ويکيپېډيا:د اسلام د پېغمبر ځانګړنې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ[سمول]

د لوراند او لورين خښتن په نامه[سمول]

بېلګې ته اړتيا[سمول]

لبکوال : شیخ محسن قرآئتی

ژباړه : ډاکتر ذبیح الله اقبال

 د روزنې يوه غوره لار د برياليو بېلګو پېژندنه ده . بېلګو ته نظر،کلياتو او تئوري ګانوته  ژوند ورکوي . ښه بېلګه انسان په بدې بېلګې پسې له تګه ژغوري . ښه  بېلګه عملي بلنه او تبليغ دى . 

د امامانو د تلين د ورځې نمانځنه د همدې لپاره ده،چې په تاريخ کې د ايمان او زغم د بېلګو بېرغ اوچت وي .

  خداى به تل خپل استازي ته حکم ورکاوه،چې د انسانيت غوره بېلګې خلکو ته  ور وپېژني،چې هېر نشي . 

په يو آيت کې وايي : د ابراهيم ياد ژوندى وساته (وَاذْكُرْ فِي الْكِتَابِ إِبْرَاهِيمَ) او په يو بل آيت کې وايي :د مريم ياد ژوندى وساته . (وَاذْكُرْ فِي الْكِتَابِ مَرْيَمَ )

د بېلګې ليدل، تصوري،ذهني او محال ته د تجسم او عينيت بڼه ورکوي .

لَقَدْ كَانَ لَكُمْ فِي رَسُولِ اللَّهِ أُسْوَةٌ حَسَنَةٌ لِّمَن كَانَ يَرْجُو اللَّهَ وَالْيَوْمَ الْآخِرَ وَذَكَرَ اللَّهَ كَثِيرًا(احزاب/۲۱) = (( په يقين چې د خداى د استازي په ژوند كې ستاسې هغو خلكو ته غوره بېلګه ده،چې خداى او د آخرت ورځې ته هيلمن وي او خداى ډېر يادوي .))

"أُسْوَةٌ" په ښو چارو کې له نورو د لاروۍ لپاره په کارېږي .

په قرآن کې دوه ځل دا ټکى کارول شوى دى؛يو ځل د حضرت ابراهيم لپاره او بل ځل د حضرت محمد(صلی الله علیه و اله وسلم) لپاره،چې د پام وړ خبره خو دا ده،چې حضرت ابراهيم له شرک او مشرکانو په برائت کې بېلګه دى؛خو د اسلام پېغمبر د ټولو ښو چارو بېلګه دى .
== پېغمبر اکرم په هر څه کې ،هر کهول ته په هر وخت کې بېلګه دى : ==
په مشرۍ کې؛تر لاس لانديو باندې لورنه،ورين تندی،مشوره، اخلاص،ساده ژوند،علم ته راهڅونه،عبادت،استقامت،زغم،کړه وړه، له ظلم او تېري سره مبارزه،نظم،پاکوالي او خوږ بوى،مساوات ، کورني ژوند، له  ماشومانو سره  مينه او ..........

پېغمبر اکرم په ټولو چارو کې بېلګه دى؛نو که وغواړو د هر يو لپاره بېلګه راوړو؛نو ستړي به مو کړي؛خو په تاريخ کې د پېغمبر اکرم پر بېلګه توب د لېينې- شاهدۍ لپاره ډېر روايتونه او آيتونه شته؛ لکه د احزاب په جګړه کې د پېغمبر اکرم ونډه، د مشرانو او رهبرانو بېلګه دى : لښکر او سرتېرو ته لارښوونه،هيله ورکول،خندق (کنده) کنل،ټوکې کول ، ډاډه کول، دښمن ته تر ټولو په لومړۍ ليکه کې پروت و.

حضرت علي (ک) وويل : د جګړې لمبې به،چې بلې شوې؛نو موږ به رسول اکرم ته پناه وړه،چې په هغه شېبه کې به په موږ کې څوک د پېغمبر په څېر دښمن ته ورنژدې نه و. ( نهج البلاغه/٢٦٠ حکمت ). 
  که څه پورتنی آيت د احزاب د جنګ د آيتونو په شمېر کې راځي؛خو د اسلام پېغمبر په  ټولو چارو کې  تاريخ ته بېلګه دی .
څو ټکيو ته  پام  وکړئ : 

١_ آيت پر "لَقَدْ" پيل شوى،چې هم د "لام" ټکى د قطعاً پر مانا دى او هم د "قد" ټکى؛ يعنې پېغمبر اکرم (ص) قطعا‌ً او حتماً درته بېلګه دى، چې په دې خبره کې اړنګ- شک مه کوئ . ٢_ د "كَانَ" ټکى د ثبات او دوام لپاره دى؛يعنې پېغمبر اکرم په ټولو وختونو کې د ټولو نسلونو لپاره بېلګه دى . ٣_ ددې پر ځاى،چې ووايي (( رسول الله بېلګه دى ))، وايي : په رسول الله کې "أُسْوَةٌ حَسَنَةٌ" ده؛يعنې تاسې کله هم د رسول الله په څېر نشئ کيداى؛خو کړاى شئ په اخلاقواو کړنو کې يې ځان ته بېلګه ومومئ .

 پېغمبر اکرم په څو اړخونو او يا چارو کې بېلګه نه؛بلکې ټول کارونه يې بېلګه دي . 
 د آيت په پاى کې وايي: هغوى کړاى شي پېغمبر اکرم ځان لپاره بېلګه کړي،چې پر خداى ايمان لري .(لِّمَن كَانَ يَرْجُو اللَّهَ وَالْيَوْمَ الْآخِرَ). 

پېغمبر اکرم د قرآن انځور دى[سمول]

 سيره ليکونکيو د تاريخ او روايتونو په رڼا کې د پېغمبر اکرم سيره لیکلې ده . نن  هم د کامپيوټر له لارې کړاى شو په قرآن کې د "کان رسول الله"عبارت وپلټو او د پېغمبر اکرم د سيرت پرځينو اړخونو ځان پوه کړو؛خو خداى موږ ته لار راښوولې ده،چې د قرآن د آيتونو په رڼا کې د پېغمبراکرم  سيرت ته ځان ورسوو،د قرآن په رڼا کې  پوهېداى شو،چې  پېغمبر اکرم څه ځانګړنې درلودې او سيرت يې څه و؟

د اسلام د پېغمبر ځانګړنې[سمول]

=== په  يتيمۍ کې خداى "ماوا" ورکړه : ===

((أَلَمْ يَجِدْكَ يَتِيماً فَآوَى ( الضحی/۶) =يا ته يې يتيم نه وې موندلى؛نو(چې بيا) يې (ځاى او) پناه درکړه.))

د هغه  تحير او  هېښنه- حېرت يې لرې کړ  :

((وَوَجَدَكَ ضَالّاً فَهَدَى‏ ( الضحی/۷) = (( او ته يې ورک شوى موندلى وې؛ نو(بيا) يې لار دروښووه. ))

بېوزلي يې ترې لرې کړه :[سمول]

((وَوَجَدَكَ عَائِلاً فَأَغْنَى (الضحی /۸) = (( او ته يې تنګلاسى موندلى وې؛نو شتمن يې كړې ))

اروایز دباو يې ترې لرې کړ :[سمول]

((أَلَمْ نَشْرَحْ لَكَ صَدْرَكَ (الشرح /١) = (( ايا سينه درپراخه نه كړه))

=[سمول]

ملا ماتوونکي ټولنيز دباوونه يې ‏هم ترې لرې کړل : ===

((وَوَضَعْنَا عَنكَ وَزْرَكَ (الشرح /۲) = (( او دروند پېټى مو درنه واخست ؟!)) ((الَّذِي أَنقَضَ ظَهْرَكَ (الشرح /۳) =[ (هماغه پېټى) چې ستا ملا يې درنه كړې وه. ))

که يوه ورځ هجرت ته اړ شو او خپل ټاټوبى يې پرېښود؛نو يوه ورځ  يې  پر عزت مکه سوبه کړه او خپل ټاټوبي  ته راستون شو.
که  يوه ورځ يې چا خبرې ته غوږ نه نيوه؛نو بله ورځ ډلې ډلې خلک راغلل اواسلام يې راوړ.

((وَرَأَيْتَ النَّاسَ يَدْخُلُونَ فِي دِينِ اللَّهِ أَفْوَاجاً (نصر/٢) = (( او خلک وينې، چې ډلې ډلې د خداى دين ته ننوځي))  

د پېغمبر اکرم څېره[سمول]

بشريت ته د پېغمبر اکرم شتون يو منت او احسان و :

((مَنَّ اللّهُ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ)) ( آل عمران / ١٦٤ )

هستۍ ته رحمت و. (رَحْمَةً لِلْعَالَمِينَ) (انبياء / ١٠٧ ) .
بشر ته تل بېلګه و : (فِي رَسُولِ اللَّهِ أُسْوَةٌ حَسَنَةٌ) (احزاب / ٢١) . 
 پر ټولو پېغمبرانو او انبياوو لووى-شاهد او ګواه و،(وَجِئْنَا بِكَ عَلَى‏ هؤُلاَءِ شَهِيداً ) ( نساء/ ٤١) . 
 خداى له خپلو ځانګړنو ځنې د پېغمبر اکرم   لپاره هم  راوړي دي :

(رَؤُوفٌ رَحِيمٌ) ( توبه/١٢٨ ) .


که خداى پرمکه قسم خوري؛ځکه پېغمبر اکرم هلته دى :[سمول]

((لاَ أُقْسِمُ بِهذَا الْبَلَدِ (البلد/۱) = په دې ښار (= مكه) قسم خورم!))

((وَأَنتَ حِلٌّ بِهذَا الْبَلَدِ (البلد/۲) = (( او حال داچې ته په دې ښار كې اوسې))

 که موږ يوې شېبې ته پر پېغمبر اکرم درود وايو؛نو د هستۍ پنځوونکى او پرښتې پرې تل درود وايي :

((إِنَّ اللَّهَ وَمَلاَئِكَتَهُ يُصَلُّونَ عَلَى النَّبِيِّ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا صَلَّوا عَلَيْهِ وَسَلِّمُوا تَسْلِيماً (احزاب /٥٦) = [ په حقيقت كې خداى او پرښتې يې پر پېغمبر درود وايي (رحمتونه لېږي)، مؤمنانو! تاسې هم پرې درود او سلام ووايئ او (فرمان ته يې) پوره تسليم وسئ. ]

 که قرآن دنيا لږه ګڼلې او د "قليل" لقب ورکوي : (مَتَاعُ الدُّنْيَا قَلِيلٌ) (نساء / ٧٧ ) ؛خو وايي چې د پېغمبراکرم  خوى ستر دى : ((وَإِنَّكَ لَعَلَى‏ خُلُقٍ عَظِيمٍ (قلم/ ٤٠ ) = (( او په رښتيا چې ته ستر خوىونه لرې .))
 که موږ هېرونکي يو؛نوخداى ژمنه کړې؛څه يې چې پېغمبر اکرم ته ورلېږلي،هغه به يې نه هېروي :
((سَنُقْرِئُكَ فَلاَ تَنسَى (اعلى /٦) = (( موږ  ژر (قرآن) پر تا لولو؛نو نه به يې هېروې)) 
کله په يو آيت کې د پېغمبر اکرم  ډېر کمالات پرله پسې راغلي دي  :
(( يَاأَيُّهَا النَّبِيُّ إِنَّا أَرْسَلْنَاكَ شَاهِداً وَمُبَشِّراً وَنَذِيراً. وَدَاعِياً إِلَى اللَّهِ بِإِذْنِهِ وَسِرَاجاً مُّنِيراً  (احزاب/ ٤٥ ، ۴۶) = [پېغمبره! په حقيقت كې موږ ته شاهد او زېرى وركوونكى او وېروونكى لېږلى يې او(ته) مو د هغه په حكم د خداى لوري ته بلونكى او روښانه څراغ لېږلى يې. ]
 خداى ته تر ټولو نږدې،د خداى استازى دى؛يوازې دهغه په باب دا آيت نازل شوى دى :
(( ثُمَّ دَنَا فَتَدَلَّى‏ (نجم/۸) = (( بيا نژدې شو او راكېووت))

امام سجاد وايي : خداى خپل استازى معراج ته يووړ،چې د خپل صفت عجايب او نوښت په ملکوت کې وروښيي .(تفسير نور١١/٣٠٧) .

  پېغمبر اکرم په خبرو کې معصوم دى او د ځاني غوښتنو له مخې خبره نه کوي : ((وَمَا يَنطِقُ عَنِ الْهَوَى‏ (نجم / ٨) = (( او هغه د ځاني غوښتنو له مخې نه غږېږي .))
 په کتنه او ليدنه کې معصوم دى : ((مَا زَاغَ الْبَصَرُ وَمَا طَغَى (نجم /١٧) = نظر(يې بلې خوا ته) وا نه ړاوه او و نه ښويېد(څه يې،چې وليدل، واقعيت و).  
زړه او اروا يې کله هم نه دي تېروتي : ((مَا كَذَبَ الْفُؤَادُ مَا رَأَى‏ ( نجم / ١١ ) =څه چې (د پېغمبر پاک)  زړه وليدل، ترې منکر نه شو. ))

==

  په قرآن کې څوځل د پېغمبر اکرم نوم د خداى د نوم ترڅنګ راغلى دى،څو بېلګې يې دادي : == 
 عزت يوازې د خداى او استازي لپاره يې دى : (وَلِلَّهِ الْعِزَّةُ وَلِرَسُولِهِ) (منافقين /٨) . 
 له خداى او استازي یې لاروي وکړئ :( أَطِيعُوا اللّهَ وَأَطِيعُوا الرَّسُولَ).
او وايي د هغوى بلنه ومنئ (اسْتَجِيبُوا لِلّهِ وَلِلرَّسُولِ) ( انفال /٢٤) . 
 له خداى او استازي  سره يې مرسته وکړئ : (( وَالَّذِينَ تَبَوَّءُوْا الدَّارَ وَالْإِيمَانَ مِن قَبْلِهِمْ يُحِبُّونَ مَنْ هَاجَرَ إِلَيْهِمْ وَلاَ يَجِدُونَ فِي صُدُورِهِمْ حَاجَةً مِمَّا أُوتُوا وَيُؤْثِرُونَ عَلَى‏ أَنفُسِهِمْ وَلَوْ كَانَ بِهِمْ خَصَاصَةٌ وَمَن يُوقَ شُحَّ نَفْسِهِ فَأُولئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ (حشر/ ٩) = [ او (همداراز) هغوى چې تر (مهاجرينو) مخكې په (مدينه) كې هستوګن ول او ايمان يې راوړى (او) له هغوى سره مينه لري،چې دوى ته يې هجرت كړى دى او څه چې هغوى (مهاجرينو) ته وركړ شوي،پخپلو زړونو كې هغوى ته اړتيا قدرې (كينه او کنجوسي) نه احساسوي او (مهاجرين) تر خپلو ځانو (غوره او) لومړي ګڼي او كه څه هم هغوى پخپله ډېر اړمن وي او څوك چې له کنجوسۍ او د خپل نفس له حرصه خوندي شو؛نو همدوى بريالي دي.]


    سرغړونه ترې  سخته رټل شوې ده  : (( وَمَن يَعْصِ اللّهَ وَرَسُولَهُ وَيَتَعَدَّ حُدُودَهُ يُدْخِلْهُ ناراً خَالِداً فِيهَا وَلَهُ عَذَابٌ مُهِينٌ ( نساء / ١٤) = او څوك چې د خداى او د هغه له پېغمبره سرغړونه کوي او د خداى له ټاكليو پولو تېرى وكړي، هغه به اور ته وغورځوي،چې تل به پكې وي،چې دا ورته رسواكوونكى عذاب دى . )) 

((وَمَن يَتَوَلَّ اللّهَ وَرَسُولَهُ وَالَّذِينَ آمَنُوا فَإِنَّ حِزْبَ اللّهِ هُمُ الْغَالِبُونَ (مائده /٥٦) = او څوك چې د خداى او دهغه د پېغمبراو مؤمنانو ولايت ومني (بريالي دي؛ځكه) د خداى ګوند بريالى دى . ))

((إِنَّ الَّذِينَ يُؤْذُونَ اللَّهَ وَرَسُولَهُ لَعَنَهُمُ اللَّهُ فِي الدُّنْيَا وَالْآخِرَةِ وَأَعَدَّ لَهُمْ عَذَاباً مُّهِيناً (احزاب / ٥٧) = (( په حقيقت كې هغوى چې خداى او استازى يې ځوروي (؛نو) خداى هغوى په دنيا او آخرت كې له خپل رحمته لرې كړي دي او ورته يې سپكوونكى عذاب چمتوكړى دى . ))

 د ((رب)) ټکى د پالونکي پر مانا دى،چې ډېر زيات په قرآن کې راغلى دى او هر ځل يو شي ته نسبت ورکړ شوى دى؛لکه : "رب الناس" ؛يعنې د خلکو پالونکى؛ "رب العالمين"؛يعنې نړۍ پال اوهمداراز "رب المشارق"؛خو د رب ټکى،چې د اسلام پېغمبر ته خطاب کوي ،چې زه ستا پالونکى يم، تر دوو سوو څخه زيات په قرآن کې راغلى دى او دا جوتوي،چې خداى پر خپل استازي  ځانګړى پام درلود.

کله شپږ ځل پرله پسې د اسلام پېغمبر ته خطاب شوى؛ لکه :

((إِنَّا فَتَحْنَا لَكَ فَتْحاً مُبِينا. لِيَغْفِرَ لَكَ اللَّهُ مَا تَقَدَّمَ مِن ذَنْبِكَ وَمَا تَأَخَّرَ وَيُتِمَّ نِعْمَتَهُ عَلَيْكَ وَيَهْدِيَكَ صِرَاطاً مُسْتَقِيماً ً (فتح/۱، ۲) = [ په حقيقت كې موږ ستا په چارو کې څرګنده پراخي رامنځ ته کړه؛چې خداى ستا له هغو تېرو او راتلونکيو ګناهونو تېر شي،چې په تا پورې يې تړل (او ستا حقانيت يې جوت كړى) او پر تا خپله پېرزوېنه بشپړه كړي او سمه لار دروښيي.]

په قرآن کې کله داسې ټکيو سره مخېږو،چې خداى پر خپل استازي ځانګړې لورنه درلوده؛لکه :

(ينصرک) (طه ،٩ )؛يعنې خداى به دې مل وي .

(( أَلَمْ نَشْرَحْ لَكَ صَدْرَكَ = ايا سينه درپراخه نه كړه ( انشراح/١)

خداى خپل استازي ته وايي : قبله مې واړوله،چې ته خوښ او راضي شې(او يهودان ونه وايي،چې زموږ د قبلې پر لور لمونځ کوې .( قِبْلَةً تَرْضَاهَا) .(بقره/٤٤)

 په راتلونکې کې به دومره څه درکړم،چې ته خوښ شې : ((وَلَسَوْفَ يُعْطِيكَ رَبُّكَ فَتَرْضَى (الضحى/٥) ‏= او هرومرو به ژر ستا پالونكى تا ته (دومره) دركړي،چې خوشحاله شې .)) 

(( إِنَّا أَعْطَيْنَاكَ الْكَوْثَرَ (کوثر/1) = کوثر مې درکړ.

((‏وَاللّهُ يَعْصِمُكَ مِنَ النَّاسِ (مائده/٦٧ ) = د خلکو له شره به دې وساتم .))

له حالاتو او جامو اغستو دې خبر يم : (( يَا أَيُّهَا الْمُزَّمِّل (مزمل/١) = اى ( د تفکر او چوپتيا) په جامه (ډوب) ځان نغښتونكيه ! ))

((يَا أَيُّهَا الْمُدَّثِّرُ (مدثر/١) = ځان نغښتونكيه! (او په بستر كې پروته)!

خبر يم ،چې د مخالفانو ناروا خبرو دې خلق تنګ کړى دى : (( وَلَقَدْ نَعْلَمُ أَنَّكَ يَضِيقُ صَدْرُكَ بِمَا يَقُولُونَ (حجر/٩٧) = او په يقين موږ پوهېږو، څه چې هغوى وايي،ستا سينه ورته تنګېږي (او تا خورا خپه كوي )

کوثر مې درکړ،غوڅه اراده دا ده،چې ستااهل بيت له هر ډول رجس او پليدۍ پاک کړم . ته مې نړيوالو ته رحمت ولېږلې .

((وَمَا أَرْسَلْنَاكَ إِلَّا رَحْمَةً لِلْعَالَمِينَ ( انبيا ء/ ١٠٧ ) = ((او ته مو يوازې نړيوالو ته رحمت لېږلى يې. )) 

خداى له خپل پېغمبره دفاع کوي او چې کله به مخالفانو په يو ډول پېغمبر کمزورى کړ؛نوخداى به ترې دفاع کوله،هغوى به ويل :

((يُعَلِّمُهُ بَشَرٌ )) (نحل /١٠٣)؛يعنې يوسړى پېغمبرته څه ورزده کوي؛خو خداى يې ځواب ورکوي  : 

((عَلَّمَهُ شَدِيدُ الْقُوَى (نجم/۶) = (( هغه ته پياوړى ځواکمن [=جبرئيل امين] ورښوولي دي . ))

کفارو به ويل : پېغمبر(ص) شاعر دى؛نوخداى وويل : ((وَمَا عَلَّمْنَاهُ الشِّعْر ( یس/۶۹) = [ او موږ هغه (= پېغمبر) ته شعر نه دى ښوولى]

آنحضرت(ص) ته يې مجنون وایه؛خوخداى ويل : ته د خداى د نعمت تر سيورې لاندې مجنون نه يې .

آنحضرت (ص) یې پر سحر او کوډګرو تورناوه؛نو خداى پرسخته دا تور ردواه او چېرته به،چې هر ډول تور پر پېغمبر اکرم ولګېد؛نو خداى به پر بشپړ پرېکندتوب رداوه .

پېغمبر اکرم د قرآن انځور و،چې دا خبره هم اهل تشيع اوهم اهل سنتو د پېغمبر اکرم له مېرمنې رانقل کړې ده .
((کان خلقه القرآن)) ( شرح ابن ابي الحدید ۶/ ۳۴۰، سنن النبي علامه طباطبايي/۵۶مخ) 

اوس به دا حقیقت له قرآنه، د پېغمبر اکرم د خبرو او اهل سنتو د روايتونو په رڼا کې راوڅپړو:

هم قرآن په قيامت کې شفيع دى ((نعم الشفيع القرآن لصاحبه يوم القيامه = نهج الفصاحه ٦٣٣ مخ ) اوهم پېغمبر اکرم وويل : زه لومړنى شفيع يم .( فضائل الخمسه١/٤) 

هم قرآن د نړيوالولپاره ګواښنګرى دى : ( لِلْعَالَمِينَ نَذِيراً)( فرقان/۱) اوهم د سبا د سورت په ٢٨م آيت کې راغلي : (( كَافَّةً لِّلنَّاسِ)) پېغمبر اکرم وويل : زه ټولو نړيوالو ته رالېږل شوى يم .( فضائل الخمسه ١/٤٥)

هم پېغمبر اکرم [لِلْعَالَمِينَ نَذِيرًا(فرقان/۱) ] نهج البلاغه/٢٦ خطبه).
 هم قرآن  د خلکوخيرغواړي ((هوالناصح) نهج البلاغه/١٧٦ خطبه )او هم پېغمبر اکرم  ((فبالغ مى النصحيه )) نهج البلاغه/٢٦ خطبه) هم قرآن پند دى (مَوْعِظَةٌ مِن رَبِّكُمْ) (يونس/٥٧)اوهم پېغمبر اکرم خلک  پند ته رابلي . ((والموعظه الحسنه ))( نهح البلاغه/١٠٩).
هم  قرآن  خلک  پرغوره  توګه  رابلي؛یعنې په قرآن کې کږنې او انګېرنې -خرافات او اوهام او ځانګړى وخت نشته‏:(يَهْدِي لِلَّتي هِيَ أَقْوَمُ) (اسرا‌ء  /٩) 
حضرت علي (ک) د پېغمبر اکرم په هکله وايي :
د پېغمبر اکرم پر لار روان شئ ،چې د هدايت تر ټولوغوره لار ده اوخپل  کړه وړه مو د پېغمبر اکرم پر کړنلاړ سم کرئ،چې تر ټولوغوره کړنلار ده . (نهجالبلاغه /١١٠ خطبه ).
قرآن ته کتل هم عبادت دي .(وسايل الشيعه ٤/٨٥٤ مخ) او پېغمبر اکرم هم وويل : ما ته کتل  عبادت دي ( فضائل ١/١٧)
هم قرآن هغه وسيله ده،چې خلک له تيارو رڼا ته راباسي :
(( كِتَابٌ أَنزَلْنَاهُ إِلَيْكَ لِتُخْرِجَ النَّاسَ مِنَ الظُّلُمَاتِ إِلَى النُّورِ (ابراهيم/۱)او هم د پېغمبر اکرم په هکله  لولو،چې ‏پرحقه معبوث شو،چې خلک د بوتانو له عبادته د خداى عبادت او د شيطان  له لاروۍ يې د خداى لاروۍ ته راوبلي . (نهج البلاغه ١٤٧خطبه ) .

هم قرآن د لاروۍ کتاب دی :

(( وَهذَا كِتَابٌ أَنْزَلْنَاهُ مُبَارَكٌ فَاتَّبِعُوهُ وَاتَّقُوا لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُونَ ( انعام /١٥٥) = ((او دا له بركته ډك كتاب دى،چې موږ پرتا نازل كړى دى؛ نو لاروي يې وكړئ او پرهېزګاري وكړئ،ښايي خداى درباندې ولورېږي .)) 

اوهم بايد د پېغمبر اکرم له احکامو لاروي وشي . ( وَمَا آتَاكُمُ الرَّسُولُ فَخُذُوهُ) (حشر/ ٧)

 هم قرآن د رحمت کتاب دى : (( وَنَزَّلْنَا عَلَيْكَ الْكِتَابَ تِبْيَاناً لِكُلِّ شَيْ‏ءٍ وَهُدىً وَرَحْمَةً وَبُشْرَى‏ لِلْمُسْلِمِينَ)) ( نحل/ ٨٩) اوهم پېغمبر اکرم هستۍ ته رحمت دى : (( وَمَا أَرْسَلْنَاكَ إِلَّا رَحْمَةً لِلْعَالَمِينَ (انبياء / ١٠٧)  = (( او ته مو يوازې نړيوالو ته رحمت لېږلى يې.)) 
 څومره،چې د قرآن تلاوت زيات وي؛نوغوره به وي او هم څومره،چې د پېغمبر اکرم درود زيات وي؛لکه امام حسن عسکرى چې وايي :( اکثروا....تلاوه والصلاه على النبى ) ( تحف العقول/٤٨٨ مخ ) هم قرآن رڼا ده : (إِلَيْكُمْ نُوراً مُبِيناً) (نساء/ ١٧٤) اوهم پېغمبر اکرم رڼا ده : (السلام عليک يا نورالله ) (موسوعة زيارات المعصومين۱/ ۴۲) هم قرآن بيان دى : (هذَا بَيَانٌ لِلنَّاسِ) (آل عمران/١٣٨) اوهم د پېغمبر اکرم کلام بيان دى.(کلامه بيان ) (نهج البلاغه/٩٦خطبه ) . 
 هم قرآن مبارک دى:

(كِتَابٌ أَنزَلْنَاهُ إِلَيْكَ مُبَارَكٌ) (ص/٢٩) اوهم آنحضرت (ص) مبارک دى (صحيفه سجاديه ،دو يمه دعا) .

 هم قرآن د خلاصون بېرغ دى اوهم پېغمبر اکرم (صحيفه سجاديه ،دويمه دعا ) .
 هم قرآن د کريم لقب لري : (لقرآن کريم ) اوهم د پېغمبر اکرم د کرامت سرچينه ده ( موسوعة زياره المعصومين ا/١٧) 

خپل اولاد هم بايد د قرآن پر کړنلار وروزو او هم د پېغمبر اکرم او د هغه د اهل بيتو پر کړنلار. (کنزالمعال ، ٤٥٤٩).

 هم قرآن بشپړ يقين دى ( وَإِنَّهُ لَحَقُّ الْيَقِينِ) (حاقه/٥١) او هم د خداى رسول دومره عبادت وکړ،چې ځان يې د يقين او باور درجې ته ورسو (موسوعة زياره المعصومين ۱/ ۹۵ ). 
 هم قرآن شفا ده (وَشِفَاءٌ لِمَا فِي الصُّدُورِ) (يونس/٥٧) 

او هم پېغمبر اکرم طبيب دى . ( نهج البلاغه/١٠٦خطبه ) .

 هم قرآن روښانوونکى ځانګړنه لري(وَقُرْآنٍ مُّبِينٍ) ( الحجر/ ١) 

او هم پېغمبر اکرم : (( وَقُلْ إِنِّي أَنَا النَّذِيرُ الْمُبِينُ ( الحجر/ ٨٩ ) = او ووايه : په واقع کې زه هماغه څرګند وېروونكى يم .))

 هم قرآن عزيز دى،( لَكِتَابٌ عَزِيزٌ) (فصلت/ ٤١) او هم پېغمبر اکرم د عزت وسيله ده : (اعزبه الزله) ( نهج البلاغه/ ٩٦خطبه ) 

هم قرآن خلک ودې ته رابلي( يَهْدِي إِلَى الرُّشْدِ)(جن/٢٢) او هم پېغمبر اکرم خلک ودې ته رابلي : (نهج البلاغه/١٩٥خطبه) قرآن د ټولو اسماني کتابونو د اصولو ساتونکى دى (وَمُهَيْمِناً عَلَيْهِ) (مائده /٤٨) او هم پېغمبر اکرم د ټولو تېرو انبيا وود اصولو ساتونکى دى (نهج البلاغه، ٦٣).

 هم قرآن امام دى (نهج الفصاحة/٩٧٩اح) اوهم پېغمبر اکرم . (بحارالانوار٩/٢٩٤) 
هم په هغه زړه کې،چې قرآن وي، پرې عذاب نه راځي (کنزالعمال/ ٢٤٠٠ح ) 

او هم په هغه امت کې ،چې پېغمبر اکرم وي،عذاب پرې نه راځي  : ((وَإِذَا تُتْلَى‏ عَلَيْهِمْ اياتُنَا قَالُوا قَدْ سَمِعْنَا لَوْ نَشَاءُ لَقُلْنَا مِثْلَ هذَاإِنْ هذَا إِلَّا أَسَاطِيرُ الْأَوَّلِينَ (انفال/٣٣) = [خو (پېغمبره!) څو ته يې په منځ كې يې (؛نو) خداى يې نه په عذابوي او (همداراز) تر هغه چې بښنه غواړي؛ خداى به يې عذابونکى نه وي . ]

نه په قرآن کې بېلاري ‏شته (وَلَمْ يَجْعَل لَّهُ عِوَجا) (کهف/ ١) او نه په پېغمبر اکرم کې بېلاري شته (إِنَّكَ لَمِنَ الْمُرْسَلِينَ.عَلَى‏ صِرَاطٍ مُّسْتَقِيمٍ) (یس/٤،۵ ) 

هم د قرآن خبره د اړپېچ- اختلاف پرمهال د کاڼي کرښه ده (إِنَّهُ لَقَوْلٌ فَصْلٌ) (طارق/١٣) او هم دپېغمبر اکرم کلام د کاڼي کرښه ده (نهج البلاغه /٢٧٩خطبه ) .

هو! د خداى رسول د قرآن انځور دی او داچې د خداى رسول د مباهلې پرمهال حضرت علي (ک) خپل ځان بللى و؛نوحضرت علي هم د قرآن انځور دی؛نوکه په روايتونو کې راغلي،چې بې د حضرت علي (ک) د ولايت له منلو لمونځ نه قبلېږي؛نوهسې خبره يې نه ده کړې؛ځکه د "خم غدیر" ‏په آيت کې خداى خپل استازي ته وويل،چې بې د ولايت له ابلاغه رسالت نه بشپړېږي .

((يَا أَيُّهَا الرَّسُولُ بَلِّغْ مَا أُنزِلَ إِلَيْكَ مِن رَّبِّكَ وَإِن لَّمْ تَفْعَلْ فَمَا بَلَّغْتَ رِسَالَتَهُ (مایده/۶۷) =پېغمبره! څه چې ستا د پالونكي له لوري پرتا نازل شوي، بشپړ(خلكو ته) ورسوه اوكه داسې دې ونه کړل؛ نو د هغه پيغام دې نه دى رسولى.))

هو! الهي رسالت بې له ولايته بشپړ نه دی . حضرت علي (ک) وايي : قرآن هغه سمندر دى،چې ژورو ته يې لاس رسى نشته .

نو پېغمبر اکرم هم پر ژوره نشو پېژنداى،چې دا خبره يې د اهل بيتوپه اړه هم صادقه ده؛نو که چا د پېغمبر اکرم او د اهل بيتو په اړه څه ليکلي؛نو په حقيقت کې يوازې خپل علم يې بيان کړى دى؛لکه هماغسې،چې څوک يو لوښى په سمندر کې ورغوپه کوي او څه اندازه اوبه را اخلي او وايي دا سمندر دى،حال داچې سمندر‏ کله هم په کوزه کې نه ځايږي .

له آنحضرت (ص) څخه بښنه غوښتل[سمول]

اوس چې پېغمبر اکرم د قرآن بشپړ انځور دى؛نو داچې سيرت یې ليکم، ترې بښنه غواړم؛ځکه د حضرت علي (ک) په څېر انسان بايد پېغمبر اکرم توصيف کړي،هغه پېغمبر،چې خداى يې ستاېنه کړې ده،هغه پېغمبر،چې خداى اسمانونو ته بوته او د پرښتوځاى يې د هغه پر ګامونه مبارک کړ،هغه پېغمبر،چې يوې اسماني سپرلۍ له "مسجدالحرام" څخه "مسجدالاقصى" ته په يوه شپه کې بوته .

((سُبْحَانَ الَّذِي أَسْرَى‏ بِعَبْدِهِ لَيْلاً مِنَ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ إِلَى‏ الْمَسْجِدِ الْأَقْصَى‏ (اسراء/١) =پاك دى هغه خداى،چې خپل بنده يې د شپې له مسجدالحرامه مسجد الاقصى ته بوت .))

هغه پېغمبر،چې د ظرافت ،عاطفې او دقت نړۍ ده او کله به دې د هغه عاطفي کارونه داسې هک پک کړي،چې ګوته پرخوله به ورته ودرېږې. یوه ورځ يې اودس کاوه،چې يوه تږې پيشو يې وليده،اودس يې پرېښود او د اودس اوبه يې پيشو ته کېښووې . هغه پېغمبر،چې له دښمن سره په چلن کې لکه د غره کلک او له دوست سره په چلن کې تر اوبوڅخه نرم دى ؛له خپل حقه،ان له دښمنه ډېر په اسانه تېرېږي؛خو د قانون په پلي کولو کې دومره پرېکنده دى،چې قسم خوري،چې که لور مې هم د اسلامي احکامو پرخلاف څه وکړل؛نو الهي حدود به پرې جاري کړم .
هغه مهال،چې د ډېرو لږو ليک لوست زده و؛ نو ویې  ويل :[طلب العلم فريضته على کل مسلم ومسلمه] (بحارلانوار٦٠٧/٦٨)،چې له څوارلس پيړيو تر تېرېدو وروسته د پوهې د زده کړې د اهميت په باب دومره څرګند شعار لا نه دى راغلى. په هغه وخت کې،که له يوه ټبره به چا يو تن وواژه ؛نوپه غچ کې به يې د وژنکي د ټبرڅوکسان وژل او بې رحمي ډېره زياته وه؛خوپېغمبراکرم حکم وکړ،چې که څوک د مکې په سفرکې وي او خپل څاروى مکې ته د ژر رسېدو لپاره وکړوي؛نو د هغه انسان لېینه - ګواهي اعتبار نه لري؛ځکه هغه چې خپل څاروى کړولى،په زړه کې خيرى لري او د داسې کس د لېینې - شاهدۍ منل ناروا دي .

