ويکيپېډيا:د حضرت علي ايمان تر ټولو پياوړى و
د کتاب نوم: خوشال بابا او نبوي کورنۍ
څېړونکی: استاد اجرالدین اقبال
پته:www.andyal.com
خپرونکی: دانش خپرندویه ټولنه- کابل- افغانستان
د حضرت علي ايمان تر ټولو پياوړى و
[سمول]( کنزالعمال :6ټوک ،156 مخ ) د خداى له استازي نقلوي، چې و يې ويل: که ټول اسمانونه او ځمکه د تلې په يوه تله کې او د علي ايمان په بله کې کېښوول شي؛نو د علي ايمان به ترې درون وي (له ديلمي او ابن عمر نه نقل دى).
رياض النضره :2ټوک ،226 مخ کې له حضرت عمر بن خطاب (رض) نه روايت شوى،چې د پورتني روايت پر مضمون يې لېينه- ګواهي ورکړې ده . ( له ابن سمان او حافظ نه د سلفي په کتاب کې نقل )
حضرت علي پر پېغمبر اکرم (ص) په ايمان راوړو کې ړومبى تن و
[سمول]خوشال خان خټک:
هر آیت چې به راته پاسه له عرشه
لا په عرش به یې علي و متلي
محمد چې هغه راز یې په معراج کړ
یکایک وو ، د علي وته جلي
( تاريخ ابن جرير طبري :2ټوک ،75 مخ )پر خپل سند له اسحاق څخه نقل کړي،چې و يې ويل :په نارينه وو کې حضرت علي ړومبي تن و،چې د خداى پر استازي يې ايمان راووړ او لمونځ يې ورسره وکړ او پېغمبراکرم (ص) يې په هغه څه کې تاييد کړ، چې د خداى له لوري يې راوړى و،سره له دې،چې لس کلن و او هغه نعمتونه،چې خداى(ج)،حضرت علي ته ورکړي ول، يو يې دا و، چې تر اسلام مخکې هم د رسول اکرم (ص) په لمن کې وروزل شو.
( سيوطي په در المنثور کې ) د نساء په سورت کې د ((فَابْعَثُواْ حَكَمًا مِّنْ أَهْلِهِ وَحَكَمًا مِّنْ أَهْلِهَا)) تر آيت لاندې وايي : طبراني،حاکم او بيهقي يه سنن کې او ابو نعيم ( په حلية کې ) له عبدالله بن عباس څخه راويت کړي،چې ويې ويل : هغه مهال چې خوارج له حضرت علي بېل او په يوه دښته کې راټول شول؛نو حضرت علي ته مې وويل : وربه شم او يو څه خبرې به ورسره وکړم،کېداى شي سمې ته شي؛نو ورغلم، حال داچې په لوى لاس مې وياړنې جامې اغوستې وې . خوارجو وپوښتلم : ابن عباسه ! دا وياړنې جامې څه دي، چې تا اغوستي،ياره افرين دې وي او پرتا دې وي ؟ ورته مې وويل : دا لا څه نيوکه ده،چې کوئ يې،ما پېغمبر اکرم وکوت،چې ښکلې جامې يې اغوستي او دا آيت وايي : (قُلْ مَنْ حَرَّمَ زِينَةَ اللّهِ الَّتِيَ أَخْرَجَ لِعِبَادِهِ وَالْطَّيِّبَاتِ مِنَ الرِّزْقِ؛يعنې ووايه :چا حرام کړ هغه زينت، چې خداى يې د بندګانو لپاره روزي کړى او همداراز د رزق طيبات) . خوارجو وويل:خبره کوه څه ته راغلى يې ؟
ورته مې وويل : راغلې يم ومو پوښتم: څه نيمګړتيا مو زما د تره په زوى کې موندلې، سره له دې چې هغه د خداى داستازي زوم و او ړومبى تن و، چې ايمان يې راووړ او اوس هم د رسول اکرم اصحاب يې لارويان دي (راوي حديث غځوي،چې دلته رارسي او وايي:) په خوارجو کې لس زره کسان سمې لارې ته راووښتل او څلور زره پاتې شول،چې ټول ووژل شول .
