ويکيپېډيا:د حضرت علي په اړه نازل شوي آيتونه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د کتاب نوم: خوشال بابا او نبوي کورنۍ

څېړونکی: استاد اجرالدین اقبال

پته:www.andyal.com

خپرونکی: دانش خپرندویه ټولنه- کابل- افغانستان

د حضرت علي په اړه  نازل شوي آيتونه[سمول]

( خطيب بغدادي ؛د بغداد تاريخ:6ټوک،221 مخ ) له حضرت ابن عباس څخه نقل کړي،چې د قرآن 300 آيتونه د حضرت علي او فضايلو په اړه يې  نازل شوي دي .

او همداراز له ابن حجر ؛صواعق :76 مخ او شبلنجي؛ نورالابصار:73 مخ او له ابن عساکر له حضرت ابن عباس څخه روايت دى، چې خداى (ج) د حضرت علي هومره د يو چا د فضايلو په اړه  هم دومره آيتونه نه دي رالېږلي او په دې  باب کې به بې له هغو آيتونو، چې مخکې مو په اړه يې خبرې وکړې؛نورو هغو آيتونه ته اشاره وکړو، چې د حضرت علي په باب راغلي دي .

آيت: (إِنَّمَا أَنتَ مُنذِرٌ وَلِكُلِّ قَوْمٍ هَادٍ[1])[سمول]

( مستدرک الصحيحين :3ټوک،129 مخ )پر خپل سند له حضرت عباد بن عبد الله اسدي له حضرت علي روايت کړى،چې د : (إِنَّمَا أَنتَ مُنذِرٌ وَلِكُلِّ قَوْمٍ هَادٍ؛يعنې ته يوازې وېرونکى يې او د هر قوم لپاره لارښود شته ) آيت په تفسير کې وويل : د خداى استازى منذر او زه هادي يم . 

حاکم وايي : ددې روايت سند سم  دى .

( متقي ؛کنزالعمال :لومړى ټوک،251 مخ ) وايي : ابن ابي  حاتم هم دا روايت نقل کړى .

هيثمي؛مجمع:7ټوک،41 مخ هم نقل کړى او په نقل کې يې راغلي : او هادي له بني هاشمو څخه يو سړى دى  او بيا هيثمي زياتوي، چې دا حديث عبدالله بن احمد او طبراني د صغير او اوسط په کتابونوکې راوړى او ددې روايت رجال يې ډاډمن ګڼلي دي .

او له هاشمي سړي يې مراد خپل ځان و، ته وا خوښ نه و،چې خپل نوم واخلي .

دا مطلب سيوطي هم د پورتني آيت په تفسير کې د پورتني حديث تر راوړو وروسته راوړى دى .

( تفسير ابن جرير طبري :13 ټوک،72 مخ ) پر خپل سند له حضرت ابن عباس څخه روايت کړى،چې ويې ويل : چې د : (إِنَّمَا أَنتَ مُنذِرٌ ) آيت راغى؛نو د خداى استازي خپل لاس پر خپله سينه کېښود او ويې ويل : زه منذر او د هر قوم لپاره لارښوونکى شته او بيا يې خپل لاس د حضرت علي پر سينه کېښود او ويې ويل : ته هغه لارښوونکى يې، چې تر ما وروسته به بشر ته په تا ښيون-هدايت کېږي.

دا روايت سيوطي هم په درالمنثورکې  د پورتني آيت په تفسير کې راوړى  او ابن مروديه ،ابونعيم (د المعرفه کتاب ) ديلمي، ابن عساکر او ابن نجار ته يې نسبت ورکړى دى .

فخر رازي په کبير تفسير کې  د پورتني آيت په تفسير کې وايي : او پوه شه چې په مفسرينو کې "اهل ظاهر" ددې آيت په اړه  څو خبرې کړې او تردې چې وايي : او درېم دا چې منذر د خداى استازى او هادي،حضرت علي دى . حضرت ابن عباس ويلي : چې دا آيت راغى؛نو د خداى استازي پر خپله سينه لاس کېښود او ويې ويل :زه منذر يم او بيا يې په لاس حضرت علي ته اشاره وکړه او ويې ويل : ته هغه هادي يې،چې بشر به تر ما وروسته په تا ښیون – هدايت مومي.

سيوطي په درالمنثور کې تر همدې آيت لاندې له ابن مردويه ،ابي برزه اسلمي روايت کړى،چې و يې ويل : وا مې ورېدل، چې د (إِنَّمَا أَنتَ مُنذِرٌ ) آيت نازل شو؛ نو د خداى استازي پر خپله سينه لاس کېښود  او ويې ويل : (إِنَّمَا أَنتَ مُنذِرٌ ) او بيا يې د حضرت علي پر سينه لاس کېښود او و يې ويل : (وَلِكُلِّ قَوْمٍ هَادٍ).

دا روايت ابن مردويه او ضياء ( د مختار په کتاب کې ) له حضرت ابن عباس څخه او کنزالعمال :6ټوک ،157 مخ او د کنز د وينا له مخې ديلمي هم له حضرت ابن عباس څخه روايت  کړى او شبلنجي؛ نورالابصار؛70 ټوک او مناوي ؛کنزالحقائق ،42 مخ هم نقل کړى دى.

(أَفَمَن كَانَ مُؤْمِنًا كَمَن كَانَ فَاسِقًا لَّا يَسْتَوُونَ)[2][سمول]

د حضرت علي په باب نازل شوى دى[سمول]

( تفسير ابن جرير طبري :21ټوک:68 مخ ) پر خپل سند تر پورتني آيت لاندې له حضرت عطاء بن سيار نه روايت کړى،چې ويې ويل : دا آيت په مدينه کې  د علي او وليد بن عقبة بن ابي معيط په اړه  راغى او کيسه يې داسې وه: د هغوى دواړو په منځ کې څه خبره شوه .وليد وويل : زه ستا په پرتله روانه ژبه ،تېره نېزه او د دښمن د ليکو ماتونکى يم. حضرت علي ورته وويل : غلى شه فاسقه !

اوبيا دا آيت یې د خبرو د ورمندون- قضاوت لپاره راغى،  چې ورپسى وايي : (أَمَّا الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ فَلَهُمْ جَنَّاتُ الْمَأْوَى نُزُلًا بِمَا كَانُوا يَعْمَلُونَ. وَأَمَّا الَّذِينَ فَسَقُوا فَمَأْوَاهُمُ النَّارُ كُلَّمَا أَرَادُوا أَن يَخْرُجُوا مِنْهَا أُعِيدُوا فِيهَا وَقِيلَ لَهُمْ ذُوقُوا عَذَابَ النَّارِ الَّذِي كُنتُم بِهِ تُكَذِّبُونَ.)

