ويکيپېډيا:د سلامشورې ګټې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د سلامشورې ګټې[سمول]

- د تېروتنې د احتمال کچه راټیټوي.

-وړتیاوې زرغونوي.

- د استبداد مخه نیسي.

-د نورو د حسادت مخه نیسي. که د چا په مشورې بریالي شوو؛ نو داچې هغوی زموږ وده او بری د خپل اند اغېز ګڼي؛ نو حسادت به راسره نه کوي. هغه اولاد چې وده کوي، پلار یې کله هم ورسره حسادت نه کوي؛ ځکه د هغه وده د خپلې ودې یو انځور ګڼي.

-پایله یې الهي مرستې دي، زموږ په دیني فرهنګ کې شته چې: «ید الله مع الجماعه»

-د نورو له نظرونو ګټنه، خبره پخه او هراړخیزوي.«من شاور الرجال شارک فی عقولها»

- مشوره د خلکو یو ډول درناوی دی؛ شونې ده په مشوره کې کومې نوې خبره لاس ته رانشي؛ خو د خلکو شخصیت ته درناوی دی.

-مشوره د نورو پېژندوزله ده. تر هغه چې چا خوله نه وي راسپړلې، نیمګړتیا او هنر به یې پټ وي او له وګړیو سره په مشورې کولای شو، علمي او اندیزه درجه او د وګړیو ژمنه او کړلار جوړونه وپېژنو.

* پوښتنه: آیا له خلکو سره د پېغمبر اکرم(ص) مشورې ظاهري اړخ درلود؟

ځواب: هېڅکله نه!؛ ځکه که مشوره یې کړې وای او د مشورې پرخلاف یې کړي وای؛ نو نه یوازې امت ته یې درناوی نه دی کړی؛ بلکې په یو ډول یې د هغوی اروا هم ټکنۍ کړې ده.

پېغمبر اکرم صلی الله علیه و آله وسلم په بدر، احد، خندق، حدیبیه، له بني قریظه او بني نظیر سره په جګړه کې، مکې سوبه او تبوک جګړه کې له مسلمانانو سره مشورې کړې دي.

* مشوره په هغو چارو کې ده، چې په خلکو پورې اړوند وي؛ خو په هغو چارو کې چې په الله پورې اړوند دي؛ لکه بعثت، امامت او عبادت؛ نو په دې چارو کې د مشورو ګنجایش نشته.لمونځ الهي ژمنه ده،«الصلاه عهد الله» ژمنه دې پوره شي او مشورې ته پکې اړتیا نشته. د امت امامت او مشرتابه هم الهي ژمنه ده؛ ځکه همدا چې حضرت ابراهیم علیه السلام غوښتنه وکړه، چې ځوځات دې یې د ټولنې مشرتابه شي، الله ورته وویل: امامت او مشرتابه مې ژمنه ده او ټاکنه یې په ما ده، نه ستا په دعا او که کوم وګړی ظلم وکړي؛ نو د مشرتابه وړتیا نه لري؛ لکه څنګه چې قرآن وايي: «إِنِّی جاعِلُکَ لِلنّاسِ إِماماً» امامت زما په ټاکنه دی.