې وس يې د مركب ورته ركاب اونيو

لاس د قدرت و، په پنجه کې يې مهتاب اونيو

د جلالت نه چې په لاس کې يې نقاب اونيو

نمر په اسمان کې د خسوف مخ ته حجاب اونيو

په رخصتۍ کې زېنب واختى بلا د حسين

شفق په وينو كړي ژړا په ابتلا د حسين

منم چې داغ يې د اكبر د شهادت ؤ په زړه

بار دواده دشه قاسم يې هم حسرت ؤ په زړه

د علمدار غوڅ مړوندونه يې قيامت ؤ په زړه

خو يو جوش د شهادت چې يې راحت ؤ په زړه

قضا ته سر اېښى په مخکې ؤ رضا د حسين

شفق په وينوكړي ژړا په ابتلا د حسين

نعرې د چا په كائناتو مسلط كړو سكوت

جلوې په چا قربانېدو ته رالېږي مكلوت

د انبياؤ په نظرونو شو كربل جبروت

په ايېنه کې منعكس شولو ناسوت د لاهوت

پورته اتمام ته د حجت چې شوه ندا د حسين

شفق په وينوكړي ژړا په ابتلا د حسين

دښمن ويل مونږه منو چې يې فرزند د رسول (ص)

د زړه ټوټه د مرتضى يې جګر ګوش د بتول

كه د اجل چرې پېرزو دې په ځان نه وي نزول

راشه بېعت زمونږ په مخکې د يزيد كړه قبول

ورته جواب کې ذوالفقار وكړه برېښنا د حسين

شفق په وينو كړي ژړا په ابتلا د حسين

لرې پرده شوه اصلي رنګ کې نمايان شو اسرار

چې د امام په قتلولو باندې سرشو اشرار

بيا چې شبير نه شو علي ته امامت په رفتار

كه چا كتى شولى پخپله بې حجاب ؤ ستار

د پاك وجود نه چې جدا شوله ردا د حسين

شفق په وينو كړي ژړا په ابتلا د حسين

شاتورى راغلى ذوالجناح زخمي په حال زبون

د دين پټى دادى خړوبه كړو امام په خون

كښت و جنت د ذوالجناح هره ادا د جنون

وكرامت د امام بې اوبو ژوندى چې و نون

د مظلومۍ وايې نوحه وس كربلا د حسين

شفق په وينو كړي ژړا په ابتلا دحسين

راغله دمشق ته قافله چې بنديوان دي همه

پټ په وريځ کې د بلا د برق پشان دي همه

څه سرتور سرې كونډې رنډې يتيمان دي همه

خبر يې دا د محمد د خاندان دي همه

مير د كاروان بسته په اوښ زين العباد حسين

شفق په وينو كړي ژا په ابتلا د حسين

زبح عظيم شو مكمل پاتې نور حال نه شو

زير د منت وس دا كمال پاتې اجمال نه شو

يار د هندى د زوى د زوى سره اقبال نه شو

ځاى د عبرت دى آل يې پاتې په دنبال نه شو

حمزه شاهان دي ځاى په ځاى آل صفا د حسين

شفق په وينو كړي ژړا په ابتلا د حسين



ارواښاد ګل پاچا الفت:

پر يزيد باندې ورېږي تر قيامته نفـــــرتونه

د حسين په غم كې ژاړي جهانونه عالمونه


خداى او پېغمبر یې، امام حسين پاڅون ته چمتو کړى و[سمول]

خداى تعالى، امام حسين د مسلمانانو په زړه کې د غاصبي واکمنۍ د سپېڅلي کړاى شوي مقام د ماتولو لپاره مخکې له مخکې چمتو کړی و! د قرآن کريم ځينې آيتونه د عمومو اهل البيتو په باب نازل شوي او د خپل پېغمبر له خولې يې ګرد اهل البيت په تېره امام حسين مسلمانانو ته دغسې معرفي کوي :

((قُل لَّا أَسْأَلُكُمْ عَلَيْهِ أَجْرًا إِلَّا الْمَوَدَّةَ فِي الْقُرْبَى [78] = زه له تاسې پر دې چار (رسالت) هېڅ بدله نه غواړم؛خو (زما) له خپلوانو (= اهل بيتو) سره مينه (هرومرو غواړم). ))

چې دا آیت نازل شو؛نو پېغمبر(ص) "خپلوان" په علي، فاطمې، حسن او حسين تفسير کړل او چې د رسول الله (ص) د الهي لورونو راکېووتو ته ورپام شو؛نو علي، فاطمه، حسن او حسين يې راوغوښتل او تر خپل پټو لاندې يې کړل او خداى دغسې نازل کړل :

((إِنَّمَا يُرِيدُ اللَّهُ لِيُذْهِبَ عَنكُمُ الرِّجْسَ أَهْلَ الْبَيْتِ وَيُطَهِّرَكُمْ تَطْهِيرًا [79] = بېشكه خداى يوازې غواړي چې له تاسې"اهل البيت =نبوي كورنۍ" پليتي او ګناه لرې كړي او بشپړ موسپېڅلي كړي. ))

او پېغمبر (ص) وويل : "خدايه! دوى مې اهل البيت دي" او تردې وروسته يې ترمړينې د پينځه وخته نمانځه پر مهال پر وره  درېده او ويل يې: " پر تاسې اهل البيتو دې سلام وي"! انما يريد الله ليذهب .... [80]"

او چې د آل عمران ٦١ آيت [ فَمَنْ حَآجَّكَ فِيهِ مِن بَعْدِ مَا جَاءكَ مِنَ الْعِلْمِ فَقُلْ تَعَالَوْاْ نَدْعُ أَبْنَاءنَا وَأَبْنَاءكُمْ وَنِسَاءنَا وَنِسَاءكُمْ وَأَنفُسَنَا وأَنفُسَكُمْ ثُمَّ نَبْتَهِلْ فَنَجْعَل لَّعْنَةَ اللّهِ عَلَى الْكَاذِبِينَ -( د مسيح په باب ) چې وپوهېدې؛نو (بيا) هم كه څوك په دې اړه له تا سره شخړه كوي ؛نو ورته ووايه:((راځئ چې موږ به هم خپل زامن راوبلو او تاسې هم خپل زامن، موږ به هم خپلې ښځې راوبلواو تاسې هم خپلې ښځې، موږ به پخپله راشو او تاسې هم پخپله راشئ ؛نو بيا به مباهله (او دعا) وكړو او پر دروغجنو د خداى لعنت وغواړو.)) ] نازل شو؛ نو پېغمبر(ص) د نجران له نصاراوو سره مباهلې (ښېرا) ته چتو شو او علي، فاطمه، حسن او حسين يې راوبلل او ..... [81]

او په بل روايت کې :رسول الله(ص)، امام حسين په غېږ کې نيولى و، امام حسن يې له لاسه نيولى و،فاطمه په آنحضرت (ص) پسې و او علي ورپسې روان و، ورته يې وويل :"چې دعا مې کوله آمين ووياست"؛خو چې د نجران اسقف وليدل،ويې ويل: "نصاراوو! داسې څېرې وينم،چې که له خدایه وغواړي،چې يو غر ونړوي؛نو هرومرو يې نړوي؛نو مباهله مه کوئ،چې هلاکېږئ" او پېغمبر(ص) د "جزئيه" د ورکړې په بدل کې جوړجاړى ورسره وکړ. [82]

دا يو شمېر آيتونه وو، چې اسلامي امت په قرآن کريم کې لوستل او تفسير يې د رسول الله (ص) له خولې اورېده او د هغه په چلن کې يې ليده.

او هم  دې امت اورېدل،چې رسول الله (ص) وويل:" من صلى صلاة لم يصل فيها على و لا على اءهل بيتى ، لم تقبل منه = چې څوک لمونځ وکړي او پر ما او اهل البيتو مې درود ونه وايي؛ نو لمونځ يې نه قبلېږي  [83]." او چې ويې پوښتل: څرنګه درباندې درود ووايو،ويې ويل: و وايئ: " اللهم صل على محمد و على آل محمد، كما صليت على ابراهيم و آل ابراهيم انك حميد مجيد. اللهم بارك على محمد و آل محمد، كما باركت على آل ابراهيم انك حميد مجيد = خدايه پر محمد او آل محمد درود ولېږه؛لکه چې څنګه دې پر آل ابراهيم لېږلى،بېشکه چې ته ستايل شوى ستر يې،خدايه پر محمد او آل محمد برکت ولېږه؛لکه چې آل ابراهيم ته دې برکت ورکړى و،بېشکه چې ته ستايل شوى ستر يې . [84]"

او هم  دې امت اورېدل،چې،رسول الله (ص) "علي،فاطمې، حسن او حسين" ته يې وويل: " انا حرب لمن حاربتم ، و سلم لمن سالمتم = زه له هغه سره دښمن يم،چې دښمني درسره وکړي او چې دوستي درسره وکړي،ورسره دوست يم [85]"

او هم  دې امت اورېدل،چې انحضرت(ص) وویل : "چا چې دښمني درسره وکړه، دښمن يې يم او چې چا دوستي درسره وکړه، دوست يې يم .[86]"

او هم  دې امت اورېدل،چې رسول الله (ص) د حسن او حسين لاسونه ونيول او ويې ويل: " من احبنى و احب هذين ، و اباهما، و امهما، كان معى فى درجتى يوم القيامة = د چا چې زه ښه ايسم او دا دواړه او د دوی مور و پلار شښه وګڼي؛نو د قيامت په ورځ کې به زما ملګرى او له ما سره به په يوه درجه کې وي . [87]"

رسول اکرم (ص) وويل: "حسن او حسين مې له نړۍ دوه غونچې دي [88] ."

او هم  دې امت اورېدل،چې انحضرت (ص) وويل: " اءلا اخبركم بخير الناس جدا و جدة ، الا اخبركم بخير الناس عما و عمة ، الا اخبركم بخير الناس خالا و خالة ، الا اخبركم بخير الناس ابا و اما؟ الحسن و الحسين= ايا هغوى در وښيم،چې غوره نيکه او نيا ولري؟ايا هغوى دروښيم،چې غوره تره او ترور لري؟ ايا هغوى در وښيم چې غوره ماما او توړۍ لري؟ ايا هغوى در وښيم چې غوره مور و پلار لري؟! [هو!هغوى] حسن او حسين دي . [89]"

او هم  دې امت اورېدل،چې رسول الله (ص) وويل: " هذان ابناى و ابنا ابنتى ، اللهم انى احبهما، فاحبهما، و اءحب من يحبهما=  دا دواړه زما زامن او زما د لور زامن دي،خدايه راته ګران دي؛ نو تا ته دې هم ګران وي او دوستان يې ښه وګڼه . [90]"

او هم  دې امت اورېدل،چې رسول الله (ص) وويل: " من احب الحسن و الحسين ، فقد احبنى ، و من ابغضهما فقد ابغضنى = چې څوک حسن او حسين دوستان وګڼي؛ نو زه ورته ګران يم او چې څوک ورسره دښمني کوي،زه يې دښمن ګڼلى يم [91]."

او هم  دې امت اورېدل،چې رسول الله (ص) وويل :" كل بنى آدم ينتمون الى عصبتهم الا ولد فاطمة ، فانى اءنا اءبوهم و اءنا عصبتهم = ټول بنيادمان په خپلو پلرنيو کورنيو پورې تړلي وي؛خو بې د فاطمې له اولادې،چې پخپله زه يې پلار يم او زه يې پلرنۍ کورنۍ يم .[92]"

رسول الله (ص) په خپل جومات کې لمونځ کاوه،چې سجدې ته به ته؛نو حسن او حسين به ور پر شا شول او چې له سجدې به راپورته شو؛نو په ورو يې نيول او پر ځمکه يې کېنول او چې بيا سپرېدل؛نو پېغمبر(ص) به هماغسې کول .............[93]"

او هم دې امت ليدل،چې رسول الله (ص) په خپل جومات کې خطبه ويله، حسن او حسين په تيندکو راتلل او رسول الله (ص) له منبره راکېوت او دواړه يې ونيول او خپلې مخې ته يې کېنول .... [94]"

هو! خداى ددې آيتونو او رسول الله (ص) ددې احاديثو له لارې دا امت چمتو کړ،چې تر رسول الله (ص) وروسته ټولو اهل بيتو ته د درنښت،ستريا،مينې او ولايت په سترګه وګوري او همداراز حق،مقام او منزلت ته یې پاملرنه وکړي،چې په "خمس آيت، د هل اتى سورت او د " وآت ذى القربى " په آيت کې او همداراز هغه احاديث چې ددې او نورو آيتونو په تفسير کې راغلي دي [95] ."

رسول الله (ص) د حسين د زوکړې پر مهال او هم په ورپسې وختونو کې د امام د پاڅون يادونه کوله [96] .

همدغسې هغه کړنې،چې علي (ک) وکړې؛لکه د صفين په لار کې يې له رسول الله (ص) يو روايت وکړ،چې امام حسين شهيدېږي .

او د صفين د جګړو په ترڅ کې يې وويل: "د حسن او حسين د مړينې په باب اندیښمن يم،هسې نه چې په مړينه يې د نبي کريم (ص) ځوځات پاى ته ورسي[97] ."

په دې توګه اسلامي امت ته له امام حسين سره په مينه،درنښت او د مقام په درناوي هدایت ورکړل شو، پر دې سربېره د امت ځينو کسانو له رسول الله (ص) څخه نصوص درلودل،چې په ډاګه يې د "ائمه اثنى عشر" يا د دولس ګونو امامانو د مشرتوب خبرې کولې،چې د اسلام پاسوالان دي،چې امام حسين يې درېيمنى دى .

چې هر څه وو، امام حسين په خپله زمانه کې په مسلمانانو کې د خپل نيکه د محبوبيت وارث و.

له دې امله،په هغه پېر کې مسلمانانو بیعت ورسره کاوه،چې په دې بيعت به تر حضرت معاويه وروسته امام حسین شرعي خليفه شي او د خلافت مقام به خپل حقيقي ځاى ونيسي . که له امام حسین سره بيعت شوى واى؛ نو ټولنې ته يې اسلامي احکام راستنولاى نه شوو،هغه احکام،چې مخکېنيو خلفاوو د خپل شخصي راى له مخې اړولي وو؛لکه څرنګه،چې د امام حسین پلار علي(ک) هم ونه کړاى شول،چې تر ځان وړاندې د درې ګونو خلفاوو شخصې نظريات واړوي [98] .

نو که امام حسين سره هم بيعت شوى واى؛ نو هغه دې ته اړ و،چې د حضرت معاويه بن ابوسفيان بدعتونه تاييد کړي او پر خپل حال يې پرېږدي؛هغه بدعتونه،چې د مخکېنيو خلفاوو پر شخصي اجتهاداتو سربېره يې پر منبرونو علي (ک) هم  کنځه!خو داچې مسلمانانو ورسره بيعت ونشو کړاى؛نو حرمت يې د حرمين شريفين د حرمت په څېر پاتې شو؛هغه حرمت،چې په زړونو کې ناست و؛خو په خواشینۍ،چې د هغه وخت مسلمانانو له  خليفه څخه په اطاعت کې دا حرمت څېرې کړ،چې فرزدق په دې اړه د امام پوښتنه څومره ښه ځوابوي :

" قلوب الناس معك ، و سيوفهم مع بنى امية"

د خلکو زړونه درسره دي؛ خو توري يې له امويانو سوه دي!"

او دا دى ددې ویینو په رڼا کې،دهغې زمانې د ستونزې پېژندنه را ته اسانه شوه، چې لولو يې .

د امام حسين په پېر کې د مسلمانانو حال[سمول]

هغه مسلمانان،چې د اسلام په مرکز؛یعنې مکه او مدینه او د خلافت په مرکز کوفه او شام کې اوسېدل، داسې شوي وو،چې دينوالي يې د خليفه په اطاعت کې ليده؛که هر څوک و،هره ځانګړنه يې چې درلوده او هر امر يې چې کاوه ؛نو د هغه اطاعت يې واجب ګاڼه او پر ضد يې پاڅون په مسلمانانو کې درز اچونه او له دينه وتل ګڼل او دا وضع په داسې حال کې وه،چې لا تر اوسه يو شمېر اصحاب کرام (رضي الله عنهم) ژوندي وو،چې رسول الله (ص) يې ليدلى و او خبرې يې اورېدلې وې او همداراز نېکچاري او شرافتمن تابعين مسلمانان هم پکې وو. اوس نو له دې ټولي (جماعت) سره په قياس او پرتله کې د نورو مسلمانانو حال به څرنګه و،چې په لرې سيمو او مرکزونو؛لکه افريقا،ايران او جزيرة العرب کې اوسېدل؛يعنې هغوى چې رسول الله (ص) يې ليدلى نه و او له اهل بيتو او لارويانو سره يې نه پېژندل؛نو پر حالاتو يې يوازې خداى پوهېده او بس! دې مسلمانانو اسلام په پايتخت کې ناستو او د خليفه په چاپېريال کې ليده او د اسلام انځور يې د دوى په چلن او د خليفه په سيرت کې ليده! او نه پوهېدل،چې خليفه څوک و او په خپلو کړنو کې يې څه انځورول!هغه خليفه،چې شراب يې څښل،لمونځ يې نه کاوه!د ساز او ډمتوب بنډار يې جوړاوه، د سپو جنګونې کاړې یې جوړولې او له بد لمنو سره يې شپې سبا کولې! هغه خليفه،چې د رسول الله(ص) د لمسي د وژنې امر يې وکړ،د رسول الله(ص) د اهل البيتو ښځې يې بنديانې کړې،د پېغمبر(ص) حرم يې مباح او کعبه يې په ډبرو وايشته او داسې يې وويل :

لعبت هاشم بالملك فلا خبر جاء ولا وحى نزل [99] !!

بني هاشمو له حکومت سره لوبې وکړې که نه، نه له اسمانه کوم خبر راغى او نه څه وحې راکېوته!

نو دا هغه اسلام و،چې د خداى له خليفه او د پېغمبر له خليفه سره يې مونده (٢٥) او په همدې حال کې مسلمانانو ته ويل کېدل : دينوالي د همدې خليفه په اطاعت کې ده!نو څرګنده شوه،چې د هغې ورځې بنسټيزه ستونزه، د ظالم واکمن برلاسي نه وه،چې د عادل واکمن په راتلو سره هواره شي؛بلکې د اسلامي احکامو له منځه تلل، دينوالي د خليفه د هر ډول اوامرو مطلق اطاعت کول او هغه انګېرنه وه،چې د خلافت د مقام په اړه يې درلوده.

او په دغسې شرايطو کې د چارو رغونه او سمونه يوازې په دې پورې اړه درلوده،چې د مسلمانانو په ليد او ګروه کې بدلون رامنځ ته شي،چې وروسته ترې د اسلامي احکامو راستنېدا ته لار هواره شي او امام حسين يوازېنى تن و، چې د دغسې خوځښت او د بدلون د ترسره کېدو وس يې درلود.

د رسول الله (ص) (د بويولو) غونچه او بې سارې مرغلره،هماغه چې په اړه يې آيات او احاديث راغلي وو، په دې شرايطو کې دغسې انسان په دې ځانګړنو سره بايد له دوو لارو ځنې يوه لار (درېيمنى لار نشته) غوره کوله:

لومړی : له يزيد سره بيعت وکړي او د دنيا سوکالي او نعمت تر لاسه کړي او په مسلمانانو کې يې محبوبيت او درناوى پر ځاى پاتې وي، حال دا چې پوهېده له یزیده سره بیعت کول به یې:

لومړى – د يزيد تاييد؛د يزيد د ګناهونو تاييد دی!

دويم – د هغې زمانې د مسلمانانو د ګروهو او ليدلوريو تاييد او پرې منښته ،چې د يزيد په څېر خلفاوو يې درلودل . هغه ليدلورى،چې ويل یې : څوک چې په بيعت خلافت ته رسي،د خداى او رسول شرعي استازي دي او په هر ډول شرايطو کې يې د ټولو اوامرو منل واجب دي!

دې دوو منښتو او تاييد يې د نيکه رسول الله (ص) شريعت ورکاوه او پايله يې د موسى علیه السلام، عيسى علیه السلام او نورو پېغمبرانو د شرايعو د برخليک په څېر وه . په دې چار د نبي کريم (ص) لمسي د خپلې زمانې د همپېرو او تر قيامته د راتلونکي ځوځات ګناه يې تر غاړې کوله!حال دا چې رسول الله(ص) بې له حسينه بل زوى نه درلود او چې څه ورته چمتو شوي وو،بل ته چمتو شوي نه وو او داسې څوک نه وو،چې تر امام حسین وروسته راشي،چې په مسلمانانو کې د يو موقعيت خاوند وي .

هو! امام حسين د خپلې زمانې بې سارې بېلګه وه او د تاريخ په اوږدو کې يې دا خطرناک چار په هوډ پورې تړاو درلود او پرې لازمه وه، چې له دوو لارو يوه غوره کړي :

يا بيعت وکړي او يا د يزيد د امر او کړنو پر ضد راپاڅي او مسلمانان راويښ کړي او ليد لوري يې سم کړي او کړو وړو ته يې تغيير ورکړي او تر ځان وروسته امامان پياوړي او توانا کړي،چې د خپل نيکه د شريعت بيا ژواکۍ ته راپاڅي او امام حسین دا لار ونيوه او خپل تګلوری يې وټاکه او د خپل خوځښت شعار يې کړ او پر هغه لار روان شو،چې ور رسېده.

