ويکيپېډيا:د اسلامي مذاهبو پیوستون او یووالی، د مسلمانانو ترمنځ اخوت او رورولي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ == د اسلامي مذاهبو پيوستون == څېړنه : اجرالدین اقبال

خپلې خبرې[سمول]

پخوا راهيسې د اسلامي مذاهبو په باب پر مطالعې بوخت وم،چې څنګه راوټوکېدل،له تاريخي پلوه يې څنګه وده وکړه او څه اغېزې يې وشيندلې او په دې ترڅ کې پر مذاهبو د يو بل کره کتنې مې هم لوستې او تر دې پړاو وروسته هغوى،چې د مذاهبو د نژدېوالي او پيوستون لپاره هلې ځلې کړي،ليکلي آثار مې هم ولوستل او دا راته په دريمڅه کې يوه رڼا شوه . هغوى زړه سواندو او مخلصو پوهانو او مبارزينو،چې د مسلمانانو د يووالي لپاره څه زيار ګاللى،تر وسې مې راټول او پښتو مې کړل او په اند مې څوک چې هېواد،سيمه او نړۍ کې د مسلمانانو د راوېښولو لپاره هڅې کوي،دا څېړنه ورته د لارې مشال دى،چې په رڼا کې يې د"اسلامي امت" د جوړولو لپاره ځان په فرهنګي وسله سمبال کړي او هم به پوه شي،چې ددې تاريخي بهير په کوم پړاو کې پروت دى او دې اوس څه وکړي ؟

د عثماني امپراطورۍ تر ړنګېدو وروسته (١٣٠٢ س ١٩٢٣ ل ) مسلمانان سياسي او پوځي هډه نه لري او د نورو اديانو پر وړاندې له ځواکمن "سياسي-پوځي" هډې برخمن نه دي که څه په ماليزيا،ايران او ترکيي کې په دولتي کچه او په ګرده اسلامي نړۍ کې د خوځښتونو په ډول د روڼ سباوون څه نښـې راښکاره شوي؛خو د ا يو څرک دى او اوسنۍ ستونزې ځوابولاى نه شي.

مسلمان مبارز،چې د نړۍ په هر ګوټ کې وي، د اسلامي نړيوال خوځښت غړى دى؛نو دا چې پښتانه له ديني پلوه په سيمه او نړۍ کې ځلېدلي او تاريخي وياړنې يې پر برخه دي، اوس ورته تر هر څه ډېر تاريخي مسئووليت ورترغاړې دى،چې د دسيسو له راچاپېر شوي جاله ځان په فرهنګي ويښتيا او مؤمنانه ځيرکۍ خلاص کړي. موږ دا څېړنه د همدې موخو لپاره د يوې فرهنګي وسلې په توګه راوړاندې کړه،چې پر لار د تلو پر دود پوه شو.

له چارو او فکري مسلو سره څرنګه دريځ ونيسي او چلن ورسره وکړي او وروستۍ موخه يې څه ده ؟ يوازې ولسواکي غواړي که له اسلامه د سمې پوهېدنې په رڼا کې د سيمې او نړۍ مشري ؟ که څه په دې څېړنه کې پر سياسي چارو بحث نه دى شوى؛خو داچې د مسلمانانو سياست پر دين ولاړ دى؛نو ځکه پر دين د سمې پوهېدو لاره چاره ورښوول شوې،چې بيا سياسي مبارزه هم کړاى شي .

بلخوا مسلمانان ګروهمن دي،چې امام مهدي راښکاره کېږي،چې د نبوي سنتو له مخې وروستى دولسم امام دى،چې پر ګردې نړۍ به عدالت واکمن کړي؛نو ځکه په هره سيمه کې،چې د مشرۍ په پام کې نيوو سره هلې ځلې کېږي؛مبارزه شرعي بڼه مومي او پالونکى يې په عبادت کې شمېري؛نو ځکه دا څېړنه د مبارزې د عقيدتي پخې اډانې د جوړولو لپاره بې اغېزې نه ده. دا څېړنه مسلمان مبارز ته مخه پرانځي،چې د اسلامي مذاهبو له سرچينو څنګه ګټنه وکړي او ځان پوه کړي او په فکري پياوړې وسله پر مبارزه لګيا شي .

په پاى کې وايو: د اسلامي مذاهبو په باب مو د"شاه ولي الله محدث دهلوي" لاره ده،چې په اختلافي مسايلو کې له انصافه کار اخلو او کوم لورى،چې پر حق وي،خبره يې و منو. 

اسلامي مذاهب[سمول]

پر اسلام پوهېدنه بې له عقل کارونې ناشونې ده موږ د عقل او دين ترمنځ پر تړاو د پوهېدو لپاره د "الفقه على المذاهب الخمسه" [د لبناني ستر عالم او د اسلامي مذاهبو د پيوستون مخكښ؛ارواښاد "محمد جواد مغنيه" لېكنه] د كتاب سريزه را اخلو.

((په يوه حديث شريف كې راغلي دي : حضرت جبراييل،آدم عليه السلام ته راغى، ويې ويل:خداي تعالى راته ويلي،چې درته يې ووايم: "په  عقل،دين او حيا كې كوم يو ټاكې "؟ حضرت آدم ( ع ) وويل : عقل مې وټاكه ؛ بيا نو حيا او دين وويل : آدمه ! موږ هم درسره يو ؛ ځكه خداى راته ويلي : چېرې چې عقل وي،هملته وسئ ))

له پورته حديثه لاندې حقايق تر لاسه کېږي :

(الف)_عقل چې څه ونه مني؛نو هغه به په دين كې نه وي،څوك چې عقل نه لري؛نو دين او حيا به هم نه لري كه څه د ورځې روژې نيسي او د شپې عبادتونه كوي. د مسلمانانو يو مشر (امام) ويلي دي : " عقل يوه ډاډمنه او سمه تله ده،چې د نبوي حديث سموالى راښوولى شي؛ځكه رښتينى حديث ځلانده او ښكاره رڼا ده او په څه كې چې حقيقت او رڼا نه وي،هغه به د شيطان وينا وي. "

( ب ) _ دا چې دين له عقله نه بېلېږي؛نو د اجتهاد بندېدل په حقيقت كې پر دين د پوهېدو د لارې تړل دي؛ځكه د اجتهاد مانا د فكر آزادي ده او هم له اصولي قواعدو د فروعاتو د استنتاج لپاره د وره پرانستل دي. په پايله كې كه د عقل لار مو وتړله؛نو عقل او دين،چې يو له بله نه بېلېږي ؛ نو په حقيقت كې د دين لار به مو هم تړلې وي.كه ووايو چې عقل له دين سره مرسته نشي کولاى؛نو دا به د شرعې له منطق او واقعيته لرې وي.

( ج ) _ كه يو عالم او پوه له كوم مذهب سره تعصب كوي؛نو دا تر نا پوهه خطرناك دى؛ځكه دا د مذهب له راوړونكي سره تعصب كوي او عقل د داسې چا لاروي لازم نه بولي.همدغسې بايد ووايو كه څوك د يوه مذهب مخالف وي،په واقع كې د اسلام د حقيقت او واقعيت مخالف نه دى؛ بلكې له يو چا سره مخالف دى،چې په مذهب پورې يې خرافات تړلي وي( او يا له اسلامه خيالي انځور لري).

په صدر اسلام كې مذاهب او ډلې ټپلې نه وې،مسلمين تر يوه بيرغ لاندې را ټول ول. ټول پوهېږو ،چې مذاهبو د مسلمانانو ترمنځ درز اچولى او د دوى د عظمت او د بدبې مخه يې نيولې ده،د اسلام دښمنان د همدغسې فرصتونو په لټه كې ول،چې پر هېوادو د ښكېلاك واكمني له همدغه ځايه راولاړه شوې ده؛نو ځکه د رښتينو مشرانو او پوهانو له افكارو او ويناوو د يووالي بوى راخېژي او د مسلمينو د يووالي او پيوستون لپاره له هرې مناسبې لارې چارې ګټه اخلي،چي همدا هلې ځل د دې لامل شوې،چې د " اجتهاد " ور پرانستل شي .

يوه ډله داسې انګېري ،چې كه د اجتهاد ور پرانستل شي؛ نو څوك چې لږ او ډېر پر فقه پوه شو،سم له لاسه به اجتهاد پيلوي،چې دا يو ډول خپلسري ده ،چې د پرېشانۍ لامل ګرځي.

دا مطلب اسلافو او ړومبنيو په خپلو كتابو كې كښلى او وروستنيو بې له دې ،چې مسله وڅېړي،منلې يې ده؛خو زه د اجتهاد تړل په دوو لاملونو كې وينم :

( 1 ) ظالم واكمن تل د فكر،عقل او راى له آزادۍ وېرېدل ؛ نوځکه له دينه يې يوه وسيله جوړه كړې وه او په چل ول به يې هر يو آزاد خياله ځپه .

( 2 ) _ پر چاپېريال د ارتجاع جال غوړېدلى و. دا هم يو مهم لامل دى ،چې د اجتهاد ور يې وتاړه، په پټو سترګو لاروي د افكارو له آزادۍ سره اړخ نه لګوي؛ لكه څنګه چې موږ په خپل چاپېريال كې آزاد اوسېږو،بايد د يوه مذهب او قول له لاروۍ تېر شو او په آزاد ډول د ټولو اسلامي مذاهبو ( چي له عقل او آسماني شريعت سره اړخ لګوي) اجتهاد ومنو. كه د اسلامي مذاهبو ټاكنه مطلق اجتهاد نه وي؛ نو د اجتهاد يوه برخه خو ده؛نوځكه دې ته اړ شوم ،چې دا كتاب وليكم او د پينځګونو اسلامي مذاهبو ( جعفري ، حنفي ، مالكي، شافعي ، حنبلي ( رحمة الله عليهم ) اقوال له سرچينو او ماخذونو يې راټول كړم. "


د ديني مدرسو په نصاب کې نوې کتنه[سمول]

  يو اسلامپوه وايي:
((تاريخي پېښې داسې نه دي،چې ګنې وشوې او ولاړې؛بلكې څومره ،چې پرې وخت تېرېږي،هومره يې اړخونه نور هم رابرسېرېږي؛ځكه اوس،چې د تېرو پېښو په باب څېړنه او بيا قضاوت كوو؛نو ددې زمانې د علمي،فرهنګي او طبيعي علومو د پرمختيا په رڼا كې مسايل څېړو ،چې اوسنۍ پوهه او وسايل پر مسايلو ښه رڼا اچولاى شي.
 څومره ،چې انسان په طبيعي ، انساني ، تاريخي ، ټولنيزو او اروا پوهنيزو علومو كې لاسته راوړنې لري تېري پېښي ورته ښې بربنډېږي او راسپړل كېږي. نن به مصنوعي سپوږمکيو د ځمكې او سمندر په تل كې كانونه په نښه كوي،نن چې د اتوم په باب کومې پوهېدنې دي، هغه له ميلاده څلور سوه كاله مخکې له پوهېدنو سره د پرتلې وړ نه دي . دغسې په انساني علومو (تاريخ ، ټولنه، اروا پوهنه،ښوونه او روزنه..... ) كې د بشر اوسنۍ پرمختيا اصلاً له تېرو سلو كلو سره نه پرتله كېږي. بايد ووايو ،چې د طبيعي علومو او انساني علومو پرمختيا په دوه اړخيزه توګه پر يو بل اغېزې لري،چې د بشري فهم او زياتې پرمختيا لامل ګرځي، چې په پايله كې دا فهم پر دين پر پوهېدو هم زيات اغېزمن وي،نن چې د قرآن مجيد په باب د اوسنيو علومو په رڼا كې كوم تفاسير كښل كېږي، له تېرو سره ډېر توپير لري.))

نوځكه اړينه ده،چې د خپلو ديني مدرسو په تعليمي نصاب كې تاريخ،ټولنپوهنې او ارواپوهنې ته ځاى وركړو او پر دې سربېره د اوسنيو علمي پرمختياوو له بهيره ځان خبر كړو او پايلې به يې دا وي ،چې موږ به په اوسني وخت كې تېرې پېښې ښې پېژندلې وای او په باب به يې مو سم قضاوت كړى وي او اوسنۍ ځينې ناسمې ديني پوهې به مو څنډلي وي يا په بله وينا : د (( محمد رسول الله )) دين به مو د دې زمانې د اړتيا وو د ځوابولو لپاره تفسير كړى وي


د اسلامي مذاهبو پيوستون[سمول]

    موږ ته تر پېغمبر اكرم (ص) وروسته دين له دوو لوريو رارسېدلى دى؛يو لورى ځان د اهل بيتو عليهم السلام لاروي بولي او بل لورى د اصحابو كرامو رضى الله عنهم. خوشال بابا د "حق دين" د څرګندولو لپاره په اوولسمه ميلادي پيړۍ (1612-1688ز يا 1022-1100س) كې خپله هيله داسې څرګندوي:
                      زه خو د زړه درد غواړم په هر  يوه مذهب كې
                       تا زده ستا خبرې چې نقلونه رنګارنګ كړې
                                                                            

چې دا په حقيقت كې په سيمه او اسلامي نړۍ كې د "اسلامي مذاهبو د پيوستون = جماعة التقريب بين المذاهب الاسلاميه" بنسټ اېښوول وو،چې بيا د 1366 س د ربيع اول پر 30 مه (،چې د 1947 ز له فبرورۍ سره سمون خوري) د اسلامي نړۍ شلو تنو مشهورو پوهانو په قاهره كې د " جماعة التقريب بين المذاهب الاسلاميه " په نامه يو ديني او ټولنيز ټولى جوړ كړ،چې په حقيقت كې د خوشال بابا هيلې يې ترسره كولې او په لنډ ډول يې موخې دا وې :

( الف ) _ د اسلامي مذاهبو تر منځ ،چې بې د اسلام له اساسي اصولو،په نورو نظرياتو كې كوم بېلتون راغلى ؛ نو زيار باسي،چې سره يې نږدې كړي او دا به په دې مفهوم نه وي،چې ګنې مذاهب سره ګډوډ او نوى مذهب جوړ كړي. 
( ب ) _ پر بېلا بېلو ژبو د اسلامي عقايدو او قوانينو خپرول او پر دې ټينګار،چې ټولنې د قوانينو عملي كولو ته اړينې دي؛يعنې دا "ټولى" نړيوالو ته د اسلام د دين د حقانيت جوتولو ته خپل تبليغي رسالت سرته رسوي او كومې ټولنې،چې ترې قوانين وغواړي؛نو دوى به د قوانينو په چمتو كې ورسره مرسته كوي .
( ج ) _ د اسلامي مذاهبو يا طايفو ترمنځ د شخړو او تا ويلي او ما ويلي لرې كول او ترمنځ يې پيوستون راوستل، ډېر ځل په اسلامي مذاهبو كې د ځينو مسايلو او اصطلاحاتو په باب په پوهېدو يا ناوړه تفاهم،ژبنۍ يا ليكنۍ شخړې رامنځ ته كېږي او يا پردي لاسونه د درز او اختلاف را پيدا كېدو ته د يوه مذهب په نامه په بل پسې كتابونه ليكي،ډنډورې خپروي،پر يو بل د كفر فتواوې لګوي،چې په پايله كې متعصبې او ړندې ډلې راټوكېږي او د اسلامي نړۍ وياړلي پوهان يا د شخصيت او يا له جسماني پلوه وژني.

== د اسلامي مذاهبو د پيوستون بنسټګر ==

1 _ محمد علي علوبه پاشا

2 _ شيخ عبدالمجيد سليم ( د ازهر پوهنتون د دارالافتا رئيس ) حنفي

3 _ حاج امين الحسيني ( د فلسطين ستر حنفي )

4 _ محمد حلمي عيسى پاشا

5 _ شيخ محمد عبداللطيف،د( الازهر اداري مشر او هم د مذهبي ښوونو رئيس )

6 _ شيخ احمد حسيني د اوقافو وزارت مفتي

7 _ شيخ محمد عبدالفتاح العناني د سترو علماوو د پلاوي غړى او مالكي مذهبى

8 _ شيخ عيسى منون د سترو علماوو د پلاوي غړى ، د " شرعياتو " پوهنځي رئيس، شافعي مذهبى

9 _ شيخ محمود شلتوت د سترو علماوو د پلاوي غړى " حنفي مذهبى "

10 _ محمد تقي قمي ( اماميه شيعه )

11 _ شيخ عبدالوهاب خلاف (اسلامي حقوقپوه او استاد)

12 _ شيخ حسن البنا ( د اخوان المسلمين مشر )

13 _ شيخ علي الحنيف ( د فواد پوهنتون د فقهې استاد )

14 _ احمد بن علوبه مستشار

15 _ علي بن اسمعيل مريد (د يمن د زيديه شيعه و استازى )

16 _ قاضي محمد بن عبدالله الامري (د يمن د زيديه شيعه و استازى )

17 ميرزا مهدي رفيع بيشكي

18 شيخ محمد عبداللطيف السبكي (د الازهر استاد، حنبلي )

19 _ شيخ محمد المدني ( د الازهر استاد )

20 _ استاد محمد عبدالهادي .

بيا له نجف اشرفه،شيخ محمد حسين كاشف الغطاْ له كاظميه،سيد هبه الدين شهرستاني او له لبنانه سيد عبدالحسين شرف الدين اماميه شيعه ورونه هم پرې ورزيات شول .

" تقريب " د اسلامي مذاهبو د پيوستون غوره لار ده، چې " شيعه " او "سني" يو بل سم وپېژني او د مغرضينو كوم تورونه، چې پر يو بل لګېږي،لرې شي . په شيعه وو كې، چې د سني وروڼو په باب ځينې بدګومانۍ ، ناوړه ذهنيتونه او ډول ډول تورونه دي، لرې كړاى شي او پر عكس؛ نو دا لار د اسلام لار ده، چې بريا يې حتمي ده، تقريب غواړي تعصب له منځه يوسي او د اصلاح ماڼۍ پر سمې پوهې جوړه كړي،د اختلافاتو د لرې كېدو مانا دا نه ده، چې ګنې هر يو اړخ بل ته سترګې نيولې وي،چې له خپلو عقايدو لاس پر سر شي او له بلې لار سره يو ځاى شي،نه داسې نه ده؛بلكې شيعه به شيعه وي او سني به سني وي،يا په بله وينا : د تقريب مطلب دادى، چې شيعه او سني يو بل ته د ديني ورور په سترګو وويني او پوه شي،چې دواړه يو خداى،يو پېغمبر،يو كتاب او يوه قبله لري .

==

       " تقريب " ، پر اختلافي مسايلو رڼا اچولې ده، چى نچوړ يې دا دى : ==

 په بنسټيزو اصولو كې مسلمانان(سني – شيعه) سره يو دي.

 امامت يوازې د شيعه مذهب له اصولو ځنې دى او د دين له اصولو نه ګڼل كېږي، چې ګنې څوك ترې منكر شي،مسلمان به نه وي .

څه چې د شيعه وو د احاديثو په كتابو كې دي،دليل يې دا نه دى،چې ګنې شيعه به هغه ټول مني.

 حضرت على ( ك ) د دوست او دښمن پر وړاندې د زغم ، صبر،تېرېدنې او نرمښت بېلګه و،چې په حقيقت كې د " تقريب " امام دى .

 د خلافت او امامت مسلې يو له بله بېلې دي، چې سره اړخ لګولاى شي.

 اهل سنت،اهلبيتو ته احترام لري او په فضايلو كې يې روايتونه نقل كړي دي .

 شيعه " غلات " نه دي.

 د اصحابو په باب د شيعه وو نظر،هماغه د اهل بيتو نظر دى.

 شيعه معتزلي نه دي؛بلكې په كلامي عقايدو كې مستقل او خپلواك دي،چې د اشاعره و او معتزله وو تر منځ دي .

 شيعه د قرآن پر تحريف ګروهمن نه دي او په دې باب روايتونه په ټينګه ردوي .

 ټول اسلامي مذاهب په يوه ملت كې ګڼل كېږي او داچې فقهي اختلافات له اجتهاده راولاړېږي ؛نوځكه ټول معذور او ماجور دي .

د اسلام په تاريخ كې د " اسلامي دارالتقريب " شتون ګټور جوت شوى دى. زما په ګومان،چې دا يوه تاريخي " اجماع " وه او په تاريخ كې،چې ځينې شېبې " تلپاتې " وي، هغه به د " تقريب " په شانته ناستې وي ، خداى تعالى دې پردې بنسټګرو علماوو تاييدوونکيو او چا چې په يو ډول نه په يوه ډول ددې خوځښت ملاتړ كړى ولورېږي او په اوسني وخت كې چې څوك د همدغې لارې لارويان وي ورته هم توفيق وركړي،چې د مسلمينو ترمنځ هر اړخيز پيوستون راولى . == د تقريب د كړنو لنډيز دا دى : ==

١_ د اجتهاد ور يې پرانست او د الازهر په پوهنتون كې يې د " مقارنې فقې " دپارتمنت رامنځ ته كړ او جواز يې وركړ،چې هر څوك كړاى شي له معتبرو اسلامي مذاهبو لاروي وكړي. د واده او طلاق قوانين يې "د جعفري مذهب" له مخې ومنل او اعلان يې هم كړل .

2 _ د سني او شيعه فرقو د مشرانو تر منځ پيوستون او اړيكې يې رامنځ ته كړې او په هغه وخت كې دې مشرانو يو بل ته ليكونه ولېږل.

3 _ د دارالتقريب په مرسته د مسلمانانو لپاره د نړۍ په څو ځايونو كې اسلامي كنګرې جوړې شوي،چې مثلاْ يوه يې په 1952 ز د فبروري مياشت كې په كراچۍ كې او دوه نورې يې په امريكا كې وې.

4 _ د دارالتقريب خپرونو،د شيعه وو په معرفي كولو كې لوى ګام پورته كړ،چې دا دى :

( الف ) _ الحج على المذاهب :

د پينځګونو اسلامي فقهي مذاهبو عالمانو ليكلى .

( ب ) _ د نافع لنډيز : نجم الدين حلي.

( ج ) _ تذكره الفقهاء ، تاليف : علامه حلي.

( د ) _ وسائل الشيعه ، تاليف : محمد بن حسن حر عاملي.

( ه ) _ حديث الثقلين ، تاليف : محمد قوام الدين قمي.

( و ) _ د مجمع البيان تفسير ، تاليف ، حسن طبرسي.

5 _ د قرآن مجيد تفسير.

د " تقريب " له مهمو چارو يو هم بې تعصبه د قرآن مجيد تفسير دى،چې ارواښاد ستر اسلامي مفسر شيخ شلتوت په "رسالة الاسلام " مجله كې څوارلس كاله خپراوه.

6 _ د دارالتقريب له مهمو كړنو يو هم پر 1378 س د اهل سنتو د ستر مفتي ارواښاد شيخ محمود شلتوت تاريخي فتوى وه،چې د شيعه مذهب په لاروۍ يې وركړې وه :

" جعفري ښوونځي،چې په اثناى عشري اماميه مذهب مشهور دى ، شرعاً يې لاروي داسې روا ده؛لكه له څلورګونو مذاهبو چې روا ده. "

7 _هغه احاديث،چې دواړه لوري يې مني،په يوه كتاب كې را ټولول.

٨ _ د سني او شيعه علماوو تر منځ راشه درشه پيل شوه.))

په هېواد کې له فرهنګي پلوه د " تقريب" د مبارزاتي ليکي لارويان او د خوشال بابا د ارمانود ترسره کولو مخکښان ارواښاد ګل پاچا الفت ، ارواښاد سيد اسماعيل بلخي، ارواښاد عبدالرحيم نيازي،ارواښاد اختر محمد سليمانخيل، ارواښاد سيد اسمعيل پاسخ هاشمي، ارواښاد علي رضا غزنوي، ارواښاد خوشيوال،ارواښاد سيد امان الله هاشمي،سيد اسدالله نکته دان،مير اغاحق جو، اجرالدين اقبال،محمد رحيم افضلي او شير خان صديقي او داکتر محمد اکرم عظيمي دي.

يادونه : دا بحث د عبدالکريم بې آزار شيرازي د "همبستګي مذاهب اسلامي" له کتابه ژباړل شوى دى .

== د اهل سنتو عالمان او د اسلامي غورځنګونو مشران ==

   مصري نوماند عالم ډاكټر اسلام خالد محمود پر 1406 س د "المختار الاسلامي" مجلې په 29 مه ګڼه ، اووم ټوك كې يوه مقاله خپره كړې، چې محترم استاد محمد آصف صميم ژباړ لې او يوه برخه يې لولو:
    له ځينو اورو، چې د " اماميه اثنا عشري " او د " اهل سنتو" د نورو مذهبونو تر منځ څه بېلتون نشته،پردې سربېره دا خبرې هم اورېدل كېږي،چې"اثنا عشري اماميه "شيعه هم د غالي فرقو په څېر كافر، زنديق او مجوسي ګڼي.

په دې لنډه ليكنه كې به موږ د " اهل سنت " د علما وو او " اسلامي نهضتونو " د مشرانو د رايو غونډولو هڅه وكړو،چې دا ترې څرګنده شي،چې" اثنا عشري اماميه "شيعه يوه اسلامي فرقه ده،چې په اصولو او عقايدوكې راسره يوه خوله ده .

 البته په ځينو داسې مسايلو كې راسره اختلاف لري ،چې په هغې سره پرې نه كفر نښلي او نه له اسلامه وځي .
    اسلام فطري دين دى،چې انسان تفكر،عقل او د خپلمنځي پو هونې راپوهونې هڅونه كوي. په اسلام كې كه مجتهد په خپل اجتهاد كې تېروځي؛نو يو اجر او كه كامياب شي،دوه اجره وركول كيږي؛ځکه اسلام داسې ستر تمدن رامنځ ته كړ،چې د فكري او ذهني پر مختيا نښه يې ده؛ خو له دې هرڅه سره سره يو ځل داسې استثنايي او فوق العاده حالات را پيدا شول،چى د فكري الغاو تلغاو په كې باچايي وه او د ملي ضد حكومتونو له خوا نه؛بلكې په خپله د ټولنې د ځينو ډلو له خوا هم د وېرې اچونې او تنګ نظرۍ څرګندونه كېده.
د هر راز خپلمنځي خبرو اترو او تفاهم لارې بندې دي او له همدې ځايه زوړتيا او ماتې مو پيل شوه او تعصب او تقليد واكمن شو،امامانو كرامو مو چې كوم فكري ښوونځي ( فكري ودې ته) جوړ كړي ول، هغه پر داسې ګوندونو بدل شول،چې يو له بل سره لاس وګرېوان شول،كله پخپلو كې يو بل كافر وي او كله په خپلو كې په اخ وډب وي. زموږ د تاريخ د سترې فكري زېرمې او د اسلام د ستر مفكر حجة الاسلام " ابو حامد غزالي " كتابونه پخپله د مسلمانانو په لاسونو وسوځول شول. همداراز د شيخ الاسلام " ابن تيميه " كتابونه هم د مسلمانانو له خوا د اور خوراك شول .
     " غزالي " او " اشعري " تصوف ته ورمات ول او "ابن تيميه " د سلفيت لېوال و،له دې ښكاري،چې وېره اچونه په كومې ځانګړې ډلې پورې اړه نه لري." احيا ْ العلوم الدين " د كتاب او سنت د مخالف كتاب په نامه وسېځل شو . متعصب" شافعي " د هغو خوړو په باب وپوښتل شو، چې د شرابو يو څاڅكى پكې تويې شوى وي؛نو ځواب يې وركړ،چى داسې خواړه،سپي يا كوم حنفي ته وركړه او چې بيا كوم حنفي له شافعي ښځې سره د نكاح په باب وپوښتل شو؛نو ورته يې وويل:نه كېږي؛ځكه ايمان يې مشكوك دى. بل ځواب وركړ : هو! دا داسې يوه نكاح ده؛ لكه له كتابي(يهودي يا نصراني) سره چې روا وي.

شيخ محمد غزالي په خپل كتاب كې ليكي :

    ما په هغه زمانه كې هم شپې تېرې كړي دي،چې په يوه جومات كې به د څلور واړو مذهبونو لمونځ كېده.
   اوس حالات داسې نا انډول شول،چې د خپل مذهب د دفاع او پر بل مذهب د تورونو لګولو لپاره احاديث راپيدا شول؛لكه احناف چې وايي:رسول الله (صلى الله عليه وآله) ويلي ،چې " په امت كې به مې د ابوحنيفه په نامه يو سړى پيدا شي،چې امت ته به څراغ وي".
   بلخوا ځينې خلك دا ګڼي،چې امام مالك د ابوحنيفه په باب ويلي: " هغه ډېر بد انسان دى،چې په اسلام كى پيدا شو او ددې امت پر خلاف يې تورې ته هم لاس كړ او داسې (ناوړه) كار هم ورته اسان وي". 
  همداشان شافعيان له رسول الله (صلى الله عليه وآله) روايتوي، چې ويلي يې دي:"د قريشو يو عالم به د ځمكې پوړونه له علمه ډكې كړي". حنفيانو د شافعيانو پر وړاندې دا حديث راولاړ كړى،چې رسول الله (صلى الله عليه و آله) ويلي دي :"په امت كې به مې يو سړى پيدا شي،چې محمد بن ادريس به نومېږي(شافعې به وي) او تر ابليسه به هم زيات مضر وي".

كه موږ دغه شان افسوسناكې خبرې ليكل پيل كړو،ښايي له شمېره ووځي. ان چې په خپله " شيخ الاسلام ابن تيميه " به هم يو وخت كافر بلل شوى واى؛ هغه ابن تيميه،چى نن يې له فتواوو د ځينو مذهبونو په تكفير كې كار اخستل كېږي.

د تقى الدين دمشقي د " شبهه من شبه وتمرد " په 45 مخ كې يو ځانګړى عنوان دى : د " ابن تيميه د كفر په باب د څلو رګونو مذهبونو د علماوو د كفر فتوى".

د " برائه الاشعريين من عقائد المخالفين "د لومړي ټوك د 75 مخ عنوان هم وګورئ :"عقيده ابن تيميه التىخالف بها جماعة المسلمين ".

يعنې : "د ابن تيميه هغه عقيده وه،چې د مسلمانانو ټولي يې مخالفت كړى دى".

حافظ بن حجر د خپل كتاب " الفتاوى الحديثه " په 86 مخ كې د ابن تيميه په باب يوه هېښنده خبره دا ليكلې ده چې :

   "ابن تيميه يو داسې بنده دى،چې الله تعالى دې يې سپك،ورك، ړوند او كوڼ كړي"  .
    ددې خبرې پخلى او څرګندونه هغو امامانو هم كړې ده، چې د هغه ( ابن تيميه ) د احوالو فساد او د وينا دروغ يې بيان كړي دي . په دې باب د زياتو معلوماتو لپاره د امام ابى الحسن سبكي، د هغه د زوى تاج ، د شيخ الاسلام العز بن جماعة او د هغه شافعي او مالكي معاصرو علماوو د نظريو مطالعه په كار ده.
   علامه ذهبي،ابن تيميه ته په يوه ليك كې تردې زيات يې سپكاوى كوي ،ابن حجر عسقلاني د كافيې د لومړي ټوك په 47 مخ كې ليكي:"په د مشق كې جار وهل كېده،چې څوك د ابن تيميه په عقيده وي سرومال يې روا دى."

د خواشېنۍ خبره ده،چې د جامعه الازهر په درسي كتابو كې هم تر پرونه همدا شان خبرې ليكلې وې؛خو د الازهر پوهنتون يو استاد جناب شيخ عبد المتعال سعيدي په خپل كتاب"المجددون فى الاسلام " كې ابن تيميه د خپلى پېړۍ مجدد ګڼلى او د هغه د مصلح والي او مجاهدت په باب يې ښه څه ليكلي دي.

   تكفير يا كافرول يوه خطرناكه مسله ده،په دې،كې هر مسلمان ته احتياط په كار دى. دا هماغه شيخ الاسلام (ابن تيميه) دى،چې په فتوى يې ځينې خلك اثنا عشري شيعه د كافر ګڼلو هڅه كوي،چې همدا يې اصلي موخه ده.

دلته لږ سوچ او تمېدل په كار دي،چې ايا اثنا عشري شيعه د رافضيه كلمې په ترڅ كې راځي،چې شيخ الاسلام يې نوم بيا بيا اخلي ؟

استاد انور الجندي د خپل كتاب " الاسلام و حركة التاريخ " په 22 مخ كې ليكي: رافضي پر شيعه اوسني سربېره يو بل مذهب دى ".
  استاد سعيد افغاني د خپل كتاب" عائشه والسياسه " په 336 مخ كې ليكي :"علماء چې د رافضي كلمه کاروي؛نو مراد يې ترې شيعه نه وي؛ ځكه "رافضي"هغه فرقه ده،چې د اسلام د كمزورولو او په مسلمانانو كې د فساد خپرولو لپاره اسلام ته راننووتې وه ".
    په خپله د " منهاج السنه " له مولف " شيخ الاسلام ابن تيميه " ولې نه پوښتو،چې رافضي څه ته وايي؟ هغه د خپل دغه تاليف د لومړي ټوك په 167 مخ كې ليكي : "رافضيت د نصيري،اسماعيلي او ملحدو ډلو په څېر فرقو كې راځي".
    په دې كې ابن تيميه اماميه اثنا عشري نه راولي؛خو امام محمد ابوزهره په خپل كتاب "ابن تيميه" كې ځينو داسې شيعه ډلو ته اشاره كوي ، چې د ابن تيميه هم زمانه وې؛لكه اثنا عشري او زيديه؛البته محمد ابو زهره ددغو د واړو ډلو په باب په خپل كتاب كې د ابن تيميه كوم منفي دريځ ته اشاره نه كوي؛البته د اسماعليه وو په باب د كتاب په ( 170 ) مخ كې ليكي:دا هغه فرقه ده،چې د ابن تيميه دريځ يې سخت پر خلاف و،هغه ددې فرقې پر خلاف په علم، قلم او تورې جنګ كړى دى."
 ځکه " ابو زهره " د دې فرقې په باب څېړنې ارزښتناكې بولي، وايي: ابن تيميه د خپل كتاب "منهاج السنه النبويه " په 13 مخ كې د شيعه وو په باب د ځينو خلكو ناوړه نظر ردوي،ليكي:(( له عامو شيعه وو،چې كوم د غندنې وړ كړنې او وينا راولاړېږي،هغه كه څه  تر هغې زياته ده،چې دغه ښاغلي كړې ده؛خو دا ټولې خبرې په اماميه اثنا عشري كې نه ښكاري؛البته په غاليانو او په لاريانوكې يې اورېدل كېږي )).

ابو زهره زياتوي :"... نو د شيخ الاسلام په نظر شيعه او سني دواړه مسلمانان دي".

تر دې وروسته د يو بل هغه ستر ديني عالم ليكنه لولو،چې تر ابن تيميه څو پېړ ۍ مخكې تېر شوى او ابو منصور عبدالقاهر البغدادي نومېږي او د " الفرق بين الفرق " مولف دى،كه څه امام فخرالدين رازي د ده په باب وايي :"په " الملل والنحل " كې د بېلابېلو مذهبونو يادونه راغلې؛ خو دا كتاب ځكه باوري نه دى،چې ده پكې د اسلامي مذهبونو په ترڅ كې د ابو المنصور بغدادي پر كتاب " الفرق بين الفرق " زيات باور كړى دى او ابومنصور بغدادي د خپلو مخالفينو په باب سخت متعصب و او پر خپل مذهب سربېره نور مذهبونه يې هم سم نه دي ښوولي.

"( وګورئ  تاريخ الجهميه و المعتزله  _ د شيخ قاسمي تاليف _ دويم چاپ _ 32 مخ )

خو د امام فخرالدين رازي له دې دريځ سره سره د اماميه وو په باب د " الفرق بين الفرق " د څښتن نظر لولو،دى په 22 مخ كې ليكي:

      "زيديه،اماميه او غاليه فرقې پر جلاجلا ډلوو ايشل شوې، هره  ډ له بل تكفيروي، د غاليه وو ټولې څانګې له اسلامي ډلو بهر دي؛خو اماميه او زيديه ډلې ددې امت له فرقوشمېرل كېږي."

څه وخت چې "جماعة التقريب بين المذاهب السلاميه " امام شهيد حسن البنا ْ،شيخ الازهر امام اكبر،عبدالمجيد سليم ،مصطفى عبدالرزاق او شيخ محمود شلتوت تاسيس كړ،استاد سالم البساوى د خپل كتاب " السنه المفترى عليها " په 7 5 مخ كې ليكي :"له څه وخته چې "جماعة التقريب بين المذاهب الاسلاميه "(چې امام حسن النباء او شيخ محمد قمي يې په جوړولو كې تر ټولو زياته برخه واخسته) رامنځ ته شوې،د " اخوان المسلمين "او شيعه وو ترمنځ د همكارۍ مزي دومره ټينګ شوي،چې امام نواب صفوي يې پر 1954ز كال قاهري ته وروست ".

بيا په همدې مخ كې ليكي :"په دې كې څه حيرانتيا هم نه شته؛ ځكه د دواړو ګوندونو اهداف يو دي" . د اخوان المسلمين يو پخواني مشر ارواښاد استاد عمر التلمساني د خپل كتاب "الملهم الموهوب حسن البنا ْ "په 78 مخ كې ليكي :"امام حسن البنا ْ د مسلمانانو خپلمنځي اتحاد ته دومره ارزښت وركاوه،چې د ټولو اسلامي فرقو يوه ستره غونډه يې ددې لپاره بلله،چې د يو بل پر نه كافرولو يوه خوله شي؛ځكه قرآن،دين،رسول او الله تعالى مو يو دى؛ځکه هغه له سترو شيعه علماوو شيخ محمد القمي تر ډېره پورې په خپل مركز كې مېلمه وساته،دا هم مشهوره ده،چې په 1948 زكې امام حسن البناء په حج كې د شيعه وو له مرجع آيت الله كاشاني سره ليده كاته وكړل، چې د دواړو ترمنځ خبرې اترې هم شوې وې".

عبدالمتعال الجبري په " لماذا اغتيل حسن البنا ْ " د لومړي ټوك د دويم چاپ په 32 مخ كې د حسن البنا ْ په باب د " روبرجكسن "وينا را اخلي او ليكي :" كه حسن البنا ته لږ فرصت او ژوند وركړ شوى واى؛نو د اسلامي هېوادو لپاره ډېر څه كېداى شول،په تېره د امام حسن البنا او آيت الله كاشاني ترمنځ خو اتحاد هم راڅرګند شوى و،چې په دغه اتحاد سره د شيعه او سني ترمنځ د اختلاف په كمېدو كې پوره مرسته كېداى شوه، دواړو په حجاز كې سره ليدلي هم ول او په ښكاره خو اتحاد ته هم رسېدلي ول ، خو ارمان،چې شهيد كړاى شو."

استاد الجبري پردې ليكنه د تبصرې په ترڅ كې ليكي: " روبر جكسن رښتيا ويلي او په خپل سياسي بصيرت سره پوه شوى و،چې د اسلامي مذاهبو پيوستون كې امام حسن البنا څومره ونډه درلوده ؟ كاشكې وخت وركړ شوى واى".

 استاد تلمساني د خپل كتاب"ذكريات لامذكرات " په 200 مخ كې ليكي :" په 1940 ز كې به د شيعه مذهب ستر عالم (سيد الامام القمي) د اخوان المسلمين مركز ته د مېلمه په توګه راته،په هغو شپو كې امام حسن البناء د اسلامي مذهبونو د غاړه غوټې كولو په هڅو بوخت و،چې دښمن نور له دغه فرقه پالنې ګټه وانه خلي". يوه ورځ مو وپوښت: د شيعه او سني ترمنځ اختلافات څومره دي ؟ موږ يې په دې باب له اندېښنې  منع كړو،ويې ويل: "دا وخت د مسلمانانو ترمنځ د پيوستون او يووالي اړتيا ده ؛ خو دښمن مو ترمنځ د فتنې اور په لمبو كول غواړي".
  عرض مو وكړ:موږ د تعصب او تنګ نظرۍ له مخې نه؛ بلكې د خپلو معلوماتو د زياتوالي او پر شيعه او سني مذهب د پوهېدو لپاره وپوښتل،موږ زياتې مطالعې ته وخت نه لرو؛نو ويې ويل:"اهل سنت او اهل تشيع دواړه مسلمانان دي او پر "لا اله الا الله محمد رسول الله" كلمې دواړه يوه خو له دي او همدا اصل عقيده ده، كه څه  اختلاف وي؛نو هغه پر داسې فروعي مسايلو دى،چې دواړه پكې يو بل ته نږدېداى شو."

د امام حسن البناء شهيد له دې دريځه څو خبرې را ايستلاى شو :

1 _ سني او شيعه دې يو بل وروڼه وګڼي .

2 _ د دواړو ترمنځ دې ليده كاته او خبرې اترې روانې وي او له اختلافاتو دې ډډه وكړي.د اسلامي نهضت لپاره همدا كار ضروري دى.

ډاكتر اسحاق موسى الحسيني په خپل كتاب " الاخوان المسلمين " كې د همدې د ملاتړ په ترڅ كې يوه خبره ليكي :"په مصر كې پر زده كړه بوخت ځينې شيعه محصلينو په اخوان المسلين كې غړيتوب تر لاسه كړ،دا هم هر چا ته څرګنده ده،چې د عراق په اخوان المسلمين كې د اثناعشره وو اكثريت دى. 
   سوريې ته د نواب صفوي د سفر پر وخت د اخوان المسلمين مشر داكتر مصطفى سباعي ورته له ځينو شيعه ځوانانو شكايت وكړ،چې په غير مذهبي نهضتونو كې ورګډېږي،نواب صفوي منبر ته وخوت او د شيعه او سني ګډه غونډه  يې مخاطبْ كړه او اعلان يې وكړ:"څوك چې په رښتيا ځان جعفري كول غواړي،په كار ده،چى په اخوان المسلمين كې ورګډ شي".
   نواب صفوي څوك و ؟نواب صفوي د شيعه اسلامي نهضت "فدايان اسلام " لارښود و.

استاد محمد على ضناوي د خپل كتاب " كبرى الحركات السلاميه في العصر الحديث " په 150 مخ د برناردلويس له خولې ليكي:" پر شيعه مذهب ګروهمن د اسلامي اتحاد لپاره داسې تيار دي؛لكه د مصر اخوانيان،كله كله د دوى ترمنځ راشه درشه هم كېږي".

استاد ضناوي د" فدايان اسلام " موخې په دوو ټکيو كې څرګندوي:

1 _ اسلام بشپړ ژوند دود او نظام دى .

2 _ په شيعه او سني كې بېلتون نه دى په كار .

استاد ضناوي ورسره د نواب صفوي دا وينا هم را اخلي چې :" موږ ته په ګډه د اسلام لپاره كار په كار دى‏ او جهاد مو بايد يوازې د اسلام د درناوي لپاره وي. ايا دا خبره تر اوسه مسلمانانو ته سپينه شوې نه ده او ايا د اختلاف د پرېښودو وخت نه دى؟

    استاد فتحي يكن د خپل كتاب " الموسوعه الحركيه " د لومړي ټوك په 163 مخ كې د نواب صفوي د قاهرې د سفر او له ولولو سره د هغه د هر كلي د يادونې په ترڅ كې ليكي :"هغه( نواب صفوي ) چې څه وخت پاچا د اعدام پر تخته ودراوه؛نو غبرګون يې د ليدو و،په اسلامي هېوادو او مسلمانو اولسونو كې بوږن او هيبت خپور شو.له دې د نواب صفوي د مړانې،جهاد او انقلاب اندازه لګېداى شي.( د نواب صفوي ) په نه تلافي كېدونكي شهادت د احتجاج په توګه له اسلامي نړۍ په زرګونو د خواخوږۍ تيلګرامونه ولېږل شول".

او دا شان د استاد " فتحي يكن " په فكر د يوه شيعه مسلمان درناوى د سترو اخواني شهيدانو په څېر وشو؛ ځكه هغه وايي: نواب صفوي او د هغه ملګري د شهادت په كتلو سره د هغو شهيدانو په قافله كې شامل شو ، چې پاكې وينې يې د خپلواكۍ د لارې په هوارولو او د سرښندنې او قربانۍ د ډيوې په بلولوكې ستره ونډه ولري.

     استاد يكن د خپل كتاب" الاسلام فكرة و حركة و انقلاب "په 56 مخ كې پر همدې دريځ ټينګ دى او د اخوان المسلمين د مجلې" المسلمون " د پينځم كال (1956 ) د اپريل ګڼې په73 مخ كې " له نواب صفوى سره " تر عنوان لاندې ليكي:له "المسلمون"مجلې سره "د شهيد صفوي ژورې اړيكې وې او چې د 1954ز په جنوري كې راغى؛نو" المسلمون " مجلې د كوربه توب وياړ يې درلود."

" المسلمون " مجله زياتوي:اسلامي شخصيتونه چې څه وخت د ظالمانو په لاسو ښكار كېږي؛نو مسلمانان چې هر چېرې وي،د خپلو مذهبي اختلافاتو په پرېښوو سره يو د بل درد احساسوي او يو د بل په غم كې شرېكېږي. شك نشته،چې د مسلمانانو ترمنځ د تفرقه اچوونكي دښمن هره دسيسه په خپل زيار سره ځپلاى شو.د بېلابېلو مذهبي فرقو په شته والي كې څه خبره نشته،موږ ته په كار دي، چې اختلافاتو ته د لمن وهونکيو پر خلاف ګام پورته كړو،چې منفعت پالونكي مو(له اختلافاتو ) ګټه وانه خستاى شي".

   "جماعة التقريب بين المذاهب الاسلاميه " ياد ته  له بېرته راګر ځېدو مخكې دې خوا ته هم اشاره ضروري ده، چې په يمن كې د اخوان المسلمين سيمه ييز مشر هم زيدي شيعه " استاد عبد المجيد زنداني" دى، په 1985 زكې قاهرې ته راغلى و،د قرآن د اعجاز په باب يې ځينې ليكچرونه وركړل،د يادونې وړ ده،چې د يمن د شمالي برخې د اخوان المسلمين زياتره غړي شيعه دي. 
د"جماعة التقريب بين المذاهب الاسلاميه "په باب امام شلتوت په خپل كتاب"الوحده الاسلاميه"كې ليكي:"ما د مذاهبو خپلمنځي اړيكو او سره نژدې كېدو ته ډېر ارزښت وركړى او يو غوره كار يې ګڼم او له هماغه لومړۍ ورځې مې په كې برخه اخستې ده".

بيا وايي: د "جامعة الازهر" همدا اصول دي،چې مختلف اسلامي مذاهب دې يو له بل سره نژدې وي،اسلامي فقهې(سني وي كه شيعه ) په درسي نصاب كې شاملېږي او پر دغو كتابو له هر راز تعصبه لرې او پر دليل او برهان ولاړې څېړنې كېږي".

وړاندې ليكي :"هيله مې وه،چې داسې سترو غونډو ته وينا وكړم ، چې په " دارالتقريب بين المذاهب "كې كېږي او مصري، ايراني ،لبناني ، عراقي،پاكستاني،افغاني او نور اسلامي اولسونه سره يو د بل ترڅنګ ناست وي او شافعي،مالكي او حنفي ټول په ګډه د اماميه او زيديه ډلې له غړيو سره پر يوه دستر خوان ناست وي د ټولو آواز انګازې وكړي او علم ، تصوف او فقه په كې وي او پر دې ټولو سربېره په كې د علم او عرفان ملګرتياوي".

بياوايي :"ډېرو تنګ نظرو او غرضيانو خلكو د "تقريب بين المذاهب " د نظريې مخالفت وكړ،يو امت هم له دغه شان وګړيو پاك نه وي ، چې تل پر بېلتون اچونه خپل ژوند اوږدولاى شي،پر دې سربېره ذهني ناروغان او د هيلو او اغراضو ښكېللي او اسيران زموږ يو موټى كېدل نه غواړي،ځكه د داسې كسانو قلم دهغو سياستوالو په لاسو كې ټينګ دى،چې د هر سمونپالي خوځښت مخالف دي او د مسلمانانو د اتحاد په لار كې تر وسې وسې خنډونه اچوي."

د " جعفري مذهب " په باب د امام شلتوت تاريخي فتوى را اخلو: " اثنا عشري شيعه مذهب چې په جعفري مذهب يادېږي،داسې مذهب دى،چې د اهل سنتو د نورو مذاهبو په څېر شرعاً غوره كېداى شي ، مسلمانانو ته په كار دي،چې په دې پوه شي او له كوم مذهب سره له ناروا تعصبه ډډه وكړي،د الله تعالى جل جلاله دين او شريعت نه د كوم مذهب تابع او نه په انحصار كې دى (د مذهب امامان)،ټول مجتهدان دي او ټول د الله تعالى په دربار كې منلي دي".

   امام غزالي د خپل كتاب " دفاع عن العقيده الشريعه ضد مطاعن المستشرقين " په 256 مخ كې د امام شلتوت پر دې فتوى د تبصرې په ترڅ كې ليكي: يو اولسي سړى راته ډېر پر غوسه راغى او راڅخه يې وپوښتل چې،شيخ الازهر دا فتوى څنګه وركړې ده،چې شيعه مذهب هم يو اسلامي مذهب دى ؟ ما ورته وويل :ته د شيعه وو په باب څه وايي ؟ تر لږې چوپتيا وروسته يې وويل:هغوى زموږ په دين نه دي،ما ورته وويل:ما خو هغوى په روژه او لمانځه ليدلي دي،زموږ په څېر لمونځ كوي او روژه نيسي،هغه اريان شو،ويې ويل:څنګه ؟ ما ويل : تر دې اريانوونكې خبره لا درته دا ده چې هغوى قرآن هم زموږ په څېر لولي،د رسول الله (صلى الله عليه و اله) تعظيم كوي،حج هم داسې كوي لكه موږ،هغه وويل:ما خو اورېدلي ول،چې قرآن يې بېل دى او د كعبې سپكاوۍ ته مكې ته ځي ؟ ما ورته وويل:ځينې خلك مو يو د بل پر خلاف داسې خبرې كوي،چې د يو بل پت،درناوي او وقار ژوبلول يې مراد وي لكه موږ چې د يو امت پر ځاى دوه بېل او دښمن امتونه يو".

بيا په 257 مخ كې ليكي :"زموږ د سمونپالو د مخکښانو مسووليت دى، چې دا حالات سم كړو او د خلكو له ذهنونو داسې وهمونه وباسو،پوهېږم،چې د شيخ محمود شلتوت دا فتوى په دې لړ كې د مخلصو اهل سنتو د هڅولو پر لور يو ګټور ګام دى او له دې به د مستشرقينو دا ارمان هم شنډ شي،چې دا امت دې د كينې او خپلمنځي شخړو له امله د ځنكدن سلګۍ ووهي او تر يوه بيرغ لاندې راغونډ نه شي،د دغو دسيسو پر خلاف زما په نزد دا فتوى لومړنى ګام دى ".

امام غزالي د خپل " كيف نفهم الاسلام " كتاب په 42 مخ كې ليكي : " عقايد له اندېښنو او ناكرارۍ ځكه نه شي ژغورل كېداى،چې شهرت خوښو په كې هر هغه څه ورننه ايستى،چې له مذهب سره هېڅ تړاو نه لري ، د مسلمانانو دوې ډلې: شيعه او سني،دواړه ډلې د الله تعالى پر وحدانيت او د محمد (صلى الله عليه و آله‏) پر رسالت ايمان لري او په دوى كې داسې كوم اختلاف نشته،چې د عقايدو اصول وګرځي".

زياتوي :"سره له دې چې زما په ډېرو خبروكې له شيعه مذهب سره اختلاف دى؛خو دا هېڅكله نه ګڼم،چې له ما سره مخالفت كوونكي ګنهكار دي، په همدې ډول مې د اهلسنتو له ډېرو خبرو سره همدا نظر دى " .

په 143 مخ كې يې ليكلي : د شيعه او سني خپلمنځي بېلتون اخر د دين اصول وګڼل شول،چې يو دين دوه ټوكړې او يوموټى امت دوه برخې شي او يو د بل وينو ته تږي كېني،څوك چې په دې بېلتون كې څه لاس ولري،ددې آيت مصداق به شي :

((إِنَّ الَّذِينَ فَرَّقُوا دِينَهُمْ وَكَانُوا شِيَعاً لَسْتَ مِنْهُمْ فِي شَيْ‏ءٍ إِنَّما أَمْرُهُمْ إِلَى اللّهِ ثُمَّ يُنَبِّئُهُم بِمَا كَانُوا يَفْعَلُونَ =په حقيقت کې ستا له هغوى سره هېڅ اړيکه نشته،چې خپل دين يې ټوټه ټوته كړى او په بېلابېلو ډلو (او جلا جلا مذهبونو) وويشل شول، د هغوى سروكار يوازې  له خداى سره دى، بيا به يې هغه په خپلو کړنو خبر کړي، چې تل يې کول.(انعام/۱۵۹) 
   " پوهېږم چې په شخړه كې د كفر فتوى وركول اسان دى. په ناندريوكې د مشخصې نظريې له مخې د مخامخ لوري كافرول ډېر اسان كار دى " .

په 144 مخ كې زياتوي :" دواړه (شيعه او سني ) ډلې له اسلام سره د تړون دعوې لري.قرآن او سنت د ايمان جز ګڼي او د دين پر ګډو اصولو دواړه يوه خوله دي.كه په دواړو كې كوم فكري اختلاف وي هم؛ نو داسې اختلاف په ټولو مذهبونو كې وي،د مجتهد نظريه سمه وخېژي كه ناسمه ، اجر وركول كېږي " .

بيا ليكي :"موږ چې د فقهې ډګر ته ننوځو او په رايو كې اختلاف او په يوه حديث د بل حديث پياوړتيا لولو؛نو داسې ښكاري،چې د شيعه او سني ترمنځ اختلاف د مالكي او حنفي يا د شافعي او حنبلي ترمنځ اختلاف هومره دى كه څه د لټون په بڼه او دود كې اختلاف دى، موږ په حقيقت كې د حق په هڅه او لټون كې يوه خوله يو "

    امام غزالي د خپل كتاب " نظرات فى القران " په 79 مخ كې د ځينو شيعه علماوو ويناوې را اخلي او د يوه په باب ليكي:"هغه له سترو شيعه فقهاوو او اديبانو ځنې دى،چې پوره وينايې مخكې رااخستل غواړم،چې هغو خلكو ته چې وايي شيعه مذهب له اسلامه يو جلا مذهب دى، څرګنده شي،چې ورڅه وايي،همداراز به د قرآن مجيد د اعجاز په باب د شيعه وو زياته پېژندګلوي وكړم " .

په 158 مخ كې د يوه بل شيعه عالم " هبه الدين حسيني " پېژندګلوى داسې كوي:" دا ښاغلى له سترو شيعه علماوو ځنې دى،موږ دلته ټوله څېړنه را اخلو،چې خلك د ديني عالم علمي مقام وپېژني او د قرآن د سپېڅلتيا په باب يې نظر څه دى ؟".

 امام غزالي د " الطليعة الاسلاميه" د 1985ز د مارچ په 26 مه ګڼه كې د يوې پوښتنې په ځواب كې د " جماعة التقريب بين المذاهب الاسلاميه " په ترڅ كې وايي :"هو ! زه  " تقريب بين المذاهب اسلاميه " ته زيات ارزښت وركوم په دې لړ كې ما همېشه يوه ونډه درلودلې ده،زه همېشه په دارالتقريب پورې مربوط يم،شيخ محمد تقى القمي،شيخ محمد جواد المغنيه او ځينې نور وتلي شيعه علماء زما دوستان دي؛نو غواړو هغه ډلبندي او دښمني له منځه ووځي،چى له څه مودې راهيسې د مسلمانانو ترمنځ خنډ دي، هغه هم په داسې وخت كې،چې مسلمانان وروسته پاتېوالي ځپلي دي".

ډاكتر صبحي صالح د خپل كتاب " معالم الشريعة الاسلاميه " په 52 مخ كې ليكي :" شيعه په احاديثو كې هم دا خبره ياده ساتي،چې له نبوي سنتو سره سم روايتونه دې راواخستل شي او د سنت هومره ارزښت لري؛لكه تر " قرآن " وروسته چې شرعي مصادر يې لري".

     د عراق د اخوان المسلمين ستر غړى داكتر عبدالكريم زيدان د خپل كتاب " المدخل الدراسته الشريعه الاسلاميه " په 176 كې ليكي :" شيعه وو ته فقهي مصادر كتاب، قرآن،سنت،اجماع او عقل دي".

او په 178 مخكې ليكي :"جعفريه مذهب په افغانستان، عراق،ايران ، پاكستان او لبنان كې رايج دى او پلويان يې په سوريه او نورو سيمو كې هم شته . د جعفريه فقهې او نورو اسلامي مذاهبو ترمنځ د نورو مذاهبو هومره اختلاف نشته.د جعفريه فقهې لار په ډېرو لږو خبرو كې جلا ده او ښايي په هغو كې ډېره غټه خبره متعه (وختي نكاح ) ده ". [څېړونكى: په دې باب د پينځګونې فقهې كتاب ولولئ ]

امام ابومحمد زهره د خپل كتاب " تاريخ المذاهب الاسلاميه " په 39 مخ كې ليكي :"شك نشته،چې شيعه يوه اسلامي فرقه ده ، كه څه موږ سبائيه فرقه،چې حضرت علي (رضى الله عنه) خداى ګڼي ، له اسلامه ايستې ده؛خو شيعه مسلمانه فرقه ده او دا هم ګڼو،چې اثنا عشري شيعه هم سباييان كافر بولي. ابن سبا هم يو خيالي نوم و،په دې كې هم څه شك نشته شيعه چې څه وايي، د قرآني نصوصو او نبوي احاديثو له مخې وايي . "

 او په 52 مخ كې وايي :"هغوى (شيعه) له ګاونډيو اهلسنتو سره په مينه چلن كوي او كركه ترې نه كوي ".
   شيخ ابومحمد زهره په خپل ارزښتمن اثر " الامام الصادق " كې ليكي :" که موږ د خپلو شيعه وروڼو اصول ولولو؛نو څرګنده به شي،چې هغوى كتاب،سنت،اجماع او عقل ته رجوع كوي."
د همدې كتاب په 214 مخ كې د امامت د مسلې په ترڅ كې وايي :"زموږ اثنا عشري شيعه وروڼه پر امامت ګروهمن دي او له تاريخي ترتيب سره يې مرتبوي . په نورو اصولو؛يعنې توحيد اورسالت كې راسره شريك دي،موږ له خپلو شيعه وروڼو هيلمن يو،چې پر امامت د نه اعتقاد له امله به زموږ پر ايمان د نيمګړتيا عقيده ونه لري او ګناه يې ونه ګڼي . "

وړاندې ليكي : " دا اختلاف هسې يو نظري اختلاف دى. " بيا ليكي : " يوه رښتيا خبره دا كوو، چې زموږ او د شيعه وو ترمنځ په اختلافي مسايلو كې يوازې د امامت مسله پاتې كېږي،چې هغه هم تش يو نظري اختلاف دى او څه عملي پايله يې نشته دا داسې ده؛لكه په تاريخي پېښو كې چې د نظر اختلاف وي".

    داكتر مصطفى الشكعه د خپل كتاب " اسلام بلا مذاهب " په 183 مخ كې ليكي :امامي اثنا عشري له موږ سره ګډ اوسي،زموږ ترمنځ خوږې اړيكي دي او د نور نژدېکت هڅه روانه ده،زموږ د دواړو دين يو دى؛نو بيا يو له بله بېلتون څه مانا لري ؟
  د شيعه وو د منځلارۍ د يادونې په ترڅ كې په 187 مخ كې ليكي : "هغوى له ځينو داسې خبرونه کرکجن دي، چې د ځينو فرقو پلويان يې كوي،هغوى دا خبرې كفر او بې لاري ګڼي " .
   شيخ حسن ايوب د خپل كتاب " تبسيط العقائد الاسلاميه " په 300 مخ كې ليكي :" په اسلامي فرقو كې شيعه تر ټولو زړه ډ له ده . شيعه هم راز راز دي او ځينې يې غالي يا افراطي دي او ځينې يې بيا منځ لارې دي، منځلاري د علي بن ابي طالب (رضى الله تعالى عنه) پر فضيلت سپارښتنه كوي او د نورو اصحابو له تكفير او سپكاوي ډډه كوي ."
    شيخ سعيد حوى د خپل كتاب " الاسلام " د دوهم ټوك په 165 مخ كې د يو هر اړ خيز ژوند دود په توګه د اسلام په باب ليكي: "اسلامي نړۍ له راز راز فقهي مذاهبو جوړه ده ،هر مذهب په يوه سيمه كې اكثريت لري،ايا ددې حقيقت په مخكې كوم خنډ شته،چې په هره سيمه كې دې ځانله خپلواك حكومت وي؟د يوې ژبې د ويونکيو دې يو ايالت وي،په شيعه سيموكې دې شيعه ايالت وي،د كوم بل فقهي مذهب په سيمه كې د هغوى ځان ته ايالت وي،هر ايالت دې د ځان لپاره يو واكمن غوره كړي او دغه ايالتونه ټول د مركزي حكومت تابع وي،چې همدا د خلافت نظام دى " .
   د شيخ سعيد حوى دا اعتراف چې د شيعه وو په ګډون دبېلابېلو مذاهبو اختلاف نه د اسلام لپاره مضر دى او نه د دين لپاره ، د اسلام تر سېوري لاندې " شيعه " هم يو امير درلوداى شي .
    مفكر اسلام نورالجندي د " الاسلام و حركة التاريخ " په 420 مخ كې ليكي :" اسلامي تاريخ د شيعه او سني له اختلافاتو،فكري او سياسي شخړو ډك دى،بهرنيان هڅه كوي،چې په اسلامي نړۍ كې اتحاد رانشي ، د شيعه او سني ترمنځ د ټولو اختلافاتو تر شا د پرديو لاس و،اوس شيعه او سني د دښمنانو په دسيسه پوه شوي او پخپلو كې د اختلافاتو په كمولو لګيا دي،اوس ورته څرګنده شوې ده،چې د ناروا فتنو ګټه چاته رسي ؟ " .

استاد جندي په 421 مخ كې مسلمانان دې ته بولي،چې شيعه او غاليان سره وپېژني،غاليان هغه دي،چې پخپله د اهل تشيع امامانو د هغوى پر خلاف خپلې نظريې څرګندې كړې او له غاليانو يې د ډډې كولو لارښوونه كړې ده.همدا خبره د بغداد پوهنتون د فلسفې استاذ داكتر عرفات هم د خپل كتاب " دراسات في الفرق و العقائد الاسلاميه " په 32 مخ كې ليكي:" دا به بېخي بې انصافي وي،چې د غاليانو ښوونې د شيعه وو د ښوونو په لړكې راوړل شي".

   له دې خبرو دا حقيقت هم په ډاګه كېږي،چې ځينې خلكو په شيعه و پورې تړلي دي؛لكه : كولدز بهر،واينزبرك ، فريد لندر او نور ...
  استاد سميع عاطف الدين په خپل كتاب " المسلمون ... من هم " كې د شيعه او سني پر موضوع ليكي :" له ښاغليو لوستونکيو داخبره نه پټوم،چې ما دا كتاب ځكه تاليف كړى، چې په خلكو كې يوه ړنده بېلتون پالنه روانه ده،په تېره بيا د شيعه او سني بېلتون،چې زه ورته جهالت وايم؛ خو د افسوس خبره دا ده،چې ددې بېلتون اچونې جرړې اوس هم په ناروغو ذهنونو كې غځېدلې دي؛ځكه ددې تخم كرونكي هماغه خلك ول، چې په بېلتون اچونې يې پر اسلامي نړۍ واكمني وكړه،دوى د كركې زړى وكاره ، يوازې په بېلتون پالنې ژوندي ول،د طفېليانو په څېر د نورو په وينه پايي " 
== زما مسلمانو ( شيعه او سني ) وروڼو ! ==
    زه اوس درته هغه حقايق څرګندوم ، چې موږ پرې سره وران يو، دا ورانه او اختلاف د كتاب او سنت په باب نه ده؛ بلكې پر هغو د نه پوهېدو له امله ده،موږ اخر له هغو عواملو او اسبابو خبر شو،چې ، دغه امت په اختلافاتو يې وځپل شو،دا كتاب په دې جملو پاى ته رسوو، چې دا وخت د ټولو مسلمانانو دا مسووليت دى،چې د هغو بېلارې خلكو مخنيوى وكړي چې اسلامي مذهبونه  د اسلام په باب د خلكو د شكمنولو لپاره وسيله كوي،دا هم ضروري ده چې د فرقه ييز بغض او كيني سا،خپه كړاي شي او په دين كې د فتنې او فساد د رامنځ ته كوونکيو د مخنيوي لپاره هڅه وشي او مسلمان دې د يوه ټولي او جماعت په جوړولو كې يو له بل سره مرسته وكړي ".

اارواښاد ابوالحسن ندوى هم د شيعه او سني داتحاد هيلمن دى او د " الاعتصام الاسلاميه " مجلې د 1398 س په محرم ګڼه كې ليكي : كه د " جماعة التقريب بين المذاهب الاسلاميه " هڅه بريالۍ شوه؛نو يو داسې انقلاب به ترې راولاړشي،چې سارى به يې د اسلام د بيا ژونديتوب په تاريخ كې نه وي ."

استاد صابرطعيمه د خپل اثر " تحديات امام العروبه و الاسلام " په 208 مخ كې ليكي:"رښتيا خبره خو دا ده،چې په عامو اصولو كې د شيعه او سني ترمنځ څه اختلاف نشته ؛ځكه دواړه ډلې پر توحيد ايمان لري، يوازې په يو څو سرسري مسلو كې اختلاف دى او داسې اختلافونه خو پخپله د سني مذهبونو،شافعي او حنفي ترمنځ هم ليدل كېږي؛نو د دوى(شيعه وو) ديني اصول هماغه دي،چې تصريح يې قرآن او سنتو كړې ده او هغوى پر هغه څه ايمان لري،چې پر ځاى كول يې حقه خبره ده، چې شيعه او سني دواړه اسلامي مذهبونه دي او دواړه د كتاب او سنت لارويان دي".

  ډاكتر علي سامي د خپل " نشاة الفكر الفلسفى فى الاسلام " نومي اثر په دويم ټوك كې ليكي: " د اثنا عشري شيعه وو فلسفيانه افكار په عمومي توګه سوچه اسلامي دي؛ خو كه ترې وړاندې نورو فرقو ته ورسو ؛ نو په مسلك كې يې ګڼې خبرې تر سترګو كېږي،چې ډېر يې د پرديو له خوا راننووتي غير اسلامي افكار دي".

په 20 مخ كې ليكي:"....بلكې ويلاى شم،چې زموږ د معاصرو اثنا عشري شيعه وو عقايد له سني عقايدو بېل نه دي".

     د اصول فقهي علماء وايي :"څو د شيعه مجتهدينو اتفاق تر لاسه نشي تر هغې پورې د امت اجماع نشي راتلاى".

همداراز استاد عبدالوهاب خلاف د خپل اثر "علم اصول الفقه " په 46 مخ كې ليكي : " د اجماع څلور ركنه دي،چې بې له هغې ‏ اجماع شرعاً نشي كېداى،په هغو كې دويم ركن دادى چې د يوې پېښې (د څېړنې ) پر وخت ټول مجتهدين پر شرعي حكم يوه خوله شي،هغه مجتهدين د هر ښار،جنس يا ډلې،چې وي،كه په پېښې پورې پر اړوند شرعي حكم يوازې د حرمينو،عراق او حجاز يوازې د اهلسنت مجتهدين اتفاق وكړي او شيعه مجتهدين پكې نه وي؛ نو اجماع له شرعي پلوه ثابته نه ده؛ځكه څو د يوې پېښې په باب د اسلامي نړۍ ټول مجتهدين اتفاق و نه كړي،د څو مجتهدينو اتفاق بې ارزښته دى."

كه د مسلمينو د اجماع لپاره د شيعه واتفاق ضروري دى؛نو بيا هم كافر اوبې لارې دي ؟

امام شلتوت،امام ابوزهره او د خلاف استاد،احمد ابراهيم بيك د خپل كتاب په 21 مخ كې ليكي :"شيعه اماميه مسلمانان دي، هغوى هم پر الله تعالى جل جلاله،رسول (صلى الله عليه وا له وسلم ) او قرآن او څه چې محمد (صلى الله عليه وآله وسلم) راوړي،ايمان لري او مذهب يې هماغه دى،چې په ډېرو هېوادو كې دود دى".

په 22 مخ كې ليكي:په لرغوني او نوي هر عصركې اماميه شيعه ستر فقهاء او په هر علم او فن كې علما لري،چى د ژور فكر او پراخه معلوماتو څښتنان دي،تاليفات يې له لكونو اوړي،زياتره كتابونه يې ما كتلي دي."

په پاى كې د همدې مخ په څنډه كې ليكي :"په شيعه ووكې ځينې غاليان هم پيدا كېږي،چې له اسلامه وتلي دي،د اثنا عشري شيعه وو جمهور ورته څه ارزښت نه وركوي."

     د جامعة الازهر د روزنې د پوهنځي مدير او د ټولنپوهنې د څېړنو د نړيوالې ادارې غړى ؛ډاكتر علي عبدالواحد وافي د خپل كتاب " بين الشيعه واهل السنت " په 4 مخ كې ليكي :" بې له پلوۍ، تعصب او سهل انګارۍ ‏د تحقيقاتو په پاى كې دې ته رسېدلي يو،چې زموږ او د شيعه وو ترمنځ،چې كوم اختلاف دى، هغه كه په ښكاره څومره غټ هم وښوول شي؛خوله جايز شرعي اجتهاده بهر نه دى."

په 5 مخ كې د خپل تاليف د اهدافو د څرګندولو په ترڅ كې ليكي : "د دې تاليف مقصد د اهلسنتو او جعفري شيعه وو سره نژدې كول او دا ښوول دي،چې د دواړو ترمنځ اختلافات يوازې اجتهادي دى،هغه اجتهاد،چې اسلام يې نه يوازې اجازه وركړې؛بلكې هڅولي يې هم دي، دا سمه نه ده،چې موږ يو د بل پر خلاف كركه خپره كړو موږ پخپلو څېړنو كې بې له تعصب او پلويتوبه شيعه وو ته هماغه مقام وركړى،چې وركول يې په كار و".

     د پاكستان د كراچۍ د عربي پوهنځي مدير استاد محمد حسن اعظمي د خپل كتاب " الحقايق الخفيه عن الشيعه الفاطميه والاثنى عشريه " په 103 مخ كې ليكي :" اثنا عشري اماميه شيعه پر توحيد ګواهي وركوي،چې الله يو دى،صمد دى،لم يلد ولم يولد دى،بې سارى او بې مثله دى ، محمد (صلى الله عليه وآله وسلم ) يې را استولى استازى دى،د پېغمبرانو وينا يې رښتينې ده،پر ټولو انبياوو او رسولانو هم ايمان لري.انبياوو،چې د الله له لوري څه راوړي،هغه حق ګڼي،د هغوى وينا ده، چې حضرت علي كرم الله وجهه او دولس واړه زامن يې د نړۍ تر هر چا زيات د خلافت مستحق دي،هغوى تر رسول الله (صلى الله عليه وآله وسلم ) وروسته تر ټولو غوره دى، فاطمه الزهرا (رضى الله عنها) د نړۍ د ټولو ښځو اغلې ده، كه دوى (اثنا عشري امامان) په همدې عقيده كې رښتيني وي،خو ښه تر ښه،ګني دا خو نه د كفر سببېدا ى شي او نه د فسق."

بيا په 204 مخ كې ليكي :" شيعه كه څه د دوولس ګونو امامانو امامت واجب ګڼي؛خو نه منونكي يې له اسلامه هم نه باسي او ګرد اسلامي احكام پرې جاري كوي.هغوى ددين هغه احكام حجت او دليل ګڼي،چې له كتاب الله،پر له پسې توب (تواتر) ،له رښتين راوي،دولسو امامانو يا ژونديو باوري مجتهدينو له وينا ثابت شوي نبوي سنتونه راوتي وي.په دې كې كه هغوى په خپله نظريه كې تېروتي هم وي؛نو داسې څه پكې نشته،چې له اسلامه دې وايستل شي."