دا روايت زمخشري هم د کشاف په تفسير کې او سيوطي د سجده د سورت په تفسير کې له عطاء بن سيار نه نقل کړى دى ؛بيا يې ويلي دي : ابن ابي  حاتم هم دا روايت نقل کړى او ( واحدي؛اسباب النزول:263 مخ ) و د سيوطي د وينا له مخې ددې آيت په  تفسير کې ابوالفرج اصفهاني په اغاني کې ،ابن عدى،ابن مردويه او خطيب؛ د بغداد تاريخ: 13 ټوک،321 مخ او ابن عساکر روايت کړى،چې حضرت ابن عباس وويل : مؤمن علي او فاسق وليد بن عقبة بن ابي  معيط دى .

( رياض النضره :2ټوک،206 مخ ) هم پورتني روايت ته ورته روايت نقل کړى او خپل روايت يې حافظ سلفي ته نسبت ورکړى دى .

(أَفَمَن كَانَ عَلَى بَيِّنَةٍ مِّن رَّبِّهِ وَيَتْلُوهُ شَاهِدٌ مِّنْهُ [3])[سمول]

د علي په باب نازل شوى  دى[سمول]

سيوطي په درالمنثور کې تر پورتني آيت لاندې وايي : ابن ابي حاتم،ابن مردويه او ابونعيم د المعرفة په کتاب کې له حضرت علي روايت کړى، چې ويې ويل : په قريشو کې به داسې څوک و نه وينې،چې په اړه  به يې په قرآن کې آيت نه وي نازل شوى . يو سړي ورته وويل : ستا په اړه  څه نازل شوي دي ؟ حضرت علي ورته وويل : مګر د هود په سورت کې دې نه دي ويلي : (أَفَمَن كَانَ عَلَى بَيِّنَةٍ مِّن رَّبِّهِ وَيَتْلُوهُ شَاهِدٌ مِّنْهُ _ پېغمبر اکرم د پالونکي پر بينه و او زه يې له کورنۍ شاهد وم .)

دا روايت کنزالعمال ( لومړى ټوک؛252 مخ ) او د وينا له مخې یې ابن مردويه او ابن عساکر نقل کړى دى او فخر رازي په کبير تفسير کې تر پورتني آيت لاندې  ويلي :د شاهد د ټکي په تفسير کې يې په وجوه  کې وجوه ياد کړى ( تردې چې وايي ) او درېمه وجه داچې له شاهده مراد  حضرت علي دى،چې په خپله د نبوت له کورنۍ  ځنې دى او د خداى د استازي پر بلنه صدق دى او د آيت مطلب دادى،چې د خداى استازي پر خپل نبوت د خداى له لوري بينه درلوده او د بينه لپاره يې له خپلې کورنۍ هم يو شاهد  راووړ او د (مِّنْهُ) ټکى ښيي،هغه شاهد د خداى د استازي له کورنۍ او له هغه څخه او د وجود ټوټه یې ده او که ځينو شاهد پخپله پېغمبراکرم ښوولى؛نو دا کار يې يوازې د رسول اکرم د درناوي لپاره کړى دى .

(فَإِنَّ اللَّهَ هُوَ مَوْلَاهُ وَجِبْرِيلُ وَصَالِحُ الْمُؤْمِنِينَ [4])[سمول]

د حضرت علي په اړه  راغلى دى[سمول]

سيوطي په درالمنثورکې تر پورتني آيت لاندې  له ابن مردويه له حضرت اسماء بنت عميس نه روايت کړى،چې د ( صالح المؤمنين) په مانا ويلي : مراد ترې حضرت علي دى .

کنزالعمال :لومړي ټوک،237 مخ هم پر همدې مضمون يو روايت نقل کړى دى،ابن حجر هم په صواعق  (144 مخ) کې په رفع او وقف نقل کړى او ( عسقلاني ؛فتح الباري :13ټوک،27 مخ) له طبري له مجاهد او همداراز له نقاش له حضرت ابن عباس او محمد بن علي باقرالعلوم او زوى يې جعفر بن محمد صادق څخه دا مضمون روايت کړى دى .

(وَتَعِيَهَا أُذُنٌ وَاعِيَةٌ[5])[سمول]

د حضرت علي په باب راغلى دى[سمول]

(تفسير ابن جرير طبري؛29ټوک،35 مخ) پر خپل سند له مکحول نه روايت کړى،چې ویې ويل : د خداى استازي،چې دا آيت ولوست؛نو حضرت علي ته يې مخ کړ: له خدايه مې غوښتي،چې هغه غوږ ستا غوږ کړي . حضرت علي وايي : تر هغه وروسته مې د خداى له استازي داسې خبره وا نه ورېده،چې هېره کړې مې وي .

د  21 ټوک په 35مخ کې يې پر خپل سند له بريده نه روايت کړى،چې ویې ويل: ما د خداى له استازي واورېدل،چې حضرت علي ته يې وويل : علي ! خداى حکم راکړى،چې تا رانږدې کړم او لرې دې نه کړم او تا ته يې دروښيم او ته يې هم زده کړې او پر خداى دي،چې درزده يې کړي او بيا دا (وَتَعِيَهَا أُذُنٌ وَاعِيَةٌ و) آيت راغى .

ابن جرير دا روايت د 29 ټوک په 36 مخ کې له اسلمي نقل کړى او زمخشري هم په فخر رازي کې دې ته ورته روايت نقل کړى او همداراز متقي؛کنزالعمال :6ټوک،398 مخ له بريده نه او حلية الاولياء ( لومړي ټوک67 مخ) اوسيوطي هم تر ويينې لاندې آيت تر تفسير لاندې له سعيد بن منصور، ابن جرير ،ابن منذر،ابن ابي  حاتم،ابن مردويه، مکحول  او پر يو بل نقل  له ابن جرير او ابن ابي  حاتم او واحدي ( اسباب النزول؛329 مخ)، ابن مردويه ،ابن عساکر ،ابن نجار له بريده نه او په کنزالعمال 408 مخ  کې د متقي د وينا له مخې ضياء مقدسي او ابونعيم ( د معرفت په کتاب کې ) او همداراز شبلنجي د نورالابصار په 70 مخ کې راوړى دى.

