ويکيپېډيا:خوشال بابا په اشعارو کې د نبوي کورنۍ ياد

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

پاک ســـني هغه آدم دى

چې د آل  په عشق محـــکم دى


'خټک پرېږده په درست افغان کې                                                                عجب که هسې فرهنگيالي راشي[1]'


درست په داپوهېږم چې څلور مذهبه حق دي[سمول]

زه دحنــــــــــفي مذهب دعـــوى لرم محکمه[2][سمول]

د څېړونکي سریزه[سمول]

د ١٣٧٨ کال په دوبي کې مې "ارمغان خوشحال" ولوست،د لوستو په ترڅ کې مې پام شو،چې خوشال بابا د "خودي" په باب اوڅار - مطرح کړي مسالې تر ډېرو پوهانو ړومبى کښلي دي.

  خوشحال د خپلې ټولنې روڼ اندی،فيلسوف او اسلامپوه و او د "فرهنگي ټولنپوهنې"له اړخ ورته جوته وه،چې پښتانه بايد ځان وپېژني؛ځکه يې "خودي" په عام  فهمه ژبه؛ژوره مانا اوڅار کړه .

له تاريخي پلوه،چې د اندونو لېږد ته ځير شو؛نو څرګندېږي،چې "علامه اقبال لاهوري" او په لاروي یې؛ ډاکتر علي  شريعتي، د "خودي" په مساله کې د "خوشحال بابا" پر پله تللي ،چې په درناوي کې یې وايي :

خوش سرود آن شاعر افغان شناس

آنکه بيند باز گويد بـــــــى هراس

ان حکيم ملـــــــــــــــــت افغانيان

راز قومــــــى ديد و

بى باکانه گفت

حرف حق با

خوشــــى رندانه گفت

"خوشحال بابا" د پښتو د اروایزو او ټولنيزو ځانګړنو پر يادولو سربېره يو لړ (( ګروهیزې - تاريخى )) پېښې اوڅار کړي،چې لوستونکي تاريخ لوستو ته اړباسي .

"خوشحال بابا"د "نصوصو" پر بنسټ پېښې څېړلي او بيا يې دريځ نيولى،چې دا يو کره دريځ دى .

خټک پرېږده په درست افغان کې

'عجب که هسې فرهنگيالي راشي[3]'

دا نادره عقيده لــــــــــــــکه زمـــــا ده

'لا عجب که بل پيدا هسې افغان شي[4]'

د کتاب له پای ته رسېدو سره سم مې،چې د ځينو دريځونو په باب ياددښتونه اخستي وو،په څېړنه مې لاس پورې کړ او بيا مې خپل هڅوبیز - فرهنګي زيار راټول کړ،دا دی درنو لوستونکيو ته يې وروړاندې کوم .

خوشحال بابا په خپلو اشعارو کې د  "نبوي کورنۍ"، "دولس ګونو امامانو" او اصحابو کرامو درناوى کړى او دلته  مې زيار ايستلى،چې دې اشعارو ته روايتي اسناد راټول کړم،تر لوستو وروسته جوتېږي،چې "خوشحال" څومره ستر عالم او د پښتنو هڅوبیز امام او مشر دى؛خو په خواشینۍ،چې په هر اړخيز ډول سم نه دى پېژندل شوى .

د پښتنو د پياوړيو او سترو پوهانو په ليکنو او آثارو کې ډېر داسې څه کتل کېږي،چې څېړونکيو ته د ځينو مسايلو په باب د جرړې سر په ګوتو ورځي؛نو  څوک چې په خپله ټولنه کې اندیز- فکري او هڅوبیز کارندويي - فعاليت کوي او نيت يې دا وي،چې په ولس کې بنسټيز اوښتون او سمون راشي؛نو نژدې لار يې داده ،چې د خپلې ټولنې باوري اندیزې او  هڅوبیزې سرچينې راوسپړي او په اوسنيو ادبياتو او د شته ستونزو په پامنيوي يې راڅرګندې کړي او دا د هر باخبره پازوال - مسوول او ژمن روڼ اندي دنده ده .

"خوشحال بابا" ( ١٠٢٢- ١١٠٠ هه مړ) له فقهي پلوه "حنفي مذهب"دى؛خو تاريخي دريځ يې د دولس ګونو امامانو د مشرۍ پر پلوۍ دى .

درست په دا پوهېږم چې څلور مذهبه حق دي

'زه د حنــــــــــفي مذهب دعـــوى لرم محکمه[5]'

د خوشحال  خــــــــــټک  دې حشــــــر له هغـو شي

'چې دوستدار د پنجتن پاک چهارده معصــــــوم وي[6]'

ترمهدي پورې يوولس دي يــا دولس

'چــې همه واړه د دنيا د دين ســرور دي[7]'

د امت يـــــې برګزين دي اثنــاعشر

'په بزرګۍ د همه جهان مخــدوم دى[8]'

او دا خورا مهمه مساله ده،چې فقهي لاروي او تاريخي دريځ يې کوشي کړى دى .ارواښاد علامه امير حمزه شينوارى (١٩٩٢ز ۱۳۷۱ ل مړ)  پر همدې پله تللى  او د ترکيې يو مشهور  ستر عالم؛"قاضي بهلول بهجت  افندي" ( ١٢٨٨- ١٣٥٠ س مړ) چې د طريقت له  اړخه نقشبندي ،له فقهي پلوه شافعي؛خو تاريخي دريځ يې د "خوشحال بابا" په څېر و. دغسې  د پوهې  او هڅوب د ټاټوبي (افغانستان) د هجري درېيمې پېړۍ ستر حدیثپوه، ارواښاد شيخ "سليمان بن ابراهيم  قندوزي يا بلخي" (١٢٩٤ هه مړ) له فقهي پلوه د حضرت امام ابوحنيفه (رح) لاروى دى؛خو تاريخي دریځ يې د "خوشحال بابا" پر ليکه دى .  دا پوهان تاريخ د نصوصو په رڼا کې څېړي او تاريخ څنګه چې  پېښ شوى،هغسې يې نه مني؛بلکې  ګروهن دي،چې  تاريخي بهير بايد د نبي اکرم (ص) د ارشاداتو په رڼا کې بهېدلى واى؛ دوى په القاءتو او حکومتي تبليغاتو پسې نه ځي ؛بلکې د سمې څېړنې او پلټنې له مخې يې خپل "تاريخي - ګروهیز"  دریځ غوره کړی دی. تر پېغمبراکرم (ص) وروسته،موږ ته دين له دوو لارو رارسېدلى،يو لورى مدعي دى،چې د اهل البيتو عليهم السلام لارويان يو او ديني پوهه مو د "ثقلينو" د حديث پر بنسټ  ولاړه ده او بل اړخ وايي، چې له اصحابو کرامو رضى الله عنهم لاروي کوو او په حقيقت کې دوى دواړه ځانونه د پېغمبراکرم د سنتو لارويان بولي ."خوشحال بابا" ددې لپاره ، چې  "حق دين" په دوو څانګو وېشل شوى،بېرته يو شي؛نو خپلې هيلې داسې بيا نوي :

زه خو د زړه درد غـواړم په هر يو مذهــــب کې

'تا زده ستا خبرې،چې نقلونه رنګارنګ کړې[9]'

                                                                 

له دې  ځايه جوتېږي،چې "خوشحال بابا" په ( ١٠٢٢س ١٦١٢ز- ١١٠٠س ١٦٨٨ز ) په اولسمه ميلادي پېړۍ کې په پښتنو او سيمه کې د (( اسلامي مذاهبو د پيوستون)) مخکښ او بنسټګر و، حال داچې موږ  پر ١٩٤٧ ز کال په "قاهره" کې د ((جماعة التقريب بين المذاهب الاسلاميه يا د اسلامي مذاهبو د پيوستن ټولنه)) ددې کار پيلامه بولو! که د خوشحال بابا په لاروۍ خپلې اسلامي پوهېدنې په خورا ښه ادبياتو،مناسب دود او طريقه او د پښتنو مزاج ته په پاملرنه راوړاندې کړو؛نو د تېر پېر دبدبه مو راژوندۍ شي.

"خوشحال بابا" امام او مشر و او هر اړخيز ( هڅوبیزه،تاريخي،شاعر،فيلسوف،توره،قلم او...) وګړه- شخصيت يې درلوده،تر اوسه يې ځينې اړخونه څېړل شوي او ځينې نور يې تر خاورو لاندې دي .

دا د سر په سترګو مه ګوره خوشحال ته

'د باطن ســــــترګې پيدا کړه ته يې ګوره[10]'

نوځکه پر پښتنو روڼ اندو لازمه ده، چې د خپلې ټولنې هڅوبیزې ودې او خړوبتيا ته "خوشحال" بابا ته په باطني او علمي سترګو وويني او د اوسنۍ نړۍ علمي پرمختياوو ته په پاملرنه له دې سمندره تر خپلې وسې، پوهېدنې راوړاندې کړې .

له دې هڅوبیز زياره مې موخه مذهبي ړندو تعصبونو ته لمن وهل نه دي؛ځکه دا مو دنده نه ده،موږ روڼ اندي يو، چې ټولنې ته بايد ډيوه په لاس ورکړو. د حمزه باباپه وينا :

شيعه د سترګو تور اهل ست مې دى لاس

په کار د اختلاف يې ماله نه دى احســـاس

مذهب يوه وسيله ده،چې سړى پرې حق وپېژني،موخه نه ده؛بلکې موخه دين دى؛نو ځکه له فقهې پلوه ډېرى پښتانه حنفي مذهبه دي او موږ هم په همدې ټولنې پورې تړاو لرو،چې  هرومرو په همدې فقهي بهير کې روان يو. موږ  بايد اوسني کهول ته "پښتنى ديني هڅوب" (چې د اسلام يو پاتوړی- ميراث دى او له نصوصو راولاړ شوى) د وخت په ژبه وروښيو، نور هغوى پوهېږي،چې څه وکړي او په چا پسې ولاړ شي.

د خوشحال خبره نغوږده پرې عمل کړه

'تجربې يې دي لـــــــــــــــيدلې د روزګار[11]'

خپلې خبرې[سمول]

دا "برګ سبز تحفه درويش"،چې لولئ،موخه يې داده،چې :

١- ((إِنَّ اللَّهَ وَمَلَائِكَتَهُ يُصَلُّونَ عَلَى النَّبِيِّ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا صَلُّوا عَلَيْهِ وَسَلِّمُوا تَسْلِيمًا [12]= په حقيقت كې خداى او پرښتې يې پر پېغمبر درود وايي (رحمتونه لېږي) مؤمنانو! تاسې هم پرې  درود او سلام ووايئ او (فرمان ته يې) پوره غاړه کېدئ .))

٢- ((قُل لَّا أَسْأَلُكُمْ عَلَيْهِ أَجْرًا إِلَّا الْمَوَدَّةَ فِي الْقُرْبَى = ((زه له تاسې پر خپل رسالت هېڅ بدله نه غواړم؛خو له خپلوانو (= اهل بيتو) سره (مې) مينه (هرومرو غواړم))

۳-(( إِنَّمَا يُرِيدُ اللَّهُ لِيُذْهِبَ عَنكُمُ الرِّجْسَ أَهْلَ الْبَيْتِ وَيُطَهِّرَكُمْ تَطْهِيرًا = بېشكه خداى يوازې غواړي له تاسې((اهل البيت =نبوي كورنۍ))چټلي او ګناه لرې كړي او بشپړ موسپېڅلي كړي . ))

٤- ((قَالُواْ أَتَعْجَبِينَ مِنْ أَمْرِ اللّهِ رَحْمَتُ اللّهِ وَبَرَكَاتُهُ عَلَيْكُمْ أَهْلَ الْبَيْتِ إِنَّهُ حَمِيدٌ مَّجِيدٌ =( پرښتو) وويل :(( ايا د خداى پر كار تعجب كوې؟ دا د خداى رحمت او برکتونه ستاسې پر کورنۍ دي؛ځكه چې هغه ستايل شوى (او) د ستر شان څښتن دى ؛))

٥- حضرت ابوبکر (رض) ويلي : (( ارقبوا محمد  صلى الله عليه واله وسلم فى اهل بيته؛يعنې د محمد (ص) په پار يې د اهل بيتودرناوى وکړئ .[13]))

٦- د پېغمبر اکرم (ص) له کورنۍ سره مينه،د ايمان یوه برخه ده،چې دا مينه يې پېژندنې ته سريزه ده؛نو موږ له "نبوي کورنۍ"  سره د مينې لپاره دا څو کوښې ډالۍ کړې دي .

٧-په مسلمانانو کې يو ځانګړى مذهب د "نبوي کورنۍ"  دفاع کوي او سړى داسې ګڼي،چې دا "سپېڅلې کورنۍ" يوازې په همدوى پورې تړاو لري او د نورو څه نه کېږي؛نو ځکه،موږ ددې انحصار د ماتولو لپاره د خپلې وسې هومره ګام پورته کړى او له اسلامي کتابونو مو د "نبوي کورنۍ" فضايل راټول کړي دي .

٨- تر څه بريده دا زموږ  پړه ده،چې موږ د "نبوي کورنۍ" لاروي او دفاع او د فضايلو څرګندونه یې يو ځانګړي مذهب ته ورپرېښې او د مصري عالم او تاريخپوه؛ "احمد بن علي مقريزي" ( ٧٦٦- ٨٤٥ س مړ) په وينا، ډېر مسلمانان د "نبوي کورنۍ" په باب پړه دي؛نو موږ يې بايد په دې باب "حق" ادا کړو.

٩- د " نبوي کورنۍ" سمه دفاع،د رښتينو مؤمنينو او اهل سنتو  بنسټيزه دنده ده؛ځکه پر موږ لازمه ده،چې د نبوي احاديثو په رڼا کې يې د فضايلو د څرګندولو له لارې د پېغمبر اکرم(ص) درناوى وکړو.

١٠- د اهل سنتو په ټولو سرچینو او بنسټیزو کتابونو کې د "نبوي کورنۍ" فضايل کښل شوي؛خو په تبليغاتي او حکومتي غونډالونو کې،ددې سرچينو پر بنسټ دريځ نه دى نيول شوى؛نو ځکه موږ د هڅوبیزو منډو ترړو- فرهنګي مبارزې او سوليز - منطقي دود له مخې مسوول يو،چې خپل تبليغات د "قرآن" او "نبوي سنتو" له مخې  وکړو.

١١- داچې يوه ليکنه د "نبوي کورنۍ" په فضايلو پورې تړاو لري؛نو داسې دې ونه انګېرل شي،چې يو ځانګړي مذهب ته لمن وهل دي؛ځکه په فقهي  چارو کې لاروي ،د هرې ټولنې پر واکمن ((فقهي مذهب)) پورې اړه لري او روڼ اندی له خپلې ټولنې بيل، موجود نه دى،چې په ګوښه او اشرافيت کې ژوند وکړي!

١٢-موږ د پېغمبراکرم(ص) کورنۍ او اصحابو رضى الله عنهم ته د يو اډانیز- تشکيلاتي جوړښت په توګه ګروهن يو، هر يو ځانته مدارونه او مرتبې لري او د مراتبو په پامنيوي يې درناوى راباندې لازم دى او د ارواښاد امير حمزه بابا په لاروۍ چې :

د کور خلک برابر  د پرديو نه دي

زه اول يم پنجتني بيا چار ياري


بلخوا موږ ته ديني مرجع پر "قرآن مجيد" سربېره "اهل البيت عليهم السلام" او "اصحاب کرام" دي؛ځکه موخه مو دين دى،له دواړو لارو چې رارسېدلى وي؛ لکه ارواښاد "خوشحال بابا" چې وايي :

زه خود زړه درد غواړم په هر يوه مذهـب کې

تا زده ستا خبرې چې نقلونه رنګا رنګ کړي [14]

١٣- په صحيح بخاري کې د اهل بيتو درناوي ته يې له نامې سره د ((عليهم السلام)) څرګندنه - اصطلاح راغلې او موږ په دې فرهنګي زيار کې په ځينو ځايونو کې د بخاري شريف لاروي کړې ده .[15]

١٤- موږ دلته د ((نبوي کورنۍ)) د لارويانو د ځينوعالمانو له کتابونو هم ګټنه  کړې؛ځکه شيخ الاسلام ابن حجر هيثمي شافعي رحمة الله عليه  په ((الصواعق المحرقه )) کې  د ((نوح بېړۍ )) او له ((باب حطه )) سره  د اهل بيتو ورته والى داسې تفسير کړى، چې ډاډه کړي يې يو،چې د هغوى د لارې عالمانو له ليکنو کار واخلو. بلخوا څوک چې د چا دفاع او لاروي کوي ؛نو ښه ده،چې پر نظر ياتو يې هم پوه شو.

١٥-هيله ده په دې نيمګړي فرهنګي زيار کې ،په سمو ګوتنيو نو مو خپلو تېروتنوته ځیر کړى.


 ورور مو :

اجرالدین اقبال

پنجتن پاک[سمول]

د خوشحال خټک دې حشرله هغــــــــــــــــــوشي[سمول]

چې دوستدار د((پنجتن پاک))چهارده معصوم وي  [16][سمول]

هڅه مو ده،چې د ستر خوشال بابا په پورته شعر کې ((پنجتن پاک)) په سمو روایاتو وپېژنو او ورپسې د څوارلس معصومو په اړه هم معتبر روایت راوړو .

پنجتن پاک؛ نبوي کورنۍ[سمول]

آل محمد؛علي، حسن، حسين او فاطمه دي[سمول]

( امام احمد بن حنبل؛ مسند: 6ټوک، 323 مخ ) پرخپل سند له شهر بن حوشب له ام سلمه څخه روايت کړى،چې ويلي يې دي : رسول اکرم، بي بي فاطمې ته وويل : (( مېړه او دوه زامن دې راوله )). بي بي فاطمې راوستل؛بيا رسول اکرم  پرې  فدکي څادر خپور کړ او خپل لاس يې پرې کېښود او و يې ويل : ((خدايه ! دوى آل محمد دي؛نو درود او برکت پر محمد او  آل يې راولېږه، چې ته حميد او مجيد يې )) حضرت ام سلمه بي بي وايي:  ما ترې د څادر يوه څنډه راکښوده، چې زه هم تر څادر لاندې شم؛نو رسول اکرم راڅخه کش کړ او و يې ويل :ته پر خير يې .

دا روايت طحاوي؛مشکل الاثار: لومړي ټوک،108 مخ ،متقي هندي ؛ کنزالعمال :7ټوک، 103 مخ او سيوطي په درالمنثور کې د  د احزاب د سورت تر تطهير آيت لاندې  راوړى دى .

( مستدرک الصحيحين :3ټوک ،108 مخ ) پر خپل سند له عامر بن سعد څخه روايت راوړى،چې لنډيز يې دادى : يوه ورځ حضرت معاويه بن ابوسفيان  حضرت سعد بن ابي وقاص ته وويل : ولې د ابو طالب زوى نه کنځې؟ سعد (رض)  : په اړه يې،چې درې خبرې رايادې شي؛نو نه یې کنځم؛هغه درې څيزونه،چې رسول اکرم (ص) يې په باب اړه  وويل،که يو يې هم زما په باب و؛نو پر ځمکه به را ته تر ټولو ګران بيه څيزونو ښه و . حضرت معاويه بن ابوسفيان وپوښتل : ابا اسحاقه ! کوم درې څيزونه؟ سعد (رض): هغه مهال،چې له اسمانه وحى راغله؛نو رسول اکرم (ص)، علي ، حسن،حسين او فاطمه تر څادر لاندې کړل او ويې ويل : ((خدايه ! دوى مې اهلبيت دي )).دويم داچې د تبوک د جګړې پر ورځ رسول اکرم (ص) علي خپل ځايناستى کړ او پخپله جګړې ته ولاړ؛نو علي ګيله وکړه : رسول الله ! زه دې په مدينه کې له ښځو او ماشومانو سره پرېښووم ؟ رسول اکرم (ص) ورته وويل : ((خوښ نه يې داسې راته ووسې؛لکه هارون، چې موسى ته و؛خو په دومره توپير،چې تر ما وروسته به بل پېغمبر نه راځي؟)) او درېم داچې د خيبر پر ورځ رسول اکرم (ص) وويل : د جګړې بېرغ به ډېر ژر هغه ته ورکړم، چې پر خداى او استازي يې ګران دى او خداى او استازى يې هم پرې ګران دى او خداى به دا جګړه مسلمانانو ته د هغه په لاس و ګټي؛نو دا مهال ټول اصحاب په تمه ول، چې دوى به ښيي؛خو رسول اکرم (ص) وويل : علي چېرې دى؟ ورته وويل شول: سترګې يې خوږېږي . د خداى استازي (ص) وويل :ورته ووايه،چې راشي . ولاړل او علي يې راوست،چې راغى؛ نو رسول اکرم (ص) ورته خپلې توکاڼې په سترګو کې وموږلې او د جګړې بېرغ يې ورکړ او خداى پرې خيبر سوبه کړ .

حاکم ددې حديث تر نقلولو وروسته وايي : دا حديث ټول هغه شرائط لري،چې مسلم او بخاري يې د يو حديث د سم والي لپاره غواړي او د درېم ټوک په 147 مخ کې یې ددې حدیث لنډون راوړى دى. متقي؛کنزالعمال :6ټوک ،405 مخ له عبد الله بن حعفر بن ابيطالب څخه د صفيه ( د ام سلمه په ځاى ) په اړه  راوړي او سند يې هم ورته سم ګڼلى دى  او سيوطي ؛درالمنثور هم دا روايت د تطهير تر آيت لاندې راوړى دى .

( امام احمد حنبل؛مسند : 6ټوک ،296 مخ ) پر خپل سند له ام سلمه نقل کړي : يوه ورځ پېغمبراکرم زما په کور کې و، چې خادم وويل: علي او فاطمه د وره شاته دي . رسول اکرم (ص)  راته وويل : پاڅه او زما له اهلبيتو لرې شه ! پاڅېدم او لرې ودرېدم، چې علي او فاطمه راغلل، حال داچې حسن او حسين هم ورسره ول؛بيا رسول اکرم دواړه واخستل او په غېږ کې يې کېنول او ښکل يې کړل او بيا يې يو لاس پر علي او بل يې پر فاطمې کېښود او دواړه يې ښکل کړل او بيا يې پرې يو تور څادر واچاوه او و يې ويل : ((خدايه ! زه او اهلبيت مې ستا پر لور يو؛نه د اور پر لور.)) ام سلمه وايي : ما ورته وويل : او زه . راته يې وويل : او ته .

دا مضمون او ورته نږدې يو مضمون محب طبري له ذخاير نه (7ټوک؛103 مخ )او لنډیز يې په هماغه مخ کې له طبراني نقل  کړى او  او بيا يې يو ورته مضمون په 217 مخ کې له طبراني له واثله څخه روايت کړى او هيثمي؛مجمع :9ټوک ،167 مخ هم  دا روايت له واثله بن اسقع نه نقل کړى دى .


د غزل بابا امیر حمزه خان شینواری وايي :


چې هر څوک د پنج تن نه لري ياري

مرګ د روح يې دې له دغې بيماري

د كور خلك برابر دپردیو نه دي

زه اول يم "پنج تني" بيا "چار ياري"

چى احمد،علي، زهرا حسنين واړه

اولى نه ګڼي عبث كوي خواري

پس له دې مې پسند واړه اصحاب دي

چې لري په تابعينو سرداري

زه حمزه د بوتراب د در تراب يم

چې يې فيض تر قيامته دى جاري


د اولیاوو سرحلقه[سمول]

سر حلقه د اولیاوو هغه شمېره

چې شیطان یې بند کړی په قفس دی

په قرآن مجید کې د اهلبیتو مقام[سمول]

د تطهير آيت د رسول اکرم،علي،فاطمې،حسن او حسين په اړه  راغلى دى[سمول]

( صحيح مسلم د فضايل الصحابه کتاب : د فضايل اهل البيت باب ) په خپل سند له صفيه بنت شيبه نه روايت کړى،چې و يې ويل : يو سهار د خداى استازي تور خال څادر پر اوږه اچولې ، په کور کې ناست و، چې حسن او ورپسې حسين او ورپسې فاطمه او په پاى کې علي هم راغى او رسول اکرم (ص) تر څادر لاندې ځاى کړل او دا آيت يې ووايه : ((إِنَّمَا يُرِيدُ اللَّهُ لِيُذْهِبَ عَنكُمُ الرِّجْسَ أَهْلَ الْبَيْتِ وَيُطَهِّرَكُمْ تَطْهِيرًا= بېشكه خداى غواړي چې له تاسې"اهل البيت =نبوي كورنۍ" پليتي او ګناه لرې كړي او بشپړ موسپېڅلي كړي.)

دا روايت حاکم؛مستدرک الصحيحين :3ټوک ،147 مخ هم راوړى او هغه يې د ټولو هغو شرايطو خاوند وګاڼه،چې مسلم او بخاري يې د يو سم حديث لپاره غواړي .

بيهقي؛ سنن :2ټوک ،149 مخ او ابن جرير د خپل تفسير د 22 ټوک په 5 مخ کې او سيوطي هم په درالمنثور کې  د تطهير تر آيت لاندې  راوړى ( او د وينا له مخې یې ) ابن ابي  شيبه او ابن ابي حاتم هم دا روايت نقل کړى او  زمخشري هم  دا روايت د مباهلې په آيت کې راوړى او فخر رازي يې په اړه  ويلي : پوه شه، چې دا هغه روايت دى، چې پر سموالي يې د تفسيرونو او حديثونو د کتابونو خاوندان  يوه خوله دي .

( صحيح ترمذي :2ټوک :209 او 308 مخونه ) پورتني روايت ته ورته روايت راوړى او ويلي يې دي : له ام سلمه ، معقل بن يسار ،ابي  الحمراء او انس نه نور روايتونه هم نقل شوي دي .

طحاوي؛مشکل الاثار: لومړى ټوک ،335 مخ او ابن اثير جرزي ؛ اسدالغابه : 2ټوک،12 مخ  او ابن جرير طبري؛ د خپل تفسير  د 22 ټوک په 6 او 7 مخ کې ويلي : ام سلمه د هغوى لپاره  حريره ( فېرني) پخه کړه ؛ ویې خوړه بيا ويده شول او رسول اکرم (ص) پرې څادر واچو .

( صحيح ترمذي :2ټوک:319 مخ )پر خپل سند له شهر بن حوشب څخه همدا مضمون نقل کړى او ويلي يې دي، چې دا حديث په دې اړه تر ټولو غوره حديث دى او په دې اړه له عمرو بن ابي  سلمه ،انس بن مالک ،ابي الحمراء،معقل بن يسار او عايشې بي بي روايتونه نقل شوي دي .

ابن جرير طبري ددې روايت تر نقلولو وروسته ويلي، چې دا څادر او يا چپنه وه .

احمد بن حنبل ؛مسند :6ټوک ،306 مخ ، ابن اثير جرزي ؛اسدالغابه ٤ټوک، 29 مخ ، محب طبري ؛ذخاير :21 مخ او ابن حجر عسقلاني ؛ تهذيب التهذيب ،2ټوک،297 مخ هم دا روايت په لږ اختلاف نقل کړى او حريره هغه خواړه ول، چې له شيدو او اوړو جوړېدل .

(صحيح ترمذي :2ټوک:29 مخ )په خپل سند له انس بن مالک څخه نقل کړي،چې ويې ويل : د شپږ مياشتو لپاره دا کار رسول اکرم خپل دود کړى و،چې جومات تله ؛نو د فاطمې د کور د ور له مخې به تېرېده او ويل يې : (لمونځ اى زما اهلبيتو ! ) (إِنَّمَا يُرِيدُ اللَّهُ لِيُذْهِبَ عَنكُمُ الرِّجْسَ أَهْلَ الْبَيْتِ وَيُطَهِّرَكُمْ تَطْهِيرًا) او په دې  اړه له  ابي  الحمراء، معقل يسار او ام سلمه  روايتونه نقل شوي دي .

او همدا روايت ابن جرير طبري ؛ تفسير :22 ټوک،5 مخ او حاکم؛ مستدرک: 3ټوک ،158 مخ کې هم راوړى دى او هغه يې د ټولو هغو شرايطو خاوند ګڼلى،چې مسلم د يو روايت د سموالي لپاره ښوولي دي او احمد حنبل؛ مسند : 3ټوک ،252 مخ او ابن اثير جرزي ؛اسدالغابه ٥ټوک،521 مخ او متقي؛کنزالعمال :7ټوک ،103 مخ له ابن ابي شيبه نه او سيوطي  په درالمنثورکې د تطهير تر آيت لاندې  راوړى او ويلي يې دي : ابن منذر ،ابن مردويه او طبراني يې نقلونکي دي.

سيوطي په درالمنثور کې د طه د سورت په ((وامر اهلک بالصلوة)) آيت کې له ابن مردويه،ابن عساکر ،ابن نجار ،ابي  سعيد خدري روايت کړى او ويلي يې دي : چې دا آيت راغى؛نو پېغمبر اکرم (ص) د اتو مياشتو لپاره د علي(ک) د کور مخ ته راته. ويل يې : ( لمونځ ! خداى دې درباندې ولورېږي؛انما يريد الله ) الخ.

( ابن جرير طبري؛تفسير : 22 ټوک ،7 مخ ) پر خپل سند له حکيم بن سعد څخه روايت کړى،ويلي يې دي :  له ام سلمه سره د علي (ک) خبره رامنځ ته شوه، چې و يې ويل : د ( انما يريد الله ) الخ، آيت د علي په باب نازل شوى دى (او د حديث تر پايه).

(مستدرک :2ټوک ،416 مخ) په خپل سند له ام سلمه روايت کړى،چې ويلي يې دي :د (( انما يرېد الله )) الخ ، آيت زما په کور کې نازل شو او بيا يې  د را نازلېدو کيسه کړې او د مستدرک خاوند وايي: دا حديث ټول هغه شرايط لري، چې بخاري يې د حديث د سموالي لپاره غواړي او همدا روايت يې د نهم ټوک په 147 مخ کې راوړى دى او بيهقي؛سنن :2ټوک ،150 مخ ، طحاوي ؛مشکل الاثار:لومړي ټوک،344 مخ ، خطيب بغدادي ؛ د بغداد تاريخ: 9ټوک ،126 مخ ، ابن جرير طبري ؛تفسير:22 ټوک ،7 مخ ،ابن اثير؛ اسدالغابه : 5ټوک ،521 او 589 مخونه او محب طبري ؛ذخاير :23 مخ کې نقل کړى دى ؛چې البته محب طبري يې تر نقلولو وروسته ويلي دي : ابوالخير قزويني هغه را وړى دى .

( مستدر ک الصحيحين :3 ټوک ،147 مخ ) پر خپل سند له عبدالله بن جعفر بن ابيطالب څخه دې مضمون ته نږدې يو بل روايت نقل کړى او تر نقلولو وروسته يې ويلي دي : سند يې سم دى .

سيوطي؛در المنثور :5ټوک، 198 او 199 مخونه ) د همدې آيت تر تفسير لاندې  ليکي : ابن مردويه له ام سلمه (رض)  روايت کړى،چې ويې ويل :دا آيت په داسې حال  زما په کور کې نازل شو،چې اووه کسان مې په کور کې ول : 1_ جبراييل 2_ميکائيل 3_علي 4_ فاطمه 5_حسن 6_ حسين 7_ او په خپله ،چې ولاړه ومه ،ومې ويل : رسول الله ! زه له اهلبيتو ځنې نه يم ؟ و يې ويل : ته پر خير يې او د رسول الله مېرمن يې.

سيوطي دې روايت ته ورته يو بل  روايت له ابن مردويه او خطيب له ابي سعيده نقل کړى او وايي : ( هغه دا حديث صحيح ګڼلى ) او ابن جرير او ابن منذر او حاکم ( هغه هم دا  سم ګڼلى ) او ابن مردويه او بيهقي په خپلو سندونو له څو لارو له ام سلمه  روايت  کړى دى.

بيا وايي : ابن جرير ،ابن ابي  حاتم ،طبراني او ابي  سعيد روايت کړی، چې ويې ويل : پېغمبر اکرم(ص) ويلي دي : دا آيت زما،علي ،فاطمه ،حسن او حسين  په  باب نازل  شوى دى.

بيا وايي : ابن ابي  شيبه ،احمدبن جرير،ابن منذر،ابن ابي حاتم ، طبراني، حاکم (دا حديث یې سم ګڼلى) او بيهقي په خپل سنن کې له واثله بن اسقع نه روايت کړى،چې و يې ويل : (د حديث تر پايه).

بيا وايي : حکيم ترمذي،طبراني،ابن مردويه ،ابونعيم او بيهقي په دلائل کې ټولو له حضرت ابن عباس څخه روايت کړى، چې ويې ويل : رسول اکرم (ص) وويل : خداى مخلوقات دوې ډولې کړل او زه يې غوره ډول کړم. تردې،چې وايي : بيا يې ټبرونه هم پر کورنو واېشل او زه يې له غوره کورنۍ کړم ؛ هغه کورنۍ،چې په اړه  يې وويل شول : (إِنَّمَا يُرِيدُ اللَّهُ لِيُذْهِبَ عَنكُمُ الرِّجْسَ أَهْلَ الْبَيْتِ وَيُطَهِّرَكُمْ تَطْهِيرًا) ؛نو موږ اهلبيت له ګناه پاک يو.

او همداراز وايي : ابن جرير،ابن ابي  حاتم له قتاده نه روايت کړى،چې د پورتني آيت په تفسير کې يې وويل : ((دا هغه اهلبيت دي،چې خداى له هر ډول بدۍ پاک کړي او خپله لورنه يې ورته ځانګړې کړې)) او دا حديث ضحاک بن مزاحم راوړى،چې تل به رسول اکرم (ص) ويل : (( موږ هغه اهلبيت يو،چې خداى پاک کړي يو، د نبوت له شجرې او د رسالت له دريځه يو او د پرښتو د تلو راتلو ځاى،د رحمت کور او د علم کان يو.))

او هم وايي : ابن مردويه له ابي سعيد خدري (رض) روايت کړي،چې علي د فاطمې بي بي مېړه شو؛نو پېغمبر اکرم (ص) يې څلوېښت ورځې د کور وره ته راته ،ويل يې : ((زما اهلبيتو! سلام، لورنه او برکت دې پر تاسې وي، د خداى لپاره لمونځ مو رحمت شه ؛(انمايريد الله ) الخ  زه له هغوى سره په جګړه کې يم،چې درسره په جګړه کې دي او د هغوى دښمن يم،چې ستاسې دښمن دى او له هغوى سره په سوله او دوستۍ کې يم، چې درسره په سوله او دوستۍ کې وي .))

دې روايت ته ورته يو بل روايت له ابن جرير،ابن مردويه ،ابي الحراء او حضرت ابن عباس څخه نقل  شوى دى .

( امام احمد حنبل؛مسند:لومړي ټوک،330 مخ ) په خپل سند له عمرو بن ميمون نه روايت کړى،چې و يې ويل : زه له حضرت ابن عباس سره وم،چې نهه کسان ورته راغلل او ويې ويل : يا دا ځاى راته پرېږده او يا هم ګوښي ځاى ته راسره ولاړ شه؛نو حضرت ابن عباس ورته وويل : درسره ځم . راوي وايي : تر هغه ورځې حضرت ابن عباس روغ و او لا ړونډ شوى نه و او ورسره يو کونج ته ولاړ او ورسره پر خبرو شو؛خو پوه نشوم،چې څه يې وويل، چې ناڅاپه حضرت ابن عباس زموږ پر لوري را روان و او جامې يې څنډلې او ويل يې : هېښنده ده،چې هغه سړی کنځی،چې لس ځانګړنې لري :

1_ د خداى استازي يې په اړه  وويل : سبا به يو داسې کس جګړې ته ولېږم،چې خداى به يې تر ابده  نه خواروي ؛خداى او استازى يې پرې ګران دى ؛ نو پر هغه ورځ ډېر پر تمه ول،چې غږ به ورته وکړي؛خو رسول اکرم (ص) وپوښتل : علي چېرې دى؟ ورته وويل شول : مېچنه کوي.رسول اکرم (ص) وويل : ولې په تاسې کې کوم يو دا کار و نه کړ ؟ بيا علي راغى او سترګې يې داسې خوږېدې،چې هېڅ ځاى ورته نه ښکارېده او بيا رسول اکرم (ص) ورته سترګې دم کړې او د جګړې بېرغ یې درې وارې ورپاوه او علي ته یې ورکړ؛علي هم د کلا پر لور ولاړ؛ کلا يې سوبه کړه او  صفيه د حى لور يې اسيره راوسته .

2_پلانى يې د مکې پر لور ولېږه،چې د توبې  سورت د مکې خلکو ته ووايي او بيا يې علي ورپسې ولېږه، چې سورت ترې واخلي او د لېږلو پر مهال، رسول اکرم (ص) ورته وويل : دا سورت يوازې هغه کس بايد يوسي، چې له ما څخه او زه له هغه څخه ووسم.

3_ رسول اکرم (ص) خپلو تربورانو ته وويل : په تاسې کې کوم يو چمتو دى، چې  په دنيا او آخرت کې راسره موالات وکړي ؟ علي يوازېنى کس و، چې و يې ويل : رسول الله ! زه به په دنيا او اخر ت کې درسره موالات کوم . رسول اکرم (ص) وويل : ته په دنيا او اخرت کې زما ولي يې او دا خبره يې دوه وارې وکړه .

4_او هغه په نارينه وو کې ړومبى و،چې اسلام يې راووړ.

5_د خداى استازي پر علي،فاطمه ،حسن او حسين څادر واچاوه او ويې ويل :( إِنَّمَا يُرِيدُ اللَّهُ لِيُذْهِبَ عَنكُمُ الرِّجْسَ أَهْلَ الْبَيْتِ وَيُطَهِّرَكُمْ تَطْهِيرًا).

6_ علي و، چې ځان يې پر خداى وپلوره او او د خداى د استازي په بستره کې څملاست؛چې حضرت ابوبکر راغى ګومان يې وکړ، چې پېغمبر اکرم دى؛نو غږ يې کړ : رسول الله ! علي ورته وويل : د خداى استازى د ميمون د څاه  پر لور ووت،ژر ولاړ شه او ځان ورورساوه او بيا حضرت ابوبکر روان شو او ځان يې رسول اکرم (ص) ته ورساوه.

7_ علي به د رسول اکرم (ص) په څېر تيږه اچوله .

8_ پېغمبر اکرم (ص)،چې د تبو ک د جګړې لپاره وته ؛نو علي ورته وويل : اجازه راکوئ،چې زه هم درسره ولاړ شم؟ رسول اکرم(ص) ورته وويل : نه ! علي  وژړل، د خداى استازي ورته وويل : ته تر ما وروسته د هر مؤمن ولي يې .

9_ رسول اکرم (ص) حکم وکړ،چې بې د علي د کور له وره نور ټول ورونه وتړئ او علي د رسول اکرم(ص) په څېر کړاى شول،چې په جنابت کې جومات ته راشي؛ځکه لار يې پر جومات وه او بې له هغې يې بله لار نه درلوده .

10_ علي هغه دى،چې رسول اکرم(ص)  يې په اړه وويل : د چا چې زه ولي يم؛نو علي يې هم ولي دى.

دا روايت : نسائي ؛خصايص:8 مخ او محب طبري؛رياض النضره ،2ټوک،203 مخ کې راوړى او د ( موافقات) په کتاب کې يې احمد ، حافظ ابوالقاسم دمشقي ته نسبت ورکړى او په ( اربعين الطوال ) کې يې د هغه روايت يوه برخه نسائي ته نسبت ورکړې او هيثمي؛مجمع :9ټوک،119 مخ هم  راوړى دى او هغه يې احمد او طبراني ته په ( کبير او اوسط ) کې نسبت ورکړى دى .

( احمد حنبل؛مسند:4ټوک،107 مخ ) پر خپل سند له شداد بن ابي  عمار له واثله بن اسقع نه د تطهير د آيت دشان نزول په اړه  يو روايت نقل کړى؛خو داچې  مضمون يې د تېرو روايتونو په څېر و؛نو را مو  نه وړ. ابن جرير هم په خپل تفسير 22 ټوک په 6 مخ کې او حاکم؛مستدرک:2ټوک،416 مخ او همداراز په 3ټوک ،147 مخ کې هم راوړى او هغه يې د صحيحو حديثونو د شرايطو درلودونکی ګڼلى دى .

بيهقي هم دا حديث په خپلو سننو کې له دوو لارو د دويم ټوک په 152 مخ کې  او طحاوي؛مشکل الاثار : لومړى ټوک، 336 مخ او متقي؛کنزالعمال :7ټوک، 92 له ابي شيبه او ابن عساکر څخه نقل کړى او هيثمي هم په خپله مجمع کې د نهم ټوک په 167 مخ کې او هغه يې احمد او ابويعلي ته نسبت ورکړى او په 147 مخ کې  يې په بل عبارت راوړى او طبراني ته يې نسبت ورکړى دى .

(امام احمدحنبل؛مسند:6ټوک،292 مخ )په خپل سند له حضرت ام سلمه بي بي  روايت کړى،چې ويلي يې دي: پېغمبر اکرم (ص) زما په کور کې و، چې فاطمې په يو ډبرین ديګ کې فیرني راوړه،فاطمه مې خپلې کوټې ته بوتله،رسول اکرم(ص) فاطمې ته وويل : ولاړه شه او مېړه او زامن دې هم راوله .ام سلمه وايي : علي ،حسن او حسين راغلل او فیرني يې وخوړه،د خداى استازى په دې وخت کې پر خيبري څادر ناست و او ما هم په کوټه کې لمونځ کاوه؛نو خداى د تطهير آيت را نازل کړ او بيا رسول اکرم(ص) د څادر ډېره برخه پرې واچوله،چې ټول يې پټ کړل او خپل لاس یې پورته کړ او ويې ويل : خدايه ! دا زما اهلبيت دي. خدايه ! له هر ډول چټلۍ يې پاک کړه او هاغسې،چې په خپله پوهېږې پاک يې کړه؛نو په دې  وخت کې ما هم سر له کوټې رابهر کړ او ومې ويل : زه هم درسره يم. رسول اکرم(ص) وويل :ته پر خېر يې.

دا روايت : واحدي ؛ اسباب النزول:267 مخ او طحاوي؛مشکل الاثار: لومړى ټوک ،332 او 334 مخونو کې له دوو لارو  او محب طبري؛ذخاير:23 مخ  رواړي او د ذخاير د روايت په پاى کې دا زياتوالى راغلى دى : زه به له هغوى سره په دښمنۍ کې يم،چې له دوى سره په دښمنۍ کې وي او له هغوى سره به په دوستۍ کې يم،چې زما له اهلبيتو سره په دوستۍ کې وي او بيا وايي : دا حديث قبايي په معجم کې او سيوطي د درالمنثور په کتاب کې د تطهير تر آيت لاندې  راوړى او ويلي يې دي : دا حديث ابن جرير ،ابن منذر، ابن ابي  حاتم ،طبراني او ابن مردويه له حضرت ام سلمه  روايت کړى دى .

(امام احمد حنبل؛مسند:6ټوک،292 مخ ) په خپل سند له شهر بن حوشب څخه روايت کړى،چې ويلي يې دي : چې ام سلمه بي بي ته د حسين بن علي د وژنې خبر راغى، ويې ويل : د عراق خلک ملعون شوي؛حسين بن علي يې وژلى دى؛خداى دې هغوى ووژني، چې ورسره وجنګېدل او ویې واژه،ما په خپله وليدل،چې يوه ورځ فاطمې په يوه ډبرین ديګي کې فیرني راوړه او په پتنوس کې تر اچولو وروسته يې د رسول اکرم (ص) مخې ته کېښووه، رسول اکرم(ص) فاطمه وپوښتله: د تره زوى دې چېرته دى؟ ويې ويل : په کور کې دى.رسول اکرم (ص) ورته وويل : ولاړه شه او ورته ووايه،چې راشه او زامن دې هم له ځان سره راوله.ام سلمه وايي : فاطمه راغله او دواړه زامن يې له لاسه نيولي ول او علي هم ورپسې را روان و؛نو رسول اکرم(ص) دواړه ماشومان په غېږ کې واخستل او علي يې ښې خوا ته او فاطمه يې کيڼې خوا ته کېنوله او پېغمبراکرم(ص) په خيبري څادر کې راټول کړل او په کیڼ لاس يې د څادر دواړه پيسکې ونيوې او ښې لاس يې اسمان ته پورته کړ او ويې ويل :خدايه ! چټلي ترې لرې کړه او هماغسې،چې پخپله پوهېږې،دوى سپېڅلي کړه . خدايه ! دا زما اهلبيت دي، پليدي ترې لرې کړه او هماغسې،چې پخپله پوهېږې، سپېڅلي يې کړه.ما په دې وخت کې وويل : آيا زه ستا اهل نه يم ؟ و يې ويل : ته هم راننوځه او زه هغه مهال تر څادر لاندې شوم، چې د اهلبيتو په اړه  يې دعا پاى ته ورسېده .

دا روايت : ابن جرير،  طبري؛تفسير طبري :22 ټوک،6 مخ، طحاوي؛ مشکل الاثار:لومړى ټوک،335 مخ او محب طبري؛ ذخاير:22 مخ هم نقل کړى دى .

(خصايص نسائي : 4 مخ ) په خپل سند له عامر بن سعد بن ابي  وقاص څخه روايت کړى،چې  ويې  ويل : حضرت معاويه بن ابوسفيان مې پلار ته امر وکړ،چې علي وکنځه. سعد (رض) ورته وويل : چې په باب یې د رسول اکرم (ص) درې  جملې رايادې شي؛نو ‏کله به یې هم و نه کنځم او که هغه يوه  يې هم زما په اړه وه ؛نو پر ځمکه به راته تر ټولو ګران بيه څيزونو غوره وه : 1_ په يو جګړه کې رسول اکرم(ص) علي ته ګډون نه و ورکړى؛نو علي ګيله وکړه: رسول الله ! د جهاد له ثوابه مې بې برخې کوې او له ښځو او ماشومانو سره مې پرېږدې،پېغمبراکرم(ص) ورته وويل : ((خوښ نه يې،چې داسې راته يې؛ لکه هارون،چې مو سى ته و؛خو په دومره توپير،چې تر ما وروسته څه نبوت نشته . )) 

دويم داچې رسول اکرم(ص) د خيبر پر ورځ دهغه  په اړه وويل :سبا به د جګړې بېرغ هغه ته ورکړم،چې خداى او استازى يې پرې ګران دى او هغه هم پر خداى او استازي يې ګران دى؛نو چې سبا شو؛نو ټولو غږ نيولى و،چې پېغمبر اکرم (ص) به پرې غږ کوي؛خو رسول اکرم (ص) پر علي غږ وکړ او چې علي يې ورته راوست؛سترګې يې خوږېدې،رسول اکرم (ص) خپلې توکاڼې ورته په سترګو وموږلې او د جګړې بېرغ یې ورکړ .

درېم دا چې د ( انما يريد الله ) الخ  آيت نازل شو؛نو رسول اکرم (ص) علي،فاطمه ،حسن او حسين را وغوښتل  او يې ويل : خدايه ! دا زما اهلبيت دي .

( د بغداد تاريخ :10 ټوک:278 مخ ) په خپل سند له حضرت ابي  سعيد خدري د تېرو راويتونو په څېر روايت راوړى او ابن جرير طبري؛ تفسير :22 ټوک،7 مخ هغه له حضرت ام سلمه  او په 5 مخ کې له حضرت ابي  سعيد خدري او محب طبري؛ذخاير :24 مخ کې راوړى او هغه يې امام احمد او په مناقب کې يې طبراني ته نسبت ورکړى دى او هيثمي ؛ مجمع :9ټوک،167 مخ کې راوړى او هغه يې بزار ته نسبت ورکړى او علي بن سلطان د مرقاة د پينځم ټوک په 590 مخ کې نقل کړى دى .

( رياض النضره:2ټوک،188 مخ ) وايي : د تطهير آيت،چې راغى؛نو رسول اکرم (ص) علي،فاطمه ،حسن او حسين د ام سلمه بي بي کور ته  راوغوښتل ( د حديث تر پايه ) او په پاى کې يې قلعي ته هم نسبت ورکړى دى .

( استيعاب :2ټوک :598 مخ ) له ابي  الحمراء روايت کړى دى،چې ويلي يې دي : زه يوه مياشت په مدينه کې وم او هر سهار به مې ليدل، چې پېغمبراکرم (ص) د فاطمې بي بي د کور مخې ته راځي او وايي : ( لمونځ! لمونځ ! إِنَّمَا يُرِيدُ اللَّهُ لِيُذْهِبَ عَنكُمُ الرِّجْسَ أَهْلَ الْبَيْتِ وَيُطَهِّرَكُمْ تَطْهِيرًا).

دا روايت :ابن اثير جرزي؛ اسدالغابه:5ټوک ،66 او 174 مخ هم نقل کړى دى .

( د ابن جرير طبري تفسير؛22ټوک:6 مخ ) له ابي  الحمراء يو بل  روايت نقل کړى،چې و يې ويل : اوه مياشتې په مدينه کې وم .

ابي  داود طيالسي؛8ټوک ،274 مخ له حضرت انس بن مالک څخه يو بل روايت نقل کړى،چى د رسول اکرم(ص) ددې عمل موده يې يوه مياشت ښوولې ده .

(کنزالعمال؛7ټوک،97 مخ ) له واثله پر همدې مضمون روايت نقل کړى دى . اسدالغابه هم د دويم ټوک په 20 مخ کې له اوزاعي له شداد بن عبدالله له واثله بن اسقع نه همدې روايت ته ورته روايت نقل کړى دى او په وروستیو کې يې راغلي : ما واثله ته وويل : له رجسه مراد څه دى ؟ و يې ويل : پر خداى شک او د درېم ټوک په 413 مخ کې د عطيه په ژباړه کې ( چې اسماعيل په اصحابانو کې شمېرلى ) او له عمير ابي  عرفچه له عطيه هغه روايت ته ورته يو روايت راوړى،چې دا روايت ابن حجر؛اصابه :4ټوک ،247 مخ هم راړى دى .

(مشکل الاثار : لومړى ټوک،332 مخ ) په خپل سند له ام سلمه بي بي او په 333 مخ کې هم له ام سلمه بي بي او په 332 مخ کې له عامر بن سعد له پلار يې او 336 مخ کې په خپل سند له عمرة الهمدانيه په دې اړه روايت نقل کړى،چې په  وروستي کې راغلي،چې عمرة وويل :ام سلمه بي بي ته مې وويل : ام المؤمنين ! ددې سړي په اړه راته څه ووايه ، چې په موږ کې و او ووژل شو او ځينې ورسره دښمنان ول او ځينې ورسره دوستان وو. ام سلمه بي بي وويل : ستا بدې راځي او که ښه دې راځئ؟ ورته مې وويل : نه مې ښه راځي او نه مې بدې راځي._ د مشکل الاثار په کتاب کې يو څه نه دي چاپ شوي  او له دې ځايه پيلېږي_ خداى د ( انما يريد الله ) آيت را نازل کړ، حال داچې په کور کې  بې له  جبراييل ، د خداى له استازي ،علي ،فاطمې،حسن او حسين بل څوک نه وو؛نو ما وويل : رسول الله ! زه هم له اهلبيتو ځنې يم ؟ راته يې وويل : ته له خداى سره خپل ثواب لرې.پر خداى ډېر مې زړه غوښتل،چې پېغمبر اکرم (ص) راته ووايي، ته هم له اهلبيتو ځنې يې او که را ته يې ويلي واى؛ نو تر ټولو هغه څيزونو  به را ته ښه واى،چې لمر پرې لګي.

مشکل الاثار : 338 مخ هم له ابي الحمراء په همدې اړه  يو روايت راوړى  دى .

(هيثمي؛ مجمع :9ټوک ،169 مخ ) له حضرت ابي  سعيد خدري روايت نقل کړى،چې ويلي يې دي :علي ته د فاطمې تر ودولو وروسته، رسول اکرم به څلوېښت ورځې دهغوی وره مخې  ته ورتله او ويل يې : ( السلام عليکم اهل البيت و رحمة الله و برکاته ؛انما يريد الله ...) الخ او دا روايت يې د طبراني د اوسط کتاب ته هم نسبت ورکړى دى او د6ټوک په په 121 مخ کې يې له ابي  الحمراء روايت نقل کړى،چې  د خداى استازي دا کار  6 مياشتې وکړ او د 9 ټوک په 169 مخ کې يې له ابي  برزه روايت نقل کړى،چې  رسول اکرم(ص) دا کار 7 مياشتې وکړ او د لومړي ټوک په 206 مخ کې يې له حضرت انس بن مالک څخه روايت راوړى،چى ويلي يې دي : حضرت عمر بن الخطاب،حضرت ابوبکر ته ورغى او ورته يې وويل : ولې پر فاطمه مارکه نه کوې؟ حضرت ابوبکر وويل : پېغمبر اکرم خپله لور نه راکوي او بيا حديث ته ادامه ورکوي،چې دې ځاى ته رارسي، چې علي له فاطمې سره واده وکړ او په پاى کې وايي : رسول اکرم (ص) وويل : ام ايمن ! يوه لوټه اوبه راوړه؛ اوبه يې ورته راوړې او رسول اکرم (ص) هم ترې يو څه وڅښلې او بيا يې فاطمې ته ورکړې،چې ويې څښي،بيا يې ترې اوبه واخستى او د فاطمې  پر تندي،د وليو منځ او سينه یې واچولې او بيا يې اوبه علي ته ورکړې او ورته يې وويل : وڅښه! او بيا يې د علي پر تندى ،د وليو منځ او سينه ورواچولې او و يې ويل : خدايه ! دا زما اهلبيت دي، چټلي ترې لرې کړه او هاغسې،چې په خپله پوهېږې،پاک يې کړه .

او د نهم ټوک په 207 مخ  کې يې له حضرت ابن عباس څخه روايت کړى،چې ويلي يې دي: خلکو د خداى پر استازي د فاطمې مارکه کوله؛خو رسول اکرم (ص) نه ورکوله،چې حضرت سعد بن معاذ له علي سره وکتل  او همداراز خپله کيسه کوي، چې وايي : د خداى استازي وويل : اسماء ! په يو لوښي کې اوبه راوړه ! اسماء راوړې او بيا رسول اکرم (ص) هغه پر خپل مخ او پښو و موږلې او بيا يې فاطمه راوغوښته او اوبه يې ورته پر سر او سينه وشيندلې او بيا يې راخستى او پر خپل ځان او فاطمې يې پخنک کولې او ويې وويل : هغه له ما او زه له هغه ځنې يم؛نو خدايه ؛لکه څنګه چې دې زه له چټلۍ پاک کړم، لور مې او مېړه يې هم له پليدۍ پاک کړې او هغسې،چې ته پوهېږې، سپېڅلى يې کړې او بيا يې د اوبو يو بل لوښى راوغوښت او هماغه کار يې له علي سره هم وکړ او هماغه دعا يې ورته وکړه او تر دې وروسته يې دواړو ته وويل : پاڅئ او خپل کور ته ولاړ شئ ؛ خداى مو وبښه او خداى مو زړونه ولګوه او خداى مو نيتونه صالح کړه. ( او د حديث تر پايه)

او د نهم ټوک په 146 مخ کې وايي : له ابي الطفيل نه روايت شوى،چې ويلي يې دي :حسن بن علي راته وينا کوله ؛ د خداى تر حمد او ثنا وروسته يې وويل : زه د بشير او د نذير زوى يم ،زه د رسول اکرم  زوى يم،زه د خداى پر لور د رابلونکي زوى يم،زه د بلې ډيوې زوي يم، زه د هغه چا زوى يم،چې خداى د عالميانو لپاره رحمت رالېږلى دى،زه له اهلبيتو ځنې يم،چې خداى چټلي ترې لرې کړې او هغوى خداى هغسې،چې په خپله پوهېده،تطهېر کړي دي ( د حديث تر پايه) او بيا يې حديث د طبراني کبير او اوسط کتابو  او بوعلي او بزاز ته نسبت ورکړى دى .

او د نهم ټوک په 172 مخ  کې وايي : له ابي  جميله نه روايت شوى،چې د علي (ک) تر وژل کېدو وروسته حسن بن علي ځايناستى وټاکل شو،يو د لمانځه پر مهال له خپل ځايه راپاڅېد او هغه يې پر پنډۍ په چاړه وواهه؛ حسن د څو ورځو لپاره رنځور شو او تر رغېدو وروسته يې پر منبر وويل : د عراق خلکو ! زموږ په اړه  له خدايه ووېرېږئ  ؛موږ هم ستاسې اميران يو او هم مېلمانه  او موږ هغه اهلبيت يو، چې خداى يې په اړه  په قرآن کې ويلي دي : ( انما يريد الله ) پر هغه ورځ يې دومره خبرې وکړې،چې په جومات کې داسې څوک نه وو پاتې،چې ویې نه ژړل او بيا وايي : طبراني هم دا حديث راوړى او رجال يې ټول ډاډمن دي .

(مستدرک الصحيحين :3ټوک،172 مخ ) په خپل سند له علي بن الحسين نه روايت کړى،چې ويلي يې دي : حسن بن علي د خپل پلار تر وژل کېدو وروسته خلکو ته وينا وکړه او د خداى تر حمد او ثنا وروسته يې وويل : خلکو څوک چې موږ پېژني؛نو پېژني مو اوکه څوک مو نه پېژني؛نو زه حسن بن علي د رسول اکرم زوى يم؛زه يې د وصي زوى يم ، زه د بشير زوى يم،زه د نذير زوى يم ،زه د خداى پر لور د رابلونکي زوى يم،زه د بلې ډيوې زوى  يم،زه له هغو اهلبيتو ځنې يم،چې جبراييل به ورته راتله او له کوره به يې اسمان ته الوت ،زه له هغو اهلبيتو ځنې يم، چې خداى له هر ډوله پليدۍ پاک کړي وو او هغسې،چې پخپله پوهېده، سوتره کړي يې ول.

(تفسير ابن جرير طبري :22 ټوک،7 مخ )په خپل سند له ابي  الديلم نه روايت کړى،چې ويلي يې دي : علي بن الحسين  يو شامي ته وويل : د احزاب په سورت کې دې نه دي ويلي : (إِنَّمَا يُرِيدُ اللَّهُ لِيُذْهِبَ عَنكُمُ الرِّجْسَ أَهْلَ الْبَيْتِ وَيُطَهِّرَكُمْ تَطْهِيرًا ) شامي وويل : مګر تاسې اهل البيت ياست ؟ ورته يې وويل :هو موږ اهل البيت يو .

شننه[سمول]

پر ( ۱۹٩٦ز) د اردن په هېواد کې د"عبدالحميد شومان " په فرهنګي مؤسسه کې د دیني عالم او مفسر شیخ جعفر سبحاني د وينا پښتو ژباړه را اخلو:

(( ... إِنَّمَا يُرِيدُ اللَّهُ لِيُذْهِبَ عَنكُمُ الرِّجْسَ أَهْلَ الْبَيْتِ وَيُطَهِّرَكُمْ تَطْهِيرًا [17]= بېشكه خداى غواړي چې له تاسې"اهل البيت = نبوي كورنۍ" پليتي او ګناه لرې كړي او بشپړ موسپېڅلي كړي. )) په دې آيت کې ځينې مفردات نغښتي،چې پرې پوهېدنه موږ پر سمو پايلو لاسبري کوي اوهغه دا،چې:

الف ) ايا په آيت  کې "اراده" تکويني ده که تشريعي ؟

ب) له "رجس " نه مطلب څه دى؟  

ج) اهل بيت څوک دي ؟

د) دا آيت څنګه شاهد دى،چې ګني اهل بيت له ګناهونو معصوم دي؟

(الف ) : په آيت کې اراده تکويني ده نه تشريعي،د څېړونکيو په اصطلاح اراده په دوه ډوله ده: تکويني او تشريعي.

که د مريد اراده له خپل فعل سره اړه اوتعلق ونيسي؛نو ورته تکويني اراده وايي،لکه چې د انسان په پيدايښت کې، د خداى تعالى ارادې تعلق نيولى او يا په نړۍ کې پېښې،چې دغسې ارادې ان په انسان کې (په دې شرط،چې نفساني شوق له ارادې او ټينګو غوښتنو بېل کړو او چېرې،چې د ځينو نيمګړتياوو له مخې مراد نه تطبيقېږي؛نو يا به شوق د ارادې پړاو ته نه وي رسېدلي او يا به د ارادې د اغيزي پر وړاندې خنډونه وي ) له مراده نه بېلېږي؛خو ،چې خنډ يې مخې ته را نشي.

خداى تعالى  له مراد نه د خپلې ارادې نه بېلیدل داسې ستايي:

((إِنَّمَا أَمْرُهُ إِذَا أَرَادَ شَيْئًا أَنْ يَقُولَ لَهُ كُنْ فَيَكُونُ [18]= د هغه كار دغسې دى، كه كله يو څيز وغواړي(؛نو)يوازې ورته وايي،چې: ((شه!))؛نو (بس) شي.((

او که (په ظاهره) د انسان اراده د بل له فعل سره اړه او تعلق ونيسي او له بله وغواړي ،چې په پوره ازادۍ يو کار کړاى شي،نو دې ته تشريعي اراده وايي؛ځکه شونې ده،چې د فرمان مخاطب يې ومني او اطاعت يې وکړي او ډېر ځله د مکلف انسان د سرغړاوي له  امله مراد تحقق نه مومي او حکم ته غاړه نه کېږدي او څه،چې په پام کې دي شته نشي او د اطاعت او مخالفت په دواړو بڼو کې الهى مشيت قانوني اړخ لري او د الهى غوښتنې تحقق د مکلف سړي په ارادې  پورې اړه لري. اتفاقاً خداى تعالى په قانوني توګه له ټولو بنده ګانو جسمي او مانیزه - معنوي سپېڅتيا او پاکي غوښتې:( ...  وَلَكِن يُرِيدُ لِيُطَهَّرَكُمْ[19]... او بلکې غواړي ،چې تاسې سپېڅلي کړي)؛خو ډېر ځل تطبيقېږي او احياناً نه .

اوس،چې د دواړو ارادو پر واقعيت پوه شو؛نو دلته راځو ،چې په "تطير آيت " کې کوم ډول اراده ده؟

بايد ووايم داهل بيتو په سپېڅلتيا،چې الهى ارادې  تعلق او اړه نيولى د څو لاندې  دلايلو له مخې تشريعى اراده  نه ده؛ځکه :

۱ـ تطهير او سپېڅلتيا په تشريعي او قانوني بڼه يوازې د پېغمبر په اهل بيتو پورې اړه نه لري؛ بلکې خداى تعالى له ټولو غوښتي ،چې پاک او سپېڅلي وسي (... وَلَكِن يُرِيدُ لِيُطَهَّرَكُمْ وَلِيُتِمَّ نِعْمَتَهُ عَلَيْكُمْ'[20]'... او بلکې غواړي،چې تاسې پاک او سپېڅلي کړي او خپل نعمت پرتاسې تمام کړي.))

حال دا چې په دې آيت کې اراده په ځانګړي ډول په اهل بيتو پورې اړه لري .

۲ـ اراده په تکويني توګه ده او د "انما" له لفظ (چې ځانګړنې دليل دى) سره مل ده،چې په پايله کې يوازې په "نبوي کورنۍ" پورې اړه نيسي نه په نورو پورې.

۳ـ که اهل بيت او نور په يوه ليکه کې واى؛نو له "عنکم اهل البيت" (چې د ځانکړنې بيا نوونکی دی) څخه به يې کار نه اخسته.

په آيت کې د "اهل البيت " اصطلاح د "معاشر الانبياء" د مشهور حديث ((نحن معاشر الانبياً لانورث درهما ولا دينار)) په څېر ده،چې  دواړه اصطلاح ګانې ځانته ځانګړتياوې لري .

دا ټول په دې ګواه دي،چې الله تعالى د يوې عمومي ارادې د بيان په لټه کې نه دی او که موږ وغواړو مثال راولو؛نو ويلاى شو: الهي ارادې،چې داهل بيتو په سپېڅلتيا پورې تعلق او اړه نيولي داسې ده لکه د مريم عليه السلام پر پاکۍ او سپېڅلتيا يې،چې نيولې وه.

(( ... إِنَّ اللّهَ اصْطَفَاكِ وَطَهَّرَكِ وَاصْطَفَاكِ عَلَى نِسَاء الْعَالَمِينَ'[21]'؛خداى ته غوره اوسپېڅلى يې کړى او د نړۍ پر ښځو يې لوړتيا درکړه)) .

لنډه خبره  دا،چې : د آيت مخه داهل بيتو سپېڅلتيا ته ده او لکه ،چې مخکې هم وويل شو د "انما" لفظ (چې د ځانګړنې ښودونکې دى) او د "اهل البيت" راوستل او پر "يطهرکم تطهيراً" ټينګار کول ټول په دې شاهدي ورکوي،چې خداى تعالى دې حکم ته عموميت نه دى ورکړى؛ځکه په آيت کې د خداى تعالى غوښتنه،تکويني اراده ده،چې هلته د اهل بيتو سپېڅلتيا له الهي ارادې ځنې نه بېلېدونکې ده.


( ب) له رجس نه مطلب څه دى ؟

"رجس" په لغت کې "کثافت، "چټلۍ او"ککړتيا" ته وايي،که توکیزه - مادي او محسوسه وي(لکه وينه او مرداري) او يا مانیزه- معنوي وي (لکه شراب اوجواري يا قمار) په دې آيت کې "رجس" مانیزه چټلي ده،چې کفار او ګناهګاران يې لري او دا یې ناپاکه ګروهه او چټل عمل دى او خداى تعالى یې د ټينګار لپاره پر((ليذهب عنکم الرجس)) بساينه نه ده کړې او د ټينګار په توګه يې د((يطهرکم تطهيراً)) غونډله یا جمله هم راوستې ده.

شونې ده ،چې څوک ووايي، له ((الرجس)) نه مطلب يو ډول مانیزه چټلي لکه ((شراب)) وي نه هر ډول معانیزه چټلي،چې لوى او واړه ګناهونه هم پکې شامل وي؛خو دا احتمال پوره بې بنسټه دى او په هغه صورت کې د منلو وړ دى ،چې "ال" په "الرجس " کې د "عهد" لپاره  وي،حال دا چې "ال" په آيت کې"جنسيه" دى؛يعنې خداى تعالى ټينګه اراده کړې پر هر شي،چې د رجس او چټلۍ  صدق کېږي ستاسې له کورنۍ یې لرې کړي،د خداى  تعالى اراده "له چټلۍ نه پاکوالى" وګړیزه مانا نه ده،چې په يو چا کې اخلاقي نادودې او فساد  موجود وي؛خو بيا یې له منځه يوسي؛بلکې همدومره،چې د انساني طبيعت په غوښتنه اروایز او اخلاقي چټلۍ ته پکې لږ شانته ليوالتيا هم وي او هغه پلو ته یې کږوالاى شي؛نو دلته به سمه وي،چې ووايي هغه يې له ګناهونو پاک کړی؛خو د الهي عنايت په رڼا کې له ګناهونو ځنې په امان کې وي.

اړنګ - شک نشته،چې په پېغمبرانو او امامانو کې د نورو انسانانو په څېر غرايز او لیوالتیاوې شته او که کابو او کنترول نشي؛نو ښه پايلې به ونه لري او دا چې دغسې لارې چارې او شرايط ورکې شته؛نو پر ځاى ده،چې وويل شي: ((خداى تاسې د رسالت  کورنۍ له چټلۍ سپېڅلې کړې ده )).

( ج) "اهل بيت "څوک دي؟

د "اهل او "البيت" ویې - کلمې په دې آيت کې په خپل وار څرګندې ماناوې لري. "اهل البيت" په لغات کې هغو کسانو ته ويل کېږي،چې په ګډه يو کور کې وسي لکه "اهل القرية"،"اهل البلد". او له "اهل " سره که " بيت" راوړل شي او يا نه،د کورنۍ پر ټولو غړيو،ښځو او اولاد اطلاق مومي .پردې مطلب دعنکبوت ٣٢ آيت ګواهي ورکوي،کله،چې پرښتې پر ابراهيم عليه السلام راغلې او ورته يې وويل : موږ مؤظف يو،چې د لوط قوم له منځه يوسو. ابراهيم عليه السلام وويل: څنګه دا کار کوئ حال دا چې لوط عليه السلام هم ورسره ژوند کوئ((إِنَّ فِيهَا لُوطًا))

پرښتې ځواب ورکړ: ((لَنُنَجِّيَنَّهُ وَأَهْلَهُ إِلَّا امْرَأَتَهُ كَانَتْ مِنَ الْغَابِرِينَ؛يعنې هغه او اهل يې ژغورو ؛خو ښځه يې له هلا کېدونکيو ده )) .

دا آيت د سړي اولاد په اهل کې شمېري،لکه ،چې ښځه يې هم؛نو ځکه لوڼې يې هم وژغورل شوې او دې ته اړه نه وه چې استثنا کړاى شي؛نو ځکه د "اهل البيت" د مفهوم په باب او دا،چې عموميت يې پر اولاد او ښځو تطبيقېږي څه خبرې اترې نه شته؛خو دا لغوى شموليت هغه وخت پایښتی دی،چې په آيت کې قرائن "نښې نښانې" پر نورو لوريو د ورماتېدنې او لېوالتيا شاهدي ور نه کړي حال دا چې شپږ لاندې قرآئن پردى شاهدي ورکوي ،چې د پېغمبراکرم (ص) مېرمنې د "اهل البيت " په مفهوم کې شاملې نه دي :  

١ـ  له "البيت" نه مطلب  معهود او پېژندل شوى کور دى .

"ال" د "البيت" په لفظ کې نه د جنس او نه  د استغراق الف اولام دى او له مفسرانو هم چا دغسې احتمال  نه دى ورکړى او دا هم شونې نه ده،چې  دغسې مانا ترې اراده کړو؛ځکه لازمه به يې دا وي ،چې د ځمکې پرمخ  ټول خلک،چې په يو کور کې وسي،پرهغوى به د خداى تعالى تکوينى اراده شوې وي ،چې ټول به سپېڅلي او پاک وي؛بلکې "آل" په "البيت" کې الف لام "عهد" يا پېژندل شوي دي ؛يعنې دهغه کور اهل،چې د ويونکي او اورېدونکي ترمنځ پېژندل شوي؛نو ځکه کور د "بيت" والى په حکم يو کور دى نه ډېر.

اوس بايد وليدل شي،چې معهود ،پېژندل شوی مشهور او ليدل شوی کور،کوم کور دى؟

کله هم ويلاى نه شو،چې مطلب د پېغمبراکرم(ص) د مېرمنو کور دى؛ځکه دوى هر يوې ځانته کورونه درلودل او قرآن مجيد،چې دهغوى په باب خبرې کوي؛نو د "جمع صيغه"  ورته راولي:

'[ وَقَرْنَ فِي بُيُوتِكُنَّ[22]'] او په خپلو کورونو کې پاتې شي،[ وَاذْكُرْنَ مَا يُتْلَى فِي بُيُوتِكُنَّ ] او څه ،چې ستاسې په کورونو کې د خداى له آيتونو اوحکمته  تلاوتېږي.

پردې سربېره که مطلب د پېغمبراکرم (ص) مېرمنې وي؛نو طبعاً د پېغمبر لور فاطمه (رضى الله عنها)،زوم علي(ک) او زامن يې حسنين (رضى الله عنها) د آيت له دلالته وځي حال دا چې ډېرو رواياتو دا ډله د اهل بيتو جز خو لا څه،چې ان همدوى ګڼي،چې په دې عموميت کې هېڅ شک اوشبهه نه شته .

٢ـ  ضماير مذکر دي نه مؤنث .

قرآن مجيد،چې د پېغمبر اکرم(ص) له مېرمنو سره خبرې کوي؛نو مؤنث ضماير کاروي ،د احزاب په ٣٢،٣٣ او ٣٤آيتونو کې دولس ضماير د جمعې په ډول کاروي.

١—لستن .                  ٧ـ  تبرجن .

٢ـ  اتقيتن .                  ٨ـ  اقمن الصلاة .

٣ـ  فلاتخضعن .           ٩—اتين الزکاة .

٤— قلن .                  ١٠ـ  اطعن الله .

٥— قرن.                   ١١ـ  اذکرن .  

٦— بيوتکن .              ١٢— بيوتکن.

حال دا چې تر څېړنې لاندې په آيت کې د "جمع مذکر" دوه ضماير کارول شوي دي.

١— عنکم   .  ٢— يطهرکم .

دا ډول دوه ګوني خبرې کول د دې ښوونکي دي،چې د تطهير په آيت کې د خطاب لوري او طرف د دولس ګونو ضمايرو له لوري توپير لري،که د خطاب لوري يو واى ؛نو په ضمايرو کې دغسې دوه ګوني سمه نه وه او که د( ٢٨)او(٣١) آيتونو ضماير ورزيات کړو؛نو د پېغمبر(ص) د ښځو په باب مؤنث ضماير شلو ته وررسي.

٣ـ  په آيت کې د ارادې واقعيت .

د خبرې په پيلامه کې مو وويل،چې دلته له ارادې مطلب تکويني اراده ده،چې تر شا يې غوڅ او پرېکنده مراد موجود دی او دا چې ارادې په دې تعلق نيولې،چې اهل بيت له هر ډول مانیزې چټلي،پاک او سپېڅلي دي "چې لازمه يې عصمت" هم دى .

٤ـ  قرآن مجيد د پېغمبراکرم (ص) مېرمنې په "ازدواج" يا "نساء" تعبيرونو يادوي .

١ـ ['يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ قُل لِّأَزْوَاجِكَ إِن كُنتُنَّ تُرِدْنَ [23]']

٢ـ [يَا نِسَاء النَّبِيِّ مَن يَأْتِ مِنكُنَّ بِفَاحِشَةٍ مُّبَيِّنَةٍ [24]]

٣ـ[ يَا نِسَاء النَّبِيِّ لَسْتُنَّ كَأَحَدٍ مِّنَ.... [25]]

دې ته مو پام وي،چې د احزاب سورت د ٣٣ آيت په څنګ کې درې ځل د پېغمبراکرم مېرمنې په دوو ياد شويو الفاظو تعبير شوې او د تطهیر آيت (٣٣آيت) ،چې دهماغو آيتونو په څنګ کې راغلى د "اهل البيت" لفظ پکې کارول شوى؛نو ځکه په غوڅه توګه ويلى شو ،چې له دويمي څخه مطلب د پېغمبراکرم (ص) مېرمنې دي .

اوس بايد وليدل شي ،چې دا يوازينى پېژندل شوى"معهود" کور،چې دهغوى په سپېڅلتيا د خداى تعالى اراده شوې کوم کور دى او اهل يې کوم کسان دي .

٥ـ  له "بيت" نه مطلب "نبوي کور" دى نه خټين کور.

له "بيت" نه مطلب توکیز- مادي کورنه دى،چې له ډبرو،خټو يا خښتو جوړ شوى وي؛بلکې مطلب "نبوي بيت" او د "وحى کور" دى او "اهل" يې هغه کسان دي،چې له پېغمبر اکرم (ص) سره پر توکیز او جسماني اړيکو سربېره مانیزې اړيکې او پيوستون هم لري،چې ټول په يو کور کې راټول شوي او د عصمت او سپېڅلتيا د وياړنى تاج يې پر سر شوى .

ارواښاد محمود زمخشرى(٥٣٨ س مړ) په کشاف ( ٢/١٠٧ ) تفسير کې د خليل الرحمن آيت په تفسير کې دې ټکي ته اشاره کړې . "د خليل مېرمن نه ښايي،چې د زړښت په وخت کې له دوه ځانیتوبه هکه پکه شي؛ځکه،چې د آيتونو او معجزو په کور کې اوسېده او په څو ځل یې په خپلو سترګو معجزې ليدلې؛نو نه ښايي،چې د نورو په څېر هکه پکه شي ".

امام باقر(رضى الله عنه) له زمخشرى (رح) ډېر وړومبى د نور سورت ٣٦آيت (فِي بُيُوتٍ أَذِنَ اللَّهُ أَن تُرْفَعَ وَيُذْكَرَ فِيهَا اسْمُهُ يُسَبِّحُ لَهُ فِيهَا بِالْغُدُوِّ وَالْآصَال) په تفسير کې دې ټکي ته اشاره کړې او ويلي يې دي : "والله ماهي بيوت حجارة ولا طين ؛پر خداى قسم ،چې دا کورونه د ډبرو اوخټو کورونه نه دي.[26] "

اوس بايد ووينو،چې د پېغمبراکرم(ص) له خپلوانو څوک له هغه مبارک سره د کمالاتو له اړخ په اړیکه کې وو،چې آيت یې په شان کې نازل شوى؟

په دې باب د پېغمبراکرم(ص) احاديثو ته مراجعه کوو.

٦— د پېغمبراکرم په احاديثو کې داهل بيتو ښوونه:

رسول اکرم(ص) د خپلو اهلبيتو د پېژندنې او ښوونې لپاره ځانګړې پاملرنه درلودله او په دې باب روايتونه دومره ډېر دي،چې چاته شک او شبهه نه پاتې کېږي او ځينوڅېړونکيو دغو روايتونو ته "متواتر"هم ويلي دي .

آنحضرت (ص) په دوو لاندې طريقو سره آيت تفسير کړى:  

١— خپل پټو"عبا" يې پر"پنځوپاکانو= پنجتن پاک" اچولى او خداى تعالى يې شاهد نيولى ،چې دا مې اهل بيت دي.

٢ـ  د احزاب ٣٣آيت(د تطهيرآيت يا د سپېڅلتيا آيت) تر نازلېدو وروسته تر يوې يا نهو مياشتو (په ځينو رواياتو کې شپږ،اوه او اته مياشتې هم راغلي) چې آنحضرت(ص)د سبايي لمانځه ته د فاطمې بي بي د کور له څنګه تېرېده؛نواهل بيت به يې لمانځه ته رابلل او د تطهير آيت يې تلاوتاوه .

(( الصلوة يا اهل بيت !انما يريد ...[27]))

د دومره اوږدې مودې لپاره په پرله پورې توګه داعمل ترسره کول ښايي ددې لپاره وي،چې مطلب په پوره ډول څرګند شي،چې په ګانده - راتلونکي کې چاته اړنګ - شک پاتې نشي،چې ګني دا آيت د اهل بيتو په شان کې نازل شوى نه دى.په تېره دا يوازينى کور دى،چې ور يې جومات ته پرانستي پاتې شوی (او د نورو ورونه تړل شوي وو) او طبعاً يو شمېر اصحابو کرامو د لمانځه په وخت کې دپېغمبر اکرم(ص) دا غږاوېده .

حضرت ابو سعيد خدرى(رض) روايتوي: ((قال رسول الله (ص): نزلت هذه الايه فى وفى على وفاطمه والحسن والحسين ؛دا آيت زما، علي، فاطمې،حسن او حسين په باب نازل شوى دى.))