      " هغه  له اسلامه وتلي دي، چې د الله تعالى په وجود او وحدانيت او د محمد (صلى الله عليه و اله وسلم ) په نبوت كې شك كوي او يا څوك په نبوت كې شريك ګڼي،كه څوك داهلبيتو د امامانو په باب  له مبالغې كار واخلي او د بندګۍ له مقامه يې بهر ګڼي يا يې نبي بولي،يا يې  له الهي صفاتو په كوم يوه وستايي؛نو د اسلام له کړۍ وتلي دي او دا خلك تر ټولو غاليانو او دې ته ورته خلكو کرکجن دي".
     د ازهر پوهنتون پخوانى استاد عبدالحكيم محمود د خپل كتاب " التفكير الفلسفي في الاسلام " په 176 مخكې وايي :"غاليان اوس نشته،له هغوى اماميه شيعه و او زيديه دواړو ډلو کرکه څرګنده كړې ده."

بلكې په 104 مخ كې د شيخ الجامعه ددې حيرانونکې پوښتنې په راولاړېدو،چې ابوحنيفه (ره) سني وكه شيعه ؟ نه حيرانېږي او ځواب وركوې : " حضرت ابوحنيفه د عقيدې له مخې سني او له ګوندي پلوه شيعه و."

       اوس د مجاهدي زينب الغزالي دې څرګند ځواب ته ګورو، چې د لندن د " العالم "مجلې د 1985 ز د مارچ په ګڼه كې يې دې پوښتنې ته ويلي و،چې ولې په اسلامي مذاهبو كې دا دومره ګډوډي ده ؟
"زما په نزد شيعه او زيديه د ټولو څلورو واړو سني مذهبونو په څېر اسلامي مذهبونه دي، پر شيعه او سني پوهانو او مشرانو لازمه ده،چې پر يو ځاى را غونډ شي، يو له بل سره تفاهم وكړي.زه بلنه دركوم،چې اسلامي امامان دې د هر مذهب،چې وي يوموټى شي،په دې لړ كې زما خپله تجربه همدا ده،چې د 1952 ز خبره د " جماعة التقريب بين المذاهب الاسلاميه " په نوم يوه ټولنه وه،مشري يې دامام شيخ شلتوت او شيخ قمي پر غاړه وه ما هم پكې ګډون كړى و.دا ټولنه د شهيد امام حسن البناء د هڅو پايله وه او نظريه يې دا وه،چې ټول مسلمانان شيعه دي كه سني يو امت دى.ددې امت خپلمنځي اختلافات د دوى د وېشلو سببېداى نشي. "اخوان المسلمين" له دې ټولنې سره مرستيال و؛لكه د كفر پر وړاندې،چې يوازې اسلام يو ځواك او طاقت دى او د (مسلمانانو) الله تعالى، كتاب، رسول، حرام ،حلال،سياسي او اجتماعي نظام، اقتصاد او حكومت يو دي؛نو له هغه ظلم،زور او غولونې، چې ستر ځواكونه پرې اخته دي، د نړۍ د خلاصون لپاره پر شيعه او سني لازم دي،چې په ګډه كار وكړي."  


نو چې د ازهر د استادانو شلتوت،ابوزهره، غزالي، تلمساني، فتحي يكن ، انوارالجندي،عبدالكريم زيدان، شكعه خلاف،بهناوي،سعيد حوى ، وافي، اعظمي، مودودي او حسن ايوب او د مسلمانانو د نورو مشرانو نظريه دا ده ؛نو بيا له هرې خوا اورېدل کېدونكي اوازونه، چې څوك د فتنې پر لور بلنه كوي او څوك د ترخو تجربو د راغبرګولو پر لور په هڅونې د نورو كركو لپاره كار كوي څه مانا؟ د كركې،كينې او دښمنۍ دغه استازي پخپلو پاڼو رسالو او درسونو،بې له دې نور څه غواړي،چې په دغسې وخت كې چې د مستكبرينو له ګواښ سره مخ يو، هېواد مو اور ګرځېدلى،پر كومه خاوره مو چې څلور ميليونو يهودو خېټه اچولې،يو شيعه هم پكې نشته،په دغه ناورين او ماتم كې د مسلمانانو ښكېلول بې له دې، چې له خپلو رښتيانيو ستونزو لرې وسي بله كومه ګټه لري؟ دا ټولې خبرې د چا لپاره دي؟


شيخ غزالي د خپل كتاب " دفاع عن العقيده والشريعه ضد الطاعن المستشرقين " په( 264 ) مخ كې ليكي :"دغه اوازې د چا په ګټه خپرېږي؟ له دې خو د خپلو وروڼو؛ بلكې د خپل كتاب په باب بد ګومانونه راولاړېږي. "


   همدا شان د تونس د اسلامي نهضت مشر استاد راشد غنوشي وايي :" د حقيقي مسايلو ځاى وهمي مسايل ډكوي؛ لكه د شيعه او سني،د مذهب او لامذهبۍ جګړه ....".
    د اخوان المسلمين يو ستر مفكر استاد سالم البهنساوى د خپل كتاب " السنه المفترى عليها " په 60 مخ كې د هغو خلكو په ځواب كې،چې وايي ، شيعه  بېل قرآن لري،ليكي :" كوم قرآن،چې له موږ اهل سنتو سره دى، هماغه د شيعه وو په جوماتو او كورو كې پروت دى. "

بيا په 263 مخ كې ليكي : د اثنا عشريه وو جعفريه فقه په هغه قرآن كې د لاسوهنې قايل كافر ګڼي،چې له صدر اسلامه تر ننه پرې د امت اجماع راغونډه ده."

   امام خوئي وايي : " ټول مسلمانان په دې يوه خوله دي، چې په قرآن كريم كې لاسوهنه نه ده شوې،كوم قرآن،چې دا وخت له موږ سره دى ،دا هماغه پر رسول الله (صلى الله عليه وآله وسلم ) نازل شوى قرآن دى."


د شيخ محمد رضا المظفر له خولې ليكي : دا قرآن چې له موږ سره دى او لولو يې،هماغه قرآن دى،چې پر رسول اكرم (صلى الله عليه وآله وسلم) نازل شوى دى.بې له دې كه څوك كومه دعوى كوي ؛نو تېروتى به وي يا به غلط شوى وي او سم نه وايي؛ځكه د الله په كلام كې د څه شك او شبهې ځاى نشته".


بيا د امام كاشف الغطاء له خولې ليكي،چې ويل يې :" په دې قرآن كې نه څه نيمګړتيا شته او نه څه لاسوهنه او زياتونه،پر دې د ټولو مسلمانانو اجماع ده."

   پردې سربېره په همدې مخ كې ځينې نور داسې نظريات هم لوستلاى شئ،چې په غلطو رواياتو د استناد كوونکيو ځواب پكې شوى دى؛ځكه دغه راز روايات پخپله د اهل سنتو په كتابو كې هم ډېر زيات موندل كېږي.
  " كه د قرآني علومو په باب د اهل سنتو ستر كتاب " الاتقان في علوم القران " (د شيخ الاسلام جلال الدين سيوطي)  وګورئ، د  لومړي ټوك 86 ، 87او 93 مخونه يې ولولئ؛نو تعجب به وكړئ،د قرآن په باب به داسې روايات هم ولولئ،چې پكې ليكي،چې د قرآن مجيد د سورتونو شمېر يو سل دولس يا يوسل شپاړس دى.يو سورت يې " الحقد " يا " الخلع " په نامه هم و او همداسې  نوريې ...
   اوس نو ايا كوم شيعه ته دا جايز ده،چې ووايي،د اهل سنتو قرآن نيمګړى يا زيات دى؟ټول به ووايي،چې" نه " دا حق نه دى؛ځكه روايات يې د ډاډ وړ نه دي  او اهل سنت د رواياتو په باب يوه خوله نه دي او بيا دا له شاذو رواياتو دي او اصل داده،چې دا هماغه كتاب دى،چې موږ يې تلاوتوو او پر همدې زموږ د امامانو اجماع شوې ده، همدا ځواب د شيعه وو هم دى .

امام ابوزهره د خپل كتاب "الامام الصادق " په 296 مخ كې ليكي : "زموږ اماميه وروڼه كه څه په ځينو مسائلو كې يوه خوله نه دي؛خو د قرآن په باب يې هماغه نظر دى،چې د هر مؤمن دى او تر 321 مخ وروسته د يو په زړه پورې بحث په ترڅ كې د " لاتبديل و لانقص في كتاب الله " تر سرليك لاندې دا خبره سپينوي،چې د شيعه علماوو په دې اجماع ده،چې په قرآن كې اړونه او لاسوهنه نه ده شوې.

   د قرآن په باب د جعفريه شيعه وو هماغه عقيده ده،چې د اهل سنتو ده،چې قرآن د الله تعالى جل جلاله له لوري پر رسول الله نازل شوى كلام دى او په تواتر رارسېدلى دى، سورتونه او آيتونه يې د رسول الله ( صلى الله عليه واله وسلم ) له حكم سره سم څرګند او واضح راغونډ شوي او قرآن د اسلامي عقايدو،شريعت او اخلاقو يو جامع كتاب دى."

شيخ غزالي د خپل كتاب " دفاع عن العقيده و الشريعه ضد المطا عن المسشرقين " په 264 مخ كې ليكي :"ماله يو سړي په غونډه كې واورېدل،چې د شيعه وو يو بل قرآن دى،چې زموږ له قرآنه كمى زياتى لري،ما ورته وويل:هغه قرآن چېرته دى؟ اسلامي نړۍ پر درېو سترو وچو (براعظمونو) خپره ده او د رسول الله (صلى الله عليه وآله وسلم) له بعثته تر ننه څوارلس سوه كاله تېر شوي او خلك (په دې موده كې ) يوازې هغه قرآن پېژني،چې پيل،پاى او معلوم شوي سورتونه او آيتونه لري،دابل قرآن چېرته دى؟ولې په دې دومره اوږده موده كې كوم انسان يا پېري ته يوه نسخه هم څرګنده نه شوه ؟ په دې سره د خپلو وروڼو او خپل كتاب په باب شكونه او بد ګومانۍ خپرېږي ، قرآن يو دى،كه په قاهره كې چاپېږي؛نو په نجف اشرف او تهران، اسلام آباد او كابل كې هم سپېڅلى ګڼل كېږي او نسخې يې په لاسونو او كورونو كې وي.ددې كتاب د نازلوونكي د هغه د مبلغ (صلى الله عليه واله وسلم) په باب بې له درناوي او عزته په ذهن كې بله خبره نه ځايېږي؛نو داسې تور ولې په خلكو او وحې پورې تپل كېږي؟ په دغو تور لګاندو كې هغه كسان هم دي،چې دا خبره ګډوي،چې شيعه د علي (رضى الله عنه) لاروي كوي او سنيان د محمد (صلى الله عليه و اله وسلم) د شيعه وو دا نظر دى، چې د رسالت او نبوت زيات وړ علي (رضى الله عنه) او په حضرت جبراييل تېر كې بل چاته ورغلى دى.دا خبره هسې،اپلتې،دروغ او تور دى".

بيا په265 مخ كې ليكي:"شيعه د محمد (عليه السلام) پر رسالت ايمان لري،د علي(رضى الله عنه) شرافت له دې امله ګڼي،چې رسول الله (صلى الله عليه وآله وسلم ) ته منسوب او پر سنتو يې ټينګ دى،د نورو مسلمانانو په څېر په وروستيو او لومړيو كې هېڅوك هم د محمد (صلى الله عليه واله وسلم ) هومره ستر نه ګڼي او نه يې د اطاعت وړ بولي.بيا نو ورته د داسې ناروا او ناوړه نسبت څنګه كېداى شي؟

په حقيقت كې چې څوك دغه امت پر دښمنو ډلو وېشل غواړي ، له هغوى سره د خپل غرض د تر لاسه كولو لپاره نور څه منطقي وسايل نه ول؛نو ځكه د دروغو اسبابو ته يې لاس واچاوه او له همدغه ځايه د دروغو ډګر پراخ او د رښتياوو ميدان تنګ شو. زه د شيعه او سني ترمنځ له فقهي اختلافاتو منكر نه يم، دغه اختلافات لږ وډېر شته؛ خو دا د دوى د خپلمنځي جګړې باعثېداى نشي.پخپله د اهلسنتو په مذهبونو كې هم اختلافات شته؛بلكې د يوه مذهب په لاريانو كې هم اختلاف موندل كېږي؛خو له دې سره سره يې هوښياران،سړې يا تودې جګړې ته نه پرېږدي او دا وينا چې شيعه له مصطفوي سنتو منكر دي، توراو الزام دى."

امام محمد ابو زهره د خپل كتاب " الامام الصادق " په 359 مخ كې ليكي:"متواتر سنت د شيعه وو په نزد بې له اختلافه د حجت او يقين سبب دي".

په 358 مخ كې له سنتو د انكار په باب د شيعه وو د دريځ د څرګندونې په لړكې ليكي:نبوي سنت كه له رسول الله (صلى الله عليه وآله وسلم) په تسلسل او تواتر ثابت وي؛نو انكار ترې كفر دى؛ځكه دا له محمدي(صلى الله عليه وآله وسلم) رسالته انكار دى.موږ ته محمدي(صلى الله عليه وآله وسلم) رسالت د نبوى سنتو له لارې رارسېدلى؛البته د امامانو له وينا انكار داسې نه دى،هغه د فسق موجبېږي،د كفر نه."

د احاديثو په باب د شيعه و دريځ زموږ له دريځه ډېر بېل نه دى امام ابوزهره د خپل كتاب " الامام الصادق " په 375 مخ كې ليكي :" دا وو هغه دلايل،چې شيعه وروڼه يې د واحد خبر د حجت والي لپاره راوړي او وايي،چې پردې عمل واجب دى،كه ګوماني يا ظني هم وي ".

داكتر وافي په خپل كتاب"بين الشيعه واهل سنه " كې ليكي " : د نبوي سنتو په باب د شيعه وروڼو عقيده هماغه ده،چې د جمهورو اهلسنتو د جمهور ده؛البته د هغوى په نزد نبوي سنت د رسول الله ( صلى الله عليه وآله وسلم) وينا، افعال او خبرې دي،د هغوى په نزد هم نبوي سنت د شرعي اصولو يو اصل دى."

كه داسې وي؛نو د " كافي "،"بخاري" او"مسلم" کيسې څه دي ؟

ځواب: لومړى خو " كافي " داسې كتاب نه دى؛لكه زموږ "بخاري " او "مسلم "؛لكه ځينې خلك مو چې وايي "بخاري" تر قرآن وروسته تر ټولو زيات صحيح كتاب دى، په دې كې ټول راغلي احاديث صحيح دي،‏حال داچې "اصول كافي" د شيعه وو د احاديثو ستر كتاب ګڼل كېږي؛خو په دې كې د هر روايت سمون ضروري نه ګڼي .كه داسې وي ؛ نو په " بخاري" او " مسلم " كې راغلي احاديث شيعه ولې،ردوي ؟

ځواب: دا هم كومه علمي خبره نه ده؛ځكه هغوى هر حديث له يوې مخې نه ردوي،د رواياتو د منلو لپاره يې خپل شرايط دي،لكه د "بخاري"چې ځان ته شرايط دي،هغوى د اهلبيتو د امامانو پر عصمت او پاكۍ عقيده لري؛ځكه شيعه يوازې هغه حديثونه مني،چې د امامانوله خوا يې روايت شوي وي يا يې د رواياتو په لړ كې امامان ښکېل وي او هغه هم په دومره احتياط،چى په رانقلولوكې يې بې امانتي رانشي. ډېر داسې احاديث هم شته،چې زموږ او د شيعه وو ترمنځ شريك دي او داسې ځكه شوي، چې "بخاري" او" مسلم " ( هغه احاديث) د اهل بيتو په څېر روايت كړي دي يا د حديث متن يو و؛خو د اسنادو د اختلاف له امله د دواړو ډلو حديث يو شوى دى؛ځكه خو اختلاف د سنتو په دې حجيت يا دليليت كې نه؛بلكې د سنتو د ثبوت او نه ثبوت په دود او طرز كې دي.

د تونس د اسلامي خوځښت مشر استاد غنوشي د "الطليعه الاسلاميه " 1985 د مارچ ګڼي په يوه مقاله كې ليكي:" د شيعه او سني مسله له هغو مسلو ځنې ده،چى د اساسي مسلو رنګ او ځاى يې نيولى دى.داسې مسايل هغه وخت پېښېږي،چې انسان د فكر او نوښت ځواك له لاسه وركړي."

د پام وړخبره ده،چې د اوسني عصر دغو اسلامي نهضتونو،چې يوه پېړۍ عمر لري، همېشه د ورورولۍ په فضا كې كاركاوه، هغه وخت د يووالي او مرستې فضا خپره وه. خدايه !موږد خپلې خبرې د رسولو او خپرولو هڅه وكړه،ته شاهد اوسه،ته شاهد اوسه.)) د " خالد محمود " د خبرو پاى.

د استبداد پرضد د ارواښاد ګل پاچا الفت او ارواښاد سيد اسماعيل بلخي سياسي مبارزې د پورته منځپانګې له مخې وې،چې دا مسله ددې دواړو له ليکنو،اشعارو او ناستو پاستو جوتېږي بيا دا ليکه د ١٣٥٠ په کلو کې له پوهنتونه د يو شمېر ځوانانو لخوا تعقيب شوه اوس که څوک يا کومه ډله غواړي د خپل ملي ديني فرهنګ له مخې فرهنګي مبارزه وکړي؛نو د تاريخي لړۍ له مخې دې ځان دوى سره ونښلوي او له اسلامه دې داسې پوهېدنې راوړاندې کړي ، چې زموږ د ټولنې ستونزې پرې هوارې شي يا د حمزه بابا په وينا:

ماحمزه ته يثربي باده خاونده

په ښاغلې پيمانه کې د افغان را

نو په دغسې منځپانګې فرهنګي هلې ځل کول په حقيقت کې د خوشحال بابا د زړه د درد غوښتنو ته مناسب ځواب ويل دي.

زه خو د زړه درد غواړم په هر يو مذهب کې

ستا زده ستا خبرې،چې نقلونه رنګارنګ کړې

له نېکه مرغه د هېواد په اساسي قانون کې دوه اسلامي مذاهب (حنفي او جعفري) په رسميت پېژندل شوي،چې دا د هېواد د فکري يووالي پر لور ستر ګام و،چې واخستل شو او هم له علمي پلوه د دواړو لوريو د نظرياتو د اورېدو او بشپړ تفاهم راوستو لپاره د هېواد د ستر عالم محترم شيخ محمد آصف محسني په مشرۍ په کابل کې د " اخوت اسلامي" شورا جوړه شوې ده،چې منظمې غونډې لري، چې دا چار د پرديو د لاسوهنې پر وړاندې يو غښتلى ډال دى،چې ونشي کړاى په هېواد کې لاسوهنه وکړي او د خپلو موخو لپاره يې وکاروي .


== د ستر عالم شيخ محمد آصف محسنى په ليكنو كې ==

د هېواد نامتو عالم محترم آيت الله العظمي شيخ محمد آصف محسني د كندهار اوسېدونكى د ((مسايل كابل)) په نامه يو كتاب لري،چې ((106)) پوښتنو ته يې ځواب ويلى،دلته موږ له موضوع سره په اړه ((31)) پوښتنې غوره او ژباړلي دي او هيله ده،چې د اسلامي مذاهبو په پيوستون کې بې اغېزې نه وي.

لومړۍ پوښتنه: د شيعه و د حقانيت دلايل راڅرګند كړئ ؟

ځواب:له پوښتوونکيو بښنه غواړم،زه يې دې پوښتنې ته ځواب نه وركوم؛ځكه ښه مې ايسي،چې سني او شيعه مسلمانان يو له بل سره په صميميت كې وي او د يو بل عقايدواو ګروهو ته په درناوي قايل وي او لازم نه دي،چې د دواړو لوريو د عوامو احساسات (په قلم يا ژبه ) راوپاروو،چې دا عمل به د مسلمينو په زيان او د كفارو په ګټه وي.فرض كړئ زه په دې باب يو كتاب وليكم،ګټه به يې څه وي؟ سني به شيعه نشي؛بلكې ددې په ځواب كې به يو سني عالم كتاب وليكي،چې كوم شيعه به سني نه كړي، د تېرو سلونو كلو تجربو ښوولې،چې دې ډول ليكنې د دواړو ديني وروڼو ترمنځ حالت ترينګلي كړي او ګټه يې نه ده رسولې. زه له خدايه غواړم ټولو مسلمانو ليكوالو ته توفيق پر برخه كړي،چې خپل قلم،فكر او ژبه د مسلمينو د صميميت، ورورۍ او د اسلامي بنسټونو د ټينګښت، د ديني ښـوونو او دنياوي ګډو مصالحو په باب وكاروي او د يو بل د عقايدو سپكاوى ونه كړي او نه پرې تېرى وكړي.

2_ :اهل سنت د درې ګونو خلفاوو لپاره ((رضى الله عنه)) او د علي لپاره د (( كرم الله وجهه )) جمله كاروي په دې باب لږه رڼا واچوئ ؟

( ځ ) – د اهل سنتو يو محترم عالم سيد مؤمن شبلنجي په خپل كتاب (نورالابصار) كې ليكي:(( يو شمېر اصحاب د اسلام له منلو ړومبى د قريشو د نورو مشركينو په څېر بوت لمانځي ول؛خو علي يو ځل هم بوت ته سجده نه ده كړې او له بلوغ ړومبى يې ايمان راوړى او يوازې خداى لمانځى و او خپل سر يې بې له خداىه بل چاته نه دى ټيټ كړى او نه يې مخ بې له الله تعالى بل چاته اړولى؛نو ځكه وايو چې خداى تعالى دې د هغه مخ دروند او عزتمن وبولي ( كرم الله وجهه ).

د حيرانتيا خبره ده،چې يو شمېر شيعيان دا جمله د" حضرت على" په باب كم لطفي بولي حال دا چې اهل سنت حضرت علي ته په ځانګړي درناوي ګروهمن دي  !

3- ( پ ) ايا د ((صحاح سته )) ليكوالو له شيعه راويانو احاديث روايت كړي دي؟

    ( ځ ) _ هو له ( 93 ) تنو شيعه راويانو يې احاديث روايت كړي،چې نومونه او احاديث يې په ((المراجعات)) او الغدير (3ټوك) كتابو كې كښل شوي . دغسې شيعه ليكوالو هم له سني راويانو احاديث روايت كړي او دا واقعيت ښيي،چې د دواړو لوريو د متعصبينو پر خولو دې برغولى وي.هو سني او شيعه د خاتم الانبياء (ص) په سپېڅلى او ټينګې ونې منګولې ښخې كړې دي .
4_ ( پ ) تاسې د (( خلفاى راشدينو )) په باب څه نظر لرئ ؟

( ځ ) _ موږ د خلفاى راشدينو مقام ته په خورا درناوي قايل يو ، فتوحاتو ته يې په درنه سترګه ګورو. د غرض خاوندان او له خدايه ناخبره د سني او شيعه ترمنځ په دروغو شخړو ته لمن وهي.اهل سنت هم د پېغمبر اكرم (ص) اهلبيتو ته په درناوي قايل دي او الحمدلله ټول پاك زړي مسلمانان،سره يو دي.هو د سني او شيعه ځينې متعصبين كله نا كله په اصحابو كرامو او اهل بيتو پسې سپكې سپورې كوي،چې دوى بايد تاديب او تعزير شي؛خو دا بايد ووايو چې د دوى دا عمل وګړني اړخ لري او دا په ټولو اهل سنتو او اهل تشيع پورې تړاو نه لري.

ولا تزر وازره وزراخرى واعتصموا بحبل الله جميعاً ولا تفرقوا
      جان ګرګان و سګان از هم جدا است
        متحد جانهاى شيران خدا است

ان هذه امتكم امه واحده وانا ربكم فاتقون

5_ ( پ) د كال لومړۍ ورځ (نوروز) له شرعي پلوه اختر ګڼل كېږي كه نه ؟

( ځ ) _ شرعاً دا ورځ اختر نه ګڼل كېږي او نه څه سپېڅلتيا لري، يوازې يو کمزوري روايت شته،چې له بل کمزوري روايت سره ټكر لري، كله داسې ويل كېږي،چې د رسول اكرم (ص) په زمانه كې د ((غدير خم)) ورځ ،له نوروز سره اړخ لګوي او كله ويل كېږي،چې له حضرت عثمان ( رض) وروسته حضرت علي ( ع ) ته د خلافت چارې پر همدې ورځ سپارل شوي دي؛خو ددې ادعاوو لپاره معتبر اسناد نه شته. والله العلم و هو الموفق والمسدد .

6_ (پ ) _ وايي چې شيعه قرآن نه يادوي؛بلكې يادولاى يې هم نه شي،دليل يې څه دى ؟

(ځ ) _ ما په كوچنيوالي كې دا خبرې اورېدې او ګومان مې كاوه ، چې دا به زموږ د مالت د عوامو پوچې خبرې وي؛خو نه پوهېدم چې اوس هم په نورو ځايو كې شته.د خواشېنۍ خبره ده چې دا ډول باطل خيالونه په مسلمينو كې دود دي او زه احتمال وركوم،چې د شيعه و په اذهانو كې هم د اهل سنتو په باب دغه شان باطل خيالونه شته .په سلګونو شيعه و قرآن په مينه ياد كړى او له يادو يې وايي؛خو تاسې نه يوازې د نه يادولو پوښتنه كوئ ؛بلكې وايئ چې شيعه قرآن يادولاى نه شي!!! او هر عاقل پوهېږي كه كافر هم وغواړي؛نو قرآن يادولاى شي،دا ډول خبرې له تعصب او نا پوهۍ راولاړېږي .

7_ ( پ ) ځينې وائي چې شيعه د قرآن پر تحريف (اوښتنې) ګروهمن دي ايا دا خبره سمه ده او بل دا چې يو شيعه ليكوال په خپل كتاب كې ادعا كړې،چې د تحريف روايتونه د اهل سنتو په معتبرو كتابو كې هم شته ايا تاسې دغسې احاديث په صحاحو كې كتلي دي؟

( ځ ) _ د قرآن د تحريف په باب چې ځينې آيتونه يې كم شوي په شيعه او سني دواړو كې روايتونه يې شته چې د دواړو مذاهبو مشهورو علماوو ورته څه ارزښت نه دى وركړى او نه ئې ورته په اهميت كتلي او دې روايتونو ته مخونه يې ورکړې ؛ځكه خداى تعالى وائي :

(( انا نحن نزلنا الذكر و انا له لحافظون ، ما ذكر ( قرآن ) نازل كړى او ساتونكى يې هم يم )) ؛نو د قرآن ساتونكى او پاسوال خداى دى، چې له كمي زياتي خوندي دي.په دې هكله لاندې كتابونه وګورئ :

( 1 ) _ د البيان تفسير سريزه ، چې د شيعه و ستر عالم ارواښاد ابوالقاسم موسوي خويي رحمة الله عليه كښلى.

( 2 ) _ همبستګي اسلامي د شيخ محمد آصف محسني ليكنه.

(٣) قرآن پوهنه؛ دالبيان پښتو ژباړه .

(٤)مصئونيت قرآن از تحريف .

ځينې هندي مغرضينو ليكلي چې د شيعه و قرآن څلويښت پارې دى ؛ يعنې له اوسني قرآنه لس پارې زياتې !!!

د دې لپاره چې د دې تور په دروغو مو يقين راشي؛ نو په كابل كې د شيعه و كورونو او يا په نورو ځايو كې د شيعه و مركزونو ته ورشئ ، چې له هغوى سره قرآنونه،د اهل سنتو له قرآنو سره څه توپير لري ؟ ايران ته ولاړشئ اوپه كتاب پلورنځيو كې ووينئ،چې چاپ شوى قرآن مجيد د سعودي عربستان ، مصر، هند او پاكستان له چاپ سره توپير لري كه نه ؟

د شيعه و په علمي كتابو كې د قرآن مجيد آيتونه راخستل شوي ، وګورئ چې د اهل سنتو له قرآن سره څه توپير لري؟ په كابل كى د شيعه و مذهبي غونډو، د دعا او فاتحې مراسمو ته ورشئ كوم قرآن چې لوستل كېږي واورئ؛نو يقين به مو وشي،چې د شيعه و او اهل سنتو قرآن يو دى او دا د مسلمانانو ستره وياړنه ده چې يو كتاب ( قرآن ) لري .

په صحاحو كې د تحريف روايتونه شته چې يو شمېر يې دادي :

1 _ صحيح مسلم ، كتاب الزكات 7\140

2 _ صحيح بخاري ، كتاب البيوع ، 1945 ګڼه حديث

3 _ صحيح بخاري ، كتاب الجهاد ، 2647 او 2659 ګڼه حاديث

4 _ صحيح بخاري ، كتاب الانبياء ، 3220 ګڼه حديث

5 _ صحيح بخاري كتاب فضايل الصحابه ، 3532 ګڼه حديث

6 _ صحيح بخاري كتاب التفسير ، 4687 كڼه حديث

7 _ صحيح مسلم 3\83 _ 84 مخونه

8 _ صحيح بخاري كتاب المحاربين 6441

9 _ صحيح مسلم كتاب حدود ، 11\191

10 _ صحيح بخاري ، 6442 ګڼه حديث

11 _ صحيح مسلم كتاب الرضاع 5\129 و 30 مخونه

12 _ صحيح سنن ترمذي 3\245

يو ځل بيا وايم ،چې د تحريف او اوښتنې روايتونه په دواړو اړخونو ( سني _ شيعه ) كې شته،چې د مذهب پوهانو تاويل كړي او په دې باب يوه خوله دي چې قرآن له اوښتنې خوندي ساتل شوى دى .

8( پ ) : شيعه په اذان كى (( اشهد ان عليا ولي الله )) او اهل سنت (( الصلاة خير من النوم )) وائي په دې باب سپيناوى وكړئ .

( ځ ) د شيعه و په فقهي كتابو كې راغلي،چې دا جمله د اذان برخه نه ده؛ يعنې په اذان كې شامله نه ده ،يوازې د تبرك لپاره ويل كېږي او دليل يې دادى،چې په اموي واكمنۍ كې به پرمنبرونو په على عليه السلام پسې سپكې سپورې ويل كېدې،چې بيا د صالح خليفه عمر بن عبدالعزيز له خوا مخه يې ونيول شوه او په صحيح مسلم كې راغلي،چې د سپكو سپورو بنسټګر د شام چارواكى معاويه بن سفيان و؛نو زموږ فقهاوو د اهلبيتو له اموي دښمنانو سره د مبارزې له امله د درناوي او تبرك په نامه په اذان كې دا جمله ويله نه دا چې د اذان برخه وي . اهل سنت چې د سبايي په لمانځه كې كومه جمله وايي؛ نو دا په ځينو احاديثو كې راغلې؛خو په اكثرو احاديثو كې نه ده روايت شوې او ان مسلم خو په خپل صحيح كې اصلاً نه ده راخستې او ابن ماجه په خپلو سننو كې د ابن مخدوره په حديث كې هم نه ده نقل كړې او ګومان كېږي،چې د اذان برخه نه؛بلكې پرى ورزياته شوې ده.څوك چې په صحاحو كې د اذان احاديث وڅېړي؛نو همدې پايلې ته رسي،ځينو ليكلي،چې موذن د دويم خليفه وره ته ولاړ،چې د سبايي لمانځه ته راولاړ شي؛نو پورته جمله يې په لوړ اواز وويله،د خليفه دا جمله خوښه شوه او د سبايي په لمانځه كې يې ځاى كړه . والله سبحانه اعلم .

9( پ ) : شيعه چې د خپلو امامانو مصيبتونه اوري؛نو ولې پرې ژاړي ؟

( ځ ) _ دا ځكه چې د اهل بيتو امامانو پر ژړا سپارښتنه شوې په تېره بيا د كربلا په پېښه كې پر امام حسين او اهل بيتو،چې كوم زور زياتى شوى دى( په دې باب دبحار الانوار 44 ټوك وګورئ )

بلخوا ، په قرآن مجيد او نبوي سنتو كې له اهل بيتو سره د مينې ټينګه سپارښتنه شوې او موږ ته اهل بيت ډېر ګران دي او تاسې پوهېږئ،چې د خپل محبوب او دوست پر مصيبتونو وير او ژړا د مينې ښودونكې ده او البته څوك د خپل دوست پر ښاد‌‌‌ۍ خوښېږي او پرخپګان يې خپه كېږې . په هر حال موږ ژړا شرعي عمل بولو.له نبوي كورنۍ سره په مينه کولو کې ټول اسلامي مذاهب يوه خو له دي . د اهل سنتو يو عالم عبدالعزيز دهلوي د مينې د وجوب ادعا كړې (ښه ځير شئ ) . قرآن مجيد : (( قل لا اسئْلكم عليه اجراً الا الموده فى القربى،خلكو ته ووايه له تاسې د خپل رسالت اجر نه غواړم؛خو له خپلوانو سره مې مينه وكړئ)) ، ابن حجر ( رح ) را اخلي چې پېغمبر اكرم په ژوندونې د امام حسين په راتلونكي شهادت ژړلي دي .

له پورته آيته جوتېږي،چې له اهل بيتو سره مينه پر ټول امت،چې اصحاب كرام هم په كې راځي لازمېږي،چې پر دې اجماع هم شوې، همداراز حضرت يعقوب ( ع ) د حضرت يوسف ( ع ) پر بېلتون ډېر ژړلي دي.

10( پ ) : شيعه سره له دې،چې جوماتونه لري؛خو د جمعې پر ورځو،روژې،محرم او د صفر په مياشتو كې په حسينيه و او امام باړو(امام بارګاه) كې راټولېږي،دا ناستې ولې په جوماتو كې نه كوي،چې((بيوت الله)) دي،ايا په شيعه مذهب كې ددې عمل جواز شته ؟

( ځ ) _ نه،په مذهب كې ددې ځايو د جوړېدو سپارښتنه نه ده شوې،دا د خلكو په نوښت جوړې شوې او ښه كار دى؛ځكه جوماتونه د لمانځه لپاره جوړ شوي او لازم نه دي،چې لمونځ كوونکيو ته كوم مزاحمت جوړ شي .

بل دا چې په جومات كې د حايضې ښځې او جونوب سړي كېناستل حرام دي،چې اورېدونكي كله په همدغو حالاتو كې غونډې ته كيني،چې طبعاً دا كار په جومات كې ناشونى دى.په هر حال ددې ځايو په جوړېدو كې ځانګړي احكام نه شته او سپېڅلتيا يې ددې له امله ده،چې د خداى پاك نوم په كې اخستل كېږي،پر نېکيو امر او له بديو منع كېږي او د اهلبيتو تاريخ په كې بيانېږي. بايد ووايو چې امام باړه،اردو لفظ دى او حسينيه عربي ده ، چې امام حسين ته منسوب ده.البته كله كله بې له لمانځه په نورو وختو كې هم دا غونډې جوړېږي .

11_ ( پ ) د (( اهل سنت والجماعت)) او ((شيعه)) نومونه له څه وخته اېښوول شوي دي؟

( ځ ) _ د (( اهل سنتو )) د نوم اېښودو په باب معلومات نه لرم ، چې څه وخت او چا دا نوم اېښى؛خو د ((جماعت)) په باب يې ليكلي چې كله امام حسن د پېغمبر اكرم لمسي له خلافته لاس واخست او معاويه بن ابوسفيان پرشام او عراق واكمن شو؛نو هغه كال ته يې ((عام الجماعة )) وويله او خلكو ته يې ((اهل جماعة)). د ((شيعه)) د نوم اېښودو په باب د اهل سنتو په كتابو كې راغلي،چې دا نوم پېغمبر اكرم ( ص ) د حضرت علي پر لارويانو اېښى دى لكه :

( 1 ) _ قوله ( ص ) لعلى : انك ستقدم على الله انت و شعيتك راضيين مرضيين ( نهايه ابن اثير 3/276 ) ، ته او لارويان ( شيعه ) دې خداى ته ورځي، حال دا چې تاسې له خدايه راضي اوسئ او خداى له تاسې ))

( 2 ) _ قوله ( ص ) انت اول داخل الجنه من امتى وان شيعتك على منابر من نور مسدودون مبيضه وجوهم حولى اشفع لكم فيكونون غدا فى الجنه جيراني ( مجمع الزوايد 9/131 ، كفايت الطالب 135 ) ته ( علي ) د امت لومړى تن يې،چې جنت ته به ننوزې او ستا لارويان ( شيعه ) به د رڼا پر منبرونو ناست وي،حال دا چې زما په شاوخوا كې به خوشحال او سپين مخي وي،شفاعت كوم يې او سبا به په جنت كې زما ګاونډيان وي .

( 3 ) _ قوله ( ص ) اذا كان يوم القيامه دعى الناس باسمائهم واسماء امهاتهم الاهذا ، يعنې عليا – و شيعته فانهم يدعون باسمائهم واسماء ےبا ئهم ... ( الصواعق المحرقه ، ابن حجر هيثمي شافعي 96 – 139 )

( 4 ) _ قو له ( ص ) انا الشجره و فاطمه فرعها و على لقاحها والحسن والحسين ثمرتها و (( شيعتنا )) ورقها واصل الشجره في جنه عدن و سائر ذلك فى سائر الجنه ( مستدرك الحاكم 3/160 ، تاريخ ابن عساكر الرياض لمحب الدين، الفصول لابن الصباع ونزهه المجالس )

و له صوره اخرى و في اخرها : فمن تعلق بغضن من اغصائها ساقته الى الجنه و من تركها هوى في النار

( 5 ) _ قوله ( ص ) لعلي: انت و (( شيعتك )) في الجنه ( تاريخ بغداد 12/289 )

( 6 ) _ قو له ( ص ) يا علي ان اول اربعه يدخلون الجنه انا و انت والحسن والحسين و ذرارينا خلف ظهورنا و ازواجنا خلف ذرادينا و (( شيعتنا )) عن ايمائنا و عن شمائلنا . اخراج الطبرانى عن ابي رافع و ابن عساكر في تاريخه عن على ولا خط الصواعق و تذكره البسط و مجمع الزوايد وكنوزالحقايق .

( 7 ) _ و في لفظ : اما ترضى انك معي في الجنه والحسن والحسين و ذريتنا خلف ظهورنا( شرف النبوه كما عن الرياض النضره )

( 8 ) _ ان هذا – يعني عليا – و (( شيعته )) هم الفائزون يوم القيامه ( درمنثور سيوطي ) علي اولارويان يې د قيامت پر ورځې بريالي دي.

( 9 ) _ قو له ( ص ) لعلى الم تسمع قول الله تعالى ان الذين امنوا و عملواالصالحات هم خير البريه انت و (( شيعتك )) و موعدي و موعدك الحوض ... ته او لارويان دې خيرالبريه ( غوره مخلوق) دي .

د وروستي حديث په باب د الغدير دويم ټوك ولولئ .

12( پ ) : له اورېدو او هم د شيعه وو په كتابو كې د انبياوو عليهم السلام پر عصمت سربېره د دولس تنو امامانو پر عصمت هم ګروهه شته،حال دا چې زموږ د اهل سنتو عالمان د انبياوو د عصمت په باب اختلاف لري؛ نو د اهل بيتو د امامانو عصمت ورته عجيب شانته ښكاري په دې باب خپل دلايل وړاندې كړئ ؟

( ځ ) _ هو اماميه شيعه ، د اهل بيتو امامان د فاطمة الزهرا په شمول،معصوم ګڼي،چې زيات دلايل ورته لري،چې بايد په بېلې ليكنې كې راټول شي،چې ځينې يې دادي :

1 _ " انما يريدالله ليذهب عنكم الرجس اهل البيت ويطهركم تطهيرا ، خداى غوښتي چې له تاسې اهل بيتو چټلي لرې كړي او سپېڅلي موكړي "

د اهل سنتو او شيعه و د احاديثو په استنا د له اهل بيتو مراد ، محمد(ص)علي،فاطمه،حسن او حسين (عليهم السلام) دي چى تر " كسا " يا پټولاندې راټول شوي ول،چې دا آيت پرې نازل شو . شيعه وايي،باطن چې تزكيه شي او له لوى لاس او اشتباهي ګناهونو ځان وساتل شي؛نو چټلي او ناپاكي لرې كېږي،چې د نفسونو سپېڅلتيا رامنځ ته كېږي او همدې ته عصمت وائي .

د " انما " كلمه چې د حصر او ځانګړنې لپاره کارول کېږي،ترې پوهېداى شو،چې عصمت په اهل بيتو پورې ځانګړى دى،چې څوك ورسره شريك نه دي .

د اهل سنتو مشهور عالم جلال الدين سيوطي په الدرا المنثور ( 5/198 ) كې له شلو لارو روايت كړي چې له اهلبيتو مراد ، آنحضرت (ص)،علي،فاطمه او حسنين (عليهم السلام) دي . په صحيح مسلم كې هم راغلي چې آنحضرت (ص) هغوى تر پټو لاندې كړل او پورته آيت يې ولوست.د احاديثو د تفصيل لپاره د احقاق الحق ( 2/502-548 ) حاشيه وګورئ.

2 _ لاندې حديث د علي ( ك ) عصمت ثابتوي :

على مع الحق و الحق مع على؛(علي له حق سره دى او حق له علي سره دى ) او دا حديث ان له علي تېروتنه او سهوه هم نفې كوي او علي په ټولو حالاتو كې عمداً او سهواً له حقه نه بېلېږي او نه حق له علي بېلېږى او په ځينو روايتونو كى دا جمله هم راغلې ده :

(( ولن يفترقا ان يردا على الحوض ، يعنې على او حق يو له بله نه بېلېږى څو په كوثر حوض ( قيامت ) كې له ما سره يو ځاى شى .

د محترمو اهل سنتو په لاندې كتابو كې دا حديث راغلى دى :

1 _ خطيب بغدادي (تاريخ 14/321) له ام المؤمنين ام سلمه رضى الله عنها روايت كړى .

2 _ حافظ هيثمي ، مجمع الزوايد 7/236 له سعد بن ابى وقاص ( رض ) له ام سلمه ( رض ) نه .

3 _ 4 : د حافظ بن مردويه مناقب او د سمعاني فضايل الصحابه ، محمد بن ابوبكر ، له خپلې خور عايشې بي بي روايت كړى .

5 _ ابن مردويه مناقب او د فردوس ديلمي مناقب له عايشې بي بي روايت كړى .

6 _ ابن قتيبه ، الامامه و السياسه .

7 _ زمخشرى،ربيع لابرار،له ام سلمه (رض) روايت كړى چې: (( والذى نفسي بيدي لقد سمعت رسول الله ( ص ) يقول علي مع الحق و القرآن ، الحق و القرآن مع على و لن يفترقا ان يراد على الحوض .

8 _ 9 د اخطب الخطبا الخوارزمى ، مناقب

د شيخ الاسلام الحموي فرائدالسمطين له ابى بكر بيهقي او حاكم نيشاپور اخست ى دى .

10 _ ابن مردويه ، مناقب له ابوذر ( رض ) روايت كړي :

.... فانى سمعت النبى ( ص ) يقول : علي مع الحق و الحق معه و على لسانه و الحق يدور حيثما دار على

11 _ فخر رازى ، تفسير ( 1/111 ) : اللهم ادرالحق مع على حيث دار .

12 _ 13 زرقاني ، شرح المواهب ( 7/12 ) او شهرستاني ملل و نحل

14 _ مستدرك الحاكم 3/125

15 _ جامع ترمذي

16 _ الجمع بين الصحاح

17 _ كنزالعمال 6/157

قوله ( ص ): رحم الله عليا اللهم ادرالحق معه حيث دار

18 _ كفايه ګنجي 135 مخ عن مسند زيد : قو له ( ص ) لعلى : ان الحق معك و الحق على لسانك و فى قلبك و بين عينيك ، و الايمان مخالط لحمك ودمك كما خالط لحمى ودمى و كذا فى مناقب اخطب الخطبا.

19 _ مسند ابى يعلى او سنن سعيد او مجمع الزوايد له ابي سعيد خدري ( رض ) له نبي اكرم ( ص ) مشيرا الى على : الحق مع ذا الحق مع ذا و عن ابن مردويه عن عايشه عنه ( ص ) الحق مع ذا يزول معه حيثما زال.

څېړونكي ددې حديث لپاره ډېرې سرچينې مونداى شي والله الهادى .

و عن الحافظ الخطيب البغدادى فى تاريخه 14/49 عن عمار بن ياسر قال رسول الله ( ص ) ان حافظى على بن ابيطالب ليفخران على ساير الحفظه لكينو فتهما مع على بن ابيطالب ، و ذلك انهما لم يصعدا الى الله تعالى بعمل ليسخطه واخرجه الفقيه ابن المفازلى فى منافب و الخوارزمى فى المناقب 251 والفرش فى ( شمس الاخبار ) 36 مخ ، يعنې رسول اكرم ( ص ) ويلي دي :

((د على پا سوالې پرېښتې ،پر هغو پرېښتو وياړي چې د خلكو پا سوالې دي،چې كله يې هم له علي داسې عمل پورته نه دى وړى چې د خداى د خپګان لامل وګرځي )) چې کله د رسول اكرم ، علي ، فاطمې او حسنينو عصمت ثابت شو ؛ نو كېداى شي چې د نورو امامانو عصمت هم ثابت كړو ؛ ځكه عالمان د ټولو امامانو پر عصمت قايل دى او يا د يوه هم نه ، او داسې قول هم نه شته چې د علي ، فاطمې او حسنينو پر عصمت اعتراف شوى وي او د نورو ونه مني ، يوازې ابن ابى الحديد (شرح نهج البلاغه) او شهرستاني (ملل و نحل ) د علي عصمت مني ( فتامل ).

13( پ ): د جنازې په لمانځه كې اهل سنت څلور تكبيرونه او اهل تشيع پينځه وايي،دا اختلاف راته څرګند كړه .

( ځ ) _ په فرعي مسايلو كې د مجتهدينو ترمنځ اختلاف شته او دا كوم عيب نه دى،ان د فقهې د بشپړتيا لامل ګرځي،د مجتهدينو د فتواوو اختلاف له دې راولاړېږي،چې په احاديثو كې اختلاف دى مثلاً د اهل سنتو په ځينو احاديثو كې څلور تكبيره او په ځينو كې پينځه راغلي؛لكه مسلم ( 7/26 ) په صحيح كې له عبدالرحمن ابن ابى ليلى روايت كوي:((كان زيد يكبر على جنايزنا اربعا و انه كبر على جنازه خمسا فسْالته فقال كان رسول الله ( ص ) يكبرها؛يعنې زيد زموږ پر جنازو څلور تكبيرونه ويل او پر يوې يې پينځه ويل،په دې باب مې ترې وپوښتل،راته يې وويل: رسول اكرم (ص) پينځه تكبيرونه ويل)) د " كان " كلمه د رسول اكرم (ص) د فعل استمرار راښيي (ښه ځير شئ).

دلته سړى د صحيح مسلم د شارح " نووي " له وينا حيرانېږي چې وايى : ((دا حديث له زيد بن ارقم وروسته په اجماع سره نسخ شوى دى )) !!!

له زيد (رض) وروسته چا دا حديث نسخ كړى؟شرعي احكام يوازې حضرت پېغمبر(ص) نسخ كولاى شي او عالمان دا صلاحيت نه لري چې دا مستر ټولو ته څرګنده ده.

د نووي خبره ځكه بې اعتباره ده،چې مسلم په خپل صحيح كې وائي : ((زما د كتاب د احاديثو په سموالي او صحت اجماع شوې ده))؛نو ځكه د مسلم تر وخته د پورته حديث پر سموالي اجماع ده.د مسلم عبارت دا دى:((ليس كان كل شى عندى صحيح وضعته هنا و انما وضعت ههنا ما اجمعوا عليه ( 4/122 ) )) .

14( پ ) : ايا رسول اكرم ( ص ) ليك كړا ى شو؟ او څه ليكنه ترې راپاتې ده ؟

( ځ ) _ پېغمبر اكرم (ص)،درس نه و ويلى او نه يې څه لوستلاى او ليكلاى شول . قرآن مجيد وايي : (( ما كنت تتلو من قبله من كتاب ولا تخطه بيمينك ... ))

د رسالت له مقام وروسته ليك لوست يې كړاى شو يا نه ؟ په دې باب د دواړو لوريو (سني – شيعه) له اړخ متفق عليه حديث شته ، آنحضرت (ص) د مړينې په ناروغۍ كې،دهغه په كور كې ناستو اصحابو ته امر وكړ،چې څه راوړئ چې داسې څه درته وليكم، چې امت له ما وروسته هېڅكله بې لارې نه شئ؛خو دلته ځينو وويل : آنحضرت (ص) پرتې وايي (نعوذ بالله) او يو شمېر د امر پر منلو ټينګار كاوه،د دواړو لوريو ترمنځ شخړه وشوه؛خو آنحضرت (ص) حكم وكړ،چې پاڅئ او له ما ووځئ (قومواعني) .

له دې حديثه يو مطلب دادى چې،آنحضرت (ص) ليك كړاى شو، چې ويې ويل : تاسې ته ليك ليكم؛خو دا احتمال هم شته،چې آنحضرت ( ص ) يو ته امر كړى واى،چې وليكه والله العالم . د حديبيه د سولې په باب په ځينو احاديثو كې راغلي چې آنحضرت (ص) ليك لوست كړاى شو.د صحيح بخاري 2552 او 4005 احاديث وګورئ؛خو اعتماد پرې مشكل په څېر دى؛ځكه نور احاديث مخالف يې دي او نه يې تاييدوي.

دې مسلې تفصيل د صحيح مسلم د شرح (نووي) په دولسم ټوك ، 127 مخ " كتاب جهاد " كې وګورئ .

زما په نظر له رسالت وروسته،دا غوره او واقعيت ته نژدې ده ، چې هغه مبارك " ليك اولوست " كړاى شو؛خو دا غوڅه خبره نه ده او دا چې آنحضرت (ص) څه ليكلي دي يا نه؟دا په شك كې ده والله العالم .

15( پ ): ولې شيعيان لاس خلاصى لمونځ كوي؟

د لاسونو تړل او يا ازاد پرېښوول؛دا خو په قرآن مجيد كې نه دي راغلي او نه د اهل سنتو احاديثو پر لزوم يې څرګندونې كړي.د اهل سنتو په څلور ګونو مذاهبو كې مالكي مذهب پر لاس خلاصي لمونځ ټينګار كوي ، چې لارويان يې په افريقا كې زيات دي.

ځوړند لاسونه كله د خلاصو سترګو په څېر د انسان طبيعي حالت ښيى او كه تړلي لاسونه واجب واى؛نو ډېر احاديث به راغلي واى او يا به اصحابو (رض) په دې باب له آنحضرت (ص) ‏ډېر روايتونه كړي واى، ‏حال دا چې داسې څه نه دي راپاتې او زما د معلوماتو له مخې يوازې دوه حديثه شته چې بايد وويل شي والله العالم .

ځينې فقها وايي:دويم خليفه(رض) ته يې،چې د عجمو (ايران) بنديان رواستل؛نو تړلي لاسونه ودرېدل،خليفه ترې د داسې درېدو پوښتنه وكړه،ورته يې وويل،موږ،چې خپلو پاچايانو ته درېږو؛نو د احترام او تواضع لپاره دغسې درېږو دا عمل د خليفه خوښ شو او په لمانځه كې يې د خداى د درناوي او خضوع لپاره دا عمل جاري كړ،البته ما (ليكوال) د دې حكايت سند تر لاسه كړى نه دى .

د اهل بيتو امامانو د لاسونو د تړلو مخنيوى كړى؛ځكه لارويان يې ځوړند لاسونه لمونځ كوي.البته موضوع له فقهي پلوه فروعات لري،چې له پوښتنې مو بهر ده او زه هم له څرګندولو يې ډډه كوم؛ ځكه ځواب بايد له پوښتنې سره اړخ ولګوي.په هر حال د مذاهبو ترمنځ فقهي اختلافات عادي كار دى او څه توپير هم نه لري .

16( پ ):شيعيان پينځګوني لمونځونه په درېو وختو كې ادا كوي دا ولې؟

( ځ ) _ په قرآن مجيد كې د پينځو لمونځونو وخت په دقيق ډول نه دى ښوول شوى.

هود – 114 آيت : وَأَقِمِ الصَّلاَةَ طَرَفَيِ النَّهَارِ وَزُلَفاً مِنَ اللَّيْلِ إِنَّ الْحَسَنَاتِ يُذْهِبْنَ السَّيِّئاتِ ذلِكَ ذِكْرَى‏ لِلذَّاكِرِينَ

د ورځې په لومړيو او وروستيو كې او د شپې لمونځونه وكړئ نيكي بدي له منځه وړي.

اسراْْ 78 آيت : ((أَقِمِ الصَّلاَةَ لِدُلُوكِ الشَّمْسِ إِلَى‏ غَسَقِ اللَّيْلِ وَقُرْآنَ الْفَجْرِ إِنَّ قُرْآنَ الْفَجْرِ كَانَ مَشْهُوداً))

د لمر له زواله د شپې تر تيارې پورې او همداراز په فجر (سبائي ) كې لمونځونه وكړئ.

دلته ځير شئ چې له قرآن مجيده د پينځو لمونځونو وختونه په سمه توګه نه پوهېدل كېږي،له دې دوو آيتونو پوهېداى شو چې :

1 _ له صبح صادق (طلوع فجر) وروسته د سبايي لمونځ كېږي .

2 _ د ورځې په وروستيو كې د ماسپښين او مازيګر لمونځونه

( ښه ځير شئ)

3 _ د ماښام او ماخوستن لمونځونه د شپې كېږي.

او دا چې ظهرين (ماسپښين او مازيګر) بېل او مغربين (ماښام او ماخوستن) بېل ادا كړاى شي؛نو په قرآن كې ددې څلورو لمونځونو وختونه په ځانګړې توګه نه دي ښوول شوي .

البته دا غوره ده،چې لمونځ په پينځو وختو كې وشي او د اهل بيتو امامانو له زوال وروسته د لمر پرېوتو پورې د ظهرينو يو ځاى ادا كول جايز ګڼلي،همداراز له لمر لوېدو وروسته يې د ماښام او ماخوستن لمونځونو يو ځاى كول هم جايز ګڼلي دي او له همدې امله شيعيان پينځه لمونځونه په درې وختو كې كوي؛يعنې د ظهرينو او مغربينو ترمنځ جمع او يو ځايوالى راولي .

شيعه د اهل بيتو د امامانو وينا سمه بولي او په دې باب په سني او شيعه دواړو كې روايتونه شته،چې ما د دې احاديثو يوه برخه په " همبستګي اسلامي " كتاب كې راوړې،هلته مراجعه وكړئ .

د جمع صلاتينو په باب د صحيح بخاري او صحيح مسلم ځينو احاديثو ته مو پام را اړوم؛خو تر دې ړومبى يو بل مطلب درته وايم : جمع صلاتين په دوه ډوله دي:

( الف ) _ صورتي جمع

( ب ) _ حقيقي جمع

( الف) _ صورتي جمع:صورتي جمع دې ته وايي چې د ماسپښين يا ماښام لمونځ په وروستي وخت كې وشي او د ماذيګر يا ماخوستن لمونځ په لومړيو وختو كې وشي،چې په ظاهر او صورتي توګه دوه لمونځونه ( ماسپښين،ماذيګر او – ماښام،ماخوستن) يو ځاى او جمع شو؛خو په واقع كې هر لمونځ پر خپل وخت وشو او جمع نه وه.

( ب ) _ حقيقي جمع:حقيقي جمع دې ته وايي چې دوه لمونځونه ( ظهرين – مغربين ) په يوه وخت كې وشي ، چې په دوه ډوله ده :

1 _ جمع تقديم ؛يعنې د ماسپښين او مازيګر لمونځونه د ماسپښين د لمانځه په وخت كې وشي يا د ماښام او ماخوستن لمونځونه په ماښام كې وشي .

2 _ جمع تاْخير:يعنې ظهرين په مازيګر كې او مغربين په ماخوستن كې وشي .

د " صورتي جمع " د جوزا په باب څه ستونزه نه شته؛خو ټول احاديث د " حقيقي جمع " ښودونكي دي،چې ځينې يې له صحاحو درته وړاندې كوم :

1 _ ابن عباس (رض) وايي:نبي اكرم (ص) په مدينه كې اووه ركعته او اته ركعته (يو ځاى) وكړل:ماسپښين او مازيګر،ماښام او ماخوستن [ مواقيت الصلاة صحيح بخاري ( 518 ) ګڼه حديث ] ايوب وويل ښايي چې شپه به باراني وه،ويې ويل:ښايي،خپله حديث مهم وي او د راوي احتمال حجت نه وي او پر دې سربېره لاندې يولسمه ګڼه حديث هغه ردوي.

2 _ وعنه صلى النبى (ص) سبعا و ثمانيا جميعا (بخاري 537 حديث)

3 _عن عبدالله بن عمر:رسول اكرم (ص) به مو ليده،چې كله په سفر كې يې بيړه كوله؛نو د ماښام لمونځ به يې وروسته كاوه،چې بيا دواړه به يې يو ځاى ادا كول (صحيح مسلم 5/213 1041 ګڼه حديث )

دلته "نووي" د مسلم شارح وايي:دا حديث په ډاګه په يو وخت كې د دوو لمونځونو يو ځاى كول څرګندوي او دا حديث د حنفي مذهب تاويل ردوي،چې ويلې يې دي،د وروسته كېدو مطلب دا دى،چې د لمانځه په لومړي وخت كې لمونځ ونه شي؛بلكې په وروستي وخت كې وشي او دويمنى لمونځ په هماغه لومړي وخت كې ورسره وشي (يعنې صورتي جمع)

4 _ انس (رض) وايي:كان النبى(ص) يجمع بين صلاه المغرب و العشا في السفر(صحيح بخاري 1057 حديث)

5 _ سالم له خپل پلار روايت كوي:كان النبى يجمع بين المغرب و العشاْ اذا جديه السير (1055 ګڼه حديث تقصير الصلاة – صحيح بخاري)

6 – 7:عن انس (رض):رسول اكرم (ص) به چې د لمر له زواله ړومبى سفر پيل كړ؛نو د ماسپښين لمونځ به يې د مازيګر تر وخته وروسته كړ او بيا يې دواړه لمونځونه يو ځاى كول ( 1060 بخاري)اومسلم ( 5/214 ) .

دا حديث په ډاګه د حقيقي جمعې څرګندوى دى ان له مخكې حديثه ( مسلم 5/215 ) هم .

8 _ ابن عباس (رض) وايي: رسول كرم (ص) د ماسپښين او مازيګر لمونځونه يو ځاى كړي او د ماښام او ماسخوتن يې هم يو ځاى كړي دي،چې نه به ويره وه او نه سفر. دا حديث په حضر،ارامۍ او امنيت كې د جمع صلاتين جواز راښيي (مسلم 5/215)

9 _ وعنه:صلى رسول الله (ص) الظهر و العصر جميعاً بالمدينه في غير خوف ولا سفر .... 5/215 – د صحيح مسلم تر دې حديث لاندې ابن عباس د جمع صلاتينو دليل داسې بيانوي:اراد ان لايخرج احدا من امته؛ يعنې پېغمبر (ص) غوښتل چې د امت كوم يو وګړى مې په تنګسه كې نه شي.

د جليل القدر صحابي (عبدالله بن عباس) دا خبره حقيقي جمعې لپاره څرګند دليل دى،چې په حضر(غير سفر) ارامۍ او امنيت كې ترسره شي، په هغه وخت كې "صورتي جمع " ډېره سخته وه؛ځكه ساعت پيدا شوى نه و،چې د لمونځونو لومړي او وروستي وختونه پرې معلوم كړاى شوي واى.

10 _ او همدا دليل يو بل جليل القدر صحابي معاذ بن جبل (رض) هم بيان كړى:قال جمع رسول الله (ص) في غزوه تبوك...فقال اراد ان لا يحرج امته.

11 _ وعن العقيلي:يوه سړي ابن عباس ته وويل:الصلاة (يعنې د لمانځه وخت دى،چې لمونځ وكړو).ابن عباس څه ونه ويل.بيا يې " الصلاة " ووايه،ابن عباس چوپ شو.هغه سړي بيا ((الصلاة)) ووايه!ابن عباس ورته وويل ته موږ ته لمونځ راښيي موږ د پېغمبر (ص) په وخت كې جمع صلاتين كاوه(كنا نجمع بين الصلاتين على عهد رسول الله ص) .

په دې باب كه ټول روايتونه ګورئ؛نو صحيح مسلم (5/215 – 218 ) وګورئ.

په هر حال له دې احاديثو څو لاندې موضوعګانې اثباتېږي:

1 _ د ظهرينو او مغربينو ترمنځ د حقيقي جمعې جواز.

2 _ د صورتي جمع جواز نه اخستل كېږي.

3 _ له دې احاديثو په سفر كې چې بيړه وي د حقيقي جمعې جواز اخستل كېږي.

4 _ په مطلق سفر كې د حقيقي جمعي جواز.

5 _ په وطن،ارامۍ،ډاډ او اطمينان كې،چې د پېغمبر اكرم (ص) يو امتي هم په پينځه وخته لمانځه كې په تنګسه كې نه شي،د حقيقي جمع جواز راښيي . نووي د مسلم په شرح ( 5/219 ) كې وايي :

ځينو امامانو په حضر(غيرسفر) كې د اړتيا له كبله جمع صلاتين منلى؛خو ځان به ورباندې نه عادتوي او د امام مالك يارانو(ابن سيرين او اشهب) هم دا خبره منلې او خطابي هغه له قفال او شاشي (د امام شافعي له يارانو) له ابي اسحاق المروزي د احاديثو له اصحابو روايت رااخست ى او ابن منذر هم همدا لار نيولې ده.

د ابن عباس د حديث په باب چې كومو عالمانو تاويلات كړي؛نو امام نووي (مسلم 5/218 ) هغه ټول باطل كړي دي .

زه (لېكوال) فكر كوم،چى د قرآن مجيد دوه آيتونه او پورته احاديث په ډاګه ښيي چې د دوه لمونځونو په يو ځاى كول سم دي او په دې باب شك نه پاتې كېږي؛خو حنفي علماوو دا مسله نه ده منلې او يوازې په " صورتي جمع " قايل دي،البته زه د "نووي" په څېر پر تاويل يې د باطل حكم نه كوم؛بلكې د حنفي علماوو اجتهاد ته په درناوي قايل يم.او اصلاً په اختلافي مسايلو كې زما موخه د نورو اسلامي مذاهبو د فتواوو ابطال نه دى؛بلكې موخه مې د شيعه وو د فتوى لپاره د دلايلو راوستل دي.

17( پ ):شيعيان د اهل بيتو لپاره د ((عليه السلام )) او يا (( صلوات الله عليه)) جملې كاروي ، په دې باب رڼا واچوئ .

( ځ ) _ سني او شيعه دواړه يوه خو له دي،چې د " صلى الله عليه " جمله د پېغمبر اكرم لپاره ده .

هو اهل سنت بې له خطبو او د كتابو په پيل كې د " صلى الله عليه وسلم " جمله راوړي؛خو شيعه ورسره د آنحضرت "آل"هم يادوي او " صلى الله عليه وآله " وايې.په صحيح بخاري او نورو كې په څرګنده راغلي ، چې د صلوات په وخت كې له آنحضرت سره " آل " يې هم ياد شي؛خو متاسفانه چې اهلسنتو پر پرېښودو يې عادت كړى دى.

صحيح بخاري په " كتاب الانبياء " كې له عبدالرحمن " روايت كوي چې " كعب " راسره وكتل او و يې ويل : ايا له پېغمبر اكرم ‏ مې اورېدلي درډالۍكړم؟ ورته مې وويل : هو .

راته يې وويل : له رسول اكرم (ص) مو وپوښتل،چې څنګه پر تاسې اهل بيتو "صلوات"ووايو؟ ځكه پر تاسې د " سلام " كولو په څرنګوالي خو پوهېدلي يو.آنحضرت (ص) وويل : اللهم صل على محمد و على ال محمد كما صليت على ابراهيم و على آل ابراهيم انك حميد مجيد.اللهم بارك على محمد و على ال محمد كما باركت على ابراهيم و علىآل ابراهيم انك حميد مجيد.

او مسلم په خپل صحيح كې له ابي مسعود انصاري ‏روايت كړى، چې هغه هم له آنحضرت (ص) د صلوات د څرنګوالي پوښتنه كړې چې آنحضرت(ص) ورته ويلي:((ووايه!اللهم صل على محمد و على آل محمد كما صليت على ابراهيم و بارك على محمد و على آل محمد كما باركت على آل ابراهيم في العالمين...(مسلم 4/125) (سنن ابى داوود 1/256- 257 ).

نوځكه اهل سنتو ته مناسبه ده،چې پر آنحضرت(ص) د درود پر وخت "آل محمد"هم ووايي .

په هر حال آنحضرت (ص) ته د "صلى الله عليه" جملې ځانګړنه، يوازې د احترام او درناوي اړخ لري نه شرعي.په سنن ابى داوود ( 2/90 ) كې له جابر (رض) ‏روايت كوي،چې يوې ښځې آنحضرت ته وويل " صلى على و على زوجي " فقال النبى (ص) صلى الله عليك و على زوجك "

له حديثه پوهېداى شو،چې بې له آنحضرت (ص) نورو ته دا جمله هم راوړاى شو.

حضرت علي او نورو امامانو ته د " صلوات الله عليه " د راوړو لپاره،د قرآن مجيد لاندې آيت د دليل په توګه بسيا دى:

(( الذين اذا اصابتهم مصيبه قالوا انا لله و ان اليه راجعون اولئك عليهم صلوات من ربهم ... ، يعنې مصيبت ليدلى چې " انا لله و انا اليه راجعون "ويلى يا وايي؛نو پر هغوى دې د پالونکي"صلوات"،وي.)) نو دلته پر "مطلق مؤمن" صلوات ويل جايز دي؟ نو د اهلبيتو پر امامانو،چې زيات مصيبتونه تېر شوي او د خداى په لار كې يې زغم او صبر كړى،پر هغوى خو جايز او جايز دي.

"اهل بيتو" ته د "عليه السلام" د جملې ويل يوازې په شيعه و پورې ځانګړى نه دى؛بلكې د اهل سنتو محدثينو او سترو عالمانو هم ورته دا جمله راوړې ده.د صحيح بخاري لاندې ګڼه احاديثوته مراجعه وكړئ


489 ، 1038 ، 1983 ،2552 (الصلح)،2926 (الخمس)،3810 ( المغازي)،2945(الخمس)،3014(الحزيه)،3538 او نور...

[صحيح بخاري ، كتاب البيوع ، چاپ ښوونځيه الرياض الحديثه،درېم ټوك 171 مخ :عن علي عليه السلام قال:كانت لي شارف ... فلما اْردت ان ابنـى بفاطمه عليها السلام بنت رسول الله ... " دويم ټوك 126 مخ،صحيح بخاري:"وطرق النبى (ص) باب فاطمه و علياً عليهما السلام ليله للصلاه "

څلورم ټوك 486 مخ كتاب المناقب،صحيح بخاري :"...راْيت النبى وكان الحسن بن علي عليهما السلام يشبهه"

نهم ټوك،418 مخ كتاب التوحيد،بابا لمشيئه والاراده:"عن علي بن الحسين عليهما السلام اْخبره..."]

ابو داود سره له دې چې په خپلو سننو كې په مستقل ډول د علي ځانګړنې او فضايل نه دي را اخست ي؛خو ورته يې په زياتو ځايو كې د " عليه السلام " جمله راوړې ده. وګورئ:سنن ابو داوود،3/48 ، 211 ،300 او 324 مخونه او فاطمه الزهرا ته يې د " عليها السلام "جمله راوړې ده.

وګورئ:سنن ابو داود 3/142،143 مخونه.

نو څرګندېږي،چې د راويانو ترمنځ د اهلبيتو لپاره د سلام كارول دود ول.

18(پ) : ولې شيعيان په اودس كې پښې مسح كوي او نه يې مينځي؟

( ځ ) _ قرآن مجيد (مائده /6 آيت) وايي :((فَاغْسِلُوا وُجُوهَكُمْ وَأَيْدِيَكُمْ إِلَى الْمَرَافِقِ وَامْسَحُوا بِرُؤُوسِكُمْ وَأَرْجُلَكُمْ إِلَى الْكَعْبَيْنِ))

ژباړه: ((نو خپل مخونه او لاسونه تر څنګلو پورې ووينځئ او سرونه (مسح کړئ) او پښې تر(پړکيو) مسح كړئ.))

له دې آيت او ژباړې يې له غور او سوچ وروسته معلومېږي،چې پښې مسح كېږي نه مينځل كېږي.

دا ادعا چې د " ارجلكم " كلمه پر " ايديكم " باندې عطف ده،قوي ادعا نه ده؛ځكه سارى يې په ټول قرآن كې نه كتل كېږي او ښايي چې په عربي او فارسي كې داسې مثال نه وي او دا د ژبې له دود سره اړخ نه لګوي.د توضيح لپاره لاندې مثال ته پام وكړئ:

كه څوك درته ووايي،چې د ګلابو په اوبو خپل مخ او لاسونه ومينځئ او خپل سر او پښې په غوړيو غوړې كړئ.

كه دلته بل څوك راشي او ووايي چې د متكلم مطلب دادى چې : " يوازې سر غوړ كړئ او په ګلابو پښې ومينځئ "

نو ځير شئ چې دا ادعا به ناسمه ونه ګڼي؟ د ادبي قواعدو له اړخ بايد د "ارجلكم" لفظ پر "رووسكم" عطف وي،چې پايله يې هماغه د پښو مسح ده او پر مخكني لفظ (و ايديكم) يې عطفولاى نه شو،چې پايله يې د پښو مينځل دي او د دې لازمه دا ده چې بايد معطوف (وارجلكم) او معطوف عليه (و ايديكم) ترمنځ معترضه جمله (فامسحوا برووسكم) راشي چې دا د عربي قواعدو له مخې ناسمه او په موخه كې تېروتنه ده.ضمناً په دې برخه كې (د پښو مسح كول) د جرقرآئت او نصب قرآئت ترمنځ توپير نه شته او د دواړو قرائتونو له مخې "ارجلكم" كلمه پر "رووسكم" عطف ده ،په دومره تو پير كه پر ظاهريې عطف شي؛نو مجرور او كه پر محل يې عطف شي؛نو منصوب به وي.په سنن ابن ماجه ( 458 ګڼه) كې له الربيع نه روايت دى،چې ابن عباس (رض) ويلي:ان الناس ابوالا الغسل ولا اجد في كتاب الله الا المسح؛ يعنې خلك بې له پښو مينځلو بل څه نه مني؛خو زه د خداى په كتاب كې بې د پښو له مسح بل څه نه وينم.

په 460 ګنه حديث كې له "رفاعه" روايت كوي چې هغه له رسول اكرم (ص) سره ناست و، چې آنحضرت (ص) وويل :د هېچا لمونځ به پوره نه شي،څو سم اودس ونه كړي،مخ او لاسونه ومينځي او سر او پښې تر ښنګرو مسح كړي.

د اهل سنتو يو عالم په اردو ژبه پر سنن ابن ماجه شرح كښلې او وايي :طبراني له عباد بن تميم له پلار يې روايت كوي،چې هغه رسول اكرم (ص) وليد،چې اودس يې وكړ او پښې يې مسح كړې.

زياتوي چې علي،ابن عباس او انس پرمسح قايل ول،چې بيا ترې تېر شول (؛يعنې بيا به يې مسح نه كوله) او له حسن بصري او محمد بن جرير طبري روايت كوي،چې هغوى په مسح او مينځلو كې د تخيير او اختيار خاوندان ول او ځينو ويلي،چې د مسح كول نسخ شوي نه دي!!! او له ځينو ظاهريه و يې روايت كړي چې پر مسح او مينځلو دواړو قايل ول.

صحيح بخاري (كتاب العلم ، 90 او 96 ګڼه احاديث) او صحيح مسلم (3/131 ):بخاري له عبدالله بن عمر روايت كړى،چې په يوه سفر كې رسول اكرم (ص) له موږ بېل شو،چې ور ورسېدو،د مازيګر لمانځه وخت و،موږ اودس كاوه او پښې مو مسح كولې،آنحضرت (ص) په لوړ غږ وويل :(( ويل للاعقاب من النار)) .