(الَّذِينَ يُنفِقُونَ أَمْوَالَهُم بِاللَّيْلِ وَالنَّهَارِ سِرًّا وَعَلاَنِيَةً فَلَهُمْ أَجْرُهُمْ عِندَ رَبِّهِمْ وَلاَ خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلاَ هُمْ يَحْزَنُونَ[6])[سمول]

د علي په باب راغلى دى[سمول]

(ابن اثير جرزي؛اسدالغابه :4ټوک،25 مخ ) له ددو لارو له مجاهد نه له حضرت ابن عباس څخه روايت کړى، چې تر پورتني آيت لاندې يې ويلي دي : دا آيت د علي په باب راغلى؛څلور درهمه یې درلودل،يو يې د شپې بل يې د ورځې بل يې پټ او بل يې ښکاره نفقه کړل .

دا روايت زمخشري په کشاف کې او سيوطي په درالمنثور کې د پورتني آيت تر تفسير لاندې راوړى او سيوطي دا روايت له عبدالرزاق،عبد بن حميد،ابن جرير ،ابن منذر،ابن ابي  حاتم ،طبراني ، ابن عساکر د مجاهد د زوى عبدالوهاب له پلار له حضرت ابن عباس څخه نقل کړى دى.

رياض النضره :2ټوک،206 مخ هغه له حضرت ابن عباس  نه نقل کړي،چې په نقل کې يې دا زياتوالى هم راغلى،چې پېغمبراکرم وپوښته: دا څلور درهمه دې په کوم نيت نفقه کړل ؟ حضرت علي : په دې  هيله،چې د وعدې مستحق شم،چې خداى يې وعده ورکړې ده. د خداى استازي ورته وويل : تا د هغې وعدې استحقاق وموند او بيا کوم آيت،چې راغلى و، ورته يې ولوست او بيا وايي : مجاهد،ابن االسائب هم دا حديث نقل کړى دى . فخر رازي په کبير تفسير کې د پورتني آيت تر تفسير لاندې دا روايت په لږ توپير نقل کړى دى .

(صواعق المحرقه ؛78مخ ) له واقدي له حضرت ابن عباس څخه او شبلنجي؛ نورالابصار:70 مخ د واحدي له تفسير نه پر خپل سند له حضرت ابن عباس څخه او د اسباب النزول په 64 مخ کې له مجاهد نه نقل کړى دى او د مجاهد په نقل کې کلبي ويلي: دا آيت د حضرت علي په اړه راغلى،چې څلور درهمه يې درلودل او ټول يې انفاق کړل .

(إِنَّ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ سَيَجْعَلُ لَهُمُ الرَّحْمَنُ وُدًّا[7] )[سمول]

د حضرت علي به باب راغلى دى[سمول]

(زمخشري په کشاف کې ) د پورتني آيت په تفسير کې وايي : روايت دى،چې پېغمبراکرم (ص) ، حضرت علي ته وايي : علي ! ووايه : خدايه يوه ژمنه راسره وکړه او مينه مې د مؤمنينو په زړونو کې ورډېره کړې .علي دا دعا وکړه او ورپسې سملاسي دا آيت راغى .

سيوطي هم دا روايت په درالمنثور کې داسې راوړى : خدايه ستا پر وړاندې مې مينه او د مؤمنينو پر وړاندې مې مينه زياته کړې .

او دا روايت ابن مروديه او ديلمي له براء نه نقل کړى دى .

هيثمي؛مجمع:9ټوک ،125 مخ  هم دا روايت نقل کړى او هغه يې د طبراني اوسط ته نسبت ورکړى دى .

رياض النضره :2ټوک،207 مخ وايي : او يو له هغوى ځنې؛يعنې هغه آيتونه،چې د حضرت علي په باب راغلي دي،يو يې هم د (سَيَجْعَلُ لَهُمُ الرَّحْمَنُ وُدًّا) آيت دى،چې امام ابوحنيفه (ره) ويلي : په دنيا کې به داسې مؤمن پاتې نشي،چې په زړه کې يې د علي مينه نه وي (د حافط سلفي د نقل له مخې) او همداراز دا روايت ابن حجر د صواعق په 102 مخ کې او شبلنجي د نورالابصار په 101 مخ کې له ځينو محدثينو له محمد بن حنفيه نقل کړى او تر نقلولو وروسته يې ويلي : دا آيت د علي په اړه راغلى دى .

(إِنَّ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ أُوْلَئِكَ هُمْ خَيْرُ الْبَرِيَّةِ [8])[سمول]

د حضرت علي په باب راغلى دى[سمول]

(تفسير ابن جرير طبري :30ټوک،171 مخ) پر خپل سند له ابي  الجارود له محمد بن علي روايت کړى،چې ويلي يې دي : رسول اکرم (ص)،حضرت علي ته وويل : علي!  ((خَيْرُ الْبَرِيَّةِ))  ته او ستا لارويان دي .

سيوطي هم په درالمنثور کې تر پورتني آيت لاندې  له ابن عساکر له حضرت جابر بن عبدالله  روايت کړى،چې و يې ويل : د خداى له استازي سره وو، چې حضرت علي راغى او رسول اکرم (ص) موږ ته وويل : قسم پر هغه خداى دى،چې ژوند مې د هغه په لاس کې دى؛داچې را روان دى او لارويان يې پخه خبره ده، چې د قيامت د ورځې رستګاران دي او بيا دا آيت راغى : (إِنَّ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ أُوْلَئِكَ هُمْ خَيْرُ الْبَرِيَّةِ)؛ نو ځکه علي به چې راغى؛ نو د خداى د استازي اصحابو کرامو به ويل : خير البريه راغى . دا روايت  ابن عدى ،ابن عساکر له  سعيد نه په رفع نقل کړى او ابن عدى هم له حضرت ابن عباس څخه  هم نقل کړى او ابن مردويه له حضرت علي هم نقل کړى،چې رسول اکرم ماته وويل: د خداى وينا دې واورېده، چې ويې ويل: (إِنَّ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ أُوْلَئِكَ هُمْ خَيْرُ الْبَرِيَّةِ) چې هغه ته او ستا لارويان دي او زموږ او ستاسې وعده د کوثر د حوض تر غاړې ده،هغه مهال چې امتونه حساب ته محشور شي؛نو تاسې به د "غر محجل" په نامه يادېږئ.

(صواعق المحرقه؛96 مخ) وايي : ددې آيت په تفسير کې حافط جمال الدين زرندي له حضرت ابن عباس څخه روايت کړي چې ويلي يې دي : چې دا آيت راغى؛نو د خداى استازي،حضرت علي ته وويل : هغه ته او ستا لارويان دي،چې ته او لارويان به دې د قيامت پر ورځ  خوښ ياست او ستا دښمنان به په غوسه او خپګان راځي. حضرت علي وپوښتل: زما دښمن څوک دى؟رسول اکرم (ص) ورته وويل : هغه چې درنه کرکجن وي او پر تا لعنت ووايي.

