ويکيپېډيا:د خوارجو په اړه د رسول اکرم (ص) وړاندوينه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د کتاب نوم: خوشال بابا او نبوي کورنۍ

څېړونکی: استاد اجرالدین اقبال

پته:www.andyal.com

خپرونکی: دانش خپرندویه ټولنه- کابل- افغانستان

د خوارجو په اړه  د رسول اکرم (ص) وړاندوينه[سمول]

( صحيح بخاري : د بدء الخلق کتاب : په اسلام کې د نبوت د  نښو باب) په خپل سند له حضرت ابي سعيد خدري روايتوي، چې وايي : يوه ورځ د خداى له استازي سره وو،چې بېت المال يې ويشه، چې د بني تميم د ټبر ذوالخويصره راغى او ويې ويل :  رسول الله ! عدالت کوه. رسول اکرم (ص) ورته وويل : (( پر ځان ووېرېږه ! که عدالت و نه کړم؛نو خائب او خاسر به شم .حضرت عمر بن خطاب وويل : رسول الله اجازه راکړئ ورمېږ ترې غوڅ کړم . پېغمبر اکرم  وویل: پرېږ يې ده؛ ځکه  هغه به داسې ملګري پېدا کړي،چې ستا لمونځونه او روژې به د هغوى د لمونځونو او روژو پر وړاندې ډېر ناڅيزه وي؛قرآن به وايي؛خو له مريو به يې لاندې نه ځي او د خداى دين به داسې ټوټه ټوټه کړي،چې د خپلو غشيو موخه به يې کړي،تردې چې وايي : يو تور مخى سړى _ به يې مشري کوي _ به وي، چې يو لاس به يې د ښځې د تي په څېر وي او د خلکو له تر ټولو غوره ډلو به راپاڅي.)) حضرت ابو سعيد قسم خوري،چې دا حديث يې له رسول الله اورېدلى و، او حاضر وم چې له حضرت علي بن ابيطالب سره خوارجو جګړه وکړه او ټول يې وځپل او بيا يې حکم وکړ،چې د هغه سړي مړى يې ورته راووړ او ومو ليدل،چې لاس يې د ښځې د تي په څېر دى .

دا روايت ( نسائي : خصايص : ٤٣ او ٤٤ مخونه ) ، ( مسلم؛ صحيح : د زکاة کتاب ) ، ( ابن اثير جرزي؛ اسدالغابه : دويم ټوک،١٤٠ مخ د ذي الخويصره په ژباړه کې له حضرت ابي سعيد خدري؛ په دې روايت کې راغلي،چې د حنين د جګړې غنيمت ويشل کېده ) ، ( ابن جرير طبري؛ تفسير: لسم ټوک،١٠٩ مخ ) ، ( احمد بن حنبل؛مسند :درېم ټوک،٥٦ او ٦٥ مخونه ) ، (هيثمي؛مجمع : شپږم ټوک،٢٣٤ مخ ) په دې اړه  روايتونه نقل کړي،چې په وروستي کې يې راغلي : چې حضرت علي ته يې د نوموړي کس مړى راووړ؛نو خلک يې وپوښتل : څوک دا سړى پېژني؟ورته وويل شول : موږ يې پېژنو او نوم يې حرقوس دى او مور يې دلته ده . حضرت علي وويل : ولاړ شئ او مور يې راولئ . مور يې چې راغله؛نو وپوښتل شوه : دا څوک دى؟ ويې ويل :نه پوهېږم،چې د چا زوى دى؛ ددې لپاره،چې په جاهليت کې ما په ربذه کې ګډې سرولې؛نو د ظلمت په څېر يو څه راباندې راپرېوتل او دا ماشوم مې پر ګېډه شو .