له دې حديثه معلومېږې چې مسح په اصحابو كې دود وه او هغوى د قرآن مجيد او نبوي سنتو له مخې مسح كوله؛خو د پورته جملې په باب: ويل للاعقاب من النار؛يعنې افسوس چې تلي په اور كې وي.

د مسح د نفې پر معنى نه؛بلكې ظاهرا دې ته اشاره ده،د پښو تلي، چې له چټلۍ او ناپاكۍ پاك شوي نه وي ؛نو لمونځ باطلوي.

صحيح بخاري (كتاب الاشربه 5923 ګڼه حديث) له حضرت علي روايت كوي چې اوبه يې وڅښلې.مخ او دواړه لاسونه يې ومينځل، سر او دواړه پښې يې مسح كړې.

هغه احاديث چې د پښو مينځل په كې راغلي،له پورته احاديثو سره اړخ نه لګوي او موږبايد د قرآن مجيد پر آيت عمل وكړو،چې پر مسح سپارښتنه كوي او د اهل بيتو امامانو هم د پښو مسح كوله.د اهل بيتو د امامانو متواتر او پرله پسې روايتونه ښيي،چې اودس له دوو څيزونو جوړ شوى دى:"غسلتان" او "مسحتان" او امام باقر د يو حديث په ترڅ كې چې پېغمبرې اودس يې توضيح كاوه،وايي،آنحضرت (ص) به خپلې پښې مسح كولې.

د يادونې وړ ده،چې نه يوازې د اهل بيتو امامانو مسح كوله؛بلكې يو شمېر اصحابو او تابعينو هم دا عمل ترسره كاوه؛خو بيا په وروستيو كې د ځينو دلايلو له امله د يو شمېر مسلمانانو ترمنځ د مسح دود پر مينځلو واوړېد،چې په فقهي كتابو كې يې تشريح راغلې ده.

[يادونه: په دې باب د عراقي عالم سيد علي شهرستاني وضو النبي (وضوى پيامبر) كتاب ولولئ چې په فارسي هم ژباړل شوی دى.]

19( پ ) : د كومو دلايلو له مخې شيعه پر دولس ګونو امامانو ګروهمن دي،حال دا چې تاسې خو به د خپلو اسنادو او راويانو له مخې دلايل راولئ؛خو موږ ته د اهل سنتو له لارې هم په دې باب څرګندونې وكړې او راڅرګنده كړئ چې په دې باب دواړه لوري يوه خوله دي او كه نه ؟

( ځ ) _ دولس امامان د اهل سنتو په معتبرو كتابو كې راغلي چې زه يې يو شمېر دلته را اخلم .

1 _ صحيح بخاري ، كتاب الحكام ، 6796 ګڼه حديث

2 _ صحيح مسلم ، كتاب الاماره 12/201 مخ

3 _ سنن ابى داوود 1/103 مخ ، كتاب الهدي

4 _ متقي هندي ، كنزالعمال 9/201 مخ

( دولس تنه پر دې امت چارواكې دي،لايعزهم من فذ لهم كلهم من قريش،چا چې ترې ځان ګوښه كړ؛نو زيان نه شي وررسولاى،دوى ټول قريش دي)

5 _ د امام احمد حنبل له مسند ( 5/89 ) ځينو عالمانو روايت كړى چې جابر بن سمرة ويلي : په حجة الوداع كې مې له رسول اكرم (ص) نه واورېدل چې ويې ويل: لايزال هذا الدين ظاهرا على من ناواه ولا يضره مخالف ولا مطارق ان يمضي من امتى " اثنا عشر " ( اميرا كلهم من قريش )

[څېړونکى : په دې باب وګورئ :کابلى تفسير:د مائدې سورت تر دولسم آيت لاندې شرح.]

20 _ (پ) د انبياوو او امامانو د فضايلو په باب معلومات راكړئ.

( ځ ) _ الهي پېغمبران (عليهم السلام) په درې ډوله دي.

1 _ هغوى چې د " نبوت "مرتبه لري،يعنې انبياعليهم السلام چې اكثريت دي .

2 _ هغوى چې د "رسالت"مرتبه لري يعنې رسولان عليهم السلام چې تر انبياوو ئې شمېر لږ دى .

3 _ " اولوالعزم " پېغمبران:لكه حضرت نوح ، حضرت ابراهيم ، حضرت موسى او حضرت خاتم النبيين صلوات الله عليهم اجمعين .

" رسولان " له " انبياوو " غوره او افضل دي او " اولوالعزم " له " رسولانو "افضل دي.او حضرت خاتم الانبيا و المرسلين تر ټولو افضل دى او په بله وينا حضرت محمد مصطفى صلى الله عليه و آله وسلم،سيد البشر او تر ټولو انسانانو اوچت دى او هېڅوك ستر مقام ته يې رسېداى نه شي او ظاهراْ په دې باب هېڅ ډول اختلاف نه شته او زموږ د حديثو په مشهور كتاب،کافي كې له حضرت علي عليه السلام روايت شوى،چې ويلي يې دي:" انا عبد من عبيد محمد (ص) ،زه د محمد ( ص ) له نوكرانو يو نوكر،يا له پيروانو يې يو پيرو يم"؛بلكې له ځينو احاديثو معلومېږي چې حضرت محمد (ص) تر ټولو مخلوقاتو لوړ او اوچت دى او دا مطلب له دې مبارك ايته معلومېږي :

" و ما ارسلناك الا رحمة للعالمين ، يعنې ته موږ ټولو عالمينو ته رحمت لېږلى يې " .

د دولس ګونو امامانو په باب،ظاهراً خو په دې كې كوم اختلاف نه شته چې حضرت علي عليه السلام پر نورو يولسو امامانو غوره دی او پردې مطلب له احاديثو پوهېداى شو.حسن او حسين عليهما السلام له نورو نهو امامانو افضليت لري او دليل يې متفق عليه حديث دى چې :" الحسن و الحسين سيد اشباب اهل الجنه،حسن او حسين د جنتي ځوانانو ښاغلي دي." ټول جنتيان ځوانان وي او هلته څوك زوړ نه وي او حسنين د ټولو جنتيانو ښاغلي دي.لكه چى فاطمه د جنتي ښځو "بي بي" ده،چې تر ټولو ښځو لوړه او اوچته ده؛خو دا چې په پاتې نورو نهو امامانو كې كوم يو غوره او د افضليت ترتيب يې څنګه دى په دې باب پرېكنده او غوڅ دليل نه شته،ځينو په استحسان څه ويلي؛خو د منلو نه دي او بايد په دې باب همدلته ودرېږو او څه ونه وايو والله العالم.

21(پ) : د ځينو عادت دى،چې "ياعلي" ، "يا ابوالفضل" وايي ، دا سم كار دى كه نه؟

( ځ ) _د " يا رسول الله" ، "ياعلي" او په عمومي توګه انبياوو او اولياوو ته د " يا " خطاب،څه پروا نه لري؛ځكه اروا يې په " عالم برزخ " كې ژوندۍ دي او خداى تعالى ورته علم وركړى،روح يې د ژونديو له روح ډېر غښتلى او قوي دى.

هو،له حضرت پېغمبر(ص) يا امامانو او اولياوو د اړتياوو پوره كولو په باب بايد مو پام وي چې دا په دوه ډوله دي : که وګڼو چې پېښې په ارادې پورې يې اړه لري مثلاْ ووايو، چې يا رسول الله موږ وبښه،يا شفا راكړه يا روزي راكړه.بل دا چې خداى ته يې " شفيع " كړو،چې د رسول اكرم،امامانو يا اولياوو له خاطره زموږ اړتياوې پوره كړه.

لومړى ډول يې سم نه دي؛ځكه د كايناتو خالق "يو" دى او هېڅ مخلوق ان انبيا او امامان په پنزونه او پيداېښت كې اغېز نه لري همداراز د كايناتو "مدبر" هم يوازې او يوازې يو خداى دى،چې ټول كارونه په ارادې پورې يې تړاو لري،هغه رازق دى (لا حول ولاقوه الا بالله ) دوهم ډول سم دى او څه پروا نه لري.

22( پ ) : د سقاخانو پر فلسفه مې وپوهوه،زموږ د هېواد په ځينو ځايو كې،شيعه خلك،هغه په حضرت ابوالفضل پورې تړي او هلته نېستمنو او غريبانوته صدقه وركوي؟

( ځ ) هو د كندهار،په ځينو كوڅو كې هم دا شته؛خو هېڅ تاريخي يا شرعي سند نه لري او دا كارونه د عوامو له تعرفاتو ګڼل كېږي او په هر مذهب كې عوام الناس دغسې تعرفات لري.

خو يو احتمال شته،چې ممكن په پخوانيو زمانو كې چې پر شيعه و زور زياتى او فشار و او ډېر ځل به يې مذهبي عالم او مبلغ نه درلود؛نو ځينو هوښيارانو د مذهب د ژوندي پاتې كېدو لپاره دغسې سقاخانې جوړې كړې وې او ظاهرا همدې ټكي ته په پام كې د سخي زيارت او د حضرت ابوالفضل زيارت او په نورو ځايو كې هم دغسې ځايونه دهغو لاملونو په پام كې نيوو سره جوړ شوي والله اعلم؛ خو په مزار شريف كې،په غوڅه توګه وايم چې هغه د حضرت اميرالمؤمنين علي عليه السلام قبر نه دى او نه هلته ښخ شوى،قبر يې په نجف اشرف كې دى. په ځينو كتابو كې چې له كوفې بلخ ته د علي (ع) د جنازې د لېږد خبرې شوي دا ټولې افسانې دي او اعتبار نه لري او موجود قبر ممكن د يو "سيد" يا "امام زاده " قبر وي،چې نوم به يې علي بن ابيطالب و او په دې توګه له حضرت علي (ع) سره (په تېروتنې) يې يو شان ګڼلى.په ځينو كتابو كې په دې سيد پسې عجيبې قصې شوي چې رانه اوږدېږي؛خو په پرېكنده توګه د حضرت علي قبر په نجف كې دى.

23( پ ) : د "صفين"په جګړه كې كوم يو لورى پر حق و؟

( ځ ) _ خوښ نه يم،چې داسې مسلې مطرح شي چې د عوامو احساسات راوپارېږي؛خو دا چې تاسې وپوښتل؛نو درته وايم ،چې د هر عالم او پر خبرې پوه له نظره په "جمل"، "صفين" او "نهروان" كې په جنګيالي اړخونو كې د علي لورى پر حق دى.منتها اهل سنت وايي چې په "بصره" او "صفين" كې د جنګياليو اړخونو خطا،اجتهادي وه،نه دا چې له نفساني غوښتنو راولاړه شوې وه!

د صحيح بخاري 436 ګڼه حديث ته ستاسې پام را اړوم : نبوي جومات چې جوړېده؛نو رسول اكرم (ص) وويل:"..ويخ عمار تقتله الفه الباغيه،يدعوهم الى الجنه ويدعونه الى النار،يقول عمار اعوذ بالله من الفتن. "

همداراز ام سلمه (رض) هم دا حديث له رسول الله (ص) روايت كړى.(وګورئ مسلم،صحيح اتلسمه برخه 31 او 41 مخونه) د دې حديث له مخې آنحضرت وړاندوينه كړې،چې "عمار" به د باغي ډلې له لاسه وژل كېږي، "عمار" هغوى جنت ته رابولي او هغوى به دا اور ته رابولي. عمار (رض) د "صفين" په جګره كې د علي عليه السلام لوري ته و،چې د معاويه صاحب د وګړيو له خوا شهيد شو؛ځكه د شام اړخ د باغيانو ډله او اور بلي ول .

په هر حال،دا حديث د پېغمبر اكرم (ص) له معجزاتو ګڼل كېږي.

[څېړونکى :

خوشال بابا :

چې په جنګ کې د علي له لوري ومرل

پر هغوى ګواهي ده،چې مرحوم دي .]

24(پ) : پر موږ ځينې نيوكې كوي،چې ولې پر مهر سجده كوئ او ځينې خو د عصبيت له مخې وايي،چې دا كار شرك دى ،په دې باب راته وليكئ.

( ځ ) _ په شيعه فقه كې پر ځمكې او څه چې له ځمكې راټوكېږي؛ خو چې خوړل كېږي او اغوستل كېږي نه،ورباندې سجده سمه ده.

صحيح بخاري (كتاب التيمم ،38 ګڼه) د يو حديث په ترڅ كې له جليل القدر صحابي جابر عبدالله انصاري (رض) روايت كوي،چې آنحضرت (ص) ويلي:"جعلت لي الارض مسجد او طهورا فايما رجل من امتي ادركته الصلاة فليصل؛يعنې موږ ته ځمكه مسجد او پاكه (يا پاكوونكې) شوې،د لمانځه وخت چې راورسي؛نو د امت هر وګړى دې پاڅېږي او هملته دې لمونځ وكړي".

نو ځكه پر ځمكه سجده هېڅ پروا نه لري او البته پر خاورو سجده خداى ته د اوچتي تواضع ښكارندويه ده.شيعه چې پر مهر سجده كوي؛نو دا له خاورو دى؛خو د كربلا خاوره ده،چې زموږ د عالمانو د فتواوو له مخې غوره خاوره ده او د كربلا د خاورې د غوره والي فلسفه دا ده،چې د دين د ساتنې لپاره ورباندې شهادت ترسره شوى او مسلمان ته د دين د ساتنې لپاره د سرښندنې او جهاد سبق ورښيي.مخكې مې هم وويل،چې سجده پر مطلقې ځمكې او څه چې له ځمكې راټوكېږي سمه ده؛خو چې د خوړو او اغوستنې نه وي او د ام المؤمنين ميمونې بي بي په وينا (صحيح بخاري كتاب الحيض 326 ګڼه حديث ) حضرت پېغمبر اكرم پر پوزكي لمونځ كاوه،چې له ځمكې راټوكېدلى او د خوړو او اغوستو نه و. " و هو صلى الله عليه يصلي على خمرته ... خمره يو وړوكى پوزكى و،چې د كجورو له پاڼو جوړ شوى و،چې دا تفسير د صحيح بخاري په حاشيه كې كښل شوى دى. انس (رض) وايي : په موږ كې به چې چا د تودوخې له كبله پر ځمكه سجده کړاى نه شوه؛نو جامې به يې غوړولې او ورباندې يې سجده كو له (كنا نصلي مع النبي صلى الله عليه في شده الحر،فا ذالم يستطع احدنا ان يمكن وجهه من الارض بسط ثوبه فسجد عليه،صحيح بخاري ابواب العمل في الصلاة،1150 ګڼه حديث) او البته د ضرورت په وخت كې پر جامو سجده هم څه ممانعت نه لري.


پر خاورو،جامو او نورو څيزونو سجده د خداى لپاره ده او عبادت دى او كه پر خاورو سجده شرك وي؛نو پر ټولو شيانو به هم شرك وي، چې بطلان يې ټولو ته ثابت دى.هو خاورې او جامو ته سجده د ټولو مسلمانانو له نظره شرك دى او"خاورې ته سجده" او "پر خاورې سجده"، د دې دواړو ترمنځ ډېر توپير دى،موږ خداى ته پر خاورو سجده كوو خداى دې موږ ټولو ته د بندګۍ،بشپړ فهم، ورورۍ او صميميت توفيق راكړي.


25(پ) : د پېغمبر اكرم(ص) د سهوې په باب راته د اهل سنتو او اهل تشيع نظر څرګند كړه؟

(ځ) د اهل سنتو په صحاحو كې احاديث شته،چې پېغمبر(ص) په لمانځه كې سهوه شوى او په شيعه و كې هم يو شمېر معتبر احاديث شته. دومره وايم چې د يوې مسْلې په باب د يو مذهب نظر له يو يا څو احاديثو معلومولاى نه شو؛ځكه د "واحد خبر"منل خپله يو لړ شرايط لري چې كه هغه شرايط يا ځينې يې نفې شي؛نو"واحد خبر" خپل اعتبار له لاسه وركوي .ځيني شته،چې د مسلمانانو ترمنځ د بې اتفاقۍ لپاره د يو حديث شتون(چې اسناد يى هم دومره معتبرنه وي) د هماغه مذهب د عقېدې په توګه ګڼي او بيا تورونه تپي او ډنډورې پيلوي،خداى (ج) دې مسلمينو ته ځيركي وركړي،چې ددغسې ډنډورچيانو په تبليغاتو پسې ولاړ نه شي. په هر حال د يو مذهب د لارويانو د نظر معلومولو لپاره پر احاديثو سربېره مذهب د عالمانو پر ويناوو او كلام هم بايد پوه شو.

د اماميه شيعه و ځينو مشهورو محدثينو،د سهوي احاديث منلي؛خو په دې شرط،چې دا سهوه د شيطان له اړخ نه وه؛ځكه شيطان پېغمبر(ص) تېرايستاى نه شي؛بلكې د خداى (ج) له لوري وه،چې د يو مصلحت له امله يې دا كار كړى؛ ځكه پر "اسهاء الله" يې تعبير كړې ده؛خو يو شمېر شيعه متكلمينو په مطلق ډول سهوالنبي (ص) رد كړې او د آنحضرت ( ص) له عصمت سره يې اړخ نه لګوونكې بللې،هغه عصمت چې شيعه مذهب پرې ټينګار كوي.

د اهل سنتو د محدثينو؛بلكې د متكلمينو له ويناوو څرګندېږي،چې دوى ټول په سلو كې نوي د سهوالنبي (ص) احاديث مني.

26(پ) : كوم معلومات چې زموږ طلاب،متعلمين او محصلين په ديني مدرسو،ليسو او پوهنتونو كې تر لاسه كوي دا څومره په چاروكې ګټور دي ايا پر همدې بسيا وشي او كه زيار وايستل شي،چې نور هم تر لاسه كړو؟

(ځ)_كوم كتابونه او مضامين چې د درسي نصاب تر عنوان لاندې په مدرسو،ليسو او پوهنتونو كې تدريسېږي دا د يو هېواد يا نړۍ نقشې ته ورته دى چې يوازې لوستونكي ته څه نا څه لار ورښيي، بايد موږ د خپلې علمي پياوړتيا لپاره د عقايدو،شرعي او اخلاقي معارفو او وظايفو كتابونه ولولو،په ټولنيزو،سياسي،علمي،طبي،ادبي،تاريخي او نورو اړخونو كې ګټور كتابونه مطالعه كړو،پر تاريخ ځان پوه كړو،د احاديثو او تاريخ پر اړيكو او اغېزو پوه شو،نن كتابونه زيات شوي؛خو دې ته مو پام وي چې د هر كتاب لوستنه د وخت ضياع ده،بايد ګټور او وحدت زيږوونكي كتابونه ولولو.

27(پ) :ويل كېږي چې شيعيان خلفاى راشدينو ته سپكې سپورې كوي او ما خپله اورېدلي چې پر يزيد لعنت وايي دا ولې؟

( ځ ) _ د خلفاى راشدينو په باب،دا يو تور دى چې پر موږ دنننيو او بهرينو مغرضينو او سياستوالو تړلى.شيعه عالمانو ورته له سپكو سپورو ويلو نمښته (انكار) كړى او زموږ د احترام او درناوي وړ دي، تاسې زموږ د توضيح المسايل (هغه كتاب دى،چې يو شيعه مجتهد يې په عبادي،معاملاتي او نورو چارو كې خپلو عوامو شيعه پيروانو ته ليكي او په هر ځاى كې موندل كېږي) كتاب وګورئ چې د "لعان" په برخه كې څه وايو؟له دې هم نه منكرېږو چې ځينو شيعه و خلفاوو ته سپكې سپورې كړي لكه چې ځينو اهل سنتو د اهل بيتو امامانو ته بې ادبي كړې،چې ددې دواړو لوريو دا عمل وګړنى اړخ لري او په مذهب پورې تړاو نه لري.كه د ښار کوم وګړى غلا وكړي؛نو ايا دا به سمه وي،چې د ښار ټول اوسېدونكي پر غلا تورن كړو؟هو،ځينې وروڼه شته،چې د يو وګړي د عمل او د مذهب د نظر ترمنځ پر توپير قايل نه دي حال دا چې له ځمكې تر اسمانه يې واټن دى.

هو،څوك چې خلفاوو ته كنځل وكړي؛نو بايد تعزير او ورټل شي، خو د قتل فتوا يې له شريعت سره مخالفه ده او په دې باب كوم دليل نه شته او يو ډول زور ويل دي.نووي د مسلم په شرح (16/93 مخ) كې د ابي سعيد له حديث وروسته وايي : د دووتنو اصحابانو خالد بن وليد او عبدالرحمن بن عوف ترمنځ دښمني وه،خالد وكنځل. له قاضي روايت كوي چې يو صحابي ته كنځل له كبايرو ګڼل كېږي،زموږ مذهب او د جمهورو مذهب دا دى چې سپكې سپورې كوونكى رټل كېږي او تعزيرېږي او وژل كېږي نه او ځينو مالكيانو ويلي چې وژل كېږي؛خو پوښتنه دا ده چې آنحضرت (ص) خالد ونه رټه؟

په يو روايت كې راغلي،چې يو سړى له ابوبكر(رض) سره توند ولاړ،راوي وايي،ومې ويل چې وبه يې وژنم.خليفه(رض) راته په توندۍ وويل چې له رسول اكرم (ص) وروسته بل څوك په سپكو سپورو نه وژل كېږي:اغلظ رجل لا بى بكر الصديق ... اقتله فانتهرنى ، و قال ليس هذا لا حد بعد رسول الله (ص).

د يزيد په باب ستاسې خبره منم او حيرانېږم چې يو عالم پر يزيد د لعنت ويلو مخه ونيسي. سنايي مشهور سني شاعر دى،چې زيارت يې په غزني كې دى او زه ورغلى هم يم او شعري ديوان يې پيدا كېږي وايې:" كه پر دغسې قوم لعنت ونه وايي؛نو شرم دى،لعن الله يزيد و علي آل يزيد"

لاندې ټکيو ته پام وكړئ چې مسله ښه بربنډه شي :

1 _ مشهور عالم ملا سعد تفتازاني رحمة الله عليه ( 792 كال مړ ) د عمر نسفي عقايدو په شرح كې وايي:"په تواتر او پرله پسې توګه ثبوت شوې،چې يزيد د حسين پر وژنې او د اهل بيتو پر سپكاوي خوښ او راضي و..موږ د يزيد په حق كې؛بلكې د ايمان په باب يې توقف كوو(؛يعنې پر كفر يې يقين لرو) پر يزيد،يارانو او ملاتړ كوونکيو دې يې لعنت وي .

2 _ستر عالم جلال الدين سيوطي رحمة الله عليه (911 كال مړ) په تاريخ الخلفا (158 مخ ) كې وايي:"يزيد د عراق ولسوال عبيدالله بن زياد ته امر وكړ چې له حسين سره وجنګېږي او د عمر بن سعد په قومندانۍ يې څلور زره لښكر ور ولېږه... يزيد ته يې د امام حسين سر په لوښي كې راوړ او مخې ته يې كېښود .

لعن الله قاتله و ابن زياد معه و يزيد معه ؛خداى دې د حسين پر قاتل ، پر ابن زياد او يزيد لعنت و وروي .

3 _ سيوطي او ابن حجر دواړو روايت كړى چې واقدي له څو لارو له عبدالله بن حنظله غسيل الملائكه روايت كړى؛موږ ځكه د يزيد پر ضد راپاڅېدو،چې پر ځان ووېرېدو،چې ډبرې راباندې ونه ورېږي. يزيد به مړوښې او اولاد لرونكې ښځې،نجونې او خويندې نكاح كولې.شراب يې څښل او لمونځ يې نه كاوه.

4 _سيوطي په تاريخ الخلفا (160 مخ) كې ليكي : يزيد د مدينې د اوسېدونکيو د عامې وژنې لپاره ستر لښكر ولېږه په دې يرغل كى ډېر خلك چې اصحاب (رضى الله عنهم ) هم په كې ول ووژل شول مدينه لوټ شوه او زر تنه باكره انجونې بې پردې شوې.د صحيح مسلم په حديث كې پېغمبر اكرم ويلي:"من اخاف اهل المدينه اخافه الله و لعنه الله و ملائكته و الناس اجمعين؛ يعنې څوك چې د مدينې اوسېدونكي وډاروي،خداى به وويروي يې،خداى،پرېښتې او ټول خلك به ورباندې لعنت ووايي."

5 _ ابن حجر هيثمي شافعي په الصواعق المحرقه كې ليكي: د يزيد په يرغل كې 300 تنه اصحاب او 700 تنه د قرآن قاريان شهيدان شول، څو ورځې د مدينې د كورونو ورونه د لښكر پر مخ پرانستي ول،څو ورځې په نبوي جومات كې،په جمعې لمونځ نه كېده،خلك ټول پټ شوي ول،د چا له وسې پوره نه وه،چې نبوي جومات ته ولاړ شي،تر دې چې ليوان او سپي جومات ته ننووتل او د آنحضرت پر منبر يې ميتيازې وكړې... د لښكر مشر نه سلا كېده؛خو دا چې خلك له يزيد سره بيعت وكړي او د خلكو اختيار د لښكر له مشر سره و،چې بيعت كوونكي پلوري يا ازادوي،ځينو ورته وويل موږدرسره په "كتاب الله او سنت النبوى" بيعت كوو،چې لښكر مشر ترې سمدستي سرونه غوڅ كړل.

6 _ ابن حجر د يزيد له زوى معاويه (چې صالح سړى و) روايت كوي،چې د يزيد له مړينې وروسته د خپل پلار او نېكه د كړنو د يادولو په ترڅ كې يې وويل:پلار مې شراب حلال كړي و (اباح الخمر).فقير وايي:په يوازې همدې جملې د يزيد كفر ثابتېږي.

7 _ عبدالله بن محمد شبراوي شافعي رحمة الله عليه په اتحاف كتاب (د مصر چاپ) كې را اخلي،چې يزيد د امام حسين د ثنايا غاښونه (مخامخ غاښونه) په لرګي وهل او ويل يې:

يا غراب البين ما شئت فتل

انما تندب امرا قد حصل

ان شياخى ببدرلوراو

مصرع الخزرج من وقع الائل

لا هلوا و استهلوا فرحا

ثم قالوا يا يزيد لا تشل قتلت فتياننا ساداتهم

و قتلنا فارس القوم البطل

لعبث هاشم بالملك فما

مسلك جاء ولا وحى نزل

دا اشعار ښيي چې يزيد په بدر كې د خپلو وژل شويو د غچ په سوچ كې دى،چې علي وژلي ول. د يزيد زړه ته ايماني رڼا ننووتې نه ده او پردې سربېره په وروستي شعر كې خو له وحي او رسالته منكر شوى او پېغمبر (ص) يى د باچاهۍ لوبغاړى ښوولى دى.

8 _ بيا شبراوي له صالح (د امام احمد حنبل زوى) را اخلي،چې پلار ته مې وويل:ايا پر يزيد لعنت وايئ؟راته يې وويل:زويه!څنګه پرې لعنت ونه وايم چې خداى د قرآن مجيد په درې آيتونو كې پرې لعنت ويلى دى.(رعد،قتال او احزاب) والذين يقطعون ما امرالله ان يوصل و يفسدون في الارض اولئك لهم اللعنه و هم سړ الدار الذين يوذن الله و رسوله لعنهم الله فى الدنيا و الاخره و اعد لهم عذابا مهينا. و قال تعالى فهل عسيتم ان تفسد وا في الارض ...

ايا له دې به كوم بل اوچت ازار وي چې د آنحضرت (ص) لمسى ووژني؟

دا وې د لعنت په باب د اهل سنتو د مشهورو عالمانو ويناوې . د شيعه و نظر خو معلوم دى او را اخست و ته يې اړه نه ليدل كېږي.

28(پ) : ځينې پر موږ نيوكې كوي،چې "تقيه" كوئ او تقيه يو ډول دروغ دي،ځينې وايي تقيه،كټ مټ نفاق دى او تقيه كونكى منافق دى او يو شمېر واي،چې تقيه د شيعه مذهب له اصولو ده،لطفا په دې باب راته لازمې لارښوونې وكړئ؟

( ځ ) _له زيان او ضرره د مال،ځان او ابرو ساتنې ته تقيه وايي. او كله د مسلمانانو د يوالي د ساتنې لپاره هم كارول كېږي.تقيه له انساني فطرت او عقل سره اړخ لګوي او پردې سربېره د قرآن مجيد په دوو آيتونو كې يې مشروعيت هم ثابت شوى،چې سني او شيعه ټول مسلمانان يې مني.چې کله انسان ته زيان متوجه وي؛نو تقيه شته او چې نه وي؛نو تقيه به هم نه وي.د مسلې د ښه سپيناوي لپاره لاندې څرګندونو ته پام وكړئ:

1 _ عمومي تقيه او وګړنۍ تقيه

شيعه و په خپل تاريخ كې عمومي تقيه نه درلوده؛ځکه اموي،عباسي او نورو چارواکيو امامان،علما او عوام يې په راز راز كړاوونو اخته كول.شيعه و تر اوسه په تفسير،اسلامي عقايدو،فقه ، مذهبي چارو او نورو اسلامي علومو كې په زرګونو كتابونه كښلي او خپاره كړي،د شيعه و هېڅ څيز پټ پاتې نه دى او معقوله هم نه ده،چې پټ پاتي شي په افغانستان كې په سلګونو جوماتونه مدرسې،تبليغاتي مركزونه ( حسينيې) او د شيعه و په زرګونو ټوكه اسلامي كتابونه شته او ټول پوهېږي،چې شيعه پر دولس ګونو امامانو ګروهه لري،په لمانځه كې لاسونه ځوړند نيسي،پر مهر سجده کوي او په عبادي،معاملاتي،نكاح او عقايدو كې يې هېڅ خبره پټه نه ده او د مطالعې خاوند په لږه پلټنه پر هر څه يې پوهېداى شي.

شيعه د افغانستان په شمول د جمعې لمونځونه كوي په اذان او اقامه كې د "اشهد ان عليا ولى الله" جمله وايي.تقريباْ شل كاله مخكې،چې په كندهار كې د لوډسپيكر له لارې يې اذان كاوه؛نو د ځينو دا مشوره وه،چې په اذان كې دا جمله ونه ويل شي؛خو ما ونه منله؛ځكه تقيه ته مې كوم دليل نه درلود.په كابل كې د شيعه و په جوماتو كې اذانونه كېږي.په پاكستان،عراق،سوريه او لبنان كې شيعه شته،چې پر خپل مذهب عمل كوي ان د سعودي عربستان په دمام،قطيف او احصا كې شيعه خپل مذهبي دستورات عملي كوي او په شخصي چارو كې د ستونزو د اواري لپاره د جعفري مذهب له مخې رسمي محكمې لري.

هو له شخصي او وګړني اړخ په شيعه و كې تقيه شته هغه هم په جزيي چاروكې،لكه لاس تړلى لمونځ او دا هم په هغه وخت كې وي،چې ويره انسان ته زيان رسوي.عقل،قرآن او احاديث د تقيه مشروعيت ثابتوي او د اهل سنتو ټول عالمان هم د تقيه د اصل په مشروعيت كې يوه خوله دي ،ما په دې هكله په "همبستګي اسلامي" كتاب كې ورته اشاره كړې ده. تقيه او دروغ :

2 _ غالبا تقيه په عمل كې وي،چې په دروغو پورې څه اړه نه لري او كه فرضا په كوم ځاى كې په دروغو هم وي؛نو روا به وي او د اهل سنتو وروڼو د قناعت لپاره د صحاحو څو احاديث راوړم،چې د دې احاديثو متن تر موږ زيات ورته متوجه دى.

(الف)_په صحيح بخاري كې له ابي هريره (رض) روايت دى چې پېغمبر اكرم (ص) ويلي دي:" ابراهيم(ع) يوازې درې دروغه ويلي " ( 3179 ګڼه حديث)

وايو چې ددې حديث په وينا دا درې دروغه به يې په داسې وخت كې ويلي وي،چې ابراهيم (ع) ته به د "تقيه" ضرورت و؛خو زموږ ځيني عالمان پر انبياوو عليهم السلام تقيه روا نه بولي. (ب)_ابو داود (سنن 4/282 ، كتاب الادب) د عقبه له لور روايت كوي،چې پېغمبر اكرم (ص) په درېو ځايو كې دروغ روا ګڼلي ،"څوك چې خلک پخلا کوي،څوك چې په جګړه كې چل كوي،نارينه چې له خپلې ښځې او ښځه چې له خپل مېړه سره خبرې كوي."

(ج)_نووي د مسلم په شرح(15/124) كې ليكلي: كه څوك درته د ظالم له لاسه پناه دروړي او تا پټ كړى وي او درنه يې غواړي،چې ويې وژني او يا د خلكو امانت درنه غواړي،چې خپله پرې خېټه واچوي؛نو لازم ده،چې پټ يې كړې او ووايي چې راته معلوم نه دى او نه پوهېږم؛نو چې دا دروغ روا؛بلكې واجب هم دي؛ځكه د ظلم مخنيوى كېږي؛نو ځكه ددې حكم په باب د اهل سنت فقها يوه خوله دي او نه ښايي چې څوك پر موږ نيوكه وكړي .

3 _ تقيه او نفاق

"نفاق" دا دى چې "باطل" په زړه كې پټ كړي او پر ژبه "حق" ووايي او "تقيه" د "نفاق" پر عكس ده؛ځكه په "تقيه" كې به "حق" پټوې او " ناحق" به ښكاره كوي،چې په دې توګه "تقيه" او "نفاق" يو له بله توپير لري.قرآن مجيد،په ټينګه "نفاق" غندي؛خو"تقيه" يې روا كړې:الامن اكره و قلبه مطمئن بالايمان ... الا ان تتقوا منهم تقاه ...

4 _ تقيه او د شيعه مذهب اصول

د ځينو د ګومانو پر خلاف، تقيه د شيعه مذهب له اصولو نه ده، تقيه له فروعاتو ګڼل كېږي او په عملي چارو پورې اړه لري،چې په شيعه مذهب كې په فقهي څانګو كې تر غور لاندې نيول كېږي او د تقيه مشروعيت په قرآن،احاديثو او عقل ثابت دى.

ابن ماجه په خپل سنن(1081 ګڼه حديث)كې له جابر(رض) د يو حديث په ترڅ كې روايت كوي چې:ښځه دې د سړيو امامت نه كوي او نه اعرابي دې د مهاجرو امامت كوي او نه فاجر د مؤمن؛خو دهغه واكمن چې سړى له تورې يې وېريږي او اړباسي دې.

لاندې حديث تقيه ته اشاره ده،چې آنحضرت بي بي عايشې ته وائي : " كه قوم دې (قريش) نوى مسلمان نه واى؛نو د كعبې لپاره مې دوه ورونه كېښوول او ... "

البته دا ډول تقيه د دروغو تقيه نه ده او په غوره والي او ښه والي كې يې هېڅ شك نه ليدل كېږي هر مشر دغسې تدبيرونه او سياستونه لري او الهي پېغمبران(عليهم السلام) هم له خپلو امتونو سره همداسې ول.

5 _ ولې " تقيه " په شيعه و پورې ډېره تړل كېږې؟

سره له دې چې تقيه ټولو مسلمانانو منلې؛خو په شيعه و پورې ډېره تړل كېږي،د دې دوه لاملونه دي :

( الف ) _ شيعه يو لږكى و،چې زيات وخت يې وګړنۍ تقيه كړې او په "همبستګي اسلامي" كتاب كې مې پرې اوږد بحث كړى.د شيعه و عادت داسې و،چې په سيمو كې به يې سني مسلمانانو پر خپل مذهبي دود عمل كاوه؛نو شيعه و پرې كار نه درلود؛خو د اهل سنتو په سيمو كې مسله داسې نه وه.

(ب) _ځينې غرضي،چې د سني او شيعه ترمنځ درز اچوي؛نو په شيعه و پورې عجيبه تورونه تړي،چې اهل سنتو به د شيعه و په عقايدو او کړنو كې نه ليدل او پر غرضي وګړيو به يې اعتراض كاوه،چې ستاسې خبرې د شيعه و په باب د منلو نه دي، د غرض خاوندانو به بيا بل دروغ تاړه،چې شيعيان درنه "تقيه" كوي.

يوه ورځ مې د اسلام آباد په هوائي ډګر كې لمونځ كاوه،دو تنو عربانو راته په حيرانتيا كتل،لمونځ مې چې خلاص شو؛نو پوښتنې يې رانه پيل كړې چې بيا وروسته نرم شول،لومړۍ پوښتنه يې دا وه چې تاسې " خان الامين"وايئ؟! يعنې جبرئيل ته دنده سپارل شوې وه،چې حضرت علي پر رسالت وګوماري؛خو خيانت يې وكړ او وحې يې حضرت محمد (ص) ته راوړه!

ما ورته وويل،ما اوس په لمانځه كې تشهد ووايه "و اشهد ان محمد عبده و رسوله" او د آنحضرت پر رسالت مې شاهدي وويله؛ځكه پر قرآن ايمان لرم،چې جبرئيل داسې معرفي كوي"مطاع ثم امين"؛نو څوك چې قرآن مني جبرئيل به امين ګڼي نه خاين او د "خان الامين" جمله كفر دى او كه يو شمېر غاليانو دا جمله ويلې وي او دروغ ورپورې تړل شوي نه وي؛ نو د غاليانو د كفر لامل دى او شيعه غاليان كافر ګڼي.

په شيعه و پورې دومره دروغ تړل شوي،چې ډېرى د اهل سنتو وروڼه حيرانېږي،چې دا دروغ رښتيا وګڼي او يا د خپلو سترګو ليدلى حال ؟!!! د دروغجنو مغرضينو مخ دې تور وي.

6 _ د يووالي او دوستۍ لپاره تقيه

د شيعه مذهب په فقه كې يو ډول مستحبه تقيه شته،چې د وېرې او زيان په ځايو كې نه كارول كېږي او د كارېدو ځاى يې يوازې د مسلمانانو د يووالي او د سني او شيعه ترمنځ د مينې او پيوستون راوستو لپاره ده او هغه دا چې شيعه كړاى شي د اهل سنتو په امام پسې په جمعې فرض لمونځ وكړي،كه څه امام،پښې نه وي مسح كړي او په حمد سورت كې يې بسم الله نه وي ويلې او لاسونه يې تړلي وي. د جهاد په وخت كې د مجاهدينو له يو پلاوي سره فرانسې ته ولاړم،په وروستۍ شپه د فرانسوي پلاوي مشر رانه وغوښتل،چې له ما سره به د مجاهدينو د پلاوي د مشر په توګه كېنې او ډوډۍ به خورو،ما ورسره په دې شرط ومنله،چې پر ميز به شراب نه ږدي؛ځكه زموږ له نظره هغه دسترخوان چې شراب ورباندې څښل كېږي هلته ډوډۍ خوړل حرام دي،رئيس راسره ومنله،چې ډوډۍ يې تياره كړه؛نو د شرابو بوتلونه يې هم كېښوول ما نيوکه وكړ او بوتلونه يې لرې كړل او بيا مې ډوډۍ له كوكاكولا سره وخوړه.

د مسكو په سفر كې مې هم د روسانو ډوډۍ ونه خوړه او تقيه مې ونه كړه؛خو په افغانستان كې مې په سني امام پسې ځوړند لاسونه د جمعې لمونځ كړى،چې ځينو بې علمو شيعه ملايانو راباندې نيوكې هم كولې!

29(پ) : په شيعه مذهب كې د ښځو متعه يا لنډ مهاله نكاح روا ده او په دې باب ډېر بحثونه شوي كه لږه نوره رڼا هم ورباندې واچوئ؛نو ښه به وي.

(ځ)_ټول مسلمانان يوه خو له دي،چې متعه روا ده او د اهل سنتو په صحاحو او نورو كتابو كې په دې باب احاديث راغلي،د سني او شيعه اختلاف دهغى په "نسخ" او "بقا " كې دى؛يعنې اهل سنت وايي چې متعه د رسول اكرم (ص) په وخت كې نسخ او منع شوې او فعلا يوازې "دايمي نكاح " روا ده او شيعه وايي،چې دا حكم نسخ شوى نه دى او تر قيامته روا دى اود اختلاف منشا هغه بېلابېل احاديث دي،چې په باب يې راغلي،هر يو د خپل نظر د ثبوت لپاره پر احاديثو استدلال كوي كه له تعصب او تقليد لرې،د اهل سنتو په احاديثو كې علمي پلټنه او څېړنه وشي؛نو څېړونكى پوهېږي،چې دا احاديث په دوه ډوله دي:

(الف)_يو شمېر احاديث وايي چې دا كلمه نسخ شوې نه ده

(ب)_بل شمېر وايي چې نسخ شوې ده.

ددې احاديثو پلويان يوه خو له نه دي،چې څه وخت نسخ شوې او په دې باب په خپلو كې اختلاف لري.دلته د مسلې د سپيناوي لپاره د صحيح مسلم يو شمېر احاديث را اخلم:

1 _ عن سيره : اذن لنا رسول الله (ص) بالمتعه فا نطلقت اناور جل ... ثم ان رسول الله (ص) قال:من كان عنده شي من هذه النسا يتمتع فليخل سبېلها ( مسلم صحيح ، 9/184-185 ) رسول اكرم (ص) راته اجازه راكړه،چې متعه وكړو(راوي له يوې ښځې سره له متعې وروسته وايي) او بيا يې وويل:له هر چا سره چې د ښځو متعه وي،هغه دې پرېږدي. له دې حديثه نسخ نه معلومېږي او ممكن مطلب داوي چې له هغوى تېر شي (پاتې وخت وروبښي) چې مدينې ته روان يو.


2 _ و عن الربيع بن سيره ان اباه عرامع رسول الله (ص) فتح مكه ... فاذن لنارسول الله(ص) فى متعه النسا... فلم اخرج ان حرمها رسول الله (ص) ؛يعنې سيره وايي:رسول اكرم (ص) راته د مكې په فتح كې د متعې اجازه راكړه؛خو لا راوتلي نه ول،چې حرامه يې كړه .


3 _ عن سلمه رخص رسول الله ( ص ) عام او طاس فى المتعه ثلا ثاثم نهى عنها ( مسلم ، صحيح 9/184 ) رسول اكرم (ص) د مكې په فتح كې درې شپې متعې ته اجازه وركړه،بيا يې حرامه كړه .


په هر حال سلمه او سيره ادعا كوي،چې د مكې په فتح كې د متعې جواز نسخ شوى دى .

4 _ عن على بن ابى طالب ان رسول الله (ص) نهى عن متعه النساً يوم خيبر و عن اكل الحمر الانسيه ( 9/189 )

رسول اكرم (ص) د خيبر پر ورځ له متعې او د كورني خره د غوښې له خوړو منع وكړه.

دلته وګورئ چې له علي روايت شوى حديث د سلمه او سيره له روايت شوي حديثه توپير لري او په تناقض كې دي،چې پر متناقضو احاديثو دليل نيول كېداى نه شي. 5 _ عن ابى نفره قال كنت عند جابر بن عبدالله فاتاه ات فقال ان ابن عباس و ابن الزبير اختلفا في المتعتين فقال جابر فعلنا هما مع رسول الله ( ص ) ثم نهانا عمر فلم نعد لهما ( 9/233 )

چا جابر ته وويل،چې عبدالله بن عباس او عبدالله بن زبير د دوو متعو (د حج متعه او د ښځو متعه) په باب اختلاف درلود،جابر وويل،موږ دا دواړه د رسول الله (ص) په وخت كې كولې،بيا ترې عمر (رض) منع كړو او دواړه مو پرېښووې.

د جابرله وينا معلومېږي،چې د متعې جواز نسخ شوى نه و،د لومړي خليفه په وخت كې پر هماغه خپل حال و، تردې چې دويم خليفه منع كړه.

6 _ عن قيس قال سمعت عبدالله يقول كنا نفزو مع رسول الله ( ص ) ليس لنا نساء فقلنا الانستخصى فنهانا عن ذلك ثم رخص لنا ان ننكح المراه بالثوب الى احل ثم قرء عبدالله يا ايهاالذين امنوا لاتحرموا طيبات ما احل الله لكم و لاتعتدوا ان الله لا يحب المعتدين ( 9/182 ، صحيح مسلم ) .

حضرت عبدالله بن مسعود (رض) وايي: موږ له رسول اكرم (ص) سره جهاد كاوه او ښځې راسره نه وې،ورته مو وويل چې ځان خصيه كړو؟ آنحضرت(ص) راته وويل چې نه بيا يې راته اجازه راكړه چې د جامو په بدل كې تر يو وخته ښځې نكاح كړئ،بيا عبدالله پورته آيت ولوست: چې مؤمنانو!خداى چې درته كومې پاكۍ حلالې كړي،پر ځان يې مه حراموئ؟ ...

د دې آيت له لوستو د عبدالله موخه دا وه،چې متعه حرامه نه ده او روا ده او له دې ځايه د متعې حليت ثابت دى.

7 _ عن عطاء قدم جابر بن عبدالله معتمرا فجئنا في منز له فساله القوم عن اشياء ثم ذكرو المتعه فقال نعم استمتعنا على عهد رسول الله (ص ) و ابى بكر و عمر ( 9/183 مسلم ) جابر(رض) وايي چې د رسول اكرم (ص) ابوبكر او عمر (رضى الله عنهما) په وختو كې مو متعه كوله.

8 _ عن عمران بن حصين انزلت ايه المتعه في كتاب الله ففعلناها مع رسول الله (ص) ولم ينزل قرآن يحرمه ولم ينه عنها ان مات قال رجل برايه ما شاء (صحيح البخاري 4246 ګڼه حديث ) د متعى آيت په قرآن كې نازل شوى دى او موږ له رسول كريم ( ص) سره پرې عمل كړى،نه قرآن حرامه كړې او نه ترې رسول اكرم (ص) منع كړي يو،يو سړى چې له ځانه يې څه غوښتل ويې وويل (په دې باب د عمران په حديث كې بحث شوى)

په هر حال عبدالله بن مسعود،جابر بن عبدالله،عبدالله بن عباس او عمران (رضى الله عنهم) د متعې جواز نامنسوخ ګڼلى؛خو يوازې جابر د دويم خليفه د منع له امله پرېښې وه او هغه روايت چې علي عليه السلام ته منسوب دى؛نو په رښتيا چې تېروتنه ده؛ځكه د علي او اولادې نظر خوڅرګند دى.

ابن جريح (د اهل سنتو يو عالم) له فكري او عملي پلوه د متعې پر جواز ګروهمن و.

د اهل بيتو ټولو امامانو د متعې جواز تلپاتې او نامنسوخ ګڼلى او شيعه فقه همداسې ده او زما مطلب د اهل سنتو د نظر بطلان او ردول نه دي؛بلكې دهغو دلايلو راوړل دي،چې په شيعه فقه كې متعه جواز لري او ما له دې امله،چې خبره اوږده نه شي پر احاديثو لنډ شان ويينه (بحث) وكړه،ځکه په فقهي دلايلو څوك ښه نه پوهېږي؛خو بيا هم په خواشینۍ سره وايم چې په دې باب يوې نازكې موضوع ته اشاره وكړم:زه د دلايلو له مخې ډاډه يم،چې متعه د رسول اكرم (ص) له اړخ منع شوې نه ده او يوازې دويم خليفه (رض) منع كړې،چې دا منع بيا د اهل سنتو د فقهي مذاهبو د تحريم منشا ګرځېدلې ده.

اوس پوښتنه كېږي چې ايا خليفه دغسې حق لري او كه نه،ايا منع يې له شريعته مخالفه ده؟ او ولې پرې اصحابو او فقهاوو نيوكه ونه كړه ؟ايا شيعه د خليفه دا منع باطله ګڼي او يا ان حرامه بولي؟

په ځواب كې وايو،لازمه نه ده،چې د خليفه منع باطله يا حرامه وبولو او يا د تور ټكي وکاروو، دا غير علمي او احساساتي خبرې به يوې خواته كړو او مسله د هواري مناسبه لار لري،كه منطق ته غوږ كېږدو؛ نو د سني او شيعه ترمنځ هېڅ ډول بدکڅي او دښمني منځ ته نه راځي؛بلكې مينه او محبت پيدا كېږي موږ وايو :

1 _متعه روا ده او زموږ له نظره د نسخ دلايل يې قوي نه دي.

2 _ له رسول اكرم (ص) وروسته خلفاى راشدين او د مذاهبو خاوندان او بله كومه مرجع الهي احكام نسخ كولاى نه شي.

3 _ د " ما انزل الله " پر خلاف فتوا وركول باطل او حرام دي.

4 _ د مسلمانانو خليفه د مصلحتونو له امله ځينې مباحات د لنډ وخت لپاره لازم يا منع كوي.ټول حكومتونه دغسې لنډمهالي احكام لري او څوك پرې نيوكه نه شي كړاى،اسلامي واكمن كړاى شي مثلا فلاني هيواد ته به سفر نه كوئ سره له دې چې سفر درته روا وي.جومات ته تلل مستحب دي؛خو اسلامي مشر د ځينو ملحوظاتو له امله كړاى شي،چې ورتلل ورته د لنډ وخت لپاره واجب او لازم وګرځوي او همداراز نور اختيارات چې ممكن د ټولو اسلامي مذاهبو ترمنځ پرې اتفاق وي .

هو،"فتوى" له "حكمه " توپير لري.

له يو اسلامي ټوليز (كلي) حكمه د يو مجتهد پوهېدنې او خبر ته " فتوى" وايي. او "حكم" خبر او پوهېدنه نه؛بلكې موقًتي (او لنډ مهاله) انشا ده،لاندې حديث ته پام وكړئ :

سنن ابي داوود 2/184 مخ :عن ابي الطفيل قلت لابن العباس يزعم قومك ان رسول الله ( ص ) قدر مل بالبيت و ان ذلك سنه ، قال صدقوا وكذبوا ... صدقوا قدرمل رسول الله ( ص ) و كذبوا ليس بسنه ان قريشا قالت زمن الحديبيه : دعوا محمدا و اصحابه ان يموت موت العنف ... فقال رسول الله ( ص ) ارملوا بالبيت ثلاثا ...

د ابن عباس له حديثه معلومېږي،چې ان د رسول اكرم (ص) اوامرو ځينې وخت موقتي حكم او كله يې د دايمي شرعي احكامو حكم درلود په هر حال شرعي حاكم دغسې موقت احكام صادرولاى شي؛خو دايمي به نه وي او د حالاتو له بدلون او تغيير سره به له منځه ځي؛ځکه پر خليفه (رض) د منع نيوكه نه شي كېداى او زموږ نيوكه پر فقهاوو ده،چې له دې منع يې داسې ځانونه پوه كړي،چې ګويا دا تلپاتې منع ده؛خو بايد ووايم چې دا ډول علمي اختلاف نه ښايي،چې د اسلامي عالمانو ترمنځ د درز اوبې اتفاقۍ لامل وګرځي،ځكه دا يو معمولي او عادي كار دى والله الموفق .

[ څېړونكى: دويم خليفه ( رض ) ولې متعه منعې كړه؟

فلسطيني. ليكوال ډاكتر اسعد وحيدالقاسم (در جستجوى حقيقت 221 مخ) ليكي:(( يوې نېستمنې او وږې ښځې د عمرو بن حريث د كور ور ټك ټك كړ،چې وږې يم او مړه مې كړئ.د كور خاوند ورته وويل په دې شرط دې مړوم،چې متعه راسره وكړې او دا هماغه لنډمهاله نكاح ده.ښځې له ناچارۍ ورسره ومنله،دويم خليفه(رض) چې خبر شو؛نو ډېر پر غوسه شو او متعه يې منع كړه ،ان امر يې وكړ څوك چې متعه وكړي؛نو سنګسار به يې كړي.))

د همدې كتاب 224-225 مخونه:((دويم خليفه(رض) په هغه وخت كې د مسلمانانو د مصلحت لپاره اجتهاد وكړ او د يو ټاكلي وخت لپاره يې متعه منع كړه،چې دې ته حكومتي قانون وايو نه ديني؛ځكه د حضرت عمر (رض) له مقامه لرې ده،چې د خداى حلال،حرام كړي يا دا چې په دين كې يو حكم ننباسي،چې له دين سره هيڅ تړاو نه لري؛ځكه پوهېده،چې د حضرت محمد (ص) حلال تر قيامته پورې حلال او حرام يې تر قيامته حرام دي؛نو په غوڅه توګه وايو چې د عمر (رض) منع،زماني منع وه او د هماغو شرايطو په پام كې نيوو سره حكومتي تحريم و، نه ديني. ]

30(پ) : ځيني ليكوال ادعا كوي چې د پېغمبر(ص )له اړخ د علي (ك) وصايت شرعي بنياد نه لري او دا مسله د "عبدالله بن سبا يهودي" له اختراعاتو ګڼل كېږي او شيعه يې تېر ايستي او پردې سربېره دا ليكوال د اسلام د لومړيو وختو ناوړه پېښې پرهغه او ډلې پورې يې تړي مثلا وايي چې د "جمل اوصفين" د جګړو اور د اصحابو په خوښه او رضا نه؛ بلكې د عبدالله بن سبا او ډلې له لاسه بل شوى؛نو په دې باب يې څه نظر لرئ؟ كه نظر مو د دې ليكوالو پر خلاف وي؛نو هيله ده چې منطقي ځوابونه راته ووائي.

(ځ)_كه پوښتنې او ځوابونه د حقايقو د راسپړلو لپاره، د اخلاقي او منفي معيارونو په پام كې نيوو سره ترسره شي؛نو د مسلمينو ترمنځ بدبيني له منځه ځي،حقيقي پخلاينه،خوښي او هر اړخيز فكري يوالى رامنځ ته كېږي.اوس خپلې خبرې ته راځو:

د عبدالله بن سبا شتون په شک كې دى،د اهل سنتو مشهور ليكوال اروښاد داكتر طه حسين ( 1352ل مړ) په الفتنه الكبرى 1/760 كې ليكي : "خوارجو چې له علي سره جګړه كوله او هم هغه وخت،چې د علي په لښكر كې له مقابل لوري سره د سولې او مينځګړتوب په باب اختلاف و؛نو په دغو ځايو كې خو د عبدالله بن سبا او ډلې اغېز په سترګو نه ليدل كېږي او كه شتون يې واقعيت درلود؛نو د محكمې پر نوي ګوند به يې اغېزې ښكاره شوى واى. "

د صفين په جګړه كې دسبيه د ډلې او بڼسټګر (عبدالله بن سبا) اغېزې په سترګو نه ليدل كېږي او تاريخپوهانو دا نه ده منلې،چې ابن سبا حقيقي شتون لري؛بلكې هغه يو خيالي سړى دى،چې د شيعه و دښمنانو راتوږلى،چې له شيعه و سره د مذهبي خبرو اترو په وخت كې د بر لاسۍ لپاره،يو يهودي ته يې منسوب كړي او شيعه بدنامه كړي كه عبدالله بن سبا واقعيت او تاريخي شتون درلود؛نو د صفين په جګړه كې چې د علې په لښكرو كې د منځګړېتوب په باب اختلاف راغى؛نو هرومرو به ابن سبا او ډلې يې سر راپورته كړى واى،‏حال دا چې په دې پېچلې جګړه او چل كې،نښه يې نه ليدل كېده.

علامه سيد مرتضى عسكري عراقي ليكوال په خپل مشهور كتاب " عبدالله بن سبا " كې دا مسله په ډېر ځير شننې او د دې دروغو بنسټګريې سيف بن عمرو تميمي ( 170 ه كال مړ ) ښوولى دى.د زياتو پوهېدو لپاره همدې كتاب ته مراجعه وكړئ په فارسي هم ژباړل شوى دى. په دې كتاب كې ټينګار شوى چې:

عبدالله بن سبا حقيقي شتون نه لري او دا چې د صدر اسلام غمګينې پېښې په غلطه او ناروا په عبدالله بن سبا پورې تړي،دليل يې دا دى،چې د دې پېښو د اصلي كارګرځو او عاملينو (لكه د درېم خليفه شهادت،له علي سره د مسلمينو بيعت د جمل او صفين جګړې) منډ ورک کړي او په خيالي موجوداتو پورې ئې ونښلوي .

بله دا چې "عبدالله بن وهب سبائى" يو يمنى و،چې له علي سره په جګړه كې وژل شوى،سيف بن عمرو د "وهب سبايي" پر ځاى "سبا" ، راوړي او پر"عبدالله بن سبا" يې اړولى دى . همداراز مصري ليكوال فريد وجدي په ((دائره المعارف)) كتاب كې د درېم خليفه د شهادت پېښه خورا ښه څېړلې،چې په دې څېړنه كې هم د عبدالله بن سبا نښه نه شته.همداراز داكتر كامل مصطفى الشبيبي ( الصله بين التشيع والتصوف 1/46 ) د عبدالله بن سبا پېښه خيالي ګڼلې ده .

كه موږ د صدر اسلام ټولو پېښو ته ځيرشو؛نو دلته ګنجايش يې نه شته، بايد ځانګړى كتاب ورته وكښل شي.

د حضرت علي د وصايت په باب لاندې احاديثوته ځير شئ،بيا به درته جوته شي،چې دا مسله د "عبدالله بن سبا " له اختراعانو ده او يا دا چې په معتبرو اسلامي سرچينو كې له رسول اكرم (ص) په سمو احاديثو كې روايت شوې ده:

1 _ حاكم نيشاپوري (مستدرك الصحيحين 3/172) په خپل سند له علي بن الحسين روايت كوي،چې امام حسن د خپل پلار (علي) له شهادت وروسته خلكو ته وويل :

ايها الناس من عرفنى فقد عرفنى و من لم يعرفنى فانا الحسن بن على و انا ابن النبى و انا ابن الوصى ... زه د وصي زوى يم .

محب الدين طبرې (ذخائرالعقبى 138) هم روايت كړى او زياته كړې يې ده چې زولابي هم را اخست ى ده.

2 _ هيثمي ( مجمع الزوايد 9/146 )له ابى طفيل (رض) صحابي روايت كوي : قال خطبنا الحسن بن على محمدالله و ائنى عليه وذكر اميرالمؤمنين (رض) عليا خاتم الاوصياء و وصى الانبيا و امين الصديقين والشهداء .

و راوه الطبراني في الاوسط والكبير ، ابو يعلى البزار ....

3 _ په مجمع الزوايد ( 9/416 ) كې له سلمان فارسي (رض) روايت كوي،چې رسول اكرم (ص) ته مې وويل:د هر نبي لپاره وصي شته ، ستاسې وصي څوك دى؟

آنحضرت (ص) چوپ شو.بيا وروسته چې و يې ليدم؛راته يې وويل : سلمانه! پوهېږې د موسى (ع) وصي څوك و؟ ورته مې وويل : يوشع بن نون.راته يې وويل،چې ولې وصي يې و؟ ورته مې وويل : دا ځكه چې د موسى په امت كې ډېر پوه و،ويې ويل:نو په رښتيا زما وصي او له ځان وروسته غوره تن چې پرېږدم او ژمنې به مې پوره كوي او پورونه به مې ادا كوي (يا به زما له دين سره سم قضاوت كوي ) علي بن ابيطالب دى . قال و رواه الطبرانى .

4 _ په تهذيب التهذيب ( 3/306 ) كې له انس له سلمان (رض) روايت دى:

قال قال رسول الله (ص) لعلى هذا وصيى و موضع سرى و خير من اترك بعدى .

5 _ په كنزالعمال ( 6/154 ) كې پورته حديث داسې را اخستل شوى دى:ان وصيى و موضع سرى و خير من اترك بعدى سينجز عدلى و يقضى دينى على بن ابيطالب . قال اخرجه الطبرانى عن ابى سعيد عن سلمان .

6 _ رياض النصره ( 3/178 ) : عن انس قال قلنا لسلمان سل النبى من وصيه .... انس سلمان ته وايي چې رسول الله (ص) مې وپوښته وصي مو څوك دى ...آنحضرت وويل: وصي او وارث مې علي بن ابيطالب دی،چې زما د دين قاضي او د ژمنو پوره كوونكى مې دى . قال خرجه في المناقب

7 _ عن مجمع الزوايد ( 9/165 ) : و عن علي بن علي الهلالي عن ا بيه قال دخلت على رسول الله ( ص ) فى شكائه النبى قبض فيها فاذا فاطمه عند راسه فبكت ان ارتفع صوتها فرفع رسول الله طرفه اليها ... فقال ... انا ابوك و وصيي خير الاوصياء واحبهم الى الله و هو بعلك .

و رواه الطبراني في الكبير و الاوسط و ذكرالمحب الطبرى في ذخائره ( ص 135 ) و قال اخرجه الحافظ ابوالعلا ا لهمداني .

8 _ كنزالعمال ( 6/153 ) : قال ( ص ) اما علمت ان الله عزوجل اطلع على اهل الارض فاختار منهم اياك فبعثه نبيا هم اطلع الثانيه فاختار بعلك فا وحى لى فانكحته و اتخذته و صيا قاله لفاطمه .

اخرجه الطبراني عن ابى ايوب وذكرا لهثيمي اليضافي مجمعه( 8/353 )

9 _ كنزالعمال ( 6/392 ) : عن علي قال رسول الله ( ص ) يا بني عبدالمطلب اني قد جئتكم بخير الدنيا و الاخره و قد امرني الله ان ادعوكم اليه فايكن يوازرني على هذا الامر على ان يكون اخي و وصي و خليفتي فيكم واحجم القوم عنهما جميعا قلت يا نبى الله اكون وزيرك عليه فاخذ برقيتى ثم قال : هذا اخي و وصيي و خليفتي فيكم فاسمعوا له وطيعوا .

10 _ كنزالعمال ( 6/39 ) : عن على لما نزلت هذه الايه : و انذر عشيرتك الاقربين ،دعاتى رسول الله ( ص ).... ان هذا اخي و وصى و خليفتي فيكم ...

11 _ كنوزالحقايق للمناوي ( 22 مخ ) : عنه ( ص ) انا خاتم الانبيا و انت يا علي خاتم الاوصياء قال اخرجه الديلمي .

12 _ علامه عيني حنفي ( مناقب سيدنا علي 26 مخ 126 ګڼه روايت ) د ابن عساكر د تاريخ په روايت له حضرت عمر (رض) روايت كوي چې رسول اكرم ( ص ) علي ته وويل :" انا خاتم الانبياً و اًنت يا علي خاتم الاولياً " يعنې زه د پېغمبرانو خاتم يم او ته يا علي د اولياوو خاتم يې."

د عبدالله بن سبا افسانه[سمول]

د افسانې لنډيز دادى:[سمول]

" د يمن د يو يهوي نوم "عبدالله بن سبا " دى. د درېم خليفه (رض) په وخت كې د مسلمانانو د تېر ايستنې لپاره مسلمان شو.په اسلامي سيمو لكه مصر،شام،بصرې،كوفې او.... كې يې د خپلو موخو لپاره تبليغات پيل كړل او خلكو ته به يې زېرى وركاوه،چې پېغمبر(ص) بېرته راستنېږي او "علي" وصي يې دى او درېم خليفه حق يې تر پښو لاندې كړى دى.يو شمېر ورمات شول او ځينې ستر اصحاب او تابعين لكه عمار بن ياسر، ابوذر،محمد بن حذيفه او نورو ورته مخه كړه،هغه بريالى شو چې د خليفه د وژنې لپاره لوى لښكرجوړ كړي،چې په پاى كې خليفه يې په خپل كور كې وواژه،همداراز دا د دروغو افسانه مخې ته ځي،تر دې چې د جمل د جګړې پېښه رامنځ ته كېږي اوعبدالله بن سبا بې له دې چې "علي" او "عايشه بي بي" خبره كړي خپلو لارويانو ته دستور وركوي،چې په لښكرو كې يې ورننوځي او د جګړې لمبې بلې كړي او په دې توګه د جمل جګړه يې ونښلوله."

وګورئ :علامه مرتضى عسكري،نقش عائشه ام المؤمنين در احاديث ، 272 مخ

مرتضى عسكري په خپل كتاب كې د دې حرافي افسانې دروغوالى جوت كړى او زياته كړې يې ده،چې د افسانې جوړونكى د كوفې اوسېدونكى "سيف بن عمرو تميمي برجمي"دى،چې پر 170 س وفات شوى او ټولو تاريخپوهانو روايت ترې اخست ى دى.بيا دا داستان مشهور شوى او په پر له پسې توګه د تاريخ په كتابو كې خپور شوى دى ، تر دې چې مشهوره پېښه ترې جوړه شوه،چې د چا پرې شك نه راځي او لکه چې مسلمانو ليكوالو،تاريخپوهانو او مستشرقينو هېرکړي چې د داستان جوړونكى يوازې يو تن دى او دا راوي (سيف بن عمرو) د احاديثو د ړومبنيو عالمانو په منځ كې په دروغو او جعل كارۍ مشهور او پر كفر او زنديقوالي هم تورن دى. ابوداوود وايي: "هغه دروغجن دى،ارزښت نه لري".ابن عبدالبر وايي: "سيف پرېښوول شوى او متروك دى او موږ يې روايتونه يوازې د وګړيو د پېژندنې لپاره را اخلو". نسايي وايي:"ضعيف دى،روايتونه يې پرېښوول شوي دي،د اطمنان او ډاډ وړ نه دي،سم او رښتينى سړى نه دى."

طبري، ابن عساكر او ابن ابى بكر، له دې راوي روايتونه را اخست ي دي او نورو ليكوالو او تاريخپوهانو تر اوسه له طبري همدا روايتونه را اخست ي دي.

(( وګورئ : عبدالله بن سبا ، ( 47-71-76 ) مخونه، د سيد مرتضى عسكري ليكنه.))

دا مشهوره ده،چې د "واحد خبر" روايتونه بې له علمي ګومانو، نور څه ته ګټور نه دي او هېڅكله انسان يقين او باور ته نه شي رسولاى او دا خو لا څه كوې،چې راوي يې ثقه او د ډاډ وړ نه وي او پر دروغو او زنديق مشهور وي ايا بيا هم د دغسې راويانو روايتونه د منلو وړ دى؟! دا څنګه پېښه ده چې "واحد خبر" (حال دا چې د راوي دروغ ټولوته ثابت شوي) منل شوي وي؛خو له پېغمبر اكرم (ص) په تواتر رارسېدلى خبر ناګڼلى وي؟!

هو دا د تاريخ يوه لويه ملنډه ده،چې د حضرت علي د وصايت مسله د ابن سبا له نوښتونو بولي حال دا چې دهغه د وصايت په باب په سمو رواياتو كې بر بنډ او څرګند نصوص ناليدلي ګڼي،چې ورته اشاره وشوه.ايا عبدالله بن سبا ويلي چې :

" ما درته دوه ګرانبيه څيزونه پرېښي،كه په دواړو منګولې ښخې كړئ؛نوهېڅكله به بې لارې نه شئ د خداى كتاب او عترت مې،اهل بيت مې"؟ ايا هغه ويلي چې:

" د چاچې زه مولايم؛ نو علي هم مولا يې دى " ؟ !

ايا هغه د دولس امامانو پر خلافت ګروهمن و؟

او دا څومره د ټوکو خبره ده،چې يو يهودي له يمنه راځي او پر منافقت مسلمانېږي او بيا هغه مهم او خارق العاده كارونه هم ترسره كوي، تردې چې مسلمانان يو له بل سره جنګوي،بې له دې چې څوك پرې خبر وي؟!!!

ايا دا معقو له ده،چې يو يهودي راشي او علي (ك) تېر باسي هغه علي چې پېغمبر اكرم (ص) په باب يې ويلي:" زه د حكمت ښار يم او علي يې ور دى. " بېشکه څوك چې دغسې ادعا لري؛نو سخت بې لارې دى.

31( پ ): ولې د څلور ګونو مذاهبو فتواوې يو له بله توپير لري ،حال دا چې قرآن او سنت سرچينه يې ده؛نو ايا د شيعه و مجتهدين هم په خپلو فتواوو كې يو له بل سره اړپېچ (اختلاف) او توپير لري؟ بل دا چې صحاح سته څلور واړو مذاهبو منلي كه نه ؟

(ځ)_هو د شيعه و مجتهدين د څلورګونو مذاهبو د مجتهدينو په څېر د نظر اختلاف لري او په دې باب د سني او شيعه مجتهدينو ترمنځ توپير نه شته،ان د نظري علومو كارپوهان كه مسلمان وي يا كافر په نظري مسايلو كې اختلاف لري او همدا اړپېچونه (اختلافات) كه له يوه اړخ زيانمن وي؛خو له بل اړخ د علومو د پرمختيا لامل دى.

هو،خلك پر مجتهدينو ښه باور لري او په حيرانتيا پوښتي،چې ولې دومره د فتواوو اړپیچونه (اختلافات)؟ دلته د خلكو پام يو ټكي ته را اړوو او هغه دا چې :

مجتهدين په اجتهاد او د اسلامي احكامو په استنباط كې معصوم نه او جايزالخطا دي او په دې باب د مجتهدينو او كارپوهانو ترمنځ توپير نه شته او انسان كه مؤمن وي يا كافر له تېروتنې خالي نه دى؛خو دا چې د عصمت پړاو ته رسېدلى وي لكه انبيا عليهم السلام .

بل مهم ټكى دا دى،د فقهې په علم كې چې فتواوې كښل شوي پر همدې بيان او تفصيل په قرآن مجيد او نبوي سنتوكې نه دي راغلي،نه پرې اجماع او نه ورباندې قياس (او يا د عقل غوڅه پرېكړه) شوې؛بلكې څه چې په قرآن او سنتو كې راغلي كله كليات او ټوليز دي،چې په خپلو ځايو كې تطبيق يې،اجتهاد ته اړه لري او اجتهاد يو ضروري او محسوس كار نه دى؛بلكې نظري كار دى،چې كله سم او صحيح وي او كله ناسم او تېروتنه په كې وي؛خو په دواړو بڼو كې اجر او ثواب لري او د يو حديث له مخې،كه اجتهاد سم راووت دوه اجره او كه تېروتنه وه؛نو يو اجر لري .

هو اجتهاد دې ته نه وايي چې له چينې اوبه راوړو؛بلكې د خوړو پخولو په څېر دى،چې بايد د غوښې،اوبو،غوړيو او مصالو اندازه معلومه وي،چې سم خواړه پاخه شي،نه په كې اوبه زياتې او لږې شي نه وسېځل شي او نه خام پاتې شي،چې البته د خوړو د تيارولو لپاره د کچ كولو بېل بېل نظرونه شته.

د مسلې د ښه سپيناوي لپاره د اجتهاد لاندې ستونزو ته پام وكړئ :

1 _ ايا شرط ،وصف او غايت مفهوم لري كه نه ؟

2 _ امر او نهې په كومو شرايطو كې روا او په كومو كې ناروا دي ؟

3 _ عام او خاص تخصيص څه شرايط لري ؟

4 _ مطلق او مقيد بايد كوم صفتونه ولري ؟

5 _ د متشابه او محكم ترمنځ توپير.

6 _ د ناسخ او منسوخ ستونزې.

7 _ قياس حجت دى كه نه او كه وي تر كومه حده؟

8 _ د اجماع ځايونه څنګه وټاكل شي؟

لومړى شپږ مادې ان په قرآن مجيد کې هم راځي او په اته ګونو مادو کې د مجتهدينو ترمنځ د نظرياتو اختلاف دهغوى د فتواوو اختلاف لامل ګرځي چې مخنيوى يې ناشونى دى،په تېره بيا دهغو احاديثو په باب چې تواتر نه لري؛نو درې بنيادي ستونزې ورسره مل دي:

(الف)_د "واحد خبر"د اعتبار او حجيت شرايط او بيا په خپلو ځايو كې تطبيق يې.

(ب)_د راويانو توثيق او ورباندې پوره ډاډه كېدل د "علم رجال" بحث د راويانو څېړنه ده،په ډېرو ځايو كې خپله رجاليان د راويانو د تضعيف او توثيق په باب اختلاف لري؛يو وايي چې فلانى ثقه دى او بل وايي چې ضعيف او دروغجن دى.

