منځپانگې ته ورتلل

ويکيپېډيا:د مياشتي غوره ليکنه/۲۰۲۵/۰۹

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
منظور پښتين

منظور احمد پښتين یا منظور پښتین په کال ۱۹۹۲ کې د سوېلي وزيرستان په يو وړوکي کلي مولا خان سرای کې زېږېدلی. پلار يې عبدالودود د مسيد د سيمې په ښوونځي کې ښوونکی دی نو ځکه منظور پښتين هم خپلې لومړنۍ زدکړې د کلي له ښوونځي څخه پيل کړي. د تعليم مزل يې د ګومل پوهنتون، ډېره اسماعيل خان څخه د ډي وي آيم يا د څارويو د ډاکټر د سند په اخستلو پاې ته ورسيد. منظور پښتین دا وخت د (PTM) پښتون ژغورني غورځنګ مشرتوب په غاړه لري، چي په پښتونخوا کې د پښتنو د حقونو او ترهگرۍ پر ضد مبارزه ترسره کوي. نوموړی ددې په څنګ کې د افغانستان د خلکو، په ځانګړې توګه پښتنو لپاره هم په مبارزه بوخت دی، او هغوی د خپلو حقونو اخیستلو ته رابولي. منظور پښتین له څه کم یوې لسیزي پرله پسې مبارزي په پایله کي اوس توانېدلی دی چي په لر او بر افغانستان، بلوچستان او د نړۍ په ګوټ ګوټ کي د افغانانو او پښتنو ملاتړ راخپل کړي، او تر دا مهاله یې میلیونونه مستقیم او غیر مستقیم پلویان موندلي دي.( بشپړه ليکنه...)