د امام حسین موخه، شعار او لار يې[سمول]

امام حسین د هغه وخت واکمنی په دې نامه باطل اعلان کړ،چې شتوالی یې اسلام ته خطرناک و او ویې ویل: " على الاسلام السلام اذ قد بليت الامة براع مثل يزيد =؛يعنې اوس ،چې د مسلمانانو مشري د یزید لاس ته ورغلې؛ نو باید له اسلام سره خدای په اماني وکړو."او دا خبره یې دهغه کس پر وړاندې وکړه،چې امام حسین ته یې وویل: له اميرالمؤمنين يزيد سره بيعت وکړه،چې دين او دنيا ته دې ګټوره ده"او هم وويل شو: "حسينه! له خدايه نه ډارېږې،چې د مسلمانانو له ټولي وځې او په دې امت کې درز اچوې ." او امام حسین وويل : " والله لو لم يكن فى الدنيا ملجاء ولا ماءوى ، لما بايعت يزيد بن معاوية اءبدا = بايد له اسلام سره وداع وکړو،چې دا امت د يزيد بن معاویه په څېر له يوه شپون سره اخته شوى دى."

او چې حضرت عبدالله بن عمر ورته وويل : "له خدایه وډار شه او د مسلمانانو په ټولي کې درز مه اچوه [100] ."

ورته يې وويل: "پر خداى قسم که په دې نړۍ کې بيخي پناه ځى نه وي؛نو بيا به هم له يزيد بن معاويه سره بيعت ونه کړم."

او ددې شعار مفهوم د امامت او مشرتوب او تردې لا څرګنده،هغه وصيت دى،چې خپل ورور "محمد بن حنفيه" ته يې ليکي :

"د خپل نيکه په امت کې مې د سمونې په موخه پاڅون کړى . غواړم پر نېکيو امر او له بديو منع وکړم او د خپل نيکه او پلار علي بن ابى طالب پر سيرت ولاړ شم؛نو څوک چې له ما د حق منل مني،چې خداى حق ته  خورا وړ دى او چې چا مې بلنه ونه منله؛نو صبر کوم،چې خداى زما او ددې قوم تر منځ په حق قضاوت وکړي،چې هغه غوره پرېکړه کوونکى دى."

امام حسین په دې وصيت کې د مخکېنيو خلفاوو حضرت ابوبکر،حضرت عمر،حضرت عثمان (رضي الله عنهم) او حضرت معاويه سيرت له پامه غورځولى او څرګنده کړې يې ده،چې غواړي د خپل نيکه او پلار پر سيرت عمل وکړي او د مخکېنيو خلفاوو (رضي الله عنهم) سيرت یې داسې نچوړ کړ:

په هر ډول چې وي،د مسلمانانو د بيعت له مخې چارواکي شوي،بيا يې په خپل اجتهاد او شخصي نظر واکمني پرې کړې،په تېره په اسلامي احکامو کې يې اجتهاد کړى .

او امام حسین د خپل نيکه (ص) او پلار سيرت يې په دې کې نچوړ کړ چې:

په خلکو کې د اسلام  مبلغین او خپروونکي وو او له خلکو یې غوښتل،چې عمل پرې وکړي او د اسلامي احکامو له پولو وانه وړي . دا يې په ټولو حالاتو کې سيرت او چلن و؛که د واکمنۍ وخت وي؛لکه په مدينه کې د رسول الله (ص) زمانه او د حضرت عثمان تر شهادت وروسته د علي (ک) وخت او ان واکمنۍ ته تر وررسېدو مخکې د علي (ک) حالت؛ځکه رسول الله (ص) په مکه کې او علي (ک) واکمنى ته له رسېدو مخکې ځانګړى سيرت او چلن درلود. سيرت يې په دواړو زمانو کې امت ته د اسلام رسونه وه . پېغمبراکرم (ص) د خداى له لوري تبليغ کاوه او علي (ک) د رسول الله (ص) له لوري . په دواړو زمانو کې يې اسلام ته بلنه او پر نېکيو امر او له بديو منع کوله .

امام حسين غواړي د خپل نیکه (ص) او خپل پلار پر سيرت ولاړ شي او نه غواړي د خلفاوو پر سيرت وچلېږي؛ نو چا چې د امام حسین بلنه منله،د حق غوښتونکی و او تر دې غوره دا وه،چې له حق څخه پیروي وشي او چې چا و نه منله، صبر کوي، چې خداى د هغه او د خلافت د مشرانو ترمنځ پرېکړه وکړي.

له تېرو ویینو او د پاڅون په ترڅ کې د امام حسین له ويناوو او چلنه پوهېدل کېږي،چې امام حسین خلکو ته دا شعار پورته کړ: "د جوړ کړاى شوي خلاف بطلان" او "د امامت سموالى" او له ويلو او کړنو يې موخه دا وه، چې راتلونکي پردې شعار ايمان راوړي،چې چا پرې ايمان راووړ؛نو هدايت يې وموند او چې چا د امام حسین غږ واورېد او ايمان يې پرې رانه ووړ، غاړه پرې خلاصه شوه او له دې امله يې د خپلې بلنې په خپراوي کې هڅه کوله.

دا د امام حسین شعار او موخه وه،چې  ورته د رسېدو لپاره يې شهادت غوره کړ او يو شاعر د امام حسين له خولې څه ښه ويلي :

ان كان دين محمد لم يستقم

الا بقتلى ، يا سيوف خذينى


"که د محمد دين يوازې زما په وژنې رادبره کېږي؛نو تورو را نه چاپېره شئ"

بل دليل يې هغه جمله ده، چې بني هاشمو ته يې د ليک په ترڅ کې کښلې:

"اما بعد، فان من لحق بى استشهد و من تخلف لم يدرک الفتح" اما بعد؛ چې څوک راسره يوه ځاى شو، شهيدېږي او چې پاتې شو بريالى کېږي نه"

امام په دې ليک کې څرګندوي،چې دهغه لار،شهادت او پايله بريا ده.همدغسې د امام نورې ويناوې او کړنې يې شعار،لار او موخه ځلوي .

چې څوک يې رابله او مرسته يې ترې غوښته؛ نو په دې ګردو څيزونو کې به په لېدانې او پوهې ورسره يو ځاى کېده؛لکه د حضرت زهير بن قين داستان، چې د امام له لوري وبلل شو او په ناخوښه د امام کتو ته ورغى؛خو- د راوي په وينا – ډېر ځنډ نه شو،چې په پراخ تندي او موسکا خوله راستون شو او امر يې وکړ،چې خيمه يې د حسين کاروان ته ولېږي او خپلې مېرمن ته يې وويل: "ته ازاده يې! له خپلې کورنۍ سره دې يو ځاى شه؛ځکه ښه مې نه ايسي،چې زما له امله څه زيان درورسي" او خپلو ملګرو ته يې وويل: "د شهادت مينوال دې پاڅي،که نه دا وروستۍ ليدنه ده."

زهير مخکې تر دې چې د امام کاروان ته ورسي،د کوفې په لار کې د "مسلم" او "هاني" له شهادته او د کوفيانو له شاتګه خبر شو او خپلو ملګرو ته يې وويل،چې د "بلنجر" په جګړه کې يې د پېغمبراکرم (ص) له صحابي "سلمان باهلي" اورېدلي،چې که له دغسې ورځ سره مخ  شوې؛ نو خوشحال وسئ.

امام دغسې ياران رابلل او هغوى له ځانه لرې کړل،چې واکمنۍ ته د وررسېدو لپاره راغلي وو.

امام حسين څو ځل خپله لار اعلان کړه او منزل په منزل يې خپل شعار ورکړ؛لکه چې د حضرت عبدالله بن عمر" په ځواب کې يې وويل : "عبدالله! ايا پوه نه شوې،چې د دنيا له پستۍ یوه داده ،چې،د يحيى بن زکريا سره يې د بني اسرائيلو يوې بدلمنې ښځې ته ډالى کړ .... او خداى يې په عذاب کې بيړه و نه کړه؛ بلکې تر دې وروسته يې په عزت او اقتدار رالاندې کړل.... بیا یې ورته وویل : ای ابو عبدالرحمنه! له خدایه ووېرېږه  او ملګرتوب مې له لاسه مه ورکوه!"

امام په خپله خبره کې اشاره کوي،چې شان يې د يحيى بن زکريا په څېر دى او له حضرت ابن عمر څخه غواړي، چې د لارې ملګرى یې شي.

امام حسين عراق ته د تلو پر مهال په وينا کې وويل :

"بنيادم ته مرګ لکه پېغلې ته د غاړه کۍ په څېر دی ،د خپلو تېرو کسانو کتو ته څومره لېوال يم؛هغه شوق او لېوالتیا،چې يعقوب د يوسف کتو ته درلوده، د بلهارۍ - قربانۍ يو ځاى راته ټاکل شوى،چې ور رسم؛لکه چې وينم، چې د نواویس او کربلا د دښتو لېوان مې تن ټوټه ټوټه کوي،تشې ګېډې ډکوي او د تږيو ګوډي ډکوي،چې څه د تقدير په قلم کـښل شوي،تېښته ترې نشته . د خداى رضا زموږ د اهل البيتو خوشحالي ده. پر کړاوونو يې صبر کوو او هغه مو د زغمونو بدله راکوي . د رسول الله (ص) د تن ټوټه بيخي ترې بېلېږي نه او په "خظيرة القدس" کې ورسره يو ځاى کېږي او له رسول الله (ص) سره ویني او خدای یې په اړه په وعده وفا کوي اوس چې څوک چمتو دى،زموږ په لار کې وينه بلهاروي او له خداى سره ليده کاتو ته چمتو دى،له موږ سره دې وخوځي.....

امام، چې تر دې وروسته په هر تمځي کې تمېده او چې تله؛نو د "يحيى بن زکريا" وژنه يې يادوله .[101]

کوفيان او د امام غاړه خلاصونه[سمول]

پردې سربېره،چې رسول الله (ص)،امام حسین یې له شهادته خبر کړى و،په طبيعي توګه پوهېده،چې بايد يا بيعت وکړي يا ووژل شي او په دې باب يې پخپلو خبرو کې څو ځل اشاره کړې ده. دا ټاکنه د لومړي ځل لپاره د حضرت معاويه بن ابوسفيان تر مړينې وروسته هله څرګنده شوه،چې بيعت ترې وغوښتل شو.هغه مهال،چې "مروان" د مدينې والي ته وويل: "بيعت ترې واخله او که يې و نه مانه، سر يې ورپرې کړه" او امام له مدينې څخه مکې ته ولاړ او په بيت الله الحرام کې يې پناه واخسته.

د امام حسین په مکه کې پام شو،چې يزيد يې په پټه وژني (تروروي) او وډار شو،هسې نه چې هماغه څوک وي،چې له امله يې د بيت الله درناوى ولتاړل شي؛لکه چې په ډاګه يې خپل ورور حضرت محمد بن حنفيه ته ويلي وو او هم يې حضرت عبدالله بن زبير ته ويلي وو: "پر خداى قسم! که په سوړه کې يو خځنده هم وسم؛ نو د باندې مې راباسي او وژني مې،چې په اړه مې خپلې غوښتنې پوره کړي،پر خداى قسم! ډېر سخت تېرى به را باندې وکړي؛لکه چې يهودو د شنبې پر ورځ وکړ......"

او و يې ويل: "پر خداى قسم که له مکې يوه لويشت لرې ووژل شم؛ نو دا راته خورا ښه ده،چې دننه پکې ووژل شم."

او حضرت ابن عباس ته يې وويل:"که په پلاني او پلاني ځاى کې ووژل شم؛نو تردې راته خورا غوره ده،چې په مکه کې ووژل شم او زما له امله يې درناوى له منځه ولاړ شي ."

نو امام پوهېده،په هر ځاى کې،چې وي،تر هغې چې د مسلمانانو له خليفه سره له بيعت کولو ډډه وکړي؛بې له وژنې يې بله لار نشته؛نو ځکه يې ځان او خپلو يارانو ته د شهادت لار غوره کړه .

خو کوفيانو په پر له پورې ډېرو ليکنو کې امام ته وکـښل : "موږ مشر او امام نه لرو،موږ ته راشه، ښايي خداى موږ ستا له لارې د حق پر چورليز راټول کړي او "نعمان بن بشير" په حکومتي ماڼۍ کې دى او موږ په يوه جمعه او اختر کې هم نه ورځوو او که خبر شو،چې راځې؛نو شام ته يې شړو.

په ليکنو کې يې کښل : "حسين بن علي ته، د مؤمنانو او مسلمانانو لارويانو له لوري يې،اما بعد؛ بيړه وکړه چې خلک درته سترګې پر لار دي او بې له تا نور څوک نه غواړي! بيړه وکړه،بيړه وکړه........"

د کوفيانو مشرانو ورته وليکل : "د هغه لښکر مشرۍ ته راواړندې شه،چې درته چمتو شوى دى!"

او ويې کښل: "يو لک تنه تورې په لاس درسره دي ."

امام ته له يوه تن، دوو تنو، څو تنو او د کوفې د مشرانو ليکونه راورسېدل او دومره ډېر شول،چې دوه خورجينې ترې ډکې شوې؛نو که په دغسې شرايطو کې يې د کوفيانو بلنه نه وای منلی او له يزيد سره يې بيعت کړی وای او یا یې هم ورسره نه وای کړی او کوم بل ځاى ته تللی وای او هلته  شهيد شوی وای؛نو په دې بڼه کې به یې د کوفيانو په حق کې لنډون او کوتاهي کړې وه او خلکو به د تاريخ په پوړيو کې کهول په کهول کوفيان پر حق ګڼل او امام به يې غانده؛لکه چې د قيامت پر ورځ به يې هم خداى ته دليل درلود،حال دا چې د انعام ٤٩ آيت وايي : " ولله الحجة البالغة. "نو ځکه له کوفيانو سره د امام چلن د غاړې خلاصونې لپاره و او بس .

که داسې نه وای او امام د کوفيانو ليکونو غولولى واى؛نو هغه مهال،چې د حضرت مسلم او  حضرت هاني له شهادته خبر شو او مخکې تر دې چې ُحر بن يزيد رياحي ور ورسي او څو ورځې ورسره وي،له خپلې لارې ستنېده  هو! امام حسين په خپلو کړنو پر عراقيانو او نورو خپله غاړه خلاصه کړه او خداى پاک ويلي : '((لِئَلاَّ يَكُونَ لِلنَّاسِ عَلَى اللّهِ حُجَّةٌ بَعْدَ الرُّسُلِ [102]' ))

امام حسین د حضرت عقیل د زامنو پر خبرو نه؛بلکې د غاړې خلاصونې لپاره عراق ته ولاړ

ځينو وهم اخستى او وايي: د حضرت مسلم او حضرت  هاني د شهادت تر خبرېدو وروسته امام ځکه عراق ته ولاړ،چې د حضرت عقيل اولادې وويل:"چې د خپلو وروڼو غچ مو اخستى نه وي؛نو نه ستنېږو يا دا چې د خپلو وروڼو په څېر شهيدان شو." او امام په دې خبره ځان او ملګري وژني ته ورکړل .

حق دا دى چې دا انګېرنه سمه نه ده او عقلمن سره دا خبره نه ښايي . سمه دا ده چې ووايو: امام حسین ته یې څه پروا کوله،چې عراق ته تللی وای يا بل ځاى ته . امام له خپل برخلیکه خبر و،چې له یزید سره په نه بیعت کولو به وژل کېږي؛نو پر امام لازمه وه،چې پر عراقيانو خپله غاړه خلاصه کړي او دا غاړه خلاصونه تر هغه ورځې پورې نه وه ترسره شوې او دا دنده د "حُر" له لښکر سره د امام حسین د مخامخېدو له شېبې نېولې د عاشورا تر ورځې ترسره شوه،چې په دې موده کې امام حسین او یارانو یې د بیا ځلي خطبو له لارې ذهنونه روښانه کړل؛نو هله غاړه پرې خلاصه شوه؛ نو امام د حضرت مسلم او حضرت هاني د شهادت تر خبرېدو وروسته بې له دې،چې له خپلې لارې راستون شي او یا دا چې کوم بل هېواد ته ولاړ شي ؛خو بیا یې هم کربلا ته ورمخه کړه.

امام حسين پر کوفيانو او خپلو همپېرو غاړه خلاصه کړه؛هغه همپېري چې د یزید په څېر د طاغوت پر ضد  د امام حسین له پاڅون،نیوکې او خوځښته خبر شوي وو او د پاڅون دا خبره په ټولو ځایونو کې خپره شوې وه او ان تر قیامته به همداسې خپرېږي،امام يوازې له يزيد سره پر نه بيعت کولو او کور کېناستو بسيايينه ونه کړه،چې ددې سرغړاندۍ له کبله ووژل شي او وينه يې تويه ولاړه شي او د خلافت رسنۍ پرې خاورې وشيندي او حقيقت پټ کړي؛بلکې له ټولو تبليغي وزليو يې ګټنه وکړه او د خپل پاڅون حقيقت او د غاصبې واکمنۍ پټ کونجونه يې راوسپړل .


د امام پاڅون، څرنګوالى او حکمت يې[سمول]

امام حسین په مدينه کې د هغه خليفه له بيعت سره مخالفت وکړ،چې واکمني يې د مسلمانانو له ليده په بيعت مشروعيت موندلى و. امام حسين په مدينه کې د خلافت د مشرانو پر وړاندې ودرېده،چې دا دريځ يې خپور شو. بيا له اصلي لارې مکې ته ولاړ او د  حضرت ابن زبير" په څېر په چپه لارو ولانړ. په بيت الله کې يې پناه واخسته او د "عمره کوونکيو" ورته پام او ترې راټول شول او د خپل پېغمبر (ص) د لمسي خبرو ته غوږ وو. امام د خپل نيکه (ص) سيرت ورته وايه او د خليفه کږلېچ يې ورته تشريحاوه. بيا يې خپله بلنه په ډاګه کړه او ښارونو ته يې ليکونه واستول او امت يې د خلافت پر ضد وسلوال پاڅون ته راوباله او په دې لار کې يې ترې بيعت وغوښت؛هغه بيعت چې خلافت ته د رسېدو لپاره نه و او امام هم بيخي چا ته دغسې هيله ور نه کړه او په هېڅ يوې ليکنې او وينا کې يې په دې اړه څه ونه ويل؛بلکې په هر تمځي يا روانه کې يې ځان له حضرت يحيى بن زکريا علیه السلام  سره ورته کاوه او دا يې حق و؛ځکه امام حسین او حضرت یحیی دواړو د خپلې زمانې له سرغړاندي واکمن سره مبارزه وکړه،چې دواړه ووژل شو.

او په پایله کې دا یوازې د حضرت یحیی علیه السلام پرېکړای شوی سر نه و،چې د هماغه وخت طاغوت ته ډالۍ شو ؛بلکې د رسول الله (ص) د لمسي امام حسين او د  يارانو، ملاتړو او اهل البيتو سرونه یې هم په همدې برخلیک اخته شول .

څوک چې غواړي خلک پر ځان راټول کړي او ځان حکومت ته پرې ورسوي؛نو دغسې نه کوي؛بلکې بريا او واکمنۍ ته د وررسېدو هيلمني ورکوي او د هغو چارو په اړه خبرې نه کوي،چې د خپلو شاوخوا کسانو د نهیلۍ او ناغېړۍ لامل ګرځي.

امام د حج په څلورو مياشتو کې په مکه کې تم شو،لومړى عمره کوونکي او وروسته له لرې ځايونو راغلي د بيت الله حاجيان پرې راټول شول او د خپل نيکه رسول الله (ص) له خولې يې د خداى ويناوې ورته روايتولې او نصيحت يې ورته کاوه،ګواښل يې او د قيامت د ورځې له عذابه يې ډارول او الهي تقوا او د خداى رضا ته يې رابلل او اسلام ته يې د يزيد د خلافت له خطره خبرول او له امام يې داسې څيزونه اورېدل،چې په هغه زمانه کې د بل له خولې اورېدل شوي نه وو او دا حال د "توريه" تر ورځې ( د ذیحجة اتمه) دوام درلود او حاجيانو احرام  وتاړه او عرفات ته يې مخه شوه.

خو امام یې پر خلاف له احرامه راووت او له حرمه دباندې ولاړ او ويې ويل: "ډارېږم،چې د خلافت مشران مې له دې امله په پټه ووژني،چې بيعت مې کړى نه دى او په پار مې د حرم درناوى مات شي، حال دا چې دا راته خورا غوره ده، چې له حرمه يوه لوېشت بهر ووژل شم؛نه دا چې يوه لوېشت په دننه کې یې ووژل شم ."

امام پردې مهال ونه ويل،چې عراق ته ځم،چې حکومت تر لاسه کړم؛بلکې ويې ويل: "ځم چې يوه لوېشت دباندې ووژل شم ."