هو ګرانه! دا احکام او مينه يې وه،چې هغه مړ ملت يې راژوندى کړ.

(( دَعَاكُمْ لِمَا يُحْيِيكُمْ (انفال /٢٤) = هغه تاسې داسې څيزونوته راوبللئ ، چې راژوندي یې کړئ .)) ((مَن يُطِعِ الرَّسُولَ فَقَدْ أَطَاعَ اللّهَ ( نساء/ ٨٠) =چاچې د رسول لاروي وکړه، په حقيقت کې يې زما لاروي کړې ده .))

((وَمَا يَنطِقُ عَنِ الْهَوَى (نجم /٣) = هغه هېڅ کله د ځاني غوښتنو له مخې څه نه وايي .)) 

((إِنَّكَ عَلَى‏ صِرَاطٍ مُسْتَقِيمٍ (زخرف/ ٤٣) هغه تل پرسمه دى . ))

څنګه به وکړاى شم د هغه چا سيرت وليکم ،چې خداى په ځانګړې توګه تاييد کړى دى .

((وَيَنْصُرَكَ اللَّهُ نَصْراً عَزِيز ا ( فتح /٣) ً= او خداى درسره په ناماتې بريا مرسته وكړي .)) په څو کرښو کې‏ څنګه ‏هغه پېغمبر معرفي کړم،چې خداى يې نوم او ښوونځي ته مقام ورکړى دى (وَرَفَعْنَا لَكَ ذِكْرَكَ) (الشراح /۴) .

ايا دا به شونې ‏و‏ي،چې د يو داسې انسان اخلاق په يوه وړوکې کتاب کې راټول کړو ،چې خداى یې په اړه ويلي ‏دي : (( وَإِنَّكَ لَعَلَى‏ خُلُقٍ عَظِيمٍ (قلم /٤ ) = او په رښتيا چې ته ستر خوىونه لرې.))

همدا قرآن،چې دنيا په "متاع قليل" يادوي، د پېغمبر اکرم اخلاقو ته ((عظيم )) وايي .

څنګه به وکړاى شو هغه پېغمبر وستايو،چې خداى ورته په دنيا کې کوثر او ډېر خېر ورکړى دى : ((إِنَّا أَعْطَيْنَاكَ الْكَوْثَرَ ( کوثر/١) = په حقيقت كې موږ تاته كوثر [= خير او ډېربركت ] دركړ.))
او په آخرت کې يې هم ورته د شفاعت لوړ مقام ورکړى دى . د هغه چا په هکله به څه ووایم ،چې زوکړې يې د فارس اورتون مړ کړ او بعثت يې د فساد لمبې مړې کړې .زوکړې يې د کسرى د ماڼۍ ستنې وخوځولې او بعثت يې د خلکو زړونه او مغزونه . 

د هغه چا په اړه به څه به وليکم ‏،چې قرآن ټولو نړيوالو ته رحمت ګڼلى دى :(( رَحْمَةً لِّلْعَالَمِينَ)).

دهغه چا په اړه به څه ‏ووايم،چې په ستروي‏ کې داسې ځاى ته ورسېد، چې يو خوا معراج ته ولاړ او د خداى مېلمه شو او بلخوا وايي : (( که په يو لرې ځاى کې يومريى راته بلنه راکړي؛نو پر سر سترګه به يې ومنم )).

ستروي ته یې همدومره بس،چې د اسماني سفر لپاره ورته اسماني سپرلۍ راوړل شوه او دومره تواضع لري،چې پر بې کتې خره سپرېږي .

باید ستروي ته یې‏ ووایم : جبرائيل پرې د خداى له لوري اسلام وايي او د تواضع په هکله به يې ووایم،چې د مکې پرماشومانوبه يې سلام اچاوه،د سجدې پرمهال به يې خپل تندى او زړه خداى ته سپاره او د کور ماشومانو به،چې د سجدې پرحال وليد؛ نو پرې سپرېدل او هغه هم سجده اوږدوله،چې ماشومان ترې ونه غورځېږي .

الله اکبر! څومره ستر دى دا انسان،چې په يوه شېبه کې به يې هم له خداى سره راز و نياز کاوه او هم به يې له ماشومانوسره مينه! د هغه د شخصيت ټول اړخونه نه کښل کېږي،نه يې ويلاى شو او نه يې انځورولاى شو.

 نړۍ بايد کوچني ته دا احترام وويني او له خپلو بې محتوا شعارونو څخه ،چې د انسان د حقوقوپه هکله يې ورکوي خجالت وباسي ..........
  ټوکې يې کولې؛خو کله به هم له بريده نه تېرېده ،د خپل زوى ابراهيم د مړينې پرمهال يې وژړل ؛خوکله يې هم د حق پرخلاف خبره و نه کړه . 
 په سهار کې به يې له خپل خداى سره راز و نياز کاوه او د ورځې به پر کار بوخت و. د خپلو يارانو اولادونو ته يې سیالي ايښووه او ګټوونکي ته يې انعام ټاکه؛خوڅنګه سیالي‏؟ هغه سیالي،چې اس چلونکى او غشى ايشتونکى يې له دينه د دفاع لپاره پر کار راشي،نه هغه سيالۍ، چې د ټولنې کوم درد درمل نه کړاى شي؛خو انعام يې څه و؟ د کجورې ونه،چې ټولو به يې له لرګي ،پاڼو، مېوې او سيوري ګټنه کوله (توليدي انعام نه مصرفي) . 

د سيرت پوهنې غوره لار[سمول]

=== سيرت جوړونکي حکمونه === 
 خداى به پر خپلو څرګندو او کله په پرله پسې حکمونو د پېغمبر اکرم کړلار او د ژوند سيرت ټاکه . څو بېلګو ته پام وکړئ . 

١_ همدا چې حکم يې ورته وکړ،چې ووايه : پالونکيه ! پوهه مې زياته کړې (وَقُل رَبِّ زِدْنِي عِلْماً) (طه /١١٤) لار ورښيي،چې کله هم ځان له زده کړې فارغ او خلاص شوى مه ګڼه .

٢_همداچې په سهار او ماښام کې ورته د خداى د ياد حکم ورکوي او ورته وايي،چې له غافلينو مه وسه : ((وَاذْكُر رَبَّكَ فِي نَفْسِكَ تَضَرُّعاً وَخِيفَةً وَدُونَ الْجَهْرِ مِنَ الْقَوْلِ بِالْغُدُوِّ والآصَالِ وَلاَ تَكُن مِنَ الْغَافِلِينَ (اعراف/٢٠٥) = ((او خپل پالونكى دې ګهيځ او ماښام په زړه كې په زاريو او وېرې، ورو او ارام ياد كړه او له ناخبرو مه وسه!)) دا د پېغمبر اکرم عبادي سيرت انځوروي ‏.

٣_ د سجدې ،تسبيح ،تهجد او تلاوت د حکم په ورکولو يې دهغه عبادي سيرت وټاکه .

 حضرت ام سلمه بي بي (د پېغمبر اکرم مېرمن) وویل : پېغمبر اکرم به په نيمه شپه کې ولاړ و،لاسونه به يې پورته ول او اوښکې يې تويولې او ویل يې : (( خدايه! راکړي نعمتونه دې راڅخه مه اخله. دښمن مې ښاد نه کړې او له هغو بلا ګانو،چې دې ساتلى يم ،بېرته مې پرې ککړ نه کړې او د سترګې د رپ هومره هم ما پرخپل حال مه پرېږده او حضرت يونس يوې شېبې ته پرخپل حال پرېښوول شو،چې د کب په ګېډه کې راګېرشو)) . (بحاررانوار ١٦/٢١٧) . 
 هو! د پېغمبر اکرم خوى د الهي احکامو له مخې و. يوې بېلګې ته مو پام را اړوم : همداچې د احد په جګړه کې مسلمانانو د پېغمبر اکرم خبره ونه منله او ماتې يې وخوړه او دوه اويا ياران يې شهيدان شول اوغاښ يې مات شو او د مکې د مشرکينو له راتلونکې پرېشانه و،چې داسې چلن يې وکړ؛نو و یې ویل : (( څنګه به داسې خلک نېکمرغه شي،چې د خداى له رسول سره داسې چلن کوي؟ )) (کشف الغمه ۱/ ۱۸۸)،چې آيت راغى ،چې د خلکو راتلونکى په تا پورې اړه نه لري : ((لَيْسَ لَكَ مِنَ الْأَمْرِ شَيْ‏ءٌ))؛يعنې ان که هغوى تر ټولو بد کارونه هم وکړل ؛نو ته مه نهيلېږه کېداى شي همدا مشرکان سبا مسلمانان شي . 
((لَيْسَ لَكَ مِنَ الْأَمْرِ شَيْ‏ءٌ أَوْ يَتُوبَ عَلَيْهِمْ أَوْ يُعَذِّبَهُمْ فَإِنَّهُمْ ظَالِمُونَ ( آل عمران/ ١٢٨) = ته ( د كافرانو د بښنې يا له جګړې د تښتېدليومؤمنانو په باب) هېڅ ډول اختيار نه لرې؛خو داچې (خداى) وغواړي و يې بښي يا سزا وركړي؛ځكه هغوى ظالمان دي . ))

نو د پېغمبر(ص) کړنلار د الهي حکمونو پر بنسټ ده . د پېغمبر اکرم خوى دا و؛پر څه چې پوهېده؛نو هغه يې ويل او پرڅه،چې نه پوهېده،نه يې ويل .

‏خداى ورته وايي : خلکوته ووايه : زما خبرې د وحې پر بنسټ دي او د هماغې وحې تابع دي اوهېڅ کله نه وايم ،چې د خداى خزانې راسره دي يا داچې له ټولو عيبونو خبر يم يا داچې زه پرښته يم .( آل عمران/۱۴۴) 

له خلکوسره د پېغمبر اکرم اړيکې داسې وې،چې خلکو به نېغ په نېغه پوښته، کله ‏د روح په هکله،[وَيَسْأَلُونَكَ عَنِ الرُّوحِ (اسراء/ ٨٥ ) ] کله د سپوږمۍ د غټېدو او نرۍ کېدو‏ په هکله [يَسْأَلُونَكَ عَنِ الأهِلَّةِ (بقره/۱۸۹) کله د د عمومي مالونو په اړه ‏[يَسْأَلُونَكَ عَنِ الْأَنْفَالِ (انفال /١ ) ] کله د قيامت د ورځې د وخت په هکله [يَسْئَلُونَكَ عَنِ السَّاعَةِ (اعراف /١٨٧)] او کله يې د ښځو د حيض په هکله [وَيَسْأَلُونَكَ عَنِ الْمَحِيضِ (بقره/٢٣٢ ) ] او ته هم ( ای پېغمبره!) هره پوښتنه داسې ځوابوه.

د پېغمبر اکرم خوى[سمول]

په انبياوو کې يوازې د اسلام پېغمبر دى،چې د ژوند د تاريخ جزئيات يې روښانه ثبت شوي دي،چې دا ‏مسلمانانو ته ‏ستر وياړ دى؛ځکه د نورو پېغمبرانو د ژوند په تاريخ کې يې تر مړينې وروسته ډېرې اړونې ‏راوړي؛نومناسبه به وي،چې دلته د پېغمبر اکرم خوى ته لنډه اشاره وکړو،چې له ژوند او اخلاقو سره به یې اشنايې ټولو ته ګټور وي. څه مو چې دلته راخستي،د بحارالانوار له شپارسم ټوک،سيره ابن هشام ؛ ((کحل البصر)) او د الميزان  تفسير له شپږم ټوکه راخستي دي .

په قرآن کې د پېغمبراکرم انځور[سمول]

د اسلام پېغمبرپه قرآن کې ډول ډول لقبونه اوځانګړنې لري ؛لکه : احمد

((وَإِذْ قَالَ عِيسَى ابْنُ مَرْيَمَ يَابَنِي إِسْرَائِيلَ إِنِّي رَسُولُ اللَّهِ إِلَيْكُم مُصَدِّقاً لِمَا بَيْنَ يَدَيَّ مِنَ التَّوْرَاةِ وَمُبَشِّرَاً بِرَسُولٍ يَأْتِي مِن بَعْدِي اسْمُهُ أَحْمَدُ فَلَمَّا جَاءَهُم بِالْبَيِّنَاتِ قَالُوا هذَا سِحْرٌ مُبِينٌ ( صف /٦ )  = او (درياد كړه) چې كله عيسى د مريمې زوى وويل : ((بني اسراييلو (= د يعقوب اولادې)! په واقع كې زه درته د خداى استازى يم [حال داچې] تورات چې تر ما مخكې راغلى، رښتينى يې ګڼم او د هغه استازي زېرى دركوم،چې تر ما وروسته راځي [او] نوم يې "احمد" دى))؛ نو  چې كله هغه [= احمد] ورته له معجزو او روښانه دلايلو سره راغى (؛نو) ويې ويل : (( دا خو ښكاره كوډې دي.)) 

اُمي[سمول]

((الَّذِينَ يَتَّبِعُونَ الرَّسُولَ النَّبِيَّ الْأُمِّيَّ الَّذِي يَجِدُونَهُ مَكْتُوباً عِندَهُمْ فِي التَّورَاةِ وَالْإِنْجِيلِ يَأْمُرُهُم بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَاهُمْ عَنِ الْمُنْكَرِ وَيُحِلُّ لَهُمُ الطَّيِّبَاتِ وَيُحَرِّمُ عَلَيْهِمُ الْخَبَائِثَ وَيَضَعُ عَنْهُمْ إِصْرَهُمْ وَالْأَغْلاَلَ الَّتِي كَانَتْ عَلَيْهِمْ فَالَّذِينَ آمَنُوا بِهِ وَعَزَّرُوهُ وَنَصَرُوهُ وَاتَّبَعُوا النُّورَ الَّذِي أُنْزِلَ مَعَهُ أُوْلئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ (اعراف/۱۵۷) = هغوى چې (د خداى د استازي ،" اُُمي " پېغمبر لاروي وكړي، چې د هغه ( نوم او ځانګړنې ) په خپل تورات او انجيل كې ليكلي مومي؛(هماغه پېغمبر چې) دوى ته د غوره چارو(پر ترسره كولو) امركوي او له ناوړه چارو يې منع كوي، دوى ته پاك څيزونه حلا لوي او ناپاكه ورته حراموي او د دوى ( له اوږو او غاړو) درانه پېټي او ځنځيرونه لرې كوي؛ نو هغوى چې پرې ايمان راوړي او درناوى او مرسته يې وكړي او په هغې رڼا پسې ولاړ شي، چې له ده سره نازله شوې ده (؛نو) همدوى بريالي دي .))

((وَمَا كُنتَ تَتْلُوا مِن قَبْلِهِ مِن كِتَابٍ وَلاَ تَخُطَّهُ بِيَمِينِكَ إِذاً لَارْتَابَ الْمُبْطِلُونَ (عنکبوت/۴۸) = او تا هېڅكله تردې له مخه، نه كوم كتاب لوسته او نه دې په خپل ښي لاس څه ليكل(حال دا چې که لوستل او ليکل دې کولاى شول؛نو) باطل فكري (د قرآن په اړه) شكمنېدل .))

))هُوَ الَّذِي بَعَثَ فِي الْأُمِّيِّينَ رَسُولاً مِنْهُمْ يَتْلُوا عَلَيْهِمْ اياتِهِ وَيُزَكِّيهِمْ وَيُعَلِّمُهُمُ الْكِتَابَ وَالْحِكْمَةَ وَإِن كَانُوا مِن قَبْلُ لَفِي ضَلاَلٍ مُبِينٍ = (الله) هغه دى،چې په نالوستو كې يې استازى پخپله د هغوى يو تن (د استازي په توګه) راپاڅاوه،چې د خداى آيتونه ورته ولولي او پاك يې كړي او كتاب (قرآن) او حكمت ور وښيي او که څه هم تردې له مخه په بېخي څرګنده بې لارۍ كې ول .)) ( جمعه/۲) == خاتم النبیین == ((مَا كَانَ مُحَمَّدٌ أَبَا أَحَدٍ مِن رِّجَالِكُمْ وَلكِن رَّسُولَ اللَّهِ وَخَاتَمَ النَّبِيِّينَ وَكَانَ اللَّهُ بِكُلِّ شَيْ‏ءٍ عَلِيماً (احزاب /٤٠ )= محمد(ص) ستاسې د هېڅ يوه سړي پلار نه دى؛خو د خداى استازى او د پېغمبرانو(د لړۍ)پاى ته رسوونکى دى او خداى پر هر څه ښه پوه دى .))

روف رحيم[سمول]

((لَقَدْ جَاءَكُمْ رَسُولٌ مِنْ أَنْفُسِكُمْ عَزِيزٌ عَلَيْهِ مَاعَنِتُّمْ حَرِيصٌ عَلَيْكُم بِالْمُؤْمِنِينَ رَؤُوفٌ رَحِيمٌ (توبه/١٢٨) =په رښتيا چې پخپله له همدا تاسې درته يو استازى راغلى،چې ځورونې مو پرې سختې پرېوځي (او) پر لارښوونې مو ټينګاركوي، پر مؤمنانو خواخوږى (او) زړه سواندى دى . )) == رحمة اللعالمين == ((وَمَا أَرْسَلْنَاكَ إِلَّا رَحْمَةً لِلْعَالَمِينَ (انبياء / ١٠٧ ) = او ته مو يوازې نړيوالو ته رحمت لېږلى يې .))

سراج منير[سمول]

((يَاأَيُّهَا النَّبِيُّ إِنَّا أَرْسَلْنَاكَ شَاهِداً وَمُبَشِّراً وَنَذِيراً. وَدَاعِياً إِلَى اللَّهِ بِإِذْنِهِ وَسِرَاجاً مُّنِيراً ( احزاب/ ۴۵ ،۴۶)=پېغمبره!په حقيقت كې موږ ته شاهد او زېرى وركوونكى او وېرونكى لېږلى يې؛ او(ته) مو د هغه په حكم د خداى لوري ته بلونكى او روښانه څراغ لېږلى يې .))

عبدالله[سمول]

((وَأَنَّهُ لَمَّا قَامَ عَبْدُ اللَّهِ يَدْعُوهُ كَادُوا يَكُونُونَ عَلَيْهِ لِبَداً ( جن /١٩ ) = او دا چې د خداى بنده [=محمد عبادت ته] راپورته شو، چې و يې بلي (؛نو) څه نه وو پاتې،چې يوه ډله پرې راولوېږي .))

محمد[سمول]

((وَمَا مُحمَّدٌ إِلَّا رَسُولٌ قَدْ خَلَتْ مِن قَبْلِهِ الرُّسُلُ أَفَإِنْ مَاتَ أَوْ قُتِلَ انْقَلَبْتُمْ عَلَى‏ أَعْقَابِكُمْ وَمَن يَنْقَلِبْ عَلَى‏ عَقِبَيْهِ فَلَن يَضُرَّ اللّهَ شَيْئاً وَسَيَجْزِي اللّهُ الشَّاكِرِينَ ( آل عمران/۱۴۴) = محمد(ص) يوازې د خداى پېغمبر دى او ترې مخكې نور پېغمبران هم تېر شوي ول؛نو كه ومري يا ووژل شي،تاسې پرشا ګرځئ ؟ ( او اسلام پرېږدئ،جاهليت او كفر ته بېرته ورستنېږئ ؟!) او څوك چې پر شا واوړي؛نوهېڅكله به خداى ته زيان و نه رسوي او خداى به ډېر ژر شكر ايستونكيو ( او د زغم خاوندانو ) ته بدله وركړي .))

(( مُحَمَّدٌ رَّسُولُ اللَّهِ وَالَّذِينَ مَعَهُ أَشِدَّاءُ عَلَى الْكُفَّارِ رُحَمَاءُ بَيْنَهُمْ تَرَاهُمْ رُكَّعاً سُجَّداً يَبْتَغُونَ فَضْلاً مِنَ اللَّهِ وَرِضْوَاناً سِيَماهُمْ فِي وُجُوهِهِم مِنْ أَثَرِ السُّجُودِ ذلِكَ مَثَلُهُمْ فِي التَّوْرَاةِ وَمَثَلُهُمْ فِي الْإِنجِيلِ كَزَرْعٍ أَخْرَجَ شَطْأَهُ فَآزَرَهُ فَاسْتَغْلَظَ فَاسْتَوَى‏ عَلَى‏ سُوقِهِ يُعْجِبُ الزُّرَّاعَ لِيَغِيظَ بِهِمُ الْكُفَّارَ وَعَدَ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ مِنْهُم مَغْفِرَةً وَأَجْراً عَظِيماً ( فتح/۲۹) = محمد(ص) د خداى استازى دى او هغه كسان،چې ورسره دي،پر كافرانو ډېر سخت (او) پخپلو كې خوا خوږي او ډېر مهربان دي، ته به يې تل ركوع او سجده کوونکي وينې (او په دې عبادت) د خداى فضل او خوښي غواړي . پر وچوليو يې د سجدو نښې ښكاره دي . هغوى په تورات او انجيل کې په همدې ځانګړنو ياد شوي دي، دوى هغه كښت ته ورته دي،چې لومړى (تنکي او کمزوري) تېغونه راباسي،بيا خپله ملا ټينګه كړي،بيا كلك شي،بيا (د ښې ودې له امله) پر خپلو ډډونو درېږي،چې بزګران ورته حيرانېږي . (همدغسې د محمد(ص) ياران له کمزورۍ ځواک ته رسي) چې كافران پر بيا وړتيا يې له غوسې وسوځي! هغوى چې ايمان راوړى او ښه (كارونه) يې كړي دي (؛نو) خداى ورته د بښنې او لوى اجر وعده وركړې ده.))

((وَالَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ وَآمَنُوا بِمَا نُزِّلَ عَلَى‏ مُحَمَّدٍ وَهُوَ الْحَقُّ مِن رَبِّهِمْ كَفَّرَ عَنْهُمْ سَيِّئَاتِهِمْ وَأَصْلَحَ بَالَهُمْ (محمد/۲) = او هغوى چې ايمان يې راوړى دى او ښه (كارونه) يې كړي دي او پر هغه حق يې ايمان راوړى،چې د پالونكي له لوري يې پر محمد نازل شوى دى،خداى يې ګناهونه رژولي او د هغوى حال يې ښه كړى دى .)) ((مَا كَانَ مُحَمَّدٌ أَبَا أَحَدٍ مِن رِّجَالِكُمْ وَلكِن رَّسُولَ اللَّهِ وَخَاتَمَ النَّبِيِّينَ وَكَانَ اللَّهُ بِكُلِّ شَيْ‏ءٍ عَلِيماً (احزاب/۴۰) = محمد(ص) ستاسې د هېڅ يوه سړي پلار نه دى؛خو د خداى استازى او د پېغمبرانو(د لړۍ)پاى ته رسوونکى دى او خداى پر هر څه ښه پوه دى .))  

د پېغمبر اکرم د کمالونوسرليک[سمول]

١- د سترخوى خاوند :[سمول]

((وَإِنَّكَ لَعَلَى‏ خُلُقٍ عَظِيمٍ ( قلم/٤ ) = او په رښتيا چې ته ستر خوىونه لرې .

٢ – د نرم خوى خاوند :[سمول]

((فَبِمَا رَحْمَةٍ مِنَ اللّهِ لِنتَ لَهُمْ وَلَوْ كُنتَ فَظّاً غَلِيظَ الْقَلْبِ لَانفَضُّوا مِنْ حَوْلِكَ فَاعْفُ عَنْهُمْ وَاسْتَغْفِرْ لَهُمْ وَشَاوِرْهُمْ فِي الْأَمْرِ فَإِذَا عَزَمْتَ فَتَوَكَّلْ عَلَى‏ اللّهِ إِنَّ اللّهَ يُحِبُّ الْمُتَوَكِّلِينَ (آل عمران /١٥٩) = خلكوته دالهي رحمت (په بركت)؛ نرم (او مهربان) شوى يې او كه توند خوىه او سخت زړى وې؛نو خلك درځنې خپرېدل؛نو له هغوى تېر شه او بښنه ورته وغواړه او په چارو كې ور سره مشوره وكړه؛ خو چې کله دې هوډ وکړ (؛نو پرېکنده وسه او) پر خداى توكل وكړه؛ځكه چې توكل كوونكي د خداى خو ښېږي .))

٣ – په تورات کې يې نوم او نښې ثبت شوي دي :[سمول]

((الَّذِينَ يَتَّبِعُونَ الرَّسُولَ النَّبِيَّ الْأُمِّيَّ الَّذِي يَجِدُونَهُ مَكْتُوباً عِندَهُمْ فِي التَّورَاةِ وَالْإِنْجِيلِ يَأْمُرُهُم بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَاهُمْ عَنِ الْمُنْكَرِ وَيُحِلُّ لَهُمُ الطَّيِّبَاتِ وَيُحَرِّمُ عَلَيْهِمُ الْخَبَائِثَ وَيَضَعُ عَنْهُمْ إِصْرَهُمْ وَالْأَغْلاَلَ الَّتِي كَانَتْ عَلَيْهِمْ فَالَّذِينَ آمَنُوا بِهِ وَعَزَّرُوهُ وَنَصَرُوهُ وَاتَّبَعُوا النُّورَ الَّذِي أُنْزِلَ مَعَهُ أُوْلئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ (اعراف /١٥٧ ) = هغوى چې (د خداى د استازي ،" اُمي " پېغمبر لاروي وكړي، چې د هغه ( نوم او ځانګړنې ) په خپل تورات او انجيل كې ليكلي مومي؛(هماغه پېغمبر چې) دوى ته د غوره چارو(پر ترسره كولو) امركوي او له ناوړه چارو يې منع كوي، دوى ته پاك څيزونه حلا لوي او ناپاكه ورته حراموي او د دوى ( له اوږو او غاړو) درانه پېټي او ځنځيرونه لرې كوي؛ نو هغوى چې پرې ايمان راوړي او درناوى او مرسته يې وكړي او په هغې رڼا پسې ولاړ شي، چې له ده سره نازله شوې ده (؛نو) همدوى بريالي دي .))

٤ – پرټولو اديانود بري ژمنه ‏ورکړل شوې ده :[سمول]

((هُوَ الَّذِي أَرْسَلَ رَسُولَهُ بِالْهُدَى‏ وَدِينِ الْحَقِّ لِيُظْهِرَهُ عَلَى الدِّينِ كُلِّهِ وَلَوْ كَرِهَ الْمُشْرِكُونَ ( توبه/۳۳) = او (الله) هغه دى،چې خپل پېغمبر يې له لارښوونې اوحق دين سره ولېږه،چې پرټولو اديانو يې برلاسى كړي،كه څه هم مشركان ناخوښه وي . )) ((هُوَ الَّذِي أَرْسَلَ رَسُولَهُ بِالْهُدَى‏ وَدِينِ الْحَقِّ لِيُظْهِرَهُ عَلَى‏ الدِّينِ كُلِّهِ وَكَفَى‏ بِاللَّهِ شَهِيداً ( فتح/۲۸)= (الله) هغه دى،چې خپل استازى يې له سمې لارښوونې او حق دين سره لېږلى دى،چې پر ټولو اديانو يې بريالى كړي او( د پېغمبر پر حقانيت) د خداى شاهدي بس ده. ((هُوَ الَّذِي أَرْسَلَ رَسُولَهُ بِالْهُدَى‏ وَدِينِ الْحَقِّ لِيُظْهِرَهُ عَلَى الدِّينِ كُلِّهِ وَلَوْ كَرِهَ الْمُشْرِكُونَ (صف/۹) = (الله) هغه دى،چې خپل استازى يې له سمې لارښوونې او حق دين سره راولېږه،چې هغه پر ټولو اديانو بريالى كړي كه څه هم مشركان پرې خوښ نه وي .))

٥ – د ټول بشريت لپاره راغلى دى :[سمول]

((وَمَا أَرْسَلْنَاكَ إِلَّا كَافَّةً لِّلنَّاسِ بَشِيراً وَنَذِيراً وَلكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لاَ يَعْلَمُونَ(سبا/٢٨ ) =او موږ ته ټولوخلكو ته (د الهي مكافاتو) زېرى وركونکى او (له عذابه يې) وېرونکى لېږلى؛خو ډېرى خلك نه پوهېږي .))

٦ – د پيريانولپاره راغلى :[سمول]

((قُلْ أُوحِيَ إِلَيَّ أَنَّهُ اسْتَمَعَ نَفَرٌ مِنَ الْجِنِّ فَقَالُوا إِنَّا سَمِعْنَا قُرْآناً عَجباً=(جن /١ )= ووايه : راته وحې شوې،چې څو تنو پېريانو (زما خبرې ) واورېدې؛نو ويې ويل : (( په رښتيا موږ هېښنده لوستونى(قرآن) واورېد. ))

٧ – پر مؤمنانو تر هغوى وړومبى دى :[سمول]

((النَّبِيُّ أَوْلَى‏ بِالْمُؤْمِنِينَ مِنْ أَنفُسِهِمْ وَأَزْوَاجُهُ أُمَّهَاتُهُمْ وَأُولُوا الْأَرْحَامِ بَعْضُهُمْ أَوْلَى‏ بِبَعْضٍ فِي كِتَابِ اللَّهِ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ وَالْمُهَاجِرِينَ إِلَّا أَن تَفْعَلُوا إِلَى‏ أَوْلِيَائِكُم مَّعْرُوفاً كَانَ ذلِكَ فِي الْكِتَابِ مَسْطُوراً (احزاب ،٦ )= پېغمبر مؤمنانو ته د هغوى تر خپلو ځانو ډېر وړ (او نژدې) دى او مېرمنې يې د هغوى [= مؤمنانو] مېندې دي او د خداى په كتاب كې (په ميراث كې) تر عامو مؤمنانو او مهاجرينو (خو)ځينې خپلوان يو تر بله لومړيتوب لري؛خو داچې )وغواړئ(له خپلو دوستانوسره ښېګڼه وكړئ (او د خپلومالونو يوه برخه وركړئ)؛دا (حكم) په (الهي) كتاب كې ليكل شوى دى )).

٨_ پرخپل امت او ټولو انبياوو لووى-شاهد دى :[سمول]

((فَكَيْفَ إِذَا جِئْنَا مِن كُلِّ أُمَّةٍ بِشَهِيدٍ وَجِئْنَا بِكَ عَلَى‏ هؤُلاَءِ شَهِيداً (نساء ٤١)= څنګه به وي پر هغه ورځ ،چې موږ له هرامته (پركړنو يې ) يو شاهد راولو او تا به هم پرې شاهد كړو؟ ))

٩_ د ډول ډول دباوونو پر وړاندې غوره تسل دى :[سمول]

((وَلاَ يَحْزُنْكَ الَّذِينَ يُسَارِعُونَ فِي الْكُفْرِ إِنَّهُمْ لَن يَضُرُّوا اللّهَ شَيْئاً يُرِيدُ اللّهُ أَلاَّ يَجْعَلَ لَهُمْ حَظّاً فِي الآخِرَةِ وَلَهُمْ عَذَابٌ عَظِيمٌ (آل عمران/۱۷۶) = او تا دې هغوى خپه نه کړي،چې په کفر کې زيار کاږي،بېشکه چې هغوى خداى ته هېڅ زيان نشي رسولاى (پردې سربېره) خداى غواړي (چې هغوى پر خپل حال پاتې شي او) په آخرت کې ورته هېڅ برخه ونه ټاکي او ( په پاى کې) ورته ستر عذاب دى .))

((يَا أَيُّهَا الرَّسُولُ لاَ يَحْزُنكَ الَّذِينَ يُسَارِعُونَ فِي الْكُفْرِ مِنَ الَّذِينَ قَالُوا آمَنَّا بِأَفْوَاهِهِمْ وَلَمْ تُؤْمِنْ قُلُوبُهُمْ وَمِنَ الَّذِينَ هَادُوا سَمّاعُونَ لِلْكَذِبِ سَمّاعُونَ لِقَوْمٍ آخَرِينَ لَمْ يَأْتُوكَ يُحَرِّفُونَ الْكَلِمَ مِنْ بَعْدِ مَواضِعِهِ يَقُولُونَ إِنْ أُوتِيتُمْ هذَا فَخُذُوهُ وَإِن لَمْ تُؤْتَوْهُ فَاحْذَرُوا وَمَن يُرِدِ اللّهُ فِتْنَتَهُ فَلَن تَمْلِكَ لَهُ مِنَ اللّهِ شَيْئاً أُولئِكَ الَّذِينَ لَمْ يُرِدِ اللّهُ أَن يُطَهِّرَ قُلُوبَهُمْ لَهُمْ فِي الدُّنْيَا خِزْيٌ وَلَهُمْ فِي الْآخِرَةِ عَذَابٌ عَظِيمٌ ( مایده/۴۲) = (دخداى) استازيه! هغوى دې تا اندېښمن نه کړي، چې د كفر په لار كې په بيړه هلې ځلې كوي او په خوله وايي :(( ايمان مو راوړى))؛ خو زړونو يې ايمان نه دى راوړى ! او(همداراز) هغه ډله يهود،چې ستا خبرو ته ښه غوږ ږدي،چې ستا د دروغجنولو لپاره پلمه پېدا كړي،دوى د نورو ځري دي ،چې تا ته پخپله نه دي راغلي، هغوى خبرې له اصلي مفهومه اړوي او(يو بل ته) وايي:((كه تاسې ته دا( چې موږ يې غواړو) دركړ شو (او محمد ستاسې د غوښتنو له مخې قضاوت وكړ؛) نو و يې منئ او كه نه، (ترې) لرې شئ )) ؟ (خو) خداى چې چا ته ( د هغه په پرله پسې ګناهونو) سزا وركوي؛ نو ته يې د ژغورلو لپاره څه نشې كړاى، دا هغه كسان دي،چې خداى نه دي غوښتي، چې زړونه يې پاك شي، دوى ته په دنيا كې رسوايي او په آخرت كې سترعذاب په برخه دى .))

((يَا أَيُّهَا الرَّسُولُ بَلِّغْ مَا أُنْزِلَ إِلَيْكَ مِن رَبِّكَ وَإِن لَمْ تَفْعَلْ فَمَا بَلَّغْتَ رِسَالَتَهُ وَاللّهُ يَعْصِمُكَ مِنَ النَّاسِ إِنَّ اللّهَ لاَ يَهْدِي الْقَوْمَ الْكَافِرِينَ ( مایده/۶۷) = پېغمبره! څه چې ستا د پالونكي له لوري پرتا نازل شوي، بشپړ(خلكو ته) ورسوه اوكه داسې دې ونه کړل؛نو د هغه پيغام دې نه دى رسولى،خداى تا د خلكو (له احتمالي زيانونو) ژغوري . هو ! خداى (ځېلي) كافرانو ته سمه لار نه ښيي .))