ام المؤمنين ام سلمه رضى الله عنهاوايي:

دا آيت زما په کور کې نازل شوى،پر هغه ورځ فاطمې بي بي رسول اکرم(ص) ته خواړه راوړل،پېغمبر(ص) ورته وويل: ورشه ،د تره زوى (على) او دواړه زامن دې راوله. زهرا،چې راستنه شوه دواړه زامن يې له لاسه نيولي وو او علي ورپسې روان و او د پېغمبر (ص)حضور ته راغلل.بيا آنحضرت حسنين په غېږ کې کينول،علي يې ښي لوري ته او فاطمه يې کيڼې لوري ته کېناسته او پنځو واړو په خوړو پيل وکړ. ناڅاپه جبرائيل راغى او د تطهير آيت يې راووړ په دې وخت کې پېغمبر هغه پټو(عبا)،چې د شپې يې پرځان اچاوه راواخست او تر ټولو يې راتاو کړ او بيا يې لاس راوايست او اسمان ته يې ونيو او درې ځلې يې وويل :(( اللهم ان اهولا ا هل بيتي  وخاصتى فاذهب عنهما الرجس وطهر هم تطهيرا ؛اې خدايه دا مې اهل بيت دي،چټلي ترې لرې کړه او له هرډول ککړتيا يې سپېڅلي کړه. ))

ام سلمه بي بي وايي: ددې غونډلې یا جملې په اورېدو مې وغوښتل،چې له دې ډلې سره يو ځاى شم او ددغسې فضليت درلودونکې شم ؛نو د پټو يوه څنډه مې پورته کړه،چې ورننوزم پېغمبر اکرم(ص)  بېرته راښکوده.

ورته مې وويل : رسول الله (ص) ! ايا زه مو له اهل بيتو نه يم؟

پېغمبر(ص) بې له دې،چې تاييد يا رد کړي ويې ويل:(( انک على خير، انک من ازدواج النبي ؛ته نېکه ښځه يې او د پېغمبر له مېرمنو ځنې يې.[28]))

عکرمه د ابن عباس (رض) شاګرد وايي ،چې دا آيت د پېغمبراکرم د مېرمنو په شان کې نازل شوى او دې ته چمتو شوی و،چې د خپلې ګروهې په باب له مخالفينو سره مباهله هم وکړي؛نوتاسې په دې باب څه وايی؟

ځواب : رجال پوهانو ويلي ،چې عکرمه له "خوارجو" ځنې و او د اهل بيتو دښمن او د دښمن خبره د مقابل لوري په باب دليل نه وي.

علي بن عبدالله بن عباس، په ځنځيرونو هم تړلى و،په دې پلمه ،چې له پلاره يې په دروغو روايتونه نقلول[29]. له "رسالت کورنۍ" سره د دښمنۍ پايله يې دا ده ،چې له زرګونو ديني مسالو يوازې په همدې باب مباهلي ته حاضرېږي! اوهغه هم معلوم نه و،چې دعمل ډګر ته راوته يا نه؟

په لاندې ټکيو کې خپل مطلب څرګندوم :

د تطهيرآيت څرګندوي،چې "اهل بيت" له ګناهونو پاک او معصوم دي. که "رجس" د مانیزې چټلۍ او ناپاکۍ پرمفهوم وي او ښکاره مصداق يې کفر،شرک او ګناه وي؛نو خداى تعالى هغوى له ګناهونو څنډلي؛نو طبعاً "اهل بيت " معصوم دي او د پېغمبر(ص) په څېر د ګناه اوعصيان پلو ته نه وردرومي.

ځينې،چې د"عصمت" اصطلاح واوري؛نو سملاسي يې((نبوت)) په ذهن کې راځي. حال دا چې ددې دواړو ترمنځ يو رنګي نشته. هر پېغمبر معصوم دى؛خو هر معصوم پېغمبر نه دى او د آل عمران ٤٢ آيت ددې خبرې ثبوت دى : [إِنَّ اللّهَ اصْطَفَاكِ وَطَهَّرَكِ وَاصْطَفَاكِ عَلَى نِسَاء الْعَالَمِينَ

= خداى ته غوره اوسپېڅلي يې کړي او د نړۍ پر ښځو يې ستريا درکړه))

که "عصمت" نسبي مفهوم وګڼو؛نو ډير انسانان د ځينو ګناهونو پر وړاندې معصوم دي؛ځکه په هېڅ توګه چمتو نه دي،چې ګناه وکړي .مثلاً يو سړى په هېڅ ډول نه چمتو کېږي،چې خپل زوى ووژني. نو چې تاسې د ځينو ګناهونو په باب عصمت لری؛نو څه توپير لري،چى د " پيدايښت غوره انسانان" د ټولو ګناهونو په باب معصوم وي.

دشيخ سبحاني دخبروي پاى [30].

د مباهلې آيت او نبوي کورنۍ[سمول]

     د هجرت پر لسم كال د "نجران" مسيحيان د ویینې لپاره پېغمبراكرم(ص) ته راغلل. د ډلې مشرانو هر يو "سيد"،"عاقب" او "ابوحارثه" له پېغمبر اكرم (ص) ډول ډول پوښتنې وكړې . دا وخت دا آيت نازل شو:

((فَمَنْ حَآجَّكَ فِيهِ مِن بَعْدِ مَا جَاءكَ مِنَ الْعِلْمِ فَقُلْ تَعَالَوْاْ نَدْعُ أَبْنَاءنَا وَأَبْنَاءكُمْ وَنِسَاءنَا وَنِسَاءكُمْ وَأَنفُسَنَا وأَنفُسَكُمْ ثُمَّ نَبْتَهِلْ فَنَجْعَل لَّعْنَةُ اللّهِ عَلَى الْكَاذِبِينَ [31] = (د مسيح په باب) چې وپوهېدې؛نو (بيا) هم كه څوك په دې اړه درسره شخړه كوي؛نو ورته ووايه:((راځئ چې موږ به هم خپل خپلوان راوبلو او تاسې هم،موږ به هم خپلې ښځې راوبلواو تاسې هم خپلې ښځې،موږ به په خپله راشو او تاسې هم په خپله راشئ ؛نو مباهله (او دعا) به وكړو،چې كه څوك دروغجن وي؛نو وبه وايو،چې پر هغوى دې د خداى لعنت وي .))  

پېغمبر اكرم د خداى له امر سره سم د "نجران" مسيحيانو ته د مباهلې بلنه وركړه؛خو دوى وويل : ((مباهله دې سبا تر سره شي.)) نصاراوو پردې خبره په خپل منځ كې سلا مشورې وكړې.

"ابو حارثه" وويل: (( ګورو كه سبا پېغمبر اكرم له خپلې كورنۍ سره راغى؛ نو په خپله خبره به پوخ باوري وي؛نو په داسې حال کې نه ښايي،چې مباهله ورسره وكړو او كه بې كورنۍ بل څوك ورسره راغلل؛نو مباهله به ورسره وكړو.))

د مباهلې پر ورځ مسلمانان راټول شوي ول . پېغمبر اكرم له يو ځوان،يوې ښځې او دوه ماشومانو سره راغى. د نصاراوو مشرانو وپوښتل: (( داځوان څوك دى ؟))

مسلمانانو وويل : (( هغه حضرت علي، د پېغمبر اكرم زوم او د تره زوى دى . ښځه يې د پېغمبر اكرم لور؛فاطمه ده او دوه كوچنيان "امام حسن"او "امام حسين " يې لمسي او د فاطمې او علي زامن دي.)) پېغمبر اكرم له دې څلورو كسانو سره يو ځاى د نصاراوو مخې ته كېناست.د نصاراوو مشرانو او"ابو حارثه"، چې دا حالت وليد؛نو دوستانو ته يې وويل : (( پر خداى قسم  محمد؛ لكه د نورو  پېغمبرانو په شان په ډاډ مباهلې ته راغلى ،زه په خپل مخ کې داسې څېرې وينم، كه له خدايه وغواړي؛نو دا ټول غرونه دړي وړي كېږي،وېرېږم لعنت راباندې ووايي؛د ځمكې پر مخ به ټول مسيحيان هلاك شي؛نو مصلحت دادى،چې له مباهلې ډډه وكړو.))

له پېغمبر اكرم يې جوړجاړی وغوښت او پېغمبر (ص) هم ورسره ومنله.

په پورتني آيت كې له "ابنائنا" څخه مطلب حسن او حسين، له "نسائنا" څخه مطلب فاطمه او له "انفسنا" څخه مطلب علي دى.[32]

صحيح مسلم د فضايل الصحابه د کتاب د ( من فضايل علي بن ابيطالب ) په باب کې پر خپل سند له عامر بن سعد بن ابي وقاص له خپل پلار روايت کړى،چې ويلي يې دي : حضرت معاويه بن ابوسفيان، سعد (رض) ته امر وکړ،چې علي وکنځي .سعد (رض) ورته وويل :چې د علي په اړه مې د خداى د استازي درې ويناوې يادې وي؛نو کله به یې هم و نه کنځم او که  په هغو درېو خبرو کې يوه هم زما په اړه  وه؛نو تر هغه څه به راته ښه واى،چې پر ځمکه پرې لمر لګي :

1_  په يو جګړه کې د خداى استازي،علي خپل ځايناستى کړ او جګړې ته يې له ځان سره يو نه وړ ؛ نو علي خپه شو او ګيله يې وکړه، چې ښځو اوماشومانو ته يې پرېږدې  او د جهاد له ثوابه مې بې برخې کوې؛نو د خداى استازي ورته وويل : خوښ يې ،چې مقام دې راته داسې وي؛لکه د هارون،چې موسى ته و؛ خو په دومره توپير، چې تر ما وروسته څه نبوت نشته.

2_د خيبر پر ورځ مې واورېدل،چې رسول اکرم (ص) وويل : سبا به د جګړې بېرغ هغه ته ورکړم،چې خداى او استازى يې پرې ګران دى او هغه هم پر خداى او استازي يې ګران دى؛نو ټول پر تمه ول، چې پېغمبر اکرم به دوى ښيي؛خو چې سبا شو؛نو وامې ورېدل،چې علي ته يې غږ کړ او چې علي يې ورته راوست؛ نو سترګې يې خوږېدې؛نو پېغمبراکرم ورته په سترګو خپلې توکاڼې وموږلې او د جګړې بېرغ يې ورکړ او کلا هم د علي په لاس سوبه شوه .

3_ چې د ( قل تعالوا ندع ابنائنا و ابنائکم )آيت نازل شو؛نو د خداى استازي علي،فاطمه ،حسن او حسين راوغوښتل او ويې ويل : خدايه ! دوى مې اهلبيت دي .

دا روايت ترمذي؛صحيح :2 ټوک،300 مخ ، احمد بن حنبل؛ مسند: لومړى ټوک،185 مخ ،سيوطي په درالمنثور:کې د آل عمران د سورت د مباهلې تر آيت لاندې  او درېمه جمله يې صحيح ترمذي :2ټوک،166 مخ پر خپل سند له عامر بن عباس بن سعد بن ابي  وقاص له پلار او حاکم ؛مستدرک:3ټوک،150 مخ ( هغه دا حديث د ټولو هغو شرايطو خاوند ګڼلې،چې مسلم او  بخاري يې د حديث سموالي ته غواړي )  بيهقي؛سنن :7ټوک،63 مخ او زمخشري په کشاف کې او فخر رازي دواړو د مباهلې تر آيت لاندې  او شبلنجي؛ نورالابصار: 100 مخ  کې  راوړى دى او د شبلنجي عبارت دا دى: (( مفسرينو ويلي دي : رسول اکرم (ص) چې دا آيت له نجرانه راغلي مسيحي پلاوي ته ووايه او مباهلې ته يې راوبلل؛نو دوى ورته وويل : موږ به په خپل کار کې سوچ وکړ او سبا به ځواب درکړو او تر سلا مشورې وروسته خپل مشر ته هم ورغلل،چې څه ورته وايي،هغه ورته وويل : نصاراو ! تاسې ښه پوهېږئ،چې محمد پېغمبر دى او که مباهله مو ورسره وکړه؛نو هلاک به شو ))

او په يو بل روايت کې يې ويلي : پر خداى هر قوم،چې له کو پېغمبر سره مباهله وکړه ؛نو تر وروستي تنه هلاک شوي دي، که زما منئ،ايمان پرې راوړئ که زما خبره نه منئ او مباهله کوئ ؛ نو لږ تر لږه دا خبره خو مې واورئ،چې ولاړ شئ او له هغه سره خداى پاماني وکړئ او بيا خپلې سيمې ته ورستانه شئ . د نجران پلاوى پېغمبر ته ورغلل؛و يې ليدل چې حسين يې په غېږ کې راخستى او حسن يې له لاسه رانيولې او فاطمه په پېغمبر پسې او علي هم په فاطمې پسې را روان دى؛نو د خداى استازي وويل : چې دعا مې وکړه ؛ نو تاسې آمين ووايی. د نجران اسقف چې دا حالات وليدل؛نو و يې ويل: د نجران نصاراوو ! کومې څېرې،چې وينم که له خدايه وغواړي غر ورته له ځايه را ونه ړوي؛نو خداى به دا کار وکړي؛ نو مباهله و نه کړئ،چې هلاک به شئ او د قيامت تر ورځې به يو نصارا هم پر ځمکه پاتې نشي؛نو نصاراوو له ناکامه وويل : ابا القاسمه ! زموږ خوښه پر دې راغله،چې مباهله و نه کړو او تا پر خپل دين پرېږدو او ته هم موږ پر خپل دين پرېږدې. رسول اکرم (ص) ورته وويل : اوس چې حاضر نه ياست،چې اسلام راوړئ او مباهله وکړئ ؛نو په ګټه او تاوان کې له مسلمانانو سره شريک شئ؛خو نصاراو و نه منله؛ نو رسول اکرم (ص) ورته وويل : بايد جګړې ته چمتو شئ . نصارارو وويل : موږ له عربو سره د جګړې وس نه لرو؛ خو سوله به درسره وکړو او داچې راسره  و نه جنګېږې او و مو نه وېروې  او و مو نه ګواښې او له خپل دينه مو وا نه ړوې؛نو موږ به هر کال دوه  زره توپه ټوټه درکوو،چې زر توپه به يې د صفر په مياشت او نوره به يې د رجب په مياشت کې درکوو ( او په يوه نقل کې راغلي )، 33 زره ،33 نر اوښان ، 34 جنګي اسونه  به درکوو، چې رسول اکرم (ص) يې دا وړانديز ومنه او سوله يې ورسره وکړه  او و يې ويل : پر هغه خداى قسم،چې ژوند مې د هغه په لاس کې دى،چې عذاب تر نجرانه رسېدلى و او که سوله يې نه وه کړې؛نو ټول به د بيزو او خوک پر بڼه شوي ول او دښته به ورته سور اور شوې وه او خداى به ان د نجران ونې او چرګان هم له منځه وړي  واى او په کال کې دننه دننه به پر ځمکه ټول نصارا له منځه تللي واى .

زمخشري ددې روايت تر نقلولو وروسته وايي : دا آيت د اهل کساء د فضيلت ښکارندوى دى، چې هېڅ دليل يې قوت ته نه رسي او همداراز د رسول اکرم (ص) د نبوت يو ښکاره دليل دى؛ځکه نه مخالف او نه  موافق داسې کوم روايت نقل کړى،چې د نجران نصاراوو مباهله وکړه .

فخر رازي هم ددې روايت تر نقلولو وروسته وايي : دا آيت دلالت کوي،چې حسنين د خداى داستازي زامن دي؛ځکه  رسول اکرم (ص) ته دنده ورکړل شوه، چې خپل زامن دې په مباهله کې ورګډ  کړي؛نو د خداى استازي دواړه راوستل؛نو فرضېږي،چې ووايو حسنین ‏دواړه د رسول اکرم (ص) زامن دي .

بيا وايي : او هغه آيت چې پردې مانا ټينګار کوي، د انعام د سورت دا آيت دى : (وَمِن ذُرِّيَّتِهِ دَاوُودَ وَسُلَيْمَانَ _ تردې چې وايي : و زکريا و يحيى ) چې معلومه ده،عيسى د مور له پلوه ابراهيم ته منسوب دى؛نه د پلار له لوري؛نو جوتېږي،چې د لور زامن هم د انسان خپل اولاد ګڼل کېږي او تر يوې خبرې وروسته وايي : روايت شوى، چې ابا جعفر باقر(رحمة الله علیه) له حجاج بن يوسف سره پردې آيت استدلال کړى دى .

او همداراز د بقرې د سورت د (وَعَلَّمَ آدَمَ الأَسْمَاء كُلَّهَا) آيت په تفسير کې ليکي: له شعبي نقل شوي،چې ويلي يې دي :زه له حجاج سره وم،چې خراساني فقيه  "يحيى بن يغمر" يې له بلخه په زنځيرونو تړلى راوست،ورته يې وويل : تا ويلي،چې حسن او حسين د خداى د استازي زامن دي . و يې ويل : هو !. حجاج وويل : يا بايد د خپلې خبرې لپاره د خداى له کتابه څرګند دليل راوړى او يا به دې د بدن يو غړى غوڅوم . يحيى ورته وويل: حجاجه ! د خداى له کتابه به درته داسې ښـکاره دليل راوړم،چې ورته هک پک شې. زړورتوب یې حجاج حيران کړ،چې په نوم يې ورته غږ وکړ او و يې ويل، چې د ((نَدْعُ أَبْنَاءنَا وَأَبْنَاءكُمْ)) پر آيت استدلال و نه کړې . يحيى : تر دې به هم روښانه دليل راوړم او ويې ويل : (وَنُوحًا هَدَيْنَا مِن قَبْلُ وَمِن ذُرِّيَّتِهِ دَاوُودَ وَسُلَيْمَانَ _ تردې چې وايي _ و زکريا و يحيى و عيسى په دې  آيت کې عيسى د نوح ځوځات ښوول شوې دی ؛نو ته راته ووايه، چې د عيسى پلار څوک و،حجاج د څو شيبو لپاره غلى شو او بيا يې وويل :ته وا دا آيت مې تر اوسه اورېدلى نه و او بيا يې حکم وکړ: زنځير يې له پښو او لاسونو خلاص کړئ او دومره انعام هم ورکړئ .

دا کيسه سيوطي هم په درالمنثورکې د انعام د سورت ((وَوَهَبْنَا لَهُ إِسْحَاقَ وَيَعْقُوبَ كُلاًّ هَدَيْنَا وَنُوحًا هَدَيْنَا مِن قَبْلُ وَمِن ذُرِّيَّتِهِ دَاوُودَ وَسُلَيْمَانَ) په آيت کې له دوو لارو،چې يو يې  ابن ابي  حاتم له ابي  حرب بن اسود او بل يې له ابي  الشيخ ،حاکم ،او بيهقي له عبدالملک بن عميره نه نقل کړې ده .

(ابن جرير طبري تفسير:3ټوک ،212 مخ ) له زيد او بيا په 212 مخ کې له سدى نه او په 213 مخ کې  له علباء بن ،احمر يشکري او بيا په هماعه مخ کې له زيد نه په دې اړه  روايت نقلوي، چې رسول اکرم(ص)،علي ،فاطمه ،حسن او حسين په مباهلې کې ګډون کړى و.

( سيوطي په درالمنثور کې د آل عمران د سورت د مباهلې د آيت په تفسير کې ) وايي : حاکم ( هغه دا حديث سم ګڼي) او ابن مردويه او ابو نعيم په دلايل کې له جابر (رض) څخه روايت کړى،چې ويې ويل : عاقب او سيد ،رسول اکرم (ص) ته راغلل ؛نو د خداى استازي دواړه اسلام ته راوبلل، چې دواړو ورته وويل : محمده ! موږ اسلام راوړى دى . د خداى استازي ورته وويل: دروغ وياست او که زړه مو غواړي ؛ نو درته به ووايم، چې ولې اسلام نه راوړئ . ورته يې وويل : ووايه. رسول اکرم (ص) ورته وويل : کومه مينه، چې تاسې له صليب،شرابو او د خوک له غوښې سره لرئ ؛ نو نه مو پرېږدي،چې اسلام راوړئ  او بيا رسول اکرم (ص) ورته د مباهلې بلنه ورکړه او دې دواړو هم د سبا وعده ورکړه،چې بله ورځ رسول اکرم (ص) علي ،فاطمه ،حسن او حسين  راوستل او پيغام يې ورولېږه،چې راشئ ؛ خو را نه غلل او د رسول اکرم (ص) پر نبوت يې منښته وکړه . د خداى استازي وويل : قسم پر هغه خداى،چې زه يې استازى رالېږلى يم که منښته يې نه وه کړې؛نو خداى به پرې په دښته کې اور راورلى و .

جابر (رض) وايي : د ((تَعَالَوْاْ نَدْعُ أَبْنَاءنَا)) آيت په دې  پېښه کې نازل شوى او همداراز وايي : له (أَنفُسَنَا) څخه مراد پېغمبر اکرم (ص) او علي او له (أَبْنَاءنَا) څخه مراد حسنين او له (نِسَاءنَا) څخه مراد فاطمه ده .

( صواعق محرقه :93 مخ )وايي : دار قطني روايت کړى،چې علي د شورى پر ورځ هغه کسانو ته،چې هلته ناست ول،داسې وينا وکړه : پر خداى قسم درکوم، چې په تاسې کې تر ما رسول اکرم (ص) ته نږدې شته ؟ او څوک شته،چې خداى هغه د رسول اکرم  (ص) نفس او زامن يې د رسول اکرم زامن او مېرمن يې د خداى د استازي ښځې ښوولې وي ؛ نو ټولو منښته وکړه، چې شهد الله ،نه [33] ( د حديث تر پايه )

خوشال بابا وايي :[سمول]

فضـــــــــــــيلت د واړو ډېر دى[سمول]

تر شماره ترحســـاب تېر دى[سمول]

که د دوى فضـــــــــــــــيلتونه[سمول]

غواړې ګوره آيـــــــــــتونه[سمول]

د هل اتى سورت د حضرت علي ،فاطمه ،حسن او حسين(رضی الله عنهم) په اړه  نازل شوى دى[سمول]

( اسد الغابه : 5ټوک،530 مخ ) پر خپل سند د فضه نوبيه د حالاتو په شرح کې له مجاهد او حضرت ابن عباس څخه روايت کړى،چى د : [يُوفُونَ بِالنَّذْرِ وَيَخَافُونَ يَوْمًا كَانَ شَرُّهُ مُسْتَطِيرًا. وَيُطْعِمُونَ الطعَامَ عَلَى حُبِّهِ مِسْكِينًا وَيَتِيمًا وَأَسِيرًا[34]= په تفسير کې يې ويلي دي: حسن او حسين ناروغ شول؛نو پېغمبر اکرم (ص) يې پوښتنې ته راغى او بيا نور هم پوښتنې ته راغلل،رسول اکرم (ص) حضرت  علي ته يې وويل : ابالحسنه ! څومره به ښه شي، چې د زامنو د روغتيا لپاره دې نذر وکړې . حضرت علي ورته وويل :که خداى روغ کړل؛نو د خداى لپاره به درې ورځې روژه ونيسم او دا خبره بي بي فاطمې هم واورېده ؛ نو هغې هم همدا نذر وکړ. د فضه په نامه يې يوه وينځه درلوده، چې د نوبه (افريقا ) وه ؛نو هغې هم وويل : که خداى مې دې دوو بادارانو ته شفا ورکړه؛نو زه به هم روژه ونيسم . حسن او حسين روغ شول، حال داچې له "آل محمد" کره څه نه وو؛ نو علي خيبري شمعون ته ورغى او درې منه د اوربشو ‏اوړه يې ترې کور ته  راوړل  او له زهرا بي بي سره يې کېښوول چې بي بي زهرا ترې يو من واغږل او پاخه يې کړل،چې علي کور ته راغى؛نو فاطمې بي بي روټۍ له علي سره کېښووله، چې په همدې مهال يو مسکين يې وره ته ودرېد او ويې ويل : سلام دې د محمد پر اهلبيتو وي ! مسکين مسلمان يم ؛ خواړه راکړئ ،خداى دې له جنتي دستر خوانه خواړه درکړي .

علي چې واورېدل؛ نو ويې  ويل :  خواړه مسکين ته ورکړئ ؛ نو "آل محمد" پر هغه ورځ او شپه وږي  پاتې شول او د روژه ماتي لپاره يې بې له څه نه درلودل،چې بله ورځ شوه؛نو بي بي زهرا له هغه اوړو يو من نور واغږل او پاخه يې کړل. حضرت علي د خداى له استازي سره په جومات کې لمونځ وکړ او چې کور ته راغى او خواړه يې مخې ته ورکېښوول؛نو د وره له خولې غږ راغى : سلام دې پر تاسې وي د محمد اهلبيتو ! زه د مهاجرينو د شهيد پلار مړى يم ؛پلار مې شهيد شوى ؛ څه خواړه راکړئ . آل محمد پر هغه ورځ خپل خواړه پلارمړي ته ورکړل او په خپله يې په اوبو روژه ماتى وکړ . پر درېمه ورځ بي بي زهرا يو من اوړه واغږل او پاخه يې کړل .علي چې د خداى له استازي سره په جومات کې لمونځ وکړ ؛ نو کور ته راغى .بي بي زهرا ورته خواړه مخې ته کېښوول، چې په همدې وخت کې يو اسير راغى او ويې ويل : سلام دې پر تاسې وي نبوي کورنۍ ! موږ اسيرانوئ او خواړه هم نه راکوئ . پر هغه ورځ نبوي کورنۍ خپل خواړه اسير ته ورکړل او په پايله کې پرله پورې درې ورځې وږي پاتې شول او بې له اوبو يې څه هم و نه خوړل، چې دا مهال پېغمبراکرم (ص) ورته راغى او د دوى لوږه يې وليده او له کيسې خبر شو او پر هماغه مهال پر رسول اکرم د ا آيت نازل شو: [هَلْ أَتَى عَلَى الْإِنسَانِ حِينٌ مِّنَ الدَّهْرِ لَمْ يَكُن شَيْئًا مَّذْكُورًا[35]] _ تردې چې وايي _لَا نُرِيدُ مِنكُمْ جَزَاء وَلَا شُكُورًا).

دا روايت ابوموسى نقل کړى او زمخشري هم د کشاف په تفسير کې د [وَجَزَاهُم بِمَا صَبَرُوا جَنَّةً وَحَرِيرًا[36]] آيت په تفسير کې راوړى او ويلي يې دي،چې واحدي هم دا روايت نقل کړى او همداراز فخر رازي هم دا آيت ددې سورت په تفسير کې راوړى او ويلي يې دي : واحدي، چې زموږ له اصحابو ځنې  دى، د سبط په کتاب کې يې ويلي : دا سورت د علي په باب نازل شوى او بيا زياتوي، چې د کشاف خاوند،چې په خپله معتزلي دى،دا روايت يې له حضرت ابن عباس څخه نقل کړى دى .

(واحدي ؛اسباب النزول:331 مخ ) د : (('وَيُطْعِمُونَ الطَّعَامَ عَلَى حُبِّهِ مِسْكِينًا وَيَتِيمًا وَأَسِيرًا[37]')) آيت د شان نزول په اړه  ويلي : عطاء له حضرت ابن عباس څخه روايت نقل کړى،چى هغه مهال، چې حضرت علي د کجورو يو بڼ ته د اوبو  ورکولو  ټېکه واخسته،چې ورته به په بدل کې يې د اوربشو اوړه ورکول کېږي ،چې د اوربشو اوړه یې کور ته راوړل او د حريره په نامه خواړه يې پاخه کړل؛نو همدا چې حريره پخه شوه؛ نو يو مسکين د کور د وره مخې ته ودرېد او د خوړو سوال يې وکړ . سبا يې بيا اوړه پاخه کړل،چې پاخه شول؛ نو يو پلار مړى يې د کور د وره مخې ته ودرېد او د خوړو سوال يې وکړ،چې د نن ورځې دا خواړه يې پلار مړى ته ورکړل او بله ورځ هم،چې خواړه پاخه شول؛ نو اسير ته يې ورکړل او نبوي کورنۍ درې ورځې وږې پاتې شوه،چې بيا د دوی په اړه دا آيت راغى .

مولف: دا روايت محب طبري؛رياض النضره :2ټوک،227 مخ او په خپل بل کتاب کې ؛يعنې د ذخاير په 102 مخ کې ،سيوطي په درالمنثور کې د (وَيُطْعِمُونَ الطَّعَامَ) د آيت تر تفسير لاندې ،ابن مردويه او شبلنجي؛ نورالابصار: 102 مخ د شيخ اکبر له مسامرات نه دا راويت نقل کړى دى او په مسامرات کې راغلي : حسن او حسين،چې ناروغه شول؛ نو پېغمبر اکرم (ص) يې پوښتنې ته ورغى او علي ته يې وويل : اباالحسنه ! څومره به ښه شي،چې د زامنو د روغتيا لپاره دې نذر وکړې،علي وويل: زه به يې د روغتيا لپاره درې روژې ونيسم . بي بي زهرا وويل : زه به هم درې روژې ونيسم . زامنو يې وويل : موږ به هم روژه شو او وينځې يې هم وويل : زه به هم درې ورځې روژه شم  او ماشومان،چې خداى روغ کړل؛ نو سبا ته ټول روژه شول او روژه ماتي ته يې څه نه درلودل؛ نو حضرت علي له خپل يهودي ګاونډي کره ولاړ او وړۍ يې ترې راوړې،چې و يې ورېشي او په بدل کې ترې درې منه د اوربشو اوړه واخلي،چې فاطمې د اوړو درېمه برخه واغږل او پاخه يې کړل،چې د هر کس يوه روټه رسېده . حضرت علي د خداى له استازي سره په جومات کې تر لمانځه وروسته کور ته راغى ؛ نو چې خواړه يې ورته مخې ته کېښوول او همداچې غوښتل يې روژه ماته کړي؛نو يو مسکين يې د کور مخې ته راغى او و يې ويل : اهلبيتو!  سلام دې پر تاسې وي، مسکين مسلمان يم؛ نو له خپلو خوړو څه راکړئ او خداى دې جنتي خواړه درکړي . علي په لاس کې کپ کېښود  او ويې ويل :


فاطم ذات المـــــجدواليــــــقينى                 يا بنت خېر الناس اجمعينې

اما ترې ذا البــــائس المـــــسکينى                   جاء الى الباب له حنينى


فاطمې ! د مجد او يقين خاوندې ! په خلکو کې د تر ټولو غوره انسان لورې ! نه وينې چې دا مسکين مو دکور وره ته راغلى، زړه سوځونکى غږ لري او داسې نه ده، چې هر څوک په خپلو کړنو کې راښکېل دى .

بي بي فاطمې هم ورته وويل :

امرک سمع يا ابن عم و طاعة

مالى من لوم ولا ضراعة

باللب قد غذيت بالبراعة

ارجوا اذا انفقت من مجاعه

ان الحق الابرار و الجماعة

و اد خل الجنة بالشفاعه


د تره زويه ! حکم دې پر سر سترګو او هېڅ ګيله نه لرم  او هيلمنه يم، چې د يو وږي د مړولو په بدله کې له ابرار سره يو ځاى شم او په شفاعت يې جنت ته ورننوځم.

وايي : بيا فاطمې دستر خوان ته لاس کړ او څه چې پکې ول، ټول يې مسکين ته ورکړل او په خپله وږي ويده شول . د هغې ورځ پر سبا يې هم د روژې نيت وکړ، حال داچې په روژه ماتي او پيشنمي کې يې بې له اوبو هېڅ څه نه  درلودل. فاطمې داوړو درېمه برخه واغږل او پاخه يې کړل، چې د هر کس يو روټه رسېده . حضرت علي د خداى له استازي سره په جومات کې تر لمانځه وروسته کور ته راغى؛ نو چې خواړه يې ورته مخې ته کېښوول او همداچې غوښتل يې روژه ماته کړي؛نو يو پلار مړى  يې د کور مخې ته راغى او و يې ويل : اهلبيتو ! سلام دې پر تاسې وي، پلار مړى يم او د مسلمانانو پلار مړى هم يم؛ نو له خپلو خوړو څه راکړئ او خداى دې جنتي خواړه درکړي . حضرت علي کپ پر دسترخوان کېښود او و يې ويل :

فاطم بنت اسيد الکريم

قد جائنا الله بذا الیتمى

من يطلب اليوم رضا الرحيمى

موعده فى جنه النعيمى


د کريم سيد لورې ! خداى دا پلار مړى را استولى؛نو نن چې څوک د لورين څښتن خوښي وغواړي؛نو موعد به يې سبا  له نعمتونو په  ډک جنت کې وي .


بي بي زهرا ځواب ورکړ :

فسوف اعطيه و ال ابالى

و اوثر الله على عيالى

امسوا جياعاً و هم امثالى

اصغر هم يقتل فى القتال ى


ژر به مې خپل او د زامنو خواړه پلار مړي ته ورکړم او هېڅ باک هم نه لرم او خپل خداى به له خپلو هغو زامنو مخکې کړم، چې له پرونه تر اوسه وږي دي؛هغه زامن چې وړوکى (حسين ) به يې د خداى په لار کې وژل کېږي .

او هغه مهال څه چې په دسترخوان کې ول، پلار مړي ته يې ورکړل  او پر هغه شپه هم وږي ويده شول او بې له اوبو يې څه و نه خوړل ؛ نو سبا فاطمې د اوړو درېمه برخه واغږل او پاخه يې کړل، چې د هر کس يوه روټه رسېده . حضرت علي د خداى له استازي سره په جومات کې تر لمانځه وروسته کور ته راغى ؛ نو چې خواړه يې مخې ته ورته کېښوول او همدا چې غوښتل يې روژه ماته کړي؛نو  يو اسير  يې د کور مخې ته راغى او و يې ويل : اهلبيتو ! سلام دې پر تاسې وي، اسير يم، اسير يې کړم؛خو خواړه يې را نه کړل؛ نو له خپلو څه راکړئ، خداى دې جنتي خواړه درکړي . حضرت علي کپ پر دسترخوان کېښود او و يې ويل :

فاطمـــــــــــــــة ابنــه النبى احمــد

بنت نبـــــى سيـــــد مـــــــــسود

هذا اسير جاء ليـــس يهـــــتدى

مکبـــــــــل فــــى قيده المقيد

شکى الينا الجوع و التشدد

من يطعم اليوم يجده فى غد

عند العلى الواحد الموحد

ما يزرع الزارع يوماً يحصد


فاطمې د احمد نبي لورې ! د هغه پېغمبر لورې،چې په خپله ستر دى او بشر يې ستر کړى،داچې ګورئ د کور وره ته دې ولاړ دى؛هغه اسير دى چې له دې ځايه بل ځاى نه لري او اوس يې زولنۍ په لاس کې دي او له  لوږې تنګ شوى او موږ ته يې ګيله راوړې او نن که چا خواړه ورکړل؛نو سبا به هغه خواړه ومومي. هو ! هغه به د علي له ایکی یو خداى سره ومومي او چې څوک نن هر څه وکري سبا به هماغه رېبي .

بي بي زهرا ورته وويل :کور ته چې راغلي ول، يوازې يو من پاتې دى او لاسونه مې پر مېچنه ستړي شوي او پر خداى قسم، چې دا درې ورځې مې زامن وږي دي. پالونکيه ! هلاک یې مه کړې او څه چې په دستر خوان کې ول، اسير ته يې ورکړل او سبا يې د روژې نيت و نه کړ؛خو نن روژه ماتي ته يې هم څه نه درلودل؛نو حضرت علي، حسن او حسين رسول اکرم (ص) ته ورغلل او دواړه ماشومان د چورګوړو په څېر له لوږې رپېدل .رسول اکرم (ص) چې وليدل ؛ نو ويې ويل : حال مو ډېر خپه کوونکى دى ،پاسئ چې لور ته مې ورشو او بيا له بي بي فاطمې کره راغلل ؛نو ويې ليدل چې په خپل محراب کې پر عبادت بوخته ده او له ډېرې لوږې يې ګېډه په ملا پورې نښتې ده او سترګې يې ننووتې دي؛نو همداچې رسول اکرم (ص) وليده؛نو په غېږ کې يې راونيوه او ويې ويل : وا غوثاه ! بيا جبراييل راغى او ويې ويل : محمده ! خداى د اهلبيتو د مېلسمتيا په اړه  آيت را لېږلى دى : (وَيُطْعِمُونَ الطَّعَامَ عَلَى حُبِّهِ مِسْكِينًا وَيَتِيمًا وَأَسِيرًا _ وَكَانَ سَعْيُكُم مَّشْكُورًا).


د اهل بيتو مینوال[سمول]

دوستداران داهل بيت له اوره خلاص دي[سمول]

بې دوستۍ يې عالم کله مخـــــــــلص دى[سمول]

د مودت آيت د پېغمبر اکرم (ص) د خپلوانو؛  حضرت علي، فاطمې بي بي، امام حسن او امام حسېن په اړه  نازل شوى دى[سمول]

امام احمد بن حنبل(رحمة الله عليه )په خپل مسند کې له ((سعيد بن جبير))له(( ابن عباس )) رضى الله عنهما نه روايت  کړى ،چې ويلي يې دي :

د ((قُل لَّا أَسْأَلُكُمْ عَلَيْهِ أَجْرًا إِلَّا الْمَوَدَّةَ فِي الْقُرْبَى [38]؛يعنې زه له تاسې د خپل رسالت اجر نه غواړم؛خو له خپلوانو سره مې مينه کوئ .)) آيت،چې نازل شو؛خلکو آنحضرت (ص) وپوښت:خپلوان دې څوک دي،چې مينه يې پر موږ فرض شوه؟ ويې ويل : ((علي،فاطمه او دواړه زامن يې)) دا خبره يې درې ځلې وويله. [39]

امام بخاري رحمة الله عليه  د ((قُل لَّا أَسْأَلُكُمْ... )) تر آيت لاندې په خپل سند له ((طاووس)) له  حضرت ((ابن عباس )) نه روايتوي : له ((قُل لَّا أَسْأَلُكُمْ...)) آيت په باب وپوښتل شو،حضرت سعيد بن جبير وويل: له ((قربی)) نه مطلب ((آل محمد)) دي .

امام سيوطي رحمة الله عليه په ((درمنثور)) تفسير کې تر څېړنې لاندې آيت په باب له ((ابن منذر)) او ((بن ابي حاتم))،((طبراني)) او ((ابن مردويه))د((سعيدبن جبير)) له لارې له ((ابن عباس) نه روايتوي: دا آيت،چې نازل شو؛ نو خلکو ((آنحضرت ص)) وپوښت: خپلوان دې څوک دي،چې مينه يې پر موږ((فرض))شوه؟ ويې ويل : ((علي؛ فاطمه ، حسن،حسين او ددې دواړو زامن [40])).

امام فخررازي(رحمة الله عليه)په خپل تفسير کې تر ((قُل لَّا أَسْأَلُكُمْ...)) آيت لاندې له (زمخشري) رحمة الله عليه نه پورته روايت  نقلوي او ورپسې وايي: نو جوته شوه،چې دا څلور تنه ((علي،فاطمه، حسن او حسين)) د پېغمبراکرم(ص) خپلوان دي او دا مانا چې جوته شوه؛نو فرض ده،چې ځانګړى درناوى يې وکړو. بیا زياتوي : ددې مسالې لپاره بېلابېل لاملونه شته :

لومړى : په ړومبنيو رواياتو کې وويل شول،چې ((آل محمد)) هغوى دي ،چې د چارو ورتګ يې هغه [محمد (ص)] ته دی؛نو دهغو کسانو،چې اړيکې يې پوره ټينګې وي ((آل)) ګڼل کېږي او بېشکه،چې علي،فاطمې،حسن او حسين له رسول اکرم (ص) سره ټينګې اړيکې او تړاو درلود او دا له متواترو احاديثو او مسلماتو ځنې ګڼل کېږي؛نو ځکه لازم دي،چې ورته (( آل محمد )) ووايو.

دويم : بېشکه،چې فاطمه،پېغمبراکرم(ص) ته ګرانه وه او ويلي يې دي : ((فاطمه ،مې د بدن يوه برخه ده،چا چې ازار کړه؛نو زه به يې ازار کړى يم )).

او په متواترو احاديثو کې له رسول اکرم(ص) نه ثابته شوې،چې هغه مبارک (ص) ته علي،حسن او حسين هم ګران وو او دا معنا،چې جوته شي ؛نو پر امت يې مينه فرضېږي؛ځکه متعال خداى وايي :

( الف ) وَاتَّبِعُوهُ لَعَلَّكُمْ تَهْتَدُونَ؛ لاروي یې وکړئ،چې سمه لار ومومئ.

(ب) فَلْيَحْذَرِ الَّذِينَ يُخَالِفُونَ عَنْ أَمْرِهِ؛څوک چې یې له حکمه سرغړونه کوي؛نو د خداى له عذابه دې ووېرېږي .

(ج) قُلْ إِن كُنتُمْ تُحِبُّونَ اللّهَ فَاتَّبِعُونِي يُحْبِبْكُمُ اللّهُ؛يعنې ورته ووايه که له خداى سره مينه لرئ؛نو زما لاروي وکړئ،چې دخداى ښه راشئ .

(د) لَقَدْ كَانَ لَكُمْ فِي رَسُولِ اللَّهِ أُسْوَةٌ حَسَنَةٌ =  تاسې ته د رسول الله (ص) په ژوند کې ښه بېلګې دي .

درېيم : د ((آل)) لپاره دعا يو ستر وياړ دى؛نو ځکه په لمانځه کې تر تشهد وروسته دا دعا ويل کېږي .

((اللهم صل على محمد وعلى آل محمد وارحم محمد وآل محمد ))

چې دا درناوى بې له ((آل محمد )) د بل چا نشته؛نوځکه دا ټول دلايل ښيي،چې له ((آل محمد)) سره مينه فرض ده .

په پاى کې امام فخر رازي خپلې خبرې  د امام شافعي رحمة الله عليه په لاندې  اشعارو پاى ته رسوي ،چې پښتو مفهوم يې دادي :

(( ای سپوره! ته چې حج ته روان يې،په هغه ځاى کې ،چې منی ته نژدې د ((رمي  جمرات )) لپاره کاڼي راټولېږي او دا د بيت الله د حاجيانو ستره غونډه ده؛نو ودرېره او نارې کړه،ټولو هغو ته چې په ((خيف جومات)) کې پر عبادت بوخت دي او يا د خوځېدو په حال کې دي او سبايي،چې حاجيان له ((مشعر)) نه ((مني)) ته د يو ستر غړمبېدونکي نېز په څېر روان وي؛نو نارې کړه!هو نارې کړه او ووايه! که له (( آل محمد)) سره مينه رفض وي؛نو ټول پېريان او انسانان دې شاهدان وي،چې زه رافضي يم .[41] ))

(ابن جرير طبري تفسير ؛25 ټوک،16 مخ ) پر خپل سند له سعيد بن جبير (رض) نه او محب طبري په ذخاير کې له ابن سري نه او بيا طبري د 25ټوک په 17 مخ کې له ابي اسحاق له عمرو بن شعيب (رض) نه او حلية الاولياء؛3ټوک،201 مخ پر خپل سند له جابر (رض) څخه روايت کړى: ((قُل لَّا أَسْأَلُكُمْ عَلَيْهِ أَجْرًا إِلَّا الْمَوَدَّةَ فِي الْقُرْبَى)) آيت د خداى د استازي د خپلوانو په اړه  نازل شوى او د وروستي روايت مضمون داسې دى، چې يو کليوال سړى رسول اکرم (ص) ته راغى او ويې ويل : محمده ! اسلام  راوښيه.رسول اکرم (ص) ورته وويل : اسلام دادى، چې لېينه- شهادت ورکړې،چې ( لا اله الا الله وحده لا شريک له و ان محمداً عبده و رسوله ) اعرابي ورته وويل : پردې مانا به له ما مزدورې هم غواړې؟رسول اکرم (ص) ورته وويل : بې د خپلوانو له مينې هېڅ نه غواړم.اعرابي وپوښتل : ستا خپلوان که زما خپلوان؟ د خداى استازي(ص) وويل :زما خپلوان. سړي ورسره ومنله  او ورته يې وويل : لاس دې راکړه،چې ددې خبرې لپاره درسره بيعت وکړم او  د خداى لعنت دې پر هغه وي،چې له تا او خپلوانو سره دې مينه نه کوي . د خداى استازي(ص) وويل : امين .

سيوطي په درالمنثور کې تر همدې آيت لاندې له عبد بن حميد او ابن منذر له مجاهد نه او همداراز له ابن مردويه نه د ابن المبارک له لارې له حضرت ابن عباس څخه او همداراز ابونعيم او ديلمي له مجاهد له حضرت ابن عباس څخه او همداراز سعيد بن منصور له سعيد بن جبير نه روايت راوړى،چې ټولو ويلي دي، چې مراد ترې د خداى د استازي خپلوان دي .

(مستدرک الصحيحين :3ټوک:172 مخ ) پر خپل سند له علي بن الحسين نه روايت کړى، چې و يې ويل : حسن بن علي د خپل تره تر شهادت وروسته خلکو ته وينا وکړه او د خداى تر ستاينې وروسته يې وويل: خلکو ! څوک چې ما پېژني؛نو پېژنې مې،که څوک مې نه پېژني؛ نو زه حسن د علي زوى او د پېغمبر زوى يم،زه د خداى د استازي د وصي زوى يم،زه د بشير او د نذير زوى يم او د خداى په لور د رابلونکي زوى يم،زه د بلې ډيوې زوى يم او زه  له  هغو اهلبيتو ځنې يم،چې جبراييل به ورته راته او له کوره به يې اسمان ته تله او زه له هغه اهلبيتو ځنې يم،چې خداى له هر ډول پليدۍ پاک کړي او هغسې،چې په خپله پوهېده،پاک کړي دي او زه له هغو اهلبيتو ځنې يم چې خداى يې مينه پر هر مسلمان فرض کړې ده او ويلي يې دي : (قُل لَّا أَسْأَلُكُمْ عَلَيْهِ أَجْرًا إِلَّا الْمَوَدَّةَ فِي الْقُرْبَى) او ويې وويل : (وَمَن يَقْتَرِفْ حَسَنَةً نَّزِدْ لَهُ فِيهَا حُسْنًا = او څوك چې نېكې چارې ترسره كړي، پر نېكيو به يې ورزيات كړو)  او د نېکۍ اقتراف هماغه زموږ د اهلبيتو مينه ده .

ليکوال: دا روايت محب طبري؛ذخاير :138 مخ هم له زيد بن حسن نه نقل کړى دى او دولابي  ته يې نسبت ورکړى دى او هيثمي؛مجمع:9ټوک،146 مخ کې هم راوړى او ابي الطفيل ، طبراني،ابويعلي ،بزاز او احمد ته يې نسبت ورکړى دى او همداراز دا روايت ابن حجر؛صواعق:101 مخ کې نقل کړى او هغه يې بزاز او طبراني ته نسبت ورکړى دى .

(اسدالغابه:5ټوک:367مخ ) له حکيم بن جبير له حبيب بن ابي  ثابت نه روايت کړى،چې د خپل ټبر له يوې ډلې سپين ږيرو سره ناست وم،چې له مخې مو علي بن الحسين تېر شو او دا هغه وخت و، چې د هغه او د يوې ډلې قريشو ترمنځ د يوې ښځې پر سر شخړه وه،چې له هغه نه يې اخستى وه او له هغه سره نږدې توب يې ښه نه راته؛نو د انصارو سپين ږيرو وويل: پرون تاسې موږ د هغه شخړې په باب چې له پلانۍ کورنۍ سره مو درلوده راغوښتي وو؛خو موږ ستاسې په چار کې هېڅ ډول لاسوهنه نه شو کړاى او هېڅ خبره هم پکې نه شو کړاى؛ځکه سپين ږيرو مو یو حديث روایت کړى، چې د خداى استازي ته ورغلو او ورته مو وويل : محمده ! اجازه راکړه ددې ټولو نعمتونو له امله، چې خداى ستا له امله راکړي او دا دومره فضيلتونه او کرامتونه يې راکړي، له خپلو مالونو يو څه درکړو، چې په ځواب کې یې د ( قل لا اسئالکم) آيت راغى او ليکونکي په اخر کې دا حديث ابن منذر ته نسبت ورکړى دى.

( ذخاير العقبى ؛25 مخ) د ملا له سيرة نه نقل کړي، چې رسول اکرم (ص) وويل : هغه اجر،چې تاسې يې بايد راکړئ، خداى ټاکلې، چې زما له اهلبيتو سره مينه وکړئ  او دا به د قيامت پر ورځ درنه غواړم .

(صواعق المحرقه ؛102 مخ)  له ثعلبي او بغوي له حضرت ابن عباس څخه روايت کړى،چې و يې ويل: همدا چې د  (قُل لَّا أَسْأَلُكُمْ عَلَيْهِ أَجْرًا إِلَّا الْمَوَدَّةَ فِي الْقُرْبَى) آيت نازل شو؛نو ځينو په زړونو کې وويل : بې له دې بل هېڅ مراد  نه لري،چې تر ځان وروسته موږ له خپلو اهلبيتو سره مينې ته اړ کړي؛نو ځکه تر دې آيت وروسته د : (أَمْ يَقُولُونَ افْتَرَى عَلَى اللَّهِ كَذِبًا؛يعنې لکه چې وايي چې محمد په دې سپارښتنه کې پر خداى دروغ تړلي دي) آيت راغى؛نو ځينو وويل : موږ ستا هغه سپارښتنه تصديق کړه، چې د خداى له لوري ده او تا پر خداى دروغ نه دي تړلي؛نو بيا دا : (وَهُوَ الَّذِي يَقْبَلُ التَّوْبَةَ عَنْ عِبَادِهِ؛يعنې هغه خداى دى چې د بندګانو توبه  قبلوي) آيت راغى .

( صواعق محرقه :101 مخ) له  ابو الشيخ او نورو نقل کړي،چې حضرت علي وويل :يوازې هغوى به زموږ مودت رعايتوي، چې پر خداى ايمان لري او بيا يې د : (قُل لَّا أَسْأَلُكُمْ) آيت ولوست .

دا روايت : متقي هندي؛کنزالعمال :لومړى ټوک،218 مخ هم نقل کړى دى .

( تفسير ابن جرير طبري :25 ټوک:16 مخ ) پر خپل سند له ابي  الديلم نه روايت کړى،چې و يې ويل : چې علي بن الحسين یې اسير راووست او په دمشق کې يې ځاى پر ځاى کړ؛نو يو سړى پاڅېد او و يې ويل : ستاينه د هغه خداى ده،چې تاسې يې ووژلئ ؛ نو علي بن الحسين وپوښته: قرآن دې لوستى دى؟ ويې ويل : هو ! علي بن الحسين ورته وويل : آيا "آل حم" دى نه دى لوستى ؟ و يې ويل : قرآن مې لوستى؛خو" آل حم" مې نه دى لوستى . علي بن الحسين وويل : لوستي دې نه دي چې : (قُل لَّا أَسْأَلُكُمْ عَلَيْهِ أَجْرًا إِلَّا الْمَوَدَّةَ فِي الْقُرْبَى)؟ ويې پوښتل : مګر تاسې،تاسې،تاسې هغه( خپلوان ) ياست ؟ ويې ويل : هو موږ د خداى د استازي خپلوان يو .

خو د خداى د استازي خپلوان څوک دي ؟ داسې روايتونه او خبرې شته، چې  د تېرو  خبرو پخلى کوي،چې له هغې ځنې يو هم زمخشري دى، چې د کشاف په تفسير کې د شورى د سورت د پورتني آيت تر تفسير لاندې  ليکي : روايت شوى، چې د مودت آيت راغى ؛نو خلکو رسول اکرم (ص) وپوښت : د خداى استازيه ! خپلوان دې څوک دي،چې مودت يې پر موږ واجب شوى دى ؟ ويې ويل : علي، فاطمه او دوه زامن يې .

( فخر رازي په کبير تفسير کې د شورى د سورت د مودت د آيت تر تفسير لاندې  له زمخشري د پورته روايت تر نقلولو وروسته وايي : نو جوت شول،چې دا څلور کسان د خداى د استازي خپلوان دي او چې دا جوت شول ؛نو واجبېږي...................

(سيوطي په در المنثور کې ) د پورتني آيت په تفسير کې له ابن منذر ، ابن ابي  حاتم ،طبراني،ابن مردويه د سعيد بن جبير له لارې له حضرت ابن عباس څخه روايت کړى، چې دا آيت راغى؛نو خلکو د خداى استازى وپوښت: خپلوان دې څوک دي،چې مينه يې راباندې واجب شوې ده ؟ رسول اکرم (ص) وويل : علي ،فاطمه ،حسن او حسين او اولاده يې .

همدا مضمون  ذخاير العقبى ؛25 مخ ،محب طبري د احمد له مناقب نه،هيثمي ؛مجمع:7ټوک، 103 مخ او همداراز د نهم ټوک په 168 مخ کې ، ابن حجر ؛صواعق :101 مخ له  احمد ،طبراني، ابن ابي  حاتم او حاکم ټولو له حضرت ابن عباس څخه او شيخ شبلنجي؛نورالابصار: 101 مخ له تفسير بغوي نقل کړى دى .

حضرت ابن عباس (رض) وايي:[د ((قُل لَّا أَسْأَلُكُمْ،چې نازل شو؛ خلكو پېغمبر اكرم وپوښته:ستا خپلوان څوك دي،چې مينه يې راباندې فرض شوه؟ ورته يې وويل:"علي،فاطمه او دواړه زامن يې." دا خبره يې درې ځل وکړه.]

"امام احمدبن حنبل"  په "فضائل الصحابه" كتاب كې روايت کړى ،چې:[ د(( قل لا اسئلكم عليه اجرا)) آيت،چې نازل شو؛نو اصحابو پېغمبراکرم ته وويل :"د څښتن رسوله!ستا خپلوان (اهلبيت) څوك دي،چې مينه يې پر موږ واجبه ده؟پېغمبر اکرم وويل:((علي،فاطمه او دوه زامن يې.)) او د څښتن رسول دا خبره درې ځل وکړه.]

"سيوطي"  په "الدرالمنثور" تفسير كې، تر پورتني آيت لاندې له "ابن عباس"(رض) نه روايت كړى:[پېغمبر اکرم د "مودت" د آيت په هکله وويل:"كه زما حق ادا كوئ؛نو له اهلبيتو سره مې مينه  ولرئ."]

"زمخشري" د"كشاف" په تفسير كې، "فخر رازي" او "قرطبي" په خپلو تفسيرونو كې روايت کړى چې :

((پر آل محمد" عاشق مړ به شهيد له دنيا تللى وي.

خبر اوسئ! پر "آل محمد" عاشق مړ به له توبې سره له دنيا تللى وي. خبر وسئ!پرآل محمدعاشق مړ به په پوره ايمان له دنيا تللى وي .

خبر اوسئ! د "آل محمد عاشق پر مړ به د مرګ پرښته د جنت زېرى كوي او بيا پرې د "نكر او منكر" پرښته هم د جنت زېرې كوي .

خبر وسئ! پر آل محمد عاشق مړ به د ناوې په څېر په درناوي جنت ته وړل كېږي .

خبر وسئ ! پر آل محمد عاشق مړ ته به په قبر كې د جنت پر لور دوه ورونه پرانستل کېږي .

خبر وسئ! پر آل محمد عاشق د مړي قبر به د پرښتو زيارت وي .

خبر وسئ ! پر آل محمد عاشق مړ  پر "سنت" او "جماعت" له دنيا تللى وي .

خبر وسئ!څوك، چې له آل محمد سره په كينه او دښمنۍ کې له دنيا ولاړ شي؛نو د قيامت پر ورځ به يې ورته پر تندي ليكلي وي:"د څښتن له رحمته نهيلى."

خبر وسئ! څوك چي له آل محمد سره په كينه او دښمنۍ کې له دنيا تللاى وي؛ نو كافر به مړ شوی وي .

خبر وسئ څوک چې له آل محمد سره په كينه او دښمنۍ کې مړ شي؛نو د جنت بوى به پرې و نه لګي. ))

"امام فخر رازي" د "آل محمد" په هکله وايي :

(("آل محمد" هغه دي،چې له پېغمبراکرم  سره يې اړيكې ټينګې وي او په دې كې شك نشته،چې فاطمه،علي (ک)،امام حسن او امام حسين تر ټولو زيات له پېغمبر اکرم سره ټينګ پيوند او تړاو لري . د بېلابېلو احاديثو په استناد ويلاى شم،چې دا خبره د كاڼي كرښه ده؛نو په کار ده، چې ورته "آل محمد" ووايو.))

بيا "امام فخر رازي" د خپلې خبرې د لا پخلي لپاره لاندې روايت د "كشاف" له تفسيره رانقل كړى دى.دا آيت چې نازل شو؛نو خلكو رسول الله ته وويل:

((ستا خپلوان څوك دي،چې مينه يې راباندې واجب شوې ده.)) پېغمبراکرم وويل : ((علي،فاطمه،حسن او حسين )) .[42]


نبوي کورنۍ او "مرج البحرين" آيت[سمول]

((مَرَجَ الْبَحْرَيْنِ يَلْتَقِيَانِ - بَيْنَهُمَا بَرْزَخٌ لَّا يَبْغِيَانِ -يَخْرُجُ مِنْهُمَا اللُّؤْلُؤُ وَالْمَرْجَانُ[43]= دوه (بېلابېل) سيندونه (تريو او خوږ، تود او سوړ) يې [داسې] بهولي ،چې سره يو ځاى کېږې،- چې ترمنځ يې پرده ده،چې يو هم ترې نه تېرېږي (او له يو بل سره نه ګډېږي)-له هغو دواړو (سيندونو) ملغلرې او مرجانونه راوځي.))

څوك چې ددې آيت ظاهر ته ګوري؛كومه مانا يې،چې ذهن ته راځې؛هماغه ظاهري مانا به وي، چې سمندرونه به وي،چې د ځمكې دوه پر دويمه برخه يې نيولې ده؛خو بايد پوه شو،چې له دې  آيته بل مطلب هم دى او هغه د علم دوه سمندرونه؛يعنې "حضرت فاطمة الزهرا او حضرت "علي " دي، چې دوه ګران بيه ګوهرونه؛يعنې "امام حسن" او "امام حسين" ترې زېږېدلې دي.

علامه "سبط ابن جوزي" او  همداراز"ثعلبي" په خپلو تفسيرونو کې ددې آيت تر تفسير لاندې له "سفيان ثوري" او "سعيد بن جبيره" روايت کړى،چې وايي: ((له "دوو سيندونو" موخه حضرت علي اوحضرت فاطمه، له "برزخ" موخه پېغمبر اکرم او هغه "مرجان"،چې له دې دوو سيندونو راوځي، امام حسن او امام حسين دي.))

"خوارزمي" همدا روايت له "مردويه" او له حضرت "انس بن مالک" څخه روايت کړى: (( له "بحرين" څخه مراد علي او فاطمه او ددې دوو سيندونو تر منځ "برزخ" پېغمبر اکرم  دى او له دې دوو سيندونو دوه مرجانه امام حسن او امام حسين راوځي.))

ابن مردوديه له ابن عباس روايت کړى، چې :(("لؤلؤ" او "مرجان"، چې له دوه  سيندونو راوځي[44]، حسن او حسين دي.[45]))


له اهلبيتو سره مينه[سمول]

زه خوشحال خټک په حب داهل بيتو[سمول]

خارجي اورافضــــــــي کړم اخراجي [46][سمول]

( صحيح ترمذي : دويم ټوک،٣٠٨ مخ ) له حضرت ابن عباس څخه او (مستدرک الصحيحين : درېم ټوک ،١٤٩ مخ ) او ابونعيم د حلية د درېم ټوک په ٢١١ مخ، خطيب بغدادي؛د بغداد تاريخ: څلورم ټوک،١٥٩ مخ، ابن اثيرجرزي د اسدالغابه د دويم ټوک په ١٢ مخ او سيوطي په درالمنثور کې د ( قل لا اسئالکم ) تر آيت لاندې راوړي،چې رسول اکرم  (ص) وويل: (( له خداى سره يې د نعمتونو له امله مينه وکړئ،له ماسره د خداى له امله او له اهلبيتو سره مې زما له امله مينه وکړئ.)) او د وينا له مخې يې ترمذي، طبراني، حاکم او بيهقي راوړى دى .

( د بغداد تاريخ:دويم ټوک،١٤٦ مخ ) وايي : رسول اکرم (ص) وايي : ((شفاعت مې هغوى ته دى،چې له اهلبيتو سره مې مينه کوي . ))

سيوطي په درمنثور کې د مودت تر آيت لاندې او د وينا له مخې یې احمد، ترمذي، نسايي، حاکم،محب طبري ( ذخاير :٩ مخ )، طبراني، او خطيب بغدادي د ابي الضحى له لارې د حضرت ابن عباس له لارې او همداراز له ابي  الضحى له مسروق له عايشې بي بي روايتونه نقل کړي،چې حضرت عباس، پېغمبراکرم (ص) ته ګيله وکړه،خلک،چې موږ بني هاشم له لرې ويني؛نو يو له بل سره پسپسکي کوي او چې ورنږدې شو؛نو چوپ شي او لنډه دا چې ستا نبوت او رسالت ددې لامل ګرځېدلى،چې خلک راسره په زړونو کې کينه واخلي.پېغمبراکرم (ص) دومره خپه شو،چې پر تندي يې خولې راماتې شوې او ويې ويل : (( پر خداى قسم، د هغوى په زړه کې به ايمان نه وي او خير به و نه ويني چې درسره مينه ونه کړي.))

په يو بل روایت کې راغلي :  (( پر خداى چې ايمان به  ونه لري،چې راسره تر ځانه، له اهلبيتو سره تر خپلو اهلبيتو، له عترت سره تر خپل عترت او له ځوځات سره مې تر خپلې ځوځاته ډېره مينه ونه کړي . ))

دا روايت هيثمي هم د مجمع د لومړي ټوک په ٨٨ مخ کې راوړى اود وينا له مخې یې،طبراني هم په کبير او هم اوسط او همداراز شبلنجي د نورالابصار په ١٠٣ مخ کې راوړى او د وينا له مخې یې، ديلمي، طبراني، ابوالشيخ په نورالابصار ( ١٠٣ مخ ) او د وينا له مخې یې ديلمي، طبراني،ابوالشيخ، ابن حبان او بيهقي هم نقل کړى دى .

( کنزالعمال :دويم ټوک،٥٦ مخ ) : (( پينځه څيزه دي،چې که چا ته ورروزي شول؛نو په آخرت کې به د عمل نه کولو ته څه پلمه نه لري : ١_صالحه کورودانه .٢_نېک اولاد .٣_ښه خوى .٤_ په هېواد ‏کې معيشت .٥_ له اهلبيتو سره مينه . ))

دا روايت مناوي هم د فيض القدير د درېم ټوک په٤٥٩ مخ کې نقل کړى او د وينا له مخې يې ديلمي هم په الفردوس کې نقل کړى دى .

( کنزالعمال : اووم ټوک،٢١٢مخ ) د قيامت پر ورځ به د خداى بنده ګام پورته نه کړي؛خو داچې د څلورو څيزونو  پوښتنه ترې نه وي شوې : ١_ عمر دې څنګه تېر کړ .٢_ بدن دې پر کوم کار اچولی و . ٣_مال دې‏ له کومه ‏راوړى او په کوم ځاى کې دې لګولى دى .٤_ د اهلبيتو مينه .

  دا روايت طبراني له حضرت ابن عباس څخه نقل کړى او هيثمي د مجمع د لسم ټوک په ٣٤٦ مخ کې نقل کړى دى .

( کنزالعمال :شپږم ټوک،٢٧٨ مخ ) : اولاد مو پر درې څيزونو ادب کړئ :١_له پېغمبر سره مينه .٢_له اهلبيتو سره مينه .٣_د قرآن لوستل،چې د قرآن د حاملانو ناسته پاسته به د خداى تر سيوري لاندې له انبياوو او اصفياوو سره وي؛ پر هغه ورځ، چې يو سيورى به هم نه وي . بيا متقي وايي : دا حديث ابونصر عبدالکريم شيرازي د فوايد په کتاب کې او ديلمي په فردوس کې له ابن النجار څخه، مناوي د فيض القدير د لومړي ټوک په ٢٢٥ مخ کې او ابن حجر د صواعق په ١٠٣ مخ کې نقل کړى دى .

زمخشري په کشاف تفسیر کې د شورى سورت د مودت آيت تر تفسير لاندې د رسول اکرم (ص) وينا راخستې،چې وايي : هغه شهيد دى ‏چې د آل محمد په مينه ومري .پوه شئ ! پر آل محمد مين مړ به بښل شوى له دنيا تللى وي . پوه شئ ! پر آل محمد مين مړ به تائب له دنيا تللى وي . پوه شئ ! پر آل محمد مين مړ به مؤمن او په بشپړ ايمان له دنيا تللى وي .  پوه شئ ! پر آل محمد مين مړ ته به ملک الموت د جنت وعده وکړي او بيا انکر او منکر . پوه شئ ! پر آل محمد مين مړ به د ناوې په څېر په درناوي جنت ته بيول کېږي . پوه شئ ! پر آل محمد د مين د مړي له قبره به د جنت په لور دوه سيوري جوړ شي . پوه شئ ! پر آل محمد د مين د مړي قبر به د پرښتو زيات وي . پوه شئ ! پر آل محمد مين مړ به پر سنت او جماعت له دنيا تللى وي . پوه شئ ! د قيامت پر ورځ به يې  له آل محمد سره د کينه کښ پر تندي ليکلي وي : د خداى له رحمته نهيلى او پوه شئ ! له آل محمد سره کينه کښ کافر له دنيا تللى او ان د جنت بوى به هم حس نه کړي.

( هيثمي؛مجمع :نهم ټوک،١٧٢ مخ او لسم ټوک :٢٨٢ مخ ) (کنوزالحقايق :٥ مخ ) (ذخاير العقبى :٨١ مخ ) ( شبلنجي ؛نورالابصار : ١٠٣ مخ ) روايتونه نقل کړي،چې د ټولو نچوړ دادى : د خداى نبي وويل : هېڅکله زما له اهلبيتو مه غافلېږئ،چې که څوک زما د اهلبيتو په مينه له خداى سره ملاقات وکړي؛نو په شفاعت به يې جنتي کړي او پر خداى چې بې زموږ د حق له پېژندو يو عمل هم ګټه نه لري او څوک چې موږ د دنيا لپاره غواړي؛نو هېڅ يې هم نه دي کړي او که چا د خداى له امله راسره مينه وکړه؛نو ددې دوو ګوتو ( د شهادت دوه ګوتې يې يو ځاى کړې ) په څېر به يو ځاى جنت ته ننوځو او پر پل صراط به يې پښه نه  ښوېيږي،چې له اهلبيتو سره يې مينه ډېره وي او بې له مؤمنه له اهلبيتو سره څوک مينه نه کوي او بې له منافقه څوک له اهلبيتو سره دښمني نه کوي او له آل محمد سره يوه ورځ مينه تر يوه کال عبادت غوره ده . 


په روايتونو کې د اهلبيتو فضايلو ته لنډه کتنه[سمول]

دعلي د آل په مدح کې جنــــــــت دى

'د خوشحال خټک په دا ده تـــــــــسلي  [47]'

                                                  

( صواعق محرقه :١٣مخ ) له احمد بن حنبل، محاملي،مخلص،دهني او نورو د بي بي عايشې له خولې وايي : رسول اکرم (ص) وويل : حضرت جبراييل وويل: ما د ځمکې لر او بر لاندې باندې کړل؛خو د محمد په څېر سړى مې و نه موند او بيا مې لاندې باندې کړل او د بني هاشمو په څېر شريف ټبر مې و نه موند.

دا روايت مناوي هم په فيض القدير ( څلورم ټوک:٤٩٩ مخ ) کې راوړى او د حاکم دکنى و الالقاب کتاب او د ابن عساکر تاريخ ته يې نسبت ورکړى دى .

( ثعلبي؛قصص الانبياء :١٤ مخ ) وايي : پينځم باب د ځمکې د ښکلا او سينګار په اړه  دى او همداراز شمېري،چې د پېغمبرانو لړۍ ته رارسي،چې د ځمکې تر ټولو ښکلې ښکلا داده،چې خداى دا لړۍ په څلورو پېغمبرانو سينګار کړه : ابراهيم خليل،موسى کليم، عيسى وجيه او محمد حبيب او د ځمکې پينځمه ښکلا آل محمد دي،چې دا دي :محمد، علي،فاطمه، حسن او حسين.

( کنزالعمال : شپږم ټوک،٢١٨ مخ ) په دې عبارت يو روايت نقل کړى،چې موږ اهلبيت د فضايلو په يو داسې مقام يو، چې څوک هم له موږ سره د پرتله کېدو وړ نه دي .

( اصابه : لومړى ټوک : لومړى قسم ،١٤٤ مخ ) د ابوالشيخ له تفسيره د قيس بن براء له عبدالله بن بدر له پلار څخه روايت دى،چې رسول اکرم وويل : (( که څوک غواړي عمر يې اوږد شي او له هغه روزۍ خير وويني، چې خداى ور په برخه کړې؛نو زما له اهلبيتو سره دې نېکي وکړي،که څوک ترې زما ځايناستى نشو؛نو عمر به يې لنډ وي او د قيامت پر ورځ به تورمخى راسره ګوري . ))

دا روايت متقي هم د کنزالعمال د شپږم ټوک په ٢١٦ مخ کې نقل کړى دى .

( هيثمي؛مجمع : نهم ټوک،١٦٣ مخ ) له ابن عمر (رض) څخه روايت کړى، چې وايي: د ځلکدن په وروستيو شېبو کې،رسول اکرم (ص) دا خبره وکړه: تر دې وروسته ستاسې او د اهلبيتو ځان يم . بيا يې دا روايت طبراني ته نسبت ورکړى؛ابن حجر هم د صواعق په ٩٠ او ١٣٦ مخونو کې نقل کړى دى .

( فيض القدير : درېم ټوک،٤٩٧ مخ او نهم ټوک:٥٥٣ مخ ) په دې اړه روايت نقل کړى،چې له اهلبيتو سره د امت د چلن په اړه  رسول اکرم (ص) وړاندوينه کړې وه؛ ذخاير العقبى هم په ١٨ مخ کې د اهلبيتو په اړه د رسول الله (ص) د سپارښـتنو روايت له عبدالعزيز څخه نقل کړى دى.محب طبري يې تر نقلولو وروسته وايي : ابوسعيد او ملا هم نقل کړى دى؛ ابن حجر هم د صواعق په ٩٠ مخ کې او شبلنجي د نورالابصار په ١٠٣ مخ کې نقل کړى دى .

( هيثمي؛مجمع :نهم ټوک،١٦٨ مخ ) له ابي  سعيد خدري (رض) روايتوي، چې رسول اکرم (ص) وويل : (( خداى (ج) درې حرمتونه لري،چې که چا يې يو هم وساته؛نو خداى به يې دين او دنيا وساتي او که چا و نه ساتل؛نو خداى به يې يو څه هم و نه ساتي او ضمانت به يې ونه کړي؛ړومبى د اسلام حرمت، دويم زما حرمت او درېم زما د حرم حرمت . ))

دا روايت ابن حجر هم د صواعق په ٩٠ مخ کې راوړى او طبراني او ابوالشيخ ته يې نسبت ورکړى دى .

( کنزالعمال : شپږم ټوک،٢١٦ مخ ) رسول اکرم وويل : (( که چا زما له اهلبيتو سره ښه وکړل؛نو زه به ورسره د قيامت پر ورځ ښه وکړم . ))

دا روايت مناوي هم د فيض القدير د شپږم ټوک په ١٧٢ مخ کې او حبابي په طالبين تاريخ کې راوړى او تر نقلولو وروسته يې وايي : ((څومره بختور دي،هغوى چې د رسول اکرم (ص) د اهلبيتو خپګان له منځه يوسي او يا يې خبره  ومني او يا يې کومه هيله ورپوره کړي او هغه حکايتونه له شمېره وتلي دي،چې په دې مانا دلالت کوي او که څوک غواړي ځان نور هم پوه کړي، د بارزي توثيق عى الايمان کتاب او د ابن جوزي کتابونه بايد ولولي . ))

دا روايت له بلې لارې داسې نقل شوى دى : (( که څوک زما له اهلبيتوسره ښه وکړي او هغه يې جبران نه کړاى شي؛نو زه به يې په خپله د قيامت پر ورځ جبران کړم . ))

د محب طبري ( ذخاير :١٩ مخ )  د وينا له مخې دا حديث ابوسعد او ملا هم نقل کړى دى .

( کنزالعمال :اتم ټوک، ١٥١ مخ او شپږم ټوک:٢١٧ مخ ) روایت ‏کړى دى : ((  زه به د قيامت پر ورځ د څلور ډلو شفاعت کوم :١_ چا چې زما د ځوځات درناوى وکړ. ٢_ چا چې زما د ځوځات کومه اړتيا ورپوره کړه.٣_چا يې چې د پرېشانۍ پر مهال د ژوند لپاره کوم ګام پورته کړ .٤_ څوک چې په ژبه او زړه ورسره مينه کوي . ))

دا روايت محب طبري هم د ذخاير په ١٨ مخ کې راوړى او همدې روايت ته ورته يو بل روايت هم ابن حجر د صواعق په ١٥٠ مخ کې نقل کړى دى .

( کنزالعمال : اووم ټوک،٢١٤ مخ ) او مناوي د فيض القدير د څلورم ټوک په ١٧٦ مخ کې : (( د قيامت پر ورځ پينځه شفيعان دي : ١_ قرآن. ٢_رحم .٣_امانت .٤_ ستاسې پېغمبر .٥_ د پېغمبر اهلبيت . ))

( ذخاير العقبى :١٨ مخ )  او متقي د کنزالعمال د شپږم ټوک په ٢١٧ مخ کې او ملا په خپله سيره کې روايت نقل کړى،چې رسول اکرم(ص) خپلې د شهادت ګوتې يو ځاى او جوختې کړې او ويې ويل : (( زما اهلبيت او دوستان به يې داسې يو ځاى سره جنت ته ورننوځي . )) 

( ابن حجر؛ صواعق : ٩٥ مخ ) او ( احمد؛مناقب) راوړي،چې رسول اکرم (ص) وويل : ((بني هاشمو! قسم پر هغه خداى،چې يې مبعوث کړى يم، چې د قيامت پر ورځ به شفاعت له تاسې پيلوم . )) 

( ذخاير العقبى :١٦ مخ ) له عبدالعزيز او په خپل سند له رسول الله (ص) نقلوي چې وايي : (( زه او اهلبيت مې په جنت کې د ونې په څېر يو، چې ښاخونو مو پر ځمکه دي؛نو که چا پرې منګولې ولګولې؛نو خداى ته به يې لار موندلې وي .)) همدا ليکوال په ١٤ مخ کې وايي : له زيد بن اسلم له پلار يې له عمر بن خطاب (رض) څخه روايت دى،چې  زبير بن عوام (رض) وويل : زړه دې غواړي حسن بن علي  ووينې ؟ زبير (رض) پلمه رواړه . حضرت عمر ورته وويل : مګر خبر نه يې چې د بني هاشمو پوښتنه کول (عيادت) دينې فريضه ده او زيارت يې نفل او شرعي مستحب دى.

سيوطي هم په درالمنثور کې د (قل لا اسئالکم عليه اجرا ) آيت تر تفسير لاندې له امام بخاري نقل کړي،چې وايي : حضرت ابوبکر به ويل : د رسول اکرم (ص) لپاره پر  اهلبيتو يې پام  وکړئ .

له اهلبيتو سره دښمني او کړول يې[سمول]

دوستداران داهل بيت له اوره خلاص دي[سمول]

بې دوستۍ يې عالم کله مخـــــــــلص دى[سمول]

( مستدرک الصحيحين : درېم ټوک،١٥٠ مخ ) له حضرت ابي  سعيد خدري روايتوي،چې پېغمبراکرم (ص) وايي : (( قسم پر هغه خداى، چې ژوند مې يې په لاس کې دى،چاچې له موږ اهلبيتو سره دښمني کړې؛نو خداى ‌به يې په اور کې کړي.)) بيا وايي : دا حديث د مسلم په شرطونو سم ‏دى او ابن حجر هم د صواعق په ١٤٣ مخ کې راوړى او سيوطي په درالمنثور کې د شورى د سورت د مودت د آيت تر تفسير لاندې نقل کړى او احمد، ابن حبان او حاکم ته يې نسبت ورکړى دى .

( د بغداد تاريخ: درېم ټوک، ١٢٢ مخ ) د حضرت ابن عباس له خولې له رسول الله (ص) روايتوي،چې وايي :که عابد زر کاله په رکن او مقام کې د خداى عبادت وکړي او بيا يې د ډېر عبادت له امله هډوکي ورژېږي او له اهلبيتو سره په دښمنۍ مړ شوى وي؛نو خداى به يې پړمخ دوزخ ته ورګوزار کړي .

سيوطي په درمنثور کې د مودت تر آيت لاندې،محب طبري د ذخاير په ١٨ مخ کې او د وينا له مخې یې احمد په مناقب او مناوي د کنوزالحقايق په ١٣٤ مخ کې او د وينا له مخې یې ديلمي راوړي،چې رسول اکرم (ص) وويل : (( له موږ سره دښمن به د اور په کوړو  د خداى له رحمته لرې کړاى شي . ))

( هيثمي؛مجمع :څلورم ټوک،٢٧٨ مخ ) له معاويه بن خديج څخه روايتوي چې وايي : حضرت معاويه زه امام حسن بن علي ته ولېږلم، چې پر لور يا خور يې يزيد ته مارکه وکړم؛ورغلم او کيسه مې ورته وکړه، راته يې وويل :په دې اړه  لوڼې يا خويندې پوښتو او زه هم په خپله خپلې لور ته ورغلم او د يزيد د مارکې خبره مې ورته وکړه، لور مې راته وويل : پر خداى چې دا ناشونى چار دى؛خو دا چې ملګرى دې _ معاويه _ په موږ کې هغه کار وکړي،چې فرعون په بني اسراييلو کې وکړ؛خپل زامن يې ووژل او لوڼې يې ژوندۍ ښخې کړى . امام حسن ته مې وويل :  زه دې د اور ټوټې ته ورلېږلې وم ،چې زموږ اميرالمؤمنين ته يې فرعون ووايه . معاويه ! له موږ سره له دښمنۍ لاس واخله،چې رسول اکرم وويل: څوک چې له موږ سره دښمني او کينه کوي؛نو د قيامت پر ورځ به په کوړو د حوض کوثر له غاړې لرې کړاى شي .

هیثمی دا روايت د مجمع نهم ټوک په ١٧٢ مخ کې هم نقل کړى دى .

( کنزالعمال :شپږم ټوک،١٩١ مخ ) او د وينا له مخې یې، ديلمي له ابي هريرة (رض) او زمخشري په کشاف کې د شورى د سورت د مودت د آيت تر تفسير لاندې او شبلنجي د نورالابصار په ١٠٠ مخ کې او محب طبري د ذخاير په ٢٠ مخ کې او صواعق المحرقه په ١٤٣ مخ کې روايتونه نقل کړي،چې وروستى يې دا دى، که څوک موږ اهلبيت وکنځي ؛نو مرتد به وي او څوک يې چې وکړوي؛نو خداى به پرې نه لورېږي او خداى جنت پر داسې کسانو حرام کړى او پينځه کسان دي چې ټول مستجاب الدعوة انبياء پرې لعنت وايي :١_څوک چې د خداى په کتاب کې لاسوهنه وکړي او لږ يا یې ډېر کړي .٢_څوک چې د خداى له قضا و قدره منکر شي .٣_څوک چې د خداى حرام حلال وګڼي .٤_څوک چې زما د عترت حرمت و نه ساتي .٥_څوک چې سنت پرېږدي .