پر هغه کال ،حاجیان د حج تر مراسمو وروسته خپلو ټاټوبیو ته ورستانه شول او د امام حسین دا خبر یې ټولو ته ورساوه. دا خبر په ګرد او پراخ اسلامي هېواد کې تر هغه ځایه خپور شو،چې د حاجیانو دا کاروان ورته تله او له دې ستر خبره د هر ځای مسلمانان خبر شول او هغه داچې: د رسول الله (ص) سبط او لمسي د واکمن خلافت پر ضد راپاڅېدلی او مسلمانان یې هم د هغه پر ضد وسلوال پاڅون ته رابللي ؛ځکه خلیفه له اسلامه اوړېدلی او د حکومت دوام یې ټول اسلام ګواښي.

ښکاره ده،چې ددې ستر اسلامي هېواد ټول مسلمانان ددې پاڅون او جګړې برخلیک اورېدنې ته تږي ناست دي او هغه داچې  د واکمن خلافت پر ضد د رسول الله (ص) کورنۍ پاڅون کړی دی . دې مسلمانانو ،چې له هر ځایه ددې یون خبر لاس ته راوړی و؛نو پوه شول،چې امام حسین پاڅون کړی او هیڅ هوډ او عزم هغه له دې خوځونه نه دى اړولى او لا هماغسې پردې لار ټینګ ولاړ دی،نه يې د ډار ورکوونکيو ډار هوډ سستوي او نه يې د نورو لنډون او کوتاهي بې ارادې کوي . د حضرت عبدالله بن عمر خبرې هم پرې اغېز نه کوي،چې ورته يې وويل: "له تا وژل شوي سره وداع کوم" او نه يې د "فرزدق" وينا شکمنوي،چې ورته یې وويل:" د خلکو زړونه له تاسې سره دي او تورې يې له امويانو سره!" ان  د  د عبدالرحمن د لور؛ "عمره" ليک او د حضرت عايشې بي بي له خولې د رسول الله (ص) وينا چې : "هغه د بابل په سيمه کې وژل کېږي"؛نو دا يو يې هم له خپلې لارې اړولاى نشي.

او په دې توګه، د امام د پاڅون خبره يو په بل پسې د خلکو غوږونو ته رسي او امام په آرام خپله لار وهي او څه يې له خپلو موخو نه پټول؛بلکې په هرې چارې يې لاس پورې کاوه،چې له خليفه يزيد سره يې مخالفت څرګند کړي؛لکه د يمن والي،چې کوم ماليات او ډالۍ يزيد ته لېږلې وې، دا یې ضبط کړې او په دې چار يې د خليفه تصرف غير شرعي اعلان کړ.

همدغسې هغو چارو ته يې هم لاس ورغځاوه،چې پر شاوخوا او خبر شويو غاړه خلاصوي او وروستۍ دا چې دښمن يې تندې راخستى و او اوبه يې نه وې موندلې،چې ځانونه او خپلې سپرلۍ پرې خړوب کړي؛ نو د څښاک خوندورې اوبه يې ورکړې او ويې نه منله،چې دا وګړي په ناڅاپي جګړه کې له پښو را وغورځول شي! بلکې ازاد يې پرېښوول،چې د جګړې پيلوونکي وي. بيا پر همدې ځواکونو غاړه خلاصوي او په لمانځه کې چې په امام پسې درېږي،خبرې ورسره کوي،وايي:

"دا د خداى عزوجل او ستاسې پر وړاندې يو عذر دى،زه هله درته راغلم،چې ليکونه مو راورسېدل او استازي مو راغلل چې: "موږ ته راشه،چې امام نه لرو،هيله ده،چې خداى مو ستا له لارې پر هدايت راټول کړي" اوس که پرخپلو ژمنو ولاړ ياست،راغلى يم او که ډاډمنه ژمنه راکوئ؛نو ښار ته مو درننوځم او که داسې و نه کړئ او ننووتل مې ښه نه ايسئ، مخ درنه اړوم ."

او په دويمه خطبه کې يې وويل : "که پروا وکړئ او حق يې وړ ته پر رسميت وپېژنئ؛نو دا خداى ته خورا منلې ده . موږ اهل البيت په تاسې کې مشرۍ او واکمنۍ ته لومړيت لرو،نه دا مدعيان او نور چې پر ظلم درباندې حکومت چلوي ..."

او پر خپلو يارانو يې هم غاړه خلاصه کړه او و يې ويل: "ايا نه وينئ،چې پر حق عمل نه کېږي او له باطلو نهې نه کېږي؟حق دى،چې مؤمن په داسې حالاتو کې "لقاءالله" ولټوي؛چې زه مرګ يوازې نېکمرغي او له دې ظالمانو سره ژوند يوازې پښېماني او خپګان وينم."

او يارانو يې ورته وويل:" پر خداى قسم که دا نړۍ تلپاتې او همېشه وه او موږ پکې تلپاتې کېږو او ستا د ملګرتوب لپاره بېلتون ترې لازم و؛نو په يقين چې له تا سره پاڅون ته مو پرې غوراوى ورکاوه."

او د "طرماح" د وړانديز [= د طى د ټبر غرونو ته ولاړ شه،چې شل زره طايي درنه دفاع وکړي] په ځواب کې يې وويل: "زموږ او ددې خلکو تر منځ يو تړون دى،چې له امله يې مخ ترې اړولاى نشم ."

هو! د امام حسين او عراقيانو ترمنځ يو تړون و،چې هماغو ته ور روان و او مخ يې ترې اړواى نشو،چې غاړه پرې خلاصه کړي .

امام د پينځو مياشتو په ترڅ کې،پر مسلمانانو په ټولو ښارونو، ټولنو او اسلامي مرکزونو کې غاړه خلاصه کړه؛ په مدينه، مکه، کوفه،بصره او ..... او هغوى چې په شام کې وو،د ويناوو او ليکونو له لارې یې د امام پيغام واورېد او له خوځښته يې خبر شول .

امام د وسلوال پاڅون لپاره له خپلو ملګرو بيعت واخست . خپل استازى مسلم يې کوفې ته ولېږه او هغه هم له ټولو بيعت واخست او په شهادت ورسېد. بيا چې امام په آرامۍ او دبدبه عراق ته روان و؛نو په دې ټوله موده کې هغو حاجیانو ته دا شونې وه،چې د حج د مراسمو تر پای ته رسېدو وروسته یې ځانونه د امام حسین له هغه کاروان سره یوځای کړي وای،چې ډېر ورو عراق ته ور روان وو. د مکې، مدينې، کوفې،بصرې او نورو اسلامي ښارونو له اوسېدوونکيو يې چې مرسته وغوښته؛نو دوی ټولو کړاى شول،چې د امام حسین بلنې ته یې لبیک ویلى وای؛ځکه دا پاڅون ناڅاپي نه و،چې دا مسلمانان دا پلمه او عذر وړاندې کړي او ووايي،چې فرصت يې تر لاسه نه کړ؛بلکې امام،چې به له يوې سيمې بلې ته تله؛نو د مسلمانانو او د دوی د خبر لوڅو په مخ کې به یې د واکمنو په هکله خبرې اترې، ویینې او ورباندې نیوکې کولې .

نو ځکه له امام حسین سره په نه ملاتړ کولو کې دوی ټول شریک دي،که څه کوفيانو د رسوایۍ دا دروند پیټې پر غاړه واخست،چې امام ته یې بلنه ورکړه او دا چې امام یې بلنه ومنله او سیمې ته یې ورسېد؛خو کوفیانو ورسره په جګړې لاس پورې کړ.

امام کربلا ته تر وررسېدو مخکې په خپلو ويناوو او کړنو،پر ټولو مسلمانانو غاړه خلاصه کړه.دا چې کربلا ته ورسېد اوعراقيانو په بې شرمۍ خپل بل مخ وروښود او له امام سره یې خپلې ټولې کړې ژمنې ماتې کړې او زرګونه تنه يې د امام حسین مخې ته ور مخکې کړل او د خلافت د مشرانو د خوشحالولو لپاره یې د امام حسین د وژنې هوډ وکړ؛نو په دې وخت کې امام حسین په ویناوو او کړنو په تېره د خلافت پر واکمنو داسې خپله غاړه خلاصه کړه :

لومړى يې د خلافت پلویانو ته وړانديز وکړ،چې لاس را نه واخلئ،چې په دې توګه زه به هم وسله پر ځمکه کېږدم او له کوم ځایه ،چې راغلی،ورستون شي یا د هېواد داسې پولو ته ولاړ شي،چې هلته مسلمانان اوسي او په دې توګه د ده له خوا به حکومت ته هیڅ ډول ګواښ نه ورسي او په داسې یو دریځ کې وي؛لکه حضرت سعد وقاص، حضرت عبدالله بن عمر او اسامة بن زید (رضي الله عنهم) چې دده له پلار علي (ک) سره درلود،داسې چې دوی ټولو د علي (ک) په خلافت کې له علي(ک) سره بیعت و نه کړ.

خو د خلافت لښکر دا وړانديز و نه ما نه او ويې ويل : بايد بيعت وکړي او د "ابن زياد" حکم ته غاړه کېږدي؛خو امام و نه منله او د خداى لقاء ته چمتو شو. داچې له کوفې د يزيد په لښکر کې پر راغلیو کوفیانو او خپلو يارانو غاړه خلاصه کړي؛نو د محرم د نهمې ورځ "تاسوعا" په مازيګر امام له کوفیانو وغوښتل،چې يوه شپه مهلت ورکړي،چې خپل پالونکي ته لمونځ ،تضرع او عاجزي وکړي او قرآن کريم ولولي،چې خورا ورته ګران و او داچې په ډېر لږ ځنډ يې ومنله؛نو خپل ياران يې راوغوښتل،ورته يې وويل :

"با خبر! ګومان نه کوم،چې له دې دښمنه به نن راباندې سبا شي،اجازه مې درکړه،چې ولاړ شئ، ټول آزاد ياست، زما پر تاسې کومه ذمه واري او حق نشته،دا تياره شپه خپله سپرلۍ کړئ او هر يو مو زما د اهل البيتو د يوه لاس ونيسئ او له ځان سره يې بوځئ او خداى دې خير درکړي،بيا په بېدیاوو او ښارونو کې خپاره شئ،چې دا قوم يوازې ما غواړي او که ما ووژني؛نو له  نورو لاس اخلي."

په دې وخت کې، بني هاشمو ځواب ورکړ: "ولې دا کار وکړ؟ ځکه چې تر تا وروسته ژوندي پاتې شو؟ خداى دې هېڅکله هغه ورځ زموږ پر برخه نه کړي!"

امام د عقيل اولادې ته وويل: "د مسلم وژنه مو بس ده، ولاړ شئ، چې اجازه مې درکړې!"

ورته يې وويل: "... نه ! پر خداى قسم دغسې نه کوو؛بلکې ځانونه، شتمنۍ او کورنۍ مو درځار،په ملاتړ دې جنګېږو،چې درسره شهيدان شو،خداى دې تر تا وروسته ژوند ناوړه او تريخ کړي!"

بيا د امام ياران په خبرو لګيا شو او حضرت مسلم بن عوسجه وويل :"موږ دې يوازې پرېږدو؟! خداى ته به ستا د حق پوره کولو په باب څه عذر راوړو؟ هن! پر خداى قسم در څخه نه بېلېږو،چې خپله نېزه يې په سينو وروټومبو او چې توره مې په لاس وي،سرونه يې ورمات کړم او که وسله را سره نه وه؛ نو په دې کاڼو به یې ولم،چې درسره ومرم ."

او  حضرت سعيد بن حنفي وويل: "پر خداى قسم،درڅخه نه جلاکېږو،چې خداى پوه شي،چې موږ يې د پېغمبر په نشتون کې ستا درناوى کوو. هن! پر خداى قسم که پوه شم،چې وژل کېږم او بيا ژوندى کېږم او بیا وژل کېږم او تر اویا ځلو همداسې کېږم؛نو بیا هم درڅخه نه جلا کېږم،چې ځان مې درځار کړم! او څنګه دغسې و نه کړم، حال دا چې دا يوازې يو ځل وژنه ده او وروسته ترې ناپایه عزت او کرامت وي؟!"

د امام نورو يارانو هم دا شان خبرې وکړې او د خپل پالونکي لقا ته چمتو شو او شپه يې تر ګهيځه پر عبادت تېره کړه.

راوي وايي : "امام حسين او يارانو یې ګرده شپه پر لمانځه تېره کړه،استغفار، دعا او عاجزي يې کوله" او هم يې سبا ته له دښمن سره د مبارزې تياري کوله او هم يې ورباندې غاړه خلاصوله : امام د هغې شپې په يوه برخه کې لارښوونه وکړه،چې د خيمو تر شا يوه اوږده کنده وباسي او خس پکې واچوي او چې سبا شو دښمن ته مخامخ ودرېدل،چې کېږدۍ يې شا ته شوې او خسو ته يې اور واچاوه، چې تر شا پرې يرغل ونشي او پر هغوى تر غاړې خلاصونې مخکې و نه وژل شي؛بلکې پخپله امام او يارانو يې په يو بل پسې خبرې ورته وکړې،چې د عاشورا پر ورځ دواړه لښکرې يو بل ته مخامخ او جګړې ته چمتو شوې؛نو امام پر خپل اوښ سپور شو او مخامخ ورته ودرېد او ترې يې وغوښتل چې چوپ شي ويې ويل : " خلکو! خبره مې واورئ او بيړه مه کوئ،چې نصحيت درته کوم ....تاسې د خداى پر استازي محمد (ص) ايمان راوړی، بيا مو د هغه ځوځات او عترت تر بريد لاندې نيولى او هوډ مو کړى،چې ويې وژنئ؟! .... خلکو! ووينئ چې زه څوک يم او له کومې کورنۍ يم،بيا په خپل ګرېوان کې سر ننباسئ او ځان مو پړ کړئ او سوچ وکړئ،چې زما وژنه او زما د درناوي لتاړل درته روا دی؟! ايا زه ستاسې د پېغمبر د لور زوى نه يم؟! ايا زما او د ورور په اړه مې د رسول الله (ص) دا خبره در رسېدلې نه ده چې :" دا دواړه د جنتي ځوانانو ښاغلي دي؟" که په دې خبره شکمن ياست؛نو ايا په دې هم شکمن ياست،چې زه د پېغمبر د لور زوى يم؟ پر خداى قسم په  خيتځ او لویدیځ کې،بې له ما د پېغمبر(ص) د لور کوم زوى نشته،نه په تاسې کې او نه په نورو کې! پر تاسې افسوس! ايا له تاسې مې څوک وژلي،چې کسات را څخه اخلئ يا مې ستاسې څه شتمني له منځه وړې يا مې کوم يو ټپي کړى دی؟! او بيا يې غږ کړ : "شبث بن ربعي! حجاز بن ابجر! قيس بن اشعث! زيد بن حارث! ما ته مو کښلي نه وو: "راځه چې مېوه رسېدلې او بوستانونه شنه شوي او درته چمتو کړاى شوى لښکر دې په چوپړ کې دی ؟!"

او و يې ويل: "خلکو! که خوښ نه ياست، پرېږدئ،چې ستون شم!"

قيس بن اشعث ورته وويل: "ولې د خپلو ترونو زامنو امر ته غاړه نه ږدې؟"

امام ورته وويل: "بې پلاره او د بې پلاره زوى پر دوو لارو درولې یم : توره او جګړه خوښه کړم یا ذلت! ؛خو ذلت ته به کله هم غاړه کېنږدم!" او ويې ويل: "پر خداى قسم،چې تردې وروسته يوازې د يو اس د سپرلۍ هومره درنګ نه کوئ او بيا به مو د روزګار څرخ په بله واړوي!... دا يو حقيقت دى، چې پلار مې له نيکه رسول الله (ص) راته ويلي دي ." بيا خپل لاسونه اسمان ته ونیول او ويې ويل:"خدايه! د اسمان باران پرې درېغ کړه ... او د ثقيف مريي پرې واکمن کړه،چې تراخه جامونه وروڅښي."

ورسته،د خلافت لښکر (چې د محمد (ص) امتيان دي) د خپل پېغمبر د لور له زوى سره جنګېږي،چې له يزيد سره بيعت وکړي او د ابن زياد امر ته غاړه کېږدي! او امام او ياران يې د نارينه وو وژنه او د ښځو بنديانول مني؛خو بيعت نه مني.

هو!د خلافت لښکر د پېغمبر (ص) لمسی وژني،عترت يې بنديانوي،چې خليفه او خپل والي خوشحاله کړي او انعام ترې واخلي! او امام او لښکر يې شهادت غوره کوي،چې د خداى رضا تر لاسه کړي او اُخروي ثواب يې پر برخه شي.

دليل مو – پر تېرو څرګندونو سربېره – پر هغه ورځ د دواړو لښکرو ويناوې او کړنې دي.

د بېلګې په ډول :

د خلافت د لښکر بولندوي "عمر بن سعد" پر خپلې ليندۍ غشى ږدي او د امام حسين پر کېږديو يې ور ګوزاروي او وايي: "د امير پر وړاندې شهادت ورکړئ،چې زه لومړى غشى ايشتونکى وم!"

او امام حسين لاسونه اسمان ته نيسي او وايي: "خدايه! په هر کړاو او پرېشانۍ کې مې يوازې ته پناه او هيله يې."

چې څه د دواړو لښکرو په ضمير کې وو،پخپلو ويناوو او کړنو يې پکې سيالي وکړه؛ لکه چې د خلافت د لښکر له لوري "مسروق وائلي" وايي : "زه د لښکر له مخکښانو ځنې وم او له ځان سره مې وويل :"غوره ده،چې تر ټولو ړومبى د حسين سر تر لاسه کړم،چې د عبيدالله پر وړاندې د يو مقام خاوند شم!"

د امام حسين په لښکر کې د ابوذر غفاري (رض) آزاد کړای شوی مريي له امامه د جګړې اجازه اخلي او چې امام ورته وايي: "ته خو راسره د سوکالۍ لپاره راغلى وې،زما له لوري ازاد يې" هغه وايي: "په سوکالۍ کې خو ستاسې کاسه پاکى وم،په دې سختۍ کې مو نه پرېږدم؟! بوى مې وروست،ټبر مې ټيټ او رنګ مې تور دى! دا دى جنتي مې کړه،چې بوى مې ښه او رنګ مې سپين شي! نه،پر خداى قسم در څخه نه جلا کېږم،چې دا توره وينه مو له وينې سره ګډه شي!"

او چې امام حسين اجازه ورکړه، پر دښمن يې بريد وکړ او و يې ويل :

كيف يرى الفجار ضرب الاسود

بالمشـرفى القاطع المهند

احمى الخيار من بنى محمد

اذب عنـــــــــــهم باللسان واليد

ارجو بذاك الفوز عند المورد

من لا لـــــــــه الواحد الموحد


"بد چاري، څنګه ددې تور ګوزار ويني؟ هغه ګوذار،چې په هندي لغړه توره ور رسي، زه د آل محمد له نېکچارو ملاتړ کوم او په لاس او ژبه ترې دفاع کوم او په دې چار له ايکي يو خداىه په قيامت کې د ژغورنې هيلمن يم."

او تردې وروسته شهيد شو، امام حسين يې پر سر ودرېد او و يې ويل: "خدايه! مخ يې سپين،بوى يې خوږ کړې او له محمد (ص) سره يې راپاڅوې او د هغه او آل محمد ترمنځ مينه را دبره کړه ."

او هم د امام حسين په لښکر کې يوولس کلن تنکى ځوان و،چې پلار يې په همدې جګړه کې شهيد شوى و،له امامه يې د جګړې اجازه وغوښته؛خو امام و نه منله او ويې ويل: "ددې تنکي ځوان پلار شهيد شوى،ښايي د مور يې خوښه نه وي.

" تنکي ځوان وويل: "مور مې را ته ويلي!" او چې ووژل شو سر يې د امام حسين د لښکر پر لور ورګوزار کړ او مور يې را پورته کړ او وينه يې ترې پاکه کړه او د دښمن د يوه پوځي پر لور يې ورګوزار کړ او خپلې کېږدۍ ته ستنه شوه او یو لرګی يې راواخست او دښمن ته ورغله او و يې ويل :

انا عجــــــوز سيدى ضعيفة

خاوية بالية نحيفة

اضربكم بضربة عنيفة

دون بنى فاطمة الشريفة


"زه کمزورې بوډۍ د ځان اغلې يم ،لوېدلې، زړه (خو) په سخت ګوزار مو ځپم . د فاطمې د شريفې اولادې په مخ کې"

او امام امر وکړ،ستنه یې کړئ او هم د امام په لښکر کې د  حضرت عمرو ازدي په څېر ډګر ته ځي او وايي:

اليوم يا نفس الى الرحمن

تمضين بالروح و بالريــحان

اليوم تجزين على الاحسان

قد كان منك غابر الزمـــان

ما خط باللوح لدى الديان

فاليوم زال ذاك بالغــــفران


"زما ځانه، نن د لوراند خداى پر لور او د روح او ريحان پر لور ځې، نن بدله اخلې (؛خو) د نېکچارو بدله اخلې.

تا وړاندې چارې کړي،چې کښل شوي او له حسابګر خداى سره دي او نن هغه چارې په بښنې له منځه ولاړې"

او هم د حضرت عمرو ازدي زوی؛حضرت خالد د جګړې ډګر ته ځي او وايي :

صبرا على الموت بنى قحطان     كيما نكون فى رضى الرحمن

ذى المجد و العزة و البرهان     يا اءبتا قد صرت فى الـــجنان

"بني قحطانو پردې مرګ زغم وکړئ ،چې د خداى د رضا په کړۍ کې ور دننه شو. خداى چې د دبدبې،عزت او برهان خاوند دى. پلاره! په يقين چې جنت ته ولاړې" .