(ج)_د احاديثو ترمنځ تعارض،د فتواوو د اختلاف لامل هم دى . لكه طبيبان او ډاكتران چې د ناروغۍ په تشخيص او بيا د درملو په نسخه او نورو مواردو كې يو له بل سره اختلاف لري . په دې باب درته دوه بېلګې وړاندې كوم :

اوزاعي امام ابوحنيفه (رح) ته وويل:ركوع ته چې ځې او له ركوع وروسته ولې لاسونه نه پورته كوې (يعنې رفع يدين نه كوې)؟ په ځواب كې ورته يې وويل،چې په دې باب راته له پېغمبر (ص) سم روايت نه دى رارسېدلى.اوزاعي وويل:سم روايت نه دى راغلى ؟ حال دا چې ما ته زهري له سالم له خپل پلار (عبدالله) ابن عمر روايت كړى چې رسول اكرم ( ص ) به دواړه لاسونه د لمانځه په پيلامه او له ركوع مخكې او وروسته پورته كول.امام ابوحنيفه (رح) ورته وويل:حماد راته له ابراهيم ( نخعيى) له عقلمه او اسود له عبدالله بن مسعود روايت كړي،چې پېغمبر( ص) خپل لاسونه نه پورته كول؛ خو يوازې د لمانځه په پيلامه كې. اوزاعي وويل: زه درته له زهري، له سالم له پلار يې روايت كوم او ته وايي چې حماد له ابراهيم روايت كوي..... (؛يعنې حماد او ابراهيم د زهري ، سالم او پلار پر وړاندې څه ارزښت نه لري) امام ابوحنيفه (رح) ځواب وركړ : حماد له سالم نه ډېر فقيه و او علقمه له ابن عمره په فقه كې كم نه و او كه ابن عمر د صحابيت له اړخ فضيلت لري؛نو د اسود فضيلت خو ترې لا ډېر دى.

( وګورئ :اضواء على السنه المحمديه، 370 مخ د محمد ابوريه ليكنه )

د پوښتنې د بلې برخې په باب وايم چې د صحاحو ټول روايتونه نه له آنحضرت (ص) قطعي الصدور دى او نه پر ظاهره شرعي حجت ګڼل كېږي؛بلكې دا د معتبرو،ضعيفو او مجعلو احاديثو ټولګه ده،چې دقيق النظر عالمان نه ښايي چې هغه ټول رد كړي او نه هم ټول په پټو سترګو ومني او د عقل او دين په حكم بايد،د هر حديث په باب غور او څېړنه وشي او د دليل له مخې ومنل او يا رد شي.

فبشر عبادى الذين يستمعون القول فيتبعون احسنه اولئك هداهم الله و اولئك هم اولو لالباب

زه په دې باب ستاسې پام د مصري عالم شيخ محمود ابوريه د كتاب ( اضواء على السنه المحمديه ) مطالعې ته را اړوم ، چې لوستنه يې ډېره ګټوره ده او زه دلته يوازې د هغه له كتابه (پينځم چاپ) لس مادې را اخلم، چې دلايل يې،زما په نظر پورې اړه نه لري يوازې ستاسې د معلوماتو لپاره يې راليکم، په باب يې قضاوت،سموالى او ناسموالى په تاسې پورې اړه لري : (( 1 _ په صحاح سته و كې په درېمه هجري پېړۍ كې احاديث راټول شوي؛نو كوم وخت چې د رسول اكرم (ص) له خولې احاديث راوتلي او بيا تدوين او راټول شوي؛نو په دې باب ډېره زماني واټن پروت دى،چې طبيعي ده د احاديثو په جملو كې به په تېروتنې او په لوى لاس كمى زياتى شوى وي .

2 _ راويانو چې احاديث روايت كول؛نو پر الفاظو يې دومره پابندي نه وه او پر ماناوو يې هم روايت كاوه،چې طبعاْ د راويانو اجتهاد پر احاديثو اغېز كوي؛ځكه راوي د خپلې ګروهې له مخې، د حديث الفاظ روايتوي،حال دا چې د مجتهد له نظره د هغو دواړو الفاظو ماناوې ډېر تغيير لري.

3 _ د احاديثو ليكنه منع شوې وه،چا پر ليكنې يې لاس پورې نه كړ او احاديث يوازې د راويانو په حافظه كې ول،چې طبعاْ بدلون او تغييرمومي .

4 _ د زياتو متعارضو احاديثو شتون ‏او په دې ټول پوهېږي چې د تعارض په وخت كې حتماْ په غوڅه توګه يو لورى په دروغو دى؛دا ځكه نبي اكرم معصوم او حكيم دى او په كلام كې يې تناقض او تعارض نه شته او په صحاحو كې ډېر معارض احاديث شته.

5 _ امام مالك (رح) په خپل مشهور كتاب "موطا" كې لومړى لس زره احاديث راټول كړي ول؛خو له ځېرنې او څېړنې وروسته به هر كال ترې لږول چې (500) ته راپاتې شول او وګورئ،چې د احاديثو سمونه او تصحيح څومره ستونزمن كار دى اوعتيق زبيدي ليكي: كه امام مالك لږ نور هم ژوندى واى؛ نو له دې ( 500 ) يې هم راكمول.

6 _ ځينې احاديث د قرآن،عقل او تاريخ سره اړخ نه لګوي،چې طبعاْ اعتبار هم نه لري.

7 _ د فتح الباري له مطالعې څرګندېږي،چې د صحيح بخاري يو شمېر احاديث نيمګړتياوې لري او دا مسله سيد محمد رشيد رضا ياده كړې ده .

8 _ ډاكتر احمد امين وايي:حافظانو د صحيح بخاري اتيا راويان ضعيف ښوولي دي .

9 _ د فتح الباري په سريزه كې ليكي،چې حافظانو د صحيح بخاري پر (110) احاديثو نيوكې كړي،چې له دې شمېره (32) احاديث مسلم هم په خپل صحيح كې را اخست ي دي.

مسلم له څلور سوو او څو تنو راويانو(چې بخاري ترې روايتونه نقل كړي)،روايتونه نه دي را اخست ي لكه چې مسلم له (620) نورو راويانو احاديث نقل كړي،چې بيا بخاري له هغوى نه دي نقل كړي؛ ځكه د بخاري يو شمېر روايتونه د مسلم له نظره او د مسلم يو شمېر روايتونه د بخاري له نظره حجت نه دي.

هغه زياتوي د بخاري پر اتيا راويانو او د مسلم پر ( 160 ) راويانو ګوتنيوى شوى،چې ضعيف دي او په ټول كې پر بخاري او مسلم د ( 210 ) ضعيفو احاديثو ګوتنيوى شوى دى.

10 _ ابن خلدون په خپله مشهوره سريزه كې را اخلي چې: مجتهد امامان د احاديثو په زياتوالي او كموالي كې بېلابېل نظرونه لري. د امام ابو حنيفه (رض) له نظره يوازې ( 17) احاديث سم او صحيح ول،د امام مالك (رض) له نظره هغه احاديث سم دي،چې په موطا كې يې را اخست ي چې په نهايت كې ( 300) احاديث كېږي او د امام احمد حنبل (رض) په مسند كې ( 250) زره احاديث را اخستل شوي او هغوى،چې د امام ابو حنيفه ( رح ) په څېر ځکه روايتونه كم را اخست ي،چې د احاديثو د روايت په لارو او طريقو كې نيمګړتيا وه .د همدې كتاب د 389 مخ په حاشيه كې را اخلي،چې امام ابوحنيفه ( رض) به د ابي هريره،انس بن مالك او سمرة بن جندب روايتونه نه منل. محمد بن الحسن له امام ابوحنيفه (رض) نقلوي چې تر ټولو اصحابو تقليد او لاروي كوي او د خپل قياس له امله ورسره اختلاف روا نه ګڼي؛خو بې له درېو تنو،[انس بن مالك،ابوهريره او سمرة بن جندب]؛نو د دليل پوښتنه ترې وشوه او ويي وويل :انس (رض) د عمر په وروستيو كې خلط كاوه ، مسايل ترې ګډوډېدل كله به چې ترې استفتا كېده؛نو د خپل عقل له مخې به يې فتوى وركوله او زه په عقل پسې يې نه ځم،ابوهريره به چې هر څه اورېدل هغه به يې روايت كول او مانا ته يې فكر نه كاوه، ناسخ يې له منسوخ نه شو بېلولاى .


امام ابو يوسف (د امام ابوحنيفه شاګرد )وايي،امام ته مې وويل: چې د رسول اكرم رارسېدلي حديث،چې زموږ د قياس مخالف وي؛نو څه به كوو؟راته يې وويل:د ثقه راويانو پر حديث به عمل كوو او رايه به پرېږدو ....

ابراهيم نخعي وايي،زموږ يارانو د ابي هريره احاديث پرېښوول .

اعمش وايي چې د ابوهريره پر ټولواحاديثو عمل نه كوي.نوموړى له ابراهيمه را اخلي،چې ډېرو عالمانو د ابوهريره احاديث پرېښي دي)) دا وې د "شيخ محمود ابوريه" خبرې.

نو كه دا خبره سمه وي چې د امام ابو حنيفه له نظره ( 17 ) احاديث سم دي؛نو ويلى شوچې په حنفي فقه كې د صحاحو پر يو شمېر احاديثو عمل نه كېږي.


بداءد عربي مغرب د پوهانو له نظره[سمول]

مراكشي عالم؛ادريس حسيني په خپل كتاب " الانتقال الصعب في المذهب و الګروهمن "كى د بداً په باب د كتاب په وروستۍ برخه كې يو لړ مطالب كښلي،چې موږ له فارسي (راه دشوار از مذهب به مذهب 523 مخ ) ژباړلي :

پر "بداء" باندې په ګروهمنو پسې ناوړه تبليغات شوي او دليل يې دا دى،چې " بدا " په ظاهر كې د پالونکي له مطلق علم سره اړخ نه لګوي .

د بداء لنډيز او نچوړ دا دى : خداى تعالى لومړى د يو كار په باب رايه او نظر لري؛خو وروسته يې نظر اوړي او په مشهوره اصطلاح عقيده يې تغيير مومي .

كه يوازې د بدا پر ظاهري مفهوم بسيا وكړو او حقيقي او واقعي مفهوم ته يې ځير نه شو ؛نو طبيعي ده چې دا ډول ګروهې نه منو .

د شيعه و په ګروهو كې "بدا " له مهمو مسايلو ګڼل كېږي او اهل سنت پر بدا ګروهه "كفر" بولي او وايي،چې ددې عقيدې له امله شيعه له اسلامه وتلي دي .

نه پوهېږم چې ولې اهل سنتو (چې په كلامي علومو كې د اشاعره و لارويان دي ) بدا ته شا كړې،بايد ووايو چې اشاعره وايي:خداى چې هر كار( كه څه ناوړه او بد وي) وغواړي،كړاې يې شي چې دا عين " عدالت " دي .

كه د اهل سنتو له نظره " بدا " ناوړه كار وي؛خو که پر نص ثابته شى چې خداى تعالى به سرته رسولى وي (ځكه د خداى له لوري د ناوړه كار تر سره كول روا بولي ) بايد ومني يې او كه ويې نه مني ؛نو د خپلو كلامي علومو ښسټونه به يې نړولي وي؛دا ځكه د كلامي علومو بنسټ يې دى،چې خداى هر كار کړاى شي كه څه ناوړه او قبيح وي،چې دغسې كړنه عين عدالت دی. پوښتنه دا ده ، چې " بدا " څه ته وايي او په دې باب د اماميه شيعه و ګروهه څه ده ؟

د لغاتو د كتابو له مخې "بدا" د ښكاره كېدو پر مانا ده ،چې کله وايو "بداء الشئ"؛ يعنې يو څيز راښكاره شو.قرآن مجيد وائې :(( وَبَدَا لَهُم مِنَ اللَّهِ)) (زمر/۴۷)

اهل سنتو د دې مفهوم له مخې " بدا" رد كړې او د خداى په باب يې ناروا ګڼلې؛خو په عمل کې د شيعه و په څېر د هغه اصطلاحي مفهموم منلى دى.

شيعه هم د دې تعريف له مخې " بدا " نه مني؛ځكه د خداى علم پراخه،بى قيد او شرطه او ظاهر او باطن ورته يو دى،څه ورته پټ نه دي ، چې راښكاره شي.


((وَمَا يَخْفَى‏ عَلَى اللَّهِ مِن شَيْ‏ءٍ؛په ځمكه او اسمان كې څه له خداى څخه پټ نه دي)) (ابراهیم/۳۸)

حضرت علي (ك) وايي:هر راز خداى تعالى ته ښكاره دى او هر عيب او پټ ورته پيدا او په ډاګه دى.

شيعه د "بداء" په باب ډېرې ويناوې لري،چې بېلابېل اړخونه لري، چې ټول يې پر عقلي او شرعي دلايلو ولاړ دي چې دلته يوه برخه يې را اخلو :

په مقدراتو كې له بدا مطلب دا دى،چې د اطاعت،سر اېښوونې او نېكو چارو له مخې، د انسان په مقدراتوكې بدلون او تغيير رامنځ ته كېږي. مقدرات په دوه ډوله دي:

(الف)_بې قيد او شرطه مقدرات:دا ډول مقدرات بدلون نه مومي، ځكه خداى مقدر كړي،چې كه انسان ته اكسيجن ونه رسېږي؛نو مري او يا كه انسان له الوتكې راولوېد؛نو مړينه يې حتمي ده.

(ب)_په قيد او شرط مقدرات: دا په دې مفهوم دي،چې د شرط په عملي كېدو به مقدر كېږي،لكه صله رحم يا زړه سوی او پر نورو مهرباني عمر زياتوي،كه څوك زنا وكړي عمر يې لنډېږي،د دې ډول مقدراتو بنسټ بدا ده،چې د بندګانو د كړنو له مخې بدلون يې موندلى دى .

((إِنَّ اللَّهَ لاَ يُغَيِّرُ مَا بِقَوْمٍ ان‏ يُغَيِّرُوا مَا بِأَنفُسِهِمْ؛.... خداى د هېڅ قوم او ملت برخليك نه اړوي ، خو دا چې هغوى خپله په خپلو ځانو كې بدلون را نه ولي.)) (رعد/۱۱) څو په ځان كې دې بدلون نه وي راوړى؛ نو دا اغېزمن مقدر لا پاتې وي ؛خو كه په ځان كې دې بدلون راوړ،خداى به ستا په باب بله پرېكړه وكړي هغه مقدره پريكړه،چې شرط ورباندې اېښوول شوى و،چې فلانى عمل به سرته رسوې.

ښايي د "بدا" دا ډول له عدل او اختيار سره اړخ ولګوي او د الهي عدل هم دا غوښتنه ده،چې انسان به يو مقدر مجبور نه وي،ان كه خپل حالات يې هم اړولي وي بايد ووايو،چې توبه او استغفار د دې ډول "بدا" يو بل تعبير دى.

د اهل سنتو په رواياتو كې دي،چې دعا مقدرات بدلوي او څه چې خداى ته په دغو ځانګړنو ښكاره كېږي د خداى په مطلق علم كې شامل دي او دا يو مقدر دى،چې بل مقدر له منځه وړي. يوه ورځ حضرت علي كرم الله وجهه د يو خراب دېوال له څنګه را پورته شو او په بل ځاى کې كېناست،يو سړي ورته وويل:له الهي مقدراتو تښتې؟ورته يې وويل:هو له يو الهي مقدره بل الهي مقدر ته.

دا پېښه يو څرګند او ټينګ دليل دى،چې انسان د خپل ژوند د بهير د بدلون لپاره (صالح عمل او د خداى د اطاعت له لارې) اختيار،ازادي او قدرت لري،چې دا مسله د عدل له ګروهې سره بشپړ تړاو او همغږي لري.

ځکه كه بدا د الهي عدالت نښه او د بشر په اختيار پورې تړلې وي؛ نو دا خو يوه سمه ګروهه ده؛نو امامانو ويلي: خداى،چې څومره په بدا لمانځل شوى په بل څيز نه دى لمانځل شوى او په دې توګه شيعه و "بدا" داسې تعريف كړى ده :

خداى مختار او ازاد دى،چې د لزوم په وخت كې مقدرات واړوي.

شيخ مفيد (رح) وايي:ټول مسلمانان چې د نسخ او په څېر مسايلو(له شتمنۍ وروسته نيستي،له سلامتيا وروسته ناروغي،له ژوند وروسته مړينه) په باب يې څه وايي زه هم همدا وايم . زياتوي:"عدليه ډله چې په کړنو د عمر د اوږدوالي او لنډوالي،رزق او روزي په باب څه وايي،زه هغه د بدا په باب وايم. "

بايد وويل شي چې:"نسخ "دغسې حالت لري . قرآن مجيد وايي :

مَا نَنَسَخْ مِنْ آيَةٍ أَوْ نُنْسِهَا نَأْتِ بِخَيْرٍ مِنْهَا أَوْ مِثْلِهَا أَلَمْ تَعْلَمْ أَنَّ اللّهَ عَلَى‏ كُلِّ شَي‏ءٍ قَدِيرٌ؛ هر حكم چې منسوخوو او يا يې (نسخ) ځنډو، ترهغه ښه او يا هماغسې راوړو ايا نه پوهېږې،چې الله پرهر څه قادر دى ؟(بقره/۱۰۶)

ځکه نسخ كول،هغه "بدا" ده چې له الهي مطلق علم سره تناقض نه لري؛بلكې اړخ لګوي،هغه يو حكم په بل حكم نه نسخوي. البته په داسې حال كې چې منسوخ حكم مصلحت ونه ګڼل شي او د زمانې عامل په دې نسخې پورې تړاو لري،چې په پايله كې دغسې نسخ له زماني اړخ د حكم اطلاق قيد وي او نسخ د قانون جوړونې په محدوده كې نه ايسارېږي؛ بلكې په تكويني اړخ كې هم تطبېقېږي؛ځكه انسان چې كله د خداى خوښې او " بدا " ته تسليم دى،پايله دا چې،مقدره وه،چې لنډ عمرى وي؛خو عمر يې اوږدېږي او يا مقدره وه،چې عمر يې اوږد وي؛خو لنډېږي چې البته دا چارې،د هغه بداء د شرطونو په پوره كولو پورې تړاو لري؛ نو " بدا " هماغه "الهي تقدير" دى،چې پر انسان د حكم د بدلون لپاره وي او الهي مشروطو مقدراتو ته د انسان غاړه اېښوونه ده.

نو دا هغه بدا ده چې خداى تعالى د خپل قدرت په واک كې پيدا كړې او له واكمنۍ يې بهر نه ده او له ارادې سره يې اړخ لګوي،چې متعال خداى له لارې يې،پر انسان منت او احسان اېښى،چې د خپلو كړو وړو پر وړاندې مسوول وي.

د " بداء " په باب نور عقلي دلايل نه اوږدوم او همدو مره بس دي اوس په دې باب راغلي آيتونه او روايتونه،را اخلم:

په دې باب چې كوم آيتونه شته ظاهر او باطن يې پر بدا تطبېقېږي او د اهل سنت او جماعت له لارې راغلي روايتونه هم له "بدا" سره اړخ لګوي: (( كُلَّ يَوْمٍ هُوَ فِي شَأْنٍ؛يعنې هغه هره ورځ په شان اوكار كې دى.))

زمخشري (رح) ليكي:عبدالله بن طاهر حسين بن فضل راوغوښت او ورته يې وويل:زه د قرآن مجيد په درې آيتونو كې ستونزه لرم دا راسره اواره كړه :

(الف) _ په قرآن كې راغلي : " كل يوم هو في شان،هغه هره ورځ په شان او كار كې دى " حال دا چې ثابته شوې ده،چې د موجوداتو په باب تر قيامته د قلم رنګ وچ شوى دى.

حسين ورته په ځواب كى وويل:مطلب دا دى،چې خداى تعالى چارې را ښكاره كوي،نه دا چې پيلوي يې .

( ب ) _ يَمْحُوا اللَّهُ مَا يَشَاءُ وَيُثْبِتُ وَعِندَهُ أُمُّ الْكِتَابِ- چې خداى څه وغواړي، له منځه يې وړي، يايې تثبيت او ټينګوي او اصلي ليکنه (= الهي علم) يوازې له هغه سره ده.(رعد/۳۹)

( ج ) _ وَلَوْ أَنَّ أَهْلَ الْقُرَى‏ آمَنُوا وَاتَّقَوا لَفَتَحْنَا عَلَيْهِمْ بَرَكَاتٍ مِنَ السَّماءِ وَالْأَرْضِ وَلكِن كَذَّبُوا فَأَخَذْنَاهُمْ بِمَا كَانُوا يَكْسِبُونَ - او كه د ښارونو او اباديو خلكو ايمان راوړى واى او تقوى يې غوره كړې واى؛نو پر هغوى مو داسمان او ځمكې د بركتونو ورونه پرانستل؛ خو( هغوى حق ) دروغجن وګاڼه؛ نو موږ هم هغوى د خپلو كړو په سزا كې مجازات كړل. (اعراف/ ۹۶) پوهېږو چې يونس عليه السلام خپل قوم خبر كړ،چې عذاب به پرې راشي؛خو خداى ته "بدا" وشوه او عذاب يې پرې نازل نه كړ.

خداى تعالى په قرآن مجيد كې وايي:ولې د يو ښار او ابادۍ اوسېدونکيو ايمان را نه وړ،چې ورته ګټور شوى واى؛ خو د يونس ( عليه السلام ) قوم چې کله ايمان راوړ په دنيا كې مې ترې رسوا كوونكى عذاب لرې كړ او تر يو ټاكلي وخته مې برخمن وګرځول.

دا پر قضا او قدر مشروطه" بدا" ده او دلته شرط يې "ايمان" دى.

د "بدا" په باب روايتونه ډېر دي:

حاكم نيشاپوري په خپل كتاب مستدرك كې راوړي :

ثوبان رضي الله عنه (د پېغمبر اكرم خدمتګار ) ويلي : له رسول اكرم ( ص ) مى واورېدل چې ويې ويل: "دعا مقدرات بدلوي،نيكي د انسان عمر زياتوي او ممكن انسان د ګناه له امله له تنګسې او د رزق او روزۍ له كمښت سره مخ شي. "

د اهل سنتو په كتابو كې راغلي،چې دويم خليفه (رض) به تل دا دعا كوله:" خدايه!كه ما ته دې بد مرغي مقدره كړې وي؛نو رانه يې لرې كړه او پر ځاى يې نيكمرغي را ته مقدره كړه." رسول اكرم د احد په غزا كې وويل:"خداى تعالى نه دي غوښتي چې د حمزه (رض) لړمون د داسې چا په ګېډه كې وي،چې دوزخ ته ولاړ شي." هندې د ابو سفيان ښځې د حمزه رضى الله عنه لړمون خوړلى و، اهل سنت وايي،هندې وروسته ايمان راوړ او جنت ته به ځي.بايد وويل شي چې دا پېښه کټ مټ "بدا" ده.اهل سنت دلته بايد دوه څيزونه غوره كړي :

(الف)_پر "بدا " ګروهمن شي،چې البته په عمل كې ورباندې ايمان لري .

(ب)_يوه صحابي ښځه تكفير كړي .

ځکه ويلاى شو،چې د "بدا" په باب د اهل سنتو عقيده د شيعه و د ګروهې په څېر ده،په دومره توپير چې شيعه له وخته پر مسله پوه شوي او د يوې اعتقادي مسلې په توګه يې مطرح كړې؛خو اهل سنتو درك كړې نه ده؛خو په ناخبرۍ كې يې منلې ده.

لنډه خبره دا چې مقدرات په دوه ډوله دي:

(الف)_مطلق مقدرات،چې هېڅ بهرني بدلونونه پرې اغېزمن نه دي.

(ب)_مقيد مقدرات،چې د خلكو په كړو وړو پورې اړه لري او بدلون مومي ، البته دا بدلون د خداى تعالى په علم او ارادې كې نه دى،څه چې د دې بدلون لامل شوي،هغه مقدرات دي،چې د خلكو په چارو پورې مشروط ګڼل شوي او د خلكو كړه وړه د دې باعث ګرځي چې يو مقدر بدلون ومومي او البته دا ټول په يوه مدار كې دي او هغه د خداى تعالى مقدرات دي چې د انسان اراده د يو كار په سرته رسولو يا پرېښودو كې ناليدلې نه ګڼي او بايد وويل شي چې دلته،عدل او اختيار په سترګو كېداى شي؟

(پوښتنه)_كه له "بدا" مطلب په (صالح او ناصالح) کړنو د مخكېني برخليك بدلون وي؛نو ولې دا ګروهنه د "بداء" پر لفظ تعبيروي؟

ځواب: په عربي كې مجاز او استعاره ډېره په كارېږي،ولې خداى تعالى د مشركانو د چل ول د خنثى كولو لپاره د "مكر" لفظ راوړى: " ... وَيَمْكُرُونَ وَيَمْكُرُ اللّهُ وَاللّهُ خَيْرُ الْمَاكِرِينَ"(انفال/۳۰ )، د منافقينو د خبرو د نقد او كره كتنې لپاره وايي :

إِنَّمَا نَحْنُ مُسْتَهْزِئُونَ(بقره/۱۴) د " استهزاء " لفظ په كاروى او وايي :

اللّهُ يَسْتَهْزِئُ بِهِمْ (بقره/۱۵) حال دا چې "استهزا،يو ناروا كار دى او د پالونکي له شانه لرې ده؟

د دې ټولو پو ښتنو ځواب په يوه كلمه كې راټولوو :محاكات او ورته خبري كول ، او د مخاطب په تعبير د خپل فكر تعبيرول د بلاغت له اصولو ګڼل كېږي . شاعر وايي :

                  قالوا افترح شياْ نجدلك طبخه
                   قلت اطبخو الى جبه و قميصاْ

دوستانو وويل:څه غواړې چې درته يې پاخه كړو؟ورته يې وويل : ماته جبه (ارتې او پراخې جامې) او كميس پاخه كړه. دلته شاعر ګنډل پر پخولو تعبيروي دا ولې؟ دا ځكه د مخاطب په خبره كې د خياطت (ګنډلو ) اصطلاح راغلې ده .

دلته هم دا ډول بدلون د بشر له اړخ،يو ډول بداء ده؛نو د خداى په باب هم له دې اصطلاح كار اخستل شوى او په واقع كې د "بدالله" د جملې واقعي مانا دا ده : " ابداء من الله لنا " .

پر دې سربېره د اسلام ستر پېغمبر(ص) په نېكو او بدو کړنو د برخليك بدلون ته همدا اصطلاح راوړې،چې په صحيح بخاري كې روايت شوې ده او داستان يې داسې دى: درې تنه بني اسرائيل ول،يو"پي"،بل "ګنج" او درېم يې "ړوند" و.

الهي پرېښته ورته راغله او و يې ويل:څه غواړئ؟هر يو ورته له خپلې ناروغې شفا او د اوښ،غوا او پسه په څېرڅارويو غوښتنه هم وكړه.خداى تعالى غوښتنه يې ومنله،لومړي ته يې د بدن ښكلى پوټكى ، دويمې ته يې ښكلي ويښتان او درېم يې بينا كړ او كوم مالونه چې يې غوښتي ول،هم وركړل .

بيا همدا پرېښته د يو فقير سړي په بڼه هر يوه ته ورغله او ورته يى وويل:بېوسې او نيستمن يم،څه راكړئ،لومړنۍ او دويمې څه ورنه كړل، خو درېمني ورسره مرسته وكړه،په دې ځاى كې خداى تعالى ته "بدا" پېښه شوه،دوه لومړي كسان يې د بدو کړنو له امله پخواني حالت ته واړول او درېم يې د نيكو کړنو له کبله هماغسې پرېښود .

پېغمبر اكرم (ص) دلته د " بدالله " جمله راولي او وايي:

"بدالله ان يبتليهم فبعث الله اليه ملكا من الارض فقال اي شي احب اليك ... صحيح بخاري:1/27 ،كتاب علم.4 ټوك:دويم باب لومړى حديث، برص،اعمى،و اقرع بني اسرائيل . == امام ابوحنيفه (رح) د امام جعفر صادق (رح) په درناوۍ کې == د تقريب په باب د سترو عالمانوڅرګندونې د تونسى عالم ډاكتر سيد محمد تيجاني سماوي له " از اګاهان بپرسېد "كتابه را اخلو:

خداى تعالى د اهل بيتو امامانو ته د خپلو پېرزوينو له مخې ځانګړې پوهه وركړې،چې هېڅوك ورسره په دې ځانګړنه كې شريك نه ول؛ځكه دوى د خپلې زمانې اعلم او ډېر پوهان ول او دا ممكن نه وه،چې د كومې پوښتنې په باب بې ځوابه شوي وي:

ثُمَّ أَوْرَثْنَا الْكِتَابَ الَّذِينَ اصْطَفَيْنَا مِنْ عِبَادِنَا؛بيا يې هغوى له خپلو بندګانوغوره كړل او د كتاب (قرآن) د علم وارثين مې كړل. (فاطر/۳۲)

دا آيت په ډاګه ښيي چې متعال خداى له خلكو ځانګړي بندګان ټاکي او هغه د قرآن مجيد د علم وارثين كوي آيا دا بندګان پېژنداى شو؟

د ابن عبدربه په "عقدالفريد" ( 3/42 مخ ) كې راغلي : يوه ځل مامون الرشيد،څلويښت مشهور قاضيان راټول كړل او دوى هر يو له امام رضا څلويښت پوښتنې وكړې،چې ټولې ورته يې ځواب كړې او پر اعلميت يې منښته (اقرار) وكړه . په دې غونډه كې اتم امام وويل چې د فاطر 32 آيت د اهل بيتو امامانو په شان كې نازل شوى دى . كه وغواړو چې قرآن په قرآن تفسير كړو؛نو پوه به شو چې ډېر آيتونه يوه مانا لري، له دې څرګندېږي چې سبحان خداى د اهل بيتو امامان د يو مهم حكمت لپاره په "لدني علم" له نورو ځانګړي كړي دي،چې د لارښوونې مخكښان او د رڼا ډيوې وي.

يُؤْتِي الْحِكْمَةَ مَن يَشَاءُ وَمَن يُؤْتَ الْحِكْمَةَ فَقَدْ أُوتِيَ خَيْراً كَثِيراً وَمَا يَذَّكَّرُ إِلَّا أُوْلُوا الْأَلْبَابِ؛(د خداى) چې چا ته خوښه شي (او وړ يې وګڼې ) پوهه او حكمت وركوي او چا ته،چې پوهه وركړ شي؛نو په حقيقت کې ستر خير يې وركړى دى او(له دې حقايقو) يوازې د پوهې خاوندان پند اخلي .(بقره/۲۶۹)

فَلَا أُقْسِمُ بِمَوَاقِعِ النُّجُومِوَإِنَّهُ لَقَسَمٌ لَوْ تَعْلَمُونَ عَظِيمٌ إِنَّهُ لَقُرْآنٌ كَرِيمٌ فِي كِتَابٍ مَكْنُونٍ لَا يَمَسُّهُ إِلَّا الْمُطَهَّرُونَ (واقعه/۷۹-۷۵)

خداى تعالى،په دې آيتونوكې ډېر ستر قسم ياد كړى،چې په قرآن كريم كې رازونه شته،باطني او د ننني ماناوې لري،چې يوازې پاكان يې په دنننيو ماناوو پوهېږى او پاكان هم بې له اهل بيتو بل څوك نه دي،چې خداى تعالى دوى له هر ډول چټلۍ پاك او سپېڅلي كړي دي.

بلخوا دا هم راښيي چې قرآن مجيد "باطني علوم" لري،چې پردې علومو پوهېدنه،خداى تعالى يوازې د اهل بيتو امامانو ته ځانګړې كړې وه او كه څوك غواړي چې پرې پوه شي؛نو د همدوى پر لار دې ولاړ شي.

هُوَ الَّذِي أَنْزَلَ عَلَيْكَ الْكِتَابَ مِنْهُ آيَاتٌ مُحْكَمَاتٌ هُنَّ أُمُّ الْكِتَابِ وَأُخَرَ مُتَشَابِهاتٌ فَأَمَّا الَّذِينَ فِي قُلُوبِهِمْ زَيْغٌ فَيَتَّبِعُونَ مَا تَشَابَهَ مِنْهُ ابْتِغَاءَ الْفِتْنَةِ وَابْتِغَاءَ تَأْوِيلِهِ وَمَا يَعْلَمُ تَأْوِيلَهُ إِلَّا اللّهُ وَالرَّاسِخُونَ فِي الْعِلْمِ يَقُولُونَ آمَنَّا بِهِ كُلٌّ مِنْ عِندِ رَبِّنَا وَمَا يَذَّكَّرُ إِلَّا أُولُوا الْأَلْبَابِ= هماغه خداى دى چې دا (اسماني) كتاب يې پر تا نازل كړ، چې يوه برخه آيتونه يې ((محكمات)) [=څرګنداو روښانه] دي چې د دې كتاب اصلي ښسټ دى ( او د نورو آيتونو هر ډول پېچلتوب دې آيتونو ته په مراجعه كولو سره لرې كېږي) او بله برخه يې متشابهات دي (هغه آيتونه دي چې مطالب پكې په لوړه کچه څېړل شوي او پردې سربېره ځينې نور اړخونه هم پكې په پام كې نيول شوي دي؛نو د لوستونكي ذهن ته په لومړي ځل لوستو سره بېلا بېل احتمالات راځي؛خو بيا محكماتو ته په پام سره تفسير يې روښانېږي)؛ خو هغوى چې په زړونو كې يې كوږوالى دى،په همدې متشابهاتو پسې ګرځي چې فتنه راولاړه كړي (او خلك بې لارې كړي) او ورته د ناسم تفسير د لټولو هڅه كوي،حال دا چې پر تفسير يې يوازې خداى او په علم کې پاخه پوهېږي ( هغوى چې دالهي پوهې په رڼا كې د قرآني آيتونو د رازونو په پوهېدو پسې وي )، وايي: ((موږ پر هغو ټولو ايمان راوړى، دا ټول زموږ د پالونكي له لوري دي)) او بې له عقلمنو نور څوك پند نه اخلي (او پردې حقايقو پوهېداى نه شي .) (ال عمران/۷)


له دې آيته پوهېداى شو،چې په قرآن مجيد كې رازونه نغښتي دي، چې پر تاويل يې يوازې خداى او راسخين في العلم او پاخه عالمان پوهېداى شي او له تېرو آيتونو پوهېږو،چې دا عالمان د " اهل بيتو امامان دي او د پېغمبر اكرم لاندې حديث د دې حقيقت څرګندوى دى:

" لا تقدموهم فتهلكوا و لا تقصروا عنهم فتهلكوا ولا تعلمو هم فانهم اعلم منكم ، له هغوى مه مخكې كېږئ چې هلاك به شئ د هغوى په حق كې كوتاهي مه كوئ چې هلاك به شئ او هغوى ته يې مه ښيئ،چې له تاسې عالمان دي. "

د حديث سرچينې : 1 _ صواعق المحرقه ابن حجر _ 188 مخ

2 _ دارالمنثور، سيوطي _ 2 / 60 مخ

3 _ كنز العمال _ 1 / 166 مخ

4 _ اسد الغابه في معرفه الصحابه _ 3/ 137 مخ

امام علي (ك) ويلي:نهج البلاغه شرح محمد عبده _ 143 وينا : ((هغوى چيرې دي،چې انګيري تر موږ اهل بيتو پاخه عالمان او راسخون في العلم دي،ادعا يې دروغ ده اوپر موږ يې ظلم كړى؛ځكه خداى موږ ته فضيلت راكړى او اوچت كړي يو او هغوى يې ذليل او ښكته كړي او خداى تعالى موږ ته علم او فضيلت رابښلى او هغوى ترې بې برخې دي خداى تعالى موږ له خپل فيضه برخمن كړي يو او ورته زموږ له لارې لارښوونه كېږي .

په حقيقت كې ديني امامان له قريشو دي چې له بني هاشمو راولاړ شوي او امامت بې له هغوى ټينګېداى نه شي او بې له هغوى خلفا هم صلاحيت نه لري.))

زه پر دې باور يم،چې په ټول اسلامي امت كې نه په ړومبنيو او نه په اوسنيو كې داسې څوك شته،چې ادعا يې كړې وي چې ګنې زما علم له هغوى زيات دى.

فَسْأَلُوا أَهْلَ الذِّكْرِ إِن كُنتُم لاَ تَعْلَمُونَ =كه نه پوهيږئ؛نو له پوهانو وپوښتئ ( نحل ۴۳. انبياء/۷) او دا آيت هم د اهل بيتو په حق كي نازل شوى ، په دې باب ولولئ:

1 _ تفسير طبري _ 14 / 134 مخ

2 _ تفسير ابن كثير 2 / 570 مخ

3 _ تفسير قرطبي 11 / 272 مخ

4 _ شواهد التنزيل حسكاني 1 / 334 مخ

5 _ احقاق الحق تستري _ 3 / 482 مخ

او مانا دا ده چې د پېغمبر اكرم له وفات وروسته ټول امت د حقايقو د پوهېدو لپاره د اهل بيتو امامانو ته مراجعه وكړي او له تاريخي پلوه كه ځير شو اصحاب كرام رضي الله عنهم به د ستونزمنو مسلو د هواري لپاره امام علي ته ورتلل او له هغه وروسته ډېره موده د اهل بيتو امامانو ته ورتلل،چې حلال او حرام وپېژني او له علومو، اخلاقو او پوهې به يې برخمنېدل . دتحفه اثني عشريه كتاب په 186 مخ د امام ابو حنيفه له خولې ليكي : لو لا السنتان لهلك النعمان .كه هغه دوه كلونه نه واي؛ نو نعمان هلاكېده او مطلب يې له دوو كلو هماغه دوه كاله دي چې له امام جعفر صادق زده كړه يې كوله.

موفق د " مناقب ابي حنيفه " كتاب په لومړي ټوك 173 مخ كې، جامع اسانيد ابي حنيفه لومړي ټوك 222 مخ كې او د ذهبي په تذكره الحفاظ لومړي ټوك 175 مخ كې ليكي چې : امام ابو حنيفه د يو اوږد داستان په ترڅ كې د امام صادق علميت ثبوت كړى او وايي:ما رايت افقه من جعفر بن محمد ، ما له جعفر بن محمد فقيه نه دى ليدلى.

په روضات الجنات (8/ 169) كې راغلي چې :راوړي يې دي چې امام ابو حنيفه ويل:ما د احاديثو رجال ليدلي او احاديث مي ترې زده كړي؛ خو جعفر بن محمد يو صحف دى چې کله دا خبره امام جعفر ته ورسېده؛ نو ويې خندل او ويې ويل:هغه رښتيا وايي:زه "صحف" يم زه د خپلو نيكونو" صحف"يم او د ابراهيم (ع) او موسى (ع) صحيفې مې هم لوستې دي.

علامه دميري د "حيوة الحيوان" په كتاب كې روايت كوي او د امام ابو حنيفه (نعمان بن ثابت) له خولې ليكي ؛له"ربيع" سره يو ځاى امام جعفر صادق ته ورغلو او ورسره له پوښتنو او ځوابونو وروسته زه له علمه يې حيران شوم.

د ترکيه ستر عالم " قاضي زنګه زوري د " تشريح و محاكمه تاريخ آل محمد " كتاب په 131 مخ درېم چاپ كې ليكي:((عباسي خليفه امام ابو حنيفه په ننني اصطلاح د "سترې محكمې" د قضا مقام ته راوبله امام دا بلنه ونه منله،ابو يوسف د امام شاګرد له استاده وپوښتل،چې ولې مو دا بلنه ونه منله؟ امام ځواب وركړ،چې شرعي احكام د ژور سمندر په څېر دي ابو يوسف وويل : په ژور سمندر كې د علم په مرسته لامبو وهلاى شې. امام ځواب وركړ:زه د علم بيړۍ نه يم؛بلكې د رسول الله (ص) د اهل بيتو عالمان يې بيړۍ دي چې ماڼو يې ابو جعفر صادق دى چارواكي پر همدې خبره په لرګو وواهه او داسې هم راغلي چې د منصور له لاسه په زندان كې شهيد شو.))؛ نو تاسې خپله قضاوت وكړئ چي امام ابوحنيفه څومره د امام صادق درناوى كوي،ان د يو ستر حقيقت د احقاق لپاره زنداني لا څه چې شهيد شو. د اهل سنتو په امامانو كې يوه هم د اهلبيتو علماو ته په درناوي كې دومره قرباني نه ده وركړې او دا څومره د شاګرد او استاد تر منځ خوږلنى او سرښندنه وه!

د تهذيب التهذيب_دويم ټوك_ 104 مخ د امام مالك بن انس له خولې ليكي :" له جعفر بن محمد صادق به په علم،عبادت او زهد كې غوره او افضل انسان نه چا په سترګو ليدلى او نه به يې پر غوږونو څه اورېدلي وي او نه به د چا په زړه كې تېر شوى وي. "

كمال الدين محمد بن طلحه شافعي د "مطالب السوول" په دويم ټوك _ 55 مخ كې وايي: "جعفر بن محمد د اهل بيتو له عالمانو او له مشرانو دى؛د زياتې پوهې او علومو خاوند و،ډېرعبادت يې كاوه او تل يې دعا كوله،خورا ښه زاهد او ډېر تلاوت يې كاوه د قرآن ماناوې يې كولې او دهغه له بې پايه سمندره به يې ملغلرې راايستې او د كتاب الله عجايب يې څرګندول، د امت يوې ډلې مشرانو او مخورينو ترې علمي ګټې اخستې او احاديث يې ترې نقل كړي؛ لكه : يحيى بن سعيد انصاري ، ابن جريح ،مالك بن انس ، ثوري ، ابن عيينه ، ايوب سجستاني او ... " امام صادق په داسې زمانه كې و،چې آل بيتو ته د علومو د خپرولو لپاره تر يوې اندازې فرصت برابر و؛ځكه ترې له څلورو زرو زياتو علماوو او سترو اسلامي شخصيتونو ګټه اخستې وه. په هر حال د اهل سنتو څلور امامان [ امام ابو حنيفه ( 80 _ 150 مړ ) امام مالك ( 95 _ 179مړ )امام شافعي ( 150 _ 204 مړ ) امام حنبل ( 164 _ 241 مړ) ] نېغ په نېغه او يا د واسطې له لارې د امام صادق له پوهې برخمن شوي دي.

اوس پوه شو چې د اهل سنتو عالمان د اهل بيتو امامانو پر زياتې پوهې او اعلميت اقرار كوي او د اسلام تاريخ هم دا جوته كړې چې دوى د خپلې زمانې اعلم ول؛نو بيا ولې دا ځينې له واقعيتونو منكرېږي او ناوړې خبرې كوي؛دا خو د خداى تعالى پېرزوينه ده چې خپله يې غوره كړي او اولياوو ته يى حكمت او " لدني علم " وركړى او له نورو يې ځانګړي كړي او هغوى يې د مسلمينو امامان معرفي كړي دي.

كه مسلمينو د يو بل دلايلو ته غوږ نيولى واى؛ نو په رښتيا چې د خداى او دهغه د رسول پر خبره قانع كېدل او بېشكه يو موټى اسلامي ټولنه (امت) به واى او د يوې ابادۍ د خښتو په څېر به يو بل ټينګولاى او نه به ډول ډول مذهبونه او بېلا بېل نظرياتي ښوونځي منځ ته راغلي واى،چې د ملت د ټوټه ټوټه كېدو باعث شوي؛خو په هر حال څه چې وشول خو وشول، هغه ته ګمراه او هلاك شي،چې ګمراهي او ضلالت غواړي او څوك چې د دليل له اورېدو وروسته سمه لار ومومي؛نو ژوندى به شي په رښتيا، چې خداى تعالى اورېدونكى او پوه دى. لِيَهْلِكَ مَنْ هَلَكَ عَن بَيِّنَةٍ وَيَحْيَى‏ مَنْ حَيَّ عَنْ بَيِّنَةٍ وَإِنَّ اللّهَ لَسَمِيعٌ عَلِيمٌ؛ هغوى،چې هلاك(اوبې لارې)كېږي په ښكاره دليل سره هلاك شي او هغوى،چې ژوندي كېږي (او سمه لار مومي) له څرګند دليل سره ژوندي پاتې شي او په حقيقت كې خداى اورېدونكى (او) ښه پوه دى.(انفال/۴۲)


د مسلمانانو نړيوالې فرهنګي غونډې[سمول]

د مسلمانانو اوسنى نسل راويښ شوى او د خپلمنځي تفاهم د منځ ته راوستو لپاره يې د نړيوالو فرهنګي غونډو په جوړولو پيل كړى، د بېلګې په توګه د تركيې د علمي اسلامي څېړنو مركز ( وقف در اسات العلوم الاسلاميه ) پر 1371ل كال د استانبول په طرابيا هوټل كى يوه درې ورځېنۍ (24-26دلوې) ځانګړې غونډه جوړه كړې وه،چې كې د تركيې،ايران،پاكستان،عربستان،اردن،سوريې او عراق عالمانو ګډون كړى ول او په لنډه توګه د غونډې مهم ټكي دا وو:

1 _ د قرآن مجيد د تحريف او اوښتنې تور،له وخته په شيعه و پورې تړل شوى،چې د لومړي ځل لپاره ابن حزم اند لسي ( 456 س ) دا كار كړى دى. په دې وروستۍ پيړۍ كې د دې تور د نقد او كره كتنې په باب ارزښتناكې رسالې كښل شوي؛خو دا چې لږې خپرېږي او ټولو ته نه رسېږي؛نو ځكه تر اوسه د ځينو په ذهنونو كې دا تور هماغسې پاتې دى .

سيد محمد باقر حجتي،په دې اړه مقاله ولوسته،چې د برخوالو پام يې ځانته راواړو او د سعودي عربستان استازي وويل:"د تركيې په سفر كې له دې خبر شوم،چې شيعه له دغسې توره خلاص دي."

2 _ د شيعه و په پيداېښت كې،د مقالو ليكوال په يوه خوله ول،چې دا مذهب د "عبدالله بن سبا" د فتنو زيږنده نه ده؛خو ويل يې چې شيعه،د سقېفې د غونډې د سياسي اختلافاتو او يا له را وروستو پېښو را ولاړه شوې ډله ده،چې د(( علي لارويانو= شيعه علي)) په نامه ياده شوه.

د دې ذهنيت په كره كتنې (نقد) كې وويل شول،چې شيعه د حضرت پېغمبر(ص) له زمانې د راوروسته سياستونو او يا كلامي شخړو زيږنده نه؛ بلكې د محمدي اسلام لارويان دي،هغه اسلام چې د اهل بيتو په مشرۍ وركې ټينګار شوى دى.د اسلام ستر پېغمبر،په وار وار د اهل بيتو په مشرۍ او ترې په لاروۍ سپارښتنې كړې دي . " ابو جعفر طبري " او " جلال الدين سيوطي " د (( ان الذين امنوا و عملوا الصالحات اولئك هم خير البريه )) آيت (بينه سورت) په تفسير كې كښلي: چې دا آيت نازل شو؛نو رسول اكرم (ص) علي ته مخه كړه او ورته يې وويل"انت و شيعتك هم الفائزون ¸ته او لارويان به دې بريالي وي " او د دې روايت ناقلين د اهل سنتو يوه ډله محدثين دي،چې په ځانګړو ګرايشياتو او پلوى يې نه شو تورنولاى.همدغسې د "يوم الدار" ، "منزلت" ، "غدير"، "ثقلين "سفينه " او نور احاديث د دې ډلې د راټوكېدو دلايل دي.په ټولو لمونځونو كې پر "آل محمد" درود ويل څه مانا لري ؟ ايا دلته يوازې مينې او محبت ته بلنه ده او كه مطلب ترې بل څه دى؟ حتمي ده چې " آل محمد " له پېغمبر (ص) وروسته له ځانګړي مقام او درناوي برخمن دي او دهغه له وفات وروسته مشر ولي او زعامت د دوى دى.


دا احاديث او پېښې ښيي،چې آنحضرت (ص) علي او اهل بيتو ته ځانګړى پام درلود او دا بس ده چې په هماغه وخت كې يوه ډله ترې را چاپيره او د علي د ډلې په نامه مشهوره شي.څوك چې په اسلام كې د اهل بيتو مشري ومني،هغه به د علي ډله وي،كه څه د شيعه و په كلامي كتابو كې له ځينو راټول شويو اصولو سره مخالف هم وي.

3 _ ځينو وينا والو،پر غدير حديث نيوكې كولې او ترې منكر ول؛ خو په دې باب سوري عالم "محمد سعيد رمضان بوطي وويل،چې حديث سم دى او شك او شبهه په كې نه شته؛خو شيعه چې حديث څنګه تفسيروي داسې نه ده؛بلكې موخه د خوارجو او نواصبو پر وړاندې له علي سره پر مينه ټينګار شوى دى.

شيعه پلاوي په ځواب كې وويل:"له امام علي سره مينه دومره مسله نه ده چې آنحضرت (ص) د هغه لپاره يو لك تنه په توده دښته كې راټول كړي او خداى په باب يې وايي: "و ان لم تفعل فما بلغت رسالته " چې دا په خپله ښـيي چې آنحضرت بله موخه درلوده. "

د " من كنت مولاه " حديث په تفسير كې بايد د پېغمبر(ص) مخكېنۍ خبرې په پام كې ونيسو،آنحضرت تر دې ړومبى چې خلكو ته د علي د سپارښتنې په باب څه ووايي،د خپلې مړينې او رحلت په باب خبرې وكړې او له خلكو يې د توحيد او رسالت په باب اعتراف واخست بيا يې وويل: "الست اولي لكم من انفسكم" ايا زه پر تاسو له خپلو ځانو ړومبى نه يم؟

ټولو په ځواب كې وويل : هو. له دې اعتراف وروسته يې وويل : " من كنت مولاه فهذ ا علي مولا ه " او دا ښيي،چي د پېغمبر اکرم په وينا كې " مولا " د اولى " پر مانا دى،چې پېغمبراکرم دا ځان ته ثابت ګڼي او له خلكو يې اعتراف هم اخست ى دى.

" بوطي " د خپلو خبرو په ترڅ كې وويل چې په عربي ژبه كې " مولا " د "اولى" مانا نه وركوي؛خو ورته د حديد پينځلسم آيت ولوستل شو ، چې "مولى" د "اولى" په مانا دى:"فاليوم لا يو خذ منكم فديه و لا من الذين كفروا ماْ واكم النار هي مولا كم و بئْس المصي؛يعنې نن له تاسې او كافرانو تاوان نه اخستل كېږي،اور مو ځاى دى،چې درته ډېر مناسب (اولى) دى،چې ناوړه پايله ده ".

استاد بوطي بيا وويل: ولې نو حضرت علي د خپل خلافت لپاره په دې حديث استدلال ونه كړ؟ په ځواب كي ورته ټول ځايونه وويل شول،چې امام علي (ك) په غدير حديث استدلال كړى و.

4 _ عبدالقادراز،په خورا ځيرنې مقاله ليكلې وه،چې په شيعه مذهب كې شخصي مسلي يې په كې څېړلې وې؛خو پر"متعه" يې نيوكه كړې وه چې دا يو اسلامي واده نه دى؛ځكه اسلامي واده د كورنۍ د جوړيدو لپاره دى؛خو متعه دغسې موخه نه لري.

د دې پوښتنې په ځواب كې ورته وويل شول:((په اسلامي حقوقو كې د حكم علت،د حكم له حكمته توپير لري،د علت په باب،حكم د وجود پر محور څرخي،چې په شتون يې حكم تطبيقېږي او كه نه وي؛نو حكم هم نه تطبېقېږي.لكه " تشرب الخمر لانه مسكر"دلته د تحريم علت " اسكار" دى؛نو هر ځاى چې اسكار وي "تحريم" به هم وي كه څه " خمر" نه وي او ان جامد او كلك هم وي.د حكمت په باب خبره بل ډول ده،حكم كه وي او كه نه وي (وجوداً او عدماً ) پر محور يې نه څرخي؛لكه د مطلقه ښځي د عدت د وخت په پام كي نيونه،چې په زيلانځ (رحم) كې له حمل او "دوه ځانۍ" خبرېدل دي او كه د زيلانځ پر وضيعت پوهېدل حكمت دى نه علت ، په دې ګواهۍ چې پوه شو ، چې د ښځې زيلانځ خالي دى بيا بايد عدت په پام كي ونيول شي او دا كله هم سمه نه ده چي وويل شي:دا چې موږ د رحم پر وضيعت پوه يو؛نو د عدت پام كې نيوو ته اړتيا نه شته.))

پورته څرګندونې ښيي چې د كورنۍ جوړول او د اولاد راوستل د حكم حكمت دى نه علت،په دي ګواهئ چې په اسلامي فقه كې له شنډو نارينه او ښځو سره واده روا دى،سره له دې چې دلته حكم حكمت نه لري او يا شنډې(يائيسه) ښځې چې بيخي نه "دوځانې"کېږي او يا له داسې ښځې سره واده چې مني به لرې كوي،هم روا دي.

ددې ډول ودونو قانونيت او مشروعيت له دې ځايه را ولاړ شوى ،چې د كورنۍ جوړول (البته په پراخه توګه) د الهي حكم له حكمتونو دي، نه علت يې.

د دوو نورو ټکيو يادونه:

1 _ ټول فقها له لنډمهاله واده سره ورته له يو ډول واده سره بلد دي ، كه څه نوم يې،متعه نه ده؛خو واقعيت يې له "متعې" توپير نه لري او هغه دا چې يوه ښځه او سړى په دايمي ډول واده كوي؛خو تصميم لري له څه مودې وروسته په طلاق بېل شي؛ځكه له څلورو كلو وروسته زده كړې يې پاى ته رسېږي او وطن ته ستنېږي دا ډول دايمي واده ټولو اسلامي فقهاوو تصويب كړى دى،(وګورئ:المنار تفسير_ نساء، 24 آيت)؛خو په واقع كې لنډمهاله واده دى چې دايمي نوم يې ورباندې اېښى دى.ټولې ګوتنيونې چې پر"متعې" دي؛نو پر همدې هم دي،چې دواړو ته يو ځواب ويل كېږي.

2 _ وينا والو ته وويل شول،كه خداي پاك درباندې رحم وكړي او زوى دركړي،چې نوم يې"عبدالرحمن"وي او هغه وغواړي په لندن كې په حقوقو كې ډاكتري واخلي؛نو له ناچارۍ به هغه څو كاله په لندن كې تېروي،چې د جنسي غريزې په باب به له لاندې څلورګونو حالاتو يو غوره كوي:

1 _ يا به له يوې ښځې سره دايمي واده كوي.

2 _ يا به زنا كوي .

3 _ يا به له هر ډول جنسي عمله ځان ژغوري .

4 _ لنډمهاله واده،چي پورته وويل شو.

د امكاناتو نه شتوالي او د نورو شرايطو ناهمغږي،ددې دليل دى، چې د دواړو پر مخ لومړۍ لار بنده ده.

دويمنۍ لار له انساني فضيلت او اسلامي تقوى سره اړخ نه لګوي. درېمنۍ لار په بشپړه توګه سخته ده او له اسلامي روحيې سره (چې پر اسانۍ ولاړه ده) مخالفه ده؛نو په دې توګه څلورمه لار،چې په تېرو شرايطو وويل شوه،عقلاني او اسلامي لار ده،چې آنحضرت (ص) د دغسې اړتياوو په پام كې نيولو سره تشريع كړې؛خو بيا دويم خليفه د ځينو عواملو له امله منع كړه؛خو نن هغه عوامل نه شته او بېرته دي عملي شي.

[څېړونكى:فلسطيني ليكوال ډاكتر اسعد وحيدالقاسم (در جستجوي حقيقت كتاب، 22 مخ ) ليكي :صحيح مسلم ، 3/556 مخ ، كتاب النكاح،باب المتعه :جابربن عبدالله وايي:((د رسول كريم او حضرت ابوبكر په وختو كې مو په يو موټي كجورو يا غنمو،تمتع كوله،ترهغه چې حضرت عمر د " عمرو بن حريث " په داستان كې منعې كړه )) . داستان داسې و : يوې بېوزلې وږې ښځې د " عمرو بن حريث " ور ټك ټك كړ،چې خواړه ورته راوړي او ژوند يې له خطره وژغوري؛ خو "عمرو بن حريث" ورته وويل،په دې شرط خواړه دركوم چې"متعه " راسره وكړي او ښځي له ناچارۍ ورسره ومنله،بيا چي حضرت عمر (رض) پرې خبر شو؛نو ډېر پر غوسه شو او د "متعې" تحريم يى عملي كړ ان دستور يى وركړ،چې كه څوك "متعه" وكړي؛نو په ډبرو به يې وولي (؛يعني سنګسار به يې كړي).]

5 _ د اصحابو په باب د شيعه و څرګندونې :

په غونډه كې مهم ټكى دا و،چې پوښتونکيو،د اصحابو كرامو په باب د شيعه و پرعقيدې ځان پوهاوه.

حقيقت دى چې،زموږ اهل سنت وروڼو،د خپل مذهب اصول او فروعات له اصحابو (رضي الله عنهم) اخست ي او د اهل سنتو د مذهب بنسټ او ټينګښت دهغوى پر عدالت ولاړ دى او كه دهغوى تقوى او رښتينولي ټكنۍ شي؛نو د مذهب بنسټ يې زيان مومي،چې په پايله كې د دين لپاره يې سند او بنياد نه پاتې كېږي او پر دې حقيقت د سعودي عربستان پلاوي رڼا واچوله،چې موږ له اصحابو دين اخست ى او كه هغوى ناسم وي ؛نو طبعاً د مذهب اصول او فروع به بې اعتباره وي.

زموږ اهل سنتو وروڼو له مخكې "مدعا" منلې او بيا په دلايلو پسې ګرځي؛نو ځکه له ناچارۍ ټول اصحاب عادل ګڼي او ويناوې يې د آنحضرت (ص) د ويناوو په نقلولو كې حجت ګڼي،چې دين يې په اصولو او فروعو كې ټكنى نه شي.موږ ورته وايو چې د دين د را اخست و لار،يوازې په اصحابو پورى تړلې نه ده؛بلكې د ثقلينو د حديث له مخې،د پېغمبراكرم اهل بيت هم د امت علمي مرجع ده او كه په غوڅو دلايلو د اصحابو عدالت ټكنى شو؛نو طبعاً اسلام،په دې باب مسلمانانو ته سمه لارښوولې او هغه له ثقلينو لاروي ده.

واقعيت دادى،چې د ټولو اصحابو د عدالت لپاره كوچنى شان ته دليل نه شته؛خو د يوې ډلې اصحابو عدالت بيخي غوڅ او ثابت دى.اصوﻻً څنګه ټولو اصحابو(څه له پاسه يو لك تنه) ته چې پېغمبر اكرم يې ليدلى او يا په يو ډول يې ورسره ناسته پاسته كړې،عادلين ووايو؟ ايا په مازې له آنحضرت سره ليده كاته،عدالت زيږولاى شي؟ پېغمبر اكرم (ص) به په خپله بلنه كې له عادي لارو چارو كار اخست ه نه اعجاز؛نو يو ملت چې په جاهليت كې ډوب و،پر فساد او ګناه ككړ و؛نو څنګه كېداى شي،چې د پېغمبر اكرم په مازى ليدو سره سلو په سلو كې واوړي او د فضيلت بېلګه شي ؟

د وينا والو يو بله نيوكه دا وه،چې هغوى داسې ګڼله،چې موږ (شيعه) ټول اصحاب ناعادله ګڼو،حال دا چې موږ ددې قضيې له عموميت او ټوليز سره مخالف يو؛خو د عدالت اصل پر يو شمېر نورو د منلو وړ دى. يو وينا وال "دكتر محمد جمال صوفي اوغلي "دخپلو خبرو د دلايلو لپاره،هغه آيتونه ولوستل چې د مهاجرينو او انصارو په ستاېنه كې نازل شوي ول،چې دا د ټولو اصحابو پرعدالت ګواهي وركوي.د قرآني آيتونو ( فتح ،18 آيت،29 آيت،توبه،100 آيت،انفال 74 آيت) له لوستلو وروسته يې داسې پايله واخست ه چې ټول اصحاب،ان هغوى چې د پېغمبر اكرم له وفات وروسته په فتنو كې برخه اخستې وه،دهغوى هم د عدالت جامې پر تن وې او له ككړتياوو لرې ول.موږ ورته په توضيح كې وويل،چې د دې آيتونو په مفاد كې شك او ترديد نه شته؛خو نور آيتونه هم بايد په پام كې ونيول شي . پردې ستايوونکيو آيتونو سربېره،نور ډېر آيتونه شته چې ځينې اصحاب يې رټلي،.سم قضاوت به هله وي چې دا ټول آيتونه (د ستاېنې او رټنې) يو ځاى تر څېړنې او قضاوت لاندې ونيول شي.


پېغمبر(ص) ويلي دي:"كثرت على الكذبه فمن كذب علي متعمداً فليتبو مقعده من النار؛يعنې پر ما باندې دروغجن زيات شوي په دروغو له ما نورو ته خبرې كوي،څوك چې په لوی لاس پر ما دروغ وتړي؛نو په اور كې دې خپل ځاى ولټوي. "


اصولا ًبايد وپوهېږو، آنحضرت چې په خپل وخت كې د دغو دروغجنو له شتو خبرې كړي،څوك دي،ايا دوى هماغه نه دي،چې پېغمبر اكرم يې ليدلى او احاديث يې ترې نقل كړي ؟ قرآن مجيد د زياتو منافقينو شتون راښيي،چې پېغمبر(ص) هم هغوى نه پېژني او دا ټول په ظاهره په همدغو څه له پاسه يو لك تنو كې دي :


وَمِمَّنْ حَوْلَكُم مِنَ الْأَعْرَابِ مُنَافِقُونَ وَمِنْ أَهْلِ الْمَدِينَةِ مَرَدُوا عَلَى النِّفَاقِ لاَتَعْلَمُهُمْ نَحْنُ نَعْلَمُهُمْ سَنُعَذِّبُهُم مَرَّتَيْنِ ثُمَّ يُرَدُّونَ إِلَى‏ عَذَابٍ عَظِيمٍ= او په چاپېريال کې دې ځينې بانډيڅيان عرب، منافقين دي او(همداراز) د مدينې په اوسېدونکيو كې هم منافقان شته، ته يې نه پېژنې؛ خو موږ يې پېژنو، ژر به ورته دوه ځل سزا وركړو(په دنيا كې د رسوايۍ سزا او د مړيني پر وخت سزا)؛ بيا به (په قيامت كې) د ستر عذاب پر لور راګرځول کېږي! (توبه/۱۰۱)


د قرآن مجيد په بېلابېلو سورتونو كې،چې د ډېرو منافقينو د شتون داستانونه راغلي؛نو نه شو ويلاى چې ګنې دې ټولو اصحابو د عدالت جامې اغوستې دي. اصولاً يو تن شيعه،د اصحابو په باب،ددې امله چې د پېغمبر اكرم (ص) اصحاب دى،ناوړه خبرې نه كوي؛بلكې كه څوك په همدې ليد،د يوه صحابي په باب څه ګستاخي وكړي؛نو په حقيقت كې دا ګستاخي به يې د پېغمبر اكرم پر وړاندې كړې وي،چې دا كفر او ارتداد دى اوس كه څوك په باب يې څه خبرې اتري لري په ديني،علمي او سياسي مسلو كې د اصحابو دريځونه دې د قرآن،نبوي احاديثو او سم تاريخ په رڼا كې وڅېړي او كله هم چاته نه شو ويلاي،چې له قرآني مفاهيمو،نبوي احاديثو او تاريخه سترګې پټې او غوږونه كاڼه كړي او دليل يې وي،چې موږ خپل دين له اصحابو زده كړى؛نو څنګه په باب يې خبرې وكړو؟


د اصحابو په باب،ولې يوازې پر شيعه و نيوكې كوئ،حال دا چې د اهل سنتو په صحيحينو،سننو او مسانيدو كې راغلي،چې آنحضرت ويلي دي : " د قيامت پر ورځ راته يوه ډله اصحاب راځي؛خو حوض ته له راتلو يې مخنيوى كېږي،زه وايم خدايه،دا زما اصحاب دي.په ځواب كې راته ويل كېږي : نه پوهېږې،له تا وروسته څه چارې يې كړي؛بېرته جاهيلت ته اوړېدلي ول. په بل روايت كې زياتوي،چې يوازې لږ ټولى

(شمېر) يې ژغورل كېږي.وګورئ: (ابن اثير،جامع الاصول،كتاب الحوض ، 11\12 مخ ، 72 _ 79 ګڼې)

صحيح بخاري ، 4/ 144 ، 9/ 126 :

ايا تاسې د مخكېنيو سنن او دودونه لوېشت په لوېشت او ګام په ګام تعقيبوئ،ان كه هغوى د سوسمار په سوري ننووتي وي،تاسې هم ننوځئ، عرض يې وكړ: ايا مطلب مو يهود او نصارا دي؟ ورته يې وويل:نو څوك دي ؟ "

صحيح بخاري 7/ 209 ، صحيح مسلم 4 / 1792 باب الحوض ) : د قيامت پر ورځ زما اصحاب كيڼې لورې ته وړې؛نو پوښتم،هغوى چېرته وړئ؟ راته ويل كېږي پر خداى قسم دوزخ ته،بيا زه وايم:زما پالونکيه! دا زما اصحاب دي،ځواب راكول كېږي،ته نه پوهېږې چې ستا له وفات وروسته يې په دين كې څومره بدعتونه وكړل؛نو زه وايم:چا چې له ما وروسته د خداى په دين كې اړونې كړې وي د خداى له رحمته دې لرې وي. او وينم چې بې له لږ شمېره نور نه ژغورل كېږي".

ابن ماجه ، سنن ، كتاب الفتن ، 2ټوك ، 3993 ګڼه حديث ،امام احمد حنبل،مسند، 3/ 12مخ _ ترمذي،سنن،كتاب الايمان: "زما امت پر درې اويا ( 73 ) ډلو وېشل كېږي،چې يوازې يوه ډله يې په جنت كې او نورې په دوزخ كې دي " .

الرياض النضره،في مناقب العشره له طبري (باب فصايل علي بن ابيطالب) اخستل شوي:علي! پوهېږم،چې د دې قوم په زړونو كې درته دښمني ده،چې له ما وروسته يې راښكاره كوي؛نو كه بيعت يې در سره وكړ،ويې منه او كه نه زغمناك اوسه،څو په مظلوميت كې راسره ووينې".

حق خبره داده چې بايد د پېغمبر اكرم (ص) د ټولو يارانو درناوى وشي؛ځكه هغوى د الهي نور په حضور مشرف شوي،اسلام يې منلى په غزاګانو او جګړو كې يې سرښندنې كړي؛نو ځکه بايد ورسره د زړه مينه ولرو؛خو دا د دې لامل نه كېږي چې په باب يې خداى،پېغمبر او تاريخ څه ويلي سترګې پټې كړو.

د حيرانتيا خبره خو لا دا ده چې د غونډې برخوالوته زموږ د امامانو د عصمت مسله درنه په څېر معلومېده او عصمت يې له نبوت سره معادل ګاڼه (په دې باب وروسته خبرې كوو) حال دا چې هغوى د ټولو اصحابو په باب داسې انګېرله چې ګنې له ګناه معصوم دي.

البته داسې نه وايي چې،معصوم دي؛خو په هېڅ ډول حاضر نه دي چې ورته ګناه يا تېروتنه ثبوت كړي؛خو د دوولس تنو عصمت ورته دروند ښكاري؛خو دوى په عمل كې د څه له پاسه سلو زرو تنو پر عصمت ګروهمن دي.

حديث د شيعه و له نظره[سمول]

" ډاكتر جمال صوفي اوغلي،په ځانګړې مقاله كې حديث د شيعه و له نظره څېړلى و.

كله داسې انګېرېده،چې شيعه و اصلاً له پېغمبر اكرم (ص) احاديث نه دي روايت كړي او ټول احاديث يې د اهل بيتو امامانو ته رسي،حال دا چې دا ګومان له حقيقت سره اړخ نه لګوي موږ ډېر احاديث لرو چې نيغ په نيغه له خپله آنحضرت (ص) رانقل شوي،ان ارواښاد "آيت الله صدر"( 1299_ 1373 س) په شيعه و كې چې نبوي احاديث په مسند ډول له پېغمبر اكرم نقل شوي راټول كړي او كه د اهل سنتو وروڼو دغسې احاديث ،ورسره په پرتله کړو؛نو څرګنده به شي،چې كومې ډلې د حديث په متن او د ټکيو په ضبط كې خورا ځيرنه كړې ده ؟


ځينو ويل، چې تاسې ولې د خپلو امامانو ويناوو ته حديث وايئ، حال دا چې حديث د پېغمبر اكرم خبرې دي.په دې باب به د استاد " يوسف شوقي ياووز " په كره كتنه كې بحث وكړو.د شيعه و پلاوي د احاديثو د بر خليك په باب وويل :

د حديث په باب ستونزه،د شيعه و په احاديثو پورې اړه نه لري؛ ځكه د شيعه و اسلافو او ړومبنيو له هماغه لومړي وخته،د آنحضرت(ص ) له وفات وروسته د احاديثو پر راټولونه بوخت ول او كه د احاديثو په باب ستونزه وي؛نو دا به د اهل سنتو د احاديثو ستونزه وي؛ځكه د آنحضرت (ص) له وفات وروسته خلفاوو د احاديثو د ليكنې مخه نيوه.

ذهبي (تذكره الحفاظ، 1/ 3مخ ) ليكي:حضرت ابوبكر رضي الله عنه د آنحضرت (ص) له وفات وروسته،خلكو ته په يوې وينا كې وويل :

" تاسې له رسول كريم (ص) احاديث نقلوئ او په كې اختلاف كوئ او له تاسې وروسته خلك به ډېر اختلاف كوي؛نو بيخي له رسول كريم احاديث مه نقلوئ او چا چې درنه وپوښتل،ورته ووايئ:زموږ او ستاسې ترمنځ د خداى كتاب شته؛نو حلال يې حلال او حرام يى حرام وګڼئ."

د مخكېني كتاب پينځم مخ او متقي هندي (كنزالعمال لسم ټوك ، 285 مخ ،29460 ګڼه حديث):ام اامؤمنين حضرت عايشه رضي الله عنها وايي: " پلار مې د رسول كريم احاديث راټول كړل،چي شمېر يې پينځه سووته ورسېد، بيا مې يوه شپه وليد،چې په خپلې بستره كې اوړي را اوړي او خوب نه ورځي.له ځان سره مې وويل،هرومرو به څه ناروغي لري يا به يې كومه غمناكه خبره اورېدلې وي،چې سبا شو،راته يې وويل:لورې،تا ته مې چې امانت احاديث دركړي راوړه. ورته مې راوړل او ټول يې وسوځول".

دويم خليفه هم د احاديثو له نقل،ليكنې او راټولونې مخنيوى كاوه. قرظه بن كعب انصاري (رض) وايي:"موږ حضرت عمر بن خطاب كوفې ته ولېږلو،له موږ سره د "حرار" تر سيمې د مخه ښې لپاره راغى، هلته يې راته وويل:پوهېږئ،چې ولې درسره راغلم ؟ورته مو وويل: ځکه موږ انصار يو او د آنحضرت اصحاب يو،ويي ويل : نه؛بلكې د يو مطلب لپاره راغلى يم،چې درته يې ووايم او تل مو پر ياد وي او هېر مو نه شي؛ځكه درسره راغلم. تاسې داسې قوم ته ځئ،چې قرآن په سينو كې يې داسې شڼېږي؛لكه په ديګ كې خوټېدلې اوبه،هغوى چې تاسې وويني؛نو خوښېږي او وايي : د محمد (ص) اصحابان راغلي؛نو هوښيار اوسئ چې له رسول كريم لږ روايتونه نقل كړئ او پوه شئ چې زه درسره يم،چې قرظه ( رض) هغه سيمې ته ولاړ،خلكو ورته وويل:د رسول كريم په باب راته خبرې وكړه او احاديث يې راته ووايه.قرظه (رض) وويل:موږ حضرت عمر (رض) منع كړي يو.


