ويکيپېډيا:د مياشتي غوره ليکنه/ ۲۰۲۵/۰۴
هېپتاليان، يفتاليان، یفتلیان يا سپين هونيان هغه خلک وو چې د پينځمې زېږديزې پېړۍ څخه تر اتمې زېږديزې پېړۍ په منځنۍ اسيا کې اوسېدل او د ختيځو اریایي هونيانو د لويې ډلې يوه برخه وو، د منځنۍ اسيا له ځمکو د هندوکش شمالي سيمو تخار او باختر ته د امو تر سيند راپورې وتل. دوی د هېپتاليانو په نامه يوه سترواکي د کيداريانو په ماتولو سره رامنځته کړه چې له ۴۵۰-۵۶۰ (۴۵۵-۵۶۵) پورې يو ستر پوځي ځواک وو، تر هغې چې دوی د لومړي تورک خاگانات او ساسانيانو گډو ځواکونو له خوا ماتې وخوړه.
هېپتاليانو ځانونه اېبودال ēbodālo (باختري ليکدود: يوناني ليکدود: ηβοδαλο) بلل چې د دوی په ليکنو، معمولاً سکو کې (ηβ, eb) ته رالنډ شوی دی.
استاد قدرت الله حداد فرهاد يفتاليان يا هېپتاليان ابداليان بللي چې د اريايانو يوڅانگه يې گڼي چې په ۴۲۵ ز کال شاوخوا يې د تخارستان پاچاهي په لاس کې وه. د دې ترڅنگ پوهاند عبدالحی حبيبي هم يفتل-هبتل -ابدال بولي چې وروسته په ابداليانو نومول شوي دي( بشپړه ليکنه...)