( فيض القدير:لومړى ټوک،٥١٥ مخ ) او ( کنوز الحقايق :١٣٤ مخ ) او متقي د کنزالعمال د شپږم ټوک په ٢١٧ مخ او همداراز د لومړي ټوک په ٦٧ مخ کې روايتونه نقل کړي،چې په وروستي کې يې راغلي : (( د خداى غضبونه خورا ډېر شول، چې يهودو وويل : عزير د خداى زوى دى او چې عيسويانو وويل : عيسى د خداى زوى دى او ډېر ژر به هله ډېر شي چې څوک له موږ اهلبیتو د کوم یو وینه تويې کړي. ))

د رسول الله (ص) اهلبيت د حضرت نوح (ع) د بېړۍ په څېر دي

زه دوســتدارد ده دآل يم[سمول]

په دوستۍ کې يې خوشــحال يم[48][سمول]

( مستدرک الصحيحين : دويم ټوک،٣٤٣ مخ ) په خپل سند د حنش کناني له خولې وايي : حضرت اباذر غفاري مې وليد، چې د کعبې ور يې نيولى و او په جيګ غږ يې ويل : (( خلکو ! څوک مې چې پېژني؛نو پېژني مې او که څوک مې نه پېژني؛نو پوه دې شي،چې زه ابي  ذر يم او د خداى له استازي مې اورېدلي : (( زما د اهلبيتو مثال د نوح د بېړۍ په څېر دى، که څوک پکې سپاره شول؛نو خلاصون به يې موندلاى وي او که چا سرغړونه ترې وکړه؛نو غرق به وي . ))

دا روايت يې د درېم ټوک په ١٥٠ مخ کې هم له بلې لارې راوړى؛متقي هم د کنزالعمال د شپږم ټوک په ٢١٦ مخ کې . هيثمي؛مجمع: نهم ټوک،١٤٨ مخ . علي بن سلطان د مرقاة د پينځم ټوک په ٦١٠ مخ کې. حلية الاولياء د څلورم ټوک په ٣٠٦ مخ کې له سعيد بن جبير څخه او محب طبري د ذخاير په ٢٠ مخ کې او د وينا له مخې یې ملا هم په خپله سيره کې او بزار له حضرت ابن عباس او ابن زبير (رض) څخه نقل کړى دى .

خطيب بغدادي ( دولسم ټوک،١٩ مخ ) له حضرت انس بن مالک او سيوطي په درمنثور کې تر [وَإِذْ قُلْنَا ادْخُلُواْ هَذِهِ الْقَرْيَةَ فَكُلُواْ مِنْهَا حَيْثُ شِئْتُمْ رَغَدًا وَادْخُلُواْ الْبَابَ سُجَّدًا وَقُولُواْ حِطَّةٌ نَّغْفِرْ لَكُمْ خَطَايَاكُمْ وَسَنَزِيدُ الْمُحْسِنِينَ (بقره/۵۸) لاندې له ابن ابي  شيبه له علي بن ابيطالب څخه روايت کړى چې وايي : (( موږ په دې امت کې د نوح بېړۍ او "باب حطه" يو. ))

همدې مضمون ته نږدې يو بل روايت هم کنزالعمال د لومړي ټوک په ٢٥٠ مخ کې له عباد بن عبدالله اسدي او شپږم ټوک په ٢١٦ مخ کې له طبراني له ابي ذر (رض) څخه نقل کړى دى او همداراز هيثمي د مجمع د نهم ټوک په ١٦٨ مخ کې له حضرت ابي سعيد خدري روايت نقل کړى،چې په پاى کې يې راغلي دي : (( لکه څنګه چې که بني اسراييل باب خطه ته ورننووتي وو؛نو بښل شوي به وو (نَّغْفِرْ لَكُمْ خَطَايَاكُمْ)؛نو همداراز که څوک زما په امت کې هم پر اهلبيتو منګولې ولګوي؛نو و به بښل شي .))

ذخاير العقبى هم په ٢٠ مخ کې دې مضمون ته ورته يو بل روايت له علي (ک) نقل کړى او همداراز کنوزالحقايق په ١٣٢ مخ کې او فيض القدير(درېم ټوک،٣٥٦ مخ ) او مناوي په فيض القدير کې د حديث تر نقلولو وروسته ويلي : (( يعنې لکه څنګه چې خداى باب خطه د بني اسراييلو لپاره د بښنې وسيله ګرځولې وه ؛نو که څوک ورته په تواضع او سجده ورننووتي واى؛نو بښل شوي به واى؛نو په دې امت کې که څوک له علي سره مينه وکړي او کړلار يې خپله کړي او پر لارښوونه يې ولاړ شي؛نو جنتي او له اوره به خلاص شي .


اهلبيت د امت امامان دي[سمول]

ترمهدي پورې يوولس دي يــا دولس[سمول]

چــې همه واړه د دنيا د دين ســرور دي[49][سمول]

( مستدرک الصحيحين :درېم ټوک،١٤٩ مخ ) په خپل سند د حضرت ابن عباس له خولې وايي : رسول اکرم (ص) وايي : (( ستوري ځمکمېشتي له ډوبېدو ژغوري؛زما اهلبيت هم د امت امامان دي؛نو که په عربو کې هر ټبر له اهلبيتو سره شخړه وکړه؛نو په اړپېچ ککړ شوى او د ابليس ګوند دى.))

دا روايت ابن حجر هم د صواعق په ١٤٠مخ کې راوړى او صحيح يې ګڼلى دى .

( مستدرک الصحيحين : درېم ټوک،٤٥٨ مخ ) په خپل سند د محمد بن منکدر د پلار له خولې وايي : يوه شپه پېغمبر اکرم (ص) له کوره راوووت او د ماسخوتن لمونځ يې هم وځنډاوه،خلک ورته په تمه ول،چې جومات ته به راشي او لمونځ به وکړي،چې جومات، ته راننووت،ویې پوښتل : څه ته په تمه ياست ؟ ومو ويل : نمانځه ته. ويې ويل : ((چې نمانځه ته هم پر تمه يې ؛نو د نمونځ په حال ياست.)) (؛يعنې د نمونځ ثواب درته ليکل کېږي ) بيا يې وويل : (( دا هغه لمونځ دى،چې مخکې يو امت هم نه دى پر ځاى کړى.)) بيا يې سر اسمان ته کړ او ويې ويل : ستوري اسمانمېشتو ته امان دى او چې تپه تياره شي؛نو اسمانوالو ته وعده ورکړ شوې،چې عذاب به راورسي.)) تردې چې وايي : (( اهلبيت مې د امت امامان دي او چې ځمکه ترې خالي شوه؛نو امت ته وعده ورکړ شوې،چې عذاب به راشي . ))

دا روايت کنزالعمال د شپږم ټوک په ١١٦ مخ کې او همداراز د اووم ټوک په ٢١٧ مخ کې او صواعق المحرقه (١١١ مخ ) او د مجمع الزوايد د نهم ټوک په ١٧٤ مخ کې او مناوي د فيض القدير د شپږم ټوک په ٢٩٧ مخ کې او ذخاير العقبى په ١٧ مخ کې او علي بن سلطان د مرقاة د پينځم ټوک په ٧١٠ مخ کې نقل کړى دى .


سني[سمول]

پاک سني هغه آدم دی

چې د آل په عشق محکم دی

د پېغمبر اکرم عترت (عترت النبي)

له زيد بن ارقم (رض) نه روايت دى،چې پېغمبر(ص) ويلي دي :

انی تارک فیکم الثقلین کتاب الله وعترتی ما ان تمسکتم بهما لن تضلوا بعدی: کتاب الله حبل ممدود من السماء الی الارض وعترتی اهل بیتی لن یفترقا حتی یردا علی الحوض وانظروا کیف تخلفونی فیهما = يعنې ما درته دوه څيزونه پرېښي که منګولې مو پرې ښخې کړې؛نو تر ما وورسته به کله هم  بې لارې نه شۍ او هغه دواړه يو له بله ستر دي ،د خداى  کتاب ،چې رسۍ ده او له اسمانه ځمکې ته ځړول شوې اوعترت مې،اهل بيت (کورنۍ) مې،دوى هېڅکله يو له بله نه بېلېږي،څو په حوض کې راسره يو ځاى شي؛نو وګورئ،چې له دې دواړو سره په چال چلن کې زما سپارښتنې په پام کې ونيسئ.))

( صحيح مسلم ) د فضائل الصحابه کتاب د فضايل علي په باب کې په خپل سند له يزيد بن حيان (رض) څخه روايتوي چې وايي : زه او حصين بن سبرة او عمر بن مسلم د زيد بن ارقم ليدو ته ورغلو حصين ورته وويل : زيده ! تا له خپل عمره ډېر خېر ليدلى؛ځکه  رسول الله (ص) دې ليدلى، ورسره جګړو ته تللى،حديثونه دې ترې اورېدلي او په کلونو کلونو دې ورپسې لمونځونه کړي؛نو له دې ټول خېره له رسول الله (ص) دې اورېدلى حدیث راته ووایه ويې ويل : و راره ! پر خداى قسم،چې زوړ شوى يم او تګ مې رانږدې دى؛خو ما يو لړ هغه احاديث هېر کړي،چې له رسول الله (ص) مې اورېدلي وو؛نو کوم حديثونه،چې درته وايم،تاسې يې په ځير ياد کړئ او نوره پوښتنه به نه کوئ  او بيا يې وويل : يوه ورځ رسول الله (ص) د مکې او مدينې تر منځ په خم نومې سيمه کې راته خطبه وويله او د خداى تر ستاينې او ډېرو نصيحتونو وروسته يې وويل : (( ايها الناس ! زه بشر يم او کېداى شي ډېر ژر پرښته زما روح اخستو ته راشي او زه يې هم بلنه ومنم او تر ځان وروسته په تاسې کې دوه ګرانبيه څيزونه پرېږدم،چې لومړى يې د خداى کتاب دى چې ټول ښيون-هدايت او رڼا ده؛نو د خداى پر کتاب منګولې ولګوئ _ او خلک یې ډېر د خداى کتاب ته راوهڅول _ او بل يې زما اهلبيت دي،زه مې د اهلبيتو په اړه  خداى دريادوم . ))

حصين : پوښتنه وشوه : اهلبيت څوک دي ؟ آيا د رسول اکرم (ص) مېرمنې هم په اهلبيتو کې دي؟ويې ويل : مېرمنې يې د کور خلک دي؛خو اهلبيت نه دي؛اهلبيت هغوى دي،چې تر رسول الله (ص) وروسته ورته صدقه حرامه ده؛پوښتنه يې وکړه : نو اهلبيت څوک دي ؟ و يې ويل : آل علي،آل عقيل، آل جعفر او آل عباس . پوښتنه ترې وشوه : آيا صدقه ټولو ته حرامه ده . و يې ويل : هو!

دا روايت مسلم هم په ځينو سندونو له زيد بن ارقم (رض) څخه نقل کړى، چې په تېرو شويو برخو کې يې ځينو سندونو ته اشاره هم وشوه . امام احمد بن حنبل هم د خپل مسند د څلورم ټوک په ٣٦٦ مخ،بيهقي د سنن د دويم ټوک په ١٤٨ مخ او همداراز د اووم ټوک په ٣٠ مخ کې په لږ اختلاف نقل کړى.

دارمي هم د خپل سنن د دويم ټوک په ٤٣١ مخ کې او متقي د کنزالعمال د لومړي ټوک په ٤٥ مخ کې راوړى او د وينا له مخې یې عبدبن حميد په خپل مسند کې له حضرت زيد بن ارقم څخه او د اووم ټوک په ١٠٢ مخ کې يې له دوو لارو او طحاوي هم په مشکل الاثار (درېم ټوک،٣٦٨ مخ ) کې راوړى دى .

( صحيح ترمذي : دويم ټوک،٣٠٨ مخ ) په خپل سند له ابي  سعيد له اعمش له حبيب بن ابي  ثابت له زيد بن ارقم (رض) څخه روايت کړى،چې وايي: رسول اکرم (ص) وويل : (( زه په تاسې کې دوه ګرانبيه څيزونه پرېږدم او ځم او تر هغه چې منګولې مو پرې ولګولې؛نو بې لارې به نشئ،چې يو تر بله ستر دي،چې لومړى يې د خداى کتاب دى،چې هغه رسۍ ده،چې يوه خوا يې له خداى او بله يې له تاسې سره ده او بل يې زما عترت؛يعنې اهلبيت دي او دا دواړه ان د سترګو د يو رپ هومره هم يو له بله نه بېلېږي، چې د حوض کوثر تر غاړې ما وويني؛نو ښه چلن ورسره وکړئ او ګورم چې څرنګه چلن ورسره کوئ. ))

دا روايت ابن اثير جرزي د اسدالغابه د دويم ټوک په ١٢ مخ کې او سيوطي په درالمنثور کې د شورى د سورت تر مودت آيت لاندې راوړى او ويلي يې دي : انباري هم د المصاحف په کتاب کې راوړى دى .

( صحيح ترمذي : دويم ټوک،٣٠٨ مخ ) حضرت جابر بن عبدالله : د عرفې پر ورځ پېغمبراکرم (ص) پر قصوى اوښ سپور و،راته يې خطبه وويله : (( يا ايها الناس ! په تاسې کې دوه ګرانبيه څيزونه پرېږدم او تر هغه چې منګولې پرې ولګوئ؛نو بېلارې به نشئ؛ د خداى کتاب او عترت مې اهلبيت.)) ترمذي بيا وايي : په دې اړه  له ابي ذر، زيد بن ارقم، حذيفة بن اسيد او ابي سعيد (رضى الله عنهم) نور روايتونه هم نقل شوي او پورتنى روايت متقي د کنزالعمال د لومړي ټوک په ٤٨ مخ کې راوړى او ابي  شيبه او خطيب (درالمتفق او المفترق) ته يې نسبت ورکړى دى.

(مستدرک الصحيحين : درېم ټوک،١٠٩ او ١٤٨ مخونه. نسائي؛خصايص : ٢١ مخ . امام احمد بن حنبل؛مسند: درېم ټوک،١٧ مخ له حضرت ابي  سعيد خدري نقل کړى . فخر رازي په خپل تفسير کې د (وَاعْتَصِمُواْ بِحَبْلِ اللّهِ جَمِيعًا وَلاَ تَفَرَّقُواْ)) (آل عمران/۱۰۳) تر آيت لاندې،هيثمي؛مجمع : نهم ټوک ،١٦٣ مخ . ابن سعد؛ طبقات:دويم ټوک، دويم قسم،٢ مخ . امام احمد حنبل د خپل مسند د درېم ټوک په ١٤ مخ او همداراز د پينځم ټوک په ١٨١ مخ . مناوي؛ فيض القدير: درېم ټوک،١٤ مخ کې راوړى او د وينا له مخې یې مناوي،ابويعلي او حافظ عبدالعزيز اخضر هم راوړى دى او سمهودي ويلي،چې په دې اړه  تر دوو سوو ډېر اصحاب کرام روایتونه لري.ابن حجر؛صواعق : ١٣٦ مخ هم په دې خبره منښته کړې ده .

( صواعق المحرقه :٧٥ مه ) وايي : په روايت کې دي په مرګوني ناروغۍ کې رسول الله (ص) له خلکو سره لمونځ وکړ او ويې ويل:((خلکو! نږدې دى،چې ساه راڅخه واخلي زه دا خبره په دې حال ځکه درته کوم،چې هېڅ عذر درته پاتې نشي او ټول يې واورئ،چې زه په تاسې کې د خداى کتاب او اهلبيت مې ځايناستي کوم او په تاسې کې يې پرېږدم )) او بيا يې حضرت علي له لاسه ونيو او لاس يې ورجيګ کړ او ويې ويل : (( دا علي له قرآن او قرآن له علي سره دى او هېڅکله به يو له بله بېل نشي،چې د حوض کوثر تر غاړې ما وويني .))

( ثعلبي؛ قصص الانبياء : ١٤ مخ ) وايي : رقاش له حضرت انس بن مالک څخه روايت کړى،چې وايي : رسول اکرم د سهار لمونځ راسره وکړ؛نو همدا چې لمونځ يې پاى ته ورساوه؛نو ډلې ته يې وويل : ((مسلمانانو! څوک چې لمر له لاسه ورکړي؛نو بايد د سپوږمۍ له رڼا ګټه واخلي او که سپوږمۍ هم له لاسه ورکړي؛نو بايد د "زهره" له رڼا ګټه واخلي او که هغه يې هم له لاسه ورکړ؛نو بايد له دوو ستورو؛فرقدين څخه ګټه واخلي. )) خلکو ورته وويل : رسول الله ! له لمر،سپوږمۍ، زهره او فرقدين څخه مو مراد څه دى؟ ويې ويل: ((لمر زه، سپوږمۍ علي، زهره فاطمه او فرقدين حسن او حسين دي او دوى تل د خداى له کتاب سره دي او ترې نه بېلېږي،چې ما د حوض کوثر تر غاړې وويني .[50]))


پېغمبر اکرم (ص)،حضرت علي، فاطمې، حسن او حسين ته وويل:[سمول]

((أَنَا حَرْبٌ لِمَنْ حَارَبَكُم , وَسِلْمٌ لِمَنْ سَالَمَكُمْ))

(صحيح ترمذي :2ټوک،319 مخ ) له صبيح د ام سلمه له مولا له زيد بن ارقم نه ،(ابن ماجه؛صحيح :14 مخ )، ( حاکم ؛مستدرک الصحيحين :3ټوک،149 مخ ) ابن اثير جرزي؛ اسدالغابه :5 ټوک،523 مخ)، متقي ؛کنزالعمال:6ټوک،216 مخ  د نقل په توګه له صحيح ابن حيان نه او د 7ټوک په 102 مخ کې له ابن ابي  شيبه، ترمذي، ابن ماجه، ابن حيان ، طبراني، حاکم، ضياء مقدسي او همداراز محب طبري؛ذخاير: 25 مخ کې له ابو حاتم څخه او امام احمد حنبل ؛مسند:2ټوک،442 مخ کې پر خپل سند له ابوهريره او حاکم؛مستدرک: 149 مخ ( هغه دا حديث صحيح ګڼلى )او خطيب بغدادي ؛د بغداد تاريخ: 7ټوک، 136 مخ، سير أعلام النبلاء للذهبي ۲/ ۱۲۲، ۳/ ۲۵۷، مجمع الزوائد هيثمي ۹/ ۱۶۹   ، ابو نعیم اصفهاني ،الضعفاء ۶۸ مخ ،ذهبي میزان اعتدال ۲/ ۳۰۷ ، کې ټولو د خداى له استازي روايت کړى: ((  علي ،فاطمه ،حسن او حسين ته يې وويل : زه په جګړه کې يم له هغوى سره، چې درسره په جګړه کې وي او په سوله کې يم له هغوى سره، چې درسره په سوله کې وي .))

( اسدالغابه:3ټوک،11 مخ ) پر خپل سند له صبيح د ام سلمه مولا روايت کړى،چې ويلي يې دي: (( د رسول اکرم د کور د وره ترڅنګه ولاړ وم،چې علي ،فاطمه او حسنين د رسول اکرم (ص) کور ته ننووتل او په يو ځاى کې کېناستل؛نو پېغمبراکرم(ص) ورغى او ورته يې وويل :پاڅېږئ او بيا يې پرې خيبري څادر واچاوه او ورته يې وويل : (( زه په جګړه کې يم له هغوى سره،چې درسره په جګړه کې وي او په سوله کې يم له هغوى سره، چې درسره په سوله کې وي.))

دا روايت هيثمي؛مجمع :9ټوک،169 مخ کې هم راړى او د طبراني د اوسط کتاب ته يې نسبت ورکړى دى .

(رياض النضره :2ټوک،199 مخ) وايي : له حضرت ابي بکر څخه روايت شوى، چې ويلي يې دي: پېغمبراکرم (ص)  مې په داسې حال کې  وليد، چې يوې عربي ليندۍ ته يې تکيه وهلې وه ( حکم يې وکړ، چې کېږدۍ ووهئ ) کېږدۍ يې ووهله او علي،فاطمه ،حسن او حسين يې کېږدۍ ته دننه کړل او بيا يې وويل : مسلمانانو ! زه به له هغوى سره په سوله کې يم، چې په دې  کېږدۍ کې له ناستو سره په سوله کې وي او له هغوى سره به په جګره کې يم،چې په کېږدۍ کې له ناستو سره په جګړه کې وي او د دوستانو يې دوست او د دښمنانو يې دښمن يم او يوازې هغوى ورسره مينه کوي، چې سعيد الجدا (؛يعنې کړنې يې خداى منلي وي ) وي او د زوکړې بستره يې پاکه وي (؛يعنې حرامي نه وي) او يوازې هغوى به يې دښمنان وي،چې شقي الجد وي (؛ يعنې يوه کړنه يې هم خداى نه وي قبوله کړې )او زوکړه يې د ناپاکه بسترې وي .))

( ذخاير العقبى؛23 مخ) وايي : او له هغې _؛يعنې ام سلمه  _ روايت شوى،چې و يې ويل : (( پېغمبر اکرم له ما کره و ، سر يې په ګرېوان کې و، چې فاطمه له پخې شوې حريرې سره راغله او حسن او حسين يې هم له ځان سره راوړي ول؛ نو د خداى استازى وويل : مېړه دې چېرته دى ؟ ولاړه شه او رايې وړله . فاطمه ولاړه او علي يې راوست؛ټولو حريره وخوړه  بيا رسول اکرم يو څادر راواخست او هغوى يې پکې راونغاړل او د څادر څنډې يې پر کيڼ لاس ونيوې او ښى لاس يې اسمان ته پورته کړ ويې ويل : خدايه! دا زما اهلبيت دي، زما خپلوان او ځانګړي دي؛نو  خدايه ! چټلي ترې لرې کړه او هاغسې،چې ته په خپله پوهېږې، پاک يې کړه او  زه له هغوی سره په جګړه کې يم ،چې ورسره په جګړه کې وي او له هغوی سره په سوله کې يم ،چې ورسره په سوله کې وي .))

د ذخاير خاوند وايي : د ا روايت قبابي په معجم کې هم راوړى دى .

(سيوطي په درالمنثور کې ) د احزاب سورت په تطهير آيت کې وايي (ابن مردويه له حضرت ابي  سعيد خدري روايت کړي،چې ويلي يې دي: علي ته د فاطمې له ورودولو وروسته د خداى استازى به د څلويښت ورځو لپاره د دوى کور ته ورتله او ويل یې : ((السلام عليکم اهل البيت و رحمة الله و برکاته ؛ د خداى لمونځ رحمت دى ؛ انما يريد الله ليذهب عنکم الرجس اهل البيت و يطهرکم تطهيرا ) زه له هغوی سره په جګړه کې يم،چې درسره په جګړه کې وي او له هغوی سره په سوله کې يم،چې درسره په سوله کې وي .

(صحيح ترمذي :2ټوک:301 مخ ) پر خپل سند له حضرت علي روايت کړى دى، چې رسول اکرم  د حسن او حسين لاس نيولى و او خلکو ته يې وويل : (( څوک چې له دې دوو او ددې دوو له مور و پلار سره مينه وکړي؛نو د قيامت پر ورځ به  له ما سره او زما پر درجه وي.))

دا روايت عبد الله د احمد بن حنبل زوى د خپل پلار د مسند په زياتونو کې (لومړى ټوک ؛77 مخ ) ،خطيب بغدادي ؛تاريخ:3ټوک،287 مخ ، ابن حجر عسقلاني؛ تهذيب التذيب :10 ټوک،430 مخ  کې نقل کړى دى او عسقلاني ددې روايت تر نقلولو وروسته ويلي دي : ابوعلي بن صواف له عبد الله بن احمد نه نقل کړي، چې و يې ويل : چې دا روايت نصر بن علي نقل کړ؛نو متوکل حکم وکړ، چې هغه  زر کوړې ووهئ ؛جعفر بن عبدالواحد يې واسطه شو او متوکل ته يې وويل :هغه شيعه نه دى؛بلکې سني دى او دا خبره يې دومره تکرار کړه،چې متوکل له خپل هوډه لاس واخست .

دا روايت  متقي؛کنزالعمال :6ټوک،217 مخ او د 7ټوک په 102 مخ کې وايي :دا روايت طبراني له حضرت علي روايت کړى او په 7ټوک کې یې ويلي : ترمذي،عبدالله بن احمد بن حنبل د خپل پلار د مسند په زياتونو کې،نظام الملک په امالي کې ،ابن النجار  او سعيد بن منصور هم روايت نقل کړى دى؛خو کنزالعمال په دې عبارت راوړى دى : چاچې له دوى سره مينه وکړه؛نو له ماسره به يې مينه کړې وي او چاچې دښمني ورسره وکړه ؛نو دښمني به یې راسره کړې وي او په  وروستو کې يې ويلي : دا حديث ابن عساکر له زيد بن ارقم څخه هم نقل کړى دى .

په قيامت کې محمد (ص) له آل سره یې يو ځاى دی[سمول]

د امام احمد حنبل مسند :

عبدالرحمن بن ارزق له علي (ک) نقل کړى،چې ويلي يې دي: پېغمبر(ص) راننوت او زه په بستره کې پروت وم ،حسن يا حسين تږىشو، پېغمبر(ص)زموږ وچو مېږو ته ولاړ او راويې لوشلې،د مېږو تيونه د پېغمبر(ص) له برکته بېرته تاند شول،حسن(رض) پېغمبر (ص)ته ورغى او پېغمبر(ص) شيدې ورنه کړې،فاطمې بي بي ورته وويل :لکه،چې حسين تر حسنه درته ګران دى؟ پېغمبر(ص)ورته وويل:نه خو هغه ،وړومبى اوبه غوښتې وې.بيا يې وويل:زه، ته، حسن اوحسين او دا ويده به په قيامت کې يو ځاى يو.

په قيامت کې له نبوي کورنۍ سره د دوستۍ او اجر بدله[سمول]

پېغمبر اکرم (ص) حسن او حسين رضى الله عنهما له لاسونو نيولي وو او ويې ويل :

))مَنْ أَحَبَّنِي وَأَحَبَّ هَذَيْنِ وَأَبَاهُمَا وَأُمَّهُمَا كَانَ مَعِيَ فِي دَرَجَتِي يَوْمَ الْقِيَامَةِ = چې څوک ما،دې دواړو او د دوى له موروپلار سره مينه او دوستي ولري د قيامت په ورځ به راسره په مقام کې  وي[51].

مشري په نبوي کورنۍ پورې تړلى دى[سمول]

زما په امت کې،د هر نسل لپاره،زما له کورنۍ دادمل - عادل وګړي او بېلګې شته،چې د بې لارویو د تحريف او اوښتنې او د ناپوهانو د تاويل مخنيوى کوي،پوه شی،چې امامان تاسې د خداى لوري ته رابولي؛نو پام کوئ او خبرشئ ،چې څوک په مشري نيسي او ورسره مينه کوي[52] .

د نبوي کورنۍ مقام؛لکه[سمول]

سرچې تنې ته او سترګې ،چې سرته وي[سمول]

له حضرت ابوذرغفاري(رض) نه روايت دى،چې رسول اکرم(ص)ويلي دي : اجعلوا اهل بيتى منکم مکان الراس من الجسد ومکان العينين من الراًس ولايهتدى الراًس  الا بالعينين؛يعنې زما اهل بيت ځانته داسې وګڼئ لکه سر،چې بدن ته او سترګې،چې سرته وي او سر بې سترګو لار نشي موندلاى[53])).


خوشحال بابا وايي :

محبت د خانـــــدان لرم په زړه کې

دوولس واړه امامان مې دي بصر

له اوله ترآخـــــــره  که ګروهېږي

د بتول اولاد مې واړه نور بصر دي


د پېغمبراکرم(ص) په څېر ژوند او مړينه[سمول]

ابن عباس (رض) وايي،رسول اکرم(ص) ويلي: د چا چې دا ښه ايسي،چې زما په څېر ژوند وکړي او زما په څېر ومري او د پالونکي په تلمېشتي جنت کې وي؛نو تر ما وروسته دې علي خپل ولي وګڼي،دعلي دوستان دې خپل دوستان وګڼي او تر ما وروسته دې زما په اهلبيتو پسې ولاړ شي؛ځکه دوى مې عترت دى،زما د خټې له خاورې پيدا شوى،زما له علم او فهم ځنې برخمن شوى؛نو زما د امت پرهغوى کسانو دې افسوس وي،چې د اهل بيتو فضيلت ناليدلى وګڼي،زما او د دوى ترمنځ نښلون پرې کړي،خداى دې یې زما له شفاعته نه برخمنوي[54].


خوشحال بابا وايي :

شفاعت د محمد ثابت په نـــــص دى

دا په داچې د درست جهان آخص دي

د موسى د عيسى کله دا صـــــــفت وو

د لولاک نعت پرده باندې مختص دى

اولياوو يې د امت واړه ممــــــــــتاز دى

هر ولي  يې په ارشاد کې مرخـــــــــــــص دى

سرحلقه د اولياوو هغـــــــــــــــــــــــه شماره

چې  شيطان يې بــــــــــــند کړى په قفس دى



د شرافت سرچينې[سمول]

پېغمبراکرم په يوې وينا(خطبې) کې ويلي : اې خلکو! فضل،شرف،مقام او ولايت د خداى د استازي او اولادې يې دى؛نو له همدې امله بې ځايه او باطلې خبرې مو بې لارې نه کړي.

خوشحال بابا وايي :

                  امامان يې داولاد واړه برحق دي

                  ترمهدي پورې د واړو خدمتګار يم [55]


د قرآن اوعترت لاروي[سمول]

  پېغمبر اکرم (ص) ويلي دي : له قرآن او عترته مه مخکې کېږئ،چې هلاک به شئ په باب یې ناغیړي مه کوئ او شاته ترې مه پاتې کېږئ،چې پوپنا کېږي،عترت ته يې مه ورښيه،چې درنه ښه پوهېږي[56].

خوشحال بابا وايي :


د امت يې برګزين دي اثناعــــــشر

په بزرګى دهمه جهان مخدوم دي


  رسول اکرم (ص) ويلي دي : زموږ د اهل بيتو په مينه ټينګ وسئ! چې څوک له خداى سره ويني او موږ يې ښه ايسو زموږ په شفاعت به جنت ته ورننوځي. پر هغه خداى قسم،چې زما اختيار ورسره دى ،د هر چاعمل ،هله ګټورېداى شي،چې زموږحق يې پېژندلى وي[57].

رسول اکرم (ص) ويلي دي :

د آل محمد ښانده - پېژندنه له اوره بېزاري ده،له آل محمد سره مينه له صراط نه د تېرېدو اجازه ليک دى، د آل محمد ولايت له عذابه د بچ کېدو او امنيت لامل دى.

په قيامت کې ،انسان لا له ځايه خوځېدلي نه وي،چې د څلورو څيزونو په اړه پوښتل کېږي :

عمر دې په کومه لار کې تېر کړى او بدن دې کومه لار کې زوړ شوى، شتمنۍ دې په کومه لار لګولې او څنګه دې لاس ته راوړې.زموږ د اهل بيتو د مينې په اړه پوښتل کېږي[58].


پېغمبراکرم(ص) ويلي:

که څوک ټول عمر د رکن او مقام په منځ کې په ولاړه تېر کړي او پر لمونځ بوخت وي او روژې نيسي؛خو که له ((آل محمد)) سره کينه لري دوزخ ته به ورننوځي[59].

خوشحال بابا وايي:


                       چې دوستي يې د سيد نه وي په زړه کې

                      دهغو سړيو تل خاورې په ســـــــــر وي


                                                       


                                                                                                                                  


د خداى پېژندګلوي

                    

که په کار دې ده دخداى پېژند ګلوي

پيروي د محـــــــــــــــــمد کړه دعلي


د نبوي کورنۍ علمي مرجعيت[سمول]

((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ أَطِيعُواْ اللّهَ وَأَطِيعُواْ الرَّسُولَ وَأُوْلِي الأَمْرِ مِنكُمْ فَإِن تَنَازَعْتُمْ فِي شَيْءٍ فَرُدُّوهُ إِلَى اللّهِ وَالرَّسُولِ إِن كُنتُمْ تُؤْمِنُونَ بِاللّهِ وَالْيَوْمِ الآخِرِ ذَلِكَ خَيْرٌ وَأَحْسَنُ تَأْوِيلًا[60]= مؤمنانو! له خداى استازي او اولوالامر ځنې مو اطاعت وكړئ او كه ستاسې ترمنځ په كومه [ديني] چار كې شخړه پېښه شي (؛نو د منځګړتوب لپاره د) خداى [کتاب] او د رسول [سنتو] ته ورمخه كړئ كه ( په رښتيا ) پرخداى او د اخرت پر ورځې ايمان لرئ . دا (كار) غوره، او ښه پايله لري ))

د پورتني آیت له مخې ،قرآن مجيد او رسول اکرم (ص) د مسلمانانو مرجع ده،اوس که څوک وپوښتي،چې آنحضرت (ص) تر ځان وروسته څه پرېښي،چې مسلمانان د اختلافاتو د پيدا کېدو او د ستونزو د هوارۍ په وخت کې مراجعه ورته وکړي.

هو! رسول اکرم(ص) دا مسئاله څرګنده کړې او په بېلابېلو ځايونو کې يې پر((کتاب الله)) او ((اهل بيتو)) باندې په منګولو ښخولو سپارښتنه کړې،چې د رسول اکرم(ص) دې حديث ته د ((ثقلينو)) حديث وايي او په صحاحو او مسانیدو کې له (٣٠) زياتو اصحابو (رضى الله عنهم) روايت شوى دى .

رسول اکرم(ص) ويلي دي :

((إِنِّی تَارِکٌ فِیکُمُ الثِّقْلَیْنِ کِتَابَ اللَّهِ وَ عِتْرَتِی أَهْلَ بَیْتِی وَ إِنَّهُمَا لَنْ یَفْتَرِقَا حَتَّى یَرِدَا عَلَیَّ الْحَوْضَ = يعنې ما درته دوه څيزونه پرېښي که منګولې مو پرې ښخې کړې؛نو تر ما وورسته به کله هم بې لارې نه شۍ او دا دواړه يو له بله ستر دي،د خداى  کتاب ،چې رسۍ ده او له اسمانه ځمکې ته ځړول شوې اوعترت مې،اهل بيت (کورنۍ) مې،دوى هېڅکله يو له بله نه بېلېږي،څو په حوض کې راسره يو ځاى شي؛نو وګورئ،چې له دې دوو سره په چال چلن کې زما سپارښتنې په پام کې ونيسئ.))

دا حديث په ډاګه د ((قرآن مجيد))ترڅنګ  د((اهل بيتو علمي مرجعيت ))څرګندوي اومسلمانانو ته ورښيي ،چې ديني چارې په يو وخت له ((قرآن)) اود((نبوي کورنې )) له لارښوونو ترلاسه کړئ .

د ((الميزان)) تفسير مؤلف ارواښاد علامه سيد محمد حسين طباطبائي( ١٣٦٠ ل مړ) د ثقلينو د حديث په تشريح کې ليکي.

له دې حديثه څو مطلبونه اخستى شو:

١- قرآن مجيد ترقيامته له خلکو سره دى؛نود پېغمبر(ص) عترت به هم ترقيامته پورې پاتې وي؛يعنې په هر وخت کې حقيقي مشر، لارښود او امام شته دی.پېغمبراکرم (ص) ويلي :((زما په امت کې د هر نسل لپاره زما له کورنۍ دادمل - عادل وګړي او بېلګې شته ،چې د بې لارویو د تحريف او اوښتنې او د ناپوهانو د تاويل مخنيوي کوي. پوه شئ،چې امامان مو د خداى لوري ته رابولي؛نو پام کوي او خبر شئ،چې څوک په مشري نيسئ او مينه ورسره کوي. [61]))

د الصواعق المحرقه(٩٠)کې له ابن سعد نه روايت رااخلي ،چې پېغمبر اکرم ويلي:(( زه او اهل بيت مې په جنت کې يوه ونه يو،چې څانګې يې پر دنيا خپرې دي؛نو څوک،چې غواړي خداى ته لار پيدا کړي؛نو په هغوى پسې دې ولاړ شي.))

٢- پېغمبراکرم (ص) ددې دوو امانتونو (کتاب الله – عترت) له لارې د مسلمينو دعلمي اوديني اړتياوو د لرې کولو تضمين کړی اوخپله کورنۍ يې دعلم او پوهې سرچینه ښوولې ده ويناوې او کړه وړه يې معتبر ګڼلي دي .

٣ـ  قرآن اواهل بيت نه ښايي،چې يو له بله بېل شي اوهېڅ مسلمان دا حق نه لري،چې د((نبوي کورنۍ)) له علومو مخ واړوي او ځان یې له لارښوونو نا اړه وبولي.

٤ـ خلک که د ((نبوي کورنۍ)) اطاعت وکړي او په ويناوو پسې یې ولاړشي؛نو بې لارې به نه شي او حق تل ورسره دی.

٥ـ  له اهل بيتو سره ټول لازم علوم او د خلکو د ديني اړتياوو د لرې کولو صلاحيت شته او څوک ،چې لاروي ترې  وکړي؛نو نه بې لارې کېږي اوحقيقي نېکمرغۍ ته به ورسي؛يعنې اهل بيت له تېروتنې څخه سپین لمني یا معصوم دي او له همدې قرينى او ظواهرو معلومېږي،چې له ((نبوي کورنۍ)) اوعترت څخه مراد د پېغمبر (ص) ټول خپلوان او اولادونه نه دي؛بلکې ټاکلي وګړي دي،چې دديني علومو له اړخ په ځان پوره او بشپړ دي، ګناه اوتېروتنې ورته لار نه شي پيدا کولى؛داځکه،چې د لارښوونې او مشرتابه صلاحيت لري اوهغه،حضرت علي او يولس زامن يې دي،چې په يو بل پسې په امامت منصوب او ټاکل شوي او په رواياتو کې هم دا مطلب همدغسې مانا شوی دی د بېلګې په توګه:ابن عباس (رض) وايي: ستا خپلوان ،چې مينه يې راباندې فرض شوې کوم دي ؟ ويې ويل :(( علي ،فاطمه،حسن اوحسين[62])) .جابر (رض) وايي : پېغمبر (ص) ويلي : خداى تعالى د هر پېغمبر د نسل لړۍ او ځوځات د پېغمبر په صلب او تومنه کې ايښى؛خو زما د نسل لړۍ يې دعلي په تومنه کې اېښېده.[63] )) د طباطبائي د خبرو پاى.

د خلفاى راشدينو(ابوبکر،عمر،عثمان ،على رضى الله عنهم) په زمانه کې په عملي توګه((علمي مرجعيت)) په على (ک)پورې تړلى واو په ديني چارو کې اختلافات او ستونزې د علي (ک) له خوا اواريدې او په حقيقت کې هغه وخت،چې اهل بيت له مرجعيت نه ګوښه کړاى شو؛ نو ډلې ټپلې او ډېرې کلامې فرقې په يو پل پسې راووتې.

يو خوله يو،چې د اصحابو کرامو (رضى الله عنهم ) په زمانه کې علي(ک) پر قرآن او نبوي سنتو تر ټولو ښه پوهېده؛نو د همدې حقيقت له مخې خلفاوو( رضى الله عنهم ) یې د علمي مرجعيت په پامنیوي چال چلن ورسره کاوه .[64]

د ثقلينو د حديث راويان اصحاب(رضى الله عنهم) :

١ـ  حضرت على . ٢- حضرت امام حسن. ٣- حضرت سلمان فارسى . ٤- حضرت ابوذرغفارى. ٥- حضرت ابن عباس . ٦- حضرت ابو سعيد خدرى . ٧ـ  حضرت جابربن عبدالله انصارى . ٨ـ  حضرت ابو الهيثهم بن تيهان . ٩- حضرت ابورافع . ١٠حضرت حذيفه بن يمان . ١١ـ  حضرت حذيفه بن اسيد غفارى. ١٢ـ  حضرت حزيمة بن ثابت ذوالشهادتين . ١٣- حضرت زيد بن ثابت . ١٤- حضرت زيد بن ارقم .  ١٥- حضرت ابوهريره . ١٦ـ حضرت عبداله بن حنظب .   ١٧ـ حضرت جبير بن مطعم.  ١٨ـ حضرت براً بن عازب .  ١٩- حضرت انس بن مالک .  ٢٠ـ حضرت طلحه بن عبدالله تيمې  . ٢١- حضرت عبدالرحمن بن عوف .  ٢٢- حضرت سعدبن بن ابى وقاص . ٢٣ حضرت عمر وعاص . ٢٤- حضرت سهل بن سعد انصارى . ٢٥ حضرت عدى بن حاتم . ٢٦- حضرت ابوايوب انصارى . ٢٧- حضرت ابوشريح خزاعى . ٢٨ـ  حضرت عقبة بن عامر. ٢٩- حضرت ابوليلى انصارى . ٣٠- حضرت ابو قدامه انصارى . ٣١ـ- حضرت ضميره اسلمې (رضى الله عنها) . ٣٢ـ  حضرت عامر بن ليلى بن ضمره . ٣٣- حضرت فاطمة الزهرا عليها السلام . ٣٤- حضرت ام سلمه (ام المومنين رضى الله عنها).٣٥- حضرت ام هانى رضى الله عنها . (د حضرت علي خور)


د ثقلينو د حديث په اړه په ځينو سرچينو کې داعبارتونه راغلي دي :

((انى قد ترکت فيکم الثقلين))

(( انى تارک فيکم خليفتين ))

(( انى تارک فيکم الثقلين))

((لن يفترقا))،((لن يتفرقا))

((لن تقدموهما فتهلکوا ولا تعلموهافانهما اعلم منکم)) او ((انى تارک فيکم امرين لن تضلوا ان اتبعتموها)).

او ددې په تشريح کې علامه شيخ حسين وحيد خراساني (توضيح المسائل٩٨-١٠٠) ليکي:

((انى قد ترکت فيکم الثقلين)) داجمله ښيي،چې ((کتاب الله)) او ((نبوي کورنې)) د رسول کريم (ص) ترکه اوميراث دي،چې امت ته يې پرېښي دي؛ځکه امت ته د پېغمبر(ص) نسبت داسې دى لکه د پلار،چې زوى ته وي.

((کتاب الله)) له((امت)) سره د خداى تعالى د اړيکو ښوونکی او ((عترت)) له ((امت)) سره د پېغمبر(ص) داړيکو ښوونکي دی،له ((کتاب)) سره د اړيکو غوڅول له خداى تعالى سره د اړيکو د غوڅولو پر مفهوم دي او له ((عترت)) سره د اړيکو غوڅول له پېغمبر(ص) سره د اړيکو د غوڅولو په مانا دي او له پېغمبر سره د اړيکو غوڅول له خداى تعالى سره د اړيکو د غوڅونې په مانا دي.

عقل د قرآن مانیز - معنوي درونوالي نشي تللاى[65] او په کوم صفت[66] ،چې قرآن  مجيد ستايل شوى په هماغه دعترت ستايل کېدل ددې ښوونکي دي،چې د رسول اکرم په حديث کې ((عترت))د ((قرآن))عدل (پله) دی .

عترت له قرآن سره په يوه تيګه تلل،دا ښيي چې عترت په (تِبْيَانًا لِّكُلِّ شَيْءٍ؛د ټولو څيزونو بيانوونکي))کې شريک او په ((لَا يَأْتِيهِ الْبَاطِلُ مِن بَيْنِ يَدَيْهِ وَلَا مِنْ خَلْفِهِ؛باطل له مخې او شانه ورنوتلاى نه شي))کې د قرآن له عصمت سره شريک دي.

د((فانهما لن يتفرقا)جمله راښيي،چې((قرآن)) او (عترت)) يو له بله نه بېلېږي؛ځکه ((قرآن))داسې کتاب دى،چې د ټولو خلکو دنياوي،برزخي او اخروي اړتياوې ځوابوي؛نو دغسې ((کتاب))يو ښوونکى،مفسر او څرګندوونکي ته اړه لري،چې پرې پوه شي ځکه طب بې له طبيب،علم بې له عالم او قانون بې له قانونپوه نيمګړى وي[67] .

اردني حقوقپوه احمد حسين يعقوب[68] د سپېڅلي عترت مسؤليتونه داسې څرګندوي:

١- د راټولېدو محور.

٢- ديني مرجعيت؛يعنې د ټولو خلکو په تېره مسلمينو ته د دين بيانول.

٣ـ  نبوي کورنۍ ((ثقل اصغر))او قرآن((ثقل اکبر)) دي،که ځان له بې لارې ژغورو ؛نو پر دواړو به منګولې ښخوو؛نو که پر قرآن منګولې ښخې کړو او((عترت)) ته شا کړو؛نو بې لارې به يو؛ځکه((قرآن)) دارو او((عترت)) د امت طبيبان دي او ټولو ته څرګنده ده،چې طبابت يو کارپوهيز،فني او ستونزمن چار دى،چې هرڅوک يې نه شي کولاى[69].

(٤) د امت سياسي مشري:

له اهل بيتو سره ،چې سياسي مشري وي؛نو ټول خلک يې مني او دا د اختلافاتو د يو مخې لري کولو،ټیکاو راوستو،تمې،سیالۍ او شخړو د اوارولو يوازينى حل لار ده.سپېڅلي شريعت دا مساله بيان کړې،چې مشري د چا ده او څنګه ورته ولېږدول شي.)) د احمد حسين يعقوب د خبرو پاى .

بېرته د خراساني خبرو ته راځو:

د((يااًيها الناس انى تارک فيکم امرين لن تضلو ان اتبعتموها)) عبارت راښيي،چې داهل بيتو لارښوونه بشر له اندیزې- فکري، اخلاقي اوعملي بې لاريو ژغوري او بيمه کوي يې؛نو ځکه ټينګار کوي ،چې:(( لن تضلوا ان اتبعتموها [70])) .

د ((ولا تعلموا هما فانهما اعلم منکم)) جمله ابن حجر(رح) په الصواعق المحرقه ( ١٥١مخ ) کې داسې بيانوي:

((وتميزوا بذلک عن بقية العلماء لان الله اذهب عنهم الرجس و طهرهم تطهيراً؛يعنې د رسول اکرم(ص) دعترت عالمان،چې تر نورو توپير شوي،دوى د نورو په پرتله پر((کتاب الله )) او((سنت نبوي)) ښه پوهېږي دليل يې دادى،چې چټلي او ناپاکي ترې لرې شوې او په ځانګړي ډول سپېڅلي شوي دي، زياتوي : ((ثم احق من يتمسک به منهم امامهم وعالمهم على بن ابى طالب کرم الله وجهه لما قد مناه من مزيد علمه ودقائق مستنبطاته ومن ثم قال ابوبکر على عتره رسول الله ى الذين حث على التمسک بهم فخصه لما قلنا وکذلک خصه بما مريوم غدير خم.))؛((يعنې علي د عزت امام اوعالم دى او د دې وړ دى،چې لاروي يې وشي؛ځکه ړومبى مو وويل،چې علم او پوهه يې زياته او دقيق استنباطات لري؛ځکه حضرت ابوبکر (رض) وويل :((علي د رسول اکرم عترت دى )) يعنې له هغوى،چې رسول اکرم (ص) یې پر لاروۍ ټینګار کړى؛نو د تېرو دلايلو له مخې،چې مې اشاره ورته وکړه حضرت علي (ک) ځانګړى شوى او همداراز د((خم غدير)) پر ورځ د ((علي)) بله ځانګړنه ده.))

د شيخ خراساني د خبرو پاى .

*  ارواښادعلامه عبدالروف مناوي[71]  ليکي :

حضرت ابوبکر(رض)ويلي دي : ((علي عترة رسول الله (ص)؛يعنې علي(ک)درسول اکرم (ص) عترت دى .

علي له هغو دى ،چې رسول الله (ص) یې په لاروي سپارښتنه کړې او د لارې ستوری دی او چې څوک ورپسې ولاړ شي؛نو لار به يې موندلي وي .

همداراز ابن باکثير(رح) په وسيلة المال کې له مشهور صحابي معقل بن يسار(رض) په روايت د حضرت ابوبکر(رض) وينا د دارقطني د ((فضايل))کتاب په نقل را اخستي ده.[72]

* ارواښاد علامه محب الدين طبرى شافعي او نورو له ابن عباس (رض) نه روايت کړى،چې ابوبکر اوعلي (رضى الله عنهما) د رسول اکرم د سپېڅلي قبر زيارت ته ورننوتل ،دلته علي (ک) له ابو بکر(رض) نه وغوښتل ،چې لومړى تاسې ورننوزۍ؛خو ابوبکر(رض) ورته وويل :

((ما اتقدم رجلا سمعت رسول الله(ص) يقول: على منى کمنزلئ(بمنزلتى خ) من ربى ؛يعنې زه له داسې چا مخکې شم،چې پېغمبر(ص) یې په باب ويلي: ((علي داسې مقام او منزلت راته لري لکه زه يې،چې خداى (ج) ته لرم.[73]))

* ارواښاد علامه ابن حجرعسقلاني شافعي له ابوالاسود دوتلى نه نقل کړي،چې ويلي يې دي: وا مې ورېدل،چې ابوبکر (رض) وايي:

((ايها الناس!عليک بعلى ابن ابيطالب،فانى سمعت رسول الله (ص) يقول: على خيرمن طلعت عليه الشمس وغربت بعدى؛يعنې اې خلکو! د علي بن ابيطالب په باب مو بايد په پام کې وي ،چې ما خپله له رسول اکرم(ص) نه اورېدلي،چې: تر ما وروسته غوره تن ((علي)) دى ،چې لمر پرې راختلى او لوېدلى دى[74] .

ارواښاد محدث خطيب خوارزمي[75] د سند په راوړو له حارث اعور همداني نقل کړي ،چې ويلي يې دي : روايت رارسېدلى،چې پېغمبر(ص) د اصحابو کرامو(رضى الله عنهم) يوې ډلې ته ،چې حضرت ابوبکر (رض) هم په کې وو وويل : (( ايکم آدم فى علمه ونوح فى فهمه و ابراهيم فى حکمته؟)) يعنې په تاسې کې کوم يو په علم او پوهه کې د آدم (ع) په څېر، په فهم او پوهېدنه کې د نوح (ع) په  څېر او په حکمت کې د ابراهيم (ع) په څېردی؟

بيا په همدې موقع حضرت علي(ک) راغى او حضرت ابوبکر(رض)وويل: يا رسول الله (ص)! هغه سړى،چې له درېيو پېغمبرانو سره دې پرتله کړ دا به څوک وي؟

آنحضرت(ص) وويل : اې ابوبکره! ودې نه پېژانده؟

پېغمبر(ص) وويل : دا سړى ابوالحسن علي بن ابى طالب دى.

بيا ابوبکر (رض) وويل : ((بخ بخ لک يا ابا الحسن واًين مثلک يا ابالحسن؟ يعنې واه واه ، اى ابوالحسنه ! ستا مثل به چېرې وي يا ابوالحسنه؟

دا روايت امر تسري [76] له حافظ بن مردويه هم نقل کړى دى .

* ارواښاد حاکم حسکاني حنفي [77] په سند له حضرت  عمر (رض)  څخه روایتوي،چې ویې ويل:

(( علي ،اعلم الناس بما انزل الله على محمد ؛يعنې څه ،چې خداى تعالى پر محمد عليه السلام نازل کړي دي؛نو علي (ک) تر ټولو خلکو پرهغه ښه پوهېږي )) .

*  ارواښاد د علامه عاصمي[78] او نورو له مشهور صحابي او بوالطفيل (رض) نه روایت کړی،چې حضرت عمر(رض) ،علي بن ابيطالب (ک) ته په اشاره وويل : (( هذا اعلم بنينا و بکتاب نبينا؛په موږ کې دا سړى پر پېغمبر او کتاب يې ښه پوهېږي.))

*  ارواښاد خطيب خوارزمي په خپل سند له جابر بن عبدالله انصارى(رض)روايت کړى،چې حضرت عمر(رض) ويلي دي:((د محمد (ص) اصحابو ته اتلس ځانګړنې دي،چې ديارلس يې د علي دي او په نورو پنځو کې هم راسره ګډ دى .[79]))

د امام سيوطي او څو نورو عالمانو په روايت کې راغلي،چې :طبراني له ابن عباس نه روايت کړي،چې ويلي يې دي : (( د علي لپاره (١٨) ځانګړنې شته،چې په امت کې د بل چا لپاره نشته [80])) .

  د هغو تعبيرونو څو بېلګې را اخلو،چې حضرت عمر(رض) د خپل خلافت په زمانه کې د(( قضائي)) ستونزو دهوارۍ پر وخت د حضرت علي(ک) په باب ويلي دي :

١ـ  يا اباء الحسن انت لکل معضله وشدة تدعى؛يعنې اې ابو الحسنه ! ته د هرې ستونزې هوارۍ ته چمتو او رابلل کېږې[81] .

(٢) – علي(ک) د بني هاشمو او رسول اکرم (ص) له خپلوۍ برخمن دى او د علم نښه ده،؛چې ورپسې ولاړ شو،نه داچې هغه راشي او پر ځاى یې حکمت دعمل جامې واغوندې [82] .

٣ـ  لولاک لافتضحنا. ( که ته علي نه واى نو رسوا کېدو[83]).

(٤) –علي! د هر ډول غم اوغوسې لرې کوونکې او د هر حکم څرګندوونکی يې[84].

(٥) – کان عمر يتعوذ من معضلة ليس لها ابو الحسن؛يعنې عمر(رض) تل خداى تعالى ته له هغې ستونزې پناه وړي،چې علي(ک) يې هواره نه کړي[85] .

(٦) -  پلار مې درځار شه! خداى تعالى ستاسې له لارې سمه لار راوښووه او له تيارو يې رڼا ته راوايستو[86].

(٧) -  لولا على لهلک عمر؛که علي نه واى ؛نو عمر هلاکېده.

*  ارواښاد مفتي محمد عباس شوشتري هندي[87] ليکي : د درېيم خليفه حضرت عثمان (رض) په زمانه کې يو سړي د مړ انسان ککرۍ راوړه او خليفه (رض) ته يې وويل : تاسې خو دا ګڼي ،چې په قبر کې سړى په عذابېږي او پر هډوکيو يې اور لګي؛خو زه ،چې لاس ورباندې وهم تودوخه نه حسوم؟  خليفه (رض) چوپ شو او يو يې په علي(ک) پسې ولېږه او،چې راغی ځواب يې ورکړ: بکره (اور بلوونکي ډبره) او تيګه راوړئ دواړه يې پر يو بل ووهل،اور ترې پيدا شو.سړي ته يې وويل : په تيګه لاس کېده ايا تودوخه دې حس کړه ؟ بيا يې ورته وويل : پر بکره لاس کېده ، تودوخه حسوې ؟ هغه سړي (چې اور يې په سترګو ليده؛خو له بکري او تيګې يې تودوخه نه حسوله) هل پک او چوپ شو. بيا حضرت عثمان (رض) وويل :(( لولاعلى لهلک عثمان؛که علي نه واى عثمان هلا کېده[88] )).

حضرت معاويه د حضرت علي (ک) په باب داسې څرګندونې لري:

١ـ  ((خداى تعالى دې پرابوالحسن ولورېږي،ترمخکينوړومبى شو او راوروستي یې پر دود له تلو بېوسي دي [89])).

(٢) – د ابو طالب د زوى په مړينه فقه او علم هم ولاړل[90].

*  ارواښاد خطيب خوارزمي په سند دحافظ ابن مردويه (رح) له لارې له عمر بن عبدالعزيز (رض) نه روايت کړى،چې ويلي يې دي:(( په دې امت کې مې  له پېغمبر اکرم (ص) وروسته ، بې له حضرت علي(ک)بل خورا زاهد پېژندلی نه دی[91])).

*  مامون الرشيد عباسي خليفه د حضرت علي (ک) ځانګړنې شمېرلې[92] .

پنجتن پاک، چهارده معصوم[سمول]

د خوشحال خټک  دې حـــــــــــــشر له هغو شي

چې دوستدار  د پنجتن پاک چهارده معصوم وي


د  نبوي کورنۍ مشرتوب[سمول]

(الف) : له روايتي اړخه :

د پېغمبراکرم(ص) له اړخ د مسلمينو مرجعيت په بېلابېلو عبارتونو کې بيان شوي :

١- په يو لړ رواياتو کې د "اهل بيت" ، "عترت"،"ذريه" او"ذى القربي"عنوانونه راغلي دي. همداراز د امامانو ټوليز صفتونه او د حضرت زهرا بي بي په کهول کې د امامت د لړۍ پاینه په ټولیز ډول بيان شوى،چې دا شمېر روايتونه ډېر دي او د اهل سنتو په صحاحو او نورو معتبرو کتابونو کې نقل شوي او پردې سربېره د اماميه شيعه وو په "عبقات الانوار" ، "الغدير"،"المراجعات " او "احقاق الحق" کې هم راټول شوي دي.

٢-  دويم لړ داسې  روايتونه دي،چې امامت پکې امام حسن او امام حسين ته لېږدول شوى ،چې ددې رواياتو يوه برخه د"احقاق الحق" په نولسم ټوک  کې راغلې ده .

٣ـ  يو لړ داسې روايتونه دي،چې نومونه يې نه دې اخستي؛خو امامان يې دولس ګڼلي او په دې باب له (١٣٠) زيات احاديث  نقل شوي او دا چې له پېغمبر(ص) وروسته خلفاء او امامان د موسى عليه السلام د نقيبانو په شمېر دي،په دغسې مضمون (٤٠) احاديث روايت شوي[93].

٤- په (٩١) احاديثو کې د امامانو د شمېر په ترڅ کې د لومړي او وروستني امام نوم اخستل شوی او تر (٤٩) زياتو احاديثو يوازې د وروستي امام نوم اخستل شوى[94].

٥- په (١٣٩) احاديثو کې راغلي،چې د امامانو شمېردولس(١٢) دی او څرګنده کړې يې ده ،چې نهه (٩) يې د امام حسين له تومني دي او په ( ١٠٧) احاديثو کې د وروستي امام نوم ښوول شوی[95].

٦ـ  په ( ٥٠) احاديثو کې په بشپړ ډول د يو يو امام نوم ښوول شوى دى.

د اهل بيتو په لاروي ،سپارښتنه[سمول]

١ـ  رسول اکرم(ص) ويلي دي :(( ما درته دوه درانه څيزونه پرېښي؛ " کتاب الله = قرآن" او"عترت مې،اهل بيت مې "، که پر دواړو منګولې ښخې کړې؛نو کله به هم بې لارې نشۍ دا دواړه يو له بله نه بېلېږي،څو په حوض (کوثر) کې راسره يوځاى شي[96])).

٢ـ  رسول اکرم ويلي دي : ((تاسې ته زما اهل بيت د نوح د بيړۍ په څېر دې،که څوک په کې سپاره شول ؛نو وژغورل شو او که چا ترې سرغړونه وکړه ؛نو پوپناه شول[97])).

٣ـ رسول اکرم (ص) ويلي : ((لکه څنګه ،چې ستوري په سمندر کې د انسانانو د ژغورنې لامل دي (ځکه بېړۍ چلوونکي يا ماڼو د ((وبالنجم هم يهتدون [98])) له مخې  په څپو کې په ستوريو لار مومي او کڅ یا ساحل ته ځان رسوي) دغسې زما کورنۍ هم له بې اتفاقۍ نه دامت د ژغورنې سنګر دى،که دعربو کومې ډلې ورسره مخالفت وکړ؛نو پر بې اتفاقۍ او اختلاف اخته شوه او د ابليس په ګوند کې شو.[99]))

٤ـ  رسول اکرم (ص) ويلي: ((تاسې ته زما د اهل بيتومثال داسې دى،لکه بني اسرائيلو ته ،چې "باب حطه" و،که څوک ورننوتل؛ نو وبښل شول[100])).

٥ـ رسول اکرم (ص) ويلي :(( زما اهل بيت ځانته داسې وګڼئ لکه سر،چې بدن ته او سترګې،چې سر ته وي او سر بې سترګو لار نشي موندلاى[101])).

٦ـ  رسول اکرم (ص) ويلي: (( له قرآن اوعترت مه مخکې کېږئ،چې هلاک به شۍ، په اړه یې ناغیړي مه کوئ او شاته ترې مه پاتې کېږئ،چې نابودېږئ، "عترت" ته  څه مه ورښيه،چې درنه ښه پوهېږي[102])).

٧ـ  رسول اکرم(ص) ويلي:((د چا چې دا ښه ايسي،چې زما په څېر ژوند وکړي او زما په څېر ومري او د پالونکي په تلمېشتي جنت کې وي؛نو تر ما وروسته دي "علي" خپل "ولي" وګڼي،د علي دوستان دې خپل دوستان وګني او تر ما وروسته دې زما په اهل بيتو پسې ولاړ شي؛ځکه هغوى مې"عترت" دي ،زما د خټې له خاورې پيدا شوي،زما له پوهې او فهمه برخمن شوي؛نو زما د امت پرهغو کسانو دې افسوس وي،چې د اهل بيتو فضيلت ناليدلی وګڼي زما او دهغوى ترمنځ اتصال او پيوستون پرې کړى خداى دې هغوى زما له شفاعته نه برخمنوي[103])).

٨ـ  رسول اکرم(ص) ويلي دي:(( خلکو! فضل ،شرف ،مقام او ولايت يوازې د خداى تعالى ،دهغه د پېغمبر او اولادې یې دى؛نو ځکه بې ځايه او باطلې خبرې دې تاسې بې لارې نه کړي[104])).

٩ـ  رسول اکرم(ص) ويلي دي:((زما په امت کې هر کهول ته زما له کورنۍ نه عادل وګړي او بېلګې شته،چې د بې لارو د اړونې او د ناپوهانو د تاويل مخنيوى کوي،پوه شئ،چې  امامان تاسې د خداى تعالى لوري ته رابولي؛نو پام کوئ او ځير شئ،چې څوک په مشرۍ نيسۍ او ورسره مينه کوئ.[105]))

 ١٠ـ رسول اکرم(ص) ويلي دي:(( مهدي، له موږ ځنې  دى دين پر موږ پاى ته رسي،لکه ،چې پېلامه يې موږ وو)).

همداراز زمخشري (رح) په خپل سند له پېغمبراکرم(ص) نه روايت کړى،چې   ((فاطمة بهجه قلبي وابناهما ثمره فوادي وبعلها نور بصرى والایمه من ولدها امناً ربى وحبل ممدود بينه وبين  خلقه من اعتصم بهم بجاء ومن تخلف عنهم هوى؛يعنې فاطمه مې د زړه سره او دوه زامن يې زما د زړه مېوه او مېړه يې (علي) زما د سترګو تور دى او له اولادې یې امامان زما د پالونکي امنا او د خداى او خلکو ترمنځ ځوړنده رسۍ دي،که څوک ورپوري ونښتل ؛نو ژغورل شول او که چا ونه نيوه؛نو جهنم ته وغورځول شول)).

* (( المهدى من عترتى من ولد فاطمة؛يعنې مهدي زما له ځوځاته او د فاطمې له اولادې دى [106])) .

١١ـ رسول اکرم (ص) ويلي دي:(( زموږ د اهل بيتو په مينه کې ټينګ وسئ! څوک ،چې له خداى سره ويني حال دا چې موږ يې ښه ايسو،زموږ په شفاعت به جنت ته ننوزي. په هغه خداى  قسم،چې زما اختيار ورسره دى،دهر چا عمل ،هله ګټورېداشي،چې زموږ"حق" يې پېژندلى وي[107].

١٢ـ  رسول اکرم(ص) ويلي دي : ((د آل محمد ښانده - پېژندنه له اوره بيزاري ده،له آل محمد سره مينه له "صراط" نه د تېرېدو اجازه ليک دى،د" آل محمد ولايت" له عذابه د بچ کېدو او امنيت لامل دى[108])).

١٣- رسول اکرم ويلي: ((په قيامت کې انسان لا تر ځايه خوځېدلی نه وي،چې د څلورو څيزونو په اړه پوښتل کېږي:عمر دې په کومه لار کې تېر کړى او بدن دې په کومه لار کې زوړ کړۍ شتمني دې په کومه لار لګولې او څنګه دې لاس ته راوړې زموږ د اهل بيتو له مينې ترې پوښتنه کېږي[109])).

١٤ـ  رسول اکرم (ص) ويلي دي : ((که څوک ټول عمر د رکن او مقام په منځ کې په ولاړه تېر کړي او پرلمانځه بوخت وي او روژې نيسي؛خو که له "آل محمد" سره کينه لري دوزخ ته به ورننووځي[110])).


خوشال بابا وایي :

صـــــــــــــلوات له ما په واړو[سمول]

تحـــــــــــــــيات له ما په واړو[سمول]

زه دوســـــــــــتدار دده دآل يم[سمول]

په دوستۍ کې يې خوشحال يم   [111][سمول]

پر محمد(ص) او آل يې[سمول]

د درود فضيلت[سمول]

1_ په " کنزالعمال" کې له "حسن  " (رض) نه د څښتن له استازي (ص) نه روايت دى چې ويلي يې دي : اکثروا الصلاة على فان صلاتکم على مغفرة لذنوبکم .

پر ما ډېر درود وواست ؛ځکه چې پر ما  ستاسې درود د ګناهونو د بخښـل کېدو لامل دى[112] .

2_ " ابودرداء" (رض)  د څښتن له استازي رانقل کړي :

من صلى على حين يصبح عشرا و حين يمسى عشرا ادرته شفاعتى .

څوک چې ګهیځ او ماښام لس ځلې پر ما درود ووايي ؛نو په شفاعت کې به وي[113] .

3_ له سهل بن سعد (رض) نه روايت دى :

قدم رسول الله فاذا بابى طلحة،فقام اليه فتلقاه فقال : بابى انت او امى يا رسول الله انى لارى السرور فى وجهک ،قال : (( اتانى جبرئيل  انفاً فقال :  يا مُحمد مَن صَلى عليک مرة کتب الله بها عشر و حسناتٍ او محى عنه عشر سيئات و رفع له بها عشر درجات . ))

د څښتن استازی راننووت چې ابوطلحه مخې ته ورغی او د انحضرت هرکلی یې وکړ او ويې ويل : موروپلار مې دې درځار شي د څښتن استازيه! څېره مو خوشحاله وينم . و يې ويل :(( لږ مخکې جبرائيل راغی او ماته يې وويل : اى محمده !چا چې يو ځا پر تا درود ووايه ؛نو څښتن به ورته لس حسنه په ثواب کې ورکړي او لس سيئه او بدۍ به ترې لرې او لس درجې به يې اوچت  کړي.[114]))

دا روايت له ابوطلحه نه له دې زياتوالي سره رانقل شوى دى :

(( او پرښته به هغه (درود ويونکي) ته هماغه وايي چې درته يې ويلي .ورته مې وويل : اى جبرائيل! دا پرښته څوک ده ؟ ويې ويل : لوى څښتن ستا له زوکړې نه ستا تر استازيتوبه دوه پرښتې درته ګمارلې وې او ستا په امت کې هر څوک، چې پر تا درود  وايي ؛نو داسې کس به پېدا نه شي، چې  (دا پرښتې به) ورته ونه وايي : او ته ! څښتن درباندې درود وايي[115])).)

دا روايت له سعيد بن عمر انصاري  او ابوبردة بن نياز او انس (رضي الله عنهم) هم روايت شوى دى[116] .

4_  په صحيح مسلم ،سنن ترمذي ،سنن نسايي ،مسند احمد او په نورو کې د ابوهريره (رض) له خولې راغلي، چې د څښتن استازي وويل : (( من صلى على واحداً صلى الله عليه عشراً - څوک چې يو ځل پر ما درود ووايي څښتن به پرې لس ځلې درود وايي.[117]))

5_ په کنزالعمال کې له عمار ياسر(رض) د څښتن د رسول (ص) د خولې وينا راغلې، چې ويلي يې دي  : (( ان الله  اعطى ملکاً من الملائکة اسماع الخلق فهو قايم على قبرى الى يوم القيام لا يصلى على احدا صلاة الا سماه باسمه و اسم ابيه و قال : يا محمد صلى عليک فلان بن فلان . و قد ضمن لي ربي _تبارک و تعالى_  انه اراد عليه بکل صلاة عشراً .

څښتن په پرښـتو کې يوې پرښتې ته د ټولو خلکو هومره د اورېدلو قدرت ورکړى او د قيامت تر ورځې زما پر قبر ولاړه ده او د قيامت تر ورځ چې څوک پر ما درود وايي ؛نو داسې څوک به نه وي چې دا پرښته پر نامه او د پلار پر نامه ماته رامعرفي نه کړي،چې محمده ! پلاني د پلاني زوى درباندې درود وايي . زما ستر پالونکي څښتن ضمانت کړى، چې د هر چا درود لس چنده ور وګرځوم .[118]))

6_په سنن ابوداوود ،ترمذي،نسايي ،مسند احمد او مستدرک له فضالة بن عبيد (رض) نه روايت راغلى، چې ويلي يې دې:سمع رسول الله رجلاً يدعوا فى الصلاة و لم يذکر الله عزوجل و لم يصل على النبى فقال رسول الله : (( عجل هذا )) ثم على دعاه و قال له و لغيره : (( اذا صلى احدکم فليبدا بتحميد الله و الثناء عليه ثم ليصل على النبى ثم ليدع بعد ما شاء . ))

د څښتن استازي واورېدل، چې يو سړې په لمونځ کې دعا کوي؛خو نه يې څښتن پکې ياد کړ او نه يې د څښتن په استازي پکې درود ووايه.د څښتن استازي وويل : ((هغه بيړه وکړه)) او بيا يې راوغوښت او نورو ته يې وويل : (( په تاسې کې،چې هر چا لمونځ وکړ لومړى دى حمد او ثنا وکړي بيا دې د څښتن پر استازي درود ووايي ؛نو تر دې وروسته يې چې هر څه غوښتل له څښتنه دې وغواړي.[119]))

په همدې کتاب کې په يو بل روايت کې راغلي : د څښتن استازي هغه سړي ته چې لمونځ يې کاوه او ځان ته يې دعا کوله؛خو نه يې  د څښتن شکر ادا کړ او نه يې  د څښتن پر استازي درود ووايه،وويل : (( اى لمونځ کوونکيه! چې دې لمونځ وکړ او کېناستې؛نو د څښتن شکر وکړه او پر ما درود ووايه ؛نو هله له څښتن نه څه چې غواړې و يې غواړه )).

د څښتن استازي يو بل سړي ته،چې لمونځ يې وکړ،د څښتن شکر يې ادا کړ او د څښتن پر استازي يې درود ووايه ،وويل : ((لمونځ کوونکيه ! دعا وکړه چې قبلېږي [120])).

7_  سعد ساعدي (رض) د څښتن د استازي د خولې وينا رانقل کړى او ويلي يې دي : (( ..... لا صلاة لمن لا يصلى على النبى- هغه لمونځ نه دى،چې په کې د څښتن پر استازي درود و نه ويل شي.[121]))

8_ له جابر(رض) د څښتن د استازي وينا رانقل شوى، چې ويلي يې دي :(( من ذکرت عنده فلم يصل على فقد شقى؛ يعنې : د چا پر وړاندې،چې مې نامه واخستل شي او پر ما درود و نه وايي ؛نو په يقين،چې ظلم يې کړى دى.))

9_ له امام حسين بن علي نه د څښتن د استازي وينا رانقل شوى، چې يلي يې دي : ((من ذکرت عنده فخطى الصلاة على خطى طريق الجنة - د چا پر وړاندې،چې زما نامه واخستل شي او پر ما پر درود سترګې پټې کړي ؛نو د جنت پر لار يې سترګې پټې کړى دي.[122]))

10_ د امام احمد حنبل په مسند ،سنن ترمذي او په نورو کې  له حسين بن علي نه د څښتن د استازي وينا را نقل شوى ده : (( البخيل من ذکرت عنده فلم يصل على – هغه بخيل دى، چې په مخ کې یې زما نوم واخستل شي او پر ما درود و نه وايي.[123]))

پر محمد(ص) او آل[سمول]

يې د درود څرنګوالی[سمول]

په "کنزالعمال" کې له حضرت علي روايت دى :

(( قالوا يا رسول الله ! و کيف نصلى عليک ؟ قال : قولوا : اللهم صل على محمد و آل محمد کما صليت على ابراهيم و آل ابراهيم انک حميد مجيد و بارک على محمد و آل محمد کما بارکت على ابراهيم او على آل ابراهيم انک حميد مجيد؛يعنې(اصحابو کرامو )  وويل : دڅښتن استازيه ! څنګه پر تا درود ووايو؟ ويې ويل : ووياست : اللهم صل على محمد و آل محمد کما صليت على ابراهيم و آل ابراهيم انک حميد مجيد و بارک على محمد و آل محمد کما بارکت على ابراهيم او على آل ابراهيم انک حميد مجيد.[124]))

په صحيح مسلم،سنن ابو داود،ترمذي،نسايي ،موطا مالک، مسند احمدبن حنبل ،سنن دارمي کې له  حضرت "ابو مسعود بن انصاري" روايت دى، چې ويلي يې دي :

  ((د څښتن استازى راغى او موږ د حضرت "سعد بن عباده" په غونډه کې ناست وو. "بشيربن سعد" ،ابونعمان بن بشير، رسول الله ته وويل : د څښتن استازيه! خدای (ج) حکم راکړى،چې پر تا درود ووايو؛نو څنګه يې درباندې ووايو؟راوي وايي: د څښتن استازى چوپ شو او موږ هيله وکړه،چې کاشکې دا پوښتنه مو نه وه کړې . بيا د څښتن استازي وويل : ووياست :"اللهم صل على محمد و آل محمد کما صليت على ابراهيم و آل ابراهيم انک حميد مجيد و بارک على محمد و آل محمد کما بارکت على ابراهيم او على آل ابراهيم انک حميد مجيد"  او سلام هم همداسې دې ؛لکه چې پرې پوه شوئ.[125]))

په صحيح بخاري،سنن نسايي،ابن ماجه ،مسند احمد له ابو سعيد خدري (رض) نه روايت دى چې ويلي يې دي :قلت: يا رسول الله ! هذا السلام عليک قد عرفنا فکيف الصلاة؟ قال : (( قوالوا : اللهم صل على محمد عبدک و رسولک کما صليت على ابراهيم  وبارک على محمد و آل محمدکما بارکت على ابراهيم .))

و مې ويل د څښتن استازيه ! دا پر تا باندې سلام و،پر پوه شو، (پر تاسې ) درود څنګه دى؟ ويې ويل : وواياست :(( اللهم صل على محمد عبدک و رسولک کما صليت على ابراهيم  وبارک على محمد و آل محمدکما بارکت على ابراهيم .[126]))

په سيوطي تفسير کې له ابن عباس (رض) نه رانقل شوي دي :

......فقلنا او قالوا : يا رسول الله !قد علمنا السلام عليک فکيف الصلاة عليک؟ فقال : (( اللهم صل على محمد و آل محمد کما صليت على ابراهيم و آل ابراهيم انک حميد مجيد و بارک على محمد و آل محمد کما بارکت على ابراهيم  و آل ابراهيم انک حميد مجيد)).

ورته مو وويل _يا وويل شول_ د څښتن استازيه ! پر تا پر سلام پوه شو،پر تاسې درود څنګه دى؟ و يې ويل : اللهم صل على محمد و آل محمد کما صليت على ابراهيم و آل ابراهيم انک حميد مجيد و بارک على محمد و آل محمد کما بارکت على ابراهيم و آل ابراهيم انک حميد مجيد[127])).

په سنن نسايي کې يې د څښتن د استازي وينا د  زيد بن خارجه (رض) له خولې نه رانقل کړې ده چې ويلي يې دي :(( صلوا على و اجتهدوا فى الدعاء و قولوا : اللهم صل على محمد و آل محمد و بارک على محمد و آل محمد کما بارکت على ابراهيم و آل ابراهيم انک حميد مجيد)).

پر ما درود ووایی او په دعا کوښښ وکړئ او ووايی : اللهم صل على محمد و آل محمد و بارک على محمد و آل محمد کما بارکت على ابراهيم و آل ابراهيم انک حميد مجيد[128])).

په سنن نسايي او د امام احمد حنبل په مسند کې له ابوطلحه (رض) نه روايت دى، چې ويلي يې دي :

قلنا :يا رسول الله ! کيف الصلاة عليک؟قال : قولوا :)) اللهم صل على محمد و آل محمد کما صليت على ابراهيم و آل ابراهيم انک حميد مجيد و بارک على محمد و آل محمد کما بارکت على ابراهيم و آل ابراهيم انک حميد مجيد)).

ورته مو وويل : د څښتن استازيه ! پر تاسې درود څنګه دى ؟ويې ويل : (( وواياست : اللهم صل على محمد و آل محمد کما صليت على ابراهيم و آل ابراهيم انک حميد مجيد و بارک على محمد و آل محمد کما بارکت على ابراهيم و آل ابراهيم انک حميد مجيد)).

په يو بل روايت کې راغلي دي :

يو سړى د څښتن استازي ته راغى او ورته يې وويل: د څښتن استازيه ! څنګه پر تا درود ووايو؟ ويې ويل : ووايی : اللهم صل على محمد و آل محمد کما صليت على ابراهيم و آل ابراهيم انک حميد مجيد و بارک على محمد و آل محمد کما بارکت على ابراهيم و آل ابراهيم انک حميد مجيد[129])).

په کنزالعمال کې له طلحه(رض) نه روايت دى چې ويلي يې دي :

قلنا :يا رسول الله ! قد علمنا کيف السلام عليک،فکيف الصلاة عليک؟ قال : (( قولوا : اللهم صل على محمد و آل محمد کما صليت على ابراهيم و آل ابراهيم انک حميد مجيد و بارک على محمد و آل محمد کما بارکت على ابراهيم و آل ابراهيم انک حميد مجيد)).

وويل: دڅښتن استازيه ! څنګه پر تا درود ووايو؟ و يې ويل : وواياست : اللهم صل على محمد و آل محمد کما صليت على ابراهيم و آل ابراهيم انک حميد مجيد و بارک على محمد و آل محمد کما بارکت على ابراهيم و آل ابراهيم انک حميد مجيد[130])).

په صحيح بخاري ،مسلم،سنن ابوداود ،دارمي،نسايي،ترمذي،ابن ماجه ،مسند احمد،تفسير طبري او سيوطي کې له (( کعب بن عجزه (رض) نه روايت دى، چې ويلي يې دي :

کنت جالساً عند النبى اذ جاء رجل فقال: قد علمنا کيف نسلم عليک يا رسول الله ،فکيف نصلى عليک ؟ قال : (( قولوا : اللهم صل على محمد و آل محمد کما صليت على ابراهيم و آل ابراهيم انک حميد مجيد و بارک على محمد و آل محمد کما بارکت على ابراهيم و آل ابراهيم انک حميد مجيد)).د څښتن له استازي سره ناست وو، چې يو سړى راغی او و يې ويل : د څښتن استازيه ! پر تا سلام کول مو زده کړل ،پر تا څنګه درود ووايو؟ ويې ويل : ((  وواياست : اللهم صل على محمد و آل محمد کما صليت على ابراهيم و آل ابراهيم انک حميد مجيد و بارک على محمد و آل محمد کما بارکت على ابراهيم و آل ابراهيم انک حميد مجيد[131])).

د امام احمد په مسند او د سيوطي په درالمنثور کې د څښتن د استازي وينا د  برده خزاعى (رض) له خولې رانقل شوى، چې ويلي يې دي :(( قولوا : اللهم اجعل صلواتک او رحمتک او برکاتک على محمد و على آل محمد کما جعلت على ابراهيم انک حميد مجيد[132])).

