ويکيپېډيا:د فاطمة الزهرا علمي ميراث

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د کتاب نوم: خوشال بابا او نبوي کورنۍ

څېړونکی: استاد اجرالدین اقبال

پته:www.andyal.com

خپرونکی: دانش خپرندویه ټولنه- کابل- افغانستان

د فاطمة الزهرا علمي ميراث[سمول]

حضرت فاطمة الزهرا له خپل پلاره د احکامو،آدابو،اخلاقو او د اهلبيتو د ځانګړنو په هکله روايتونه کړي،چې ددې روايتونو ټولګه د"فاطمې د مصحف" په نامه يادېږي او د لومړي ځل لپاره ددې ټولګې چار "جلال الدين سيوطي" رحمة الله عليه (٩١١ س مړ) پيل کړ،چې لس روايتونه يې ترې نقل کړي. بيا"حسين شيخ الاسلامي تويسرکاني" له حضرت زهرا  د رسول اکرم(٢٦٠) احاديث روايت کړي. په دې پسې "عزيز الله عطاري" او "احمد رحماني همداني"  په "فاطمة الزهرا بهجة قلب المصطفى" کتاب کې د سني او شيعه کتابونو٢٨٤ روايتونه راټول کړي دي.همداراز "حافظ ميرزا محمد بدخشاني" اتلس احاديث ترې روايت کړي دي .[1]

(شيخ عزيز الله عطاري؛مسند فاطمة :٥٠٩ _٦٠٢) د (٢٩) تنو راويانو نومونه راوړي،چې له فاطمة الزهرا يې روايتونه راخستي دي ،چې دادي :

١_ابن ابي مليکه .٢_ابو ايوب انصاري .٣_ابو سعيد خدري .٤_ ابوهريره .٥_اسماء بنت عميس .٦_ام کلثوم .٧_بشير بن زيد .٨_جابر بن عبدالله انصاري .٩_حسن بن علي .١٠_حسين بن علي .١١_حکم بن ابو نعيم .١٢_ربعي بن خراش .١٣_زينب بنت ابورافع . ١٤_ زينب بنت علي .١٥_ سلمان فارسي .١٦_ سهل بن سعد انصاري .١٧_ شبيب بن ابورافع . ١٨_عباس بن عبدالمطلب.١٩_عبدالله بن حسن .٢٠_عبدالله بن عباس .٢١_عبدالله بن مسعود. ٢٢_ علي بن ابيطالب . ٢٣_ علي بن حسين . ٢٤_عوانة بن حکم .٢٥_فاطمة بنت امام حسين .٢٦_ قاسم بن ابو سعيد خدري . ٢٧_ هارون بن خارجه . ٢٨_هشام بن محمد .٢٩_ يزيد بن عبدالمالک .

له مصحفه غورچاڼ[سمول]

(١) څوک چې خپل ګاونډى ځوروي؛نو مؤمن نه دى.څوک،چې پر خداى او د قيامت پر ورځ ګروهن وي؛نو خپل ګاوڼدى نه ځوروي.څوک،چې پر خداى او د آخرت پر ورځ ايمان لري؛نو ښه خبره کوي يا چوپ کېني.د خداى ناصح،زغمناک او متقي انسان خوښېږي او کنځل مار،بد ژبى،کينه کښ او لانجه مار يې ښه نه ايسي .حياء د ايمان يو رکن دى او مؤمن په جنت کې دى . بې حياء انسان کنځل مار وي او د بې حياء ځاى په دوزخ کې دى [2].

(٢) په ما پسې به لارښوونکي د بني اسراييلو د نقيبانو هومره وي[3] .

(٣) څوک چې زما له يو اولاد سره احسان وکړي او د خپل احسان بدله يې نه وي اخستي؛نو زه يې د کړنو بدله ورکوم.[4]

(٤) تر ټولو هغه خورا نېکمرغه دى ،چې پر ژوند او مړينه مې د "علي" مينوال وي .

(٥) څوک چې خپل لمانځه ته ټيټ ګوري؛پر پينځلسو عذابو اخته کېږي،چې چې شپږ يې دنيوي دي،درې يې د مړينې پر مهال دي،درې په قبر کې او درې په قيامت کې له قبره د راپاڅېدو پر مهال دي[5].

دنيوي عذابونه: له عمره يې برکت لرې کېږي،د روزۍ برکتونه يې کمېږي،په تندي کې يې د نېکانو رڼا نه وي،د هر ښه چار بدله يې نه ورکوي،دعا يې نه قبلېږي او د نېکانو په دعا کې نه شمېرل کېږي.

د مړينې پر مهال :په خوارۍ او ذلت مري،د لوږې پر حال مري،له دنيا تږى مري او که د نړۍ ويالې هم وڅښي؛خو تنده يې نه ماتېږي .

په قبر کې: پرښته يې په قبر کې ځوروي،قبر پرې تنګېږي،قبر يې تياره کېږي، محشر ته پړمخ بيول کېږي،سخت حساب ورسره کېږي،خداى ورته د رحمت په سترګه نه ويني او نه يې پاکوي او دردناک عذاب ورته سترګې پر  لار دى .[6]

(٦) د امت مې ډېر ناوړه هغه دي،چې ښه خوري،ښه اغوندي او پر نورو ملنډې وهي.[7]

(٧) لورې! له کنجوسۍ ډډه وکړه؛ځکه کنجوسي يو آفت دى،چې په لورين انسان کې نه وي.له کنجوسه ډډه وکړه؛ځکه کنجوسي يوه ونه ده،چې جرړې يې په دوزخ او څانګې يې په دنيا کې دي اوچې څوک يې په کومې څانګې ځان ونښلوي؛نو دوزخ ته يې ننباسي او د سخاوت او بخشش سپارښتنه کوم؛ځکه سخاوت يوه جنتي ونه ده،چې يې څانګې پر دنيا راپرېوتي دي او څوک،چې يو ښاخ يې هم ونيسي؛نو جنت ته يې ننباسي .[8]

