منځپانگې ته ورتلل

ويکيپېډيا:د مياشتې غوره ليکنه/۲۰۲۲/۱۰

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

پښتو ژبه او پښتو ويکيپېډيا د پښتنو جدي پاملرنې ته اړتيا لري لکه څنګه چې د نورو ژبو ويکي ګانې کتل کيږي، نو هغوی خپلو ژبو ته لا زيات خدمت کړی دی، د ليکنو شمېر يې د نفوس په تناسب لږ تر لږه په هر زرو تنو کې يوه ليکنه خامخا وي، خو پښتو ويکي پېډيا بيا ډېره خواره او د نشت برابر برېښي، ځکه نږدې د ۸۰-۱۰۰مېلونه پښتنو نفوس په لرلو سره بيا هم د پښتو ويکيپېډيا د ليکنو شمېر يوازې ۱۶۰۰۰ ته رسيږي، که چېرته له دې ۸۰ مېلوني نفوس نه لس تنو هم خپلې ژبې ته په دې برخه کې کار کولای او هر يوه پنځه پنځه ليکنې د ورځې کولای نو اوس به د پښتو ويکي پېډيا د ليکنو شمېر تر ميلون اوښتی و، خو خواره پښتو په شتو بچو کې محتاجه او اړمنه ده، هيله لرم چې پښتانه دې برخې ته لا زياته پاملرنه وکړي.