((قَدْ نَعْلَمُ إِنَّهُ لَيَحْزُنُكَ الَّذِي يَقُولُونَ فَإِنَّهُمْ لاَيُكَذِّبُونَكَ وَلكِنَّ الظَّالِمِينَ بِاياتِ اللّهِ يَجْحَدُونَ = ( انعام/۳۳) موږ پوهېږو،چې د هغوى خبرې دې ځوروي؛ خو( مه خپه كېږه او پوه شه چې) هغوى تا نه دروغجنوي؛بلكې ( دا) ظالمان د خداى له آيتونو منكرېږي . ))

((وَإِذْ يَمْكُرُ بِكَ الَّذِينَ كَفَرُوا لِيُثْبِتُوكَ أَوْ يَقْتُلُوكَ أَوْ يُخْرِجُوكَ وَيَمْكُرُونَ وَيَمْكُرُ اللّهُ وَاللّهُ خَيْرُ الْمَاكِرِينَ( انفال/۳۰) = او(درياد كړه) چې کله كافرانو ستا په باب دسيسې جوړولې،چې بندي دې كړي يا دې ووژني او يا دې (له مكې) وشړي ،هغوى لارې چارې سنجولې (او نقشي يې جوړولې) او خداى هم (خپل) تدبير كاوه او خداى تر ټولو غوره تدبيروونكى دى . ))

١٠_ د ملنډو وهوونکيو پر وړاندې یې الهي ژغورنه :[سمول]

((إِنَّا كَفَيْنَاكَ الْمُسْتَهْزِئِينَ(حجر/٩٥)=(ځکه) چې موږ به تا د ملنډو وهونكيو له شره وژغورو . ))

١١_ پرخپل دين یې بشپړ يقين دى،چې پوټى يې هم هغه خوا او دې خوا ته فکرنه تله  :[سمول]

(( وَلَوْلاَ أَن ثَبَّتْنَاكَ لَقَدْ كِدتَّ تَرْكَنُ إِلَيْهِمْ شَيْئاً قَلِيلاً (اسراء ،٧٤)= اوكه ته موږ (پرحق باندې) ټينګ كړى نه واى (او دعصمت د مقام په رڼا كې له بې لارۍ خوندي شوى نه وې؛نو) نژدې وه لږ څه به د هغولوري ته ورمات شوى وې .))

=[سمول]

١٢_ قرآن ورته ځکه په تدريجي ډول راغى،چې زړه يې پر آيتونو تثبيت شي : ===

((وَقَالَ الَّذِينَ كَفَرُوا لَوْلاَ نُزِّلَ عَلَيْهِ الْقُرْآنُ جُمْلَةً وَاحِدَةً كَذلِكَ لِنُثَبِّتَ بِهِ فُؤَادَكَ وَرَتَّلْنَاهُ تَرْتِيلاً (فرقان /٣٢) = او كافران وايي : ((ولې پرې قرآن ټول په يو ځل نه دى نازل شوى؟! ))(هو!) داسې(ځکه شوي) چې زړه دې پرې ښه کلک کړو او (د همدې موخې لپاره) هغه مو په ځانګړي اوډون د بېلابېلو برخو په بڼه په کراره ورته لوستى دى .

١٣_سترګو نشو وهلاى :[سمول]

((وَإِن يَكَادُ الَّذِينَ كَفَرُوا لَيُزْلِقُونَكَ بِأَبْصَارِهِمْ لَمَّا سَمِعُوا الذِّكْرَ وَيَقُولُونَ إِنَّهُ لَمَجْنُونٌ ( قلم / ٥٢) = ( پېغمبره!) دا کافران چې ستا په غږ قرآن اوري (د مانا،غږ او لحن د ډېر اغېز له امله) لرې نه ده، چې په سترګو دې ووهي؛خو د الهى کلام تر اورېدو وروسته د کينې له مخې وايي : (( هغه خو په رښتيا لېونى دى.)).

=[سمول]

١٤_ د شفاعت دومره ژمنه ورسره‏ شوې ،چې خوښ ‏شي : ===

((وَلَسَوْفَ يُعْطِيكَ رَبُّكَ فَتَرْضَى(ضحی/۵) = او هرومرو به ژر ستا پالونكى تا ته (دومره) دركړي،چې خوشحاله شې .))  

١٥_ په يتيمۍ کې ماوا ورکړه شوه،په حيرانتيا کې ورته لار وښوول شوه او بېوزلي يې پر غنا واوخوته :[سمول]

((مَا وَدَّعَكَ رَبُّكَ وَمَا قَلَى. وَلَلْآخِرَةُ خَيْرٌ لَّكَ مِنَ الْأُولَى. وَلَسَوْفَ يُعْطِيكَ رَبُّكَ فَتَرْضَى. أَلَمْ يَجِدْكَ يَتِيمًا فَآوَى.وَوَجَدَكَ ضَالًّا فَهَدَى. وَوَجَدَكَ عَائِلًا فَأَغْنَى (ضحی/ ۳- ۸) = [چې] خپل پالونكي نه يې پرېښى او نه درباندې پر غوسه شوى دى او هرومرو تا ته اخرت تر دنيا غوره دى او هرومرو به ژر ستا پالونكى تا ته (دومره) دركړي، چې خوشحاله شې ،ايا ته يې يتيم نه وې موندلى؛ نو (چې بيا) يې (ځاى او) پناه درکړه؟!او ته يې ورک شوى موندلى وې؛ نو (بيا) يې لار دروښووه او ته يې تنګلاسى موندلى وې؛ نو شتمن يې كړې .))

١٦_ د يوې شېبې لپاره هم خداى ځان ته پرې نښود:[سمول]

((مَا وَدَّعَكَ رَبُّكَ وَمَا قَلَى. وَلَلْآخِرَةُ خَيْرٌ لَّكَ مِنَ الْأُولَى. وَلَسَوْفَ يُعْطِيكَ رَبُّكَ فَتَرْضَى. أَلَمْ يَجِدْكَ يَتِيمًا فَآوَى. وَوَجَدَكَ ضَالًّا فَهَدَى. وَوَجَدَكَ عَائِلًا فَأَغْنَى(ضحی/ ۳- ۸) = [چې] خپل پالونكي نه پرېښى يې او نه درباندې پر غوسه شوى دى او هرومرو تا ته اخرت تر دنيا غوره دى. او هرومرو به ژر ستا پالونكى تا ته (دومره) دركړي، چې خوشحاله شې ،ايا ته يې يتيم نه وې موندلى؛ نو (چې بيا) يې (ځاى او) پناه درکړه؟!او ته يې ورک شوى موندلى وې؛ نو (بيا) يې درته لار وښووه. او ته يې تنګلاسى موندلى وې؛ نو شتمن يې كړې.))

١٧_ خداى ورته پراخه سينه ورکړه،ستونزې يې ورهوارې کړې او نوم يې مشهور شو :[سمول]

((أَلَمْ نَشْرَحْ لَكَ صَدْرَكَ( الشرح/۱) = ايا سينه مو درپراخه نه كړه؟)) ((وَوَضَعْنَا عَنكَ وَزْرَكَ (الشرح/۲) = او موږ ستا دروند پېټى له تا واخست ؟!)) ((الَّذِي أَنقَضَ ظَهْرَكَ (الشرح/۳) =(هماغه پېټى)چې ستا ملا يې درنه كړې وه. )) ((وَرَفَعْنَا لَكَ ذِكْرَكَ (الشرح/۴) = او موږ ستا لپاره ستا د يادېدو (اوازه) لوړه کړه. )) ((فَإِنَّ مَعَ الْعُسْرِ يُسْراً (الشرح/۵) = نو په حقيقت كې له (هرې) سختۍ سره اسانتيا شته .)) ((إِنَّ مَعَ الْعُسْرِ يُسْراً (الشرح/۶) = په واقع كې له(هرې)سختۍ سره اسانتيا شته .))

١٨- خداى کوثر ورکړ او دښمن يې ورته شنډ کړ:[سمول]

((إِنَّا أَعْطَيْنَاكَ الْكَوْثَرَ (کوثر/١) = په حقيقت كې موږ تاته كوثر [= خير او ډېربركت ] دركړ.)) ((فَصَلِّ لِرَبِّكَ وَانْحَرْ (کوثر/۲) = نوخپل پالونكي ته دې لمونځ وكړه او قرباني وكړه. )) ((إِنَّ شَانِئَكَ هُوَ الْأَبْتَرُ (کوثر/۳) = [ځكه] چې يوازې ستا كينه كښ (دښمن ) بې سټې دى !))

١٩- پرڅه چې نه پوهېده ؛نو خداى ورښوول :[سمول]

((وَلَوْلاَ فَضْلُ اللّهِ عَلَيْكَ وَرَحْمَتُهُ لَهَمَّتْ طَائِفَةٌ مِنْهُمْ أَن يُضِلُّوكَ وَمَا يُضِلُّونَ إِلَّا أَنْفُسَهُمْ وَمَا يَضُرُّونَكَ مِن شَيْ‏ءٍ وَأَنْزَلَ اللّهُ عَلَيْكَ الْكِتَابَ وَالْحِكْمَةَ وَعَلَّمَكَ مَا لَمْ تَكُن تَعْلَمُ وَكَانَ فَضْلُ اللّهِ عَلَيْكَ عَظِيماً (نساء/ ١١٣) = (( او كه پر تا د خداى فضل او رحمت نه واى؛ نو د هغوى (خاينانويا منافقانو) يوې ډلې هوډ درلود؛چې بې لارې دې كړي؛ خو هغوى يوازې خپل ځانونه بې لارې كوي او تا ته هېڅ ډول زيان نشي رسولاى او خداى پر تا كتاب او حكمت نازل كړ او په څه چې نه پوهېدې،در و يې ښوول او(تل) درباندې د خداى لوى احسان دى.))

٢٠- پرحقه کتاب يې ورکړ:[سمول]

چې هرڅه پکې بيان شوي دي،د مسلمانانو لپاره زېرى او لارښوونه ده او د حق او باطل د پېژندو وسيله ده،چې دا کتاب يې يوځل ورته د قدر په شپه راولېږه او يوځل يې هم په ٢٣ کالوکې په تدريجي ډول .

٢١_ پرسمه دى،د حنيف ابراهيم لاروى دى اوڅه چې وايي ، وحې ده :[سمول]

په واقع کې د اسلام د پېغمبر اکرم ماموريت يې سيرت دى،په راتلونکې کې به ورته اشاره وکړو.

٢٢_ دنده يې درلوده :[سمول]

 د جاهلانو،کافرانو،مادي تعلقاتو،څو مخومنافقو،د خداى پر ځاى د بل عبادت،له منحرفو ډلو سره له جوړجاړي او د بېوزليو مسلمانانو له پرېښوونې ځان وژغوري او له جاهلانو، کفارو، مشرکانواو منافقانو مخ واړوي . 

٢٣_ دنده يې درلوده،چې خلک له ظلم ،تيارې اوتفرقې رڼا ته راوباسي.[سمول]

((الر كِتَابٌ أَنزَلْنَاهُ إِلَيْكَ لِتُخْرِجَ النَّاسَ مِنَ الظُّلُمَاتِ إِلَى النُّورِ بِإِذْنِ رَبِّهِمْ إِلَى‏ صِرَاطِ الْعَزِيزِ الْحَمِيدِ ( ابراهيم/١) = الف، لام، را (دا) يوكتاب دى، چې موږ پرتا نازل كړى دى، چې خلك دهغوى د پالونكي په اجازه (د شر، ظلم او ناپوهۍ) له تيارو راوباسې او(د ايمان، عدل او پوهې) رڼا ته يې راولې، د هغه خداى لارې ته چې ناماتى ستايل شوى دى .)) دنده يې درلوده ،چې د مالياتو د اخستوله لارې د خلکو ژوند تامين کړي .

((خُذْ مِنْ أَمْوَالِهِمْ صَدَقَةً تُطَهِّرُهُمْ وَتُزَكِّيهِم بِهَا وَصَلِّ عَلَيْهِمْ إِنَّ صَلاتَكَ سَكَنٌ لَهُمْ وَاللّهُ سَمِيعٌ عَلِيمٌ = ( توبه /١٠٣) د هغوى له مالونو (د زكات په نامه) صدقه واخله،چې په هغه يې پاك او سوتره كړې او (د زكات اخستو پر وخت) ورته دعا وكړه؛ځكه دعا دې ورته ډاډېنه ده او خداى اورېدونكى (او) پوه دى . )) دنده يې درلوده ،چې سوچه او نږه عبادت وکړي :

((قُلِ اللَّهَ أَعْبُدُ مُخْلِصاً لَهُ دِينِي .(زمر/١٤) = ووايه :((چې زه خو خداى په داسې حال كې نمانځم چې[خپل] دين (او ګروهه) مې يوازې هغه ته نږه كړې ده.)) د امت لپاره استغفار وکړي :

((فَبِمَا رَحْمَةٍ مِنَ اللّهِ لِنتَ لَهُمْ وَلَوْ كُنتَ فَظّاً غَلِيظَ الْقَلْبِ لَانفَضُّوا مِنْ حَوْلِكَ فَاعْفُ عَنْهُمْ وَاسْتَغْفِرْ لَهُمْ وَشَاوِرْهُمْ فِي الْأَمْرِ فَإِذَا عَزَمْتَ فَتَوَكَّلْ عَلَى‏ اللّهِ إِنَّ اللّهَ يُحِبُّ الْمُتَوَكِّلِينَ (آل عمران /١٥٩) =خلكوته دالهي رحمت ( په بركت)؛ نرم (او مهربان) شوى يې او كه توند خوىه او سخت زړى وې؛ نوخلك درځنې خپرېدل؛نو له هغوى تېرشه او بښنه ورته وغواړه او په چاروكې ور سره مشوره وكړه؛ خو چې کله دې هوډ وکړ (؛نو پرېکنده وسه او) پر خداى توكل وكړه؛ځكه توكل كوونكي دخداى خو ښېږي .))

استقامت ولري :
((فَاسْتَقِمْ كَمَا أُمِرْتَ وَمَن تَابَ مَعَكَ وَلاَ تَطْغَوْا إِنَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِيرٌ (هود/ ١١٢) = ((نو لكه څنګه چې درته امر شوى، هماغسې ثابت قدم وسه او همداراز څوك چې درسره د خداى لوري ته راغلي(بايداستقامت وكړي) او له پولو مه اوړئ،بېشكه څه چې كوئ،خداى مو کړنې ښې ويني.))
د انبياووپه لارښوونوپسې ولاړ شي :
((ثُمَّ صَدَقْنَاهُمُ الْوَعْدَ فَأَنجَيْنَاهُمْ وَمَن نَّشَاءُ وَأَهْلَكْنَا الْمُسْرِفِينَ(انبياء /٩ )= بيا موله هغوى سره كړې و عدې پوره كړې . هغوى او څوك چې مو وغوښتل ( د دښمنانو له منګولو ) وژغورل او له پولو اووښتي مو هلاك كړل  ] .

عدالت پلى کړي :

((سَمّاعُونَ لِلْكَذِبِ أَكَّالُونَ لِلسُّحْتِ فَإِن جَاؤوكَ فَاحْكُم بَيْنَهُمْ أَوْ أَعْرِضْ عَنْهُمْ وَإِن تُعْرِضْ عَنْهُمْ فَلَن يَضُرُّوكَ شَيْئاً وَإِنْ حَكَمْتَ فَاحْكُم بَيْنَهُم بِالْقِسْطِ إِنَّ اللّهَ يُحِبُّ الْمُقْسِطِينَ (مائده /٤٢) =هغوى (يهودان) د درواغ (ويلو) لپاره ستا خبروته ښه غوږ ږدي،په مړه خېټه حرام مالونه خوري؛ نو كه دوى درته راغلل،ترمنځ يې قضات وكړه، يا(كه په مصلحت دې وه، پرخپل حال يې پرېږده ! او كه ترې تېر شې؛نو هېڅ زيان نشي در رسولاى او كه پرېکړه دې ورته کوله؛نو په انصاف يې پرېکړه وكړه،بېشکه خداى منصفان خوښوي . ))

پر نېکیو امر او له بدیو منع وکړي :

(( الَّذِينَ يَتَّبِعُونَ الرَّسُولَ النَّبِيَّ الْأُمِّيَّ الَّذِي يَجِدُونَهُ مَكْتُوباً عِندَهُمْ فِي التَّورَاةِ وَالْإِنْجِيلِ يَأْمُرُهُم بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَاهُمْ عَنِ الْمُنْكَرِ وَيُحِلُّ لَهُمُ الطَّيِّبَاتِ وَيُحَرِّمُ عَلَيْهِمُ الْخَبَائِثَ وَيَضَعُ عَنْهُمْ إِصْرَهُمْ وَالْأَغْلاَلَ الَّتِي كَانَتْ عَلَيْهِمْ فَالَّذِينَ آمَنُوا بِهِ وَعَزَّرُوهُ وَنَصَرُوهُ وَاتَّبَعُوا النُّورَ الَّذِي أُنْزِلَ مَعَهُ أُوْلئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ ( اعراف،١٥٧ ) = ((هغوى چې (د خداى د استازي ،" اُمي " پېغمبر لاروي وكړي،چې د هغه ( نوم او ځانګړنې ) په خپل تورات او انجيل كې ليكلي مومي؛(هماغه پېغمبر چې) ورته د غوره چارو(پر ترسره كولو) امركوي او له ناوړه چارو يې منع كوي، پاك څيزونه ورته حلا لوي او ناپاكه ورته حراموي او د دوى ( له اوږو او غاړو) درانه پېټي او ځنځيرونه  لرې كوي؛ نو هغوى چې پرې ايمان راوړي او درناوى او مرسته يې وكړي او په هغې رڼا پسې ولاړ شي، چې له ده سره نازله شوې ده (؛نو) همدوى بريالي دي .)) 

په تيره بيا خپلې کورنۍ ته :

(( وَأْمُرْ أَهْلَكَ بِالصَّلاَةِ وَاصْطَبِرْ عَلَيْهَا لاَ نَسْأَلُكَ رِزْقاً نَّحْنُ نَرْزُقُكَ وَالْعَاقِبَةُ لِلتَّقْوَى(طه ١٣٢ )‏ =خپلې كورنۍ ته د نمانځه حكم وكړه او خپله هم پرې ټينګ ولاړ وسه،موږ له تا روزي نه غواړو (؛بلكې) موږ يې دركوو او د پرهېزګارۍ ښه پايله ده .))

دنده يې درلوده،چې خپلوانو او نورو ته زېرى وکړي او ويې وېروي .

٢٤ – دنده يې درلوده ،چې په ډاګه حرام اوحلال بيان کړي :[سمول]

((الَّذِينَ يَتَّبِعُونَ الرَّسُولَ النَّبِيَّ الْأُمِّيَّ الَّذِي يَجِدُونَهُ مَكْتُوباً عِندَهُمْ فِي التَّورَاةِ وَالْإِنْجِيلِ يَأْمُرُهُم بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَاهُمْ عَنِ الْمُنْكَرِ وَيُحِلُّ لَهُمُ الطَّيِّبَاتِ وَيُحَرِّمُ عَلَيْهِمُ الْخَبَائِثَ وَيَضَعُ عَنْهُمْ إِصْرَهُمْ وَالْأَغْلاَلَ الَّتِي كَانَتْ عَلَيْهِمْ فَالَّذِينَ آمَنُوا بِهِ وَعَزَّرُوهُ وَنَصَرُوهُ وَاتَّبَعُوا النُّورَ الَّذِي أُنْزِلَ مَعَهُ أُوْلئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ ( اعراف /١٥٧) = هغوى چې (د خداى د استازي ،" اُمي " پېغمبر لاروي وكړي، چې د هغه ( نوم او ځانګړنې ) په خپل تورات او انجيل كې ليكلي مومي؛(هماغه پېغمبر چې) دوى ته د غوره چارو(پر ترسره كولو) امركوي او له ناوړه چارو يې منع كوي، دوى ته پاك څيزونه حلا لوي او ناپاكه ورته حراموي او د دوى ( له اوږو او غاړو) درانه پېټي او ځنځيرونه لرې كوي؛ نو هغوى چې پرې ايمان راوړي او درناوى او مرسته يې وكړي او په هغې رڼا پسې ولاړ شي، چې له ده سره نازله شوې ده (؛نو) همدوى بريالي دي .

٢٥ – دنده يې درلوده،چې دخداى نعمتونه پرخوله راوړي او د خداى تسبیح ووايي :[سمول]

((فَسَبِّحْ بِحَمْدِ رَبِّكَ وَكُن مِّنَ السَّاجِدِينَ (حجر/٩٨)=(خو علاج يې دا دى چې) پالونکى دې ستايه او تسبيح يې وايه او له سجده كوونكيو وسه !))
اوهغه ته تسليم شي :
((وَهُوَ الَّذِي أَنْشَأَ جَنَّاتٍ مَعْرُوشَاتٍ وَغَيْرَ مَعْرُوشَاتٍ وَالنَّخْلَ وَالزَّرْعَ مُخْتَلِفاً أُكُلُهُ وَالزَّيْتُونَ وَالرُّمّانَ مُتَشَابِهاً وَغَيْرَ مُتَشَابِهٍ كُلُوا مِن ثَمَرِهِ إِذَا أَثْمَرَ وَآتُوا حَقَّهُ يَوْمَ حَصَادِهِ وَلاَ تُسْرِفُوا إِنَّهُ لاَيُحِبُّ الْمُسْرِفِينَ (انعام  ١٤١ ) =او الله هغه خداى دى،چې په ډډونو ولاړ او (هم) پر ځمکه پراته باغونه يې پيدا كړي او همداراز كجورې او هر راز كښتونه يې  زرغون كړي دي،چې د مېوې او خوند له پلوه يو له بله بېل دي او(همداراز) د ښوونه او انارو ونې يې پېدا كړي،چې له ځينو اړخونو سره ورته دي او د ځينو له پلوه توپيرلري؛(پاڼې او بهرنۍ جوړښت يې سره ورته دى؛خو د مېوو خوند يې توپير لري ) مېوې يې،چې ورسېدې؛ نو ويې خورئ او د فصل رېبلو او(راټولولو) پر وخت د هغه حق وركړئ او اسراف مه كومه(؛ځکه)چې هغه مسرفان نه خوښوي .))

٢٦ – دنده يې درلوده ،چې پخواني کتابونه ومني :[سمول]

((وَلَمَّا جَاءَهُمْ رَسُولٌ مِنْ عِنْدِ اللّهِ مُصَدِّقٌ لِمَا مَعَهُمْ نَبَذَ فَرِيقٌ مِنَ الَّذِينَ أُوتُوا الْكِتَابَ كِتَابَ اللّهِ وَرَاءَ ظُهُورِهِمْ كَأَنَّهُمْ لاَيَعْلَمُونَ (بقره /١٠١ ) = (( او چې كله هغو ته د خداى له لوري هغه پېغمبر راغى،چې د هماغه نښو تصديقوونکى و،چې له دوى سره وې، يوې ډلې يې چې (اسماني) كتاب وركړشوى و،كتاب داسې شاته وغورځاوه؛ لكه چې (هېڅ پرې) خبر نه دي!))
پخواني انبياء تصديق کړي :
((بَلْ جَاءَ بِالْحَقِّ وَصَدَّقَ الْمُرْسَلِينَ(صافات/٣٧ )  = [ (داسې نه ده؛)بلكې (هغه) حق راوړى و او (پخواني) استازي رښتين بولي.]

٢٧ – دنده يې درلوده،چې الهي آيتونه تلاوت کړي اوخلک تزکيه،تعلي او تقوى ته راوبلي .[سمول]

٢٨ –دنده يې درلوده،چې له مؤمنانوسره متواضع وسي،پرخداى توکل وکړي ،په لارکې يې جهاد وکړي،د مؤمنانوايمان راوړو ته حريص وي ، له خدايه ووېرېږى،خلک د حکمت اوموعظې له لارې توحيد او توبې ته راوبلي،د بديو د لرې کولو له لارې خلک ښو،صبر،خلوص او بښنې ته راوبلي،مشوره وکړي،د دښمن له لوري د سولې وړانديز ومني او په ځانګړيو شرايطوکې ورسره بيعت وکړي،له مؤمنانوسره مشوره وکړي او له کتابيانو سره انصاف .

٢٩ – دنده يې درلود،چې خلک له دښمن سره مقابلې اوجهاد ته راوهڅوي ،له بنديانوسره پر لورنې اوله ټپيانوسره پر ورين تندي چلن وکړي،دنده يې درلود،چې د شپې له خپل پالونکي سره راز و نياز وکړي، خلکوته قيامت ورياد کړي او د معاد لپاره استدلال راوړي ، بيت المال و ايشي، خلک اخلاقوته راوبلي ،ښه او پوه خلک پر شا وټپوي اونا اهلان په تېره بيا له جګوې تښتېدونکي، د تړون ماتونکي او پر هغو نيوکه وکړي،چې پېغمبر اکرم يې د خپل اولاد په څېر پېژانده؛خوايمان يې پرې نه راوړ او همداراز پر هغو شتمنو يې نيوکه کوله،چې د جګړې پرمهال نه حاضرېدل او جبهې ته له نه تلو به خوشحاله ول او کله يې د هوا د ګرمۍ پلمه کوله.

(( فَرِحَ الْمُخَلَّفُونَ بِمَقْعَدِهِمْ خِلاَفَ رَسُولِ اللّهِ وَكَرِهُوا أَن يُجَاهِدُوا بِأَمْوَالِهِمْ وَأَنْفُسِهِمْ فِي سَبِيلِ اللّهِ وَقَالُوا لاَتَنْفِرُوا فِي الْحَرِّ قُلْ نَارُ جَهَنَّمَ أَشَدُّ حَرّاً لَوْ كَانُوا يَفْقَهُونَ (توبه /٨١ ) = ( د تبوك له جګړې) پاتې شويو له " رسول ا لله "سره له مخالفته خوشحال ول او دا يې بده ګڼله،چې د خداى په لار كې په خپلو مالونو او ځانوجهاد وكړي او(يو بل او مؤمنانو ته يې) ويل : ((په دې ګرمۍ كې ( غزا ته) مه ځئ .)) (هغوى ته) ووايه، كه پوهېداى : (( نو د دوزخ اور تردې هم ډېر ګرم دى! )) کله يې رومي نجونو‏ ته د کتو د فتنې پلمه راوړه . کله خوانسان په يوه شپه کې ننګېري - احساس کوي،چې د قرآن يوه ستره برخه د پېغمبراکرم(ص) د ځانګړنو،دندو،ستونزو،د پتمنو او بې پتو يارانو او له دوست،دښمن کوچني ،غټ، ښځمنو،نارينه وو، مؤمن،کافر او منافق سره د چلن په باب راغلي دي؛نو پخپله ووياست داسې يو انسان،چې دومره کمالونه اومعجزې لري، نه پېژندل يې بې برخې پاتې کېدل نه دي؟! ايا بې له قرآنه بل شفا ورکونکى ښوونځى راغلى دى ؟! تر حق وروسته، بې له بې لارۍ بله لاره شته ؟!ايا د "تذکر" پر وړاندې ‏بې له غفلته او د "حبل الله" پر وړاندې پر نورو ځواکونو ‏پورې له تړلو پرته او د الهي قانون دپرېښووو ‏او په بشري قوانینوپسې تګ ستر تاوان نه دى ؟


د رسول اکرم په خوى کې سادګي[سمول]

د پېغمبراکرم  ساده جومات،چې د کجورې له لس لرګیو او يو تور مریى،چې حضرت بلال (رض) نومېده او هغه يې مؤذن و ،ټوله دنيا ولړزوله؛خو نن د مدينې جومات د مرمرو د ډبرو د سل ګونوستنو په درلودو،يو هېواد هم نه خوځوي؛نو دلته به بده نه وي،چې د نن  نړۍ ته يو نظر وکړو،چې ووينوايا پرمختګ کوو،که مخ پر ځوړي یو او ايا بې د خداى او رسول له لارې،د خلاصون بله لار هم شته؟ نن  لوبې جدي شوي او جدي چارې لوبې شوي . د سوکالۍ وسايلو پرمختګ کړى؛خو امنيت پر شاتګ کړى . کتابونه ډېر شوي؛خو د مطالعې حوصله لږه شوې ده .منارې لوړې او ډېرې شوي؛خو حضرت بلال نشته. تجملات، اصل شوي او معنويات فرع شوي دي . درآمد مو زيات شوى ؛ خو هوساینه کمه شوې ده . پوهې ‏وده کړې؛خوعاطفه راپرېوتې ده . د مينې اظهار زيات شوى؛خو روح یې کم شوى.لوړ پوړي تعميرونه ډېرشوي؛ خو صبر لږ شوى . واټونه پراخ شوي؛خونظرونه تنګ شوي دي .   مقامونه اوچت شوي؛خو د ژوند ارزښت کم شوي . زده کړې لوړې شوي؛ خو ننګېرنې- احساسات کم شوي .اخستنه مو ډېره شوې ؛خو زېرمه ‏ کمه شوې . زده کوو،چې څنګه درآمد مو زيات شي ؛خو ژونددود نه لرو.
کورونه ستر شوي ؛خو کورنۍ وړوکې شوي .د ژوند کلونه اوږده شوي؛ خو د ژوند حقيقت لږ شوى . شعار ډېرشوى ؛خو مينه لږه شوې . وزلي ډېر شوي؛خو وخت لږ شوى . پوهه ډېره شوې؛خو د ورمندون- قضاوت ځواک لږ شوى . مهارت زيات شوى؛خو د ژوند ستونزې هم زياتې شوي . 
 درملونه ډېرشوي؛خو پايله يې روغتيا نه ده . سپوږمۍ ته خېژو؛خو د ګاونډي خبر نه اخلو .له ځمکې بهر فضا مو سوبه کړه ‏؛خو د کور له فضا بې خبره یو. درآمد مو زيات ؛خوبېلتون هم زيات شوى دى .هوساېنه ډېره ده؛خوخندا لږه . خواړه ډول ډول دي ؛خو ځواک ‏نه لري ،کورونه ښايسته؛خو سست دي . 

د پېغمبر اکرم عبادت[سمول]

 چې شپه به نيمه شوه ؛نو د خداى رسول به راپاڅېد او د اودس، مسواک وهولو او د قرآن تر تلاوت وروسته به په يو ګوټ کې پر عبادت بوخت شو او اوښکې يې تويولې؛ د پېغمبر اکرم ځينو بيبیانو،چې به کله هغه پردې حال وليد؛نو ورته يې وويل : ((ته خوګناه نه لرې؛نو ولې دومره ژاړې ؟ )) پېغمبر اکرم ورته ويل :  ((اياشکر ونه باسم ؟  ))
حضرت ام مسلمه بي بي وايي : ((پېغمبر اکرم يوه شپه له ما کره و،شپه ، چې نيمه شوه،هغه نه و،ورپاڅېدم،و مې ليدل،چې په تپه تياره کې ولاړ دى ،لاسونه يې پورته کړي او اوښکې تويوي،وايي : ((خدايه!راکړي نعمتونه دې راڅخه مه اخله،دښمن مې مه ښادوه،له هغو بلاګانو،چې دې ساتلى يم،بيامې پرې مه ککړوه،ان د سترګې د رپ هومره مې هم پرخپل حال مه پرېږده .)) ورته مې وويل : ((موروپلارمې درځار، ته خو بښل شوى يې . )) ويې ويل : ((څوک هم له خدايه مړه خوا نه دى، حضرت يونس د يوې شېبې لپاره پرخپل حال پرېښوول شو،چې د کب په ګېډه کې بندي شو)).( بحار الانوار١٦/٢١٧)
د روژې مياشت به،چې راغله؛نو پېغمبر اکرم به خپل ټول مريان آزاد کړل،د لمانځه پرمهال لړزېده او چې کله به ځانته پر لمانځه و؛نو رکوع او سجدې يې اوږدولې؛خو چې له خلکو سره لمونځ  یې کاوه؛نو ډېر عادي او ساده لمونځ يې کاوه . خپل يو يار ته يې،چې د نورو مسلمانانو د جماعت امام شوى و،سپارښتنه وکړه : (( چې خلکو ته لمونځ ورکوې؛ نو د حمد تر سورت وروسته يو وړوکى سورت وايه او لمونځ دې مه اوږدوه )).

زړه سواند او مهربان و[سمول]

١_يوه ورځ پېغمبر اکرم حضرت علي ته دولس درهم ورکړل،ورته يې وويل : ((جامې پرې راته واخله! )) حضرت علي (ک) بازار ته ولاړ او پرهماغه بيه يې د خداى رسول ته جامې واخستې او پېغمبر اکرم ته يې راوړې . پېغمبر اکرم ورته وويل : (( که ترې ارزانه او ساده جامې وې؛ نو غوره به وې؛نو که پلورنکى يې مني؛نو دا جامې بېرته ورکړه)) . حضرت علي (ک) جامې بېرته پلورونکي ته ورکړې اوپيسې يې ترې بېرته واخستې اوپېغمبر اکرم ته راغى .د خداى رسول له حضرت علي سره د بازار پر لوري روان شول ،چې په لار کې يې يوه وينځه په ژړا وليده ،ورغلل او د ژړا لامل يې ترې وپوښت. ويې ويل : د سودا اخستنې لپاره راته څلور درهم راکړل شوي ول؛خو رانه ورک شول او اوس وېرېږم،چې کور ته ولاړه شم . پېغمبر اکرم له خپلو دولس درهمو څلور درهمه وينځې ته ورکړل اوبيا بازار ته ولاړل او خپل ځان ته يې پر پاتې درهمو کميس واخست د راستنېدو پرمهال يې يو بر بنډ وليد ، کميس يې ور وباښه،بيا بازار ‏ته ولاړ اوبل کميس يې واخست. کور ته د راستنېدو پر مهال يې بيا هماغه وينځه خپه وليده،و يې ويل : کور ته په تلو کې مې ځنډ کړى دى اووېرېږم ،چې ومې وهي،پېغمبر اکرم له وينځې سره يې د بادار کور ته ولاړ،د کور خاوند هم د پېغمبر اکرم په راتګ ډېر خوشحاله شو او پر همدې وياړ يې دا وينځه وبښله او آزاده يې کړه . د خداى رسول وويل : ((څومره له برکته ډک دولس درهم ول،چې دوه بربنډ يې پټ کړل او يو تن يې آزاد ‏هم کړ.)) (بحارالانوار١٦/٢١٥ ) .

٢_ يو يهودي پر پېغمبر اکرم څو درهمه پور درلود.يوه ورځ يې ترې وغوښتل؛خوپېغمبر اکرم د ورکړې لپاره څه نه درلودل،يهودي وویل: همدلته به له ما سره يې،څو خپل پور مې راکړې . ماسپښېن شو، ورپسې مازيګر شو،بيا ماښام شو،چې ماڅخوتن راورسېد او هغه يهودي هماغسې د خداى رسول له ځان سره نيولى و. خلک د يهودي دې کار غوسه کړل؛خو پېغمبراکرم ورته وویل : ((موږ د تېري حق نه لرو)) . د پېغمبر اکرم دا چلن ددې لامل شو،چې هغه يهودى مسلمان شي او د خپل مال يوه ستره برخه هم د اسلام په لار کې ورکړي،ويې ويل : زما دې کار ازميښتي اړخ درلود،د سپکاوي نیت مې نه درلود . که څوک د يوې ټولنې سمونې او بدلولو ته ‏زړه‏ سوی لري او د زړه رڼا ونه لري؛نو ناشونې ده،چې ټولنې ته رڼا راوړي،چې د الهي انبياو يوه ځانګړنه هم د ټولنې د سمونې لپاره د زړه سواندي ده .

 خداى په يوه ځاى کې خپل  استازى داسې ستايلى دى : 
((لَقَدْ جَاءَكُمْ رَسُولٌ مِنْ أَنْفُسِكُمْ عَزِيزٌ عَلَيْهِ مَاعَنِتُّمْ حَرِيصٌ عَلَيْكُم بِالْمُؤْمِنِينَ رَؤُوفٌ رَحِيمٌ (توبه/١٢٨)  = (( په رښتيا چې پخپله له همدا تاسې درته يو استازى راغلى،چې ځورونې مو  پرې سختې پرېوځي (او) پر لارښوونې مو ټينګاركوي، پر مؤمنانو خواخوږى (او) زړه سواندى دى .))