په کنزالعمال  کې له محمد بن عبدالله بن زيد (رض) نه روايت دى چې د څښتن استازي وويل :  اللهم صل على محمد و آل محمد کما صليت على ابراهيم و آل ابراهيم انک حميد مجيد و بارک على محمد و آل محمد کما بارکت على ابراهيم فى العالمين  انک حميد مجيد و السلام کما علمتم [133])).

١١_ په طبري او سيوطي تفسير کې  له ((ابراهيم)) نه  د (( ان الله و ملائکته ....)) د ايت تر تفسير لاندې راوړي دي، چې :

قالو يا رسول الله ! هذا السلام قد عرفناه،فکيف الصلاة عليک؟ فقال : (( قولوا : اللهم صل على محمد عبدک و رسولک و اهل بيته کما صليت على ابراهيم انک حميد مجيد)).

وويل شول : اى دڅښتن استازيه ! پر دې سلام پوه شو ،پر تا درود څنګه دى ؟ و يې ويل :

(( ووايی : اللهم صل على محمد عبدک و رسولک و اهل بيته کما صليت على ابراهيم انک حميد مجيد)).

١٢_ په کنزالعمال کې له ام المومنين عايشې بي بي نه روايت دى، چې ويلي يې دي :

قال اصاب النبى : يا رسول الله امرنا ان نکثر الصلاة عليک فى الليلة الغراء او اليوم الازهر و احب ما صلينا عليک کما تحب،قال: (( قولوا :

اللهم صل على محمد و آل محمد کما صليت على ابراهيم و آل ابراهيم و ارحم محمد و آل محمدکما رحمت ابراهيم او آل ابراهيم و بارک على محمد و آل محمد کما بارکت على ابراهيم و آل ابراهيم انک حميد مجيد و اما السلام فقد عرفتم کيف هو )).

د څښتن د استازي يارانو وويل : اى دڅښتن استازيه ! راته امر شوى، چې د شپې په تپه تياره او  د ورځې په رڼا کې درباندې ډېر درود ووايو.

(نو څومره به ښه وي، چې ) زموږ درود هغسې وي چې ستاسې پرې خوښه وي . و يې ويل : (( ووايی: اللهم صل على محمد و آل محمد کما صليت على ابراهيم و آل ابراهيم و ارحم محمد و آل محمدکما رحمت ابراهيم او آل ابراهيم و بارک على محمد و آل محمد کما بارکت على ابراهيم و آل ابراهيم انک حميد مجيد . [134]))

په دعا پسې چې پر آل محمد درود وويل شي؛نو قبلېږي[سمول]

(کنزالعمال:لومړى ټوک:173 مخ )وايي : د دعا او خداى ترمنځ يو حجاب دى او چې پر آل محمد درود وويل شي؛نو دا حجاب څېرې شي او دعا قبلېږي  او که پر آل محمد درود و نه ويل شي؛نو دعا بېرته راستنېږي او نه قبلېږي .( له ديلمي نقل شوى دى )

( ابن حجر ؛صواعق :88 مخ ) او فيض القدير : پينځم ټوک :19 مخ او متقي ؛کنزالعمال :لومړى ټوک ،214 مخ له عبيدالله بن ابي  حفص عيشي او عبدالقادررهاوي په اربعين کې او طبراني په الکبير کې او بيهقي په ( شعب الايمان ) کې او بيا فيض القدير :3ټوک :543 مخ له ابو الشيخ نه او په شرح کې  له بيهقي په شعب الايمان کې او له ترمذي او ابن عمر (رض) نه او ديلمي په مسند الفردوس کې هر يو په دې اړه يو مضمون راوړى دى .

او ثعلبي په خپل قصص کې د حضرت يوسف په کيسه ( 157 مخ ) کې راوړي : پر څلورمه ورځ جبراييل حضرت يوسف ته راغى او ويې پوښته: چا په څاه کې اچولى يې ؟ حضرت يوسف ورته وويل : وروڼو مې چې له يوه پلاره هم دي . جبراييل : ولې يې دا کار درسره وکړ ؟ يوسف : ځکه کينه يې راسره کوله، چې زه ولې پر خپل پلار ترې ګران يم . جبراييل : غواړې له دې څاه راووځې ؟ يوسف : هو ! غواړم . جبراييل وويل : نو  و وايه : ( يا صانع کل مصنوع و يا جابر کل مکسور و يا حاضر کل ملاء و يا شاهد کل نجوى او يا قريبا غير بعيد و يا مونس کل وحيد  و يا غالبا غير مغلوب  و يا علام الغيوب و يا حيا لا يموت و يا محيى الموتى لا اله الا انت سبحانک اسالک يا من له الحمد يا بديع السموات و الارض يا مالک المک يا ذالجلال و الاکرام ان تصلى على محمد و على آل محمد و ان تجعل لي من امرى و من ضيقى فرجا و مخرجا و ترزقنى من حيث احتسب و من حيث لا احتسب ) حضرت يوسف دا دعا وويله او خداى يې هم له څاه د راايستو وسيله چمتو کړه او له ورونو يې بچ کړ او د مصر واکمن يې کړ، چې سوچ ته يې هم نه راتلل .

هغه لمونځ نه قبلېږي چې پکې پر آل محمد درود و نه ويل شي[سمول]

( سنن بيهقي :2ټوک :379 مخ ) پر خپل سند له ابي مسعو د څخه روايت کړى،چې ويلي يې دي : که لمونځ وکړم او پکې پر محمد او آل يې درود و نه وايم؛نو فتوا مې داده، چې لمونځ مې پوره نه دى کړى .

دا روايت دارقطني؛سنن : 136 مخ او همداراز په هماغه مخ کې يې د خداى له استازي روايت نقل کړى دى . ذخاير العقبى په 19 مخ کې له جابر څخه روايت نقل کړى او صواعق المحرقه هم په 88 مخ کې له شافعي روايت نقل کړى دى،چې و يې  ويل :

يا اهل بيت رسول الله حبـک

فرض من الله فى القرآن انزله

کفاکم من عظيم القدر انـکم

من لم يصل عليکم لا صلوه له


يعنې آل محمده ! درسره مينه هغه فرض چار دى، چې خداى په خپل قرآن کې نازل کړى دى او همدا دليل مو عظمت ته بس دى، چې که څوک په لمانځه کې درباندې درود ونه وايي؛نو لمونځ به يې لمونځ  نه وي .

دا دوه بيته شعر  شبلنجي هم د  نور الابصار په  104 مخ کې له شافعي نقل کړى دى او په بل باب کې به په دې  اړه خبره وشي،چې په نمانځه کې په تشهد کې پر درود سپارښتنه کوي؛لکه ددې حديث په څېر چې وايي : چې په لمانځه کې پر تشهد شوې؛نو ووياست : اللهم صل على محمد و آل محمد .

او ټول پوهېږو،چې د امر صيغه (ووياست) پر وجوب دلالت کوي او هم پوهېږو،چې که څوک په لوى لاس د لمونح يو فرض پرېږدي؛نو لمونځ به يې باطل وي ؛بلکې د قاعدې غوښتنه ده،چې سهواً هم باطل وي مګر داچې د لمانځه د اجزاوو په اړه  ځانګړى دليل ووايي، چې سهوي اخلال لمونځ نه باطلوي؛لکه دا حديث : ( لا تعاد الصلوة الى من خمس؛يعنې لمونځ نه کېږي؛خوداچې  په  پينځو (فرضو) کې اخلال راشي ) راښيي،چې بې له پينځو (فرضو)  په نورو کې اخلال، لمونځ نه باطلوي.

فخر رازي په خپل تفسير کې د : ((قُل لَّا أَسْأَلُكُمْ عَلَيْهِ أَجْرًا إِلَّا الْمَوَدَّةَ فِي الْقُرْبَى)) تر آيت لاندې  ليکي : غوره دعا پر محمد او آل يې درود دى؛ نوځکه يې د تشهد په پاى کې فرض کړى دى او  هغه : اللهم صل على محمد و على آل محمد دى .

رسول اکرم منع کړي يو، چې بتراء درود مه وياست[سمول]

( صواعق محرقه :87 مخ ) کې د رسول اکرم وينا ده : پر ما بتراء درود مه وياست . وپوښتل : بتراء څه دي ؟ و يې ويل : داچې ووياست : (( اللم صل على محمد او بس؛بلکې بايد ووياست :اللهم صل على محمد و على آل محمد)) .

دولس امامامان[سمول]

د جهان دولـــــــس امام دي

په حديث کې نام په نام دي

د دولس ګونو امامانو نومونه :[سمول]

(لومړی) له روایتي پلوه:

له جابر بن سمرة(رض) نه روايت دى،چې رسول اکرم(ص)ويلي:(( اسلام به د دولسو خلفاوو د واکمنۍ په بڼه کې د عزت او دبدبې خاوند وي،بيا يې يوه خبره وکړه،چې ما وانه ورېده،پلار مې وپوښت،چې څه يې وويل: ځواب يې راکړ،چې ويې ويل : دا ټول له قريشو دي [135])).

فخرالاسلام امام حمويني په فرايد السمطين کتاب کې په خپلواسنادو روايتوي:

(الف) :  ابن عباس(رض) ويلي،چې رسول اکرم(ص) ويلي:((انا سيدالنبيين وعلي بن ابى طالب سيد الوصيين وان اوصياى بعدى اثنا عشراولهم على بن ابى طالب واخرهم المهدي؛ يعنې زه د پېغمبرانو ښاغلى اوعلى بن ابيطالب د وصيانو ښاغلى دى،تر ما وروسته وصيان مې دولس تنه دي،چې وړومبنى يې علي او وروستى يې مهدي دى)).

(ب): راوي وويل : وامې ورېدل،چې رسول اکرم(ص) وويل : ((انا وعلى والحسن والحسين وتسعه من ولد الحسين مطهرون معصومون؛يعنې زه،على ،حسن ،حسين او نهه تنه زامن یې سپېڅلي او سپین لمني یا معصوم يو )).

دکفايةالاثرليکوال په خپل سند له حضرت ابوهريره نه روايتوي،چې زه ،ابوبکر،عمر ،فضل بن عباس زيد بن حارث اوعبدالله بن مسعود (رضى الله عنهم ) له آنحضرت (ص) سره ناست وو،چې حسين (رض) راغى،آنحضرت(ص) هغه ونيو او موچي يې کړ او ورته يې وويل : ((ته امام د امام زوى او د امامانو پلار يې.))عبدالله بن مسعود (رض) وويل : دا امامان څوک دي؟آنحضرت (ص)يو،يو امام په القابو او اوصافو سره وښود او حضرت امام حسن عسکرى يې د ((ابوالحجة)) په نامه وستايه اوبيا يې وويل:((چې د امام حسن عسکرى له تومني به داهل بيتو ((قايم )) راښکاره شي،چې ځمکه به له عدل او انصافه ډکه کړي لکه،چې له ظلم او ځورېدنې تر خولې راغلې ده )).

امام حمويني،خوارزمي او قاضي ابولفرج بغدادي هم دا روايت له ابوهريره (رض) نه روايت کړي دي .

شيخ سليمان بن ابراهيم قندوزي[136] له سلمان فارسى (رض) نه روايت  کړى ،چې: دخلت على النبى صلى الله عليه واله فاذا الحسين على فخذيه وهو يقبل عبنيه و يقبل فه ويقول : انت سيد ابن سيد وانت امام ابن امام وانت حجة ابن حجة وانت ابو حجج تسمعه ،تاسعهم قائيهم )) .


لطف الله صافي[137] ليکي : جابر بن عبدالله انصارى (رض) وايي: کله،چې ['أَطِيعُواْ اللّهَ وَأَطِيعُواْ الرَّسُولَ وَأُوْلِي الأَمْرِ مِنكُمْ[138]']  آیت نازل شو،پېغمبراکرم(ص) ته مې وويل :موږ خو خداى او پېغمبر يې وپېژانده؛خو هغه اولى الامر،چې اطاعت يې راباندې لازم شوى کوم کسان دي؟ځواب يې راکړ:((هغوى مې ځايناستي او تر ما وروسته امامان دي،لومړنى يې علي او بيا په ترتيب سره حسن بن علي،حسين بن علي، على بن الحسين ،محمد بن على  دي،چې په تورات کې په ((باقر)) مشهور دي او ته به هغه وخت او زمانه درک کړې اوهر وخت ،چې دې وليد؛نو زما سلام ورته ووايه. له هغه وروسته په ترتيب سره جعفر بن محمد،موسى بن جعفر،على بن موسى ،محمد بن علي ،علي بن محمد، حسن بن على او له هغه وروسته زوى يې،چې نامه او کنيه يې زما له نامه او کنيې سره یو رنګ ده،خداى تعالى به يې پر ټولې نړۍ  واکمن کړي او هغه به پټېږي او غيبت به يې اوږد شي،تردې ،چې د مضبوط او ټينګ ايمان خاوندان به یې پرامامت ګروهن پاتې شي )).

شيخ سليمان قندوزى حنفي[139] ليکي:

(الف) : نوموړى په خپل سند،چې آن ترابن عباس (رض) پورې رسي را اخلي: د "نعثل" په نامه يو يهودې د پېغمبراکرم(ص) حضور ته راغى او د توحيد په باب يې څو پوښتنې وکړې ،آنحضرت (ص) ځوابونه ورکړل او "نعثل" مسلمان شو،بيا يې وپوښتل يا رسول الله (ص) هر پېغمبر وصى درلود او زموږ د پېغمبر"موسى بن عمران" وصي "يوشع بن نون" و؛نو ستاسى وصى څوک دى؟ ځواب يې ورکړ:(( زما وصى ،على بن ابيطالب دى او له هغه وروسته مې د لور دوه زامن حسن اوحسين اوله هغوى وروسته د حسين له تومني (صلب ) نهه تنه امامان دي)) نعثل وويل! نومونه يې واخله: آنحضرت وويل :

"اذ مض الحسين فابنه "على" فاذا مضى على فابنه  "محمد" فاذا مضى محمد،فابنه "جعفر" فاذا مضى جعفر فابنه "موسى" فاذامضى موسى فابنه "على" فاذا مضى على فابنه "محمد" فاذا محمد ،فابنه "على" فاذا مضى على فابنه "الحسن" فاذا مضى الحسن فابنه "الحجة المهدى" فهوالا اثنا عشر. دا چې هر يوامام په کومه طريقه له نړۍ سترګې پټوي دا يې هم څرګند کړل. نعثل وويل : د خداى تعالى پر وحدانيت او ستا پر رسالت شاهدي ورکوم ،چې تر تاسې وروسته هغه دولس واړه وصيان دي او په رښتيا څه ،چې دې وويل د مخکينيو پېغمبرانو په کتابونو کې مې ليدلي او د حضرت موسى (ع) په وصيت پاڼه کې هم په بشپړه توګه کښل شوي دي .

بيا آنحضرت(ص) وويل :جنت دهغه چا لپاره دى ،چې له دوى سره دوستي ولري او ورپسې ولاړ شي او دوزخ دهغه چا لپاره دى،چې ورسره دښمني وکړي)).

بيا نعثل د آنحضرت(ص) په حضور کې د ستاينې څو شعرونه وويل.

(ب) : شيخ قندوزي حنفي د خوارزمي له مناقبو او هغه له واثله بن السقع ابن قرخاب اوهغه له جابر بن عبدالله  انصارى (رض) او ابوالفضل شيباني له محمد بن عبدالله بن ابراهيم شافعي او دى په خپل سند له جابر بن عبدالله انصارى ځنې روايتوي ،چې :

د جندل بن جناده بن جبير په نامه يهودي د پېغمبراکرم(ص) حضور ته راغى او د توحيد په باب د ځينومسايلو له ځواب اورېدو وروسته مسلمان شو.بيا يې وويل:تېره شپه په "عالم رويا"  کې د موسى بن عمران (ع) په خدمت کې وم ماته يې وويل : ((د خاتم الانبيا په لاس مسلمان شه او له هغه وروسته پر وصيانو پسې یې هم ولاړ شه)).

اوس د خداى شکر،چې مسلمان شوم،وصيان دې هم راوښييه،آنحضرت(ص) ووته وويل:(( لومړيې علي (د امامانو پلار،سيد او ښاغلى دى) او بيا يې دوه زامن حسن او حسين دي،ته به دا درې واړه وويني او د عمر په پاى کې به "زين العابدين" وزېږېږي او له نړۍ به يې وروستۍ توښه د شيدو شربت وي؛نو ورپسې ولاړ شه،چې هسې نه د ناپوهانو،ناپوهي دې مغرور نه کړي.))

جندل وويل: ما په تورات او د انبياوو په کتابونو کې دعلي،حسن او حسين نومونه د "اهليا" "شبر او شبير" په نامه ليدلي،هيله ده،چې له حسين وروسته نومونه راته واخلې. بيا آنحضرت  ورته دهغو نهو تنو امامانو نومونه له القابو سره وويل.

ابوالمؤيد موفق بن احمد اخطب الخطبا خوارزمي په "مناقب" کې په خپل سند له ابو سليمان راعي نه نقلوي رسول الله وویل :((خداى تعالى راته د معراج په شپه وحى وکړه او راته يې وويل،چې يا محمده (ص)! د ځمکې خلکو ته مې نظر وکړ او له هغوى مې ته غوره کړې او له خپلو نامو مې يوه نامه پر تا کېښووه،ياد نه شم  په هغه ځاى کې؛خو دا چې ته هم راسره ياد شې زه "محمود" يم او ته "محمد" له تا وروسته مې "علي" له خلکو غوره کړ او له خپلو نامو مې پرې يو نامه کېښووه زه "اعلى" يم او هغه "علي" دى .

يا محمده (ص) ! على ،فاطمه،حسن،حسين او د حسين د اولادې امامان مې له خپلې رڼا پيدا کړل او ستاسې ولايت مې ځمکې او اسمانونو ته وروړاندې کړ؛نو که هرچا ومنه له مؤمنانو به وي او که ويې نه منه ؛نو له کفارو به وي يا محمده (ص)!غواړي ،چې هغوى ووينې.عرض مې وکړ.هو؛نو ويې ويل:(( د عرش ښي لوري ته وګوره، چې ومې ليدل دولس واړه وصيان او نومونه يې يو يو راته بيان کړل،ويې ويل ،چې له هغوى نه محمد مهدي بن حسن ځلانده ستورى "کوکب درى" و؛نو بيا الهي خطاب راورسېد "يا محمد هولاً حججي على عبادي وهم اوصياؤک" يعنې دوى زما بندګانو ته حجتونه او ستا وصيان دي)).

  شيخ سليمان قندوزي حنفي د ينابيع المودة (٧٧)باب همدې حديث(تر ما وروسته خلفا او امامان دولس دي،چې ټول قريش دي) ته ځانګړى کړى او په دې باب يې له شيخينو ،ترمذي،ابى داود، شعبي،سيد على همداني او نورو روايتونه راټول کړي،چې له دې جملې:

يحى بن حسن (رح) په عمده کتاب کې له شلو لارو را اخستى دى،چې له نبي اکرم(ص) وروسته دولس تنه امامان دي،چې ټول قريش دي،دغسې امام بخارى له درې لارو،مسلم له نهو لارو،ابى داود له درې لارو ترمذى له يوې لارې او حميدي له درې لارو راخستى او په ځينو رواياتو کې داسې راغلي ،چې ((کلهم من بنى هاشم؛چې ټول له بنى هاشمو څخه دي)).

شيخ قندوزي د خپل کتاب په ٤٤٦ مخ کې ليکي : د اهل سنتوځينې څېړونکي او پوهان وايي ،چې له پېغمبر اکرم (ص) وروسته د دولسو تنو د امامت ثبوت په ډېرو لارو او طريقو مشهور دی او سړى پوهېږي،چې د رسول اکرم(ص) مطلب د اهل بيتو اوعترت دولس امامان دي او دا ناشونې ده ،چې دا حديث د اصحابو پر څلور ګونو خلفاوو رضى الله عنهم ( له سترو خدمتونو سره سره،چې کړي يې دي) تطبيق شي؛ځکه دلته دولس  ښوول شوي اوهغوى څلور وو.

همداراز پر امويانو هم نه تطبيقېږي؛ځکه هغوى له دولسو زيات وو(يعنې ١٣-١٥ تنه وو) ،چې بې له عمربن عبد العزيز پر نورو ټولو نيوکې شته. پرعباسيانو هم نه تطبيقېږي؛ځکه  هغوى له دولسو زيات وو؛يعنې (٣٥) تنه وو او کله يې هم د [قُل لَّا أَسْأَلُكُمْ عَلَيْهِ أَجْرًا إِلَّا الْمَوَدَّةَ فِي الْقُرْبَى'[140]' = زه له تاسې د خپل رسالت اجر نه غواړم؛خو يوازې له خپلوانو سره مې مينه ولرئ] او د کساً حديث یې د عترت په باب مراعات نه کړ.

نو څرګنده شوه،چې دا روايتونه يوازې د پېغمبر د اهل بيتو پر امامانو تطبيقېږي او بس؛ځکه دوى د خپلى زمانې پوهان،ستر او پرهېزګاران وو، د نسب اوحسب له پلوه تر ټولو غوره او افضل وو او د خداى پر وړاند پتیالي او پتمن وو. علم  یې ،لدني، ارثي او موهبتي و،چې د پلرونو له لارې له رسول اکرم(ص) سره نښلیدلي وو او په دې توګه دعلم ، څېړنې او توفيق خاوندانو دوى دغه ډول موندلي او ښوولي دي .

*  دافغانستان سترعالم آيت الله العظمې  شيخ محمد آصف محسنى کندهارى[141] په دې باب ليکي:

ميرحامد حسين د عبقات الانوار مؤلف له شهردار بن شيرويه ديلمي له فردوس کبير مسنده له ابي سعيد خدرى (رض) نقلوي،چې آنحضرت (ص) ويلي دي :

((يا معاشراصحابي ان مثل اهل بيتى فيکم مثل سفينة نوح و باب حطه فى بنى اسرائيل فتمسکوا باهل بيتى بعدى: الائمة الراشدين من ذريتى فانکم لن تضلوابدا فقيل يا رسول الله کم الائمة بعدک قال اثناعشر من اهل بيتى اوقال من عترتي؛يعنې اې زما اصحابو! په رښتيا،چې زما اهل بيت درته د نوح د بېړۍ په شان(چې تاسې ژغوري )او د بني اسرائيلو د "باب حطه" په څېر دي ( چې د ګناهونو د بښلو لامل مو ګرځي) زما په اهل بيتومنګولې ښخې کړئ،چې د لارښوونې امامان زما له ځوځاته دي،چې کله به هم بې لارې نه شئ،ورته وويل شو،چې تر تا وروسته به څوامامان وي؟ ورته يې وويل : زما له کورنۍ اوعترت به دولس امامان وي.))

ددولس ګونو امامانو په باب په بېلا بېلو متونو او اسنادو ډېر احاديث روايت شوي او ويل  کېږي،چې امام احمد حنبل په خپل مسند کې يوازې د جابر بن سمرة (رض) روايت له ٣٤ لارو راخستى او د قندوزي حنفي (ينابيع المودة) په وينا يحيى بن حسن فقيه په "عمده" کتاب کې ،له دولس لارو او په بله وينا له شلو لارو نقل کړي دي او ځينې پوهان وايي ،چې د دولس  ګونو امامانو حديث، شپېتو ته رسي.

په صراط الحق [142] کې راځي ، دا حديث چې له سني او شيعه دواړو لوريو روايت شوى؛نو درې سوو ته رسي؛نو ځکه د پېغمبر(ص) د دولس ګونو امامانو حديث ، قطعي او متواتر دى او پردې سربېره داهل سنتو ځينې مشهور محدثين وايي،چې اهل سنت د دې حديث په سموالي يوه خوله (اجماع) دي .

ابن حجرشافعي (رح) په الصواعق المحرقه کې وايي:

(( قال الائمه صدر هذا الحديث مجمع على صحنه، وارد من طرف عديدة اخرجه  الشيخان وغير هما؛يعنې زموږ امامانو ويلي،ددې حديث په سموالي يوه خوله يو او له زياتو لارو نقل شوي دي،بخاري،مسلم او نورو رااخستى دى.))

شيخ محمد  آصف محسني کندهاري [143] زياتوي .

(( دا "متواتر" حديث دى او ټول مسلمانان؛اهل تشيع او اهلسنت ورباندې يوه خوله دي.))

لاندې سترو اصحابو(رضى الله عنهم) د دولس ګونوامامانو حديث ،روايت کړى دى :

حضرت جابربن سمرة ( رض) حضرت عبدالله بن مسعود (رض) .حضرت عبدالله بن عمر (رض) .حضرت ام المؤمنين بى بى عايشه رضى الله عنها.حضرت عباس (رض) . حضرت عبدالله بن عباس (رض) .حضرت ابواسلمې  راعى الابل (رض).حضرت انس (رض).حضرت عمربن خطاب (رض) .حضرت ابوسعيد خدرى (رض) .حضرت سلمان فارسى (رض).حضرت عبدالله  بن عمروعاص (رض).حضرت على بن ابيطالب (رض).حضرت ابوجحيفة وهب بن عبدالله (رض) .حضرت عمران بن حصين(رض).حضرت عبدالله  بن ادني (رض).حضرت فاطمة الزهرا (رضى الله عنها) .حضرت امام حسن (رض).حضرت امام حسين ( رض).حضرت ام سلمه رضى الله عنها .حضرت ابوذر غفارى (رض) .حضرت مقداد (رض).حضرت جابربن عبدالله (رض) .حضرت سعيد بن مالک ( رض).حضرت عبدالرحمن بن سمرة(رض).حضرت حذيفه بن اسيد (رض).حضرت ابوهريره (رض).حضرت ابو قتادة (رض) .حضرت عثمان بن عفان (رض).حضرت زيد بن ثابت (رض).حضرت زيد بن ثابت (رض).حضرت زيد بن ارقم (رض).حضرت واثله(رض).حضرت ابوامامه (رض) .حضرت ابوايوب انصارى (رض).حضرت  اسامه بن زيد (رض).

دا چې دولس تنه امامان به څوک وي؛نو ددې په په تفسير کې احتمالات ورکړل شوي دي ،زه ټول نه را اخلم ، يوازې له کنزالعمال  ( ٦/٦٧) نه د "نعيم بن حماد" روايت (چې له عبدالله بن عمر (رض) يې روايت  کړى،چى رسول اکرم(ص) ويلي دي) رااخلم ( تکون على هذه الامه اثناعشر خليفة: ابوبکر الصديق اصبتم اسمه،عمر الفاروق قرن من حديد اصبتم اسمه،عثمان بن عفان ذوالنورين قتل مظلوما،اوتى کفلين من الرحمة ملک الارض المقدسه،معاويه وابنه ثم يکون السفاح ومنصور وجابر والامين وسلام وامير العصيب الا يرى مثله ولابدرى مثله ))

په روايت کې "يولس تنه" ښوول شوي دي،حال دا چې هلته  په متواتر حديث کې "ولس" راغلي.

دا حديث،مرسل دى او پر مرسل حديث اعتبار نه کېږي. " ازدي" مشهور عالم وايي : فانه يضع الحديث فى تقويه السنة؛ يعنې نعيم بن حماد به له ځانه حديث جوړول؛نو ډاډمن نه دی.

د روايت متن هم دروغجن دى او داعقل نه مني،چې يزيد دې د آنحضرت (ص) خليفه وي، على او حسن يې هېر کړي او د جابر، سلام او اميرالعصيب نومونه يې راوړي،چې دا خو په تاريخ کې نه شته، له سفاح،منصور او امين نه خوعمربن العزيز(رض) غوره او بهتر دى،له هغه تېر شوى، په رښتيا ،چې دروغجن حافظه نه لري. موږ "خلفاى راشدينو" ته درناوى لرو ،هغوى ستر خدمتونه کړي،چې دا څلور تنه وو: ابوبکر،عمر،عثمان ،علي (رضى الله عنهم ) خو په حديث کې دولس تنه راښوول شوي دي.

اماميه شيعه وايي: د دولس ګونو امامانو حديث بې د اهل بيتوله امامانو پر بل چا نه تطبيقېږي ؛نو ځکه موږ، هغوى د خپل ځان او خداى ترمنځ په محبت نيولي او هغه د رسول اکرم(ص) له معجزو ګڼو،چې تر ځان وروسته يې د خلفاوو له شمېر او شتون ځنې خبر کړي يو. [د محسنى د خبرو پاى .]


(دویم) له عقلي پلوه د نبوي کورنۍ مشرتوب :

په ټولنپوهنه کې د مسايلود "ډلبندۍ "او پرتلې يو دود شته،چې د"ټیپولوژي" په نامه يادېږي،موږ له دې دوده په ګټنې د پورته عنوان د ښه پوهېدو لپاره کار اخلو .

د"دوولس تنو امامانو" او دهغه وخت د "واکمنو" افکار،ويناوې،کړه وړه،ژوند ليک،کورنۍ ،اخلاق او د ژوند نور اړخونه تر غور او څېړنې لاندې نيسو او يو له بل سره يې پرتله کوو ،چې له دې لارې هم يوې پايلې ته رسو.


له تاريخي پلوه د مسلمينو مهمې واکمنۍ

د رسول اکرم(ص) تر وفات وروسته د مسلمانانو واکمني،چې له تاريخي اړخ اهميت لري په لاندې ډول دي.

Ø                  له يولسم هجري کال نه تر څلوېښتم هجري د خلفاى راشدينو وياړلی پېر (ابوبکر،عمر،عثمان علي رضى الله عنهم)

Ø                  اموي او مرواني چارواکي؛له حضرت معاويه بن ابوسفیانه پيل او پر مروان حمار پاى ته رسي، دوى (١٥) تنه وو،چې (٩٧) کاله چارواکي وو.

Ø                 د اندالس(اوسنۍ اسپانيا) اموي چارواکي،چې (١٧) تنه وو او ٢٩ کاله واکمن وو،له عبدالرحمن بن معاويه پيل او پرهشام بن عبدالملک يې پاى و.

Ø                 د عراق او خراسان عباسى خلفاً ؛له سفاح نه تر معتصم عباسى ٣٧ تنو تر٥١٩ کالو پورې واکمني درلوده.

Ø                 د مصر عباس خلفاُ؛دوى (١٥) تنه وو،له مستنصر بالله پيل او پرمتوکل على الله يې پاى وه او ٢٢٨ کاله يې واکمني درلوده.

Ø                 د مصرفاطمي خلفاً (عبيد يين)؛دوى ١٤ تنه وو،چې ٢٧١ کاله يې چارواکي وه له عبيدالله مهدي پيل او پرعاضد الدين الله پاى ته ورسېده .

Ø                 د پخواني روم يا عثماني ترکيې خلفاً،دوى لس تن وو (شرح شقايق النعمانيه فى علماً الدولة العثمانيه،٦ مخ ، ٣٣٢ چاپ)او د يوشمېر نورو يې پر ١٩٢٤ز ( ۱۳۲۲ل)مصطفی کمال د واکمنۍ ټغر راټول کړ.

Ø                 د يمن زيديه خلفا او امامان: دوى حضرت علي او حسنين(رضى اله عنهم) په امامت مني، تر دوى وروسته هرچا،چې د چارواکو پرضد وسلوال پاڅون کړى وي ، امامت یې مني او حق خليفه يې بولي. دوى له فقهي پلوه د امام ابوحنيفه رحمة الله عليه  لارويان دي،عقيده او دود يې له "اماميه شيعه وو" هم توپير لري.

موږ ،چې تاريخ د نصوصو پر بنسټ لولو؛نو اوس دلته ځير شئ د پېغمبراکرم(ص) لاندې حديث پر کومو چارواکو تطبيقېږي؟

((يکن بعدى اثنا عشرخليفة، کلهم من قريش.[144]))

((اثناعشر عدة نقبا بنى اسرائيل[145]))

د بني اسرائيلو د نقيبانو په باب قرآن مجيد وايي: (('وَبَعَثْنَا مِنهُمُ اثْنَيْ عَشَرَ نَقِيبًا[146]'=اوله هغوى نه مې دولس مشران غوره کړل.))

د دولس ګونوامامانو پر سوانحو،تاريخ او ژوندليک د پوهېدو لپاره لاندې سرچينې ووينئ:

١ـ  د علي کرم الله وجهه او دوه زامنو حسن او حسين عليهما السلام د ژوند ليک د پوهېدو لپاره د٤٠/٥٠/٦٠ هجري کلونو پېښې په لاندې کتابونو کې ولولئ:


١) طبري تاريخ  . ٢) ابن اثير تاريخ .٣) ذهبي تاريخ الاسلام . ٤) ابن کثير تاريخ .٥) بغداد تاريخ .                                      ٦) دمشق تاريخ . ٧) استيعاب . ٨) اسد الغابة .٩) الاصابة . ١٠) د ابن سعد طبقات نوى چاپ.

بايد ووايو،چې د اروپا او بيروپ په چاپونو کې د سبطينو(حسنينو) ژوندليک نه دى راغلى؛خو پر راوروستو چاپونو کې راغلی دی.

٢ـ  د امام سجاد (زين العابدين،على بن حسين) دسوانحو لپاره د ٩٤ کال پېښې په لاندې کتابونو کې ولولئ:

١) دابن اثير تاريخ . ٢) د ابن کثير تاريخ .٣) ذهبي تاريخ الاسلام. ٤) د ابن سعد طبقات . ٥) حلية الاولياً .                                     ٦) وفيات الاعيان. ٧) يعقوبي تاريخ ٢ /٣٠٣ مخ .٨) مسعودي تاريخ،٣/١٦٠ مخ .

٣— د امام باقرعليه السلام په باب .

١) د ذهبي تذکرة الحفاظ . ٢) وفيات الاعيان .٣) صفوة الصفوة . ٤) حلية الاولياً .٥) د يعقوبي تاريخ،٣/٣٢٠.

٦) د ذهبي تاريخ الاسلام .٧) دابن کثير تاريخ ( د ١١٥ ، ١١٧،او ١١٨ کلونو پېښو په ترڅ کې يې يادونه شوې)

٤— د امام جعفر صادق عليه السلام په باب:

١) حلية الاولياء. ٢) وفيات الاعيان.٣) يعقوبي تاريخ ، ٣/  ٣٤٦

٥) دامام موسى کاظم (رضى الله عنه) په باب:

١) مقاتل الطالبين . ٢) د بغداد تاريخ .٣) وفيات الاعيان . ٣) صفوة الصفوه . ٤) د ابن کثير تاريخ ٢/١٨

٥) يعقوبي تاريخ ٢/٤١٤ .

٦) د امام رضا (رضى الله عنه) په باب:

١) طبري تاريخ . ٢) دابن اثير تاريخ .٣) ذهبي تاريخ الاسلام . ٤) د ابن کثيرتاريخ د ( ٢٠٣) کال د پېښو په ترڅ کې .٥) وفيات الاعيان. ٦) يعقوبي تاريخ ٢/٤٥٣ . ٦)  مسعودي تاريخ ٣/ ٤٤١خ .

٧)  د امام جواد (رضى الله عنه ) په باب :

٢) وفيات الاعيان. ٣) شذرات الذهب . ٤) مسعودي تاريخ ، ٣/ ٤٦٤.

٨) دامام هادي (رضى الله عنه ) په باب:

١)بغداد تاريخ ١٢/،٥٦ .٢)  وفيات الاعيان.٣) مسعودي تاريخ ، ٤ټ٥٤مخ . ٤)  يعقوبي تاريخ ، ٢/ ، ٤٨٤مخ .

٩) د امام حسن عسکري (رضى الله عنه) په باب :

١) وفيات الاعيان . ۲) د سبط ابن جوزي حنفي تذکرة الخواص الامة . ٣)  د شيخ کمال الدين محمد بن طلحه شافعي ( ٦٥٤ق مړ) مصالب السؤل فى مناقب آل الرسول . ٤) يعقوبي تاريخ ، ٢/ ٥٠٦مخ .

١٠ـ   د امام مهدي (عليه السلام) په باب:

١)   سبط ابن جوزي حنفي ، تذکرة الخواص . ٢) مطالب السؤل  . ٣) وفيات الاعيان .


محمد (ص) ،على (ک)[سمول]

محمد،على چې دوه ويني په سترګو

په دا کار کې احـــــــــولي ده احوالي


                                                           

زياد بن مطرف (رض) ويلي ،وامې ورېدل،چې آنحضرت(ص) وويل: (( د چا چې دا ښه ايسي،چې زما په څېر ژوند وکړي او زما په څېر ومري او پالونکي مې،چې د تلمېشتي جنت ژمنه راسره کړې ورننوزي ؛نو تر ما وروسته  دې "علي" او "اولاده" يې خپل وليان وګڼي؛ځکه دوى کله هم تاسې له سيخي لارې نه کږوي او کله مو هم نه بې لارې کوي[147])).

زيد بن ارقم (رض)وايي ،چې پېغمبر(ص) ويلي : ((څوک ،چې غواړي،چې زما په څېر ژوند وکړي او زما په څېر ومري او په هغه تلمېشتي جنت کې واوسي،چې پالونکي مې راسره ژمنه کړې؛نو بايد على بن ابيطالب خپل "ولي " وګڼي،هغه کله هم تاسې له سمې لارې نه کږوي او نه مو بې لارې کوي.[148]))

عمار ياسر(رض) وايي،چې پېغمبر(ص) ويلي دي :

الف : (( چا چې پر ما ايمان راوړى او زه يې تصديق او منلى يم؛نو ورته دعلي بن ابيطالب د " ولايت" سپارښتنه کوم،څوک،چې علي خپل "ولي" وګڼي؛نو زه به يې خپل "ولي" ګڼلى يم او چا چې زه خپل "ولي" ګڼلى يم ،خداى (ج) يې خپل "ولي" ګڼلى،د چا چې علي ښه ايسي ؛نو زه به يې ښه اېسيدلى يم او د چا ،چې زه ښه اېسېږم؛نو خداى به يې ښه اېسېږي او چې څوک کينه راسره پيدا کړي؛ نو په زړه کې به يې له خداى سره کينه وي.))

ب : (( پالونکیه! شاهداوسه، چا،چې پر ما ايمان راوړى او زه يې تصديق کړى يم ؛نو بايد ،چې دعلي له "ولايته" لاس وانخلي؛ځکه "ولايت" یې زما ولايت دى او زما ولايت د الله تعالى "ولايت" دى.))

رسول اکرم(ص) په وروستۍ ناروغۍ کې،چې خونه يې له اصحابو (رضى الله عنهم) ډکه وه وويل :

((خلکو !ژر دي،چې روح مې قبض شي،له دې نړۍ ځمه او تاسۍ ته مې هغه خبرې وکړې،چې عذر مو پرې کوي،پوه شئ،چې زه درته د "خداى کتاب" او "عترت" مې ،اهل بيت مې پرېږدم ))


بيا يې دعلي (ک) لاس ونيو او پورته يې جګ کړ او ویې ويل: (( هذا على مع القرآن و القرآن مع على لايفترقان حتى يرداعلى الحوض؛دا "علي" له "قرآن " سره دى او "قرآن" له "علي" سره دى،يو له بله نه بېلېږي،څو په حوض کوثر کې راسره يو ځاى شي.[149]))


****

اوس چې د روایاتو په رڼا کې پوه شو،چې د رسول الله (ص) اهلبیت څوک دي؛نو تر شوني بریده مو هڅه ده،چې په نبوي سپېڅلیو ویناوو کې د هر یوه ځانګړنې راوړو او په دې لړ کې مو لومړی د حضرت علي کرم الله وجهه ځانګړنې راوړي :

                              

د حضرت علي دوستي[سمول]

هغه حسنه ده،چې سيئات سوځوي[سمول]

د زړه زنګ په بل صيقل نه لرې کيږي[سمول]

په دوستۍ يي د علي ده مصــــــــــقلي[150][سمول]

( کنوزالحقايق :٦٢ مخ ) ديلمي د خداى له نبي روايتوي، چې وايي : (( د علي مينه هغه حسنه ده،چې درلودل يې يوه ګناه هم تاوان نه دررسوي . ))

( کنوزالحقايق : ٦٢ او ٦٣ مخونه ) بيا له ديلمي روايتوي،چې پېغمبراکرم (ص) وايي :د علي دوستي ګناهونه سوځوي؛لکه څنګه چې اور خس سوځوي . ))

( رياض النضره :دويم ټوک،٣١٥ مخ ) ، ( کنزالعمال :شپږم ټوک،١٥٨ مخ ) ، (د بغداد تاريخ : څلورم ټوک،١٩٤ مخ او درېم ټوک،١٦١ مخ ) روايتونه راوړي،چې په وروستي کې يې راغلي : د خداى استازی وپوښتل شو : آيا له پل صراط او اور له تېرېدو لپاره جواز _ پل _ شته ؟ و يې ويل :  (( د علي بن ابيطالب دوستي او مينه . ))

(صحيح ترمذي :2ټوک:301 مخ ) پر خپل سند له حضرت علي روايت کړى، چې رسول اکرم  د حسن او حسين لاس نيولى و او خلکو ته يې وويل : (( څوک چې له دې دوو او ددې دوو له مور و پلار سره مينه وکړي؛نو د قيامت پر ورځ به  راسره او زما پر درجه وي.))

دا روايت عبد الله د احمد بن حنبل زوى د خپل پلار د مسند په زياتونو کې (لومړى ټوک ؛77 مخ ) ،خطيب بغدادي ؛ تاريخ :3ټوک،287 مخ ، ابن حجر عسقلاني؛ تهذيب التذيب :10 ټوک،430 مخ  کې نقل کړى دى او عسقلاني ددې روايت تر نقلولو وروسته ويلي دي : ابوعلي بن صواف له عبد الله بن احمد نه نقل کړي، چې و يې ويل : چې دا روايت نصر بن علي  نقل کړ؛نو متوکل حکم وکړ، چې هغه  یو زر کوړې ووهئ ؛جعفر بن عبدالواحد يې واسطه شو او متوکل ته يې وويل : دا شيعه نه ؛بلکې سني دى او دا خبره يې دومره تکرار کړه،چې متوکل له خپل هوډه لاس واخست .

دا روايت  متقي؛کنزالعمال :6ټوک،217 مخ او د 7ټوک په 102 مخ کې وايي :دا روايت طبراني له حضرت علي روايت کړى دى او په 7ټوک کې یې ويلي : ترمذي،عبدالله بن احمد بن حنبل د خپل پلار د مسند په زياتونو کې،نظام الملک په امالي کې ،ابن النجار  او سعيد بن منصور هم روايت نقل کړى دى؛خو کنزالعمال په دې عبارت راوړى دى : چاچې له دوى سره مينه وکړه؛نو له ما سره به يې مينه کړې وي او چاچې له دوى سره دښمني وکړه ؛نو راسره به يې دښمني کړې وي او په  اخر کې يې ويلي : دا حديث ابن عساکر له زيد بن ارقم څخه هم نقل کړى دى .

( صحيح ترمذي : دويم ټوک،٣٠٨ مخ ) له حضرت ابن عباس څخه او (مستدرک الصحيحين : درېم ټوک ،١٤٩ مخ ) او ابونعيم د حلية د درېم ټوک په ٢١١ مخ، خطيب بغدادي؛د بغداد تاريخ: څلورم ټوک،١٥٩ مخ، ابن اثيرجرزي د اسدالغابه د دويم ټوک په ١٢ مخ او سيوطي په درالمنثور کې د ( قل لا اسئالکم ) تر آيت لاندې راوړي،چې رسول اکرم (ص) وويل : (( له خداى سره يې  د نعمتونو له امله مينه وکړئ،له ماسره د خداى له امله او له اهلبيتو سره مې زما له امله مينه وکړئ . )) او د وينا له مخې يې ترمذي، طبراني، حاکم او بيهقي راوړى دى .

( د بغداد تاريخ:دويم ټوک،١٤٦ مخ ) وايي : رسول اکرم وايي : (( زما شفاعت د هغوى لپاره دى،چې له اهلبيتو سره مې مينه کوي . ))

سيوطي په درمنثور کې د مودت تر آيت لاندې او د هغه د وينا له مخې احمد، ترمذي، نسايي، حاکم،محب طبري ( ذخاير :٩ مخ )، طبراني، او خطيب بغدادي د ابي الضحى له لارې د حضرت ابن عباس له لارې او همداراز له ابي  الضحى له مسروق له عايشې بي بي روايتونه نقل کړي،چې حضرت عباس، پېغمبراکرم (ص) ته ګيله وکړه، خلک،چې موږ بني هاشم له لرې ويني؛نو يو له بل سره پسپسکي کوي او چې ورنږدې شو؛نو چوپ شي او لنډه دا چې ستا نبوت او رسالت ددې لامل ګرځېدلى،چې خلک راسره په زړونو کې کينه واخلي . پېغمبراکرم (ص) دومره خپه شو،چې پر تندي يې خولې راماتې شوې او ويې ويل : (( پر خداى قسم،چې د هغوى په زړه کې به ايمان نه وي او خير به و نه ويني چې درسره مينه ونه کړي . ))

په يو بل نقل کې راغلي :  (( پر خداى چې ايمان به  ونه لري،چې راسره تر ځانه، له اهلبيتو سره تر خپلو اهلبيتو، له عترت سره تر خپل عترت او له ځوځات سره مې تر خپل ځوځاته ډېره مينه ونه کړي . ))

دا روايت هيثمي هم د مجمع د لومړي ټوک په ٨٨ مخ کې راوړى او د ‏ وينا له مخې یې،طبراني هم په کبير او هم اوسط او همداراز شبلنجي د نورالابصار په ١٠٣ مخ کې راوړى او د هغه د وينا له مخې، ديلمي، طبراني، ابوالشيخ په نورالابصار ( ١٠٣ مخ ) او د هغه د وينا له مخې ديلمي، طبراني،ابوالشيخ، ابن حبان او بيهقي هم نقل کړى دى .

( کنزالعمال :دويم ټوک،٥٦ مخ ) : (( پينځه څيزه دي،چې که چا ته روزي شول؛نو په آخرت کې به د عمل نه کولو ته هېڅ پلمه نه لري : ١_صالحه کورودانه .٢_نېک اولاد .٣_ښه خوى .٤_ په وطن کې معيشت .٥_ له اهلبيتو سره مينه . ))

دا روايت مناوي هم د فيض القدير د درېم ټوک په٤٥٩ مخ کې نقل کړى او د وينا له مخې يې ديلمي هم په الفردوس کې نقل کړى دى .

( کنزالعمال : اووم ټوک،٢١٢ مخ ) د قيامت پر ورځ به د خداى بنده ګام پورته نه کړي؛خو دا چې د څلورو څيزونو پوښتنه ترې نه وي شوې : ١_ عمر چې څنګه دې تېر کړ .٢_ بدن چې په کوم کار دې واچاوه . ٣_مال، چې له کومه دې راوړى او په کوم ځاى کې دې لګولى دى .٤_ د اهلبيتو مينه .

  دا روايت طبراني له حضرت ابن عباس څخه نقل کړى او هيثمي د مجمع د لسم ټوک په ٣٤٦ مخ کې نقل کړى دى .

( کنزالعمال :شپږم ټوک،٢٧٨ مخ ) : خپل اولاد مو پر درې څيزونو ادب کړئ :١_له پېغمبر سره مينه .٢_له اهلبيتو سره مينه .٣_د قرآن قرائت، چې د قرآن د حاملانو ناسته پاسته به د خداى تر سيوري لاندې له انبياوو او اصفياوو سره وي؛ پر هغه ورځ، چې يو سيورى به هم نه وي . بيا متقي وايي : دا حديث ابونصر عبدالکريم شيرازي د فوايد په کتاب کې او ديلمي په فردوس کې له ابن النجار څخه، مناوي د فيض القدير د لومړي ټوک په ٢٢٥ مخ کې او ابن حجر د صواعق په ١٠٣ مخ کې نقل کړى دى .

زمخشري په کشاف تفسیر کې د شورى سورت د مودت آيت تر تفسير لاندې د رسول اکرم وينا راخستې،چې وايي : هغه شهيد دى چې د آل محمد په مينه ومري .پوه شئ ! پر آل محمد مين مړ به بښل شوى له دنيا تللى وي . پوه شئ ! پر آل محمد مين مړ به تائب له دنيا تللى وي . پوه شئ ! پر آل محمد مين مړ به مؤمن او په بشپړ ايمان له دنيا تللى وي .  پوه شئ ! پر آل محمد مين مړ ته به ملک الموت د جنت وعده وکړي او بيا انکر او منکر . پوه شئ ! پر آل محمد مين مړ به د ناوې په څېر په درناوي جنت ته بيول کېږي . پوه شئ ! پر آل محمد د مين د مړي له قبره به د جنت په لور دوه سيوري جوړ شي . پوه شئ ! پر آل محمد د مين د مړي قبر به د د پرښتو زيات وي . پوه شئ ! پر آل محمد مين مړ به پر سنت او جماعت له دنيا تللى وي . پوه شئ ! د قيامت پر ورځ به يې  له آل محمد سره د کينه کښ پر تندي ليکلي وي : د خداى له رحمته نهيلى او پوه شئ ! له آل محمد سره کينه کښ کافر له دنيا تللى او ان د جنت بوى به هم حس نه کړي.

( هيثمي؛مجمع :نهم ټوک،١٧٢ مخ او لسم ټوک :٢٨٢ مخ ) (کنوزالحقايق :٥ مخ ) (ذخاير العقبى :٨١ مخ ) ( شبلنجي ؛نورالابصار : ١٠٣ مخ ) روايتونه نقل کړي،چې د ټولو نچوړ دادى : د خداى نبي وويل : هېڅکله زما له اهلبيتو مه غافلېږئ،چې که څوک زما د اهلبيتو په مينه له خداى سره ملاقات وکړي؛نو په شفاعت به يې جنتي کړي او پر خداى چې بې زموږ د حق له پېژندو يو عمل هم ګټه نه لري او چې څوک موږ د دنيا لپاره غواړي؛نو هېڅ يې هم نه دي کړي او که چا د خداى له امله راسره مينه وکړه؛نو ددې دوو ګوتو ( د شهادت دوه ګوتې يې يو ځاى کړې ) په څېر به يو ځاى جنت ته ننوځو او پر پل صراط به يې پښه نه  ښوېيږي،چې له اهلبيتو سره يې مينه ډېره وي او بې له مؤمنه له اهلبيتو سره څوک مينه نه کوي او بې له منافقه څوک له اهلبيتو سره دښمني نه کوي او له آل محمد سره يوه ورځ مينه تر يوه کال عبادت غوره ده . 

(مستدرک الصحيحين :درېم ټوک،١٢٨ مخ ) په خپل سند د حضرت زيد بن ارقم د خولې وينا را اخلي،وايي : رسول اکرم (ص) د ايمان په اړه  وينا کوله او و يې ويل : (( څوک چې غواړي ژوند او مړينه يې زما د ژوند او مړينې په څېر وي او په هغه جنت کې راسره مېشت شي،چې خداى يې وعده راکړې؛نو له علي بن ابيطالب سره دې مينه وکړي؛ځکه  هغه به مو هېڅکله بې لارې نه کړي . ))

دا روايت حاکم صحيح ګڼلى او ابو نعيم د حلية د څلورم ټوک په ٣٤٩ مخ له دوو لارو او متقي د کنزالعمال د شپږم ټوک په ١٥٥ مخ کې او هيثمي د مجمع د نهم ټوک په ١٠٨ مخ کې هم نقل کړى دى .

( مستدرک الصحيحين :درېم ټوک،١٢٨ مخ ) په خپل سند د حضرت عمار ياسر د خولې وينا را اخلي،وايي : د خداى له استازي مې واورېدل، چې حضرت علي ته يې وويل : (( علي ! هغه څومره بختور دى چې درسره مينه کوي او ستا په اړه رښتيا ووايي او هغه دې پر خپل حال وژاړي،چې دښمني درسره کوي او په اړه دې دروغ ووايي . ))

دا روايت خطيب بغدادي د د بغداد تاريخ د نهم ټوک په ٧١ مخ کې له دوو لارو او هيثمي د مجمع د نهم ټوک په ١٣٢ مخ کې، محب طبري د رياض النضره د دويم ټوک په ٢١٥ مخ او د ذخاير په ٩٢ مخ کې يې هم راوړى دى .

( حلية الاولياء : لومړى ټوک،٨٦ مخ ) په خپل سند له زيد بن وهب له حذيفه (رض) او هماغه په ٨٦ مخ کې په خپل سند له حضرت ابن عباس څخه او همداراز کنزالعمال د شپږم ټوک په ٢١٧ مخ کې په دې اړه  روايتونه نقل کړي،چې په دواړو روايتونو کې راغلي: رسول اکرم (ص) وويل : (( که څوک غواړي زما په څېر ژوند ولري او زما په څېر ومري او د پالونکي په راکړ شوي جنت کې مېشت شي؛نو تر ما وروسته بايد له علي او دوستانو سره يې مينه وکړي او تر ما وروسته د امامانو لاروي وکړي،چې ټول زما عترت دي؛ځکه  هغوى زما له خټې جوړ شوي او ځانګړې پوهه يې روزي شوې ده او زما په امت کې دې هغه  پر خپل حال وژاړي،چې فضائل يې دورغ وګڼي او زما لورنه ورباندې ‏ پرېکړي او داسې خلک به خداى زما له شفاعته برخمن نه کړي . ))

( اصابه:درېم ټوک،لومړى قسم،٢٠ مخ او شپږم ټوک،٣٣٥ مخ ) ، (کنوز الحقايق :١٠١ مخ ) ، ( رياض النضره :دويم ټوک،٢١٥ مخ) ، (اسدالغابه :دويم ټوک،١٠١ مخ)،(هيثمي؛مجمع :نهم ټوک،١١١ او ١٢١ مخونه)، (کنزالعمال :شپږم ټوک،١٥٤ او ١٥٨مخونه ) ، (د بغداد تاريخ :څلورم ټوک،١٠٢ مخ ) او  ذخاير العقبى په ٩٢ مخ کې په دې اړه  روايتونه نقل کړي،چې موږ د لڼديز لپاره يوازې د د بغداد تاريخ روايت راخستى،چې وايي: د خداى له استازي مې واورېدل،چې حضرت علي ته يې وويل : ((  علي ! مينوالو ته دې همدومره بس،چې په ځلکدن کې حسرت، په قبر کې وحشت او د قيامت پر ورځ ډار نه لري . ))

بوټي او ونې هم له حضرت علي سره مينه کوي[سمول]

( رياض النضره : دويم ټوک،٢١٥ مخ ) له حضرت انس بن مالک روايتوي،چې وايي : حضرت علي بن ابيطالب حضرت بلال ته يو درهم ورکړ،چې خربوزه پرې واخلي . حضرت بلال وايي : خربوزه مې واخسته او چې علي ماته کړه؛نو ترخه وه . حضرت علي وويل : بلاله دا خربوزه خپل خاوند ته يوسه او درهم ترې راواخله؛ د خداى استازي ما ته وويل: خداى ستا مينه پر بشر،ونه، مېوو او  دانو لازمه کړې؛نو چا چې دې لاروي وکړه؛نو سپېڅلى او پاک شو او چاچې دې لاروي ونه کړه؛نو تريخ او ناپاکه شوه او زما په ګومان دا له هغو خربوزو ځنې ده،چې زما مينه يې نه ده منلې .

محب طبري دا روايت ملا ته نسبت ورکړى دى .

( د بغداد تاريخ :درېم ټوک،٢٨٩مخ ) په خپل سند له حضرت ابن عباس روايتوي،چې ويې ويل : په ډله کې د کعبې سيوري ته ناست وو او رسول اکرم (ص) راته وينا کوله،چې ناڅاپه په رکن يماني کې يو څيز راروان و،چې رسول اکرم(ص) پرې توکاڼې تو کړې.ويې ويل : خداى دې لعنت کړه _ او يا يې وويل : خداى دې خوار کړه _ علي بن ابيطالب وپوښتل: رسول الله دا څه دي ؟ و يې ويل : مګر نه يې پېژنې ؟ ويې ويل : خداى او استازى يې ښه پوهېږي . و يې ويل : دا ابليس دى.حضرت علي له ځايه پاڅېد او د تندي له وېښتانو يې راونيو او وېښتان يې ترې راوايستل او و يې ويل : رسول الله اجازه راکړئ،چې ويې وژنم . رسول اکرم (ص) وويل : مګر له ياده دې وتلي،چې تر قيامته يې عمر غوښتى دى.حضرت علي پرېښود او ابليس په يوه ګوټ کې ودرېد او و يې ويل : علي ! ما درسره څه کړي دي؟ پر خداى قسم،چې ستا په دښمنانو کې داسې څوک نه وينم، چې له پلار سره به يې  زه په څاڅکي کې شريک نه يم . علي ! د قرآن دا آيت مه هېروه : (وَشَارِكْهُمْ فِي الأَمْوَالِ وَالأَوْلادِ) چې اجازه یې راکړې د خپلو لارويانو په مال او اولاد کې يې شريک شم .

بيا خطيب د خپل تاريخ د درېم ټوک په ٢٩٠ مخ کې له عبدالله روايتوي،چې د حضرت علي د خولې وينارا اخلي او وايي : يوه ورځ مې پېغمبر اکرم (ص) وليد،چې پر يو ستر څيز سپور دى او پر هغه لعنت وايي او د صفا له لوري راروان دى ؛نو پوښتنه مې وکړه : دا څوک دى ؟ ويې ويل : دا رټل شوى شېطان دى . ورته مې وويل : د خداى دښمنه ! پر خداى، چې وبه دې وژنم،چې امت دې له شره خلاص شي. ويې ويل : مګر د نېکۍ سزا بدي ده ؟ ومې ويل : د خداى دښـمنه ستا سزا څه ده . و يې ويل : پر خداى قسم ستا پر دښمنانو کې داسې څوک نه وينم،چې د مور په زيلانځ- رحم کې يې له پلار سره شريک نه يم .

خطيب بيا وايي :دا روايت ابوالحسين اشناني له اسحاق بن محمد نخعي؛يعنې اسحاق احمر همداراز راوړى دى .

( خطيب بغدادي؛د بغداد تاريخ : دويم ټوک،٢٠٤ مخ ) په خپل سند له ابي  العباس څخه نقل کړى،وايي : له رسول الله کره وو،چې پر کيڼه پنډۍ يې خپل زوى ابراهيم او پر ښۍ يې امام حسين کېنولى و او يوه موچې له ده او بله له هغه اخلي ،چې دا مهال حضرت جبراييل وحې راوړه او د وحې حالت،چې د خداى له استازي ولاړ؛ نو و يې ويل : جبراييل راته وويل : خداى دې درباندې سلام وايي او وايي : موږ دا دوه ماشومان درته نه پرېږدو او يو بايد له بله ځار کړې . تر دې خبرې وروسته د خداى نبي ابراهيم ته وکتل او په ژړا شو او بيا يې چې حسين ته وکتل؛ نو بيا هم په ژړا شو او ويې ويل : د ابراهيم مور يوه وينځه ده،چې که مړ شو؛ نو يوازې زه به خپه شم؛خو که حسين مړ شو؛ نو هم به يې مور او هم به يې پلار خپه شي،چې زما له وينې او غوښې دي او هم به مې لور او هم به مې د تره زوى او هم به زه په خپله خپه شم؛زه خپل غم زغملى شم؛ خو د هغوى نه؛نو ايثار (سرښندنه) کوم؛نو جبراييله ! ابراهيم راڅخه واخله.)) ( د حديث تر پايه)[سمول]

( ذخايرالعقبى : ٩٢ مخ ) د حضرت انس بن مالک وينا را اخلي ، وايي : يوه ورځ د خداى نبي پر منبر ډېره وينا وکړه او بيا يې وپوښتل : علي بن ابيطالب چېرته دى ؟ علي له ځايه پاڅېد او ويې ويل : دلته يم ! د خداى نبي خپلې سينې ته رانږدې کړ او تندى يې ورته ښکل کړ او پر جيګ غږ يې وويل : ((مسلمانانو ! دا زما د دوو سبطو؛حسن او حسين پلار دى، چې د جنت د ځوانانو دوه ښاغلي دي . ))

( هيثمي؛مجمع : نهم ټوک،١١١ مخ ) وايي : د حضرت ابن عباس وينا ده،چې د خداى رسول (ص)، حضرت ام سلمې بي بي ته  وويل : (( د علي بن ابيطالب وينه او غوښه زما ده؛هغه ما ته داسې دى؛لکه هارون چې موسى ته و؛ خو بې له پېغمبرۍ. )) ( طبراني )

( ليکوال : متقي په کنزالعمال ( شپږم ټوک،١٥٤ مخ ) کې د ام سلمې پر ځاى ام سليم راوړې او بيا يې ويلي : دا روايت عقيلي له حضرت ابن عباس څخه نقل کړى او مناوي هم ( کنوزالحقايق :١٦١مخ ) په لنډه له طبراني نقل کړى دى  .

( مستدرک الصحيحين : درېم ټوک،١٢٧ مخ ) له حضرت ابن عباس (خطيب بغدادي؛د بغداد تاريخ :څلورم ټوک،٤٠ مخ ) له پينځو لارو له حضرت ابن عباس څخه ( محب طبري؛رياض النضره:دويم ټوک،١٦٦ مخ ) ( علي بن سلطان؛مرقات : پينځم ټوک،٥٧٣ مخ ) ( مستدرک الصحيحين : درېم ټوک،١٣٠ مخ ) په دې اړه  روايتونه نقل کړي، چې په وروستي کې يې له حضرت عثمان بن عوف څخه روايت دى، چې وايي : يو سړي سلمان (رض) ته وويل : علي درباندې څومره ګران دى ! ورته يې وويل : د خداى له استازي مې اورېدلي : له علي سره مينه له ما سره مينه ده او له علي سره دښمني له ما سره دښمني ده . )) او د هماغه ټوک په ١٤٢ مخ کې يې له حيان اسدي روايت دى،چې له علي مې واورېدل : رسول اکرم (ص) راته وويل : (( امت به تر ما وروسته درسره دښمني کوي او چې ته ژوندى يې زما پر دين به يې او زما پر سنتو به وژل کېږې او څوک چې درسره مينه کوي؛نو مینه یې راسره کړې ده او څوک چې درسره دښمني کوي؛نو دښمني یې راسره ‏کړې ده او ډېر ژر به دا په دې رنګينه شي؛يعنې ږيره به دې د سر پر وينو رنګينه شي . ))

دا روايت ( متقي؛کنزالعمال : شپږم ټوک،١٥٧ مخ ) کې هم راوړى او دارقطني د افراد په کتاب کې يې حاکم او خطيب ته نسبت ورکړى دى .

( حلية الاولياء:لومړى ټوک،٦٦ مخ ) په خپل سند له حضرت ابي برزه روايتوي چې وايي : رسول اکرم (ص) وويل : خداى راته وويل : ته بايد راسره ژمنه وکړې . ورته يې وويل : کومه ژمنه؟ ويې ويل : واوره . ويې ويل : وايه چې غوږ مې دى . خطاب راغى : علي د هدايت بيرغ او زما او د اولياوو امام دى، د هغه رڼا ده،چې زما لاروي کوي، هغه ټکى دى،چې يو متقي هم ترې بېلتون نه لري؛نو څوک چې ورسره مينه وکړي؛نو له ماسره به يې کړې وي او چا چې ورسره دښمني وکړه؛نو له ما سره به يې دښمني کړې وي او پر علي ددې مقام زېرى وکړه . علي ته راغلم او زېرى مې پرې وکړ، چې ويې ويل : رسول الله ! زه د خداى بنده او د قدرت په واک کې يې يم؛نو که پر عذاب مې کړي؛نو زما د ګناه له امله به وي او د مقام زېرى،چې تا يې راکړ،د خداى پېرزو او لورنه ښيي؛بيا يې حجابونه زما له سترګو پورته کړل او کوم کړاوونه يې،چې علي ته ځانګړي کړي ول، د يو صحابي لپاره مې هم نه وو؛نو ومې ويل : پالونکيه ! د ورور مې مل شه ! راته يې وويل :دا هر څه ورته تقدير شوي دي او هغه به پرې اخته شي او خلک هم به پرې و ازمېيل شي .

( د بغداد تاريخ :ديارلسم ټوک،٣٢ مخ ) حضرت له عبدالله بن مسعود (اسدالغابه : څلورم ټوک،٣٨٣ مخ ) له ابوالجحاف داود بن ابي  عوف له معاوية بن ثعلبة الجماني او همدا سند ابن حجر د اصابه د شپږم ټوک د لومړي قسم په ٢٠٥ مخ کې او کنزالعمال د شپږم ټوک په ١٥٤ مخ کې په دې اړه  روايتونه نقل کړي،چې په وروستي کې يې راغلي : رسول اکرم (ص) وويل :

(( ټولو هغوى ته د علي بن ابيطالب پر ولايت وصيت کوم،چې زما پر نبوت ايمان لري،چې که چا ورسره مينه وکړه؛نو له ما سره يې کړې او چا چې راسره مينه وکړه؛نو له خداى سره يې مينه کړې ده او که چا ورسره دښمني وکړه؛نو ما سره يې دښمني کړې او ما سره دښمني له خداى سره دښمني ده . ))

( کنزالعمال : شپږم ټوک،١٥٧،١٥٨،٣٩١،٣٩٩ مخونه او همداراز د اووم ټوک ١٤٠مخ ) ، ( هيثمي؛مجمع : نهم ټوک،١٢٩،١٣١ او ١٣٣ مخونه ) ، (رياض النضره : دويم ټوک،٢١٤،١٦٦،٢٠٩،١٣٣ مخ ) او خصايص نسائي په ٢٨ مخ کې په دې اړه روايتونه نقل کړي،چې له حضرت علي سره پر دښمنۍ او دوستۍ سربېره پکې دا هم راغلي،چې يوازې مؤمن له حضرت علي سره مينه کوي او يوازې منافق ورسره دښمني کوي .

( رياض النضره :دويم ټوک،٢١٦ مخ ) له حوشرة بن محمد بصري روايتوي،چې وايي : يزيد بن هارون واسطي مې تر وژل کېدو څلور شپې وروسته په خوب کې وليد؛نو ومې پوښت،چې څه يې  درسره وکړل ؟ راته يې وويل : حسنات مې قبول او ګناهونه مې وبښل شو او د ګناهونو ناوړه اغېزې مې هم له منځه ولاړې ( بيا دوام ورکوي تر دې چې وايي : ) د انکير او منکر کيسه څنګه وه ؟ ويې ويل : هو ! قسم پر هغه خداى،چې بې له هغه بل معبود نشته؛زه يې کېنولم او د پالونکي په اړه يې وپوښتلم ( بيا همداسې وايي، تردې چې وايي : ) يو له هغوى دوو ځنې وپوښتلم : خپل احاديث دې له حريز بن عثمان روايت کړي ؟ ورته مې وويل :هو هغه موثق سړى و او احاديث يې د ډاډ وړ وو . و يې ويل :سمه ده، چې ډاډمن و؛خو له علي سره يې دښمني کوله؛نو د خداى دښمن هم و .

( هيثمي؛ مجمع :نهم ټوک،١٢٩ مخ ) حضرت ابو رافع وايي : رسول اکرم(ص) د حضرت علي په مشرۍ يو لښکر يمن ته ولېږ او د اسلم د ټبر عمرو شاس هم پکې و؛نو چې له جګړې راستون شو؛نو په حضرت علي پسې يې خوله راوسپړله . رسول اکرم(ص) ورپسې يو کس ولېږه، چې را يې ولئ، چې راغى؛نو رسول اکرم (ص) ورته وويل : په علي پسې بد مه وايه . آيا په دې سفر کې دې ترې بد ليدلي،چې داسې دې ورپسې خوله راسپړلې . عمرو ورته وويل : نه . رسول اکرم (ص) ورته وويل :نو دا د څه خبرې دي ؟ و يې ويل : له علي سره دښمني مې په خپل واک کې نه ده . د خداى استازى سخت غوسه شو او يې ويل : (( چا چې له علي سره دښمني وکړه؛نو له ما سره يې کړې ده او چا چې له ما سره دښمني وکړه؛نو له خداى سره يې کړې ده . ))


د رسول الله (ص) ځان[سمول]

( مستدرک الصحيحين : دويم ټوک،١٢٠ مخ ) په خپل سند د حضرت عبدالرحمان بن عوف وينا را اخلي،وايي : رسول اکرم مکه سوبه کړه او طايف ته ستون شو او اته که اوه ورځې يې کلابند کړ او بيا راستون شو،چې په يو ځاى کې يې وويل : (( خلکو ! زه درنه تلونکى يم او سپارښتنه کوم،چې له عترت سره مې ښه چلن وکړئ او موږ تاسې به د کوثر د حوض تر غاړې وينو . قسم پر هغه خداى، چې ساه مې د هغه په لاس کې ده؛يا دا چې لمونځ به کوئ او زکوة به ورکوئ او يا دا چې له خپل اړخ به يو سړى درواستوم (او يا داسې يې وويل : هغه سړى چې زما د ځان په څېر دى) او هغه بايد له دښمن سره جګړه وکړي او ذراري يې اسيران کړي.)) راوي وايي :خلکو ګومان کاوه،چې مراد يې ابوبکر يا عمر (رضى الله عنهما) دى؛نو په همدې وخت کې د خداى نبي د حضرت علي لاس ونيو او و يې ويل : (( او هغه دا دى.)) بيا وايي : ددې حديث سند صحيح دى .

ليکوال : متقي په کنزالعمال ( شپږم ټوک،٤٠٥ مخ ) او ابن حجر د صواعق په ٧٥ مخ کې له ابن ابي  شيبه نقل کړى دى . هيثمي هم د مجمع د نهم ټوک په ١٣٤ مخ کې له ابويعلي او په ١٦٣ مخ کې له بزار څخه نقل کړى دى .

(زمخشري؛ کشاف ) د [يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِن جَاءكُمْ فَاسِقٌ بِنَبَأٍ فَتَبَيَّنُوا(حجرات/۶)] آيت په تفسير کې وايي : رسول اکرم (ص)،وليد بن عقبه د حضرت عثمان مېرنى ورور ولېږه ( تر دې چې وايي ) : ،چې په بني المصطلق کې،چې دوستي يې ورسره وه،څېړنه وکړي؛ نو همدا چې وليد يې سيمې ته ورنږدې شو؛ نو هغوى يې مخې ته راغلل او  ګومان يې وکړ،چې جګړې ته راغلى او وليد هم له هماغه ځايه ستون شو او رسول الله ته يې وويل : بني المصطلق مرتد شوي او زکات يې را نه کړ. پېغمبراکرم (ص) غوسه شو او غوښتل يې جګړه ورسره وکړي،چې هغوى د رسول الله  مبارک له هوډه خبر شو او و يې ويل : له رسول الله او غوسې يې پناه غواړو او دا خبره،چې د رسول الله مبارک غوږونو ته ورسېده؛نو په اړه يې  شکمن شو او پيغام يې ورولېږه، چې له ارتداده لاس واخلئ؛ګنې د خپل ځان په څېر يو سړى درلېږم،چې ومو ځپي او ذراري مو اسيران کړي او بيا يې د حضرت علي پر اوږه لاس کېښود .

( خصايص نسائي :١٩مخ ) په خپل سند له حضرت ابى روايتوي چې ويلي يې دي : د خداى نبي وويل : (( بني وليعه دې له خپلو کارونو لاس واخلي؛ګنې د خپل ځان په څېر یو سړى ورلېږم،چې حکم مې ټکى په ټکى پلي کوي او هغوى به ووژني او ذراري به يې اسيران کړي . )) دا مهال حضرت عمر زما په ملابند لاس کېښود او بې واکه يې وويل : څوک ښيئ ؟ ما ورته وويل : مطلب يې ستا ملګرى او ته يې . حضرت عمر بيا وپوښتل : رښتيا ووايه څوک ښيي ؟ ما ورته وويل : خاصف النعل ښيئ او دا مهال حضرت علي خپلې پڼې يې ګنډلې.

دې ته ورته روايت محب طبري په رياض النضره ( دويم ټوک،١٦٤ مخ ) کې له حضرت زيد بن نفيع څخه نقل کړى او ويلي يې دي،چې احمد په مناقب کې نقل کړى دى .

( هيثمي؛مجمع : اووم ټوک،١١٠ مخ ) وايي : د حضرت جابر بن عبدالله وينا ده،چې وايي : رسول اکرم (ص)، حضرت وليد بن عقبه، بني وليعه ته ولېږه (تر دې چې وايي ) : رسول اکرم (ص) وويل : يا دا چې بني وليعه دې له خپلو چارو لاس واخلي او يا داچې د خپل ځان په څېر سړى به ورولېږم، چې ورسره جګړه وکړي او ذرار يې اسيران کړي او هغه دادى؛لاس يې د حضرت علي پر اوږه کېښود . ( د حديث تر پايه ) ( طبراني )  

( کنزالعمال : شپږم ټوک،٤٠٠ مخ ) وايي : له عمرو بن عاص (رض) څخه روايت دى،چې وايي : له ذات السلاسل جګړې،چې راستون شوم؛نو له ځان سره مې وويل : تر ما به څوک پر رسول الله نه وي ګران؛ نو ومې پوښت : پر تاسې څوک تر ټولو ډېر ګران دى ؟ ( په کنزالعمال کې يې يو لړ نومومونه راوړي چې ) حضرت عمرو عاص، رسول الله (ص) پوښتي : علي درباندې څومره ګران دى ؟ رسول الله مبارک خپلو يارانو ته مخ کړ او و يې ويل : دې سړي ته ګورئ،چې د ځان په اړه مې پوښتي. ( ابن النجار )

( ابن عبدالبر؛استيعاب:دويم ټوک،٤٦٤ مخ ) وايي : معمر له ابن طاووس له پلار له مطلب بن عبدالله بن حنطب څخه روايت کړى،چې ويلي يې دي : رسول الله مبارک د ثقيف د ټبر خلکو ته وويل: (( يا دا چې اسلام به راوړئ او يا دا چې د ځان په څېر سړى به درولېږم،چې ورمېږونه مو ووهي،ذرار مو اسيران او شتمنۍ مو غنيمت کړي  .)) حضرت عمر وويل : پر خداى قسم،چې د هغې ورځې هومره مې هېڅکله د لښکر د قومندانۍ هيله نه درلوده؛ نو ټټر مې ببر کړ، چې کېداى شي ووايي چې هغه سړى دادى؛ خو پام مې شو، چې علي يې له لاسه ونيو او و يې ويل : هغه سړى دادى .

ليکوال : دا روايت محب طبري هم په رياض النضره ( دويم ټوک، ١٦٤مخ ) کې داسې راوړى : رسول اکرم (ص) وويل : له خپل اهله يو سړى او که د ځان په څېر سړى او د روايت په پاى کې راغلي،چې دوه ځلې يې وويل : هغه دادى ! هغه سړى دادى .بيا محب طبري وايي : دا روايت عبدالرزاق په جامع او ابوعمرو بن سمان نقل کړى . په دې اړه  نور روايتونه هم شته،چې له انصافه به لرې نه وي،چې لنډه کتنه ورته وکړو.

ړومبى هغه روايت دى،چې حاکم په مستدرک الصحيحين ( درېم ټوک،١٢٦مخ ) کې د حضرت ابن عباس د خولې وينا راخستې،چې ويلي يې دي : رسول الله مبارک د حجة الوداع په خطبه کې وويل : (( ډېر ژر به له عمالقه سره وجنګنېږم . )) جبراييل وويل : ووايه يا زه په خپله او يا علي . او د خداى رسول هماغسې وويل .

دويم هغه روايت دى،چې محب طبري په رياض النضره ( دويم ټوک،١٦٤ مخ ) کې له حضرت انس بن مالک له خولې نقل کړى،چې رسول اکرم (ص) وويل : (( داسې پېغمبر به نه وي،چې په امت کې يې څوک په شان او ورته نه وي او زما په امت کې زما په څېر علي دى . )) ((قلعى))

درېم هغه روايت دى،چې مناوي د فيض القدير د څلورم ټوک په ٣٥٦ مخ کې او متقي د کنزالعمال د شپږم ټوک په ١٥٣ مخ کې راوړى: (( علي مې ډډ او جعفر مې څانګه ده . )) بيا دواړه کتابونو ويلي : دا خبره طبراني او ضياء د عبدالله بن جابر له خولې کړې ده . )

پېغمبر اکرم (ص) : علي له ما او زه له علي ځنې يم[سمول]

( صحيح بخاري ) له براء بن عازب څخه په خپل سند روايتوي : پاک نبي د ذي القعده په مياشت کې عمرې ته ولاړ؛خو خلکو ښار ته ورننووتو ته پرېنښود،چې د خداى رسول په مکه کې د درې ورځو د پاتې کېدو غوښتنه وکړه او بيا يې وليکل : (( دا هغه تړون دى،چې محمد د خداى رسول د مکې له خلکو سره  وکړ ))؛ خو د مکې خلکو ورسره و نه منله او ورته يې وويل : "محمد رسول الله" مه ليکه؛ځکه که پېغمبر مو منلې؛ نو ولې به مو دومره جګړې درسره کولې او اوس به مو د خداى د کور زيارت ته پرېښى وې او بايد وليکې : "محمد بن عبدالله" . رسول اکرم (ص) ورته وويل : ((زه هم محمد د عبدالله زوى او هم پېغمبر يم او علي ته يې وويل: هغه ليکنه پاکه کړه!))  حضرت علي ورته وويل : پر خداى، چې هېڅکله به مو پر نامه کرښه را نه کاږم . پاک نبي په خپله تړون راواخست او داسې يې وليکل : (( دا هغه ژمنه ده،چې محمد بن عبدالله کړى،چې په پوښ کې بې له وسلې هېڅ ډول وسله مکې ته دننه نه کړي او همدسې ژمنه کوي،چې که چا پرې په مکه کې ايمان راووړ؛ نو له ځان سره يې مدينې ته بو نه ځي او همداراز که يارانو يې غوښتل په مکه کې پاتې شي؛نو محمد يې له ځان سره بېرته ستنېدو ته اړ نه کړي .)) ددې تړون تر لاسليک وروسته مکې ته ولاړل او همدا چې درې ورځې پاى ته ورسېدې؛نو حضرت علي ته راغلل او ورته يې وويل : ملګري ته دې ووايه، چې له ښاره ووځي ! پېغمبراکرم (ص) له مکې ووت او د حضرت حمزه سيد الشهداء لور هم ورپسې ورووته او چغې يې کړې:کاکا جانه ! کاکا جانه !

حضرت علي په غېږ کې راوخسته  او بي بي فاطمې ته يې وويل : د تره لور دې له ځان سره سمبال کړه . فاطمې بي بي له ځان سره سپره کړه. د نجلۍ پر سر حضرت جعفر او حضرت زيد له حضرت علي سره شخړه وکړه . حضرت علي وويل : زه يې د روزنې لپاره وړ يم؛ځکه د تره لور مې ده .حضرت زيد وويل : هغه زما ورېره ده . حضرت جعفر وويل : زما د تره لور هم ده او پردې سربېره، ترور يې زما کورودانه ده؛ خو رسول الله مبارک د حضرت جعفرپه ګټه حکم وکړ او و يې ويل : (( ترور د مور په څېر وي .)) او حضرت علي ته يې وويل : (( ته له ما او زه له تا ځنې يم . )) حضرت جعفر ته يې وويل : (( ته په خلق و خوى کې زما په څېر يې )) او حضرت زيد ته يې وويل : (( ته زموږ ورور او مولا يې .))