( وګورئ : ذهبي ، تذكرة الحفاظ ، 1/7 مخ 2 _ ابن ماجه ، سنن ، 1 / 12 مخ 3 _ دارمي ، سنن 1 /85 مخ 4 _ ابن سعد، طبقات 6 / 7) ذهبي (تذكرۍ الحفاظ ،1 / 4) له ابو سلمه نقل كړى:((حضرت ابو هريره ته مې وويل:ايا د حضرت عمر پر وخت دې د آنحضرت "ص" احاديث نقلول؟حضرت ابوهريره وويل لكه چې اوس يې نقلوم ،كه داسې مې روايتول، په سپېړه يې وهلم )).

ابن سعد ( طبقات الكبري، 5/ 188مخ) او خطيب بغدادي (تقييدالعلم ،52مخ) : يو ه ورځ دويم خليفه پر منبر وويل:((خلكو!په رښتيا،زه خبر شوي يم چې درسره كتابونه دي،پوه شئ،چې د خداى په نزد به هغه كتابونه غوره وي،چې سم او رښتيا وي؛نو څوك دې كتاب له ځانه سره پرې نه ږدي،ټول ماته راوړئ،چې په باب يې خپل نظر ښكاره كړم،خلكو وګڼله،چې په كتابو كې به څېړنه او غوركوي او اختلافات به ترې لرې كوي؛نو ټولو ورته خپل كتابونه راوړل او ويې سوځول)).

ابن عبدالبر(جامع بيان العلم و فضله، ا/ 65مخ) ليكي:((حضرت عمر بن خطاب،غوښتل چې نبوي سنت وليكي،بيا فكر ورغى،چې له دې كاره لاس واخلي؛ځكه ټولو ښارونوته يې ليكونه واستول او حكم يې ليكلى و،چا چې د سنتو په باب څه ليكلي وي،پاك او نابود دې يې كړي)).

كنز العمال ا/ 292مخ: ابن اسحاق له حضرت عبدالرحمن بن عوف نه نقل كړى چې ويلي يې دي:

((پر خداى قسم،حضرت عمر له مړينې مخكې د رسول اكرم په اصحا بو پسې پيغام وليږه اوله ښارونو يي راټول كړل لكه عبد الله بن حذيفه ، ابو الدردا، ابوذرغفاري اوعقبه بن عامر(رضي الله عنهم) . بيايي وويل تاسې په ښارونوكې د رسول اكرم احاديث خپروئ؟ ورته يې وويل : ته مو منع كوې؟حضرت عمر ورته وويل:نه. يوازې همدلته له ماسره اوسئ،پر خداي قسم،چې ژوندى يم رانه به لرې نه شئ)). "زهري" له " عروه " نقلوي،حضرت عمرغوښتل چې"سنن" ليكي :نو د رسول الله له اصحابو سره يې مشوره و كړ ه او راضي شول ؛خو بيا هم حضرت عمر تر يوې مياشتې استخاره كوله او له خدايه يې غوښتل چې ورسره مرسته وكړي،تردې چې يوه ورځ له خوبه راويښ شو او ويې ويل:((ما غوښتل چې سنن (د پېغمبر اكرم احاديث ) وليكم؛ نو بيا مې را پر ياد شو،چې له تاسې ړومبنيو قومونو كتابونه وليكل او دو مره اهميت يې وركړ،چې د خداى كتاب يې هېر شو او پر خداى قسم زه نه غواړم،چې كتاب الله له کوم څيز سره ګډ شي.))

وګورئ : ابن عبدالبر(جامع البيان العلم 1/64)،متقي هندي اكنزالعمال 1/291)


وار،چې درېم خليفه ته ورسېد: نو د ړومبنيو كړنلار يې ونيوه او په ډاګه يې اعلان كړه:((له رسو ل كريم "ص" به داسې حديث نه روايتوئ،چي ما هغه د حضرت  ابوبكر او حضرت عمر په وختو كې نه و اورېدلي.))

وګورئ :( ابن سعد، طبقات الكبري 2/336مخ. متقي هندي ، كنزالعمال10/295مخ ) .

معاويه بن ابوسفيان هم د خپلې واكمنۍ په پيل كې وويل:((يوازې هغه احاديث به نقلوئ،چې د حضرت عمر په وخت كې نقل شوي ول؛ځكه حضرت عمر،خلك د خداى له لارې وېرول)).

وګورئ:صحيح مسلم ، 3/95مخ، كتاب الزكاه – باب النهي عن المسئا له.

مدائني په " الاحداث" كتاب كې ليكي : معاويه بن ابوسفيان له " عام الجماعة "وروسته ټولو حكومتي كار كوونکيو ته حكم وكړ چې:((چا چې د ابوتراب(علي بن ابيطالب) او اهل بيتو د فضيلت په باب روايت وكړ، وينه يي تويه ولاړه)) . ((دعلي د لارويانو او اهل بيت،ګواهي او شهادت نه منل كېږي))،((پرچا چې ثابته شوه،چې د امام علي او اهلبيتو دوستان دي،له بيت الماله يې نوم لرې كړئ او رزق يي پرې كړئ))،((څوك،چې د علي او اهل بيتو پر دوستۍ تورن وي،له ځانه يې لرې او كورونه يې وران كړئ )).]

د پېغمبر اكرم احاديث،چې له قرآن مجيد وروسته د اسلامي شريعت دويمه چينه ده دغسې برخليك درلود،چې ليكل او راټولونه يې منع شوې وه؛نو ځكه ټول حديثپوهان او تاريخپوهان يوه خوله دي،چې د احاديثو ليكنه او را ټولونه د حضرت عمر بن عبدا لعزيز رضي الله عنه يا له هغه وروسته پيل شول[ وګورئ:بخاري صحيح،كتاب العلم ،باب "كيف يقبض العلم " ا/ 33مخ ] عمر بن عبدالعزيز رضي الله عنه ( 99-101س) د مدينې منورې فقيه (ابوبكر بن حزم ) ته وليكل: ((په دقت او ځيرنې د پېغمبر اكرم احاديث راټول كړه او ويې ليكه؛ځكه زه د علم له پټېدو او د عالمانو له مړينې وېرېږم او بې د پېغمبر اكرم له احاديثو بل څه د منلو نه دي؛نو علم خپور كړئ او د چا چې علم زده نه وي،زده دې يې كړي؛ځكه علم هله له منځه ځي چې پټ شي.))

خو په هغه زمانه كې د احاديثو ليكنه بدعت ګڼل كېده؛ځكه ابوبكر بن حازم پورتنى وړانديزعملي نه كړ او يوازې څو نامنظم دفترونه يې جوړكړل.

د دويمې پيړۍ په نيمايي كې د منصور په خلافت (143س) كې د احاديثو د راټولېدو او ليكنې خوځښت پيل شو او احاديث په مسند او يا مرسل ډول راټول شول (سيوطي،تاريخ الخلفا،26مخ)

  بايد وويل شي حديث چې دومره موده پرېښوول شي او ليكنه يې ګناه وي او ان خلفا يې كتابونه وسيځي؛نوطبعا حديث به سم برخليك ونه    لري،رښتيني حديث به له جوړ شوي حديث (مجعول)،سم به له ناسم او حق به له باطل سره ګډ وډ شوي وي.


اوس د شيعه و له نظره ستاسې پام احاديثو ته رااړوم[سمول]

پېغمبراكرم (ص) راته د قرآن مجيد او اهل بيتو د لاروۍ سپارښتنه كړې،چې بې لارې نه شو.همدې ټكي ته په پام سره موږ د اهل بيتو امامان معصوم ګڼو او خبرې،كړنې او تقرير(په مخ كې يې،چې كوم كار وشي؛خو منع يې نه كړي) يې راته سم او سند دى ؛نو له قرآن او نبوي سنتو وروسته زموږ يوه فقهي سرچينه د اهل بيتو د امامانو قول،فعل اوتقرير دى،چې دې ټكي ته په پام سره په معتبرو روايتونو كې امامانو ويلي چې:((موږ چې څه وايو د خپلو پلرونو له لارې د پېغمبراكرم احاديث روايتوو)) له دې ځايه څرګندېږي چې روايات يې په حقيقت كې د پېغمبراكرم روايات دي.او په دې هم پوهېږو چې له پېغمبراكرم (ص) ثقه،ډاډمن او د اعتماد وړ روايتونه د ټولوعالمانو په نزد د منلو و ړ دي. امام باقرعليه السلام حضرت جابر (رض) ته وا يي : جابره كه موږ له ځانه او د ځاني غوښتونو له مخې احاديث وايو؛نو هلاك دې شو موږ ته له پېغمبر اكرمه په زېرمه احاديث راپاتې دي چې وايو يې.

وګورئ:جامع احاديث 1\ 18 مخ ، مقدمات حديث 116 مخ.


له امام جعفر صادق په يو روايت كې راغلي:چا ترې وپوښتل او ځواب يې وركړ،پوښتونكي له امام سره بحث وكړ،امام ورته وويل : دا خبرې پرېږده ((ما اجبتك فيه من شي فهو عن رسول الله )) كوم ځوا ب مې چې دركړ د رسول اكرم (ص) له لوري دى (او د بحث ځاى په کې نه شته) د پام وړ ټكى دا دى چې زموږ د حديثي كتابو (لكه استبصار،من لا يحضره فقيه،تهذيب،كا في او ...) هر روا يت د منلو وړ نه دى. موږ پر روايتونو سربېره د رجالو كتابونه هم لرو چې د اسنادو په لړ كې د راويانو حالات او ژوند ليك په كې كښل شوى دى.

زموږ له نظره هغه روايتونه د منلو دي،چې د حديث د سند په لړۍ كې يې ټول روايان ثقه او اعتمادي وي او كه دغه شرايط  ورباندې تطبيق نه شي؛نو موږ يې نه منو.پردې سربېره داسې روايتونه هم شته چې د سند لړۍ يې معتبر ده؛خو له پيله تر ننه زموږ عالمانو او فقهاوو      ورباندې عمل نه دى كړى او څه  نيمګړنې يې په كې ليدلي چي ورته ((معرض عنها)) روايتونه وايي او زموږ له اړخ بې اعتبار دي؛نو ځكه زموږ پر عقايدو د پوهېدو لپاره پورته ټكي په پام كي ونيسئ او كه نه تېروتي به ياست. په بله وينا د اهل سنتو په ((صحاح)) كې،د مولفينو له نظره يې صحيح او سم روايتونه راټول شوي؛خو زموږ په نزد مشهور كتابونه داسې نه دي؛بلكې مولفين يې نامتو او د اعتماد وړ دي؛خو ددغو كتابو د رواياتو د سند سموالى د ((علم رجال)) په كتابو كې څېړل شوى؛نو همدې ټكي ته په پام سره زموږ د عقايدو په باب ډېرې پوښتنې ځوابېږي او كه دا ټكي له پامه  وغورځوئ؛نو زموږ د ګروهنو د تشخيص په باب به تېروځئ. په هر حال زموږ له نظره د قرآن مجيد له آيتونو او د پېغمبراكرم(ص) له   احاديثو وروسته د اهلبيتود دولس ګونو امامانو روايتونه معتبر دي،په دې شرط چې له معتبرو لارو رارسېدلي وي :


يو ځل بيا وا يم: په اماميه شيعه و كې د حديثونو د راغونډېدو طريقه له اهل سنتو سره توپيرلري؛ځكه د صحاحو په مشهورو كتابو او په تېره بيا صحيح بخاري او صحيح مسلم كې د مولفينو طريقه دا وه،چې هغه احاديث يې راټولول چې په نزد يې معتبر ول . په همدې دليل د اهل سنتو پر ګروهنو د پوهېدو لپاره پر دې احاديثو استدلال كېږي. [وګورئ:د صحيح مسلم سريزه او هم فتح الباري د صحيح بخاري شرح] حال دا چې د شيعه محدثينو دود دا و،چې اهل بيتو ته منسوب ټول احاديث يې راغونډ كړي او د سم او ناسم،صحيح او غير صحيح د پېژندنې كار يې((علم رجال)) ته پرېښى دى (ښه ځير شئ).


ښاغلي ډاكتر "يوسف شوقي" چې په استانبول كې د شرعياتو د پوهنځي علمي كادر دى،د دين د اصولو په باب يې د اماميه شعيه و نظريات په يوې مقالې كې واورل،چې پر شيعه و يې اته لاندې نيوكې درلودې :

1- اماميه شيعه و د خدای د صفاتو په باب د افراط او تفريط لار نيولې كله((مشبهه)) او كله ((معطله)) نه مني.

2- د شيعه و په نزد،امامت يو ډول نبوت دى،چې په تداوم يې، نبوت هم دوام مومي او ګروهمن دي،چې وحې له پېغمبر اكرم "ص" وروسته پرې شوې نه ده او په اولادې كې يې جاري ده .

3- اماميه د پېغمبر له اصحابانو برائت غواړي.

4- اماميه د قرآن پر اوښتني او تحريف قايل دي او په اصلي كتابو كې يې دا ډول روايتونه شته.

5- د اماميه و وروستنيو عالمانو د تحريف مسله نه ده منلې؛نو كه " تقيه " نه وي د ايو ارزښتمن ګام دى.

6- د اماميه و لارويان يوازې په هغو عبادتځايو كې پيدا كېږي،چې د مشرانو قبرونه يې وي.

7- اماميه پر " بدا "ګروهمن دي،چي دا ګروهنه د خداى تعالى له ازلي علم سره اړخ نه لګوي او قرآني نصوص ناليدلي ګڼي.

8- اماميه،هغو احاديث ته چې له سترو اصحابانو رارسېدلي وي، په كوم ارزښت نه قايلېږي؛خو د اسلام د دښمنانو روايت ورته د اعتماد وړ دى. كه موږ وغواړو د اسلامي مذاهبو ترمنځ پيوستون راولو ؛نو لار يې دا ده،چې په سمه او رښتني توګه يو بل وپېژنو،هغه ناروا تورونه،چې پر يو بل لګول شوي په غونډو او علمي غور او څېړنې لرې كړو .

اوس د نيوكو ځوابونو ته راځو:[سمول]

شيعه د خداى تعالى د ذاتي صفاتو (علم ، قدرت ..... ) او خبري صفاتو (يد – عين ) په باب د امام علي (ك) له خطبو او ويناوو الهام اخست ى او پردې سربېره له پخوا ويل شوى چې:  ((العدل و التنزيه علويان و الجبر و التشبيه امويان )) د خداى پاك او صفاتو له پېژندنې لاس اخست نه يې سمه نه ده.دغه شان د((تشبيه)) په باب قدم اېښوول هم تېروتنه او شرك دى؛يعنې موږ دا نه شو ويلاى چې بيخي پاك ذات يې پېژنداى نه شو او له موږ سره د پېژندنې كومه طريقه او دود يې نه شته (افراط) او هم د مخلوقاتو په څېرتشبيه هم ورته نه شي كېداى (تفريط)؛يعنې موږ نه د(نفې= معطله) او نه د(تشبيه) پلويان يو.   پر دويم مطلب وروسته خبرې كوو .

د درېمې مادې په باب موږ مخكې خپل نظر څرګند كړى دى. د څلورمې پوښتنې په باب بايد ووايو،چې شيعه د قرآن اوښتنه نه مني او د امامانو له زمانې راهيسې تر او سه زموږ دريځ څرګند دى او په لومړي ځل شيعه عالم فضل بن شاذان (260س مړ) په الايضاح كتاب كې دا تور رد كړى دى.

د پينځمې پوښتنې په ځواب كې وايو،چې،دا دريځ د"تقيه" لپاره نه؛ بلكې زموږ د پخوانۍ ګروهنې څرګندول دي،چې قرآن هېڅكله هم تحريف شوى نه دى؛خو له يو حقيقته انكار نه شو كړاى،چې د سني او شيعه يو شمېر محدثانو د احاديثو په كتابو كې د قرآن د اوښتنې په باب روايتونه نقل كړي؛خو دا نقل پر عقيدې يې دليل كېداى نه شي او كه فرضا عقيده يې وبولو؛نو د څو د ګوتو په شمېر كسانو عقيده د شيعه و عمومي عقيدې ته زيان نه شي رسولاى.

يو ټكي ته مو پام را اړوم ،"تقيه" يوه شخصي مسله ده او چې کله له چا سره د ځان يا مال ويره وي ؛نو كه څوك په دغسې ځايو كې د خپلې عقيدې له ښكاره كولو ډډه وكړي او يا له مخالفينو سره ((توافق)) وښيي،په دغسې حالاتو كې په كارېږي.اوس په نړۍ كې نژدې دوه سوه مليونه اماميه شيعه شته؛نو له څه به ووېرېږي، چې بې له واقعيته بل څه ووايي.هېڅكله شيعه علماوو د “تقيه” له مخې كوم كتاب نه دى ليكلى او نه داسې كتاب زموږ په سترګو شوى دى. تاسې ولې پر شيعه و د “تقيه” ګوتنينونې كوئ،حال دا چې د اهل سنتو علماوو هم كله كله دا لار نيولې لكه د ((مامون الرشيد)) په زمانه كې د قرآن مجيد د مخلوق په مسله كې بې له امام احمد بن حنبل (رح) او يو بل عالم نورو ټولو”تقيه” وكړه او له خليفه سره يې د خپلو نظرياتو پيوستون اعلان كړ. چې قرآن مخلوق دى. حال دا چې اصلي عقيده يې داسې نه وه.(وګورئ: طبري،تاريخ ،197-200مخونه د 218كال پسې ) كه “تقيه” ناوړه دود وي؛نو ګناه به يې د هغه پرغاړه وي،چې دغسې نامطلوب دود يې پر شيعه وو ورتپلى و او كه شيعه د خپل تاريخ په پوړيو كې له زور زياتي ،ګواښ،زندان،ربړونې او وژنې خوندي واى؛نو حتماً يې “تقيه” نه درلوده.د شيعه و خونړى تاريخ شاهدي وركوي،چي هغوى بايد د ځان ساتنې لپاره له ناچارۍ د پېغمبراكرم د ستر صحابي حضرت عماررضي الله عنه په لاروۍ،د تقيه لار نيولې وه.

دا بايد ووايو چې په شيعه و كې ډېر ستر ستر شخصيتونه تېر شوي،چې تقيه يې نه ده كړي، شهادت او دار يې منلى.ابوذر غفاري،حجر بن عدي،كميل بن زياد،رشيد هجري،د علي مريې قنبر(رضي الله عنهم ) يې بېلګې دي،همداراز ډېرو علماوو قلمي مبارزه كړې،چې په دې ترڅ كې شهيدان شوي،چې د شهيدو عالمانو په باب د علامه اميني د ((شهدا الفضيله)) كتاب ولولئ.

په ځينو ځايو كې “تقيه” حرامه ده،چيرته چې اسلام،قرآن او اسلامي نظام ته ګواښ او خطر وي؛نو بايد مؤمن خپله عقيده څرګنده كړي كه څه د سر پر بيه يې وي.په كربلا كې د حضرت امام حسين پاڅون غوره بېلګه يې ده،چې اموي واكمنو "محمدي اسلام" پر "عربي جاهليت" اړاوه او حسين،كورنۍ او يارانو يې په خپلو وينو راتلونکيو نسلونو ته د ازادۍ،انسانيت،ايماني ژوند تېرولو او اسلامي سمې پوهېدنې لار پرانسته.

د شپږم مطلب په باب بايد ووا يم،چې دا ډېر بې بنسټه تور دى،چې بيا به ورباندې خبرې و كړو .

د((بدا)) په باب وايو،چې:پر نړۍ او بشر د خداى تعالى بشپړ واكوالي او په صالحو کړو وړو د برخليك بدلون ته ((بدا)) وايي ، په دې باب ايات او روايات ډېر دي او خداى پاك،چې له ړومبني برخليك باخبره دى له دويمي هم دى. پر" بدا" دغسې ګروهنه د خداى تعالى د علم دبدلون پر مفهوم نه ده.

وَلَوْ أَنَّ أَهْلَ الْقُرَى آمَنُواْ وَاتَّقَواْ لَفَتَحْنَا عَلَيْهِم بَرَكَاتٍ مِّنَ السَّمَاء وَالأَرْضِ وَلَـكِن كَذَّبُواْ فَأَخَذْنَاهُم بِمَا كَانُواْ يَكْسِبُونَ = او كه د ښارونو او اباديو خلكو ايمان راوړى واى او تقوى يې غوره كړې واى؛نو پر هغوى مو داسمان او ځمكې د بركتونو ورونه پرانستل؛ خو( هغوى حق ) دروغجن وګاڼه؛ نو موږ هم هغوى د خپلو كړو په سزا كې مجازات كړل .

د اتم مطلب په ځواب كې وايو،چې موږ ته د دين مرجع بې له (عترت) هغه شمېر اصحاب (رضي الله عنهم) هم دي،چې عدالت،تقوى او پر لار سم تګ يې ثابت دى.روايات يې راته حجت دي او ان دهغو شمېر اصحابو روايتونه هم ناليدلي نه ګڼو،چې روحي شرايط يې راته څرګند نه دي، او د قرينه، شاهد او تاييد په توګه ترې ګټه اخلو.شيعه و يو ځل هم په خپل تاريخ كې د اسلام له دښمنانو احاديث نه دي روايت كړي؛بلكې زموږ د اهل سنتو وروڼو په صحيحينو كې له احبار او رهبان ډېر روايات راغلي. دوى په خپل ظاهري اسلام محدثان تېر ايستلي او ډېر اسرائيليات او مسيحيات يې د احاديثو په كتابو كې ننه ايستي دي. د"كعب الا حبار"، "تميم داري" او د"وهب بن منبه" روايتونه يې ښه بېلګې دي؛ځکه د اهل سنتو يو شمېر پوهانو دې ټكي ته پام شوى او له اساطيرو او خرافاتو يې ددې كتابوپه چاڼولو پيل کړى دى.

[څېړونکى: په دې باب وګورئ :نقش ائمه در احياى دين (١-٢٥ درسونه) ]

ددويمې پوښتنې ځواب ته:

1-  موږ د اهل بيتو روايات حجت ګڼو،كه څه  پېغمبر اكرم ته ونه رسي .

2- موږ د اهل بيتو امامان د پېغمبرانو په څېرمعصوم ګڼو . اوس پورته د لايل څېړو:

شك نه شته،چې موږ د دين په اصولو او فروعاتو كې د معصومو امامانو ويناوې حجت ګڼو،كه څه سند يې ظاهرا رسول اكرم (ص) ته ونه رسېږي.حال دا چې ځينې داسې ګڼې،چې ګنې دا ډول ګروهنه،ورته پر نبوت او وحې راكېوتو قايليدل دي؛خو زموږ له نظره ددې دوومطلبو(د احاديثو حجيت او نبوت) يې ترمنځ ملازمه نه شته او كېداى شي، چې موږ ته علمي مرجع وي بې له دې،چې وحې پرې راکيوزي يا د پېغمبرانو په شمېر كې ونيول شي،ځكه:

١_ رسول اكرم (ص)،اسلامي امت د ثقلينو (كتاب الله اوعترت) لاروۍ ته رابللى،چې د سند او اعتبار له مخې قوي حديث دى.هو،ځينې وخت ويل كېږي،چې پېغمبراكرم ويلي؛(كتاب الله و سنتي) نه ((كتاب الله و عترتي))؛خو دلته بايد ووايو چې لومړنى حديث په ((مسند)) او(( متواتر)) ډول نقل شوي دى حال دا چې دويمي يوازې امام مالك په مرسل ډول په ((موطا))كې رانقل كړى،چې د اعتبار له مخې په مسند او متواتر ډول نقل شوى حديث له "مرسل" ډېر اوچت وي؛نو موږ پر دغه روايت دهغه ړومبني په مقابل كي اعتماد کړاى نه شو. بلخوا د ا احاديث يو له بل سره تعارض او مخالفت نه لري؛ځكه((عترت)) هم د پېغمبر اكرم ((سنت)) دي او ويناوې (چې وروسته به بيان شي) يې د پېغمبر اكرم احاديثو ته رسي كتاب الله او سنت نبوي،بيان،تفسير او توضيح ته اړه لري او خپله آنحضرت دستور راكوي،چې دا وظيفه زما د اهل بيتو ده او پردې ټول مسلمين شاهدان دي،چې دوى په علم او عمل كې له نورو ډېر مخكې دي.

همداراز موږ وينو،چې مسلمانان د الهي دستور له مخې په تشهد كې له محمد صلي الله عليه واله وروسته ‏ پر آل يې هم درود وا يي؛نو څرګندېږي چې ((آل محمد)) په امت كې ځانګړى مقام او منزلت لري او له هغه وروسته په امت كې غوره،لايق او وړ كسان دي.او دا وړتيا له آنحضرت (ص) سره د جسمي پيوند له مخې نه ده؛ځكه د آنحضرت(ص) نور خپلوان دغسې مقام نه لري؛بلكې دا يو روحاني پيوستون دى چې له پېغمبر اكرم سره يې په سپېڅلتيا،پاكۍ،عصمت،پو هې او ددې په څېر په نور څيزونو كې لري او پايله يې دا ده،چې دوی له ښوييدنې او ګناه پاك دي،علم او پوهه لري؛نو ځکه په اصولو او فروعاتو كې ويناوې او كړه وړه يې راته حجت دي.

2-د اهلبيتو امامان د خپلو احاديثو يوه برخه په سما ع او اورېدلي ډول له پلرونو او نيكونو،چې ان تر پېغمبراكرم رسېږې نقلوي او ددغسې رواياتو شتون په احاديثو كې يې ډېر دى.له اهل سنتو وروڼو زموږ ګيله دا ده، چې دوى له هر اصحابي،تابعي او فقهي ديني روا يات اخلي؛خو دغسې رواياتو ته يې پام نه شته ؟

امام رضا رضي الله عنه چې نيشاپور ته راغى؛نو د سيمې محدثانو ترې د حديث روايت وغوښت،هغه ورته د((سلسلة الذهب)) مشهور حديث نقل كړ،داسې چې پلار مې موسى،له امام جعفر او امام جعفر له خپل پلار او همدغسې څو نقل يي رسول اكرم ته ورساوه.(وګورئ:صدوق،عيون اخبار الرضا ، 2/37باب او 143باب ).

3- په احكامو كې د اهل بيتو د امامانو يو مهم مدرك او سند د امام علي كتاب دى،چې د پېغمبراكرم په املا او د علي (ك) په لاس كښل شوى ، چې دا ستر كتاب په ميراثي توګه د امام په كورنۍ كې ساتل كېده.امام جعفرصادق له حمران بن اعين سره خبرې اترې كولې او يوې كوټې ته يې اشاره و كړه او ويې ويل :" په دې كې د امام علي كتاب دى چې اويا زراع (د نارينه له څنګلې د ګوتو تر څوكو اوږدوالى ته وايي،چې پخوا به يي اوږدوالي دغسې کچ كاوه) اوږد دى او ټول د پېغمبر اكرم په املا او د علي (ك) په لاس ليكل شوى،كه موږ د خلكو واكمنان شو؛نو د الهي پرېكړې له مخې به قضاوت كوو او له دې كتابه به سر غړونه نه کوو."

بايد ووايو چې علامه مجلسي د بحارالا نوار په 26ټوك 18 او 66 مخونوكې ددې كتاب ځانګړتياوې ليكلي دي. بلخوا،كه موږ د((وسايل الشيعه) كتاب بېلابېلو بابو ته مراجعه وكړو،دې ستر كتاب عظمت او لوړتيا لاښه څرګندېږي.په تېره بيا د ((مواريث)) كتاب په باب ځانګړې څېړنه دا ښيي چې امامانو به په اختلافي ټکيو كې دې كتاب ته مراجعه كوله او له مخې به يې پرېكړه كوله.(وګورئ:وسايل الشيعه ،17/ 17 باب ، لومړى او دويم حديث او د پينځم باب لومړى حديث)

4- د اهلبيتو امامانو د احكامو او معارفو يوه برخه له كتاب الله او سنتو راايستله او خلكو ته يې ښووه. د الهي لطف او پېرزوينې له مخې يې د قرآني آيتونو او نبوي رواياتو په تفسير كې ځانګړې پوهېدنه او ذوق درلود او ويل يې:((په كتاب او سنتو كې ټول څيزونه شته))؛خو تكړه، موفق او مؤيد سړى يې بايد تفسير كړي او الهي حكم يا عقيدتې اصل ترې راوباسي.امام باقر،عمربن قيس ته وويل:((ان الله تبارك و تعالى لم يدع شيئا تحتاج اليه الامه الا انزله في كتابه وبينه لرسوله؛يعنې امت چې څه ته اړتيا درلوده؛نو خداى ورته ټول په كتاب كې رالېږلي او رسول اكرم ته يې ښوولي دي .))

سماعه له امام كاظم  وپوښتل ايا په كتاب او سنتو كې د ټولو څيزونو حكم شته يا دا چې تاسې له خپله يې ځانه واست؟ ورته يې وويل:((ټول څيزونه په كتاب او سنتو كې راغلي،قلت له اكل شي في كتاب الله و سنه نبيه او تقولون فيه ؟ قال: كل شي في كتاب الله  وسنته نبيه.)) ( وګورئ: كافي،لومړى ټوك (59-62) مخونه،باب الردالي الكتاب والسنه) .

5- الهي الهام،چې زړه او روح پاك،سوچه اوسوتره شو؛نو له پاسه ورته ځينې مطالب الهامېږي،چې د پوهانو په اصطلاح دغسې چا ته ((محدث)) وايي.محد ث هغه دى چې له پورتنۍ نړۍ پر زړه يې الهام كېږي،بې له دې چې ((نبي)) يا ((رسول)) وي او كله هم له پورتنۍ نړۍ سره اتصال او پيوند پر دې مفهوم نه دى چې ګنې سړى به ((نبي)) وي لكه : د حضرت موسي عليه السلام ملګرى پر ځينو مسايلو پوهېده،چې ان خپله موسى (ع) ترې خبر نه و[فَوَجَدَا عَبْداً مِنْ عِبَادِنَا آتَيْنَاهُ رَحْمَةً مِنْ عِندِنَا وَعَلَّمْنَاهُ مِن لَّدُنَّا عِلْماً = نو (هلته يې) زموږ له بندګانو يو بنده وليد، چې له خپل لوري مو ورته رحمت (او سترې پېرزوينې) وركړې وې او په خپله مو ورته ډېر علم زده كړى و. كهف/ 65 ايت] خو هغه كله هم نبي يا ( رسول) نه و. په تاريخ كې (اصف بن برخيا) د سليمان عليه السلام ملګرى ښوول شوى او داسې پوهه يې درلوده چې له نورو سره نه وه او په رڼا كې يې د سترګو په رپ كې د ((بلقيس)) تخت له ((يمن)) څخه ((فلسطين)) ته راوړ.

قَالَ الَّذِي عِندَهُ عِلْمٌ مِّنَ الْكِتَابِ أَنَا آتِيكَ بِهِ قَبْلَ أَن يَرْتَدَّ إِلَيْكَ طَرْفُكَ فَلَمَّا رَآهُ مُسْتَقِرّاً عِندَهُ قَالَ هذَا مِن فَضْلِ رَبِّي لِيَبْلُوَنِي ءَأَشْكُرُ أَم أَكْفُرُ وَمَن شَكَرَ فَإِنَّمَا يَشْكُرُ لِنَفْسِهِ وَمَن كَفَرَ فَإِنَّ رَبِّي غَنِيٌّ كَرِيمٌ- خو) له كوم سړي سره چې د(اسماني) كتاب پوهه وه وويل:((زه به يې د سترګو په رپ کې درته راوړم))؛نوڅنګه چې(سلېمان) هغه (تخت) له ځان سره اېښودل شوى وليد،ويې ويل:((دا زما د پالونكي لورېينه ده چې ما وازمېيي،چې زه شكركوم او كه ناشكري؟ اوڅوك چې شكركوي؛نو په خپله ګټه يې شكركړى دى او څوك چې ناشكري كوي(؛نو په خپل زيان يې كوي چې) زما پالونكى غني عزتمن دى.)) ( نمل –40ايت ) .

د موسى عليه السلام مو رته الهام وشو،چې خپل زوى ته شيدې وركړي او كه د فرعون له مامورينو وېرېده؛نو زوى دې په سيند  كې خوشې كړي.

وَأَوْحَيْنَا إِلَى‏ أُمِّ مُوسَى‏ أَنْ أَرْضِعِيهِ فَإِذَا خِفْتِ عَلَيْهِ فَأَلْقِيهِ فِي الْيَمِّ وَلاَ تَخَافِي وَلاَ تَحْزَنِي إِنَّا رَادُّوهُ إِلَيْكِ وَجَاعِلُوهُ مِنَ الْمُرْسَلِينَ- موږ د موسى مور ته الهام وكړ چې: ((هغه ته تى وركړه او چې پرې ووېرېدې ؛ نو(د نيل) په سيند كې يې وغورځوه او مه وېرېږه او مه خپه كېږه، چې موږ يې درته بېرته راولو او د استازيو له ډلى به يې وګرځوو.)) ( قصص – 7 ايت ).

د اهل سنتو په رواياتو كې محدث ستر او مهم مقام لري امام بخاري په (( صحيح)) كې وايي:رسول اكرم ويلي دي:((لقد كان في من كان قبلكم من بني اسرائيل تكلمون من غير ان يكو نو اانبيا فان يكن من امتي منهم احد فعمر؛ يعني په بني اسرا ئيلو كې داسې و ګړي ول،چې پرېښتو به ورسره خبرې كولې؛خو پېغمبران نه ول او كه زما له امته داسې څو ك وي چې دغسې مقام ته ور سېږي؛نو هغه به (عمر) وي.))

له پورته څرګندونو په ډاګه كېږي چې ((الهام)) او ((تحدث)) له "نبوت" او "رسالته" بېل دى او دوى بايد په يوه تيږه ونه تلل شي او نه ورته په يو ه سترګه وكتل شي.((نبي)) د خداى تعالى له لارې د خلكو د لارښوونې لپاره ټا كل او رالېږل شوى حال دا چې ((محدث)) دغسې مقام او مرتبه نه لري او د نفس او روح د سپېڅلتيا او د زړه د پاكۍ له امله يې دا وړتيا پيدا كړی،چې له پاسنۍ نړۍ ورته د ځينو مطالبو الهام وشي؛ځكه نه ښايي چې ((الهام)) پر ((نبوت)) شاهد ونيسو او د((خاتميت)) د منكرېدو پلمه يې كړو.څوك چې د زړه له اخلاصه په فلسفي او عرفاني مسلو كي ګامونه اخلي؛نو پوهېږي چې د نبوت او وحې ورونه تړل شوي؛خو د انسانانو پر مخ د قلبي فتوحاتو ورونه پرانستي دي او دا د زړه د سپېڅلتيا پانګه ده،چې له پاسنۍ نړۍ مسلې رانيسي؛نو اوس به درته څرګنده شوې وي چې د حلالو او حرامو،معارف او عقايدو په باب د اهل بيتو علمي مرجعيت،ورته پر نبوت د قاېلېدو پلمه نه وي.

د امامانوعصمت:ځينو ويناوالو ګومان كاوه،چې كه څوك معصوم وي؛نو هرومرو به ((نبي)) وي،حال دا چې هر پېغمبر معصوم دى؛خو هر معصوم پېغمبر نه دى. قرآن مجيد راښيي چې حضرت مريم معصومه وه،حال دا چې پېغمبره نه وه.عصمت داسې يو قوت دی،چې انسان په سيوري كې يې له ګناه او تېروتنې خوندي وي او دا شونې ده،چې يو څو ك ددغسې قوت څښتن وي؛خو((نبي)) نه وي .موږ وايو چې د اهل بيتو امامان معصومين دي او د احزاب 33ايت پرې شاهد دى. (إِنَّمَا يُرِيدُ اللَّهُ لِيُذْهِبَ عَنكُمُ الرِّجْسَ أَهْلَ الْبَيْتِ وَيُطَهِّرَكُمْ تَطْهِيراً = بېشكه خداى يوازې غواړي چې له تاسې"اهل البيت =نبوي كورنۍ" پليتي او ګناه لرې كړي او بشپړ موسپېڅلي كړي.) چې دلته ((تطهير)) له ګناهونو د پا كوالي پر مفهوم دى.بلخوا د ثقلينوپه حديث كې چې ((عترت)) له ((قرآن)) سره څنګ په څنګ راغلي؛نو له كتاب سره پيوستون يې راښيي؛لكه څنګه چې ((قرآن)) له ګناه او خطا پاك دى دغسې عترت هم دى.

پېغمبر اكرم (ص) د حضرت علي (ك) په باب وايي: د امام احمد بن حنبل،مسند 2/14مخ:((علي له حق سره او حق له علي سره دى،چې حق له علي ګرد چاپېره ګرځي))؛نو له چا چې حق ګرد چاپېره ګرځي بايد معصوم وي.پېغمبراكرم (ص) خپل اهل البيت د نوح له بېړۍ سره ورته ګڼلي او دا هم راښيي،چې لاروي يې د ژغورنې لار چاره ده،چې ګنهكار او تېروتى د نورو د ژغورنې وسيله كېدای نه شي؛نو ځکه ((عصمت))،((نبوت)) ته دليل كېداى نه شي،ګنې چې څوك ((معصوم )) وي ((نبي)) دې هم وي.

د غونډې په پاى كې د ((د مشرانو پلاوي )) د خبرو لنډيز:

پروفيسور خيرالدين قرامان :

١-ټول مسلمانان (كه سني وي يا شيعه) قرآن مني.

٢- موږ ټول سنيان يو؛ځكه د پېغمبر سنت منو او ټول شيعه يو؛ځكه چې د اهل بيتو مينوال او دوستان يو.

٣- د احاديثو په باب ډېر ګډ ټكي لرو،كه د رسو ل اكرم (ص) سنت په سم او صحيح سند روايت شوي وي؛نو دواړه پرلاروۍ يې ځان مكلف بولي.

٤- موږ ټول امامت او د عادل او عالم مشر،مشرولي منو.

٥- شيعيان د مهدي پر انتظار پر خوب ويده پراته دي او سنيان په ((صبر)) نېشه شوي، دا امام خميني و چي د ((انتظار)) او((صبر)) مفاهيم يې واړول او ټول مسلمانان يې له ظالمانوسره مبارزاتي مقاومت ته راوبلل او دا د اهل تسنن او تشيع ترمنځ ګډ ټكى دى او عالمان دى پردې ټكي ټينګار وكړي.

٦- عالمان او ،چې په كومو ټکيو يوه خوله شي؛نو دا بايد عوامو ته هم په ډاګه شي.

7- د هر مذهب د عوامو کړه وړه دا سې و نه ګڼو،چې ګنې دا د هماغه مذهب اصلي كچه ده؛يعنې يو مذهب د عوا مو لارويانو له کړنو يې و نه پېژنو؛بلكې د مذهب متن ته ننوځو چې مسايل يې څنګه څېړلي او څنګه قضاوت يې كړى دى.

8- د مسلمانانو ترمنځ پر يو بل د كفر ټاپې لګول له منځه ولاړې شي.

٩- شيعه اصحابو كرامو ته سپكې سپورې (سب) نه وايي.

١٠- په جوماتو كې بې اتفاقي ښه نه ده.

11- نه ښايي،چې د “تقيه” مسله په اوښتل شوې بڼه مطرح كړو؛بلكې سمه او رښتنې يې بيان كړو.

12- لنډ فكري او لنډ پاري د اسلامي نړۍ د اختلافاتو لامل دى.

13- تر خپلې وسې پورې مې قرآن مجيد بې له ډلبندۍ او تعصب تفسير كړى او ښو پايلو ته رسېدلى يم.

14- له مخالفينو سره د قرآن مجيد منطق (انا او اياكم ...) دى ، چې دا منطق له غور، سوچ او" لرليد" راولاړ شوی او مسلمين هم بايد ددې منطق لارويان وي.

پرو فيسور محمد سعيد خطيب او غلي:

1- زموږ بنسټيزه مسله دا ده،چې ټول يو امت يو او مسوول يو، چې پر اسلام عمل وكړو.

2- بايد د اسلامي نړۍ ستونزو ته پام وګرځوو.

3- بايد د احاديثو په ټولو كتابو كې له سره نوې كتنه وشي.

4- ټول احاديث د منلو نه دي؛ځكه ډېر داسې شوي،چې د يو حديث په توثيق كې دوه عالمان سره مخالفان شوي دي.

پرو فيسور صالح طوغ

1-غوره به وي،چې راتلونكي ته مو پام وي نه تېرو ته.

2- موږ ټول په يوه بېړۍ كې سپاره يو.

3- په كومو ټکيو كې چې يوه خوله يو،پرهغو ټينګار وكړو.

4- د مسلمانانو د يوالي لپاره د غونډو جوړول .

پرو فيسور حسين اطاي:

1- بايد له مخالفو افكارو سره په مخامخېدو كې سينې پراخ كړو او لرې وګورو.

2- قرآن مجيد پر((تبليغ )) ټينګار كوي او د درز اچوونکيو بحثونو مخنيوى كوي او د شخړو د اواري سپارښتنه پر((التي هي احسن )) كوي.

٣- ما پر خپلو شاګردانو تفاهم او د سينې پراخي تجربه كړې،چې ډېرې ښې پايلې مې تر لاسه كړي.

٤- موږ بايد سمونه له ځانه پيل كړو؛خو په خواشینۍ،بل ته ګوته نيسو او ځان رانه هېر دى .

د شيعه پلاوي څر ګندونې :

اسلام،چې بلنه پيل كړه او خلك يي د الله تعالى لمانځنې ته رابلل؛نو له دې سره جوخت يې د مسلمانانو ترمنځ په خوږ لنۍ او ورورۍ راوستو كې هم زيار ايسته،چې يو موټى او يوه خوله دې وي؛يعنې د((توحيد)) پر بنياد يې ((يوالي)) راوسته او له هر ډول ډلبندۍ،درز او بې اتفاقۍ يې كركه درلوده. د((بني المصطلق)) په سيمه كې چې جګړه وشوه،دوه تنو مهاجرو او انصارو يو له بل سره خوله ووهله او هر يو خپل قوم د ځان د پلوۍ لپاره راوباله؛خو چې پېغمبر(ص)خبر شو ويې ويل: دا بويناكې او ورستې بلنې پرېږدئ.))

وګورئ : ابن هشام ، سيره  نبوي ، 3/ 303 مخ،غزوه بني مصطلق،مجمع البيان،  5/ 293 مخ 

((شاس بن قيس)) يو ځيرک يهودي بوډا و،چې له اسلام ړومبي يې په يثرب كې د ((اوس)) او ((خزرج)) د ټبرونو له بې اتفاقۍ ګټه اخست ه او زبېښل يې؛خو له اسلام وروسته چې د ورورۍ او خوږلنۍ ژوند يې پيل كړ او په يوه مدني ټولنه كې راټول شول؛نو سخته پرې تمامه شوه،هغه و چې يو ځوان يهودي ته يې برنامه وركړه،چې ترمنځ يې د كينې لمبې بلې كړه.يهودي د دواړو ټبرونو د ځوانانو په غونډه كې، د دوى ترمنځ د پخوانيو ترخو جګړو يادونه وكړه او د ځوانانو له احساساتو يې ناوړه ګټه واخست ه،چې د دواړو ټبرونو ځوانانو يو له بل سره په خولو وهلو پيل وكړ او ان وسلوال پاڅون ته چمتو شول،په دې وخت كې رسول كريم (ص) خبر شو او غونډې ته راغى او ويي ويل:((مسلمانانو! بيا هم جاهليت ته مخه كوئ،حال دا چې زه په تاسې كې يم؟خداى پاك تاسې په اسلام پر سمې لار ته سيخ كړئ او له جاهليت سره يې ستاسې اړيكې پرې كړي،له كفره يې وژغورلئ او ستاسې په زړونو كې يې مينه واچوله.))

د پېغمبراكرم خبرې اوبه وې چې د جاهلي تعصب پر لمبو تويې کړې هغوى يې د يهودي له توطئو خبر كړل او يو ځل بيا يې د مينې او خوږلنې لاسونه وركړل.

كه څه دا كنفرانس او غونډه د اماميه شيعه و د پېژندنې لپاره وه ؛خو د يوالي او تفاهم لپاره هم بې ګټې نه وه؛ځكه يوالى په پېژندنې ناشونې کېږي،بايد دواړه ډلې يو بل سمې وپېژني،چې د اصلاح ماڼۍ جوړه كړي،چې پر داسې ماڼۍ نه له دننه ‏تخريبي عوامل او نه له بهره د اسلام ښكاره دښمنان ناوړه اغېزې کړاى شي.

د سني او شيعه مثال،په پيل كې داسې دى لكه چې له لرې د سړي سترګو ته يو تور څيز معلومېږي په لومړنيو شېبو كې سړي ته بلا ښكارېږي؛خو چې ورته نږدې شي؛نو فكر كوي چې انسان دى او چې ښه رانژدى شي؛نو وينې چې دا خو يې وروردى چې له ډ ېر وخته يې ورك كړى دى.حق خبره دا ده،كه د دواړو لوريو ګډ ټكي مطرح شي؛نو وبه كتل شي چې اختلافي او بېل ټكي د ګډ ټکيو پر وړاندې ډېر لږ دي.د شيعه و له خوا د ((سني او شيعه)) پر ګډو ټکيو له وخته كتابونه كښل شوي دي،شيخ طوسي(385- 460) د خلاف په نامه كتاب ليكلی،چې په دې كتاب كې د اهل سنتو د مذاهبو ډېرې فقهي او مذهبي مسلې له شيعه و سره يوشان ښوول شوي همداراز شيخ طبرسي(471- 548)په (الموتلف من المختلف) كتاب كې د دواړو لوريو ګډ ټكي ليكلي دي.

رسول اكرم چي اهل كتاب ( ال عمران – 64 ايت : تعالو الي كلمه سو ا بيننا و بينكم) يوالي ته رابو لي؛نو ولې د يو شريعت لارويان،چې دوه فقهي مذاهب لري د ژوند په مسلو كې يو لاس او يو مو ټى نه شي؟

سني او شيعه مذهبونه د ونې د ډډ دوه څانګې دي يا سني او شيعه مذهبونه له يوه اصله دوه بېلې شوې څانګې دي.د ا دواړه مذهبونه په اصو لوكې يو شان ته نظر لري؛خو په فروعاتو اوڅانګو كې د نورو كلامي او فقهي مذهبونو په څېر بېل بېل ليد لري. اهل سنت دوه كلامي مذهبونه لري. (الف) – اشعري (ب) – ما تريدي .

د ا كلامي مذهبونه په (45) مسلو كي توپير لري؛خو بيا هم اهل سنت دواړه مني؛داځكه بيخ يو دي او دغسې توپيرونه لارويان يې سره نه شي بېلولاى.همداراز اهل سنت څلور فقهي مذ هبونه لري،چي هر يو يې په فقه كې ځانګړى دود لري؛خو په اوسني وخت كې د څلورګونو مذهبونو لارويان په خورا امن او ډاډ يو له بل سره ژوند كوي،كه څه پخوا به يې لږې ډېرې شخړې درلودې او كله كله به يې حالات ترينګلي شول ؛خو بيا به د وخت وا كمنو وضع بېرته كابو كوله.د اهلبيتو مذهب (اماميه شيعه) هم له سني مذهب سره په كلامي او فقهي بېلابېلو مسايلو كې همدغه ډول توپيرونه لري او دغه ډول توپيرونه بايد د ((اشاعره و)) او ((ما تريد يه و)) دكلامي توپيرونو په څېر وګڼو او يا د سني اوشيعه فقهي توپيرونه داسې وګڼو لكه د څلورو فقهي مذهبونو ترمنځ توپير،ځينې بې له څېړنې او پوهې د دواړو مذهبونو ترمنځ عقيدتي،فكري،فقهي او عملي واټنونه ډېر ژور ښيي،حال دا چې دا توپيرونه دومره نه دي چې دواړه لوري يو بل ته وګواښېږي د اماميه شيعه و د فقهي په باب دوه ټكي يادوم :

الف - زموږ ستر فقيه شيخ طوسي (385-46 هه ق ) د((الخلاف)) په كتاب كې،د اسلامي فقهې مذاهبو ترمنځ اختلافي مسلې راټولې كړى،په دې كتاب كې له څېړنې وروسته جوتېږي،چې د اهل بيتو د فقهي فتواوې په اغلبو مسايلو كې د څلورګونو فقهو له يوې فقهې سره اړخ لګوي. په وروستيو وختو كې دا كتاب په شپږو ټوكو كې چاپ شوى او د اسلامي فقهې په باب زموږ ((ليد)) څرګندوي.

[د څېړونكي يادونه:زياتې مطالعې لپاره د محمد انور وليد پينځګونې فقهې ژباړلى كتاب ولولئ،چې لبناني عالم شيخ محمد جواد مغنيه کښلى دى .]

ب – ما د اسلامي مذاهبو د تقريب او پيوستون په يوه غونډه كې په څېړنيزه مقاله كې ثابته كړې،چې زموږ فقه د شخصي حالاتو په باب له څلورګونو مذاهبو سره يوه خوله ده او له دې څرګندېږي چې د دواړو لوريو فقها د نكاح،طلاق او ارث په اغلبو مسايلو كې يو شان نظر لري، دا ځكه د دواړو مرجع ((كتاب الله او سنت)) دي او دا چې د اهل بيتو لارويان د خپلو امامانو پر احاديثو عمل كوي دليل يي دا دي،چې ويناوي يې د آنحضرت(ص) له سنتو راولاړې شوي.يا په بله وينا:دواړه لوري د پېغمبر اكرم(ص) سنتو ته په خورا ارزښت قايل دي او ځانګړى احترام ورته لري.اهل سنت د پېغمبر اكرم (ص) روايات له اصحابو(رضي الله عنهم) اخلي او د اهل بيتولارويان يي پر اصحابو سربېره د آنحضرت(ص) له اهل بيتو اخلي.د دواړو لوريو د اختلاف په باب د يو څېړونكي ليد،له څېړنې ړومبى او وروسته يو مخې اوړي.د عقايدو او فقهي چارو په باب د اصلي كتابو له مطالعې مخكې يې داسې ګڼې چې ((اماميه شيعه)) يوه انحرافي او بې لارې ډله ده؛خو له څېړنې وروسته يې منطقي ښوونځى بولي، چې په كلامي او فقهي ځينو مسايلو كې له اهل سنتو وروڼو سره توپير لري او دغسې پرعكس.

په بنسټيزو اصولو كې د مسلمينو يو رنګوالى[سمول]

د ١٣٧٥ ل په غبرګولي مياشت کې شيخ جعفرسبحاني د اردن په مرکز د " عبدالحميد شومان" په فرهنګي مرکز کې وينا کړى،چې موږ له خپلې موضوع سره په اړه ځينې برخې په پښتو ژباړلې چې په ګډه يې لولو:

د سني او شيعه ګډ ټکي[سمول]

په توحيدي مسايلو کې د اند يوالى :[سمول]

اهل سنت د اهل بيتو له ښوونځي سره په ذاتي،افعالي او عبادي توحيد كې يو شان نظر لري او لږ اختلاف هم د دواړو ترمنځ نه شته .

1 _ " ذاتي توحيد " : سني او شيعه دواړه د خداى تعالى پر وحدانيت او دا چې سارى او شريك نه لري، يو رنګ نظر لري او دې ته " ذاتي توحيد " وايي .

2 _ " افعالي توحيد " :دواړه لورې عقيده لري،چې د مخلوقاتو خالق يوازې "ايکي يو" دى او د طبيعي عواملو اغېزې (لكه د اور سوځول،د لمر او سپوږمۍ رڼا،پر اوبخر د بوټو پالنه او ... ) د"الله" په اجازه دي او كه اجازه يې نه وي؛نو ټول اسباب او علتونه له منځه ځي. كه د اشاعره و په ځينو كليمو كې د طبيعي علتونو موقعيت په بله بڼه مطرح شوى؛نو دا په يو دليل د توحيد په باب مبالغه ده او كه كليمې يې پر دغسې ماناو نه نيسو ؛نو د منطق له مخې د منلو وړ نه دى؛ځكه كله هم د طبيعي علومو ظلي او تبعي اغېزې ناليدلې ګڼلاى نه شو؛لكه چې قرآن مجيد وايي:(وَأَنْزَلَ مِنَ الْسَّمَاءِ مَاءً فَأَخْرَجَ بِهِ مِنَ الثَّمَرَاتِ رِزْقاً لَكُمْ - له اسمانه يې اوبه وورولې، چې ستاسې د روزۍ لپاره يې پرې هر ډول مېوې راوايستلې. ( بقره – 22 آيت )

3 _ " په عبادت كې توحيد " : دواړه مذاهب ګروهمن دي،چې عبادت يوازې "الله تعالى" ته كېږي او بې له هغه ،بل هر موجود كه څومره سپېڅلى هم وي،نه ښايي چې ولمانځل شي؛نو د همدې يو شانته نظر له مخې په لمانځه كې وايو:"اياك نعبدوا و اياك نستعين،ستا عبادت كوو او له تا مرسته غواړو."

4 _ په حاكميت او اطاعت كې توحيد:

په واكوالۍ او سر اېښوونه كې توحيد پردې مفهوم دى،چې بې له هغه بل واكمن او د اطاعت وړ نه شته.(ان الحكم الالله،حكم يوازې د الله تعالى دى.) (يوسف/ 40 آيت) كه پېغمبراکرم (ص) هم واكمن او د اطاعت وړ بولو؛نو داسې نه ده ، چې په ذاتي توګه هغه پر موږ دا حق لري؛بلكې دا خداى تعالى دى،چې دغسې حق يې وركړى:(مَن يُطِعِ الرَّسُولَ فَقَدْ أَطَاعَ اللّهَ- چا چې د پېغمبر اطاعت وكړ؛نو په حقيقت كې د الله تعالى اطاعت يې كړى دى.) (نساء/80 )

5 _ په شفاعت كې توحيد : " بې له الله تعالى بالذات شفيع نه شته " او كه د نورو شفاعت منل كېږي؛نو دهغه په اجازه به وي.( قُل لِلَّهِ الشَّفَاعَةُ جَمِيعاً- ووايه: د ټول شفاعت (اختيار) يوازې له خداى سره دى.(زمر/44 ) (وَلاَ يَشْفَعُونَ إِلَّا لِمَنِ ارْتَضَى‏- او هغوى يوازې دهغه چا شفاعت كوي، چې د خداى خوښه وي(انبياء/28 )

6 _ په تشريع او تقنين كې توحيد :

دواړه مذهبونه عقيده لري،چې خداى تعالى مقنن او مشرع دى او اسماني لارښوونكي د الهي وحې بيانوونكي دي،چې نه يې پرې څه زيات كړي او نه يې كم كړې.د شريعت د فقهاوو او مجتهدينو وظيفه ده،چې له شرعي متونو الهي احكام راوباسي او هېڅ مقام دا حق نه لري،چې حلال ، حرام او حرام،حلال كړي.او دا چې قرآن په ځينو ځايو كې يهود او نصارا مشركان ګڼي،دليل يې دا دى چې د تشريع واګې يې " اخبار او رهبان " ته وركړي او د دې پر ځاى چې له تورات او اسماني كتابو لاروي وكړي،په خبرو پسې تلل،چې خبرو يې له الهي حكم او پرېكړو سره اړخ نه لګاوه.( اتَّخَذُوا أَحْبَارَهُمْ وَرُهْبَانَهُمْ أَرْبَاباً مِن دُونِ- پوهان او رهبان يې خپل اختيارمن كړي ول په حلالو او حرامو كې لاروي يې كوله.( توبه )

د تقنين په مسله كې د اهل بيتو ښوونځي له حيرانوونكې پرمختګه برخمن دى؛ځكه په فقه كې د اهل سنتو روايات له پينځوسوو زياتېږي او دغه شمېر د پېړيو په پوړيو كې د بشري ستونزو په اوارۍ كې د حكم د راايستو لپاره بسياينه نه كوي؛ځكه په نورو ځايوكې ناچاره شول،چې د " اصحابو ويناوو"،"قياس"،"استحسان" او د "سد الذرائع " كچو او معيارونو ته لاس اوږد كړي او له دې لارې الهي حكم راوسپړي،حال دا چې موږ د اهل بيتو له امامانو په دې باب له پينځوسوو زرو زيات روايتونه لرو،چې د پاملرنې وړ شمېر يې اصول او عمومي قاعدې دي،چې په ټول كې په هر وخت كې د وګړي او ټولنې اړتياوې لرې كولاى شي.

نو كه د اهل سنتو فقهاوو،هم د اهل بيتو رواياتو ته مراجعه كړې واى؛نو په "قياس" او"استحسان" نه اخته كېدل؛خو په هر حال په دغسې ځايو كې اختلاف د "واحد امت" د وېش باعث ګرځي.

د الله تعالى صفات:[سمول]

دواړه مذاهب د خداى تعالى د ثبوتي او سلبي (جمالي او جلالي) صفاتو په باب يو رنګ نظر لري.دواړه خداى (ج) عالم،ځواكمن،ژوندى او له جسمي او جمالي صفتونو پاك او سوچه بولي او په ځينو ځايو كې چې اختلافات لېدل كېږي؛نو ريښه يې " كلامي اختلافونو" ته وځي چې په كلامي مسايلو كې پر يو څيز ګروهنه د ايمان او كفر لامل نه ګرځي . له اسلامه بهر چى فلسفي او كلامي مسايل اسلام ته را ننووتل؛نو پر دې مسايلو د څېړنې لپاره لار اواره شوه او اسلامپوهان په لاندې مسايلو كې په دوو ډلو ووېشل شول:

(الف)_د خداى تعالى صفات عين ذات يې دى او يا پر ذات يې سربېره دي.

(ب) _ د خداى تعالى پر خبري صفاتو (لكه يدالله،عين الله) څنګه پوهېداى شو،ايا په مجازي مانا يې تعبير كړو يا يى مانا خداى (ج) ته پرېږدو او يا يې په لغوي مانا تعبير كړو داسې چې له الهي مقام سره مناسب وي.

(ج)_دلته خو خداى په سترګو نه ليدل كېږي؛نو په آخرت كى به يې ليدل څنګه وي ؟

موږ عقيده لرو،چې د دې مسايلو په څېړنه كې اختلاف يو كلامي اختلاف دى،چى د ايمان او اسلام په اصل پوري تړاو نه لري.كه اسلامي متكلمان د سيمينارونو او علمي غونډو په جوړولو دا مسايل وڅېړي او په دې باب د اهل بيتو د امامانو دريځونه هم په پام كى ونيسي؛نو د كلامى توپيرونو زياته برخه به لرې كړاى شي او دا چې لا تر اوسه دا ډول مسايل لا هماغسې پاتې دي دليل يې دادى،چې د دواړو لوريو متكلمينو په وګړني توګه مسايل څېړلي او ډله ييزې څېړنې يې نه دي كړې.

["څېړونكى:په دى باب د عراقي عالم ،علامه سيد مرتضى عسكرې نقش ائمه در احيا دين ( 1 –٢٤) درسونه ولولئ."]

(د) _ دواړه مذاهب الله تعالى عادل ګڼي؛خو پر دې صفت د خداى تعالى ستاېنه د اهل بيتو په ښوونځي كې په يوه لار او د اهل سنتو په ښوونځي كې پر بله لار ده .

د اهل بيتو لارويان پر عقلي تحسين او تقبيح ګروهمن دي او په عقلې دلايلو خداى (ج) عادل ګڼې او د عقل په دې پرېكړه د شرعي قضاوت پلوي هم د ټينګار په توګه راولي،حال دا چې اهل سنت (اشاعره، نه معتزله) عقلي حسن او قبح نه مني او الهي عدل يې له اسماني كتابه راسپړلى او پرې ګروهمن دي.

د عقلي حسن او قبح په باب څېړنې ډېرې په زړه پورې دي او ډېرې كلامي مسلې پرې ولاړې دي؛خو دې ته مو پام وي،چې دغسې توپير سره له دې چې په ځينو كلامي مسايل كې د بېلښت باعث دى؛خو کړاى نه شي ،چې زموږ اسلامي ورورۍ ته زيان ورسوي او پېغمبراكرم (ص) كله هم په دې موظف نه و،چې له مسلمانانو د عقلي حسن او قبح په مسايلو كې اعتراف واخلي. دلته يو ځل بيا وړانديز كوم،چې كه اختلافي كلامي مسايل په علمي غونډو كې په ډله ييز ډول مطرح شي او د اسلامي مذاهبو پوهان او عالمان د يو بل له نظرياتو خبر شي؛نو د اختلافاتو زياته برخه به هواره شي.موږ تل د دغسې غونډو د جوړېدو لېوال يو.

عام او خاص نبوت :[سمول]

دواړه مذاهب ګروهمن دي،چې خداى (ج) د بشر د لارښوونې لپاره پېغمبران عليهم السلام رالېږلي،چې لومړى يې حضرت آدم (ع) او وروستى،چې نبوت پرې پاى ته رسېدلى خاتم النبيين حضرت محمد مصطفى (ص) دى،د دواړو مذاهبو په حديثي كتابو كې شمېر يې يو لك او څلوروېشت زره ښوول شوى دى.

د پېغمبرانو عصمت ځان ته دلايل او مختلفې وجهې لري او دا چې الهي پېغمبران د وحې په اخست و او تبليغ كې نه تېروځى،دواړه لوري يو شان نظر لري. په دې ټول يوه خوله دي،چې پېغمبران له بعثت وروسته له وړو او لويو ګناهونو پاك دي كه څه له بعثته مخكې يې د وړو ګناهونو په باب څه نا څه خبرې شته.

د اهل بيتو د ښوونځي لارويان،پېغمبران له بعثت مخكې او وروسته له لويو ګناهونو او يا له کرکجن او ناکرکجن كوچنيو ګناهونو معصوم بولي، حال دا چې د اهل سنتو په عالمانو كې له بعثته مخكې د پېغمبرانو د ژوند د تشريح په باب اختلافات لېدل كېږي او ځينې له بعثته مخكې عصمت نه مني او يا په شك كې دي او دا ډول اختلافات چې كلامي بڼه لري،د اسلامي يووالى لپاره زيانمن نه دي؛ځكه په افكارو كې توپير د بېلا بېلو دلايلو له مخې وي او تر هغه وخته چي يو لورى د خپلې عقېدې لپاره حجت او دليل لري؛نو د خداى (ج) په نزد معذور دى كه څومره تېروتى هم وي؛خو كه د حق په برلاسۍ او لاسته راوړنه كې كوتاهي او ناغېړي وكړي او يا پلمې لټوي؛نو بيا به د خداى تعالى پر وړاندې مسوول وي.

د خداى كلام حادث دى او كه قديم ؟[سمول]

مسيحيانو د عباسي خليفه مامون الرشيد په وخت كې ( 212 س) دا مسله راپورته كړه،چې د خداى كلام (په تېره بيا قرآن مجيد) حادث دى كه قديم ؟

د دې بې ګټې مسلو له مطرحولو يې موخه دا وه،چې مسلمانان په خپلو كې ونښلوي او په پاى كې څه هم په ګوتو ورنه شي.

دې بحث د هغه وخت ځورېدلو مسلمانانو ته يو دينار ګټه هم ونه رسوله؛خو د بې اتفاقۍ اغېزې يې تر پېړيو پاتې شوې او همدې مسايلو ته په لمن وهلو سره معتزله د ځواكمنۍ څوكې ته ورسېدل؛خو بيا خپله دوى هم پر همدې برخليك اخته شول او د سلطان محمود غزنوي د حكم له مخې له اغلبو اسلامي سيمو د اعتزال د فكري نظام ټغر راټول شو.

دلته مهمه خبره دا ده چې تر څېړنې لاندې موضوع پوره مبهمه او تياره وه او اصولاْ معلومه نه وه،چې اصلي طراحان له دې مسلې څه موخه لري؟؛خو پر مسلې څېړونكې ډلې په دې هڅه كې وې،چې له خپل سيال او مقابل لوري دا اقرار واخلي،چې ګڼې موږ پر حقه يو،په دې ترڅ كې ځينې د كلام الله پر مخلوق والي چوپه خوله شول،چې ګنې پر " اختلاف" او د كلام الله پر حدوث به يې اعتراف كړى وي؛ځكه ګڼله يې كه ووايي چې قرآن مجيد مخلوق دى؛نو ګټه به يې دا وي،چې قرآن د بشرې فكر ځوښا او جوړونه ده او که نه د مشرك وليد بن مغيره خبره به يې رښتيا كړې وي چې : (إِنْ هذَا إِلَّا قَوْلُ الْبَشَرِ؛يعنې دا هسې د بشر خبرې دي (نه د خداى وينا) (مدثر/25 )؛نو له همدې وجهې په ټينګه يې ويل،چې قرآن مخلوق نه دى،چې هغه مفهوم يې رد كړى وي،‏حال دا چې كړاى يې شول د هغه مفهوم په ردولو سره،واقعيت په بله بڼه هم ووايي او هغه دا چې:

قرآن حادث دى يا قديم نه دى يا داسې ووايي چې :

قرآن مخلوق او د خداى فعل دى.

ځينو له دويمني تعبيره هم ويره درلوده؛ځكه فكر يې كاوه چې له كلامه دا ډول توصيف او ستاېنه د خداى تعالى د علم د حدوث په مانا ده او ته به وايې چې د خداى كلام يې د خداى پر علم مانا كړى دی.

لنډه دا چې د مامون الرشيد په زمانه كې يو لاروركى بحث د مسلمينو د بې اتفاقى لامل ګرځېدلى و،چې اغيزې يې تر دوو پيړيو پاتې وې او ډېرې وينې پرې هم توى شوې. دا ډول كلامي مسايل بايد په علمي غونډو او چاپېريال كې مطرح شي او نه ښائي چې كوڅې،بازار او عوامو ته راوايستل شي.

د اهل بيتو د ښوونځي لارويان،حال دا چې قرآن مجيد د خداى تعالى له لوري نازل شوى ګڼي او د خداى تعالى علم،قديم ګڼي،ګروهمن دي،چې د قرآن يوه برخه عيني واقعيات؛ لكه په غزاګانو پورې اړوند آيتونه، له كفارو او منافقينو سره خبرې اترې او همداراز ټول الفاظ او ليكنې يې حادثې دي او قديم يوازې د خداى تعالى مقدس ذات دى .

قرآن مجيد له تحريف او اوښتنې پاك دى:[سمول]

تاريخ راښيي چې مسلمانانو د قرآن مجيد ساتنې ته ځانګړې پاملرنه درلوده.د اماميه شيعه و له نظره قرآن مجيد د آنحضرت(ص) په زمانه كې راټول شوى او اوسنی قرآن مجيد چې تر ټولو مسلمانانو سره دى،د پېغمبر اكرم (ص) په امر راټول شوى.يوازې راوروسته چې څه وشول،هغه د قرآن مجيد د لهجى توحيد او يووالى و؛ځكه عربى پرګنيو په بېلابېلو لهجو كلمې ادا كولې او قرآن مجيد يې له يو رنګى ايسته.د درېم خليفه حضرت عثمان (رض) راټولونه د سورتونو او آيتونو د راټولولو په مفهوم نه ده؛ بلكې د لهجې او قرائت د توحيد پر مانا ده،څو مسلمين د شكل او تلفظ له اړخ يو ډول قرآن ولري چې لهجه يې د پېغمبر د قوم له لهجې سره يو شان وي.

[څېړونکى : په دې باب د ارواښاد ابوالقاسم موسوي خويي د قرآن پوهنې کتاب ولولئ،چې څېړونکي په پښتو اړولى .]

د رسول اكرم (ص) د اصحابانو (رضى الله عنهم ) ځانګړې پاملرنه او لورېنه دا ايجابوي،چې د قرآن مجيد سورتونه،آيتونه،جملې او كلمې په تواتر او پرله پسې توګه راشي د قرآن مجيد سم قرآئت او لوستل، چې د پېغمبر اكرم له قرائت سره سمون لري،هماغه د عاصم قرآئت دى، چې له ام المؤمنين حفصى رضى الله عنها روايت شوی دى.

قرآن د پېغمبر اكرم (ص) تلپاتې معجزه ده او د خداى اراده پرې شوې،چې له هر ډول تحريف او اوښتنې به خوندي ساتل كېږي.الهي وحې د قرآن كريم د ساتنې ضمانت كوي.[ إِنَّا نَحْنُ نَزَّلْنَا الذِّكْرَ وَإِنَّا لَهُ لَحَافِظُونَ=په حقيقت کې موږ قرآن په خپله نازل كړى دى او بېشكه،چې موږ يې پاسوالان يو.](حجر/۹)ايا شونې ده،چې خداى تعالى پر خپلې ژمنې عمل ونه كړي،حال دا چې خپله وايي: [إِنَّ اللَّهَ لاَ يُخْلِفُ الْمِيعَادَ = هو، خداى له خپلې وعدې نه اوړي.(رعد/ 131) دغسې قرآن مجيد ته هر ډول باطل نه شي ننووتى.[ وَإِنَّهُ لَكِتَابٌ عَزِيزٌ لاَ يَأْتِيهِ الْبَاطِلُ مِن بَيْنِ يَدَيْهِ وَلاَ مِنْ خَلْفِهِ تَنزِيلٌ مِنْ حَكِيمٍ حَمِيدٍ =او په رښتيا، چې هرومرو دا يو ناماتى كتاب دى،چې باطل پرې نه مخامخ راتلاى شى او نه له شا؛(ځكه دا) د حكيم ستايل شوي (خداى) له لوري رالېږل شوى دى.(فصلت۴۲،۴۱)

د قرآن كريم د نازلېدو تاريخ ته په پاملرنې سره او دا چې مسلمانانو ساتنې او يادونې ته يې ځانګړې پاملرنه درلوده او همداراز ددې كتاب په مبارك شان كې چې كوم آيتونه راغلي؛نو د دې ګردو ملحوظاتو په پام كې نيوو سره د مسلمانانو ترمنځ مشهوره نظر دا دى،چې قرآن له تحريف او اوښتنې پاك دى او څه چې پر پېغمبر اكرم (ص) نازل شوي،دقيقاً او کټ مټ سينه په سينه او لاس په لاس موږ ته رارسېدلي دي.موږ دلته د اهل بيتو د ښوونځي د پخوانيو سترو شخصيتونو نومونه را اخلو،چې په ډاګه يې ويلي " قرآن " له اوښتنې بچ او خوندي دى:

1 _ فضل بن شاذان ( 260 س كال مړ ) په الايضاح كتاب كې.

2 _ شيخ صدوق ( 306 – 381 س ) په" اماميه وو عقايد " كتاب كې .

3 _ شيخ مفيد په " اًجوبه المساًيل السرويه " 226 مخ او د " اوائل المقالات " 54 مخ كې .

4 _ شريف مرتضى (355 – 436 س ) په " المسائل الطرابلسيه " كتاب كې،چې بيا د شيعه وو مشهور مفسر" شيخ طبرسى "په مجمع البيان ( 1/51 ) كې دهغه وينا هم را اخستې ده. 5 _ شيخ طبرسي ( 471 – 548 س ) په مجمع البيان ( 9/15 ) كى د سيد مرتضى نظريه منلې ده .

6 _ علامه حلي،حسن بن يوسف ( 648 –626 س ) په " المسائل المهناويه " 121 مخ كې وايي :" حق دا دې چې په قرآن كې هيڅ ډول،اړونه،ځنډ،زياتوالى او كموالى نه دى راغلى. "

كه يو څېړونكى د "اماميه شيعه " عالمانو په ليكنو كې څېړنه وكړي؛نو دې پايلى ته به ورسي،چې مشران يې د قرآن مجيد ستر شان له هر ډول اوښتنې او تحريف خوندي ساتل شوى بولي. په دې باب تاسې لوستونكي هم خپله قضاوت وكړئ.په اوسني وخت كې په دې باب د "صيانة القرآن عن التحريف،مصونيت قرآن از تحريف "كتاب ولولئ،چې په فارسي هم اړول شوى دى او په مستدلل ډول يې ښوولې چې "اماميه شيعه " د قرآن تحريف او اوښتنه نه مني.


د اوښتنې روايتونه[سمول]

كه د " اماميه شيعه و " پر عقايدو ځان پوهوئ؛نو كلامي كتابونه يې ولولئ نه حديثي او رواياتي؛ځكه په حديثي كتابو كې سم او ناسم روايتونه دواړه شته او مفهوم به يې دا نه وي،چې ګنې د كتاب ليكوال هغه ټول مني او پر دې سربېره اصولا د عقايدو په باب نه ښائي چې پر هر روايت اعتماد وكړو.