حضرت سعد بن حنظله چې ډګر ته ځي وايي :

صبرا على الاسياف و الاسنة

صبرا عليها لدخول الجنة

يا نفس ! للراحة فاطرحنة

و فى طـــــــلاب الخير فارغبة


"پر دې تورو او نېزو زغمناک وسه؛ځکه پرې زغمناک وسه چې جنت ته پرې ځې. زما ځانه! د راحت لپاره ترې تېر شه او په خير پسې وسه او لټوه يې"


او د امام په  لښکر کې حضرت زهير بن قين دى، چې امام پر ولو وهي او وايي :

اقدم هديــــــــــت هاديا مهديا

فاليوم تلقى جدك النبيا

و حسنا و المرتضا عليا

و ذا الجناحين الفتى الكميا

و اءسد الله الشهيد المحيا


"مخ پروړاندې لار موندونکيه، لارښوونکى او هدايتګره! نن دې له خپل نيکه پېغمبر سره وينې. حسن ،علي مرتضى ،جعفر طيار هغه زړه ور ځوانمرد او حمزه د خداى زمرى هغه ژوندى شهيد."

او وايي :

اقدم حسين ، اليوم تلقى احمدا

و شيخك الخـير عليا ذا الندى

و حسنا كالبدر وافى الا سعدا

و عمك القــرم الهــجان الا صيدا

و حمزة ليث لاله الا سدا

فى جنـــــــــــــــة الفردوس تعــــــلو صعدا


"حسينه! مخ پر وړاندې، چې نن احمد وينې  او نېکچارى پلار دې علي بخششونکى او حسن، چې په ستوريو کې ځلانده سپوږمۍ وه او ستر تره دې هغه هسکه غاړى وتلى مشر او پياوړى حمزه هماغه د خداى زمرى، په فردوس جنت کې يې وينې او کښته او پورته ځې."

اوحضرت  نافع بن هلال برید کوي او  وايي:

اءنا الغلام اليمنى الجملى

دينى على دين حسيـــن و على

ان اءقتل اليوم فهذا اءملى

و ذاك راءى و اءلاقــــــى عملى


"زه هماغه يمني جملي ځوان يم،چې دين مې د حسين او علي دين دى.که ووژل شم؛ نو دا مې هيله ده او هم، نظر مې دا دى، چې نن خپل عمل وينم."

او د امام حسين په لښکر کې یې زوى حضرت علي اکبر دى چې وايي:

اءنا على بن الحسى بن على     نحن و بيت الله اءولى بالنبى

"زه علي، د حسين بن علي زوى يم، پر خداى قسم چې پېغمبر ته خورا نژدې يو."

او د امام حسین وراره حضرت قاسم د جګړې په ډګر کې وايي:

ان تنكرونى ، فاءنا فرع الحسن

سبط النبى المصطفى و المؤ تمن


"که مې نه پېژنې زه د حسن بچى يم،د نبي مصطفى او امين کړوسى"

محمد بن عبدالله بن جعفر وايي :

اشكو الى الله من العدوان

فعال قوم فى الردى عميان

قد بدلوا معالم القرآن

و محكم التـــــــــنزيل و التـبيان

و اظهرو الكفر مع الطغيان


"له دې دښمنانو خداى ته شکايت کوم؛هغه قوم،چې پرېوتی او په ړندو سترګو عمل کوي،د قرآن آيتونه يې واړول؛ محکمات او بينات يې واړول  او خپل کفر او سرغړاندي يې را بربنډه کړه"

او چې د امام حسین د ورور حضرت عباس ښی لاس  پرې کړای شو ويي ویل:

والله ان قطعتم يمينى

انى احامى اءبدا عن دينى

و عن امام صادق اليقين

نجل النبى الــــطاهر الامين

يا نفس ! لا تخشى من الكفار

وابشرى برحمة الجبار

مع النبى المصطفى المختار


"پر خداى قسم که څه ښى لاس مې پرې شو؛(خو) زه تل له خپل دينه ملاتړ کوم،او له هغه مشره چې رښتن باوری دى،د هغه سپېڅلي امين پېغمبر له ځوځاته ."

او وايي:

"اى ځانه! له دې کافرانو مه ډارېږه او د جبار خداى پر لورنې خوشحال وسه،د سيد مختار پېغمبر تر څنګ"

بلخوا د خلافت په لښکر کې داسې کسان هم وو،چې د امام حسین په غېږ کې یې د هغه شيدې خور ماشوم په غشي وایشت.

او د خلافت په لښکر کې داسې کسان هم وو،چې د مور په مخ کې یې دهغه ماشوم  په توره حلال کړ!

کاشکې پوهېدلم!،چې ولې د خلافت لښکر هغه کوچنی ماشوم وواژه یا یې ځکه وواژه،چې له یزید سره يې بيعت و نه کړ؟! ايا د رسول الله (ص) د اهلبيتو ښځې او لوڼې یې ددې لپاره بنديانې کړې او له کربلا يې کوفې ته او له کوفې يې شام ته بوتلې او د کوفې په "امارت خونه" کې يې حاضرې کړې او د شام بند ته يې بوتلې او د خليفه یزید بن معاویه غونډې ته يې راوستې،چې بيعت ورسره وکړي؟! په رښتیا هم دا هر څه یې د څه لپاره وکړل؟ ولې د خلافت لښکر د آل رسول  کېږدۍ وسوځولې؟! ولې د خلافت لښکر خپل اسونه نعل کړل او د رسول الله (ص) د لمسي سينه او شا يې پرې ولتاړله ؟! ولې يې د امام حسين،اهل بيتو او يارانو تنې په بېديا کې پرېښوولې او خاورو ته يې و نه سپارلې؟! ولې يې سرونه ور پرې کړل او په خپلو کې يې واېشل او پر نېزو يې په ښارونو کې ګرځول؟! دا يې ځکه وکړل،چې ابن زياد پوه شي د خليفه حکم ته لاس په نامه دى، يو يې وايي:


فاء بلغ عبيدالله اما لقيته بانى مطيع للخليفه سامع !

"که عبيدالله دې وليد ورته ووايه چې د خليفه حکم ته لاس په نامه يم"

او بل ابن زياد ته وايي :

املا ركابى فضـــــة و ذهبــــــا

  انى قتــــــــــــــلت الملك المحجبا

قتلت خير الناس اءما و اءبا  


  "رکاب مې له سرو سپينو ډک کړه چې پر لاس نه راتلونکى پاچا مې وواژه،چې د غوره موروپلار خاوند و"

هو! دا کړنې يې ددې لپاره وکړې،چې ابن زياد ترې خوشحاله او د خليفه خبره یې منلې وي او د سرو سپينو د تر لاسه کولو لپاره؛نو له همدې امله يې د ابن زياد  ماڼۍ ته مخامخ وويل :

نحن رضضنا الصدر بعد الظهر     بكل بعبوب شديد الاسر

"موږ وو،چې هغه ټټر او شا مو وځپله! په يو يو زين کړاى شوي تېرو آسونو!"

او د "خولي" په نامه یو کس،چې د امام حسین سر خپل کور ته راووړ؛نو مېرمنې ته یې وويل : "د روزګار پانګه مې درته راوړې . دا د حسين سر دى،چې ستا په کور کې دى!

نو ځکه، د امام لښکر د خداى او رسول الله(ص) د رضا او آخرت لپاره جنګېدل او د خليفه لښکر د يزيد او ابن زياد د رضا او د سرو سپينو لاس راوړو ته!

او په رښتيا،چې خليفه يې سترګې رڼې کړې او "ابن زياد" ته يې زر ورکړل او د کوفيانو جيره يې د ښه اطاعت له امله، سلو په سلو کې ور زياته کړه.

خو ولې د مسلمانانو خليفه داسې وکړل؟ ولې یزید د امام حسین د غوڅ کړای شوي سر د خولې مخکېني غاښونه په خپلې همسا وهل؟ ولې يې درې ورځې د امام حسین سر پر نېزه باندې په دمشق کې راځوړند کړ او بیا یې ښار په ښار وګرځاوه؟!

دا هغه مطالب دي،چې یزید  ترې پخپلو اشعارو کې پرده پورته کړې او ویلي دي :

لست من خندف ان لم اءنتقم

من بنى احمد ما كان فعل

قد قتلنا القرم من ساداتهم

و عدلنا ميل بدر فاعــتدل


"د خندف له ځوځاته به نه يم، چې د احمد له ځوځاته د هغه څه کسات وانخلم چې يې وکړل! موږ يې د مشرانو مشر وواژه او د بدر غچ مو واخست او يو رنګ شو."

هو! دا د "بدر" پخوانۍ کينې دي! هماغه،چې د یزید نيا "هنده" یې دې ته اړه کړه،چې د حضرت حمزه نس څېرې کړي، "مُثله" يې کړ او د هغه ځيګر یې وژوه او و يې ويل:

شفيت من حمزة نفسى باءحد

حين بقرت بطنه عن الكبد


"په احد کې مې په حمزه ځان ورغاوه،هله چې له ځيګره مې يې نس ور څېرې کړ"

د یزید نيکه ابوسفيان د احد پر ورځ د حضرت حمزه (رض) شونډې پخپلې نېزې ووهلې او ورته يې وويل: " ذق عقق،اى نامهربانه وڅکه!" او د احابيشو د قوم مشر "حليس" چې هغه وليد و يې وويل: " !  هذا سيد قريش يصنع بابن عمه لحما ما ترون ؟ بني کنانه! دا د قريشو مشر دى، چې د خپل تره په وژنې دغسې کوي،چې ګورې يې!"

د یزید نيکه ابوسفيان د حضرت عثمان(رض) په زمانه کې په شتون ک یې وويل : "امويانو! دا خلافت د غونډوسکې په څېر لاس په لاس کړئ،چې د هغه په حق،چې ابوسفيان پرې قسم خوري، تل مې درته د خلافت هيله کوله،چې د اولادونو مو ميراث شي!"

پر هغه مهال،چې ابوسفیان د حضرت حمزه(رض) قبر ته ورغى او پر لغته يې وواهه او و يې ويل : "ابا عماره! هغه حکومت،چې پرون دې دهغه له امله په توره زما پوټکى کاږه،نن زموږ له کوچنيانو سره دى او لوبې پرې کوي!!"

ايا د يزيد د پلار،حضرت معاويه لښکر نه و،چې د "بُسر بن ارطاه" په مشرۍ يې دېرش زره مسلمانان ووژل او کورونه يې وروسېځل او پخپل لاس یې د حضرت عبيدالله بن عباس (رض) دوه کوچنيان حلال کړل؟! [103]"

نو، يزيد د مسلمانانو خليفه پخپلو ويناوو او چلن کې پخپل نيکه (ابوسفيان)، ‎نیا ( ځیګر خورې هندې) او پلار ( حضرت معاويه) پسې روان و.

او د خلافت مشرانو ګرد سره له رسول الله (ص) کسات واخست او ځانونه يې ورغول!!

د امام حسين د شهادت اغېزې[سمول]

يزيديانو د رسول الله (ص) ځوځات وواژه، مُثله يې کړل،اهل بيت يې بنديان کړل او په ښارونو کې یې وګرځول او مسلمانانو دا ټولې پېښې وليدې او واورېدې!

دا پېښې د کربلا،کوفې او شام ترمنځ له دوو مياشتو په لږې مودې کې پېښې شوې،چې امام حسين د "ترويه" پر ورځ له مکې راووت.

حاجيان چې راستانه شول؛نو د مسلمانانو د خلیفه پر ضد د امام حسين د پاڅون خبر يې ټولو لرو پرتو اسلامي سيمو ته ورساوه او څوک له دې پېښې بې خبره پاتې نشول او خورا طبيعي وه،چې هر مسلمان ځان ددې خبر له وروستي حاله خبراوه.

په پایله کې هر څوک له دې غمناکې پېښې خبر شو او د هر مؤمن زړه یې و درداوه . دا دومره ستر او دردناک ناورين و،چې که هر مسلمان اورېده؛نو يو تکليف يې احساساوه. داسې چې د يزيد په کاله کې هم ژړاګانې شوې او د ناستې پاستې انډيوالانو او د جومات ملګرو يې هم ورباندې نيوکه وکړه . دې ناورين مسلمانان په دوو ډلو ووېشل :

يوه ډله د خلافت په بېرغ پسې ولاړه او د پېغمبر (ص) د ځوځات وژنې، د نبوي حرمت د حريم لتاړل او د کعبې ويجاړۍ یې د خليفه له دوستۍ او ولايته منع نه کړل؛بلکې کينې يې لا هم زياتې شوې!

بلې ډلې د خلافت مشرتابه له کړنو کرکه وکړه او په زړه کې يې د خلافت د درناوي ماڼۍ ړنګه شوه او پر ضد يې راپاڅېدل؛لکه د مديني هستوګن د"حرې" په پېښه کې او نور چې د خلافت د چارواکيو پر ضد راپاڅېدل .

د خليفه او خلافت پر ضد پاڅون يو په بل پسې پيل شو؛خو ډېرو لږو يې د اهل البيتو د امامانو حق پر رسميت وپېژانده او له اهلبیتو یې لاروي وکړه. دا خوځښت د امام حسين په پاڅون پيل او لومړى تن يې حضرت زهير بن قين و،چې پخپله د حضرت عثمان (رض) له مینوالو و او له امام حسین سره تر ليدو کاتو وروسته علوي او حسيني شو او ورپسې " ُحر بن يزيد رياحي" د خلافت د لښکر يو بولندوی و،چې له امام سره د جګړې لپاره راغلى و؛خو توبه يې وکړه او د امام حسين په مخ کې شهيد شو.

د انقلابيانو دې کوچنۍ ډلې ومونده،چې د خليفه سيرت او رامنځ ته شوى خلافت له اسلام سره اړخ نه لګوي او د اهل البيتو امامانو د مشرتوب پر سموالي او رښتينتوب يې ايمان راووړ او ځانونه يې د رسول الله (ص) راوړي اسلامي احکامو منلو ته چمتو کړل .

هغه احکام، چې د اهل البيتو له امامانو سره په زېرمتون کې وو او يو امام له مخکېني امامه ميراث کړي وو او له دې لارې د اسلامي احکامو د تبليغ او خپراوي لپاره لارې چارې چمتو شوې او د اهل البيتو امامانو ورته پاملرنه وکړه او امام سجاد یې په هغه ناروغۍ کې پيلګر و،چې پکې ومړ.


د امام حسين تر شهادت وروسته[سمول]

د حرمين شريفين خوځښتونه[سمول]

د مکې او مدينې خوځښت[سمول]

د امام حسين (رض) د شهادت له پېښې څرګندولو مو موخه دا نه ده،چې د پېښې په اړه يې پوره روايات راټول کړو او نه د کربلا د پېښې پلټنه او نه يې د وخت او ځاى ښوول دي؛بلکې موخه مو داده، چې د خلافت او امامت پر ښوونځيو يې پر اغېزو پوه شو او چې څه مو ولوستل ددې موخې پر پوهېدو او لاسرسي ته بسيا دي .

د خلافت پر ښوونځي د شهادت يو اغېز،د اموي حکومت پر ضد د مسلمانانو د خوځښتونو لړۍ وه،چې مخکښ يې د مکې او مدينې د خلکو خوځښت و.

مسعودي وايي: چې د يزيد او مامورينو تېرى،فسق او فجور نړيوال شول او ګرد خلک يې راونغاړل؛د رسول الله (ص) لمسى او ياران يې ووژل، شراب څښل او فرعوني خوى يې د خاصو او عامو په خولو شو،حضرت عبدالله بن زبير(رض) ورسره له بيعته ډډه وکړه او "نېشه يي" يې ونوماوه او د مدينې خلکو ته يې پېغام ولېږه او نيوکې يې پرې وکړې او کړي ګناهونه يې ورياد کړل او له يزيد سره يې جګړې ته ترې مرسته وغوښته . [104]

طبري او نور وايي : چې حسين (رض)‏ شهيد شو،ابن زبير (رض) په مکه کې پاڅون وکړ او د هغه شهادت يې ستره پېښه وګڼله او کوفيان يې ورټل او عراقيان يې پړه کړل او د خداى تر ستاېنې او پر محمد (ص) تر درود ويلو وروسته يې وويل :

"بې له يو لږ شمېره، ګرد سره عراقيان ټګيجن او بد چاري دي او کوفيان د عراقيانو شريان دي!

حسين يې وباله،چې ملاتړ يې وکړي؛خو چې ورغى پر وړاندې يې راپاڅېدل او ويې ويل: "يا به راسره ځې،چې لاس تړلى دې ابن زياد ته ولېږو،چې په اړه دې خپله پرېکړه عملي کړي يا درسره جنګېږو" او پر خداى قسم ! حسين او يارانو يې ځانونه د ګڼ شمېر کوفيانو پر وړاندې خورا لږ وګڼل - که څه خداى څوک له خپلو غیبو او دا چې هغه وژل کېږي – خو حسين پر پرېوتي ژوند عزتمن مرګ غوره کړ؛نو پر حسين دې د خداى لورنې او پر وژونکيو دې يې بدمرغۍ وي! پر ځان مې قسم، کېداى شو چې له حسين سره مخالفت يې ورته پر واعظ او مخنېونکي واوړي؛خو څه چې مقدر شوي،نازلېږي او دا چې خداى څه وغواړي،کټ مټ ترسره کېږي ايا تر حسين ورسته پر دې قوم ډاډمن شوو او پر خبره او ژمنه يې باور وکړو؟! نه ! بيخي يې د دې وړ نه بولو،هو ! پر خداى قسم، چې هغه يې وواژه، چې تل يې اوږده شپه پر عبادت تېروله، په روژو نيولو روږد و. تر دوى چارواکۍ ته خورا وړ و او په دين او ځانګړنو کې ورباندې اوچت و. هو ! پر خداى قسم،چې غنا او ساز يې د قرآن او سندرې او چټيات يې د ژړا او له خدايه د وېرې ځايناستي نه کړل او نه د شراب څښل د روژې نېونې او نه يې نڅا او ښکار د "ذکر" پر غونډو غوره کړل [حضرت ابن زبير (رض) دلته په اشارې د يزيد چارې يادوي] او ژر به د خپلو چارو پايله وويني!

په دې حال کې ياران يې ترې راتاو شول،و يې ويل: "سړيه! بيعت دې ښکاره کړه،چې د حسين تر وژنې وروسته،څوک پاتې نه دى،چې په حکومت کې شخړه درسره وکړي!" او ابن زبير (رض) چې تر دې له مخه په پټه له خلکو بيعت اخسته او ځان يې بيت الله ته پناه وړونکى ښووه، ورته يې وويل: "بيړه مه کوئ!"؛ځکه "عمرو بن سعيد" د مکې والي و او تر سختې څارنې لاندې يې وو؛خو په عين حال کې په نرمۍ ورسره چلېده او چې يزيد بن معاويه ته جوته شوه،چې ابن زبير (رض) په مکه کې د ځواکونو په راټولو لګيا دى؛نو له خداى سره يې ژمنه وکړه،چې په ځنځير به يې تړي نو تړلو ته يې د سپينو زرو يو ځنځير ورولېږه . د يزيد استازي، په مدينه کې له مروان حکم سره وليدل او له پېښې يې خبر کړ او مروان وويل :"خذها فليست للعزيز بخطة – و فيها مقال لامرى متضعف"

"ويې نيسه،چې د عزيز نښه نه وي؛بلکې هغه ته يو پيغام دى،چې ځان کمزورى ښيي!" د يزيد استازى له مروانه د ابن زبير (رض) خوا ته ولاړ او له مروان سره ليده کاته او د هغه شعر يې ورته ووايه او ابن زبير وويل : "نه پر خداى قسم،چې هغه نه يم،چې ځان کمزورى وښيم" او استازى يې په نرمۍ بېرته ولېږه.

په مکه کې د ابن زبير (رض) چار په درز روان و او مدينوالو ورسره ليک ليکاړى وکړ او خلکو ويل : "د حسين (رض) تر وژنې وروسته څوک نشته،چې له ابن زبير (رض) سره سيالي او شخړه وکړي!" [105]

ابن زبير (رض) ته د يزيد استازي

ابن اعثم،دينوري او نور ابن زبير(رض) ته د يزيد د استازيو په اړه وايي، چې موږ د ابن اعثم عبارت راوړى :

ابن زبير(رض) پاڅون وکړ او خلک يې خپل بيعت ته راوبلل،چې يزيد خبر شو او خپل لس تنه غوره ياران يې (چې نعمان بن بشير انصاري او عبدالله بن عضاه اشعري هم پکې وو) راوغوښتل،ورته يې وويل :

"عبدالله ابن زبير(رض) په حجاز کې ښورښت کړى او له اطاعته مې وتلى او خلک رابولي،چې ما او پلار مې وکنځي او يو شمېر ترې راتاو شوي او ملاتړ يې کوي، اوس ورشئ،حق يې او د پلار حق يې ستر وګڼئ او د طاعت پابندي ترې وغواړئ او جماعت (ټولى) درز ته مه راکاږئ . که يې ومنله بيعت ترې واخلئ او که سرغړونه يې وکړه د حسين له برخليکه يې وډاروئ،چې نه زبير راته تر علي بن ابيطالب او نه يې زوى عبدالله راته تر حسين غوره دى . ورسره مه ځنډېږئ،چې خبر ته مو سترګې پر لار يم!"