په بل ځاى کې وايي : (( لَعَلَّكَ بَاخِعٌ نَفْسَكَ أَلَّا يَكُونُوا مُؤْمِنِين (شعراء /٣)= ((ښايي ته له دې امله چې (مشركان) ايمان نه راوړي، خپل ځان (له ډېره غمه) بايلې .)) ((طه . مَا أَنزَلْنَا عَلَيْكَ الْقُرْآنَ لِتَشْقَى‏ (طه/۱ /۲) = ((طاها .موږ قرآن ستا د كړولو لپاره پر تا نه دى نازل كړى . )) هو ګرانو! ديني زړه سواندي د انبياوو او الهي اولياوو ځانګړنه ده،چې د هر چا لپاره پکار ده، چې وکړاى شي ټولنه بدله کړي؛البته دا زړه سواندي بايد د اخلاص له مخې وي؛ نه دوکاندارۍ لپاره، د پېغمبر اکرم هرلاروى بايد وويني،چې کار په کوم ځاى کې ځنډېدلى او له هماغې ځايه ورته مټې بډ وهي او سرته يې ورسوي،مهم نه دى،چې دا کار څنګه دى ،مهم دا دى،چې يو ښه کار دوام ومومي اوسر ته ورسول شي . د پېغمبر اکرم يوه ځانګړنه د تکلف نه درلودل دي،چې خداى خپل استازي ته وايي : (( قُلْ مَا أَسْأَلُكُمْ عَلَيْهِ مِنْ أَجْرٍ وَمَا أَنَا مِنَ الْمُتَكَلِّفِينَ (ص / ٨٦)=(پېغمبره!) ووايه : ((زه له تاسې پردې [قرآن او رسالت] ځان ته هېڅ بدله نه غواړم او نه زه له متكلفينو،رياکارانو او له ځانه جوړونکيو يم .(خبرې مې څرګندې او پر دليل ولاړې دي).))

٣_ د پېغمبر اکرم تر بعثت مخکې پر خلکو د ژوند تنګسه راغله،چې سوکړه ‏هم ورپسې راغله اوخلک وارخطا شول،چې پکې د پېغمبر اکرم تره ابوطالب هم و، پېغمبر اکرم خپل تره عباس ته وويل : ولاړ شو او هر يو له ابوطالبه يې يو زوى خپل کورته راوړو او له دې لارې به یې د ژوند د لګښت لاسنيوى وکړو،چې دا هوډ عملي شو او عباس، جعفر له ځان سره کور ته بوته او پېغمبر اکرم حضرت علي (ک) له ځان سره کور ته بوته او له هماغې وړکتوبه د پېغمبر اکرم (ص ) په کورکې مېشت شو . ٤ – ډېرى مشران د خطر پر مهال لومړى خپل ځان ژغوري او خلک او خپل لارويان په ستونزه کې پرېږدي؛خوپېغمبر اکرم په خپله په مکه کې پاتې شو او خپلو لارويانو ته يې حبشې ته دهجرت حکم وکړ،چې مدينې ته د هجرت پرمهال يې هم لومړۍ خلک ولېږل او بيا پخپله ولاړ.

له خلکو سره سلامشوره[سمول]

  د مېلمنوشمېرپه تاريخ کې پينځه څلوېښت تنه ليکل شوى،چې ابولهب په خپلو چټياتو د مېلمستا نظم له منځه يووړ او پيغمبراکرم اړ شو بله مېلمستيا چمتو کړي،چې پېغمبر اکرم تر خوړو وروسته بيا ورته خپل رسالت اعلان کړي،چې دې بلنې ته يوازې حضرت علي سينه وډبوله،بيا پېغمبر اکرم يې په هکله وويل : (( دا زما ورور،ځايناستى ، وصي،خليفه او وزير دى،چې خبره يې واورېدل شي او ترې لاروي وشي.))  (امالي شيخ/٥٨١ مخ )

پېغمبر اکرم (ص ) تر درې کالو پورې خلک په پټه او يو يو تن خپل سپېڅلي دين ته رابلل ،چې د حجر سورت ٩٤ م آيت راغى او ورته يې وويل : (( فَاصْدَعْ بِمَا تُؤْمَرُ وَأَعْرِضْ عَنِ الْمُشْرِكِينَ= ((نو د هغه څه چې درته حكم كېږي،په ډاګه يې کړه او له مشركانو مخ واړوه ( او پروا يې مه كوه ))

پېغمبر اکرم د صنعاء غونډۍ په غاړه کې د مسجد الحرام ترڅنګ خپل رسالت په ډاګه کړ،ویې ویل :که زما بلنه مو ومنله؛نو د دنيا او آخرت حکومت او عزت به ستاسې وي؛خو هغوی پرې ملڼدې ووهلې او د پېغمبر اکرم تره ته يې ګيله وکړه؛چې وارره دې زموږ ځوانان له خپلې ګروهې اړوي؛نو ورته ووايه که له دې چارو دې مطلب مال،مقام او شتمني وي،چې در به يې کړو،چې بيا پېغمبراکرم خپل تره ته وويل : ((زما خبرې الهي پيغام دى او زه به کله هم له خپلې دندې لاس وانخلم.))

 تر دې وروسته کفار بيا ابوطالب ته راغلل او ورته يې وويل ،وراره دې محمد موږ ته راوسپاره،چې په خپله ورسره پوه شوه (شرح نهج البلاغه ١٤ / ٥٤)؛خو ابوطالب ورسره و نه منله ( تفسير کنزالدقايق ) .
خداى خپل پېغمبر پر ملا وډباوه،چې د ملنډې وهونکيوپر وړاندې به درسره يو،چې چرت خراب نه کړې . پېغمبر اکرم به خلک توحيد ته رابلل او ګروهمن ول ،چې که په لومړي ګام کې بريالي نه شول ؛نو خير دى موږ به خپل کوښښ کوو او له خپل کوښښه به لاس نه اخلو او چې مو له لاسه کېږي بايد د مقابل لوري د سمو ګروهنو درناوى وکړو،چې د تبليغ يو پړاو هم ګډ ټکيو ته رابلنه ده او قرآن د بلنې لپاره ګډ چورلید(محور) کېداى شي؛ځکه هم پکې تاريخ راغلى اوهم پکې د تېر پيغمبرانو سپارښتنې او تر ټولوغوره خو داچې له اړونې خوندي دى ؛نو د همدې خبرې پر بنسټ د خداى رسول ته دنده ورکول کيږي ،چې دا لاندېنى آیت  د کتابيانو رابلنې ته  ګډ ټکى اعلان کړي .

((قُلْ يَا أَهْلَ الْكِتَابِ تَعَالَوْا إِلَى‏ كَلِمَةٍ سَوَاءٍ بَيْنَنَا وَبَيْنَكُمْ أَلاَّ نَعْبُدَ إِلَّا اللّهَ وَلاَ نُشْرِكَ بِهِ شَيْئاً وَلاَ يَتَّخِذَ بَعْضُنَا بَعْضاً أَرْبَاباً مِنْ دُونِ اللّهِ فَإِن تَوَلَّوا فَقُولُوا اشْهَدُوا بِأَنَّا مُسْلِمُونَ (آل عمران/۶۴) = ورته ووايه : ((کتابيانو!راځئ زموږ او ستاسې ترمنځ په منل شوې خبرې پسې ولاړ شو:)) او هغه دا چې يوازې ((الله)) ونمانځوو او هېڅ څيز ورسره سيال ونه ګڼو او له موږ دې هېڅوك د ((الله)) پر ځاى څوك پر ربوبيت نه نيسي؛نو كه ( له دې وړانديزه) يې مخ واړاوه،ورته ووايئ : (( شاهدان وسئ،چې موږ خو مسلمانان يو ( نه تاسې).)) د مدينې دوه مشران مکې ته راغلل او له پېغمبراکرم سره يې وکتل،چې پېغمبر اکرم ورته د انفال د سورت ١٥١ او١٥٢ م آيتونه وويل،چې هغوی دوو پرې ايمان راوړ او د مدينې د خلکو لپاره يې د استازي او مبلغ غوښتنه وکړه . پېغمبراکرم د حضرت "مصعب بن عمیر" په مشرۍ يوه ډله مدينې ته وليږله،چې دا کار په مدينه کې د اسلام پيل و. که ددې دوو آيتونو پر منځپانګې رڼا واچو؛نو پوه به شو، چې په پيل کې د اسلام د تبليغ کړنلار يې د کلیاتو بيانول وو،چې هم يې له عقل ، فطرت او روغ وجدان سره سمون درلود او هم روڼ او مفهوم لرونکي دي اوهم د اسماني اديانو ګډ ټکي ول .

ځکه دتورات په ٣٠ م باب کې د همدې دوو آيتونو منځپانګه راغلې ده. هو زړګيه ! د هرې بلنې په پيل کې بايد ساده مسائل وویل شي،چې هر عقل او وجدان يې وزغملاى شي؛نو اوس به راشو،چې د انفال د سورت ددې دوو آيتونو منځپانګه څه ده ؟

له شرک،انسان وژنې،اولاد وژنې، ډنډۍ وهنې،د غیر عادلانه وینا،بې حيایي،د پلارمړي(يتيم) پرمال له ګېډې اچولو ځان ژغورل، له والدينو سره احسان ،پر تړون وفا او تر خپلې وسې د دندې سرته رسول . 
نن خلک دغسې پلان جوړولو کې دکترا اخلي؛نو څومره به ښه وي ،چې د قرآن دسترخوان ته کېنو او ووينو،چې خداى په کوم کال د خلکو د ودې لپاره څومره ښه حکم ورکړى دى .
د بېلګې په توګه : په روايتونو کې کوچنى بايد تر کوم وخت پورې پرېښوول شي او تر درې کالو وروسته کوم ټکى لومړى وروښوول شي او تر يوې مودې تېرېدو ورته کوم ټکى ورزده کړو او همداسې د بلنې پيل د غټانو لپاره لومړى څه راوړل شي او د فرعون په څېر طاغوتانو ته د رابلنې لپاره له کومو ادبياتو کار واخستل شي .

د پېغمبر اکرم عملي سيره[سمول]

تر ټولومخکې يې په مدينه کې جومات جوړ کړ،چې د عبادت ،یووالي مشورت ،چوپړ ، ورمندون او د سترو هوډونو مرکز و،د جومات او لمونځ محوريت د ټولو انبياوو په سيره کې ليدل کېږي . خداى کعبه د ځمکې لومړى ټکى کړاو بيا يې له هغه ځایه ځمکه پراخ کړه .حضرت موسى ته هم لمونځ لومړى عملي دستور و. د جومات په جوړلو کې په خپله پېغمبر اکرم مټې بډ وهلې وې او د مسلمانو ښځو د کار لپاره يې هم وخت ټاکلى و،چې ټول خلک د جومات په جوړلو کې ونډه واخلي ، هغه جومات،چې د کجورو د ونو له لسو ډډنو يې ستنې جوړې شوې او ټوله نړۍ يې وخوځوله. د پېغمبر اکرم يوه عملي سيره د ورورولۍ اعلان دى ،چې د حجرات د سورت لسم آيت هم په همدې هکله دى .

((إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ إِخْوَةٌ فَأَصْلِحُوا بَيْنَ أَخوىكُمْ وَاتَّقُوا اللَّهَ لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُونَ (حجرات/۱۰) = [ په حقيقت كې مؤمنان يو د بل وروڼه دي؛نو د خپلو وروڼو ترمنځ (چې كله اړپېچ پيدا كړي) روغه وكړئ او(خپل ځانونه) د خداى له عذابه وساتئ، ښايي پر تاسې رحم وکړاى شي . ]

داآيت د مؤمنانو ترمنځ اړيکې د ورونو په څېر بولي،چې پکې تعبيرونه پټ دي ؛لکه :

الف : د ورونو دوستي ،ټينګه اوژوره وي . ب  : د ورونو ملګرټوب دوه اړخيز وي . ج :د ورونو ملګرټوب د فطرت او طبيعت له مخې وي ؛نه د مادياتو لپاره . د: دوه ورونه د پردي پر وړاندې ‏يوموټى او مټ وي . ه: د دوو ورونو جرړه او اصل يو وي . و: د ورورولۍ په نظر کې نيول سينه پراخوي . ز: د يوبل په غم او ښادۍ کې شريک دي .

نن د مينې د اظهار لپاره د ملګري ،انډيوال ،دوست هېوادوال ،کليوال او...... ټکي کارول کېږي؛خو اسلام د ورور ټکى کارولى،چې دا يو غښتلى ټکى دى .

يو حديث دوه ديني ورونه دوه ملګرو ته ورته کړي دي،چې يو بل وینځي. ( محجته البيضا ء٣ /٣١٩) 

په دې او مخکني آيت کې د "فَأَصْلِحُوا" حکم درې ځل راغلى دى او راښيي،چې اسلام په ټولنه کې څومره د سولې او دوستۍ پلوى دى .

په تېر  آيت کې يې وويل : ( فاصلحوا ....... واقسطوا ) له عدالت سره سول ټينګه کړئ او په دې آيت کې وايي ) فاصلحو...... واتقوا ) د سولې په ټينګښت کې له خدایه ووېرېږئ،که د منځګرتوب لپاره وټاکل شوې؛ نو خداى په نظرکې ونيسئ؛نه داچې ستاسې دا منځګرتوب پر کوم لوري د تېري لامل شي .

ورورولي[سمول]

د اسلام يو ښه چار دا دى،چې له بېخه سمونې راوړي؛د بېلګې په توګه وايي : (( إِنَّ الْعِزَّةَ لِلَّهِ جَمِيعاً- يونس/٦٥) ؛يعنې ټول عزتونه يوازې له خداى سره دي؛نو د عزت د لاس ته راوړولپاره ولې په دې اوهغې پسې منډې وهئ ؟ 
ياوايي : (أَنَّ الْقُوَّةَ لِلّهِ جَمِيعاً- بقره/ ١٦٥)؛يعنې ټول ځواک يوازې دهغه دى؛نو ولې هره شپه د يوچا په شاوخوا کې چورلئ . په دې آيت کې هم وايي : ټول مؤمنان سره ورونه دي؛بيا وايي : اوس ،چې ټول ورونه ياست؛نو غوسه او جګړه د څه لپاره ؟ ټول سره ملګري شئ . 

نو د ټولنې سمونې لپاره بايد ګروهیز- اعتقادي او اندیز- فکري بنسټونه سم شي . د ورورولۍ کړلار او د ورورولۍ د ټکي کارول د اسلام نوښتونه ول .

پېغمبراکرم له ٧٤٠ تنو سره د "نخليه" په سيمه کې و،چې حضرت جبرائيل راغى : خداى د پرښتو ترمنځ د وروروالۍ غوټه تړلې؛نو پېغمبر هم خپل اصحاب سره ورونه کړل او هر يو له بل سره ورور شو؛ لکه :

حضرت ابوبکر له حضرت عمر سره،حضرت عثمان له حضرت عبدالرحمن سره،حضرت سلمان له حضرت ابوذر سره، حضرت طلحه له حضرت زبير سره،حضرت مصعب له حضرت ابوايوب انصاري سره ، حضرت حمزه او حضرت زيد حارثه ،حضرت ابودردا او حضرت بلال ، حضرت جعفرطيار او حضرت معاذ بن جبل،حضرت مقداد او حضرت عمار،حضرت عايشه او حضرت حفصه،حضرت ام سلمه او حضرت صفيه  او پخپله پېغمبراکرم له حضرت علي سره ورورولي وټرله . (بحارالانوار٣٨ /٣٢٥ ) .
 د احد په جګړه کې پېغمبراکرم(ص) حکم وکړ،چې شهيدان حضرت عبدالله بن عمر او حضرت عمرو بن جموخ،چې له يو بل سره يې ورورولي وه، په يو قبر کې ښخ کړئ . (شرح ابن الحديد١٤ /٢١٤ او بحار٢٠ / ١٢١).
نسبي ورورلۍ يوه ورځ شلېږي (فَلاَ أَنسَابَ بَيْنَهُمْ - مؤمنون /١٠١)خو ديني وروولۍ تر قيامته تړلې وي (إِخْوَاناً عَلَى‏ سُرُرٍ مُتَقابِلِينَ- حجر /٤٧ ) .
د ورورولۍ اړيکې يوازې په نارينه وو پورې ځانګړې نه دي؛بلکې د ښځمنولپاره هم دي ( وَإِن كَانُواْ إِخْوَةً رِّجَالًا وَنِسَاء) (نساء/۱۷۶) 
ورورولي اوملګرتيا يوازې بايد د خداى لپاره وي،که څوک له چا سره د دنيا په پارملګرى شي؛نو دهغه څه لپاره،چې ملګرى شوى وي؛نو ور وبه نه رسي او د قيامت پر ورځ به د يو بل دښمنان وي . ( بحارالانوار ٧٤ /١٦٧ ) 
قرآن وايي :((الْأَخِلاَّءُ يَوْمَئِذٍ بَعْضُهُمْ لِبَعْضٍ عَدُوٌّ إِلَّا الْمُتَّقِينَ (زخرف/٦٧)=پر هغه ورځ به بې له پرهېزګارانو (نور ټول) دوستان يو د بل دښمنان وي.)) 
تر ورورولۍ د ورورولۍ دوام مهم دى او آيتونو پر همدې سختې نيوکې کړي ،چې خپل ديني ورړونه يې پرېښي وي . 

سپارښتنه شوې،چې که ديني ورونو درڅخه ځان لرې کړ؛نو ته ځان ورنږدې کړه . ( بحارالانوار۷۸/ ۷۱ )

د ورورولۍ حقونه[سمول]

=== رسول اکرم وويل : مسلمان پر مسلمان ورور دېرش حقونه لري،چې بايد ادا يې کړي :

١ - بښنه او لورنه

 ٢ - د راز ساتل
٣- د تېروتنو جبران یې
٤ - عذر یې منل 

٥ - د بدغواړیو پر وړاندې ور‏څخه دفاع کول

٦ -خير یې غوښتل 
٧ - ورسره د کړيو ژمنو ترسره کول 

٨ - د ناروعۍ پر مهال یې پوښتنه

٩ - په جنازه کې یې ګډون 
١٠- د بلنې او ډالۍ منل یې 

١١- ډالۍ ورکول.

١٢ -ورنه مننه کول

١٣ – ورسره مرسته کول

١٤ - د ناموس ساتل یې 
١٥ - اړتیا یې پوره کول 
١٦ - د ستونزو هواري ته یې زیار ګالل 
١٧ - ورته لارښوونه کول 

١٨ - د پرنجي پر مهال ورته تهنیت ووايي

١٩ - د سلام ځواب یې

٢٠ -د خبرې درناوی یې

٢١ -که ډالۍ ورکوي؛نوښه يې ورکړي

٢٢ - قسم يې ومني

٢٣ - دوست يې دوست او دښمن يې دښمن وي

٢٤ -په سخته کې يې ځان ته پرېنږدي 

٢٥ څه چې ځان ته غوره ګڼي هغه ته دې هم وګڼي او..... (بحارالانوار٧٤ /٢٣٦)

===

پېغمبراکرم د( انما المؤمنون اخوه )آيت تر ويلو وروسته وويل :(( د مسلمانانو وينه سره برابر ده،که يوه ته چا پنا راوړه ؛نوهغه نورهم بايد پر تړون ژمن وي او ټول بايد ګډ دښمن ته يومټ شي . ( تفسيرنمونه )

د انفال دسورت په ٦ ٠م آيت کې راغلي : (( وَأَعِدُّوا لَهُم مَااستَطَعْتُم مِن قُوَّةٍ وَمِن رِبَاطِ الْخَيْلِ تُرْهِبُونَ بِهِ عَدُوَّ اللّهِ وَعَدُوَّكُمْ وَآخَرِينَ مِن دُونِهِمْ لاَتَعْلَمُونَهُمُ اللّهُ يَعْلَمُهُمْ وَمَا تُنْفِقُوا مِن شَيْ‏ءٍ فِي سَبِيلِ اللّهِ يُوَفَّ إِلَيْكُمْ وَأَنْتُمْ لاَتُظْلَمُونَ =(( او څه مو چې له وسې پوره وي،د هغوى [= دښمنانو] مقابلې ته يې چمتوكړئ او (همداراز د جګړې ډګرته) تكړه اسونه(چمتوكړئ) چې پرې د خداى، خپل او هغه  دښمنا ن ووېروئ، چې نه يې پېژنئ؛ خو خداى يې پېژني او د خداى په لار(او د اسلام د دفاعي بنسټ په غښتلتيا) كې چې هر څه ولګوئ؛نو بشپړ مكافات به يې دركړل شي او تېرى به درباندې ونشي.))

دا آيت د پېغمبر اکرم پر سيرت رڼا اچوي؛نوهمداچې پېغمبراکرم خبر شو،چې په يمن کې يوه نوې وسله جوړه شوې ده؛نو اخستو ته يې يو تن ولېږه يا داچې د امت د چمتوالي لپاره به يې د اس سپرېدو او غشي ايشتولو سيالۍ ايښوولې او ورته به يې انعامونه ټاکل .

مسلمانان بايد له هر اړخ ځان چمتو وساتي او له ځانه د دفاع او د دښمن وېرولو ته بايد بسیا بودجه او امکانات ولري،چې مسلمانان بايد د پوځي ‏چمتوالي په چاروکې برخه اخستې وي .
او د ځان لپاره بايد پرمختللي امکانات ولري او دښمن په زړه کې د وېرې لپاره بايد له ټولو سياسي،پوځي ،تبليغاتي او سمبالولو له چارو کار واخستل شي . په حديث کې راغلي : د مخ او سر ويښتانو ته رنګ ورکړئ ،چې  دښمن ونه وايي،چې د اسلام  لښکر او سرتېري زاړه دي .

هو ګرانو! په هرځاى کې خبرې او مذاکرې ګټورې نه وي،پر دښمن برلاسۍ ته ان ښځې هم بايد پر پوځي چارو ځان پوه کړي،مسلمانان يوازې بايد په دې فکر کې نه وي،چې له ځانه د دفاع لپاره ځان چمتوکړي؛بلکې ځان باید دومره سمبال کړي،چې دښمن ان د بريد جرات هم ونه کړي .

یووالی او يو موټى کېدل هم يو ډول ځواک دى،چې بايد ﻻس ته راوړل شي.(وَأَعِدُّواْ لَهُم مَّا اسْتَطَعْتُم مِّن قُوَّةٍ)؛ځکه که تفرقه وي؛نو نه به مسلمانان ځواک لري او نه به دښمن ووېرېږي . اسلام خو وايي،چې ټول مسلمانان سرتېري دي او د خلکوچمتوالى يو اړين چار دى .

د دښمن وېرولو ته هم ځواک په کار دى(من قوة) او هم امکانات (من رباط الخيل) او تل بايد پردې پوه شو،چې ټول دښمنان مو پر ګوته شوي او پېژندل شوي نه دي او ځينې هم تر ايرو ﻻندې د سکروټو په څېر د مناسب فرصت په تمه دي؛لکه څنګه چې خداى وايي (لاَ تَعْلَمُونَهُمُ اللّهُ يَعْلَمُهُمْ)؛ نو يوازې د پېژندل شويو دښمنانو لپاره چمتووالى په کار نه دى؛بلکې د ناپېژندل شويو دښمنانو او راتلونکي لپاره هم چمتوکېدل په کار دي .

د جنګ لګښت ،چې هرڅومره وي،وريې کړئ،چې بشپړ اجر به درکړ شي .( وَمَا تُنفِقُواْ مِن شَيْءٍ فِي سَبِيلِ اللّهِ يُوَفَّ إِلَيْكُمْ) د جګړې له جبهې بايد هر ډول مالي،استخباراتي ،فرهنګي او تبليغي ملاتړ وشي؛لکه څنګه چې د(وماتنفقوا من شي) آيت مطلق دى او هر څه رانغاړي؛نو ويلو ته يې اړتيا نشته؛خو دا ټول کارونه بايد د خداى په لار کې د خداى رضا ته وي، نه د ځان ښوونې او د د دولت د دباو له کبله  د ټولنيزو ملاحظاتو په پار .
دانفال د سورت د ٦٠ آيت په پاى کې راغلي دي :( يُوَفَّ إِلَيْكُمْ وَأَنْتُمْ لاَتُظْلَمُونَ =نو بشپړ مكافات به يې دركړل شي او تېرى به درباندې ونشي)؛ځکه د قدرت عزت او استدلال تر سيوري لاندې به ستاسې اقتصادی  وضع ښه او پياوړې شي .

پېغمبر اکرم اوسرتېري[سمول]

داچې له دښمن سره مبارزه يو ستونزمن چار دى؛نو د خلکو ايمان ،صبر او پوهې او د مشر تبليغ او هڅونې ته اړتيا ده .

د پېغمبر اکرم په وخت کې د مسلمانانو د بري راز د ايمان په روحيې ، صبر، پوهې او د پېغمبر اکرم په هڅونې کې و که نه په يوه جګړه کې هم  د مسلمانانو او دښمنانو شمېر يوله بل سره برابر نه و.
 د بدر په جګړه کې ١٣٠٠٠ تنه د١٠٠٠  تنو پر وړاندې وو ،د احد په جګړه ګې ٧٠٠ تنه د ٣٠٠٠ تنو پر وړاندې ول ،د خندق په جګړه ٣٠٠٠ تنه د١۰٠٠٠ تنوپر وړاندې وو او د موته په جګړه کې ١٠٠٠٠ تنه د١٠٠٠٠٠  تنوپر وړاندې وو .

پېغمبراکرم د خداى په امر ويلي وو :(يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ حَرِّضِ الْمُؤْمِنِينَ عَلَى الْقِتَالِ) مؤمنان جهاد ته وهڅوه خداى ورسره ژمنه ‏کړې وه،چې ٢٠ صبر لرونکي مؤمنان به پر٢٠٠ او سل به پر زرو برلاسي شي،خداى د داسې ژمنو ‏په ورکولو له مسلمانانوسره مرسته وکړه ؛البته د انفال د سورت په ۶۵ آيت کې،چې د بري ژمنه شوې ده،درې ټکي راغلي،چې د درې شرطونوامر پکې دى . ((يَاأَيُّهَا النَّبِيُّ حَرِّضِ الْمُؤْمِنِينَ عَلَى الْقِتَالِ إِن يَكُن مِنكُمْ عِشْرُونَ صَابِرُونَ يَغْلِبُوا مِاْئَتَيْنِ وَإِن يَكُن مِنكُمْ مِاْئَةٌ يَغْلِبُوا أَلْفاً مِنَ الَّذِينَ كَفَرُوا بِأَنَّهُمْ قَوْمٌ لاَيَفْقَهُونَ (انفال/۶۵) = نبي! مؤمنان (له دښمن سره) جګړې ته راوهڅوه،كه له تاسې شل تنه صابران وي؛نو پر دوو سوو به برلاسي شي او كه سل تنه وي؛نو پر زرو كافرانو به برلاسي شي؛ځكه هغوى په ژوره توګه نه پوهېږي . ))

د"الْمُؤْمِنِينَ " او "صَابِرُونَ" ټکي د مسلمانانوپه هکله او  د"لاَيَفْقَهُونَ" ټکى د کفاروپه هکله راغلى دى ،چې لازمه يې د مسلمانانوفقيه توب؛يعنې د مسلمانانو ژوره پوهه درلودل ول؛نو مسلمانان به هله برلاسي شي،چې "ايمان"، " صبر" او "ژوره پوهه" ولري .
 پټه دې پاتې نشي،چې د انفال د سورت په ٦٦ آيت کې راغلي دي : ((الآنَ خَفَّفَ اللّهُ عَنكُمْ وَعَلِمَ أَنَّ فِيكُمْ ضَعْفاً فَإِن يَكُن مِنكُم مِائَةٌ صَابِرَةٌ يَغْلِبُوا مِائَتَينِ وَإِن يَكُن مِنكُمْ أَلْفٌ يَغْلِبُوا أَلْفَيْنِ بِإِذْنِ اللّهِ وَاللّهُ مَعَ الصَّابِرِينَ(انفال/۶۶) = (( اوس خداى ستاسې له اوږو پېټى سپك كړ (او پوه شو،چې په تاسې كې بېوسي ده)؛ نو ځكه كه له تاسې سل تنه صابران وي؛نو پردوو سوو به بريالي شئ او كه يو زرتنه وي؛نو پر دوو زرو به د خداى په حكم، پرې برلاسي شئ او خداى له صابرانو سره دى .))

هو! په مديريت کې کله د مخاطب د روحيې په پامنيوي په قانون کې بدلون راوړلای شي او په قانون کې دا بدلون د ايمان د ډېروالي او کم والي له امله دى او د خداى په لاس کې دى . (خَفَّفَ اللّهُ عَنكُمْ)

دښمن ته امان ورکول[سمول]

پر اتم هجري کال پيغمبراکرم مکه سوبه کړه او بوتان يې دړې وړې کړل، د مکې تر سوبې وروسته يې د اسلام ستر دښمنان او ان هغه ښځې،چې په خوړو کې يې پېغمبر اکرم ته زهر اچولي وو، وبښلې ،د کفارو يو مشر، چې "صفوان" نومېده او د بني اميه له ټبر و؛نو"جدې" ته(چې له مکې لرې وه) وتښتېد،ځينې د خداى رسول ته راغلل اوهغه ته يې امان وغوښت،چې د خداى رسول هم د خپلې پګړۍ په ورلېږلو امان ورکړ، چې کړاى شي مکې ته راننوځي . صفوان له جدې راستون شو، پېغمبر اکرم ته راغى، ويې ويل : دوه مياشتې مهلت راکړئ،چې فکر وکړم، پېغمبر اکرم څلورمياشتې مهلت ورکړ.

"صفوان" به په ځينوځايونوکې د خداى له رسول سره و،چې د پېغمبر اکرم اخلاقو جذب کړ او پخپله خوښه يې اسلام راوړ. د توبې د سورت په شپږم آيت کې د امان اوفيا اخستوپه هکله خبره راغلې،چې په اسلامي فقه کې هم د جهاد د ویینې‏ او په جنګ کې د امان ورکولو په هکله هم ویینې ‏ راغلې دي ،چې راخستل يې  دلته اړين نه بولم .

پېغمبر اکرم اوسوله[سمول]

خداى پېغمبر اکرم ته دنده ورکړې وه،چې که دښمن سولې ته لېوالتيا وښووه؛نو ورسره سوله وکړه .
((وَإِن جَنَحُوا لِلسَّلْمِ فَاجْنَحْ لَهَا وَتَوَكَّلْ عَلَى اللّهِ إِنَّهُ هُوَ الْسَّمِيعُ الْعَلِيمُ (انفال/۶۱) = او كه كفار سولې (او روغې) ته لېوالتيا وښيي؛ نو ته هم سولې ته لېوالتيا وښيه او پر خداى توكل وكړه! (ځکه) چې په حقيقت يوازې هغه اورېدونكى (او) ښه پوه دى .))

اسلام جګړه نه غواړي او له خپل ځواکه ناوړه ګټنه نه کوي او د سولې وړانديز ته په خوشحالۍ هر کلی کوي؛خو مسلمانان بايد د ځواک ‏په داسې پړاو کې وي،چې ورته د سولې وړانديز منل يا نه منل د اسلامي مشر واک دى؛نه د خلکو ((فَاجْنَحْ ) او و يې نه وويل : (فَاجْنَحْو) او دا هم کېداى شي،چې د سولې په دې وړانديز کې صداقت نه وي؛نو پر خداى توکل په کار دى .)‏( وَتَوَكَّلْ عَلَى اللّهِ) لکه څنګه چې حضرت علي ،مالک اشتر ته وايي : ((د دښمن له لوري د سولې وړانديز مه ردوه ؛خو تر سولې وروسته دې دښمن ته په پام وسه ؛ځکه کله د دښمن رانږدېدل د غافلولو لپاره وي . ))

د پېغمبر اکرم مديريت[سمول]

  خداى،پېغمبر اکرم ته دنده ورکړې وه،چې امانت يې خاوندانو ته وسپاره او په خلکو کې د عدالت پر بنسټ حکم وکړه.

((اللّهَ يَأْمُرُكُمْ أَن تُؤَدُّوا الْأَمَانَاتِ إِلَى‏ أَهْلِهَا وَإِذَا حَكَمْتُم بَيْنَ النَّاسِ أَن تَحْكُمُوا بِالْعَدْلِ إِنَّ اللّهَ نِعِمَّا يَعِظُكُم بِهِ إِنَّ اللّهَ كَانَ سَمِيعاً بَصِيراً ( نساء/ ٥٨ ) = ((خداى درته امر كوي،چې امانتونه خپلو خاوندانو ته وسپارئ او چې كله د خلكو ترمنځ منځګړتوب كوئ؛ نو په عدالت يې وكړئ، خداى درته ښه نصيحتوته كوي،بېشكه خداى اورېدونکى (او) ليدونکى دى . )) په پینځم ليک کې د حضرت على (ک) د وينا له مخې : حکومتي دندې الهي امانتونه دي،چې انسانانوته ورکول کېږي او د پېغمبر اکرم کړنلار هم دا وه،چې هره دنده اهل او وړ ته یې سپارله؛نو چې د خداى له لارې نه به وته،وحې راغله،چې دا ګومارل شوى د دې کار وړ نه دى؛هغه دنده به يې ترې بېرته اخسته؛لکه د مکې خلکو ته د برائت د سورت د لوستو دنده،چې لومړى پېغمبراکرم حضرت ابوبکر ته ورکړه؛خو حضرت جبرائيل راغى او پېغمبر اکرم ته يې وويل : ((دا دنده يا ته او يا چې له تا وي بايد ترسره کړي ))،چې بيا پېغمبر اکرم دا دنده له حضرت ابوبکر څخه واخسته او حضرت علي ته يې ورکړه. ( مسند احمد٣/٢١٢ او٢٨٣ مخونه ؛ المنار تفسير ،ابن کثير او الغدير٦/٣٣٨) .

که د اسلامى نظام په مديريت کې کومه دنده نا اهل ته وسپارل شي؛ نوخلکو ته ترې لاروي نه ده په کار.

او روايتونه وايي : وړ انسانانو ته دندې سپارل او خاوند ته يې د امانت بېرته ورکول رښتنې اسلام دى او وويل شوي،چې د خلکو اوږدو رکوع ګانو،سجدو او د شپو ژړا ګانو ته مه ګورئ؛بلکې ووينئ،چې په امانت کې د صداقت او خيانت په هکله څرنګه دى !

 نن ځينې يوازې مخينې او کارپوهې ته مديريت وايي او برى په امکاناتو او وسې درلودو او د ګواښ او تطميع له لارې د خلکوپه تابع کولو کې ښيي؛خو د پېغمبر اکرم د مديريت بنسټ پر اخلاقو او نرمۍ ولاړ و او له غوړه مالۍ ،توند خوى ،تکلف او امتياز غوښتنې لرې و.
 سره له دې،چې پېغمبر اکرم به له مريانو سره يوه د سترخوان ته کېناسته،څاروي يې لوشل،له مسکينانو او بېوزليو سره يې ناسته پاسته وه،پر بې کتې خره به سپرېدو؛خو چې پر خبرو به شو؛نو دومره جذب او عظمت يې درلود،چې چا به ان خپلو سترګو ته رپ هم نه ورکاوه، چې دا ډول عزت او مړانه ورکول الهي وي،چې په تقوا لاس ته راوړل کېږي او د نن  له واکمنو سره توپیر لري،چې لوکس دفتر،موټر او ډول ډول ساتندويان لري .

قرآن وایي : (( إِنَّ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ سَيَجْعَلُ لَهُمُ الرَّحْمنُ وُدّاً (مریم/۹۶) = ((بېشكه هغوى چې ايمان راوړى او ښې چارې يې كړې دي،ژر به رحمان (خداى) ورته (د خلکوپه زړونوكې) مينه واچوي .))