دا روايت شبلنجي د نورالابصار په 70 او 10 مخونو کې هم راوړى دى.

(أَجَعَلْتُمْ سِقَايَةَ الْحَاجِّ وَعِمَارَةَ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ كَمَنْ آمَنَ بِاللّهِ وَالْيَوْمِ الآخِرِ[9])[سمول]

د حضرت علي په باب راغلى دى[سمول]

(واحدي ؛اسباب النزول:182 مخ ) وايي : حسن،شعبي او قرطبي ويلي دي : دا آيت  د حضراتو، علي، طلحه او عباس په اړه  نازل شوى دى او کيسه يې داسې وه،چې دې درې کسانو پر يو بل وياړنې کولې ؛ حضرت طلحه ويل : زه د خداى د کور کونجي والا يم او د خداى د کور پرده راسره ده . حضرت عباس ويل : زه حاجيانو ته اوبه ورکوم . حضرت علي ويل : نه  پوهېږم، چې تاسې څه واست،زه شپږ مياشتې مخکې تر ټولو پر لمونځ درېدلى يم او زه د خداى په لار کې مجاهد يم او تردې خبرو وروسته ول، چې همدا آيت را نازل شو .

دا روايت ابن جرير طبري هم د خپل تفسير د لسم ټوک په 68 مخ کې پر خپل سند له سدي او فخر رازي په خپل تفسير کې د پورتني آيت په تفسير کې او فخر رازي د تکاثر د سورت په تفسير کې نقل کړى دى او ويلي يې دي،چې عقل راښيي،چې تکاثر او ویاړنه په هر ځاى کې ناوړه او رټلى وي؛ځکه که ویاړنه په حقيقي ویاړونو کې وي ؛نو عقل يې خوښوي او ناوړه يې نه ګڼي او يو يې هم د حضرت عباس وياړنه وه، چې حاجيانو ته يې د اوبو ور رسولو دنده درلوده او کومه وياړنه،چې "شيبه" وکړه،چې د خداى د کور کونجي ورسره ده ( تر دې چې وايي ) بيا حضرت علي وايي :ما په توره د کفر خرطوم پرې کړ او کفر مې بې پته او بې عزته کړ؛بيا نو تاسې اسلام ته ورمخه کړه .دا ځواب پر دواړو سخت پرېووت،چې دا آيت راغى .

(وَقِفُوهُمْ إِنَّهُم مَّسْئُولُونَ[10] )[سمول]

(صواعق المحرقه؛٨٩ مخ ) وايي :  (وَقِفُوهُمْ إِنَّهُم مَّسْئُولُونَ) څلورم آيت دى،چې د حضرت علي په باب نازل شوى او وايي : ديلمي  له حضرت ابي سعيد خدري نقلوي،چې د  خداى استازي  دا آيت ووايه او ويې ويل : د علي له ولايته مسئول دي او بيا وايي : د  واحدي مطلب هم همدا روايت دى،چې ددې آيت په تفسير کې يې ويلي: روايت دى، چې مسئول د حضرت علي او د اهلبيتو دي؛ځکه خداى خپل استازي ته ويلي ول، چې خلکو ته ووايي : د خپل رسالت پر وړاندې بې د خپلوانو له مينې هېڅ نه غواړم او ددې آيت مانا هم دا ده، چې آيا هاغسې،چې په کار دي، له اهلبيتو سره مو مينه کړې که نه ؟ او ايا د اهلبيتو په اړه د رسول اکرم پر سپارښتنو مو عمل کړى که نه ؟ او که د هغوى حق مو ضايع کړى؛نو له پوښتنې مراد مطالبه او آثار دي؛دا د واحدي خبره ده.

((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ مَن يَرْتَدَّ مِنكُمْ عَن دِينِهِ فَسَوْفَ يَأْتِي اللّهُ بِقَوْمٍ يُحِبُّهُمْ وَيُحِبُّونَهُ أَذِلَّةٍ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ أَعِزَّةٍ عَلَى الْكَافِرِينَ يُجَاهِدُونَ فِي سَبِيلِ اللّهِ وَلاَ يَخَافُونَ لَوْمَةَ لآئِمٍ ذَلِكَ فَضْلُ اللّهِ يُؤْتِيهِ مَن يَشَاء وَاللّهُ وَاسِعٌ عَلِيمٌ [11]= مؤمنانو! له تاسې،چې څوك له خپل دينه واوړي ( خداى ته زيان نشي وررسولاى) خداى به داسې خلك راولي،چې ورته ګران وي او خداى (هم ) هغوى ته ګران وي،د مؤمنانو پر وړاندې به عاجز وي او پر كافرانو به تېز او سخت وي،د خداى په لار كې به جهاد كوي او د هېڅ ملامتوونكي له پړې اچولو به نه وېرېږي، دا د خداى لورنه ده،چا ته چې يې خوښه شي (او وړ يې وبولي) وركوي يې او د خداى (لورنه) پراخ او (پر مستحقينو) پوهېدونکى دى .))

فخر رازي په کبير تفسير کې تر پورتني آيت لاندې وايي : يوې ډلې وويل: دا آيت د حضرت علي په اړه  نازل شوى او دليلونه يې دوه دي : ړومبى : چې رسول اکرم وغوښتل د خيبر د جګړې مشري حضرت علي ته ورکړي؛نو يوه ورځ يې ترې مخکې وويل : (( سبا به د مشرۍ بېرغ هغه ته ورکړم،چې خداى او رسول يې پرې ګران او هغه هم پر خداى او رسول يې ګران دى )).

دويم : تر پورتني آيت وروسته د ولايت آيت ؛يعنې (إِنَّمَا وَلِيُّكُمُ اللّهُ وَرَسُولُهُ وَالَّذِينَ آمَنُواْ الَّذِينَ يُقِيمُونَ الصَّلاَةَ وَيُؤْتُونَ الزَّكَاةَ وَهُمْ رَاكِعُونَ) راغلى، چې هېڅ څوک ترې منکر نه دي، چې د حضرت علي په اړه  راغلى دى ؛ نو ښه داده،چې ووايو : پورتنى آيت هم د علي په اړه  راغلى دى .