استازي مکې ته ابن زبير(رض) ته ورغلل، د يزيد پيغام يې ورورساوه او هغه وويل: "يزيد رانه څه غواړي؟ زه د دې خونې مجاور يم، چې د يزيد او غير يزيد له شره مې ورته پناه راوړې ده،که مې پکې ازاد پرېږدي پاتې کېږم که نه بلې سيمې ته ځم، چې مرګ مې راورسي!" بيا يې امر وکړ، چې استازيو ته ځاى ورکړي او هغه ورځ ورسره پاتې شوو،پر سبا يې له خپلو ملګرو سره د ګهيځ لمونځ وکړ او په حجر اسماعيل کې کېناست او خپل ملګري ترې راتاو شول او د يزيد استازي هم ورته راغلل او استازیو یې داسې خبرې وکړې،چې د يزيد اطاعت ته يې راکاږي.

راوي وايي: لومړى نعمان بن بشير ورته وويل: "يزيد خبر شوى،چې ته پر منبر هغه او پلار يې په بدۍ يادوې! حال دا چې پوهېږې،چې هغه امام دى او خلکو ورسره بيعت کړى دى او زموږ ښه نه ايسي،چې په څېر دې له اطاعت ووځي او په ټولنه کې درز واچوې . پر دې سربېره غيبت حرام دى او خير پکې نشته" دلته يې عبدالله بن زبير (رض) پر خبرو ورګډ شو او ويې ويل: "د بشير زويه! د فاسق خو غيبت نشته،ما يې په اړه يوازې هغه خبرې کړي،چې ټول خلک پرې پوهېږي،که هغه د مخکېنيو ښو امامانو په څېر و ؛نو موږ يې خبره اورېده او منله او په ښو مو ياداوه او بيا داچې زه په دې کور کې د مکې د يوې کوترې په څېر يم. ايا ورته روا ده، چې د حرم کوتره وځوروئ؟!"

راوي وايي : عبدالله بن عضا اشعري غوسه وويل: "هو ! پر خداى قسم د زبير زويه! د مکې کوتره ځوروو، د حرم کوتره وژنوو، د زبير زويه، د مکې حرمت کوم يو دى؟! پر منبر په امير المؤمنين پسې ډول ډول ناوړې خبرې کوې او بيا ځان د حرم له کوترې سره ورته کوې؟!" بيا يې وويل: "زويه! غشي او ليندۍ مې راوړه!" رايې وړل، غشى يې په ليندۍ کې کېښود او د حرم کوتره يې په نښه کړه،ويې ويل: "کوترې! ايا اميرالمؤمنين شراب څښي او ګناهونه کوي؟ ووايه : هو ! پر خداى قسم که ووايې هو! زما غشى دې نه خطا کوي . کوترې! منې يې يا له اطاعته وځې او په ټولي کې درز اچوې او په دې حرم کې پاتې کېږې او سرغړونه کوې؟ ووايه : هو" عبدالله بن عضاه، ابن زبير(رض) ته وويل: "څه شوې،ولې کوتره څه نه وايي؟ حال دا چې تا خو پر منبر دا خبرې کولې! هو! پر خداى قسم د زبير زويه! پر تا ډارېږم او په رښتيا پر خداى قسم خورم که غواړې که نه غواړې،له يزيد سره به بيعت کوې او يا به راسره د بطحا په دې سيمه کې د اشعريين له بيرغ سره مخامخ شې!"[106]

ابن اعثم د ابن زبير(رض) او عمرو بن سعيد پېښې،چې د ابن زبير(رض) پر بريا پاى ته رسېدلی راوړي دي .

طبري وايي: يزيد،عمرو بن سعيد د مکې له چارواکۍ لرې کړ او پر ځاى يې وليد بن عتبه وټاکه او نوموړي پر ٦١ س حج وکړ او په ابن زبير(رض) پسې ګرځېده؛خو هغه ځان نه ورښووه،تر دې چې وليد له حجاج سره له عرفاته وخوځېد. وروسته ابن زبير(رض) له خپلو ملګرو سره وخوځېد او د وليد په اړه یې يو چل وکړ او يزيد ته يې وکښل : يو ناپوه دې رالېږلى،چې له لاسه يې څه نه کېږي او حکيم پندونه نه اوري! که نرم خويه دې رالېږلى واى هيلمنېدم،چې سختې ستونزې اسانه شي او بې اتفاقي پر اتفاق واوړي!" او يزيد، وليد له کاره ګوښه کړ او پر ځاى يې "عثمان بن محمد بن ابي سفيان" وټاکه.  [107]

يزيد ته د مدينې د استازيو پلاوى[سمول]

ويلي يې دي: عثمان چې يو بې تجربې ځوان و،د مدينې له خلکو يې يو پلاوى يزيد ته ولېږه،چې عبدالله بن حنظله غسيل الملائکه، عبدالله ابن ابى عمرو مخزومي، منذر بن زبير او نور مدينوال پکې وو. دوى يزيد ته ورغلل او هغه يې ښه عزت وکړ او ښه يې ورسره وکړل او سترې ډالۍ يې ورکړې او عبدالله بن حنظله ته يې (چې د قوم شريف، فاضل، عابد او مشر و) يو لک درهمه او ورسره اتو زامنو هر يوه ته يې لس زره درهمه ورکړل، ښه جامې او د لارې توښه يې هم پرې ورزياته کړه.

پلاوى چې راستون شو پر يزيد يې نيوکې پېل کړې :

"له داسې چا راستانه شو،چې دين نه لري، شراب څښي، طنبور غږوي، د ساز او نڅا غونډې جوړوي،سپي جنګوي او له بدلمنو سره شپې تېروي! او موږ تاسې ګواهان نيسو،چې له خلافته مو لرې کړ!" ورپسې عبدالله بن حنظله پاڅېد او ويې ويل: "له داسې چا راستانه شو، که څوک مې ملګري هم نشي؛ نو په دې اتو زامنو ورسره جهاد کوم!"

خلکو ورته وويل : "خبر شوي يو،چې ستا درناوى يې کړى، ستر يې ګڼلى يې او ډالۍ يې درکړي دي!" ويې ويل: "هو! دغسې يې وکړل او ما يې ډالۍ ومنلې، چې ځان پرې غښتلى کړم" خلکو هم يزيد لرې کړ او له عبدالله بن حنظله سره يې بيعت وکړ او خپل واکمن يې کړ.

منذر بن زبير چې يزيد يو لک درهم ورکړي وو، چې مدينې ته راستون شو ويې ويل: "پر خداى قسم يزيد يو لک درهمه انعام راکړى؛ خو دا چلن يې راسره نه لاملېږي،چې تاسې يې له حاله خبر نه کړم اوواقعي خوى يې درته ونه وايم، پر خداى قسم، شراب څښي او هومره مستېږي،چې لمونځ پرېږدي!" او د نورو په څېر او بلکې لا سخت يې د يزيد خوګانې رابربنډې کړې . [108]

د اصحابو کرامو او تابعينو خوځښت[سمول]

ذهبي [109] وايي: خلک له عبدالله بن حنظله راټول شوو او په دې يې له خلکو بيعت واخست،چې تر پايه به ورسره درېږي،ويې ويل :

"خلکو! له خدايه وډار شئ؛ځکه د يزيد پر ضد راپاڅېدو،هسې نه چې له اسمانه ډبرې راباندې وورېږي! هغه له مړوښو ښځو، (خپلو) لوڼو او خويندو سره نکاح کوي،شراب څښي او لمونځ نه کوي!"

يعقوبي [110] وايي: "ابن مينا" [د حضرت معاويه د ځانګړو شتمنيو مامور] د يزيد له لوري د مدينې والي "عثمان بن محمد" ته راغى،ويې ويل،غواړي چې ددې ځانګړو ځمکو غنم او کجورې شام ته يوسي . د مدينې خلکو يې مخه ونيوه او عثمان خلک وګواښل او خلک پرې راپاڅېدل او هغه او اموي ملګري يې د ډبرو په ايشتو له مدينې وشړل .

په اغاني کې وايي : ابن زبير(رض) د يزيد د لرې کېدو هوډ وکړ او ډېرى خلک ورمات شول او عبدالله بن مطيع او عبدالله بن حنظله او يو شمېر مدينوال جومات ته ورننووتل او منبر ته وختل او يزيد يې لرې کړ او عبدالله بن ابي عمرو وويل: "يزيد مې له خلافته داسې لرې کړ؛لکه چې پګړۍ له سره لرې کوم" او خپله پګړۍ يې له سر راکوزه کړه،ويې ويل: "دا خبرې په داسې حال کې درته وايم،چې ډالۍ یې راکړي!خو دا د خداى دښمن همېشه نېشه وي!" او بل وويل : "دا مې (داسې) لرې کړ؛ لکه چې دا څپلۍ مې له پښې وايسته!" او بل وويل: "دا مې (داسې) لرې کړ؛لکه چې دا خپلې جامې مې وايستې!" او بل وويل : "دا مې لرې کړ؛لکه چې خپلې پڼې مې وايستې!"

تر دې چې د پګړيو، څپليو او پڼو ډېرۍ جوړه شوه او ټولو په يوه غږ له يزيده خپله کرکه څرګنده کړه؛خو عبدالله بن عمر(رض) او محمد بن علي بن ابىطالب(رض) (محمد حنفيه) له دې چاره ډډه وکړه او په تېره د محمد بن حنفيه او د ابن زبير(رض) د پلويانو ترمنځ ډېرې خبرې اترې راولاړې شوې،تر دې چې په زور يې ترې بيعت اخسته او محمد مکې ته ولاړ او دا د هغه او ابن زبير(رض) ترمنځ د شر د توپان پيلامه وه! ورپسې مدينوال يو خوله شول،چې امويان له ښاره وباسي او ژمنه يې ترې واخسته،چې پر ضد يې د يزيد له لښکرو مرسته ونه غواړي او که راغلل؛نو ستانه يې کړي او که يې ونه کړاى شول؛نو مدينې ته دې ورسره راستانه نه شي.

امام سجاد د امويانو ښځو او کوچنيانو ته پناه ورکوي[سمول]

د اغاني [111] خاوند وايي: مروان، عبدالله بن عمر(رض) ته ورغى او ويې ويل: "اباعبدالرحمانه! دې خلکو لکه چې وينې موږ شړلو؛ نو زموږ کورنۍ ‏ته پناه ورکړه!" ابن عمر وويل : "زما له تاسې دواړو سره څه کار نشته!" مروان پاڅېد،ويې ويل: "خداى دې دا ډول چلن او دا ډول دينوالي بدرنګ کړي!" بيا علي بن الحسين ته ورغى او د خپلې کورنۍ او شتمنۍ د پناه اخستو غوښتنه يې ترې وکړه. هغه ومنله او هغوى يې له "ام ابان" [د حضرت عثمان(رض) لور او د مروان مېرمن] او زامنو [عبدالله او محمد] سره طايف ته ولېږل .

طبري او ابن اثير وايي : چې مدينوالو د يزيد والي او امويان له ښاره وشړل،مروان بن حکم له عبدالله بن عمر(رض) څخه وغوښتل،چې کورنۍ يې له ځان سره پټه کړي؛خو هغه ونه منله،بيا امام علي بن الحسين ته ورغى،ويې ويل: "ابا الحسنه! زه د خپلوۍ حق لرم او غواړم کورنۍ مې ستا کورنۍ ته دروسپارم" امام وويل : "دا کار وکړه" او خپله کورنۍ يې علي بن الحسين ته ولېږله او امام له خپلې کورنۍ او د مروان له کورنۍ سره د باندې ووتل او په "ينبع" کې يې مېشت کړل .

ابن اثير وايي: مروان خپله مېرمن عايشه [د حضرت عثمان بن عفان(رض) لور] او کورنۍ يې امام علي بن الحسين ته ولېږله او هغه خپله او د هغه کورنۍ "ينبع" ته بوتلې.

په اغاني [112] کې وايي: "خلکو امويان وشړل او مروان اړ شو،چې له خپلو ملګرو سره لمونځ وکړي،چې يې مخه ونيوه،ورته يې وويل: "پر خداى قسم، هغه دې بېخي د جماعت امام نشي؛خو که له خپلې کورنۍ سره لمونځ کوي،څه ممانعت ورته نشته" او مروان ورسره لمونځ وکړ او ولاړ.

امويانو له يزيده مرسته وغوښته[سمول]

طبري او نور وايي : ټول امويان له مروان کره ورغلل. خلکو هم لږ غوندې راايسار کړل . امويانو يزيد ته ليک وکښه او مرسته يې ترې وغوښته. يزيد پيغام راوړونکي ته وويل: "ايا په مدينه کې امويان او دوستان يې زر تنه نه دي؟" ويې ويل : "هو ! پر خداى قسم تر دې ډېر دي" يزيد وويل: "نو څنګه يې د ورځې يوه برخه جګړه وکړاى نه شوه؟" وايي : يزيد "عمرو بن سعيد" ته ليک ولېږه او د مدينې له پېښې يې خبر کړ او امر يې ورته وکړ،چې مرستې ته يې ورودانګه؛خو ويې نه منله. بيا يې "عبيدالله بن زياد" ته امر کړ،چې مدينې ته ورشه او په مکه کې "ابن زبير" هم کلابند کړه؛خو ده هم ونه منله،ويې ويل: "پر خداى قسم ! يزيد فاسق ته به دا چار ونه کړم، د پېغمبر د لور زوى مې وواژه او اوس بايد د "بيت الله" جګړې ته ورشم؟!"

البته مور يې "مرجانه" د حسين د وژنې په پار ټپسورى کړى و او ورته يې ويلي وو: "پر تا افسوس! څه دې وکړل او پر څه اخته شوې؟!" [113]

يزيد له ناچارۍ "مسلم بن عقبه مرى" راوغوښت؛ځکه حضرت معاويه ورته ويلي وو: "ته به په پای کې يوه ورځ له مدينوالو سره نښلې،که داسې وشول؛نو په مسلم بن عقبه يې وځپه،ما يې ښه نيت ازمېيلى دى" او چې مسلم راغى؛ نو یزید هغه کمزورى او ناروغ بوډا يې وليد.  [114]

د اغاني خاوند وايي: مسلم بن عقبه يزيد ته وويل: "چې څوک دې مدينې ته مامور کړى؛خو پر شا تللى. (هو!) بې له ما نور څوک د مدينوالو سيال کېداى نشي . په خوب کې مې يوه ټينګه ونه وليده،چې چغې وهي: "د مسلم په لاس!" چې غږ ته ورغلم؛نو مې واورېدل،چې يو ويونکي ويل: "د خپلې وينې کسات دې واخله،مدينوال د عثمان وژونکي دي!"

لښکر مشر ته د يزيد لارښوونې[سمول]

طبري وايي : يزيد،مسلم مدينوالو ته د جګړې لپاره راوغوښت او ورته يې وويل: "که څه زيان درورسېد؛نو "حصين بن نمير" خپل ځايناستى کړه" او هم يې وويل: "درې ورځې مهلت ورکړه،چې تسليم شي،که يې ومنله ورسره يې ومنه که نه جګړه ورسره وکړه او چې بريالى شوې،درې ورځې يې مباح کړه او ګرد سره شتمني،نقدې،وسله او خواړه د جنګياليو دي او چې درې ورځې تېرې شوې له خلکو لاس پر سر شه او علي بن الحسين مه ځوروه او ځان ته يې نژدې کړه، چې هغه يې ملګرى نه و" بيا يې امر  وکړ، چې د حکومت جارچي دې غږ کړي،چې که څوک حجاز ته ځي او ډالۍ اخلي رادې شي،چې سملاسي هر يو ته سل ديناره ورکوي؛نو ځکه دولس زره تنه چمتو شو.

مسعودي په "التنبيه والاشراف" کې وايي : يزيد، مسلم ته وويل: "چې مدينې ته ورسېدې او چا دې مخه نيوه يا دې جګړې ته راغى، توره يې په توره ځواب کړه او لورېږه پرې مه او درې ورځې يې لوټ کړه. ټپيان يې ووژنه او فراريان يې ومره او که جګړه يې درسره ونه کړه؛ نو مکې ته ورشه او له "ابن زبير" سره جګړه وکړه!"

او مسعودي په مروج الزهب کې وايي : يزيد "مسلم بن عقبه" مدينې ته ولېږه، هماغه چې مدينه يې "چټله" ونوموله، حال دا چې رسول الله (ص) "سپېڅلې = طيبه" نومولې وه!"

د یزید سرود[سمول]

چې د مسلم لښکر د يزيد مخې ته ودرېد؛نو دا سرود يې ووايه :

"ابابکر" ته ووايه : چې شپه تېره شوه،

او په وادي القرى کې دا لښکر راکېووت،

هغه لښکر چې شل زره تنه زاړه او ځوانان لري،

ايا دوی "خمار نېشه وينې"،

يا له خوبه راويښ شوي هوښیاران!"

دا سرود يې "عبدالله بن زبير(رض)" ته ويلى،چې کنيه يې "ابابکر" او "ابا خبيب" وه او هغه به يزيد "خمار نېشه" یاداوه.

مسعودي وايي: يزيد، عبدالله بن زبير(رض) ته وکښل:

خداى دې په اسمان کې ملاتړ ته راوباله

چې ما د "عک" او "اشعر" د ټبرونو سړي ستا مقابلې ته درولېږل "ابا خبيبه!" وينه چې څنګه ترې ځان ژغورې!

نو، د لښکر تر رسېدو له مخه د ځان چاره دې وکړه! [115]

طبري او ابن اثير وايي: چې عبدالملک مروان واورېدل،چې يزيد خپل لښکر مدينې ته لېږلى دى، ويې ويل: "کاشکې آسمان رالوېدلى واى!" خو وروسته پخپله داسې یو مقام ته ورسېد،چې "حجاج بن يوسف" مکې ته ولېږه،چې کعبه په منجنيقو په ډبرو وولي او "عبدالله بن زبير(رض)" ووژني!.[116]

د یزید لښکر د مدينې او مکې پر لار[سمول]

د مسلم بن عقبه لښکر،چې له شامه د مدينې پر لور وخوځېد؛نو مدينوالو د امويانو او مروان د کور محاصره ټينګه کړه،ويې ويل: "پر خداى قسم،چې لاس درڅخه نه اخلو، چې دباندې مو وباسو او غاړې مو پرې کړو يا دا چې ټينګه ژمنه وکړئ او خداى ګواه ونيسئ،چې پر ضد مو ښورښ ونه کړئ او زموږ کمزوري ټکي رابربنډ نه کړئ او زموږ د يوه دښمن ملاتړ نشئ،چې لاس درنه واخلو او له ښاره مو وباسو"

امويانو دا ژمنې وکړې او له ښاره وتل،چې په "وادى القرى" کې له "مسلم بن عقبه" سره مخ شوو. هغه لومړى "عمرو بن عثمان" راوغوښت او ورته يې ويل: "د مدينې له حاله مې خبر کړه او سلا مشوره راکړه" ويې ويل: "دا چارکړاى نه شم؛ ځکه ژمنه يې رانه اخستې، چې کمزوري ټکي يې رابرسېره نه کړم او پر ضد يې د يوه دښمن ملاتړ ونه کړم!" مسلم وشاړه او ويې ويل: "پر خداى قسم که د حضرت عثمان (رض) زوى نه واى؛ نو وژلې مې پر خداى قسم، ترتا وروسته د يوه قريشي هم دا چلن نه منم!"

"عمروبن عثمان " خپلو ملګرو ته ورستون شو او پېښه يې ورته وويله، مروان بن حکم خپل زوى عبدالملک ته وويل: "تر ما مخکې ورشه، ښايي بسيا يې شې"عبدالملک ورغى او مسلم وويل: "په څه چې پوهېږې ويې وايه" ويې ويل: " په اند مې غوره داده، چې له لښکر سره دې همدغسې ولاړ شې،چې د کجورو باغونو ته ورسې او هلته تم شې او لښکر دې د کجورو د ونو تر سيورې لاندې شي او کجورې يې وخورې او چې ګهيځ شو بيا هم خپل تګ ته دوام ورکړه او مدينه دې خپلې کيڼې لوري ته کړه او ترې تېر شه او پرې راوګرځه،چې په ختيځ کې يې د "حرې" نيمې ته ورسې؛نو چې مدينوالو سره مخ شوې او لمر راختلى وي؛نو ستاسو به لمر ته شا وي او ځوروي به مو نه؛خو د مقابل لوري به ورته مخ وي او ګرمي به يې تنګوي او سترګې به يې برېښوي او چې تاسې په ختيځ کې ياست؛نو هغوى به ستاسې پر سر خولۍ،وسلې،نېزې، تورې او زرې ويني،حال دا چې تاسې به ترهغه وخته،چې هغوى په لمر پرېواته کې وي،نه به يې وينئ؛نو بيا جګړه ورسره وکړئ او له خدايه مرسته وغواړه!"

مسلم ورته وويل: "پر پلار دې د خداى رحمت،چې داسې زوى يې روزلى!"