( ذهبي؛ ميزان الاعتدال : دويم ټوک،٢٦٣ مخ ) ، ( صحيح مسلم : کتاب صلوة : باب تحريص خوارج) ، (ابن ماجه؛صحيح : باب ذکر خوارج ) ، ( ابوداود؛ صحيح : دېرشم ټوک، باب قتال خوارج ) ، ( احمد بن حنبل؛مسند : لومړى ټوک،٧٨ مخ ) ، (صحيح مسلم : کتاب زکاة : د خوارجو د وژلو د تحريص باب ) په دې باب روايتونه راوړي،چې په وروستي کې يې زيد بن وهب جهني وايي : يو سرتېري (چې له خوارجو سره په جګړه کې له حضرت علي سره و) وويل : يوه ورځ حضرت علي وويل : ايهاالناس ! ما د خداى له استازي اورېدلي وو : ((ډېر ژر به مې له امته يو ډله راپاڅي،چې د قرآن لوست به يې ستاسې د قرآن له لوست سره هېڅ اړه نه لري او لمونځ او روژه يې ستاسې له لمونځ او روژې سره هېڅ اړه نه لري؛خو قرآن وايي او داسې ګومان کوي،چې  ته وا  قرآن يې ملګرى دى؛ خو قرآن يې دښمن دى او لمونځونه يې له مريو نه تېرېږي او له اسلامه به داسې په ځغاسته وځي؛لکه غشى له ليندۍ )) او هغه لښکر چې له دوى سره جنګېږي؛ نو پوه دې شي،چې د پېغمبر اکرم پر ژبه د دوى لپاره څه برخليک تقدير شوى دى؛نو نور به لاس له عمله وانخلي او ددې خلکو نښه داده،چې يو داسې سړى پکې دى،بې مړونده مټ لري او د مټ په پاى ؛يعنې پر اوږه يې د ښځو د تي په څېر يو شى دى،چې سپين ويښتان پرې راختلي _ تر دې چې وايي : نو يو بل به ووژني او په خلکو کې به يوازې دوه کسان مړه شي . تر جګړې وروسته حضرت علي وويل : ولاړ شئ او هغه مجدع _ هغه چې لاس يې نيمګړى وي _ پېدا کړئ . اصحاب ولاړل؛ خو مړى يې  و نه موند. پخپله حضرت علي په مړيو کې لټه پيل کړه، چې و يې موند،چې په مړيو کې پړمخ پروت دى. امام تکبير ووايه او و يې ويل : صدق رسول الله . په اصحابو کې عبيده سلماني (رض) پاڅېد او ویې پوښتل : اميرالمؤمنينه ! ستا دې قسم پر هغه خداى وي،چې بې له هغه معبود نشته، آيا دا هر څه دې د خداى له استازي اورېدلي وو؟امام وويل : هو! قسم پر هغه خداى،چې بې له هغه بل معبود نشته.سلماني درې ځلې قسم ورکړ او حضرت علي هم درې ځل قسم وخوړ، چې دا وړاندوينه رسول اکرم کړې وه .

دا روايت  ( ابوداود؛ صحيح : دېرشم ټوک، باب قتال خوارج ) ، ( احمد بن حنبل؛مسند: لومړى ټوک،٩١ مخ ) او ( بيهقي؛سنن : اتم ټوک،١٧٠ مخ ) او د حديث نورو امامانو  هم روایت کړى دى .

( مستدرک الصحيحين : دويم ټوک،١٤٥،١٤٧،١٤٨،١٥٤ مخونه ) په دې اړه روايتونه نقل کړي،چې په وروستي کې يې راغلي : وروسته له دې،چې رسول اکرم غنيمت ووايشه؛نو سړى رامخکې شو، چې پر تندي يې د سجدې ټاپه وه او ويې ويل : نن دې د غنيمت په ويش کې هېڅ عدالت پلي نه کړ . پېغمبراکرم (ص) له خپګانه خپل لاسونه پر يو بل وموږل او ويې ويل : ((که زه عدالت پلي نه کړم؛نو تر ما وروسته به څوک عدالت پلي کوي؟ پوه شه چې ډېر ژر به له يوې ډلې سره له دينه ووځئ؛لکه څنګه چې غشى پر نښه ولګي او ښوی ترې ووځي او بيا به دين ته راستانه نشئ؛هغه ډله،چې قرآن به لولي؛خو له مريو به مو لاندې نه ځي؛خبرې به يې ښه؛خو کړنې به يې ناوړه وي؛نو که هر چا دا ډله وليده؛نو ورسره دې وجنګېږي او هر چاچې دا ډله ووژله؛نو تر ټولو غوره ثواب به لري او که څوک د دوى له لارې ووژل شول؛ نو د شهادت مقام ته رسېدلي؛دوى د خداى تر ټولو ناوړه مخلوقات دي؛ خداى ترې بېزاره دى او ددې ډلې وژونکي هغه دي،چې تر ټولوراته نږدې دي . ))