((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ اتَّقُواْ اللّهَ وَكُونُواْ مَعَ الصَّادِقِينَ [12]= مؤمنانو! د خداى (د فرمان له مخالفته ) ووېرېږئ او له رښتينو سره وسئ . ))

( سيوطي په درالمنثور کې ) تر پورتني آيت لاندې وايي : له حضرت ابن عباس څخه روايت دى : له (( صادقين )) نه مراد حضرت علي دى او وايي : ابن عساکر له ابي  جعفر څخه روايت کړى چې د پورتني آيت په تفسير کې وايي : مراد دادى چې له حضرت علي سره شئ .

((وَمَا أَرْسَلْنَا مِن قَبْلِكَ إِلاَّ رِجَالاً نُّوحِي إِلَيْهِمْ فَاسْأَلُواْ أَهْلَ الذِّكْرِ إِن كُنتُمْ لاَ تَعْلَمُونَ [13]= او تر تا مخکې مو (هم) يوازې سړي لېږلي،چې وحې مو ورته کوله؛نو که نه پوهېږئ (د کتابيانو) پوهان وپوښتئ  (چې تعجب و نه كړئ، دا سلام پېغمبر يوازې له همدې سړيو رالېږل شوى دى) ))

((وَمَا أَرْسَلْنَا قَبْلَكَ إِلاَّ رِجَالاً نُّوحِي إِلَيْهِمْ فَاسْأَلُواْ أَهْلَ الذِّكْرِ إِن كُنتُمْ لاَ تَعْلَمُونَ [14]= او موږ تر تا مخكې يوازې سړي (چې انسانان او د بشر له جنسه وو، د پېغمبرانو په توګه) لېږلي ول،چې وحې مو ورته کوله که نه پوهېږئ (؛نو) د اسماني كتابونو څېړونكي وپوښتئ .))

تفسير ابن جرير طبري :١٧ ټوک، ٥ مخ له جابر جعفي نه روايت کړى، چې وايي : چې دا آيت راغى؛نو حضرت علي وويل : "اهل ذکر" موږ يو .

((وَأَذَانٌ مِّنَ اللّهِ وَرَسُولِهِ إِلَى النَّاسِ يَوْمَ الْحَجِّ الأَكْبَرِ أَنَّ اللّهَ بَرِيءٌ مِّنَ الْمُشْرِكِينَ وَرَسُولُهُ فَإِن تُبْتُمْ فَهُوَ خَيْرٌ لَّكُمْ وَإِن تَوَلَّيْتُمْ فَاعْلَمُواْ أَنَّكُمْ غَيْرُ مُعْجِزِي اللّهِ وَبَشِّرِ الَّذِينَ كَفَرُواْ بِعَذَابٍ أَلِيمٍ [15]= نو (مشركانو!) څلور مياشتي ( نور مهلت لرئ،چې ) پر ځمكه وګرځئ (او چېرې،چې ځئ،ولاړ شئ او فكر وكړئ) او پوه شئ،چې تاسې خداى بېوسې كولاى نشئ (او نه يې د ځواک له منګولو تښتېداى شئ او پوه شئ) چې خداى د كافرانو رسواكوونكى دى . ))

سيوطي په درالمنثور کې تر پورتني آيت لاندې ليکي : ابن ابي  حاتم له حکيم بن حميد څخه روايت کړى، چې وايي : علي بن الحسين ماته وويل : د خداى په کتاب کې د علي لپاره ځانګړى نوم دى،چې خلک ترې خبر نه دي . ورته مې وويل : هغه کوم نوم دى ؟ راته يې وويل : مګر د (وَأَذَانٌ مِّنَ اللّهِ وَرَسُولِهِ إِلَى النَّاسِ يَوْمَ الْحَجِّ الأَكْبَرِ) آيت دې نه دى اورېدلى . پر خداى قسم چې اذان ،علي دى .

((فَمَا يُكَذِّبُكَ بَعْدُ بِالدِّينِ [16]= نو (تر دې څرګندو دلايلو) وروسته څه څيز تاسې د جزا( له ورځې) منكرېدو ته اړ كړئ؟! ))

(د بغداد تاريخ :دويم ټوک،٩٧ مخ ) په خپل سند له حضرت انس نه روايت کړى، چې د تين سورت راغى؛نو رسول الله مبارک دومره خوشحال شو،چې ټول يې پر خوښۍ خبر او خوښ شو او له حضرت ابن عباس څخه،چې ددې آيت تفسير وپوښتل شو؛نو راته يې وويل : د تين له ټکي مراد د شام سيمه ده او تردې چې و يې ويل : د (فَمَا يُكَذِّبُكَ بَعْدُ بِالدِّينِ) له جملې مراد، حضرت علي دى .

(د بغداد تاريخ:پينځم ټوک،١٥ مخ ) په خپل سند له حضرت ابن عباس څخه روايت کړى،چې ويلي يې دي :  د خداى له فضل نه مراد پېغمبر اکرم او له رحمت نه يې مراد ،حضرت علي دى .

((أَفَمَن وَعَدْنَاهُ وَعْدًا حَسَنًا فَهُوَ لَاقِيهِ كَمَن مَّتَّعْنَاهُ مَتَاعَ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا ثُمَّ هُوَ يَوْمَ الْقِيَامَةِ مِنَ الْمُحْضَرِينَ [17]=ايا هغه چې موږ ورسره ښه وعده كړې او ورته به ورسي،د هغه چا په څېر دى، چې موږ ورته د دنيوي ژوند وسايل وركړي بيا د قيامت پر ورځ (د حساب او سزا لپاره) له وروستونيو وي؟! ))

(تفسير ابن جرير طبري؛٢٠ ټوک،٦٢ مخ ) په خپل سند له مجاهد نه روايت کړى،چې وايي : د (أَفَمَن وَعَدْنَاهُ)آيت د حضرت حمزه، حضرت علي او ابوجهل په اړه  نازل شوى . دا روايت واحدي هم د اسباب النزول په کتاب کې  په خپل سند له مجاهد نه نقل کړى . محب طبري هم په رياض النضرة؛دويم ټوک،٢٠٧ مخ کې راوړى او ويلي يې دي، چې مجاهد ويلي دي: دا آيت د حضرت حمزه ، حضرت علي او ابوجهل په باب راغلى دى .