بيا مروان ورغى او مسلم ورته وويل: "راوله!" مروان وويل: "ايا عبدالملک ورغلى نه و؟"

ويې ويل: "هو راغلى و او عبدالملک څومره ښه نارينه دى! د ده په څېر مې له ډېرو لږو قريشو سره خبرې شوي"

مروان وويل: "چې عبدالملک دې ليدلى؛زه دې ليدلى يم" نو بيا مسلم د عبدالملک پر لارښوونو عمل کاوه؛ نو ځکه لمر خاته لوري راغى او درې ورځې يې مدينوالو ته مهلت ورکړ او چې درې ورځې تېرې شوې، ويې ويل: "مدينوالو! څه کوئ،غاړه ږدئ که جنګېږئ؟"

ويې ويل: "جنګېږو".

مسلم ورته وويل: "مه کوئ؛بلکې اطاعت وکړئ،چې خپل ځواک او دبدبه يو ځاى کړو،چې پر دې "ملحد" چې مارقین او فاسقین له هرې لوري ورباندې راټول شوي ورودانګو؛ يعنې پر ابن زبير (رض) .

مدينوالو وويل: "د خداى دښمنانو! که پر لور يې ورشئ؛نو تاسې به پرېنږدو. موږ به تاسې ازاد پرېږدو،چې بيت الله الحرام ته ورشئ او هستوګن يې وډار کړئ اودرناوى يې ولتاړئ؟! نه پر خداى قسم دغسې نه کوو!"

مسعودي وايي : مدينوالو د رسول الله (ص) خندق (چې رسول الله (ص) د احزابو په جګړه کې ايستلى و) خپل سنګر کړ او له مدينې يې ګرد چاپېره ديوال وکړ او شاعر يې وويل: "په رښتيا چې په هغه خندق کې چې په دبدبې او ستریا پسوللى دى،

يو ګوزار دى، چې له مغزو نشه وباسي!

ته له موږه نه يې او ماما دې هم له موږه نه دى،

اى چې د شهوت لپاره لمونځ پرېږدې

نو چې موږ ووژل شو ته نصراني کېږې

او شراب وڅښه او جمعه او جماعت پرېږده! [117]

ذهبي وايي: په هغه زمانه کې عبدالله بن حنظله په نبوي جومات کې "بېتو ته" کوله،روژه یې نيوه او په اوبو او اوړو يې روژه ماتوله او تل يې سر ځوړند و.

چې يزيديان مدينې ته راورسېدل خپلو يارانو ته يې وينا وکړه او جګړې ته يې راوهڅول او ويې غوښتل،چې له دښمن سره دې په جګړه کې رښتين وي او ويې ويل:"پالونکيه! موږ يوازې پر تا ډډه لګوو".

ګهيځ مهال د شام لښکر پر مدينه يرغل وکړ او مدينوال په ټينګه وجنګېدل،چې ناڅاپه له شا او د ښاره له منځه د تکبير نارې واورېدل شوې او ځیر شول،چې "بني حارثه و" د "حرې" له لارې محاصره کړي دي؛نو ځکه خلک وتښتېدل او عبدالله بن حنظله چې پر يوه زوى ډډه وهلې وه او لږ خوب وړى و او زوى يې ويښ کړ او چې پېښه يې وليده؛ نو مشر زوى يې جګړې ته ولېږه،چې ووژل شو، بيا يو په بل پسې ټول زامن ولېږل،چې ټول ووژل شول.

وايي : په دې حال کې چې عبدالله بن حنظله يوازې پاتې و، له يو شمېر يارانو سره په ښار کې ګرځېده او چې ماسپښين شو،خپل مريي ته يې وويل: " شا مو څاره چې د ماسپښین لمونځ وکړو" تر لمانځه وروسته مريي یې ورته وویل : " څوک خو پاتې نه دي؛موږ څه ته ودرېږو؟" په لاس کې يې بيرغ و او يوازې پينځه تنه ترې راتاو وو، ويې ويل: "پر تا افسوس! موږ خو يوازې د وژنې لپاره راپاڅېدلي يو".

وايي: مدينوال د اوښ مرغانو په څېر پنډ شوي وو او شاميانو له تېغه تېرول.عبدالله چې ولیدل خلک وتښتېدل،زرې يې له تنه راوايسته او وجنګېد،چې ووژل شو. بيا مروان يې پر جنازه ودرېد او د شهادت ګوته يې ورته ونيوه او ويې ويل: "پر خداى قسم که له مړي سره يې دښمني کوم؛نو له ډېر وخته مې په ژوند ورسره دښمني کړې ده" [118]

د یزید لښکر د رسول الله (ص) حرم مباح اعلانوي[سمول]

طبري او نور وايي: مسلم مدينه درې ورځې مباح کړه،چې خلک ووژني او شتمني يې لوټ کړي. [119]

يعقوبي [120] وايي: "ډېرى پاتې خلک ووژل شو، د رسول الله (ص) حرم يې مباح کړ، تردې چې ډېرى باکرې پېغلې دوه ځانې شوې او کوروالى کوونکى يې ونه پېژندل شول!". [121]

په ابن کثير تاريخ [122]  کې وايي: "د "حرې" په جګړې کې اوه سه تنه قرآنپوهان ووژل شول،چې درې تنه يې د رسول الله (ص) اصحاب وو!".

او وايي: "ډېرى انسانان ووژل شو، داسې چې نژدې وه څوک له مدينوالو پاتې نشي!".

او وايي : "پر ښځو يې تېرى وکړ؛داسې چې ويل شوي : په هغو ورځو کې زر ښځې، بې مېړه، دوه ځانې شوې!".

او له "هشام بن حسان" روايتوي چې: "د "حرې" تر جګړې وروسته د مدينې زر بې مړوښه ښځې دوه ځانې شوې!".

او د "زهري" له وينا وايي: "په وژل شويو کې اوه سوه تنه ول،چې د مهاجرينو او انصارو مشران او موالي وو او نور هم، چې نه پوهېږم ازاد و يا مريان، بې له دوى، ټول لس زره تنه وو". [123]

په سيوطي تاريخ کې وايي: "د "حرې" جګړه د "باب طيبه" په مخ کې وشوه او ډېرى اصحاب کرام (رضي الله عنهم اجمعین) او نور پکې ووژل شو،مدينه لوټ شوه او پر زرګونو باکره پېغلو تېرى وشو!". [124]

دينوري او ذهبي وايي: ابو هارون عبدي وايي : ابو سعيد خدري (رض) مې وليد. چې سپینه بونډۍ ږیره یې درلوده ابا سعيده! ولې دې ږيره داسې شوې؟ ويې ويل: "دا د حرې په پېښه کې د شامي ظالمانو چارو؛کور ته مې راننووتل او هر څه يې لوټ کړل، ان د اوبو کټورى يې يووړ او د باندې ولاړل. وروسته ترې دولس تنه نور راننووتل.زه پر لمانځه وم، په کور کې وګرځېدل او څه يې ونه موندل او خپه شوو او زه يې د لمانځه له ځايه راښکودم او پر ځمکه يې راګوزار کړم او هر يو له ږيرې ونيوم او راوايسته يې؛تر کوم ځايه چې ګورې ايستلې یې ده او څه چې پاتې ده،هغه برخه ده چې پر ځمکه وه او لاسونه يې نه ورسېدل، ما همدغسې پرېښې،چې په همدې حال کې له خداى سره ووينم!". [125]

او پر مدنية الرسول، دغسې دا درې ورځې تېرې شوې!

له مدينوالو يې بيعت واخست،چې د خليفه يزيد مريان به وي .

طبري او نور وايي: مسلم خلک بيعت ته راوبلل،په دې شرط،چې د يزيد بن معاويه مريان به وي او هغه به د دوى د ځان، شتمنۍ او کورنۍ په اړه هوډ نيسي. [126]

مسعودي وايي: "چې څوک پاتې وو،ټولو بيعت وکړ، چې د يزيد بندګان به وي؛ خو بې له "علي بن الحسين" څخه، چې هغه د مدينوالو په چارو کې نه و او هم "علي بن عبدالله بن عباس" چې ماماګان يې د کنده له ټبره د يزيد په لښکر کې وو او ویې ساته. د لښکر بولندوی وويل: "چې څوک يې ونه مني په توره يې څټ پرې کوم!" [127]

د ابن سعد په طبقاتو کې وايي : مسلم چې خلک ووژل او "عقيق" ته ورغى ويې پوښتل: "علي بن الحسين شته؟" وويل شو: هو! ويې ويل: ولې يې نه وينم؟ امام  د ترونو له دوه زامنو (د محمد بن حنفيه زامن) سره ورغى. مسلم چې وليد ښه راغلاست يې ورته ووايه او پر خپل ورېښمين ټغر يې کېناوه. [128]

په طبري تاريخ کې وايي: مسلم ورته وويل: مرحبا، ښه راغلاست. بيا يې له ځان سره پر ورېښمين ټغر کېناوه او ويې ويل: له مخکې امير المؤمنين ستا سپارښتنه راته کړې وه؛خو دې خبيثانو ستا ياد او درناوى رانه هېر کړى و. بيا يې علي بن الحسين ته وويل: ښايي کورنۍ دې ډار شوې وي. ويې ويل: پر خداى قسم، هو! مسلم امر وکړ. سپرلى يې چمتو او زين کړه او سپور يې کړ او کورنۍ ته يې ورساوه. [129]

دينوري وايي : چې څلورمه ورځ شوه،مسلم بن عقبه پر څوکۍ کېناست او مدينوال يې بيعت ته راوبلل او لومړى تن،چې ورغى "يزيد بن عبدالله بن ربيعه" [چې د رسول الله (ص) د مېرمنې ام مسلمې بي بي لمسى] و. مسلم ورته وويل: "بيعت راسره وکړه"

هغه وويل: د کتاب الله او د رسول الله (ص) د سنتو له مخې درسره بيعت کوم"

مسلم وويل: "داسې بيعت وکړه،چې د اميرالمؤمنين غنيمت وسې،چې ستا په شتمنيو او اولادونو کې چې څه غواړي ويې کړي!" خو هغه دا ډول بيعت ونه مانه او مسلم امر وکړ،چې سر يې ورپرې کړئ! [130]

طبري وايي: مسلم په "قُبا" کې خلک بيعت ته راوبلل . دوو تنو قريشو [يزيد بن عبدالله بن زمعه او محمد بن ابى جهم] ته يې امان وغوښت او د حرې تر پېښې دوه ورځې وروسته يې ورته راوستل . ويې ويل: "بيعت وکړئ" هغوى وويل: "د کتاب الله او د رسول الله (ص) د سنتو له مخې درسره بيعت کوو" ويې ويل: "نه ! پر خداى قسم دا خو بيخي درسره نه منم" ،راوړاندې يې کړل او ويې وژل.

مروان ورته وويل : "سبحان الله! دوه تنه قريش،چې امان اخستو ته راغلي وژنې يې؟" مسلم پخپله همسا مروان ټيل واهه او ويې ويل: "پر خداى قسم که ته هم د هغوى خبره وکړې؛ نو هماغسې درسره کوم!".

وايي: "يزيد بن وهب بن زمعه" يې راوست، ورته يې وويل: "بيعت وکړه"ویې ويل:" د عمر (رض) د سنتو له مخې بیعت درسره کوم" مسلم وويل: "ويې وژنئ!" هغه وويل: "بيعت درسره کوم" ويې ويل: "نه، پر خداى قسم، ګناه دې نه بښم" بيا مروان يې د خپلوۍ له مخې سپارښتنه وکړه؛ خو مسلم امر وکړ، چې مروان تنبه او دماغ سوخته کړي . بيا يې وويل: "بيعت وکړئ دا چې د يزيد بن معاويه غنيمت وسئ!" بيا يې واوژه. [131]

يزيد ته يې سرونه ولېږل[سمول]

ابن عبدربه وايي : مسلم بن عقبه، يزيد ته د مدينوالو سرونه ولېږل . يزيد چې سرونه وليدل،د احد په جګړه کې يې د "ابن زبعري" په څېر شعر ووايه:

"کاشکې اوس مو د بدر په جګړه کې مشران واى

او په دې پېښه کې يې د خزرجيانو زارۍ ليدلې واى

او له زياتې خوشحالى به يې شپيلي وهل

او ويل يې: يزيده! پر لاس دې برکت!

په دې حال کې د رسول الله (ص) يو صحابي ورته وويل : "امير المومنينه! له اسلامه ووتې!" يزيد وويل: "هو ! له خدايه بښنه غواړم" او صحابي وويل: "پر خداى قسم، په يوه سيمه کې به هم درسره ونه وسم!" او ترې راووت. [132]

د ابن کثير په روايت کې، تر لومړي بيعت وروسته راغلي :

"چې په قبا کې راکېووت

او قريشيان يې له تېغه تېر کړل

دا دى له مشرانو يې موږ دوه ګرايه ووژل

او د "بدر" نابرابري مو برابره کړه او انډول شو"

بيا ابن کثير وايي: ځينو "رافضيانو" پر دې دا بيت ورزيات کړى دى:

لعبت هاشم بالملک فلا

ملک جاء ولاحى نزل


"بني هاشمو له واکمنۍ سره لوبې وکړې،

نه کومه پرښته راغله او نه کومه وحې رانازله شوه"

او ورپسې وايي: "که دا خبره يزيد بن معاويه ويلي وي،د خداى او د لعنت کوونکيو لعنت دې پرې وي او که يې نه وي ويلي پر هغه دې د خداى لعنت وي، چې دا خبره ورپورې تړي". [133]

[ علامه عسکري وايي: دا برخه "شعبي" د اهلسنتو مشهور امام روایت کړی ده]

علامه عسکري وايي: ابن کثير وهم نيولى او ګومان يې کړى،چې دوی ويلي دي: "يزيد په دې مقام کې دا بيت د "ابن زبعري" پر شعر ورزيات کړى؛ نو ځکه ترې منکر شوى دى . حال دا چې  دوی دا روايت کړى نه دى؛ بلکې "شعبي" او نورو روايت کړى چې: "يزيد چې خپلې مخې ته د حسين سر وليد او د "ابن زبعري" په څېر شعر يې ووایه، دا بيت يې پرې ورزيات کړ او ښکاره ده،چې "شعبي"رافضي او شيعي نه؛بلکې د اهلسنتو له مشرانو ځنې  و.

نه پوهېږم ابن کثير ولې يزيد ته پلمه نه راوړي او نه وايي :

"هغه مجتهد و او دا بيت يې په خپل اجتهاد ويلى دى؟"

د یزید په اطاعت کې[سمول]

د مکې پر لور د یزید د لښکر خوځېدنه او په مړينه کې يې د بولندوی دعا او وصيت.

طبري او نور وايي : مسلم،چې د مدينوالو له جګړې او د شتمنيو له لوټه يې خلاص شو، له خپل لښکر سره مکې ته وخوځېد او چې "مشلل" ته ورنژدې شو،ومړ او دا پر ٦٤ س د محرم وروستۍ نېټه وه. په مرګاني حال کې يې "حصين بن نمير" راوغوښت او ورته يې وويل: "د خره تر کتې لاندې اچوونکي زويه! پر خداى قسم که دا چار مې په واک کې واى؛ نو ته مې د دې لښکر بولندوى کولې نه؛خو امير المؤمنين تر ما وروسته امير کړى يې، چې امر يې ردېدونکى نه دى؛نو چې د څه درته وصيت کوم عملي يې کړه :خبرونه راټولوه او يو قريشي ته هم غوږ مه ږده! او شاميان يې له خپلو دښمنانو مه منع کوه،چې له فاسق ابن زبير سره مخ شې نو تر درېيو ورځو ډېر مه تمېږه!" بيا يې وويل: خدايه ما تر دې شهادت [= چې يوازې الله خداى دى او دا چې محمد يې بنده او استازى دى] وروسته بېخي داسې کومه کړنه کړې نه ده،چې په آخرت کې راته ګرانه او غوره وي". [134]دا عبارت د ابن کثير په تاريخ کې داسې دى : "... داسې کړنه مې کړې نه ده چې د مدينوالو تر وژنې راته ګرانه او په آخرت کې منلې وي! اوس که تر دې چار وروسته دوزخ ته ولاړ شم؛نو په يقين چې بدمرغه يم" بيا له نړۍ ولاړ.  [135]

او په يعقوبي تاريخ کې وايي : "خدايه! داچې ستا د خليفه يزيد بن معاويه اطاعت مې وکړ او د حرې (مدينې) خلک مې ووژل؛نو که تر دې وروسته مې پر عذاب کړې؛ نو په يقين چې بدمرغه يم". [136]

او د ابن اعثم په فتوح کې وايي : مسلم بن عقبه په خپل وصيت کې "حصين بن نمير" ته وويل: "ځير شه،چې له مکيانو او عبدالله بن زبير سره هماغه څه وکړې،چې ودې ليدل ما له مدينوالو سره وکړل!".

بيا يې وويل : "خدايه! ته پوهېږې،چې ما بېخي د خليفه بې اطاعتي کړې نه ده! خدايه! ما بېخي داسې چار کړى نه دى،چې له امله يې وژغورل شم؛خو چې څه مې له مدينوالو سره کړي دي!" او بيا يې حالات خراب شوو او ومړ. تر غسل او کفن وروسته يې ښخ کړ او خلکو له "حصين بن نمير" سره بيعت وکړ او مکې ته روان شوو. په دې حال کې د سيمې خلک راووتل، له قبر يې رابهر کړ او پر دار يې وځړاوه. د يزيد لښکر له دې چاره خبر شو، راستون شو او د دې سيمې يو شمېر هستوګن يې له تېغه تېر کړل او نور يې وتښتېدل، بيا يې له داره راکوز کړ او ښخ يې کړ او پر قبر يې يو پاسوال وګوماره. [137]

د یزید لښکر شعر وايي او کعبه سيځي[سمول]

مسعودي وايي: "حصين بن نمير" مکې ته ورسېد او محاصره يې کړه. ابن زبير کعبې ته پناه يووړه. حصين او لښکر يې منجنېقونه او عرادې د کعبې پر لور ودرولې او کعبه يې په ډبرو او تېلو ککړو ټوټو په نښه کړه، چې وسوځېده او ويجاړه شوه.

په دې وخت کې يو تندر راکېووت او د منجنيق يوولس تنه ټولی يې وسوځاوه . دا ورځ، شنبه د ربيع الاول درېيمه او د يزيد تر مړينې يوولس ورځې مخکې وه. لنډه دا چې مکيان او عبدالله بن زبير (رض) په تنګسه کې راګېر شوو او ډبرو، اور او تورو يې هلاکت رامخې ته کړ او شاعر يې وويل :

ابن نمير بئسما تولى

قدا حرق المقام والمصلى


"د نمير زوي څه بد چارى دى .

د ابراهيم مقام او د نمانځه ځاى يې وسوځاوه!". [138]

يعقوبي وايي: حصين بن نمير هومره اوريني غونډوسکې وايشتې، چې کعبه يې ورانه کړه او چې جګړه به سړه شوه؛نو د ابن زبير وياند "عبيدالله بن عمير ليئي" به د کعبې پر بام خاته او په لوړ غږ يې ويل: "شاميانو! دا د خداى حرم دى، هغه حرم،چې په جاهليت کې مو "پناه ځى" و او الوتونکي او څړېدونکي پکې خوندي او په امان کې و، شاميانو له خدايه وډار شئ!" او شاميانو چغې وهلې: "اطاعت، اطاعت، بريد، بريد، تر شپې مخکې بريا!" او تردې یې جګړه وکړه،چې کعبه وسوځېده.

د ابن زبير ملګرو ورته وويل: "اور به مړ کړو" اجازه يې ور نه کړه او غوښتل يې خلک د کعبې له امله غوسه شي.

ځينو شاميانو وويل: "حرمت او يو بل ته مخامخ شوي او طاعت پر حرمت برلاس شو!!". [139]

په تاريخ الخميس او تاريخ الخلفا کې وايي : "د کعبې پردې،چت او د اسماعيل د قربانۍ د پسه ښکرونه،چې په کعبه کې راځوړند ول،د شاميانو په اور وسوځېدل!". [140]

طبري او نور وايي: ابن زبير يې راايسار کړ او د محرم د مياشتې يوه برخه او ټوله د صفر مياشت ورسره وجنګېدل،چې د ٦٤ س د ربيع الاول درېيمه د شنبې ورځ راورسېده، بيا يې بيت الله الحرام په منجنېقو په ډبرو وايشته او ويې سيځه .

شعرونه يې وويل:

خطارة مثل الفنيق المزبد

نر مى بها اعواد هذا المسجد


د سر مست اوښ په څېر يو منجنيق دى

چې د دې جومات ستنې پرې په ډبرو ولوو.

کيف ترى صنيع ام فروه

تاخذ هم بين الصفا والمروه


د دې منجنيق چار څه ډول وينې

چې د صفا او مروه ترمنځ پکې نښه نيول کېږي؟

ويلي يې دي: محاصره د ربيع الاخر تر لومړيو وغځېده،چې د يزيد د مړينې خبر راورسېد. يزيد د ربيع الاول پر څوارلسمه ومړ. [141]

طبري وايي: حصين بن نمير له ابن زبير(رض) سره په جګړه کې و،چې مکې ته د يزيد د مړينې خبر راورسېد. ابن زبير په لوړ غږ ورته وويل: "سرغړاندى مو هلاک شو، که څوک غواړي؛ نو له دې خلکو سره دې يو ځاى شي که نه شام ته دې ورستون شي" خو هغوى ورسره جګړې ته دوام ورکړ، تر دې چې ابن زبير(رض) حصين بن نمير ته وويل: "نژدې راشه،چې خبره درسره وکړم" هغه ورنژدې شو او خبره يې ورسره کوله،چې يو آس يې خارشنه اچول پيل کړل او د حرم کوترې راغلې،چې دانې ترې راټولې کړي او حصين خپل اس په کابو کې کړ، چې کوترې ونه ځوروي!.