ليکوال : دا روايت بخاري  په همدې سند په همدې مضمون د بداء  الخلق د کتاب د عمرة قضا په باب کې راوړې او بيهقي هم د خپل سنن د اتم ټوک په ٥ مخ کې له براء نقل کړى، نسائي د خصايص په ٥١ مخ کې له براء او احمد بن حنبل د مسند د لومړي ټوک په ٩٨ مخ کې له هاني بن هاني له حضرت علي څخه،په عبارت کې په لږ اختلاف سره راخستى او حاکم د مستدرک الصحيحين د درېم ټوک په ١٢٠ مخ کې له هاني بن هاني او طحاوي د مشکل الاثار د څلورم ټوک په ١٧٣ مخ کې له هاني بن هبيرة له  حضرت علي او خطيب بغدادي د خپل تاريخ د څلورم ټوک په ١٤٠ مخ کې له هاني بن هبيره له علي څخه نقل کړى دى .  

( صحيح ترمذي : دويم ټوک، ٢٩٧ مخ ) په خپل سند د عمران بن حصين (رض) د خولې وينا را اخلي ، وايي : رسول اکرم (ص)،حضرت علي د يو لښکر مشر کړ. حضرت علي له لښکر سره ووت، چې يوه وينځه يې لاس ته راغله،چې وايې خسته او دا خبره د رسول الله مبارک پر ځينو اصحابو کرامو ښه و نه لګېده او هم ژمني شول،چې رسول الله (ص) يې وليد؛ نو هرومرو به ورته له حضرت علي سر ټکوي . په مسلمانانو کې دود و، چې له هر سفره به راستنېدل؛ نو تر هر څه له مخه به د رسول الله مبارک کتو ته ورتلل او وروسته به خپلو کورونو ته ورتلل؛ نو همدا چې لښکر راستون شو؛ نو رسول الله مبارک ته ورغلل،چې په هغو څلور کسانو کې يو پاڅېد او ويې ويل : رسول الله ! علي ته څه نه وياست،چې داسې او هغسې يې وکړل. رسول اکرم (ص) يې خبرې ته پام و نه کړ،چې دويم يې پاڅېد او هماغه خبره يې وکړه،د خداى رسول ترې مخ واړو،درېمى يې پاڅېد او پر ګيلو شو؛ نو دا مهال د رسول اکرم (ص) په څېره کې غوسه څرګنده شوه، ويې ويل : (( له علي څه غواړئ ! له علي څه غواړئ ! علي له ما او زه له علي ځنې يم . علي تر ما وروسته د هر مؤمن ولي دى . ))

ليکوال : دا روايت احمد بن حنبل په مسند ( څلورم ټوک،٤٣٧ مخ )، حاکم په مستدرک الصحيحين ( درېم ټوک،١١٠ مخ )، ابوداوود طيالسي په خپل مسند ( درېم ټوک،١١١ مخ )، ابونعيم په حلية ( شپږم ټوک،٢٩٤ مخ) ،متقي په کنزالعمال ( شپږم ټوک،٣٩٩ مخ ) له ابن جرير_ هغه دا روايت صحيح ګڼلى _ او له ابن ابي  شيبه ( د شپږم ټوک په ١٥٤ مخ کې ) له دوو لنډو  لارو له ابن ابي  شيبه او همداراز نسائي د خصايص په ٢٣ مخ کې راخستى دى .

(صحيح ترمذي : دويم ټوک، ٢٩٩ مخ ) په خپل سند له براء  بن عازب څخه روايت کړى : د خداى استازي وويل : (( علي له ما او زه له علي ځنې يم . ))

ليکوال : دا روايت نسائي هم د خصايص په ١٩ مخ کې راوړى دى .

( صحيح ترمذي : دويم ټوک، ٢٩٩ مخ ) په خپل سند له حبشي بن جنادة روايت کړى،وايي :رسول اکرم (ص) وويل : (( علي له ما او زه له علي ځنې يم زما دندې يا بايد زه تر سره کړم او يا علي او بل څوک نه .))

ليکوال : دا روايت ابن ماجه هم د خپل صحيح په ١٢ مخ، احمد بن حنبل د مسند د څلورم ټوک په ١٦٤ مخ کې له پينځو لارو نقل کړى دى . خصايص هم له دوو لارو؛ يو په نولسم او بل په شلم مخ کې راخستى او محب طبري هم د رياض النضره د دويم ټوک په ١٧٤ مخ کې له حافظ سلفي نقل کړى دى.

( امام احمد حنبل؛مسند: لومړى ټوک، ١٠٨ مخ ) په خپل سند له هاني بن هاني له حضرت علي څخه روايت کړى،چې ويلي يې دي : زه ،زيد او جعفر د خداى له استازي سره وو،چې زيد ته يې وويل : (( ته زموږ ازاد شوى يې . )) زيد وشرمېد .ما ته يې وويل : (( ته له ما او زه له تا يم .)) زه تر زيد وروسته وشرمېدم .

ليکوال :  دا حديث بيهقي د سنن د لسم ټوک په ٢٢٦ مخ او نسائي د خصايص په ٥١ مخ کې په عبارت کې په لږ اختلاف نقل کړى دى.

( امام احمد حنبل؛ مسند : پينځم ټوک، ٣٥٦ مخ ) په خپل سند د حضرت بريده وينا را اخلي،وايي : رسول الله مبارک دوه ډلې د يمن پر لور ولېږلې،چې د يوې ډلې مشر يې  حضرت علي او د بلې يې حضرت خالد بن وليد کړ او و يې ويل : ((که يو ځاى شوئ؛ نو د دواړو ډلو مشر به حضرت علي وي او که يو ځاى نه شوئ؛ نو هر يو د خپلې ډلې مشر ياست. )) حضرت بريده وايي : د يمن له بني زيد ټبر سره پر جګړه شو او ماتې مو ورکړه، چې ډېر مو پکې اسيران کړل. په اسيرانو کې حضرت علي يوه مینزه ځان ته ځانګړې کړه . حضرت بريده وايي : دا خبره حضرت خالد بن وليد په يوه ليک کې رسول اکرم (ص) ته وليکله او ما ته يې راکړه،چې رسول الله (ص) ته يې ورسوم؛ نو چې د خداى استازي ته ورورسېدم؛ نو ليک مې ورکړ،چې په لوستو يې د رسول اکرم (ص) د څېرې رنګ واوخوت،ما ورته وويل : د خداى رسوله ! زه ستاسې په پناه کې يم او حکم مو راکړ، چې له خپل مشره لاروي وکړم؛ نو ما هم ترې لاروي وکړه او د هغه ليک مو درته راوړ؛ رسول اکرم (ص) وويل : (( پام مو وسه، چې هېڅکله په علي پسې بد و نه وياست او پوه شئ،چې علي له ما او زه له علي يم او هغه تر ما وروسته د هر مؤمن ولي دى؛ هغه له ما او زه له هغه يم .))

ليکوال : دا حديث هيثمي هم په مجمع ( نهم ټوک : ١٢٧مخ ) کې راوړى،وايي : احمد او بزار په لنډه نقل کړى او نسائي هم په ټکيو کې په لږ اختلاف د خصايص په ٢٣ مخ کې راوړى او پکې راغلي :  حضرت خالد هر څه رسول اکرم (ص) ته وليکل او ما ته يې هم حکم وکړ، چې رسول الله (ص) ته له حضرت علي سر وټکاوه؛ نو ما هم ليک رسول اکرم (ص) ته ورکړ او په علي پسې مې خوله راوسپړله؛نو ناڅاپه پوه شوم،چې د رسول اکرم څېره له غوسې سره اوښتې او و يې ويل : (( پام ! پام ! بريده ! علي خپل دښمن مه ګڼه،چې علي زما او زه د علي يم او تر ما وروسته ستاسې ولي دى . ))

هيثمي يو ځل بيا د نهم ټوک په ١٢٨ مخ کې دا روايت راوړى، چې پکې راغلي : رسول الله مبارک غوسه ووت او ويې ويل : (( ولې خلک په علي پسې خبرې کوي؛څوک چې په علي پسې بدې ردې کوي؛ نو په ما پسې به يې کړې وي ؛څوک چې له علي بېل شي؛ نو له ما به بېل شوى وي؛علي له ما او زه له علي يم؛علي زما له خټې او زه د ابراهيم له خټې جوړ شوى يم،زه تر ابراهيمه افضل يم ( تر دې چې وايي ) بريده ! خبر نه يې،چې په غنيمت کې د علي حق تر يوې وينځې ډېر دى؟ او خبر نه يې چې علي تر ما وروسته ستاسې ولي دى.)) ما ورته وويل : رسول الله ! لاس مو راکړئ،چې له سره درسره بيعت وکړم او تر هغه ترې نه وم،بېل شوى ،چې مې په اسلام کې ورسره بيا بيعت نه وکړى . ( اوسط طبراني )

( د امام احمد حنبل مسند : لومړى ټوک،٣٣٠ مخ ) په خپل سند د حضرت عمرو بن ميمون وينا راخستې ، وايي : زه له حضرت ابن عباس سره ناست وم، چې نهه تنه راغلل،ويې ويل : ابن عباسه ! يا راسره ګوښه شه او يا دې خپل کور خالي کړه،چې درشو.ابن عباس : زه درځم . وايي : په دې ورځو کې لا حضرت ابن عباس ړوند شوى نه و او پر خبرو اترو شول؛ خو پوه نه شوو،چې څه وايي؛خو ناڅاپه مې وليدل،چې حضرت ابن عباس خپلې جامې څنډي،را روان دى،وايي : تون لعنت دې پر هغوى وي،چې په هغه پسې سپکې سپورې وايي،چې لس ځانګړنې لري ( لس ځانګړنې يې وشمېرلې،چې دلته راورسېد ) بيا يې پلانى مکې ته ولېږه، چې د توبې سورت ورته ووايي او علي يې ورپسې ورولېږه،چې سورت ترې واخلي او و يې ويل : (( دا سورت به يا زه پخپله او يا هغه چې له ما ځنې وي،خلکو ته اوروي .))

ليکوال : دا روايت نسائي د خصايص په ٨ مخ کې، محب طبري د رياض النضره د دويم ټوک په ٢٠٦ مخ کې راوړى او ويلي يې دي : احمد او حافظ ابوالقاسم دمشقي په موافقات او اربعين طوال کې راوړى او ويلي يې دي : نسائي يې ځينې يادې کړي او همداراز هيثمي په مجمع (نهم ټوک،١١٩ مخ ) کې راوړى او ويلې يې دي : احمد او طبراني په کبير او اوسط کې په لنډه راوړى دى .

( خصايص نسائي : ١٩ مخ ) په خپل سند له عمرو بن حصين (رض) څخه روايت کړى،چې ويلي يې دي : رسول اکرم (ص) وويل : (( علي له ما او زه له علي يم او علي تر ما وروسته د هر مؤمن ولي دى . ))

( خصايص نسائي : ٣٦ مخ ) په خپل سند د محمد بن اسامه بن زيد (رض) د پلار وينا راخستې،چې رسول اکرم(ص) وويل : (( علي ! ته زما زوم او د زامنو پلار يې ؛ ته له ما او زه له تا يم . ))

( خصايص نسائي : ١٩ مخ ) په خپل سند له هبيرة بن مريم،هاني بن هاني له حضرت علي روايت کړى : همدا چې له مکې راووتو؛ نو د حضرت حمزه لور راپسې چغې کړې : کاکا جانه ! کاکا جانه ! هغه مې راواخسته او کورودانې ته مې وويل،چې د تره لور دې سمباله کړه او فاطمې هم له ځان سره سپره کړه. حضرت زيد او حضرت جعفر يې د روزنې پر سر راسره شخړه وکړه . ما وويل : ما راوستې او د تره لور مې هم ده . جعفر وويل : زما هم د تره لور ده او ترور يې زما ښځه ده . حضرت زيد وويل : هغه زما ورېره ده . رسول اکرم(ص) هغه خپلې ترور ته ورکړه او ويې ويل : (( ترور د مور په څېر وي .)) او ما ته يې وويل : (( ته ما ته داسې يې؛لکه هارون چې موسى ته و؛زه له تا يم .)) حضرت جعفر ته يې وويل : (( ته په خلق و خوى کې زما په څېر يې . )) او حضرت زيد ته يې وويل : (( ته زموږ ورور او مولا يې . )) 

( د ابن جرير طبري تاريخ : دويم ټوک، ١٩٧ مخ ) په خپل سند له ابي رافع له پلار له نيکه نقل کړى : علي،چې د مشرکينو بېرغچيان ووژل؛نو رسول اکرم (ص)،چې د قريشو د مشرکينو ډله وليده؛ نو علي ته يې وويل : (( بريد پرې وکړه.)) علي بريد وکړ او خپاره يې کړل او عمرو بن عبد الله جمحي يې وواژه . بيا رسول اکرم (ص) د مشرکانو بله ډله وليده او ورته يې وويل : بريد پرې وکړه .علي هم بريد پرې وکړ او خپاره يې کړل او شيبه بن مالک يې وواژه .  حضرت جبراييل امين وويل : رسول الله ! دا دى مواساة . رسول اکرم (ص) وويل : (( هغه له ما او زه له هغه يم . )) حضرت جبراييل وويل : او زه ستاسې د داوړو يم . د حديث راوي وايي:  ټولو واورېدل،چې اورېدل کېدل : (( لا سيف الا ذوالفقار و لا فتى الا على. ))

( رياض النضره: دويم ټوک، ١٧٢ مخ ) او ( على بن سلطان؛مرقاه : پينځم ټوک ،٥٦٨ مخ ) دواړو په شرح کې له ابي  رافع څخه روايت کړى چې وايي : علي،چې د احد د مشرکانو بېرغچيان ووژل؛نو حضرت جبراييل وويل : دا مواساة حقيقي مواساة دي . رسول اکرم (ص) وويل : (( اخر هغه له ما او زه له هغه يم . )) حضرت جبراييل : او زه ستاسې د دواړو يم . (مناقب احمد )

دا روايت هيثمي په مجمع ( شپږم ټوک،١١٤ مخ ) کې له طبراني او متقي هم په کنزالعمال ( شپږم ټوک،٤٠٠ مخ ) کې له طبراني نقل کړى دى .

(رياض النضره : دويم ټوک،٢٠٢ مخ ) وايي : ابوسعيد د شرف النبوه په کتاب کې راوړي،چې رسول اکرم (ص)، حضرت علي ته وويل : ((درې داسې څيزونه درکړل شوي،چې هيچا ته هم نه دي ورکړل شوي؛لومړى زما په څېر خسر،چې زه ستا په څېر خسر نه لرم؛دويم داچې داسې کورودانه يې درکړې،چې ما ته هاغسې نه ده راکړ شوې؛درېم دا چې د حسن او حسين په څېر زامن،چې ما ته يې هاغسې نه دي راکړي؛ خو تاسې ټول له ما او زه له تاسې يم . ))

( کنوزالحقايق مناوي : ٣٧ مخ ) داسې عبارت راوړى : (( على له ما او زه له هغه يم او علي تر ما وروسته د ټولو مؤمنانو ولي دى . )) ( طبراني ) 

(کنزالعمال : درېم ټوک،١٢٣ مخ ) د حضرت علي له خولې وايي : زيد بن حارثه،چې له مکې راته؛ نو د حمزه  سيدالشهداء لور يې هم له ځان سره راوسته . جعفر بن ابيطالب وويل : زه به يې له ځان سره کور ته بوځم او پالنه به يې کوم؛ځکه زما د تره لور او ترور يې زما کډه ده او ترور خو د مور په څېر وي . علي وويل: زه ورته وړ يم ؛ځکه  د تره لور مې ده او ښځه مې هم د خداى د رسول لور ده او د خداى د نبي لور تر ټولو وړ ده او دا خبره پر لوړ غږ کوم،چې رسول اکرم يې له وتو مخکې واوري . زيد وويل : زه وړ يم؛ځکه  ما له مکې راوستې او ورېره مې هم ده . دا مهال پاک نبي له کوره راووت او ويې ويل : ((په تاسې څه شوي دي؟)) علي وويل:هغه مې د تره لور ده او زه يې پالنې ته وړ يم او د رسول الله لور ما ته ناسته ده او د رسول الله لور تر ټولو غوره او وړ ده او دا ماشومه هم بايد د تره له لور سره ووسي . جعفر وويل : هغه بايد له ماسره ووسي، چې هم يې د تره لور او هم يې ترور ما ته ناسته ده . زيد وويل : د سفر زحمت يې ما ګاللى او ورېره مې هم ده . پاک نبي وويل : (( ډېر ژر به بې له دې حکمه په تاسې کې ورمندون-قضاوت وکړم . )) علي وايي : همدا چې و يې ويل :  (( بې له دې))؛نو وېره مې زړه ته راغله،چې هرومرو به آيت راغلى وي،چې موږ پر لوړ غږ خبرې کړې دي . بيا د خداى رسول وويل : ((زيد بن حارثه ! ته هم زموږ او هم د نجلۍ مولا يې . )) زيد وايي : رسول الله ! خوښ شوم . جعفر ته يې وويل : (( ته په خلق و خوى کې زما په څېر يې او له هغې شجرې پېدا شوى يې،چې زه ترې پېدا شوى يم . )) جعفر وويل : رسول الله ! زه هم خوښ شوم . بيا يې وويل : (( علي ! ته مې غوره کړاى شوى او هم امين يې؛ ته له ما او زه له تا يم . )) ورته مې وويل : زه هم خوښ شوم! د خداى رسول بيا وويل : (( خوښ به شم،چې لور مې له جعفر کره ولاړه او پالنه يې وشي،چې له ترور سره يې وي؛ځکه ترور هم د مور په څېر وي . )) ټولو وويل : رسول الله ! ټول تسليم شوو . ( له عدني،بزار او ابن جرير څخه نقل )

ليکوال : دا روايت طحاوي هم په مشکل الاثار ( څلورم ټوک،١٧٤ مخ ) کې په ټکيو کې په لږ اختلاف راوړى او په ١٧٥ مخ کې يې هم له دوو لارو په عبارت کې په لږ اختلاف نقل کړى دى . نسائي هم د خصايص په ٢٠ مخ کې راوړى او ويلي يې دي : د خداى رسول (ص) وويل : ((علي ته زما غوره کړاى شوى او امين يې . ))

له رسول الله (ص)[سمول]

سره د حضرت علي مقام[سمول]

په ((ولا)) که د ((علي)) رافضــــــــــي کېږي[سمول]

سکه خوشحال يې په ((ولا)) کې مشخص دى [151]                                [سمول]

(صحيح نسائي؛لومړى ټوک،١٧١ مخ ) په خپل سند له عبدالله بن نجي څخه او هغه هم له خپل پلار روايت کړى،چې و يې ويل : حضرت علي راته وويل : د خداى له رسول سره مې داسې منزلت او مقام درلود،چې هېڅ مخلوق نه درلود؛زه به  هر سهار ورتلم او ورته مې ويل : السلام عليک يا نبي الله ! که اجازه به يې راکړه؛نو کور ته به ورننووتم او که را به يې نه کړه؛ نو راستون به شوم .

دا روايت نسائي د خپلو خصايصو په ٣٠ مخ کې هم راوړى او ورته يې يو بل روايت هم په ٢٩ او ٣٠ مخ کې راوړى دى او احمد بن حنبل هم د خپل مسند د لومړي ټوک په ٨٥ مخ کې هم راوړى دى.

(کنزالعمال؛٦ټوک،٣٩٣ مخ ) له شعبي روايت کړى : حضرت ابوبکر،حضرت علي وليد او ورته يې وويل :څوک چې غواړي د خداى پر رسول تر ټولو ګران او ورته تر ټولو نږدې او ورسره د لوړ مقام خاوند وګوري؛ نو دې سړي ته دې وګوري( د حديث تر پايه) بيا وايي : دا حديث ابن ابي  الدنيا د الاشراف په کتاب کې له ابن مردويه او حاکم نه نقل کړى دى .

محب طبري هم دا روايت د رياض النضره د دويم ټوک په ١٦٣ مخ کې راوړى دى او ويلي يې دي،چې ابن اسمان هغه نقل کړى دى او ابن حجر هم د صواعق په ١٠٦ مخ کې راوړى او دار قطني او شعبي ته يې نسبت ورکړى دى . 

( رياض النضره :دويم ټوک،٢١٣ مخ ) او کنزالعمال شپږم ټوک،٤٠٢ مخ وايي : له حضرت عبدالله بن حارث نه روايت دى،چې ويې ويل : حضرت علي ته مې وويل : په هغو فضيلتونو کې کوم تر ټولو غوره دى،چې تا له رسول الله مبارک سره درلود ؟ له رسول الله کره ويده وم او هغه مبارک پر لمانځه و او تر لمانځه وروسته يې راته وويل : علي ! له خدايه مې داسې څه نه دي غوښتي،چې تا ته مې ترې نه وي غوښتي او له هېڅ شره مې خداى ته پناه ته نه ده وړې؛خو داچې تا ته مې ترې له خدايه پناه غوښتې وي . بيا وايي : محاملي دا روايت راوړى دى .

ليکوال :دا روايت هيثمي هم په مجمع (نهم ټوک،١١٠ مخ) کې راوړى او په پاى کې يې وايي : و يې ويل : ما چې هر څه له خدايه غوښتي؛خو يوازې يې راته ويلي : تر تا وروسته به بل پېغمبر نه راځي(اوسط طبراني )

متقي هم دا روايت د کنزالعمال د شپږم ټوک په ١٥٩ او ٣٩٢ مخ کې راوړى او په دواړو ځايونو کې يې ويلي : ابونعيم د فضايل الصحابه د کتاب په ٤٠٦مخ کې نقل کړي او وايي : ابن عاصم، ابن جرير _هغه دا حديث صحيح ګڼلى _طبراني په اوسط کې، ابن شاهين او نسائي هم د خصايص په ٣٧ او ٣٨ مخ کې له دوو لارو نقل کړى دى .

(رياض النضره :دويم ټوک،١٦٣ مخ ) وايي : حضرت ابوبکر او حضرت علي، رسول اکرم (ص) ته راغلي ول، چې حضرت علي،حضرت ابوبکر ته وويل: مخکې شه ! ابوبکر (رض) ورته وويل : زه به هېڅکله له هغه چا مخکې نه شم ،چې د خداى رسول يې په اړه  ويلي دي : ( علي ما ته داسې دى ؛ لکه زه چې خداى ته يم ) نه مخکې کېږم . بيا وايي :دا حديث ابن سمان د موافقت په کتاب کې راوړى دى . دا روايت ابن حجر هم د صواعق په ١٦ مخ کې راوړى دى .

(د بغداد تاريخ : شپږم ټوک،١٢ مخ) وايي : له براء روايت دى،چې وايي : رسول الله مبارک وويل : علي راته داسې دى؛لکه زما سر چې ما ته دى .

دا حديث شبلنجي هم د نورالابصار په ٧٢ مخ کې راوړى او وايي : ديلمي هغه له حضرت ابن عباس څخه نقل کړى او همداراز ابن حجر په صواعق،مناوي په فيض القدير( څلورم ټوک،٣٥٧ مخ ) کې له خطيب له براء له ديلمي او حضرت ابن عباس څخه نقل کړى دى .

( مستدرک الصحيحين؛درېم ټوک،١٣٠ مخ ) په خپل سند له ام سلمه بي بي روايت کړى،چې وايي : پېغمبر اکرم به چې غوسه شو؛ نو په موږ کې به بې له علي هيچا ورسره خبرې نه شوې کړاى . ددې روايت سند صحيح دى .

ليکوال :دا روايت ابونعيم د حلية د نهم ټوک په ٢٢٧مخ کې او مناوي د فيض القدير د پينځم ټوک په ١٥٠ مخ کې راوړى او په شرح کې يې ورته راوړي دي : طبراني هغه له ام سلمه بي بي نقل کړى دى .

( ابن حجر عسقلاني؛اصابه : لومړى ټوک،څلورم قسم،٢١٧ مخ) د خطيب له مولف په خپل سند له حضرت انس بن مالک څخه يو حديث نقل کړى او وايي : موږ به چې څه د خداى له رسوله پوښتل؛نو هغه به له علي،سلمان او يا ثابت بن معاذ (رضى الله عنهم) سره مخامخولو؛ځکه په اصحابو کې دوى د نورو په پرتله د خداى رسول ته ډېر ورنږدې ول .

(صحيح ترمذي :دويم ټوک،٢٩٩ مخ ) په خپل سند له حضرت عبدالرحمان بن عبدالله  روايتوي، چې وايي : حضرت علي وويل : هر څه به مې چې د خداى له رسوله غوښتل؛نو راکول يې او که چوپ به شوم؛نو په خپله به مخکښ شو .

(طبقات؛ابن سعد، ١٠١ مخ ) وايي : يو سړي حضرت علي ته وويل : څنګه ده،چې ستا د حديثو پوهه د نورو اصحابو په پرتله غوره او ډېر ده؟ حضرت علي وويل : يوازې زه وم،چې تل د خداى له استازي سره وم او پردې سربېره،هره پوښتنه مې،چې ترې کوله ؛نو ځواب يې راکاوه او که پوښتنه به مې ترې نه کوله؛نو په خپله پر خبرو کېده او پوهه يې رازده کوله .

دا راويت يې په ١٠٦ مخ کې هم راوړى، چې پکې راغلي : حضرت علي ته مو وويل : اميرالمؤمنينه ! د خپل ځان په اړه  راته يو څه ووياست . و يې ويل : څه مې،چې له رسول الله پوښتل؛ نو هرومره يې ځواب راکاوه او چې چوپ به شوم؛ نو پخپله يې زما پوهه زياتوله. دا روايت په همدې مضمون د حلية الاولياء  د لومړي ټوک په ٦٨ مخ او د څلورم ټوک په ٣٨٢ مخ کې راغلى دى .

( فخر رازي په کبير تفسير کې ) د ( و اما بنعمة ربک فحدث ؛ الضحى : ١١) آيت تر تفسير لاندې يو روايت راوړى : حضرت علي ته وويل شول : موږ ته د ځان په اړه  يو څه ووايه . چوپ شئ ! رسول اکرم له ځان ستاينې منع کړي يو . يو سړي ورته وويل : مګر خداى نه دي ويلي : (وَأَمَّا بِنِعْمَةِ رَبِّكَ فَحَدِّثْ)؛يعنې کوم نعمتونه،چې خداى درکړي،خلکو ته يې ووايه .حضرت علي وويل : د نعمتونو په اړه  له خبرو نه وېرېږم او بيا يې وويل :هر څه مې چې د خداى له استازي پوښتل؛نو ځواب يې راکاوه او چې چوپ به شوم؛نو پخپله يې راته پوهه راکوله؛نو پايله يې داده،چې اوس خورا پوهه لرم او هر څه چې پوښتئ،ځواب به يې درکړل شي .

داسې راته يې؛[سمول]

لکه هارون چې موسى ته و[سمول]

که په کار دې ده د خداى پېژند ګلوي[سمول]

پيروي د محـــــــــــــــــمد کړه د علي [152][سمول]

                                                                     [سمول]

( صحيح بخاري په بدء الخلق کې د مناقب علي بن ابيطالب په باب کې ) په خپل سند له ابراهيم بن سعد او هغه هم له خپل پلاره روايت کړى،چې وايي : رسول الله مبارک علي ته وويل : ((خوښ نه يې چې داسې راته وسې؛لکه هارون،چې موسى ته و . ))

دا روايت مسلم هم خپل صحيح  په فضايل الصحابه د فضايل علي بن ابيطالب په باب کې ،ابن ماجه د خپل صحيح په ١٢ مخ کې ،احمد بن حنبل د مسند د لومړي ټوک په ١٧٤ مخ او ابوداوود طيالسي د خپل مسند د لومړي ټوک په ٢٨ مخ کې، ابونعيم د حلية د اووم ټوک په ١٩٤ مخ کې او نسائي د خصايص په ١٥ او ١٦ مخونو کې له دوو لارو راوړى دى.

( صحيح بخاري : بدء الخلق :باب غزوه تبوک ) په خپل سند له مصعب بن سعد او هغه هم له خپل پلاره روايت کړى،چې ويلي يې دي : رسول الله (ص) د تبوک غزا ته ووت او علي يې په مدينه کې خپل ځايناستى کړ. علي ورته وويل : ما له ماشومانو او ښځو سره پرېږدې ؟ رسول الله (ص) ورته وويل : ايا خوښ نه يې چې ته راته داسې يې ؛لکه هارون چې موسى ته و؛ خو پر دومره توپير، چې تر ما وروسته بل پېغمبر نه راځي ؟

ليکوال : دا حديث مسلم د خپل صحيح د فضايل الصحابه د کتاب د باب فضايل علي بن ابيطالب کې، ابوداوود طيالسي د خپل مسند د لومړي ټوک په ٢٩ ټوک کې ،ابونعيم د حلية د اووم ټوک په ١٩٥ او ١٩٦ مخونو کې له څو لارو،طحاوي له مشکل الاثار د دويم ټوک په ٣٠٩ مخ کې، احمد بن حنبل د خپل مسند د لومړي ټوک په ١٨٢ مخ کې،خطيب بغدادي د د بغداد تاريخ د يوولسم ټوک په ٤٣٢ مخ کې له دوو لارو او نسائي د خصايص په ١٦ مخ کې نقل کړى دى.

په صحيح مسلم کې سعيد بن مسيب د رسول اکرم (ص) د وينا تر نقلولو وروسته وايي : چې دا خبره مې له حضرت عامر بن سعد بن ابي وقاص واورېده؛ نو زړه مې وغوښتل دا خبره پخپله هم له حضرت سعد بن ابي  وقاصه واورم؛نو همدا ول،چې يوه ورځ مې حضرت سعد بن ابي  وقاص وليد او حديث مې ورته د عامر له خولې  ټکى په ټکى ووايه او بيا مې ورته وويل : تا په خپله دا حديث له رسول الله مبارکه اورېدلى دى؟ ويې ويل : هو ! او خپل دواړه لاسونه پر خپلو دواړو غوږونو کېښوول او ويې ويل : پر دې دوو مې له رسول الله دا حديث اورېدلى او که داسې نه وي؛نو خداى دې داوړه کاڼه کړي.

پورتنۍ خبرې د ابن اثير د اسدالغابه د څلورم ټوک په ٢٦ مخ او د خصايص نسائي په ١٥ مخ کې د عامر له ورور ابراهيم بن سعده نقل شوى دى .

(صحيح مسلم؛فضايل الصحابه :باب فضايل علي ابن ابيطالب ) په خپل سند له حضرت امر بن سعد بن ابي  وقاص او هغه هم له خپل پلاره راخستي او وايي : معاوية بن ابوسفيان، حضرت سعد ته وويل : ولې علي نه کنځې؟ ويې ويل : هرمهال، چې د علي په اړه  د رسول اکرم (ص) هغه درې خبرې رايادې شي؛نو هېڅکله به یې ونه کنځم او که په هغو درېو خبرو کې يې يوه هم زما په اړه  وه؛نو د راکړل شويو ټولو نعمتونو به راته غوره وو او هغه داچې وا مې ورېدل ،چې رسول اکرم (ص) په خپله يوه جګړه کې حضرت علي خپل ځايناستى کړ او ورته يې وويل : خوښ نه يې چې راته داسې يې؛لکه هارون چې موسى ته و؛ خو پر دومر توپير،چې تر ما وروسته بل پېغمبر نه راځي . ( د حديث تر پايه ) چې دا هر څه د مباهلې د باب په ړومبيو کې راغلل .

دا روايت ترمذي د خپل صحيح د دويم ټوک په ٣٠٠ مخ کې، احمد بن حنبل په خپل مسند کې د لومړي ټوک په ١٨٥ مخ کې، نسائي په خصايص کې په ٤ او ١٦ مخونو کې راوړى دى . په همدې مضمون يو بل روايت ترمذي د خپل صحيح د دويم ټوک په ٣٠١ مخ کې، احمد بن حنبل د خپل مسند د لومړي ټوک په ١٧٩ مخ کې، ابوداوود طيالسي د خپل مسند د لومړي ټوک په ٢٩ مخ کې ، ابونعيم د حلية د اووم ټوک په ١٩٥ مخ کې له څلور لارو او ١٩٦ مخ کې له يوې بلې لارې او خطيب بغدادي د خپل تاريخ د لومړي ټوک په ٣٢٤ مخ کې ،د څلورم ټوک په ٢٠٤ او د نهم ټوک په ٣٩٤ مخ کې،نسائي د خصايص په ١٤ مخ کې له دوو لارو او په ١٥ مخ کې له درېمې لارې نقل کړى دى .

(صحيح ترمذي : دويم ټوک،٣٠١ مخ ) په خپل سند له حضرت جابر بن عبدالله نه په همدې مضمون او بل روايت له حضرت سعد له  حضرت زيد بن ارقم له حضرت ابي هريره له حضرت ام سلمې نقل کړى دى او هغه روايت امام احمد بن حنبل د خپل مسند د درېم ټوک په ٣٣٨ مخ کې او خطيب بغدادي د خپل تاريخ د درېم ټوک په ٢٨٨ مخ کې له دوو لارو راخستى دى .

(صحيح ابن ماجه :١٢ مخ ) په خپل سند له ابن سابط _؛يعنې عبدالرحمان له حضرت سعد بن ابي  وقاص څخه روايتوي او وايي : حضرت معاويه بن ابوسفيان حج ته راغلى و او خلک يې کتو ته ورتلل،چې يو يې هم حضرت سعد بن وقاص و، چې په دې کتنه کې د حضرت علي خبره رامنځ ته شوه،چې معاويه بن ابو سفيان، حضرت علي وکنځه، حضرت سعد غوسه شو او و يې ويل : دا کنځا هغه ته کوې،چې په اړه يې ما له رسول الله (ص) واورېدل : ((داسې راته يې؛لکه هارون چې موسى ته و؛ خو په دومره توپير،چې تر ما وروسته بل پېغمبر نه راځي ))  او ما په خپله ترې د خيبر په جګړه کې واورېدل : (( سبا به د جګړې د مشرۍ بېرغ هغه ته ورکړم، چې خداى او رسول پرې ګران دي او هغه هم پر خداى او رسول يې ګران دى .))                      

(مستدرک الصحيحين؛دويم ټوک،٣٣٧ مخ ) د منزلت حديث له حضرت حسن بن سعد څخه روايت کړى،چې حضرت علي وويل : رسول الله (ص) راته پيغام راواستاوه، چې په مدينه کې پاتې شم او په جګړه کې ګډون و نه کړم؛ نو پيغام راوړونکي ته يې وويل : زه به هېڅکله د رسول الله (ص) پر ځاى کېننم؛ نو زه پېغمبراکرم (ص) راوغوښتم،چې د ځايناستۍ او زما د خپګان په اړه راسره خبرې وکړي؛ نو په ژړا شوم،چې رسول الله (ص) راته وويل : ولې ژاړې؟ ما ورته وويل : ژړا مې له دې امله ده،چې سبا به قريش وايي،چې څومره ژر د خپل  تره د زوى ځايناستى شو او هغه يې يوازې جګړې ته ولېږه او په خپله يې په جګړه کې ګډون و نه کړ او بله دا چې د خداى په لار کې مې جهاد خوښ دى؛ځکه غواړم د توبې د سورت په ١٢١ آيت عمل وکړم او غواړم ځان د خداى په فضل کې ونغاړم . رسول اکرم (ص) را ته وويل : (( دا چې و دې ويل،چې قريش به ووايي، چې څومره ژر د خپل تره د زوى پر ځاى کېناست او ورسره يې مرسته و نه کړه؛ نو پوه شه، چې ته هم زما په څېر يې؛ما ته يې چې دروغجن او جادوګر ووايه ؛نو پرېږده چې پر تا هم تور ولګوي . آيا خوښ نه يې ته ما ته داسې وسې؛لکه هارون چې موسى ته و؛ خو په دومره توپير، چې تر ما وروسته بل پېغمبر نه راځي او داچې و دې ويل،چې ځان د خداى په فضل او رحمت کې رانغاړې؛نو دا څو مرچکه چې له يمن يې راته راوړي، په بازار کې وپلوره،چې د خداى له رحمته بې برخې پاتې نشې، د مدينې حالات داسې دي،چې يا زه بايد پکې پاتې شم او يا ته . ))

  حاکم ددې حديث سند صحيح ګڼلى او سيوطي هم په درالمنثور کې د توبې د سورت د ١٢١ آيت تر تفسير لاندې له ابن مردويه له حضرت علي راوړى دى .  

(د امام احمد حنبل مسند؛لومړى ټوک :١٧٠ مخ ) په خپل سند له د حضرت سعد له لور عايشې،چې هغې هم له خپل پلار څخه نقل کړي دي : حضرت علي د رسول الله (ص) مخه ښې ته راغى او په ژړا يې ورته وويل: آيا ما له متخلفينو سره پرېږدئ ؟ رسول اکرم (ص) ورته په ځواب کې وويل : (( آيا خوښ نه يې چې ما ته داسې شې؛لکه هارون چې موسى ته و؛خو پر دومره توپير، چې تر ما وروسته بل پېغمبر نه راځي.))

ليکوال : دا روايت خطيب بغدادي هم د خپل تاريخ د اتم ټوک په ٥٢ مخ کې،نسائي د خصايص په ١٦ او ١٧ مخونو کې له دوو لارو،سيوطي په درالمنثور کې د توبې د سورت د ٨٧ آيت تر تفسير لاندې راوړى او ويلي يې دي :دا حديث ابن مردويه له حضرت سعد بن ابي  وقاص څخه روايت  کړى او ويلي يې دي :

(( علي د خداى له استازي سره راووت، چې ثنية الوداع ته راورسېدل او غوښتل يې چې ورسره تبوک ته ولاړ شي . ))

(د امام احمد حنبل مسند؛ لومړى ټوک : ١٧٣ مخ ) په خپل سند له حضرت سعد بن مسيب څخه روايت کړى : سعد بن مالک ته مې وويل :

غواړم  له  تا يو حديث وپوښتم؛ خو وېرېږم . راته يې وويل : ورواره ! که پوهېږې،چې زه پر هغه حديث پوهه لرم؛نو مه وېرېږه او و يې وپوښته . ورته مې وويل : رسول اکرم (ص)،چې حضرت علي په مدينه کې خپل ځايناستى کړ؛ نو څه يې ورته وويل ؟ حضرت سعد وويل : علي يې په مدينه کې خپل ځايناستى کړ او په خپله يې غوښتل تبوک ته ولاړ شي، چې علي ورته وويل : (( آيا ما له متخلفينو، ښځو او ماشومانو سره پرېږدئ ؟ رسول الله مبارک  ورته وويل : آيا خوښ نه يې،چې ما ته داسې وې؛لکه هارون چې موسى ته و؟علي ورته وويل : هو خوښ يم ! رسول اکرم، علي ته وويل : نو که داسې ده، چټک ستون شه . ))  

دا روايت احمد حنبل د خپل مسند د لومړي ټوک په ١٧٥ مخ کې له سعيد بن مسيب څخه نقل کړى او همداراز په ١٧٧ مخ کې يې ويلي چې حضرت سعد بن مالک را ته له خپل پلاره يو روايت رانقل کړ او زه د هغه پلار حضرت سعد ته ولاړم او ورته مې وويل : (( ته تريو او تريخ انسان يې او غواړم  له تا څه وپوښتم.)) را ته يې وويل : څه پوښتل غواړې ؟ ورته مې وويل : د حضرت علي کيسه او دا چې پېغمبراکرم په خپله تبوک ته ولاړ او هغه يې په مدينه کې خپل ځايناستى کړ ! دا مهال حضرت سعد غوسه شو او را ته يې وويل : چا درته دا روايت نقل کړى دى ؟ ما نه غوښتل ورته ووايم،چې زوى دې دا کار کړى؛ځکه  کېداى شول ورته غوسه شي او تر څه ځنډ وروسته يې راته وويل : (( پېغمبر اکرم،چې غوښتل تبوک ته ولاړ شي؛نو علي يې په مدينه کې خپل ځايناستى کړ، چې علي ورته وويل : بېخي مې زړه نه غواړي تاسې يوازې جګړې ته ولاړ شئ او ما دلته پرېږدئ، چې رسول الله ورته وويل :آيا خوښ نه يې، چې ما ته داسې وسې ؛لکه هارون چې موسى ته و؛ خو په دومره توپير، چې تر ما وروسته بل پېغمبر نه راځي؟))

دا روايت احمد حنبل د خپل مسندد لومړي ټوک په ٣٣٠ مخ کې له حضرت عبدالله له حضرت سعد څخه نقل کړى،ابن سعد د طبقات د درېم ټوک او لومړي ټوک په ١٥ مخ کې او نسائي هم د خصايص په ١٧ مخ کې له دوو لارو نقل کړى دى  .

(د امام احمد حنبل مسند؛لومړى ټوک:٣٣٠ مخ ) په خپل سند له  حضرت عمرو بن ميمون څخه روايت کړى، چې ويې ويل : زه له حضرت ابن عباس سره ناست وم، چې څه کسان ورته راغلل او ورته يې وويل : يا له موږ سره يو چوپ ځاى ته ولاړ شه او يا همدا ځاى راته پرېږده. حضرت ابن عباس ورته وويل :پخپله درسره ځم _ دا هغه وخت و، چې حضرت ابن عباس لا ړوند شوى نه و _ او په خپلو کې پر خبرو شول؛ خو موږ پوه نه شوو، چې څه وايي . ډېر وخت لا نه و تېر شوى،چې حضرت ابن عباس خپلې جامې څنډلې او غوسه را روان و او ويل يې : تون لعنت دې پرې وي؛ځکه داسې سړي ته کنځا کوي،چې لس ځانګړنې يې درلودې _ تر دې چې و يې ويل : خلک يې د تبوک جګړې ته بوتلل، چې علي ورته وويل : زه هم درسره درځم ؟ رسول اکرم ورته وويل : نه ! علي پر ژړا شو چې د خداى رسول ورته وويل : (( آيا خوښ نه يې،چې مقام دې راته داسې وي؛لکه د هارون چې موسى ته و؛ خو په دومره توپير، چې تر ما وروسته بل پېغمبر نه راځي؟ او سمه نه ده،چې زه له مدينې ووځم او ته مې ځايناستى نه يې)) ( د حديث تر پايه) 

دا روايت نسائئ هم د خصايص په ٨ مخ کې،محب طبري د رياض النضره د دويم ټوک په ٢٠٣ مخ کې راوړى دى او د طبري د وينا له مخې دا روايت احمد،حافظ ابوالقاسم دمشقي  ( په موافقات او اربعين الطوال )،نسائئ او همداراز هيثمي د مجمع د نهم ټوک په ١١٩ ټوک کې راوړى دى او هيثمي ويلي،چې احمد او طبراني په خپلو دوو کتابونو (کبير ) او ( اوسط ) کې هم راوړى دى .

( مسند احمد بن حنبل؛شپږم ټوک:٣٦٩ مخ ) په خپل سند له موسى جهني خڅه روايت کړى،چې ويلي يې دي : د علي له لور فاطمې کره ولاړم، چې ملګري مې ابوسهل پوښتنه وکړه : څو کلن يې ؟ ورته مې وويل : شپږ اتيا کلن يم . را ته يې وويل : له خپل  پلاره دې درته کوم حديث نه دى ياد ؟ و يې ويل : حضرت اسماء بنت عميس راته وويل : رسول اکرم علي ته وويل : ((داسې راته يې؛لکه هارون چې موسى ته و؛ خو په دومره توپير،چې تر ما وروسته بل پېغمبر نه راځي.))

دا روايت يې  له موسى جهني له  بلې لارې په ٤٣٨ مخ کې راوړى  او خطيب بغدادي په خپل تاريخ ( لسم ټوک،٤٣ مخ ) او ( دولسم ټوک،٣٢٣ مخ ) کې،ابن عبدالبر ( استيعاب :دويم ټوک،٤٥٩ مخ ) او نسائي په خصايص ( ١٧ او ١٨ مخ ) کې نقل کړى دى .

( خصايص نسائي : ١٤ مخ ) په خپل سند له حضرت سعيد بن مسيب له حضرت سعد بن ابي  وقاص څخه روايتوي، چې رسول الله (ص) د تبوک جګړې ته تله؛ نو علي يې په مدينه کې خپل ځايناستى کړ، چې خلکو وويل : علي ډارن دى؛نو ځکه يې نه دى بوتلى .علي سملاسي رسول اکرم ته ولاړ او ورته يې وويل : په مدينه کې مې ځکه ښځو او ماشومانو ته پرېږدې،چې خلک داسې خبرې وکړي ؟ رسول الله ورته وويل : (( که داسې مې کړي؛نو ددې لپاره وو، چې غوښتل مې ته مې په اهل کې ځايناسى يې او آيا خوښ نه يې، چې ته ما ته داسې وسې؛لکه هارون چې موسى ته و؛ خو په دومره توپير، چې تر ما وروسته بل پېغمبر نه راځي.))

همدا روايت يې په ١٤ مخ کې په لږ اختلاف نقل کړى دى . 

( خصايص نسائي :١٧ مخ ) په خپل سند له حضرت حرب بن مالک څخه روايت کړى،چې حضرت سعد بن مالک وويل : پېغمبراکرم (ص) پر جدعاء ( د اوښ نامه ده) سپور شو او حضرت علي يې په مدينه کې خپل ځايناستى کړ ؛ نو حضرت علي هم بې ځنډه ځان د رسول الله اوښ ته ورورساوه او ورته يې وويل : ((رسول الله ! قريش وايي : زه دې ځکه په مدينه کې پرېښووم، چې له خبرو مې کرکه کوئ )) او پر ژ ړا شو، چې رسول اکرم په خلکو کې په لوړ غږ وويل : (( خلکو مګر بېکاره ياست، چې داسې خبرې کوئ ! علي ! آيا خوښ نه يې،چې ما ته داسې وسې؛لکه هاورن چې موسى ته و؛ خو په دومره توپير،چې تر ما وروسته بل پېغمبر نه راځي.)) حضرت علي ورته وويل : رسول الله ! ولې خوښ نه يم .

(خصايص نسائي :١٩ مخ ) په خپل سند له هاني بن هاني له حضرت علي روايت کړى، چې ويلي يې دي : چې له مکې راووتو؛ نو د حمزه لور چغې کړې : کاکا جانه ! کاکاجانه ! نو  راوامې خسته او ورته مې وويل :راځه راسره سپره شه ؛ نو دا مهال زيد او جعفر راسره پر شخړه شول،چې ما وويل : هغه ما ته راغلې او هغه زما د تره لور ده . جعفر وويل : زما د تره لور ده او پردې سربېره، ترور يې زما کورودانه هم ده . زيد وويل : هغه زما ورېره ده. شخړه رسول اکرم ته يووړل شوه، چې بيا يې د حضرت حمزه لور خپلې ترور ته ورکړه او ويې ويل : (( ترور د مور په څېر وي )) او بيا يې علي ته وويل : ته راته داسې يې؛لکه موسى چې هارون ته و او زه له تا يم او جعفر ته يې وويل : ته په خلق او خوى کې زما په څېر يې او زيد ته يې وويل : ته زما زموږ ورور او ملګرى يې .

په دې اړه  يو بل روايت نسائي په ٣٢ مخ کې راوړى او همداراز سعد په طبقات ( درېم ټوک؛لومړي قسم،١٤ مخ ) او د طبقات روايت ابونعيم په حلية کې (شپږم ټوک : ٣٠٧ مخ ) په لنډه راخستى او خطيب بغدادي په خپل تاريخ کې ( څلورم ټوک :٣٨٢ مخ ) او هيثمي په مجمع الزوايد کې ( نهم ټوک: ١٠٩ مخ) او احمد حنبل د خپل مسند د درېم ټوک په ٣٢ مخ کې راوړى دى .

همدې روايت ته ورته يو بل روايت ابن سعد ( درېم ټوک؛لومړى قسم :١٥ مخ ) کې له حضرت براء بن عازب او حضرت زيد بن ارقم څخه راوړى،چې بيا همدا روايت هيثمي په مجمع کې (نهم ټوک:١١١ مخ ) په لږ اختلاف نقل کړى او هغه يې طبراني ته نسبت ورکړى دى او بيا ابو نعيم د حلية د کتاب د اووم ټوک په ١٩٥ مخ کې پر همدې مضمون يو روايت له سعد بن ابراهيم له عامر بن سعد او هغه هم له خپل پلار حضرت سعد څخه روايت کړى او بيا يې د هماغه ټوک په ١٩٦ مخ کې له حضرت سعيد بن مسيب له علي څخه نقل کړى،چې پکې حضرت علي وايي : خداى دې و نه کړي، چې زه تر تاسې وروسته ژوندى پاتې شم او ستاسې ځايناستى شم،چې بيا يې رسول اکرم په ځواب کې وويل : (( آيا خوښ نه يې، چې ته ما ته داسې وسې ؛لکه هارون چې موسى ته و؛ خو په دومره توپير،چې تر ما وروسته بل پېغمبر نه راځي؟))

دا روايت هم متقي په کنزالعمال کې ( شپږم ټوک:٤٠٤ مخ ) او  هم هيثمي په مجمع کې (نهم ټوک :١١٠ مخ ) له اوسط او طبراني څخه راخستى او هيثمي د سند رجال صحيح ګڼلي دي .

( د بغداد تاريخ :څلورم ټوک:٧١ مخ ) په خپل سند له مامون عباسي او هغه هم له خپل پلار هارون الرشيد له مهدي څخه روايت کړى : سفيان ثوري راغلى و، چې ورته مې وويل : د حضرت علي د فضايلو په اړه  تر ټولو غوره حديث را ته ووايه.را ته يې وويل : سلمة بن کهيل له حجية بن عدى له  حضرت علي روايت کړى، چې رسول اکرم (ص) را ته وويل : (( ته ما ته داسې يې؛لکه هارون چې موسى ته و؛ خو په دومره توپير چې تر ما وروسته بل پېغمبر نه راځي.))

دا روايت متقي په کنزالعمال ( شپږم ټوک :٤٠٢ مخ ) کې له ابن النجار څخه نقل کړى او محب طبري هم په رياض النضره (دويم ټوک :١٦٢ مخ )  کې  له حافظ سلفي څخه راخستى دى . 

( د بغداد تاريخ :اووم ټوک :٤٥٢ مخ ) په خپل سند له عمر بن خطاب (رض) څخه روايت کړى،چې يو سړي  حضرت علي ته سپکې سپورې کولې،چې ورته يې وويل : په آند مې چې منافق يې؛ځکه  د خداى له استازي مې واورېدل : (( علي ما ته داسې دى؛لکه هارون چې موسى ته و؛ خو په دومره توپير،چې تر ما وروسته پېغمبر نه راځي.))

  دا روايت محب طبري هم په رياض النضره ( دويم ټوک :١٦٣ مخ کې له ابن السمان څخه راخستى دى .

( تاريخ ابن جرير طبري؛ دويم ټوک : ٣٦٨ مخ ) په خپل سند له ابن اسحاق څخه د تبوک د کيسې د نقلولو په ترڅ کې وايي : همدا چې پېغمبراکرم (ص) د تبوک پر لور روان شو ؛ نو عبدالله بن ابى او د اهل ريب منافقينو سرغړونې پيل کړې . عبدالله بن ابى  د بني عوف او بني خزرج هم ژمنى،عبدالله بن نبيل د بني عمرو بن عوف هم ژمنى او رفاعة بن يزيد بن تابوت د بني قينقاع هم ژمنى و، چې د منافقينو مشران ول، چې تل به يې د اسلام پر خلاف دسيسې کولې ( تر دې چې وايي ) خداى یې دا آيت په اړه  راولېږه : (لَقَدِ ابْتَغَوُاْ الْفِتْنَةَ مِن قَبْلُ وَقَلَّبُواْ لَكَ الأُمُورَ)؛يعنې له ډېر وخت راهيسې په دې هڅه کې ول، چې ستا پر خلاف دسيسه وکړي او چارې ګډې وډې کړي ، وايي :

ابن اسحاق ويلي : رسول اکرم(ص) ،حضرت علي په مدينه کې پرېښود او ورته يې وويل : بايد په متخلفينو کې پاتې شې ( تردې چې ورته يې وويل ) منافقينو په  حضرت علي بن ابيطالب پسې ډنډورې پيل کړې؛ځکه يې حضرت علي په مدينه کې پرېښى،چې پر رسول الله (ص) يې خبرې بدې لګېدې،ځان يې ترې خلاص کړ او په مدينه کې يې پرېښود. دا خبرې،چې حضرت علي واورېدې؛ نو بې ځنډه يې خپله وسله راواخسته او ځان يې رسول اکرم (ص) ته ورساوه، ويې ويل : رسول الله ! منافقين وايي : په مدينه کې دې ځکه پرېښى يم، چې دې بدې راځم او ځان راڅخه خلاص کړئ . رسول الله مبارک وويل : (( دروغ يې ويلي ! ځکه مې په مدينه کې پرېښووې،چې په نه شتون کې مې ځايناستى شې او خپل اهل ته پاملرنه وکړې . آيا خوښ نه يې چې ما ته داسې وسې ؛ لکه هارون چې موسى ته و؛ خو بې له پېغمبرۍ ؟)) حضرت علي مدينې ته راستون شو او پېغمبراکرم (ص) ولاړ.  

( اسدالغابه:ابن اثير، پينځم ټوک،اتم مخ ) د نافع بن حارث بن کلده په ژباړه کې وايي : هغه له رسول الله څخه روايت کړى، چې حضرت علي ته يې وويل : ته ما ته داسې يې؛لکه هارون چې موسى ته و.

( کنزالعمال: درېم ټوک: ١٥٤ مخ ) په خپل سند له حضرت ابي ذر نه روايت کړى : پر هغه ړومبۍ ورځ،چې خلکو له عثمان (رض) سره بيعت کاوه؛ نو مهاجر او انصار په جومات کې راټول شوي ول . حضرت علي بن ابيطالب راغى او خلکو ته يې ويل : د خداى حمد او ثنا او پر محمد او آل يې درود، هغه  تر ټولو حق خبره ده،چې هر ويونکى يې د وينا له مخې کوي او هر ناطق او قائل يې پر ژبه راوړي . (تر دې چې وايي ) آيا خبر ياست، چې رسول اکرم راته وويل : (( ته ما ته داسې يې؛لکه هارون چې موسى ته و )) آيا کوم بل مخلوق له رسول الله سره داسې مقام لري ؟ موږ به صبر وکړو، چې هغه چې کېدونکي دي،خداى يې په خېر تېر کړي.(د کنز ليکوال ) وايي: دا روايت ابن عساکر راوړى دى.

( کنزالعمال : پينځم ټوک، ٤٠ مخ ) وايي : چې رسول اکرم (ص) خپل اصحاب کرام سره ورونه کړل؛نو حضرت علي ورته وويل : زړه  او ملا دواړه مې مات شول،چې مې وليدل خپل ټول اصحاب دې سره ورونه کړل او زه دې له چا سره ورور نه کړم . رسول اکرم (ص) ورته وويل:(( پر هغه خداى قسم،چې يې خپل استازى کړى يم ! ته مې ددې لپاره له نورو سره ورور نه کړى،چې خپلې ورورولۍ ته مې ساتلى وې، ته ما ته داسې يې؛لکه هارون چې موسى ته و؛خو بې له پېغمبرۍ ،ته مې ‏ورور او وارث يې .))

(متقي ) وايي : حضرت علي وپوښتل؟ آيا ميراث دې رارسي ؟

رسول الله (ص): هغه چې له ما مخکې پېغمبرانو ميراث پرېښود. حضرت علي وپوښتل: له تا مخکې پېغمبرانو څه ارث پرېښي وو؟رسول الله (ص) ورته وويل : د خداى کتاب او د پېغمبرانو سنت او ته او فاطمه په جنت کې له ماسره په يوه ماڼۍ کې ياست .

( متقي ) وايي : دا حديث احمد بن حنبل د  (( مناقب آل علي ))  په کتاب کې او ابن عساکر هم راوړى دى .

ليکوال :  متقي د کنزالعمال په ٤٠ مخ کې مفصل او محب طبري په رياض النضره ( لومړى ټوک:١٣ مخ ) کې مفصل راوړي او په پاى کې يې وايي : بيا رسول اکرم (ص) دا آيت ولوسته : (إِخْوَانًا عَلَى سُرُرٍ مُّتَقَابِلِينَ) . حال داچې يو بل ته مخامخ او يو له بل سره مينه کوي،يو بل ته ګوري . (بيا متقي وايي ) : دا روايت  بغوي او طبراني په معجم کې، باوردي په معرفت کې او ابن عدى راوړى دى او محب طبري ويلي : دا روايت حافظ ابوالقاسم دمشقي په ((اربعين طوال )) کې راوړى دى .

(کنزالعمال : شپږم ټوک،١٥٤ مخ ) داسې راوړي : (( آيا خوښ نه يې چې ما ته داسې وسې؛ لکه هارون چې موسى ته و؟ ))  بيا وايي : دا حديث طبراني له مالک بن حويرث نقل کړى دى .

(کنزالعمال :شپږم ټوک،١٥٤ مخ ) وايي : علي ! آيا خوښ نه يې چې راته داسې وسې؛لکه هارون چې موسى ته و؛ خو بې له پېغمبرۍ)) بيا وايي : دا حديث طبراني له حضرت اسماء بنت عميس څخه نقل کړى دى .

ليکوال : هيثمي په مجمع (نهم ټوک :١٠٩ مخ ) کې په لږ اختلاف له احمد او طبراني څخه نقل کړى دى .

(کنزالعمال : شپږم ټوک،١٨٨ مخ ) وايي : (( اى عقيله ! پر خداى چې د دوو ځانګړونو له امله مې خوښ يې؛يو د خپلوۍ له کبله او بل داچې پر ابوطالب ګران وې؛ خو ته اى جعفره ! په خلق او خوي کې زما په څېر يې؛ خو ته علي ! راته داسې يې؛لکه هارون چې موسى ته و؛ خو بې له پېغمبرۍ . ))

(کنزالعمال : شپږم ټوک،٣٩٥ مخ ) له حضرت ابن عباس څخه روايت کړى،چې حضرت عمر بن خطاب وويل : په علي پسې له سپکو سپورو  لاس واخلئ،چې زه ابوبکر، عبيده جراح او څو نور اصحاب (رضى الله عنهم) له رسول الله سره ناست وو، چې ما پخپله له رسول الله څخه د علي درې ځانګړنې واورېدې،چې که يوه يې هم زما وه؛نو په ځمکه او اسمانونو کې تر هر څه را ته غوره وو او هغه داسې،چې رسول الله پر علي ډډه وهلې وه او بيا يې لاس د علي پر اوږه کېښود او ورته يې وويل : ((علي ! ته پر ما په ايمان راوړو کې ړومبى يې )) او بيا يې ورته وويل : (( ته را ته داسې يې؛لکه هارون چې موسى ته و؛ خو بې له پېغمبرۍ او دروغجن دى هغه چې راسره مينه او درسره دښمني کوي . )) ( متقي ) وايي : دا روايت حسن بن بدر په ( ما رواه الخلفاء )، حاکم په ( الکني )، شيرازي په ( الالقاب ) کې او ابن النجار راخستى دى.

ليکوال : متقي هم د کنزالعمال په ٣٩٥ مخ کې همدا روايت له بلې لارې په لږ اختلاف نقل کړى او په پاى کې يې نشته،چې وايي : (دروغجن دى هغه ) بيا وايي : دا خبره د ابن النجار ده او همداراز محب طبري په رياض النضره(دويم ټوک:١٦٣ او ١٧٥ مخ ) کې راوړى او د هغوى په روايتونو کې هم ( دروغجن دى هغه) خبره نه ده راغلې او بيا طبري دا خبره ابن السمان ته نسبت ورکړې ده.

(کنزالعمال :شپږم ټوک،٤٠٥مخ ) له حضرت سعد څخه يې روايت کړى، چې و يې ويل : رسول الله (ص) د علي درې ځانګړنې بيان کړي، چې که يوه مې هم درلوده؛نو په ځمکه او اسمانونو کې تر هر څه به را ته ښه وو : (( زه او ته داسې يو؛لکه موسى او هارون ؛خو بې له پېغمبرۍ . سبا به د جګړې د مشرۍ بېرغ هغه ته ورکړم،چې پر خداى او استازي يې ګران دى او هغه هم پر خداى او رسول يې ګران دى او هېڅکله له جګړې نه تښتي . د چا چې زه مولا يم؛نو علي يې هم مولا دى . )) متقي وايي : دا روايت ابن جرير نقل کړى دى .

(کنزالعمال : شپږم ټوک،٤٠٥مخ ) له حضرت عامر بن سعد څخه يې روايت کړى،چې و يې ويل : رسول الله د علي درې ځانګړنې بيان کړي، چې که يوه يې هم  زما وه ؛نو په ځمکه او اسمانونو کې به تر هر څه را ته ښه وو . ړومبى داچې رسول اکرم ته وحې راغله او هغه هم علي،فاطمه،حسن او حسين تر خپل څادر لاندې کړل او و يې ويل : ((خدايه !دا زما اهلبيت دي)) . دويم داچې په يوه جګړه کې يې په مدينه کې خپل ځايناستى کړ او علي ورته وويل : رسول الله ! ما ښځو او ماشومانو ته پرېږدئ ! رسول اکرم ورته وويل : (( آيا خوښ نه يې چې مقام دې راته داسې وي لکه د هارون.چې موسى ته و؛ خو بې له نبوته ؟)) درېم داچې د خيبر د جګړې پر ورځ يې ورته وويل : (( ډېر ژر به د د جګړې د مشرۍ بېرغ هغه ته ورکړم،چې خداى او استازى يې پرې ګران دى او هغه هم پر خداى او رسول يې ګران دى او خداى به یې خيبر په لاس سوبه کړي)) ټول په تمه ول، چې پېغمبر اکرم به بېرغ ورکوي؛خو د خداى رسول هيچا ته ور نه کړ او و يې پوښتل: علي چېرته دى ؟ ورته وويل شول : سترګې يې خوږېږي . و يې ويل : ورته غږ کړئ . ولاړل او علي ته يې غږ وکړ . چې علي راغى؛ نو پاک رسول خپلې توکاڼې د علي پر سترګو وموږلې او خداى خيبر د علي په لاس سوبه ‏کړ . دا خبره په کنز کې د ابن النجار له خولې راغلې ده .

(کنزالعمال؛اتم ټوک:٢١٥ مخ ) وايي : له يحيى بن عبدالله بن حسن او هغه هم له خپل پلار روايت کړى : علي خطبه ويله، چې يو سړى پاڅېد او و يې ويل : اميرالمؤمنينه ! ما له اهل جماعت او فرقة خبر کړه، چې اهل جماعت څوک دي او اهل فرقت څوک دي ؟ اهل سنت څوک دي او اهل بدعت څوک دي ؟ حضرت علي ورته وويل : اوس چې دې پوښتنه وکړه؛نو غوږ شه او چې تر ما وروسته دا پوښتنه له چا و نه کړ‌ې . تر دې چې وايي : د آفرين آفرين غږونه له هر لوري را پورته شول او ټولو ويل : خداى دې ټول ستا په واسطه هدايت کړي . دا مهال حضرت عمار وويل : خلکو ! پر خداى که لاروي ترې وکړئ؛ نو پوټى به مو د پېغمبر له لارې کاږه نه کړي او څنګه به مو کاږه کړي، حال داچې د رسول اکرم وارث او وصي دى او هغه ته يې افضل الخطاب ورزده کړى؛لکه څنګه چې موسى، هارون ته ور زده کړى و او رسول الله مبارک ورته وويل : (( ته ما ته داسې يې؛لکه هارون چې موسى ته و؛ خو په دومره توپير، چې تر ما وروسته بل پېغمبر نه راځي.)) او دا هغه فضيلت دى، چې خداى پرې خپل استازى پسوللى دى . (د حديث تر پايه )

(هيثمي ؛مجمع : نهم ټوک،١٠٩ مخ ) وايي : له حضرت ام سلمې بي بي روايت دى، چې پاک نبي ،علي ته وويل : (( آيا خوښ نه يې چې مقام دې راسره موسى ته د هارون مقام وي؛ خو بې له پېغمبرۍ))

( له ابويعلي او طبراني نقل شوى دى ) او همداراز د نهم ټوک په ١٠٩ مخ کې وايي :له حضرت ابن عباس څخه روايت دى،چې رسول الله(ص)، علي ته وويل : (( آيا خوښ نه يې،چې راسره دې مقام موسى ته د هارون مقام وي؛ خو بې له پېغمبرۍ؟)) ( له بزار او طبراني نقل شوى دى ) او همداراز د نهم ټوک په ١٠ مخ کې وايي : له ابن عمر (رض) څخه روايت دى، چې رسول اکرم (ص)،علي ته وويل : (( آيا خوښ نه يې چې مقام دې راته موسى ته د هارون مقام وي؛ خو بې له پېغمبرۍ ؟)) ( له کبير او اوسط طبراني څخه نقل شوى دى ) او همداراز د نهم ټوک په ١٠٩ مخ کې وايي : له حضرت ابي  سعيد خدري روايت دى،چې د د تبوک په جګړه کې رسول اکرم(ص)، علي ته وويل : په خپل اهل کې مې خليفه کړې . علي ورته وويل: رسول الله ! وېره مې د عربو له خبرو ده، چې وايي به خپل د تره زوى يې په جګړه کې ځان ته پرېښود او په ښار کې پاتې شو . رسول الله ورته وويل : (( آيا خوښ نه يې چې مقام دې راته موسى ته د هارون مقام وي؛خو بې له پېغمبرۍ ؟)) ( له بزار نقل شوى دى ) .

او همداراز د نهم ټوک په ١١٠ مخ کې وايي : رسول اکرم(ص)، علي ته وويل : (( آيا خوښ نه يې چې مقام دې راته موسى ته د هارون مقام وي؛ خو له  پېغمبرۍ پرته ؟)) ( له طبراني نقل شوى دى )

ا وهمداراز د نهم ټوک په ١١١ مخ کې وايي : له حضرت ابن عباس څخه روايت دى،چې رسول الله ،ام سلمې بي بي ته وويل : (( د علي غوښه زما غوښه ، وينه يې زما وينه او ما ته داسې دى؛لکه هارون چې موسى ته و؛ خو تر ما وروسته بل پېغمبر نه راځي. ( له طبراني نقل شوى دى )

ليکوال : دا روايت متقي په کنزالعمال (شپږم ټوک :١٥٤مخ) کې راوړى او پکې راغلي : ام سليم ! د علي غوښه زما غوښه ده.

او همداراز د نهم ټوک په ١١١ مخ کې وايي : له حضرت ابن عباس څخه روايت دى،چې د خداى رسول خپل اصحاب کرام سره ورونه کړل او علي يې له چا سره ورور نه کړ؛نو علي په ګيله شو او ووت او له ښاره بهر يې پر څنګله سر کېښود،چې ويده شي،چې رسول اکرم ورته وويل : (( پاڅه چې بې له ((ابا تراب)) به ښه کنيه يوه هم درته نه وي . آيا زړه ته دې ګيله راغلې،چې اصحاب مې سره ورونه کړل او ته مې له چا سره ورور نه کړې؟ آيا خوښ نه يې چې مقام دې راته موسى ته د هارون مقام وي؛خو بې له پېغمبرۍ ؟ او پوه شه،چې چا درسره مينه وکړه؛ نو ايمان يې بشپړ دى او چا چې درسره دښمني وکړه؛ نو د جاهليت پر مرګ به مړ وي .( له کبير او اوسط طبراني څخه نقل شوى دى.

ليکوال : دا روايت متقي هم په کنزالعمال ( شپږم ټوک:١٤٥ مخ) کې راوړى دى . 

( رياض النضره :دويم ټوک،١٦٢ مخ) وايي : او له هغه _؛يعنې  له حضرت سعد _ روايت شوى چې ويې ويل : چې د خداى رسول جرف نومې سيمې ته ورسېد؛نو خلکو د علي په اړه  پېغور ورکړ، چې علي يې ځکه نه دى راوستى،چې بد پرې لګېده؛ نو علي هم ځان پر وسله سمبال کړ او ځان يې جرف ته ورساوه او رسول الله ته يې وويل : رسول الله ! ما تر اوسه په يوه جګړه کې هم له تاسې سرغړونه نه ده کړې او اوس منافقين وايي : ځکه دې په مدينه کې پرېښى يم،چې له ما تنګ شوي ياست.رسول الله مبارک وويل : (( دروغ يې ويلي ! ځکه مې په ښار کې پرېښووې،چې د پاتې شويو مشر شې . ستون شه ! او زما د اهل مشري وکړه . آيا خوښ نه يې چې مقام دې راته موسى ته د هارون وي؛خو بې له پېغمبرۍ؟)) ( له ابن اسحاق څخه نقل شوى دى) او حافظ دمشقي په معجم کې نقل مانا کړى . (ليکوال) البته د لومړي ټوک په ١٥٦ مخ کې يې هم راوړى دى .

( رياض النضره: دويم ټوک،١٦٤ مخ ) وايي : له حضرت اسماء بنت عميس څخه روايت دى،چې حضرت جبراييل راغى او ويې ويل :  محمده ! خداى دې درباندې سلام وايي او وايي : (( د علي مقام درته موسى ته د هارون مقام دى ؛ خو تر تا وروسته بل پېغمبر نشته .)) ( له حضرت علي بن موسى له څخه نقل شوى دى ) .

( رياض النضره : دويم ټوک،١٩٥ مخ ) وايي : له حضرت ابي حازم څخه روايت دى،چې ويې ويل : يو سړى حضرت معاويه ته راغى او د يوې مسئلې په اړه یې وپوښت،حضرت معاويه ورته وويل : ولاړ شه، حضرت علي وپوښته چې تر ما پرې ښه پوهېږي . سړي ورته وويل : ستا ځواب مې تر علي ډير خوښ دى . حضرت معاويه ورته وويل : ډېره بده خبره دې وکړه ! له هغه کرکه کوې،چې رسول اکرم په خپله پوهه ورزده کړې وه او ورته يې ويلي وو : ((ستا مقام ما ته داسې دى؛لکه د موسى چې هارون ته و؛خو تر ما وروسته بل پېغمبر نه راځي او عمر (رض) به هم چې په کومه مسئله کې پاتې راغى؛نو له علي به يې مرسته غوښته . ( د احمد له مناقب څخه نقل شوى دى )

( ذخاير العقبى :١٢٠ مخ ) وايي : له حضرت اسماء بنت عميس څخه روايت دى،چې د فاطمې بي بي زوى امام حسن وزېږېد؛ نو د خداى رسول راغى او و يې ويل : اسماء زوى مې راوله او ما هم حسن چې په ژېړ روڼي کې تاو راوست؛نو رسول اکرم (ص) ترې روڼى لرې کړ، و يې ويل : درته مې نه وو ويلي،چې ماشوم په ژېړ روڼي کې مه تاووئ ؟ بيا مې امام حسن په سپين روڼي کې تاو کړ، رسول الله راڅخه واخست او په ښي غوږ کې يې ورته اذان او په کيڼ غوږ کې يې ورته اقامه  وويله او بيا يې علي ته وويل : زما پر زوى دې څه نوم ايښى ؟ علي ورته وويل : زه به په دې کار کې له تاسې مخکې نه شم . پېغمبر اکرم وويل : زه هم په دې کار کې له خدايه نه مخکې کېږم،چې دا مهال جبراييل نازل شو او ويې ويل : محمده ! پالونکي دې درباندې سلام وايي او درته وايي : علي درته داسې دى؛لکه هارون چې موسى ته و؛ خو تر تا وروسته بل پېغمبر نه راځي؛زما استازيه ! ته هم پر خپلو زامنو د هارون د زامنو نومونه کېږده.رسول اکرم وويل : د هارون د زامنو نومونه څه ول ؟ و يې ويل : شبر . رسول اکرم وويل : زما ژبه خو عربي ده . جبراييل ورته وويل : نوم پرې حسن کېږده  او رسول اکرم هم داسې وکړل . يو کال وروسته امام حسين وزېږېد،چې پېغمبر اکرم راغى او د حسن د زوکړې د ورځ په څېر خبرې شوې،چې بيا جبراييل راغى او ويې ويل :پر هغه د هارون د زوى نوم کېږده او بيا هم رسول اکرم هماغه خبره ورته وکړه .جبراييل ورته وويل : حسين پرې کېږده . ( له حضرت علي بن موسى څخه نقل )


د رسول الله (ص) ورور[سمول]

هر آيت چې به راته پاسه له عرشه[سمول]

لا په عرش به يې علــــــــــي ومتلي[سمول]

محمد چې هغه راز يې په معراج کړ[سمول]

يکايک وو،د علي و ته جــــــــــــــلي[سمول]

( صحيح ترمذي :دويم ټوک،٢٩٩ مخ ) په خپل سند له ابن عمر(رض) څخه روايت کړى،چې رسول اکرم (ص) خپل اصحاب کرام سره ورونه کړل. حضرت علي په ژړا رسول الله (ص) ته راغى او ورته يې وويل : رسول الله ! ټول اصحاب دې سره ورونه کړل؛ خو زه دې له چا سره ورور نه کړم ؟ رسول اکرم (ص) ورته وويل : ((ته په دنيا او اخرت کې زما ورور يې .))

همدا روايت حضرت زيد بن اوفي هم نقل کړى دى.

ليکوال : دا روايت حاکم ( درېم ټوک : ١٤ مخ ) او مناوي په کنوز الحقايق کې په لنډه راوړى دى او عبارت يې دادى : (( علي په دنيا او اخرت کې زما ورور دى .))

(صحيح ابن ماجه : دولسم مخ ) په خپل سند له عباد بن عبدالله له حضرت علي روايت کړى،چې ويلي يې دي : (( زه د رسول الله ورور او صديق اکبر يم او که چا هم تر ما وروسته داسې وويل؛ نو دروغجن به وي؛ ما تر ټولو اوه کاله مخکې لمونځ کړى و . ))

ليکوال : دا روايت حاکم په مستدرک الصحيحين ( درېم ټوک:١١١ مخ )، ابن جرير طبري په خپل تاريخ ( دويم ټوک : ٥٦ مخ ) ، نسائي په خصايص ( ٣ او ١٨ مخونو ) او متقي په کنزالعمال ( شپږم ټوک : ٣٩٤ مخ ) راوړى او ويلي يې دي : دا روايت ابن شيبه او نسائئ په خصايص،ابن ابي  عاصم په السنه او عقيلي،حاکم،ابونعيم په المعرفه کې نقل کړى او متقي هم په کنزالعمال کې نقل کړى دى او په پاى کې يې ويلي : (( بې  له دروغجنه به تر ما وروسته هېڅ څوک دا خبره نه کوي .))  او يو سړي،چې دا خبره کړې وه؛بيا لېونى شو ( له عدني څخه نقل ) محب طبري په رياض النضره ( دويم ټوک : ١٥٥ مخ ) له قلعي روايت  کړى دى

( مستدرک الصحيحين: درېم ټوک،١٤ مخ ) په خپل سند له ابن عمر (رض) څخه روايت کړى،چې رسول الله مبارک خپل اصحاب سره ورونه کړل؛ عمر يې له ابوبکر، طلحه له زبېر، او عثمان بن عفان  يې له عبدالرحمن بن عوف (رضى الله عنهم) سره ورونه کړل، چې دا مهال حضرت علي وويل : رسول الله (ص) ! خپل ټول اصحاب دې سره ورورنه کړل؛زما ورور څوک دى ؟ رسول اکرم (ص) ورته وويل : ((علي ! آيا خوښ نه يې،چې زه دې ورور شم؟)) ابن عمر(رض) وايي : علي تکړه او مېړنى و او ويې ويل : ولې خوشحاله نه يم اى د خداى رسوله ! پېغمبر اکرم ورته وويل : (( ته په دنيا او اخرت کې زما ورور يې .))

ليکوال : دا روايت محب طبري په رياض النضره ( دويم ټوک،١٦٧ مخ ) کې راوړى او ويلي يې دي،چې له قلعي يې نقل کړى دى . 

( مستدرک الصحيحين: درېم ټوک،126 مخ ) په خپل سند له حضرت ابن عباس راخستي دي : د رسول الله پر ژوندون حضرت علي وويل : ستر واکمن وايي : (أَفَإِن مَّاتَ أَوْ قُتِلَ انقَلَبْتُمْ عَلَى أَعْقَابِكُمْ _؛يعنې که آيا هغه مړ او يا ووژل شي؛نو بېرته به ستانه شئ ) پر خداى قسم،چې وروسته به ستانه نه شو، سره له دې،چې خداى موږ ته هدايت کړى؛خو که هغه مبارک مړ او يا ووژل شي؛نو پر هماغه  لار به وينه تويې کړو، چې هغه تويې کړې، چې موږ هم ومرو او پر خداى قسم،چې زه د رسول الله ورور،ولي، د تره زوى او د پوهې یې وارث يم او څوک به تر ما وړ وي .

ليکوال : دا روايت نسائي په خصايص ( ١٨ مخ )، محب طبري په رياض النضره ( دويم ټوک:٢٢٦ مخ ) کې نقل کړى او ويلي يې دي، چې دا روايت احمد هم په مناقب کې ،هيثمي په مجمع ( نهم ټوک :١٣٤ مخ ) کې نقل کړى او ويلي يې دي :طبراني نقل کړى او ټول رجال يې صحيح دي .

( مستدرک الصحيحين: درېم ټوک،١٥٩ مخ ) په خپل سند له حضرت اسماء بنت عميس نه راخستي،چې وايي : زه د فاطمې بي بي د واده پر شپه له بي بي کره وم او همداچې سهار شو؛ نو رسول الله (ص) د وره مخې ته راغى او يې ويل : ام ايمن ! علي ته غږ کړه،چې راشي . ام ايمن ورته وويل : رسول الله (ص) ! سره له دې،چې علي مو ورور دى؛ نو بيا مو هم ورته خپل لور ورکړه؟رسول الله (ص) راته وويل: هو ! دا مهال علي راغى او رسول اکرم (ص) ورته پر مخ اوبه پخنک کړې او دعا يې ورته وکړه او بيا يې ورته وويل : فاطمې ته غږ کړه،چې راشي ! فاطمې له شرمه سم ګام نه شو اخستى او پښه يې خويېده .رسول اکرم (ص) وويل :(( ورو ګام اخله، چې ته مې په اهلبيتو کې تر ټولو راباندې ګران ته ورواده کړې يې . )) 

ليکوال : ابن سعد هم په طبقات کې د حضرت علي او حضرت  فاطمې د واده په باب نقل کړى،چې پکې راغلي،چې رسول اکرم  (ص)ور وواهه او ام ايمن ور خلاص کړ،چې د خداى رسول (ص) وپوښتل : (( ورور مې چېرې دى )) ؟ ام ايمن ورته وويل : څنګه دې ورور دى،چې خپله لور دې هم ورکړې ده ؟ رسول الله (ص) وويل :  (( هو هغه زما ورور دى.)) تر دې چې وايي : ((فاطمې! ستا حق مې ښه پر ځاى کړى؛ځکه  ته مې په اهلبيتو کې تر ټولو راباندې ګران ته ورواده کړې يې .)) او بيا يې همدا روايت په ١٥ مخ کې په لږ اختلاف نقل کړى دى .

( متقي؛کنزالعمال : اووم ټوک،١١٣ مخ ) د همدې کيسې روايت نقل کړى،چې پکې راغلي : پېغمبراکرم (ص) راغى او و يې ويل : (( ورور مې دلته دى ؟)) ام ايمن وويل :ورور دې ؟ په رښتيا دې ورور دى ؟ هغه دې څنګه ورور دى، چې خپله لور دې ورکړې ده . رسول الله وويل : (( هو هغه مې ورور دى .))