(٨) د جمعې پر ورځ د لمر پرېوتو پر مهال دعا قبلېږي.[9]

(٩) لورې ! پلار راته وايه،چې پرې خوښېږم .[10]

(١٠) ډېر غوره مو هغه دى،چې له خلکو سره په عاجزۍ چلېږي او عزتمن مو هغه دى،چې د خپلو ښځو درناوى کوي .[11]

(١١) چې څلور چارې دې نه وي کړې؛مه ويده کېږه :

لومړى : ټول قرآن ولوله . دويم : پېغمبران خپل شفيع کړه . درېم :مؤمنان له ځانه خوشحاله کړه .څلورم : حج او عمره وکړه .

پلار ته مې وويل : زه خو د ويده کېدو پر مهال دا چارې نه شم کولاى!

پلار مې راته وويل : ((قل هو الله احد)) سورت دې،چې درې ځل ووايه؛لکه چې ټول قرآن دې لوستى وي . که پر ما او نورو پېغمبرانو درود ووايې؛نو موږ ټول به دې په قيامت کې شفيعان يو او مؤمنانو ته،چې د بښنې دعا وکړې؛نو ټول به درنه خوشحاله شي او،چې ((سبحان الله والحمدلله و لااله الا الله والله اکبر)) دې ووايه؛نو په حقيقت کې حج او عمره دې کړې.[12]

د حضرت فاطمة الزهرا د دعا بېلګې[سمول]

خدايه !ستا د عبادت وس،ستا پر  کتاب د پوهېدو ليد او ستا پر احکامو پوهه راکړې .

خدايه ! ددې ورځ پيل په ژغورنې،پاى يې پر بري او منځومانه يې نېکمرغي  کړې .

اللهم صل على محمد وآل محمد! له هغو مو وشمېرې،چې تاته يې مخ کړى او منلي دې هم دي او پر تا يې توکل کړى او تا ورته کفايت ورکړى او ستا درشل ته يې زاري کړې او د خپلې لورېنې په لمن کې دې نيولي .

پالونکيه ! له تا غواړم : لارښوونه،تقوا،پاکلمني،غنا او پر څه،چې خوښېږې .

پالونکيه!د خپلو کمزوريو پر وړاندې درنه وس غواړم،د خپلو اړتياوو پر وړاندې درنه غنا غواړم او د خپلو ناپوهيو پر وړاندې درنه پوهه او زغم غواړم.

اللهم صل على محمد وآل محمد! موږ ته د شکر ايستنې او ستا د ياد او عبادت وس راکړې يا ارحم الراحمين !

د رڼا د خداى په نامه ! د هغه خداى په نامه،چې په رڼا کې رڼا ده، د هغه خداى په نامه،چې پر رڼا رڼا ده،د هغه خداى په نامه،چې رڼا يې له رڼا پيدا کړه او هغه خداى د ستاېنې وړ دى،چې رڼا يې له رڼا پيدا کړه او پر ستر پېغمبر رڼا يې پر "طور غره" نازله کړه،چې په يوه کتاب کې کښل شوې او په يوه ليکنه کې منشور شوې ده.

د هغه خداى ستاينه،چې په عزت ياد شوى او په وياړنې مشهور دى او په خپګان او خوشحالۍ کې د مننې وړ دى، و صلى الله على سيدنا محمد و آله الطاهرين .[13]

د حضرت فاطمة الزهرا علمي او ادبي وګړه[سمول]

په معتبرو سرچينو[14] کې راغلي دي :

له حضرت فاطمې دوې ويناوې روايت شوي،چې يوه يې د خپل پلار تر وفات وروسته په ښځو کې کړې او بله يې انصارو او مهاجرو ته کړې ده .پردې سربېره حضرت فاطمه الزهرا شاعره هم وه،چې په همدې کتاب او نورو کتابو کې يې شعرونه راټول شوي دي.[15]


[1] . وګورئ:(١)سيرة الائمة الاثنى عشري :١/٩٦(٢) سيوطي؛الثغور الباسمه في حياة سيدتنا فاطمه : ٥٢ مخ.(٣) توفيق ابوعلم؛ اهلبيت:١٢٨_١٢٩ مخونه.

[2] . وګورئ : دلائل الامامة/١ .

[3] . وګورئ :  کفاية الاثر  ١٩٣_٢٠٠

[4] . وګورئ :  بحار٩٦/٢٢٥.

[5] . وګورئ : شمس الدين جزري؛اسنى مطالب :٧٠ مخ.

[6] . وګورئ :  سفينة البحار:٢/٤٣.

[7] . وګورئ : توفيق ابوعلم؛اهلبيت:١٣١ مخ.

[8] . (پورته سرچينه :١٣٠_١٣١ مخ)

[9] . وګورئ : دلائل الامامة : ٥ مخ .

[10] . وګورئ :  ابن شهر آشوب؛مناقب  ٣/٣٢٠.

[11] . وګورئ :  فاطمة الزهرابهجة قلب المصطفى:١/٢٧٣.

[12] . وګورئ :  خلاصة الاذکار : ٧٠ مخ .

[13] . وګورئ :  بحار:٤٣/٦٦

[14] . تاريخ الادب العربي (فى ضو المنهج الاسلامي په٢٥٧ مخ

[15] . وګورئ :(١)کشف الغمه ٢/١١٥.(٢)اعيان الشيعه  ١/٣١٨.