ابن زبير(رض) ورته وويل: "څه کوې؟" ويې ويل: "هسې نه چې اس مې د حرم کوترې ووژني!".

ابن زبير (رض) وويل: "دا روا نه بولې؛خو مسلمانان وژنې؟!"

ويې ويل: "جګړه درسره نه کوم،اجازه راکړه،چې له خوني طواف وکړم او ستون شم" او همدغسې يې وکړل .

وايي: حصين او ملګري يې مدينې ته ورستانه شول.

وايي: مدينوال او د حجاز هستوګن د شاميانو پر وړاندې زړه ور شول؛ تر دې چې يو به يې يوازې مونده، د سپرلۍ قيضه يې نيوه او راغورځاوه يې؛نو ځکه په لښکرتون کې راټول شوو او نه خپرېدل او امويانو ورته ويلي وو: "چې ځئ موږ هم درسره بوځى" او همدغسې يې وکړل او لښکر شام ته ستون شو. [142]

حجاج دويم ځل کعبه په نښه کوي[سمول]

ابن اثير او نور وايي :عبدالملک بن مروان، حجاج مکې ته له ابن زبير(رض) سره جګړې ته ولېږه،په طايف کې يې لښکر تم شو او پر ٧٢ س په ذى قعده کې مدينې ته ورغى او د ابن زبير(رض) والي يې ترې وشاړه او يو شامي "ثعلبه" يې پر ځاى کېناوه او "ثعلبه" د مدينوالو غوسه کولو لپاره پر نبوي منبر د هډوکي ماغزه راايستل او خوړل او له پاسه يې پرې کجورې خوړې!. [143]

دينوري وايي : حجاج د حج پر مهال خپلو ځواکونو ته وويل: "حج ته چمتو شئ!" بيا له طايفه مکې ته ولاړ او منجنيق يې دابو قبيس پر غره کېښود.

اقيشر اسدي په دې اړه وويل : "زموږ په څېر په حج غولیدلى لښکر به مو ليدلى نه وي! او زموږ په څېر کوڼ او ګونګ لښکر مې ليدلى نه دى! بیت الله ته راغلو،چې په ډبرو یې وولو او د واده د نجونو په څېر وګډېږو.د سې شنبې پر ورځ ورغلو،د فيل د سينې په څېر، بې سره لښکر دى .که له ثقيف (حجاج) او حکومته يې بې غمه نه شو، پر سخت روزګار به اخته شوه.

حجاج راوغوښت؛خو وتښتېد. بيا يې ابن زبير(رض) محاصره کړ؛خو مسجد الحرام ته يې پناه يووړه. حجاج "ابنخزيمه خشعي" د منجنيق ايشتونکى کړ او جومات مېشتي يې په ډبرو وايشتل او ويل يې :

خطارة مثل الفنيق الملبد

نرمى بها عواد اهل المسجد


"د سرمست اوښ په څېر يو منجنيق دى،چې مسجدالحرام ته راغلي پرې په ډبرو ولوو". [144]

مسعودي وايي : حجاج عبدالملک ته وکښل،چې د ابو قبيس غر يې نيولى او ابن زبير (رض) يې محاصر کړى دى،چې ليک يې وروسېد، عبدالملک تکبير ووايه . شاوخوا يې هم تکبير ووايه، د تکبير غږ د دمشق په جامع جومات کې ناستو هم واورېد او تکبير یې ووايه.غږ يې بازاريانو واورېد،چې دوى هم تکبير ووايه.بيا يې وپوښتل، چې څه خبره ده؟ ورته وويل شو: "حجاج، ابن زبير(رض) په مکه کې راايسار کړى او د ابوقبيس غر يې نيولى دى"

ويې ويل: "موږ به هله خوشحاله شو،چې دا ملعون ترابي،لاس تړلى او بې پټکي راولي او پر اوښ سپور يې په بازارونو کې وګرځوي!". [145]

څرګندنه داچې رسول الله (ص) حضرت علي په "ابو تراب" ياد کړى و او "امويانو" يې دا يوه خو او نیمګړنه ګڼلې وه او د حضرت علي لارويانو ته يې "ترابي" ويل او په امويانو کې دې لقب د پېغور مانا درلوده؛نو ځکه يې ابن زبير (رض) هم پر ترابي ياداوه .

ابن اثير وايي : حجاج په ذى قعده کې مکې ته ورننووت او د حج احرام يې وتاړه او په "بئر معونه" کې تم شو او له خلکو سره يې حج وکړ؛ خو د کعبې طواف يې ونه کړ، د صفا او مروه ترمنځ يې سعې ونه کړه؛ځکه ابن زبير(رض) يې خنډ و.

وايي: ابن زبير(رض) او ملګرو يې هم حج ونه کړ؛ځکه عرفات ته ولانړل او شيطانان يې ونه ايشتل .

او وايي: چې حجاج،ابن زبير(رض) راايسار کړى و؛ نو کعبه يې پر ابوقبيس غره ايښي منجنيق په ډبرو ايشته . عبدالملک چې د يزيد بن معاويه پر مهال دا چار ناغوره ګڼلى و؛خو اوس يې پخپله کوي!

او خلکو ويل: "له خپل دينه اوختى دى!". [146] ذهبي وايي : حجاج په منجنيقونو او هر اړخيزه جګړې زبيريان په تنګسه کې راګېر کړي وو، د توښې ورسېدو لار يې پرې ورتړلې وه،چې به وږي شول؛نو ځانونه يې د "زمزم" په اوبو څښلو خوشحالول او پر کعبه به ډبرې ورېدې . [147]

ابن اثير وايي: پينځه غونډاله منجنيقونه يې درلودل،چې له هرې لوري به يې کعبه په ډبرو ايشته. [148]

د کعبې سوځېدل او د تندر رالوېدل[سمول]

په تاريخ الخميس کې په خپل سند وايي: حجاج کعبه په ډبرو او اورنيو غونډوسکو ايشته، تر دې چې پردو اور واخست. په دې وخت د "ِجدّې" له لوري له برښنا سره لوړه وريځ پر کعبې او عطاف ودرېده او اور يې مړ کړ او د باران اوبه په ناوه کې "حجر اسماعيل" ته راغلې. بيا وريځ د ابوقيس غره ته ورماته شوه او تندر يې وغورځاوه او منجنيق يې د يوه جوغړوندې هومره په لمبه وواهه،چې څلور تنه پوځيان يې وسوځول!.

حجاج وويل: "له دې تندره مه ډارېږئ؛ځکه دا د تندرونو هېواد دى". خداى يو بل تندر راوغورځاوه،چې منجنيق او نور څلور تنه يې وسوځول [149]

ذهبي وايي : حجاج خپلو ځواکونو ته غږ کاوه: "شاميانو! خداى مو، خداى مو د (خليفه) په طاعت کې په پام کې ونيسئ!". [150]

طبري او نور د "يوسف بن ماهک" له خولې وايي : "ليدل مې،چې منجنيق ډبرې ايشتې،چې ناڅاپه اسمان وغورېد او برښنا ورسره وه او د برښنا کړسهارو د حجاج ځواکونه راګېر کړل . شاميان وډار شول او لاس يې واخست. حجاج پخپله ملا وتړله او په منجنيق کې يې ډبره کېښووله او ويې ویل: "ويې توغوئ" او پخپله يې په توغولو کې برخه واخسته .

وايي: پر سبا يې، پرله پورې تندرونه راغلل او دولس تنه ځواکونه يې ووژل او شاميان سست شول .

حجاج ورته وويل: "شاميانو! له دې پېښې په اندیښنه کې مه وسئ،چې تهامه مې ټاټوبى دى او دا يې (عادي) تندرونه دي .سوبه او بريا نژدې ده؛نو خوشحال وسئ،چې څه دررسېدلي،دښمنانو ته هم وررسي"

پر سبا يې تندر راولوېد او د ابن زبير يو شمېر ياران يې هم ووژل .

حجاج وويل: "نه وينئ، چې پر هغوى هم راولوېد،حال داچې تاسې د اطاعت پر لارياست او هغوى يې پر خلاف دي؟" [151]

تر دې وروسته، د ابن کثير په تاريخ کې راغلي دي : "شاميانو رَجَز وايه او کعبه يې په منجنيقو په ډبرو وايشته او ويل يې :

"د سرمست اوښ په څېر يو منجنيق دى چې...

ناڅاپه پر منجنيق تندر راولوېد او ويې سوځاوه. شاميانو له ایشتو او محاصرې لاس واخست.

حجاج ورته وويل: "پر تاسې افسوس! نه پوهېږئ، چې دا اور خو زموږ پر مخکېنيو هم راکېوته او که يې قربانۍ قبلېدې؛نو خوړه يې؟ که کار مو د منلو نه و؛ نو دا اور نه راکوزېده، چې يې وخوري!". [152]

د ابن اعثم په فتوح کې وايي : حجاج خپلو ځواکونو ته لارښوونه وکړه، چې په چاپېريال کې خپاره شئ او مسجد الحرام د "ذى طوىٰ" له لوري او د مکې له سهيله او د "بطح" له مخامخه محاصره کړئ .

عبدالله بن زبير(رض) او ياران يې په تنګسه کې شول او شاميانو منجنيقونه ودرول او رَجَز يې وايه او پر کعبه يې د ډبرو باران جوړ کړ،چې لږ به ستړي شول،دمه يې کوله؛نو حجاج به پېغامونه وراستول، ټپسوري کول او پر مرګ يې ګواښل . [153]

د بيت الله په سوځېدو د حجاج خوشحالي[سمول]

وايي: د حجاج لښکر بيت الله الحرام په ډبرو وايشته، چې د زمزم څاه له بېخه وچاوده او د کعبې دېوالونو هم درز وکړ. بيا یې د اورينو غونډوسکو د ايشتو امر وکړ،چې پردو اور واخست او ايرې شوې، حجاج ورته ولاړ و او کتل يې،چې پر دې څنګه سوځوي او دارجز يې وايه :

"نه وينې چې لوګى يې څنګه پورته خېژي

حال دا چې په ګومان يې خداى يې تر خوا دى؟!

ډبرې يې سستې شوې او وچاودې

او ټولې کوترې يې والوتې،

نژدې ده،چې کعبه ويجاړه شي

او ګرد سره پردې يې وسوځي

ځکه په تېلو او اور کې راګېرې دي!

طبري وايي: د ابن زبير(رض) تر مړينې د دواړو لوريو جګړه روانه وه. د عبدالله ابن زبير ياران خپاره واره شوو او په خورا ذلت يې خوشې کړ. د لس ګونو زرو تنو په شاوخوا کې مکيان حجاج ته ورغلل او امان يې وغوښت، چې د ابن زبير(رض) دوه زامن : حمزه او خبيب هم پکې وو او له حجاجه يې امان وغوښت!.

د ابن زبير(رض) د چارو پاى او شام ته د سرونو ورلېږل[سمول]

عبدالله بن زبير (رض) تر مړينې سخت وجنګېد. حجاج هم، د ابن زبير،عبدالله بن صفوان او عمارة بن عمرو سرونه مدينې ته ولېږل، چې پر دار وځړول شي او  وروسته يې عبدالملک ته ولېږل . [154]

ابن کثير وايي : سرونه يې د "ازد" ټبر د يو سړي په قومندانۍ ولېږل او ورته يې وويل، چې مدينې ته ورسېدئ؛نو پر دار يې راځوړند کړئ او بيا شام ته ورشئ.حکم يې عملي کړ او عبدالملک ورته پينځه سوه ديناره سره انعام ورکړل . بيا يې د ابن زبير(رض) د وژنې په خوشحالۍ کې د ځان او خپل زوى له تنديو ويښتان بيتي کړل!

راوي وايي: حجاج حکم کړى و،چې د ابن زبير تنه د حجون پر لار سرچپه راځوند کړي،بيا راکوزه او هملته ښخه کړاى شوه. [155]

ذهبي وايي: د عبدالملک چارواکي پراخه شوه او چارې يې تنظيم شوې او "حجاج بن يوسف" يې د حرمينو (مکې او مدينې) واکمن کړ او حجاج هغه کعبه بېرته ورغوله،چې ابن زبير(رض) جوړه کړې وه؛ خو د منجنیقونو په ډبرو ورولو یې درزونه کړي وو او "حجر الاسود" يې څو ټوټې شوی و. [156]

حجاج د پېغمبر اکرم (ص) اصحاب کرام په اور داغي[سمول]

طبري وايي : حجاج تر دې وروسته په صفرې مياشت کې مدينې ته ولاړ او درې مياشتې تم شو، چې پر مدينوالو لوبې وکړي او ويې ربړوي . د رسول اکرم (ص) اصحاب کرام يې خوار او سپک کړل او غاړې يې ور داغ کړې . د حضرت جابر بن عبدالله (رض) يې لاس او د حضرت انس (رض) يې غاړه ورداغ کړه .

حضرت "سهل بن سعد (رض)" يې راوغوښت او ورته يې وويل: "ولې دې د امير المؤمنين عثمان ملاتړ ونه کړ؟"

ورته يې وويل : "مرسته مې يې کړې"

حجاج وويل: "دروغ دې وويل!" بيا يې امر وکړ، چې غاړه يې په سر بو ورداغ کړئ . [157]

د حرمينو د پاڅون پاى او د نورو خوځښتونو پيل[سمول]

د مکې او مدينې د خلکو پاڅون پاى ته ورسېد؛خو ورسره جوخت او وروسته ترې نور خوځښتونه پيل شول؛ لکه : پر ٦٥ س د توابينو پاڅون، چې په کوفه کې د "يالثارات الحسين" په غږ پيل شو او په "عين الورده" کې د خلافت له لښکر سره ونښتل او شهيدان شول. بيا پر ٦٦ س د حسين د وژونکيو لپاره د مختار پاڅون" پيل شو.

وروسته ترې،د علويانو خوځښتونه؛لکه د "شهيد زيد" او زوى يې "يحيى" [158] او وروستى يې د عباسيانو پاڅون و، چې "آل محمد ته بلنې" په شعار پيل شو،چې د اموي خلافت پر راپرځېدو او د عباسي خلافت (د آل محمد په نوم) په جوړښت پاى ته ورسېد .

لکه چې "ابو سلمه خلال" د آل محمد وزير يادېده او "ابو مسلم خراساني" د آل محمد امير! او چې ابو سلمه ووژل شو؛نو يو شاعر وويل:

ان الوزير وزير آل محمد

او دى فمن يشناک کان وزيرا


"هغه وزير، چې د آل محمد وزير و، ووژل شو -او هغه چې دښمني درسره کوي وزير دى." [159]

خوځښتيانو غاصب واکمنان کمزوي کړل[سمول]

هو ! دا ګرد سره خوځښتونه د امام حسين(رض) د شهادت له امله پيل شول،وغځېدل او اموي خلافت يې کمزورى کړ. بيا نو د اهلبيتو امامانو فرصت وموند او ويې کړاى شول، چې د خپل نيکه محمد رسول الله (ص) شريعت، چې د ورکېدو او پوپنا کېدو پر لور روان و‏، بيا ژواکى کړي او ښوونځي يې د نږه اسلام خپرېدو ته ملا وتړله.په دې باب د مرتضي عسکري دا کتابونه ولولی: (۱) معالم المدرستین درېیم ټوک له پینځمې ویینې (۲۷۱ مخ) نیولې تر پایه. (۲) نقشه ایمه در احیا دین دوه ټوکه.



[1] . د ترمذي سنن،دريالسم ټوک،١٩٤ مخ؛ د حاکم مستدرک،څلورم ټوک،١٩ مخ؛ سيرالنبلاء، درېيم ټوک،٢١٣ مخ . رياض النضره،١٤٨ مخ؛د ابن اثير تاريخ،درېيم ټوک،٣٨ مخ؛د ابن کثير تاريخ،اتم ټوک،٢٠١ مخ . د سيوطي تاريخ،٢٠٨ مخ؛ د ابن عساکر تاريخ،٧٢٦ حديث او تهذيب،څلورم ټوک،٢٤٠ مخ .

[2] . د يعقوبي تاريخ،لومړى ټوک،٢٤٧-٢٤٨ مخونه

[3] .د امام احمد حنبل مسند،لومړى ټوک،٢٤٢ او ٢٨٢ مخونه؛ د احمد فضائل،٢٠،٢٢ او ٢٦ حديثونه؛ د طبراني معجم،٥٦ حديث؛د حاکم مستدرک،څلورم ټوک،٣٩٨ مخ؛ سيرالنبلاء،درېيم ټوک،٣٢٣ مخ؛ رياض النضره،١٤٨ مخ؛ مجمع الزوائد، نهم ټوک،١٩٣-١٩٤ مخونه.تذکرة سبط ابن جوزي،١٥٢ مخ؛ د ابن اثير تاريخ،درېيم ټوک،٣٨ مخ؛ د ابن کثير تاريخ،شپږم ټوک،٢٣١ مخ او اتم ټوک،٢٠٠ مخ؛ تاريخ الخميس،دويم ټوک،٣٠٠ مخ؛ الاصابه،لومړى ټوک،٣٣٤ مخ؛ د سيوطي تاريخ،٢٠٨ مخ؛د شجري امالي،١٦٠ مخ .

[4] . د ابن کثير تاريخ،اتم ټوک،٢٠٠ مخ؛ د ابن عساکر تاريخ،٧٢٣-٧٢٥ مخونه

[5] . ايها القاتلون جهلا حسينا      ابشرو بالعذاب و التنکيل

کل اهل السماء يدعو عليکم       من نبى و ملئک و قبيل

قد لعنتم على لسان ابن داود      و موسى و حامل الانجيل

[6] . د ابن کثير تاريخ،اتم ټوک،٢٠١ مخ؛ سيرالنبلاء،درېيم ټوک،٢١٤ مخ؛ د سيوطي تاريخ،٢٨٠ مخ.د ابن  عساکر تاريخ،٧٣٣-٧٣٩ مخونه.

[7] . د طبري تاريخ، د اروپا چاپ،دويم ټوک،٣٦٨-٣٦٩مخونه.

[8] . د طبري تاريخ، د اروپا چاپ،دويم ټوک،٣٧٠ مخ .

[9] .امام سجاد صغير نه و؛بلکې ناروغ و ګڼل شو او د ناروغۍ په خاطر و نه وژل شو او لکه څنګه چې مو مخکې هم وويل، پر هغه مهال د امام باقر پلار هم و .

[10] . د طبري تاريخ،د مصر د حسينيه لومړى چاپ،شپږم ټوک،٢٦٩-٢٧٠ مخونه او د محمد ابوالفضل تصحيح شوى چاپ،پينڅم ټوک،٤٦٨-٤٦٩ مخونه او د اروپا چاپ،دويم ټوک،٢٨٧-٢٨٨ مخونه .

11] .دا وروستۍ برخه د مثير الاخزان د کتاب له ٦٦ مخه ده او ورپسې مطالب له ابن اعثم څخه اخستل شوي دي

[12] .د نحل سورت له ٩٢ آيته اخستنه

[13] .د مريم سورت له ٨٩ او ٩٠ آيته اخستنه

[14] .د ابن اعثم تاريخ،پينځم ټوک،٢٢١-٢٢٦ مخونه؛ د خوارزمي مقتل،دويم ټوک،٤٠-٤٢ مخونه .

[15] .نحن قتلنا عليا و بني على      بسيوف هندية و رماح

و سبينا نساءهم سبى ترک            و نطحناهم فاى نطاح

[16] .د حديد له ٢١،د جمعې له څلورم او د نور له څلوېښتم آيته اخستنه

[17] . ابن نماحلي ، مثير الاحزان 66_ 69 مخونه/ سيد ابن طاووس، اللهوف/ ابن شهر اشوب مناقب.

[18] .تردې د مخه مو وويل،چې علي بن الحسين-امام سجاد- هغه مهال د امام باقر پلار و؛نو دا خبره په دې جمله او روايت کې ورزیاته شوېاو د طبرسي او اعلام الورى په روايت کې نه ده راغلې .

[19] .اغانى،څلورم ټوک،١٥٥ مخ

[20] .اثبات الوصيه،١٧٣ مخ

[21] .د مفيد ارشاد،٢٢٧ مخ

[22] .طبري تاريخ،د اروپا چاپ،٣٨٠ مخ .

[23] .تذکرة الخواص،دويم ټوک،١٤٨ مخ؛ په معجم البدان کې وايي : جيرون د دمشق په شاوخوا کې دى .

[24] .د خوارزمي مقتل،دويم ټوک،٦٠ او ٦١ مخونه .

[25] .د شورى سورت ٢٣ آيت

[26] .د اسراء سورت ٢٦ آيت

[27] د انفال سورت ٤١ آيت

[28] . د احزاب سورت ٣٣ آيت

[29] .تذکرۀ الخواص الامة،١٤٩ مخ؛مثير الاحزان،٧٩ مخ .