( صحيح ابي داود : نهه ويشتم ټوک، په فتنه کې د خبرو نه کولو باب ) ، ( احمد بن حنبل؛ مسند : درېم ټوک ، ٢٦،٣٢،٤٥،٤٨،٧٠،٨٢،٩٥ مخونه ) ، ( خصايص نسائي : ٤٢،٤٣ مخونه ) ، ( احمد بن حنبل؛ مسند : څلورم ټوک،٣٥٧ مخ ) ، ( ابونعيم؛ حلية : څلورم ټوک،١٨٦ مخ ) له زر او د شپږم ټوک په ٢١ مخ کې له کعب او د اووم ټوک په ٣١ مخ کې له سفيان ثوري ، ( د بغداد تاريخ : لومړى ټوک،١٥٩ مخ ) د خوارجو په اړه د رسول اکرم د وړاندوينې په اړه روايتونه نقل کړي،چې په وروستي کې يې راغلي دي : خطيب بغدادي په خپل سند له نبيط بن شريط اشجعي روايتوي،چې وايي : په نهروان کې له خوارجو سره د جګړې تر پرېکړې وروسته ابوقتاده له شپېته او که له اويا سرتېرو سره له کږې لارې ستون شو او ړومبى  بي بي عايشې ته ولاړل؛ ابوقتاده وايي :عايشې بي بي وپوښتل : څه خبر مو راوړى دى ؟ کيسه مو ورته وکړه او ورته مې وويل،چې ټول خوارج مو ووژل . ویې پوښتل: څو کسان درسره راغلي دي ؟ ورته مې وويل : شپېته که اويا کسان . ویې پوښتل :دوى ټول درسره همغږي دي؟ ورته مې وويل : هو! ويې ويل : نو اوس راته ټکى په ټکى کيسه وکړه . ورته مې وويل : د دولس زرو په شاوخوا کې کسان وو، چې ټولو يوه خوله ويل : حکم يوازې د خداى حکم دى . حضرت علي وويل : د حق خبره پر باطل نيت کوئ . نو د خداى او قرآن قسم مو ورکړ او په ځواب کې يې وويل : (حضرات)عثمان، علي، معاويه او عايشه (بي بي) کافران شوي او بايد ورسره وجنګېږو؛نو موږ د ناچارۍ له مخې ورسره په جګړه شو او هغوى همداسې قرآنونه ويل؛ځينې يې وتښتېدل او نور ټول ووژل شول . حضرت علي وويل : په تښتېدلو پسې مه ځئ . تر جګړې وروسته په مړيو کې ګرځېدو او علي د رسول اکرم پر قاطر سپور و،چې د نهروان د نهر په څنګ کې ودرېد او و يې ويل : دا ټول مړي راوړوئ ! ټول مړي مو راوړول،چې يو سړى مو پکې وموند،چې پر اوږه يې د ښځي د تي په څېر يو شى و؛نو چې حضرت علي وليد؛نو د الله اکبر ناره يې کړه او ويې ويل : پر خداى قسم،چې دروغ نه وايم او نه راته دروغ ويل شوي؛ يوه ورځ له رسول الله سره وم،چې غنيمت يې ويشه،چې دا سړى راغى او و يې ويل : محمده ! عدالت کوه؛ که څه هم پر خداى قسم،چې تر نننه دې عدالت نه دى پلي کړى . رسول اکرم ورته وويل : مور دې سر ته کېنه ! که زه عدالت ونه کړم؛نو څوک به يې کوي ؟ حضرت عمر بن خطاب هلته و او ويې ويل : رسول الله ! مړ يې کړم؟رسول اکرم وويل : شته داسې څوک چې وبه يې وژني.عايشې بي بي چې دا کيسه واورېده؛نو و يې ويل : که څه هم زه له علي سره څه ښه اړيکه نه لرم؛خو ولې د حق خبره ونه کړم؛ ما د خداى له استازي واورېدل،چې ويل يې : امت به مې پر دوو ډلو وويشل شي؛ يوه ډله به سرونه خروي، برېتې پرېږدي او د پښو تر خټکيو به يې پېنسې اوچتې کړې وي؛ قرآن به وايي؛خو له ستونو به يې نه کوزېږي او خداى ته نږدې هغه کس دى،چې دوى ووژني . ورته مې وويل :ام المؤمنين ! ته چې دومره له علي خبره وې؛نو ولې دې ورپسې توره راوايسته ؟ و يې ويل : ابو قتاده ! کوم کار چې بايد وشي؛نو کېږي او کېدونکي کارونه ځانګړې ژرنده لري .

