ويکيپېډيا:د مياشتې غوره ليکنه/۲۰۲۵/۰۲
حفيظ الله امين په ۱۳۰۸ لمريز کال د زمري مياشتې په لومړۍ نېټه د کابل په پغمان ولسوالۍ قاضي خېلو کلي کې زېږېدلی دی، نوموړی د خلق ګوند غړی او وروسته له نورمحمد تره کي د افغانستان واکمن پاتې شوی دی چې کابو درې مياشتې او لس ورځې واکمني يې کړې ده. نوموړی په يوه منځنۍ اقتصادي کورنۍ کې زېږېدلی او د يوه دولتي مامور زوی وو. امین لا کوچنی وو، چې پلار يې په حق ورسېد، او سرپرستي یې مشر ورور ته پاتې شوه. د یادونې وړ ده چي دده پلار د خپل ټول ماموریت پر مهال تر ۷ رتبې پورته نه وو تللی. حفيظ الله امين د پلار تر مړينې وروسته د خپل مشر ورور عبدالله، چې هغه مهال د يوه لومړني ښوونځي ښوونکی وو، تر پالنې او روزنې لاندې ونيول شو. ده خپلې لومړنۍ زده کړې د پغمان په لومړني ښوونځي کې پای ته ورسولې، او منځنۍ زده کړې يې د کابل په دارالمعلمين کې ترسره کړې. ورپسې يې د کابل پوهنتون د شمېر پوهنې او پنځپوهنې (رياضي او فيزيک) په څانګو کې خپلو زده کړو ته ادامه ورکړه او بيا يې بری ليک ترلاسه کړ. د ساينس اړوند یادي پوهنځي تر پای ته رسولو وروسته امین لومړی د کابل په دارالمعلمين کې د ښوونکی په توګه، ورپسې د ابن سینا لېسې د مدير د مرستيال په توګه او له هغه وروسته د همدغي ليسې د مدير په توگه دندې ترسره کړې. امین په ۱۳۳۶ لمريز (١٩٥٧ ز) کال کي د ښوونې او روزنې د ادارې په څانگه کې د لوړو زده کړو لپاره د امريکا متحدو ايالتونو ته واستول شو، چي هلته یې د کولمبيا پوهنتون د روزنپوهنې په څانګه کي زدکړي لاسته راوړې، او د ماسټرۍ د پوهنيزي درجې د ترلاسه کولو وروسته بیرته هېواد ته راستون شو. ( بشپړه ليکنه...)