[30] . طبري تاريخ،د اروپا چاپ،دويم ټوک،٣٧٧ مخ

[31] .مثير الاحزان،٧٨ مخ

[32] .حديد،٢٢ آيت

[33] .د شورى سورت ٣٠ آيت

[34] . د ابن اعثم كوفې تاريخ ( فتوح ) 5/246

[35] . د ابن اعثم فتوح،پينځم ټوک،٢٤۱ مخ

[36] . وګورئ: ( الف ) : د شيخ مفيد د ارشاد ژباړه 2/125-126 ، ( ب ) _ طبري تاريخ 6/265

[37] . ( 1 ) _ ابوبرزه الاسلمى؛ نوم يې عبيد او د پلار نوم يې حارث دى ، او پر 64 ه كال مړ شوى ، اسدالغابه 6/31 دارالشعب چاپ . ( 2 ) _ طبري تاريخ 5/465 ، د 61 كال تر پېښو لاندې ، د محمد ابوالفضل ابراهيم له څېړنې سره د مصر چاپ .

[38] .لهوف،٦٩ مخ

[39] .د ابن هشام په سيره کې د ابن زبعري شعرونه،درېيم ټوک،٩٧ مخ؛د ابن ابى الحديد د نهج البلاغې شرحه،دويم ټوک،٣٨٢ مخ؛ د ابڼ اعثم فتوح،پينځم ټوک،٢٤١ مخ،د ابن کثير تاريخ،اتم ټوک،١٩٢ مخ؛ د خوارزمي مقتل،دويم ټوک،٥٨ مخ له لږ توپير سره او پورته متن مو له تذکرة خواص الامة،١٤٨ مخه اخستى دى .

[40] .  1_ سيره ابن هشام 3/97. 2 _ ابن ابى الحديد ، معتزلى شافعى ، شرح نهج البلاغه 2/382. 3 _ ابن اعثم كوفې ، فتوح 5/241.  4 _ ابن كثير ، تاريخ 8/192 ، 8/204.  5 _ خوارزمى ، مقتل 2/48 .  6 _ ابن طاووس ، اللهوف ، 69 مخ.  7 _ ابوالفرج اصفهانى ، مقاتل الطالبين ، 120 مخ.  8 _ طبقات فحول الشعرا ، 200 مخ  ، 9 _ سمط النجوم العوالى 3/199  ،  10 _امالى ابو علي قالى 1/  142

[41] (روم/۱۰)

[42] (آل عمران/۱۷۸)

[43]  (آل عمران/۱۶۹) 

[44] . مثيرالاحزان 80 مخ ، ترجمه اللهوف 18 – 186 مخونه ،  ژباړل شوى او اخستل شوى دى له: مرتضى عسكرى، نقش ائمه در احيا دين 16/162-166

[45] .طبري تاريخ،د اروپا چاپ،دويم ټوک،٣٨٢ مخ؛ د خوارزمي مقتل،دويم ټوک،٧٤ مخ

[46] .سير اعلام النبلاء،درېيم ټوک،٢١٦ مخ. خوارزمي مقتل،دويم ټوک،٧٥ مخ؛د ابن کثير تاريخ،اتم ټوک،٢٠٤ مخ،د ابن عساکر تاريخ،٢٩٦ ګڼه حديث،خطط مقريزي،دويم ټوک،٢٨٩ مخ؛الاتحاف،٢٣ مخ .

[47] .دوسر د نعمان بن منذر له لښکرو ځنې يو لښکر و او متل شوى و،چې تر دوسر لښکره هم بل جرارتر شته

[48] .انساب الاشراف،٢١٧-٩١٩ مخونه؛ تاريخ الاسلام،دويم ټوک،٣٥١ مخ.تذکرة خواص الامة،١٥١ مخ؛ د امالي شجره،١٥٨-١٨٦ مخونه

[49] .انساب الاشراف،٢١٨ مخ

[50] . 1 _ د ابن اعثم كوفي ، فتوح 5/247-249  ، 2 _ خوارزمي، مقتل 2/69-71

[51] .هماغه سرچينه،٢٤٩-٢٥٠ مخونه

[52] .مثير الاحزان،٩٠-٩١ مخونه؛لهوف،٧٦-٧٧ مخونه

[53] .لهوف،٨٠ مخ او نچوړ يې په مثير الاحزان،٩٢ مخ کې

[54] . يعقوبي تاريخ،دويم ټوک،٢٥٩ مخ

[55] .د ابن اعثم فتوح،پينځم ټوک،٢٥٢ مخ

[56] .د ابن اعثم فتوح،پينځم ټوک،٢٥٤ مخ

[57] .تذکرۀ خواص الامة،١٦٤ مخ .

[58] .انساب الاشراف،بلاذري،٢٢٠ مخ

[59] .د ابن کثير تاريخ،اتم ټوک،٢٣٢ مخ؛ د ذهبي تاريخ الاسلام،٢ ټوک،٣٥١ مخ

[60] . دابرخه په لنډ ډول د ابن اثير له كامل ( 3 / 377 - 433 ) نه را اخستل شوې ده.

[61] . د 65-67 كال پېښې په طبري، ابن اثير او ابن اكثير تاريخونو كې ولولئ.

[62] . يعقوبى تاريخ 2/ 345-353، ابن اثير الكامل 5/144 (د 130 كال د پيښو په ترڅ كى) مسعودى، مروج الذهب 3/286.

[63] . علامه عسكري، نقش ائمه 16/ 181

[64] . ( 1 ) خوارزمى ، مقتل / 187 ، نهم فصل او د ابن اعثم كوفي د تاريخ فارسى ژباړه346 مخ، مستدرك الصحيحين 3 / 178

[65] . دالفت مرغلرى 262مخ)

[66] . (الفت مرغلري 265مخ)

[67] . (دالفت مرغلرى 267مخ)  

[68] . الف _ د طبري تاريخ 1/30 _32 لومړى چاپ د درويشتم كال د پېښو په ترڅ كې. ب _ طبري تاريخ 1/2768 _ 2772 د اروپا چاپ  ج_ ابن اثير، تاريخ (الكامل)  3/24 _ 25

[69] . (د الفت مرغلرى-266)

[70] . (3ټ ،167 مخ)

[71] . خطيب، بغداد تاريخ 2/204.

[72] . ترمذي صحيح 2/306 ، حاكم مستدرك 4/19، ذخاير العقبي 48/، امام احمد حنبل مسند 5/294.

[73] . ماوردي، اعلام النبوه 83 مخ، خوارزمي مقتل 1/159، هيشمي مجمع الزوايد 9/187 _ 188، صواعق المحرقه 115 مخ، سيوطي، خصايص 2/125 _126 مخونه، متقي هندي (كنز العمال 6/223).

[74] . ابن حجر صواعق المحرقه 116، مقتل خوارزمي 2/89.

[75] . مسلم ، صحيح 2ټ ، 219 مخ )

[76] . (مسلم ، صحيح  2ټوك ، 764 مخ.)

[77] . (1)  ، (2) ، (3) سبط ابن جوزي تذكره الخواص: 27   _ 274 (4) ، (5)   او (6) كامل الزيارات /107

[78] . (شوری/۲۳)

[79] . ( احزاب/۳۳)

[80] . د همدې آيتونو  په تفسير کې د طبري، زمخشري او سيوطى تفاسير وگورئ او هم: حاکم، مستدرک الصحيحين (٣/١٧٢ مخ)؛ ذخائرالعقبى ١٣٨ مخ؛ اسدالغابه (٥/٣٦٧ مخ)؛حلية الاولياء (٣/٢٠١ مخ)؛مجمع الزوايد (٧/١٠٣ مخ) او (٩/١٤٦ مخ).

[81] . صحيح مسلم، باب فضائل علي (ک)، د فضائل الصحابه له کتابه؛ ترمذي سنن؛ مستدرک الصحيحين (٣/١٥٠ مخ)؛ امام احمد مسند (١/١٨٥ مخ)؛بيهقي سنن (٧/٦٣ مخ)؛طبري او سيوطي تفاسير د آيت پر تفسير لاندې؛واحدي اسباب النزول ٧٤ او ٧٥ مخونه .

[82] . د آيت په تفسير کې وگورئ: د زمخشرى د کشاف او د فخر رازي کبير تفاسير او هم د شبلنجي نور الابصار، ١٠٠ مخ.

[83] . بيهقي سنن (٢/٣٧٩ مخ)؛ دارقطني سنن ١٣٦ مخ.

[84] . صحيح بخاري، کتاب الدعوات، باب الصلاة على النبي اوکتاب التفسير باب تفسير قوله تعالى: "ان الله و ملائکته يصلون على النبي ........"؛ صحيح مسلم، کتاب الصلاة، باب الادب المفرد، ٩٣ مخ؛د نسايي، ابن ماجه او ترمذي سنن؛ بيهقي سنن (٢/١٤٧ او ٢٧٩ مخونه)؛دار قطي سنن ١٣٥ مخ؛ شافعي مسند، ٢٣ مخ؛ مستدرک الصحيحين (١/٢٦٩ مخ)؛ طبري تفسير د آيت پر تفسير لاندې.

[85] . ترمذي سنن، کتاب المناقب؛ ابن ماجه سنن، سريزه يې؛مستدرک الصحيحين (١/١٤٩)؛ امام احمد مسند (٢/٤٤٢ مخ)؛ اسدالغابه (٣/١١مخ) او (٥/٥٢٣ مخ)؛ مجمعالزوايد (٩/١٦٩ مخ)؛ بغداد تاريخ (٨/١٣٦ مخ)؛ رياض النضره (٢/١٩٩ مخ)؛ ذخاير العقبى، ٢٣ مخ .

[86] . ترمذي سنن، کتاب المناقب؛ ابن ماجه سنن، سريزه يې؛ مستدرک الصحيحين (١/١٤٩)؛ امام احمد مسند (٢/٤٤٢ مخ)؛ اسدالغابه (٣/١١مخ) او (٥/٥٢٣ مخ)؛ مجمعالزوايد (٩/١٦٩ مخ)؛ بغداد تاريخ (٨/١٣٦ مخ)؛ رياض النضره (٢/١٩٩ مخ)؛ ذخاير العقبى، ٢٣ مخ .

[87] . امام احمد مسند (١/٧٧مخ)؛ ترمذي سنن، کتاب المناقب؛ بغداد تاريخ (٣/٢٨٧ مخ)؛ تهذيب التهذيب (١٠/٤٣٠ مخ).

[88] . صحيح بخاري، باب مناقب الحسن و الحسين، کتاب بدء الخلق اوباب رحمة الولد و تقبيله؛ بخاري، الاباب المفرد، ١٤ مخ؛ امام احمد مسند (٢/٨٥،٩٣،١١٤ او ١٥٣ مخونه)؛ طيالسي مسند (٨/١٦٠ مخ)

[89] . هيشمي مجمع الزوايد (٩/١٨٤ مخ) ؛ ذخائر العقبى ١٣٠ مخ ؛ کنزالعمال، دويم چاپ (١٣/١٠٣ او ١٠٤ مخونه).

[90] . ترمذي سنن، کتاب المناقب ؛ نسايي خصايص، ٢٢٠ مخ ؛ کنزالعمال (١٣/٩٩ مخ).

[91] . ابن ماجه سنن، فضايل حسن او حسين ؛ امام احمد مسند (٢/٢٨٨،٤٤٠،٥٣١ مخونه) او (٥/٣٩٦ مخ) ؛بغداد تاريخ (١/١٤١ مخ) ؛کنوز الحقايق، ١٣٤ مخ ؛ طيالسي مسند (١٠/٣٢٧ او ٣٣٢ مخونه) ؛ مجمع الزوايد (٩/١٨٠،١٨١ او ١٨٥ مخونه) ؛ بيهقى سنن (٢/٢٦٣ مخونه) او (٤/٢٨ مخ) ؛ حلية الاولياء (٨/٣٠٥ مخ) ؛ مستدرک الصحيحين (٣/١٦٦ او ١٧١ مخونه).

[92] . مستدرک الصحيحين (٣/١٦٤ مخ) ؛ بغداد تاريخ (١١/٢٨٥ مخ) ؛ مجمع الزوايد (٩/١٧٢ مخ) ؛ ذخائرالعقبى ١٢١ مخ ؛ کنز العمال (٦/٢٢٦ او ٢٢٠ مخونه).

[93] . مستدرک الصحيحين (٣/١٦٣،١٦٥ او ٦٢٦ مخونه) ؛ امام احمد مسند (٢/٥١٣ او ٤٩٣ مخونه) او (٥/٥١ مخ) ؛ بيهقى سنن (٢/٢٦٣ مخ) ؛ مجمع الزوايد (٩/٢٧٥ او ١٨١ او ١٨٢ مخونه) ؛ ذخائر العقبى ١٣٢ مخ ؛ اسدالغابه (٢/٣٨٩ مخ) ؛ رياض النضره ، ١٣٢ مخ.

[94] . امام احمد مسند (٤/٣٨٩) او (٥/٣٥٤ مخ) ؛ حاکم مستدرک (١/٢٨٧) او (٤/١٨٩ مخ) ؛ بيهقي سنن (٣/٢١٨) او (٦/١٦٥ مخ) ؛ ابن ماجه سنن،باب بس الاحمر للرجال ؛ نسايي سنن، باب صلاة الجمعه و العيدين ؛ ترمذي سنن، کتاب المناقب .

[95] . واحدي، اسباب النزول، ٣٣١ مخ ؛ اسد الغابه (٥/٥٣٥ مخ) ؛ رياض النضره (٢/٢٢٧ مخ) ؛ شبلنجني نورالابصار او د سيوطي په تفسير کې د آيت په تفسير کې. 

[96] . د معالم المدرستین  درېیم ټوک: دامام حسين د شهادت وړاندوينه.

[97] . نهج البلاغه، ٢٠٥ خطبه

[98] . وگورئ: د معالم المدرستین دويم ټوک:"د نبوي سنتو له اړونې د علي (ک) شکايت"

[99] . لعبت هاشم بالملک فلا خبر جاء و لاوحى نزل. ددې خبرې اسناد ددې کتاب په مخکې برخو کې راغلي دي.

[100] . طبري تاريخ (٦/١٩١ مخ)

[101] . ددې رواياتو سرچينې مخکې راغلي دي.

[102] . (نساء/۱۶۵)

[103] . د ابوسفيان، هندې او حضرت معاويه په باب د پوره معلوماتو لپاره وگورئ: عسکري، "نقش ام المومنین عايشه در تاريخ اسلام" : له حضرت معاويه سره برخه .

[104]مسعودي، مروج الزهب (٣/٦٨مخ)؛ابن کثير، تاريخ (٨/٢١٩ مخ)؛التنبيه والاشراف، ٢٦٤ مخ .

[105] . طبري تاريخ (٢/٣٩٧ – ٣٩٦ مخونه) د اروپا چاپ او د مصر چاپ (٥/٢٧٥ – ٢٧٤ مخونه)

[106] . همدې عبارت ته نژدې په اغاني (١/٣٣مخ) کې هم راغلى دى.

[107]طبري تاريخ (٨/٢ – ٥ مخونه) د ٦٢ کال پېښې. د عبارت متن د ابن اثير له تاريخه (٤/٤٠ – ٤٢ مخونه) غوره کړاى شوى دى .

[108].طبري تاريخ (٧/٣ – ١٣ مخونه)؛ابن اثير تاريخ (٤/٤٠ – ٤١ مخونه)؛ابن کثير تاريخ (٨/٢١٦ مخ)؛عقد الفريد (٤/٣٨٨ مخ)

[109] . ذهبي؛تاريخ الاسلام (٢/٣٥٦ مخ)

[110] . يعقوبي (تاريخ ٢/٢٥٠مخ)

[111] . اغاني (١/٣٥ – ٣٤ مخونه)

[112] . اغاني (١/٣٦ مخ)

[113] . شجري امالى، ١٦٤ مخ.

[114]. طبري تاريخ (٧/٥ – ١٣ مخونه)؛ابن اثير تاريخ (٤/٤٤ – ٤٥ مخونه)؛ اغاني (١/٣٥ – ٣٦ مخونه).


[115] . مسعودي، التنبيه والاشراف ٢٦٣ مخ؛مسعودي : مروج الزهب (٣/٦٨ – ٦٩ مخونه)؛الاخبار الطوال ٢٦٥ مخ ؛ طبري تاريخ (٨/٦ مخ)؛ذهبي، تاريخ الاسلام (٢/٣٥٥ مخ).

[116]. طبري تاريخ (٧/٦ – ٨ مخونه)؛ ابن اثير تاريخ (٤/٤٥ – ٤٦ مخونه).


[117] . التنبيه والاشراف ٢٦٤ مخونه ؛ اخبار الطوال ٢٦٥ مخ.

[118] . ذهبي، تاريخ الاسلام (٢/٣٥٦ – ٣٥٧ مخونه).

[119]. طبري تاريخ (٧/١١ مخ)؛ابن اثير تاريخ (٣/٤٧ مخ)؛ابن کثير تاريخ (٨/٢٢٠ مخ).

[120] . يعقوبي (٢/٣٦١ مخ)

[121]. يعقوبى تاريخ (٢/٣٥١ مخ).

[122] . ابن کثير تاريخ (٦/٢٣٤ مخ)

[123]. ابن کثير تاريخ (٦/٢٣٤ مخ).

[124] . سيوطي، تاريخ الخلفا ٢٠٩ مخ ؛ تاريخ الخمس (٢/٣٠٢ مخ).

[125] . دينوري، اخبار الطوال ٢٦٩ مخ؛ذهبي تاريخ الاسلام (٢/٣٥٧ مخ).

[126] . طبري تاريخ (٧/١٣مخ).

[127] . مروج الزهب (٣/٧١ مخ) ؛ التنبه والاشراف ٢٦٤ مخ.

[128] . ابن سعد طبقات (٥/٢١٥ مخ).

[129] . طبري تاريخ (٧/١١ – ١٢ مخونه) او د اروپا چاپ: (٢/٤٢١ مخ) ؛ ابن اعثم فتوح (٥/٣٠٠ مخ).

[130] . دينوري اخبار الطوال ٢٦٥ مخ.

[131] . طبري تاريخ (٧/١١ – ١٢ مخونه).

[132] . عقد الفريد (٤/٣٩٠ مخ).

[133] . ابن کثير تاريخ (٨/٣٢٤ مخ) ؛ دينوري اخبار الطوال ٢٦٧ مخ.

[134] . طبري تاريخ (٧/١٤ مخ)؛ ابن اثير تاريخ (٣/٤٩ مخ).

[135]. ابن کثير تاريخ (٨/٢٢٥ مخ).

[136] . يعقوبي تاريخ (٢/٢٥١ مخ).

[137] . ابن اعثم، فتوح (٥/٣٠١ مخ).

[138] . مروج الزهب (٣/٧١ – ٧٢ مخونه).

[139] . يعقوبي تاريخ (٢/٢٥١ – ٢٥٢ مخونه).

[140] . تاريخ الخميس (٢/٣٠٣ مخ)؛سيوطي تاريخ، ٩ مخ.

[141]. طبري تاريخ (٧/١٤ – ١٥ مخونه)؛ابن اثير تاريخ (٤/٤٩ مخ)؛ابن کثير تاريخ (٨/٢٢٥ مخ).

[142] . طبري تاريخ (٧/١١٦ – ١١٧ مخونه).

[143]. ابن اثير تاريخ (٣/١٣٥ مخ).

[144] . دينوري، اخبار الطوال، ٣١٤ مخ.

[145]. مروج الزهب (٣/١١٣ مخ).

[146] . ابن اثير تاريخ (٤/١٣٦ مخ).

[147]. ذهبي تاريخ الاسلام (٣/١١٤ مخ).

[148]. ابن اثير تاريخ (٨/٣٢٩ مخ).

[149] . تاريخ الخميس (٢/٣٠٥ مخ).

[150] . تاريخ الاسلام (٣/١١٤ مخ).

[151]. طبري تاريخ،د اروپا چاپ (٢/٨٨٤ – ٨٨٥ مخونه)؛ابن کثير تاريخ (٨/٣٢٩ مخ).

[152] . طبري تاريخ (٧/٢٠٢ مخ)، د ٧٣ س پېښې.

[153] . ابن اعثم، فتوح (٦/٢٧٥ – ٢٧٦ مخونه).

[154] . طبري تاريخ (٨/٢٠٢ – ٢٠٥ مخونه).

[155] . ابن کثير تاريخ (٨/٣٣٢ مخ) ؛ ابن اعثم فتوح (٦/٢٧٩ مخ).

[156]. ذهبي، تاريخ الاسلام ٠٣/١١٥ مخ).

[157] . طبري تاريخ (٧/٢٠٦ مخ)، د ٧٤ س پېښې.

[158]. په طبري، ابن اثير او ابن کثير تاريخونو کې د ٦٥، ٦٦، ٦٧، ١٢١، ١٢٢ او ١٢٥ کالونو پېښې ولولئ.

[159]. يعقوبي تاريخ (٢/٣٤٥ او ٣٥٢ او ٣٥٣ مخونه)؛ابن اثير تاريخ (٥/١٤٤ او ١٤٨ مخونه) د ١٤٠ س پېښې؛مروج الزهب (٣/٢٨٦ مخ).