ويکيپېډيا:په پښتو اشعارو کې د منصور یادونه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

منصور د پښتو ، فارسي ، اردو، هندي ، ترکي او عربي ژبې دشاعرانو په شعرونو کې ډیر یاد شوی دی. خو دده اصلی نوم حسین و ، پلاریې منصور حلاج نومیداو دی هم دخپل پلار منصورپه نامه په منصور سره  مشهور شوی دی اودده پلار ته یې ځکه  حلاج  وایه چې مالوچ (رویي)  به یې حلاجي کول. حلاج په یوه سنی مذهبه کورنۍ کې پیداشوی و. دده دزیږیدو نیټه د۸۵۸ زیږدیز/میلادي کال دمارچ دمیاشتې ۲۶ مه نېټه یا ۲۴۴ لیږدیز/هجري کال ښودل شوی دی.

نوموړی دفارس په یوه سیمه کې چې الطور نومیده زیږیدلی وهماغلته په یوه  دیني مدرسه کې شامل شو او ۱۲ کلن و چې سپيڅلی قرآن یې حفظ کړاو دسهل بن عبدالله تستری نه ی تجوید او دتصوف علم زده کړ . بیا چې لږ لوی شو نو عراق مکي  . عراق ته لاړ او په بصره کې دعمرو مکي نومي صوفي دمریدانو په کړۍ کې ورننوت ، وربسې بیا بغداد ته لاړ او دمشهور صوفی جنید بغدادي مریدو. همداراز ده دخپل زوند ډیره موده په سفرونو او دنورو ځایونو په لیدلو کې  تیره کړه. ده په دغه سفر کې هند هم ولید او  دبودیزم سره هم آشنا شو. منصور ۲۶ کلن و چې دکعبې شریفې زیارت ته لاړ او یو کال دمکی شریفې منجور ( مجاور ) و او په دریو ورځو کې به یې لږه ډوډۍ خوړه او لږې اوبه به یې څښلې .دی درې ځلې حج ته تللی و ، خو په دریم ځل چې حج ته لاړ هغه ۲۹۰ هجري کال و، دا دریم ځلې ده دوه کلونه په کعبه کې اعتکاف وکړ.  نومړی په تصوف کې دوحد ة الوجود دنظریې پیرو و چې معمولا ددغې عقیدې پیروان په هرڅه کې الله تعالی ویني ، منصوربه ویل ( انا الحق یعنې زه حق یم چې ځینو خلکو دحق کلمه خدای بلله) نو ځکه دده مخالفین   دده پر خلاف راپورته شول  .دی مجبوره شو چې له بغداده وتښتي او دوه کلونه پټ وو او بیا د ابوالحسن علی‌بن احمد راسبی له خو ا چې دده دښمن و دده دپټیدو ځای څرګند شو او ونیول شو او د۳۰۱ لیږدیز /هجري کا نه د ۳۰۹ لیږدیز /هجری کاله پورې په زندان او قید کې و .

په پای کې په ۳۰۹ زیږدیز/هجري کال کې بغداد کې دعباسي خلافت دواکمنۍ په وخت کې  د ابوبکر محمد بن داود سهل بن اسماعیل بن علی نوبختی او د ابو الحسن بن علي فرات په سپارښتنه او دهغه وخت دمتنفذو روحانیونو په سلا او مشوره او دقاضي ابو عمرو په فتوا سره امر وشو چې دی به زر ځلې په درو وهل کیږی هماغه و چې لومړی یې په زرو درو وواهه او بیا یې په دار وځړاوه او سر او پښې يې ورنه غوڅې کړې او بیا دده مړی وسوځول شو او ایرې یې ددجلې په سیند کې وغورځول  شوې .

دمنصور نه ځينې لیکلي آثار پاتې دی چې په عربي ژبه یې لیکلي دي او نومونه یې دادي :

• «طاسین الازل و الجوهر الاکبر»

• «طواسین»

• «الهیاکل»

• «الکبریت الاحمر»

• «نورالاصل»

• «جسم الاکبر»

• «جسم الاصغر»

• «بستان المعرفة»

. دحلاج داشعارو دیوان

لکه چې دمخه مو وویل دپښتو ژبې پخوانیو او ا وسنیو شاعرانو په خپلو شعرونو کې دده نوم ډیر یاد کړی دی چې دادی دځينو پخوانیو او کلاسیکو شاعرانو او او سنیو شاعرانو هغه بیتونه راوړم چې دمنصوریادونه یې پکې کړې ده :

