ويکيپېډيا:د حضرت علي وړاندوينې
د کتاب نوم: خوشال بابا او نبوي کورنۍ
څېړونکی: استاد اجرالدین اقبال
پته:www.andyal.com
خپرونکی: دانش خپرندویه ټولنه- کابل- افغانستان
د حضرت علي وړاندوينې
[سمول]( مستدرک الصحيحين :دويم ټوک،٣٥٨ مخ ) په خپل سند له طاووس له پلاره روايتوي،چې وايي : حضرت حجربن قيس عدوي د حضرت علي بن ابيطالب له خدمتګارانو ځنې و،چې يوه ورځ حضرت علي ورته وويل : حجره ! ته به تر ما وروسته ژوندى يې او ما ته کنځلو ته به دې اړ کړي؛نو ته کنځلې وکړه؛خو له ما بېزاري او کرکه مه کوه . طاووس وايي : د اميرالمؤمنين تر شهادت وروسته مې حجر وليد،چې احمد بن ابراهيم نيولى دى،چې يا به علي کنځلې او يا به وژل کېږي،چې حجر ورته وويل : خلکو ! ټول پوه شئ،امير احمد بن ابراهيم راته حکم کړى،چې علي وکنځم؛نو تاسې یې هم راسره وکنځئ،چې خداى يې لعنت کړي او خداى هم د خلکو زړونه داسې ړانده کړې وه، چې پوه نه شول چې مراد او مطلب يې څه و .
( ابن سعد؛طبقات :پينځم ټوک،٣٠ مخ ) د مروان د حالاتو په باب راوړي،چې يوه ورځ حضرت علي له مانا ډکه کتنه ورته وکړه او و يې ويل : ډېر ژر به تر بوډا توب وروسته د ضلالت بېرغ پورته کړي او د عمر په پاى کې به امارت ته ورسې،چې امارت ورته د سپي په څېر دى،چې د خپلې پوزې اوبه سټي،چې همداراز هم وشول . د ژوند تاريخ ته يې مراجعه وکړئ.
( ابن حجر؛ اصابه : پينځم ټوک،درېم ټوک،٣٢٥ مخ ) له جرير له مغيره روايتوي،چې وايي : حجاج بن يوسف په کميل پسې يو تن ولېږه او د هغه او د کورنۍ تنخواه يې بنده کړه، کميل،چې دا خبره واورېده،و يې ويل : ما خپل عمر کړى دى؛نو څنګه ښه مې نه ايسي،چې د څو تنو ډوډۍ بنده کړم؛نو په خپله حجاج ته راغى او حجاج ورته وويل : زړه مې غواړي سخا درسره وکړم . کميل ورته وويل: زما عمر مخ پر خلاصېدو دى؛نو هر کار چې دې خوښه وي، و يې کړه،چې ما او تا به له خداى سره يو بل وینو او اميرالمؤمنين علي خبر کړى وم،چې ته مې وژونکى يې . حجاج ورته وويل : هو ته په هغو خلکو کې وې،چې عمر(رض) يې وژلى و،ورمېږ ترې غوڅ کړئ او جلادانو يې هم ورمېږ پرې کړ .
( تهذيب التهذيب: اووم ټوک،٣٥٨ مخ ) د حضرت علي بن عبدالله بن عباس په حالاتو کې ليکي : علي بن عبدالله بن عباس،چې وزېږېد؛نو پلار يې حضرت علي بن ابيطالب ته بوت،چې امام وپوښتل : نوم يې څه دى ؟ ورته يې وويل : دا کېداى شي،چې په نوم ايښوونه کې درنه مخکې شم ؟ حضرت علي ورته وويل: زما نوم پرې کېږده او هغه د پادشاهانو پلار دى او همداراز هم وشول؛ځکه علي د ټولو عباسي خلفاوو پلار و.