هو له دې منكرېداى نه شو،چې د سني او شيعه په حديثي كتابو كې د اوښتنې په باب روايتونه راغلي،چې د حديث پوهانو له نظره په پوره بې ارزښته دي،چې دا ډول روايتونه د دواړو لوريو (سني–شيعه) د عقايدو ښوونكي نه دي.متاسفانه ځينې ناخبري او يا د غرض خاوندان د شيعه وو په ځينې حديثي كتابو كې د تحريف په باب پر راغليو روايتونه دليل نيسي،چې ګنې دا د شيعه و ګروهنه ده،حال دا چې دا ډول روايات ضعيفو راويانو نقل كړي او په "مرسل" ډول په كتابو كې راغلي او ددې مسلې د سپيناوي لپاره ددې مذهب سترو پوهانو په وار وار څرګندونې كړي؛خو بيا هم مغرضين دا څرګندونې په پام كې نه نيسي او " اماميه شيعه " پر اوښتنې تورنوي!

كه د رواياتو شتون پر عقيدې دليل ونيسو؛نو دغسې روايتونه د اهل سنتو وروڼو په حديثي كتابو كې هم شته چى دوه بېلګې يې دا دي :

لومړى : بخاري او مسلم (رحمة الله عليهما) له ابن عباس (رض) رانقلوي،حضرت عمر(رض) له وروستي حجه راستون شو او وينا يې وكړه او په ترڅ كې يې وويل :" خداى (ج) محمد (ص) په حقه رالېږلى او كتاب يې پرې نازل كړ،له هغو څيزونو،چې پرې هغه نازل كړي د رجم آيت هم دى،چې موږ په هغه وخت كى لوسته او پرې وپوهېدو.پېغمبر اكرم (ص) سنګسار وكړ او له هغه وروسته موږ هم ، له دې وېرېږم كه زمانه لا پسې اوږده شي او يو سړى ووايي،چې د خداى په كتاب كې د رجم آيت نه وينم؛نو هله به د يو فرض په پرېښودو بې لارې او ګمراهي شي. وګورئ:

1 - صحيح بخاري ( 8 \ 208 – 211 مخونه ) باب ( رجم الحبلى )

2 – صحيح مسلم ( 4 \ 167 ) ، ( 5 \ 116 )

امام مالك (رح) په موطا كى له حضرت عمر (رض) د رجم آيت داسې نقلوى:

" الشيخ و الشيخه – اذا زنيا – فارجمو هما البته "

وګورئ : السيوطي ، تنويرالحوالك في شرح موطا مالك ( 3 \ 42 )

دويم : د اومې هجري پيړۍ مشهور مفسر ارواښاد قرطبى ( الجامع لاحكام القراان 14 \ 113 مخ ) د احزاب سورت په پيلامه كې له حضرت ام المؤمنين عايشې رضى الله عنها نقلوي ، چې د"احزاب"سورت دوه سوه آيتونه ول،حال دا چې اوس ( 73 ) دي.

امام احمد حنبل (مسند 5 \ 132 ) له ابى بن كعب (رض) نقلوي،چې د احزاب سورت له "بقره" سورت سره معادل و؛يعنې (286 ) آيتونه و.

د انسان او نړۍ معاد[سمول]

د معاد په باب د دواړو لوريو ترمنځ اختلاف نه شته او ټول د قيامت پر ورځ د انسانانو پر معاد يوه خوله دي.د برزخ (د دنيا او آخرت ترمنځ ژوند) او د قبر د پوښتنې او فشار په باب دواړه يو شان نظر لري او له قرآنه لاروي كوي. ان معتز له او خوارج چې د كبيره ګناهونو كوونكي په اوركې تلپاتې ګڼي؛خو د اهل سنتو او اهل بيتو د لارويانو له نظره مسله داسې نه ده او په دوزخ كې له څه ايسارتيا وروسته راوځي.

د پېغمبر اكرم اصحابو كرامو ته درناوى[سمول]

د اهل بيتو لارويان د پېغمبر اكرم (ص) يارانو ته په احترام او درناوي قايل دي،په تېره بيا هغوى ته چې په مكه معظمه كې يې ايمان راوړى او د بدر،احد،احزاب او حنين په جګړو كې شهيدان شوي،دا ټول د آل عمران د (۱۶۹) آيت مصداق بولي :[ وَلاَ تَحْسَبَنَّ الَّذِينَ قُتِلُوا فِي سَبېل اللّهِ أَمْوَاتاً بَلْ أَحْيَاءٌ عِنْدَ رَبِّهِمْ يُرْزَقُونَ=پېغمبره!) د خداى په لار كې وژل شوي،مړه مه ګڼه؛بلكې ژوندي دي (او) د خپل پالونكي پر وړاندې روزي وركول كېږي!]

بايد په پام كې مو وي،هغه اصحاب(رضى الله عنهم) چى د آنحضرت (ص) له وفات وروسته ژوندي ول؛نو له دې امله چې د رسالت د خاوند په حضور كې حاضر ول او نبوي مباركه رڼا يې كتلې وه،د احترام او درناوي وړ دي؛خو يوازې د پېغمبر اكرم (ص) پر حضور مشرفېدل او مبارك ليده كاته يې پر عدالت يې شاهد نه شو ګڼلاى او له دې اړخ د پېغمبر اكرم اصحاب له تابعينو توپير نه لري؛ځكه دهغه وخت د مسلمينو او اصحابو په ليكو كې بې د تقوى،زهد،جهاد او سرښندنې له بېلګو سست ايمانه،دوه مخي او منافقين هم ول او په قرآن مجيد كې،چې د منافقينو او دغسې انسانانو په باب څومره نيوكې شوي،دغسې يو واقعيت ته اشاره ده؛ځکه د اهل بيتو د ښوونځي لارويان په قرآن كې د دغسې آيتونو په شتون او همداراز په اړوند يې احاديث او تاريخي پېښې راښيي،چې پر ټولو اصحابو د عدالت پرېكړه کړاى نه شو.له دې "تاريخي –كلامي" بحثه چې تېر شو،بايد ووايم چې د وګړيو دعدالت په باب اختلاف يوه شرعي مسله نه ده،چې د اختلاف باعث وګرځي ممكن تاسى يو څوك عادل وګڼئ؛خو هغه بل يى په دې بڼه ونه پېژني.

د اصحابو په باب د "اماميه شيعه و،عقيده،د حضرت على (ك) او امام سجاد عقيده ده،داسې چې: نهج البلاغه 183 خطبه: " اين اخوانى الذين قرو وا القرآن فاحكموه و تد بروا الفرض فا ْ قاموه احيوالسنه واما توا البدعه ؛ يعنې دريغا پر ديني وروڼو مې،هغوی چې قرآن يې ولوسته او دروند يې وګاڼه او د قرآن په فرايضو كې يې تدبر او فكر وكړ او پر پښو يى ودرول ،سنت يې راژوندي او بدعتونه يې له منځه يو وړل. "

امام سجاد (ع ): صحيفه سجاديه څلورمه دعا : اللهم واصحاب محمد خاصه الذين احسنو ا الصحبه والذين ابلوا اليلاالحسن فى نصره ....، يعنې خدايه ! د محمد (ص) ياران او په تيره بيا هغوى چې له هغه سره يې ښه معاشرت او چلن كړى و او له هغه سره په مرسته او لاسنيوى كې ښه ازمېنه وركړې ... "

له دې ځايه د اصحابو په باب د " اماميه شيعه و "پر عقيدى پوهېداى شو،هېڅ يو د اهل بيتو لاروى د پېغمبر د يارانو په باب كينه نه لري؛خو دا پرېكړه د دې مخنيوى نه كوي چې ګنې كوم يو صحابي،چې د تاريخ پر شاهدۍ د شرعې پر خلاف كوم عمل ترسره كړى وي. پر هغه د يو مسلمان وګړي په توګه نيوكه وكړو؛ځكه هغوى د قضاوت په تله كې له تابعينو او نورو مسلمانانو سره يو رنګ دي.

خلافت او امامت:[سمول]

يوازېنۍ مسله،چې د دواړو لوريو ترمنځ يى واټن او بېلتون پيدا كړى،د پېغمبر اكرم (ص) له رحلت وروسته د خلافت او امامت مسله ده . اهل سنت خلافت يو "انتخابي" مقام بولي او ګروهمن دي،چې خليفه بايد د پېغمبر اكرم (ص) له وفات وروسته د امت يا مهاجرينو او انصارو له لارې وټاكل شي. حال دا چې شيعه هغه "تنصيصي" مقام بولي،چې خداى تعالى د پېغمبر(ص) له لارې يې ټاكي.

لومړنۍ ډله وايي،چې د پېغمبراكرم (ص) له وفات وروسته اصحابو ، حضرت ابوبكر (رض) وټاكه او دويمنۍ ډله وايي،چې پېغمبر اکرم(ص) على(ك) په بېلابېلو مناسبتو اوځايو كې د مسلمينو د خليفه په توګه ټاكلى او معرفي كړى لكه د هجرت پر لسم كال له حجة الوداع وروسته په " خم غدير " كې.

په اوسنيو شرايطو كې دا دواړه ډلې څنګه يو ټكى ته راوبولو او د دې ستونزې د اواري لپاره لار چاره شته؟

د پېغمبر اكرم (ص) له وفات وروسته،د خلافت په باب څوارلس پيړۍ بحثونه،څېړنې،خبرې اترې او مناظرې شوي او څوك له پوهې او څېړنې وروسته د دې دوو نظرياتو په ټاكنه كې ازاد دي؛خو دې ته مو پام وي چې د پېغمبر اكرم له رحلت وروسته د امامت او خلافت مسله له دوو ځانګړ تياوو برخمنه ده :

(الف)_له پېغمبراکرم(ص) وروسته د مسلمانانو مشر څوك و؟ ايا دغسې مشر د انتخاباتو له لارې وټاكل شي او يا دا چې د رسالت مقام ښوولى او تنصيص كړى وي؟

(ب)_د پېغمبراكرم له زمانې راوروسته تر ننه پورى د مسلمينو علمي او فكري مرجع څوك ده؟او مسلمانان بايد له قرآن او سنتو وروسته عقايد،احكام او ټول اصول او فروع له كومې ډلې او وګړيو واخلي؟

د (الف) په باب څېړنه تاريخي اړخ لري او په دې باب د ټولو پر مخ ورونه پرانستي دي.او د يوې ډلې ګروهنه نه ښائي،چې د بلې د خپګان لامل وګرځي؛ځكه د امامت مسله د اهل سنتو وروڼو په نزد له اصولو نه؛ بلكې له فرعياتو ګڼل كېږي او د عقايدو او كلام په كتابو كې يې په دې باب څرګندونې شوي دي.

وګورئ :

1 _ سيد شريف،شرح مواقف 344 مخ

2 _ تفتازاني،شرح مقاصد ، 5/232 مخ

لكه چې څنګه په لمانځه كې د تكتف (په ښى لاس د چپ لاس نيول يا لاس تړلي لمونځ كول ) په مسله كې مالكي مذهب له نورو درې ګونو مذاهبو سره اختلاف لري؛خو بيا هم يو له بله سره دښمني نه كوي. امام مالك (رح) وائى:لاس تړلى لمونځ مكروه دى او ښه دى،چې لاسونه پرېښوول شي. حال دا چې درې ګونو امامانو پر استحباب يې فتوا وركړې ده.

همداراز په دې اختلافي مسله كې،چې له پېغمبر اكرم (ص) وروسته مشر او واكمن بايد څوك وي،نه ښايي چې د بېلتون بنسټ وي، ځكه دا مسله د اهل سنتو وروڼو له خوا يوه فرعى مسله ده او په يوه مانا يو تاريخي بحث او څېړنه ده او په تاريخي څېړنه كې اختلاف يو طبيعي كار دى .

[د څېړنکي يادونه :

د دى تاريخي څېړنى لپاره په پرله پسې توګه لاندې كتابونه ولولئ :

1 _ خلافت او ملوكيت ( ارواښاد مودودي )

2 _ ابوذر (عبدالحميد جودة السحاره)

3 _ عدالت اجتماعي در اسلام (بخش سيستم سياسى در اسلام ) د سيد قطب ليكنه

4 _ اشوب بزرګ (طه حسين) د شفيق وجدان ژباړه

5 _ عبدالله بن سبا د علامه سيد مرتضى ليكنه

6 _ تشريح و محاكمه در تاريخ ال محمد (قاضي زنګه زورى بهلول بهجت افندي شافعي مذهبه او د نقشبندي طريقې لاروي )]

د (ب) په باب څېړنه بنسټيز ارزښت لري،ځكه مسلمين بايد د پېغمبر اكرم له رحلت وروسته خپله فكري او علمي مرجع سمه وپېژني،چې دين ترې زده كړي په اخلاص او روڼ ذهن په مسلې پسې ولاړ شي،چې په دې توګه د ستونزو ستره برخه اوارېداى شي.

د دواړو لوريو په كتابو كې راغلي،چې پېغمبراكرم(ص) له ځان وروسته مسلمانانو ته علمي او فكري مرجع د ثقلينو په حديث كې ښوولي: انى تارك فيكم الثقلين كتاب الله و عترتى ما ان تمسكتم بهما لن تضلوا ،ما درته دوه درانه څيزونه پرېښي:"كتاب الله " او "عترت مې" ، كه پر دواړو مو منګولې ښخې كړې،هېڅكله به بې لارې نه شئ."

دا حديث شريف د مسلمانانو د ديني،فكري او علمي مرجع په باب د امت دنده او مسووليت په نښه كوي او له متواترو احاديثو دى،چې په صحيحينو،مسانيدو او نورو معتبرو كتابو كې راغلى د بېلګى په توګه :

1 _ صحيح، مسلم 4/3 – 18مخونه

2 _ سنن، دارمى 2/431 – 432 مخونه

3 _ سنن، ترمذي 5/663

4 _ مسند، امام احمد حنبل 3/17 مخ

5 _ ابن سعد، طبقات الكبرى 2/194

6 _ متقى هندي ، كنزالعمال 1/44

7 _ قندوزى حنفى، ينابيع الموده ( 33 – 44 ) مخونه

8 _ ابن كثير، تفسير 4/113

9 _ ابن عساكر د مشقي شافعي تاريخ 5/436

10 _ زرندى حنفى، در رالسمطين 232 مخ .

په ځينو حديثي كتابو (مستدرك الصححين 1/93 ، د ابن عبدالبر تمهيد 24/231 ، امام مالك موطا 889 مخ 3 حديث ) كې د "عترتي" پر ځاى د "سنتي" تعبير راغلى،كه فرضاً دا سم وي؛نو له مخكېني حديث سره توپير نه لري،بايد ووايو،چې د "سنتي" لفظ د امام مالك په موطا كې د " مرسل" حديث په ډول راغلى،چې د "حديث پوهنې" له مخې دغسې احاديث علمي ارزښت نه لري. دا دواړه احاديث "كتاب الله وعترتى"،" كتاب الله و سنتى"يو د بل ضد نه دي؛ځكه كتاب الله او نبوي سنت معلم،مبين،بيانوونكي،مفسر او توضيح كوونكي ته اړه لري او پېغمبر (ص) راته سپارښتنه كړی،چې زما اهل بيت او عترت د قرآن او سنتو مفسرين دي او ټول مسلمانان يوه خوله دي،چې دوى په علم او عمل كې پر نورو ړومبي ول.

[څېړونکى : د ثقلينو حديث لاندې پينځو سوو اصحابو کرامو روايت کړى دى ]

* پوښتنې:[سمول]

لومړۍ پوښتنه:تاسې مدعي اوسی،چې"اماميه شيعه " د قرآن پر اوښتنې او تحريف ګروهمن نه دي،حال دا چې ستاسې يو ستر محدث " ميرزا حسين نوري"پردې موضوع د "فصل الخطاب" په نامه كتاب ليكلى دى. پر دې سربېره ستاسې له سترو متكلمانو "شيخ مفيد" په " اوائل المقالات" كتاب كې "تحريف" ته لوال په څېر ښكاري؛نو په دې باب څه ځواب لرئ ؟

ځواب :"نوري"چې په خپل كتاب كې د تحريف په باب روايتونه را ټول كړي؛نو ريښې يې درې لاندې كتابو ته رسي،چې د دې كتابو مولفين يا ضعيفه او د اعتبار وړ نه دى او يا مولف ته د كتاب نسبت ثابت شوى نه دى.روايتونه له لاندې كتابو اخستل شوي:

1 _ "القرات" د احمد بن محمد سياري "ليكنه ده چې د " آل طاهر " د دربار يو ليكوال و او "رجال پوهانو" په باب يې ويلي:حديث يې ضعيف، مذهب يى فاسد او غالب روايتونه يې سند نه لري وګورئ :

( الف ) _ شيخ طوسي ، فهرست 47 مخ

( ب ) _ نجاشي ، رجال ( 1/211 مخ )

2 _ د على بن احمد كوفي كتاب،چې پر 352 س كال مړ شوى. رجالپوهانو پر مذهبي فساد او كتابو يې څرګندونې كړي،كه څه " غاليان"ورته پر لوړ مقام قايل دي . وګورئ :نجاشي،رجال ( 1/96 مخ )

3 _ د على بن ابراهيم قمي تفسير دى،چې البته دا خپل تفسير يې نه دى؛بلكې يوه برخه يې د شاګرد ابوالفضل عباس بن محمد علوي تقرير دى او بله برخه يى د " ابى الجارود " د تفسير ورسره يو ځاى كړې او له دواړو يې يو تفسير جوړ كړى."ابوالجارود"له" اماميه شيعه و"رټل شوى او د على بن ابراهيم قمي د شاګرد تفسير د اعتبار وړ نه دى؛خو دا چې بهرني قرائن يې د احاديثو پرسموالى شاهدي وركړي؛ نو ايا پر دغسې يو كتاب اعتماد كړاى شو ؟

كه د رواياتو شتون پر عقيدې دليل وګڼو؛نو په صحيح بخاري، صحيح مسلم او د امام احمد حنبل په مسند كې،چې د تحريف په باب روايتونه راغلي؛ نو دا به پر تحريف د اهل سنتو عقيده وي!

د "اماميه شيعه و" ټولنه دا نه ګڼي،چې ګنې د اهل سنتو عالمان د قرآن مجيد پر اوښتنې ګروهمن دي؛خو په ډاګه بايد ووايو،چې: د "اخبارى " په نامه ځينې افراطي شيعه او له اهل سنتو "حشويه" د روايتونو د راټولولو ډېر ليوال ول او تل يې "كميت" او څومره والى ته پام و،نه "كيفيت" او څرنګوالي ته،چې په دې لړ كې يې د تحريف په باب روايتونه يې هم په خپلو كتابو كې راټول كړي او ګومان يې وه،چې له دې لارې يې اسلام ته خدمت كړى وي. (و هم يحسبون انهم يحسنون صنعا ).

ځان خبر كړئ،چې "اماميه شيعه و " ددې كتاب پر ضد ليكنې كړي او چې کله د "نوري" كتاب چاپ شو؛نو شيعه عالمانو،كتاب يې رد كړ او بې ارزښته يې وګاڼه،هم پر ژوند يې او هم له مړينې وروسته.

دويمه پوښتنه: تاسى چې هر ځل د پېغمبر نوم اخست ه، يوازې د " اكرم " په يادولو مو بسيا كوله حال دا چې هر ځل بايد ورسره "صلوات" بدرګه شي؟ ځواب:له دغسې عالمانه نيوكې مننه كوم.

زموږ ګران پېغمبر وپوښتل شو،چې موږ څنګه پر تاسې صلوات ووايو؟ويى وويل:"اللهم صل على محمد و آل محمد،كما صليت على ابراهيم و آل ابراهيم انك حميد مجيد".

خو په افسوس سره وايم،چې د ځينو اهل سنتو وروڼو صلوات د پېغمبر اكرم له نوم سره د ليكلو پر وخت د پورته دستور له مخې نه دى او يوازې " صلى الله عليه وسلم " ليكي او " آل محمد" ورسره نه ليكي . حال دا چې زموږ پېغمبر (ص) دغسې صلوات ته "بترا" ويلي او ويلي يې دى:"لا تصلوا على الصلاة البتراْ "، آنحضرت (ص) وپوښتل شو"صلوات بترا"څه مانا لري؟ورته يې وويل:چى د صلوات ويلو په وخت كې "آل محمد" تر ما بېل كړى"؛خو اوس هم زموږ په ځينو اهل سنتو وروڼو كې دا ډول صلوات دود د ى،چې پېغمبراکرم(ص) ترې منع كړي يو. وګورئ:

1 _ ابن حجر هيثمي شافعي ، الصواعق المحرقه 233 مخ

2 _ سيوطي،الدار المنثور ( 5) ټوك د احزاب سورت تر 56 آيت لاندې.

دلته يو ټكي ته مو پام را اړوم او هغه دا چې ټول مسلمانان پر ورځني لمونځونو كې پر " آل محمد " صلوات وائي او امام شافعي پر" آل محمد"صلوات د لمانځه له فرضياتو ګڼي (الصواعق المحرقه 233 مخ ) خو ايا كله مو له ځانه پوښتنه كړې،چې ولې پېغمبراکرم(ص) په دې ټينګار كوي چې پر"آل" يې هم صلوات وويل شي ؟ ايا پېغمبر (ص) د مسلې عاطفي اړخ په پام كې نيولى؟

نه هېڅكله!نو دليل يې څه دى ؟

دليل يې دا دى چې تل يې د امت پر ياد وي چې له رحلت وروسته يې "آل محمد" د مسلمانانو مرجع ده.او كه د سياسي مرجعيت په باب يې خبرې اترې او ګړپړ وي؛خو په علمي او فكري مرجعيت كې يې خو بيخي نه شته!!

درېمه پوښتنه:"اماميه شيعه" د پېغمبر اكرم يارانو ته "سپكې سپورې" وايي؛نو کېداى شي چې ورسره يو شو؟

ځواب:ايا "شيعه" عاقلان بولئ كه نه ؟كه عاقلان نه وي؛نو هر ډول مذاكره او خبرې اترې ورسره بى اغيزې دي او كه عاقلان وي؛ نو له ځان سره سوچ او غور وكړي،چې ايا دا شونې ده،چې يوه ډله د يو ستر انسان پر نبوت ګروهمنه وي ؛خو په يارانو (چې خپل ځانونه او مالونه يې دهغه په لار كې "بلهار" او قرباني كړي وي ) پسې يې سپكې سپورى ووائي؟ايا منطقاً دا شونې ده،چې هغه مينه او دغه كينه سره يوځاى وي؟ د اصحابو د سپكو سپورو مسله تحريف او اړول شوې او اصلي خبره د ټولو اصحابو د عدالت مسله ده. اهل سنت وايي : يو لك او څوارلس زره اصحاب په مازې د پېغمبراکرم(ص) په ليدو له هر ډول اخلاقي نادودو او ناوړو كړو وړو پاك او سوتره شوى او ټولو د عدالت جامې اغوستې او د همدې اصل له مخې د ټولو اصحابو روايتونه مني بې له دې چې دهغوى د عدالت او بې عدالتۍ په باب څېړنه وكړي!

خو د اهل بيتو لارويان په قوي دلايلو دا اصل په عمومي توګه نه مني او وايي: صحابه او تابعين د رواياتو په مسله كې يو شان دي او بايد د كړنو او هويت په باب يې څېړنه وشي. البته دواړه ډلې د ځان لپاره دلايل لري او مخكې مې هم وويل چې د صحابه و عدالت له اصولي مسايلو نه دي چې په باب يې اختلاف،حالات ترينګلي كړي.د اصحابانو د تاريخ له څېړنې څرګندېږي چې يو بل يې په فسق تورن كړي او د ټولو پر عدالت يې ګروهه نه درلوده. د "افك" په داستان كې د "اوس" او "خزرج" د قبېلو مشران په نبوي جومات كې يو له بل سره لاس په ګرېوان شول او سپكې سپورې يې وكړې

وګورئ :

صحيح بخاري 5/118 او 119 مخونه.

[څېړونکى : د معالم المدرسين (1/ 138) مولف علامه مرتضى عسكري ليكي:

په اصحابو كې مؤمنين، پالونکي ستايلي او په "بيعت شجره " كې په باب يې وايي:[ لَقَدْ رَضِيَ اللَّهُ عَنِ الْمُؤْمِنِينَ إِذْ يُبَايِعُونَكَ تَحْتَ الشَّجَرَةِ فَعَلِمَ مَا فِي قُلُوبِهِمْ فَأَنزَلَ السَّكِينَةَ عَلَيْهِمْ وَأَثَابَهُمْ فَتْحاً قَرِيباً- په يقين، خداى له مؤمنانو هغه وخت خوشحاله شو چې تر ونې لاندې يې درسره بيعت وكړ؛ نو (خداى) پوه شو چې په زړونوكې يې څه دي؛ نو ځكه ډاډ يې پرې راښكته كړ او په بدل كې يې ورته "نژدې بريا" په برخه كړه؛(فتح/۱۸)

خداي (ج) دا ستاېنه په "بيعت شجره " كې په حاضرو مؤمنانو پورې ځانګړې كړې،چې دا په آيت كې په ډاګه څرګنده ده او كوم منافقين ( لكه عبدالله بن ابي او اوس بن قيظي) چې حاضر ول،دا آيت پرې نه تطبېقېږي.

وګورئ ؛ 1_ واقدي ، مغازي ، 588 مخ د "بيعت شجره " داستان.

2_ مقريزي،امتناع الاسماع 288 مخ

په اصحابو كې منافقين هم ول،چې خداى په ډېرو آيتونو كې رټلي او ويلي يې دي:[ وَمِمَّنْ حَوْلَكُم مِنَ الْأَعْرَابِ مُنَافِقُونَ وَمِنْ أَهْلِ الْمَدِينَةِ مَرَدُوا عَلَى النِّفَاقِ لاَتَعْلَمُهُمْ نَحْنُ نَعْلَمُهُمْ سَنُعَذِّبُهُم مَرَّتَيْنِ ثُمَّ يُرَدُّونَ إِلَى‏ عَذَابٍ عَظِيمٍ=او په چاپېريال کې دې ځينې بانډيڅيان عرب، منافقين دي او(همداراز) د مدينې په اوسېدونکيو كې هم منافقان شته، ته يې نه پېژنې؛ خو موږ يې پېژنو، ژر به ورته دوه ځل سزا وركړو(په دنيا كې د رسوايۍ سزا او د مړيني پر وخت سزا)؛ بيا به (په قيامت كې) د ستر عذاب پر لور راګرځول کېږي! (توبه/۱۰۱)

په اصحابو كې داسې كسان هم ول،چې خداى تعالى د "افك" او تور په داستان كې،خپل محبوب پېغمبر خبر كړى او همداراز داسې كسان هم ول،چې خدای تعالى په باب يې وايي:[ وَإِذَا رَأَوْا تِجَارَةً أَوْ لَهْواً انفَضُّوا إِلَيْهَا وَتَرَكُوكَ قَائِماً قُلْ مَا عِندَ اللَّهِ خَيْرٌ مِنَ اللَّهْوِ وَمِنَ التِّجَارَةِ وَاللَّهُ خَيْرُ الرَّازِقِينَ = او چې كله راكړه وركړه يا لوبه يې وليده؛ نو لوري ته يې وخوځېدل او ته يې پر خپل حال ولاړ پرېښودې، ووايه:((څه چې له خداى سره دي،تر نندارې او راكړې وركړې غوره دي او خداى ډېر غوره روزي وركوونكى دى.)) ( جمعه/۱۱)

البته پوهېږو،چې دا پېښه هغه وخت رامنځ ته شوه،چې رسول اكرم (ص) په جومات كې پر منبر د جمعې خطبه ويله.همداراز په اصحابو كې داسې كسان هم ول،چې رسول اكرم (ص) له "تبوك" نه په راستنېدوكې په عقبه (د هر څيز عقبه) كې په پټه ووژني .

وګورئ : دامام احمد حنبل مسند 5/390 او 453

صحيحح مسلم باب صفات المنافقين

مجمع الزوايد 1/110او 195

واقدي مغازي 3/1042 مقريزي امتناع الاسماع 477 مخ

در المنثور تفسير 3/258 او 259]

(يادونه:د اهل بيتو د لارويانو په احاديثو كي دا پېښه له حجة الوداع په ستنېدوكې د "جحفه" په سيمه كې د "خم غدير" د واقعې له امله وه.

وګورئ:(بحارالانوار 28 /97 د تهران نوى چاپ 1392 س )

په مصاحبت او ملګرتوب كې خو له ازواج مطهراتو بل څوك په لوړه درجه كې نه ول؛خو بيا هم الله تعالى ورته وايي:

[ يَا نِسَاءَ النَّبِيِّ مَن يَأْتِ مِنكُنَّ بِفَاحِشَةٍ مُّبَيِّنَةٍ يُضَاعَفْ لَهَا الْعَذَابُ ضِعْفَيْنِ وَكَانَ ذلِكَ عَلَى اللَّهِ يَسِيراً وَمَن يَقْنُتْ مِنكُنَّ لِلَّهِ وَرَسُولِهِ وَتَعْمَلْ صَالِحاً نُؤْتِهَا أَجْرَهَا مَرَّتَيْنِ وَأَعْتَدْنَا لَهَا رِزْقاً كَرِيماً يَا نِسَاءَ النَّبِيِّ لَسْتُنَّ كَأَحَدٍ مِنَ النِّسَاءِ إِنِ اتَّقَيْتُنَّ فَلاَ تَخْضَعْنَ بِالْقَوْلِ فَيَطْمَعَ الَّذِي فِي قَلْبِهِ مَرَضٌ وَقُلْنَ قَوْلاَ مَعْرُوفاً =د پېغمبرميرمنو! له تاسې چې هره يوه ښكاره بدكار وكړي (؛نو) هغې ته به دوه ګرايه عذاب وركړاى شي او دا (كار) خداى ته اسان دى،د پېغمبر مېرمنو! تاسې هېڅ د(نورو) ښځو په څېر نه ياست؛كه پرهېزګاري كوئ؛ نو په نرمۍ (او ناز) خبرې مكوئ چې پر زړه ناروغ تن درته تمه پيداشي او سمې روغې خبرې كوئ. (احزاب۳۲،۳۱،۳۰ آيتونه)

أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا قُوا أَنفُسَكُمْ وَأَهْلِيكُمْ نَاراً وَقُودُهَا النَّاسُ وَالْحِجَارَةُ عَلَيْهَا مَلاَئِكَةٌ غِلاَظٌ شِدَادٌ لاَ يَعْصُونَ اللَّهَ مَا أَمَرَهُمْ وَيَفْعَلُونَ مَا يُؤْمَرُونَ- كه تاسې دواړه (د پېغمبر مېرمنې له خپل كاره) توبه وباسئ (ستاسې په ګټه ده؛ځكه) چې زړونه مو كاږه شوي دي او كه دواړه د پېغمبر پر خلاف لاس يوكړئ (؛نو زيان ورته رسولاى نشئ)؛ځكه خداى په خپله مرستندوى يې دى او تر هغه وروسته حضرت جبراييل او د مؤمنانو صالح او پرېښتې (هم) ملاتړې يې دي.(تحريم/۴)

الله د كافرانو په باب د نوح او لوط (ع) مېرمنې د مثال په توګه وړاندې كوي هغوى زموږ د دوو صالحو بندګانو مېرمنې وې خو له خپلو مېړونو سره يې خيانت وكړ او دوى دهغوى د الله په مقابل كې هېڅ په درد ونه شو خوړلاى،دواړو ته وويل شول چې ځئ اوله ننووتونکيو سره تاسې هم ولاړې شئ او د مؤمنانو په باب الله د فرعون د ښځې مثال وړاندې كوي چې کله دعا يې وكړه : "زما پالونکيه! "، ما ته له ځان سره په جنت كې يو كور جوړ كړه او د فرعون له عمله مې وژغوره او له ظالم قومه مې خلاصه كړه او د عمران لورمثال راوړي چې د خپل شرمځاى يې ساتلى و،بيا موږ په كې له خپل لوري روح پوكړه او د خپل پالونکي د لارښوونو او د كتابو تصديق يې وكړ او له اطاعت كوونکيو وه.

رسول اكرم (ص) د قيامت پر ورځ د ځينو اصحابو حال داسې بيانوي:" د قيامت پر ورځ زما د امت ځينې وګړي ميدان ته راوباسي او جهنم ته يې لېږي، زه وايم خدايه ، دا زما اصحاب دي، راته ويل كېږي ته نه پوهېږې چې ستا له وفات وروسته يې څه بدعتونه كړي ول او زه هم وايم چې د خداى صالح بنده (عيسى بن مريم) ويل چې : " تر څه وخته چې زه ورسره وم پر حالاتو پوه وم؛خو چې ترې ولاړم ته په خپله څارونكى يې وې او ماته ويل كېږي؛ " ته چې ترې بېل شوې؛نو ډاله سملاسي تېرو ته ستنه شوه".

په بل روايت كې راځي؛زما له اصحابو ځېني،حوض كوثر ته راځي او چې ومې پېژندل له ما يې بېل كړل وايم؛زما اصحابو او خداى تعالى وايي؛ته نه پوهېږې چې له تا وروسته يې څه بدعتوته وكړل؟

په صحيح مسلم كتاب الفضايل كې راغلي؛ماته زما له اصحابو كوثر ته راځي او چې په راتلو كې ورته ګورم له ما يې جلا كوي،وايم خدايه! زما اصحاب دي،ويل كېږي ته نه پوهېږې چې له تا وروسته يې څه بدعتونه وكړل.

وګورئ: صحيح بخاري كتاب التفسير باب او كنت شهيدا ما دمت فيهم كتاب الانبيا باب او( اتخذالله ابراهيم خليلا) ترمذي ابواب حفه القيامه او د طه سورت تفسير صحيح بخاري كتاب الرقاق 4/95 سنن ابن ماجه كتاب مناسك ، 5830حديث د امام حنبل سند 1/453 ، 3/28 ، 5/48

براء بن عازب (رض) ته وويل شو خوښ اوسه چې د پېغمبر صحابي او ملګرى وې او تر ونې لاندې دې ورسره بيعت كړى و، ورته يې وويل؛وراره،ته نه پوهېږې چې له هغه وروسته مو څه بدعتونه وكړل؟

وګورئ: صحيح بخاري كتاب الفتن 5/159 _160 مخونه

دا پورته يادونې سړى دې ته اړ باسي، چې له پېغمبراکرم(ص) وروسته تاريخ ولولي په كوم ځاى كې چې بدعتونه راغلي وي،په نښه يې كړي او سريزه يې دا ده چې انسان لومړى پر حق ځان پوه كړي او بيا پېښې له حق سره وسنجوي.

د مؤمن او منافق د پوهېدو طريقه:[سمول]

دا چې د رسول اكرم په اصحابو كې منافقين هم ول،چې بې له خداىه بل چا نه پېژندل؛نوځكه پېغمبر يوه لارښوونه وكړه چې؛"د مؤمن به علي ښه ايسي او د منافق به بد."

دا حديث امام علي (ك ) ام المؤمنين ام سلمه بي بي، عبدالله بن عباس ،ابوذر غفاري،انس بن مالك اوعمران بن حصين (رضى الله عنهم) روايت كړى چې د پېغمبر په زمانه كې ډېر مشهور حديث و.

ابوذر (رض) وايي: منافقين مو په دې پېژندل چې خداى او رسول يې نه منه له فرضي لمونځونو يې سر غړونه کوله او له علي سره دښمنان ول.

وګورئ : مستدرك صحيحين 3/129 كنز العمال 15 /91 .

ابو سعيد خدري (رض) وايي: درسول كريم په زمانه كې موږ انصارو، منافقين په دې پېژندل چې له علي سره به يې كينه درلوده .

وګورئ؛صحيح ترمذي 13 /167 ابو نعيم حليه الاوليا 6/284

عبدالله بن عباس وايي: د رسول اكرم (ص) په وخت كې به مو منافقين په دې پېژندل چې له علي سره به يې دښمني كوله. (بغداد تاريخ 3/193) جابر بن عبداالله انصاري وايي:موږ به له علي سره پر دښمنۍ منافقين پېژندل.

وګورئ ؛ استيعاب 2/462 رياض النضره 2/284 ذهبي تاريخ 2/198 او مجمع الزوايد 9/133

پېغمبر اكرم د علي په باب دعا كړې:

" اللهم وال من والاه و عاد من عاداه "

خدايه،مينوال يې ښه وګڼه او دښمنان يې دښمن.

 وګورئ : د ترمذي سنن 3/165 باب فضل علي ، 116 ګڼه حديث

نسايى خصايص 14او 30 مخونه،د امام حنبل مسند 1/84 ، 88 ، 118 ، 119 ، 152 ،330 ، 4/281 ، 386 ، 375 ، 372 ، 5/307 ، 347 ، 350 ، 358 ، 361 ، 491 او 568 مخونه،مستدرك الصحيحين 2/129 او 3/9،رياض النضره 2/222 _ 225 بغداد تاريخ 7/377 ، 8/290 12 /343 او نور كتابونه .


يادونه : له امام علي په صحاحو کې (٥٣٦) احاديثه له ام سلمه بي بي (٣٧٨)،له عبدالله عباس (١٦٦٠) له ابوذر ( ٢٨١) له انس بن مالک ( ٢٢٨٦) له عمران بن حصين (١٨٠) له ابوسعيد خدري ( ١١٧٠) او له جابر بن عبدالله انصاري (١٥٤٠) احاديث روايت شوي دي.


د هېواد علمي مرجع او ستر ديني عالم شيخ محمد آصف محسني د " يووالي بنسټيزه لار" وړاندې کوي[سمول]

د هېواد علمي مرجع ستر ديني عالم او د روسانو د يرغلګرو پر وړاندې د پوځي،سياسي او فرهنګي سنګر غښتلي مجاهد محترم آيت الله العظمى شيخ محمد آصف محسني د کندهار اوسېدونکى او د خاتم النبين د علمي حوزې او اخوت اسلامي د ټولنې بنسټګر په ١٣٨٦ل د وري په مياشت کې د پېغمبر اکرم د بختورې زوکړې (١٢-١٧ ربيع الاول) په وياړ د مسلمينو د " يووالي بنسټيز لار" يوه رساله کـښلې چې موږ هم له خپلې موضوع سره په اړه ځينې برخې يې را اخلو:

په اسلام کې د مذهبونو جرړه :[سمول]

    ټول پوهېږي چې د اسلام دين د قرآن او د حضرت پېغمبر اکرم (صلی الله عليه و اله وسلم) پر سنتو ولاړ دى او د عقايدو، اخلاقو، سياست،اقتصاد،ټولنې اوعباداتو اصلي سرچينه همدا دوه څيزونه دي او مسلمانان هم بې له استثناء  کتاب او سنت مني؛نو اختلاف په څه کې دى؟

د مسلمانانو په منځ کې اختلاف دوه جرړى لري:

لومړى اختلاف د حضرت پېغمبر اکرم(صلی الله عليه و اله) له رحلت وروسته د ځايناستي په هکله يې دى. ځينې وايي،چې حضرت پېغمبر اکرم (صلی الله عليه و اله) په دې اړه کوم ځانګړى کس نه دى ښوولى او دا چارې يې د مسلمانانو پر غاړه اچولي او له همدې امله اصحابو په بيړه د بني ساعده و په څپرګې "سقيفه " کې راټول شول او يو تن يې د خليفه او واکمن په حيث وټاکه. ځينې ګروهمن دي حضرت پېغمبر اکرم (صلی الله عليه و اله) خپل ځايناستى او وصي خلکو ته ورپېژندلى و او بايد له غوڅ حکمه يې سرغړونه ونه شي.

    دا اختلاف په هغه وخت کې څرنګه ارزول کېده؟ په دې هکله دقيق معلومات نه لرو(۱) ؟؛خو دې کار وروسته پراخه اړخونه پيدا کړل او په اسلامي ټولنه کې په خورا خطرناکې بڼې راښکاره شو،چې ناوړه اغېزې يې تر ننه تر سترګو کېږي او له همدې ځايه په  اسلام کې د تشيع او تسنن په نومو دوه بېل جريانونه راپيدا شول.

دويم اختلاف دا دى،چې له قرآن او سنتو بايد مسلمانانو ګټه اخستې واى او استنباط يې کړى واى؛ خو د اسلامي عالمانو پوهېدنه ترې يو شان نه وه او هرې ډلې د خپلې پوهې او استعداد له مخې له قرآن او سنتو استفهام او ګټه پورته کوله او په دې توګه د عقايدو په فروعو او فقه کې اختلاف رامنځ ته شو او اسلامي مذهبونه راپيدا شول.

     د سنتو د اثبات ستونزه هم مطرح ده.د مثال په توګه يوه موضوع،چې په يو روايت کې راغلې وي،ځينو پوهانو ته به په اثبات رسېده او عمل يې پرې واجب ګاڼه؛خو همدا حديث نورو پوهانو ته نه دى رسېدلى او که رسېدلى  وي؛نوپه  معتبره طريقه به ورته نه و رسېدلى،چې په دې توګه حجت يې ورته نه درلود  او عمل پرې ونه شو. دلته درېمګړى لامل هم بايد په پام کې ونيسو او هغه د وخت د سياسي او ټولنيزو عواملو په پام کې نيوو سره د پوهانو بشري احساسات او عواطف دي. زموږ استنباط کوونکي پوهان انسانان ول،چې نه ښايي  سل په سلو کې له انساني عواطفو او احساساتو يې لرې وګڼو. 
      هو! له قرآن او سنتو د استنباط او همداراز دهغه وخت د سياسي او ټولنيزو شرايطو په پام کې نيولو سره د پوهانو د بشري احساساتو او عواطفو له امله بېلابېل مذاهب منځ ته راغلي ،چې دا چار نه بايد غير طبيعي او د تعجب وړ وګڼل شي؛ځکه دا دوه پدېدې (فکري توپير،احساسات او د چاپيريال اغېز) د بشر په ژوند کې وى او وي به. او دا د غير معصوم بشر د طبيعت ځانګړنه ده؛خو څه چې کړکېچ زيات کړى او د وينې توييدېنې او بدمرغۍ لامل شوي،دوه نورې لاسوهنې دي،چې دادي:

لومړى دعامو خلکو او د عالم،پير،مرشد او ملا په نامه د مذهبي مشرانو بې ځايه تعصبات دي،چې وړو مذهبي اختلافاتو ته يې لمن وهلې شخړې،تربګنۍ او کورنۍ نښتې يې رامنځ ته کړي او د مسلمانانو ژوند يې تريخ کړى دى. البته که د تعصب مانا له مذهب سره مينه وي؛نو کوم باک نه لري او د مخنيوي وړ هم دى؛خو که مانا يې له نورو مذهبونو سره دښمني وي؛نوبيا به خطرناک وي. د دې تعصبونو لاملونه دوه دي: لومړى يې د خلکو ناپوهي،ناوړه ګټه ، ځانمني او پر ناخبره خلکو واکمني ده.

دويم لامل يې د ښکېلاک او زبېښاک په موخه د سترو هېوادو لاسوهنه ده،چې د ولسونو ترمنځ بې اتفاقي پيدا کوي او د يو ملت د نننۍ ليکې کمزورې کوي او له مذهبي اختلافاتو هم ګټه اخلي. دې دوو[تعصبونو او د دولتونو لاسوهنو]نه يوازې د مذاهبو ترمنځ په درز پيدا کولو کې بسيا ونه کړه؛بلکې پر دروغو او تورونو يې هم لاس پورې کړ او بې خبره مسلمانان يې له يوبل سره پر جنګ واچول. موږ يې دلته د اسنادو له راوړو تېرېږو او په دې هکله ډېرې ناوړې اوازې هم خپرې شوي دي د مثال په توګه،وايي چې د پلاني مذهب لارويان لکۍ لري او يا دهغه بل مذهب لارويان په خپلو مړيو کې لرګي منډي،د پلاني مذهب لارويان د قرآن د حفظ وړتيا نه لري د پلاني مذهب لارويانو ته سپکې سپورې او کنځل روا ګڼي،چې له دې ټولو د څلورو مذهبونو او د اماميه شيعه مذهب لارويان پوره پاک دي. بې له نواصبو ټول اهل سنت د پېغمبر اکرم له اهل بيتوسره مينه لري او بې له غاليانو ټول اهل تشيع دا صحابو کرامو درناوى کوي.

يادداشت: (۱). بخاري په صحيح کې له ام المؤمنين عايشې بي بي روايت کوي،چې حضرت علي (ک) تر شپږو مياشتو پورې له لومړي خليفه حضرت ابوبکر (رض) سره بيعت ونه کړ او د بي بي فاطمې له مړينې وروسته يې د خلکو په ټينګار بيعت ته غاړه کېښووه.


== د شيعه او سني ګډ ټکي

==
    شيعه اوسني په لاندې مسايلو کې يوه خوله دي:

(الف):- په عقايدوکې:[سمول]

١- نړۍ خداى پيدا کړې ده.

٢- معبود يوازې الله تعالى دى او بې له هغه د بل چا عبادت کول شرک دى او مسلمان پرې له اسلامه وځي.

٣- خداى شريک نه لري.

٤- د خداى ذات د درک او پوهېدو وړ نه دى.

٥- خداى ازلي،ابدي او تل تر تله دى.

٦خداى،عالم،قادر،مريد،مختار،سميع،بصير او پر ټولو څيزونو پوه دى.

٧- ټول څېزونه خداى پيدا کړي دي.

٨- خداى ژوندى دى.

٩- خداى،متکلم او صادق دى.    
١٠- خداى له اجزاوو جوړ شوى نه دى.   

١١- خداى جسم او جسماني نه دى (١)

١٢- خداى د پېښوځاى نه دى .

١٣- خداى له خپلو مخلوقاتو سره ګډ نه دى؛بلکې وجود يې د موجوداتو له وجوده بېل دى.

١٤- خداى په هېڅ شي کې نه حل کېږي. 

١٥- خداى بې له خپل ځانه بې نيازه او غني دى.

١٦- ټول مخلوقات خداى ته اړين دي.

١٧- په قرآن او سنتو کې،چې خداى په کوم ډول ښوول شوى؛نو دا سمه ده.

١٨- عرش،کرسي او لوح محفوظ حق دي.

١٩- ملائکې او هغه کتابونه،چې له اسمانه پر پېغمبرانو او په تېره بيا قرآن مجيد،چې پر وروستي پېغمبر حضرت محمد(صلی الله عليه و اله) نازل شوى رښتيني ګڼو.

٢٠- پر انبياووعليه السلام وحې حق ده او د حضرت پېغمبر اکرم(صلی الله عليه و اله) له مړينې وروسته وحې بنده شوې ده.

٢١- قرآن د خداى کلام دى او عمل پرې لازم دى او نبوي سنت پر مسلمانانو په هر وخت کې حجت دي.

٢٢- اسلام نړيوال دين دى او د دنيا تر پايه به الهي دين شمېرل کېږي او بې له اسلامه نور ټول اديان منسوخ او د عمل وړ نه دي. [ان الدين عند الله الاسلام]

٢٣- خداى پر خپلو بندګانو تېرى نه کوي.

٢٤- خداى د انسانانو د لارښوونې لپاره پاک او سپېڅلي کسان غوره کړي او د نبوت مقام ورکړى او خلکو ته يې رسولان او انبياء (عليهم السلام) رالېږلي او اسماني شرايع يې پرې نازل کړي دي.

٢٥- خداى ته د نږدېوالي او مقام له کبله ټول انبياء يو شان نه دي،ځينې پر ځينو نورو غوره دي [تلک الرسل فضلنا بعضهم على بعض]

٢٦- [ لا نفرق بين احد من رسله] ټول پېغمبران(عليهم السلام) د درناوۍ وړ دي.

٢٧- ځينې پېغمبران اولى العزم دي(٢).

٢٨- د وخت په تېرېدو د اسلام په شريعت کې هېڅ ډول بدلون نه شي راتلاى اود څه په باب،چې اسلام حکم کړى بايد تر ابده پرې ټينګ ودرېږو.

٢٩- د قيامت د ورځې سوال او جواب او د عملونو تلل ټول حق دي او انسانان به پر دې ورځ راپاڅېږي.

٣٠- معاد يوازې روحاني نه؛بلکې جسماني هم دى.

٣١- مؤ‌‌منينو ته تلپاتې جنت دی اوکينه کښو کفارو ته هم تلپاتې دوزخ دى.

٣٢- په قرآن او سنتو کې د دوزخ د عذابونو او د جنت د نعمتونو په باب ، چې څه ويل شوي ټول پر حق دي.

٣٣- برزخي نړۍ حق ده.

٣٤- شفاعت سم دى.

٣٥- په قرآن او سنتو کې،چې د برزخي نړۍ په باب څه معلومات راغلي ټول يې مني.

٣٦- له قيامته منکر، مسلمان نه بلل کېږي.

٣٧- د مسلمان ځان او مال محترم دى او تېری پرې جايز نه دى.

٣٨- د شهادت پرکلمه [توحيد او رسالت] اقرار او اعتراف کول لازم دى او د پېغمبر اکرم(صلی الله عليه و اله) راوړي څيزونه سم او رښتيا ګڼل.

٣٩- پر خداى،استازيو،پرېښتو او اسماني کتابونو ايمان درلودل لازم دي.

٤٠- خداى ژوندي کول کوي او مړه کول کوي او هر څوک ټاکلې نېټه لري او خداى روزي ورکوونکى دى.

٤١- د انبياوو معجزات حق دي اوهمداراز د اولياوو کرامات هم.

٤٢- قرآن کريم د پېغمبر اکرم(صلی الله عليه و اله) تلپاتې معجزه ده اوهېڅ ډول کموالى او زياتوالى په کې لار نه ده پيدا کړى.

(ب) په فروعو کې:[سمول]

١- (اولس رکعته) لمونځ په څلوروېشت ساعتو کې پينځه وخته فرض دى.

دوه رکعته د سهار لمونځ دى،څلور رکعته د ماسپښين، څلور د مازيګر ،درې رکعته د ماښام او څلور رکعته د ماسخوتن لمونځ دی ؛خو له پاکوالي او نورو شرايطو سره.

٢-په لمانځه کې قبله،کعبه ده،څاروي مخ په کعبه حلالېږي او مړي هم مخ په کعبه ښخېږي.

٣- د مړي د جنازې لمونځ واجب دى.

٤- په هر کال کې د روژى په مياشت کې روژه نيول واجب دي.

٥- د مالونو زکات ورکول او د فطر زکات ورکول واجب دي.

٦- پر هر شتمن حج کول واجب دي.

٧- په غنيمتونو او ځينې نورو څيزونو کې پينځمه (خمس) ورکول.

٨- د اسلام دفاع او خپرولو ته جهاد واجب دى.

٩- پر نېکيو امر او له بديو منع واجب ده.

١٠- د مړي غسل،کفن او ښخول واجب دي.

١١- په سلام اخست و او اچولو کې بيړه کول.

١٢- د بل سپکاوى،کنځل کول،غيبت،تورلګول،بل ته زيان رسول او بد ګومانونه منع شوي دي.

١٣- تېرى،وژنه،ځان ښوونه او ريا او سود خوړل منع شوي دي.

١٤- زنا،لواط او ځينې سريزې يې منع شوي دي.

١٥- ښځې بايد له نا محرمو ستر وکړي.

١٦- بيع،اجاره،مضاربه او دا شان نورې معاملې او راکړې ورکړې سمې دي.

١٧- په واده کې د مېړه اوښځې د نکاح تړل او په طلاق دهغوى د نکاح ماتول يې او پر طلاقې د عدت پوره کول لازم دي.

١٨- د ديات،قصاص او ضمانتونو د حدودوپه باب د الهي حکمونو پلي کول.

١٩-  د قرآن او سنتو له مخې د ميراث وېشل. او نور داسې په سلګونو واجبات،محرمات او وضعي احکام شته،چې حنفي فقه او جعفري فقه پرې يوه خوله دي؛خو دلته د بحث د اوږدوالي له کبله نه شو يې راوړاى (٣). 


يادداشت:

(١) بې له شيعه و، يو شمېر د خداى پر جسميت قايل دي.

(٢) د اماميه و په عقيده اولى العزمه پېغمبران پينځه تنه دي: حضرت نوح،حضرت ابراهيم، حضرت موسى، حضرت عيسى او حضرت محمد (عليهم السلام)،چې دا ټول له نورو پېغمبرانو غوره دي؛خو په اهل سنتو کې په دې هکله اختلاف دى. 
(٣) د ژباړن يادونه: په دې باب د محمد جواد مغنيه د پينځګونې فقهې کتاب ولولئ،چې په پښتو ژباړل شوى دى.


دشيعه او سني تر منځ اختلافي ټکي[سمول]

دلته موږ د دواړو مذاهبو تر منځ بنسټيزو اختلافاتو اشاره کوو:

الحمدلله د شيعه او سني په منځ د اسلامي عقايدو په اصولو کې (۱) اختلاف نه شته او يوازې د عقايدو په څو جزيي مسئلو کې شته چې دادي: ١- د خداى د تکلم په تفسير کې اختلاف.

٢- اختلاف په دې کې دى،چې د قيامت پر ورځ به مؤمنين خداى ويني او که نه؟ اشاعره يې [د اهل سنتو ډېرى] پر ليدو ګروهمن دي؛خو شيعه او يو شمېر اهل سنت [معتزله او ځينې اشاعره لکه فريد وجدی د شلمې پيړۍ د دايرۍ المعارف په کتاب کې] او فيلسوفان نه يوازې د خدای په نه ليدو ګروهمن دي؛بلکې د عقل له مخې محال او ناشونې يې ګڼي.

٣- د خداى ذاتي صفات لکه علم،قدرت،ژوند او مثالونه يې عين د خدای ذات دی او يا يې پر ذات ورزيات دی. شيعه لومړی نظر مني؛خو اهل سنت په دې هکله اختلاف لري او دېرى اشاعره د خداى پر ذات ورزيات يې بولي.

٤- دا په شيعه او سني کې مشهوره ده،چې په قرآن کې تحريف او اړونه نه ده شوې؛يعنې سورتونه يې کم او ډېر شوي نه دي؛خو ځينو چې شمېر يې ډېر لږ دی خيال کړى،چې دقرآن ځينې آيتونه کم شوي او ددې خبرې اسناد هغه روايتونه بولي،چې دشيعه او سني په کتابو کې را غلي؛خو داشان روايتونه د دواړو لوريو دعالمانو دپام وړ نه دي او پرخلاف يې ځوابونه ورکړي دي. [وانا له لحافظون]

٥- کوم روايتونه،چې په معتبرو سندونو له پېغمبر اکرم روايت شوي دواړه لوري يې حجت بولي؛خو د ځينو روايت کوونکيو په هکله د دواړو لوريو په عالمانو کې اختلاف شته،چې يو شمېر راويان رښتيني ګڼي او يو شمېر دروغجن يا مجهول بولي،چې دا اختلاف د اهل سنتو اوشيعه و د رجالو دعلم په عالمانو کې هم شته دی.

٦- ټول صحابه عادل دي دا د اهل سنتو خبره ده. او يا ځينې يې ښه او ځيني نور يې نا اهله دى،دا دشيعه و نظر دی. دا يو کړکېچن او اوږد بحث دی.

٧- اهل سنت د حضرت پېغمبراکرم(صلی الله عليه و اله) ځايناستي د څلورګونو خلفاوو حق ګڼي او شيعه يې د پېغمبراکرم د کورنۍ په دولس ګونو امامانو پورې ځانګړې بولي.

[څېړونکى : په دې باب وګورئ : کابلى تفسير: د مائدې تر دولسم آيت لاندې شرح .]

٨- د جبر او اختيار له پلوه اماميه شيعه انسان په خپلو کړنو کې مختار بولي او اشاعره (انساني) کړنې د خداى له لوري بولي،چې انسان يې يوازې کاسب دی.

٩- د اهل سنتو مشهور عالمان وايي: چې عام مسلمانان دې په فقهي مسائلو کې د څلورو مذهبونو [ابو حنيفه،مالک بن انس،محمد بن ادريس او احمدبن حنبل،رحهم الله] لاروي وکړي،حال دا چې شيعه وايي د اهلبيتو د دولس ګونو امامانو له نظريو بايد لاروي وشي؛خو د اهل سنتو ځينې عالمان اسلامي مذهبونه يوازې په څلورو مذهبونو کې منحصراو راايسار نه ګڼي.

يادداشت:

(۱)  اسلامي اصول،چې ټول مسلمانان پرې يوه خوله دي او مخالف يې کافر بلل کېږي دا دي:توحيد،نبوت،معاد اوکړاى شو د دين ضروريات هم پرې ورزيات کړو.


== نهو اختلافي ټکيو ته دويمه کتنه

==

١- لومړى ټکی مهم نه دی؛ځکه خداى ته د تکلم صفت بيخي ثابت دی. او د مانا تفسير يې جزيي او علمي خبره ده،چې د پام وړ نه دی.

٢- دويم ټکی به قيامت ته پرېږدو په دې دنيا کې ټول دا مني،چې خداى نه ليدل کېږي.

٣- د ذاتي صفتونو عينيت او يا پر ذات يي زياتوالى پوره علمي مسئله ده،چې عام خلک پرې نه پوهېږي او د خلکو په منځ کې هم د تعصبونو او شخړو لامل نه ده ګرځېدلې؛نو دا موضوع به د کلام په کتابو کې پرېږدو او د نظر د خاوندانو د اجتهاد درناوى کوو.


٤- په څلورم ټکی کې بايد تعجب وکړو. ددواړو لوريو عالمان د قرآن اوړېدنه او تحريف نه مني او په دې هکله راغلي روايتونه هم نه مني اوټول ټينګار کوي،چې نننى قرآن،د خداى قرآن دى او پرې وياړو؛خو ځينې ناپوهان او د غرض خاوندان ټينګار کوي،چې مقابل لوری د تحريف پر ګروهه تورن کړي او په دې هکله د يو عربي هېواد د سخت دريځو او افراطيانو ونډه خورا نامناسبه ده.ان ځينې ادعا کوي،چې دشيعه و قرآن دېرش سپارې نه؛بلکې څلويښت سپارې دی. دا په رښتيا،چې د تعجب خبره ده.د شيعه مسلمانانو په کورونو کې قرآن کريم شته او په اسلامي هېوادو؛ لکه عراق،ايران او لبنان کې چاپ شوي او زه قسم خورم،چې يو شيعه به هم لاتر اوسه پورې د څلويښتو سپارو قرآن نه وي ليدلى (۱)؛خو د دروغو او تورونو بازار لاهماغسې تود دی. او ځينې لاتر اوسه له همدې لارې د خلکو په سترګو کې خاورې اچوي اوغولوي يې؛نو بايد د مسلمانانو پر بدمرغۍ اوښکې توى کړو. ويښ او پوه مسلمانان بايد له دې عبرت واخلي،چې دروغجن څرنګه موهومي اختلافاتو ته لمن وهي او خلک پرې بوختوي. او دوى دا ستر خيانت يا د تعصب له مخې او يا هم دپيسو لپاره کوي ايا پر زړه ء سواندو پوهانو اړينه نه ده،چې ددې دين پلوروونکيو هټۍ وتړي.


٥- د پينځم ټکي په هکله بايد ووايم،چې اهل سنتو خپل روايتونه په صحاح سته او نورو کې او شيعه و له اهل بيتو په اربعه او نورو کتابونو کې راټول کړي دي. اوهره ډله د بلې پر دود عمل نه کوي او د فقهي اختلافونو غټ علت همدا دی.څه چې ويلای شو دا دي : دا څرګند اختلاف يوازې د روايتونو په اسنادو او په طريقه کې يې دى او دا کار په خپله په روايتونو پورې نه؛بلکې د رجالو په علم پورې اړه لري؛داځکه په روايتونو کې اختلاف ډېر نه؛بلکې لږ دی. ډېر مطالب اهل سنتو په خپلو راويانو له اصحابو او له حضرت پېغمبراکرمروايت کړي چې شيعه همدا مطالب په خپلو راويانو د اهلبيتو له امامانو روايت کړي دي.


     دا به څومره غوره وي چې يوه ډله عالمان د شيعه اوسني قريب المعانى[نږدې مانا لرونکي] روايتونه راټول کړي،چې دا به ډېر زيات روايتونه وي.؛نو پردې بايد ونه غولېږو،چې د شيعه او سني روايتي کتابونه د راټولېدو وړ نه دى او اختلاف په کې  ډېر دى. او دې ته مو پام وي،چې د روايت په سند کې اختلاف د روايت د مانا له اختلاف سره يو نه دی او مهم هم دا دويم ټکې دی،چې په کې دومره اختلاف نه شته يا په بله وينا خپله د روايتونو په مانا کې دومره ډېر اختلاف نه شته. 
    ما په ١٣٥٥ل کې (په ژوند کې ددين ګټې) په نامه يو کتاب وليکه او په کابل کې دبيهقي موسسې له چاپ مخکې يو ځل له سره وليد،ما په دې کتاب کې ډېر روايتونه د شيعه و له لارې له امام محمد باقر او امام جعفرصادق(عليهماالسلام) روايت کړي ول،چې دبيهقي موسسې پر ما نيوکه وکړه ،چې تاسې نبوي روايتونه له پېغمبر اکرم (صلی الله عليه و اله) نه؛بلکې له امام محمد باقر او امام صادق روايت کړي؛نو زه په هغه وخت کې پوه شوم،چې د شيعه اوسني روايتونه څومره سره نږدې دي ان دا،چې په الفاظو کې هم سره يو شان دي. په پايله کې له بيهقي موسسې سره له سلامشورې وروسته مې له اهل بيتو راغلي روايتونو د يوې جملې په ورزياتوالي سره ومنل:[امام جعفرصادق(دنبوي احاديثو په روايت) ويلي دي]،چې د اهل سنتو له روايتونو سره،چې په خپله طريقه يې له حضرت پېغمبراکرم(صلی الله عليه و اله) روايت کړي اړخ ولګوي،ما هم ورسره هغه جمله ومنله ؛ځکه پر دې ګروهمن وم څه چې د اهل بيتو امامانو ويلي  د پېغمبر اکرم (صلی الله عليه و اله) له سنتو يې ويلې دي.او په دې هکله امام صادق وايي: موږ اهل رائ نه يو, څه چې وايو له خپلو پلرونو يې وايو،چې هغوى هم له رسول الله روايت کړي دي.
    زه د مقارنې فقهې(۲) او د مقارنو حديثونو په راټولو ټينګار کوم ، چې دا چار د شيعه اوسني د يووالي بنسټ دى. 

٦- شپږم ټکې د صحابه و(رض) عدالت دی،چې په اهل سنتو کې دا مسئله څېړل شوی او ابن ابي الحديد معتزلي د نهج البلاغې په شرح کې په دليلونو او شواهدو دا موضوع اوږده څېړلې ده او د اهل سنتو د عالمانو نظريات يې را اخست ي دي. يو شمېر ټول اصحاب عادل نه ګڼي ؛بلکې وايي،چې په اصحابو کې عدالت (يو) اصل دى (اصالة العدل)؛خو دا چې د چا کړنې د عدالت پر خلاف ثابتې شي.

     شيعه علما وايي: د صحابه و په عدالت ګڼلو کې لومړى بايد د هر وګړي ژوند او کړنې وڅېړل شي او بيا دې قضاوت وشي. ‎چې ما په (بحوث فى علم الرجال) کتاب کې په دې باب څرګندونې کړي. 

د لومړنيو مهاجرينولپاره د عدالت اصل له قرآن کريم لاس ته راوړو. په دې اړه د ټولنيزې سمونې لار دا ده،چې دواړه لورې له افراط او تفريط [غلو او بد ژبۍ] ډډه وکړي او مشهور اصحاب په درناوۍ ياد کړي او بايد چې يزيد او په شان نور يې له امام حسين(،چې د جنتي ځوانانو ښاغلی دی) هم غوره ونه ګڼي. (وکذلک جعلنا کم امه وسطاً)

    اهل سنت بايد د پېغمبر اکرم(صلی الله عليه و اله) له کورنۍ او له دولس ګونو امامانو(عليهم السلام) سره بي ميني ونه ښيي او چې فضايل يې بيانېږي؛نو خپګان دې نه څرګندوي.د اهل سنتو ټول عالمان په يوه خوله او اجماع د پېغمبر اکرم(صلی الله عليه و اله) له اهل بيتو سره مينه واجب ګڼي.ځينو د يزيد،شمر او داسې نورو په ملاتړ کې کتابونه ليکلي دي. ځينې وايي:حضرت حسين د خپل نيکه په توره ووژل شو (نعوذبالله منه). 
    شيعه  بايد په خلفاوو پسې بدرد ونه وايي،چې ددې عمل ناوړه اغېزه دا شوه،چې په مسلمانانو کې يې د کينې تخمونه وشيندل او د پرديو لاسوهنو ته هم لار هواره شوه. زه دلته شيعه وو ته اعلان کوم ،چې په خلفای راشدينو پسې بدرد ويل حرام دي او دا حکم يوازې زما نه؛بلکې ډېر شمېر شيعه عالمان هم مني. د شيعه و بې خبره عوام بايد دې ټکي  ته پام   وکړي،چې د شيعه و د فتواوو ګانو په کتابونو کې   (د مجتهدينو توضيح المسايل وګورئ) په اصحابو پسې د بد رد  ويلو اجازه نه ده ورکړ شوى؛دا خو لا څه چې بد رد ويلو ته په کې ښه ويل شوي وي.   
  
 د تاريخي او عام بحثونو پايله،چې هر څه وي په دې بايد پوه شو، چې د مسلمانانو خپلمنځي شخړې،کينې او وينې توييدنې او ان د اسلام کمزوري کول،چې په هر نامه وي له کبيره محرماتو ګڼل کېږي او شيطان بايد مسلمانان ونه غولوي.د مسلمانانو د يووالي غوره لار دا ده،چې بايد د يو بل د احساساتو له راپارونې ډډه وکړي.
    يو شيعه به هم د امام ابوحنيفه(رح) پر فتوى عمل ونه  کړي او همداراز يو سني به هم د امام جعفرصادق(ع) پر نظر ولاړ نه شي ؛خو د مليونو مسلمانانو د مشرانو په توګه بايد د امام جعفرصادق او د امام ابوحنيفه درناوی وشي او د اسلامي علمي شخصيتونو پر وړاندې بې اعتنايي ونه شي او نه ښايي،چې د يو بل احساسات ټکني شي،چې دا يو ناسم او د ناپوهۍ عمل دی(۳).
     په ارواپوهنه کې وايي:د اصل تر اغېز د وګړي اغيز ډېر دی. علمي اختلاف په اصل کې اختلاف دی،چې په کې شخړه او وينه تويدنه نه شته؛خو د شخصيتونو په اړه اختلاف په وګړي کې اختلاف دى،چې کړکېچ زېږوي؛ځکه په دې باب بايد ډېر ځير او محتاط اوسو او د مذهبونو د مشرانو له سپکاوۍ په ټينګه ډډه وکړو خداى په قرآن کې مسلمانانو ته حکم کوي،چې د کفارو په خدايانو پسې بد رد مه وايئ،چې هغوى هم ستاسې خداى ته بد رد ونه وايي.ايا مسلمانانو ته پکار نه دي،چې له دې حکيمانه حکمه په خپلو دنننيو چارو کې ګټه واخلي؟!

٧- دشيعه او سني په منځ کې تر ټولو کړکېچن اختلاف د خلافت په هکله دی،چې د اسلام له لومړيو وختو راهېسې دوام لري،چې کاشکې دوام يې نه وای موندلی او مسلمانان له دې اختلافه ژغورل شوي واى. اهل سنت وايي: پېغمبراکرم کوم ځانګړې تن خپل وصي او ځايناستی نه دی ټاکلی،خلکو حضرت ابوبکر(رض) د خليفه په توګه وټاکه او بيا يې درې تنه نور هم وټاکل او خلفای راشدين څلور تنه دي،چې غوره او افضل اصحاب دي. شيعه ګروهمن دي،چې امامت د نبوت په شان د خداى له لوري انتصابي دى،نه دا چې خلک يې وټاکي،حضرت علي(ک) د پېغمبراکرم ځايناستې دی او په دې هکله له آنحضرت ډېر نصوص راغلي او له حضرت علي(ع) وروسته امامت يولس زامنو ته يې رسي،چې لاروي يې واجبه ده.

    ددې ليکنې موخه د تاريخي او علمي بحثونو څېړل نه؛بلکې د دواړو لوريو ترمنځ پخلاينه ده،چې شخړې او بد کڅۍ راکمې او مسلمانان يو له بل سره رانږدې شي او په اختلافي چارو کې له مبالغې مخنيوي وشي. 
لومړى خو دا چې د اهل سنتو د عالمانو له نظره خلافت په اصولو کې نه؛بلکې په فروعو کې شمېرل کېږي؛نو ځکه په داسې چارو کې مخالف تن د تکفير وړ نه دی.فرض کړئ،چې اختلاف نه هوارېدونکی دی او په يوې فرعي مسلې پورې اړه لري،چې بايد په دې اړه له پراخې سينې کار واخستل شي. ًللمصيب اجران وللمخطى اجر واحدً څوک ،چې حقيقت ته ورسېد دوه اجره لري او چې تېروت؛نو يو اجر لري او بايد يو بل پړ ونه ګڼو. 

دويم دا چې که له سترګو د تعصب پردې لرې کړو وينو،چې شيعه د خلفاى راشدينو له خلافته انکار نه کوي او ټول پرې اعتراف کوي، چې د حضرت پېغمبراکرم له رحلت وروسته خلکو له حضرت ابوبکر (رض) سره بيعت وکړ بيا له دويم خليفه وروسته له درېم او بيا له څلورم خليفه سره يې بيعت وکړ،چې له بيخه دا يو څرګند تاريخي واقعيت دى او منکرېداى ترې نه شي.

اهل سنت خلافت الهي انتصابي مقام نه ګڼي،چې ګنې د خداى له لوري دې څوک پر خلافت ټاکل شوى وي؛ځکه له نظره يې خلافت يو انتصابي مقام نه دى چې پرې مسئله اختلاف پيدا شي؛بلکې د خلکو پربيعت اتکا کوي،چې څوک ترې منکر نه دى؛نو شيعه د اهلسنتو له دې مدعا منکر شوي نه دي او نه به منکر شي؛نو اهل سنت دې له دې اړخ اندېښمن نه وي. شيعه و ته هم وايم کوم نصوص،چې ستاسې د پام وړ دي،ښايي د اهل سنتو له نظره د دلالت له اړخ ناتمام وګڼل شي؛نو دا چې اهل سنت له اهل بيتو لاروي نه کوي؛نو پړه يې مه ګڼۍ. ايا په عالمانو کې د نظر اختلاف نه شته؟ ناپوهه په دوه ډوله دى:قاصر او مقصر. په دې کې دويم د سزا وړ دی؛خو لومړى د عقل اوشرع له پلوه پړ نه دی.

د خلافت له پېښې يو زر او څوسوه کاله تېر شوي او لا تر اوسه عالمانو ته د حق د څېړنې لپاره لارې چارې په لاس نه دي ورغلي (عوام خو لا پرېږده)؛نو بايد بې ځايه تعصب ونه کړو،چې په عقيده کې خپل هر مخالف مقصر يا دښمن وګڼو او ويې شړو.موږ بايد مذهبي مخالفين له ځانه ونه شړو او خپل وروڼه يې وګڼو او بايد تر اسلامي ضوابطو لاندې يو له بل سره ګډکار وکړو. امامت د شيعه و له نظره د مذهب په اصولو کې شمېرل کېږي؛خو نه د دين په اصولو کې؛يعنې له امامانو(عليهم السلام) منکر له شيعه مذهبه وځي نه داسلام له دينه.

اهلسنتو ته وايم که ستاسې له نظره له اهل بيتو لاروي نه ده ثابته شوى موږ کومه خبره نه لرو؛خو شيعه،چې له اهل بيتو لاروي پر ځان واجب ګڼي، پړه يې مه ګڼئ.شيعه په دې هکله پر هغو روايتونو استدلال کوي،چې ستاسې له لارې راغلي او ددې روايتونو اسناد او دلالت بشپړ او پوره ګڼي؛نو که دوى پر حقه لار تللي وي؛نو تاسې د حقيقت مخالفت مه کوئ او که تېروتي وي؛نو د دښمنۍ او بېلتون وړ يې مه بولئ. که د مجتهد اجتهاد له واقع سره يو شان و؛نو دوه اجره لري او که له واقع سره مخالف و؛نو يو اجر لري،چې بالاخره د دواړو لوريو موخه له پېغمبراکرم(صلی الله عليه و اله) لاروي ده،چې اهل سنت د صحابه و کرامو او شيعه د اهل بيتو له لارې په آنحضرت (صلی الله عليه و اله) پسې روان دي.