( د بغداد تاريخ : اووم ټوک،٢٣٧ مخ ) له حضرت جابر څخه روايتوي، چې زه له حضرت علي سره د نهروان په جګړه کې وم،چې تاسې صبر وکړئ _ تاسې ړومبى جګړه مه کوئ _ بيا یې دوى ټولو ته غږ کړ، چې زموږ د واکمن عبدالله بن خباب وژونکى راکړئ . و يې ويل : موږ ټولو هغه وژلى دى . حضرت علي وويل : الله اکبر ! او بيا يې اصحابو ته وويل : لاسونه مو پر ليندو کړئ او بريد وکړئ او مجدع را پېدا کړئ . ياران يې د مجدع _ هغه چې لاس يې نيمګړى وي _ په لټه کې شول؛خو ويې نه موند . حضرت علي وويل : بيا يې ولټوي ! پر خداى چې نه دروغ وايم او نه راته دروغ ويل شوي او بيا يې عجلان ته وويل : عجلانه! د رسول اکرم قاطر راوله؛نو چې را يې ووړ؛نو پرې سپور شو او ولاړ او ځان يې مړيو ته ورساوه او و يې ويل : دلته يې ولټوئ . لټه پيل شوه او تر مړيو لاندې يې راوايست،چې په اوبو او خټو کې ډوب شوى و او په اوږه يې داسې يو څه وو،چې راکش به دې کړ؛نو د ربړ په څېر به راکش کېده او د ښځې د تي په څېر و. حضرت علي وويل : الله اکبر ! پر خداى قسم،چې که له غره کېده مو نه وېرېدم؛نو درته به مو ويلي ول،چې ددې قوم وژل څومره ثواب لري .

( هيثمي؛مجمع : شپږم ټوک،٢٣٩مخ ) له حضرت عايشې بي بي او د وينا له مخې یې،بزار او طبراني په اوسط کې له همدې لارې او همداراز د شپږم ټوک په ٢٣٩ مخ کې له حضرت علي او د وينا له مخې یې، طبراني په اوسط او صغير کې پر دوو سندونو او شپږم ټوک په ٢٤١ مخ کې له جندب ، ( دارقطني؛سنن : باب حدود :٣٤٣ مخ ) ، ( کنزالعمال : لومړى ټوک،٩٢ مخ ) له حاتم بن اسماعيل ، ( ابن حجر؛الاصابه : شپږم ټوک،٣٤٨ مخ ) د خوارجو  د وړاندوينې په اړه  او داچې رسول اکرم (ص) يې وژونکيو ته د جنت وعده ورکړې وه او پر خوارجو يې لعنت ويلي و، روايتونه رواړي دي.