( هيثمي؛مجمع الزوايد:نهم ټوک،٢٠٥ ) همدا کيسه يې نقل کړې، چې پکې راغلي دي : رسول اکرم (ص) وپوښتل : ورور مې دلته دى ؟ام ايمن وويل : ورور دې؟ سره له دې، چې خپله لور دې ورکړې ؟ هيثمي وايي : دا روايت طبراني هم نقل کړى او د هماغه کتاب په ٢٠٩ مخ کې يې يو بل روايت هم نقل کړى،چې د خداى رسول راغى او ويې پوښتل : ورور مې  دلته دى؟ ام ايمن _ چې د حضرت اسامة بن زيد مور او حبشي او صالحه ښځه وه_ وويل : رسول الله ! دا ستا ورور دى، سره له دې،چې خپله لور دې هم ورکړې ده ؟ پخوا رسول اکرم (ص) خپل اصحاب سره دوه په دوه ورونه کړي ول او حضرت علي يې خپل ورور کړى و؛ نو رسول اکرم (ص) ورته وويل :  (( هو! داسې هم کېداى شي )) او په ٢١٠ مخ کې يې درېم حديث راوړى،چې پکې راغلي : بيا يې وويل : ام ايمن ورور ته مې غږ کړه،چې راشي . ام ايمن وپوښتل : هغه دې ورور دى او بيا دې هم لور ورکړې ده ؟. 

نسائي هم د خصايص په ٣٢ مخ کې په همدې اړه  يو حديث راوړى، چې پکې راغلي : پېغمبراکرم (ص) په وره کې و او و يې پوښتل : ورور مې دلته دى؟ ورور دې هم دى او لور دې هم ورکړې ؟ رسول الله (ص) :هو! داسې هم کېداى شي .

(د امام احمد بن حنبل مسند :لومړى ټوک،١٥٩ مخ ) په خپل سند له ربيعة ابن ناجذ له روايت کړى،چې حضرت علي وويل : رسول اکرم (ص) د عبدالمطلب ټول ټبر راټول کړ او داسې کسان هم پکې ول، چې ځان ته به يې يو چېلى خوړ او درې منه اوبه به يې څښلې او بيا وايي : پېغمبراکرم(ص) د يو کيلو هومره خواړه چمتو کړي ول؛ټولو وخوړل او ټول ماړه هم شول؛خو بيا هم خواړه پاتې وو،ته وا  بېخي چا ترې خوړلي نه وي او بيا يې وويل : د عبدالمطلب زامنو ! مبعوث شوى يم، په تېره تاسې ته او بيا ټولو خلکو ته او تاسې پر دې معجزه پوه شوئ؛نو اوس په تاسې کې څوک دى،چې بيعت راسره وکړي،چې هغه خپل ورور او وصي کړم ؟ حضرت علي وايي : بې له ما څوک اوچت نه شو _حال داچې تر ټولو کوچنى وم _ رسول اکرم وويل : کېنه ! او دا خبره يې را ته درې ځل وکړه او درې ځل زه اوچت شوم او هغه به راتله ويل :کېنه !   

او په درېم ځل يې زما لاس په خپل لاس کې ونيو او ما بيعت ورسره وکړ .

ليکوال : دا روايت هيثمي هم په مجمع ( اتم ټوک:٣٠٢ مخ ) راوړى او ويلي يې دي،چې ټول رجال يې ډاډمن دي او همداراز ابن جرير طبري هم د خپل تاريخ د دويم ټوک په ٦٣ مخ کې راوړى او د هغه په نقل کې پېغمبراکرم (ص) وايي : (( چې زما ورور،وصي او وارث شي )) او محب طبري هم په رياض النضره (دويم ټوک:١٦٧ مخ ) کې راوړى او يلي يې دي، چې دا روايت احمد په مناقب او نسائئ د خصايص په ١٨ مخ کې راوړى او په وروستي نقل کې يې راوړي،چې رسول اکرم (ص) وويل:(( په تاسې کې څوک بيعت راسره کوي،چې زما ورور،وصي او وارث شي؟ )) تر دې چې حضرت علي وايي : ؛نو ځکه زه د خپل د تره زوى وارث شوم او تره مې د هغه وارث نه شو .

متقي هم په کنزالعمال ( شپږم ټوک:٤٠٨ مخ ) کې راوړي او ويلي يې  دي : احمد بن حنبل،ابن جرير او ضياء مقدسي نقل کړى او همداراز د هماغه ټوک په ٤٠١ مخ کې يې راوړي : ((څوک دى، چې بيعت راسره وکړي،چې زما ورور او تر ما وروسته زما  وصي شي؟ بيا مې خپل لاس مخکې کړ او ورته مې وويل : زه درسره بيعت کوم. )) او بيا وايي : دا روايت ابن مردويه هم نقل کړى دى .

( د امام احمد بن حنبل مسند:لومړى ټوک،٢٣٠ مخ ) په خپل سند له حضرت ابن عباس څخه روايت کړى : چې پېغمبر اکرم(ص) له مکې ووت؛نو حضرت علي د حضرت حمزه لور له ځان سره له مکې بوتله، چې بيا په دې اړه  حضرت جعفر او حضرت زيد ،رسول اکرم (ص) ته ګيله وکړه. حضرت علي وويل : هغه زما د تره لور ده او له مکې څخه مې مدينې ته راوستې ده . حضرت جعفر وويل : زما د تره لور هم ده او ترور يې زما کورودانه ده. حضرت زيد وويل: هغه زما ورېره ده _ زيد او حمزه د رسول الله (ص) په حکم ورونه شوي وو _ رسول اکرم(ص)، زيد ته وويل : ته زما او د هغې مولا يې. حضرت علي ته يې وويل :ته زما ورور او وصي يې او جعفر ته يې وويل: ته په خلق او خوى کې زما په څېر يې او بيا يې د حمزه لور له جعفر سره ولېږله،و يې ويل : بايد له خپلې ترور سره وي . 

ليکوال : دا روايت متقي هم د کنزالعمال د شپږم ټوک په ٣٩١ مخ کې په لنډه له ابن النجار څخه راخستى دى .  

( طبقات ابن سعد؛اتم ټوک،١١٤ مخ ) په خپل سند له حضرت ابن عباس څخه روايت کړى،چې ويې ويل : حضرت عمارة بنت حمزه بن عبدالمطلب چې مور يې سلمى بنت عميس وه،په مکه کې وه؛ نو پېغمبراکرم (ص) چې مدينې ته راغى؛ نو حضرت علي يې په اړه له رسول اکرم (ص) سره خبرې وکړې؛چې د حضرت حمزه پلار مړې لور بايد په منافقينو کې پاتې نشي، او بيا حضرت علي هغه له مکې راوايسته . حضرت زيد بن حارثه _ چې د حضرت حمزه وصي و او رسول اکرم له حمزه سره ورور کړى و _ ادعا وکړه،چې زه تر ټولو وړ يم، چې د حمزه د لور پالنه وکړم؛ځکه زما ورېره ده او دا خبره چې جعفر بن ابيطالب واورېده؛ نو و يې ويل : ترور هم د مور په څېر وي او زه د حمزه د لور پالنې ته وړ يم؛ ځکه  ترور يې اسماء بنت عميس زما کورودانه ده . حضرت علي وويل : تمه مې نه درلوده،چې زما د تره د لور په پالنه کې راسره شخړه وکړئ او بله دا چې هغه خو ما له مکې راايستې ده . رسول اکرم (ص) وويل : زه به مو پرېکړه وکړم . زيده ! ته د هغې او زموږ مولا يې . علي ! ته زما ورور او وصي يې . جعفره! ته په خلق  و خوى کې زما په څېر يې او دا چې د عمارة ترور درته ناسته ده؛ نو د ترور په شتون کې يې نور څوک نشي بوتللى؛ نو عمارة يې ته له ځان سره بوځه .

ليکوال : دا روايت متقي د کنزالعمال د درېم ټوک په ١٢٤ مخ کې راوړى او ويلي يې دي : له ابن عساکر يې راخستى دى .

(ابن سعد؛طبقات :درېم ټوک،لومړى قسم، ١٣ مخ ) په خپل سند له محمد بن عمر بن علي بن ابيطالب څخه روايت کړى : چې د خداى استازى راغى؛ نو ځينې مهاجر يې له مهاجرو او ځينې يې له انصارو سره ورونه کړل او دا خبره د بدر تر جګړې مخکې وشوه،چې په حقوقو کې مساوات وساتل شي او حضرت علي يې هم خپل ورور کړ .

ليکوال : ابن سعد په ١٤ مخ کې يو بل حديث راخستى او د محمد بن عمر بن علي له خولې يې راوړي،چې کله د خداى رسول خپل اصحاب سره ورونه کړل؛ نو لاس يې د حضرت علي پر اوږه کېښود او بيا يې وويل : (( ته زما ورور او ميراث مې دررسي او ستا ما ته رارسي))؛ خو چې د ارث آيت راغى؛ نو دا ډول میراث له منځه ولاړ .

سيوطي په درالمنثور کې د [ إِنَّ الَّذِينَ آمَنُواْ وَهَاجَرُواْ وَجَاهَدُواْ بِأَمْوَالِهِمْ وَأَنفُسِهِمْ فِي سَبِيلِ اللّهِ(انفال/۷۲)] دآيت تر تفسير لاندې ويلي : ابن مردويه له حضرت ابن عباس څخه روايت کړى،چې رسول اکرم (ص) مسلمانان سره ورونه کړل؛حمزه بن عبدالمطلب يې له زيد بن حارثه، عمر بن خطاب او معاذ بن عفراء، زبير بن عوام او عبدالله بن مسعود،ابوبکر او طلحة، عبيدالله او عبدالرحمان بن عوف او سعد بن ربيع (رضى الله عنهم) يې سره ورونه کړل او نورو اصحابو ته يې وويل : تاسې هم دوه په دوه سره ورونه شئ او دا_؛يعنې علي بن ابيطالب _ هم زما ورور دى .

سيوطي په درالمنثور کې د (رَبِّ اشْرَحْ لِي صَدْرِي) د آيت تر تفسير لاندې ليکلي : چې د (وَاجْعَل لِّي وَزِيرًا مِّنْ أَهْلِي  ) آيت راغى ؛ نو د خداى استازى پر يوې غونډۍ و او و يې ويل : (( پالونکيه ! ورور مې علي هم  زما ملاتړ کړه )) او خداى يې هم دعا ومنله .

( کنزالعمال : شپږم ټوک،٣٩٤ مخ ) وايي : د حضرت علي وينا ده : رسول اکرم(ص)، عمر او ابوبکر، حمزه او زيد، عبدالله بن مسعود او زبير بن عوام او عبدالرحمان بن عوف او سعد بن مالک (رضى الله عنهم) او زما او خپله ورورولي يې جوړه کړه . ( په خلعيات کې له خلعي او بيهقي، عقيلي او سعد بن منصور راغلى دى )

ليکوال : دا روايت محب طبري په رياض النضره (لومړى ټوک،١٧ مخ ) کې راوړى او ويلي يې دي :دا روايت خلعي نقل کړى دى .

( کنزالعمال : شپږم ټوک، ٤٠٠ مخ ) وايي : له ابي  رافع له ابي  ثمامه روايت دى،چې و يې ويل : چې رسول الله (ص) اصحاب سره ورونه کړل؛ نو حضرت علي يې خپل ورور کړ( ابن عساکر) البته هيثمي هم په مجمع (نهم ټوک،١١٢ مخ ) کې له ابي  امامه نقل کړي او ويلي يې دي :دا روايت طبراني هم نقل کړى او مناوي هم د فيض القدير د څلورم ټوک په ٣٥٥ مخ کې د طبراني له اوسط او ديلمي نقل کړى دى . 

( کنزالعمال : درېم ټوک،١٥٥ مخ ) وايي : له  زافر مردي له حارث بن محمد له ابي  طفيل له عامر بن واثله روايت دى،چې ويلي يې دي : د شورا پر ورځ په وره کې ولاړ وم،چې شور زوږ شو او وامې ورېدل،چې حضرت علي وويل : خلکو له حضرت ابوبکر سره بيعت وکړ او پر خداى قسم، چې زه ترې وړ وم؛خو څه مې و نه ويل او اطاعت مې يې وکړ؛ځکه  د خلکو له ستنېدو مې وېره درلوده او بيا خلکو تر حضرت ابوبکر وروسته له حضرت عمر سره بيعت وکړ او بيا مې هم څه و نه ويل؛ځکه د خلکو له ستنېدو او کورنۍ جګړې وېرېدم او تردې وروسته غواړئ له  حضرت عثمان سره بيعت وکړئ؛خو بيا به هم څه و نه وايم او لاروي به وکړم؛که څه هم په دې پينځو کې يې شپږم شمېرلى يم  او په هېڅ فضيلت او وړتيا راته نه دي قايل او دا پينځه هم په هېڅ ډول فضيلت راته قايل نه دي او موږ ټول په حکومت کې سره برابر يو؛خو پر خداى قسم که غوښتل مې چې خبره وکړم او ځان معرفي کړم او خپل فضايل وشمېرم؛ نو نه به يې عرب ، نه عجم، نه مشرکين او نه به يې کتابيان رد کړاى شي او بيا يې وويل : پر خداى مو قسم ،چې په ناستو کې بې له ما بل د رسول اکرم ورور شته ؟ ورته وويل شول : نه ! . 

( کنزاالعمال : درېم ټوک، ١٥٤ مخ ) په خپل سند له حضرت ابي ذر څخه روايت کړى،چې ويلي يې دي : چې د حضرت عثمان د بيعت ړومبۍ ورځ شوه؛ نو مهاجر او انصار په جومات کې راټول شول او حضرت علي بن ابيطالب هم راغى او په خطبه کې يې د خداى تر ستاينې او پر رسول الله (ص) تر درود وروسته وويل : پر خداى مو قسم آيا خبر ياست،چې رسول اکرم (ص) وويل :_زه یې چې اووم اسمان ته بوتلم _زه يې د رڼا درجې ته پورته کړم او د نور له حجابونو يې تېر کړم او بيا هلته سبحان پالونکي خپل استازي ته وحې وکړه او په راتګ کې يې د پردې تر شا يو غږ واورېد : محمده ! څومره ښه و ستا پلار ابراهيم او څومره ښه دې ورور دى علي ؟ نو مهاجرو او انصارو ! پر دې مانا پوهېږئ که نه ؟ حضرت عبدالرحمان بن عوف په ډله کې وويل : هو دا خبره مې پردې دوو غوږونو له رسول الله (ص) اورېدلې که نه مې وي اورېدلې؛نو کاڼه دې شي .

( کنزالعمال :شپږم ټوک،١٢٢ مخ ) وايي : د قيامت پر ورځ به له عرشه غږ  شي : محمده ! څومره ښه و پلار دې ابراهيم او څومره ښه و ورور دې علي . ( رافعي له علي څخه نقل کړى )

( کنزالعمال :شپږم ټوک،١٦١مخ ) وايي : چې  اووم اسمان ته یې بوتلم؛ نو جبراييل راته وويل : محمده مخکې ولاړ شه، چې داسې کرامت لا د يوې پرښتې او پېغمبر هم نه دى په برخه شوى؛ نو خداى مې راته وحې وکړه . د راستنېدو په تکل کې وم، چې له حجابونو هخوا راباندې غږ وشو : څومره ښه دې ستا پلار ابراهيم او څومره ښه دى ستا ورور علي؛نو په هکله  يې ښه سپارښتنې وکړه ( د حديث تر پايه ) دا روايت يې په ٤٢٣ مخ کې هم راوړى دى .

( کنزالعمال : شپږم ټوک، ٣٩٥ مخ) وايي : له حضرت جابر څخه روايت دى،چې وا مې ورېدل،چې حضرت علي لاندې شعرونه پاک نبي ته وايي :

انا اخوا المصطفى لا شک فى نسبى

معه ربيت و سبطاه هما ولدى

جدى و جد رسول الله منفرد

و فاطم زوجتى لا قول ذى فند

صدقته و جميع الناس فى بهم

من الضلالة و الاشراک و الکند

فالحمد لله شکرا لا شريک له

البر بالعبد و الباقى بلا امد


يعنې زه د  مصطفى ورور يم او زما په نسب کې څوک شک نه لري له هغه سره روزل شوى يم او دوه سبطه يې زما زامن دي، زما او د رسول اکرم نيکونه يو دي ،فاطمه مې کورودانه ده او دا بې ځايه خبره نه ده ، ما هغه په داسې وخت کې تصديق کړ،چې ټول خلک په تياره او شرک ککړ وو؛ نو د شکر لپاره د خداى ستاينه کوم،هغه خداى چې شريک نه لري او پر خپلو بندګانو احسان کوي او بې له هغه څوک پاتې شوني نه دي .

پېغمبراکرم (ص) موسکې شو او و يې ويل : (( سمه دې وکړه علي )) ( له ابن عساکر څخه رانقل شوې وينا ده )

( کنزالعمال : درېم ټوک ،٦١ مخ ) وايي : له ابن عمر (رض) څخه راويت دى چې وايي : په حجة الوداع کې پېغمبر اکرم(ص) پر اوښ سپور و او  د حضرت علي پر اوږه يې لاس کېښود او وا مې ورېدل،چې داسې يې وويل : خدايه ! ته يې مل شې، ما خلکو ته ورسول ؛ دا زما ورور، د تره زوى، زوم او زما د زامنو پلار دى؛ نو خدايه ! دښمنان يې د اور په لمبو کې وسوځوې .( له ابن نجار څخه نقل شوى دى )

ليکوال : دا روايت يې د شپږم ټوک په ١٥٤ مخ کې هم راوړى دى،چې پکې راغلي دي : ((خدايه ! شاهد وسه ، ما خلکو ته ورسول .)) دا روايت شيرازي ( د القاب په کتاب کې ) او ابن النجار له ابن عمر (رض) څڅه روايت کړى او لرې هم نه ده،چې د ( اشدد : مل يې شه ) ټکى،چې په ړومبي روايت کې و، د هماغه ( اشهد : شاهد وسه ) تصحيف او سم شوى وي،چې په دويم روايت کې راغلى او په چاپخونه کې غلط چاپ شوى وي.

( رياض النضره : لومړى ټوک،١٣ مخ ) د حضرت زيد بن ابي اوفي وينا راخستې،چې وايي : رسول الله مبارک په جومات کې ناست و، چې زه هم راغلم او وا مې ورېدل،چې وايي : پلانى د پلاني زوى چېرې دى؟ او بيا يې خپل يو يار ته اشاره وکړه، چې ولاړ شه او را پېدا يې کړه او هغوی چې په غونډه کې نه وو،يو يو يې را يېدا کړ او چې راټول شول ؛ نو رسول اکرم (ص) د خداى ستاينه وکړه او بيا يې وويل : غواړم  يو حديث درته ووايم ،ټول غوږ شئ، ياد يې کړئ او راتلونکيو ته يې هم ووياست : خداى په خپلو مخلوقاتو کې ځينې غوره کړل  او بيا وويل : (( الله يصطفى من الملائکة رسلا )) او په خلکو کې يې هم ځينې غوره کړل،چې جنتيان يې کړي او زه به هم په تاسې کې هغه چې راباندې ګران دى، غوره کړم او نور ټول به سره دوه په دوه ورونه کړم؛لکه څنګه چې خداى پرښـتې دوه په دوه سره ورونه کړي دي ( بيا د مواخات کيسه کوي تر دې چې وايي  ) حضرت علي وويل : زړه  او ملا مې ماته شوه،چې ومې ليدل، ټول اصحاب دې سره ورونه او زه دې له چا سره ورور نه کړم؛ نو که له ما خپه يې؛نو څومره غوسه چې دې خوښه وي،راباندې يې وکړه . پاک نبي ورته وويل : پر هغه خداى قسم، چې مبعوث کړى یې يم؛ځکه مې له چا سره ورور نه کړې،چې خپل ورور دې کړم؛ته ما ته داسې يې؛لکه هارون چې موسى ته و؛ خو بې له پېغمبرۍ او ته زما ورور او وارث يې . حضرت علي وپوښتل : رسول الله ! ايا ميراث دې رارسي؟ رسول الله (ص) : هماغه ميراث، چې تر ما مخکې پېغمبرانو پرېښى و. حضرت علي بيا وپوښتل : تر تا مخکې پېغمبرانو څه په ميراث کې پرېښي ول؟ پاک نبي وويل : د خداى کتاب او خپل سنت او ته او لور به مې په جنت کې له ماسره په يوه ماڼۍ کې ياست  او بيا يې دا آيت ووايه  : (إِخْوَانًا عَلَى سُرُرٍ مُّتَقَابِلِينَ) او ويې ويل : د خداى په لار کې يو له بل سره مينه کوي او يو بل ته ګوري . ( د اربعين طوال په کتاب کې له حافظ ابوالقاسم دمشقي څخه روايت شوى دى ) امام احمد حنبل هم د مناقب آل علي په کتاب کې د مواخات د حديث مانا په لنډه نقل کړې ده .  

ليکوال :دا روايت متقي هم ( کنزالعمال : پينځم ټوک،٤٠ مخ ) راخستې او وايي : بغوي او طبراني په معجم او باوردي د الموقت په کتاب او ابن عدى نقل کړى او سيوطي هم په درالمنثور د ((اللَّهُ يَصْطَفِي مِنَ الْمَلَائِكَةِ رُسُلًا)) د آيت تر تفسير لاندې او د حج د سورت په پاى کې يې تر نقلولو وروسته ويلي : ابن عساکر او ابن قانع نقل کړى دى .

  دا روايت متقي  ( کنزالعمال : پينځم ټوک،٤٠ مخ ) په لنډه راخستى او وايي : احمد بن حنبل د مناقب آل علي په کتاب کې ،ابن عساکر او محب طبري هم د رياض النضره د دويم ټوک په ٢٠٩ مخ  کې د دويم ځل لپاره په لنډه راخستى او ويلي يې دي : له حضرت زيد ابن اوفي روايت دى،چې ويلي يې دي : د خداى رسول، علي ته وويل : ته او فاطمه به راسره په جنت کې په يوه ماڼۍ کې وسئ ، ته مې ورور او  ملګرى يې او بيا  يې ((إِخْوَانًا عَلَى سُرُرٍ مُّتَقَابِلِينَ)) ووايه . ( نقل : د احمد له مناقبو )

( رياض النضره : لومړى ټوک،١٥ مخ ) وايي : ابن اسحاق د اصحابو تر منځ د ورورلۍ خبره داسې کړې ده : رسول اکرم _ هغسې چې موږ ته رارسېدلي دي _ وويل : دوه په دوه سره ورونه شئ او بيا يې د حضرت علي لاس ونيو او ويې ويل : (( دا زما ورور دى )) او رسول الله (ص) او حضرت علي سره ورونه شول او حضرت جعفر بن ابيطالب او حضرت معاذ بن جبل ( د بني سلمه هم ژمنې ) او همداراز نور ټول  اصحاب سره دوه په دوه ورونه شول .

( رياض النضره : لومړى ټوک،١٧ مخ ) وايي : ابوعمرو بن عبدالبر وايي : پاک نبي ړومبى مهاجر او بيا انصار سره ورونه کړل او چې دوه دوه يې ورونه کول، حضرت علي ته يې  ويل : (( ته په دنيا او اخرت کې زما ورور يې )) او حضرت علي يې له ځان سره ورور کړ .  

( رياض النضره : دويم ټوک،١٦٨ مخ ) وايي : له عمرو بن عبدالله له پلار او له نيکه يې روايت دى،چې د خداى رسول(ص) ټول خلک سره ورونه کړل او حضرت علي يې له چا سره ورور نه کړ او تر پايه بې وروه پاتې شو؛ نو دا مهال حضرت علي، رسول الله مبارک ته وويل : ټول دې سره ورونه کړل او زه دې بې وروره پرېښـووم ! رسول اکرم (ص) ورته وويل : خبر يې چې ولې؟ځکه ته مې خپلې ورورولۍ ته پرېښى يې؛ته زما او زه ستا ورور يم او چا چې درته څه وويل؛نو ورته ووايه،چې زه د خداى بنده او د رسول الله ورور يم او بې له دروغجنه بل داسې خبره او ادعا نشي کولاى. ( د احمد مناقب)

ليکوال : دا روايت متقي هم ( کنزالعمال : شپږم ټوک، ١٥٣ مخ ) راخستى او ويلي يې دي : ابن عدى په کامل کې راوړى او همداراز متقي هم په 399  مخ کې په لږ اختلاف له ابويعلي نقل کړى دى .

( رياض النضره : دويم ټوک،٢٠١ مخ ) وايي : له مخدوج بن زيد ذهلي روايت دى،چې ويلي يې دي : (( رسول الله مبارک، حضرت علي ته وويل : خبر يې چې زه ړومبى تن يم،چې په قيامت کې به راته غږ کېږي ( حديث ته دوام ورکوي،تردې چې د لواء الحمد خبرې ته رارسي او وايي : )  درسره به لواء وي او حال داچې حسن به دې ښي اړخ او حسين به دې کيڼ اړخ ته وي،د عرش سيوري ته به راورسئ او هلته به زما او د ابراهيم ترمنځ ودرېږئ او بيا به د جنت جامې درواغوندي او له عرشه به غږ شي : ابراهيم څومره ښه پلار او علي څومره ښه ورور دى ؛ علي ! نو زېرى دې پر تا وي،چې په بشپړ درناوي درته جنتي جامې در اغوندي ، غږ درباندې کوي او انعام درکوي ))  (د احمد مناقب)

( ذخاير العقبى : ٩٢ مخ ) وايي : له حضرت انس بن مالک څخه روايت دى : د خداى رسول پر منبر کېناست او ډېر څه يې وويل او بيا يې وويل : علي بن ابيطالب چېرې دى ؟ دا مهال علي له ځايه پاڅېد او و يې ويل : دلته يم د خداى رسوله ! رسول اکرم خپلې سينې ته رانږدې کړ، دوه سترګې يې ورښکل او پر لوړ غږ يې وويل : مسلمانانو ! دا مې ورور، د تره زوى، زوم، زما غوښه، وينه او وېښتان دي . زما د دوو سبطو حسن او حسين پلار دى،چې د جنتي ځوانانو ښاغلي دي . ( د حديث تر پايه )

( اسدالغابه : درېم ټوک ،٢١٧ مخ ) يو حديث د حضرت عبدالرحمان بن عويم ساعدة انصاري ( چې يو داسې تن و، چې د خداى د رسول او له هغه څخه په وروسته وخت کې هم و ) په سند نقل کړى او ويلي يې دي : رسول اکرم (ص) حکم وکړ،چې دوه په دوه سره ورونه شئ او بيا يې له لاسه ونيو او و يې ويل : (( دا زما ورور دى )) .

( استيعاب،دويم ټوک،٤٦٠ مخ ) په خپل سند له حضرت جابر څخه روايت کړى،چې ويلي يې دي : دويم خليفه، چې ټپي شو؛نو د خليفه ټاکل يې د علي ، عثمان، عبدالرحمان بن عوف، طلحه،سعد بن ابي وقاص او زبېر (رضى الله عنهم) شورا ته ورپرېښوول،چې حضرت علي ورته وويل :  ((پر خداى مو قسم آيا په تاسې کې څوک شته،چې له رسول الله سره يې ورورولي وي؟)) ورته وويل شول : نه ! ( استيعاب وايي : ) له ځينو اصحابو کرامو هم روايت شوي،چې حضرت علي وويل : ((زه د خداى بنده او د رسول الله ورور يم او که بې له ما چا دا خبره وکړه؛نو دروغجن به وي .)) 

( حلية الاولياء : اووم ټوک، ٢٥٢ مخ ) په خپل سند د حضرت جابر بن عبدالله وينا راخستې،وايي : د خداى نبي وويل : (( د ځمکې او اسمانونو تر پنځونې دوه زره کاله مخکې يې د جنت پر وره يې ليکلي وو :  لا اله الا الله ، محمد رسول الله ،على اخو رسول الله ))  

ليکوال : دا روايت خطيب بغدادي هم په خپل تاريخ ( اووم ټوک،٢٨٧ مخ ) او متقي هم د کنزالعمال د شپږم ټوک په ١٥٩ مخ کې له د خطيب د  (المتفق و المتفرق ) له کتابه نقل کړى دى . ابن جوزي هم ( ٣٩٨ مخ ) کې له ابن عساکر نقل کړى او مناوي هم په فيض القدير ( دويم ټوک،١٥٩ مخ ) کې د طبراني له اوسطه نقل کړى او محب طبري په رياض النضره ( دويم ټوک،١٥٩ مخ کې د احمد له مناقبو نقل کړى دى.

( د بغداد تاريخ: دولسم ټوک، ٢٦٨ مخ ) په خپل سند له محمد بن علي بن الحسين له پلار له علي روايت کړى،چې ويلي يې دي : د خداى رسول وويل :((علي!ته زما ورور او په دنيا او اخرت کې مې ملګرى يې .))

ابن عبدالبر هم دا روايت په استيعاب ( دويم ټوک،٤٩٠ مخ ) کې له حضرت ابن عباس څخه نقل کړى دى .

( صواعق محرقه :٧٤ مخ ) وايي : ديلمي له حضرت عايشې بي بي روايت کړى چې وايي : د څښتن استازي وويل : (( تر ټولو غوره ورور مې علي ، تر ټولو غوره تره مې حمزه او د علي ياد عبادت دى .))

ليکوال : دا روايت مناوي هم د فيض القدير د درېم ټوک په ٤٨٢ مخ کې راوړى او ويلي يې دي : دا روايت ديلمي د فردوس په کتاب کې عباس بن ربيعه نقل کړى دى او متقي هم د کنزالعمال د شپږم ټوک په ١٥٢ مخ کې راوړى او د سند په اړه يې ويلي،چې له فرودوس له  حضرت عايشې بي بي له ابن حجر څخه د اصابه د کتاب د څلورم ټوک،لومړي قسم له دويم مخ يې راخستى دى .

( صواعق المحرقه؛٧٥ مخ ) وايي : احمد په مناقب کې د حضرت علي وينا راخستې، وايي : پېغمبراکرم (ص) زما په لټه کې و او پر يوه (چمبر)  څلوردېوالۍ یې ويده وموندم . په خپله يې ووهلم او راته يې وويل : ((پاڅه چې خوښ دې کړم؛ ته مې ورور او زما د زامنو پلار يې؛ نو زما د سنت لپاره وجنګېږه،څوک چې زما په وخت کې ومړ؛ نو ځاى به يې د جنت په خزانو کې وي او څوک چې تر ما وروسته ستا  په وخت کې  ومري؛نو اجل به يې راغلى او مړ شوى به وي او څوک چې زما او ستا تر وختونو وروسته،ستا په مينه او دوستۍ کې ومري؛ نو خداى به يې ژوند په ايمان پاى ته ورسوي او دا خبره تر قيامته ده .))

(  مناوي؛ کنوزالحقايق : ٢٧ مخ ) پېغمبراکرم(ص)، حضرت علي ته  وايي : (( ته زما او زه ستا ورور يم ))  ( له طبراني نقل شوى )؛ البته هيثمي هم د مجمع د نهم ټوک په ١٣١ مخ کې راوړى دى .

( هيثمي ؛مجمع : نهم ټوک،١٢١ مخ ) د حضرت علي وينا را اخلي،وايي : پېغمبر اکرم (ص) زما په لټه کې و او زه يې په خاور کې وېده وموندم او راته يې وويل : ((بد نه وايي،هغوى چې "اباتراب" درته وايي )) او د خداى رسول چې وننګېرله - احساس کړل،چې زه خپه يم؛ نو را ته يې وويل : (( پاڅه چې خوشحاله دې کړم؛ته زما ورور او زما د زامنو پلار يې، زما د سنتو لپاره به جګړه کوې،زما غاړه به پر خلکو خلاصوې،څوک چې زما په وخت کې ومړ؛ نو د جنت په خزانو کې دى ،څوک چې ستا په وخت کې ومړ؛نو اجل به يې رارسېدلى وي او څوک،چې ستا تر مړينې وروسته ستا په مينه او دوستۍ کې ومري؛نو خداى به يې له ايمان سره له دې دنيا بوځي او چې څوک درسره په دښمنۍ کې ومري؛نو د جاهليت پر مرګ به مړ وي او دا خبره به د قيامت تر ورځې وي .)) (له ابو يعلي يې نقل کړى دى )

ليکوال : دا روايت متقي هم د کنزالعمال د شپږم ټوک په ٤٠٤ مخ کې له ابويعلي راخستى او بيا وايي : بوصيري ويلي: ددې روايت ټول راويان ډاډمن دي ( او په ١٥٥ مخ  کې هم ) وايي : د خداى استازي وويل : (( آيا غواړې خوښ دې کړم؛ته زما ورور او وزير يې،زما پورونه به ورکوى، له خلکو سره به مې کړې ژمنې سر ته رسوې او پر خلکو به مې غاړه خلاصوې )) ( د حديث تر پايه ) ( طبراني له ابن عمره راخستى دى ) . دا روايت شنقيطي هم د کفاية الطالب دکتاب په ٣٤ مخ کې راوړى او وايي : احمد په مناقب کې هم نقل کړى دى .

( ابن حجر؛اصابه :شپږم ټوک،لومړى قسم،١٨٣ مخ ) د ليلاى غفاريه په ژباړه کې وايي : ابن منده _ د علي بن هاشم بن بريد له روايته _ وايي چې ليلاى غفاريه (رض) وايي : تل مې له رسول الله (ص) سره په جګړو کې ګډون کاوه،چې د ټپيانو پالنه وکړم . تر رسول الله  (ص) وروسته،علي،چې د بصرې جګړې ته ولاړ؛ نو زه هم ورسره ولاړم او جګړه،چې پاى ته ورسېده؛ نو عايشه بي بي مې وپوښتله : آيا له رسول الله دې د علي فضايل اورېدلي که نه ؟ راته يې وويل : هو ! يوه ورځ پېغمبر اکرم له ما سره و،چې علي راغى او زما او د رسول الله په منځ کې کېناست؛ نو ما ورته وويل : بل ځاى نه و،چې راغلې او دلته کېناستې ؟ رسول الله وويل : (( عايشې ! له علي سره داسې چلن مه کوه؛ هغه په اسلام راوړو کې ړومبى و او وروستى تن به وي،چې په ژوندون یې ګورم او په قيامت کې به ړومبى تن وي، چې زه يې ګورم .))

د رسول الله (ص) وزير[سمول]

( ابن سعد؛طبقات : لومړى ټوک،لومړۍ برخه،١٢٤ مخ ) په خپل سند له حضرت علي روايت کړى،چې  وايي : پېغمبر اکرم (ص) په مکه کې و او بي بي خديجې ته يې وويل،چې خواړه پاخه کړه او ما ته يې وويل : (( د عبدالمطلب ټول ټبر راوبله چې راشي )) څلوېښت تنه راغلل او بيا يې ما ته وويل : (( خواړه راوړه )) حضرت علي وايي : ما دومره خواړه راوړل،چې يوازې يو تن ته بسيا وو؛ خو هغه څلوېښت تنه يې ماړه کړل . بيا رسول اکرم راته وويل،چې اوبه راوړه، چې ما د يو تن هومره اوبه راوړې؛ خو ټول پرې ماړه شول . په دې وخت کې ابولهب وويل : محمد څه عجيبه جادو کړى و. خلک پاڅېدل او ولاړل او ابولهب هم خلک پاتې کېدو ته پرېنښوول . څو ورځې وروسته مو بيا مېلمستيا وکړه او بيا مو بلنه ورکړه؛نو همدا چې ماړه شول رسول اکرم وويل : (( څوک دى، چې په رسالت کې مې مرستيال او وزير شي او په پايله کې زما ورور او جنت خپل کړي ؟)) ما ورته وويل : زه اى  رسول الله ! دا مهال زه تر ټولو کوچنى وم ؛ خو په ټبر کې هيچا د رسول الله خبره و نه منله او يوازې زما پلار ته يې وويل : زوى ته خو دې پام دى . پلار مې ورته وويل: څه کار ورسره لرئ، هغه خو د خپل تره له زويه ځار دى . ( کنزالعمال : شپږم ټوک، ٣٩٧ مخ ) وايي : حضرت علي وايي : د ((وَأَنذِرْ عَشِيرَتَكَ الْأَقْرَبِينَ )) آيت،چې راغى؛ نو پاک نبي راوغوښتم او راته يې وويل : (( خداى مې راته حکم کړى،چې نږدې خپلوان اسلام ته راوبلم؛ خو نه پوهېږم،چې څنګه دا کار وکړم ؟)) نو چوپ و، چې حضرت جبراييل راغى او ويې ويل که دا کار و نه کړې؛نو خداى به دې پر عذاب کړي.ما ته يې وويل : يو من خواړه پاخه کړه او بيا د عبدالمطلب ټبر ته بلنه ورکړه،چې راکړ شوې دنده ترسره کړم او پر هغه ورځ څلوېښت کسان راغلل،چې پکې ابوطالب،حمزه، عباس او ابولهب هم وو؛ نو همدا چې خلک راغلل،رسول الله راته وويل : خواړه راوړه ، رسول اکرم يو څه را اوچت کړل،چې زما په آند يوه بوټۍ غوښه وه او بيا يې هغه دوه ټوټې کړه او پر دسترخوان يې کېښود او و يې ويل: د خداى په نامه يې و خورئ او خلکو هم ښه په مړه ګېډه وخوړل؛ خو پر خداى قسم چې څه هم لږ نه شول ، حال داچې دا خواړه يې يوه ته هم بسيا نه وو بيا مې د خداى د رسول د حکم له مخې اوبه ورکړې،چې ټول يې خړوب کړل؛نو همدا چې رسول الله مبارک غوښتل خبره رامنځ ته کړي؛نو ابولهب ترې مخکې شو او ويې ويل : کوربه ښه جادو کړى و او خلک پاڅېدل او ولاړل او پېغمبر اکرم و نه شو کړاى خپله خبره وکړي. ددې ورځې په سبا پاک نبي ما ته وويل : دا سړى مې د خبرې په مخ کې خنډ شو او خبرې ته يې پرېنښووم او راته يې وويل : سبا بيا ډوډۍ وکړه . ډوډۍ مو وکړه او څه چې په تېره مېلسمتيا کې تېر شوي ول، دلته هم تېر شول؛ ټولو ښه په مړه ګېډه وخوړل او ماړه شول،چې دا مهال رسول اکرم وويل : د عبدالمطلب پرګې ! په عربو کې داسې څوک نه وينم،چې خپل ټبر ته به يې زما هومره ښه وياړ راوړى وي؛ ما درته د دنيا او اخرت ښېګڼه راوړې او خداى دنده راکړې،چې بلنه درکړم؛ نو په تاسې کې څوک چمتو دى،چې په دې چارو کې زما مرستيال او ملاتړ شي ؟ زه سره له دې،چې تر ټولو کوچنى وم ، ومې ويل : زه چمتو يم،چې ملاتړ مو شم؛ نو دا مهال رسول اکرم خپل لاس زما پر ورمېږ  کېښود او ويې ويل : (( دا په  تاسې کې زما وصي،خليفه او ورور دى ؛نو خبرې ته یې غوږ شئ او لاروي یې وکړئ .)) دا مهال خلک په ملنډو پاڅېدل او ولاړل  او ابوطالب ته يې وويل : حکم يې درکړ، چې له کوچني علي لاروي وکړې .

بيا وايي : دا روايت ابن اسحاق، ابن جرير، ابن ابي  حاتم، ابن مردويه، ابونعيم او بيهقي په دلائل کې راوړى دى .

دا روايت د ابن جرير طبري د تاريخ د دويم ټوک په ٦٢ مخ او متقي هم په لږ اختلاف په کنزالعمال کې راوړى دى .

( کنزالعمال : شپږم ټوک، ٣٩٢ مخ ) د حضرت علي له خولې وايي : رسول اکرم (ص) وويل : ((د عبدالمطلب پرګې ! ما درته د دنيا او اخرت ښېګڼه راوړې او خداى مې حکم راکړى،چې بلنه درکړم؛نو که په تاسې کې هر يو په دې لار کې زما مرستيال او ملاتړ شو؛ نو په تاسې کې به زما وزير،وصي او ځايناستى وي .)) ټول چوپ ول، چې ما وويل : رسول الله ! زه به دې ملاتړ او مرستيال شم . دا مهال د خداى نبي، له لاسه ونيوم،و يې ويل : (( دا زما ورور،وصي او خليفه دى؛ نو خبرې ته يې غوږ شئ او لاروي ترې وکړئ .)) ( له ابن جرير څخه نقل )

( کنزالعمال: شپږم ټوک، ١٥٥ مخ ) له دې عبارت سره راوړى : ((غواړې خوشحاله دې کړم ؟ ته زما ورور او وزير يې ، پورونه به مې ادا کوې، پر کړيو ژمنو به مې وفا کوې او پر خلکو به مې غاړه خلاصوې ،که چا زما په ژوندون درسره مينه وکړه ؛ نو په خپل مرګ به مړ وي او که چا تر ما وروسته،سره له دې چې تا و نه ګوري؛خو مينه درسره وکړي؛ نو خداى به يې مؤمن له دې دنيا بوځي او څوک چې درسره دښمني کوي؛نو د جاهليت پر مرګ به مړ شوى وي . )) ( له طبراني له ابن عمر (رض) څخه نقل )

( اصابه : لومړى ټوک،څلورم قسم،٢١٧ مخ ) خطيب د مولف په کتاب کې د قاسم بن خليفه له لارې راوړي،چې وايي : يحيى تيمي له اسماعيل بن ابراهيم له مطين بن خالد له حضرت انس بن مالک څخه روايت کړى،چې و يې ويل : موږ به چې څه د خداى له استازي پوښتل؛نو هغه به د علي، سلمان يا ثابت بن معاذ (رضي الله عنهم) درک راکاوه ؛ځکه  دا د رسول اکرم په اصحابو کې تر ټولو پوه وو؛ نو همدا چې د (إِذَا جَاء نَصْرُ اللَّهِ وَالْفَتْحُ ) آيت راغى؛ نو د خداى نبي د حضرت علي په اړه  وويل : (( علي زما ورور، وزير، په اهلبيتو کې زما خليفه او زما تر ټولو غوره پاتې دى . ))

( رياض النضره : دويم ټوک، ١٦٣ مخ ) وايي : له حضرت اسماء  بنت عميس څخه روايت دى،چې و يې ويل : ما د خداى له رسوله واورېدل، چې و يې ويل : (( خدايه ! هماغه وايم،چې ورور مې موسى ويل : خدايه له اهله مې وزير راوټاکې؛ورور مې علي زما وزير وټاکې،هغه مې ملاتړ او په چارو کې زما شريک کړې،چې ډېره تسبيح دې ووايم او شکر دې وباسم،چې ته زموږ له حاله ښه خبر يې . )) ( د احمد له مناقب څخه اخستل شوى دى )

( سيوطي؛ درالمنثور ) د ( قال رب اشرح لى صدري )آيت تر تفسير لاندې د "طه" د سورت په پيل کې وايي : سلفي د طيوريات په کتاب کې له ابي جعفر محمد بن علي څخه روايت کړى، چې وايي : چې د (وَاجْعَل لِّي وَزِيرًا مِّنْ أَهْلِي ) آيت راغى؛ نو پېغمبر اکرم پر غونډۍ ولاړ و او خداى ته يې وويل : (( اللهم اشدد ازرى باخى على ))؛يعنې خدايه ! پر ورور مې علي ملا کلکه کړې؛نو خداى يې هم دعا قبوله کړه .

( شبلنجي؛ نورالابصار ) او فخر رازي په تفسير کبير کې د مائدې د سورت د (إِنَّمَا وَلِيُّكُمُ اللّهُ وَرَسُولُهُ) د آيت په تفسير کې راوړي دي : (البته خبره د شبلنجي ده ) له حضرت ابي ذر غفاري روايت دى،چې وايي : د خداى له استازي سره مو د ماسپښين لمونځ کاوه،چې يو سوالګر راننووت؛ خو چا ورته څه هم ور نه کړل؛ نو دا مهال سوالګر اسمان ته لاس پورته او و يې ويل: خدايه شاهد وسه،چې ستا د استازي په جومات کې چا څه هم را نه کړل. دا مهال حضرت علي لمونځ کاوه او رکوع ته تله او په خپل لاس يې ګوتې ته اشاره وکړه. سوالګر نږدې راغى او ګوته يې د علي له ګوتې راوايسته . دا پېښه د رسول الله  (ص) سترګو ته مخامخ وشوه او بيا يې سترګې اسمان ته کړې او ويې ويل : (( ورور مې موسى وغوښتل ورور يې هارون وزير کړې او ويې ويل : پالونکيه ! سينه مې پراخه او چار مې اسان کړې، له ژبې مې غوټه لرې کړې،چې پر خبره مې پوه شي او په اهل کې مې يو زما وزير کړې؛ هارون ورور مې زما وزير کړې،ملا مې پرې غښتلې کړه او په چارو کې يې زما شريک کړې او بيا يې په اړه آیت ورته راولېږه،چې :(( سَنَشُدُّ عَضُدَكَ بِأَخِيكَ وَنَجْعَلُ لَكُمَا سُلْطَانًا فَلَا يَصِلُونَ إِلَيْكُمَا _؛ ډېر ژر به دې مټ په ورور غښتلى کړو او داسې ځواک به درکړم،چې د دښمن لاس در و نه رسي ))؛ نو خدايه ! ټټرمې هم پراخ، چار مې اسان او په اهل کې مې يو وزير کړه؛په علي مې ملا غښتلې کړه . )) حضرت ابوذر وايي : د خداى د رسول دعا پاى ته نه وه رسېدلې،چې حضرت جبراييل امين (ع) راغى او وحې يې راوړه : ((إِنَّمَا وَلِيُّكُمُ اللّهُ وَرَسُولُهُ وَالَّذِينَ آمَنُواْ الَّذِينَ يُقِيمُونَ الصَّلاَةَ وَيُؤْتُونَ الزَّكَاةَ وَهُمْ رَاكِعُونَ )) ( د ابو اسحاق احمد ثعلبي له تفسيره ) 

محمد دی پېغمبر[سمول]

علي ولي[سمول]

که داهومره ويل کا ورته رخصت دى[سمول]

محمد دى پېغـــــــــــــــمبر،علي ولي [153][سمول]

رسول الله (ص) : د چا چې زه مولا يم؛نو علي يې هم مولا دى[سمول]

( صحيح ترمذي: دويم ټوک،٢٩٨ مخ ) په خپل سند له شعبه له سلمة بن کهيل څخه روايت کړى،چې ويلي يې دي : ما له ابي  الطفيل څخه اورېدلي،چې له حضرت ابي سريحه_ او يا حضرت زيد بن ارقم _ څخه يې روايتاوه، چې رسول اکرم وويل : (( د چا چې زه مولا يم؛نو علي يې هم مولا دى . )) همدا روايت شعبه له ميمون ابي عبدالله له حضرت زيد بن ارقم له رسول الله (ص) څخه هم نقل کړى دى .

ليکوال : علي بن سلطان هم  د مرقاة ( پينځم ټوک،٥٦٨ مخ ) په شرح کې له جامع څخه نقل کړي،چې ترمذي،نسائي او ضياء له حضرت زيد بن ارقم څخه روايت کړى،چې رسول اکرم (ص) وويل : (( د چاچې زه مولا وم؛ نو علي يې مولا دى . ))

( صحيح ابن ماجه: باب فضايل اصحاب نبي،١٢ مخ ) په خپل سند د براء بن عازب د خولې وينا راخستې،چې ويلي يې دي : له رسول الله (ص) سره د حج له سفره راستانه شوو او په لار کې يې حکم وکړ،چې په جمعه لمونځ کوو او بيا يې حضرت علي له لاسه ونيو او و يې ويل : (( آيا زه پر مؤمنانو تر هغوى وړ نه يم ؟ ورته وويل شول : هو همداسې ده ! ويې ويل : آيا زه پر ټولو مؤمنانو پر هغوى وړ نه يم؟ ورته وويل شول: هو! بيا يې وويل : (( نو پوه شئ دا د هغه چا ولي دى،چې زه يې ولي يم؛ خدايه ! د دوستانو يې دوست او د ښمنانو يې دښمن وسه .))

ليکوال : دا روايت احمد بن حنبل  په خپل مسند (څلورم ټوک،٢٨١ مخ) کې داسې راوړى دى : حضرت براء  وويل : له رسول الله سره په سفر کې وو،چې د خم په ډنډ کې راټول شوو؛نو ټول تم شوو او غږ شو : الصلاة جامعة او مراد يې دا و،چې ټول بايد را ټول شو، بيا يې د خداى نبي ته د ونو تر سيوري لاندې ځاى جوړ کړ،د ماسپښين تر لمانځه وروسته يې علي له لاسه ونيو او و يې ويل : (( آيا خبر نه ياست،چې زه له مؤمنانو پر هغوى وړ يم ؟ )) ورته وويل شول : هو ! بيا يې وويل : (( د چا چې زه مولا وم ؛نو علي يې مولا دى؛ خدايه ! د دوستانو يې  دوست او د ښمنانو يې دښمن وسه . )) حضرت براء  وايي : تر دې پېښې وروسته حضرت عمر،حضرت علي  وليد او ورته يې وويل : د ابوطالب زويه! مبارک دې شه،چې د تل لپاره د هر مؤمن او مؤمنې مولا شوې . بيا عبدالرحمن _؛ يعنې احمد بن حنبل _ وايي : دا حديث موږ له هبه له براء بن عازب څخه نقل کړى دى .

دا روايت متقي هم په کنزالعمال ( شپږم ټوک،٣٩٧ مخ ) کې راوړى او ويلي يې دي : ابن ابي  شيبه نقل کړى دى . محب طبري هم په رياض النضره ( دويم ټوک،١٦٩ مخ ) کې ورته راوړى او ويلي يې دي : ابن السمان نقل کړى او همداراز محب طبري هم د احمد حنبل په څېر روايت راوړى او ويلي يې دي : احمد په مسند کې راوړى؛خو (د دښمن يې دښمن وسه ) تر غونډلې وروسته يې زيات کړي : (( ملا تړ شې د هغه چې د علي ملاتړ وي او د دوست يې دوست وسه . )) شعبه وايي : ياد مې نه دي،چې داسې يې وويل او که و يې ويل :

(( د د‌ښمن يې دښمن وسه . ))

( صحيح ابن ماجه : باب فضايل اصحاب الرسول،١٢ مخ ) په خپل سند له ابن سابط_ چې هماغه عبدالرحمان دى _ له حضرت سعد بن ابي  وقاص څخه روايت کړى،چې ويلي يې دي : حضرت معاويه بن ابوسفيان حج ته راغلى و، حضرت سعد يې کتو ته ورغى،چې د حضرت علي خبره را منځ ته شوه،چې په دې ترڅ کې حضرت معاويه بن ابوسفيان علي وکنځه،چې حضرت سعد په دې کار غوسه شواو و يې ويل : په هغه پسې کنځلې کوې،چې رسول اکرم يې په اړه ويلي دي : (( د چا چې زه مولا يم؛ نو علي يې هم مولا دى . )) او بيا مې ترې واورېدل،چې و يې ويل : (( ته ما ته داسې يې؛لکه هارون چې موسى ته؛خو بې له پېغمبرۍ )) او د خيبر په جګړه کې يې وويل : (( نن به د جګړې د مشرۍ بېرغ هغه ته ورکړم،چې خداى او استازى يې پرې ګران دى . ))

ليکوال : دا روايت نسائي هم د خصايص په ١٤ مخ کې په ټکيو کې په لږ اختلاف راوړى او د سند تر  راوړو وروسته يې له عبدالرحمان بن سابط له حضرت سعد څخه ويلي: ناست وم، چې په علي پسې يې سپکې سپورې وکړې . ما ورته وويل : له رسول الله مې د علي درې داسې ځانګړنې  واورېدې،چې که يوه يې هم زما وه؛نو پر ځمکه له هر تېرايستونکي راته ښه وه؛ړومبى دا چې (( راته داسې يې؛لکه هارون چې موسى ته و؛خو بې له پېغمبرۍ)) دويم داچې وامې ورېدل : د خداى نبي وويل : ((سبا به د جګړې د مشرۍ بېرغ هغه ته ورکړم،چې خداى او استازى يې پرې ګران دى . )) درېم دا چې رسول الله (ص)  وويل : (( د چا چې زه مولا وم؛نو علي يې مولا دى .))

( مستدرک الصحيحين : درېم ټوک،١٠٩ مخ ) په خپل سند له ابي الطُفيل له حضرت زيد بن ارقم څخه نقل کړى،چې ويلي يې دي : رسول الله له حجة الوداع  څخه راستنېده ؛نو "خم غدير" ته،چې راورسېد،حکم يې وکړ، چې د ونو تر سيورې لاندې ورته د ناستې ځاى جوړ کړي او بيا يې وويل : (( لکه چې تلو ته يې بللى يم او ما هم منلې ده؛ زه په تاسې کې دوه ستر يادګارونه پرېږدم، چې يو تربله ستر دي؛د خداى کتاب او زما عترت؛نو ګورم،چې څنګه چلن به ورسره کوئ؛ځکه هغوى يو له بله نه بېلېدونکي دي،چې د کوثر د حوض تر غاړې مې وويني؛خداى زما مولا  او زه د هر مؤمن مولا يم .)) او بيا يې علي له لاسه ونيو او و يې ويل : (( د چا چې زه ولي يم ؛نو دا يې ولي دى؛ خدايه  ! مل شې د هغه چې د علي ملتيا کوي او ملا ما ته کړې د هغه چې ملاتړ يې نه کوي او د علي د دښمن دښمن وسه . ))

حاکم وايي : دا حديث د سموالي ټول هغه شرايط لري،چې مسلم او بخاري يې په رسميت پېژني؛خو بيا هم دواړو نه دى نقل کړى . بيا وايي : ددې حديث د سموالي شاهد د سلمة بن کهيل له ابي الطفيل د خولې حديث دى، چې په خپله د بخاري او مسلم د صحت په شرايطو برابر حديث دى او بيا يې د حديث د سند تر یادولو وروسته حديث نقل کړى،چې سلمة بن کهيل له پلاره له ابي  الطفيل له ابن وائله له  حضرت زيد بن ارقم څخه روايت کړى،چې اورېدلي يې دي،چې ويل يې :  پېغمبر اکرم (ص) د مکې او مدينې په منځ کې په هغه ځاى کې تم شو، چې سترې سترې  ونې پکې وې او بيا يې ورته تر ونو لاندې جارو کړاى شو، پېغمبر اکرم تر ماښامه هلته پاتې شو او بيا يې خطبه وويله . د خداى  تر ستاينې او نصيحتونو وروسته يې وويل : (( خلکو ! په تاسې کې مې دوه څيزونه پرېښوول؛نو که لاروي مو ترې وکړه؛نو بې لارې به نشئ؛هغه د خداى کتاب او زما عترت او اهلبيت دي . آيا خبر ياست،چې زه پر هر مؤمن تر هغه وړ يم ( او درې ځل يې دا غونډله یا وویله) د چا چې زه مولا يم؛نو علي يې هم مولا دى . ))

ليکوال : دا روايت يې د درېم ټوک په ٥٢٣ مخ کې هم له بلې لارې له حضرت زيد بن ارقم څخه نقل کړى او ويلي يې دي : موږ له رسول الله  (ص) سره له مکې ووتو،چې د “خم غدير” سيمې ته ورسېدو او هلته يې حکم وکړ،چې تر ونو لاندې جارو کړئ . هغه ورځ خورا ګرمه وه،چې داسې ګرمي مې لا ما په ژوند کې نه وه ليدلې . رسول اکرم د خداى تر ستاينې وروسته وويل : ((پېغمبران د تېر  پېغمبر د عمر په نيمایي ژوند کوي او نږدې دى،چې د خداى بلنې ته ټټر ووهم؛په تاسې کې داسې څه پرېږدم، چې که لاروي مو ترې وکړه؛نو تر ابده به بې لارې نشئ؛ د خداى کتاب ))  او بيا پاڅېد او علي يې يې لاسه ونيو، و يې ويل : (( خلکو ! څوک پر تاسې په واک کې وړ دى ؟ )) ورته وويل شول : خداى او رسول يې . رسول الله (ص) : ((د چاچې زه مولا يم؛نو علي يې مولا دى.)) (بيا وايي ) دا حديث صحيح  السند دى .

متقي هم په  کنزالعمال ( لومړي ټوک،٤٨ مخ ) حاکم ته ورته حديث نقل کړى او ويلي يې دي : طبراني په کبير کې له ابي  الطفيل له حضرت زيد بن ارقم څخه روايت کړى دى .

( مستدرک الصحيحين : درېم ټوک،١١٦ مخ ) په خپل سند له خثيمة بن عبدالرحمان څخه روايت کړى،چې ويلي يې دي : ما له سعد بن مالک _ هغه وخت،چې يو چا ورته وويل : دا چې له علي دې سرغړونه کړې؛نو په تاپسې خبرې کوي _ څخه واورېدل،چې و يې ويل : پر خداى قسم،چې په سرغړونه کې مې فکر شو،چې پر غلطه وم او علي پر سمه و؛ځکه  علي ته درې څيزه ورکړل شوي،چې که يو يې هم ما ته راکړل شوى و؛نو په دنيا کې به تر ټولو نعمتونو راته غوره و؛ ړومبى داچې رسول الله په “خم غدير” کې د خداى تر ستاينې وروسته وويل : ((آيا پوهېږئ،چې زه پر مؤمنانو وړ يم ؟ )) ورته وويل شول : هو ! بيا رسول اکرم وويل: (( خدايه ! د چاچې زه مولا وم؛علي يې مولا دى؛ د علي د دوستانو دوست او د دښمنانو يې دښمن وسه.)) دويم داچې د خيبر د جګړې پر ورځ د علي سترګې خوږېدې،چې رسول اکرم راوغوښت او ورته یې وويل : سترګې مې درد کوي . رسول الله مبارک يې پر سترګو خپلې توکاڼې وموږلې او دعا يې ورته وکړه او چې ژوندى و؛نو سترګو يې خوږ و نه کړ او خيبر يې هم سوبه کړ . درېم دا چې رسول اکرم خپل تره او نور له جوماته بهر کړل؛نو عباس ورته وويل : موږ چې دې ترونه او خپلوان يو؛نو له جوماته مو باسې او علي ته پکې ځاى ورکوې ؟ پېغمبر اکرم وويل : (( ما نه پخپله خوښه تاسې ايستي ياست او نه مې پخپله خوښه علي ته پخپل جومات کې ځاى ورکړى؛بلکې د خداى حکم و،چې پلي مې کړ.))

( مستدرک الصحيحين :درېم ټوک،٣٧١ مخ ) په خپل سند له رفاعة بن اياس ضبى له پلاره له نيکه روايت کړى،چې ويلي يې دي : د جمل په جګړه کې له حضرت علي سره وو،چې علي په حضرت طلحة بن عبيدالله پسې يو کس ولېږه ،چې ما وويني؛نو چې حضرت طلحه راغى،حضرت علي ورته وويل : پر خداى دې قسم، چې د خداى له رسوله دې وا نه ورېدل، چې ويې ويل : (( د چا چې زه مولا يم؛نو علي يې مولا دى؛د دوست يې دوست او دښمن يې دښمن وسه . )) و يې ويل: هو اورېدلي مې دي . حضرت علي ورته وويل :؛ نو ولې راسره جګړه کوې ؟ و يې ويل : د رسول الله دا خبره مې هېره کړې وه. دا خبره يې وکړه او ولاړ .

ليکوال : دا روايت متقي هم په کنزاالعمال ( شپږم ټوک،٨٣ مخ ) کې په لږ اختلاف نقل کړى او ويلي يې دي،چې له ابن عساکر مې نقل کړى دى.

( مستدرک الصحيحين : درېم ټوک،١١٠ مخ ) و ايي : دا حديث،چې له بريده اسلمي نقلوم،د بخاري او مسلم د شرطونو پر بنسټ معتبر دى او بيا يې سند حضرت ابن عباس او بريده اسلمي ته رسوي او وايي : له حضرت علي سره يمن ته جهاد ته تللي وو ( تردې چې وايي ) رسول الله (ص) ته راغلم او په حضرت علي پسې مې خوله راوسپړله،چې ناڅاپه د رسول اکرم (ص) څېره له غوسې واوخوته او و يې ويل:((بريده! آيا زه پر مؤمنانو تر هغوى وړ نه يم ؟ )) ورته مې وويل : هو ! را ته يې وويل : ((د چا چې زه مولا يم؛نو علي يې هم مولا دى)) (د حديث تر پايه ) .

ليکوال : دا حديث احمد بن حنبل هم د مسند په پينځم ټوک،٣٤٧ مخ،متقي هم په لنډه په کنزالعمال ( شپږم ټوک،١٥٤ مخ ) کې راوړى او ويلي يې دي،چې احمد بن حنبل، ابن حبان،سمويه، حاکم، او سعيد بن منصور له حضرت ابن عباس له ابن بريده روايت کړى.متقي هم د دويم ځل لپاره د شپږم ټوک په ٣٩٧مخ او همداراز نسائي په خصايص ( ٢٢ مخ ) کې له حضرت بريده له دوو لارو نقل کړى دى.ابن حجر هم په صواعق کې ( ٢٦ مخ ) کې له حضرت ابن عباس له بريده له دوو لارو نقل کړى او تر نقلولو مخکې يې ويلي : دا روايت ذهبي صحيح  ګڼلى او همداراز علي بن سلطان د مرقاة د پينځم ټوک په ٥٦٨ مخ کې راوړى او ويلي يې دي : ذهبي له بريده نقل کړى او سم يې ګنلى دى.

( مستدرک الصحيحين : دويم ټوک،١٢٩ مخ ) په خپل سند له ابي عوانه له اعمش له سعد بن عبيده له عبدالله بن بريده اسلمي (رض) روايت کړى،چې ويلي يې دي : له پلار سره مې روان وم،چې يوه ډله مو مخې ته راغله،چې په حضرت علي پسې يې بدې ردې ويلې،چې پلار مې ورته وويل : ما هم ستاسې په څېر په حضرت علي پسې سپکې سپورې کولې او زړه مې ترې خوړ؛په يو سفر کې له حضرت خالد بن وليد سره وو،خورا غنيمت مو لاس ته راوړ، حضرت علي هم له غنميته په خمس کې يوه وينځه واخسته؛نو دا چې حضرت خالد بن وليد له حضرت علي سره دښمني درلوده؛نو ما ته يې وويل : دا ښه فرصت دى،چې ګټه ترې پورته کولاى شې؛ځکه حضرت خالد هم خبر و،چې زما او د  حضرت علي اوبه په يوه وياله کې نه ځي؛نو راته يې وويل : ژر رسول اکرم (ص) ته ځان ورسوه او له حضرت علي ورته سر وټکوه. زه هم چې مدينې ته راغلم ؛نو هر څه مې رسول الله (ص) ته وويل : عادت مې و، چې د خبرو پر مهال به مې تل سرښکته و؛نو چې سر مې راپورته کړ؛نو و مي ليدل، چې د رسول الله (ص) رنګ له غوسې سور اوختى او راته يې وويل : (( د چا چې زه مولا يم؛نو علي يې ولي او مشر دى .)) دا خبره مې،چې له رسول الله واورېده؛نو حضرت علي ته مې په زړه کې کينه له منځه ولاړه .

ددې حديث تر نقلولو وروسته حاکم وايي : دا روايت د مسلم او بخاري د ډاډمنتیا کچې لري؛خو په دې عبارت يې نه دى نقل کړى او بيا وايي : په دې باب د ابي عوانه له اعمش له سعد بن عبيده د حديث په پرتله بل صحيح حديث نشته او بيا يې همدا حديث له بلې لارې له اعمش له سعد بن عبيده له بريده نقل کړى دى .

ابونعيم په حلية ( څلورم ټوک،٢٣ مخ ) کې له بريده نقل کړى : (( دچاچې زه مولا يم؛نو علي يې مولا دى .)) متقي هم په کنزالعمال (شپږم ټوک،١٥٢ مخ ) کې داسې راوړي : (( د چاچې زه مولا وم؛علي يې مولا دى)) او ويلي يې دي : احمد او نسائي له براء او بيا هم احمد له بريده او ترمذي،نسائي او ضياء له زيد بن ارقم څخه روايت کړى . احمد بن حنبل هم په مسند ( پينځم ټوک،٣٥٨ او ٣٦١ مخونو ) کې په لنډه له بريده نقل کړى دى . محب طبري په رياض النضره ( دويم ټوک،١٧٢ مخ )کې له بريده نقل کړى او ويلي يې دي : ابوحاتم نقل کړى او مناوي هم د فيض القدير د شپږم ټوک په ٢١٨ مخ کې راوړى او يلې يې دي : احمد،نسائي او حاکم له بريده نقل کړى او په شرح کې يې ويلي دي : هيثمي په بل ځاى کې وايي : ددې روايت رجال ډاډمن دي او په بل ځاى کې يې ويلي : ددې حديث رجال صحيح دي . ( مناوي )

سيوطي په درالمنثور کې د احزاب د سورت (النَّبِيُّ أَوْلَى بِالْمُؤْمِنِينَ مِنْ أَنفُسِهِمْ) د آيت په تفسير کې له ابي  شيبه،احمد او نسائي له حضرت بريده روايت کړى،چې ويلي يې دي : له حضرت علي سره يمن ته جهاد ته ولاړو او د هغه جفا له امله،چې حضرت علي راسره کړې وه؛نو په زړه کې مې ورته کينه درلوده او چې د خداى استازي ته راغلو؛نو د حضرت علي ګيله مې ورته وکړه. و مې ليدل،چې پېغمبراکرم (ص) له غوسې سور اوختى،راته يې وويل : ((بريده! آيا پر مؤمنانو وړ نه يم ؟ )) ورته مې وويل : هو ! راته يې وويل : (( د چاچې زه مولا يم؛علي يې هم مولا دى . ))

( امام احمد بن حنبل؛مسند : څلورم ټوک،٣٧٢ مخ ) په خپل سند له ميمون بن عبدالله روايت کړى،چې ويلي يې دي : حضرت زيد بن ارقم راته خبرې کولې او ما ورته غوږ نيولى و : يوه ورځ په يوه بيديا کې له رسول الله (ص) سره وو،چې نوم يې  (( خم )) و، چې حکم يې وکړ : ټول د لمانځه لپاره راټول شئ؛ډېره ګرمه ورځ وه، تر لمانځه وروسته يې خطبه وويله او بيا يې وويل : (( آيا نه پوهېږئ،چې تر هر مؤمن پر هغوى وړيم ؟ )) ټولو وويل : هو! . بيا يې وويل : (( د چاچې زه مولا وم؛نو علي يې مولا دى؛خدايه د دښمنانو يې دښمن او د دوستانو يې دوست وسه .))

ليکوال : دا روايت يې د مسند څلورم ټوک په ٣٧٢ مخ کې له ميمون بن عبدالله څخه په نورو ټکيو نقل کړى،چې  ويلي يې دي : له حضرت زيد بن ارقم  سره وو،چې د فسطاط د سيمې يو سړي حديث وپوښته، چې حضرت زيد ورته وويل : د خداى  استازي وويل : (( آيا زه پر مؤمنانو تر هغوى وړ نه يم ؟ )) ورته وويل شول : هو ! بيا يې وويل : (( د چا چې زه مولا وم؛نو علي يې مولا دى .)) بيا وايي : دا حديث طبراني  او احمد يوازې له زيد  څخه نقل کړى،چې بزار هم نقل کړى دى .

( هيثمي؛مجمع : نهم ټوک،١٠٤ مخ ) له عمر او ذى مرو زيد بن ارقم (رض) څخه روايت کړى،چې ويلي يې دي : رسول اکرم د “خم غدير” پر ورځ خطبه وويله او بيا يې وويل : (( د چا چې زه مولا يم؛نو علي يې هم مولا دى . خدايه د دښمنانو يې دښمن او د دوستانو يې دوست وسه او مرسته د هغه وکړې،چې د علي مرسته کوي . )) بيا وايي : دا حديث احمد او طبراني يوازې له زيدڅخه نقل کړى او بزار هم نقل کړى دى .

ليکوال : متقي هم په کنزالعمال ( شپږم ټوک،١٥٤ مخ ) کې راوړى او ويلي يې دي : طبراني له عمروذى مروزي بن ارقم(رض)  دواړو څخه نقل کړى دى .

( امام احمد بن حنبل؛مسند:څلورم ټوک،٣٦٨ مخ ) په خپل سند له عطيه عوفي څخه روايت کړى،چې ويلي دي : حضرت زيد بن ارقم ته مې وويل : خسر مې راته ستا له خولې د “خم غدير” په اړه  حديث نقل کړى؛خو خوشحاله به شم،چې پخپله يې ستا له خولې واورم، زيد وويل : تاسې د عراق داسې او هغسې ياست .ما ورته وويل : له ما مه ووېرېږه . بيا حضرت زيد وويل : هو موږ په "جحفه" کې وو،چې د خداى نبي له خپلې کېږدۍ راووت او حضرت علي يې له مټه نيولى و، و يې ويل : (( ايها الناس ! آيا خبر نه ياست،چې زه پر مؤمنانو تر دوى وړ يم ؟ )) خلکو ورته وويل : ولې نه خبر وو.بيا يې وويل : (( د چاچې زه مولا وم؛نو تر دې وروسته يې علي ولي دى . خدايه د دښمنانو يې دښمن او د دوستانو يې دوست وسه . )) راته يې وويل : دا هغه څه وو، چې په خپله مې اورېدلي ول .

ليکوال : دا روايت متقي هم د کنزالعمال د شپږم ټوک په ٣٩٠ مخ کې راوړى او ويلي يې دي : له عطيه عوفي له زيد بن ارقم (رض) څخه روايت دى، چې په "جحفه" کې د “خم غدير” په سيمه کې د خداى رسول ، حضرت علي له مټه ونيو او بيا يې وويل : (( د چا چې زه مولا وم؛نو علي يې ولي دى . ))  ( د ابن جرير خبره ده )

( امام احمد حنبل؛مسند:لومړى ټوک،١٥٢ مخ ) په خپل سند له حضرت علي روايتوي،چې رسول اکرم د “خم غدير” پر ورځ وويل : ((د چا چې  زه مولا وم؛نو علي يې مولا دى . ))

هيثمي هم په مجمع ( نهم ټوک،١٠٧ مخ ) کې راوړى او ويلي يې دي : احمد نقل کړى او ويلي يې دي،چې ټول رجال يې ډاډمن دي .

( د امام احمد حنبل مسند : لومړى ټوک،٣٣٠ مخ ) په خپل سند له حضرت عمرو بن ميمون څخه روايت کړى،چې ويلي يې دي :له ابن عباس سره ناست وم،چې يوه نهه کسيزه ډله راننووته او و يې ويل : ابن عباسه ! يا له موږ سره ولاړ شه او يا دې کور خالي کړه،چې درشو . حضرت ابن عباس ورته وويل : زه درځم . دا هغه وخت و،چې حضرت ابن عباس لا ړوند شوى نه و . وايي : هغوى ولاړل او پر خبرو شول؛خو موږ پوه نه شو،چې څه يې ويل،چې ناڅاپه مو پام شو،چې حضرت ابن عباس خپلې جامې څنډي او روان دى او وايي : تون لعنت دې پر هغوى وي،چې په هغه چا پسې بد رد وايي،چې خداى پر لسو ځانګړنو پسوللى و او بيا يې يوه يوه وشمېرله تر دې چې و يې ويل : رسول اکرم وويل : (( د چاچې  زه مولا يم ؛ نو علي يې مولا دى .)) ( د حديث تر پايه )

دا روايت نسائي هم د خصايص په ٨ مخ، محب طبري د رياض النضره د دويم ټوک په ٢٠٣ مخ او د ذخاير په ٨٦ مخ کې يې راوړى او په ذخاير کې يې ويلي : دا ټول روايت احمد،حافظ او ابوالقاسم دمشقي د موافقات او اربعين طوال په کتاب کې راوړى او همداراز په ذخاير کې يې ويلي : نسائي يې هم يوه برخه راخستې ده .

هيثمي په مجمع ( نهم ټوک،١١٩ مخ ) کې نقل کړي او ويلي يې دي : احمد او طبراني د کبير او اوسط په کتابونو کې راوړى دى .

( د امام احمد حنبل مسند : پينځم ټوک،٣٦٥ مخ ) په خپل سند له سعيد بن مسيب بن وهب (رض) څخه روايت کړى،چې علي د رسول اکرم پينځه که شپږ اصحابو ته قسم ورکړ او هغوى هم شهادت ورکړ،چې د خداى  استازي ويلي ول : (( د چا چې زه مولا وم؛نو علي يې مولا دى .))

ليکوال : دا روايت نسائي د خصايص په ٢٢ مخ،هيثمي د مجمع د نهم ټوک په ١٠٤ مخ کې راوړى او ويلي يې دي،چې احمد هم نقل کړى او ټول رجال يې سم دي .

( د امام احمد حنبل مسند : لومړى ټوک،١١٨ مخ ) په خپل سند له ابي اسحاق له حضرت سعيد بن وهب او حضرت زيد بن يثيع څخه روايت کړى،چې ويلي يې دي : علي په رحبه ( کوفه ) کې خلکو ته قسم ورکړ، چې هغه څه ووايي، چې په “خم غدير” کې يې د خداى له استازي اورېدلي ول. دا مهال د حضرت سعيد له اړخه شپږ کسان او د حضرت زيد له اړخه هم شپږ کسان پاڅېدل او شهادت يې ورکړ،چې رسول اکرم د “خم غدير” پر ورځ د علي په اړه  وويل : (( ايا خداى پر مؤمنانو تر دوى وړ نه دى ؟)) ټولو وويل : ولې نه همدسې ده . رسول اکرم وويل : (( خدايه ! شاهد وسه د چاچې ته مولا يې؛نو علي يې مولا دى .خدايه د دوستانو يې دوست او د دښمنانو يې دښمن وسه .))  

ليکوال : دا روايت هيثمي د مجمع الزوايد د نهم ټوک په ١٠٧ مخ کې راوړى او پکې راغلي : د حضرت سعيد له اړخه شپږ تنه او د حضرت زيد له پلوه اوه تنه پاڅېدل او ليېنه- شاهدي يې ورکړه اوبيا وايي : دا روايت عبدالله او بزار پوره نقل کړى دى .

دا روايت نسائي هم د خصايص په ٢٢ او ٤٠ مخونو کې او احمد بن حنبل وروسته تردې چې له ابي اسحاق له سعيد بن وهب (رض) او له زيد بن يثيع (رض) څخه نقل کړى،وايي : دې حديث ته ورته يو بل حديث له ابي  اسحاق له عمروذى مر څخه روايت شوى؛خو په دومره توپير،چې په پاى کې يې راغلي دي : ((خدايه مرسته وکړې  د هغوى چې د علي مرسته کوي .)) بيا يې درېم حديث له ابي  طفيل له زيد بن ارقم (رض) څخه روايت کړى،چې د پورتني حديث په څېر دى .

( د امام احمد حنبل مسند : لومړى ټوک،١١٩ مخ ) په خپل سند له حضرت عبدالرحمان بن ابي  ليلي روايت کړى،چې ويلي يې دي : له علي سره په رحبه ( کوفه ) کې وم،چې خلکو ته يې قسم ورکړ،چې هغه کسان دې له خپل ځايه پاڅي،چې په “خم غدير” کې  يې  د خداى له استازي  اورېدلي : ((د چا چې زه مولا يم؛نو علي يې هم مولا دى .)) عبدالرحمان وايي : هغه دولس تنه پاڅېدل،چې د بدر په جګړه کې يې ګډون کړى و او داسې يې راته څېرې يادې دي؛لکه همدا اوس مې،چې سترګو ته مخامخ وي او ټولو وويل :په “خم غدير” کې مو د خداى له استازي واورېدل : (( آيا پر مؤمنانو تر هغوى وړ نه يم ؟ آيا زما مېرمنې د دوى ميندې نه دي ؟ ))  ټولو وويل : هو همداراز ده ! بيا يې وويل :  (( اوس چې داسې ده؛نو د چاچې زه ولي وم؛نو علي يې ولي دى؛ خدايه ! د دښمنانو يې دښمن او د دوستانو يې دوست وسه . )) 

ليکوال : دا روايت خطيب بغدادي هم د خپل تاريخ د څلوارلسم ټوک په ٢٣٦ مخ او هيثمي هم په مجمع کې راوړى او ويلي يې دي : ابويعلي نقل کړى او رجال يې ډاډمن دي او عبدالله بن احمد هم نقل کړى دى.

متقي هم د کنزاالعمال د شپږم ټوک په ٤٠٧مخ کې نقل کړى  او ويلي يې دي : ابويعلي، ابن جرير، سعيد بن منصور نقل کړى . ابن اثيرجرزي په د اسدالغابه د څلورم ټوک په ٢٨ مخ کې او طحاوي هم د مشکل آثار د دويم ټوک په ٣٠٨ مخ کې نقل کړى دى .

( د امام احمد حنبل مسند : لومړى ټوک، ٨٨ مخ ) په خپل سند له حضرت زياد بن زياد څخه روايت کړى،چې ويلي يې دي : وا مې ورېدل،چې حضرت علي بن ابيطالب خلکو ته قسم ورکوي،چې هغه کسان دې له ځايه پاڅي،چې د “خم غدير” پر ورځ يې له رسول الله اورېدلي :  (( د چا چې زه مولا يم؛ علي يې مولا دى . )) دا مهال دولس تنه بدري پاڅېدل .

ليکوال : دا روايت محب طبري د رياض النضره د دويم ټوک په ١٧٠ مخ کې او هيثمي د مجمع د نهم ټوک په ١٠٦ مخ کې راوړى او هيثمي ويلي : احمد يې راويان ډاډمن ګڼلي دي .

( د امام احمد حنبل مسند : لومړى ټوک،٨٤ مخ ) په خپل سند له حضرت زاذن ابن عمر څخه روايت کړى،چې ويلي يې دي : په  رحبه ( کوفه ) کې وم،چې حضرت علي خلکو ته قسم ورکړ، چې هغه کسان دې له خپل ځايه پاڅي، چې په “خم غدير” کې يې  د خداى له استازي  اورېدلي : (( د چا چې زه مولا يم؛نو علي يې هم مولا دى . ))  دا مهال دريالس تنه پاڅېدل او ګواهي يې ورکړه،چې د خداى له استازي يې اورېدلي: (( د چا چې زه مولا يم نو علي يې هم مولا دى . ))

ليکوال : دا روايت متقي د کنزالعمال د شپږم ټوک په ٤٠٧ مخ کې راوړى او ويلي يې دي : احمد بن حنبل په مسند او ابن ابي  عاصم په خپل سنن کې نقل کړى دى .

( د امام احمد حنبل مسند : پينځم ټوک،٣٠٧ مخ ) په خپل سند له حضرت زيد بن ارقم څخه روايت کړى،چې ويلي يې دي : حضرت علي خلکو ته قسم ورکړ او ويې ويل : هغه کسان دې له خپل ځايه پاڅي،چې په “خم غدير” کې  يې  د خداى له استازي  اورېدلي : ((خدايه  ! د چاچې زه مولا يم؛علي يې هم مولا دى؛ خدايه د وستانو يې دوست او دښمنانو يې دښمن وسه ))  دا مهال شپاړس تنه پاڅېدل او ليېنه يې ورکړه .