پېغمبر اکرم وايي : ((څوک چې له خدایه ووېرېد؛نو خداى به ترې هر څه ووېروي او څوک چې له خدایه ونه وېرېد؛نو خداى به يې له هرڅه نه ووېروي . ( امالي شيخ طوسي ١/١٣٩)

 په اسلامي مديريت یا سنبالنه کې،عزت د الهي قانونو په پلي کولو کې او ذلت له الهي قانونو په سرغړونه کې دى . (بحاررانوار  ٧٨/ ١٩٢) . 
 حضرت علي (ک) وايي : ((څوک چې ځان د نورو مشر ګڼي؛نو تر خلکو مخکې دې ځان پوه کړي او تر خبرې مخکې دې پرعمل خلکو ته سمه لار وښيي )). ( نهج البلاغه /٧٣حکمت ) 
 خداى د پېغمبر اکرم د نرم خوى په باب وايي : (( فَبِمَا رَحْمَةٍ مِنَ اللّهِ لِنتَ لَهُمْ وَلَوْ كُنتَ فَظّاً غَلِيظَ الْقَلْبِ لَانفَضُّوا مِنْ حَوْلِكَ فَاعْفُ عَنْهُمْ وَاسْتَغْفِرْ لَهُمْ وَشَاوِرْهُمْ فِي الْأَمْرِ فَإِذَا عَزَمْتَ فَتَوَكَّلْ عَلَى‏ اللّهِ إِنَّ اللّهَ يُحِبُّ الْمُتَوَكِّلِينَ (آل عمران /١٥٩) = ((خلكوته دالهي رحمت ( په بركت)؛نرم (او مهربان) شوى يې او كه توند خوىه او سخت زړى وې؛ نوخلك درځنې خپرېدل؛ نو له هغوى تېر شه او بښنه ورته وغواړه او په چاروكې ورسره مشوره وكړه؛خو چې کله دې هوډ وکړ (؛نو پرېکنده وسه او) پر خداى توكل وكړه؛ځكه چې توكل كوونكي دخداى خو ښېږي . ))

((وَمَا أَرْسَلْنَاكَ إِلَّا رَحْمَةً لِلْعَالَمِينَ (انبياء/ ١٠٧) = او ته مو يوازې نړيوالو ته رحمت لېږلى يې . ))

((لَقَدْ جَاءَكُمْ رَسُولٌ مِنْ أَنْفُسِكُمْ عَزِيزٌ عَلَيْهِ مَاعَنِتُّمْ حَرِيصٌ عَلَيْكُم بِالْمُؤْمِنِينَ رَؤُوفٌ رَحِيمٌ (توبه / ١٢٨) =(( په رښتيا چې پخپله له همدا تاسې درته يو استازى راغلى،چې ځورونې مو پرې سختې پرېوځي (او) ستاسې پر لارښوونې ټينګاركوي، پر مؤمنانو خواخوږى (او) زړه سواندى دى .))

 د پېغمبر اکرم دومره پر خلکو زړه سوځېده،چې د ځينو د نه ايمان راوړو په پار يې ان غوښتل  خپل ژوند له لاسه ورکړي .
((لَعَلَّكَ بَاخِعٌ نَفْسَكَ أَلَّا يَكُونُوا مُؤْمِنِينَ(شعراء/۳)= ښايي ته له دې امله،چې (مشركان) ايمان نه راوړي، خپل ځان (له ډېره غمه) بايلې . ))
 ((فَلَعَلَّكَ بَاخِعٌ نَّفْسَكَ عَلَى‏ آثَارِهِم إِن لَّمْ يُؤْمِنُوا بِهذَا الْحَدِيثِ أَسَفاً(کهف/۶) = او که په دې خبره ( = قرآن) ايمان را نه وړي؛ نو ښايي ته د هغوى د كړنو له امله ځان له غمه مړ کړې.))
 پېغمبراکرم وايي:(( پرځمکه والو ولورېږﺉ،چې اسمان وال درباندې ولورېږي .)) (مستدرک الوساېل  ٩/٥٥) 
 د مکې د سوبې پر مهال پېغمبر اکرم خپل ټول مخالفين وبښل او و يې ویل : ((زه هم نن د خپل ورور يوسف په څېر وايم ،چې ګرم نه ياست.)) 
 د مشرۍ او مديريت لومړۍ اړتيا د سينې پراختيا ده،چې خداى خپل پېغمبر ته ورکړې وه (أَلَمْ نَشْرَحْ لَكَ صَدْرَكَ) که د انسان سينه پراخه نه وي؛ نو ترورېږي او خپل دين نشي ساتلى اوهغوى چې پر ځان واکمن نه وي ؛نو پر نورو نشي واکمنېداى ان هغه فقهاء،چې د ځان ساتنې وس نه لري او پر خپل نفس نشي برلاسېداى؛نو د مرجعيت حق نه لري . (بحارالانوار ٢/ ٨٨ ) . 

له بنديانوسره د پېغمبراکرم چلن[سمول]

 د تاريخ په اوږدو کې خلک په جګړو کې بنديانېدل؛نو هغه لارې او طرېقې چې دغسې کسانو لپاره دي، يو څه رڼا پرې اچوو: 

١_ که دا بنديان ټول يو ځل خوشې کړو؛نو دا به ددې لامل شي،چې مخالف اورپکي بېرته وسله په لاس شي او پر مسلمانانو يرغل وکړي . ٢_ ټول ووژنو،چې دا خبره له رحمت او د وړتیاوو له ګټنې سره یې سمون نه خوري . ٣_ بیل بیل بنديان کړای شي،چې دا کار د بنديانو ودې او بدلون ته ګټور نه دی او د دولت پر اوږو يو دروند پېټی هم دى . ٤_دا بنديان پر برياليو مسلمانانو وايشل شي،چې له يوه اړخ د لګښت پېټی یې پر مسلمانانو وايشل شي او پر دولت نه وي او بلخوا په تدريج د مسلمانانو خوى،وينا او ګروهې پکې خپرې شي او د اسلامي سپارښتنو په رڼا کې ورسره په مينه اوعدالت چلن وشي، تر دې چې ان پر درناوي يې نوم واخستل شي او په تدريج آزادي ورکړه شي،چې له استعدادونو او وړتیاوو یې ګټنه وشي او اسلامي ټولنې ته د خیر او برکت لامل شي او د لزوم پر مهال په پيسو وپلورل شي؛خو دا پلورل د جګړې تر تثبيته وروسته دي او هېڅ پېغمبر حق نه لري پر سيمه له بشپړې برلاسۍ پرته بنديان ونيسي .

ځکه که سرتېري د بندي نيولو او د هغوى د پلورلو په فکر کې شي؛نو ټول ماغزه به يې پرغنيمت راټولو بوخت وي،چې تر اوسه به لا اسلامي ځواکونو سيمه نه وي نيولي،چې ددنيا پالنې روحيه به پرې واکمنه شي،چې همدا کار به یې د ماتې لامل شي .

د انفال په سورت کې راغلي : (( مَا كَانَ لِنَبِيٍّ أَن يَكُونَ لَهُ أَسْرَى‏ ان‏ يُثْخِنَ فِي الْأَرْضِ تُرِيدُونَ عَرَضَ الدُّنْيَا وَاللّهُ يُرِيدُ الآخِرَةَ وَاللّهُ عَزِيزٌ حَكِيمٌ = له هېڅ پېغمبر سره دا نه ښايي،چې (له دښمنانو د سر د بيې د اخستو لپاره) بنديان ونيسي،چې ( دكفارو د ډېرې وژنې له امله) پر ځمكه غښتلى شي، تاسې دنيوي ګټه غواړئ او خداى (وروستۍ موخه او د) اخرت (پاينې چارې) غواړي او خداى ناماتى حكيم دى .( انفال/۶۷)
 پېغمبر اکرم ،چې د برائت د سورت اعلانولو ته له حضرت علي سره يوه ډله ولېږله ؛نو ورته يې وویل :څوک حق نه لري ځان تسليم کړي، بې له دې،چې سخت ټپي شوى وي . ( کافي  ٥/ ٣٤) . 
 حضرت علي : که څوک بې له سخت ټپي کېدو تسليم شو؛نوله بيت الماله به يې فديه ور نه کړه شي؛نو بيا يې د کورنۍ خوښه،چې ازادوي يې که نه . (کافي ٥/٣٤) .

له بنديانو سره د پېغمبر اکرم چلن

 خداى پېغمبر اکرم ته دنده ورکړې وه،چې په خپله نېغ په نېغ له بنديانو سره خبرې وکړه، لارښوونه ورته وکړه اوهيلمن يې کړه .
((يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ قُل لِمَن فِي أَيْدِيكُم مِنَ الْأَسْرَى‏ إِن يَعْلَمِ اللّهُ فِي قُلُوبِكُمْ خَيْرَاً يُؤْتِكُمْ خَيْراً مِمَّا أُخِذَ مِنكُمْ وَيَغْفِر لَكُمْ وَاللّهُ غَفُورٌ رَحِيمٌ ( انفال/۷۰) =پېغمبره!هغو بنديانو ته چې ستاسې په لاس كې دي،ووايه :((كه خداى پوه شي،چې ستاسې په زړونوكې څه خير شته (او پاك نيتونه ولرئ؛نو) څه چې له تاسې اخستل شوي،تر هغه به غوره دركړي او تاسې به وبښي او خداى ډېر بښونكى او لورين دى .))
د اسلام دا ډول کړنلار د کفارو جنګياليو بنديانو ته شخصيت ورکول دي . 

هو! ګورئ،چې اسلام څومره ښکلى دين دى،چې ان د پېغمبر اکرم پرخلاف جګړې هم د بېرته راستنېدو او الهي مغفرت د لاس ته راوړو مخنيوى نه کوي ،بنديانو ته وايي : (يَغْفِر لَكُمْ). اسلام ته ګورئ،چې د مخالف جنګيالي بندي ته د خېر،رحمت او مغفرت خبرې کوي . اسلام ته ګورئ،چې بايد د پېغمبر اکرم لور يې د روژه ماتي پر مهال خپل روژه ماتى مسکين ته ورکوي . ((وَيُطْعِمُونَ الطَّعَامَ عَلَى‏ حُبِّهِ مِسْكِيناً وَيَتِيماً وَأَسِيراً= (انسان /٨)او (خپل) خواړه سره له دې،چې خوښېږي يې (او ورته اړتيا لري)، د خداى په پار "مسكين" او "يتيم" او "بندي" ته وركوي .)) اسلام څومره ښه دين دى،حضرت علي چې ‏د سجدې پر حال د جومات په محراب کې په حرامه مياشت کې دعبادت په حال کې پر زهرجنه توره ووهل شو؛نو د هغه په باب يې وويل : دا وژونکى بندي کړئ،خواړه ورکړئ،اوبه ورکړئ او په بند کې ورسره ښه چلن وکړئ . (ميزان الحکمه) .

له مخالفانو سره د پېغمبراکرم چلن[سمول]

 خداى خپل پېغمبر ته حکم ورکوي : (( وَإِن جَنَحُوا لِلسَّلْمِ فَاجْنَحْ لَهَا وَتَوَكَّلْ عَلَى اللّهِ إِنَّهُ هُوَ الْسَّمِيعُ الْعَلِيمُ( انفال/۶۱) = [ او كه كفار سولې (او روغې) ته لېوالتيا وښيي؛نو ته هم سولې ته لېوالتيا وښيه او پر خداى توكل وكړه!(ځکه) چې په حقيقت يوازې هغه اورېدونكى (او) ښه پوه دى . ))
البته د انفال د سورت په ٥٨ آیت کې راغلي :  (( وَإِمَّا تَخَافَنَّ مِن قَوْمٍ خِيَانَةً فَانْبِذْ إِلَيْهِمْ عَلَى‏ سَوَاءٍ إِنَّ اللّهَ لاَيُحِبُّ الْخَائِنِينَ (انفال/۵۸) =[ اوكه (د كومې نښې په راښكارېدو) د كومې ډلې له خيانته ډارېدې (چې ژمنه يې ماته کړې او ناببره بريد كوي)؛نو پر ښکاره يې تړون ورمات کړه؛ځكه خداى خائنان نه خوښوي .]

دا قرآن دى،چې وايي : (( قُلْ يَا أَهْلَ الْكِتَابِ تَعَالَوْا إِلَى‏ كَلِمَةٍ سَوَاءٍ بَيْنَنَا وَبَيْنَكُمْ أَلاَّ نَعْبُدَ إِلَّا اللّهَ وَلاَ نُشْرِكَ بِهِ شَيْئاً وَلاَ يَتَّخِذَ بَعْضُنَا بَعْضاً أَرْبَاباً مِنْ دُونِ اللّهِ فَإِن تَوَلَّوا فَقُولُوا اشْهَدُوا بِأَنَّا مُسْلِمُونَ (آل عمران/٦۴)= ورته ووايه : ((کتابيانو ! راځئ زموږ او ستاسې ترمنځ په منل شوې خبرې پسې ولاړ شو:)) اوهغه دا چې يوازې ((الله)) ونمانځوو او هېڅ څيز ورسره سيال ونه ګڼو او له موږ دې هېڅوك د ((الله)) پرځاى څوك پر ربوبيت نه نيسي؛ نو كه ( له دې وړانديزه) يې مخ واړاوه،ورته ووايئ : ((شاهدان وسئ چې موږ خو مسلمانان يو (نه تاسې).))

 په يوبل آيت کې وايي : د مخالفينوله هغو غونډو ځان لرې ساته،چې پکې بې منطقه او باطلې ویینې کېږي،کېداى شي هغوى خپله لاره واړوي .
((لِّكُلِّ نَبَإٍ مُّسْتَقَرٌّ وَسَوْفَ تَعْلَمُونَ(انعام/۶۷) = [هرخبر (چې خداى دركړى؛ نو يو) ټاكلى وخت لري( او پخپله وعده تر سره كېږي) او ډېر ژر به پوه شئ.)) 
 پېغمبر اکرم به د مخالفينو خبرو ته داسې غوږ نيوه،کفارو به فکر کاوه،چې پېغمبر ژرباورى دى (وَيَقُولُونَ هُوَ أُذُنٌ- توبه/ ٦١)؛خو په عمل کې یې کله هم د خبرو تر اغېز لاندې نه  راته . 
 د مبارزې لپاره يې له هر راز پوځي ‏امکاناتو ګټه اخسته،د غشي ايشتنې زده کړه يې ځوانانو ته  اړينه ګڼله او په دې باب يې سيالۍ ايښوولې او ګټل او بایلل يې پکې جاېز ګڼل،ویل يې: ددې يو غشي په پار،چې ددښمن په لور ايشتل کېږي؛نو هم يې ايشتونکى،هم يې پلورونکى،هم يې پېرونکى جنت ځي،چې د اسلام سرتېرو ته يې ورکړي . 
ګورو،چې پېغمبراکرم د منافقانوجومات ورانوي او چې د تبوک د جګړې پر مهال خبر شو،چې یوه ډله منافقان په يوه کور کې راټول شوي او دسیسه جوړوي؛نو کور يې پرې ور ويجاړ کړ .
پېغمبراکرم له منافقينو سره په تريو تندي او سختۍ چلېده او د منافق د مړي جنازه يې نه کوله .
((وَلاَ تُصَلِّ عَلَى‏ أَحَدٍ مِنْهُم مَاتَ أَبَداً وَلاَتَقُمْ عَلَى‏ قَبْرِهِ إِنَّهُمْ كَفَرُوا بِاللّهِ وَرَسُولِهِ وَمَاتُوا وَهُمْ فَاسِقُونَ (توبه / ٨٤) = (( د هغوى پر يوه مړي هم هېڅكله (د جنازې) لمونځ مه كوه او مه يې ( د دعا او بښنې لپاره ) پر قبر درېږه؛ ځكه هغوى پر خداى او پېغمبر يې كافران شوي دي او د سرغړاندۍ په حال كې مړه شوي دي .))

ناغېړۍ ‏او بې پروایي‏ یې په لار کې ځاى نه درلود. ابولهب د پېغمبراکرم تره و؛خو د المسد سورت يې په هکله نازل شو. هو! په لار کې د څاه ايستونکي لاس بايد پرې شي،ان که د پېغمبر تره وي . په دې آیت کې خداى دا خبره سپينه کړې،چې پېغمبر او مؤمنان حق نه لري مشرکانو ته دعا وکړي ،چې که مشرکان يې خپلوان هم وي .

((مَا كَانَ لِلنَّبِيِّ وَالَّذِينَ آمَنُوا أَن يَسْتَغْفِرُوا لِلْمُشْرِكِينَ وَلَوْ كَانُوا أُوْلِي قُرْبَى‏ مِن بَعْدِ مَاتَبَيَّنَ لَهُمْ أَنَّهُمْ أَصْحَابُ الْجَحِيمِ(توبه / ١١٣)= له پېغمبر او مؤمنانو سره دا وړ نه وه، چې مشركانو ته،که څه هم خپلوان يې وي (له خدايه) بښنه وغواړي، حال داچې ورڅرګنده شوې ده،چې هغوى دوزخيان دي .)) 
 په ډېرو آېتونو کې خداى خپل پېغمبر ته تسل ورکړى،چې د دښمن دسيسه او کوښښ دې نهيلى نه کړي،پر کړخت يې سترګې پټې کړه او پر خداى توکل وکړه . 
((وَلاَ تُطِعِ الْكَافِرِينَ وَالْمُنَافِقِينَ وَدَعْ أَذَاهُمْ وَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ وَكَفَى‏ بِاللَّهِ وَكِيلاً (احزاب/ ٤٨ ) = (( او د كافرانو او منافقانو(حكم) مه منه او ربړ(ونې) يې ناليدې وګڼه (او ترې تېر شه) پر خداى توكل وكړه او د خداى چارسازي بس ده.))

کله هم مه غمجنېږه او چلونو ته یې مه وارخطا کېږه :

(( وَاصْبِرْ وَمَا صَبْرُكَ إِلَّا بِاللَّهِ وَلاَ تَحْزَنْ عَلَيْهِمْ وَلاَ تَكُ فِي ضَيْقٍ مِّمَّا يَمْكُرُونَ(نحل/ ١٢٧) = (( او صبر وكړه او ستا صبر دې يوازې خداى ته او د خداى په توفيق وي او(د چارو) له امله يې مه خپه كېږه او مه يې پر دسيسو زړه تنګى كېږه.)) 
 موږ دې د دښمن له ټولوپټواو ښکاره نقشوخبر يو :((فَلاَ يَحْزُنكَ قَوْلُهُمْ إِنَّا نعْلَمُ مَا يُسِرُّونَ وَمَا يُعْلِنُونَ ( يس/ ٧٦) = (( نو پر خبرو يې مه خپه كېږه، بېشكه چې موږ ته يې ټول پټ او ښكاره معلوم دي .)) 
 ستا دنده صبر او تسبيح ده :
(( فَاصْبِرْ عَلَى‏ مَا يَقُولُونَ وَسَبِّحْ بِحَمْدِ رَبِّكَ قَبْلَ طُلُوعِ الشَّمْسِ وَقَبْلَ الْغُرُوبِ( ق/٣٩) = (( نو چې څه وايي،صبر پرې وكړه او تر لمر ختو او لمر پرېوتو مخكې د خپل پالونكي تسبيح او ستاېنه ووايه.)) 
يوه ورځ د پېغمبر اکرم يوه دښمن راغى او د ((اسلام عليک)) پرځاى يې وويل: ((اسام عليک))؛يعنې مرګ دې پر تا وي او پر ډېرې بې ادبۍ يې دا خبره څو ځل وکړه؛خو سره له دې چې پېغمبراکرم د غچ اخستو ته پوره ځواک درلود؛خو ځواب يې يوازې ((عليک)) و،هلته ځينې ناست کسان ډېر زيات خپه شول؛ نو پېغمبراکرم  ته يې وويل : ولې دې ددې دومره سپکاوي ځواب ورنه کړ؟! ویې ويل : د هماغې ((عليک)) پر ټکي مې ځواب ورکړ؛يعنې پر تادې وي .(کافي٢/٥) 
 د اسلام دښمنان په ډول ډول قالبونوکې دي :ځينې د بې خبرۍ له امله مخالفت کوي؛خو له مسلمانانو او اسلامي نظام سره کار نه لري . ځينې اوازو او تبليغاتو تېرايستي دي .ځينې د خپلو ګټو خونديېنې ته مخالفت کوي او له خپلې کږلارۍ لاس نه اخلي .ځينې د ستر ځواکوو له وېرې له مسلمانانو سره نه يوځاى کېږي . ځينې د اړنګ - شک له امله پرمختګ نه کوي .ځينې يوه ورځ تړون تړي او بله ورځ د خپلو ګټو له امله له تاوانه د تېښتې لپاره هماغه تړون لتاړي .ځينې نېغ په نېغه پر اسلام بريد کوي .ځينې خاینان دي او تاريخ لووى-شاهد دى،چې ددې خلکو ايمان راوړل له هماغه پیله  دسيسه وه . 

اسلام ددې هرې ډلې لپاره حکم لري؛نو ځکه په آيتونو او روايتونو کې ډول ډول احکام ليدل کېږي،چې دا د اسلامى عالمانو کار دى،چې را و يې باسي اوخلکو ته يې اعلان کړي .

 دلته د قرآن د تعبيرونو څو بېلګې را اخلو: 
کله به منافقينود پېغمبراکرم وخت نيوه اوخيال يې کاوه،چې تبليغ يې کړى دى او په دې ګومان ول،چې پېغمبراکرم يې پر ټولو خبرو باور کړى دى،چې دې ډلې بې له دې کاره بل کار نه درلود،قرآن یې په هکله وايي :

((وَيَقُولُونَ هُوَ أُذُنٌ قُلْ أُذُنُ خَيْرٍ لَكُمْ- توبه /۶۱) هغوى وايي ،چې ته راته غوږ يې،ورته ووايه :ستاسې خبرو ته زما غوږ نيول ستاسې پرګټه دي .))

 يوه بله ډله وه،چې  بې له خبرو يې خلک هم بې لارې کول او د خداى له لارې یې منع کول،چې ددې ډلې حساب سخت دى . 
  درېمه ډله ځان ته ځالې جوړوي او د ضرار جومات جوړوي،چې د جومات په نوم پکې راټول شي،چې خپل نمښت -انکار او هڅو ته سازماني او تشکيلاتي بڼه ورکړي او د خلکو د تېرايستو لپاره ان پېغمبر اکرم ته بلنه ورکوي،چې راشه او دا جومات پرانځه او داسې ډلې د اسلامي ټولنې په زړه کې ځاله جوړوي؛نو پېغمبر اکرم ورسره انقلابي چلن وکړ او جومات يې ورړنګ کړ. 
 ځينوبه هر وخت خپل تړونونه ماتول .

((إِنَّ شَرَّ الدَّوَابِّ عِنْدَ اللّهِ الَّذِينَ كَفَرُوا فَهُمْ لاَيُؤْمِنُونَ( انفال/۵۵) =بېشكه د خداى په نزد بتر خوځنده هغوى دي،چې كافران شوي دي او ايمان نه راوړي . ))

((الَّذِينَ عَاهَدتَّ مِنْهُمْ ثُمَّ يَنقُضُونَ عَهْدَهُمْ فِي كُلِّ مَرَّةٍ وَهُمْ لاَيَتَّقُونَ ( نفال/۵۶)= هماغوى چې درسره يې ژمنه وكړه؛خو هر ځل خپله ژمنه ماتوي او( د وعدې  ماتولو او خيانت ) څه پروا نه لري .))

خوځينې دي،چې له شا څخه ملاتړ کوي او په اسلام پسې يې راخستې ده ،چې قرآن یې په هکله وايي :

(( فَإِمَّا تَثْقَفَنَّهُمْ فِي الْحَرْبِ فَشَرِّدْ بِهِم مَنْ خَلْفَهُمْ لَعَلَّهُمْ يَذَّكَّرُونَ ( انفال/۵۷)=[ اوكه دوى د جګړې (په ډګر) كې په لاس درشي؛نو داسې بريد پرې وكړه،چې ورپسې لارويان يې خپاره واره شي (او خپل حواس بايلي) ښايي عبرت واخلي .))

خو د لاسوندونو-شواهدو په رڼا کې،هغوى چې د خيانت قصد لري؛ نو قرآن یې په هکله وايي :

(( وَإِمَّا تَخَافَنَّ مِن قَوْمٍ خِيَانَةً فَانْبِذْ إِلَيْهِمْ عَلَى‏ سَوَاءٍ إِنَّ اللّهَ لاَيُحِبُّ الْخَائِنِينَ(انفال/۵۸)=((اوكه (د كومې نښې په راښكارېدو) د كومې ډلې له خيانته ډارېدې (چې ژمنه يې ماته کړې او ناببره بريد كوي)؛نو پر ښکاره يې تړون ورمات کړه؛ځكه خداى خائنان نه خوښوي. ))

هو! په مهمو پوځي ‏او ټولنيزو چارو کې مسلمانان بايد مخکې تر مخکې چمتووالى ولري،همداچې و یې ننګېرل څوک خيانت کوي؛نو تر خيانته مخکې دې لستوڼي بډ وهي (وَإِمَّا تَخَافَنَّ مِن قَوْمٍ خِيَانَةً)؛نو چې تړون مات کړي؛نوکه ته يې هم ورسره مات کړې؛نودا خبره له عدالت سره سمون خوري او پر تړون ژمنه تر هغې په کار ده،چې له دسيسې وېره نه وي؛خو همداچې د خيانت او دسيسې ننګېرنه‏ وشو؛نو ځاى پر ځاى بايد مقابل لوري ته د تړون د ما تېدواعلان وشي .

له مشرکانو سره د پېغمبراکرم چلن[سمول]

 مشرکانو له رسول الله وغوښتل،چې يا د بوتانو درناوى وکړي او يا دې ورته يو کلن مهلت ورکړي،چې بيا هم د يو کال لپاره د بوتانوعبادت وکړي،نږدې ول،چې پېغمبر اکرم ورسره خوښي وښيي؛خو خداى پر غوږ  وواهه . قرآن وايي : (( وَإِن كَادُوا لَيَفْتِنُونَكَ عَنِ الَّذِي أَوْحَيْنَا إِلَيْكَ لِتَفْتَرِيَ عَلَيْنَا غَيْرَهُ وَإِذاً لَاتَّخَذُوكَ خَلِيلاً ( اسرا/۷۳) = [ نژدې وه،چې دوى تا (پخپلو وسوسو سره) له هغه څه راواړوي،چې موږ تا ته وحې كړې ده،چې ته له هغه (قرآن) پرته (يو بل څه په دروغو) په موږ پورې وتړې؛نو هله يې ته په دوستۍ نيوې.]

((وَلَوْلاَ أَن ثَبَّتْنَاكَ لَقَدْ كِدتَّ تَرْكَنُ إِلَيْهِمْ شَيْئاً قَلِيلاً ( اسرا/۷۴) = اوكه ته موږ (پرحق باندې) ټينګ كړى نه واى (او دعصمت د مقام په رڼا كې له بې لارۍ خوندي شوى نه وې؛نو) نژدې وه،چې لږ څه به د هغولوري ته ورمات شوى وې . ))

((إِذاً لَأَذَقْنَاكَ ضِعْفَ الْحَيَاةِ وَضِعْفَ الْمَمَاتِ ثُمَّ لاَ تَجِدُ لَكَ عَلَيْنَا نَصِيراً (اسرا/۷۵) = (كه داسې دې كړي واى؛نو ) موږ به پر تا په دنيا كې (د مشركانو) د مجازاتو د دوه ګرايه او ترمرګ وروسته هم (د هغوى د مجازاتو) د دوه ګرايه عذاب خوند څكلى واى،بيا به دې زموږ پر وړاندې ( د عذاب د لرې كولو لپاره) كوم مرستندوى نه واى موندلى. ]

 د پېغمبر اکرم خوى بايد له دې آېتونو راوايستل شي : 

کفارو تر ټولو ستر مقام د راجذبولو هڅه هم درلوده،الهي مشران بايد هوښيار وي،چې له اصولو د پر شا تګ پر بيه اړيکې ارزښت نه لري. خداى په حساسو شېبو کې خپل اولياء ساتي او که د خداى پام او ساتنه نه وي ؛نو د پېغمبرانو عصمت هم د ټېنګې نه دى .

انبياء بايد غوڅ ‏اونفوذ نه منونکي وي .پوټى کوږوالی هم له پېغمبرانو د منلو وړ نه دى . خداى هم پېرزوېنه لري اوهم غضب،چې د پېغمبر په څېر انسان ته د نورو په پرتله دوه ګرایه عذاب ورکوي او يوازې له کفارو سره لږ څه خوښي ښوول،هغه د تل لپاره له الهي نصرته بې برخې کوي(ثُمَّ لاَ تَجِدُ لَكَ عَلَيْنَا نَصِيراً) او پردې خبره هم پوهېدل پکار دي،چې دښمن پرلږه خوښ نه دى . 
 قرآن وايي : ((وَلَنْ تَرْضَى‏ عَنكَ الْيَهُودُ وَلاَ النَّصَارَى‏ ان‏ تَتَّبِعَ مِلَّتَهُمْ قُلْ إِنَّ هُدَى اللّهِ هُوَ الْهُدَى‏ وَلَئِنِ اتَّبَعْتَ أَهْوَاءَهُم بَعْدَ الَّذِى جَاءَكَ مِنَ الْعِلْمِ مَا لَكَ مِنَ اللّهِ مِنْ وَلِيٍّ وَلاَ نَصِيرٍ( بقره/۱۲۰) =او يهود او نصارا به هېڅكله درڅخه تر هغې خوښ نشي ترڅو(په بشپړ ډول غوښتنو ته يې غاړه كېنږدې او) د(اړول شوي) دين لاروي يې وكړې،ورته ووايه: ((يوازېنۍ لارښوونه،الهي لارښوونه ده.)) او كه تر پوهې وروسته په هيلو او غو ښتنو پسې يې ولاړ شې؛ نو د خداى له لوري به دې هېڅ دوست او مرستندوى نه وي .))

((وَدُّوا لَوْ تُدْهِنُ فَيُدْهِنُونَ ( قلم/۹) =هغوى هيله لري،چې كه ته څه نرمي وکړې،چې هغوى (هم) نرمي وكړي (؛داسې نرمي،چې د حق له بهيره څه كږليچ پكې وي) )) ((وَلاَ تُطِعِ الْكَافِرِينَ وَالْمُنَافِقِينَ وَدَعْ أَذَاهُمْ وَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ وَكَفَى‏ بِاللَّهِ وَكِيلاً (احزاب /٤٨) = او د كافرانو او منافقانو(حكم) مه منه او ربړ(ونې) يې ناليدې وګڼه (او ترې تېر شه) پرخداى توكل وكړه او د خداى چارسازي بس ده. ))

((وَلاَ تُصَلِّ عَلَى‏ أَحَدٍ مِنْهُم مَاتَ أَبَداً وَلاَتَقُمْ عَلَى‏ قَبْرِهِ إِنَّهُمْ كَفَرُوا بِاللّهِ وَرَسُولِهِ وَمَاتُوا وَهُمْ فَاسِقُونَ (توبه /٨٤) = [پر يوه مړي يې هم هېڅكله (د جنازې) لمونځ مه كوه او مه يې ( د دعا او بښنې لپاره ) پرقبر درېږه؛ ځكه هغوى پر خداى او پېغمبر يې كافران شوي دي او د سرغړاندۍ په حال كې مړه شوي دي . ))

هو! له منافقانوسره منفي مبارزه پکار ده. د لمانځه له اړمه يې هڅونې‏او رټنې ‏ته ګټه واخلئ،د منافقانو د جنازې سپکاوى پکار دى؛البته د پېغمبر اکرم انقلابي چلن يوازې له قسم خوړليو منافقانو سره دى؛ هغوى چې ان پر اوښکو تويولو يې هم اعتبار نه دى پکار؛لکه د حضرت يوسف ورونه،چې ژړغوني خپل پلار ته راغلل، و يې ويل : يوسف لېوه وداړه .(يوسف /١۷) نه يې پر قسم اعتبار پکار دى،چې قسم یې سرغړونې ته يو ډال دى .

((اتَّخَذُوا أَيْمَانَهُمْ جُنَّةً فَصَدُّوا عَن سَبِيلِ اللَّهِ فَلَهُمْ عَذَابٌ مُهِينٌ(مجادله /١٦) = هغوى خپل قسمونه [لکه] ډال ګرځولي دي او (خلك يې) د خداى له لارې منع كړل؛نو له همدې امله سپكوونكى عذاب يې په برخه دى .))

 نه يې پر خبره اعتبار پکار دى،چې د هغوى خبرې ته چې پېغمبر هم حيرانوي (مَن يُعْجِبُكَ قَوْلُهُ- بقره / ٢٠٤) نه يې پر لمانځه اعتبار پکار دى، چې په ناغېړۍ یې کوي او نه يې پر زکات اعتبار پکار دى،چې په ناخوښۍ يې ورکوي .
 ((وَمَا مَنَعَهُمْ أَن تُقْبَلَ مِنْهُمْ نَفَقَاتُهُمْ إِلَّا أَنَّهُمْ كَفَرُوا بِاللّهِ وَبِرَسُولِهِ وَلاَ يَأْتُونَ الصَّلاَةَ إِلَّا وَهُمْ كُسَالَى‏ وَلاَ يُنفِقُونَ إِلَّا وَهُمْ كَارِهُونَ (توبه/ ٥٤) = [ او هېڅ شى د هغوى د نفقو د نه منلو لامل نشو؛خو داچې هغوى پر خداى او پېغمبر يې كافران شول او زړه ماتي نمانځه ته راځي او ( د خداى په لار كې ) په ناخوښۍ نفقه وركوي .))
  نه یې جومات جوړول منل کېږي؛ځکه جومات يې ضرار دى . منافقينو د لارې لرېوالى او د خلکو زوړوالى او کمزوري پلمه کړ او د پېغمبر اکرم د جومات پر وړاندې ‏يې جومات جوړ کړ،چې ددې جومات پر نوم په خلکو کې درز  واچوي او ان له آنحضرته يې وغوښتل،چې په دې جومات کې د پرانستيا لمومځ وکړي،چې دې جومات ته رسميت ورکړي،آيت راغى،چې ددې جومات د جوړونکيو موخه مسلمانانو ته زيان رسول دي،کله هم په دې جومات کې لمونځ و نه کړې او پېغمبر اکرم دا جومات ړنګ ‏کړ .

((وَالَّذِينَ اتَّخَذُوا مَسْجِداً ضِرَاراً وَكُفْراً وَتَفْرِيقاً بَيْنَ الْمُؤْمِنِينَ وَإِرْصَاداً لِمَنْ حَارَبَ اللّهَ وَرَسُولَهُ مِن قَبْلُ وَلَيَحْلِفُنَّ إِنْ أَرَدْنَا إِلَّا الْحُسْنَى‏ وَاللّهُ يَشْهَدُ إِنَّهُمْ لَكَاذِبُونَ (توبه / ١٠٦) = [ او(له هغوى يوې بلې ډلې) يو جومات جوړ كړ،چې (مسلمانانو ته) زيان ورسوي او كفر (غښتلى) كړي او په مؤمنانو كې بېلتون واچوي او هغه چا ته ((څارځى)) وي،چې تر دې مخكې يې د خداى او د هغه د پېغمبر پر خلاف په مبارزه لاس پورې كړې دى (؛نو ) هغوى سخت قسمونه خوري،چې: (( موږ خو د نېك ( كار او چوپړ) په نيت ( دا جومات جوړكړى دى))؛ خوخداى شاهدي وركوي،چې هغوى بيخي دروغجن دي .))

 په زړه پورې خو دا ده،چې د منافقينو مشر او ددې جومات جوړونکى د حضرت حنظله (رض) پلار؛ابوعامر و. حضرت حنظله(رض) هماغه ځوان صحابي و،چې د واده پر شپه يې بې له غسل کولو د واده کوټه پرېښووه،جګړې ته ولاړ او شهيد شو،چې آنحضرت (ص) یې په هکله وویل : ((هغه ته پرښتوغسل ورکړ.)) 