((أَفَمَن شَرَحَ اللَّهُ صَدْرَهُ لِلْإِسْلَامِ فَهُوَ عَلَى نُورٍ مِّن رَّبِّهِ فَوَيْلٌ لِّلْقَاسِيَةِ قُلُوبُهُم مِّن ذِكْرِ اللَّهِ أُوْلَئِكَ فِي ضَلَالٍ مُبِينٍ[18]=  ايا خداى چې د چا سينه د اسلام (منلو) ته پرانستې وي او(په پايله كې هغه) د خپل پالونكي له لوري له يوې رڼا څخه برخمن دى (د مړ زړي سړي په څېر دى؟!)؛ نو پر هغوى افسوس،چې د الله د ياد پر وړاندې سخت زړي وي! هغوى ښكاره بې لارې دي . ))

(رياض النضره؛دويم ټوک،٢٠٧ مخ ) وايي : يو له هغو آيتونو، چې د  حضرت علي د فضايلو په اړه  راغلى د (أَفَمَن شَرَحَ اللَّهُ صَدْرَهُ) آيت دى، چې حضرت علي،حضرت حمزه او ابولهب او اولاد يې په پرتله شوي، بيا وايي:واحدي او ابوالفرج هم دا روايت راوړى دى .

((مِنَ الْمُؤْمِنِينَ رِجَالٌ صَدَقُوا مَا عَاهَدُوا اللَّهَ عَلَيْهِ فَمِنْهُم مَّن قَضَى نَحْبَهُ وَمِنْهُم مَّن يَنتَظِرُ وَمَا بَدَّلُوا تَبْدِيلًا [19]= په مؤمنانوكې داسې سړي شته،چې له خداى سره پركړيو ژمنو ټينګ ولاړ دي، ځينو خپله ژمنه پوره كړې (او په لار كې يې شهيدان شوي دي) او ځينې ( لا ورته) سترګې پر لار دي او له  سره يې (خپله ژمنه) وا نه ړوله .))

(صواعق المحرقه :٨٠ مخ ) وايي : حضرت علي د کوفې پر منبر ناست و، چې ددې آيت په اړه  وپوښتل شو، په ځواب کې يې وويل : دا زما او زما د تره حمزه او زما د تره د زوى عبيدة بن حارث بن عبدالمطلب په اړه  راغلى ؛ځکه عبيده د بدر په جګړه کې شهيد شو،حمزه د احد په جګړه کې او زه هم پر تمه يم،چې ددې امت تر ټولو کينه کښ مې په وينو ولړي او بيا يې خپلې ږيرې او سر ته اشاره وکړه او ويې ويل : دا هغه ژمنه ده،چې محبوب مې ابوالقاسم راسره کړې ده ( د حديث تر پايه) .

دا روايت شبلنجي هم د نورالابصار د کتاب په ٩٧مخ کې د ابن صباغ د فصول المهمه له کتابه راخستى دى .

((وَالَّذِي جَاء بِالصِّدْقِ وَصَدَّقَ بِهِ أُوْلَئِكَ هُمُ الْمُتَّقُونَ [20]))

(سيوطي په درالمنثور کې ) تر پورتني آيت لاندې ليکي : ابن مردويه له حضرت ابي  هريره روايتوي،چې دخداى استازي وويل : (وَالَّذِي جَاء بِالصِّدْقِ) زه يم او (وَصَدَّقَ بِهِ) علي دى .

((مَرَجَ الْبَحْرَيْنِ يَلْتَقِيَانِ . بَيْنَهُمَا بَرْزَخٌ لَّا يَبْغِيَانِ. يَخْرُجُ مِنْهُمَا اللُّؤْلُؤُ وَالْمَرْجَانُ [21]= دوه (بېلابېل) سيندونه (تريو او خوږ، تود او سوړ) يې [داسې] بهولي دي،چې سره يو ځاى کېږې، چې ترمنځ يې پرده ده،چې يو هم ترې نه تېرېږي (او يو له بل سره نه ګډېږي). ))

(سيوطي په درالمنثور کې ) د پورتني آيت په تفسير کې وايي : ابن مردويه له حضرت ابن عباس څخه روايت کړى،چې و يلي يې دي : د (مَرَجَ الْبَحْرَيْنِ يَلْتَقِيَانِ ) په غونډله- جمله کې له دوو سمندرونو مراد،حضرت علي او بي بي فاطمه ده او د (بَيْنَهُمَا بَرْزَخٌ لَّا يَبْغِيَانِ ) په غونډله کې له برزخه مراد رسول الله مبارک او د (يَخْرُجُ مِنْهُمَا اللُّؤْلُؤُ وَالْمَرْجَانُ ) په غونډله کې له لوء لوء نه مراد حسن او حسين دي.

همدا روايت ابن مردويه له انس بن مالک څخه او شبلنجي د نورالابصار د کتاب په ١٠١ مخ کې له انس بن مالک څخه راخستى دى .

((وَالْعَصْرِ . إِنَّ الْإِنسَانَ لَفِي خُسْرٍ .إِلَّا الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ وَتَوَاصَوْا بِالْحَقِّ وَتَوَاصَوْا بِالصَّبْرِ [22]= پر زمانې قسم! بېشكه (هر) انسان په زيان كې دى . خو بې له هغوى چې ايمان يې راوړى او ښه (كارونه) يې كړي او يو بل ته يې په حق سپارښتنه او په زغم سپارښتنه  کړې وي . ))

(سيوطي په دارالمنثور کې ) د عصر د سورت په تفسير کې ليکي : ابن مردويه له حضرت ابن عباس څخه روايت کړى،چې وايي : له (وَالْعَصْرِ . إِنَّ الْإِنسَانَ لَفِي خُسْرٍ) څخه مراد ابوجهل بن هشام او له (إِلَّا الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ وَتَوَاصَوْا بِالْحَقِّ وَتَوَاصَوْا بِالصَّبْرِ) څخه مراد حضرت علي او حضرت سلمان دي .

((أًمْ حَسِبَ الَّذِينَ اجْتَرَحُوا السَّيِّئَاتِ أّن نَّجْعَلَهُمْ كَالَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ سَوَاء مَّحْيَاهُم وَمَمَاتُهُمْ سَاء مَا يَحْكُمُونَ [23]= ايا هغوى چې ناوړه چارې او ګناهونه يې كړي دي،انګېرلې ده،چې موږ به يې له هغو كسانو سره برابر كړو،چې ايمان يې راوړى او ښه (چارې) يې كړې وي (داسې) چې د هغو ژوند او مرګ برابر وي؟! هغوى څومره ناوړه پرېكړه كوي!.))

(فخر رازى په کبير تفسير کې ) د جاثيه په سورت کې د پورتني آيت په تفسير کې ليکي :کلبي ويلي : دا آيت د حضرت علي، حضرت حمزه، عبيده او درې منافقينو په اړه  نازل شوى،چې نومونه يې دادي : عتبه،شيبه او وليد بن عتبه،چې مؤمنانو ته يې ويل : پر خداى، چې تاسې هېڅ څه نه لرئ اوکه  تاسې رښتيا هم وياست؛نو په اخرت کې به زموږ حالت تر تاسې ډېر غوره وي؛لکه څنګه چې په دنیا کې زموږ حالات تر تاسې غوره دي،چې خداى په دې آيت کې د منافقينو دا خبره رد کړې او ويلي يې دي،چې داسې نشي کېداى،چې د مؤمنو په پرتله به د کفارو حالات ښه وي .