(هيثمي؛مجمع : شپږم ټوک،٢٤١ مخ ) له حضرت جندب روايتوي،چې وايي : چې خوارج له علي بېل او ورسره دښمنان شول؛نو علي ورپسې ولاړ او موږ هم ورسره شوو،چې ورورسېدو؛نو ما وليدل،چې په خوارجو کې ډېر داسې کسان ليدل کېدل،چې د عبادت په جامو کې وو او د ډېرو سجدو له امله يې پر تنديو ټاپې جوړې شوې وې؛نو په زړه کې مې شک شو چې آيا کېداى شي له داسې لمونځ کوونکيو سره جګړه وکړو؛نو خپل اس مې غاړې ته کړ، نېزه مې په خپل ځاى کې کېښووه او له اس راکوز شوم او زغره مې له بدنه وايسته او پر اس مې کېښووه، او اس مې له واګي ونيو او لمونځ مې پيل کړ او په لمونځ کې مې ويل : پالونکيه ! که له دې قوم سره جګړه له تا لاروي وي؛نواجازه يې راکړه او که ورسره جګړه له تا سرغړونه وي؛نو د برائت چل راوښيه،چې همدا مهال علي د رسول الله پر کچره ناست راورسېد ،ويې وويل : جندبه ! بېشکه خداى ته پناه يوسه . په علي پسې شوم، چې په يو ځاى کې يې لمونځ پيل کړ،چې دا مهال يو سپور راغى او و يې ويل : اميرالمؤمنينه ! ورته يې وويل : څه وايې ؟ اميرالمؤمنين ورته وويل :که غواړئ له دې قوم سره وجنګېږئ؛نو بېړه وکړئ،چې له نهره واوختل . امام ورته وويل: نه له نهره نه دي اوختي او تېر به هم نشي،چې ټول ووژل شي او دا هغه ژمنه ده،چې رسول اکرم راسره کړې ده . ما وويل : الله اکبر! زه هم پاڅېدم او جنګي جامې مې واغوستې او په اميرالمؤمنين پسې شوم؛همداراز روان و او ويل يې : جندبه ! ورته مې وويل : بلې اميرالمؤمنينه ! و يې ويل : زه به يو سړى ورولېږم،چې قرآن ورته ووايي او د خداى کتاب او سنتو ته يې راوبلي؛خو دا سړى به راستون نشي او د غشيو ښکار به يې شي . جندبه ! پام دې وسه،چې له لښـکرو به يو يوازې لس تنه ژوندى پاتې شي.
دا روايت طبراني هم راوړى دى
( رياض النضره :دويم ټوک،٢٢٢ مخ ) له اصبع روايتوي،چې وايي : له علي (ک ) سره د امام حسين د قبر له ځايه تېرېدو،چې حضرت علي (ک ) وويل :دا يې د څارويو ځاى دى،دا هغه ځاى دى،چې خپلو بارونه به په کې ږدي،دا هغه ځاى دى،چې د آل محمد د ځوانانو وينه به تويېږي او اسمان او ځمکه به ورته ژاړي .
دا روايت ابن حجر هم د صواعق په ١١٥ مخ کې په لږ اختلاف راوړى او د ملا سيرة نه يې اخستى دى .
( امام احمد بن حنبل؛مسند :لومړى ټوک،٨٥ مخ ) په خپل سند له عبدالله بن نجار له پلاره روايتوي : له علي سره نينوا ته ورسېدو او هلته يو کس و،چې د اميرالمؤمنين د اوبو او لوټې دنده يې درلوده، وايي :همداچې له اميرالمؤمنين سره دې سيمې ته راورسېدو؛ نو پر لوړ غږ يې وويل : ابا عبدالله صبر وکړه، صبر وکړه ابا عبدالله، د فرات په څنګ کې يو . ومې پوښتل: څه خبره ده ؟ و يې ويل : يوه ورځ رسول اکرم ته ورغلم او و مې ليدل،چې سترګې يې له اوښکو ډکې دي او ژاړي؛چې ویې ليدم راته يې وويل :همدا اوس جبراييل دلته و او د حسين د برخليک په اړه يې راته وويل، چې د فرات په څنګ کې به وژل کېږي او بيا يې راته وويل : غواړې د خاورې بوى يې بوى کړې . ورته مې وويل : هو ! بيا يې د هغه ځاى خاوره راکړه؛نو له کله مې چې هغه خاوره ليدلې، د اوښکو مخنيوى نه شم کړاى .