[څېړونکى : لکه چې خوشال خټک هم وايي:)

زه خو د زړه درد غواړم په هر يوه مذهب کې

تا زده ستا خبرې چې نقلونه رنګارنګ کړې]

فکر کوم که منطق او انصاف ته مخه کړو پورتني مطالب تر ډېره بريده د تعصب او شخړو دوړې له منځه وړي او دواړه لوري سره رانږدې کوي او د اسلامي ورولۍ لپاره لار هواروي البته که خداى مسلمانان د نالوستو ملايانو او د پرديو لاسوهنو له شره خوندي وساتي.

٨- که د اتم ټکي په هکله " د اسلامي توحيد او وهابيت ته کتنې" کتاب ولولئ،چې دا موضوع په کې اوږده څېړل شوى،په دې کتاب کې راغلي: " د انسانانو د کړنوپه باب،چې اشاعره پر کوم تفسير ګروهمن دي که دلته خوش ذوقي وکارول شي له هغه اختيار سره به اړخ ولګوي،چې اماميه پرې عقيده لري ".

٩- د نهم ټکي په هکله لاندې مطلب ته پاملرنه وکړئ: لومړى دا چې د مشهورو فقهي مذهبونو د انحصار په هکله کوم معتبر دليل نه شته.

دويم دا چې د اهل سنتو ځينو عالمانو هم په څرګنده فتوى ورکړی،چې له څلورګونو مذهبونو بهر اجتهاد هم سم دی.

درېم دا چې امام جعفرصادق (عليه السلام) د امام ابوحنيفه (رحمۍ الله) استاد و او علمي او مانيز مقام يې له امام ابوحنيفه (رح) ډېر لوړ و او لږ تر لږه خو يې علمي مقام د څلورګونو مذهبونو( له امامانو) کم نه و؛نو نه ښايي،چې اهل سنت له امام جعفرصادق پر لاروی نيوکه وكړي.

شيعه بايد د حنفي فقې درناوی وکړي او سنيان هم بايد پر جعفري فقه منښته (اعتراف) وکړي.

که سنيان د اهل بيتو پر فقه عمل نه کوي؛نو شيعه دې ترې نه خپه کېږي؛دا ځکه اهلسنتو ته د اهل بيتوله فقې د لاروۍ اړتيا نه ده ثابته شوى.

اهل سنت پر څلورګونو مذهبونو عمل کول جايز بولي،کړاى شي د شيعه عمل هم سم وګڼي. د الازهر پخواني مشر ارواښاد شيخ محمود شلتوت هم دا شان فتوى ورکړې وه او وپوښتل شو: "ځينې خلك په دې عقيده دي،د دې لپاره،چې عبادتونه او معاملې يي سمې سرته رسولې وي؛نو د څلورګونو مشهورو مذهبونو له احكامو بايد لاروي وكړي په دې څلورګونو مذهبونو كې د اماميه شيعه او زيديه شيعه نوم نه دى اخستل شوى. ايا تاسې دا نظر پوره منئ،چې له اماميه او زيديه مذهبونو لاروي له دين سره كوم ضديت نه لري؟

ځواب: اسلام خپل لارويان يوازې له يو ځانګړي مذهبه پر لاروۍ نه دي اړ كړي؛بلكې هر مسلمان كړاى شي،چې د هر مذهب له احكامو ،چې په سمه توګه روايت شوي وي لاروي وكړي او څوك،چې د دې څلورګونو مذهبونو لارويان وي،كړاى شي بل مذهب ته هم واوړي. جعفرى مذهب،چې په اثنى عشري امامي مذهب مشهور دى د نورو اهل سنتو مذهبونو په شان ترې لاروي كول شرعاً جايز دي؛ځكه مسلمانان بايد پر دې حقيقت پوه شي او د يو ځانګړي مذهب پر وړاندې تعصب ونه کړي؛دا ځكه د خداى دين او شريعت يې په يوه ځانګړي مذهب پورې نه دى تړل شوى او د يو ځانګړي مذهب په انحصار او احتكار كې به هم رانه شي. د ټولو مذهبونو خاوندان مجتهدين دي او اجتهاد يې د لوى خداى په دربار كې قبول دى. څوك چې د نظر او اجتهاد خاوندان نه دي؛نو كړاى شې له هر مذهبه تقليد او له فقهي احكامو يې لاروي وكړي،په دې ځاى كې د عبادتونو او معاملو په منځ كې كوم توپېر نه شته". (د محمود شلتوت لاسليك)

      دا تاريخي فتوى،چې د اسلام ددښمنانو ملاګانې يې ماتې کړې او د متعصبينو او ځېليانو خولې يې ورټپې کړې د ربيع الاول پر اولسمه پر ١٣٧٨ س د قاهرې په ښار کې ورکړ شوه او د الازهر شېخانو دا فتوى د "تقريب بين مذاهب اسلامي" سرمنشي سيد محمد تقي قمي ته په رسمي توګه وسپارله چې د دارالتقريب په رسمي اسنادو کې يې خوندي کړي. موږ د داسې سترو عالمانو پر سپېڅلي روح درود وايو.ددې ليکنې د ليکلو پر مهال خبر شوم،چې د دارالتقريب هلې ځل بيا په قاهره او سوريه کې پيل شوي او د الازهر محترم مشر او د تقريب نړيوالې ټولنې هم وررسره د ملاتړ ژمنه کړې ده. څه موده مخکې په اردن کې د څلوېښتو هېوادو عالمانو يو پرېکړه ليک لاسليک کړ،چې په کې يې بې د اهل سنتو  له څلورګونو مذهبونو د شيعه و اماميه مذهب،زيديه مذهب او اباضيه مذهب يې هم له معتبرو اسلامي مذهبونو وګڼل،چې په دې هکله د نورو معلوماتولپاره زما ((د اسلامي امت د يوالی پلي کول کتا ب ولولئ،چې پر پښتو هم ژباړل شوى دى .))

=[سمول]

( ب) فقهي فروعات : === په ټولو انساني علومو کې د عالمانو په منځ کې د نظر اختلاف شته. دعالمانو فکرونه د څېرو په شان يې بېل بېل دي. همدا فکري اختلافات دعلمي اختلافاتو لامل ګرځي او دا به کله هم دبشر له ژونده بېل نه شي. نه يوازي دا،چې د شيعه او سني په منځ کې د فقهي مسائلو په هکله د نظر اختلاف شته،په خپله د سني عالمانو او ان د نورو مذهبونو په منځ کې هم دا شان اختلاف شته د شيعه علماوو په منځ کې هم د نظر اختلاف شته. دا اختلافات به هېڅکله هم د يو بل د سپکاوۍ لامل نه شي؛نو د شيعه او سني په منځ کې دا اختلاف ولې د دښمنۍ او لرېوالي لامل ګرځي ايا دا يو ډول کم عقلي نه ده؟هر مسلمان بايد د خپلو ګروهو،کړنو او سلوک لپاره شرعي حجت ولري؛خو د حجت په تشخيص کې بايد ځېل او تعصب ونه کار ول شي. دا سمه ده،چې پر نېکيو امر او له بديو منع واجب دي؛خو په ليکنو او ويناوو کې بايد اخلاقې نزاکتونه په پام کې ونيسو،چې د يو بل د احساساتو د راپارولو او د دښمنۍ د پيدا کېدو لامل نه شي.د خپل مذهب د اثبات لپاره کړاى شو،چې کتابونه وليکو؛خو بايد په ليکنو کې احتياط وکړو،چې ددښمنۍ او تاوتريخوالي لامل نه شي. په اسلام کې د فتوى اختلاف مشروعيت لري او ټول عالمان يې د يو څرګند او نه انکارېدونکي واقعيت په توګه پېژني؛خو شراچوونکي اختلاف خلکو ته لانجمن ښيي،چې مخه يې بايد ونيول شي.

يادداشت: (۱) هره ورځ په ګڼو جوماتو کې د قرآن ژباړه او تفسير کېږي،په فاتحو کې ويل کېږي او په سل ګونو فقهي،اخلاقي او تاريخي کتابونو کې پرې استدلال او استشهاد کېږي. (۲) مقارنه فقه لبناني مشهور عالم محمد جواد مغنيه ليکلې،چې پښتو ژباړه يې د پينځګونې فقهې په نامه محمد انور وليد کړې،چې په پېښور کې چاپ شوې او ځينې برخې يې په ١٣٨٢کال په هېواد ورځپاڼه کې او پر ١٣٨٦ ل په راه نجات ورځپاڼه کې هم خپره شوې.همداراز د سني او شيعه د ګډو حديثونو د راټولو او چاپ عمليه د اسلامي مذاهبو د پيوستون د نړيوال مرکز له لوري روانه ده.

(۳) په بخاري کې يو حديث راغلى،چې وايي: که د مجتهد اجتهاد له واقع سره اړخ لګاوه؛نو دوه اجره لري او که نه؛نو يو اجر لري او په هر حال مجتهد په خپل صحيح اجتهاد کې معذور دى.


== قضاوت ==

      ومو ليدل،چې شيعه او سني د اسلام د دين په اصولو کې او همداراز دعقايدو په ډېره برخه کې يوه خوله دي او يوازې په نهو ټکيو کې اختلاف لري،چې موږ ورته د جوړجاړۍ وړانديز هم وکړ؛ځکه له ناپوهۍ،غرور او د حکومتونو له سياست پرته د دښمنۍ،تعصب او ددې دوو ډلو د لرېوالي بل هېڅ لامل نه تر سترګو کېږي او د بېلابېلو مذهبونومسلمانان د قرآن په حکم د يو بل ورونه دي.(انما المؤمنون اخوه) مؤمنان د يو بل دوستان دي (بعضهم اوليا بعض). دلته د مسلمانانو د يووالي په هکله دوه نور عوامل هم څېړو،چې دا دي: 

لومړى دا چې د اسلام دښمنانو د اسلام د کمزورلو لپاره ملا تړلې ده او له هرې لارې بريد ته چمتو ناست دي. او دې موخې ته درسېدو لپاره په ننني وخت کې مذهبي اختلاف ورته يو غوره لار ښکاري؛نو کفار او مزدورانو يې تل دې اختلاف وهلوته ټينګه ملا تړلې ده. او که راويښ نه شو او د مذهبي تعصباتو په لومه کې ونښلو ؛نو بايد پوه شو،چې موږ به ناځانخبري د اسلام او محمدي شريعت پر ضد دريځ نيولى او د دين د دښمنانو موخو ته به مو لار هواره کړې وي.

دويم دا چې نن په ډېرو اسلامې هېوادو کې شيعه او د اهل سنتو څلورګوني مذهبونه ګډ ژوند کوي او اسلامي هېوادونه له اقتصادي او علمي اړخ ډېر وروسته پاتې دي او ناوړه دولتونه پرې واکمن دي. هڅه مو بايد دا وي،چې له دې حالته ځان را وباسو او که د مذهب په نامه له يوبل سره شخړه وکړو؛نو بدمرغي به مو په برخه شي؛ځکه په دې کار نه شيعه  له منځه ځي او نه سنيان او نه يې مذهبونه له منځه ځي. هو! ًخسرالدنيا ولاخره هوالخسران المبين؛يعنې دنيوي او اخروي زيان به مو په برخه شوی وي،چې دا څرګند زيان دی،چې دا واقعيت د متعصبينو په هکله صدق کوي؛خو که اوږه په اوږه د وروروۍ په فضا کې او د تقوى تر سيوري لاندې ګډ کار وکړو؛نو کړاى شو د خپلو خلکو د دنيوي او اخروي نېکمرغۍ لپاره خدمت وکړو.

[څېړونکى :حمزه بابا وايي:

دپــــرو جنبو لعنت له موږــــه ورک کړه

ښه جذبــــــــه د ورورولــۍ دمســــلمان را

اسلامي جهان راغونډ په يـو مرکز کړه

نورجهان چې کړي روښان هغه جهان را

ما حــــــــــــــــــمزه ته يثربي باده خاونده

په ښــــــــــــاغلي پيمانه کې دا فغان را]

د يووالي بنسټيز لار[سمول]

     زما په نظر د يووالي غوره لار دا ده،چې شته وهمونه، بد کڅۍ او لرېوالې له منځه ولاړشي او يا لږ ترلږه کابو شي او په اسلامي هېوادو کې دشيعه او سني داسې مدرسې جوړې شي،چې په کې د شيعه او سني طالبان په ګډه د فقې،حديث،تفسير او عقايدو زده کړې وکړي. له دې لارې به دديني علومو زده کوونکي په غوره توګه يو بل وپېژني د يو بل له عقايدو به خبر شي او يو بل ته به رانږدې شي.د ادب،منطق او نورو علومو کتابونه بايد يو شي.د ديني علومو زده کوونکي بې له دې،چې د خپل مذهب څلور ګوني علوم وايي د نورو مذهبونو څلور کتابونه (عقايد،تفسير ،فقه او حديث) هم بايد د پرتلنې په توګه ووايي او همدا ديني زده کونکي به د مسلمانانو راتلونکي مشران وي او خلک به د يووالي خوا ته رابولي او د پرديو له لاسوهنې،د بې خبره او نالوستو ملايانو او له دننني تعصبونو به په ټينګه مخه ونيسي.

د امامت له پلوه د شيعه و ډلې[سمول]

    شيعه دامامت له پلوه درې فرقې دي:(۱) اماميه اثناعشريه شيعه،چې د شيعه و غټه برخه ده،(۲) زيديه شيعه څلور امامان مني او له څلورم امام (علي بن الحسين عليه اسلام) وروسته د زيد بن علي امامت مني(۳)، اسماعيليه شيعه شپږ امامان مني او له امام جعفرصادق(ع) وروسته د اسماعيل او يا د زوى محمد امامت يې مني.د اسماعيليه و او د ځينو نورو څانګو په هکله ډېرې نورې خبرې هم شته.

[څېړونکى : په دې باب په همدې کتاب کې لاندې عنوان ولولئ .]

    له فقهې اړخ شيعه  دوه مسلکه لري:اصولي او اخباري( اهل حديث)،چې د دوی ترمنځ ناڅيز توپيرونه شته او اخباري مطلق لږکي دي.
    سنيان دعقايدو له پلوه دوه ډلې دي:اشاعره،چې ډېرى دي او معتزله ،چې اوس ښايي ډېر لږ وي او دوى عقلي احکام مني. البته يوه درېمه ډله هم بايد پرې ورزياته شي،چې وهابيان دي. 

له فقهې پلوه سنيان پر څلورګونو مذهبونو (حنفي، مالکي، شافعي، حنبلي) وېشل شوي،چې په اسيايي هېوادو کې حنفي مذهب ډېرى دی او ډېرې يې له مذهبه بهر اجتهاد هم مني. ان هذه امتکم امه واحده وانا ربکم فاعبدون

روڼ اندو ته وړانديز[سمول]

    که په هېواد کې ملي يوالى او ټولنيز عدالت پلي نه شي او کار اهل او وړ ته ونه سپارل شي؛نو پرمخ به ولاړ نه شي.د ملي يووالي له سترو عواملو يو دا دی،چې په هېواد کې د شيعه او سني په منځ کې ناوړه تفاهم له منځه ولاړ شي،چې د بهرنيو لاسوهنو،دنننيو ناپوهانو او د متعصبه او کم علمه ملايانو له کبله پر کړکېچ اوړېدلی دی؛نو ددې نادودې د هواري لار دا ده،چې په اصولي توګه يو بل وپېژني د يو بل له اندونو او عقايدو خبر شي ،چې په ديني او اسلامي ګډو ټکيو کې دواړه لوري قناعت وکړي او پوه شي،چې په منځ کې يې د اختلاف ټکي فرعي او نا څيزه دي.پوهېږو،چې پرعاطفي او اخلاقي لارو د دواړو مذهبونو د لارويانو نږدې کېدل به د لنډ وخت لپاره وي؛نو اړينه ده،چې دا کار له منطقي او معقولو لارو ترسره شي،چې دوام ومومي او په لومړي ګام کې بايد د دواړو لوريو مذهبي عالمان سره رانږدې شي او په خپل منځ کې خوږلنې،مېنه او قناعت پيدا کړي،چې بيا دوی خلکو ته قناعت ورکړي.


بې له مذهبي عالمانو او خلکو،درېم ګړې ډله هم شته،چې کړاى شي د خپل مذهب لارويانو ته قناعت ورکړي،د شيعه او سني په نږدېوالي،د ديني ورورولۍ په ټينګښت او د هېواد په سياسي، ټولنيز او بيارغاونه کې د پام وړ ونډه واخلي او هغه د شيعه او سني روڼاندي او د لوړو زده کړو خاوندان دي؛ځکه مذهبي عالمان او له پوهنتونو فارغ شوي بايد د خپل مذهب له اصولو او عقايدو خبر وي او پوه شي،چې د اسلام ټينګښت او د هېواد د ملي ګټو لپاره تر منځ يې ديني ورورولي،دوستي او ګډ کار د اسلام له نظره روا دی او ښې پاېلې درلوداى شي او دواړه مذهبونه اسلامي دي او د تشيع او تسنن لارويان دواړه مسلمانان دي. دواړه ډلې پر خداى عقيده لري او قرآن د خداى کلام او واجب الاتباع ګڼي او د اسلام پر اصولو(توحيد-نبوت او معاد) ګروهمن دي او پر پېغمبرانو، رسولانو،اسماني کتابونو او پرېښتو ايمان لري او د دين ضروريات لکه لمونځ،روژه،حج،جهاد،زکات،خمس،پرنېکيو امر او له بديو منع کول مني او څه،چې په قرآن او سنتو کې حرام شوي،حرام يې ګڼي لکه شراب، د سرکوزي غوښه خوړل،سود خوړل،ځان ښوونه، زنا او لواط او په فروعاتو کې اختلاف هغه څه دي،چې د مجتهدينو له اړخ د اجتهادي کچو پر بنسټ منځ ته راغلي او د دين لارويانو ته کوم زيان نه رسوي. که مجتهد د واقع له مخې فتوى ورکړې وي او يا تېرتى وي؛نو د اجر خاوند به وي او نيوکه پرې کېداى نه شي. هر انسان پر خپل وس پړ دى او له خپلې وسې پورته څه کړاى نه شي.

ناصبي،غالي او کفار[سمول]

    کوم مذهبونه،چې کله نا کله د شيعه او سني پر ځلانده فضا تپې تېرې راولي؛نو په شيعه او اهل سنت کې نه شمېرل کېږي. شيعه او سني دعقايدو په اصولو او د شريعت په ټوليزو کې يو خوله دي. د سني او شيعه ستونزه له بهره تپل شوې ده.د شيعه او سني عالمانو او پوهانو ته پکار دي،چې ورته د هوارۍ لار پيدا کړي. هو! دا ستونزه لکه دسرطان ددانې په شان په منطق او علم بايد عمليات شي،چې د مسلمانانو بدن پوره روغ رمټ شي.
== په پايله کې د ځينو بې خبره شيعه وو او اهلسنتو دښمني او تربګني دننني او بهرني لاملونه لري: == 

بهرني لاملونه :[سمول]

بهرني لاملونه،کفار او د اسلام دښمنان دي،چې د اسلام د کمزورتيا او د اسلامي هېوادو د ښکېلولو او د شتمنيو د زبېښلو په موخه يې په ډول ډول نومونو نېغ په نېغ او يا هم دناپوهه،سست او کمزوري ايمان ملايانو او يا هم د مزدور ګوندونو او ډلو له لارې،مسلمانان يو له بله بېل کړي او د د نفاق او بدکڅۍ تخمونه يې په کې شيندلي او لا يې شيندي؛ځګه په مسلمانانو کې دا متل ډېر مشهور دی ،چې" تفرقه واچوه او حکومت وکړه ". له دې عامل سره مبارزه او ډغره وهل ډېر ستونزمن دى؛ځکه بهرنيان ډېرې پېسې لري،چې داخلي بې دينانو او د کمزوري ايمان خاوندانو ته يې ورکوي او دوی هم جاسوسۍ او ان د باطلو اديانو د خپرولو او له ملي ګټو سره د خيانت لپاره چمتو ناست دي،دوى تشکيلات لري ,خپرونې لري, خپل اربابان يې پر ملا ټپوي حال دا چې خپل ټول شرف يې پر پيسو پلورلی دی.

دنننې لامل :[سمول]

په دې لامل کې درې ډلې دي،چې مسلمانان له يوبله بېلوي،چې دا دي:

١- ناپوهه،ساده،متعصبه د ګېډې نوکران او ځانمي ملايان،چې د نوم او ډوډۍ لپاره په ناحقه مذهبي تعصبونو ته لمن وهي او بې خبره عوام بې لارې کوي او دين،چې د مسلمانانو په منځ کې د مينې او محبت لامل دی پر دښمنۍ او فساد يې اړولی دى.د کفارو له شره ددوى شر ډېر اغېزمن دى.

٢- ناصبيان:دوى د حضرت پېغمبراکرم(صلی الله عليه و اله) په اهل بيتو او لارويانو پسې هر ډول دروغ او سپکې سپورې وايي. د شيعه و ځينې بې خبره خلک ګومان کوي،چى ټول اهل سنت به همدا شان وى؛نو ځکه مطلق اهل سنتو ته بد ګوري،حال دا چې ناصبيان ډېر لږ دي او اهل سنت د پېغمبر اکرم د اهل بيتو درناوې کوي او د دوستۍ پر واجبوالي يي يوه خوله دي،چې موږ به په دې لېکنه کې دا موضوع ثابته کړې.

٣- غاليان: دوى د اهل بيتو د امامانو مرتبه د الوهيت (نغوذ بالله) تر پولې پورته وړي او قهراً د اصحابو کرامو بې احترامي کوي.

شيعه بايد پوه شي،چې هر سني ناصبي نه دى، ناصبيان يوه کوچنۍ ډله ده،چى ډېر يې دم ګړۍ په يو عربي هېواد کې اوسېږى او افراطي فعاليتونو يې اسلامي نړۍ ته ډېر زيانونه رسولي او سنيان هم بايد پوه شي،چى په شيعه مذهب کې غاليان پر کفر تورن دي.

لکه څرنګه،چى ناصبيان په اهل سنتو پورې اړه نه لري،غاليان هم په شيعه و پورې اړه نه لري.که موږ (مسلمانان) دا دوه ډلې له ځانه لرې کړو او وسوسو ته يې غوږ ونه نيسو؛نو ښه به رانږدې شو.

راپارونکې او بنسټيزه موضوع[سمول]

    الحمدلله په شيعه او سني کې د دين په اصولو [توحيد،نبوت او معاد] کې اختلاف نه شته؛خو په څه کې،چى اختلاف دى او مسلمانان يې په دوو برخو[سني او شيعه] وېشلي، د اهل بيتو او صحابو مسئله ده.
    اهل سنت د صحابه کرامو(رض) لاروي کوي او د آنحضرت (صلی الله عليه و اله) احاديث يې دا صحابو کرامو له لارې راوړي دي.
    شيعه د اهل بيتو لاروي کوي او د آنحضرت (صلی الله عليه و اله) حديثونه يې د اهل بيتو د امامانو له لارې راوړى،چې د شيعه او سني توپير همدا دى.

په دې هکله لاندې ټکيو ته پام وکړئ.

١- د دواړو ډلو ډېر حديثونه په الفاظو او مانا کې يو شان دي؛ځکه اصلي سرچينه يې يوه ده او هغه آنحضرت(صلی الله عليه و اله) دى او توپير يوازې د نقل (او روايتونو) په طريقه کې دى،چى دا خو کومه ستونزه نه ده.

٢- ټول حديثونه په قطعي او غوڅه توګه نه دي رارسېدلي او د راويانو تېروتنې او دروغ د توپير لامل شوی يې دی؛ځکه په راټول شويو حديثو او ان د شيعه او سني د عملي فروعو په کتابونو کې هم د حديثونو توپير (او تعارض) تر سترګو کېږي.

٣- که په يو مذهب کې وي او که په دواړو کې،د راويانو وثاقت ،ډاډمني ، ناپوهي او کمزوري د حديث په اعتبار او نه اعتبار کې د پام وړ اغېز لري او دا هم يو ډول نظري او علمي بحث دى چې بايد ډېر ټينګار پرې ونه شي.

٤- د سنت د راخست و په طريقه کې بايد د نظراختلاف د بدکڅۍ لامل نه شي،انسانان په بېلابېلو مسايلو کې د نظر اختلاف لري. په تېره بيا چې کله په ټولېزه توګه د دين په اصولو او فروعو کې په يو اند وي؛نو عقل دا وايي،چى بايد د يو بل د اند درناوى وکړو.

څه چې د شخړې او لرېوالي لامل ګرځي دا دی،چې يو لوری د بل لوري د مقدساتو سپکاوى وکړي او مخکې مو وويل،چې دا د غاليانو او ناصبيانو کار دی،چې پرلږيدلي اور تېل اچوي،چې دا له اسلام،مسلمانانو او افغانستان سره خيانت دى.


== په قرآن مجيد کې د اهل بيتو او اصحابو مقام ==

قرآن اسماني کتاب دى او ټول مسلمانان يې مني،قرآن هم د اهل بيتو مقام لمانځل او هم يې پرهيزګار اصحاب ستاېلي؛نوځکه شيعه موظف دي،چې د اصحابو درناوى وکړي او اهل سنت هم مکلف دي،چې له اهل بيتو سره مينه ولري.

قران ( توبه ۱۰۰ ايت)دا صحابو په هکله وايي:

وَالسَّابِقُونَ الْأَوَّلُونَ مِنَ الْمُهَاجِرِينَ وَالْأَنْصَارِ وَالَّذِينَ اتَّبَعُوهُم بِإِحْسَانٍ رَضِيَ اللّهُ عَنْهُمْ وَرَضُوا عَنْهُ وَأَعَدَّ لَهُمْ جَنَّاتٍ تَجْرِي تَحْتَهَا الْأَنْهَارُ خَالِدِينَ فِيهَا أَبَدَاً ذلِكَ الْفَوْزُ الْعَظِيمُ ژباړه: او د مهاجرينو او انصارو لومړني مخكښان او هغوى، چې په نېکيو كې ورپسې ولاړل،خداى له هغوخوښ او هغوى (هم) له خدايه خوښ شول،هغو ى ته يې د جنت باغونه تيار كړي، چې تر ونو لاندې يې ويالې بهېږي او تل به پكې اوسېږي او دا ستره بريا ده !(توبه/۱۰۰)

يو شيعه هم له دې آيته منکر نه دى؛نوځکه اهل سنت دې ډاډمن وي،چې شيعه په آيت کې د اشاره کړای شويو اصحابو درناوى کوي او د عزت وړ او ستر يې بولي او همداراز قرآن داهل بيتو په هکله واېي:

إِنَّمَا يُرِيدُ اللَّهُ لِيُذْهِبَ عَنكُمُ الرِّجْسَ أَهْلَ الْبَيْتِ وَيُطَهِّرَكُمْ تَطْهِيراً =بېشكه خداى يوازې غواړي،چې له تاسې"اهل البيت =نبوي كورنۍ" چټلي او ګناه لرې كړي او پوره موسپېڅلي كړي. (احزاب/٣٣) چټلي اوګناه د((رجس)) مناسبه مانا ده ؛چې اهل البيت ترې پاک اوسوتره شوي دي .

    د اهل سنتو دروايتونو له مخې،چې وروسته به وويل شي له اهل بيتو مطلب حضرت پېغمبراکرم،على،فاطمه،حسن، او حسين دي (چې ددې ټولو په سر کې آنحضرت صلی الله عليه و اله دي) 

کوم سني له دې ايته سترګې پټولای شي ؟ نو زه شيعه و ته ډاد ورکوم،چې اهل سنت د همدې قرآني ايت له مخې د پېغمبر اکرم(صلی الله عليه و اله) اهل بيتو ته ګوري. کله چې اهل تشيع د اصحابو درناوى کوي او په دروند نظر ورته ګوري او اهل سنت هم د اهل بيتو درناوى کوي او په دروند نظر ورته ګوري؛نو د شيعه او سني په منځ کې بله څه ستونزه ده؟ آيا د اسلامي ورورولۍ، دوستۍ،خيرغوښتنې او ګډکار په لار کې کوم بل خنډ شته؟ د ناپوهۍ،احقمانه تعصب او د پرديو د لمسونو او بې له مزدوارنو په دې لار کې بل څه خنډ نه شته. ان هذه امتکم امه واحده وانا ربکم فاعبدون.واعتصموا بحبل الله جميعا و لاتفرقوا. انماالمؤمنون اخوه فاصلحوا بين اخويکم.

د اهــــل سنتو په احاديثو کې د اهل بيتومقام[سمول]

       اهل بيت د اهل سنتو د عالمانو له نظره ستر مقام لري او موږ ددې خبرې د اثبات لپاره د اهل سنتو له معتبرو کتابونو څلويښت حديثونه راټول کړي،چې دواړو لوريو په منځ کې د يووالي جرړې لاپسې ټينګې شي.

(١) ام المؤمنين عايشه بي بي وايي:

يو سهار پېغمبر اکرم بهر راووت او د تورو وېښتانو چپنه يې پر تن وه،وروسته امام حسن راغی او آنحضرت تر چپنې لاندې ننه ايست،ورپسې امام حسين راغى او تر چپنې لاندې يې ننه ايست، ورپسې فاطمه راغله او تر چپنې لاندې يې ننه ايسته ورپسې علي راغى او پر هغه يې هم چپن واچوله او بيا يې وويل: إِنَّمَا يُرِيدُ اللَّهُ لِيُذْهِبَ عَنكُمُ الرِّجْسَ أَهْلَ الْبَيْتِ وَيُطَهِّرَكُمْ تَطْهِيرًا "

وګوریء: ( صحيح مسلم ۱۵ /۱۹۴)      

(٢)له حضرت ابوهريره(رض) په يو روايت شوي حديث کې راغلي،چې: حسن يا حسين يوه کجوره راواخست ه او خولې ته يې يووړه،پېغمبر اکرم (صلی الله عليه و اله) له خولې يې راوايسته او ورته يې وويل: نه پوهېږې ،چې آل محمد صدقه نه خوري؟

وګوریء: (صحيح بخاري ١٤١٤ ګڼه حديث،دکتاب الزکات برخه همدا شان روايت صحيح بخاري په ١٤٢٠ شمېره او ٢٩٤٣ ګڼو او دصحيح مسلم داتلسم ټوک په لومړي کې هم راغلى دی).

(٣) له حضرت ابوهريره(رض) په يو روايت شوي حديث کې راغلي: پېغمبر اکرم (صلی الله عليه و اله) د حسن پـــر غاړه لاس واچو، ښکل يې کړ او ويې وويل: خدايه! تــــــــــــه دا ښه وګڼه او هغه هم ښه وګڼه،چې د چا ورسـره مينه وي.

وګوریء: (صحيح بخاري ٢٠١٦ګڼه حديث)

(٤) له حضرت سعد (رض) روايت دى،چې کله دا آيت نازل شو:تعالو اندع ابناءنا وا بناوکم ونساءناونساءکم.....

رسول الله (صلی الله عليه و اله) علي،فاطمه،حسن او حسين راوغوښتل اوويې ويل:خدايه! دا زما اهل دي. وګورئ: (د جامع ترمذي ۳۲ ټوک،يا درېم مخ په سمو اسنادو) دا حديث اهل بيتو ته سترې ځانګړنې او فضايل ثابتوي.

(٥) له حضرت ابى سعيد(رض) روايت دی چې: ًقال رسول الله (صلی الله عليه و اله) الحسن والحسين سيد شباب اهل الجنهً. رسول الله (صلی الله عليه و اله) وايي: حسن اوحسين د جنتي ځوانانو ښاغلي دي.

وګوریء:( جامع الترمذي ۲۲۳ مخ)

(٦) له ابى هريره روايت دی چې: رسول الله وويل: جعفر مې وليد،چې په جنت کې له پرېښتو سره الوته.

وګوریء: (جامع الترمذي ٢٢٣مخ)

(٧) له حضرت يعلى ابن مره (رض) روايت دی چې آنحضرت (صلی الله عليه و اله) وويل: حسين له ما دى او زه د حسين يم خداى دې هغه ښه وګڼي،چې له حسين سره يې دوستي وي؛نو حسين مې له ځوځاته دی.

وګوریء: (جامع الترمذي ٢٢٥)

(٨) حضرت براء(رض) وايي: د حديبې په سوله کې آنحضرت (صلی الله عليه و اله) علي ته وويل: زه له تا يم او ته له ما يې . وګوریء: (صحيح بخاري ګڼه٢٥٥٢).

(٩ ) حضرت سهل ساعدي (رض) روايت کوي چې: حضرت پېغمبر اکرم (صلی الله عليه و اله) د خيبر پر ورځ وويل: زه به سبا بېرغ هغه ته ورکوم،چې خداى به بريا يې پر برخه کړي. خداى او رسول يې خوښ دي اوخداى او رسول يې هم هغه خوښوي. خلک د شپې په فکر کې ول،چې د اسلام بېرغ به چاته ورکړ شي؟ سهار ټول اصحاب په هغه هيله ول،چې پېغمبر اکرم وويل:علي چېرته دى؟ ورته وويل شو سترګه يې خوږېږي. آنحضرت يې پر سترګه د خپلې خولې لاړې ومښلې او ورته يې دعا وکړه د حضرت علي سترګه سمدستي داسې روغ شوه؛لکه چې کله هم نه وه خوږه،بيا يې ورته بېرغ ورکړ.حضرت علي وويل:ورسره به وجنګېږم،چې له موږ په څېر (مسلمان) شي؟ آنحضرت وويل: په ورو ځه،چې (د خيبر يهودانو) ورورسېږې،بيا اسلام ته يې وبله او له هغو يې خبر کړه،چې پرې واجبېږي.پر خداى سوګند که خداى په تا چاته لارښونه وکړي ؛نو دا به درته تر زرو سرو اوښانو(دا اوښان په عربو کې ارزښتمن ول ) نه هم غوره وي .


وګوریء:(صحيح بخاري دجهاد کتاب ٢٨٤٧ ګڼه، صحيح مسلم ١٢/١٨٥)

ټول پوهېږو،چې حضرت علي (ک)فوق العاده د خيبر کلا فتح کړه،چې د خيبر پر فاتح مشهور شو .

(١٠) له عايشې بي بي ( رضي الله عنها ) روايت دی،چې: پېغمبر اکرم (صلی الله عليه و اله) د مړينې د ناروغې پر مهال فاطمې بي بي ته وويل: ايا خوښه نه يې،چې د جنتي ښځو يا د مؤمنو ښځو بي بي اوسې؟

وګورئ: (صحيح بخاري د مناقبو کتاب ٣٤٢٦ ګڼه،صحيح مسلم ټ ١٨ /٥٦)

(١١) له حضرت مسوره (رض) روايت دی،چې حضرت پېغمبر اکرم(صلی الله عليه و اله) وويل: فاطمه زما دوجود يو ټوټه ده،چا چې پر غوسه کړه؛نو زه به يې پر غوسه کړی يم .

وګوریء:(صحيح بخاري،فضايل الصحابه ٣٥١٠ ګڼه)

(١٢) له حضرت سعد (رض) روايت دی چې حضرت پېغمبر اکرم (صلی الله عليه و اله) حضرت علي (ک) ته وويل:[ اما ترضی ان تکون منی بمنزله هارون من موسی.] خوښ نه يې،چې ما ته داسې اوسې؛ لکه هارون،چې موسى ته و؟

وګورئ: (صحيح بخاري٣٥٠٣ګڼه دفضايل الصاحبه کتاب) او مسلم په صحيح کې زياتوي: الا انه لا نبى بعدى خو دا،چې له ما وروسته نبي نه شته؛يعنې کوم مقامونه،چې د حضرت موسى له خوا هارون ته ول،تا ته هم شته؛خو هارون نبي و او ته د نبوت مرتبه نه لرې؛ځکه زه ًخاتم النبيينً يم.

(١٣) د حضرت زيد ابن ارقم (رض) د حديث په ترڅ کې راغلي چې رسول الله (صلی الله عليه و اله) يوه ورځ د مکې او مدينې په منځ کې اوبو د ډنډ تر غاړې ، د خداى له ستاېنې وروسته يې دا وينا وکړه:

خلکو! پوه شئ زه هم ستاسې په شان (يو) بشر يم او نژدې دی درنه ولاړ شم او دوه درانه يا ښکلي څيزونه درپرېږدم. يو يې د خداى کتاب دى،چې په کې لارښوونه او رڼا ده او منګولې پرې ولګوئ او بيا يې وويل:زما اهل بيت. زه د خپلو اهلبيتو په حق کې خدای دريادومه. (دا جمله يې درې ځل وويله چې د خدای لپاره اهل بيت مې هېر نه کړئ) حضرت حصين،حضرت زيد بن ارقم (د حديث راوى) ته وويل: د پېغمبر (صلی الله عليه و اله) اهل بيت څوک دي؟ او ايا ښځې يې په اهل بيتو کې نه دي؟ حضرت زيد وويل: ښځې يې هم په اهل بيتو کې راځي؛خو اهل بيت هغه کسان دي،چې صدقه پرې حرامه شوې ده،حضرت حصين وويل: هغوى څوک دي؟ حضرت زيد وويل: هغه د على آل،دعقيل آل، دجعفرآل او دعباس آل دي. حضرت حصين وويل: پر دوى ټولو صدقه حرامه ده،حضرت زيد وويل:هو.

وګوریء:  (صحيح مسلم ٥١/١٨٠-١٧٩)

(١٤) حضرت عمر بن ابى سلمه (رض) وايي: کله چې دا آيت (انما يريدالله ليذهب عنکم الرجس اهل البيت و يطهرکم تطهيرا) د ام سلمې بي بي په کور کې پر پېغمبر اکرم (صلی الله عليه و اله) نازل شو؛نو فاطمه ، حسن،حسين،يې راوغوښتل او يوه چپنه يې پرې واچوله،حضرت علي يې شاته ولاړ و،هغه يې هم په چپنه کې ننه ايست او ويې وويل: خدايه! دا زما اهل بيت دي،چټلي ترې لرې کړه او پاک يې کړه،ام سلمې بي بي وويل: ايا زه هم له دوى سره يم؟ پېغمبر اکرم (صلی الله عليه و اله) وويل: ته ځان ته ځاى لرې او نېکه يې (جامع ترمذي ٣/٩٢) (١٥)عن حبشي بن جناده (رض)،قال رسول الله(ص) علي له ما دی او زه له علی يم او له ما نه ادا کوي؛خو زه په خپله يا علي. [ او زه په خپله يا علي د مسئووليت دروند پېټى وړاى شو.]

وګوریء: (جامع ترمذي ٣/٢١٤)

(١٦) له حضرت حذيفه (رض) په يو روايت کې ويل شوي: حضرت پېغمبر اکرم (صلی الله عليه و اله) وويل: ان هذا ملک لم ينزل ...... دا هغه پرېښته وه،چې له نن شپې مخکې پر ما نه وه راکيوتې.له خداى يې اجازه وغوښته،چې پر ما سلام واچوي او ماته زېرى راکړي،چې فاطمه د جنت د ښځو بي بي او حسن او حسين د جنت د زلميانو ښاغلي دي. (جامع ترمذي٣ ټوک/٢٦٦) (١٧) عبدالسلام بن الصلت الهروى وايي: علي بن موسى الرضا له خپل پلار موسى بن جعفر له جعفر بن محمد، له خپل پلار علي بن الحسين،له خپل پلارعلي بن ابيطالب روايت کوي چې پېغمبر (صلی الله عليه و اله) وويل:الايمان معرفه باالقلب و قول بااللسان و عمل بالارکان. بيا ابو الصلت وويل: که دا اسناد (د اوو امامانو نومونه،امام رضا،امام موسى کاظم،امام جعفر صادق، امام محمد باقر،امام زين العابدين،امام حسين،امام علي) پر ليوني چوف شي؛نو روغ رمټ به شي.

(وګورئ د جامع ترمذي سريزه ٦٥ مخ)

(١٨) حضرت براء بن عازب (رض) وايي: له رسول الله (صلی الله عليه و اله) سره حج (حجة الوداع) ته ولاړو په لار کې د لمانځه لپاره ودرېد. بيا د حضرت علي (ک) لاس يې ونيو او ويې وويل: الست اولا بالمؤمنين من انفسهم؛ ايا زه مؤمنانو ته د دوى له ځانوغوره نه يم؟ ټولو وويل:هو! ايا زه مؤمن ته له ځانه يې غوره نه يم؟ ټولو وويل:هو؛نو دا (علي) ولي يې دى،چې زه يې ولي يم خدايه!له دوستانو سره يې دوستي وکړه،او له دښمنانو سره يې دښمن اوسه (جامع ترمذي – ١١٦ مخ)

(١٩) د حضرت عمران بن حصين(رضي الله عنها) په روايت کې راغلي:حال دا چې د پېغمبر اکرم (صلی الله عليه و اله) پر څېرې د غوسې نښې ښکارېدې ويي ويل: له علي څه غواړئ؟ له علي څه غواړىء؟ له علي څه غواړىء؟ علي له ما دى او زه له علي يم او هغه له ما وروسته د هر مؤمن ولي دى.(ترمذي٣ /٢١٣)

(٢٠) حضرت ابن عمر (رضي الله عنهما) وايي: رسول الله (صلی الله عليه و اله) وويل: حسن او حسين دوه جنتي ځوانان دي او پلار يې له داوړو غوره دى. ( دسنن ابن ماجه سريزه ١٤٤- ګڼه)

(٢١) و عن علي:انا عبدالله واخوه رسوله ا نا الصديق الااکبر،لايقولها بعدی الا کذاب،صليت قبل الناس سبع سنين. حضرت علي (ک) وايي: زه د خداى بنده، د پېغمبر ورور او صديق اکبر يم،او له ما وروسته يوازې دروغجن دا خبره کوي، او ما تر خلکو اووه ورځې ړومبى لمونځ کړى دى.

( د هماغه کتاب ۱۲ مه ګڼه حديث) په زوايد کتاب کې ليکل شوی،چې ددې روايت اسناد صحيح دي او راويان يې ثقه دي او حاکم دا حديث په مستدرک کې له منهال روايت کړی او ويلي يې دي: "صحيح علی شرط الشيخين".

(٢٢) حضرت زيد بن ارقم (رض) له رسول الله (صلی الله عليه و اله) روايت کړي،چې رسول الله (صلی الله عليه و اله) حضرت علي،فاطمې ، حسن اوحسين ته وويل: څوک،چې له تاسې سره په جنګ کې وي؛نو زه به هم ورسره په جنګ کې يم او که څوک درسره په سوله کې وي؛نو زه به هم ورسره په سوله کې يم (د سنن ابن ماجه سريزه ١٤٥ ګڼه)

(٢٣) حضرت کعب ابن عجره (رض) په يو روايت کې وايي: رسول الله (صلی الله عليه و اله) مو وپوښته،پر تاسې اهل بيتو څرنګه درود ووايو ؛ ځکه خداى ويلي،چې څرنګه پر تاسې درود ووايو!ويې ويل:اللهم صل على محمد وآل محمد کما صليت على ابراهيم وآل ابراهيم انک حميد مجيد.اللهم بارک على محمد و آل محمد کما بارکت على ابراهيم وآل ابراهيم انک حميد مجيد، (صحيح بخاري دالانبياء کتاب ٣١٩٠ ګڼه حديث )

(٢٤) حضرت زيد ابن خارجه (رض) وايي،پېغمبر اکرم (صلی الله عليه و اله) مې وپوښته:راته يې وويل: پرما درود ووايئ او په دعا کې هڅه وکړئ او ووايئ: اللهم صل على محمد وآل محمد.(سنن نسائى ٣/٤٩ –او په همدې کتاب کې نور اسناد او متنونه وګورئ)

(٢٥) حضرت علي (ک) له پېغمبر اکرم (صلی الله عليه و اله) روايت کوي: مهدى (اخرالزمان) زما له اهل بيتو دى او کار به يې خداى په يوه شپه کې جوړ کړي. (سنن ابن ماجه ٤٠٨٥ ګڼه) (٢٦) له حضرت انس(رض) روايت دى:له رسول الله (صلی الله عليه و اله) مې واورېدل: موږ د عبدالمطلب زامن د جنت سرداران يو زه، حمزه، على،جعفر،حسن ،حسين،او مهدي (سنن ابن ماجه ٤٠٨٨ ګڼه حديث )

(٢٧ ) حضرت جابربن سمرة (رض) وايي: له پلار سره مې پېغمبر اکرم (صلی الله عليه و اله) ته ورغلو او ويې وويل: دا کار په سرته ونه رسېږي،څو په مسلمانانو کې دولس تنه خلفاء تېر شي،وروسته آنحضرت (صلی الله عليه و اله) څه وويل،چې وامې نه ورېدل له پلاره مې وپوښتل ،راته يې وويل: آنحضرت وويل:چې دا ټول به له قريشو وي.(صحيح مسلم،کتاب امارة شپږم ټوک) دا حديث په مختلفو اسنادو او ډول ډول متنونو د اهل سنتو په کتابو کې روايت شوى دى. يوازې مسلم له حضرت جابربن سمرة (رض) په اتو بېلابېلو لارو روايت کړى دى. په صحيح بخاري کې يو يا دوه حديثونه د احکامو په کتاب کې روايت شوي دي،که دا راټول کړو؛ نو په ښکاره د پر له پسې توب او تواتر پولې ته رسي. ابن حجر شافعي د صواعق په ١٨ مخ کې وايي: قال الائمه صدر الحديث مجمع على صحته،وارده من طرق عديده اخرجه الشيخان و غيرهما فمن تلک الطرق..... امامانو ويلي دي,چې د حديث د لومړۍ برخې (خلفا دولس تنه دي) پر سموالي يوه خوله يو ،چې له بېلابېلو لارو روايت شوي او بخاري او مسلم او نورو په خپل کتابونو کې ثبت کړی دی؛ ځکه د اهل سنتو عالمان د حديث په پر له پسې والي يوه خوله دى اوحديث يې شهردار بن شيرويه ديلمى د فردوس کبير په مسند کې له حضرت ابې سعيد خدري روايتوي،چې: موږ له رسول الله (صلی الله عليه و اله) سره لمونځ وکړ،بيا راته يې وويل: په تاسې کې د اهل بيتو مثال د نوح د بيړۍ په شان او په بني اسرائيلو کې د حطې د وره په شان دى؛نو له ما وروسته زما پر اهل بيتو منګولې ولګوئ،راشدين امامان زما له ځوځاته دي؛ نو تاسې به هېڅ کله بې لارې نه شئ،وويل شو:يا رسول الله! کم ائمه بعدک؟ قال: اثناعشر من اهل بيتو اوقال من عترتى ،يعنې آنحضرت (صلی الله عليه و اله) وويل: (له ما وروسته) امامان دولس تنه زما له عترت يا اهل بيتو دي (دا چې مسند الفردوس له ما سره نه و؛نو ځکه مې دا حديث له عبقات الاانوار ۲ټوک،۹۸۰ مخ ( نوی چاپ) را خست ی دی.


(٢٨) پېغمبر اکرم (صلی الله عليه و اله) وايي:خلکو!ما په تاسې کې داسې څه پرېښوول که ويې منۍ؛نو هېڅکله به بې لارې نه شئ،هغه دخداى کتاب او زما عترت او اهل بيت دي. وګورئ:(ترمذي،نسائي اودکنزالعمال هندي د لومړي ټوک مخ٤٤)


دا حديث هم ګڼ شمېر سندونه او متنونه لري او ابن حجر شافعي وايي،چې دا حديث له شلو ډېرو اصحابو روايت کړى.او په ځېنو متونو کې راغلې: ًولن يفترقا ان يردا على الحوضً. قرآن او اهل بيت هېڅکله يو له بله نه بېلېږي څو په((حوض کوثر)) کې له ما سره يو ځاى شي.


(٢٩) زما داهل بيتو مثال د نوح د بېړۍ په شان دى څوک،چې په کې سپاره شول؛نو وژغورل شول او څوک،چې ترې سرغړونه وکړي؛ نو ډوب به شي. (داحديث هم ګڼ شمېر متنونه او سندونه لري)


(٣٠) حضرت زيد بن ارقم (رض) وايې: رسول الله (صلی الله عليه واله) وويل: څوک چې غواړي زما په شان ژوند وکړي او زما په شان مړ شي او په همېشني جنت کې له ما سره مېشت شي ،چې خداى يي راسره ژمنه کړى؛نو له علي بن ابيطالب سره دې دوستي وکړي؛ځکه هغه به کله هم تاسې بې لارې نه کړي. (حاکم دا حديث په مستدرک کې روايت کړى او صحيح يې ګڼلى ،او طبراني د ابونعيم په کبير د فضايل صحابه په برخه او متقي په کنزالعمال کې را اخست ی دی) او د زياد ابن مطرف په روايت کې د حضرت علي له نوم وروسته ځوځات يې هم ياد شوی دی.


(٣١)ستوري د ځمکي اوسېدونکي له ډوبېدو ژغوري او زما اهل بيت هم امت مې له اختلافه خوندي ساتي د عربو(کوم) ټبر،چې زما له اهل بيتو سره مخالفت وکړي؛نو د ابليس په ګوند کې به وي.

(٣٢) روايت دی څوک چې له ما اطاعت وکړي؛نو له خداى به يې اطاعت کړى وي او هم روايت دی څوک،چې له علي اطاعت وکړي؛ نو له ما به يې اطاعت کړى وي ( دا روايتونه حاکم د مستدرک په درېم ټوک۱۲۱ مخ کې او ذهبي په خپل لنډيز کې را اخست ی او دواړه يې د بخاری او مسلم پرشروطو صحيح ګڼلی دی).


(٣٣) حضرت ابن عباس (رض) له آنحضرت (صلی الله عليه و اله) روايت کوي:زه،علي،حسن،حسين او د حسين نهه تنه اولاده سپېڅلي او معصومان يو.

وګوریء: (ينابيع الموده،فرايدالسمطين،دابن ابي الحديد د نهج البلاغې شرح.)

(٣٤) اخرج الخطيب عن انس کما فى الصواعق،چې آنحضرت (صلی الله عليه و اله) ويلې:د مؤمن د پاڼې نوم دعلي ابن ابيطالب دوستى ده.


(٣٥) روى ابن سماک کما فى الصواعق،عن ابابکر (رض) قال العلي (ک): له رسول الله (صلی الله عليه و اله) مې وارېدل،هېڅ څوک به له پل صراطه تېرنه شي؛خو دا چې علي ورته د تېرېدو اجازه ورکړي.

(٣٦) پېغمبر اکرم (ص) وويل: کمافى الصواعق: پر خداى مې دى قسم وي څوک،چې زما له اهل بيتو سره کينه ولري خداى به يې په دوزخ کې وغورځوي.

(٣٧) د قاضى عياض دشفا د کتاب په٤٠ مخ کې روايت شوي،چې: آنحضرت (صلی الله عليه و اله) وويل: دآل محمد(صلی الله عليه و اله) پېژندنه د دوزخ له اوره خلاصېدل دي. له آل محمد(صلی الله عليه و اله) سره دوستي د صراط پر پل تېرېدل دي او له آل محمد سره دوستي له عذابه خونديتوب دی.

(٣٨) حاکم په مستدرک (٣/١٣٨) کې له آنحضرت (صلی الله عليه و اله) روايت راخست ی،چې سند يې د بخاري او مسلم پر شرايطوسم دى او هغه دا،چې:د علي په حق کې ماته درى څيزونه ويل شوي:چې هغه د مسلمانانو سيد او ښاغلی،دمتقيانو امام او "قائدالغرالمحجلين" دى.

(٣٩) آنحضرت (صلی الله عليه و اله) وايي: زه او علي د قيامت پر ورځ پر امت حجت يو.

وګوریء:(کنزالعمال ٦/١٥٧) 

(٤۰) حضرت سلمان فارس (رض) له حضرت پېغمبر اكرم (صلی الله عليه و اله) روايت کوي :سلمانه! كه څوك له لور فاطمې سره مې مينه ولري؛نو په جنت كې به راسره وي او كه كينه ولري؛نو ځاى يې دوزخ دى. سلمانه! له فاطمې سره مينه په سلو ځايو كې ګټوره ده؛په مړينه،قبر،د عملونو په تللو،حشر او په پل صراط كې انسان ته اسانتياوې وي،كه لور مې فاطمه له چا راضي وي؛نو زه به ترې راضي يم او له چا،چې زه راضي شم؛نو خداى به ترې راضي وي كه چا لور مې پر غوسه كړه؛نو زه به يې پر غوسه كړى يم او پر چا، چې زه غوسه شم؛نو خداى به پرې غضب وكړي . سلمانه! پر هغه دې افسوس وي،چې پر فاطمې،پر خاوند يې علي او پر اولادې او پلويانو يې تېرى وكړي.

وګوریء: ( مقتل خوارزمي 1/ 64 ، درالمنثور 4/153 ، ميزان الاعتدال 2/518 تاريخ بغداد 5/87)

دا نبوي احاديثو يوه برخه ده،چې د اهل سنتومحترمو محدثينو او راويانو روايت کړي دي.

==[سمول]

پايله دا چې اهل سنت د اهل بيتو دښمنان نه؛بلکې داهل بيتو دوستان ،مخلصين او پر فضايلو يې قايل دي. ==== == د شيعه و په روايتونو کې د ا صحابو کرامو مقام ==

موږ له امام جعفر صادق (ع) د اصحابو کرامو په هکله دوه روايتونه را اخلو،چې سندونه يې صحيح دي،چې زموږ اهل سنت ورورنه دې پوه شي کوم تورونه او دروغ چې په شيعه و پورې تړل شوي،له واقعيت سره اړخ نه لګوي او دواړه لوري سره وروڼه دي او بايد يو له بل سره دوستي او ګډ کار وکړي،چې د اسلام عظمت خوندي شي،چې د دواړو لوريو موخه هم ده.  

(١) منصور ابن حازم له امام صادق (ع) د حديث په هکله وپوښتل: راته ووايه:څه،چې د رسول اکرم اصحابو ترې روايت کړي،رښتيا دي او که دروغ يې ورپورې تړلي دي؟ ويې وويل: رښتيا دي . و مې ويل:نو په حديثونو کې ولې اختلاف را پيدا شو؟ ويې ويل: ايا نه پوهېږې،چې يو صحابي به آنحضرت (صلی الله عليه و اله) ته راتله او د څه په باب به يې پوښته او آنحضرت به يې ځواب وايه بيا يې ورته داسې ځواب وايه،چې لومړۍ ځواب يې نسخ کاوه.

وګوریء: (اصول کافى ١/٦٥)

له دې حديثه موخه مې د نسخ بحث نه دى،چې دا بايد د فقې د اصولو د علم په برخه کې وڅېړل شي؛بلکې موخه مې دا ده،چې امام صادق هغه اصحاب،چې له آنحضرت (صلی الله عليه و اله)بېلابېل روايتونه روايت کړي،تصديق کړي دي او د حديثونو د اختلاف علت دروغوالى يې نه؛بلکې نسخ يې ګڼلې ده. هو! ددې حديث پربنسټ صحابه کرام بايد رښتني وګڼو. (٢) امام صادق (ع) دهشام بن سالم په معتبره کې وايي: د رسول الله (صلی الله عليه و اله) ياران دولس زره تنه ول،اته زره تنه د مدينې،دوه زره د مکې او دوه زره طلقاء (ازاد شوي) ول او په دې ټولو کې نه قدري ول،نه مرجي،نه حروري،نه معتزلي او نه د رای خاوند او ټولو به د شپې او ورځې ژړل او له خدايه يې غوښتل، مخکې له دې،چې پخه ډوډۍ وخوري ساه يې واخلي.

وګوریء:(البحار ٢٢/ ٣٠٥ له الخصال نه را اخستل شوی دی)

اوس چې موږ د اهل بيتو او اصحابو پر مقام پو شو؛نو پوهېږو کوم دروغ،چې په شيعه او سني پسې تړل کېږي،ټول بې بنسټه او بې ارزښته دي. په شيعه و پورې داسې دروغ تړل شوي،چې دوى بې له څلورو اصحابو نور ټول (نعوذ بالله) کافر ګڼي. دا دروغ هغه وخت رسوا کېږي،چې ډېر شمېر اصحاب د صفين،جمل او نهروان په جنګونو کې د حضرت علي (ک) د مخالفينو پر ضد له حضرت علي سره ولاړ ول او دتاريخ او د مخورو عالمانو په ګواهۍ دا اصحاب په همدې جنګونو کې شهيدان هم شول. ايا دا به معقوله وي،چې شيعه دا کافر وګڼي؟

وګورۍ،چې څنګه ړوند تعصب انسان پر دروغجنو او خوشې خبرو اخته کوي؟ په اهلسنتو پورې تړل شوي،چې د اهل بيتو دښمنان دي او يا يې له فضايلو منکر دي. دا ټول دروغ د تېرو حديثونو په راوړلو سره په څرګنده باطل شول؛ځکه سني او شيعه د قرآن د وينا له مخې (انماالمؤمنون اخوه) بايد ديني ورونه وي. او د قرآن د حکم له مخې (ولاتنازعوا فتفشلوا وتذهب ريحکم) بايد له خپلمنځي شخړو ډډه وکړي،چې کمزوري نه شي او د قرآن د حکم له مخې (وتعاونوا على البر و التقوى) بايد په پرهيزګارۍ او ښو چارو کې يو له بل سره ګډکار وکړي.

ان هذه امتکم امه واحده وانا ربکم فاتقون

دهمداسې ورځې په هيله

والسلام کابل د ۱۳۸۲ل د وري ( ۲۹) مه د محترم محسني د خبرو پاى


== اسلامي ډلي == عراقي ستر عالم علامه مرتضى عسكري په نقش ائمه در احياى دين په لسم ټوك كې ليكي:د پېغمبر اكرم (ص) له وفات وروسته مسلمانان په دوو ډلو ووېشل شول:

يوې ډلګې ويل،چې خداى د پېغمبر(ص) له وفات وروسته د مشرتابه چارې د امت پر غاړه اچولي،چې د ځان لپاره مشر او لارښود وټاكي.دا ډله د عثماني خلافت تر وروستي خليفه (١٣٣٦س-١٣٠٢ل) پورې د خلفاوو حكومتونه شرعي بولي او د اسلامي شريعت سرچېنې،قرآن،نبوي سنت او د اصحابو اجتهادات په تېره بيا د درې ګونو خلفاوو [ ابوبكر،عثمان،عمر رضى الله عنهم] اجتهادات بولي د پېغمبر اكرم (ص) سنت له هر چا چې راخلي د " صحابي" په نامه يادېږي.

بله ډله ګروهمنه ده،چې خداى تعالى د پېغمبر اكرم له وفات وروسته د امت د لارښوونې لپاره دولس تنه امامان او وصيان ټاكلي،چې دوى پېغمبر( ص) ټاكلي او امامان يې په څرګنده امت ته ښوولي دي،دا ډله د اسلامي شريعت سرچينې قرآن او نبوي سنت بولي او د پېغمبر اكرم (ص) سنت له پېغمبر وروسته له دولسو تنو امامانو راخلي همدغسې له مؤمنو اصحابو كرامو (رضى الله عنهم) هم چې احاديث روايت شوي وي،راخلي چې دې ډلې ته اثنا عشري شيعه يا اماميه شيعه وايي.

پر دې دوو ډلو سربېره د لومړۍ هجري پېړۍ په وروستۍ څلورمه كې يوه بله ډله راوټوكېده چې ټولو مسلمانانو ته يې كافر او مشرك ويل او د ټولو پر وړاندې يې توره راوايسته چې ورته "خوارج"وايي .

له اعتقادي پلوه د لومړۍ ډلې مشهورې څانګې دا دي :

معتزله،اشاعره او سلفيه .

او د احكامو له پلوه څانګې يې دادي :

حنفيه ، مالكيه ، شافعيه او حنابله .

د " ملل او نحل " په كتابو كې د دوولس ګونو امامانو په لارويانو پسې لاندې ډلې هم ليكل شوي دي :

(الف) : زيديه : د دې ډلې لارويانو ځينې عقايد له اماميه شيعه و او زيات يې له اهل سنتو اخست ي او په فقهي چارو كې له امام ابوحنيفه لاروي كوي او دا په حقيقت كې يوه ډله ده،چې نه سني ده او نه شيعه؛ بلكې درېمنۍ ډله ده .

(ب) :اسماعيليه: دا ډله په لومړي وخت كې د اسلام لاروۍ وه؛خو بيا يې د اسلام پر وړاندې ځينې احكام او قوانين جوړ كړل،چې ځان يې له اسلامه وايست.

(ج) غلات: دوى د امامانو په باب "غلو" كوي او په حقيقت كې د ځانګړي دين خاوندان دي،چې په اسلام پوري څه تړاو نه لري او ډولونه يې دادي :

1 _ سبائيه

2 _ كيسائيه

3 _ غرابيه

4 _ خطابيه

5 _ مفوضه

6 _ ثالوثيه

په دې شپږو كې درې لومړۍ يې خيالي ډلې دي،چې په عمل كې نه شته يوازې په كتابو كې كښل شوي دي . امام جعفر صادق (رض) د غلاتو په باب وايي :"د چا چې غلات ښه ايسي؛نو موږ به يې دښمنان يو او څوك چې دښمنان يې وي؛نو زموږ دوستان به وي،غلات كافران دي او مفوضه مشركين دي،پرغلاتو دې د خداي لعنت وي اوپه حقيقت كې هغوى "نصارا" يا قدريه يا مرجه يا حروريه (خوارج) دي . " (وګورئ:علامه مجلسي بحار الانوار3/ 51 او52 مخونه د 1301 چاپ ).

د غلاتو په باب د " اماميه شيعه " د عالمانو څرګندونې او فتواوي: 

(("اماميه شيعه " په اجماع سره وايي چې غلات نجس دي غسل وركول او د مړي ښخول يې ناروا دي غالي ته زكوت وركول حرام دي ښځه وركول يا تري كول هم ناروا دي " وګورئ : د اماميه شيعه وو د فتواو كتابونه لكه

1 _ جواهر 2 _ مسلك 3 _ عروه الوثقي 4 _ وسيلة الجاة الكبري ( د سيد ابوالحسن اصفهاني ليكنه )

حضرت علي (ك) ويلي دي:"هلك في اثنان مبغض قال و محب غال ، زما په باب دوه ډلې هلاكې شوې؛يوې چې له ما سره كينه وكړه او راته يې شا كړه او موږ يې پرېښودو او بله هغه چې زموږ په مينه كې يې غلو اوزياتى وكړ. "

په اماميه شيعه و كې هم دوه ډوله فقها شته چې يو يې "اصولي" او بله يې "اخباري يا "اهل حديث" دي .

د اخباري مسلك لارويان د څلور ګونوكتابو(كافي،من لايحضره الفقيه،تهذيب او استبصار،چې دا په حقيقت كې د اماميه شيعه و د احاديثو ستر كتابونه دي) ټول احاديث سم بولي؛خو اصولي محدثين او فقها يې وايي چې د هر حديث سند او متن بايد وڅېړل شي او پېغمبر اكرم او دوولس ګونو امامانو چې د حديث پوهنې لپاره كومې كچې راښوولي كه ورسره سم و، بايد ومنل شي او كه نه پرېښوول شي.

علامه مرتضى عسكري (نقش ائمه در احياى دين 9/ 10) زياتوي چې اوس اخباري فقها نه شته او ټول اصولي دي. (د عسكري د خبر و پاى)))


د ديو بند مسلك[سمول]

په افغانستان كې په اهل سنت والجماعت پورې اړوند فقهي مذهب د امام ابوحنيفه مذهب دى چې د افغانستان ډېرى اوسېدونكي يې لارويان دي د اماميه شيعه پورې اړوند مذهب د جعفري مذهب په نامه يادېږي او اسماعليه شيعه هم شته .

د حنفي مذهب مدرسې د ديوبند دارالعلوم پر منهج روانې دي،چې ددې مسلك غټ غټ ټكي ددې دارالعلوم پخواني مهتمم ارواښاد قاري طيب (علما ديو بند كا ديني رخ اورمسلكي مزاج)داسې ليكې:

1 _د شريعت علم:د دين ماڼۍ پر وحې ولاړه ده او د شريعت علم پر لاندې څلور اړخونو ولاړ دى:

( الف ) _ كتاب الله

( ب ) _ د رسول الله (ص) سنت

( ج ) _ د امت اجماع

( د ) _ د مجتهد قياس

د رسول اكرم (ص) په سنتو كې پينځه لاندې مادې دي :

(الف)_نبوي وينا،(ب)_نبوي عمل،(ج)_نبوي تقرير،(د)_نبوي اثر،(ه) د صحابي عمل (چې د قياس او اجتهاد له مخې نه وي)مرفوع حديث ګڼي او دې تعبير ته نبوي اثر وايي.

ه _ اجتهاد نبوي :

د شريعت د علم د لاس ته راوړو شرط دا دى چې له مستندو عالمانو او د زړونو له مربيانو به په تدريس،روزنې، ناستې ولاړې، صحبت او فيضان پوهه زده كوي داسې چې د لړۍ سند يې په علم او عمل ، فهم او ذوق كې رسول اكرم (ص) ته رسېدلى وي.

٢_په کلامي مسايلو کې،چې په کومو څيزونو کې يوه خوله وي له "ماترديت" او "اشعريت" کار اخلي .

3 _ فقهي تقليد:په فرعياتو، فقهي چارو او اخلاقياتو كې د حنفي مذهب د فقاهت پلوي دي او په جزيي څيزو كې اجتهاد هم بايد د حنفي مذهب په دننه كې وي. تنګ نظري،تعصب،سپكې سپورې، تمسخر او د نورو سپكاوى يې دود نه دى.

4 _ د طريقت لاروي:مسلمانان چې پر دين پوه شي؛نو د نفس د سپېڅلتيا،تهذيب او باطني سلوك لپاره به د طريقت لاروي كوي،داسې چې پر قرآن او سنتو ولاړ وي .

5 _ د ګمراهيو، بېلاريو، بدعتونو او فتنو پر وړاندې به له دينه دفاع كوي،داسې چې كه دا چارې اويرغلونه له بهره وي او يا له دننه راولاړشوي وي.

6 _ اسلام ته د مكمل دين په توګه قايل دي او خپلو پوهېدو ته يې "جامعيت او "اجتماعيت" نوم وركړی دی.ګروهمن دي چې د ديو بند مسلك هر اړخيز دى،ټولنيز او سياسي اړخونه هم لري . 7 _ د رسول اكرم د سنتو لاروي له هر ډول بلاګانو او زيانو د ژغورنې ډال دى.


== د اصحابو په باب د ديو بند دارالعلوم دريځ == د رسول اكرم (ص) د امت ډېر غوره،سپېڅلي، تقي القلب، راضي او مرضي عندالله اصحابان دي،بې له استثنې ټول عادل،متقيان او د سپېڅلي باطن خاوندان دي.د شخصيت په باب يې زموږ عقيده، تاريخي او روايتي اړخ نه لري؛بلكې د حديث له مخې ورسره عشق او مينه لرو.دا به د ګمراهۍ علامه وي چې د اختلافاتو پر څېړنه يې اخته شو او په باب يې دريځ ونيسو او ترمنځ اختلاف يې د حق او باطل ترمنځ مقابله نه ده،چې ګنې د حق او باطل پر وړاندې وي؛بلكې خطا او ثواب دى چې دا اختلاف اجتهادي اړخ لري چې د ناروا او معصيت نوم پرې نه اېښوول كېږي. عالم بايد د حق په ويلو كې ازاد وي په دې مفهوم، چې اقتصادي استقلال او خپلواكي ولري او لاس يې چاته اوږد نه وي؛ځکه د ديوبند دارالعلوم پر طالب العلم حتماً يو كسب او فن يادوي چې له دې لارې خپله روزي تر لاسه كړي.

د ديوبند دارالعلوم[سمول]

په كومو فرهنګي، سياسي او ټولنيزو شرايطو كې  جوړ شو ؟

له 1857ز وروسته چې د هند د مسلمانانو برم او عظمت مخ پر زوال شو؛نو د ديوبند دارلعلوم د هندوانو او انګليسانو له فرهنګي يرغل سره په مقابله كې د يو مركز په توګه جوړ شو (1868 / مي / 30 يا 1283 / محرم الحرم 15) چې په خلكو كې يې اخلاقي روحيه،مينه، ديانت، اسلامي عادتونه، معاشرت او عباداتو ته خپروله او ټينګار يې كاوه،چې پر عقل او فلسفي سربېره د انبياوو (ع) طريقه،عشق او ايمان هم د ژوند دود او طريقه ده.په هغه زمانه كې د انګليسانو د فرهنګي يرغل پر وړاندې د مانيز (معنوي) روحيي خپرول خورا اغېزمن ثابت شول او د هندي مسلمانانو ټولنه د پرديو پر وړاندې پر اسلامي هويت خوندي وساتله.


حجة الاسلام مولانا محمد قاسم نانوتوى رحمة الله عليه د ديوبند دارالعلوم بنسټګر دى،چې مجاهد شخصيت و او خپله يې د 1857ز په انقلاب كې د يو مجاهد په توګه برخه اخستې وه. له نانوتويي عليه الرحمة سره ددې مركز په جوړولوكې د سيد عابد حسين،ذوالفقارعلي،مولانا فضل الرحمن او امد الله مكي(رحمة الله عليهم) نومونه هم اخستل كېږي،چې وروستى يې د طريقت مرشد هم و او د سيد عابد حسين له شتو معلومېږي چې د رسول اكرم (ص) له اولادې (سيد) هم د ديوبند په جوړولوكى برخوال ول؛نو د ديوبند دارالعلوم په داسې شرايطوكې جوړ شو،چې له سياسي اړخ،هندوستان ښكيل شو او له ټولنيز اړخ مسلمانان مخ پرزوال ول او له فرهنګي پلوه د هندوانو او انګليس د فرهنګي يرغل تر ګواښ لاندې ول؛نو د ديوبند مركز روحيه د انګلېسي ښكيلاك پر ضد او د مسلمانانو د هويت ساتلو لپاره وه.د ديوبند علماوو د " ژوند ليك" له لوستو پوهېداى شو،چې هغوى پر فكري او فرهنګې مبارزې سربېره سياسي مبارزه هم كوله چې د "جمعيةالعلماء " جوړول يې ښه بېلګه ده او دا خو لا څه كوې چې له كانګرس سره همكاري يې هم وه او ځينې وخت داسې هم شوي،چې يو عالم به د جمعية العلماء رئيس و؛ خو د كانګرس غړى به هم و او راښيي،چې د پرديو اوښکيلاک پر ضد مبارزه كې دوى د بېوزليو او مستضعفينو يوه ليکه جوړه كړې وه لكه مولانا مفتى محمد كفايت الله (رحمة الله عليه ) .


مولانا عبيدالله سندي او مولانا محمد ميا منصور انصاري هغه ستر شخصيتونه ول،چې دانګليسانو پر ضد د افغانانو د مبارزې ملاتړي هم ول. او شيخ الهند مولانا محمود الحسن ديوبندي رحمة الله عليه د انګليسانو پر ضد يو پټ سازمان (ريشمى رومال كې تحريك) هم درلود چې پينځه كاله په "مالت" كې بندي هم و. پر عثماني خلافت چې يرغل وشو؛نو د ديو بند علماوو ترې ملاتړ وكړ مالي بسپنې يې ورولېږلې ان "نانوتوي" رحمة الله عليه د خپل كور سامان وپلوره.