له عادي کفارو و منافقانو سره د پېغمبر اکرم چلن[سمول]

له دې خلکو سره د پېغمبر(ص) چلن په ګوزاره کولو ولاړ و. قرآن،آنحضرت ته وايي : که کوم مشرک درنه پناه او امان وغوښت ؛نو ور يې کړه،چې د خداى کلام واوري او بيا هغه د امن ځان ته ورسوه ؛ ځکه هغوى ناپوهه ډله ده او کېداى شي د آيتونو او مينې په ليدو ایمان راوړي؛ځکه اسلام د ښیون - هدايت دين دى او د هغه ايمان پلوى دى ، چې بنسټ يې فکر،تدبر، ټاکنه اوخپله خوښه وي؛نه هغه ايمان،چې د وېرې له امله وي؛نوځينو ته بايد وخت ورکړ شي؛ځکه د ډېرو ايمان نه راوړل يې د ځېل له امله نه وي؛بلکې له دې امله وي،چې موږ نه وي ور رسولاى . 

هو! پام مو وي،چې اسلام هغوى ته،چې د ښیون احتمال يې وي،د څېړنې او فکر وخت ورکوي .

 کوم  ښوونځى،چې سول-منطق لري؛نو بيړه نه کوي او پردې سربېره اسلام حکم کوي : هغوى چې له تاسې امان غوښتې؛نو په امن کې يې کور ته ورسوئ،چې ماغزه يې څيړنې او فکر ته آرام وي . 
هو! کله ددې خلکو په هکله ځاى دومره نري ټکي ته رسي،چې ان له پېغمبراکرمه هم دا حق اخستل کېږي،چې خپلو کږلاريو خپلوانو ته دعا وکړي .

((مَا كَانَ لِلنَّبِيِّ وَالَّذِينَ آمَنُوا أَن يَسْتَغْفِرُوا لِلْمُشْرِكِينَ وَلَوْ كَانُوا أُوْلِي قُرْبَى‏ مِن بَعْدِ مَاتَبَيَّنَ لَهُمْ أَنَّهُمْ أَصْحَابُ الْجَحِيمِ (توبه/١١٣) = [ له پېغمبر او مؤمنانو سره دا وړ نه وه، چې مشركانو ته که څه خپلوان يې وي (له خدايه) بښنه وغواړي،حال داچې ورڅرګنده شوې ده،چې هغوى دوزخيان دي .))

پېغمبر اکرم ته دنده ورکړه شوې وه،چې ان يوې شېبې ته هم له خپل دښمن سره جوړجاړى ونه لري .

 خداى خپل رسول ته وویل : ټول عزت له خداى سره دى :(فَإِنَّ الْعِزَّةَ لِلّهِ جَمِيعاً - نساء /١٣٩) . ټول ځواکونه دهغه دي :( أَنَّ الْقُوَّةَ لِلّهِ جَمِيعاً – بقره/ ١٦٥)  ورته يې وویل : پر هغه توکل وکړه ؛نوڅوک به هېڅ تاوان در ونه رسوي ( فَلَن يَضُرُّوكَ شَيْئًا) په غوڅه ورته داخبره وکړه،چې خپل کار مې د خپل ځان لپاره او ستاسې د خپل ځان لپاره دى (لِي عَمَلِي وَلَكُمْ عَمَلُكُمْ - يونس/٤١) دومره پرېکندتوب يې درلود،چې نه يې په خپله او نه يې يارانو حق درلود،چې مشرکو خپلوانو ته دعا وکړي . (توبه/١١٣) . 

له ګوندونوسره د پېغمبراکرم چلن[سمول]

 سره له دې،چې پېغمبر اکرم ټولو ته د رحمت سرچينه وه؛خو خداى ورته وایي،چې څنګه له مخالفينو او هغوى چې په لار کې کويان باسي،چلن ولرې  

((ا أَيُّهَا النَّبِيُّ جَاهِدِ الْكُفَّارَ وَالْمُنَافِقِينَ وَاغْلُظْ عَلَيْهِمْ وَمَأْوَاهُمْ جَهَنَّمُ وَبِئْسَ الْمَصِيرُ (توبه/۷۳)=پېغمبره ! له كافرانو او منافقانو سره جهاد او سخت چلن وكړه، ورتګ يې جهنم ته دى،چې خورا ناوړه هستوګنځى دى!))

 قبرونوته يې مه ورځه اوجنازه يې مه کوه : (( وَلاَ تُصَلِّ عَلَى‏ أَحَدٍ مِنْهُم مَاتَ أَبَداً وَلاَتَقُمْ عَلَى‏ قَبْرِهِ إِنَّهُمْ كَفَرُوا بِاللّهِ وَرَسُولِهِ وَمَاتُوا وَهُمْ فَاسِقُونَ ( توبه / ٨٤) =پر يوه مړي يې هم هېڅكله (د جنازې) لمونځ مه كوه او مه يې ( د دعا او بښنې لپاره ) پر قبر درېږه؛ځكه هغوى پر خداى او پېغمبر يې كافران شوي دي او د سرغړاندۍ په حال كې مړه شوي دي .))

د (( لا تتبع)) په حکم یې ورته وویل،چې ‏لاروي یې مه کوه او هم يې ورته وویل : (اعرض) ؛يعنې مخ ترې واړوه او د پېغمبراکرم د تسل لپاره يې وویل ،چې د خداى تسبيح کوه،پرې توکل کوه؛نو نصرت به درکړم .

که يوه ورځ هغوی پېغمبر د خپلو بېځايه ازار خنډ ګاڼه؛خو داسې وخت به راشي،چې د همدې پېغمبر شتون به پرې د الهي عذاب د نه راتګ لامل شي . ((وَمَا كَانَ اللّهُ لِيُعَذِّبَهُمْ وَأَنْتَ فِيهِمْ وَمَا كَانَ اللّهُ مُعَذِّبَهُمْ وَهُمْ يَسْتَغْفِرُونَ(انفال /٣٣) = خو (پېغمبره!) څو ته يې په منځ كې يې (؛نو) خداى يې نه په عذابوي او (همداراز) تر هغه چې بښنه غواړي؛خداى به يې عذابونکى نه وي . ))

که په يوه وخت کې کفارو د سولې پر مهال حضرت على دې ته پرېښنود، چې د پېغمبراکرم له نوم سره د "رسول الله" ټکى وليکل شي؛ نو د خداى آیت د "محمد رسول الله" له –غونډلې جملى سره را نازل شو، چې همدا قرآن ميليونونو خلکو ولوست .

((فَإِنَّ مَعَ الْعُسْرِ يُسْراً . إِنَّ مَعَ الْعُسْرِ يُسْراً(الشرح/۵ ،۶) ‏=نو په حقيقت كې له (هرې) سختۍ سره اسانتيا شته.په واقع كې له (هرې) سختۍ سره اسانتيا شته.)) په زړه پورې خو داده،چې د "عسر" ټکى،چې د سختۍ پر مانا دى، ١٢ځلى په قرآن کې راغلى او د "يسر" ټکى ،چې د هوسايې پر مانا دى، ٣٦ځل راغلى دى .

له اشرارو سره د پېغمبراکرم چلن ==[سمول]

 يوه ډله مشرکان له مکې څخه مدينې ته راغلل،ايمان يې راوړ؛خو دا چې ناروغ ول؛نود پېغمبر اکرم په حکم له مدينې بهر ښه هوا لرونکې سيمې ته واستول شول او چې د زکات او د اوښانوله شيدو هم ګټه واخلي؛خوهمداچې روغ شول؛نومسلمانان شپاڼه يې ونيول،پښې او لاسونه يې ترې غوڅ کړل،سترګې يې ترې وايستې،چې بيا د خداى رسول حکم ورکړ،چې و يې نيسئ او هماغه ورسره وکړئ،چې له مسلمانو شپڼوسره يې کړي ول . 

خدای وایي : (( إِنَّمَا جَزَاءُ الَّذِينَ يُحَارِبُونَ اللّهَ وَرَسُولَهُ وَيَسْعَوْنَ فِي الْأَرْضِ فَسَاداً أَن يُقَتَّلُوا أَوْ يُصَلَّبُوا أَوْ تُقَطَّعَ أَيْدِيهِمْ وَأَرْجُلُهُم مِنْ خِلاَفٍ أَوْ يُنفَوْا مِنَ الْأَرْضِ ذلِكَ لَهُمْ خِزْيٌ فِي الدُّنْيَا وَلَهُمْ فِي الْآخِرَةِ عَذَابٌ عَظِيمٌ ( مایده/۳۳) = [ هغوى چې د خداى او د هغه له استازي سره جنګېږي او په ځمكه كې د فساد خپرولو هڅې كوي (او د خلكو پر ځانو،مالونو او ناموس وسله وال تېرى كوي)؛نو سزا يې داده،چې ووژل شي يا پر دار وځړول شي، يا يې [ښى] لاس (څلور ګوتې) او (کيڼه) پښه تېروبېرغوڅې شي او يا له وطنه وشړل شي؛دا خو يې په دنيا كې رسوايي ده او په آخرت كې ورته لويه سزا ده .]

 هو! د ټولنې سمونې ته له خبرو او نصيحت سره له زوره هم کار اخستل پکار دي؛نو داچې د اشرارو جنايتونه توپير لري؛نو ډول ډول سزاګانې هم ورته وضع شوي دي،چې واک اواختيار یې د اسلامي واکمن په لاس کې دى ،چې د جنايت له مقدار سره سم ورټاکل کېږي . 
 روايتونه وايي،چې که څوک پر وسله د چا پر مال،ځان او ناموس ګواښ وکړي؛نو دا سزا پرې پلي کېږي او له ټولو خو مهمه خبره داده،چې قرآن دا ډول خلک له خداى سره جګړه کوونکې ګڼي،چې د پښې اولاس له غوڅولو یې مراد د څلورو ګوتوغوڅول دي .که په دې آيت کې د رحيم خداى له لورې د رحمت پېغمبر ته د اشرارو د وژولو حکم ورکړ شوى دى؛نو ځکه دى،چې د الهي نظام راپرزول او د عمومي امنيت خرابول هغه څه نه دي،چې پر خبرو او استازي ورلېږلو هوار کړاى شي . 
 د اسلام په دين کې د بينات (څرګندې معجزې )،کتاب،اسماني قانون او ميزان ترڅنګه،چې د قسط اوعدالت نښه ده د اوسپنې خبره نوموتې-مطرح ده؛يعنې لومړى خبره او بيا زور . 

هو! له اشرارو سره،چې د عدالت د پراختيا مخه نيسي؛نو بې له اوسپنې،چې د ځواک او پرېکندتوب نښه ده،په بل هېڅ څیز نه سمېږي . که د حديد سورت ٢٥ آيت ته وکتل شي؛نو پوه به شو،چې که چا ته دنده ورکوو؛نو ورته د کار وسايل هم ورکول پکار دي .

((لَقَدْ أَرْسَلْنَا رُسُلَنَا بِالْبَيِّنَاتِ وَأَنزَلْنَا مَعَهُمُ الْكِتَابَ وَالْمِيزَانَ لِيَقُومَ النَّاسُ بِالْقِسْطِ وَأَنزَلْنَا الْحَدِيدَ فِيهِ بَأْسٌ شَدِيدٌ وَمَنَافِعُ لِلنَّاسِ وَلِيَعْلَمَ اللَّهُ مَن يَنصُرُهُ وَرُسُلَهُ بِالْغَيْبِ إِنَّ اللَّهَ قَوِيٌّ عَزِيزٌ( حدید/۲۵) = په يقين (موږ) خپل استازي له څرګندو دلايلو سره ولېږل او ورسره مو (اسماني) كتاب او تله (له باطله د حق پېژندنه او عادلانه قوانين) ولېږل،چې خلك پر انصاف ودرېږي او اوسپنه مو راكوزه كړه،چې پكې ډېر زور او د خلكو لپاره ګټې دي،چې خداى ته معلومه شي،چې څوك په پټه او له استازيو سره يې مرسته كوي؛په رښتيا خداى غښتلى ناماتى دى . ))

ټولنه درې ځواکونو ته اړتيا لري  :[سمول]

=== مقننه قوه : (أَنزَلْنَا مَعَهُمُ الْكِتَابَ) . قضائيه قوه : (الْمِيزَانَ لِيَقُومَ النَّاسُ بِالْقِسْطِ) . مجريه قوه : (أَنزَلْنَا الْحَدِيدَ). === == له پښېمانه خلکو سره دپېغمبر اکرم چلن == ((فَبِمَا رَحْمَةٍ مِنَ اللّهِ لِنتَ لَهُمْ وَلَوْ كُنتَ فَظّاً غَلِيظَ الْقَلْبِ لَانفَضُّوا مِنْ حَوْلِكَ فَاعْفُ عَنْهُمْ وَاسْتَغْفِرْ لَهُمْ وَشَاوِرْهُمْ فِي الْأَمْرِ فَإِذَا عَزَمْتَ فَتَوَكَّلْ عَلَى‏ اللّهِ إِنَّ اللّهَ يُحِبُّ الْمُتَوَكِّلِينَ ( آل عمران/۱۵۹)=[ خلكوته دالهي رحمت (په بركت)؛ نرم (او مهربان) شوى يې او كه توند خوىه او سخت زړى وې؛نوخلك درځنې خپرېدل؛نو له هغوى تېر شه او بښنه ورته وغواړه او په چاروكې ور سره مشوره وكړه؛ خو چې کله دې هوډ وکړ (؛نو پرېکنده وسه او) پر خداى توكل وكړه؛ځكه توكل كوونكي د خداى خو ښېږي . ))

  هغوى چې د احد په جګړه کې د مسلمانانو ماتې د خپلې تېښتې پايله ګڼله؛نو د پېښمانۍ په اور سوځېدل؛نو د پېغمبراکرم  په شاوخوا کې راټول شول ،بښنه يې وغوښته،چې حکم راغى : 

١_ هغه ظلم يې چې درباندى کړى؛نو ويې بښه (فَاعْفُ عَنْهُمْ) . هو! د اسلام د حکومت بنسټ پر مينه ايښوول شوى دى او سخت دريځه پرخلکو واکمني نشي کړاى . ٢_ له خدایه يې،چې کومه سرغړونه کړې؛نو ورته د مغفرت غوښته وکړه . (وَاسْتَغْفِرْ لَهُمْ ) . ٣_ سره له دې،چې د احد په جګړه کې ورسره مشورې ماتې رامنځ ته کړه؛خوداسې چارې دې بايد اړ نه کړي ،چې ورسره سلامشوره ونه کړې (وَشَاوِرْهُمْ فِي الْأَمْرِ) ؛ځکه چې سلامشوره زياتې ګټې لري ؛لکه : الف : خلکو ته تسل او ارزښت کول . ب: د استعدادونو زرغونېدل . ج: دوست له دښمنه پېژندل . د: غوره نظريه منل . ه : مينه زياتوي . و: له ځانځانۍ ژغورنه . ز: نورو ته عملي درس . ح : د بري پرمهال د نورو د حسادتونوله راپارېدو مخنيوى کوي . ط: د ماتې پرمهال د غم شريکو زياتېدل . دا خبره دې سپينه شي،چې سلامشوره له واحد حاکميت،پرېکندتوب او له توکل سره منافات نه لري؛نو ځکه د مشورې ترڅنګ حکم راغلى ، چې نهايي هوډ نيونه پر تا ده او بايد پرخداى توکل وکړې .

له مخالفو ګوندونوسره پر ورين تندي او پراخ سينه چلن[سمول]

خداى خپل رسول ته پراخه سينه ورکړې وه اوهم زغم،چې د خداى فرمان ورورسي (وَاصْبِرْ ان‏ يَحْكُمَ اللَّهُ- يونس /١٠٩) صبر وکړه،چې د صبرکونکیو ثواب نه ضايع کېږي.
((وَاصْبِرْ فإِنَّ اللَّهَ لاَ يُضِيعُ أَجْرَ الْمُحْسِنِينَ ( هود/١١٥) = [صبر وكړه (؛ځکه) چې  په حقيقت کې الله  د نېكانو اجر نه  لاهو كوي .))

صبر وکړه؛لکه مخکېنيو اولوالعزمه پېغمبرانو،چې صبر یې وکړ ((فَاصْبِرْ كَمَا صَبَرَ أُوْلُوا الْعَزْمِ مِنَ الرُّسُلِ- احقاف /٣٥ ) صبر وکړه ؛ځکه خداى به د صبر تر سيوري لاندې وده درکړي (وَلِرَبِّكَ فَاصْبِرْ- مدثر/٧ )

 صبر وکړه؛ځکه بې خبري به درباندې وخت راتنګ کړي،حضرت يونس صبر و نه کړ او د کب په ګېډه کې راګېر شو .(فَاصْبِرْ لِحُكْمِ رَبِّكَ وَلاَ تَكُن كَصَاحِبِ الْحُوتِ إِذْ نَادَى‏ وَهُوَ مَكْظُومٌ( قلم ،٤٨ )= نو(اوس چې داسې ده) د خپل پالونكي حکم ته دې صبر وكړه او د كب د خاوند[=يونس] په څېر كېږه مه، چې له ډېره غمه يې خداى وباله)) 
صبر وکړه؛ځکه له صابرانوسره کړې ژمنې مو غوڅې دي  : (( فَاصْبِرْ إِنَّ وَعْدَ اللَّهِ حَقٌّ فَإِمَّا نُرِيَنَّكَ بَعْضَ الَّذِي نَعِدُهُمْ أَوْ نَتَوَفَّيَنَّكَ فَإِلَيْنَا يُرْجَعُونَ (غافر/٧٧ )=نو (پېغمبره!) صبر وكړه، چې د خداى وعده رښتينې ده او كه  موږ تا ته د هغه عذاب يوه برخه وښيو،چې موږ يې له هغو سره وعده كوو يا (له عذابه مخكې يې) ستا(ساه) پوره واخلو؛نو (مهمه نه ده؛ځكه) يوازې زموږ لوري ته راګرځول كېږي .)) 

هم د ناوړه خبرو پر وړاندې،هم د تورونو؛ملنډو او سپکاويو پر وړاندې اوهم د ناروا کړنو پر وړاندې صبر وکړه. ((اصْبِرْ عَلَى‏ مَا يَقُولُونَ ( ص/۱۷) = په خبرو يې صبر وكړه.))

((وَاصْبِرْ عَلَى‏ مَا يَقُولُونَ وَاهْجُرْهُمْ هَجْراً جَمِيلاً =او (دښمنان) چې څه وايي، صبر پرې وكړه او په ښه توګه ترې لرې شه .))

داچې د مخالفانو د خبرو پر وړاندې څلورځل د صبر  حکم راغلى دى (فَاصْبِرْ عَلَى‏ مَا يَقُولُونَ -ق ٣٩) ؛نو جوتېږي،چې تر هر څه زيات پېغمبر اکرم بېځايه پلمو،پېغورونو،تبليغاتو،او اوازو او بې ځايه تمو کړاوه .

د صبر لاملونه[سمول]

د هغو ټولو اوازو،منفي تبليغاتو؛بې ځايه تمو،کږلاريو او تورونو پر وړاندې څه شي د پېغمبراکرم سينه پراخه کړې وه اوصبر يې درلود ؟
قرآن ته چې وکتل شي؛نو ليدل کېږي،چې خداى له ډول ډول لارو د هر راز پېښو پر وړاندې خپل پېغمبر ته صبر ورکړ،چې موږ هم څو بېلګې راخستې دي . 
وعده يې ورکړه،چې دين به يې پر ټولو دينونو برلاسى شي،که څه مشرکان ونه غواړي  :
(( هُوَ الَّذِي أَرْسَلَ رَسُولَهُ بِالْهُدَى‏ وَدِينِ الْحَقِّ لِيُظْهِرَهُ عَلَى‏ الدِّينِ كُلِّهِ وَكَفَى‏ بِاللَّهِ شَهِيداً (فتح/۲۸)= (الله) هغه دى، چې خپل استازى يې له سمې لارښوونې او حق دين سره لېږلى دى،چې پر ټولو اديانو يې بريالى كړي او( د پېغمبر پر حقانيت) د خداى شاهدي بس ده.))

((هُوَ الَّذِي أَرْسَلَ رَسُولَهُ بِالْهُدَى‏ وَدِينِ الْحَقِّ لِيُظْهِرَهُ عَلَى الدِّينِ كُلِّهِ وَلَوْ كَرِهَ الْمُشْرِكُونَ(توبه/۳۳) = [ او (الله) هغه دى،چې خپل پېغمبر يې له لارښوونې اوحق دين سره ولېږه،چې پرټولو اديانو يې برلاسى كړي،كه څه مشركان ناخوښه وي.]

وعده يې ورکړه،چې کتاب به يې تحريف او وانه ړول شي او له ټولو دسيسو به يې وساتو.

((إِنَّا نَحْنُ نَزَّلْنَا الذِّكْرَ وَإِنَّا لَهُ لَحَافِظُونَ(حجر/ ٩) =په حقيقت کې موږ قرآن پخپله نازل كړى دى او بېشكه،چې موږ يې پاسوالان يو.))

 وعده يې ورکړې،چې که څوک وغواړي،چې پر پوکي د خداى رڼا مړه کړي؛نوخداى به يې خپله رڼا له منځه يوسي .

((يُرِيدُونَ أَن يُطْفِؤُواْ نُورَ اللّهِ بِأَفْوَاهِهِمْ وَيَأْبَى اللّهُ إِلاَّ أَن يُتِمَّ نُورَهُ وَلَوْ كَرِهَ الْكَافِرُونَ (توبه/۳۲)=(کافران) غواړي د الله رڼا په خپلو خولو مړه كړي؛ خو الله بې له دې هېڅ نه مني،چې خپله رڼا به پوره کوي،كه څه كافران ناخوښه وي .))

وعده يې ورکړه،چې د کافرانو نقشې به خاورې ايرې کړي .

((ذَلِكُمْ وَأَنَّ اللّهَ مُوهِنُ كَيْدِ الْكَافِرِينَ(انفال/۱۸) = [( د مؤمنانو او كافرانو برخليك) هماغه و (چې و مو ليد!) او په حقيقت کې خداى د كافرانو د چلونو سستوونكى دى .)) وعده يې ورکړه ،چې د ملنډې وهونکيو پر وړاندې‏،موږ درته بس يو.

((إِنَّا كَفَيْنَاكَ الْمُسْتَهْزِئِينَ)) (حجر/۹۵) =(ځکه) چې موږ به تا د ملنډو وهونكيو له شره وژغورو.)) وعده يې ورکړه،چې د ځمکې وارثان به صالح انسانان وي .

(( وَلَقَدْ كَتَبْنَا فِي الزَّبُورِ مِن بَعْدِ الذِّكْرِ أَنَّ الْأَرْضَ يَرِثُهَا عِبَادِيَ الصَّالِحُونَ(انبياء/ ١٠٥) = او په حقيقت كې مو په" زبور" كې تر تورات وروسته ليكلي دي چې :(( زما صالح بندګان به دځمكې (دحكومت) وارثان شي.))

د نړۍ د راتلونکي حکومت واکمن به هغه ايمانوال وي،چې د صالح عمل خاوند وي . ((وَعَدَ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا مِنكُمْ وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَيَسْتَخْلِفَنَّهُمْ فِي الْأَرْضِ كَمَا اسْتَخْلَفَ الَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ وَلَيُمَكِّنَنَّ لَهُمْ دِينَهُمُ الَّذِي ارْتَضَى‏ لَهُمْ وَلَيُبَدِّلَنَّهُم مِّن بَعْدِ خَوْفِهِمْ أَمْناً يَعْبُدُونَنِي لاَ يُشْرِكُونَ بِي شَيْئاً وَمَن كَفَرَ بَعْدَ ذلِكَ فَأُولئِكَ هُمُ الْفَاسِقُونَ (نور/ ٥٥) =[ خداى له تاسې له هغو كسانو سره،چې ايمان يې راوړى او ښه كارونه يې كړي،وعده كړې،چې هرومرو به يې پر ځمكه واكمن كړي؛لكه چې تر هغوى مخكېنيو ته يې د ځمكې خلافت وركړى و او خپل دين به يې ورته،چې خداى غوره كړى،د هغوى د ګټې لپاره پر پښو (پر ټينګو بنسټونو) ودروي او د وېرې حالت به يې پر ډاډ واړوي (داسې) چې يوازې ما نمانځي او له ما سره به هېڅ شريك نه کړي او څوك چې تردې وروسته كافر شي؛ نو همدوى فاسقان دي .))

وعده يې ورکړه،چې د خداى لښکر برلاسى او پېغمبران به يې بريالي وي .

((وَلَقَدْ سَبَقَتْ كَلِمَتُنَا لِعِبَادِنَا الْمُرْسَلِينَ . إِنَّهُمْ لَهُمُ الْمَنْصُورُونَ. وَإِنَّ جُنْدَنَا لَهُمْ الْغَالِبُونَ ( صافات/ ۱۷۱، ۱۷۲، ۱۷۳) = او په يقين زموږ د لېږل شويو بندګانو (د بريا) ژمنه لا له پخوا شوې ده. بېشكه يوازې له هغوى سره به مرسته كېږي او بېشكه همدا زموږ لښكر بريالى دى .( صافات/۱۷۳) وعده يې ورکړه ،چې کوثرتا ته زموږ ډالۍ ده.

((إِنَّا أَعْطَيْنَاكَ الْكَوْثَرَ(کوثر/١) =په حقيقت كې موږ تاته كوثر [= خير او ډېربركت ] دركړ. ))

پېغمبراکرم ته د خداى تسل[سمول]

 ترځان وروسته د فتنوپه باب اندېښمن و،چې خداى ورته وايي :

((فَإِمَّا نَذْهَبَنَّ بِكَ فَإِنَّا مِنْهُم مُنتَقِمُونَ (زخرف/۴۱) =[ نو كه موږ تا (له نړۍ) بوځو؛نو بېشکه موږ له هغوى غچ اخستونكي يو.] د کږلاريو پرمختګ او بيړې اندېښمن کړى و،چې خداى ورته وويل :

((يَا أَيُّهَا الرَّسُولُ لاَ يَحْزُنكَ الَّذِينَ يُسَارِعُونَ فِي الْكُفْرِ مِنَ الَّذِينَ قَالُوا آمَنَّا بِأَفْوَاهِهِمْ وَلَمْ تُؤْمِنْ قُلُوبُهُمْ وَمِنَ الَّذِينَ هَادُوا سَمّاعُونَ لِلْكَذِبِ سَمّاعُونَ لِقَوْمٍ آخَرِينَ لَمْ يَأْتُوكَ يُحَرِّفُونَ الْكَلِمَ مِنْ بَعْدِ مَواضِعِهِ يَقُولُونَ إِنْ أُوتِيتُمْ هذَا فَخُذُوهُ وَإِن لَمْ تُؤْتَوْهُ فَاحْذَرُوا وَمَن يُرِدِ اللّهُ فِتْنَتَهُ فَلَن تَمْلِكَ لَهُ مِنَ اللّهِ شَيْئاً أُولئِكَ الَّذِينَ لَمْ يُرِدِ اللّهُ أَن يُطَهِّرَ قُلُوبَهُمْ لَهُمْ فِي الدُّنْيَا خِزْيٌ وَلَهُمْ فِي الْآخِرَةِ عَذَابٌ عَظِيمٌ ( مایده/۴۱)= (دخداى) استازيه! هغوى دې تا اندېښمن نه کړي،چې د كفر په لار كې په بيړه هلې ځلې كوي او په خوله وايي :(( ايمان مو راوړى))؛خو زړونو يې ايمان نه دى راوړى ! او(همداراز) هغه ډله يهود،چې ستا خبرو ته ښه غوږ ږدي،چې ستا د دروغجنولو لپاره پلمه پېدا كړي،دوى د نورو ځري دي،چې تا ته پخپله نه دي راغلي،هغوى خبرې له اصلي مفهومه اړوي او(يو بل ته) وايي:((كه تاسې ته دا( چې موږ يې غواړو) دركړ شو (او محمد ستاسې د غوښتنو له مخې قضاوت وكړ؛) نو و يې منئ كه نه (ترې) لرې شئ )) ؟ (خو) خداى چې چا ته ( د هغه په پرله پسې ګناهونو) سزا وركوي؛ نو ته يې د ژغورلو لپاره څه نشې كولاى، دا هغه كسان دي،چې خداى نه دي غوښتي،چې زړونه يې پاك شي، دوى ته په دنيا كې رسوايي او په آخرت كې سترعذاب په برخه دى .))

 د مخالفانو د شمېر زياتوالي اندېښمن کړى و؛خو مه اندېښمنېږه :
((قُل لاَ يَسْتَوِي الْخَبِيثُ وَالطَّيِّبُ وَلَوْ أَعْجَبَكَ كَثْرَةُ الْخَبِيثِ فَاتَّقُوا اللّهَ يَاأُولِي الْأَلْبَابِ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ (مائده/١٠٠)= ورته ووايه : (هېڅكله) ناپاك او پاك سره برابر نه دي، كه څه تا د ناپاكانو ډېروالى حيرانوي!؛نو عقلمنو! د خداى له مخالفته ځان وژغورئ، ښايي وژغورل شئ.))  
 کړاونو پرېشانه کړى و؛خو خداى ورته وویل  :

((وَلَقَدْ كُذِّبَتْ رُسُلٌ مِن قَبْلِكَ فَصَبَرُوا عَلَى‏ مَاكُذِّبُوا وَأُوذُوا ان‏ أَتَاهُمْ نَصْرُنَا وَلاَ مُبَدِّلَ لِكَلِمَاتِ اللّهِ وَلَقَدْ جَاءَكَ مِن نَبَإِ الْمُرْسَلِينَ( انعام / ٣٤)=[او بېشکه تر تا مخكې هم ډېر پېغمبران دروغجن ګڼل شوي دي،چې د دروغجن ګڼلو پر وړاندې يې صبر وكړ او( په دې لار كې يې ) كړاوونه ګالل،تردې چې هغو ته زموږ مرسته ورسېده.( ته هم همداسې وسه او دا يو الهي سنت دى ) او د الهي سنتو د بدلولو وس په هېچا كې نشته او هرومرو درته د استازيو حال پوره راغلى دى . ))

اندېښمن و،چې دروغجن ګڼل شوى؛خو خداى ورته وايي،چې ورته ووايه : ((وَإِن كَذَّبُوكَ فَقُل لِي عَمَلِي وَلَكُمْ عَمَلُكُمْ أَنتُم بَرِيئُونَ مِمَّا أَعْمَلُ وَأَنَا بَرِي‏ءٌ مِمَّا تَعْمَلُونَ (يونس /٤١) = او كه تا دروغجن وګني؛ نو ووايه :زما عمل زما لپاره دى او ستاسې كړه ستاسې لپاره دي،څه چې كوم تاسې يې له مسؤوليته خلاص ياست او څه چې كوئ،زه يې له مسووليته خلاص يم .))

رښتيا! څوک چې خداى لري ؛نو څه به کم ولري ((فَقُلْ حَسْبِيَ اللّهُ)) (توبه/۱۲)
  د مخالفانو شمتنۍ او د مؤمنانو بېوزلۍ وارخطا کړى و،چې خداى ورته وویل :

((فَلاَ تُعْجِبْكَ أَمْوَالُهُمْ وَلاَ أَوْلاَدُهُمْ إِنَّمَا يُرِيدُ اللّهُ لِيُعَذِّبَهُم بِهَا فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَتَزْهَقَ أَنفُسُهُمْ وَهُمْ كَافِرُونَ(توبه/۵۵)= تا دې د هغوى د شتمنيو او اولادونو (زياتوالى) حيران نه كړي، خداى غواړي هغوى په همدې وسايلو په دنيوي ژوند كې په کړاو اخته كړي او د كفر په حال كې يې ساګانې ووځي . ))

((وَمِنْهُم مَّن يَلْمِزُكَ فِي الصَّدَقَاتِ فَإِنْ أُعْطُواْ مِنْهَا رَضُواْ وَإِن لَّمْ يُعْطَوْاْ مِنهَا إِذَا هُمْ يَسْخَطُونَ (توبه/۵۸) = او له هغوى ځينې د صدقاتو ( او د غنيمتونو) په وېش كې پر تا نيوكې كوي ،كه هغوى ته له دې (غنېمتونو څه برخه) وركړه شي؛نو خوښېږي كه ور نه كړاى شي،غوسه كېږي (حق يې وي يا نه وي ) ))

 د مخالفانو اوږد عمرخپه کړى و،چې خداى ورته وويل :

((وَلَقَدِ اسْتُهْزِئَ بِرُسُلٍ مِن قَبْلِكَ فَأَمْلَيْتُ لِلَّذِينَ كَفَرُوا ثُمَّ أَخَذْتُهُمْ فَكَيْفَ كَانَ عِقَابِ (رعد/٣٢) = [ (يوازې پر تا ملنډې نه دي وهل شوي ) او بېشكه تر تا مخكې هم پر ډېرو پېغمبرانو ملنډې وهل شوې وې؛ خو ما كافرانو ته مهلت وركړ، بيا مې هغوى ونيول؛ نو څرنګه وه (زما) سزا ؟!]

 د خلکو نمښتې- انکار او د يار نه درلودو وارخطا کړى و،چې خداى ورته وویل :

((وَيَقُولُ الَّذِينَ كَفَرُوا لَسْتَ مُرْسَلاً قُلْ كَفَى بِاللَّهِ شَهِيداً بَيْنِي وَبَيْنَكُمْ وَمَنْ عِندَهُ عِلْمُ الْكِتَابِ( رعد/٤٣) = هغوى چې كافران دي،وايي :(( ته استازى نه يې .)) ووايه : (( چې زموږ او ستاسې ترمنځ خداى او څوك چې په كتاب پوهېږي ( او پرقرآن هم خبر وي ) د شاهدۍ لپاره بس دى .))

 پرکفر یې اندېښنه  مه کوه،دومره ارزښتنه نه لري،چې ته پرې خپګان څرګنده کړې . 

((وَإِن كُنتُمْ فِي رَيْبٍ مِّمَّا نَزَّلْنَا عَلَى عَبْدِنَا فَأْتُواْ بِسُورَةٍ مِّن مِّثْلِهِ وَادْعُواْ شُهَدَاءكُم مِّن دُونِ اللّهِ إِنْ كُنْتُمْ صَادِقِينَ(بقره/۲۳) =[ اوكه تاسې د هغه څه په باب شكمن ياست، چې ما پر خپل بنده [= پېغمبر] نازل كړي دي (؛نو لږ تر لږه) دهغه په څېر يو سورت راوړئ؛ نوكه رښتيا وايئ (ددې كارلپاره له خداى پرته) خپل شاهدان راوبلئ.]

 مه اندېښمنېږه ،چې دا اندېښمني به دې له نورو کارونو وباسي .

((وَاصْبِرْ وَمَا صَبْرُكَ إِلاَّ بِاللّهِ وَلاَ تَحْزَنْ عَلَيْهِمْ وَلاَ تَكُ فِي ضَيْقٍ مِّمَّا يَمْكُرُونَ(نحل/۱۲۷) = او صبر وكړه او ستا صبر دې يوازې خداى ته او د خداى په توفيق وي او (د چارو) له امله يې مه خپه كېږه او مه يې پر دسيسو زړه تنګى كېږه . ))

 مه اندېښمنېږه،چې د هغوى کفر هېڅ تاوان نشي در رسولای .