((وَهُوَ الَّذِي خَلَقَ مِنَ الْمَاء بَشَرًا فَجَعَلَهُ نَسَبًا وَصِهْرًا وَكَانَ رَبُّكَ قَدِيرًا[24]= او (الله) هغه ذات دى،چې له اوبو يې يو بشر پيداكړ بيا يې ترې (د خپلولۍ) د نسب او خسرګنۍ لړۍ وغځولې (او له دې دوو لارو يې د هغه نسل پراخ كړ) او ستا پالونكى تل وسمن دى . ))

(نورالابصار؛شبلنجي،١٠٢ مخ ) وايي : له محمد بن سيرين څخه روايت دى،چې وايي : دا آيت د رسول الله مبارک او حضرت علي په اړه  راغلى،چې هم يې د تره زوى دى او هم يې ورته لور ناسته ده، چې حضرت علي هم په نسب کې رسول الله مبارک ته رسي او هم په خپلوۍ؛يعنې زومتوب کې .

د حضرت علي د دښمنانو په اړه  راغلي آيتونه[سمول]

(زمخشري په کشاف تفسير کې ) د ((وَالَّذِينَ يُؤْذُونَ الْمُؤْمِنِينَ وَالْمُؤْمِنَاتِ بِغَيْرِ مَا اكْتَسَبُوا فَقَدِ احْتَمَلُوا بُهْتَانًا وَإِثْمًا مُّبِينًا [25]= او هغوى چې مؤمن نارينه او مؤمنې ښځې(بې ګناه او) بې له دې،چې(ناروا) يې کړى وي،ځوروي؛ نو په يقين چې د غټو دروغو او ښكاره ګناه پېټى يې پر اوږو كړى دى  ))   آيت په تفسير کې ليکي : دا آيت د هغه منافقينو په اړه  راغلى،چې حضرت علي يې کړاوه . واحدي هم په خپل سند (اسباب النزول؛٢٧٣ مخ ) کې وايي : مقاتل ويلي : دا آيت د حضرت علي د دښمنانو په اړه  راغلى او ول داسې منافقين،چې حضرت علي يې کړاوه .

((إِنَّ الَّذِينَ أَجْرَمُوا كَانُواْ مِنَ الَّذِينَ آمَنُوا يَضْحَكُونَ [26]= په واقع كې (په دنيا كې) ګناهكارانو تل په مؤمنانو پورې خندل ))

(زمخشرى په کشاف تفسير کې ) د پورتني آيت تر تفسير لاندې ليکي : يوه ورځ حضرت علي له څو کسانو سره روان و، چې منافقان يې رامخې ته شول او پر حضرت علي يې ملنډې ووهلې او بيا چې له خپلو ملګرو سره يو ځاى شول؛نو په ملنډو يې وويل : اصلع (هغه چې د کپرۍ وېښتان يې نه وي ) مو وليد؛نو حضرت علي لا رسول الله مبارک ته نه و رسېدلى،چې دا آيت راغى .

دا روايت فخر رازي هم په کبير تفسير کې او سيوطي هم د محمد د سورت د ( ٣٠_٢٥ ) آيتونو په تفسير کې راوړى دى او وايي : ابن مردويه او ابن عساکر له حضرت ابي سعيد خدرې روايت کړى،چې د (وَلَتَعْرِفَنَّهُمْ فِي لَحْنِ الْقَوْلِ) تر غونډلې لاندې وايي : له حضرت علي سره دښمني يې د وينا له لحنه پېژندل کېږي .

خداى د حضرت علي له امله ددې امت د نجوا صدقه وبښله[سمول]

(صحيح ترمذي؛دويم ټوک،٢٢٧ مخ ) په "ابواب تفسير قرآن" کې په خپل سند له حضرت علي نقلوي: چې د(( يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِذَا نَاجَيْتُمُ الرَّسُولَ فَقَدِّمُوا بَيْنَ يَدَيْ نَجْوَاكُمْ صَدَقَةً _؛يعنې د ايمان خاوندانو ! چې غواړئ د خداى له رسول سره پټې خبرې وکړئ؛ نو مخکې ترې صدقه ورکړئ _) آيت راغى؛نو رسول اکرم له ما وپوښتل : څه سلا ګورې،چې د هر ځل لپاره يو دينار صدقه ورکړي؟ ورته مې وويل : خلک يې وسه نه لري . راته يې وويل : نيم دينار څنګه دى ؟ ورته مې وويل : خلک یې وسه هم نه لري . راته يې وويل : نو څومره ؟ ورته مې وويل : يو شعير . راته يې وويل : ته زاهد يې .بيا ورپسې آيت راغى،چې بيا حضرت علي وويل : زما له امله خداى دې امت ته صدقه ورکول وبښل .

ترمذي وايي : داچې وايي : يو شعير، مراد يې دادى، چې خلک دې د يو غنم هومره سره زر صدقه ورکړي . دا روايت فخر رازي هم په کبير تفسير کې تر پورتني آيت لاندې راوړى او وايي : داچې رسول اکرم ورته وويل،چې ته زاهد يې؛مانا يې دا ده،چې ته په خپله کم پيسې يې او دا اندازه دې هم د خپل جېب په پامنيوي کړې ده او دا مانا،چې فخر رازي کړې،څه بده مانا نه ده او پورتنى روايت ابن جرير طبري هم د خپل تفسير د ٢٨ ټوک په ١٥ مخ کې او متقي هم د کنزالعمال د لومړي ټوک په ٢٦٨ مخ کې راوړى،چې متقي وايي : دا روايت ابن ابي  شيبه،عبد بن حميد،ابويعلي،ابن جرير ،ابن منذر،دورقي،ابن حيان،ابن مردويه او سعيد بن منصور هم نقل کړى دى ( دا د متقي خبره وه ) محب طبري هم د ذخاير په ١٠٩ مخ کې وايي : دا روايت ابوحاتم نقل کړى او طبري د ذخاير په  ١٠٩ مخ کې له ابوحاتم څخه نقل کړى دى . دا روايت سيوطي هم په درالمنثور کې د پورتني آيت په تفسير کې راوړى دى او دا روايت نورو ډېرو راويانو هم نقل کړى،چې نومونه يې متقي په کنزالعمال کې راوړي،چې دلته يې د راوړو حوصله نشته .