انګليسانو چې د تركيې د عثماني خلافت په کمزوري کولو پسې راواخست ه؛نو د ديوبند علماوو پر لاريون او نيوکو لاس پورې کړ حال دا چې په هماغه وخت كې په عربو كې داسې وګړي ول،چې د عثماني خلافت د تضعيف او کمزورۍ لپاره د انګليسانو ګوډاګيان ول (په دې باب وګورئ : خاطرات مستر همفر،چې په انګليسي،ترکي،فارسي او پښتو هم ژباړل شوى دى.) كه څه چې د ديوبند په نصاب كې سياسي درسونه نه ول،چې ممكن د هغې زمانې شرايط همداسي ول؛خو د ديوبند بنسټګر او نور ورپسې عالمانو په سياست كې كلكه ونډه درلوده ان مولانا رشيد احمد ګنګهي رحمة الله عليه،چې د ديوبند يو سرپرست و د انګليسي ښکيلاک پر ضد په كانګرس كې د غړيتوب فتوى وركړه.

د ديوبند دارالعلوم د يوي پېړۍ (1283 _ 1383س ) په اوږدو كې پخواني هند (پاكستان،بنګله ديش،اوسني هند ) ته 6986 تنه پياوړي عالمان وړاندي كړي او له هنده بهر يې 14 هېوادو ته 431 تنه روزلي چي برما ته 144 تنه او افغانستان ته 109 او په دې توګه افغانستان دويم هېواد دى،چې د ديو بند تر فكري وړانګو لاندې راغلى دى. د افغانستان يو شمېر عالمان چې له ديوبنده فارغ شوي دا دي:

1 _ ارواښاد مولانا غلام نبي كاموى د اساسي قانون د تدوين د جرګې غړى د عربي دارالعلوم استاد او د پخواني پاچا محمد ظاهر مشاور چې د هېواد د وتلي نقاد اوليكوال محمد آصف صميم نيكه و.

راديويې خطبې يې چاپ شوي او د داروين د افكارو پر ضد نسخه يې لا چاپ شوې نه ده.

2 _ مولانا سيف الرحمن،چې د سيره النبي يوه برخه يې په پښتو ژباړلې ده.

3 _ مولانا محمد يوسف بنوري : اصلاً د لغمان ولايت دى او د پاكستان له جوړېدو وروسته په كراچۍ كې يې دارالعلوم جوړ كړ په مصر كې يې له علامه طنطاوي سره دهغه د تفسير په باب علمي خبرې وكړې چې بيا طنطاوي ورته د " استاد " خطاب وكړ پر عربي يې هم تسلط درلود.

4 _ مولوي محمد ابراهيم كاموي د افغانستان د پخواني لومړي وزير محمد موسى شفيق پلار دى.

5 _ مولانا ميا سيد شرف د ننګرهار د سرخرود اوسېدونكى چې په 1312 كال كې وفات شوى او د امير عبدالرحمن خان په وخت كې د سترې محكمې مرستيال و.

6 _ مولوي عبدالخالق صديقي د سرخرود د نظر آباد اوسېدونكى.

7 _ مولوي محمد شرين كمالي د ننګرهار د لعلپورې اوسېدونكى.

8 _ مولوي عبدالمجيد كودي خيل د خوګياڼو اوسېدونكى چې په 1368 كال كې يې " اسلامي اقتصاد ته كتنه " كتاب هم خپور شوى.

9 _ مولوي ګل الرحمن د روداتو د شارسول كلي اوسېدونكى.

10 _ مولوي عبدالغني د بګرام اوسېدونکى او د قلعه بلند په مولوي مشهور.

11 _ مولوي عبدالحى احساني د پنجشېر اوسېدونكى

12 _ مولوي عبدالمنان د پنجشير اوسېدونكى

13 _ مولوي عبدالمتين د پنجشير اوسېدونكى

14 _ مولانا عبدالخالق د كنړ اسعد آباد د كلي اوسېدونكى چې د مشرانو جرګې غړى هم و او په 1354 س كې وفات شوى او مرحوم مولوي غلام حسين په مولوي جميل الرحمن مشهور له شاګردانو يې و.

15 _ مولوي غلام اكبر د کونړ د پېچ درې اوسېدونكى.

16 _ مولوي صاحب لنګلام د کونړ.

18 _ مولو محمد حسن چند راوى د كوز كنړ اوسېدونكى.

د ديو بند اسلاف[سمول]

(الف) _ "نانوتوي" رحمة الله عليه وايى چې موږ له مسلكي او روايتي اړخ د " حضرت شاولي الله دهلوي رحمۍ الله عليه د ليكې لارويان او ورته منسوب يو.

(ب) _ "نانوتوي" او "رشيد احمد" وايي چې موږ د سلوك او طريقت له اړخ د "حاجي امداد الله" لارويان او خلفا يې يو .

"حضرت شاه ولي الله" ستر محدث،متقي او دلوړ مقام خاوند دى، چې د مسلمانانو د اختلافي مسايلو په هوارولو كې يوه بنسټيزه معادله لري كه په رښتيا پرې عمل وشي؛نو له فكري پلوه به ډېرې ستونزې هوارې شي او هغه دا چې :

" په اختلافي مسايلو كې بايد د انصاف لاروي وكړو.د هر چا نظر چې پر حق وي،بايد ومنل شي.

وګورئ : " الانصاف في بيان بسب الاختلاف "

د بخارا، ماورالنهر، بغداد او نيشاپور له ديني مركزو وروسته د " ديوبند دارالعلوم" د اسلامي ښوونو په خپرولو كې اغېزمنه ونډه درلودلې ده.

د ارواښاد مولانا محمد طاهر فكري ليكه[سمول]

ارواښاد مولانا محمد طاهر په مدينه منوره كې خپلې لوړې ديني زده كړې ترسره كړې او بيا يې په خپلې ټولنې كې يو ډول ځانګړې فكري ليكه و كښله چې پر سيمه په تېره بيا پښتنو يې اغېزې پرېوتې دي.

ارواښاد په عقيدتي مسايلو كې د ارواښاد "شيخ ابن تيميه" او په فقهي چاروكې د امام ابو حنيفه لاروى و او دا چې شاګردان او لاروي همدغه فكري لار خلكو ته بيان كړاى شي؛نو د ديو بند د مسلك پر لارښوونو يې د كسب زده كړه لازمي بلله،چې نه ښايي لارويان مې بل چا ته لاس اوږود كړي .

دا چې د مرحوم ځيني لارويان په بشپړه توګه سلفيت ته مخه كوي دنننى لامل يې دا دی چې دوى له عقيدتي اړخ پر سلفيت ګروهمن دي.

په افغانستان کې مولوي سميع الحق د ننگرهار د مهمندرې د هزار ناو کلي اوسېدونکى د ارواښاد محمد طاهر د لارې مشر دى .


د شيعه وو څانګې[سمول]

د الميزان د تفسير مولف ارواښاد سيد محمد حسين طباطبائى په "شيعه در اسلام" (64-75 مخونه) كتاب كې د شيعه و څانګې ښوولې دي:

انشعاب څه ته وايي ؟ او د ځينو څانګو له منځه تګ ؟

هر مذهب يو لړ(لږ يا ډېر) مسايل لري،چې د هماغه مذهب لومړني اصول ورته وايي او بې له دې نور مسايل په دويمه درجه كې وي.د يوه مذهب لارويان چې د اصلي مسايلو په څرنګوالي او په پېښېدو كې يې (د لومړنيو اصولو په پام كې نيوو سره) اختلاف پيدا كړي؛نو دې ته انشعاب وايي .

انشعاب په ټولو مذاهبو په تېره بيا اسماني اديانو او ان په څانګو كې يې هم شته. "شيعه مذهب" د اهل بيتو د لومړنيو درې مشرانو ( علي، حسن او حسين رضى الله عنهم ) په وخت كې هېڅ ډول انشعاب ونه كړ؛خو د درېم امام [حسن (رض)] له شهادت وروسته د شيعه و اكثريت په امام سجاد (علي بن الحسين) پسې ودرېدل او يو لږكي چې بيا وروسته د " كيسانيه" په نامه مشهور شول،د علي (ك) دويم زوى محمد بن حنفيه په امامت ومانه او ګروهمن شول،چې محمد بن حنفيه څلورم امام دى،چې هماغه "موعود مهدي" دى چې په "رضوي" غره كې غايب دى او يوه ورځ به راښكاره شي.

د امام سجاد (رض) له وفات وروسته د شيعه و اكثريت د زوى يې امام باقر (رض) پر امامت يې ګروهمن شول او يو لږكي په بل زوى شهيد زيد پسې ودرېدل چې د "زيديه" په نامه يادېږي. د امام باقر (رض) له وفات وروسته لارويان يې په زوى امام جعفر صادق (رض) پسې ودرېدل او د امام جعفر (رض) له وفات وروسته اكثريت لارويانو زوى امام موسى كاظم په مشرۍ او امامت ونيو او يو شمېر د امام جعفر په مشر زوى اسماعېل (چې د پلار په ژوند كې وفات شوى و) پسې ولاړل او خپل امام يې وګاڼه او له اكثريت شيعه و بېل شول چې د "اسماعيليه و" په نامه مشهور دي. ځينې د امام صادق په بل زوى" عبدالله افطح" او ځينو په بل زوى"محمد" پسې ودرېدل او ځينو خو بيا هم خپله امام صادق وروستى امام وګاڼه او بل څوك يې په امامت ونه مانه. د امام موسى كاظم له شهادت وروسته اكثريت شيعه په زوى امام رضا پسې ولاړل او اتم امام يې وګاڼه او ځينو پر همد ې اوم امام (موسى كاظم) تم شول او توقف يې وكړ،چي د "واقفيه" په نامه يادېږي.

بيا نو شيعه و،له اتم امام څخه تر دوولسم امام پورې (چې اكثريت شيعه ورته موعود مهدي وايي ) د پام وړ انشعاب نه دى كړى او كه كومه پېښه شوي وي؛نو څو ورځې به وه، بيا به په خپله انشعاب له منځه ته، لكه د لسم امام زوى جعفر د خپل ورور يوولسم امام له وفات وروسته د امامت دعوا وكړه او يوه ډله ورپسې شوه؛خو له څو ورځو وروسته له منځه ولاړه او جعفر هم خپلې دعوا پسې ونه ګرځېد،همداراز د شيعه و د رجالو او عالمانو په منځ كې په علمي، كلامي او فقهي مسايلو كې اختلافات شته چې دې ته مذهبي انشعابات نه شو ويلاى . پورته انشعابي ډلې چې له اكثريت شيعه و بېلې شوي،د وخت په تېرېدو له منځه تلي؛خو "زيديه" او "اسماعيله" پر خپل ځاې كې پاتې دي او په يمن،هند،لبنان،افغانستان،پاكستان او نورو ځايو كې اوسېږي؛ځکه موږ دلته پر همدې دوو څانګو (زيديه،اسماعيليه) او اكثريت شيعه و ( دوولس امامي) خبرو ته دوام وركوو:

زيديه شيعه[سمول]

" زيديه " د امام سجاد عليه السلام د زوى شهيد زيد لارويان دى. زيد پر 121 هجري د اموي چارواكي هشام بن عبدالملك پر ضد راپاڅېد او يوې ډلې ورسره بيعت وكړ. په كوفه كې د دوى او چارواكي ترمنځ نښته وشوه چې "زيد" په كې شهيد شو.

زيد خپلو لارويانو ته د اهل بيتو پينځم امام دى او وروسته زوى يې (يحيي بن زيد) د اموي واكمن وليد بن يزيد پر ضد راپاڅېد او شهيد شو،چې د پلار ځايناستى بلل كېده او له ده وروسته "محمد بن عبدالله " او "ابراهيم بن عبدالله" (چې د عباسي واكمن منصور دوانقي پر ضد راپاڅېدل او شهيدان شول ) په امامت منلي دي.

تر دې وروسته تر يو وخته د "زيديه" چارې نامنظمې وې تر دې چې "ناصر اطراوش" (د زيد د ورور له ځوځاته و ) په خراسان كې راښكاره شو او د وخت د حكومت د تعقيب او پلټنې له امله تېښتې ته اړ شو او مازندران (چې تراوسه پورې لامسلمان شوى نه و ) ته راغى او له 13 كلو بلنې وروسته يې يو زيات شمېر اسلام ته راوبلل او د زيديه مذهب لارويان يې كړل،بيا يې د دوى په لاس نيوي او ملاتړ د طبرستان سيمه ونيوه او پر امامت بوخت شو او له ده وروسته تر ډېره وخته يې په نسل كې د امامت لړۍ روانه وه.

"زيديه" ګروهمن دي،چې د فاطمي بي بي له ځوځاته چې هر سخي،زاهد او مېړنى عالم د حق لپاره راپاڅېږي،كېداى شي چې امام وي.

"زيديه" په لومړيو وختو كې د خپله زيد (رض) په څېر دوه لومړي خلفا (ابوبكر او عمر رضى الله عنهما) په امامانو كې شمېرل؛خو له څه مودې وروسته يو شمېر يې د دوى نومونه د امامانو له شمېره وايستل او د امامت لړۍ يې له علي (ك) پيل كړه دهغه څه له مخې چې د " زيديه " و په باب ويل شوي،دوى د اسلام په اصولو كې معتزله او په فروعاتو كې د امام ابوحنيفه د فقهې لارويان دي په ځينو مسايلو كې ترمنځ يې سرسري او لنډ شان اختلافات هم شته.

[وګورئ:1 _شهرستاني ملل و نحل،2_ ابن اثير،الكامل في التاريخ ]

اسماعيليه شيعه او څانګې يې :

"باطنيه": د امام جعفر صادق (رض) مشر زوى اسماعيل د پلار پر ژوند مړ شو امام جعفر د اسماعيل پر مړينې شاهدان ونيول ان د مدينې والي. په دې باب يو شمېر ګروهمن ول،چې اسماعيل مړ نه؛بلكې غيب شوى او راښكاره كېږي چې هماغه موعود مهدي به وى او شپږم امام يوازې د منصور عباسي واكمن له وېرې پر مړينې يې شاهدان ونيول دا يو ډول تعميد او په لوی لاس د يوه كار كول و اويو شمېر ګروهمن شول چې امامت د اسماعيل حق دى او له مړينې وروسته زوى يې محمد ته لېږدول كېږي او ځيني ګروهمن شول سره له دې چې اسماعيل د پلارپه ژوند كې وفات شوى؛خو امام دى او له هغه وروسته امامت په محمد بن اسماعيل او ځوځات كې يې دى او لومړنۍ ډلې له لږ وخته وروسته له مينځه ولاړې؛خو درېمه ډله تر اوسه پاتې ده او انشعابونه يې هم كړي دي. په ټول کې "اسماعيليه" ستوريو لمانځونکيو ته ورته فلسفه لري،چې له هندي عرفان سره اخږل شوې ده او په معارفو او اسلامي احكامو كې د هر ظاهر لپاره پر باطن او د هر تنزيل لپاره پر تاويل قايل دي،ګروهمن دي، چې ځمكه كله هم له حجته نه خالي كېږي او " الهي حجت " په دوه ډوله دى؛ ناطق او صامت. ناطق "پېغمبر" او صامت "ولي او امام" دى، چې د پېغمبر وصي دى او پر هر حال حجت د ټول ربوبيت ښكارندوى دى .

د حجت بنسټ پر له پسې پر اوو څرخي. په دې توګه چې يو " نبي " معبوث كېږي چې نبوت (شريعت) او ولايت لري او تر دې وروسته اووه وصيان يې د وصايت خاوندان دي او د ټولو مقام يو دى؛ خو په يوه توپير چې اووم وصي د نبوت مقام هم لري؛ يعنې درې مقامه او مرتبې لري " نبوت،وصايت او ولايت" بيا تردې وروسته اووه وصيان دي چې اووم يې درې مرتبي لري او په همدې توګه دا لړۍ جاري وي.

دوى وايي : آدم عليه السلام مبعوث شو، چې د نبوت او ولايت څښتن و، او اووه وصيان يې درلودل ، چې اووم يى نوح عليه السلام د نبوت، وصايت او ولايت خاوند و او ابراهيم عليه السلام د نوح اووم وصي و او موسى عليه السلام د ابراهيم اووم وصي و، عيسي عليه السلام د موسي اووم وصي و او محمد عليه السلام د عيسي اوم وصي و او محمد بن اسماعيل د محمد عليه السلام اووم وصي و او په دې توګه محمد، علي، حسين،امام سجاد (علي بن الحسين) محمد باقر،جعفرصادق،اسماعيل او محمد بن اسماعيل (دويم امام حضرت امام حسن بن علي ته امام نه وايي) او له محمد بن اسماعيل وروسته له ځوځاتو يې اووه تنه چې نومونه يې پټ دي او له دې اوو تنو وروسته لومړى تن " عبيد الله مهدي " د مصر د فاطميانو د واكمنۍ بنسټګر دى .

" اسماعيله " ګروهمن دي چې پر "الهي حجت" سربېره تل پر ځمكه دلته دوولس تنه نقيبان( چې د الهي حجتو حواريون او خواص دي) هم شته او په دوى كې د باطنيه وځينې ډلې ( لكه دروزيه ) شپږ تنه نقيبان له امامانو رااخلي او شپږ تنه له نورو!

پر 278 س ( په افريقا كې د عبيدالله مهدي له راښكاره كېدو مخكې ) يو خوزستانى سړى د كوفې په شاو خواكې راپيدا شو، چې چاته به يې خپل نوم او نښه نه ښووه او ځان يې نه معرفي كاوه،ده به د ورځې روژه نيوه او د شپې پرعبادت بوخت و او په خپله به يې كار هم كاوه او روزي به يى ګټله او خلك يې اسماعيليه مذهب ته رابلل او په دې توګه ډېر خلك يې ځان ته رامات كړل او له دوى يې دولس تنه د نقيبانو په توګه غوره كړل او خپله د شام پر لور ولاړ او له كوفي ووت او بياڅوك پر حال يې خبر نه شو.

له دې ناپېژندل شوي وروسته "احمد" په "قرمط" مشهور په عراق كې پر ځاى يې كېناست او د باطنيه ښووني يې خپرولي او لكه څنګه چې تاريخپوهان وايي،هغه د اسلام د پينځه وخته لمانځه پر ځاي نوى لمونځ رامنځ ته كړ د جنابت غسل يې له منځه يووړ او شراب يې روا كړل او له دې سره جوخت يى له "باطنيه و" نور مشران پاڅون ته راوبلل او يوه ډله خلك په ځان پسې يې ودرول.

څوك چې له دوى سره په باطنيه لار كې نه ول مالونه او ځانو ته يې په احترام قايل نه ول؛ځکه د عراق،بحرين،يمن او شاماتو په ښارونو كي يې پر لوټ او يرغل لاس پورې كړ د خلكو ويني يې توي كړې د حاجيانو د كاروانو مخه يې نيوه او په زرګونو يې وژل او مالونه يې لوټول .

"ابوطاهر قرمطي" د باطنيه و يو مشر و،چې پر 311 س يې بصره ونيوه،ويني يې توى کړې او د خلكو مالونه يې لوټ كړل بيا په 317س كې د باطنيه و پر ملاتړ د حج په وخت كي مكې ته روان شو او د وخت د چارواكو د لنډ شان مقاومت له ماتولو وروسته د مكې ښار ته ننووتل د ښار اوسېدونكي او نوي راغلي حاجيان يې ووژل او په مسجدالحرام او د كعبې په دننه كې يې د وينو لښتي وبهول،د كعبې پرده يې پر خپلو يارانو ووېشله د كعبې ور يې وتړه او حجرالاسود يې له خپله ځايه راوايسته او يمن ته يى يووړ او 22 كاله له "قرامطه" سره و.

د دې کړنو له کبله اكثريت او عام مسلمانان له باطنيه و بېزاره شول او هغوى له اسلامه يې ايستل او ان عبيدالله مهدي (فاطمي پاچا چې په افريقا كي راښكاره شوى و او ځان يې موعود مهدي او د اسماعيليه و امام ګاڼه ) له قرامطه خپله بېزاري څرګنده كړه.

د تاريخپوهانو د ويناوو له مخې د باطنيه و مذهبي ځانګړنه دا ده ،چې د اسلام ظاهري احكام او مقررات پر عرفاني او باطني مقاماتو تاويلوي او د شريعت ظاهر په كم عقلو او هغوى چې په هغه پورې ځانګړي بولي له مانيز كمالاتو بې برخې وي ؛نو ځکه د امامت د مقام ځينې لارښوونې له ځانه جوړوي او نورو ته يې ورښيي.

نزاريه،مستعليه،دروزيه او مقنعه[سمول]

عبيدالله مهدي پر 296 س په افريقا كي راښكاره شو او پر اسماعيليه دود يې خلك خپل امامت ته راوبلل او فاطمي سلطنت يې جوړ كړ،بيا ورپسې وروستنيو يې مصر دارالخلافه كړ او تر اوو پښتو پورې په كې كوم انشعاب رانه غى او د اسماعيليه و امامت او سلطنت همداسې روان و، له اووم امام (مستنصربالله، سعد بن على) وروسته د دوو زامنو يې؛" نزار او مستعلي" ترمنځ پرامامت شخړه پيل شوه،له ډېرو خونړيو جګړو وروسته "مستعلي" پر "نزار" بريالى شو بندي يې كړ څو ومړ.د شخړو پايله دا شوه،چې فاطميان دوه ډلې شول يوه يې "نزاريه " او بله يې "مستعليه".

(الف) نزاريه: دا د "حسن صباح" پلويان دي،چې د مستنصر له نږدې ملګرو ګڼل كېده او له مستنصر وروسته له "نزار" يې پلوي كوله، چې د "مستعلي" په پرېكړه له مصره وشړل شو او ايران ته راغى او څه موده وروسته يې د ايران په قزوين ولايت كې له "قلعه الموت" سر راپورته كړ . قلعه الموت او څو نږدې كلي يې ونيول او سلطنت يې جوړ كړ د كار په پيل كې "نزار" ته بلنه كوله او د حسين له مړينې (518 س) وروسته "بزرګ اميد رود باري" او بيا يې زوي كيا محمد د حسن صباح په دود حكومت وكړ،له ده وروسته زوى يې "حسن علي ذكرۍ السلام" د الموتي څلورم پاچا د حسن صباح طريقه پرېښووه (يعنې د نزاري لارې ته يې شا كړه) او باطنيه طريقه يې ونيوه تر دې چې مغول هلاكو خان پر ايران يرغل وكړ او د اسماعيليه و كلا يې ونيوه او ټول اسماعيليان يې ووژل كلا ګانې يې له خاوروسره سمې كړي او تر دې وروسته په 1255 س كې اغا خان محلاتي چې نزاريه و په ايران كې د محمد شاه قاجار پر ضد ياغي شو او په كرمان كې راپاڅېد؛خو بريالى نه شو او بمبيي ته يې مخه كړه او په خپلې مشرۍ يې د نزاري باطني بلنه پيل كړه چې لا تر اوسه روانه ده او نزاريه فعلاً د "اغاخانيه" په نامه يادېږي.

(ب)_"مستعليه": د مستعلي لارويان فاطميان ول،چې امامت يې د مصر په فاطمي خلفاوو كې پاتې شو او په 557 س له منځه ولاړل او بيا له څه مودې وروسته همدا مذهب په هند كې د "يهر" په نامه راښكاره شو چې اوس هم شته.


(ج) _ "دروزيه": دروزيه يو ټبر دى چې د شاماتو په غرونو كې مېشت دي، په پيل كې د مصر د فاطمي خلفاوو لارويان ول د فاطمي شپږم خليفه په وخت كې د " نشتګين دروزي" پر بلنه يې باطنيه لار ونيوه. "دروزيه و" پر "الحاكم بالله" توقف كړى،چې د نورو پر عقيده مړ شوى او دوى وايي چې غايب شوى او آسمان ته ختلى او بيا به راستون شي!

(د)_"مقنعه":په پيل كې د "عطا مروي" په مقنع مشهور لارويان ول،چې مقنع د تاريخ پوهانو په وينا د ابو مسلم خراساني له لارويانو ول او له ابو مسلم وروسته ادعا يې وكړه چې روح يې په كې حلول كړى بيا د پېغمبرۍ او ورپسې يې د خدايۍ دعوا هم وكړه په پای کې په 162 س كې د ماورالنهر د كېش په كلا كې محاصره شو او چې يقين يې راغى وژل كېږي؛نو اور يې بل كړ او له څو تنو يارانو سره يې ځان وسوځاوه د " مقنع " لارويانو څه موده وروسته د اسماعيليه مذهب ونيو او د باطنيه طريقې لارويان شول.


دوولس امامي شيعه؛ او له زيديه او اسماعيليه و سره يې توپير[سمول]

اكثريت شيعه (چي دا نور ترې بېل شوي) پر "اماميه شيعه و يا دوولس امامي شيعه و" يادېږي.

دوى د پېغمبر د ښوونې له مخې په دوو اسلامي مسلو كې له نورو بېل شول او هغه دا چې اسلامي حكومت او علمي مرجعيت د پېغمبر اكرم د اهل بيتو حق او ځانګړنه ده . شيعه و وويل : اسلامي خلافت(چې البته باطني ولايت او مانيز مشرتوب ورپورې تړلى دى) د پېغمبر اكرم د څرګند نص او د اهل بيتو د نورو امامانو په وينا د دوولسو تنو دى او ويل يې: د قرآن ظاهري ښوونې ( احكام او د شريعت قوانين ) په عين حال كې چې له بشپړ مانيز ژونده هم برخمن دي،تر قيامته اعتبار لري او لرې كېداى نه شي او پردې قوانينو بايد د اهل بيتو له لارې پوه شول.

او له دې ځايه د "اماميه شيعه و " او "زيديه" شيعه و په عمومي توپير پوهېداى شو او هغه دا چې "زيديه شيعه" غالباً امامت په اهل بيتو پورې ځانګړى نه بولي او د امامانو شمېر هم په دوولسو پورې تړلى نه ګڼي او په فقهي چارو كې د اهل بيتو له فقهې لاروي نه كوي. د دوولس امامي شيعه و او "اسماعيليه شيعه و" توپير دا دى چې اسماعيليه ګروهمن دي چې امامت پر اوو دورو ګرځي او نبوت پر حضرت محمد (ص) ختم او پاى ته نه دى رسېدلى او د شريعت په احكامو كې د باطنيه و په وينا د ځانګړيو مكلفيتونو لرې كونه تغيير، بدلون، اوړېدنه او را اوړېدنه څه ممانعت نه لري !

اماميه شيعه (دوولس ګوني امامي) حضرت محمد (ص) خاتم الانبيا ګڼي او پر دولسو ځايناستو او وصيانو ورته قايل دي او د شريعت ظاهر معتبر ګڼي او قرآن مجيد ته په ظاهر او باطن دواړو قايل دي .

د بحث پاى:په دوو وروستيو پيړيو كې چې په دوولس امامي شيعه و كې دوه ډلې "شيخيه او كريمخانيه" پيدا شوي دا چې له نورو سره د يو شمېر نظري مسايلو په توجيه،مخونه او تفسير كې اختلافات لري ( نه د اساسي مسايلو په نفې او ثبات كې؛) نو دهغوى بېلتون ته مې انشعاب نه دى ويلى.

همداراز په دوولس امامي شيعه و كې "علي اللهي" ډله چې غلات هم ورته وايي او د باطنيه (اسماعيليه شيعه) په څېر يوازې پر باطن قايل دي؛نو دا چې منظم منطق نه لري يو مخى ترې تېر شوم .


ارواښاد زمخشري (رحمة الله عليه) له زمانې سره د ناجوړۍ شاعرانه انځور[سمول]

ارواښاد محمود زمخشري د خراسان د شپږمې پېړۍ ستر اديب او د كشاف تفسير مولف دى . د دې تفسير د درېم ټوك په پاى كې هغه ته منسوب څو شعرونه كښل شوي، چې پښتو مضمون يې دا دى :

1 _ كه څوك مې د مذهب په باب وپوښتي،چې پر كوم مذهب يې؟ نو زه خپل مذهب پټوم او ويلاى يې نه شم؛ ځكه د مذهب پټونه مې پر ګټه ده .

2 _ كه ووايم چې حنفي يم؛نو وائي چې د "سرو زرو" په نامه شراب حلال ګڼې،حال دا چې شراب حرام دي .

3 _ كه ووايم چې شافعي يم؛نو وايي چې له خپلى لور سره ( چې له زنا زيږېدلې وي) نكاح روا بولي.

4 _ كه ووايم چې مالكي يم ؛نو وايي چې د سپي غوښه روا بولي .

5 _ كه ووايم چې حنبلي يم،وايي چې دروند دى،حلولي دى مبغوض دى او خداى جسم ګڼي .

6 _ كه ووايم چې اهل حديث او اخباري يم؛نو وايي چې وزه ده، څه نه پېژني او نه پر څه پوهېږي.

7 _ زه د دې زمانې له اوسېدونکيو حيران يم او د ژبې له شره يې بچ نه يم .

8 _ زمانې شاته وغورځولم او يوه ډله رامخې ته يې كړه،حال دا چې هغوى ناپوه او زه پوه وم .

9 _ له هغې ورځې چې ناپوهان نېكمرغه شول؛نو زه پوه شوم چې د " ميم " په څېر يم چې "افلح" او "اعلم" مې نه شي ويلاى.

(يعنې ميم له شفوى ټکيو دى،د چا چې پورته شونډه پړقه شلېدلې وي ورته "افلح" وائي او د چا چې كښته شلېدلې وي ورته "اعلم" وائي،چې طبعاً داسې سړى "ميم" نه شي ويلى؛نو ارواښاد زمخشري هم له زمانې سره ناجوړي دغسې انځور كړې ده)


== " تاريخي - عقيدتي "کره کتنه == په دې برخه كې د حضرت ابوطالب په باب د شيخ سبحاني هغه څرګندونې را اخلو،چې د استانبول په طرابيا هوټل كې يې كړي دي:

د پېغمبر اكرم د تره،حضرت ابوطالب په باب مو اورېدلي چې له نړۍ مسلمان نه دى مړ شوى،په دى باب معلومات راکړئ؟

ځواب: زه لومړى د يو شخصيت د پېژندو لپاره د "اجتماعي، تاريخي او انساني علومو" د يوې طريقې په رڼا كې د حضرت ابوطالب شخصيت تشريح كوم او بيا دهغه حديث متن او سند څېړم،چې ابوطالب يې نامسلمان ښوولى دى.

د يو شخصيت د پېژندو لپاره دوه لارې شته،چې دواړه بايد په يوه وخت ووهل شي،چې پر پېژندو يې بريالي شول:

(الف)_لومړى بايد د شخصيت افكار او عقايد وپېژندل شي؛يعنې فكري،علمي او قلمي اثار،نظريات،ويناوې مقالې او كتابونه يې تر غور لاندې ونيول شي؛خو دا پلټنه د انسان د بشپړې پېژندنې لپاره بسياينه نه كوي؛ځكه د انسان په ژوند كې ډېرې داسې مسلې شته،چې په ليكنو، اثارو او ويناوو كې يې نه منعكسېږى او كه منعكس شوې وي،ښه نه پېژندل كېږي؛ځكه د (ب) لاندې طريقه د انسان پېژندنه بشپړوي.

(ب) _ د انسان ژوند ليك (سوانح او بيوګرافي)،يعنې له پيله تر پايه د ژوند حالات يې تر غور لاندې نيول،چې له كومې كورنۍ دى؟ چېرته زيږېدلى؟د كوم ځاى او له كوم ټبر او نژاده دى؟ وړكتوب يې څنګه تېر كړى؟ پالنه يې څنګه شوې ده؟ له مور و پلار سره يې اړېكې څنګه وې،ورسره يې څه اختلافات او توافقات درلودل؟ په څرنګه چاپېريال كې روزل شوى او وده يې كړې؟چېرته يې زده كړې كړي او استادان يې څوك ول؟ په ژوند كې له كومو پېښو سره مخ شوى؟په كومو كې يې ماتې خوړلې او په كومو كې بريالى شوى؟ په كوم وخت،شرايطو او څنګه ټولنيزو شرايطو كى اوسېدلى؟عمر يي څنګه تېر كړى؟ څه ډول خواړه يې خوړل او له كومه ځايه؟ په ژوند كې پرې كومو پېښو او كومو كسانو اغيزه كړى؟ د وړوكتوب،ځلمېتوب،ځوانۍ، كمال او زړښت په وخت كې پرې څه تحولات راغلي ؟ نو په لنډ ډول د هر چا د پېژندو لپاره بنسټيز لار دا ده چې:

(الف)_فكري ليکې يې وڅېړل شي.

(ب)_ژوند ليك يې مطالعه شي.

نو د يو شخصيت بشپړه پېژندنه ؛

((فكري ليكي + ژوند ليك.))

اوس د حضرت ابوطالب په اړه له دې ټولنپوهنيز دوده كار اخلو :[سمول]

د حضرت ابوطالب كورنۍ[سمول]

ابوطالب په يوې داسې كورنۍ كې زيږېدلى ، چې د " ابراهيم خليل الله " پر طريقه او لار وه او د دې كورنۍ مشر حضرت عبدالمطلب په هغه وخت كې د دې لارې د لارويانو اتل و ، د عربي ټاپو وزمې تاريخ ته له غور او سمې څېړنې جوتېږى،چې عبدالمطلب په ډېرو نازكو شېبو كې له "توحيدي دين" لاس نه دى اخست ى.چې کله ابرهه د فيلانو د ستر لښكر په ملاتړ د "كعبې" ورانولو لپاره د مكې پر لور ته؛نو په دې ترڅ كې د عبدالمطلب اوښان يې ايسار كړي ول،عبدالمطلب چې د خپلو اوښانو د راستنولو لپاره ورغى؛نو ابرهه ورنه په حيرانتيا وپوښتل،ولې په خپلو اوښانو پسې راغلى يې ؟ زه خو د كعبى ورانولو ته راغلى يم او ته رانه خپل اوښان غواړې؟عبدالمطلب ورته په مېړانه وويل:" زه د اوښانو خاوند يم او دا كور (كعبه) خپل خاوند لري،چې وبه يې ساتى".

وګورئ: ابن اثير ، كامل تاريخ ( 1/261 مخ ) – س د مصر چاپ.

بيا مكې ته راستون شو او د كعبې تر څنګه يې دا شعرونه وويل:" پالونکيه! زه بې له تا،له بل چا هيله نه لرم،خدايه! له دې دښمنانو د خپل امن حرم وساته.د دې كور دښمنان درسره جګړه كوي،د خپل كور (كعبې) له ورانولو يې منع كړه .

وګورئ:پورته كتاب .

دا خبرې ښي چې عبدالمطلب "مؤمن" و؛ځكه يعقوبي (تاريخ 2/7 ) ليكي:"عبدالمطلب له بوت لمانځنې مخ اړولى او پر ايکي يو خداى ګروهمن و."

اوس ګورو،چې دې مؤمن پلار د خپل زوي (ابوطالب) په باب څه خيالونه درلودل؟

ابوطالب د عبدالمطلب له نظره[سمول]

حلبي سيره ( 1/136-137 مخونه ) د عبدالمطلب له خولې ليكى:" زوى مى درلود،چې ډېر راته ګران و،د وهب بن عبد مناف محترمه لور امنه مې ورته نكاح كړه او چې زوى يې وزيږېد؛نو "محمد" (ص) مې پرې نوم كېښود،څه موده وروسته پلار او مور يې مړه شول بيا ما او تره يې ابوطالب پالنه يې پر غاړه واخست ه." له دې ځايه څرګندېږي،چې ابوطالب د خپل مؤمن او موحد پلار له نظره دا وړتيا درلوده،چې د پېغمبر اكرم وپالي.په دې باب وګورئ :

1 _ حلبي سيره ( 1/134 ) د مصر چاپ .

2 _ ابن هشام سيره ( 1/189 ) – بيروت چاپ.

3 _ ابوطالب مؤمن قريش ، 109 مخ .

4 _ ابن سعد ، طبقات الكبرى ( 1/117 ).

د حضر ابوطالب پر ايمان دلايل[سمول]

د ابوطالب علمي او ادبي اثار :[سمول]

پوهانو او اسلامي تاريخپوهانو له ابوطالب په زړه پورې قصېدې نقل كړي،چې د دې علمي او ادبي ارزښتناكو اثارو له ترڅه جوتولاى شو، چې هغه مؤمن و؛لكه: 1 _ " شريف او ستر وګړي دې پوه شي،چې محمد (ص) د موسى (ع) او عيسى (ع) په څېر پېغمبر دى او دوي،چې اسماني رڼا درلوده؛ نو محمد (ص) هم يې لري؛نو ټول الهي استازي د خداى په حكم،خلك سمې لارې ته رابولي او له ګناهونو منع كوي يې."

وګورئ :

(الف)_الحجة 57 مخ.

(ب)_حاكم نيشاپوري،مستدرك الصحيحين 2/623

2 _ "ايا نه پوهېږئ،چې موږ محمد (ص) د موسى (ع) په څېر پېغمبر ګڼلى،چې په اسماني كتابو كې بيان يې راغلى؟ د خلكو ښه ايسي او نه ښائي له هغه سره تېرى وشي،چې خداى تعالى مينه په زړونو كې يې اچولې وي".

وګورئ "

(الف)_ابن كثير،تاريخ 1/42.

(ب)_عبدالحميد ابن ابي الحديد معتزلي شافعي،شرح نهج البلاغه 14/72 مخ .

3 _ " د خداى پېغمبره!چې ژوندى يم،دښمنان به پر تا برلاسي نه شي؛نو باك مه لره او د څه په باب چې ماموريت لرې، ښكاره كړه،زېرى وركړه او سترګې روښانه كړه،تا خپل دين ته راوبللم او پوهېږم،چې ته زما خير غواړې او په خپله بلنه كې ټينګ او رښتينى يې او په څرګنده پوه شوم چې د محمد (ص) دين له غوره اديانو دى." وګورئ :

1 _ د بغدادي خزانة الادب 1/261.

2 _ ابن كثير ، تاريخ 3 /42.

3 _ ابن ابي الحديد معتزلي شافعي،شرح نهج البلاغه 14/55.

4 _ فتح الباري 7/153 – 155 مخونه.

5 _ الاصابة 4/116.

6 _ ديوان ابوطالب 12 مخ.

4 _ "پر ما شاهد خدايه ! د محمد (ص) پر دين پر ايمان مې شاهد اوسه،كه څوك بې لارې وي؛نو زه خو پر سمه لار روان يم." وګورئ :

1 _ د ابوطالب ديوان 75 مخ .

2 _ ابن ابي الحديد،شرح نهج البلاغه 14/78 مخ .

5 – "ستر خداى،خپل استازى محمد (ص) ارزښتمن او دروند وګڼه؛ځکه"احمد" تر ټولو مخلوقاتو اكرم او عزتمن دى.خداى له خپل نومه نوم يې را اخست ى،چې درناوى يې وشي؛نو د عرش څښتن تعالى "محمود" (ستاېل شوى) او پېغمبر يې احمد (ډېرستايونكى) دى."

وګورئ :

1 – د ابن عساكر تاريخ 1 / 275.

2- د ابن كثير تاريخ 1 / 266.

3 – تاريخ الخميس 1 / 254.

4 – ابن ابي الحديد شرح نهج البلاغه.

6 – حضرت ابوطالب د ژوند په وروستيو شېبو كې د قريشو مشران د پېغمبر اكرم (ص) بشپړ ملاتړ او لاسنيوى ته رابلل،لاندې بيتونه ولولئ :

" څلورو تنو ته د خير او نېكۍ،د پېغمبر د ملاتړ سپارښتنه كوم : خپل زوى علي،د خپل قوم مشر عباس،د خداى زمري حمزه چې تل يې له پېغمبره ملاتړ كړى او خپل زوى جعفر ته.تاسې تل ملاتړي او د دښمنانو پر وړاندې ډال يې ياست. "

وګورئ : د ابن شهر اشوب مازندراني متشابهات القران ، تر " لينصرن الله من ينصره " آيت لاندې .د حج سورت تفسير .

له پېغمبر اكرم (ص) سره د ابوطالب چلن د ايمان ښوونكى يې دى[سمول]

ابو طالب،چې له پېغمبر اكرم (ص) كومه بې سارې دفاع كړې او د اسلامي بلنې په لار كې يې كوم ربړونه ګاللي؛نو دا ټولې سرښندنې مشهورو اسلامي تاريخپوهانو راخست ي دي.

له اسلامه د ملاتړ او د پېغمبر اكرم (ص) د پاسوالۍ لپاره د قريشو رياست يې پرېښود او درې كاله په "شعب ابىطالب" كې يې له پېغمبر اكرم (ص) سره په اقتصادي بنديز او كلابندۍ كې تېر كړل او له نورو مسلمينو سره يو ځاى ټولې ستونزې يې وګاللې،چې دغه ارزښتناكه خدمتونه او بې سارې سر ښندنې په دې شاهدي وركوي،چې "مؤمن " و. ايا په بشري تاريخ كې دغسې يوه بېلګه شته،چې ګنې څوك پريوې لارې ګروهمن نه وي؛ خو پلي کولو ته يې دغسې هلې ځل وكړي؟نه هېڅكله! وګورئ :

1- حلبي سيره 1 / 134.

2- محمد د يار بكري،تاريخ الخميس 1 / 253 –254.

3 – ابن هشام سيره 1/ 189.

4- ابن ابي الحديد ، شرح نهح البلا غه 14 / 5 – 52 مخونه.

5- يعقوبي، تاريخ دويم ټوك.

6- الاصابه ( د ابن حجر عسقلاني )4 / 15.

7- ابن سعد،طبقات الكبرى 1 / 119 مخ.

د ابو طالب وصيت پر ايمان يې ګواه دى[سمول]

مشهورو اسلامي تاريخ پوهانو د ابو طالب وصيت رااخست ى:

"خپلوانو!د محمد (ص) دوستان او لارويان اوسئ او له ګوند(اسلام) يې ملاتړ وكړئ . پر خداى قسم څوك چې په رڼا پسې يې ولاړ شي او لاروي يې وكړي،نېكمرغه كېږي،كه ژوندى پاتې شم او اجل مې را ونه رسېد،پراته خنډونه به لرې كړم،دا خبرې يې وكړي او په حق ورسېد "

وګورئ :

1 – حلبي سيرة ( 1 / 39 مخ ).

2 – محمد ديار بكري،تاريخ الخميس (1 / 300 - 301 مخونه ).

رسول اكرم،له ابو طالب سره مينه درلوده؛نو راښيي چى مؤمن و[سمول]

ستر پېغمبرحضرت محمد مصطفى (ص) په بېلابېلو ځايو کې د خپل تره ابو طالب درناوى كړى او خپله مينه يې ورسره ښوولې،چې دلته دوه بېلګو ته اشاره كوم:

1 –يوې ډلې تاريخپوهانو لاندې روايت را اخست ى چې پېغمبر(ص ) عقيل بن ابى طالب ته وويل:"ته راته له دوو پلوو ګران يې،يو دا چې خپل مې يې او بل دا چې ته مې تره ابو طالب ته هم ګران وې."

وګورئ:

الف– محمد ديار بكري،تاريخ الخميس 1 / 163 د بيروت چاپ

ب –ابن عبدالبر،الاستيعاب 2 / 509.

2 –حلبي (سيرة 1 / 391 د مصر چاپ) له رسول اكرم د خپل تره د درنښت په باب روايت كوي:"چې ابو طالب ژوند ى و؛نو د قريشو كفارو سخت ازارولاى نه شوم.

د پورته څرګندونو له مخې"نبوي اخلاق" هم دا راښيي چې ابوطالب د قريشو مؤمن و؛ځكه د قرآني نص له مخې پېغمبر اكرم (ص) يوازې مؤمنان ښه ګڼي او پر دوستۍ يې نيسي او د كفارو او مشركينو پر وړاندې سخت زړى دى.[مُحَمَّدٌ رَّسُولُ اللَّهِ وَالَّذِينَ مَعَهُ أَشِدَّاءُ عَلَى الْكُفَّارِ رُحَمَاءُ بَيْنَهُمْ = محمد(ص) د خداى استازى دى او هغه كسان چې ورسره دي،پر كافرانو ډېر سخت (او) په خپلو كې خوا خوږي او ډېر مهربان دي.(فتح/۲۹) ]

(لاَ تَجِدُ قَوْماً يُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الآخِرِ يُوَادُّونَ مَنْ حَادَّ اللَّهَ وَرَسُولَهُ وَلَوْ كَانُوا آبَاءَهُمْ أَوْ أَبْنَاءَهُمْ أَوْ إِخْوَانَهُمْ أَوْ عَشِيرَتَهُمْ أُولئِكَ كَتَبَ فِي قُلُوبِهِمُ الْإِيمَانَ =داسې خلک به و نه مومې،چې پر خداى او د قيامت پر ورځې ايمان لري،(خو) له هغوكسانو سره دوستې وكړي، چې د خداى او له استازي سره يې په ټينګه دښمني كوي،كه دا(دښمنان) يې پلرونه يا زامن يا وروڼه يا خپلوان هم وي،همدوى دي چې خداى په زړونو کې يې د ايمان (نقش) كښلى(مجادله/۲۲)

دغسې په دې باب وګورئ:" ممتحنه لومړى آيت" ، " توبه _ 23 آيت " ، " مائده " 54 او 81 آيتونه .

تېرو آيتونو ته په پاملرنې سره اودا چې نبي اكرم (ص) له ابوطالب سره مينه درلوده او په بېلابېلو ځايو كې د مقام درناوى يې كړى؛نو څرګندېږي چې مسلمان و.

د ابو طالب پر ايمان د اصحابو شاهدي[سمول]

يوه ډله اصحاب (رضى الله عنهم) د ابوطالب پر ايمان شاهدي وركوي :

1 _ له حضرت ابوبكر بن ابي قحافه او عباس بن عبدالمطلب ( رضي الله عنهما) په ډېرو اسنادولاندې روايت نقل شوى: "ابو طالب" لااله – الا الله محمد رسول الله "وويله او مړ شو". وګورئ:الغدير (7 / 398 ) چې دوكيع له تفسيره يې رااخست ى،د 1378 س د بيروت درېم چاپ

2 _ حضرت ابوذر غفاري (رضى الله عنه) ويلي : پر خداى قسم ، چې بې له هغه بل خداى نه شته،ابوطالب له نړۍ سترګې پټې كړې او اسلام يې ومانه . وګورئ : د ابن ابي الحديد شرح نهج البلاغه ( 14 / 7 )

3 _چا د حضرت علي (ك) په مخ كې پر ابوطالب ناروا تور ولګاوه،علي ورته پر غوسې وويل :" چوپ شه،خداى دې خوله ماته كړه، قسم پر هغه خداى چې محمد (ص) يې پر پېغمبرۍ رالېږلى،كه پلار مې ( ابوطالب) وغواړي،چې د هر ګناهګار شفاعت وكړي؛نو خداى به يې شفيع كړي."

وګورئ:الحجة 24 مخ.

بيا زياتوي: پرخداى قسم،ابوطالب عبد مناف بن عبد المطلب مؤمن او مسلمان و،له قريشي كفارو يې ايمان پټ ساته،چې له بني هاشمو سره دښمني ونه كړي. د حضرت علي (ك) دا خبرې نه يوازې د ابوطالب غښتلى ايمان تاييدوي؛بلكې د الهي اولياوو په ليكه كې يې شمېرلى،چې د خداى په اجازه شفيع كېداى هم شي . وګورئ : الحجة : 24 مخ .

ابو طالب د اهل بيتو له نظره[سمول]

د اهل بيتو ټولو امامانو ځاى پر ځاى د ابو طالب له ايمانه دفاع كړې،چې د بېلګې په توګه د امام باقر او امام صادق (رضي الله عنهما) روايتونه را اخلو:

(الف)_امام باقر:كه د ابو طالب ايمان د تلې په يوه پله او د دې كسانو ايمان د تلې په بله پله كې كېږدئ؛نو د ابوطالب ايمان پرې زياتېږي. وګورئ :

1- د ابن ابي الحديد شرح نهج البلاغه 14 / 68 دويم چاپ

2- الحجة : 18 مخ.

(ب) امام صادق له رسول اكرمه نقلوي چې: ((اصحاب كهف (د ځينو مصالحو له امله) خپل ايمان پټ كړ او په ظاهره يې وښوده،چې كافران دي؛نو خداى دويم ځل ورته اجر وركړ او ابو طالب هم خپل ايمان او اسلام پټ وساته او (د ځينو مصلحتونو له امله يې) د شرك اظهار كاوه؛ نو خدا ى تعالى په دويم ځل ورته اجر وركړ. )) وګورئ :

1 _ د ابن ابي الحديد،شرح نهج البلاغه 14 / 70 دويم چاپ .

2 – الحجة 17 او 115 مخونه .

له تېرو دلايلو د لمر په څېر څرګندېږې چې ابوطالب له لاندې درناويو برخمن و :

1 _ پر الله تعالى او پېغمبر يې ټينګ ايمان درلود .

2 _ له پېغمبر اكرم (ص) بې سارى ملاتړ يې كړى او د اسلام په لار كې يې سرښندنې كړې دي.

3 _ پېغمبر اكرم (ص) هم ورسره ډېره مينه درلوده.

4 _ د خداى تعالى په نزد د شفاعت له مقامه هم برخمن دى .

پورته ويل شوي مطالب موږ ته دوه څېزونه راښيي :

1 _ د ابوطالب ايمان،پېغمبر اكرم (ص)،اصحابو،حضرت علي او د اهل بيتو نورو امامانو منلى دى.

2 _ كوم ناروا تورونه چې په ابوطالب پورې تړل شوي،بې بنسټه دي او د دې تورونو وجهه دا وه چې امويانو او عباسيانو تل د اهل بيتو او د ابوطالب له اولادې سره كينه درلوده؛نو د خپلو سياسي موخو لپاره يوه ډله يې راهڅوله،چې دغسې تبليغات وكړي او دين پر دنيا پلورونکيو،جعلي حديث جوړونکيو احاديث جوړول،چى د مسلمينو ذهنونه خړ پړ كړي،چې يو له دې د "ضحضاح " مشهور حديث دى .

موږ د قرآن،نبوي سنتو او سليم عقل په رڼا كې ددې حديث متن او سند تر غور لاندې نيسو،چې څومره بې بنسټه دى:

د ضحضاح حديث څېړنه[سمول]

په صحيح بخاري او صحيح مسلم كې له څلورو راويانو (سفيان بن سعيد ثوري،عبدالملك بن عمير،عبدالعزيز بن محمد دراوردي او ليث بن سعد ) لاندې د (الف) او (ب) جملې پېغمبر اكرم (ص) ته منسوب روايت شوي .

(الف)_"وجدته فى غمرات من النار فاْخرجته الى ضحضاح" ، يعنې هغه (ابوطالب) مې د اور په لمبو كې وليد،بيا مې ضحضاح (هغه كنده،چې ژوروالى يي د انسان له قده لږ وي ) ته راوايست .

(ب)_"لعله تنفعه شفاعتى يوم القيامه فيجعل فى صخضاح من النار يبلغ كعبيه يغلى منه دماغه ؛يعنې ښيي د قيامت پر ورځ زما شفاعت هغه ( ابوطالب) ته ګټه ورسوي؛نو د اور په كنده كې به شي چې ژورتيا يې د پښو تر ښنګرو پورې رسي،داسې چې ماغزه به يې خوټيږي."

وګورئ : صحيح بخاري ( 5 / 52 ) د مصر چاپ _ ابواب مناقب _ باب قصه ابى طالب او ( 8 / 46 ) كتاب الادب باب كنيه المشرك .

د حديث د اسنادو څېړنه :[سمول]

د اهل سنتو "رجال پوهانو" چې د دې راويانو په باب څېړنې كړي په ترتيب يې لولو :

(الف)_د سفيان بن سعيد ثوري په باب ابو عبدالله محمد بن احمد بن عثمان ذهبي (ميزان الاعتدال 2/660 د بيروت لومړى چاپ ) وايي:((كان يدلس عن الضعنا؛يعنې سفيان ثوري جعلي احاديث له ضعيفو او کمزوريو راويانو نقلول . ))

پورته خبره شاهدي وركوي چې روايت شوى احاديث يې د اعتبار وړ نه دي .

(ب)–عبد الملك بن عمر:ذهبي (ميزان الاعتدال 2 / 660 – د بيروت لومړى چاپ ) وايي:"عمر يې اوږد شو او حافظه يې خرابه شوه . ابوحاتم وائي : د حديث د حفظ او ساتنې وسه يې نه درلوده او حافظه يى هم خرابه شوې وه . احمد بن حنبل وايي : هغه ضعيف و او جعلي روايتونه يې نقلول . ابن معين وايي: هغه سم او ناسم احاديث سره ګډول . ابن خراش وايي : شيعه هم ترې له خوشحاله نه ول. كوسج له احمد بن حنبل نه حكايت كړى،چې په كې يې عبدالملك بن عمير په ټينګه ضعيف ښوولى دى."

له پورته خبرو څرګندېږي چې عبدالملك بن عمير لاندې صفتونه درلودل :

1 _ حافظه يې نه درلوده او هېر يې ډېر و.

2 _ د رجال پوهنې په اصطلاح ضعيف و؛يعنې د داسې سړي پر روايت اعتماد نه كېږي.

3 _ ډېرې غلطۍ يې كولې .

4 _ سم او ناسم روايتونه يې ګډول .

نو څرګنده شوه ، په چا كې چې دا يو صفت وي،د روايت خامۍ او بى بنيادي يې راښيي،حال دا چې په ده كې ټول دا صفتونه شته ؛ نو څرنګه پر رواياتو يې اعتماد وكړو؟

(ج)_عبدالعزيز بن محمد دراوردي

امام احمد بن حنبل په باب يې په تېر كتاب كې وايي : " كه له خپلې حافظې روايت وكړي؛نو بې بنسټه او بې ارتباطه خبرې كوي." ابوحاتم په دې كتاب كې وايي:"پر خبره يې استدلال نه شو كړاى." ابوزراعه په همدې كتاب كې وايي:"ښه حافظه يې نه درلوده."

ځير شئ چې د اهل سنتو رجال پوهانو هغه هېرونكى او بې حافظې ښوولى؛ځكه پر رواياتو يې استدلال نه شو كړای!

(د)_ليث بن سعد

ذهبي (ميزان الاعتدال 3/420 – 423 ،د بيروت لوړى چاپ) ليكي : د اهل سنتو د "رجال پوهنې" كتابو ته له مراجعې وروسته څرګندېږي، چې د "ليث" په نامه راويان ټول مجهول،ناپېژندل شوي يا ضعيف دي،چې پر احاديثو يې اعتماد او استدلال نه شو كولاى.

ليث بن سعد هم له هغوى دى چې حديث يې سرسري اورېده او څېړنه يې نه كوله.

يحيى بن معين په همدې كتاب كې وايي:"ليث بن سعد د راوي او روايت په باب بې غوره و. "

" نباتي " په " التذليل على الكامل " كتاب كې ټول ضعيف روايان را ټول كړي،چې د ليث بن سعد نوم هم په كې شته . وګورئ :

1 _ شيخ الابطح 75 مخ

2 _ ذهبي، ميزان الاعتدال 3/423

له پورته څېړنې جوته شوه،چى د "ضحضاح" حديث اصلي راويان ډېر ضعيف او کمزوري دي،چې پر احاديثو يې اعتماد نه شو كړاى.

د " ضحضاح " حديث متن[سمول]

له قرآن او سنتو سره اړخ نه لګوى :

په دې حديث كې په پېغمبر اكرم (ص) پورې تړل شوي،چې آنحضرت،ابوطالب د دوزخ له اوره راوايسته او "ضحضاح" ته يې راوست او په عذاب كې يې كمښت راغى او يا هيله يې وكړه ،چې د قيامت پر ورځ به يې شفاعت وكړي،حال دا چې قرآن مجيد او نبوي سنت د عذاب كموالى او د پېغمبر شفاعت يوازې د مؤمنانو او مسلمانانو لپاره مني كه ابوطالب كافر واى؛نو هېڅكله پېغمبر له هغه د عذاب د كمښت باعث نه ګرځېده او نه يې شفاعت كاوه.قرآن کریم وايي:[ وَالَّذِينَ كَفَرُوا لَهُمْ نَارُ جَهَنَّمَ لاَ يُقْضَى‏ عَلَيْهِمْ فَيَمُوتُوا وَلاَ يُخَفَّفُ عَنْهُم مِنْ عَذَابِهَا كَذلِكَ نَجْزِي كُلَّ كَفُورٍ= او کوم کسان چې کافران شوي ورته د دوزخ اور دى، هېڅکله به پرې پرېکړه ونه شي،چې مړه شي (او قصه يې پاى ته ورسېږي) او نه به ترې عذاب سپک شي.هو،موږ هر(بې ايمانه)ناشکره ته همداسې سزا ورکوو.(فاطر/۳۶)

2 _ نبوي سنت : نبوي سنت هم له كافرانو شفاعت نفې كوي: حضرت ابوذر غفاري (رضى الله عنه) له رسول اكرم (ص) روايت كوي چې: "زما شفاعت يوازې د امت هغو كسانو ته رسي چې مشرکان نه وي."

اوس جوته شوه چې د "ضحضاح" حديث "متن" او منځپانکه له قرآن او نبوي سنتو سره اړخ نه لګوي او هم سند يې بې اعتباره دى؛نو هغه حديث چې د "سند" او "متن" له اړخونو بې اعتباره وي،په اسلامي مسايلو كې پرې استدلال نه شو كړاى.

او په دې توګه څرګنده شوه چې ابوطالب د قريشو مؤمن،مؤحد او د پيغمبر اكرم ستر ملاتړى و .



امامت او خلافت[سمول]

ارواښاد علامه سيد محمد صالح حايري مازندراني د خپلې زمانې د " اماميه شيعه و " ستره مرجع ، يوه اوږده مقاله كښلې،چې ځينې برخې يې په "همبستګى مذاهب اسلامي" كتاب كې خپرې شوي او موږ د خپلې موضوع له موخو سره په اړه،پښتو ژباړه يې را وړاندې كوو .

شيعه و د "امامت" ليكه نيولې او اهلسنتو د "خلافت" حال دا چې د انتصابي امامت (چې خداى او پېغمبر غوره كړې وي) او انتخابي خلافت ( چې مسلمانان خپل مشر غوره كوي ) توپير يې هېر كړى؛خو ترمنځ يې هېڅ ډول منافات او ضديت نه شته او دا دواړه منصبونه (امامت او خلافت) له پيله تر پايه يو له بل سره اړخ لګوي؛خو يوازې اړو دوړ اچوونكي سوله او تفاهم له منځه وړي چې زيان يې دواړو لوريو ته رسېدلى او نن هېڅ دليل نه لرو،چې "اسلامي امت " بيا دا تېروتنه وكړي.


"توضيح": د شيعه و له نظره امامت په عصمت او د خداى او د رسول په ټاكنې پورې اړه لري او له خلفای راشدين او تابعينو يو هم د دې آسماني مقام د درلودلو ادعا نه ده كړې او په دې باب ټول يوه خوله يو او همداراز هغوى يوه هم له دې مقام انكار نه دى كړى او نه د حكومت په جوړښت او تداوم كې نمښتې (انكار) ته يې اړ شوي او همداراز د امامت مقام يو ناشونى مقام نه دى، چې څوك ورته د نه رسېدو له امله،ترې منكر شي او يا د امامت دلايل تاويل كړي همداراز د پېغمبر په كورنۍ كې دا يو غير معقول او بې سابقې عمل نه و، چي د دواړو مقامونو (خلافت او امامت) ترمنځ يې همغږى راوړه او دواړه لورې رضا شوې او بيا موږ په خپلو كې په باب يې په شخړو بوخت او دښمنان شول او د دوو متضادو لوريو په توګه يې ومنو،چې راټولېدل يې ناشونى دي چې حتماً يو بايد وي او هغه بل له منځه ولاړ شي.


د شيعه و له نظره د امامت شرط دا نه دى،چې منصوص او معصوم امام دې د مسلمانانو ظاهري چاروكې (خليفه) وي؛بلكې يوازې د خلافت صلاحيت او اهليت به لري او په دې باب ټول شيعيان په يوه خوله دي. د شيعه و په نزد؛ بلكې د ټولو عاقلانو له نظره د خلافت او مشرولۍ لپاره د امام ړومبيتوب او استحقاق د عقل ، شرع او عرف له اړخ څرګند دى. اوس نو كه بل څوك راپاڅېږي او له عدالت ، زهد ، امانت او حسن تدبيره كار واخلي او خلك ملاتړ يې وكړي او معلوم هم نه وي چې ظالم به وي،پردې سربېره دا هم شونې ده،چې امام ته د چارو د برلاسۍ لپاره اسباب او لارې برابرې نه وي او دا وېره هم وي كه راپاڅېږي؛نو فتنه به جوړه شي؛نو غاړه ږدي او په دې فرض چې دا ټولې چارې په ظاهره هم پېښې شوي وي.


د خلفاى راشدينو خلافت بل مقام دى چې هېچا كله هم په باب يې اختلاف نه دي كړى،امام علي (ك) په 25 كلو كې ترې منكر نه شو او نه يى باطل اعلان كړى څو خلافت ورته خپله مخه كړه (بې له دې چې وې غواړي) او خلكو ورسره بيعت وكړ،حال دا چې د بيعت له منلو يې ښه نه ايسېدل او په دې راضي و چې بل څوك يې پر ځاي كېني.


ځكه د شيعه و په قاموس كې امامت له خلافت سره معارض نه دى او د خلافت په اثبات كې د امامت انكار ته اړه نه ليدل كېږي له دې به ستر ټولنيز جنايت چېرته وي چې د " منصوص امام " او " عادل خليفه " ترمنځ سوله،تفاهم او رضايت وي؛خو خلك په خپلو كي په شخړه او جګړه كې اخته وي اوبې د "امام" او "خليفه " له رضا او خوښۍ په ملت كې بې اتفاقي غورځوي! البته هغوى دا خيانت پيل كړى،چې له امامت او نص منكر ول او پر امامت له ګروهمنو سره يې دښمني پيل كړه تر دې چې دې ته يې اړ كړل خلافت په نامناسبه او ناسزا څيزونو وستايي!خو اهل بيتو او لارويانو يې پر دواړو ويناوو (له انتصابي امامت انكار او د خلافت د مفام سپكاوى) د ابطال ګوته راښكوده او كه په دې باب د افكارو او اقوالو تبادله شوې وي بې د دې دوو مقامونو(امامت او خلافت) له اصله به وي او دې مسلې ته په اشاره د "اسلامي مذاهبو د پيوستون" بنسټګر او عمومي منشي استاد ميرزا محمد تقي قمي وايي :"له پېغمبر(ص ) وروسته مشرانو او صالحينو پر عاقلانه اندازخپل اختلافات وساتل،چې له دې اختلافاتو داسې اغېزې را ونه وتې،چې اسلامي يووالى زيانمن كړي،چې د اسلام دښمنان ترې ناوړه ګټه پورته كړي او په حقيقت كې دا د راى او نظر اختلاف و، نه شخړه او جګړه ".


او زما په اند، ان د "خلاف" نوم هم پرې نه ږدو،شخړه او كشمكش خو لا څه كوې؛ځكه هغه مهال د امام له منزلت،نص خلافت ته اهليت،صلاحيت او له فاضله ملكاتو انكار يې مطرح نه و؛بلكې امام علي (ك) يوازى ګيله وكړه چې ولې بې له ګډونه يې د خليفه د ټاكنې اقدام وشو او ان امام علي (ك) منښته (اعتراف) كوي چې د خليفه د ټاكنې په باب د بيړي لامل حضرت سعد بن عباده انصاري رضي الله عنه و .


او همداراز د شيعه و په كتابو كې د امامت د نصوصو او منزلت يادونه د دې له امله ده،چې دا نصوص هېر نه شي او يا له منځه ولاړ نه شي او دې ته بايد د راي او نظر اختلاف و نه ْ وايو؛ځكه دا دكيسانيه، جاروديه او فطحيه شيعه ډلو په څېر اختلاف نه دى چې دوى يې له " اثني عشري اماميه و " سره لري او بحث يې دا دى،چې د امامت بحث په ځانګړې مانا دى او كه په عامې؛ځكه اماميه شيعه د خلافت لپاره راپاڅېدل د امامت شرط نه ګڼي كه څه امام د خلافت لپاره ړومبيتوب لري او دا حالت په دې پوري اړه لري چې ظاهري اسباب ورته راټول شي او د خداى حكمت داسې دى ،چې چارې بې له اسبابو سرته نه رسوي .


او دا خواشيني (چې ګنې ولې د امام لپاره اسباب برابر نه ْ شول چې چاروا كى شوى واى ) امام ته هېڅ ګټه نه شي رسولاى دا خو لا څه كوى، چې دښمني هم ورته وكړو او كه دا اختلافات بنسټيز واى؛نو لازم و چې په جزيرة العرب كې د صليبي جګړو په څېر جګړې پېښې شوې واى حال دا چې د علي (ك) او خلفاى راشدينو د ښه تدبير،درايت او كارپوهۍ له امله يوه پېښه هم ونه شوه.


[ څېړونکى: په دې باب " علي از ديدګاه خلفا" کتاب ولولئ،چې په پښتو هم ژباړل شوى .]


دا چې موږ د امامت او خلافت په باب دلايل راوړو د دې لپاره دي ،چې په " سپېڅليواو غوره شويو اهل بيتو " كې د امامت روحاني منصب وساتل شي،هسې نه چې په تېر سره له سلطنت او حكومت سره يو شان وګڼل شي او ځينې داسې وګڼي چې دا مذهبي او اسماني مقام او منزلت نه دى؛بلكې سياسي اړخ يې درلود چې ځان يې سلطنت او چارواكۍ ته رساوه ،حال دا چې امامت اسماني مقام دى چې د قرآني او نبوي علومو پاسوال، د خلكو د مذهبي ستونزو هوارونكى او د نبوت د دروغجنو مدعيانو د ادعا ردونكى دى،مخكې هم وويل شو،چې منصوب امام ته لازم نه دي،چې د هېوادنيو چارو او سياست لپاره راپاڅېږي؛ځكه دا چارې په نور څه پوري اړه لري او د امامت شرط نه دي او داسې هم كېږي،چې امام يو بل څوك د خلافت د پرمخ وړلو لپاره توظيف كړي او يا داچې وسايل او اسباب ورته برابر نه وي او يا د فتنې د مخنيوي لپاره او يا د قرآن د راټولولو او يا داچې د خلافت لپاره يو بل عادل سړى پيدا كړي او چارې وروسپاري،چې دا ټولې خبرې يوه هم الهي منزلت او مقام يې نه شي راټيټولاى؛بلكې كله خليفه او پاچا په دې شرط چې وړتيا او صلاحيت ولري د پېغمبر ځايناستى كېږي لكه چې حضرت پېغمبر (ص) په خپل ژوند كې د لرو بر واكمن نه و ؛ بلكې له ځينو هېوادو سره يې سوله وكړه او ځينې يې د لنډ مهال لپاره ازاد پرېښودل او دا آيت پرې نازل شو:[وَمَا أَكْثَرُ النَّاسِ وَلَوْ حَرَصْتَ بِمُؤْمِنِينَ = كه ته څومره ټينګارهم وكړې؛نو ډېرى خلك ايمان نه راوړي.(یوسف/۱۰۳)


او خداى تعالى فتح او برياوې له وفات وروسته يې پر برخه كړې حال دا چې ټول مسلمانان په يوه خوله دي،چې د پېغمبر(ص) رسالت د بعثت له پيله ټول بشريت ته و،نه دا چې واكمن شي او بريا يې په برخه شي .


كه خداى تعالى نه واى غوښتي،چې پېغمبر (ص) واكمن او سوبمن شي او له هجرته ړومبى او يا په مكه كې له عمومي بلنې او دعوت وروسته شهيد يا وفات شوى واى او بې له مكي سورتونو نور آيتونه پرې نازل شوي نه واى د عمومي رسالت له نظره په منزلت او مقام كې يې نيمګړتيا نه راتله،چې د دين والو د بريا او ډېرښت په بڼه كې مقام او منزلت يې بشپړ شي،همداراز كه امام، خليفه او چارواكى نه شي او خلك د خلافت لپاره يې ونه ټاكي او يا په بيعت كې يې تاخير او وروستوالى راولي؛د امامت له مقامه يې څه نه كمېږي .


همداراز نه ښايي چې "خلفاى راشدين" له خلافته ممنوع وګڼو په تېره بيا چې امام علي (ك) ورسره جوړ و،او د زړه له اخلاصه يې ورسره دوستي درلوده په پټه او ښكاره يې ورسره لاس يو و، مشوره او لارښوونه يې ورته كوله او مسلمانان بايد د علي او زامنو طريقې ته وګورى،چې خلكو ته په سوله او امنيت كې د ګډ ژوند،نرمښت،پيوستون او يووالي درس وركوي او د امامت او خلافت ترمنځ يې پيوستون رامنځ ته او په امت كې يې خپور كړ .


او د شيعه و لپاره (د علي او زامنو په لاروي ) بيخي شونې ده،چې (مخكې مې ورته اشاره وكړه ) د خلافت په سموالي قايل شي او د امامت پر مقام بسياېنه وكړي دا مقام چې د پېغمبر پر ژمنو وفا، صبر، زغم او پاسوالي داسې مسايل دي،چې د بل چا له وسې پوره نه دي (لكه د رسول اكرم د نبوت پر خاتميت د حقانيت دلايل،پر نورو اديانو د اسلام د لوړتيا اثبات او داسي نور مسايل چي بې له پېغمبر(ص) يا وصى بل څوك يې كړاى نه شي)


همداراز اهل سنتو وروڼو ته امكان لري،چې د علي او زامنو انتصابي امامت ومني دغسې د پېغمبر اكرم اصحابانو كله هم د پېغمبر ( ص ) له دستوره سرغړاوى نه دى كړى چې ابطال او دروغ يې ګڼلي وي،يوازې د ځينو مصالحو او ملحوظاتو په پام كې نيوو سره يې پرې عمل ځنډولى دى.او اهل سنت دې د شيعه و په ويناوو راضي شي،چې په دې باب اهل سنتو ته هېڅ زيان نه رسي ؛ځکه د علي د ځوځات د امامت په پرېښودو او له شيعه و سره شخړه کول،ورته لږه ګټه هم نه لري. همداراز لكه څنګه چې د خلافت منل او ورسره دښمني پرېښودل د اهل سنتو د خوښۍ لامل ګرځي او شيعه و ته به د بوسو هومره هم زيان ونه رسېږي او همداراز د اهل بيتو امامانو په خوله او ژبه په خلفاوو پسې له سپكو سپورو ويلو منع كړي او سپارښتنه يې كړې،چې د اسلام د يووالي لپاره درناوى يې وكړي .

(( او په دې توګه د امامت او خلافت ترمنځ سوله او پخلاينه راتلاي شي چې خليفه د ځمكو د زېرمو امين او پاسوال وګڼو او امام د الهي او نبوي علومو د زېرمو پاسوال ! )) څېړونکى : د مخلصو او زړه سواندو پوهانو له نظره :سني شيعه دى او شيعه سني دى او په حقيقت کې دواړه د يو خداى بندګان او د "محمدرسول الله" په امت کې ګڼل کېږي؛نو ښه ده،چې په هر اړخيز ډول سره يووالى او تفاهم وکړي او دې تاريخي پېښې ته د پاى ټکى کېږدي او په خپلو کې يو بل د مسلمانانو په نوم وپېژني نه يو ځانګړى مذهب .

دغسې ځلاند پير ته سترګې پر لار

پر خداى مو سپارم







          كتابښود

په دې څېړنه كې له لاندې كتابو ګټه اخستل شوې ده. 1- يو موټى اسلامي ټولنه د خالد محمود مصري ليکنه او د محمد اصف صميم ژباړه. 2- مسايل كابل ، آيت الله العظمى شيخ محمد آصف محسني. 3- علما ديوبند كا ديني رخ اور مسلكي مزاج، قارى طيب. 4- معالم المدرسين علامه مرتضى عسكري. 5- منطق شيعه دركنګره ها ومجامع بين المللي شيخ جعفرسجاني 7-سرزمين خاطرها. شيخ جعفرسجاني 8شيعه پاسخ مى ګويد شيخ جعفرسجاني 9_روش شناخت اسلام داكتر علي شريعتي 10_ از اګاهان بپرسېد داكترسېدمحمد تيجاني ۱١- همبستګى مذاهب اسلامي (بحث هاي علمي واصلاحي بيست تن ازپيشوايان تسنن وتشيع ۱٢- پينځګونې فقه محمدجواد مغينه (محمدانوروليد ژباړه)