((إِنَّمَا النَّجْوَى‏ مِنَ الشَّيْطَانِ لِيَحْزُنَ الَّذِينَ آمَنُوا وَلَيْسَ بِضَارِّهِمْ شَيْئاً إِلَّا بِإِذْنِ اللَّهِ وَعَلَى اللَّهِ فَلْيَتَوَكَّلِ الْمُؤْمِنُونَ ( مجادله/ ١٠) = [ (د ګناه لپاره) پټې خبرې كول، يوازې د شيطان (كار) دى،چې مؤمنان پرې خپه كړي؛خو د خداى له اجازې پرته هغوى ته هېڅ زيان نشي رسولاى او مؤمنان نو بايد يوازې پرخداى توكل وكړي.))

ولې خپه کېږې تا خو پرې خپله غاړه خلاصه کړې،مه خپه کېږه ؛ځکه چې ځي ځي ؛نوهم ما له به راځي .

((وَمَن كَفَرَ فَلاَ يَحْزُنكَ كُفْرُهُ إِلَيْنَا مَرْجِعُهُمْ فَنُنَبِّئُهُم بِمَا عَمِلُوا إِنَّ اللَّهَ عَلِيمٌ بِذَاتِ الصُّدُورِ ( لقمان / ٢٣) = او څوك چې كافر شي؛نو د هغه كفر (منل) دې تا غمجن نه كړي (؛ځكه) بېرته راتګ يې زموږ پر لور دى؛نو موږ به يې کړنې(او شومې پايلې) ورته په مخ کې کېدو،[ځكه] چې خداى د سينو پر پټو رازونو پوه دى.]

بېلابېلو سيمو ته د کفارو تګ راتګ اندېښمن کړى و،قرآن وايي :

((لَا يَغُرَّنَّكَ تَقَلُّبُ الَّذِينَ كَفَرُوا فِي الْبِلاَدِ (آل عمران/ ١٩۶) = [ تا دې په ښارونو كې د كافرانو (بريمن) تګ را تګ هېڅکله ونه غولوي! ] د ځينوتګ اندېښمن کړى و،چې خداى ورته وویل :

((أُولئِكَ الَّذِينَ آتَيْنَاهُمُ الْكِتَابَ وَالْحُكْمَ وَالنُّبُوَّةَ فَإِن يَكْفُرْ بِهَا هؤُلاَءِ فَقَدْ وَكَّلْنَا بِهَا قَوْماً لَيْسُوا بِهَا بِكَافِرِينَ (انعام/ ٨٩) = [ دا هماغوى دي،چې موږ ورته كتاب،حكم او نبوت وركړى دى او كه (فرضاً) دوى ترې منكرېږي (څه پروا نشته او حق دين بې ملا تړه نه پاتې کېږي؛ځكه) موږ به يې نور (داسې) خلك پاسوال كړو، چې منكر ترې نه دي .))

 داچې درباندى د شاعر تور تړي؛نو مه خپه کېږه؛ځکه موږ درته شعر نه دی ښوولی او نه درسره شعر ویل ښایي .

((وَمَا عَلَّمْنَاهُ الشِّعْرَ وَمَا يَنبَغِي لَهُ إِنْ هُوَ إِلَّا ذِكْرٌ وَقُرْآنٌ مُّبِينٌ ( يس / ٦٩) = [ او موږ هغه (=پېغمبر)ته شعر نه دى ښوولى او نه ورسره (شعر ويل) ښايېږي دا (اسماني كتاب) يوازې پند او ښكاره قرآن دى . ))

اندېښمن و،چې خلک به ورته مجنون وايي؛خوخداى ورته وویل  : ((مَا أَنتَ بِنِعْمَةِ رَبِّكَ بِمَجْنُونٍ ( قلم / ٢) =[چې] ته د خپل پالونكي په فضل لېونى نه يې.)) اندېښمن و،چې ولې قرآن يو غيرعرب ته،چې له مکې بهر اوسېده،نسبت ورکول کېږي .

((وَلَقَدْ نَعْلَمُ أَنَّهُمْ يَقُولُونَ إِنَّمَا يُعَلِّمُهُ بَشَرٌ لِّسَانُ الَّذِي يُلْحِدُونَ إِلَيْهِ أَعْجَمِيٌّ وَهذَا لِسَانٌ عَرَبِيٌّ مُبِينٌ ( نحل /١٠٣) =[ او په يقين موږ پوهېږو،چې هغوى وايي: (( دا آيتونه كوم انسان ده ته ورښيي .)) ( نه داسې نه ده؛ ځكه) د هغه چا ژبه چې دوى ورته اشاره كوي،عجمي ده؛ خو دا (قرآن) څرګنده عربي ژبه ده. ))

او وايي ،چې محمد د پلاني شاګرد دی حال داچې : 

الف: دا به څنګه وشي دوه تنه ،چې د يوبل پر ژبه نه پوهېږي ؛نو يو بل ته به څه ورزده کړي؟ ب: دا څنګه وو،چې چا هم په هغه وخت کې يو ځل هم ونه ویل ،چې زه د پېغمبر ښوونکى يم . ج: دا به څنګه وشي هغه خبرې،چې په ٢٣کالوکې په بېلابېلو شرايطو کې نازلې شوې وې، يو له بل سره اړپېچ- اختلاف نه لري ؟ د: ولې په خپله ښوونکي د نبوت ادعا ونه کړه ؟

ه:داڅنګه شونې ده،چې هغه مهال څوک داسې خبرې وکړي،چې نن هم پرې ډېر پوهان نه پوهېږي؟ کتاب اړونې او تحريف ته دې مه اندېښمنېږه ،چې موږ په خپله درلېږلى او په خپله به يې ساتو. ((إِنَّا نَحْنُ نَزَّلْنَا الذِّكْرَ وَإِنَّا لَهُ لَحَافِظُونَ(حجر/ ٩) =په حقيقت کې موږ قرآن پخپله نازل كړى دى او بېشكه موږ يې پاسوالان يو.))

 پر خلکو د الهي عذاب له راتګه مه وېرېږه؛ځکه څو ته پکې يې؛ نوپرعذاب به يې نه کړم او څو خلک استغفار کوي؛نو زموږ عذاب به ور ونه رسي . 

((وَمَا كَانَ اللّهُ لِيُعَذِّبَهُمْ وَأَنْتَ فِيهِمْ وَمَا كَانَ اللّهُ مُعَذِّبَهُمْ وَهُمْ يَسْتَغْفِرُونَ ( انفال/ ٣٣) =خو (پېغمبره !) څو ته يې په منځ كې يې (؛نو) خداى يې نه په عذابوي او (همداراز) تر هغه چې بښنه غواړي؛خداى به يې عذابونکى نه وي . ))

 حضرت على (ک) د پېغمبر اکرم تر وفات وروسته وویل : (( په ځمکه کې دوه څيزونه د خداى له عذاب د خوندېينې لامل ول،يو اخستل شوى؛خو بل ومومئ او منګولې پرې ولګوئ؛ رسول اکرم امان و، چې اخستل شوى دى او پاتې امان،له خدايه د بښنې غوښتنه ده.)) ( نهج البلاغه / ٨٨ حکمت ) 

په روايتونوکې راغلي،چې پېغمبر اکرم تر خپلې مړينې وروسته د څوڅيزونو په باب اندېښمن و او ویې وویل : ١_ هر منافق خوله ور دی . (بحارلاانوار ٣٣/۵۴۹ – ۹/ ۱۱۰) . ٢_ منحرف مشران . ٣— د قرآن بې ځايه تاويل ( بحارالانوار ٧٢\٦٣- ٢ \ ٤٢) . ٤_ دعالم ښویېدنه (بحارلاانوار٧٢/ ١٥٠) .

مخ اړونې[سمول]

 د قرآني احکامو له مخې د پېغمبراکرم  يوچلن دا و،چې په ځېنې ځايونو کې به پېغمبراکرم(ص) مخ اړو او ځينې خلک او يا ډلې به يې په ناسته کې په څرګندنه- اصطلاح باېکاټ کولې او د هغوى سپکاوې به يې کاوه ،چې په روایتونو کې هم دا خبره ډېره ليدل کېږي . 

(( وَإِذَا رَأَيْتَ الَّذِينَ يَخُوضُونَ فِي اياتِنَا فَأَعْرِضْ عَنْهُمْ ان‏ يَخُوضُوا فِي حَدِيثٍ غَيْرِهِ وَإِمَّا يُنسِيَنَّكَ الشَّيْطَانُ فَلاَ تَقْعُدْ بَعْدَ الذِّكْرَى‏ مَعَ الْقَوْمِ الظَّالِمِينَ ( انعام/۶۸) = او چې كله تا وليدل،چې زموږ پر آيتونو ملنډې وهي؛نو مخ ترې واړوه، تردې چې په نورو خبرو بوخت شي او كه شيطان دا( مخ اړونه ) درنه هېره كړه او بيا درياده شوه؛ نو له دې ظالمې ډلې سره به نه كېنې ! ))

 له بديو مخ اړونه او له بدچارو سره منفي مبارزه له بدیو د منع يوه لار او پر يوه ښوونځي د غيرت او زړه سوي ښکارندوى ده . 

انسان ته پکار نه دي،چې په فاسده ټولنه کې هضم شي؛بلکې پکار دي، چې ټولنه بدله کړي او که دا کار يې له لاسه نه کېده ؛نو له هغه ناستې يا سيمې پر وتو او هجرت دې دا باطل کار او خبره وغندي ، په حديث کې لولو: له اشرارو سره ناسته پر ښوخلکو د بدګومانۍ لامل دى .

((وَالَّذِينَ يَرْمُونَ الْمُحَصَنَاتِ ثُمَّ لَمْ يَأْتُوا بِأَرْبَعَةِ شُهَدَاءَ فَاجْلِدُوهُمْ ثَمَانِينَ جَلْدَةً وَلاَ تَقْبَلُوا لَهُمْ شَهَادَةً أَبَداً وَأُولئِكَ هُمُ الْفَاسِقُونَ (نور/۴) = [ او څوك چې پر پاكلمنو ښځو (د زنا) تور لګوي، بيا (د خپلې ادعا لپاره) څلور شاهدان رانه ولي؛نو اتيا دورې يې ووهئ او هېڅكله يې هېڅ شاهدي مه منئ او همدوى فاسقان دي .))

  که ځینې  آیتونه ټينګار کوي،چې له ځېنوسره مشوره مه کوئ،واده ورسره مه کوئ ، په سفرکې ورسره مه ملګري کېږئ،چې دا ټولې خبرې یې يو ډول ټولنېزکلا بندي کول دي .

((وَعَلَى الثَّلاَثَةِ الَّذِينَ خُلِّفُوا ان‏ إِذَا ضَاقَتْ عَلَيْهِمُ الْأَرْضُ بِمَا رَحُبَتْ وَضَاقَتْ عَلَيْهِمْ أَنْفُسُهُمْ وَظَنُّوا أَن لاَمَلْجَأَ مِنَ اللّهِ إِلَّا إِلَيْهِ ثُمَّ تَابَ عَلَيْهِمْ لِيَتُوبُوا إِنَّ اللّهَ هُوَ التَّوَّابُ الرَّحِيمُ ( توبه/۱۱۸)= [ او(همداراز) هغه درې تنه يې هم وبښل،چې ( د تبوك په جګړه كې له ګډونه) پاتې شوي ول(او مسلمانانو ورسره خپلې اړيكې پرې كړې وې) تردې چې پراخه ځمكه پرې تنګه شوه او په ځان پورې پکو شوي وو (؛نو په دې وخت كې ) هغوى وګڼله،چې پناه ځاى يوازې د خداى د رحمت لمنه ده، بيا خداى پرې خپل رحمت ولوراوه (او توفيق يې ور پر برخه كړ) چې توبه وباسي،بېشكه خداى توبه قبلوونكى (او) مهربان دى . ))

هغه دريو تنومسلمانانو،چې د تبوک په جګړه کې برخه نه وه اخستې (کعب بن مالک ، مراده بن ربيع ،حلال بن اميه) پښېمانه شول او عذر غوښتنې لپاره آنحضرت(ص) ته راغلل؛خو آنحضرت  ورسره خبرې و نه کړې او حکم يې وکړ،چې له هغوى او مېرمنوسره دې څوک مړى ژوندى نه کوي . هغوى پر ژړا او استغفار بوخت شول،چې تر پينځوسو ورځو وروسته یې خداى توبه ومنله . (بحارلانوار ٢١/ ٢٣٧ ) 
 دا آیت دا پيغامونه راکوي :

١_ هغوى چې د مشر له خبرې سرغړو‏ي؛نو بايد سزا ورکړه شي او د يوې مودې لپاره ورته شا واړول شي .( خُلِّفُوا). ٢_ غوسه،بې اعتنايي او باېکاټ د سرغړونکېو او مجرمانو روزنې ته يوه لار ده.( وَضَاقَتْ عَلَيْهِمْ أَنْفُسُهُمْ وَظَنُّوا أَن لاَمَلْجَأَ مِنَ اللّهِ ) . ٣_ له سرغړونکيوسره منفي مبارزه به ټولنه ورته زندان کړي (ضَاقَتْ عَلَيْهِمُ الْأَرْضُ) . ٤_ سره له دې،چې پېغمبر اکرم د الهي رحمت ښکارندوى و؛خو د يو ښوونکي په توګه کله کله د غوسې له اړمه هم کار اخلي . (وَضَاقَتْ عَلَيْهِمْ أَنْفُسُهُمْ) ٥_ له عذابونو ځنې يو هم د وجدان عذاب دى (وَضَاقَتْ عَلَيْهِمْ أَنْفُسُهُمْ). ٦_ له خلکو نهيلي د توبې او خداى ته د پام لامل دى . (وَضَاقَتْ عَلَيْهِمْ أَنْفُسُهُمْ) . ٧_ د توبې توفيق هم الهي پېرزوینه ده (تَابَ عَلَيْهِمْ)،چې انسان د توبې توفيق پېدا کړي (لِيَتُوبُوا) او همداچې توبه کوي؛نو بيا يې خداى هم توبه مني (إِنَّ اللّهَ هُوَ التَّوَّابُ الرَّحِيمُ) ٧_ د منفي مبارزې تر پړاو وروسته د سرغړونکيو بيا رغېدو ته مناسبه فضارامنځ ته کړئ او بيا ورسره پر لورنې چلن وکړئ (تَابَ عَلَيْهِمْ لِيَتُوبُوا إِنَّ اللّهَ هُوَ التَّوَّابُ الرَّحِيمُ). == د پېغمبراکرم وېره اواندېښنې ==

د آنحضرت (ص) ستره اندېښنه کومه ده؟[سمول]

 پېغمبراکرم ويلي :(( زه د خپل امت د ځاني غوښتنو له لاروۍ او اوږدو هيلو ته اندېښمن يم . ))
 په يوبل حديث کې راغلي،چې پېغمبراکرم(ص) وويل: 

(( تر هرڅه زيات زه ستاسې په باب د وړکي شرک په هکله اندېښمن يم .)) وپوښتل شو: د خداى رسوله! وړوکى شرک څه دى؟ ويې ویل: (( ريا او ځانښوونه .))

 په يوبل حديث کې راغلي،چې پېغمبراکرم(ص)وویل : (( ستاسې په باب له بې لارې مشرانو وېرېږم،چې د بدعت ايښوونکېو ريئسان وي.)) 
 حضرت علي (ک) وايي : د پېغمبراکرم  سر زما په غېږ کې و،چې ويده شو او موږ يوه ډله وو،پېغمبر اکرم په داسې حال کې له خوبه راپاڅېد، چې څېره يې سره اوښتې ده او ويې ویل:(( زه بې له دجال هم ستاسې په باب وېرېږم،له بې لارې کوونکيومشرانو او زما د عترت له وينې تويېدو څخه.))


په يو بل حديث کې راغلي،چې پېغمبراکرم(ص) د خپل امت د عالمانو د پښې ښويېدنې،د واکمنانو د غوښتنو او له دينه د ناروا تاويلونو په هکله اندېښنه درلوده. 
  په يو بل حديث کې راغلي دي،چې پېغمبر اکرم وویل : (( زه د خپل امت حرامې ګټې ، پټو شهوتونو او ریا په اندېښنه کې کړى يم .)) 
 په يوبل حديث کې راغلي دي ،چې د خداى رسول به تل ویل :
(( تاسې به هغه وخت څه کوئ،چې فتنې درځنې راتاوې شي،چې ماشومان به په هماغه فتنوکې وده وکړي ،مشران به پکې زاړه شي اوخلک به ورسره عادت وکړي او هماغه به قانون او دود شي او که دا فتنې بدلون ومومي؛نو وبه ویل شي ،چې اصلي سنت له منځه ولاړ.))
همداسې آنحضرت (ص) خپلې اندېښنې بيانولې تردې،چې ويې وویل:
((ان په دين کې نفقه او پوهېدنه به هم  د خداى لپاره نه وي .زده کړې به دعمل لپاره نه وي(داهرڅه به د شهرت،سيالۍ او شتمنۍ د لاس ته راوړو لپاره وي )او د آخرت  پر چارو به خلک خپلې دنيوي موخې ترلاسه کوي .))
او وروسته د خداى رسول د خپل امت لپاره پر خوږ ژبومنافقينو خپله اندېښه څرګنده کړه . 
  • د پېغمبراکرم د زحمتونو او هلوځلو پایله دا شوه،چې شرک یې له منځه یووړ،توحيد یې رامنځ ته کړ،د لور د زوکړې ننګ يې پرعزت واړو او ښځې ته يې وویل،چې تاسې د مېړه د ټاکنې‏،ارث او زده کړې حق لرئ او په حج، د جماعت او جُمعې په نمانځه کې د ګډون حق هم لرئ او ښځمنو ته يې وويل،چې په ټولنه کې علمي، مانیز ،فرهنګي ، هنري، اقتصادي او سياسي کمالاتو ته رسېداى شئ .
 قرآن چې د اولوالالباب او هوښيارانو خبره رامنځ ته کوي؛نو وايي:
((هوښياران د ځمکې او اسمانونو په پيدایښت کې اندنه-تفکر کوي، ايمان راوړي او له خپل خداى سره خبرې او دعا ګانې کوي))
او په پاى کې وايي :
خداى ددې هوښيارانو دعا قبلوي او وايي،چې زه به ستاسې عملونه ضايع نه کړم  که ښځه وي  که نارينه ،چې ټول له يو بله دي . 
 ښځې چې د جاهليت پر مهال هېڅ حق نه درلود؛نو په قرآن کې له اولوالالباب ځنې شوه او د ټولو حقونو څښتنه شوه . 


((إِنَّ فِي خَلْقِ السَّماوَاتِ وَالْأَرْضِ وَاخْتِلاَفِ اللَّيْلِ وَالنَّهَارِ لاياتٍ لَأُوْلِي الْأَلْبَابِ ( آل عمران/۱۹۰) = [ په رښتيا چې د اسمانو او ځمكې په پېدايښت او په يو بل پسې د شپې او ورځې په تلو راتلو كې عقلمنو ته (څرګندې) نښې دي . ))


((الَّذِينَ يَذْكُرُونَ اللّهَ قِيَاماً وَقُعُوداً وَعَلَى‏ جُنُوبِهِمْ وَيَتَفَكَّرُونَ فِي خَلْقِ السَّماوَاتِ وَالْأَرْضِ رَبَّنَا مَا خَلَقْتَ هذَا بَاطِلاً سُبْحَانَكَ فَقِنَا عَذَابَ النَّارِ ( آل عمران/۱۹۱)= هغوى چې خداى په ناسته،ولاړه او ملاسته يادوي او د اسمانو او ځمكې په پيدايښت كې فكر كوي ( او وايي ) پالونكيه ! دا دې عبث او(او بې موخې) نه دي پيدا كړي،ته (له دې) پاك يې (چې عبث كار وكړې )؛نو موږ د اور له عذابه وساته . ))


((رَبَّنَا إِنَّكَ مَن تُدْخِلِ النَّارَ فَقَدْ أَخْزَيْتَهُ وَمَا لِلْظَّالِمِينَ مِنْ أَنْصَارٍ ( آل عمران/۱۹۲)= پالونكيه! تا چې څوك ( د هغه د كړنو له امله ) په اور كې وغورځاوه؛ نو هغه دې خوار او رسوا كړ او د ظالمانو ته هېڅ مرستندوى نشته .))

((رَبَّنَا إِنَّنَا سَمِعْنَا مُنَادِياً يُنَادِي لِلْإِيمَانِ أَنْ آمِنُوا بِرَبِّكُمْ فَآمَنَّا رَبَّنَا فَاغْفِرْ لَنَا ذُنُوبَنَا وَكَفِّرْ عَنَّا سَيِّآتِنَا وَتَوَفَّنَا مَعَ الْأَبْرَارِ ( آل عمران/۱۹۳) = پالونكيه ! موږ واورېدل،چې بلونكي ( خلك) ايمان ته رابلل،چې: ((پرخپل پالونكي ايمان راوړئ .)) ؛نو ايمان مو راوړ، پالونكيه ! زموږ ګناهونه وبښه او بدي رانه لرې كړه او موږ له نېكانو سره (او د هغوى په بهېر كې) مړه كړه.))

((رَبَّنَا وَآتِنَا مَا وَعَدْتَّنَا عَلَى‏ رُسُلِكَ وَلاَ تُخْزِنَا يَوْمَ الْقِيَامَةِ إِنَّكَ لاَ تُخْلِفُ الْمِيعَادَ ( آل عمران/۱۹۴) = پالونكيه ! تا چې د خپلو پېغمبرانو له لارې له موږ سره د څه وعدې كړي؛نو ترسره يې كړه او د قيامت پر ورځ مو مه رسو اكوه (؛ځكه) ته له (خپلې) وعدې نه اوړې . ))

((فَاسْتَجَابَ لَهُمْ رَبُّهُمْ أَنِّي لَا أُضِيعُ عَمَلَ عَامِلٍ مِنْكُم مِن ذَكَرٍ أَوْ أُنْثَى‏ بَعْضُكُم مِن بَعْضٍ فَالَّذِينَ هَاجَرُوا وَأُخْرِجُوا مِن دِيَارِهِمْ وَأُوذُوا فِي سَبِيلِي وَقَاتَلُوا وَقُتِلُوا لَأُكَفِّرَنَّ عَنْهُم سَيِّآتِهِمْ وَلَأُدْخِلَنَّهُمْ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِن تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ ثَوَاباً مِنْ عِندِ اللّهِ وَاللّهُ عِندَهُ حُسْنُ الثَّوَابِ( آل عمران/۱۹۵) = نو پالونکي يې غوښتنې ومنلې (اوويې ويل ) زه له تاسې د هېچا عمل نه لاهو كوم ، نارينه وي كه ښځه، ټول له يوه جنسه ياست، هغوى چې زما په لار كې هجرت كړى او له خپلو كورونو شړل شوي او زما په لار كې ځورول شوي او جګړه يې كړې او وژل شوي دي؛نو هرومرو يې ګناهونه بښم او هغو جنتي باغونو ته يې ننباسم،چې تر ونو لاندې يې ويالې بهېږي،دا د خداى له لوري ثواب دى او له خداى سره تردې هم ښه ثوابونه شته .))

 که د احزاب د سورت په ٣٣ آيت کې د پېغمبر اکرم  مېرمنو ته وايي ، چې په خپلوکورونوکې پاتې شئ؛نومفهوم يې دانه دى،چې په کور کې پاتې کېدل د شاته پاتې کېدو پر مانا دي .

((وَقَرْنَ فِي بُيُوتِكُنَّ وَلاَ تَبَرَّجْنَ تَبَرُّجَ الْجَاهِلِيَّةِ الْأُولَى‏ وَأَقِمْنَ الصَّلاَةَ وَآتِينَ الزَّكَاةَ وَأَطِعْنَ اللَّهَ وَرَسُولَهُ إِنَّمَا يُرِيدُ اللَّهُ لِيُذْهِبَ عَنكُمُ الرِّجْسَ أَهْلَ الْبَيْتِ وَيُطَهِّرَكُمْ تَطْهِيراً(احزاب/۳۳) = [ او پخپلو كورونوكې وسئ او د وړومبني جاهلي پېر په څېر خپل ښايست او سينګار مه ښكاره كوئ او لمونځ پرځاى کړئ او زكات وركړئ او د خداى او د هغه د استازي اطاعت وكړئ؛ بېشكه خداى يوازې غواړي له تاسې"اهل البيت =نبوي كورنۍ" پليتي او ګناه لرې كړي او بشپړ موسپېڅلي كړي .))

خو  په ٣٤ م آیت کې وايي : 

((وَاذْكُرْنَ مَا يُتْلَى‏ فِي بُيُوتِكُنَّ مِنْ اياتِ اللَّهِ وَالْحِكْمَةِ إِنَّ اللَّهَ كَانَ لَطِيفاً خَبِيراً (احزاب/۳۴) =[ او ستاسې په كورونو كې چې د خداى آيتونه او د حكمت او پوهې (خبرې) لوستل كېږي (؛نو) ياد يې كړئ ، په حقيقت كې خداى ژورليدونكى او ښه خبر دى . ))

هغه الهي آيتونه او حکمتونه تلاوت کړئ ،چې ستاسې په کور کې نازل شوي دي . په دوو يو په بل پسې آېتونو کې د پېغمبراکرم (ص) پر مېرمنو دوه امرونه شوي دي : (قرت،واذکرن)؛يعنې په کور کې پاتې کېدل ؛خو پوهانې کېدل ؛چې بيا وايي : له کوره د وتو پرمهال تبرج مه لرئ .تبرج له برج څخه اخستل شوی ،چې لوړو سا ختمانونو ته ويل کېږي او تَبَرُّجَ ؛يعنې ((ځان ښوول))؛نواسلام وايي،چې ښځه بايد پوهه او حکيمه وي؛خو ځان ښوونه و نه لري او په ٣٥آیت کې وايي :

((إِنَّ الْمُسْلِمِينَ وَالْمُسْلِمَاتِ وَالْمُؤْمِنِينَ وَالْمُؤْمِنَاتِ وَالْقَانِتِينَ وَالْقَانِتَاتِ وَالصَّادِقِينَ وَالصَّادِقَاتِ وَالصَّابِرِينَ وَالصَّابِرَاتِ وَالْخَاشِعِينَ وَالْخَاشِعَاتِ وَالْمُتَصَدِّقِينَ وَالْمُتَصَدِّقَاتِ وَالصَّائِمِينَ وَالصَّائِمَاتِ وَالْحَافِظِينَ فُرُوجَهُمْ وَالْحَافِظَاتِ وَالذَّاكِرِينَ اللَّهَ كَثِيراً وَالذَّاكِرَاتِ أَعَدَّ اللَّهُ لَهُم مَّغْفِرَةً وَأَجْراً عَظِيماً ( احزاب/۳۵) =[ په حقيقت کې چې خداى مسلمانو نارينه وو او مسلمانو ښځمنو، مؤمنو نارينه وو او مؤمنو ښځمنو د خداى امر منونكيو نارينه وو او د خداى امر منونكيو ښځمنو رښتينو نارينه وو او رښتينو ښځمنو او زغمناکو نارينه وو او زغمناکيو ښځو او عاجزي كوونكيو نارينه وو او عاجزي كوونكيو ښځو او صدقه وركوونكيو نارينه وو او صدقه وركوونكيو ښځمنواو روژه تيانو او (ښځمنو) روژه تيانيو، پاكلمنو نارينه وو او پاكلمنو ښځمنو او د خداى ډېر يادوونكيو نارينه وو او ښځمنوته بښنه او لوى اجر چمتو كړى دى .))

ښځې او سړي په لس کمالونو کې اوږه په اوږه کړاى شي الهي بښنه تر لاسه کړي .

د پېغمبراکرم ځوځات بیلګه دى[سمول]

  د آنحضرت (ص) ځوځات هم د هغه په څېر بیلګه دى. په څوارلس معصومو کې يوه بیلګه ښځه هم په کار وه (سره له دې، چې حضرت زهرا د خپل پلار پر مهال یې د پلار تابع وه او تر پلار وروسته د خپل مېړه تابع وه،کله هم ‏ خپلواکه ‏نه وه)؛ځکه که ټول معصومين سړي ول؛نو دا دومره سپارښتنې،چې د ښځو لپاره راغلي؛لکه ګډ ژوند،کورنى ژوند، موروالى،ستر، عفاف، صبر او سختيو ته سينه پراخول؛نو دا هر څه به يوازې په ټکيو کې پاتې شوي ول او کېداى شي زموږ ښځوله ځان سره ويلي واى : که په معصومينوکې يوه ښځه واى او له حاله يې خبر واى ؛ نو دا دومره سپارښتې به زموږ لپاره نه واى . 
 فاطمه بي بي يوه بیلګه وه،چې ښځوته جوت شي ،څه چې اسلام  وايي د عمل وړ دي؛نه يوازې فاطمه بي بي؛بلکې لور یې زينب بي بي هم  د تاريخ ښځو ته بیلګه ده. فاطمه بي بي دومره عالمه وه،چې د وينځې (نفسه) لور یې داسې ځاى ته ورسوله،چې شل کاله پر قرآن خبرې کوي . فاطمه بي بي يوازې په يو څو مسئلو کې بېلګه نه ده؛بلکې په ټولوچارو کې ښځوته بیلګه ده ،چې موږ يې څو راخستې دي . 
 که په قرآن کې له والدینو سره د احسان خبره راغلې؛ نو هغې دومره احسان وکړ،چې پېغمبراکرم یې په هکله یې وايي : ته دې د خپل پلار، مور يې ؛يعنې ته تر يوې لوره زياته له ما سره مينه کوې . (ام ابيها). 
   که قرآن د بښنې خبره کوي؛نو فاطمه بي بي د واده پر شپه د خپل ناوېتوب کميس په بښنه کې نشتمن ‏ ته وروباښه . 
 که قرآن وايي،چې د خیر پکار کې بيړه وکړئ ؛نو حضرت علي په رکوع کې خپله ګوتمه نشتمن ته وربښي او فاطمه بي بي د خپل واده کميس د واده پر شپه فقير ته ورکوي او امام حسين د عاشورا پر ماسپښين؛نه يوازې خپل فرض لمونځ نه پرېږدي ؛بلکې مستحبات هم ترسره کوي . 
 که قرآن وايي : هجرت وکړئ ؛نو زهرابي بي هجرت وکړ؛نو دا ټول په زهرابي بي کې وو. 
  که په قرآن کې د علم او حکمت خبره راغلې؛نو فاطمه بي بي د مصحف په نامه کتاب لري،چې معصوم امامان د راتلونکي په هکله ورته مراجعه کوي .  
 که قرآن سپارښتنه کوي،چې کار و کوښښ وکړئ؛نو په کار د فاطمه بي بي پر لاسونو تڼاکې راوختې، که قرآن  پرعدالت ټينګارکوي؛نو فاطمې بي بي کار پر ځان او وينځې په مساوي توګه اېشلى و. 
   که په قرآن کې پر آخرت د ايمان او ورسره د مينې خبره شوې ده؛ نوهمداچې فاطمه بي بي له خپل پلاره واورېدل،چې تر هغه وروسته به تر ټولو وړومبۍ، ورسره يوځاى کېږي؛نوخوشحاله شوه . 
 دا ټولې خبرې په ګوته کوي،چې فاطمه بي بي بیلګه وه . په تېر فرهنګ، شعر او ان  ننني فرهنګ او متلونوکې د ښځې سپکاوی شوى او کېږي؛خو قرآن ټولو سړيو او ښځو ته وايي ،چې د فرعون مېرمن مو خپله بېلګه کړئ .هغه په ماڼۍ کې وه ؛خو ماڼيو ته خوشحاله نه شوه، د فرعون بدمعاشي يې وليده؛خو ونه وېرېده،د هوساېنې ‏ډول ډول څيزونه يې  ليدل،چې فرعون پرې ځان ته خداى وايه؛هغه به ویل : ايا داټولې ويالې،چې زما تر پښو لاندې جاري دي،د مصرحکومت او واکمني زما لپاره نه ده ؟ ښځې به يې ویل : خدايه ! زه له تا سره ځاى او مقام غواړم .پالونکيه ! په جنت کې ما ته يو ځاى راکړه ) په دې آیت کې تر جنت اوجنتې کوره مهم د(عندک ) ټکى دى . 

هو! ښځه کړاى شي له شتو خوندونو سترګې پټې کړي،پرهغه څه زړه وبایلي،چې له خداى سره دي .

زموږ دنده[سمول]

له پېغمبراکرم(ص) سره ادب :[سمول]

  د حجرات د سورت په پيل کې راغلي،چې په هېڅ کار کې له خداى او د هغه رسوله مخکې کېدل په کار نه دي :

((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لاَ تُقَدِّمُوا بَيْنَ يَدَيِ اللَّهِ وَرسُولِهِ وَاتَّقُوا اللَّهَ إِنَّ اللَّهَ سَمِيعٌ عَلِيمٌ (حجرات/۱)= مؤمنانو! د خداى او د هغه د استازي په مخكې (څه شى) وړومبى مه ګڼئ (او پر هغوى مه ور مخكې كېږئ) او (خپل ځانونه) د خداى له عذابه وساتئ،چې خداى اورېدونكى (او) پوه دى . ))

نو خلکو ته په کار نه دي،چې د خپل حدس،ګومان،غوښتنې ،نوون ‏او ازاد خيالۍ په پلمه داسې هوډ ونيسي،چې د خداى او له حکمه یې مخکې  شي . د خداى حکم ته شا کول او خپلو دودونو ته غاړه ايښوول له خداى او رسوله يو ډول مخکې کېدل دي  .

د حلالو حرامول او د حرامو حلالول د خدای د قانون پر وړاندې بل قانون جوړونه ده،ډېرې سخت دریځۍ یا ناغېړي هم له خدای او رسول یې مخکې کېدل دي . په صدر اسلام کې له آنحضرت (ص) څخه د مخکې کېدو څو بېلګې دا دي :

۱- په غټ اختر کې ځینو تر رسول الله(ص) مخکې قرباني وکړه، ورته وویل شو: ((لَا تُقَدِّمُوا بَيْنَ يَدَيِ اللَّهِ وَرَسُولِهِ))

۲- آنحضرت (ص) تبلیغ ته یوه ډله کفارو ته ولېږله، کفارو د آنحضرت استازي ووژل او یوازې درې کسان په تېښته بریالي شول . په راستنېدو کې دې درې کسانود غچ په موخه د بني عامر د ټبر دوه کسه ووژل،حال داچې دې دوو څه ګناه نه درلوده. ددې خپلسرې کړنې له کبله قرآن دوی ورټل،چې ولې بې د رسول له حکمه مو دا کار وکړ. ((لَا تُقَدِّمُوا بَيْنَ يَدَيِ اللَّهِ وَرَسُولِهِ))

۳- د بني تیمم ټبر له آنحضرت(ص) امیر او واکمن وغوښت، لومړي او دویم خلیفه (رضی الله عنهم) بېل بېل کس رامخې ته کړ او په دې اړه یې یو له بل سره په ناندرۍ شول،چې زما نوماند غوره دی، آیت نازل شو:

((لَا تُقَدِّمُوا بَيْنَ يَدَيِ اللَّهِ وَرَسُولِهِ..... لَا تَرْفَعُوا أَصْوَاتَكُمْ فَوْقَ صَوْتِ النَّبِيِّ))

۴- معصوم امام چا ته وویل : دا دعا ووایه : (( لا اله الا الله .....)) چې تر دې ځایه راورسېد : (( یحیی و یمیت)). کس پکې له ځانه غوڼدله – جمله اضافه کړه او ويي ویل : (( و یمیت و یحیی)) امام ورته وویل: ((غونډله دې سمه ده؛خو څه چې زه وایم،هماغه ووایه.)) بیا یې ورته وویل : ((لَا تُقَدِّمُوا بَيْنَ يَدَيِ اللَّهِ وَرَسُولِهِ))

۵- د آنحضرت (ص) ځینو اصحابو کرامو( رضي الله عنهم) خوراک څښاک او له خپلو مېرمنو سره کوروالى پر ځان بند کړ. آنحضرت (ص) خپه شو او خلک یې راټول کړل او ورته یې وویل : (( زه خپله خواړه خورم، ویده کېږم، له مېرمنې سره مې ژوند کوم، دا زما ژونددود او تول او ډول- طریقه دی؛نو څوک چې ترې پلوي و نه کړي،له ما ځنې نه دی .)) (( فمن رغب عن سنتي فلسی مني))

۶- د هجرت پر اتم کال،چې آنحضرت (ص) د مکې سوبې ته له مدینې راروان شو؛نو ځینو مسلمانانو په دې سفر کې خپله روژه ماته نه کړه، په دې،چې پوهېدل مسافر روژه نه لري او لیدل یې،چې آنحضرت (ص) روژه ماته کړې؛خو دوی له آنحضرت (ص) څخه مخکې شول.