دا روايت ( ابن حجر؛ تهذيب التهذيب : دويم ټوک،٣٤٧ مخ ) ، (متقي؛ کنزالعمال :اووم ټوک،١٠٥ مخ ) راوړى او متقي ابي شيبه، ابويعلي،سعيد بن منصور ته نسبت ورکړى او هيثمي هم د مجمع د نهم ټوک په ١٨٧ مخ کې راوړى او بزار او طبراني ته نسبت ورکړى او رجال يې ډاډمن ګڼلي دي .
( اسدالغابه :څلورم ټوک،١٦٩ مخ ) د حضرت غرفه ازذى د حالاتو په شرح کې وايي : هغه د رسول اکرم له "اصحاب صفه وو" څخه و او هماغه و، چې رسول اکرم ورته دعا کړې وه : بارک الله فى صقفة يمينک؛خداى دې معامله برکتي کړه . بيا وايي :ابوصادق له هغه روايت کړى، چې وايي : د علي په اړه شکمن وم،چې له علي سره د فرات غاړې ته ورسېدو او له هغه ځايه،يې خپله لار کږه کړه او په يو ځاى کې ودرېد،چې موږ هم ودرېدو او په خپل لاس يې يو ځاى ته اشاره وکړه او و يې ويل :دا يې د بارونو ځاى دى، دا يې د څارويو ځاى دى او دا هغه ځاى دى،چې وينه يې تويېږي. پلار مې دې ترې ځار شي،چې په ځمکه او اسمانونو کې بې له خدايه بل يار نه لري . تردې چې شهيد شو او ورپسې حسين هم شهيد شو؛نو ګنډه مې وتړله او هماغې ځاى ته ولاړم او و مې ليدل،چې هماغه ځاى و،چې علي ويلي ول او بيا مې له خدايه پر علي د شک په اړه مغفرت وغوښت او پوه شوم،علي چې څه کول،هرومرو د هغو ژمنو له مخې وو،چې رسول الله ورسره کړې وې .
( کنزالعمال :اووم ټوک،١٠٦ ټوک ) له شيبان بن محزم روايتوي،چې وايي : زه له علي سره وم،چې کربلا ته راورسېد،چې هلته يې وويل : په دې ځاى کې به داسې کسان شهيدان شي،چې بې د بدر له شهداوو هېڅ شهيد به يې په څېر نه وي .
بيا متقي وايي :دا روايت طبراني هم راوړى او هيثمي هم د مجمع د نهم ټوک په ١٩٠ مخ کې راوړى دى .
( هيثمي؛مجمع :نهم ټوک،١٩١ مخ ) له حضرت ابي خيرة روايتوي، چې وايي :له علي سره وو،چې له مدينې نه کوفې ته کډن شو؛نو همدا چې ښار ته راغى، پر منبر کېناست او د خداى تر ستاينې وروسته يې وويل : د کوفې خاوندانو ! څنګه يې ،چې د پېغمبر ځوځات مو راشي ؟ ورته یې وويل : که داسې وشي؛نو د خداى په لار کې به ښه ازمېينه ورکړو . ويې ويل : پر خداى قسم،چې هرومرو به راشي او تاسې به ورشئ او وبه يې وژنئ او دا بيت یې ووايه :
هم اوردوه بالغروه و غردوا
اجيبوا دعاء لا نجاة ولا عذرا
يعنې په دروغو به يې خپلې سيمې ته راولي او هغوى چې د دوى بلنه ومنله؛نو راګېر شول؛هغه ګېرېدل،چې د خلاصون لار يې نه وه او هېڅ عذر يې و نه منه .