ليکوال : دا روايت محب طبري د رياض النضره د شپږم ټوک په ١٧٠ مخ او هيثمي هم په مجمع ( نهم ټوک،١٠٦ مخ )کې راوړى او په پاى کې يې هيثمي ويلي دي : راوي وايي : زه له هغوى وم،چې دا شهادت مې پټ کړ او ړوند شوم او بيا يې ويلي : طبراني د کبير او اوسط په دوو کتابونو کې د شهادت د پټولو او بې د حضرت علي له ښېرو نقل کړى او بيا يې ويلي : د اوسط روايان ټول ډاډمن دي .

( مسندا مام احمد حنبل : څلورم ټوک، ٣٧٠ مخ ) په خپل سند له حضرت ابي الطفيل څخه روايت کړى،چې ويلي يې دي : حضرت علي په رحبه کې خلکو ته وويل : هغه کسان دې له خپل ځايه پاڅي،چې په “خم غدير” کې  يې  د خداى له استازي  اورېدلي : (( د چا چې زه مولا يم؛نو علي يې هم مولا دى . ))  دا مهال دېرش تنه پاڅېدل او ليېنه يې ورکړه . ابونعيم ويلي : يوه ډله پاڅېده او ليېنه يې ورکړه،چې د خداى استازي حال داچې حضرت علي له لاسه نيولى و، وويل : (( آيا پوهېږئ،چې زه پر مؤمنانو پر دوى وړ يم؟ )) خلکو ورته وويل : همداراز ده رسول الله ! بيا يې رسول اکرم وويل : (( د چاچې زه مولا وم؛علي يې مولا دى؛ خدايه ! د دښمنانو يې دښمن او دوستانو يې دوست وسه  .)) وايي : په زړه کې مې اړنګ- شک و او راووتم،چې حضرت زيد بن ارقم مې مخې ته راغى او ورته مې وويل : علي داسې خبره وکړه . زيد راته وويل : څوک له دې خبرې سترګې نشي پټولاى؛دا خبره ما پخپله د خداى له رسوله اورېدلې ده .

ليکوال : دا روايت نسائي د خصايص په څلورم مخ کې له حضرت ابي  الطفيل له حضرت عامر بن واثله له دوو لارو نقل کړى دى،محب طبري د رياض النضره د دويم ټوک په١٦٩ مخ کې نقل کړى او په نقل کې يې راغلي : خلک پاڅېدل او ليېنه يې ورکړه او په پاى کې يې راغلي : ابونعيم وويل : ما له فطر څخه چې ددې روايت راوي و،وپوښتل : د هغه د مړينې او ددې خبرې ترمنځ څومره واټن و .و يې ويل : سل ورځې . بيا وايي : ابوحاتم دا حديث نقل کړى او ويلي يې دي : د ابو نعيم مراد د علي مرګ و .

( مسندا امام احمد بن حنبل :پينځم ټوک،٤١٩ مخ ) په خپل سند له حضرت رياح بن حارث څخه روايت کړى،چې ويلي يې دي : په رحبه کې يوه ډله حضرت علي ته راغله او ورته يې وويل : السلام عليکم يا مولانا ! علي وويل : زه څنګه ستاسې مولا يم حال داچې عرب ياست ؟ ورته يې وويل : موږ د خداى له استازي واورېدل، چې د “خم غدير” پر ورځ يې وويل : (( د چا چې  زه مولا وم؛علي يې مولا دى . )) رياح وايي : همداچې دا ډله له حضرت علي بېله شوه؛نو زه ورپسې ولاړم او پوښتنه مې ترې وکړه : څوک ياست ؟ و يې ويل : موږ انصار يو .

ددې حديث تر نقلولو وروسته په لږ اختلاف له بلې لارې همدا حديث نقل کړى دى . هيثمي هم په مجمع ( نهم ټوک،١٠٣ مخ ) کې راوړى او ويلي يې دي : احمد او طبراني نقل کړى دى : د خداى له استازي مو واورېدل چې ويل يې : (( د چا چې زه مولا وم؛علي يې مولا دى؛خدايه د دوستانو يې دوست او د دښمنانو يې دښمن وسه . )) اوس ابو ايوب له موږ سره دى . بيا ابو ايوب خپله پګړۍ له خپل تندي اوچته کړه او و يې ويل : ما له رسول الله اورېدلي، چې و يې ويل : ((د چا چې زه مولا وم؛علي يې مولا دى؛خدايه د دوستانو يې دوست او د دښمنانو يې دښمن وسه . )) بيا وايي : ددې روايت ټول راويان ډاډمن دي .

( د امام احمد بن حنبل مسند : پينځم ټوک،٣٥٠ مخ ) په خپل سند له حضرت ابن بريده له پلاره روايتوي،چې ويلي يې دي : رسول اکرم جګړې ته ولېږلو او علي يې زموږ مشر کړ؛نو چې راستانه شو، راته يې وويل  : (( له مشر سره مو سفر او ناسته پاسته څنګه وه ؟ )) زما نه يادېږي، چې ما شکايت وکړ او که بل چا . زما تل دا عادت و، چې سترګې به مې لاندې وې؛خو چې سترګې مې راپورته کړې؛نو و مې ليدل، چې د خداى د نبي څېره له غوسې سره شوې او وايي : (( د چاچې زه مولا يم؛علي يې ولي دى .))

ليکوال : دا روايت نسائي  د خصايص په ٢١ مخ، متقي د کنزالعمال د شپږم ټوک په ٣٩٨ مخ کې راوړى او متقي په پاى کې راوړي  : دا مې چې واورېدل؛نو په زړه کې مې حضرت علي ته کينه له منځه ولاړه او تر دې وروسته مې هېڅکله ورپسې بدرد و نه ويل .

دا روايت هيثمي په مجمع ( نهم ټوک،١٠٨ مخ ) کې راوړى او په پاى کې يې ويلي چې ويې ويل : تر دې وروسته به دې د حضرت علي په اړه  خپه نه کړم .

بيا هيثمي وايي : دا روايت بزار هم نقل کړى او ټول رجال يې ډاډمن دي.

( فخر رازي ؛کبير تفسير ) د مائدې د سورت د (يَا أَيُّهَا الرَّسُولُ بَلِّغْ مَا أُنزِلَ إِلَيْكَ مِن رَّبِّكَ) آيت تر تفسير لاندې ليکي : لسم _؛يعنې د آيت په نزول کې لسمه وجه _ د حضرت علي په فضليت کې راغلې او تر راتلو وروسته يې رسول الله (ص) ، حضرت علي له لاسه ونيو او و يې ويل : ((د چا چې زه مولا وم؛علي يې مولا دى؛خدايه د دوستانو يې دوست او د دښمنانو يې دښمن وسه .)) بيا حضرت عمر،حضرت علي ته وويل : مبارک دې شه چې زما،د هر مؤمن او مؤمنې مولا شوې . بيا وايي : دا خبره _ دا چې دا آيت د حضرت علي په فضيلت کې راغلى دى _ مې له حضرت ابن عباس ، حضرت براء  بن عازب او حضرت محمد بن علي نقل کړې ده . 

( ابي نعيم؛حلية الالياء : پينځم ټوک،٢٦ مخ ) په خپل سند له حضرت عميرة بن سعد څخه روايت کړى،چې ويلي يې دي : حضرت علي پر منبر ناست و، چې د رسول الله(ص) اصحابو ته، چې ابوسعيد، ابوهريره، انس بن مالک (رضى الله عنهم) او نهه تنه نور ول،قسم ورکړ،چې آيا تاسې د خداى له رسوله نه دي اورېدلي چې ويې ويل : (( د چاچې مولا وم؛علي يې ولي دى . )) ټول پاڅېدل او ويې ويل : له رسول الله مو دا خبره اورېدلې ده ؛خو په دوى کې يو کس پا نه څېد،چې حضرت علي ورته وويل : څه فکر دې وکړ، چې پا نه څېدې ؟ ورته يې وويل : اميرالمؤمنيه ! زوړ شوى يم او راڅخه هير شوي دي . حضرت علي وويل : خدايه ! که دروغ وايي؛نو پر نه رغېدونکي رنځ يې خسي کړې . د هغه سړي د دوو سترګو په منځ کې يوه غوټه راووته، چې پګړۍ به هم نه شوه پټولاى .

ليکوال : دا کيسه هيثمي هم د مجمع د نهم ټوک په ١٠٨ مخ کې راوړې او ويلي يې دي : طبراني د اوسط او صغير په دوو کتابونو کې راوړې او متقي هم د کنزالعمال د شپږم ټوک په ٤٠٣ مخ کې راو ړې اوويلي يې دي : طبراني په اوسط کې راوړې ده .

( حلية الاولياء : پينځم ټوک ) د عمرو بن عبدالعزير د تاريخ په پاى کې په خپل سند له يزيد بن عمر بن مورق څخه روايت کړى،چې ويلي يې دي : په شام کې وم،چې عمر بن عبدالعزيز خلکو ته تنخوا ورکوله،چې زه هم ورغلم او راته يې وويل : له کوم ټبر يې ؟ ورته مې ويل : قريش ! ويې ويل : په قريشو کې له کوم ټبر يې ؟ و مې ويل : بني هاشم ! پوښتنه يې وکړه : په بني هاشمو کې د کومې پرګې يې ؟ چوپ پاتې شوم او ځواب مې ور نه کړ،بيا يې پوښتنه وکړه : په بني هاشمو کې د کومې پرګې يې ؟ ورته مې وويل : د مولا علي له پرګې ؟ پوښتنه يې وکړه : علي څوک دى ؟ بيا چوپ شوم . بيا يې زما په سينه لاس کېښود او راته يې وويل : پر خداى چې زه هم د علي مينوال يم .

  بيا وايي : ځينو راته نقل کړى، چې د خداى له استازي يې اورېدلي : ((د چا چې زه مولا وم؛علي يې ولي دى .)) بيا يې ويل : مزاحمه دې سړى ته دې څومره ورکړې ؟ و يې ويل : سل که دوه سوه درهمه . عمر وويل : دې سړي ته پنځوس ديناره ورکړه . ابي  داوود وايي : شپېته ديناره ورکړه،چې د علي مينوال دى . بيا يې وويل : خپلې سيمې ته ستون شه اوچې څومره مې ستا په څېر کسانو ته ورکړي ،هملته به يې درلېږم .

ليکوال : دا روايت ابن اثير هم د اسدالغابه د پينځم ټوک په ٣٨٣ مخ کې په لږ اختلاف نقل کړى دى .

( د بغداد تاريخ : اووم ټوک،٣٧٧ مخ ) خطيب په خپل سند له حضرت انس څخه روايت کړى،چې ويلي يې دي : له رسول الله مې واورېدل : ((د چا چې زه مولا وم؛علي يې مولا دى؛خدايه د دوستانو يې دوست او د دښمنانو يې دښمن وسه . ))

( د بغداد تاريخ: اتم ټوک،٢٩٠ مخ ) خطيب په خپل سند له حضرت ابي هريرة څخه روايتوي،وايي : څوک چې د ذي الحجه پر اتلسمه روژه شي؛ نو د شپېتو روژو ثواب به ورکړ شي؛ځکه  د “خم غدير” ورځ ده او پر دې ورځ رسول اکرم(ص)، حضرت علي له لاسه ونيو او خلکو ته يې وويل : (( آيا زه د مؤمنانو ولي نه وم ؟ )) خلکو ورته وويل : هو رسول الله ! ته زموږ ولي يې . بيا يې وويل : (( د چاچې زه مولا وم؛علي يې مولا دى . )) بيا حضرت عمر بن خطاب راغى او علي ته يې وويل : بخ بخ لک يا بن ابيطالب چې زما او د هر مسلمان مولا شوې،چې بيا  د (الْيَوْمَ أَكْمَلْتُ لَكُمْ دِينَكُمْ) آيت راغى . ( د حديث تر پايه )

( د بغداد تاريخ : دولسم ټوک،٣٤٣ مخ ) په خپل سند له فضل بن ربيع له پلار يې له منصور او هغه هم له خپل پلار له خپل نيکه له حضرت ابن عباس څخه روايت کړى،چې رسول اکرم وويل : ((د چاچې زه مولا وم؛ علي يې مولا دى .))

( خصايص نسائي :٢١ مخ ) په خپل سند له حضرت ابي الطفيل له حضرت زيد بن ارقم څخه روايت کړى،چې و يې ويل : رسول الله چې له حجةالوداع څخه راستون شو؛نو په “خم غدير” کې تم شو او حکم يې وکړ،چې ترنو لاندې ځمکه جارو کړئ او بيا يې وويل : (( لکه چې بلل شوى يم او ما هم منلې ده؛ په تاسې کې دوه  ستر ګران بيه څيزونه پرېږدم،چې يو يې تر بله ستر دى ؛ د خداى کتاب او عترت مې اهلبيت؛نو ګورم، چې تر ما وروسته به ورسره څرنګه چلن کوئ او دوى دواړه مې ځايناستي دي او يو له بله نه بېلېږي،چې د قيامت پر ورځ مې د کوثر د حوض تر غاړې وويني؛خداى زما مولا او زه د هر ولي مؤمن يم )) او بيا يې حضرت علي له لاسه ونيو او و يې ويل : ((د چا چې زه مولا وم؛علي يې مولا دى؛خدايه د دوستانو يې دوست او د دښمنانو يې دښمن وسه . )) ما يزيد ته وويل : آيا دا هر څه دې په خپله له رسول الله اورېدلي دي ؟ و يې ويل  : په هغه دوحات ( ونو ) کې به داسې څوک نه ول، چې په سترګو يې نه وي ليدلي او په غوږونو يې دا خبره نه وي اورېدلي.

ليکوال : دا روايت متقي هم د کنزالعمال د شپږم ټوک په ٣٩٠ مخ کې راوړى او ويلي يې دي : ابن جرير نقل کړى او دې ورته يو بل روايت يې له عطيه عوفي له حضرت ابي سعيد خدري  نقل کړى دى.

( خصايص نسائي : ٢٢ مخ ) په خپل سند له حضرت سعد څخه روايت کړى،چې وايي: رسول اکرم (ص) وويل : ((د چاچې زه مولا وم؛علي يې مولا دى . ))

( خصايص نسائي : ٢٥ مخ ) په خپل سند له سعد څخه روايتوي، چې رسول اکرم، حضرت علي له لاسه ونيو،خطبه يې وويله او بيا يې وويل : (( آيا خبر نه وئ،چې زه پر مؤمنانو تر دوى وړ يم ؟)) ټولو ورته ووويل : هو خبر وو . بيا رسول الله  (ص) وويل : ((د چاچې زه مولا وم؛علي يې مولا دى؛خدايه د دوستانو يې دوست او د دښمنانو يې دښمن وسه . ))

ليکوال : دا روايت هيثمي هم په مجمع ( نهم ټوک،١٠٧ مخ ) کې په لنډه راوړى او ويلي يې دي : بزار رانقل کړى او ټول رجال يې ډاډمن دي .

( خصايص نسائي : ٢٥ مخ ) په خپل سند له حضرت سعد څخه روايت کړى،چې له رسول الله (ص) سره د مدينې پر لار وو؛نو چې د “خم غدير” سيمې ته راورسېد؛خلک يې ودرول او حکم يې وکړ، چې مخکې تللي راستانه او شاته پاتېو ته پر تمه شئ او همداچې ټول راټول شول،د خداى نبي وويل : (( خلکو ! ستاسې ولي او د واک خاوند څوک دى ؟ )) خلکو ورته وويل : خداى او رسول يې ! خداى او رسول يې ! خداى او رسول يې ! بيا رسول الله (ص)، حضرت علي له لاسه ونيو او په جيګ غږ يې وويل : ((د چا چې خداى او رسول يې ولي وي؛نو علي يې مولا دى؛خدايه د دوستانو يې دوست او د دښمنانو يې دښمن وسه . ))  

( خصايص نسائي : ٢٢ مخ ) په خپل سند له حضرت عمرو بن سعد څخه روايت کړى : په  رحبه ( کوفه ) کې وم،چې حضرت علي  خلکو ته قسم ورکړ، چې هغه کسان دې له خپل ځايه پاڅي، چې په “خم غدير” کې  يې  د خداى له استازي  اورېدلي : (( د چا چې زه مولا يم؛نو علي يې هم مولا دى . ))  دا مهال شپږ تنه پاڅېدل او ليېنه يې ورکړه .

( خصايص نسائي :٢٣ مخ ) په خپل سند له شريک له ابي  اسحاق له حضرت زيد بن يثيع څخه روايت کړى،چې وايي : په  رحبه ( کوفه ) کې وم، چې حضرت علي  خلکو ته قسم ورکړ،چې هغه کسان دې له خپل ځايه پاڅي، چې په “خم غدير” کې  يې  د خداى له استازي  اورېدلي : (( د چا چې زه مولا يم؛نو علي يې هم مولا دى . ))  دا مهال د حضرت محمد (ص) شپږ تنه اصحاب پاڅېدل او ليېنه يې ورکړه،چې د خداى له استازي يې اورېدلي: (( د چاچې زه مولا يم؛نو علي يې هم مولا دى . )) شريک وايي : ما ابي  اسحاق ته وويل : آيا له حضرت براء بن عازب څخه دې اورېدلي،چې داسې خبره يې له رسول الله (ص) نقل کړې ده ؟ و يې ويل : هو . 

( خصايص نسائي :٢٦ مخ ) په خپل سند له حضرت عمروذى مر څخه روايت کړى،چې وايي : په رحبه ( کوفه ) کې وم،چې حضرت علي  د رسول الله مبارک اصحابو ته قسم ورکړ،چې هغه کسان دې له خپل ځايه پاڅي، چې په “خم غدير” کې يې  د خداى له استازي  اورېدلي : (( د چاچې زه مولا يم؛ نو علي يې هم مولا دى . ))  دا مهال ديارلس کسان پاڅېدل او ليېنه يې ورکړه،چې د خداى له استازي يې اورېدلي: (( د چاچې زه مولا يم؛نو علي يې هم مولا دى؛خدايه د دوستانو يې دوست او د دښمنانو يې دښمن وسه او خدايه مرسته وکړې د هغه چې د علي مرسته کوي  ))

( رياض النضره :دويم ټوک،١٦٩ مخ ) وايي : او له هغه _؛يعنې له رياح _ روايت شوى چې ويلي يې دي : يوه ورځ حضرت علي په يوه ډله کې ناست و، چې يو سړى،چې معلومېده له سفره راغلى، وويل : السلام عليک يا مولاى ! علي ورته وويل : څوک يې ؟ و يې ويل : ابو ايوب انصاري يم . حضرت علي وويل : ځاى ورکړئ . اصحابو ځاى ورکړ او حضرت ابوايوب کېناست او و يې ويل : د خداى له استازي مې واورېدل : (( د چا چې زه مولا يم؛علي يې مولا دى . )) محب طبري وايي  : دا روايت بغوي په خپل معجم کې راوړى دى .  

( رياض النضره : دويم ټوک،١٢٩ مخ ) وايي : ابن السمان له حضرت عمر څخه روايت کړى،چې وايي : رسول اکرم وويل : (( د چاچې زه مولا وم؛علي يې مولا دى )) او په ١٧٠ مخ کې يې له عمر (رض) څخه روايت کړى، چې وايي : علي د هغه مولا دى،چې رسول الله يې مولا و . بيا وايي: له حضرت سالم څخه روايت دى،چې يو سړي حضرت عمر ته وويل : ته ولې له علي سره داسې په درناوي چلن کوې، چې د خداى د نبي له يوه صحابي سره يې نه کوې ؟ ورته يې وويل : ځکه هغه مې مولا دى .

دا روايت ابن حجر هم د صواعق په ٢٦ مخ کې راوړى او ويلي يې دي، چې دارقطني هم نقل کړى دى .

(ابن حجر؛ صواعق محرقه : ٢٥ مخ ) وايي : طبراني او نورو په خپل صحيح سند روايت کړى،چې د خداى استازي په  “خم غدير” کې تر ونو لاندې وويل : (( خلکو ! پالونکي خبر کړى يم،چې پېغمبران د تېر پېغمبر په نيمایي عمر کوي او لکه چې ژر بلنه راکړه شي او ويې منم، زه مسئول يم او تاسې هم مسئول ياست او ټول پوښتل کېږي؛نو ستاسې نظر څه دى ؟ )) ورته وويل شول : موږ ليېنه ورکوو، چې خپله دنده دې ښه او بشپړه تر سره کړه؛خپل کوښښ دې وکړ او د ټولو ښېګڼه غواړى وې، خداى دې خېر درکړي . رسول الله وويل : (( آيا شهادت نه ورکوئ،چې بې له خدايه بل معبود نشته، محمد د خداى بنده او استازى يې دى، جنت يې حق،اور يې حق، تر مړينې وروسته قيامت حق، قيامت راتلونکى او هېڅ شک پکې نشته، ټول خلک به د قيامت پر ورځ له قبرونو راپاڅي ؟ )) ټولو ورته وويل : ولې نه ! شهادت مو ورکاوه او ورکوو به يې .رسول الله مبارک وويل : (( خلکو ! خداى زما مولا او زه د مؤمنانو ولي يم او زه پر مؤمنانو پر هغوى وړ يم او د واک خاوند يې هم يم ؛نو د هر چا چې زه مولا وم؛علي يې مولا دى؛ خدايه د دوستانو يې دوست او د دښمنانو يې دښمن وسه . خلکو ! زه درنه مخکې ځم، موږ او تاسې به د قيامت پر ورځ د حوض کوثر تر غاړې وينو،چې له بصرې تر صنعا ( شام او يمن ) پلن او پکې د اسمان د ستوريو هومره د نقرې جامونه دي او هلته مو چې سره وليدل؛ نو دوو څيزونو پوښتنه به درڅخه کوم؛ نو پام مو وسه، چې څرنګه چلن ورسره کوئ،چې "اکبر ثقل" يې د خداى کتاب دى،چې له يوه اړخ د خداى په لاس کې او له بل اړخه ستاسې په لاس کې دى؛نو منګولې پرې ولګوئ،چې بې لارې نشئ او بل يې "عترت" او زما "اهلبيت" دي او ځيرن باخبر څښتن مې خبر راکړى،چې دوى به تر هغه  يو له بله بېل نشي،چې د حوض کوثر تر غاړې درسره وويني . ))

( کنزالعمال : لومړى ټوک،٤٨ مخ ) په دې عبارت راوړى دى : (( داسې پېغمبر نه دى راغلى،چې د پخواني پېغمبر په نيمايي يې ژوند نه وي کړى او نږدې ده،چې ما ته هم بلنه راکړه شي او زه يې هم ومنم، ستاسې نظر څه دى او او زما په اړه  څه وياست ؟ )) ورته وويل شول : تا د ټولو ښېګڼه غوښته . رسول الله (ص) وويل : مګر داسې نه وه، چې شهادت مو ورکړى و، چې بې له خدايه بل خداى نشته او محمد يې بنده او استازى دى او شهادت مو ورکړى،چې جنت، دوزخ او له مړينې وروسته ژوند حق دى ؟ )) ټولو ورته وويل : ولې نه شهادت ورکوو . رسول الله (ص) وويل : ((زه هم درسره شهادت ورکوم؛پوه شئ، چې زه به درنه مخکې حوض کوثر ته ولاړ شم او تاسې به هم راپسې راشئ،چې بر يې له صنعا ( يمن ) تر بصرا ( شام ) پورې دى او د اسمان د ستوريو هومره جامونه پکې دي؛نو ګورم،چې تر ما وروسته له "ثقلين" سره څرنګه چلن کوئ ؟)) وپوښتل شو : ثقلين څه دي ؟ رسول الله (ص) وويل : (( يو يې د خداى کتاب دى، چې يو اړخ يې له خداى او بل اړخ يې له تاسې سره دى؛نو منګولې پرې ولګوئ،چې بې لارې نشئ او دويم يې عترت زما اهلبيت دي او ځيرن باخبر څښتن مې خبر راکړى،چې دا دوه يو له بله نه بېلېدونکي دي،چې د کوثر د حوض تر غاړې مې وويني او ما له خدايه ورته همداراز غوښتي؛نو ترې مخکې نشئ، چې ورک به شئ او کوښښ مه کوئ،چې څه ورزده کړئ؛ځکه هغوى تر ټولو پوه دي؛نو د هر چاچې زه ولي او د واک خاوند وم؛علي يې ولي او د واک خاوند دى؛نو خدايه ! د دوستانو يې دوست او د دښمنانو يې دښمن وسه . ))

متقي بيا وايي : دا روايت طبراني په کبير کې له حضرت ابي  الطفيل له حضرت زيد بن ارقم او هيثمي هم په مجمع ( نهم ټوک،١٦٣مخ ) کې په لږ اختلاف له حضرت زيد بن ارقم څخه په لږ اختلاف نقل کړى : رسول اکرم په "جحفه" کې تم شو او بيا يې د خداى تر ستاينې وروسته خلکو ته وويل : (( داسې پېغمبر نه پېژنم،چې الخ بيا وايي : له دې هم په يوه لنډ روايت کې راغلي، چې د سپينو زرو د جامونو پر ځاى په کې د سرو زرو جامونه راغلي دي، بيا وايي : روايت دى، چې د خداى نبي له حجة الوداع راستون شو؛ نو په “خم غدير” کې تم شو او حکم يې وکړ،چې تر ونو لاندې سيورى جارو کړئ او بيا پاڅېد او خلکو ته يې وويل : ((لکه چې بلل شوى يم او ما هم و منله )) ( او په پاى کې وايي ) ما يزيد ته وويل : آيا دا حديث دې په خپله له رسول الله اورېدلى دى؟ را ته يې وويل : تر هغو ونو لاندې به داسې څوک نه و،چې د خداى د رسول غږ يې په خپلو دوو غوږونو نه وي اورېدلى او په سترګو يې نه وي ليدلاى .

( کنزالعمال : لومړى ټوک،٤٨ مخ ) په دې عبارت راوړى : (( لطيف او خبير څښتن خبر راکړى،چې پېغمبران د تېر پېغمبر د عمر په نيمايي ژوند کوي او نږدې ده،چې و بلل شم او زه  هم بلنه ومنم او زه تاسې او خپل ځان مسئول ګڼم؛نو اوس مې د دندې په اړه  څه وياست؟)) ورته وويل شول : شهادت ورکوو،چې خپل رسالت دې ښه ترسره کړ او کوښښ او جهاد دې وکړ او د ټولو ښېګڼه دې وغوښته . بيا رسول اکرم (ص) وويل: (( آيا شهادت ورکوئ، چې بې له خدايه بل خداى نشته او محمد د خداى بنده او استازى دى، جنت حق دى، اور حق دى، مرګ حق دى او تر مړينې وروسته راژوندي کېدل حق دي،قيامت راتلونکى دى او اړنګ پکې نشته او خداى به ټول خلک له قبرونو راژوندي کوي ؟ خلکو! خداى زما مولا او زه د ټولو مؤمنانو مولا يم او تر هغوى وړ او واک يې لرم؛نو د چاچې زه مولا وم؛علي يې مولا دى؛ نو خدايه  د دوستانو يې دوست او د ښمنانو يې دښمن و سه . خلکو زه درنه مخکې تلونکى يم او تاسې به راسره د هغه حوض تر غاړې ووينئ، چې بر يې له بصرا ( شام ) تر صنعا (يمن ) او د اسمان د ستوريو هومره د سپينو زرو جامونه پکې دي او چې هلته مو راسره وليدل؛ نو زه به درنه د ثقلينو پوښتنه کوم؛نو ګورم،چې څرنګه چلن ورسره کوئ، چې يو يې "اکبر ثقل" ؛د خداى کتاب دى، چې يو اړخ يې له خداى او بل يې له تاسې سره دى؛نو منګولې پرې ولګولئ،چې بېلارې نشئ او نور درباندې واکمن نشي او بل يې زما عترت اهلبيت دي،چې لطيف او خبير خداى مې خبر راکړى،چې دوى به هېڅکله يو له بله بېل نشي،چې د حوض کوثر تر غاړې راسره وويني . ))

بيا کنزالعمال وايي : دا روايت حکيم ترمذي په نوادر الاصول او طبراني په کبير کې له حضرت ابي الطفيل له حضرت حذيفه بن اسيد څخه نقل کړى دى . 

ليکوال : دا روايت هيثمي په مجمع ( نهم ټوک،١٦٤ مخ ) کې راوړى او په پيل کې يې ويلي دي : له حضرت حذيفه بن اسيد څخه روايت دى،چې د خداى نبي له حجة الوداع څخه راستون شو؛نو خپل اصحاب يې له تلو وژغورل او بيا يې حکم وکړ، چې تر ونو لاندې سيورى له خسو او خځلو پاک کړئ او هلته يې لمونځ  وکړ او بيا پاڅېد او خلکو ته يې وويل : (( لطيف او خبير خداى مې خبر کړى يم، چې ( د حديث تر پايه )

او بيا يې وويل : دا حديث طبراني نقل کړى او کنزالعمال هم د دويم ځل لپاره د درېم ټوک په ٦١ مخ کې نقل کړى او ويلي دي : له حضرت ابي  الطفيل عامر بن واثله له حضرت حذيفه بن اسيدغفاري څخه د هيثمي په څېر حديث نقل کړى دى .

سيرة النبي ٢/٦٢٣(د مرحوم علامه شبلنجى نعماني ليکنه او د مرحوم برهان الدين کشککي پښتو ژباړه،د پښتو ټولنې د ١٣٢٨ لمريزکال له (٨٤) شمېره خپرونو څخه- د کابل د عمومي مطبعې چاپ):  

[ د مدينې منورې په لار کې په هغه ځاى کې ،چې "خم" نومېږي او له "جحفي" نه درې ميله لرې پروت دى اوهلته يو تالاو هم و،چې عرب ورته "غدير" وايي؛نو ځکه دغه ځاى په عمومي رواياتو کې په "غدير خم" سره شهرت لري. دلته حضرت رسول اکرم(ص) ټول اصحاب کرام رضى الله عنهم راټول کړل او يوه خطبه يې وويله ،چې ځينې غونډلې – جملې یې دا دي : له حمد او ثنا وروسته واورئ! خلکو بيشکه زه هم يو انسان يم،ممکن ،چې دالله تعالى پرښته او استازى ژر ماته راشي او زه یې هم ومنم(يعنې وفات شم) او ستاسې په منځ کې دوه درانه شيان پرېږدم ،چې يو يې د الله تعالى کتاب قرآن کريم دى،چې پکې هدايت او رڼا ده ؛نو دغه کتاب الله ټينګ ونيسئ او دويم يې زما اهل البيت دي،زه د خپلو اهل البيتو په باب تاسې ته الله تعالى در يادوم (دا غونډله - جمله يې درې ځل وويله).

دغه روايت په صحيح مسلم شريف "باب مناقب على" کې راغلی دى.په نسائي،د امام احمد په مسند،ترمذي،طبراني،طبري،حاکم او نورو کتابونو کې څه نورې فقرې هم راغلې دي ،چې په ټولو کې د علي کرم الله وجهه مناقب ښوول شوي دي. په دغو رواياتو کې دغه يوه فقره على الاکثر مشترکه ده؛((من کنت مولاه،فعلى مولاه،اللهم وال من والاه وعاد من عاداه؛يعنې د هر مسلمان،چې زه خوښ او محبوب يم؛نو علي یې هم خوښ او محبوب دى.خدایه ! له هغه سره مېنه ولرې،چې له علي سره مینه لري او له هغه سره کینه ولرې،چې له علي سره کینه لري)) . ارواښاد"طبراني " په "المعجم الکبير" کې له ستر صحابي حضرت حذيفة بن اسيد غفار(رض) نه نقلوي: چې رسول اکرم (ص)له وروستني حج "حجة الوداع" نه راستون شو ،يوې سيمې ته راورسېد،چې اصحابو(رضى الله عنهم) غوښتل ،چې د "بطحا" تر کوچنيو ونو لاندې کيني؛خو آنحضرت (ص) هغوى منع کړل،بيا يې ورته امر وکړ،چې تر ونو لاندې ځاى پاک کړئ او آنحضرت(ص) تر ونو لاندې لمونځ وکړ،بيا په پښو ودرېد او ويې ويل : خلکو! خبير او لطيف خداى خبر کړى يم،چې هر پېغمبرد مخکني پېغمبر دعمر په نيمايي عمر لري او زه ګومان کوم،چې همدا ژر به حق ته وبلل شم او زه هم دا بلنه منم،پوه شئ،چې زه هم مسوول يم او تاسې هم ؛نو تاسې څه وايئ؟ ټولو وويل: شهادت ورکوو،چې تاسې خپل رسالت ابلاغ کړ زيار دې وايست او نصيحت دې وکړ؛نو خداى پاک دې ښه اجر درکړي. بيا آنحضرت(ص) وويل: ايا شهادت نه ورکوئ،چې بې له الله تعالى بل خداى نه شته ،محمد(ص) یې بنده او استازى دى ،جنت او دوزخ حق دي،مړينه او له مړينې وروسته راژوندي کېدل حق دي،قيامت به راشي او الله تعالى به مړي له قبرونو راپاڅوي؟ ويې ويل:په دې ټولو شهادت ورکوو. آنحضرت (ص) وويل :خدايه! شاهد وسه.بيا يې وويل :اې خلکو! خداى تعالى مې "مولا" دى او زه د مؤمنانو "مولا" يم او زه پرمؤمنانو،تردوى ،وړ، "اولى" او " وړومبى" يم ؛نو د چا ،چې زه "مولا " يم دا "علي" يې هم "مولا " دى،پالونکیه!دوستان يې دوست او دښمنان يې دښمن وګڼه.

بيا يې وويل :اې خلکو زه له تاسې وړومبى کېږم او تاسې به په حوض"کوثر" کې راسره وينئ ،داسې حوض ،چې پراخوالى يې د بصرې (په شام کې يو ښاردى) او صفا(د يمن يو ښاردى) ترمنځ له واټنه زيات وي.داحوض د آسمان د ستوريو هومره د سپينو زرو جامونه لري،چې حوض"کوثر" ته راشئ؛نو زه مو د ثقلينو په باب پوښتم؛ثقلين؛ "قرآن اوعترت " دي ،چې دوه ګرانبيه څيزونه دي،چې تاسې ته يې پرېږدم ؛نوپام مو وي ،چې څه چلن ورسره کوئ؟ ستر ثقل ، "کتاب الله" دى ،چې يو سر يې د خدای په لاس کې او بل يې ستاسې په لاس کې دى؛نو منګولې پرې ښخې کړئ سپک يې ونه ګڼی او مه يې اړوئ؟ دويم ثقل زما "عترت " او "اهل بيت" دي،عالم اولطيف خداى خبر کړى يم ،چې دا دواړه يو له بله نه بېلېږي،څو په حوض کې راسره وويني .]


همداراز ابن اثير په اسدالغابه ( درېم ټوک،٩٢ مخ ) کې راوړى او ويلي يې دي : له حضرت ابي  الطفيل عامر بن واثله له حضرت حذيفه بن اسيد غفاري او حضرت عامر بن ليلي بن ضمرة روايت دى،چې ويلي يې دي: پېغمبر اکرم، چې له حجة الوداع راستون شو،د “خم غدير” پر ورځ يې وويل : ايها الناس ! لطيف او خبير خداى مې خبر راکړى . ( د حديث تر پايه )

همداراز ابن حجر په اصابة ( څلورم ټوک،٦١ مخ ) کې په لنډه نقل کړى دى .

( کنزالعمال : شپږم ټوک،١٥٣ مخ ) وايي : ((  علي بن ابيطالب د هغه مولا دى،چې زه يې مولا وم . ))

دا روايت محمالي هم په امالي کې له حضرت ابن عباس څخه نقل کړى دى .

ليکوال : دا روايت مناوي هم په فيض القدير ( څلورم ټوک،٣٥٨ مخ ) او کنوزالحقايق ( ٩٢ مخ ) او علي بن سلطان هم د مرقات د پينځم ټوک په ٥٦٨ مخ کې راوړى دى .

( کنزالعمال : شپږم ټوک،١٥٤ مخ )  په دې عبارت نقل کړى : (( پوه شئ ! خداى زما ولي او زه د هر ولي مؤمن يم او د چاچې ولي وم؛نو علي يې مولا دى . )) بيا متقي وايي : دا روايت ابونعيم د فضايل الصحابه په کتاب کې له حضرت زيد بن ارقم له حضرت براء بن عازب څخه نقل کړى دى .

( کنزالعمال : شپږم ټوک،١٥٤ مخ ) داسې عبارت راوړى دى : (( خدايه! د چاچې زه مولا وم؛علي يې مولا دى؛خدايه د دوستانو يې دوست او د ښمنانو يې دښمن وسه او مرسته وکړې د هر هغه چاچې د علي مرسته کوي .)) متقي وايي : طبراني له حبشي بن جناده نقل کړى دى .  

ليکوال : دا روايت هيثمي هم د مجمع د نهم ټوک په ١٠٦ مخ کې راوړى او ويلي يې دي : د “خم غدير” پر ورځ مې د خداى له رسوله واورېدل : (( د چاچې زه مولا وم؛علي يې مولا دى . )) ( د حديث تر پايه ) هيثمي وايي : دا روايت طبراني نقل کړى او ټول رجال يې ډاډمن دي .

ليکوال :محب طبري د رياض النضره د دويم ټوک په ١٦٩ مخ کې راوړى او ويلي يې دي : مخلص ذهبي نقل کړى دى . ( کنزالعمال : شپږم ټوک،١٥٤ مخ ) داسې عبارت راوړى دى : (( د چا چې زه مولا وم؛نو علي يې مولا دى، خدايه د دوستانو يې دوست او د دښمنانو يې دښمن وسه . ))

متقي وايي : دا روايت  طبراني له ابي  عمرو له ابن ابي  شيبه له حضرت ابي هريرة او د خداى د رسول  له دولس نورو اصحابو نقل کړى او احمد بن حنبل، طبراني، سعيدبن منصور له حضرت ابي  ايوب او له نورو اصحابو کرامو نقل کړى ،حاکم له حضرت علي او حضرت طلحه نقل کړى او احمد بن حنبل، طبراني، سعيدبن منصور له حضرت علي او دېرشو نورو اصحابو نقل کړى او ابونعيم د فضائل الصحابه په کتاب کې له حضرت سعد او خطيب له حضرت انس څخه نقل کړى دى .  

( کنزالعمال : شپږم ټوک،٣٩٠ مخ ) وايي : له حضرت ميمون بن عبدالله روايت دى :  له حضرت زيدبن ارقم سره وو،چې يو سړي د حضرت علي په اړه  وپوښتل. حضرت زيد ورته وويل : له رسول الله سره د مکې او مدينې تر منځ په سفر کې وو، چې په “خم غدير” نومې ځاى کې تم شو، بيا د جمې د لمانځه لپاره اذان  وشو، خلک راټول شول او رسول اکرم د خداى  تر ستاينې وروسته وويل : (( خلکو! آيا زه پر مؤمنانو تر دوى وړ نه يم او د واک خاوند يې نه يم ؟ )) ورته وويل شول : هو همداسې ده او موږ شهادت ورکوو،چې ته د هر مؤمن واک  او اختيار لرې او ترې وړ يې  . بيا رسول الله مبارک وويل : (( پوه شئ ! د چاچې زه مولا وم دا يې مو لا دى .)) دا مهال يې حضرت علي له لاسه ونيو او خلکو ته يې وروښود . 

بيا يې وويل : ((خدايه د دوستانو يې دوست او دښمنانو يې دښمن وسه.)) ( بيا وايي : دا خبره د ابن جرير طبري ده )

( کنزالعمال : شپږم ټوک،٣٩٧ مخ ) له عبدالرحمان بن ابي  ليلى روايت کړى،چې وايي : حضرت علي خطبه وويله او بيا يې خلکو ته وويل : ستاسې دې پر اسلام قسم وي او هغه کسان دې پاڅي، چې د “خم غدير” پر ورځ يې له رسول الله اورېدلي و ي : (( د چاچې زه مولا وم؛نو علي يې مولا دى، خدايه د دوستانو يې دوست او دښمنانو يې دښمن وسه  او مرسته وکړې د هغه چې د علي مرسته کوي او  مرسته و نه کړې د هغه چې د علي له مرستې ځان ژغوري  )) دا مهال لس او څو تنه نور پاڅېدل او شهادت يې ورکړ؛خو هغوى چې پا نه څېدل او شهادت يې ور نه کړ؛نو تر مړينې مخکې يا ړانده شول او يا د برګي پر ناروغۍ اخته شو . ( خطيب ددې کسانو نامې راوړي دي )

( کنزالعمال : شپږ م ټوک،٣٩٧ مخ ) له حضرت علي روايتوي او وايي : رسول اکرم (ص) وويل : (( آيا پر مؤمنانو تر دوى وړ نه يم ؟ ))ورته وويل شول:هو همداسې ده . بيا پاک نبي وويل : (( د چاچې زه ولي يم؛ هغه يې ولي دى )) ( له ابن عاصم څخه روايت شوى دى ))

( کنزالعمال : شپږم ټوک،٣٩٨ مخ ) له حضرت جابر بن سمرة روايتوي،چې ويلي يې دي : په "جحفه" کې په “خم غدير” کې وو، چې و موليدل رسول اکرم(ص)، حضرت علي له لاسه نيولى،وايي : ((د چاچې زه مولا وم؛علي يې مولا دى )) ( روايت له ابن ابي  شيبه شوى دى )) 

( کنزالعمال : شپږم ټوک،٣٩٨ مخ ) له حضرت جابر بن عبدالله روايتوي : په جحفه کې په “خم غدير” کې له رسول الله سره وو، چې د جهينيه، مزينة او د غفار د ټبر ډېر خلک راټول شوي وو،چې رسول الله مبارک له خپلې کېږدۍ راووت او په خپل لاس يې درې ځل اشاره وکړه او بيا يې حضرت علي له لاسه ونيو او و يې ويل : ((د چاچې زه مولا وم؛نو علي يې مولا دى .)) ( بزار ) 

( کنزالعمال : شپږم ټوک،٣٩٩ مخ ) له حضرت جرير بجلي روايتوي او وايي : د حج په موسم کې له رسول الله (ص) سره وو،هغه د حجة الوداع سفر و، چې “خم غدير” ته راورسېدو،چې د جمې د لمانځه لپاره غږ وشو،ټول لمونځ ته راټول شول؛مهاجر او انصار ټول سره راټول شوي ول، پېغمبر اکرم (ص) زموږ  د ټولو په منځ کې ولاړ و او ويې ويل : (( خلکو!پرڅه شهادت ورکوئ؟)) ورته یې وويل : پردې چې بې له خدايه بل معبود نشته ! بيا يې وپوښتل: (( نور پر څه شهادت ورکوئ ))  ورته وويل شول : داچې محمد د خداى بنده او استازى دى !. بيا يې وپوښتل : ((ولي مو څوک دى ؟ )) ورته وويل شول : خداى او استازى يې ! بيا يې وپوښتل : (ولي مو څوک دى ؟)  او بيا يې دواړه  لاسونه بډ وهل او علي يې له لاسونو ونيو او په جيګ غږ يې وويل : (( د چاچې خداى او استازى يې مولا دى؛نو دا يې هم مولا دى،خدايه د دوستانو يې دوست او د دښمنانو يې دښمن وسه . )) ( د حديث تر پايه ) (طبراني )

ليکوال : دا روايت متقي د کنزالعمال د شپږم ټوک په ١٥٤ مخ کې په لنډه او هيثمي د مجمع  د نهم ټوک په ١٠٦ مخ کې په لږ اختلاف نقل کړى دى .

( کنزالعمال : شپږم ټوک،٣٩٩ مخ ) وايي : حضرت علي وايي : رسول اکرم په "خم غدير" کې تر ونې لاندې کېږدۍ ووهله او بيا له کېږدۍ راووت او علي يې له لاسه ونيو او و يې ويل : (( خلکو ! آيا شهادت مو نه ورکاوه،چې پالونکى څښتن مو معبود دى ؟ )) ورته وويل شول : هو شهادت ورکوو . بيا يې وپوښتل : (( آيا شهادت مو نه ورکاوه، چې ستاسې د واک خاوند خداى او استازى يې دى ؟ او داچې پېغمبر مو مولا دى ؟ )) ورته وويل شول : هو شهادت ورکوو . بيا رسول الله (ص) وويل : (( د چاچې زه مولا وم؛نو علي يې مولا دى او په تاسې کې دوه ګرانبيه څيزونه پرېږدم،چې که منګولې مو پرې ولګولې؛نو هېڅکله به بېلارې نشئ؛يو د خداى کتاب دى، چې يو اړخ يې له خداى او بل يې له تاسې سره دى او دويم يې زما اهلبيت دي .))

(ابن جرير، ابن ابي  عاصم او محاملي په امالي کې راوړى او محاملي صحيح ګڼلى دى )

( کنزالعمال :شپږم ټوک،٤٠٣ مخ ) له حضرت عمير بن سعد څخه روايت کړى، چې وايي : حضرت علي په رحبه ( کوفه ) کې  خلکو ته چې زه هم پکې وم، قسم ورکړ،چې هغه کسان دې له خپل ځايه پاڅي، چې په “خم غدير” کې يې د خداى له استازي اورېدلي وي : ((  د چاچې زه مولا وم؛نو علي يې مولا دى . ))  بيا اتلس تنه پاڅېدل او شهادت يې ورکړ، چې دا خبره مو د خداى له استازي اورېدلې ده . ( طبراني په اوسط کې راوړى دى )

ليکوال : هيثمي د مجمع د نهم ټوک په ١٠٨ مخ کې نقل کړى او ويلي يې دي، چې سند يې سم دى .

(کنزالعمال : شپږم ټوک،٤٠٣مخ ) حضرت زيد بن ارقم : حضرت علي په کوفه کې خلکو ته قسم ورکړ، چې هغه کسان دې له خپل ځايه پاڅي، چې په “خم غدير” کې يې د خداى له استازى اورېدلى وي : (( ايا خبر نه ياست چې زه پر مؤمنانو تر دوى وړ او د واک خاوند يې يم او  د چا چې زه مولا وم؛نو علي يې مولا دى . ))  بيا دولس تنو پر دې خبره شهادت ورکړ .

( کنزالعمال : شپږم ټوک،٤٠٣ مخ ) ابي  اسحاق له عمرو ذى مرو له سعيدبن وهب له زيد بن يثيع (رض) : وامو ورېدل،چې حضرت علي په کوفه  کې خلکو ته قسم ورکړ،چې هغه کسان دې له خپل ځايه پاځي،چې په “خم غدير” کې يې د خداى له استازي اورېدلې وي : ((زه پر مؤمنانو تر دوى وړ او د واک خاوند يې يم،د چاچې زه مولا وم؛نو علي يې مولا دى خدايه د دوستانو يې دوست او د دښمانو يې دښمن وسه او مرسته یې و نه کړې،چې د علي مرسته نه کوي ))  بيا ديارلس تنو شهادت ورکړ، چې دا خبره يې د خداى له استازي اورېدلې ده .

( ابن بزار، ابن جرير او خلعي په خلعيات کې راوړى او هيثمي وايي: ددې حديث ټول رجال ډاډمن دي )

( کنزالعمال : شپږم ټوک،٤٠٥ مخ )  حضرت سعد : د خداى له استازي مې د حضرت علي درې ځانګړنې واورېدې،چې که يوه يې هم زما وه؛ نو په دنيا کې به تر هر څه راته ښه وه ؛لومړى : رسول الله(ص)، حضرت علي ته وويل : ((داسې راته يې؛لکه هارون،چې موسى ته و؛خو بې له پېغمبرۍ)) دويم : ورته يې وويل : (( سبا به د جګړې د مشرۍ بېرغ هغه ته ورکړم،چې خداى او استازى يې پرې ګران دى او هغه هم پر خداى او استازي يې ګران دى؛ هغه چې هېڅکله له جګړې نه تښتي . )) درېم: (( د چا چې زه مولا يم؛علي يې ولي دى .)) ( متقي وايي : دا روايت ابن جرير طبري نقل کړى دى )

  ( کنزالعمال : شپږم ټوک، ٤٠٦مخ ) وايي : د “خم غدير” پر ورځ رسول الله د علي (ک)لاس ونيو او خلکو ته يې وويل : (( د چاچې زه مولا وم؛نو علي يې مولا دى . )) ( د حديث تر پايه ) بيا وايي: ( راهويه او اين جرير نقل کړى دى )

( اصابه : لومړى ټوک،لومړى قسم،٣١٩ مخ ) وايي : ابن عقده د موالات په کتاب کې له حبة بن جوين روايتوي،چې وايي : د “خم غدير” ورځ وه،چې رسول الله حکم وکړ: جارچييان دې غږ کړي ( الصلاة جامعة ) ابن جوين تر هغه حديث وروسته د ( من کنت مولاه فعلى مولاه ) روايت داسې نقلوي،چې د حضرت علي لاس يې پورته او دومره يې پورته کړ، چې ما يې تخرګونه وليدل او زه پر هغه ورځ مشرک وم .

ليکوال : دا روايت ابن اثير جرزي هم په اسدالغابه ( لومړي ټوک،٣٦٧ مخ ) کې راوړى او ويلي يې دي : له يعقوب بن يوسف ( تردې چې وايي ) له حضرت حبة بن جوين عرني بجلي روايت شوى، چې ويې ويل : د “خم غدير” پر ورځ د خداى رسول د جماعت د لمانځه حکم وکړ او دا وخت لا نيمه ورځ تېره شوې وه. د خداى  تر ستاينې وروسته يې وويل: ((خلکو ! خبر ياست، تر تاسې ډېر زه ستاسې واک لرم ؟ )) خلکو ورته وويل : هو خبر يو . بيا رسول الله وويل : (( د چاچې زه مولا وم؛نو علي يې مولا دى، خدايه د دوستانو يې دوست او د دښمنانو يې دښمن وسه . )) او بيا يې د حضرت علي لاس دومره پورته کړ، چې ما يې تخرګونه وليدل او زه پر دې ورځ مشرک وم . 

( اصابه : درېم ټوک، لومړى قسم ،٢٩ مخ ) ابن عقده د موالات په کتاب کې د عمرو بن يعلي مره له لارې له پلار له نيکه روايت کړى،چې ويلي يې دي :علي،چې کوفې ته راغى؛نو خلکو ته يې قسم ورکړ،هغه کسان دې له خپل ځايه پاڅي،چې په “خم غدير” کې يې د خداى له نبي اورېدلي وي : ((د چا چې زه مولا وم؛نو علي يې مولا دى.)) بيا لس او يو څو نور کسان پاڅېدل او شهادت يې ورکړ،چې پکې زيد که يزيد بن شراجيل انصاري هم پاڅېد او شهادت يې ورکړ .

دا روايت ابن اثير جرزي هم د اسد الغابه د پينځم ټوک په شپږم مخ کې راوړى او ويلي يې دي : ابوموسى را ته خبر راکړى ( همداراز يې راويان شمېرلي،چې رارسېدلى ) ابوالعباس ابن عقده ( تردې چې وايي ) له عمرو بن عبدالله بن مره له پلار له نيکه روايت دى،چې وايي : د خداى له رسول مې واورېدل : ((  د چا چې زه مولا وم؛نو علي يې مولا دى. خدايه د دوستانو يې دوست او د دښمانو يې دښمن وسه  )) او بيا چې حضرت علي کوفې ته راغى؛نو خلکو ته يې قسم ورکړ، چې هغه کسان دې له خپل ځايه پاڅي،چې په “خم غدير” کې يې له رسول الله  اورېدلي وي : ((  د چا چې زه مولا وم؛نو علي يې مولا دى . ))  بيا لس او يو څو نور تنه پاڅېدل او شهادت يې ورکړ،چې پکې د خداى  د استازي صحابي ابوايوب(رض) ( هغه چې په مدينه کې يې رسول الله ته په خپل کور کې ځاى ورکړ ) او بل حضرت ناجية بن عمرو خزاعي هم و. ( د جرزي د وينا له مخې ) چې د اسدالغابه دويم ټوک همدا روايت نقل کړى دى .

( اصابه : څلورم ټوک،لومړۍ برخه١٦٩ مخ ) وايي : ابن عقده هم _ د عمرو بن عبدالله بن يعلي بن مره له پلار له نيکه څخه _ روايت کړى، چې وايي : چې حضرت علي کوفې ته راغى؛نو خلکو ته يې قسم ورکړ، چې اولس تنو شهادت ورکړ، چې حضرت عامربن ليلي غفاري هم پکې و .

ليکوال : دا روايت يې د شپږم ټوک په ٢٢٣ مخ کې هم نقل کړى او ابن اثير جرزي د اسدالغابه د درېم ټوک په ٩٣ مخ کې راوړى او بيا وايي : د ( من کنت مولاه فعلى مولاه ) تر غونډلې وروسته يې ويلي وو : ((د دوستانو يې دوست او دښمنانو يې دښمن وسه . ))

( اصابه : څلورم ټوک،لومړى قسم،١٤ مخ ) وايي : ابن عقده د موالات په کتاب کې د موسى بن اکتل بن عمير نميري له لارې روايتوي،چې وايي : تره مې عامر بن عمير موږ ته د “خم غدير” حديث نقل کړى دى .

( اصابه : څلورم ټوک، لومړى قسم،١٤٣ مخ ) وايي : ابوالعباس بن عقده د (( جمع طرق )) په کتاب کې د ( من کنت مولاه فعلى مولاه ) حديث د ابراهيم بن محمد،چې زما په آند ابن ابي يحيى په سند دى، له جعفر بن محمد له پلاره او ايمن بن عبدالله بن يا ليل څخه نقل کړى،چې وايي : د خداى له رسول مې واورېدل،چې ويل يې : د چا چې زه مولا وم الخ او بيا يې وويل : دا روايت ابوموسى استدراک کړى دى .

ابن اثير د اسدالغابه د درېم ټوک په ٢٧٤ مخ کې ويلي : (( د چا چې زه مولا وم؛علي يې مولا دى  . ))

( اصابه : څلورم ټوک، لومړى قسم،١٦٩ مخ ) وايي : ابن عقده د موالات په کتاب کې د ( من کنت مولاه فعلى مولاه ) په راويانو کې د حضرت عبدالرحمن بن عبدرب انصاري نوم هم راوړى او بيا يې حديث د حضرت اصبغ بن نباته له لارې داسې نقل کړى دى : حضرت علي،چې په رحبه کې خلکو ته قسم ورکړ، چې يوازې هغه کسان دې پاڅي،چې پخپله يې  د “خم غدير” پر ورځ د رسول اکرم وينا اورېدلي وي، چې لس او يو څو نور تنه پاڅېدل،چې پکې ابو ايوب، ابو زينب او عبدالرحمن بن عبدرب انصاري (رضى الله عنهم) هم وو او ويې ويل : شهادت ورکوو، چې رسول اکرم د “خم غدير” پر ورځ وويل : (( خداى زما ولي دى،زه د مؤمنانو ولي يم او د هر چا چې زه مولا يم؛نو علي يې ولي دى .))  

دا روايت يې د اووم ټوک د لومړي قسم په ٧٨ مخ کې هم راوړى او پکې راغلي : شهادت ورکوو،چې د “خم غدير” پر ورځ حال داچې رسول اکرم (ص) حضرت علي له لاسه نيولى و، وويل : ((شهادت نه ورکوئ، چې ما د خداى رسالت تر سره کړ ؟ )) ورته وويل شول : هو شهادت ورکوو . رسول الله (ص) وويل : (( د چاچې زه مولا وم؛علي يې مولا دى . ))

دا روايت ابن اثير جرزي د اسدالغابه د پينځم ټوک په ٢٠٥ مخ کې راوړى او دا زياتوالى هم پکې راغلى : (( خدايه د دوستانو يې دوست او دښمنانو يې دښمن وسه او مرسته وکړې د هغه چې د علي مرسته کوي او مرسته و نه کړې د هغه چې د علي مرسته نه کوي . )) دا روايت طحاوي هم د مشکل الاثار د دويم ټوک په ٣٠٧ مخ کې او د ( و انصر من نصره و اخذل من خذله ) غونډله يې هم راوړې ده .

( اصابه : څلورم ټوک،لومړى قسم،١٢٨ مخ ) له ابو العباس بن عقده ( د موالات د کتاب خاوند )څخه روايتوي : سعد بن طالب ابو غيلان راته وويل : ابواسحاق را ته وويل : يوې ډلې،چې نومونه يې نشم اخستى راته روايت کړى،چې حضرت علي په رحبه کې خلکو ته قسم ورکړ،چې هغوى دې له خپل ځايه پاڅي،چې په “خم غدير” کې يې له رسول الله اورېدلي : ((  د چاچې زه مولا يم؛نو علي يې مولا دى .)) چې يوه ډله پاڅېده او شهادت يې ورکړ، چې حضرت عبدالرحمن بن مدلج هم پکې و .

همدا مانا ابن شاهين له ابن عقده نقل او ابو موسى استدراک کړى دى .

ابن اثير جرزي هم د اسدالغابه د درېم ټوک په ٣٢١ مخ کې راوړى،چې پکې راغلي : شهادت يې ورکړ،چې دا خبره يې د خداى له نبي اورېدلې او هغوى چې پردې شهادت پرده واچوله او شهادت يې ور نه کړ؛نو تر مړينې مخکې ړانده شول او يا پر کوم اخته شول .

( اصابه : اووم ټوک،لومړى قسم،١٥٦ مخ ) وايي : ابوالعباس بن عقده د موالاة په کتاب کې د ابا قدامه انصاري نوم اخستى _ ابوالعباس په خپل کې د غدير د حديث د نقلولو لارې شمېرلې دي _ او د محمد کثير له فطر له حضرت ابي  الطفيل له لارې روايت کړى چې وايي : موږ له علي سره وو چې خلکو ته يې قسم ورکړ چې هغوى دې پاڅي چې د “خم غدير” په کيسه کې وو چې اتلس کسان پاڅېدل او شهادت يې ورکړ چې په کې ابو قدامه انصاري هم و.

بيا اصابه وايي : دا روايت ابو موسى استدراک کړى دى .

ابن اثير جرزي هم د اسدالغابه د پينځم ټوک په ٢٧٦ مخ کې راوړى او د سند تر راوړو وروسته يې ويلي دي : حضرت ابي الطفيل : موږ له حضرت علي سره وو چې خلکو ته يې قسم ورکړ چې هغه کسان دې له خپل ځايه پاڅي چې د “خم غدير” په پېښه کې وو چې بيا اوولس کسان پاڅېدل ابوقدامه انصاري هم پکې و، شهادت يې ورکړ،چې له رسول الله سره له حجة الوداع څخه راستنېده او ماسپيښين و، چې رسول الله مو وليد او حکم يې وکړ،چې د ونو ښاخونه سره وتړئ او بيا يې پرې څادرونه هوار کړل او بيا جارچيانو د لمانځه  غږ کړ، ټولو لمونځ وکړ او بيا رسول اکرم د خداى تر ستاينې وروسته وويل : (( خلکو! خبر ياست،چې خداى زما مولا او زه د مؤمنانو مولا يم او پر مؤمنانو تر هغوى وړ او واک يې زما په لاس کې دى ؟))  ( دا خبره يې څو ځل وکړه او هر ځل ورته خلکو ) وويل : هو خبر يو .

بيا حال داچې ستا لاسونه يې په خپلو لاسونو کې وو، وويل: (( د چا چې  زه مولا يم؛ نو علي يې مولا دى ، خدايه د دوستانو يې دوست او دښمنانو يې دښمن وسه  . )) او دا دعا يې درې ځل وکړه .

( اسدالغابه : لومړى ټوک، ٣٠٨ مخ ) وايي : ابو احمد عسکري په خپل سند له عمارة بن يزيد له عبدالله بن علاء له زهري ( تردې چې وايي ) څخه روايت کړى،چې وايي : له اباجنيدة جندع بن عمرو بن مازن (رض) څخه مې واورېدل،چې د خداى له استازي يې اورېدلي: (( دهغه کور دې وسوځي،چې په لوى لاس راباندې دروغ تړي . )) او همداراز مې ترې واورېدل : _ او که داسې نه وي؛نو خداى دې زما دواړه غوږونه کاڼه کړي _ له حجة الوداع څخه د راستنېدو پر مهال،چې په “خم غدير” کې يې خطبه وويله او حضرت علي يې له لاسه نيولى و ، وويل : (( د چا چې زه مولا وم؛ نو دا يې ولي دى،خدايه ! د دوستانو يې دوست او د دښمنانو يې دښمن وسه . )) عبدالله وايي : ما زهري ته وويل :دا حديث په شام کې چا ته مه وايه؛ځکه هلته د اوبو څښلو په څېر حضرت علي کنځي . په ځواب کې يې راته وويل : پر خداى،چې د حضرت علي په فضيلت کې دومره حديثونه لرم،چې که  مې ورته وويل؛ نو و به مې وژني.  

( اسدالغابه : درېم ټوک،٣٠٧ مخ ) په خپل سند له حضرت اصبغ بن نباته روايتوي،چې وايي : علي په کوفه کې خلکو ته قسم ورکړ،چې په تاسې کې دې يوازې هغه کسان له خپل ځايه پاڅي،چې په “خم غدير” کې يې په خپله  له رسول الله اورېدلي وي : ((  د چا چې زه مولا وم؛نو علي يې مولا دى . ))  بيا لس او يو څو نور تنه، چې پکې ابوايوب انصاري، ابوعمرة بن محصن، ابوزينب، سهل بن حنيف، خزيمه بن ثابت، عبدالله بن ثابت انصاري، حبشى بن جناده سلولى، عبيده بن عازب انصاري، نعمان بن عجلان انصاري، ثابت بن وديعه انصاري، ابوفضاله انصاري او عبدالرحمن بن عبدرب (رضى الله عنهم) پاڅېدل او شهادت يې ورکړ، چې موږ د خداى له استازي واورېدل، چې ويل يې : (( عزوجل څښتن زما ولي او زه د مؤمنانو ولي يم او پوه شئ ! زه چې د هر چا ولي وم؛نو علي يې مولا دى؛نو  خدايه ! د دوستانو يې دوست او د دښمنانو يې دښمن وسه او د هغه ملاتړ شې،چې د علي ملاتړ وي.))

( ابن قتيبة؛الامامه و السياسه :٩٣ مخ ) له همدان څخه  د برد په نامه يو سړى حضرت معاويه بن ابوسفيان ته راغى او وايې ورېدل،چې ( عمرو) حضرت علي کنځي،چې ورته يې وويل : زما سپين ږيرو د خداى له استازي اورېدلي چې (( د چا چې زه مولا يم؛نو علي يې مولا دى .)) نو آيا دا حديث سم دى که باطل ؟ عمرو وويل : حق دى او زه به تردې درته ډېر ووايم او هغه داچې د رسول الله په اصحابو کې د حضرت علي هومره يو هم فضيلت نه لري .

( طحاوي؛مشکل ا لاثار : دويم ټوک،٣٠٧ مخ ) په خپل سند له محمد بن عمر بن علي له پلار حضرت علي روايتوي،چې وايي : پېغمبر اکرم په “خم غدير” کې له خپلې کېږدۍ راووت  او زه يې له لاسه ونيوم او و يې ويل : (( خلکو! آيا تاسې نه وئ،چې ويل مو چې پالونکى مو الله دې؟)) ورته وويل شول : هو موږ وو . رسول الله : (( آيا هغه خلک نه وئ،چې ويل به مو چې واک مو د خداى او د خداى د استازي په لاس کې دى او دا چې خداى او استازى يې ستاسې مولا دى ؟ )) خلکو وويل : هو همداراز ده . رسول الله (ص) : (( د چا چې زه مولا وم؛نو علي يې مولا دى او زه په تاسې کې دوه ګرانبيه څيزونه پرېږدم؛که منګولې مو پرې ولګولې؛نو تر ما وروسته به هېڅکله بې لارې نشئ،چې يو يې د خداى کتاب او بل يې زما اهلبيت دي .))

( مناوي؛فيض القدير : شپږم ټوک،٢١٨ مخ ) د غدير حديث يې له ديلمي په دې ټکيو راوړى : ( د چاچې زه پېغمبر وم؛نو علي يې ولي دى ) او وايي : نو ځکه حضرت ابابکر _ د دارقطني د وينا له مخې _ وويل : علي د رسول الله عترت دى .

دا روايت مناوي هم د کنوزالحقايق په ١٤٧ مخ کې په دې عبارت راوړى : ( د چاچې زه ولي وم؛ نو علي يې ولي دى . ) او په پاى کې وايي : ديلمي ويلي دي .

( هيثمي ؛ مجمع : اووم ټوک،١٧ مخ ) حضرت عمار ياسر : حضرت علي بن ابيطالب د مستحب لمانځه پر رکوع و، چې سوالګر يې مخې ته ودرېد او حضرت علي خپله په لاس ګوته سوالګر ته ورکړه. پېغمبر اکرم چې راغى؛نو سوالګر ورته کيسه وکړه،چې بيا دا آيت راغى :[ إِنَّمَا وَلِيُّكُمُ اللّهُ وَرَسُولُهُ وَالَّذِينَ آمَنُواْ الَّذِينَ يُقِيمُونَ الصَّلاَةَ وَيُؤْتُونَ الزَّكَاةَ وَهُمْ رَاكِعُونَ] رسول اکرم آيت ووايه او بيا يې وويل : (( د چا چې زه مولا وم؛نو علي يې مولا دى . خدايه ! د دوستانو يې دوست او د دښمنانو يې دښمن وسه . )) ( طبراني )

( هيثمي؛مجمع : نهم ټوک،١٠٥ مخ ) حضرت زيد بن ارقم : د خداى نبي حکم وکړ،چې تر ونو لاندې ځاى جارو او ابپاشي کړئ او بيا يې موږ ته خطبه وويله او پر خداى قسم،چې تر قيامته د هر څه وړاندوينه يې راته وکړه او بيا يې وويل : (( خلکو ! څوک دى،چې ستاسې واک يې په لاس کې دى ؟ )) خلکو ورته وويل : خداى او استازى يې ! رسول الله : (( د چا چې زه مولا وم؛نو دا يې مولا دى .)) او بيا يې علي له لاسه ونيو او ټولو ته يې وښود او بيا يې وويل : (( خدايه ! د دوستانو يې دوست او د دښمنانو يې دښمن وسه ! )) ( وايي ) دا روايت طبراني او بزار تر دې هم بشپړ نقل کړى دى .

( هيثمي؛مجمع : نهم ټوک،١٠٥ مخ ) وايي : له داود بن يزيد اودي له پلاره روايت کړى،چې وايي : حضرت ابوهريرة،چې جومات ته راننووت؛نو خلک ترې راتاو شول،چې دا مهال يو ځوان پاڅېداو و يې ويل :پر خداى مو قسم، چې آيا د خداى له رسوله دې اورېدلي چې : (( د چا چې زه مولا يم؛علي يې مولا دى .خدايه د دوستانو يې دوست او دښمنانو يې دښمن وسه.)) حضرت ابوهريره وويل : شهادت ورکوم، چې د خداى له استازي مې اورېدلي : (( د چا چې زه مولا يم؛علي يې مولا دى . خدايه د دوستانو يې دوست او دښمنانو يې دښمن وسه.)) (وايي ) : دا روايت ابويعلي او ورته يو بل روايت بزار او طبراني په اوسط کې نقل کړى دى .

هيثمي د مجمع د نهم ټوک په ١٠٦ مخ کې وايي : حضرت انس بن حويرث وايي : پېغمبراکرم (ص) وايي : (( د چا چې زه مولا يم؛علي يې مولا دى . )) ( وايي ) : دا روايت طبرانې نقل کړى او رجال يې ډاډمن دي .

( هيثمي؛ مجمع : نهم ټوک، ١٠٧ مخ )  حميد بن عمارة : له خپل پلاره مې واورېدل،چې ويل يې : د خداى له استازي مې اورېدلي : (( د چا چې زه مولا يم؛علي يې مولا دى . خدايه د دوستانويې دوست او دښمنانو يې دښمن وسه . )) ( دا خبره يې په داسې حال کوله،چې علي يې له لاسه نيولى و . (بزار)

( هيثمي؛مجمع :نهم ټوک،١٠٨ مخ ) حضرت ابن عباس : د خداى رسول وويل : (( د چا چې زه مولا يم؛علي يې مولا دى . )) ( طبراني )

په اسلامي سرچينو کې د" من کنت مولاه فعلى مولاه" حديث ته د "غديرحديث" وايي، دلته،چې له رسول اکرم (ص) سره کوم شمېر خلک وو،په دې باب بېلابېلې ويناوې دي ځينې (٩٠) زره،ځينې ( ١١٤) زره ځينې (١٢٠) زره او ځينې يې ( ١٢٤ ) زره بولي اوبيا ځينې يې تردې هم زيات بولي[154] .

شيخ عبدالله شافعي دخپل خطي کتاب المناقب په ١٠٨ مخ کې ويلي: دغدير حديث د "تواتر" له پولې اوښتى او بل داسې خبر نه پيدا کېږي،چې له بېلابېلو لارو نقل شوى وي [155] .

لاندې علماوو( رحمة الله عليهم ) ويلي،چې دا "متواتر" حديث دى.  

١—ابن کثيردمشقي، البداية والنهايه (د محمد بن جريرطبرى د حالاتو په تشريح کې )

٢—ابو عبدالله حافظ ذهبي،چې ابن کثير په خپل تاريخ [156] کې دهغه وينارااخستې ده.

٣—حافظ ابن جزري،اسني المطالب فى مناقب على بن ابيطالب )) ٤٨مخ .

٤—شيخ حسام الدين متقى، مختصر قطف الازهار المتثاثرة .

٥—ثناء الله پاني پتي، ((السيف المسلول)) .

٦—محد مبين الکهنوى، ((وسيلة النجاة فى فضايل السادات )) ١٠٤مخ.

٧ـ  شيخ ضياالدين مقبلى، (( الابحاث المسددة فى الفنون المتعددة ))

٨—شيخ عبدالله  شافعى،((الاربعين )).

٩ـ  محمد صدرعالم، ((معارج العلى فى مناقب المرتضى)) .

١٠ـ  محمد بن اسماعيل يماني صناعانى، ((الروضة الندية)).

١١ـ  ميرزا مخدوم بن مير عبدالباقي،(( النواقص علي الروافض))

١٢—مناوي شافعي ((التيسير في شرح الجا مع الصفير)) ٢/٢٤٢.

١٣ـ  جمال الدين عطا الله بن فضل الله  شيرازى((الاربعين )) خطى نسخه .

١٤ـ ملاعلى قاري حنفي ،(( المرقاة شرح المشکاة))٦/٥٦٨.

١٥— جلال الدين سيوطي،په ((الفوائد المتکاثرة فى الاخبار المتواترة)) او ((الازهارالمتناثرة فى الخبار المتواتره))

د سيوطي دا خبره نورو کتابونو هم رااخستې ده[157].

د غدير حديث((من کنت مولاه فعلى مولاه)) له حضرت ابوبکر(رض) نه هم یو لړ کتابونو روايت کړی دى[158].

(١) حافظ ابن عقده کوفى ( ٣٣٣ کال مړ) په ((کتاب الولايه)) کې د (١٠٥) تنو اصحابانو نومونه او (١٨) بې نومه ښوولي ،چې دا حديث يې روايت کړى ،چې په پيل کې يې حضرت ابوبکر (رض) دى .

(٢) ابوبکر جعابي( ٣٥٦کال وروسته مړ) په ((نخب المناقب)) کې له حضرت ابوبکر (رض) روايت کړى دى .

(٣) منصور لائى ( آبي)رازي د پنځمې پېړۍ له مشاهيره په ((حديث الغدير)) کې .

(٤)  علامه ابن مغازلي شافعي ( ٤٨٤کال مړ) په المناقب کې د ((عشره مبشره)) په ګډون له سلو تنوپه شاوخوا کې راويانو نه روایت کړى دى .

(٥) شمس الدين جزرى شافعي هم دا روايت راوړى[159] .

(٦) ستر تاريخپوه زينى دحلان له حضرت ابوبکر(رض) نه روايت کړى،چې پېغمبر(ص) ويلي دي: ((من کنت مولاه فعلى مولاه،اللهم وال من والاه وعاد من عاداه، واحب من احبه وابغض من ابغضه وانصرمن نصره واخذل من خذله ودار الحق معه حيث دار؛يعنې د چا،چې زه مولا يم؛نوعلى يې هم مولا دى، لويه خدايه! څوک،چې ورسره دوستي کوي؛نو ته يې ملاتړى او دوست شې،څوک ،چې ورسره دښمني کوي؛نو ته يې دښمن شې،هغوى دوست وګڼه،چې هغه دوست ګڼي او دهغوی دښمن اوسه ،چې له علي سره دښمني وکړي،چا ،چې له على سره مرسته وکړه نو ته يې مل شې او چا،چې ورته خوار او په ټيټه وکتل؛نو ته يې هم خوار کړې او حق دعلي پر محور وګرځوی،هر چېرې ،چې علي ګرځي راګرځي[160])) .

له حضرت عمر(رض) نه د ((من کنت مولاه فعلي مولا)) حديث هم ځینو کتابونو روايت کړى دى[161] .

  ارواښاد علامه محب الدين طبري[162] له حضرت عمر(رض) نه روايتوي،چې ويلي يې دي :علي دهغه چا مولى دى،چې  رسول اکرم(ص) يې مولى دى.

  علامه ابن حجر شافعي[163] له الاستعياب (ابن عبدالبر)نه راخستى،چې ابن مسيب له حضرت عمر(رض) نه روايت کړى،چې عمر(رض) ويلي دي؛(( تجيوا الى الاشراف و تود دوا،اتقو اعلى اعراضکم من السفله واعلموا انه الايتم شرف الابوالاية على)) يعنې له پتمنو او با شخصيتو سره مينه او دوستي کوﺉ او د خپلې ابرو د ساتنې لپاره د پرېوتو او بې شخصيتو وګړيو له اړيکو ځانونه وژغورئ او پوه شئ،چې يوازې د علي د ولايت په منلو شرافت بشپړېږي .

  دويم خليفه حضرت عمر(رض) ته وويل شو،چې تاسې تر نورو اصحابانو(رضى الله عنهم) د حضرت علي (ک) زيات درناوى کوی دا ولې؟

ورته يې وويل : هغه مې((مولى)) دى .

انک تصنع بعلى شياً لاتصنع مع احد من اصحاب النبى (ص)؟! فقال : انه مولاى[164] .

علامه عيني[165] د ابن عساکر د تاريخ په روايت ،چې هغه له حضرت عمر(رض) نه روايت کړى،چې آنحضرت(ص) ،علي (ک) ته وويل : ((اناخاتم الانبياً وانت يا علي خاتم الاولياً - زه د پېغمبرانوخاتم او ته يا علي د اولياوو خاتم يې. ))

د يارانو مبارکي[سمول]

شيخين (رضى اله عنهما) د علي (ک) د ولايت مبارکي وايي. ((امسيت يا بن ابى طالب  مولى کل مؤمن ومؤمنه - مبارک دې وي د ابي طالب زويه!چې د ټولو مؤمنانو او مؤمناتو مولى يې )).

داهغه غونډله ده،چې دغدير پر ورځ حضرت ابوبکر(رض) او حضرت عمر (رض) علي (ک) ته وويله ،چې لاندې  تاريخ پوهانواو حديثيوهانو را اخستې ده.

١ـ  حافظ احمد بن عقده کوفي.

٢ـ   حافظ علي بن عمردارقطني بغدادي (٣٨٥ کا ل مړ) .

٣ـ   سيداحمد زيني دحلان مالکي (١٣٠٤ کال مړ ) فتوحات السلاميه ٢/٣٠٦.

حضرت عمر (رض) يوازې د حضرت علي (ک) په باب د ((اصبحت مولى  کل مومن ، بخ بخ لک ياابن ابيطالب،طوبي لک يا اباالحسن… هيناً لک… په څېر(١٧)جملې ويلې،چې ډېرو کتابونو رااخستې اودلته موږ د بېلګې په توګه لاندې ليکو:

١ـ   امام احمد حنبل،مسند ٤/٢٨١(شپږټوکيزچاپ) .

٢ـ  محمد بن جريرطبرى ،تفسير٣/٤٢٨.

٣ـ  خطيب بغدادي،دبغداد تاريخ٨/٢٩٠.

٤—حاکم حسکاني حنفي ،شواهد التزيل ١٥٧مخ .

٥ـ  ابو حامد غزالي ،سرالعالمين ٩مخ .

٦ـ  فخررازى ،مفاتيح الغيب ٣/٤٤٣.

٧ـ   ولى الدين خطيب، مشکاة المصابيح ٥٥٧مخ .

( د امام احمد بن حنبل مسند : څلورم ټوک،٢٨١ مخ ) په خپل سند له حضرت براء بن عازب څخه روايتوي،چې وايي : په يوه سفر کې له رسول الله سره وو،چې په “خم غدير” کې تم شو ( حديث ته هماغسې ادامه ورکوي؛لکه څنګه چې په صحيح ابن ماجه کې راغلى ) بيا يې حضرت علي له لاسه ونيو او رسول الله (ص) وويل : (( د چا چې زه مولا وم؛علي يې مولا دى ، خدايه د دښمنانو يې دښمن او د دوستانو يې دوست وسه.)) حضرت براء بن عازب وايي : حضرت عمر،چې حضرت علي وليد؛نو ورته يې وويل : د ابوطالب زويه مبارک دې شه، چې د تل لپاره د مؤمن او مؤمنې مولا شوې .

( فخر رازي په کبير تفسير کې ) د مائدې د سورت د (أَيُّهَا الرَّسُولُ بَلِّغْ مَا أُنزِلَ إِلَيْكَ مِن رَّبِّكَ) آيت په تفسير کې وايي : ددې آيت لسمه وجه او شان نزول دادى،چې د حضرت علي په فضيلت کې نازل شوى او تر نازلېدو وروسته يې د خداى نبي د حضرت علي لاس ونيو او و يې ويل : (( د چا چې زه مولا وم؛علي يې مولا دى،خدايه د دښمنانو يې دښمن او د دوستانو يې دوست وسه . )) چې بيا عمر (رض) راغى او حضرت علي ته يې وويل : مبارک دې شه، چې د تل لپاره د هر مؤمن او مؤمنې ولي شوې . 

( خطيب بغدادي؛ د بغداد تاريخ : شپږم ټوک،٢٩٠ مخ ) په خپل سند له حضرت ابوهريره روايتوي،چې وايي : څوک چې د ذي الحجه په اتلسمه روژه شي؛نو د شپږ مياشتو د روژو ثواب به ورته ليکل کېږي؛ځکه  د “خم غدير” ورځ ده،چې پر هغه ورځ رسول الله (ص)، حضرت علي له لاسه ونيو او و يې ويل : (( آيا د مؤمنانواو تر هغوى وړ نه يم ؟ )) ورته وويل شول : هو يې ! بيا يې وويل : (( د چا چې زه مولا وم؛علي يې مولا دى . )) تر دې وروسته حضرت عمر بن خطاب راغى او و يې ويل : بخ بخ لک يابن ابيطالب چې د تل لپاره زما او د هر مسلمان مولا شوې . بيا خداى دا آيت راولېږه : (الْيَوْمَ أَكْمَلْتُ لَكُمْ دِينَكُمْ)

( فيض القدير : شپږم ټوک،٢١٧ مخ ) په شرح کې يې وايي : چې حضرت ابوبکر او حضرت عمر د رسول اکرم(ص)  له خولې واورېدل، حضرت علي ته وايي : ((من کنت مولاه فعلى مولاه ))؛نو راغلل او حضرت علي ته يې  وويل : د ابوطالب زويه ! د تل لپاره د هر مؤمن او مؤمنې ولي شوې .