هيثمي؛زاويد :6ټوک ،239 مخ هم دا حديث نقل کړى او ويلي يې دي،چې احمد هم دا حديث نقل کړى او رجال يې هم سم دي .
( سيوطي په در المنثور کې د : (أَجَعَلْتُمْ سِقَايَةَ الْحَاجِّ وَعِمَارَةَ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ كَمَنْ آمَنَ بِاللّهِ وَالْيَوْمِ الآخِرِ[1]( تر آيت لاندې ويلي : ابونعيم د فضايل الصحابه په کتاب کې او ابن عساکر له حضرت انس نه روايت کړى، چې ويې ويل : عباس او شيبه د کعبې کونجي ساتي سره ناست ول او پر يو بل يې وياړنې کولې او حضرت عباس ويل: زه تر تا شريف يم؛ځکه د رسول اکرم تره يم او د رسول اکرم وصي او هم د خداى د کور د زيارت کوونکيو ساقي يم . شيبه وويل: زه تر تا شريف يم؛ځکه د هغه د کور امين او خزانه دار يم او که تا زما مقام درلود؛نو خداى به ته د خپل کور امين کړى وې؛خو دا دنده يې ماته راکړه . حضرت علي له دې پېښې خبر شو او و يې ويل : زه تر تاسې داړو شريف يم؛ځکه په اسلام راوړو او هجرت کې ړومبې وم . بيا درې واڼه رسول اکرم (ص) ته ورغلل او له کيسې يې خبر کړ او رسول اکرم هم ورته يو څه وويل او څو ورځې وروسته رسول اکرم ورته د پورتني سورت لس آيتونو ولوستل.
( سنن بيهقي :6ټوک ،206 مخ ) پر خپل سند له حسن او نورو نه روايت کړى،چې ويې ويل : حضرت علي ړومبى تن و، چې د خداى پر استازي يې ايمان راووړ حال داچې 15 کلن که 16 کلن و .
دا روايت هيثمي؛مجمع ،نهم ټوک ، 102 مخ کې هم له طبراني نقل کړى او رجال يې هم ټول سم دي .
( خصايص نسائي : 3 مخ ) پر خپل سند له حضرت عمرو بن عباد بن عبدالله روايت کړى،چې و يې ويل : حضرت علي وويل : زه د خداى بنده ، د خداى داستازي ورور او صديق اکبر يم او بې له ما څوک دا ادعا نه کوي؛مګر دروغجن او تر ټولو مخکې مې ايمان راوړى دى .
(اسد الغابه :4ټوک ،19 مخ ) له ابي اسحاق او ( استيعاب :2ټوک ،759 مخ ) د ليلاى غفاريه په شرح کې او ( رياض النضره :2ټوک ، 157 مخ ) له حضرت ابي ذر او همداراز ( رياض النضره :2ټوک ، 157 مخ ) له معاذه عدويه او ( کنزالعمال :6 ټوک ،405 مخ ) او محمد بن ايوب د په خپل کتاب کې او عقيلي او ذهبي؛ميزان الاعتدال ،1 ټوک ،417 مخ کې هر يو په دې باب روايت نقل کړى دى .
( رياض النضره :2ټوک ،197 مخ ) وايي : له حضرت معاذ بن جبل څخه روايت شوى،چې ويې ويل : رسول اکرم ،حضرت علي ته وويل : ته په اووه ګامونو د نورو خلکو په پرتله غوره يې، چې يو قريش يې هم نه لري : 1_ ته پکې ړومبى يې،چې پر خداى دى ايمان راووړ . 2_ په پرتله يې له خداى سره پر کړې ژمنه تر ټولو وفادار يې . 3_ په پرتله يې د خداى پر امر پايدار يې . 4_ په ويش کې تر ټولو عادل يې . 5_ پر رعيت تر ټولو عادل يې . 6_ په قضا کې تر ټولو تکړه يې .7_ خداى ته دې مقام تر ټولو نږدې دى. ( د حاکمي د نقل له مخې ) او ( ابونعيم هم يه حلية کې د لومړي ټوک په 66 مخ کې ) دا روايت نقل کړى دى .