ګوره دمنصور غوندې په دار نه شي رحمانه

مکړه دا دعشق خبرې مستې رندانه

( رحمان بابا )

هر وګړی چې منصور غوندې په دارشي

دار  داریې پس له مرګه نخل میوه دار شي

( رحمان بابا )

كه مې سر لكه منصور غوندې په دار شي

دغـــــــــه دار دى و رحمــــــن وته معراج

( رحمان بابا)

د منصــــــور رشتيا سبق و

دا ســـــــبق يـــې پر ورق و

هــر ورق باندې يــــې كښلى

ســـر كـلام د انالـــحق و

( ارزاني خیشکی)

پر منصور علماو ځكه سياست تير كا

چې یی هر تقليد فاش نكا

( دولت لواڼی)

هــر چې دار نه قبلوينه د منصور دعوه دې نه كا

هر چې ويره كا له داره دى ملحد حال يې تباه دى

( دولت لواڼی)

منصور چې مـــــست وو له هغه جامه

جرعه يې راغلـه زمـــــا تر كامــــــــه

منصور په دار شه زه به لا نور څه شم

كـــه رازمې ورسي تر خاص و عامـه

( ستر خوشال بابا )

لكه منصور په سر د دار دعوه د عشق نه پريږدي

كــه مبتلا يې په بلا كـاندي پښيمان به نه شي

( حافظ الپوري )

كه د راز د انالحق په زړه كې پټ كړ

څوك به تا څكــوي و دار ته د منصور

( شمس الدین کاکړ)

كه هوښياران مې راخبر شول په اسرار د مينې

لكه منصور به په خندا پړى د دار ونيــــــسم

( شاعر ؟)

که منصور غوندې په دار او په سنګسار شم

نشته داچې ستا له مینې توبه ګار شم

( حمید ماشو خیل )

سربه نظرانه کړو که زموږ په کلي بیاراغلي

تاته ډیر سرونه د منصور غوندې په دار خیژي

( رحماني )

نه مې شمعې بلې کړلې

نه مې ژوند دخوار پتنګ شو

نه منصور غوندې په دار شوم

نه مې ځان په وینو رنګ شو

( عنایت الله پویان )

د منصور غوندې په دار یم چې ریښتون یم

په شته کور کې در په در یمه پښتون یم

(ظهیرعباس خان زاک)

په رښتیا ویل منصور غوندې په دار شوې

خپل افغان ولس . وطن ته وفادار شوې

( اسماعیل اړم)

مونږ د منصور په پلونو درومو ځکه دار خوښوو

چی تر جانانه پری رسیږوهغه لار خوښوو

( شاعر ؟ )

که منصور غوندی په دار شم پرواه نشته

بیا به هم وایم اشنا ته می حاجت دے

( شاعر ؟ )

وخت به راځي چې غاښ د زهرو به ښامار نه لري

منصور به ګرځي مستانه ملا به دار نه لري

( پیر محمد کاروان )  

خدايه ! په دار بيا د منصور غوندې شوم

پـه دې حــا لاتو کې مجبور غوندې شوم

( مصطفی پسرلی)

دا کمزوری  د زمانی ده ګرانه

منصور تیار دے خو دار نه دے تیار

( محمد ګل منصور)

ستا مینه که جرم وي سنګسار دې شم

خیردی د منصور غوندې په دار دې شم

( هلا مهاجر)

مونږ په مسلک يو د منصور د مرګه نه ويريږو

د حق اواز مو ښه ښکاره په سر د دار کړې دې

( شاعر؟)

دا وطن د منصور نه دی په رضا چي دار ته خيژي

جلادان تېره تېغونه چي راځي پرېږده چي راسي

(عبدالباري جهاني)

ما په دار کړئ چې منصور خلکو ته یاد شي

موده وشــــــــــوه څوک په دار نه دي ختلي

( شاعر ؟)

دلته د مــــــــرګه ن بل روزګار نشته

چا وییل منصور نشته دی دار نشته

( جمیل خان جمیل )

د دیــــدار د خــوند خـــو دغه انــدازه ده

چې منصور پسې په خوښه دار اخیستی

( شاعر ؟)

پۀ مینه د محبوب کې مې پۀ دار وزنګوئ

راځـــــئ! ما د منصور پۀ دغه لار وزنګوئ

(شاعر؟)

یو خونه دی ټول جهان منصور منصور دی

وخت به کوم یو منصور وخيژوي دار ته

(؟)

کاپي د ښاغلي Latif Yad د پاڼي څخه

حيات همت

سینوهه سوفی