(خصايص نسائي :٣٩ مخ ) په خپل سند نقل کړي،چې د نجوى آيت راغى؛ نو د خداى رسول(ص)،حضرت علي ته وويل : خلکو ته ووايه،چې تر نجوى مخکې صدقه ورکړي . حضرت علي وويل : څومره ؟ پېغمبراکرم ورته وويل : يو دينار.حضرت علي ورته وويل : خلک يې وس نه لري، بيا رسول اکرم وويل :نيم دينار.حضرت علي وويل : خلک يې بيا هم وس نه لري . رسول اکرم وويل : نو څومره ؟ حضرت علي وويل : يو شعير . رسول الله مبارک ورته وويل : ته زاهد يې .

بيا پورتنى آيت راغى؛ځکه حضرت علي به تل ويل، چې زما له امله دې امت ته په صدقه ورکولو کې تخفيف ورکړل شو .

بې له حضرت علي چا د نجوى پر آيت عمل و نه کړ[سمول]

(تفسير ابن جرير طبري؛٢٨ ټوک،١٤ مخ ) په خپل سند له ليث له مجاهد نه نقلوي : حضرت علي وويل : د خداى په کتاب کې داسې يو آيت دى،چې چا پرې تر ما مخکې او نه به پرې څوک تر ما وروسته عمل وکړي او هغه د (أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِذَا نَاجَيْتُمُ الرَّسُولَ فَقَدِّمُوا بَيْنَ يَدَيْ نَجْوَاكُمْ صَدَقَةً) آيت دى،چې فرض کړي يې دي،چې څوک له رسول الله سره ځانګړې خبرې کول غواړي؛نو مخکې ترې بايد صدقه ورکړي .

دا روايت زمخشري هم په کشاف تفسير کې د مجادله په سورت کې د پورتني آيت تر تفسير لاندې ليکلى او په روايت کې يې حضرت علي په پاى کې وايي :ما يو درهم درلود، چې لس ديناره مې کړ او هرکله به مې چې د خداى له رسول سره نجوى کوله؛ نو صدقه به مې ورکوله . بيا کلبي وايي : لس واره يې لس درهمه صدقه ورکړه،چې لس مسئلې د خداى له رسوله وپوښتي.

(واحدي هم د اسباب النزول په ٣٠٧ مخ کې ) دا روايت نقل کړى دى او په نقل کې يې راغلي، چې حضرت علي وويل: ما يو دينار درلود، چې مات مې کړ او هر وار به مې،چې د خداى له استازي سره نجوى کوله؛ نو يو دينار به مې صدقه ورکوله،چې يو دينار مې خلاص شو او د نجوى آيت هم نسخ شو او په نسخ کې يې دا آيت راغى : ((أَأَشْفَقْتُمْ أَن تُقَدِّمُوا بَيْنَ يَدَيْ نَجْوَاكُمْ صَدَقَاتٍ))

فخر رازي هم دا روايت راخستى او په پاى کې وايي :دا روايت ابن جريح،کلبي او عطاء له حضرت ابن عباس څخه نقل کړى،چې په نقل کې يې راغلي : اصحاب،چې له رسول الله سره له نجوى منع شول؛ خو دا چې مخکې ترې صدقه ورکړي،چې بې له حضرت علي بل يوه هم دې صدقې ته غاړه کېنښووه او بيا بل آيت راغى او دا بنديز يې لرې کړ.

(تفسير ابن جرير طبري؛٢٨ ټوک،١٤ مخ) په خپل سند له ابي نجيع او هغه هم له مجاهده همدا مضمون راخستى دى . سيوطي هم په درالمنثور کې د مجادله د سورت د پورتني آيت په تفسير کې دا روايت له سعيد بن منصور،ابن راهويه،ابن شيبه،عبد بن حميد،ابن منذر،ابن ابي  حاتم،ابن مردويه او حاکم ( هغه دا حديث صحيح ګڼلى دى) څخه راخستى دى .

سيوطي وايي : دا روايت عبدالرزاق،عبد بن حميد،ابن منذر او ابن ابي حاتم له مجاهد نه نقل کړى دى .

او همداراز وايي : سعيد بن منصور هم همدا مضمون له مجاهد نه نقل کړى او په اخر کې راغلي،چې دا آيت نسخ شو او بې له حضرت علي پرې هيچا هم عمل و نه کړ .

او همداراز وايي :دا روايت عبدبن حميد له سلمة بن کهيل نه روايت کړى دى .

(کنزالعمال؛ درېم ټوک، ١٥٥ مخ ) له عامر بن واثله نقلوي،چې وايي : زه د شورا پر ورځ په وره کې ولاړ وم،چې د اصحابو شور زوږ شو،چې د  حضرت علي له خولې مې واورېدل : خلکو له حضرت ابوبکر سره بيعت وکړ؛ خو پر خداى چې دې کار ته ترې غوره او وړ يم او بيا يې وويل : قسم درکوم،چې آيا په تاسې کې داسې څوک شته،چې له رسول الله سره به ورورولي ولري ؟ خلکو ورته وويل : نه ! بيا يې وويل :آيا په تاسې کې بې ترما بل څوک شته،چې د نجوى پر آيت به يې عمل کړى وي او ددې آيت تر راتګ وروسته به يې دولس ځل د خداى له استازي سره نجوى کړې وي؟ ټولو وويل : نه !


*****

اوس مو چې د قرآن او سنتو په رڼا کې د حضرت علي کرم الله وجهه پر وګړه رڼا واچوله،اوس د خدای په مرسته د حضرت فاطمه الزهرا پر وګړه رڼا اچوو؛خدای مو دې مل شي .


[1] ( رعد؛7)

[2] ( سجده؛17)[سمول]

[3] (هود؛17)

[4] (تحريم /4)[سمول]

[5] ( الحاقه ؛12)

[6] (بقره/274)

[7] (مريم؛96)

[8] (بينه؛7)

[9] ( توبه ؛19)

[10] (صافات /٢٤)

[11]  (مائده : ٥٤ )

[12] (توبه :١١٩)

[13] (نحل : ٤٣)

[14] (انبياء : ٧)

[15]  ( توبه:٢)

[16] (تين :٧)

[17]  (قصص/٦١)

[18] (زمر:٢٢)

[19] (احزاب/٢٣)

[20] (زمر/٣٣)

[21]  (رحمن :٢٠،١٩،٢١)

[22] (عصر)

[23] ( جاثيه :٢١)

[24]   (فرقان :٥٤)

[25] (احزاب/٥٨)

[26] (مطففين:٢٩ )