( الاصابه :7ټوک، لومړى قسم ،167 مخ ) وايي : ابو احمد او ابن منده او نورو د اسحاق بن اسدي له خالد بن حارث له عوف له حسن له ابي ليلاى غفاري (رض) روايت کړى،چې ويې ويل : د خداى له استازي مې واورېدل : تر ما وروسته به فتنه راولاړه شي؛نو دا مهال هر لوري ته چې علي و،مطیع او غاړه ایښوونکي يې وسئ اوترې مه بېلېږئ او هغه پر ما په اسلام راوړو کې ړومبى و او هغه به ړومبى تن وي،چې د قيامت پر ورځ به راسره يو ځاى کېږي او صدیق اکبر او ددې امت فاروق او د دين مشر او يعسوب دى؛لکه څنګه،چې د دنيا مال د منافقينو يعسوب دى .
(فيض القدير :4ټوک ،358 مخ ) په شرح کې وايي : طبراني او بزار له حضراتو ابي ذر او سلمان څخه په يوه اوږده حديث کې نقل کړي،چې و يې ويل: رسول اکرم د علي لاس ونيو او و يې ويل :دا ړومبى تن و، چې پر ما يې ايمان راووړ او په قيامت کې به ما ته لاس راکوي او صديق اکبر او ددې امت فاروق او د مؤمنينو مشر دى؛لکه څنګه چې د دنيا مال د ظالمينو مشر دى .
دا روايت متقي ؛کنزالعمال ،6ټوک ،156 مخ کې له طبراني په کبير کې او هغه هم له حضراتو سلمان او ابي ذر دواړو نقل کړى دى او خپل نقل يې له بيهقي په سنن کبرى او ابن عدى په کامل کې له حذيفه راخستى دى .
( کنزالعمال :6ټوک ،393 مخ ) پر خپل سند له مامون له پلار يې هارون الرشيد او له پلار مهدي او له پلار منصور او له پلار عبدالله عباس څخه روايت کړى،چې ويلي يې دي : له حضرت عمر بن خطاب نه مې واورېدل، چې ويل يې : په علي پسې بدى ردې مه وياست،پر خداى چې رسول اکرم به ورسره داسې چلن درلود،چې که يو يې هم راسره درلود؛نو تر ټولو هغو څيزونو به راته ښه وي، چې لمر پرې لګي : يوه ورځ زه،ابوبکر، ابو عبېده جراح او څو نور اصحاب ( رضي الله عنهم) د ام المؤمنين ام سلمه د کور له مخې تېرېدو،چې و مو ليدل علي په وره کې ولاړ دى؛ نو ورته مو وويل: د خداى له استازي سره کتل غواړو. ويې ويل : پېغمبر اکرم اوس له کوره راوځي او ډېر وخت لا وتلى نه و،چې پېغمبر اکرم راووت؛ور نږدې شو؛نو رسول اکرم پر علي تکيه وکړه او پر اوږه يې ډب ورکړ او ورته يې وويل : (( ډېر ژر به درسره دښمني وشي،سره له دې،چې ړومبى تن وې،چې پر ما دې ايمان راووړ او تر ټولو مؤمنينو دې پوهه هم ډېره ده . له هغه سره پر کړې ژمنه ولاړ يې او په وېش کې تر ټولو نیاومن-عادل يې او پر ولس تر ټولو لورین يې او خپګان دې تر ټولو زيات دى او سره له دې،چې ته زما ملاتړ يې او غسل به راکوې ښخوې به مې او ته يې چې په هر کړاو او خپګان کې مخکښ وې او تر ما وروسته به کفر ته ستون نشې او ته يې چې د قيامت پر ورځ به د حمد له لواء سره زما مخې ته راځې او زما له حوض نه به دفاع کوې او هغوى يې چې وړ نه دي، له هغه ځايه به يې لرې کوې )) او بيا حضرت ابن عباس زياتوي،علي د خداى داستازي زوم و او له بېوزليو سره د مرستې او په تفسير، فقهې او تاويل علم کې تر ټولو غوره و.
[1] (التوبه/19)