زموږ لاروي[سمول]

  پيغمبراکرم په وحې معصوم دى ((وَإِنَّكَ لَتُلَقَّى الْقُرْآنَ مِن لَّدُنْ حَكِيمٍ عَلِيمٍ (نمل/۶) = او په حقيقت كې قرآن درته  د حكيم (او) پوه خداى له لوري درښوول کېږي .))اوهم  د وحې په ساتنه کې معصوم دى .(( سَنُقْرِئُكَ فَلاَ تَنسَى‏(اعلى /٦ ) = موږ ژر (قرآن) پر تا لولو؛نو نه به يې هېروې )) 
 د وحې په لېږد او ښوونه کې هم معصوم دی . ((وَمَا يَنطِقُ عَنِ الْهَوَى (نجم/۴) ‏=او هغه د ځاني غوښتنو له مخې نه غږېږي  )) .

نه د پېغمبراکرم سترګې تېروځي ((مَا زَاغَ الْبَصَرُ وَمَا طَغَى‏ ( نجم ،١٧)= نظر(يې بلې خوا ته) وا نه ړاوه او و نه ښويېد(څه يې،چې وليدل واقعيت و) ] او نه يې زړه کږيږي ((مَا كَذَبَ الْفُؤَادُ مَا رَأَى (نجم /١١) = څه چې (د پېغمبر پاک) زړه وليدل، ترې منکر نشو .))

هو! داسې معصوم بايد د ټولوبېلګه شي اوټول خلک ترې لاروي وکړي؛ځکه له هغه څخه لاروي ،له خداىه لاروي ده .

((مَن يُطِعِ الرَّسُولَ فَقَدْ أَطَاعَ اللّهَ وَمَن تَوَلَّى‏ فَمَا أَرْسَلْنَاكَ عَلَيْهِمْ حَفِيظاً ( نساء /٨٠ ) = چا چې د پېغمبر اطاعت وكړ؛ نو د خداى اطاعت يې كړى دى او چا چې ترې مخ واړاوه ؛ نو ته موږ ورته ( دهمېشه) ساتونكي( په توګه) نه يې لېږلى ( او پر وړاندې يې مسوول نه يې) ))

او خداى هم معصوم امامان ځکه راليږلي،چې خلک ترې لاروي وکړي .

((وَمَا أَرْسَلْنَا مِن رَسُولٍ إِلَّا لِيُطَاعَ بِإِذْنِ اللّهِ وَلَوْ أَنَّهُمْ إِذ ظَلَمُوا أَنْفُسَهُمْ جَاءُوكَ فَاسْتَغْفَرَوا اللّهَ وَاسْتَغْفَرَ لَهُمُ الرَّسُولُ لَوَجَدُوا اللّهَ تَوَّاباً رَحِيماً (نساء/۶۴) =موږ هېڅ پېغمبر بې له دې بل څه لپاره نه دى لېږلى،چې د خداى په حكم د هغه اطاعت وشي او كه دې مخالفينو ( داسې كړي واى )، چې تر ګناه (او د الهي قوانينو تر لتاړلو) وروسته تا ته راغلي واى او له خداى يې بښنه غوښتې واى او پېغمبر هم ورته بښنه غوښتې واى (؛نو) هرومرو خداى يې توبه قبلوونكى (او) مهربان مونده .))

نوځکه قرآن وايي :

((مَا أَفَاءَ اللَّهُ عَلَى‏ رَسُولِهِ مِنْ أَهْلِ الْقُرَى‏ فَلِلَّهِ وَلِلرَّسُولِ وَلِذِي الْقُرْبَى‏ وَالْيَتَامَى‏ وَالْمَسَاكِينِ وَابْنِ السَّبِيلِ كَيْ لاَ يَكُونَ دُولَةً بَيْنَ الْأَغْنِيَاءِ مِنكُمْ وَمَا آتَاكُمُ الرَّسُولُ فَخُذُوهُ وَمَا نَهَاكُمْ عَنْهُ فَانتَهُوا وَاتَّقُوا اللَّهَ إِنَّ اللَّهَ شَدِيدُ الْعِقَابِ (حشر/٧) =څه چې خداى ددغو كليو له اوسېدونكيو خپل استازي ته را اړوي؛نو هغه د خداى او د(هغه) د استازي او خپلوانو او يتيمانو او مسكينانو او پرديسانو لپاره دي،چې (دا ډېره شتمني) ستاسې د بډايانو ترمنځ لاس په لاس نشي او څه چې تاسې ته د (خداى) استازي راوړي دي؛نو هغه واخلئ (او عمل پرې وكړئ) او چې له څه مو منع كوي؛نو ډډه ترې وكړئ او د خداى له (مخالفته) ځان وساتئ؛ خداى سخت عذابى دى . ))

((وَمَا كَانَ لِمُؤْمِنٍ وَلاَ مُؤْمِنَةٍ إِذَا قَضَى اللَّهُ وَرَسُولُهُ أَمْراً أَن يَكُونَ لَهُمُ الْخِيَرَةُ مِنْ أَمْرِهِمْ وَمَن يَعْصِ اللَّهَ وَرَسُولَهُ فَقَدْ ضَلَّ ضَلاَلاً مُّبِيناً(احزاب/ ٣٦) = (( او چې كله خداى او د هغه استازى د يو كار(د ترسره كولو) پرېكړه وكړي؛ نو هېڅ مؤمن او مؤمنه حق نه لري د خپل هماغه كار په باب (د خداى د حکم پر خلاف) اختيار ولري او څوك چې د خداى او د هغه له استازي سر وغړوي؛ نو په يقين چې په څرګنده بې لارې شوى دى .))

  نن  که په چا کې کوم کمال وي؛نو په هرځاى کې په هره تول او ډول - طريقه چې وي ،هغه به خلکو ته ښيي؛خو د پېغمبراکرم(ص)چلن داسې و ،چې هر چېرې به لازم و؛ نوځان يې معرفي کاوه او خپل کمال يې چې وايه ؛نوله هر يوه سره يې ویل،چې ماته دا کمال د خداى له اړخه راکول شوى دى او زما نه دى .
په يوه حديث کې راغلي،چې پېغمبر اکرم وویل : (( زه د آدم د زامنو ښاغلى يم ؛خو وياړنه نه ده؛ټول انبياء مې تربېرغ لاندې دي؛خو وياړنه مې  نه ده ،زه د شفاعت مقام لرم ؛خو وياړنه مې نه ده.)) 

هو! دا د پېغمبر اکرم خوى و،چې هرڅه يې د خداى ګڼل . حضرت سليمان خپل حکومت او واکمني د خداى ګڼله اوویل يې: ((هذَا مِن فَضْلِ رَبِّي))(نمل/٤٠)]؛خو قارون ویل : زما شتمني زما د خپل کوښښ اوتجربې پایله ده .

((قَالَ إِنَّمَا أُوتِيتُهُ عَلَى‏ عِلْمٍ عِندِي أَوَلَمْ يَعْلَمْ أَنَّ اللَّهَ قَدْ أَهْلَكَ مِن قَبْلِهِ مِنَ الْقُرُونِ مَنْ هُوَ أَشَدُّ مِنْهُ قُوَّةً وَأَكْثَرُ جَمْعاً وَلاَ يُسْأَلُ عَن ذُنُوبِهِمُ الْمُجْرِمُونَ= (قصص/۷۸)  (قارون) وويل : (( دا(شتمني) ما ته د خپلې پوهې له مخې راكړاى شوې ده!)) ايا هغه نه پوهېده،چې بېشکه خداى ترې مخكې داسې خلك هلاك كړي دي، چې تر ده غښتلي او شتمن وو؟ او(چې كله الهي عذاب راورسي؛نو) له مجرمانو د هغوى د ګناهونو پوښتنه نه كېږي .( او سيده دوزخ ته ځي)  ))

زموږ دنده[سمول]

زموږ دنده څه ده ؟[سمول]

لکه څنګه ،چې هر څه ته د آنحضرت (ص) کتنه کريمانه وه او د هر څه ارزښت ورسره و او د هر څه يې د هغه د شان له مخې درناوى کاوه،چې په همدې کتاب کې د آنحضرت(ص) د خوى اوچلن څو بېلګې راغلي دي .

  پرماشومانو يې سلام اچاوه،د مشرانو درناوى يې کاوه، د ټبر له مشر نيولې تر عادي انسانه ‏د هر چا درناوی يې کاوه ،د چا په مخ کې يې پښې نه غځوولې، د ناروغانو پوښتنه يې کوله،مشوره يې کوله ،د خطر پرمهال نه يوازې خلک يې ځان ته ‏نه پرېښوول،د حضرت علي(ک) د وينا له مخې، آنحضرت(ص) په جګړوکې دښمن ته تر ټولو نږدې و. د هر چا بلنه يې منله او د هېڅ خوړو ‏سپکاوې يې نه کاوه،پر ښځو يې سلام اچاوه او د کتابيانو اواسماني کتابونو درناوى يې کاوه . 


موږ هم د پېغمبراکرم پر وړاندې يو لړ دندې لرو،چې ورته اشاره کوو.[سمول]

١_ پېژندل یې؛پوه شو چې هغه طبيب او کتاب يې زموږ شفا دى، په خپله زموږ لپاره په دنيا کې بېلګه او په آخرت کې مو شفيع دى .

٢_ تر پېژندنې وروسته موږ پرې ايمان راوړ او ورسره ملګري شو او د رسالت بدله یې ورکړو،چې له اهل بيتو سره یې مينه کول ‏دي او په دې هم پوه شو،چې داهل بیتو د مينې او درناوۍ اجر به بېرته موږ ته راوګرځي .

٣_ څه یې،چې راوړي،هرومر پرې عمل وکړو(وَمَا آتَاكُمُ الرَّسُولُ فَخُذُوهُ) او له څه چې یې منع کړې يو،و یې نه کړو. ((وَمَا نَهَاكُمْ عَنْهُ فَانتَهُوا)) (حشر/٧) .

٤_ لاس پر سينه یې احکام پلي کړو او په احکامو کې يې خبرې راونه باسو ،قرآن وايي :

((فَلاَ وَرَبِّكَ لاَ يُؤْمِنُونَ ان‏ يُحَكِّمُوكَ فِيَما شَجَرَ بَيْنَهُمْ ثُمَّ لاَ يَجِدُوا فِي أَنْفُسِهِمْ حَرَجاً مِمَّا قَضَيْتَ وَيُسَلِّمُوا تَسْلِيماً (نساء/٦٥) = [ خو داسې نه ده، پر پالونكي دې قسم، چې هغوى به تر هغه (حقيقي) ايمان را نه وړي،چې د خپلمنځي شخړو پرېکړو ته، تا پريکړه کوونكى نه کړي او بيا دې د پرېکړو پر وړاندې ځانونه تنګ (زړي او خپه ونه مومي) او بيخي ورته غاړه كېږدي.))

پټه دې پاتې نشي،چې خداى او رسول ته يې تسليمدل ،د عقل د شا ته اچولو پر مانا نه دي؛ځکه عقل راته وايي ،چې تر بشپړې پېژندنې او معرفت وروسته بايد لاروي وکړو . هو! همداچې په عقل مو طبيب وپېژند او نسخه يې بې له کومې خبرې پلي کوو؛نو څوک هم نه وايي، چې د طبيب پر نسخه عمل د عقل شاته اچول دي او که ناروغان ووايي،درمل به تر هله و نه خورو،چې پر واقعي رازونو یې پوه نشو؛نو دا کار به ددې لامل شي ،چې ډېر ناروغان ومري ؛ځکه هر ناروغ د هر درمل پر رازونو د پوهې وس نه لري .

٥_ پر پېغمبراکرم(ص)او کورنۍ يې درود،زموږ دنده ده او پردې خبره د احزاب دسورت په ٥٦ آیت کې ټينګار شوى دى .

((إِنَّ اللَّهَ وَمَلاَئِكَتَهُ يُصَلُّونَ عَلَى النَّبِيِّ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا صَلَّوا عَلَيْهِ وَسَلِّمُوا تَسْلِيماً ( احزاب/۵۶) = ((په حقيقت كې خداى او پرښتې يې پر پېغمبر درود وايي (رحمتونه لېږي)، مؤمنانو! تاسې هم پرې  درود او سلام ووايئ او (فرمان ته يې) پوره تسليم وسئ.))

هو! چې د هستۍ خالق اومعصومې پرښتې په پرله پسې توګه پر پېغمبراکرم(ص)درود وايي؛نو که موږ دا کار و نه کړو؛نو يو ډول تېرى به موکړى وي .

 که په هستۍ او تکوين کې درود وي ؛نو ولې بايد زموږ په کړلار او تشريع کې نه وي .

پر پېغمبر اکرم د درود طريقه[سمول]

همداچې د(صَلَّوا عَلَيْهِ وَسَلِّمُوا تَسْلِيماً)آيت راغى ؛نواصحابو کرامو وپوښتل ، چې څنګه درود ووايو؟ پېغمبر اکرم وویل :((اللهم صل على محمد و آل محمد)(صحيح بخاري/ ٥٨٨حديث )

د درود لپاره ډېر آثار او ثوابونه نقل شوي دي . 
 د خداى رسول وويل : ((څوک چې په خپله ليکنه کې پر ما درود ووايي؛نو چې دا ليکنه وي،ورته به ثواب وي .))

د پېغمبراکرم(ص) نړیوال رسالت[سمول]

 د پېغمبر اکرم رسالت نړيوال و؛ځکه قرآن وايي :

((قُلْ أَيُّ شَيْ‏ءٍ أَكْبَرُ شَهَادَةً قُلِ اللّهُ شَهِيدٌ بَيْنِي وَبَيْنَكُمْ وَأُوحِيَ إِلَيَّ هذَا الْقُرْآنُ لِأُنذِرَكُم بِهِ وَمَن بَلَغَ أَئِنَّكُمْ لَتَشْهَدُونَ أَنَّ مَعَ اللّهِ آلِهَةً أُخْرَى‏ قُل لاَ أَشْهَدُ قُلْ إِنَّمَا هُوَ إِلهٌ وَاحِدٌ وَإِنَّنِي بَرِي‏ءٌ مِمَّا تُشْرِكُونَ (انعام/١٩)‏= ورته ووايه: ((د چا شاهدي تر ټولو لويه ده ؟)) (او په خپله ځواب وركړه او) ورته ووايه: ((خداى زما او ستاسې ترمنځ ګواه دى (او غوره دليل يې دادى، چې) دا قرآن پرما وحې شوى،چې تاسې او چا ته چې دا(قرآن) رسي،ټول خبردار كړم (او د خداى د حکم له مخالفته يې ووېروم) ايا تاسې په رښتيا شاهدي وركوئ، چې له " الله " سره نور معبودان هم شته ؟)) ورته ووايه: (( زه خو هېڅكله دغسې شاهدي نه وركوم.)) ورته ووايه : ((خداى خو هماغه يو دى او بېشكه زه له هغه څه بېزاريم ، چې تاسې يې له خداى سره شريكوئ)).

په بل ځاى کې وايی  :((وَمَا أَرْسَلْنَاكَ إِلَّا كَافَّةً لِّلنَّاسِ بَشِيراً وَنَذِيراً وَلكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لاَ يَعْلَمُونَ (سبا/،٢٨) = (( او موږ ته ټولوخلكو ته (د الهي مكافاتو) زېرى وركونکى او (له عذابه يې) وېرونکى لېږلى؛خو ډېرى خلك نه پوهېږي .))

په بل ځاى کې وايي : (( قُلْ يَاأَيُّهَا النَّاسُ إِنِّي رَسُولُ اللّهِ إِلَيْكُمْ جَمِيعاً الَّذِي لَهُ مُلْكُ السَّماوَاتِ وَالْأَرْضِ لاَ إِلهَ إِلَّا هُوَ يُحْيِي وَيُمِيتُ فَآمِنُوا بِاللّهِ وَرَسُولِهِ النَّبِيِّ الْأُمِّيِّ الَّذِي يُؤْمِنُ بِاللّهِ وَكَلِمَاتِهِ وَاتَّبِعُوهُ لَعَلَّكُمْ تَهْتَدُونَ (اعراف /١٥٨) = (ورته) ووايه : ((خلكو ! زه تاسې ټولو ته د هغه خداى استازى يم، چې د اسمانو او ځمكې واكمني يې ده،بې له هغه بل معبود نشته، همدا يې ژوندي كوي او مړه كوي ؛ نو پر" الله " او د هغه پر هغه پېغمبر او نالوستي استازي ايمان راوړئ، چې په خداى او د هغه په كلمو (او ښوونو) ايمان لري او ددې پېغمبر لاروي وكړئ ، چې سمه لار ومومئ .))

ډېرى قرآن ويلي دي : ((هُوَ الَّذِي أَرْسَلَ رَسُولَهُ بِالْهُدَى‏ وَدِينِ الْحَقِّ لِيُظْهِرَهُ عَلَى الدِّينِ كُلِّهِ وَلَوْ كَرِهَ الْمُشْرِكُونَ (توبه/۳۳) = او (الله) هغه دى،چې خپل پېغمبر يې له لارښوونې اوحق دين سره ولېږه،چې پر ټولو اديانو يې برلاسى كړي،كه څه هم مشركان ناخوښه وي . ))

((هُوَ الَّذِي أَرْسَلَ رَسُولَهُ بِالْهُدَى‏ وَدِينِ الْحَقِّ لِيُظْهِرَهُ عَلَى‏ الدِّينِ كُلِّهِ وَكَفَى‏ بِاللَّهِ شَهِيداً (فتح/۲۸) = (الله) هغه دى،چې خپل استازى يې له سمې لارښوونې او حق دين سره لېږلى دى،چې پر ټولو اديانو يې بريالى كړي او( د پېغمبر پر حقانيت) د خداى شاهدي بس ده. ))

((هُوَ الَّذِي أَرْسَلَ رَسُولَهُ بِالْهُدَى‏ وَدِينِ الْحَقِّ لِيُظْهِرَهُ عَلَى الدِّينِ كُلِّهِ وَلَوْ كَرِهَ الْمُشْرِكُونَ (صف/۹) [= (الله) هغه دى،چې خپل استازى يې له سمې لارښوونې او حق دين سره راولېږه،چې هغه پر ټولو دينونو بريالى كړي او كه څه مشركان پرې خوښ نه وي.))
په روایتونوکې راغلي ،چې د خداى رسول وویل : (( زه د هر سپين،تور او سور پوټکي لپاره معبوث شوى يم. )) (امالي شيخ طوسي /٤٨٤)  

حديث دی :(( د حضرت محمد (ص) حلال د قيامت تر ورځې حلال او حرام يې د قيامت تر ورځې پورې حرام دي . ))

پېغمبراکرم د حبشې،ايران ،بحرين ، روم،جندل، مصر ، دمشق ، يمامه،عمان ،حضرموت،نجران ،يمن ،سماوه او د ١٨٥ ټبرونو مشرانو ته ليکونه او پيغامونه واستول،دا ټول راښيي،چې د پېغمبر اکرم رسالت نړيوال و.
  د پېغمبراکرم د رسالت نړيوالتوب په لاندې آیتونو کې راغلی دی :

((أُولئِكَ الَّذِينَ هَدَى اللّهُ فَبِهُدَاهُمُ اقْتَدِهْ قُل لاَأَسْأَلُكُمْ عَلَيْهِ أَجْراً إِنْ هُوَ إِلَّا ذِكْرَى‏ لِلْعَالَمِينَ (انعام/۹۰) = هغوى (پېغمبران) داسې كسان دي،چې خداى ورته لار ښوولې ده؛ نو ته هم د هماغو پرلار ولاړ شه (او) ووايه :((چې زه (ددې رسالت) له تاسې څه اجر(او باړه) نه غواړم دا(رسالت او قرآن ) يوازې نړيوالو ته نصيحت دى!))

((وَمَن يَبْتَغِ غَيْرَ الْإِسْلاَمِ دِيناً فَلَن يُقْبَلَ مِنْهُ وَهُوَ فِي الآخِرَةِ مِنَ الْخَاسِرِينَ ( آل عمران/۸۵)= او څوك چې له اسلام ( او د حق د فرمان له غاړه ايښووو ) پرته بله لار (دين) غوره كړي؛نو هېڅكله به ترې و نه منل شي او په اخرت كې به له زيانكارانو وي . ))

((تَبَارَكَ الَّذِي نَزَّلَ الْفُرْقَانَ عَلَى‏ عَبْدِهِ لِيَكُونَ لِلْعَالَمِينَ نَذِيراً ( فرقان/۱) =[ ډېر برکتي(او پايند) دى هغه ذات،چې فرقان [=د باطلو او حق بېلوونكى كتاب] يې پر خپل بنده نازل كړ،چې نړيوالو ته وېروونكى وي.))

 پوښتنه : که د پېغمبراکرم رسالت نړيوال و؛نو ولې د قرآن په ځينو آېتونو کې ورته دنده ورکړه شوې ،چې خپلوان دې راوبله . ((وَأَنذِرْ عَشِيرَتَكَ الْأَقْرَبِينَ)) (شعراء/۲۱۴) ((وَلِتُنذِرَ أُمَّ الْقُرَى‏ وَمَنْ حَوْلَهَا))(انعام /٩٢). 

ځواب : آیتونه او روایتونه د پېغمبراکرم د رسالت نړيوالتوب جوتوي ؛ خو د هرې ټوليزې کړلار د پلي کېدو لپاره حرکتونه،ګام په ګام دي .

 لومړى پېغمبر باید پر ځان پام وکړي،ځان له چټلۍ پاک کړي،هم له ظاهري چټلۍ [وَثِيَابَكَ فَطَهِّرْ] (مدثر/۴) اوهم له مانیزې چټلۍ څخه [وَالرُّجْزَ فَاهْجُرْ ] (مدثر/۵) هم خالصانه صبر[وَلِرَبِّكَ فَاصْبِرْ] ( مدثر/۷) 

او هم پرتمه نه کېدل [وَلَا تَمْنُن تَسْتَكْثِرُ ] ( مدثر/۶)اوبيا خپلوان ، بيا خپله سيمه اوبيا نورو هېوادونو ته ورسي ‏.

زېرى[سمول]

 داعراف د سورت په ١٥٧آېت کې لولو:

((الَّذِينَ يَتَّبِعُونَ الرَّسُولَ النَّبِيَّ الْأُمِّيَّ الَّذِي يَجِدُونَهُ مَكْتُوباً عِندَهُمْ فِي التَّورَاةِ وَالْإِنْجِيلِ يَأْمُرُهُم بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَاهُمْ عَنِ الْمُنْكَرِ وَيُحِلُّ لَهُمُ الطَّيِّبَاتِ وَيُحَرِّمُ عَلَيْهِمُ الْخَبَائِثَ وَيَضَعُ عَنْهُمْ إِصْرَهُمْ وَالْأَغْلاَلَ الَّتِي كَانَتْ عَلَيْهِمْ فَالَّذِينَ آمَنُوا بِهِ وَعَزَّرُوهُ وَنَصَرُوهُ وَاتَّبَعُوا النُّورَ الَّذِي أُنْزِلَ مَعَهُ أُوْلئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ (اعراف/۱۵۷)= هغوى چې (د خداى د استازي ،" اُمي " پېغمبر لاروي وكړي، چې د هغه ( نوم او ځانګړنې ) په خپل تورات او انجيل كې ليكلي مومي؛(هماغه پېغمبر چې) دوى ته د غوره چارو(پر ترسره كولو) امركوي او له ناوړه چارو يې منع كوي،دوى ته پاك څيزونه حلا لوي او ناپاكه ورته حراموي او د دوى ( له اوږو او غاړو) درانه پېټي او ځنځيرونه لرې كوي؛ نو هغوى چې پرې ايمان راوړي او درناوى او مرسته يې وكړي او په هغې رڼا پسې ولاړ شي، چې له ده سره نازله شوې ده (؛نو) همدوى بريالي دي .))

د صف د سورت په ٦ م آیت کې راغلي : ((وَإِذْ قَالَ عِيسَى ابْنُ مَرْيَمَ يَابَنِي إِسْرَائِيلَ إِنِّي رَسُولُ اللَّهِ إِلَيْكُم مُصَدِّقاً لِمَا بَيْنَ يَدَيَّ مِنَ التَّوْرَاةِ وَمُبَشِّرَاً بِرَسُولٍ يَأْتِي مِن بَعْدِي اسْمُهُ أَحْمَدُ فَلَمَّا جَاءَهُم بِالْبَيِّنَاتِ قَالُوا هذَا سِحْرٌ مُبِينٌ (صف/۶)= او (درياد كړه) چې كله عيسى د مريمې زوى وويل: ((بني اسراييلو (= د يعقوب اولادې)! په واقع كې زه درته د خداى استازى يم [حال دا چې] تورات چې تر ما مخكې راغلى، رښتينى يې ګڼم او د هغه استازي زېرى دركوم چې تر ما وروسته راځي [او] نوم يې "احمد" دى))؛ نو چې كله هغه [= احمد] ورته له معجزو او روښانه دلايلو سره راغى (؛نو) ويې ويل: (( دا خو ښكاره كوډې دي.))

زموږ خبره خو دا ده،چې که د پېغمبراکرم(ص) نوم په تورات اوانجيل کې نه و راغلى ؛نو ویل به يې چې نه دى راغلى او له دې لارې به يې د خپلې خبرې پخلى کاوه اوهم به يې د اسلام بې آبرو کاره ‏اوهم به يې ځان له جګړو،جزيه ګانو او نورو ستونزو خلاصاوه،ګورو چې يهودانو جګړې کولې،مسيحيانو جزيې ورکولې ؛خو تورات او انجيل يې نه رامخکې کاوه؛نو جوتوي،چې د پېغمبراکرم(ص) نوم او نښه راغلى و، که څه په ننني توراتونو او انجيلونو کې ډېر زيات بدلونونه راوړل شوي دي؛خو قرآن وايي،چې د يهودو او نصاراوو عالمانو،پېغمبراکرم د خپل اولاد په څېر پېژانده،په زړه پوري خو داده،چې ځینو عالمانو د پېغمبر اکرم د راتګ زېري کول،چې په نوي پېغمبر به پر دښمنانو برلاسي شي؛( وَكَانُواْ مِن قَبْلُ يَسْتَفْتِحُونَ عَلَى الَّذِينَ كَفَرُواْ)؛خوهمداچې هغه پېغمبر،چې هغوى په خپله پېژنده،ورته راغى ؛نو پرې کافران شول .

١_ خداى خپل پېغمبرته وايي : ((وَلَقَدْ أُوحِيَ إِلَيْكَ وَإِلَى الَّذِينَ مِن قَبْلِكَ لَئِنْ أَشْرَكْتَ لَيَحْبَطَنَّ عَمَلُكَ وَلَتَكُونَنَّ مِنَ الْخَاسِرِينَ( زمر/ ٦٥) = ((او په يقين چې تا او تر تا مخكې پېغمبرانو ته وحې شوې ده،چې: كه شرك دې وكړ؛نو (ټول) كړه دې تباه كېږي او هرومرو به له زيانمنو شې. )) ٢ = د حاقه په سورت کې راغلي : ((وَلَوْ تَقَوَّلَ عَلَيْنَا بَعْضَ الْأَقَاوِيلِ. لَأَخَذْنَا مِنْهُ بِالْيَمِينِ. ثُمَّ لَقَطَعْنَا مِنْهُ الْوَتِينَ ( حاقه/ ۴۴، ۴۵، ۴۶) =[او كه هغه (په دروغو) پر موږ كومه خبره تړلې واى، موږ يې ښى لاس نيوه،بيا به مو ښهرګ يې پرې کړى واى!]

د جاهليت څېره[سمول]

 حضرت علي  د نهج البلاغې په ١،٢ ،٨٩ ،٩٥ ،١٩١ ،١٦٦ ،١٠٤ ،١٤٧ ،١٩٦ ،١٥١ ،او٢٦ خطبو کې د جاهليت د وخت په هکله وينا کړې ده ،چې موږ راخستې ده .
 خلک ډلې ډلې ول،چې په ډول ډول ځاني غوښتنو پسې به تلل،ځينو به خداى خلکو په څېر ګاڼه،د ښیون ‏څراغ مړ و او له رحمان خدایه سرغړونه کېده ،د پوهانوخولې ټپې وې او د ناپوهانو درناوى کېده ،د جګړې د اور لمبې بلې وې، خواړه يې مردار ول، وېره يې شعار و، پوهې پکې ارزښت نه درلود،خلک په ناپوهۍ او کفر کې مړه کېدل ،اوبه يې مردارې وې،وينې يې تويېدې ،کورنۍ شلېدلې وې او بوتان ولاړ وو، قران له سل ګونو بوتانو ځنې د يولسو بوتانو نوم راوړى دى او د نحل دسورت په ٥٩ آېت کې د لور پر زوکړې د شرم خبره راغلې ده .( أَيُمْسِكُهُ عَلَى‏ هُونٍ أَمْ يَدُسُّهُ فِي التُّرَابِ) . 

تر رحلت وروسته د پېغمبر اکرم مديريت[سمول]

 پېغمبر اکرم تر ځان وروسته پېرونو ته ‏يو لړ نښې کېښووې،چې خلک بې لارې نشي،چې تر رحلت وروسته دا مشري تر ټولوغښتلى مديريت دى، څو بېلګوته يې پام وکړئ : 

١_ په يوځاى کې يې وویل : (( فاطمه زما د وجود ټوته ده،خوښي یې زما خوښي او غوسه یې زما غوسه ده. )) (دې وينا ته ټولې اسلامي فرقې يوه خوله دي ) چې په دې وينا تر ځان وروسته خلکو ته اعلانوي : تر ما وروسته مو چې پر خلکو او مشرۍ اړنګ - شک وکړ؛نو ستاسې غوږونه دې د فاطمې وينا ته وي ؛نو هر چا ته،چې فاطمې رای ورکړه؛ نو هماغه به پرحقه وي او له هر چا چې فاطمې ناخوښي څرګنده کړه ؛ نوهغه به پر باطله وي .

٢_ دويمه نښه : د حضرت ابوذرغفاري(رض) دريځ دى . پېغمبر اکرم وویل : (( تراسمان لاندې ترې بل رښتين نشته .)) (داحديث هم اهلسنت مني او هم شعيه ) په دې حدیث ‏پېغمبراکرم(ص) وايي،چې تر ما وروسته د ابوذر خبره د کاڼي کرښه ده . ٣_ درېمه نښه : حضرت عمار (رض) و، پېغمبراکرم(ص) وویل : (( چا چې ته ووژلې؛نوظالم او ياغي به وي .))او بيا حضرت عمار (رض) د صفين په جګړه کې د امير معاويه بن ابي سفيان له اړخ ووژل شو؛ نوجوتېږي ،چې معاويه بن ابي سفيان ظالم او ياغي و. ٤_ ډېرى پېغمبراکرم وويل : ((على منى و نا من على)) ؛((على مع الحق ))، ((حسين منى و انا من حسين ))، ((سلمان من اهل بیت )) ځینې خلک يې د حق بېلګه راښوولي دي،چې زما تر مړینې وروسته دې خلک په مشرۍ کې په هغو پسې ولاړ شي،چې فاطمې، ابوذر، عمار، سلمان او حسن یې مشري منلې وي .

د تورونو ځوابونه[سمول]

 پخپله ووياست، هغه پېغمبر، چې خپل دښمن ته د دوومياشتو پرځاى  څلور مياشتې مهلت ورکوي او د مکې په سوبه کې د خپل تر ټولو ستر دښمن کور د امن ځاى ګرځوي،خپل ټول مخالفين بښې، پینځلس کاله ډول ډول زحمتونه ګالي، د دښمن د یرغل پر وړاندې له ځانه د د فاع د حکم له کبله، یا د جهاد د ازادي غوښتونکي حکم له کبله دې پرې ډول ډول تورونو وتپل شي،چې له مسلمانانو غواړي، خلک د زور ځواکو له جغه وژغوري او په دې لار کې پراته خنډونه لرې کړي ؟! 
 د اسلام دښمنان وايي : اسلام د تورې پر زور راغلی،حال داچې د پېغمبر اکرم پر مهال د وژل شویو شمېره دا ده : 

١—د بدر په جګړه د وژل شويو شمېر له ٨٤ تنوڅخه تر٨٦ تنوپورې ښوول شوى دى .

٢_احد : ٧٠ – ١٠٩ .

٣_ خندق : ٩ – ١١ .

٤_ بى قريظه : ٧٠٠ - ٩٠٠ .

٥_ بى المصطلق : ١٠ – ١٢.

٦_ خيبر- ٣ – ٢١.

٧_ موته : ٣ – ٢١.

٨_ دمکې سوبه : ٢١- ٣٩.

٩_ دحنين اوظايف غزاګانې : ٨٥- ١١٢.

١٠_ د نورو جګړو وژل شوي له ١١٩ نه تر ٣٣٣ ښوول شوي دي .

  د وژل شويو کسانو شمېر له دې کتابونو اخستل شوى دى : تاریخ طبري ، طبقات يعقوبي ، بحار او د ابن هشام سيرت ،چې ددې ټولو وژل شويو شمېر له ١١٠٣څخه تر١٧٢٤ نه زيات نه دى . 

د پېغمبراکرم په ښوونځي کې روزل شوي[سمول]

حضرت علي د يو کور له مخې تېرېده،چې د ماشومانوغږ يې واورېد، د ننووتواجازه يې وغوښته،چې ورننووت؛نو ويې ليدل،چې يوې کوڼدې خپل ماشومان له ځان سره پر لوبو بوخت کړي دي او يو ديګ يې هم پر نغري باندې کړى،اوبه يې پکې اچولي دي،چې ماشومانو يې خيال کاوه،مور مو پکې اینګولی پخوى او له دې لارې مور خپل واړه ويده کول . حضرت علي پر بيړه خپل کور ته راغى،څه کجورې ،وريجې، غوړي، او بوره يې د هغه پلارمړیو- يتيمانو کور ته يووړل،پخپله حضرت علي په خپلو لاسونو د يتيمانوپه خوله کې ايښوول . ماشومان يې پر ځان راسپاره کړل او د بع بع چغې يې د ماشومانو د خوشحالۍ لپاره کولې ، قنبر له حضرت علي ددې کار دليل وپوښت،چې يتيمانو ته خواړه رسول خو ستاسې همېشنى چار دى؛خو نن دې ماشومانو پرځان سپاره هم کړل او د بع بع غږ دې هم وايست، دا ولې ؟

  حضرت علي وويل: کور ته چې ورننووتم ؛نوماشومانو ژړل غوښتل مې ویې خندوم، پر خوړو ورکولو مې پر شونډو یې موسکا ونه ليده ؛نو بې له دې مې بله لار و نه مونده،چې د اسلامي حکومت مشر د اوزې غږ وکړي،چې پلارمړي پرې وخاندي . (علامه علي؛کشف اليقين/ ١١٥مخ) 
  پر خداى مو قسم،چې دنړۍ د کوم ښوونځي په زده کړيال کې به دا خوى پېدا کړئ . اسلام داسې څېرې روزلې دي،چې په يوقلم يې هم څوک نشي ستاېلى .