ليکوال : دا روايت ابن حجر هم د صواعق په ٢٦ مخ کې راوړى او هغه روايت دى،چې په اصل کې دارقطني له حضرت سعد بن ابي  وقاص څخه نقل کړى دى .

(  محب طبري؛ذخائر العقبى : ٦٨ مخ ) وايي : عمر(رض) وايي : يو څو بيدياني عربان په جنګ ورته راغلل،چې  حضرت عمر،حضرت علي ته وويل : اباالحسنه ! په دوى کې ورمندون- قضاوت وکړه . حضرت علي هم پکې ورمندون وکړ . يو یې نيوکه وکړه او ويې ويل : دا به په موږ کې ورمندون کوي . حضرت عمر له ځايه پاڅېد او هغه يې له ګرېوانه راونيو او ورته يې وويل : هغه پېژنې،چې څوک دى ؟ دا زما او د هر مؤمن مولا دى او د چا چې هغه مولا نه وي؛نو مؤمن نه دى. وايي: دا روايت ابن سلمان په موافقات کې راوړى دى .

ليکوال : دا روايت ابن حجر هم د صواعق په ١٠٧ مخ کې له دارقطني روايت کړى دى .

( رياض النضره : دويم ټوک،١٧٠ مخ ) وايي : حضرت عمر ( هغه سړي ته چې شخړه يې ورسره راغلې وه ) وويل : په موږ کې به هغه سړى _ حضرت علي ته يې اشاره وکړه_ ورمندون کوي . سړي  وويل : هغه سړى به په موږ کې ورمندون کوي ؟! حضرت عمر له ځايه ورپاڅېد او له ګرېوانه يې راونيو او ورته يې وويل : خبريې،چې څوک ښيې ؟ دا زما او د هر مسلمان مولا دى . وايي : ابن سمان نقل کړى دى .

( رياض النضره : دويم ټوک،١٧٠ مخ ) سالم وايي : يو سړي حضرت عمر ته وويل : ته له علي سره داسې په درناوي چلن کوې، چې د رسول اکرم (ص) له يو صحابي سره يې هم نه کوې .عمر (رض) ورته وويل :ځکه هغه زما مولا دى .

ليکوال : دا روايت ابن حجر هم د صواعق په ٢٦ مخ کې نقل کړى دى.

( رياض النضره : دويم ټوک،١٧٠ مخ ) حضرت عمر : علي د هغه مولا دى،چې رسول الله يې مولا و . (ابن السمان )

د “خم غدير” پر ورځ[سمول]

رسول الله (ص) د حضرت علي پر سر پګړۍ کېښووله[سمول]

( ابي  داوود طيالسي؛ مسند : لومړى ټوک،٢٣ مخ ) په خپل سند د  حضرت علي له خولې وايي : د “خم غدير” پر ورځ رسول اکرم راته پګړۍ پر سر کړه،چې شا ته راځنګېده ( بيا وايي ) : خداى د بدر او حنين پر ورځ په هغه پرښتې زما مرسته وکړه،چې د “خم غدير” د پګړۍ په څېر پګړۍ يې درلوده .

دا روايت بيهقي هم د سنن په ١٤ مخ کې  او بن حجر د اصابه د څلورم ټوک، لومړي قسم په ٤١ مخ کې راوړى،چې پکې راغلي : توره پګړۍ وه پر وليو مې راځنګېده . بيا وايي : بغوي دا روايت  کړى دى .

( کنزالعمال : شپږم ټوک،٦٠ مخ ) حضرت علي وايي : رسول اکرم (ص) راته د “خم غدير” پر ورځ پر سر پګړۍ کېښووه،چې شا ته هم ځنګېده ؛( وايي چې په يو بل نقل کې راغلي ) پر دواړو وليو مې راوځنګېده او بيا يې وويل : د بدراو حنين پر ورځ مې خداى په هغو پرښتو مرسته وکړه،چې زما د “خم غدير”  د ورځې پګړۍ يې پر سر وې او بيا وايي : پګړۍ د کفر او ايمان ترمنځ واټن ده ( په بل نقل کې راغلي ) د مسلمان او کافر ترمنځ واټن ده ( د حديث تر پايه ) بيا وايي : دا روايت ابن ابي  شيبه، ابو داوود طيالسي، ابن منيع او بيهقي نقل کړى دى . 

(ابن اثير جرزي؛اسد الغابه : درېم ټوک،١١٤مخ ) په خپل سند له حضرت عبدالاعلى ابن عدى روايتوي،چې وايي : د “خم غدير” پر ورځ رسول الله (ص)، حضرت علي راوغوښت او پر سر يې پګړۍ ورکېښووه او پر شا يې هم راوځنګېده او بيا يې وويل : تل داسې پګړۍ تړئ، چې پګړۍ د اسلام ښکارندوى ده او د مسلمان او کافر ترمنځ بريد دى .

دا روايت محب طبري هم د رياض النضره د دويم ټوک په٢١٧ مخ کې راوړى دى .

(  يَا أَيُّهَا الرَّسُولُ بَلِّغْ مَا أُنزِلَ إِلَيْكَ مِن رَّبِّكَ)[سمول]

آيت د“خم غدير” پر ورځ راغلى دى[سمول]

( واحدي؛ اسباب النزول تفسیر : ١٥٠ مخ ) وايي : ابو سعيد بن محمد بن علي صفار وويل چې حسن بن احمد مخلدي وويل : موږ ته محمد بن حمدون بن خالد وويل : موږ ته محمد بن ابراهيم خلوتي وويل : ما ته حسن بن حماد بن سجاده وويل : علي بن عابس له اعمش له ابي  حجاب له عطيه له ابي سعيد خدري (رض) روايت کړى،چې د ( يا يَا أَيُّهَا الرَّسُولُ بَلِّغْ مَا أُنزِلَ إِلَيْكَ مِن رَّبِّكَ) آيت د “خم غدير” پر ورځ د علي بن ابيطالب رضى الله عنه په اړه  نازل شوى دى .

( فخر رازي په کبير تفسير کې ) د مائدې د سورت د (يَا أَيُّهَا الرَّسُولُ بَلِّغْ مَا أُنزِلَ إِلَيْكَ مِن رَّبِّكَ ) د آيت په تفسير کې وايي : لسم _؛يعنې له هغو وجهو لسم،چې مفسرين يې ددې آيت د نزول په اړه څرګندوي _ دادى، چې د حضرت علي بي ابيطالب په فضيلت کې راغلى دى او همداچې نازل شو؛نو رسول اکرم (ص) هغه له لاسه ونيو او و يې ويل : (( د چا چې زه مولا وم؛علي يې مولا دى، خدايه د دوستانو يې دوست او دښمنانو يې دښمن وسه . )) او تر دې وروسته، چې حضرت عمر،حضرت علي وليد؛نو ورته يې وويل : د ابوطالب زويه ! مبارک دې شه، چې زما او د هر مؤمن او مؤمنې ولي شوې . ( فخر رازي وايي ) دا خبره د حضرت ابن عباس، حضرت براء بن عازب او حضرت محمد بن علي ده .

(الْيَوْمَ أَكْمَلْتُ لَكُمْ دِينَكُمْ)[سمول]

آيت د“خم غدير” پر ورځ نازل شوى دى[سمول]

سيوطي په درالمنثور کې د مائدې د سورت د (الْيَوْمَ أَكْمَلْتُ لَكُمْ دِينَكُمْ) تر آيت لاندې ليکي : ابن مردويه او ابن عساکر دواړو له ابي  حضرت سعيد خدري نقل کړى،چې ويلي يې دي : چې رسول اکرم (ص) ،حضرت علي نصب کړ او د ولايت نعره يې ووهله؛نو جبراييل راغى او د (الْيَوْمَ أَكْمَلْتُ لَكُمْ دِينَكُمْ) آيت يې راووړ .  

سيوطي په درالمنثور کې د مائدې د سورت د (الْيَوْمَ أَكْمَلْتُ لَكُمْ دِينَكُمْ) تر آيت لاندې ليکي : ابن مردويه ، خطيب  او ابن عساکر له حضرت ابي  هريره روايت کړى،چې د “خم غدير” ورځ؛يعنې د ذي الحجې اتلسم شو؛نو پاک نبي وويل : (( د چا چې زه مولا يم؛ نو علي يې مولا دى . )) بيا خداى دا آيت راولېږه : (الْيَوْمَ أَكْمَلْتُ لَكُمْ دِينَكُمْ)

( خطيب بغدادي؛د بغداد تاريخ : شپږم ټوک،٢٩٠ مخ ) په خپل سند له حضرت ابي هريره نقل کړى،چې وايي : څوک چې د ذي الحجې په اتلسم روژه شي؛نو د شپېتو روژو ثواب ورته ليکل کېږي، چې دا ورځ د “خم غدير” ورځ ده،چې پر هغه ورځ رسول الله (ص)،حضرت علي له لاسه ونيو او و يې ويل : (( آيا زه د مؤمنينو مولا نه وم ؟ )) ورته وويل شول : هو تاسې د مؤمنانو ولي ياست ! بيا يې وويل : (( د چا چې زه مولا وم؛نو علي يې ولي دى . )) بيا حضرت عمر بن خطاب وويل : بخ بخ لک يابن ابيطالب ! مبارک دې شه چې زما او د هر مسلمان مولا شوې . بيا سبحان څښتن د (الْيَوْمَ أَكْمَلْتُ لَكُمْ دِينَكُمْ) آيت راولېږه . ( د حديث تر پايه ) او دې حديث ته ورته يو بل روايت هم خطيب له بلې لارې نقل کړى دى .

حارث بن نعمان پر الهي عذاب ککړ شو؛[سمول]

ځکه  د “خم غدير” پر ورځ يې د خداى د رسول پر کار خوښ نه شو[سمول]

(  شبلنجي؛ نورالابصار :٧١ مخ ) وايي : امام ابواسحاق ثعلبي په خپل تفسير کې نقل کړى،چې يو سړي له سفيان بن عينيه وپوښتل : د (سَأَلَ سَائِلٌ بِعَذَابٍ وَاقِعٍ ) آيت د چا په اړه  راغلى دى ؟ سفيان ورته وويل : له ما دې داسې څه وپوښتل ،چې تر اوسه لا چا نه وه پوښتلې  پلار مې له جعفر بن محمد له خپلو پلرونو نقل کړي،چې د “خم غدير” ورځ شوه؛نو رسول اکرم (ص) جارچيانو ته حکم وکړ، چې د نمانځه غږ وکړئ او چې راټول شول؛نو رسول اکرم(ص)، حضرت علي له لاسه ونيو او و يې ويل : (( د چا چې زه مولا وم؛علي يې ولي دى . )) چې دا خبره په چټکه په ټولو ښارونو کې خپره شوه او حارث بن نعمان هم ترې خبر شو،پر اوښ سپور د خداى رسول ته راغى له اوښه راکوز شو او و يې ويل : محمده ! د خداى له اړخه دې حکم راکړ، چې شهادت ورکړو،چې بې له خدايه بل خداى نشته او داچې ته پېغمبر يې؛موږ هم درسره ومنله . حکم دې وکړ،چې پينځه وخته لمونځ وکړو؛ و مو منله . حکم دې وکړ،چې  زکات ورکړئ ؛ ومو منله . حکم دې وکړ، چې د رمضان په مياشت کې روژه ونيسئ؛ ومو نيوله . حکم دې وکړ چې حج وکړ؛ومو کړ؛خو ته په دې ټولو راضي نه شوې او د خپل د تره زوى لاس دې پورته کړ،چې هغه تر موږ غوره کړى او بيا دې وويل : (( د چا چې زه مولا وم؛علي يې مولا دى . ))؛نو آيا دا خبره د خداى ده او که له ځانه دې  کړې ده ؟ د خداى نبي ورته وويل : قسم پر خداى چې بې له هغه بل خداى نشته،چې دا خبره بې له خدايه د چا خبره نه ده . دا مهال حارث شا کړه،چې ستون شي او ويې ويل : خدايه ! که محمد رښتيا وايي؛نو پر ما کاڼي راووروه او يا مې پر سخت عذاب اخته کړه . تر اوسه لا پر خپل اوښ سپور شوى نه و،چې له اسمانه پرې ټبره راګوزاره شوه او ځاى پر ځاى يې مړ کړ او ورپسې سملاسي دا آيتونه راغلل : [سَأَلَ سَائِلٌ بِعَذَابٍ وَاقِعٍ . لِّلْكَافِرينَ لَيْسَ لَهُ دَافِعٌ . مِّنَ اللَّهِ ذِي الْمَعَارِجِ[166]][سمول]

دا روايت  مناوي هم د فيض القدير د شپږم ټوک په ٢١٧ مخ کې نقل کړى؛خو په نقل کې یې سفيان د جعفر بن محمد نوم نه دى راوړى .

رسول الله (ص) :[سمول]

تر ما وروسته علي ولي دى[سمول]

دا حديث د صحيح ترمذي په دويم ټوک، ٥٨ باب، ٢٩٧مخ؛ احمد بن حنبل د مسند د څلورم ټوک په ٤٣٧ مخ؛ حاکم د مستدرک د درېم ټوک په ١١٠ مخ؛ ابوداوود طيالسي د مسند د درېم ټوک په ١١١ مخ ؛ ابونعيم د د حلية د شپږم ټوک په٢٩٤ مخ؛ متقي د کنزالعمال د شپږم ټوک په ٣٩٩ مخ او نسائي د خصايص په ٢٣ مخ کې او نورو ډېرو د يمن د جګړې په کيسه کې نقل کړى دى .  

( ابوداود طيالسي؛مسند: ١١ټوک،٣٦٠ مخ ) په خپل سند له حضرت ابن عباس څخه روايتوي،چې پاک نبي،حضرت علي ته وويل : (( ته تر ما وروسته د هر مؤمن ولي يې . ))

( اسدالغابه : پينځم ټوک، ٩٤ مخ ) د وهب بن حمزه په ژوند لیک کې وايي : د هغه حديث يوسف بن صهيب له رکين بن وهب بن حمزه نقل کړى دى : له مدينې تر مکې له حضرت علي سره په سفر کې وم،چې په لار کې مې ترې يوه مکروه وليده او ورته مې وويل : پېغمبراکرم مې چې وليد؛نو خبره به دې ورته وکړم او چې رسول الله مې وليد؛نو کيسه مې ورته وکړه،چې راته يې وويل :

(( دا خبره مه کوه؛ځکه هغه تر ما وروسته د هر مؤمن ولي دى . ))

دا روايت مناوي هم د فيض القدير په ٣٥٧ مخ، هيثمي  د مجمع د نهم ټوک په ١٠٩ مخ، ابن حجر د اصابه د شپږم ټوک،لومړي قسم،٣٢٥ مخ او متقي  د کنزالعمال د شپږم ټوک په ١٥٥ مخ راوړى دى .

آيت : (إِنَّمَا وَلِيُّكُمُ اللّهُ وَرَسُولُهُ)[سمول]

( فخر رازي ؛کبير تفسير ) د مائدې په سورت کې د (إِنَّمَا وَلِيُّكُمُ اللّهُ وَرَسُولُهُ) تر آيت لاندې ليکي : له حضرت ابي  ذر څخه روايت دى : د ماسپښين لمونځ مې له رسول الله سره وکړ،چې يو سوالګر جومات ته راننووت او سوال يې وکړ؛خو چا څه ور نه کړ ( د حديث نوره برخه په تېرو برخو کې تېر شو ) دا روايت ابواسحاق احمد ثعلبي هم په خپل تفسير کې راوړ دى .

( تفسير ابن جرير طبري : شپږم ټوک، ١٨٦ مخ ) په خپل سند له عتبة بن حکيم او همداراز په هماغه مخ کې بيا له غالب بن عبيدالله له مجاهد او سيوطي هم د (إِنَّمَا وَلِيُّكُمُ اللّهُ وَرَسُولُهُ) تر آيت لاندې او د وينا له مخې يې عبدالرزاق، عبد بن حميد، ابن جرير، ابوالشيخ او ابن مرودويه هر يو له بېل بېل صحابي او واحدي د اسباب النزول په ١٤٨ مخ له ابي  صالح له حضرت ابن عباس او فخر رازي  له عبدالله بن سلام او کنزالعمال د شپږم ټوک په ٣١٩ مخ او همداراز د اووم ټوک په ٣٠٥مخ  کې د (إِنَّمَا وَلِيُّكُمُ اللّهُ وَرَسُولُهُ) په باب روايتونه نقل کړي،چې دا آيت د حضرت علي په فضيلت کې راغلى،چې موږ يې يوازې د کنزالعمال د اووم ټوک،٣٠٥ مخ روايت راخستى،چې پکې راغلي : حضرت ابي  رافع وايي: رسول الله (ص) ته ورغلم،چې  د وحې په حالت کې و؛ نو ناڅاپه مې پام شو،چې يو مار د کوټې په ګوټ کې روان دى؛ګومان مې وکړ،که مړ یې کړم؛نو رسول الله به له خوبه راويښ شي او که مړ يې نه کړم؛نو کېداى شي رسول الله (ص) وچيچي؛ اړ شوم،چې د پاک نبي د ژغورولو لپاره د مار او د رسول اکرم په منځ کې سملم او پر همدې مهال پېغمبر اکرم پاڅېد،چې د (إِنَّمَا وَلِيُّكُمُ اللّهُ وَرَسُولُهُ وَالَّذِينَ آمَنُواْ الَّذِينَ يُقِيمُونَ الصَّلاَةَ وَيُؤْتُونَ الزَّكَاةَ وَهُمْ رَاكِعُونَ)

آيت راغى او بيا يې وويل : الحمدلله .  بيا يې سترګې پر ما ولګېدې،چې په څنګ کې يې پروت يم؛نو پوښتنه يې وکړه : ولې دلته پروت يې ؟ ورته مې وويل : ددې مار له امله . راته يې وويل : پاڅه او مار ووژنه . ما هم مار وواژه . بيا يې له لاسه ونيوم او راته يې وويل : ابا رافع ! ډېر ژر به داسې خلک پېداشي،چې له علي سره به جګړه وکړي؛نو د خداى حق دى،چې له هغوى سره جهاد وشي او که چا د جهاد وسه نه درلوده؛نو په ژبه دې ورسره مبارزه وکړي او که دومره وسه يې هم نه درلوده؛نو په زړه دې ورسره جهاد وکړي،چې بې له دې بله دنده نشته .

همداراز طبراني په اوسط، سيوطي په درالمنثور، ابن مردويه له حضرت عمار ياسر او ذخاير العقبى (٨٨ او ١٠٢ مخونو ) کې له عبدالله سلام، واحدي په اسباب النزول، ابوالفرج ابن الجوزي، رياض النضره ( دويم ټوک،٢٧٧ مخ ) او د وينا له مخې یې، واحدي او ابوالفرج او فضائلي هم په دې اړه روايتونه نقل کړي دي .

(  ابن حجر؛ تهذيب التهذيب : يوولسم ټوک،٤٣٩ مخ ) ابراهيم بن زياد سبلان وايي : عباد بن عباد راته روايت وکړ،چې له يونس بن خباب سره وم او ورته مې وويل : د قبر د عذاب په اړه راته روايت وکړه، چې راته يې وويل : په دې کې يو لړ خبرې دي،چې ناصبيانو او د حضرت علي دښمنانو پټې کړې دي . پوښتنه مې وکړه : هغه کومه خبره ده ؟ داچې په قبر کې له هر چا پوښتنه کېږي،چې ولي دې څوک و ؟؛نو که ځواب دې ورکړ: علي! ؛ نو خلاصون به دې موندلاى وي .

د رسول الله (ص) خليفه[سمول]

( هيثمي؛مجمع : اتم ټوک،٣١٤ مخ )  حضرت عبدالله بن مسعود (رض): رسول الله راته د خپلو خبرو په ترڅ کې وويل : اجل مې رانږدې شوى دى . ورته مې وويل : رسول الله ! آيا ابوبکر (رض) خپل خليفه کوئ ؟ رسول الله راڅخه مخ واړو؛نو پوه شوم،چې زما خبره يې خوښه نه شوه؛نو ورته مې وويل : عمر (رض) څنګه ؟ بيا يې مخ واړو؛پوه شوم،چې بيا يې هم زما خبره خوښه نه شوه، چې بيا مې ترې پوښتنه وکړه : رسول الله ولې علي خپل ځايناستى نه کوئ ؟ را ته يې وويل : (( قسم پر خداى ! خليفه مو هماغه دى او که بيعت مو ورسره وکړ، لاروي مو ترې وکړه؛نو ټول به جنتيان شئ . ))

( مناوي؛کنوزالحقايق :١٤٥ مخ ) رسول الله (ص) وويل : (( ووژنئ، هغه چې د خلافت  پر سر له علي سره جګړه کوي که هر څوک وي . )) مناوي دا حديث ديلمي ته نسبت ورکړى دى .

( خطيب بغدادي؛د بغداد تاريخ : لومړى ټوک،١٣٥ مخ ) په خپل سند له عبدالله بن احمد بن حنبل څخه روايت کړى،چې وايي : له پلار سره مې وم،چې څو تنه ورته راغلل او د ابوبکر،عمر، عثمان او علي (رضى الله عنهم) د خلافت په اړه  يې اوږدې خبرې وکړې،چې په پاى کې مې پلار وويل : ډېرې خبرې مو وکړې! هغوى درېو د خلافت له لارې عزت لاس ته راووړ او حضرت علي چې خليفه شو؛نو خلافت ته يې عزت ورکړ .


د بدر د جګړې پر ورځ حضرت جبراييل وويل :[سمول]

لا سيف الا ذوالفقار و لا فتى الا على

د رستم د مړنتوب خبرې هېڅ شوې[سمول]

ذوالفقار چې يې ياد شوى په قصص[167][سمول]

( صحيح بخاري : د بدء الخلق کتاب : باب قتال ابي جهل ) په خپل سند له حضرت علي بن ابيطالب روايتوي چې وايي :ړومبى تن يم،چې د قيامت پر ورځ به د لوراند څښتن پر وړاندې عدالت غوښتنې ته ګونډه ووهم . قيس بن عباد وايي : د (هَذَانِ خَصْمَانِ اخْتَصَمُوا فِي رَبِّهِمْ) آيت هم د حضرت علي په اړه  نازل شوى او د بدر د ورځې يو جنګيالى هغه، بل يې حضرت حمزه،حضرت عبيدة بن حارث ، عتبه، شيبه او وليد د عتبه زوى و .

( سنن بيهقي: درېم ټوک،٢٧٦ مخ ) په خپل سند له حضرت علي روايتوي،چې وايي : د بدر پر ورځ عتبه، ورور يې شيبه او زوى يې وليد د دښمن له لښکره راووت او مقابلې ته يې انډول وغوښت؛نو د اسلام له لښـکره يو ځوان راووت، مشرکانو وويل : موږ دا نه غواړو . ورته ووايه،چې زموږ خپل تربوران راشي، موږ غواړو  د عبدالمطلب له پرګې سره وجنګېږو . رسول اکرم (ص) خپل تره ته وويل : حمزه ! عبيده ! علي پاڅى! بيا حمزه له عتبه،عبيده له شيبه او علي له وليد سره ونښت؛ حمزه  عتبه، علي وليد او عبيده شيبه وواژه؛خو شيبه په توره عبيده وواهه  او پښه يې ترې غوسه کړه او حمزه او علي يې مرستې ته ورغلل او عبيده تر څه مودې وروسته په صفراء کې ومړ .

سيوطي په درالمنثور کې د ( ص ) د سورت  تر (أَمْ نَجْعَلُ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ كَالْمُفْسِدِينَ فِي الْأَرْضِ) آيت او همداراز ( حلية: نهم ټوک ،١٤٥ مخ ) په دې اړه  راويتونه نقل کړي،چې په دويمي کې يې راغلي : حضرت معاويه بن ابي سفيان د بني کنانه يو سړى وپوښت: د بدر جګړه دې يادېږي؟ ورته يې وويل : هو . حضرت معاويه : هغه مهال د څو کالو وې؟ ورته يې وويل :ځوان وم . حضرت معاويه : څه چې دې يادېږي،راته يې ووايه. ويې ويل : د علي بن ابيطالب جګړه مې يادېږي،چې تر اوسه مې د هغه په څېر ځوان نه و ليدلى،چې د زمري په څېر يې پر دښمن بريد کاوه .

( رياض النضره : دويم ټوک،٢٢٥ مخ ) او ( ابن جرير طبري؛ تاريخ : دويم ټوک،١٩٧ مخ ) په دې اړه  روايتونه نقل کړي،چې په دويمي کې يې ابي رافع له پلار له نيکه روايتوي،چې وايي : وروسته تر دې، چې  حضرت علي د بدر په جګړه کې د کفر بېرغچيان ووژل؛نو رسول اکرم (ص) وليدل،چې د مشرکينو يوه ډله په يوه ځاى کې راټوله شوې؛نو حضرت علي ته يې حکم وکړ،چې بريد پرې وکړه او  خپاره واره يې کړه . حضرت علي بريد وکړ او په دې بريد کې يې عمرو بن عبدالله وواژه او نور يې خپاره واره کړل . بيا رسول اکرم (ص) وليدل،چې بله ډله په يوه بل ځاى کې ولاړه ده؛نو بيا يې پر حضرت علي غږ وکړه : هغوى وشينده ! حضرت علي بريد وکړ او د بني عامر بن لوئي له ټبره يې شيبه بن مالک وواژه او نور يې خپاره واره کړل . دا مهال حضرت جبراييل، رسول اکرم ته وويل: دا ده د مواسات مانا . رسول اکرم ورته وويل : اخر هغه له ما او زه له هغه ځنې يم. جبراييل وويل : او زه ستاسو د دواړو او ټولو واورېدل : لا سيف الا ذوالفقار و لا فتى الا على .

دا روايت ( محب طبري؛ رياض النضره :دويم ټوک،١٧٢ مخ ) ، ( علي بن سلطان؛ مرقاة : پينځم ټوک،٥٦٧ مخ ) ، ( کنزالعمال :درېم ټوک،١٥٤ مخ ) ، ( ذخاير العقبى :٧٤ مخ ) او همداراز ( کنزالعمال : پينځم ټوک،٢٧٣ مخ ) هر يو د بدر د جګړې په اړه روايت نقل کړى،چې په وروستي کې يې راغلي : پر هغه شپه رسول اکرم (ص) خپلو يارانو ته وويل : څوک به اوبه راوړي ؟ اصحابو کرامو يې خبره و نه منله او يوازې حضرت علي و، چې د اوبو ژی يې پر اوږه کړ او د بدر څاه ته ورکوز شو،چې ډېر ژور او تياره و . خداى، جبراييل، مکائيل او اسرافيل ته وويل : د محمد او ګوند يې د بري چمتوتيا ونيسئ او دا درې واڼه پرښتې راکوزې شوې او د راکوزېدو پر مهال يې حضرت علي وستايه.

دا روايت ابن شاهين هم نقل کړى . محب طبري هم د ذخاير په ٦٨ مخ کې راوړى او د احمد مناقب ته يې نسبت ورکړى دى .

زمخشري د کشاف او فخر رازي په کبير تفسير کې د انفال د سورت د (فَلَمْ تَقْتُلُوهُمْ وَلَكِنَّ اللّهَ قَتَلَهُمْ وَمَا رَمَيْتَ إِذْ رَمَيْتَ وَلَكِنَّ اللّهَ رَمَى؛يعنې ومو نه وژل؛بلکې خداى ووژل او ګوزار مو نه کړل ،چې ګوزار مو کړل؛بلکې خداى ګوزار کړل ) آيت په تفسير کې راوړي، د کفر لښکر،چې راښکاره شو؛نو رسول اکرم (ص) د دعا لپاره لاسونه پورته کړل او و يې ويل : خدايه !دا د قريشو لښکر دى،چې ستا استازى يې دورغجن وګاڼه او اوس په کبر را روان دي؛نو خدايه ! هغه برى راورسوي، چې ژمنه دې راسره کړې وه . جبراييل راغى او و يې ويل : يو موټى خاوره راواخله او پر لور يې وروشينده، لښکر،چې رانږدې شو، پاک نبي(ص)،حضرت علي ته وويل : يو موټى خاورې راکړه . خاورې يې د دښمن پر لور وروشيندلې او و يې ويل : شاهت الوجوه؛ چې په پايله کې يو مشرک هم پاتې نه شو؛خو هغه چې خاورې پرې نه وې لګېدلې،د کفر لښکر ټول ووژل او ځينې يې اسيران کړل . دا روايت سيوطي هم په درالمنثور کې د پورتني آيت په تفسير کې راوړى او په طبراني، ابوالشيخ او ابن مردويه ته يې نسبت ورکړى دى .

د احد غزا[سمول]

( اسدالغابه : څلورم ټوک،٢٠ مخ ) په خپل سند له حضرت سعيد بن مسيب روايتوي،چې وايي : حضرت علي د احد پر ورځ شپاړس ټپونه واخستل، چې هر يو يې يوازې کړاى شول،له پښو يې وغورځوي او هر ټپ چې یې اخسته او لوېده ؛نو جبراييل به را پورته کاوه .

( رياض النضره :دويم ټوک،١٧٢ مخ ) ، ( علي بن سلطان؛مرقاة :پينځم ټوک،٥٦٨ مخ ) ، ( هيثمي؛مجمع :شپږم ټوک،١١٤ مخ )  او (متقي؛کنزالعمال :شپږم ټوک٤٠٠ مخ ) روايتونه راوړي،چې حضرت جبرئيل د حضرت علي مواساة وستايل .

( شبلنجي؛ نوروالابصار : ٧٩ مخ ) له حافظ بن محمد بن عبدالعزيز جنابذى د ( معالم العترة النبويه ) په کتاب کې او هغه بې د مسند له یادولو له قيس بن سعد له پلاره روايتوي،چې له حضرت علي يې اورېدلي،چې و يې ويل :د احد پر ورځ مې شپاړس ټپونه واخستل،چې څلورو يې راګوزار کړم،چې يو ښکلى او خوږبويه سړى راغى او زه يې را اوچت کړم او راته يې وويل : ورپسې ولاړ شه،چې د خداى  او رسول  پر لار يې او دواړه درنه راضي دي . ما کيسه رسول اکرم (ص) ته و کړه . و يې ويل : علي ! خداى دې سترګې روښانه کړه؛ هغه جبراييل و.

( نورالابصار :٧٨ مخ ) له حضرت ابن عباس روايتوي،چې وايي : د احد پر ورځ طلحه بن ابي طلحة د کفارو بېرغچي مېدان ته راودانګل او غږ يې کړ : د محمد اصحابو ! ګروهن ياست،چې موږ به خداى ستاسې په تورو دوزخ ته او تاسې به زموږ په تورو جنت ته ولېږي؛نو په تاسې کې کوم يو د جنت لېوال دى . حضرت علي بن ابيطالب ورمخې ته شو او ورته يې وويل : پر خداى تر هغه به دې پرې نه ږدم،چې په توره مې دوزخ ته نه يې ورلېږلى؛د تورو ګوزارونه شول، چې حضرت علي په توره پر پښو وواهه او پښې يې ترې غوسې کړې او غوښتل يې و يې وژني؛خو طلحه ورته د خپلوۍ قسم ورکړ،چې مه مې وژنه . علي هم خپل ځاى ته راستون شو. مسلمانانو ورته وويل : ولې دې و نه واژه . ورته يې وويل : قسم يې راکړ،چې و يې نه وژنم؛خو ډاډمن يم،چې ژوندى به پاتې نشي او طلحه هملته ومړ او پېغمبر اکرم يې پر مړينه خورا خوشحال شو . شبلنجي بيا له ابن اسحاق نقلوي،چې وايي : د احد د جګړې سوبمن حضرت علي او زغم یې و.


د قيامت تر ورځې د حضرت علي[سمول]

مبارزه  د امت تر ټولو کړنو غوره ده[سمول]

چې د دين مخــــــــــالفان  يې وو خوراک[سمول]

په داهسې مړنتـــــــــــــوب يې آفرين وو[سمول]

چې په کار يې محــــــــــــمد شو فرحناک[سمول]

که سواره يې مړني دلښــــــــکر ډېر دي[سمول]

لاس زما د دلدل سواردزين فـــــــــــتراک[168][سمول]

( مستدرک الصحيحين : درېم ټوک،٣٢ مخ ) په خپل سند له سفيان ثوري له بهز بن حکيم ،حکيم له پلاره له نيکه روايتوي،چې وايي : رسول اکرم (ص) ويل : د خندق د جګړې پر ورځ له عمرو بن عبدود سره د حضرت علي مبارزه د قيامت تر ورځې زما د امت تر ټولو غوره چار دى.

دا روايت ( خطيب؛د بغداد تاريخي :ديارلسم ټوک،١٩ مخ ) له اسحاق بن بشر قرشي له بهز بن حکيم له پلاره له نيکه او دې ورته يو روايت فخر رازي په کبير تفسير کې د قدر سورت په تفسير کې راوړى دى .

( مستدرک الصحيحين :درېم ټوک،٣٢ مخ ) په خپل سند له ابن اسحاق روايتوي،چې وايي : عمرو بن عبدود د بدر په جګړه کې هم برخه اخستې وه؛خو د ټپ اخستو له امله يې د احد په جګړه کې برخه وا نه خسته؛نو د خندق جګړې ته ځکه راغلى و،چې د بدر په جګړه کې د اخستل شوي ټپ غچ واخلي او ټول ځان يې پر وسله پوښلى و، چې ټول يې وګوري،حضرت علي پرې غږ وکړ : عمرو ! له خداى سره دې ژمنه کړې وه،چې که په جګړه کې مقابل لورى قرشي وي؛نو يو له دوو وړانديزونو يې ومنې . عمرو ورته وويل : هو همداسې ده ! حضرت علي ورته وويل : وړانديز درکوم،چې د خداى او رسول بلنه يې و منې او مسلمان شې . عمرو وويل : زه دې خبرو ته اړتيا نه لرم ، دويم وړانديز دې څه دى ؟ حضرت علي ورته وويل : بل داچې راسره وجنګېږې . عمرو ورته وويل: وراره! دا څنګه وړانديز دې ورکړ،پر خداى قسم،چې نه غواړم  و دې وژنم . حضرت علي ورته وويل : پر خداى قسم،چې غواړم  تا ووژنم . عمرو غيرتي شو او له اس يې راودانګل او د حضرت علي پر لور راغى  او غږ يې کړ : څوک دى،چې له ما سرو وجنګېږي ؟ دا مهال وسلوال حضرت علي پاڅېد،چې يوازې سترګې يې ښکارېدې او و يې ويل : رسول الله ! اجازه راکړه،چې ډګر ته ورشم. پېغمبر(ص)  ورته وويل : اخر هغه عمرو بن عبدود دى ، ته کېنه ! عمرو بيا غږ کړ : په تاسې کې سړى نشته ؟ رسول اکرم(ص)، علي ته اجازه ورکړه او ولاړ او و يې ويل :

لا تعجلن اتاک مجيب صوتک غير عاجز

ذونبهة و بصيرة والصدق منــجى کل فائز

انى لارجو اقيم عليک نامـــــحة الجنـــائز

من ضربة نجلاء يبقى ذکرها عندالهــزاهز

عمرو وپوښته :څوک يې ؟ ورته يې وويل : علي يم ؟ پوښتنه يې وکړه : د چا زوى يې ؟ زه د عبدمناف زوى علي بن ابيطالب يم . عمرو ورته وويل : ستا په لښکر کې داسې کسان شته ،چې تر تا پاخه وي،ستون شه !نه غواړم  ودې وژنم او وينه دې تويې کړم .حضرت علي : خو زه ستا د وينې تويولو لپاره هېڅ پروا او وېره نه لرم . عمرو له اسه راکوز شو او د برښنا په څېر يې خپله توره راوايسته او د  حضرت علي پر لور راغى . حضرت علي هم ورمخکې شو او د څرمنې سپر يې د تورې مخې ته ونيو. دواړه ونښتل او د نښـتې له امله دوړې شوې،چې يوه لښکر هم نه ليدل،چې څه روان دي،چې ناڅايه له دوړو د حضرت علي د الله اکبر غږ راپورته شو او پېغمبراکرم پوه شو،چې حضرت علي، عمرو له منځه وړى دى ._ تردې چې وايي : _ حضرت علي د رسول اکرم(ص) پر لور راغى چې څېره يې ځلېده . حضرت عمر بن خطاب وپوښتل : ولې دې د عمرو سلب را وا نه خست او د زغرې په څېر یې بله نشته ؟ حضرت علي ورته وويل : هغه مې چې وواهه او پر ځمکه ګوزار شو او چې غوښتل مې سر ترې غوڅ کړم؛نو عورت يې ښکاره کړ،وشرمېدم،چې سلب يې واخلم او تر مړينې وروسته يې لښکريانو له ځان سره وتښتاوه.

دا روايت ( شبلنجي؛ نورالابصار :٧٩ مخ ) هم راوړى؛خو په دومره توپير چې د عمرو بن عبدود شعرونه يې هم راوړي،چې وايي :

ولقد بحجت من النداء لجمعکم هل من مبارز

و وقفت اذوقت الشجاع مواقف القرن المناجر

و کذلک انى لــــــم ازل متترعاً قبــــــــل الهزاهز

ان الشجاعة فى الفتى و الجود من خير الغرائز

غږ مې ټپ شو،دومره چغې مې ستاسې لښکر ته ووهلې،چې څوک دى مبارز او د مړانې پر مقام ولاړ يم،چې د خپل قوم ستر يم او مبارز غواړي زه تل د اوښانو اخستونکى او د جګړې د ورځې په هيله وم . هو ! مړانه په مېړنيو کې او سخاوت تر ټولو غوره غريزه ده .

( مستدرک الصحيحين : درېم ټوک،٣٣ مخ ) په خپل سند له عاصم بن عمر ابن قتاده د عمرو له خور څخه د خپل ورور په مرثيه کې شعرونه نقل کړي،چې دادي :

لوکان قاتل عمرو قاتله

بکيته ما اقام الروح فى جسدى

لـــکن قاتله من لايعاب به

و کان يدعى قديما بيضة البد


که د عمرو قاتل بې له هغه بل څوک و،چې وژلى يې دى؛نو چې ژوندۍ وم، ژړل به مې؛خو د ورور وژونکى مې هغه دى، چې چا پکې نيمګړتيا نه ده ليدلې او زما د ورور پر وژلو هم نه رټل کېږي او هغه هم دى،چې له پخوا به يې ورته د قوم مشر وايه .

فخر رازي په کبير تفسير کې د بقره د سورت د (تِلْكَ الرُّسُلُ فَضَّلْنَا بَعْضَهُمْ عَلَى بَعْضٍ؛تېر انبياء مو ځينې پر ځينو غوره کړل ) آيت په تفسير کې روايتوي،چې د عمرو عبدود تر وژولو وروسته،رسول اکرم (ص)، حضرت علي وپوښت: علي ! هغه مهال دې خپل زړه څنګه وموند ؟ حضرت علي ورته وويل : هغه مهال مې زړه دومره پياوړى و،چې که ټوله مدينه راسره جنګېدلې واى؛نو ورسره به جنګېدلاى وم .

سيوطي په درالمنثور کې د احزاب د سورت د (وَرَدَّ اللَّهُ الَّذِينَ كَفَرُوا بِغَيْظِهِمْ لَمْ يَنَالُوا خَيْرًا وَكَفَى اللَّهُ الْمُؤْمِنِينَ الْقِتَالَ) د آيت په تفسير کې له ابي حاتم، ابن مردويه او ابن عساکر ټول له ابن مسعود روايت کړى، چې هغه دا آيت داسې ولوست: ( و کفى الله المؤمنين القتال بعلي بن ابيطالب ) او دا مانا ذهبي هم د ميزان الاعتدال د دويم ټوک په ١٧ مخ کې له ابن مسعود نقل کړې _ ؛البته مانا يې دا نه ده،چې د علي بن ابيطالب ټکى هم د قرآن برخه وه،چې بيا لرې شوې؛بلکې ابن مسعود غوښتل ووايي،چې دا آيت د علي بن ابيطالب په اړه  نازل شوى دى .

د خيبر او حنين غزوې[سمول]

ذوالفقــــــــــار يې ازدها وودوى يې ژبې

چې ددين مخــــــــــالفان  يې وو خوراک

په داهسې مړنتـــــــــــــوب يې آفرين وو

چې په کاريې محــــــــــــمد شو فرحناک

که سواره يې مړني دلښــــــــکر ډېر دي

لاس زما د دلدل سوارد زين فـــــــــــتراک

د خيبرپه کوټ يې هســـې زور ښکاره کړ

'چې له ويخه يې راونــــــــــــــــړول پاک [169]'

( امام احمد بن حنبل؛مسند :شپږم ټوک،٨ مخ ) په خپل سند له حضرت ابي رافع روايتوي،چې له حضرت علي سره د خيبر د کلاوو پر لور ولاړو؛نو همدا چې ورنږدې شو؛نو له کلاګانو پرې يرغل وشو او له  حضرت علي سره ونښتل،چې يو سړي پر حضرت علي د تورې ګوزار وکړ او ډال يې ترې ګوزار کړ؛نو حضرت علي يو ور راواخسته او خپل ډال يې کړ او تر هغې يې په لاس کې و، چې خيبر يې سوبه کړ او بيا يې پر ځمکه ګوزار کړ،بيا زه او اووه کسان نور ولاړو،چې ور راپورته کړو،چې څومره دروند دى؛خو څومره زورونه مو چې ووهل،له ځايه مو و نه خوځاوه .

دا روايت  (ابن جرير طبري؛ تاريخ : دويم ټوک :٣٠٠ مخ ) او ( علي بن سلطان؛مرقاة : پينځم ټوک،٥٦٦ مخ ) کې هم راوړى او د احمد بن حنبل مناقب ته يې نسبت ورکړى دى .

( د بغداد تاريخ : يوولسم ټوک،٣٢٤ مخ ) په خپل سند له حضرت جابر بن عبدالله روايتوي،چې د خيبر د سوبې پر ورځ،چې حضرت علي کوم ور اوچت کړى و؛نو تر څلوېښت لږو کسانو اوچت نشو کړای.

دا روايت ( ذهبي؛ميزان الاعتدال : دويم ټوک،٢١٨ مخ ) ، ( عسقلاني؛ فتح الباري :نهم ټوک،١٨ مخ ) ، ( علي بن سلطان؛مرقاة : پينځم ټوک،٥٦٧ مخ ) ، ( محب طبري؛رياض النضره :دويم ټوک،١٨٨ مخ ) هم راوړى او محب طبري او علي بن سلطان ويلي : بيا چې غوښتل دا ور پر خپل ځاى کېږدي؛نو اويا کسانو دا کار و.

( کنزالعمال :شپږم ټوک،٣٩٨ مخ ) له حضرت جابر بن سمرة روايتوي،چې وايي :  حضرت علي د خيبر پر  ورځ ور راونړاوه او مسلمانان کلا ته ورننووتل او کلا يې سوبه کړه او  بيا تر څلويښتو لږو کسانو و نه شو کړاى ور اوچت کړي .

( ابن عبدالبر؛ استيعاب : دويم ټوک،٣٩٨ مخ ) له زبير بن بکار له عبدالله بن بريده له حضرت بريده روايتوي،چې حضرت ام سلمه بي بي هم د خيبر په جګړه کې وه او و يې ويل : د مرحب پر غاښونو مې د علي د تورې د ګوزار غږ واورېد .

فخر رازي په کبير تفسير کې د کهف د سورت د (أَمْ حَسِبْتَ أَنَّ أَصْحَابَ الْكَهْفِ وَالرَّقِيمِ كَانُوا مِنْ آيَاتِنَا عَجَبًا) آيت په تفسير کې د کراماتو پېښېدو ته شپږم دليل راوړي،وايي : څوک چې د غيبي نړۍ په اړه  ډېره پوهه ولري؛نو زړه او ماغزه يې غښتلي وي؛نو ځکه حضرت علي کرم الله وجهه وايي : پر خداى قسم،هغه مهال مې د خيبر ور په جسماني ځواک پورته نه کړ او په رباني او اسماني ځواک مې پورته کړ او داچې هغه مهال حضرت علي کرم الله وجهه په ټوليزه توګه له توکیزې- مادي نړۍ سره اړيکه پرېکړې وه او د نور پرښتو د عالم کبرياء رڼا پرې اچولې وه،چې په پايله کې يې اروا د ملکي ارواوو په څېر غښتلې شوې وه او داسې ځواک يې لاس ته راوړى و،چې تر اوسه لا هيچا هم لاس ته نه و راوړى . 

  ( هيثمي؛مجمع : شپږم ټوک،١٨٠ مخ ) وايي : له حضرت انس بن مالک روايت،دى چې وايي : د حنين د جګړې پر ورځ بې له حضرت عباس (د پېغمبر تره)، حضرت ابوسفيان بن حارث (د پېغمبر د تره زوى) او حضرت علي ټول وتښتېدل او يوازې دوى ول،چې په هغه حال کې جنګېدل .

او د هماغه ټوک په ١٨٢ مخ کې له حضرت ابن عباس روايتوي،چې وايي : حضرت علي بن ابيطالب يو موټى خاورې رسول اکرم ته ورکړې او رسول اکرم پر دښمن وروشيندلې .

حضرت علي[سمول]

پر ځمکه سيف الله او اسدالله دی[سمول]

( ذخاير العقبى :٩٢ مخ ) له حضرت انس بن مالک روايتوي،چې وايي : پېغمبراکرم (ص) پر منبر کېناست او ډېره وينا يې وکړه او بيا يې وپوښتل: علي بن ابيطالب چېرته دى ؟ حضرت علي له ځايه پاڅېد او و يې ويل : رسول الله حاضر يم . پېغمبر اکرم خپلې سينې ته رانږدې او د دوو سترګو تر منځ يې ښکل کړ او پر لوړ غږ يې وويل : مسلمانانو ! دا زما ورور،د تره زوى او زوم دى؛زما غوښه ، وينه او ويښته دى؛دا زما د دوو زامنو پلار دى،چې د جنت د ځوانانو ښاغلي دي، دا دى چې تل يې زما د ستونزو غوټى پرانستې،پر ځمکه د خداى دښمنانو پر خلاف سيف الله او اسدالله دې، پر دښمنانو دې يې د خداى لعنت وي،زه او خداى يې له دښمنانو کرکجن يو او که څوک غواړي له ما او خدايه بېزاره  او کرکجن شي؛نو له علي دې بېزاره شي او ناست کسان دې دا خبره هغوى ته ورسوي،چې نشته . بيا يې وويل : علي کېنه ! چې خداى معرفي کړې.

( ابن قتيبه؛الامامة والسياسية :٩٧ مخ ) له ابو المجحن ثقفي بې له سنده روايت نقل کړى،چې حضرت معاويه ته ورغى او ورته يې وويل : زه له بې سره، بې ژبې، ډارن او بخيل علي بن ابيطالب څخه راغلم . حضرت معاويه ورته وويل : ته او خداى ! پوهېږې چې څه وايې ؟ او دا چې ودې ويل، هغه بې ژبې دى؛نو پر خداى قسم که د خلکو ټولې ژبې يو ځاى شي؛نو يوازې د علي ژبه ورته کافي ده او داچې و دې ويل،چې هغه ډارن دى؛نو مور دې سر ته کېنه؛ تا تر اوسه څوک ليدلى،چې علي ته به ټينګ شوى وي او پر منځ به يې نه وي نيم کړى؟ او داچې و دې ويل،هغه کنجوس دى؛نو پر خداى قسم،چې يو کور له سرو زرو او بل له بوسو ورکړې؛نو سره زره به تر بوسو مخکې نفقه کړي . د ابوالمحجن زوى وويل :نو ولې وسره جنګېږې .حضرت معاويه ورته وويل : د حضرت عثمان د وينې  ته.

( رياض النضره :دويم ټوک،٢٢٥ مخ ) حضرت ابن عباس وپوښتل شو: د صفين په جګړه کې په خپله جګړې ته تللى وې که نه ؟ ځواب يې ورکړ: پر خداى قسم د هغه په څېر مې هېڅ څوک نه دي ليدلي،چې د مرګ خولې ته ځان ورغورځوي او له ډېرو جنګياليو سره جنګېدلى او ټول يې وژلي دي .

محب طبري د ذخاير په ٩٩ مخ کې راوړي او  واقدي ته يې نسبت ورکوي او وايي : ابن هشام له يو داسې کس نقل کړي،چې پرې ډاډمن و وايي : پر هغه ورځ،چې مسلمانانو د بني قريظه کلا را ایساره کړې وه؛نو حضرت علي يو غږ وکړ: د ايمان سرتېرو بريد وکړئ او په خپله له حضرت زبير بن عوام سره مخکې ولاړ او غږ يې کړ : پر خداى قسم،هغه شربت څښم،چې تره مې حمزه سيد الشهدا وڅښکه او يا به کلا سوبه کړم . د کلا خلکو چغې کړې : محمده ! د سعد بن معاذ پرېکړه مو قبوله ده .

په برخلیک سازو جګړو کې د حضرت علي ونډه[سمول]

( مستدرک الصحيحين : درېم ټوک،١١١ مخ ) او همداراز ( درېم ټوک،١٣٧ مخ ) په دې اړه  دوه روايتونه راوړي،چې په دويمي کې مالک بن دينار وايي : حضرت سعيد بن جبير مې وپوښت: په جګړو کې د رسول اکرم بېرغ د چا په لاس کې و ؟ له مانا ډکه کتنه يې راته وکړه او را ته يې وويل : راته ښکاري،چې ډېر بې فکره يې . خپه شوم او دا خبره مې دهغه ملګري قراء ته وکړه،چې سعيد مې وپوښت ،ويې ويل : په داسې ځاى کې دې وپوښت،چې له حجاج څخه وېرېده او پټ و او نن راغلى او د کعبې په شاوخوا کې يې پېدا کولاى شې؛نو ته کړاى، شې چې ورشې او خپله پوښتنه ترې وکړې او ځواب دې واخلې؛نو ما هم د کعبې مخامخ پوښتنه وکړه او راته يې وويل : په ټولو جګړو کې د رسول الله (ص) بېرغ له حضرت علي سره و او زه دا له حضرت ابن عباس روايتوم .

دا روايت ابن سعد هم د طبقات د درېم ټوک په ١٥ مخ کې په لږ اختلاف نقل کړى،چې سعد وايي : پر لار به د جګړې بېرغ ابن ميسره عبسي وړه؛خو چې جګړه به شوه؛نو علي به نيوه .

دا روايت ( ذخاير :٧٥ مخ ) هم راوړى او د احمد بن حنبل مناقب ته يې نسبت ورکړى دى .

په تېرو مخونو کې مو له ( مستدرک الصحيحين :درېم ټوک،٤٩٩ مخ ) له قيس بن ابي حازم يو روايت راوړ،چې وايي : په مدينه کې په بازار کې ګرځېدم او باحجار زيب ته ورسېدم،چې يوه ډله مې وليده،چې حضرت علي کنځي او څوک هم ورته څه نه وايي،چې حضرت سعد بن ابي وقاص رامخکې شو او و يې ويل : آيا علي ړومبى مسلمان، ړومبى لمونځ کوونکى، تر ټولو زاهد، تر ټولو عالم، د رسول اکرم زوم او د خداى د رسول د بېرغ خاوند نه و . ( د حديث تر پايه )

( امام احمد بن حنبل؛مسند :لومړى ټوک،٣٦٨مخ ) په خپل سند له مقسم ( ابن حجر؛ تهذيب التهذيب :درېم ټوک،٤٧٥ مخ ) له نوموړي (اسدالغابه : څلورم ټوک،٢٠ مخ ) له حضرت ثعلبة بن ابي مالک، ( کنزالعمال : پينځم ټوک،٢٩٥ مخ ) له حضرت سعد بن عباده ، ( ابن سعد؛ طبقات :درېم ټوک،لومړى قسم،١٤ مخ ) له حضرت قتادة ، ( رياض النضره:دويم ټوک،١٩١مخ ) له حضرت ابن عباس ، ( هيثمي؛مجمع : پينځم ټوک، ٣١١ مخ ) ، ( مستدرک الصحيحين : درېم ټوک،١١١ مخ ) ، (کنزالعمال : پينځم ټوک،٢٦٩ مخ ) له حضرت ابن عباس، (هيثمي؛مجمع :شپږم ټوک،١١٤ مخ ) ، (رياض النضره : دويم ټوک،١٩١ مخ ) ، ( احمد بن حنبل؛مسند :درېم ټوک،١٦ مخ ) ، (اسدالغابه : څلورم ټوک،٢١ مخ ) او ( صواعق محرقه :٧٦ مخ ) په دې اړه روايتونه نقل کړي،چې په وروستي کې يې راغلي : ابويعلي له حضرت ابوهريرة روايتوي،چې وايي : حضرت عمر بن خطاب وويل : علي داسې ځانګړنې لرې،چې که يوه يې هم ما درلوده؛نو تر ټولو نعمتونو به راته ښه وه . پوښتنه وشوه : هغه کومې ځانګړنې دي؟ له فاطمې سره واده، په جومات کې ژوند او د خيبر د جګړې د ورځې بېرغ.

خداى[سمول]

د حضرت علي زړه پر ايمان ازمېيلى دى[سمول]

د علي د آل دوستي د ايمـــــان زړه دى[سمول]

څوک دې شک په دا په زړه نه راولي[سمول]

د علي د آل په مدح کې جنــــــــــت دى[سمول]

د خوشحال خټک په داده تـــــــــــسلي [170][سمول]

( صحيح ترمذي: دويم ټوک ) په خپل سند له ربعي بن حراش روايتوي چې وايي : حضرت علي بن ابيطالب د کوفې په رحبه کې خلکو ته وويل : د حديبيه پر ورځ يوه ډله مشرکانو،چې سهيل بن عمر هم پکې و، رسول اکرم (ص) ته وويل : زموږ ځينې زامن، خپلوان او مريان  په دې نامه،چې مسلمانان شوي مدينې ته درغلي؛خو شته داسې کسان،چې نه پوهېږي، چې له آره دين څه ته وايي او مطلب يې دا و،چې زموږ مالونه يې له ځان سره مدينې ته دروړي؛نو داسې خلک راوسپارئ . رسول اکرم (ص) ورته وويل : که ديني پوهه نه لري؛نو ديني پوهه به ورزده کړو او په ګواښ يې وويل : د قريشو ډلې ! يا مو له دې چارو لاس واخلئ او يا به داسې سړى درولېږم،چې په توره مو سمې لار ته راوړي،چې خداى يې پر ايمان زړه ازمېيلى دى . خلکو وپوښتل : رسول الله ! هغه څوک دى ؟ دا مهال حضرت ابوبکر او حضرت عمر دواړو په يو بل پسې سرونه راپورته کړل . پېغمبراکرم (ص) چوپ و او بيا يې وويل : هغه چې خپلې پڼې ګنډي او هغه مهال حضرت علي د رسول اکرم پڼې ګنډلې. بيا حضرت علي راوکتل،ويې ويل : د خداى استازي وويل : دهغه دې کور وسوځي چې پر موږ دروغ تړي .

دا روايت ( کنزالعمال : شپږم ټوک، ٤٠٧ مخ کې راوړى او ابن جرير ته يې نسبت ورکړى او صحيح يې ګڼلى )، (مستدرک الصحيحين: دويم ټوک،١٣٧ مخ او همداراز څلورم ټوک،٢٩٨ مخ  ) ، ( متقي؛ کنزالعمال :شپږم ټوک،٣٩٦ مخ ) همدې مضمون ته نږدې يو بل روايت هم نقل کړى ، ( د بغداد تاريخ :لومړى ټوک،١٣٣ مخ ) له ربعي او د اتم ټوک په ٤٣٣ مخ کې له بلې لارې او دويم ټوک په ٤٠٨ مخ کې په لنډه نقل کړى دى .

( صحيح ترمذي : 2 ټوک ،301 مخ ) پر خپل سند له ابي حمزه _ انصاري _ څخه روايت کړى،چې ويې ويل :  له حضرت زيد بن ارقم نه مې واورېدل،چې و يې ويل : حضرت علي ړومبى تن و،چې اسلام يې راووړ.

دا روايت حاکم  د مستدر ک الصحيحين د 3 ټوک په 136 مخ کې نقل کړى او صحيح يې ګڼلى او نسائي هم  د خصايص په  2 مخ کې راوړى  او ابن سعد هم د طبقات د 3 ټوک لومړۍ برخې په 12 مخ کې نقل کړى او هم ابن اثير  د اسد الغابه د 4 ټوک په 17 مخ کې راوړى او همداراز متقي؛ کنزالعمال ، 6 ټوک ، 40 مخ .

ابن شيبه او احمدبن حنبل د  مسند په 4 ټوک  کې پر دوو سندونو؛ يو په 368 مخ او بل په 371 مخ کې نقل کړى.

ابن جريرطبري هم د خپل  تاريخ  د 2 ټوک په 55 مخ کې پر دوو سندونو؛ له محمد بن منکدر او ربيعه بن ابي  عبدالرحمن او ابي حازم  مدني او کلبي  نقل کړى،چې ټولو  ويلي  دي  :

(( او حضرت علي هغه مهال نهه کلن و .))

( مستدرک الصحيحين :3 ټوک ، 465 مخ ) له حضرت ابن عباس څخه له ابو موسى اشعري (رض) همدا مضمون  او د هماغه ټوک په 136 مخ کې  له حضرت سلمان  څخه په دې مضمون روايتوي : رسول اکرم (ص) وويل : ((په تاسې کې به تر ټولو  ړومبى هغه ما ته د کوثر د حوض غاړې ته راشي،چې تر ټولو ړومبى يې اسلام راوړى وي او هغه علي دى.))

او همداراز دا حديث خطيب بغدادي د خپل تاريخ د 2 ټوک په 18 مخ، ابن عبد البر؛استيعاب :2 ټوک ،457 مخ .ابن اثير؛ اسد الغابه: 4 ټوک، 17 مخ  او مناوي په کنوزالحقايق کې يې تر نقلولو وروسته وايي :دا حديث ديلمي او هم کنزالعمال په شپږم ټوک ،400 مخ کې راوړى او کنزالعمال د ابن ابي  شيبه خبره هم راوړې او همداراز هيثمي هغه د مجمع د 9 ټوک په 102 مخ  کې نقل  کړى او د طبراني خبره يې هم  راخستې ده.

( مستدرک الصحيحين :3ټوک ،499 مخ ) پر خپل سند له قيس بن ابي حازم څخه روايت کړى،چې وايي : په مدينه کې وم او په بازار کې ګرځېدم ،چې باحجارزيت  ته ورسېدم او  ومې ليدل،چې يوه ډله  د يوه سپاره شاوخوا ته راټول شوي او هغه هم حضرت علي کنځي،خلکو هم ورته غوږ نيولى و او چا هم ورته څه نه ويل،چې دا مهال ناڅاپه حضرت سعد بن ابي وقاص راورسېد او ورسره ودرېد او و يې پوښتل : څوک دى ؟ ورته وويل شول : يو سړى دى، چې حضرت علي کنځي . حضرت سعد غوښتل رامخکې شي؛خو خلکو لار ور نه کړه ؛خو حضرت سعد پخپله ځان هغه سړي ته ورورساوه او و يې پوښته : سړيه ! ولې علي کنځې؟ مګر علي تر ټولو ړومبى اسلام را نه  وړ؟ مګر هغه تر ټولو مخکې د خداى له استازي سره لمونځ و نه کړ ؟ مګر هغه تر ټولو زاهد نه و ؟ مګر تر ټولو پوه نه و؟ او همداراز د حضرت علي يو يو فضليت يې وايه،چې دلته راورسېد : مګر هغه د خداى د استازي زوم نه و؟ مګر د خداى داستازي د جګړو بېرغچي نه و؟ او پر دې مهال مخ په قبله ودرېداو دعا يې وکړه : خدايه! دا سړى ستا يو ولي کنځي؛نو مخکې تر دې،چې خلک له دې ځايه خپاره شي،خپل زور وروښيه .

قيس وايي : پر خداى قسم! تر اوسه لا خپاره شوي نه وو،چې د سړي اس اوټاو شو او لاندې يې راګوزار کړ او سر يې پر ډبره ولګېد او د سر ماغزه يې وشيندل شول .

حاکم وايي : دا حديث د اعتبار لپاره ټول هغه شرايط لري، چې مسلم او بخاري يې د يو حديث د اعتبار لپاره غواړي .

(احمد حنبل؛مسند:5 ټوک ، 26 ټوک ) پر خپل سند له معقل يسار (رض) څخه نقلوي : يو ه ورځ مې پېغمبراکرم (ص) پرېمنځه ؛ نو راته يې وويل : لېوال يې چې له فاطمې سره ملاقات وکړې ؟ ورته مې وويل :هو ! بيا پاڅېد حال داچې پر ما يې ډډه وهلې وه او و يې ويل : خبر شه، چې ډېر ژر به مې دروندوالى بل  زغمي او يوازې ته به يې اجر وړې  او په هماغه حال کې مې وليدل،چې هغه مبارک بېخي دروند نه دى ؛ته وا لکه چې بېخي وزن نه لري او په همدې حال کې د بي بي فاطمې کور ته ورننووتو؛نو رسول اکرم (ص) وويل : (( پر خداى چې خپګان او رنځ مې ډېر شوى دى .))

ابو عبدالرحمن وايي : ما د خپل پلار په کتاب کې په خپل لیک یې دا حديث داسې وموند،چې رسول اکرم (ص) بي بي فاطمې ته وويل : خوښه نه يې چې داسې سړي ته مې ور واده کړې ،چې تر ټول امته مخکې يې اسلام راووړ او تر ټولو يې پوهه او ډېر دى؟

دا روايت متقي د کنزالعمال د شپږم ټوک په 153 مخ کې راوړى او هيثمي هم د مجمع د نهم ټوک په 101 او 114 مخونو کې راوړى او دواړو ويلي،چې هغه طبراني روايت  کړى دى .

( امام ابي حنيفه؛مسند:247 مخ ) پر خپل سند له حبه روايت کړى،چې و يې ويل : له حضرت علي مې واورېدل،چې ويل يې : (( ما ترټولو ړومبى اسلام راووړ او د خداى له استازي سره مې لمونځ وکړ .))

خطيب بغدادي هم د خپل تاريخ د څلورم ټوک په 223 مخ کې دا روايت راوړى دى .

(الاصابه:4ټوک،لومړى قسم ،118 مخ ) وايي : ابن شاهين له ابراهيم ابن جعفر له پلار يې جعفر بن عبدالله  بن سلمه له عمرو بن مره جهني او عبدالله بن مزني _ دا دواړه اصحابان وو _ له حضرت جابر څخه روايت کړى، چې ټولو به ويل : (( علي ړومبى تن و،چې اسلام يې راوړ .))

( الاصابه:8 ټوک ،لومړى قسم ،183 مخ ) وايي : له علي بن هاشم بن يزيد څخه يې روايت راوړى،چې ليلاى غفاريه راته وويل : د خداى له استازي سره جګړې ته تللې وم،چې هلته د ټپيانو ټپونه درمل کړم او چې حضرت علي د بصرې جګړې ته تله او چې هلته مې ام المؤمنين عايشه وليده، ورغلم،ورته مې وويل : د خداى له استازي دې نه اورېدل،چې د حضرت علي د فضايلو په ويلو نه مړېده . عايشې بي بي را ته وويل : ولې اورېدلي مې ترې ول او ښه مې يادېږي؛پر هغه ورځ، چې حضرت علي، رسول اکرم(ص)  ته راغى او پېغمبر اکرم له ما کره و او له ځانه يې يو زوړ څادر راتاو کړى و، چې حضرت علي راغى او زما او د رسول اکرم په منځ کې کېناست؛نو ورته مې وويل : له دې ځايه دې بل پراخ ځاى و نه موند،چې راغلې او دلته کېناستې؟رسول اکرم راته وويل :عايشې ! ورور ته مې داسې خبره مه کوه؛هغه تر ټولو ړومبى اسلام راووړ او تر ټولو وروستى به وي، چې راسره پر کړې ژمنه ولاړ وي او د قيامت پر ورځ به  هغه ړومبى تن وي،چې ما به ويني.

( اسد الغابه :5 ټوک،520 مخ ) پر خپل سند له حارث او له حضرت علي روايت کړى، چې و يې ويل :  حضرت ابوبکر او حضرت عمر د رسول اکرم (ص) پر لور فاطمې مارکه وکړه؛خو رسول اکرم (ص) يې مارکه و نه منله، چې حضرت عمر ورته وويل : علي ! ته د فاطمې يې . ما ورته وويل : زه خو د دنيا له ماله هېڅ نه لرم او يوازې دا زغره لرم او بالاخره رسول اکرم (ص) خپله لور حضرت علي ته ورکړه  او دا خبره،چې فاطمې ته ورسېده ؛ نو ويې ژړل ،چې پېغمبراکرم (ص) ورغى او ورته يې وويل : لورې ! ولې ژاړې؟ پر خداى قسم ! په مسلمانانو کې مې تر ټولو پوه او هغه ته ورکړې،چې زغم يې تر ټولو ډېر دى او تر ټولو ړومبى يې پر ما ايمان  راووړ.

(متقي؛کنزالعمال،6 ټوک ،392 مخ ) ددې حديث تر نقلولو وروسته په اختلاف سره وايي : دا روايت ابن جرير(دا روايت صحيح ګڼلى) او دولابي د ( الذريه الطاهره ) په کتاب کې نقل کړى دى.

( رياض النضره:2ټوک ،182 مخ ) وايي : او له حضرت انس څخه روايت دى،چې رسول اکرم (ص) خپله لور فاطمه ،حضرت علي ته ورنکاح کړه؛نو رسول اکرم(ص) ام ايمن ته وويل : لور مې ناوې کړه او د علي کور ته يې بوځه! او ورته ووايه : تر هغې لاس مه وروړه،چې زه نه يم راغلى او د ماڅښتن تر لمانځه وروسته يې د اوبو يو لوښى راواخست او پکې اوبه يې په دعا دم کړې او بيا يې علي ته وويل : له  دې اوبو وڅښه او اودس هم پرې وکړه او بيا يې فاطمې ته همدا خبره وکړه  او په داوړو پسې يې ور وتاړه،چې فاطمې وژړل . رسول اکرم (ص) وپوښتله : ولې ژاړې؟ حال داچې داسې سړي ته مې ور واده کړې يې، چې تر ټولو مخکې يې اسلام راووړ او تر ټولو يې خوى غوره دى (او بيا وايي : ) د ا حديث ابوالخير حاکمي هم نقل کړى دى.

( استيعاب:2ټوک ،456 مخ ) د حضرت علي د اسلام او پر نورو اصحابانو يې د غوره والي په اړه  پر خپل سند په 457 مخ کې له حضرت عمر او غفره مريي روايت کړى،چې ويې ويل : محمد بن کعب قرظي وپوښتل شو : ړومبى تن څوک و،چې اسلام يې راوړ؟ علي (ک) و که ابوبکر(رض) ؟ په حيرانتيا يې ځواب ورکړ : سبحان الله ؛ په هغو دوو کې علي ړومبى و او که په دې  باب څوک تېروتي وي؛نو له دې امله به وي،چې علي خپل اسلام له خپل پلار پټاوه؛ خو ابوبکر (رض) خپل اسلام ښکاره کړ؛ګنې هېڅ شک نشته،چې علي تر ټولو ړومبى اسلام راوړ ( ليکوال : کېداى شي دا پټول د ابوطالب تر ايمان راوړو مخکې وي ) او په 458 مخ کې پر خپل سند له قتاده له حسن او په هماغه مخ کې يې له حضرت ابن عباس څخه په همدې ټکيو يو بل روايت نقل کړى او بيا يې ويلي : دا روايت له دوو معتبرو او ښو  لارو له ابن عمر (رض) نه هم نقل شوى دى .

ابن اثير؛ اسدالغابه ،4ټوک ،17 مخ او همداراز هيثمي ؛ مجمع الزوايد،9 ټوک ، 395 مخ هم دا روايت له طبراني راخستى دى .

( کنز العمال :6ټوک ، 395 مخ ) له حضرت عمر نه روايت کړى،چې و يې ويل : هېڅکله علي ته بدرد و نه وياست او نيوکه پرې و نه کړئ؛ ځکه د خداى له استازي مې په اړه  يې درې ځانګړنې واورېدې،چې که يوه يې ما درلوداى؛نو تر ټولو هغو څيزونو به را ته ښه وې، چې پر ځمکه پرې لمر لګي او بيا وايي : د خداى له استازي سره وم چې حضرت ابوبکر، حضرت ابو عبيده جراح او يوه ډله نور اصحاب هم  ورسره ول،چې رسول اکرم د علي پر اوږه لاس کېښود  او ويې ويل : (( علي ! ړومبى تن وې، چې اسلام دې راوړ او ړومبى تن وې،چې ايمان دې راوړ او داسې راته يې؛لکه هارون چې موسى ته و )) ( بيا وايي ) د ا روايت ابن النجار هم نقل کړى دى او په خپله کنزالعمال هم په يو بل سند له حضرت ابن عباس او حضرت عمر بن خطاب  نه نقل کړى دى، چې و يې ويل : په علي پسې سپکې مه وياست او هېڅکله ورپسې بدې ردې مه وياست، چې له رسول اکرم نه مې واورېدل،چې ويل يې : په علي کې درې ځانګړنې دي. حضرت عمر په پاى کې ويلي دي :رسول اکرم (ص) وويل :((علي ! راته به دروغ وايي،چې راته وايي مينه درسره لرم؛خو تا دښمن ګڼي. ))

( د کنزالعمال خاوند وايي : ) دا حديث حسن ابن بدر د خلفاوو په رواياتو او حاکم په کني  او شيرازي په القاب کې را وړى دى .

( کنزالعمال :6ټوک ،153 مخ ) د  حضرت علي د اسلام ،زغم او علم په باب روايت راوړى،چې طبراني هم نقل کړى او همداراز د شپږم ټوک په 153 او 397 مخونو کې يو بل روايت راوړى او ويلي يې دي : دا روايت خطيب د المتفق و المتفرق په کتاب کې له حضرت بريده نقل کړى او په 153 مخ کې همدې روايت ته نږدې يو بل روايت په دې زياتوالي راوړى،چې پرښتو د حضرت علي تر اسلامه اوه کاله مخکې پر ما او  حضرت علي درود وايه . ( له ابن عسا کر نه نقل شوى دى )

( حلية الاولياء :4ټوک ،294 مخ ) پر خپل سند له حسن نه روايت کړى، چې و يې ويل : همداچې حجاج بن يوسف، سعيد بن جبير لاس تړلى ونيو؛نو ورته يې وويل :شقي بن کسير يې ؟ ورته يې وويل : سعيد بن جبير يم . ورته يې وويل :بلکې ته شقي بن کسير يې .ويې ويل :ستا په پرتله مور مې زه او زما نوم ښه پېژانده؛ ورته يې وويل : ته د محمد (ص) په اړه  څه وايې ؟ پوښتنه يې وکړه : مراد دې پېغمبراکرم دى ؟ ويې ويل : هغه د آدم د ځوځات ښاغلى؛مصطفى او تر ټولو غوره پاتې شوى او تر ټولو غوره تېر شوى دى ( تردې چې حجاج وپوښت: ) د علي په اړه  څه وايې ؟ هغه د خداى د استازي د تره زوى او هغه و،چې تر ټولو ړومبى يې اسلام راوړ او د خداى  د استازي زوم و او د حسن  او حسين پلار و (تر پايه حديث ) .

( هيثمي؛مجمع ،9ټوک ،220 مخ )  له مالک بن نويرث نه يو حديث او بل حديث له حضرت بريده نه او بل حديث له حضرت ابي رافع نه نقل کړى،چې په نارينه وو کې ړومبى حضرت علي اسلام راوړ او په ښځو کې بي بي خديجه وه . ( له بزار  نه نقل شوى، چې راويان يې هم سم دي ).

( سيوطي په در المنثور کې تر : (( و کنتم ازواجا ثلاثا ))(واقعه/8 )آيت لاندې له ابن مردويه  له حضرت ابن عباس څخه نقل کړي،چې و يې ويل: د ( السابقون والسابقون ) جمله د حزقيل د آل فرعون د مؤمن او حبيب نجار په اړه  ده،چې د دويمي کيسه د يس په سورت کې راغلې او هم د حضرت علي په اړه ده؛ځکه  دا درې واڼه پخپلو امتونو کې تر ټولو مخکيني دي او تر نورو وړاندې دي او په دې درېو کې حضرت علي تر ټولو  غوره او افضل دى .

( کنزالعمال :6ټوک ،152 مخ ) وايي : د خلکو مخکيني درې تنه دي : د موسى د امت يوشع بن نون او د عيسى د امت حبيب نجار دى،چې کيسه يې د يس په سورت کې راغلې او د محمد (ص) د امت  حضرت علي دى . (طبراني او ابن مردويه  له حضرت ابن عباس څخه راويت کړى دى )

ليکوال : مناوي د فيض القدير د څلورم ټوک په 135 مخ کې او ابن حجر د صواعق په 72 مخ کې او د ابن حجر د وينا له مخې  ديلمي هغه له عايشې بي بي او همداراز محب طبري د ذخاير په 58 مخ کې  او د رياض النضره د دويم ټوک په 158 مخ کې نقل کړي،چې دا حديث ابن ضحاک د ( الاحاد والمثاني ) او سيوطي په در المنثور کې د ( و کنتم ازاجا ثلاثه؛ واقعه:8 ) تر آيت لاندې  او ابن ابي حاتم له حضرت ابن عباس څخه نقل کړى دى .ثعلبي د قصص په 238 مخ  کې وايي: د خداى له استازي روايت دى، چى و يې ويل : درې کسان دي، چې ان د سترګې د رپ هومره يې هم کفر نه دى کړى،چې لومړى يې حزقيل د آل فرعون مؤمن، دويم  حبيب نجار د يسين خاوند او درېم يې علي دى، چې تر هغو دوو غوره دى.ثعلبي همدا روايت په 257 مخ کې راوړى او ويلي يې دي : علي د آل محمد مؤمن دى او علي تر هغو دوو غوره دى او په 58 مخ کې د خمشاوي خبره پر خپل سند له ابن ابي ليلي او له پلاره يې راويت کړې، چې و يې ويل : الخ زمخشري هم د کشاف په تفسير کې د : [وَجَاء مِنْ أَقْصَى الْمَدِينَةِ رَجُلٌ يَسْعَى قَالَ يَا قَوْمِ اتَّبِعُوا الْمُرْسَلِينَ ( یس/۲۰) تر آيت لاندې او دې ته ورته سيوطي په درالمنثور کې د [وَاضْرِبْ لَهُم مَّثَلًا أَصْحَابَ الْقَرْيَةِ إِذْ جَاءهَا الْمُرْسَلُونَ (یس/۱۳)]ترآيت لاندې له ابن عدد او ابن عساکر څخه نقل کړى او خطيب هم د بغداد په تاريخ کې د څلورم ټوک په  155 مخې کې دې ته ورته يو حديث له حضرت جابر څخه د حبيب نجار،علي او آسيه د فرعون د مېرمن په اړه روایت کړى دى .

( تهذيب التهذيب؛7 ټوک ،236 مخ  د عفيف کندي د حال په شرح کې له عسکري نقل کړي،چې عفيف وويل : ((که خداى دا وياړ را پر برخه کړى،چې اسلام راوړم؛نو دا وياړ هم لرم، چې دويم تن وم، چې تر علي وروسته مې اسلام راوړ )) او له دې حديثه جوتېږي، چې حضرت علي په اسلام راوړو کې ړومبى و او موږ به هم  له څو لارو  د عفيف کيسه راواخلو .

( مستدرک الصحيحين:3ټوک ،125 مخ ) پر خپل سند له ابي اسحاق څخه روايت کړى،چې و يې ويل : قثم بن عباس مې وپوښت : څنګه ده، چې تاسې هم د خداى داستازي د تره زامن ياست؛خو يوازې علي د خداى له استازي ميراث وړي او تاسې يې نه وړئ؟ ويې ويل : ((ځکه تر موږ ټولو يې مخکې د خداى پر استازي ايمان راووړ او تر موږ ټولو يې ډېر د آنحضرت خدمت کړى دى. )) د مستدرک خاوند وايي : دا حديث سم ‏دى .

متقي؛کنزالعمال ،6ټوک ،400 مخ هم دا حديث له ابن ابي شيبه نقل کړى دى .

( نورالابصار :69 مخ ) وايي : او له هغې _؛يعنې فاطمه بنت اسد _ نه روايت دىهغه مهال چې حضرت علي یې پر ګېډه و؛ نو بوتانو ته يې سجده نشوه کړاى؛ځکه ماشوم په خپله پښه د مور ګېډې ته فشار ورکاوه او خپله شا يې د مور په شا پورې ورنښلوله؛نو ځکه هر مهال چې يې نوم راوړل کېږي؛نو وايو : (( کرم الله وجهه))؛يعنې خداى تردې ستر کړ، چې خپل مخ د بوتانو پر وړاندى د خاورې پر لور کوږ کړي .

د حضرت علي ايمان تر ټولو پياوړى و[سمول]

( کنزالعمال :6ټوک ،156 مخ ) د خداى له استازي نقلوي، چې و يې ويل: که ټول اسمانونه او ځمکه د تلې په يوه تله کې او د علي ايمان په بله کې کېښوول شي؛نو د علي ايمان به ترې درون  وي (له ديلمي او ابن عمر نه نقل دى).

رياض النضره :2ټوک ،226 مخ کې له حضرت عمر بن خطاب (رض) نه روايت شوى،چې د پورتني روايت پر مضمون يې لېينه- ګواهي ورکړې ده . ( له ابن سمان او حافظ نه د سلفي په کتاب کې نقل )

حضرت علي پر پېغمبر اکرم (ص) په ايمان  راوړو کې ړومبى تن و[سمول]

هر آیت چې به راته پاسه له عرشه

لا په عرش به یې علي و متلي

محمد چې هغه راز یې په معراج کړ

یکایک وو ، د علي وته جلي


( تاريخ ابن جرير طبري :2ټوک ،75 مخ )پر خپل سند له اسحاق څخه نقل کړي،چې و يې ويل :په نارينه وو کې حضرت علي ړومبي تن و،چې د خداى پر استازي يې ايمان راووړ او لمونځ يې ورسره وکړ او پېغمبراکرم (ص) يې په هغه څه کې تاييد کړ، چې د خداى له لوري يې راوړى و،سره له دې،چې لس کلن و او هغه نعمتونه،چې خداى(ج)،حضرت علي ته ورکړي ول، يو يې دا و، چې تر اسلام مخکې هم د رسول اکرم (ص) په لمن کې وروزل  شو.

( سيوطي په در المنثور کې ) د نساء په سورت کې د ((فَابْعَثُواْ حَكَمًا مِّنْ أَهْلِهِ وَحَكَمًا مِّنْ أَهْلِهَا)) تر آيت لاندې  وايي : طبراني،حاکم او بيهقي يه سنن کې او ابو نعيم ( په حلية کې ) له عبدالله بن عباس څخه راويت کړي،چې ويې ويل : هغه مهال چې خوارج له حضرت علي بېل او په يوه دښته کې راټول  شول؛نو حضرت علي ته مې وويل : وربه شم او يو څه خبرې به ورسره وکړم،کېداى شي سمې ته شي؛نو ورغلم، حال داچې په لوى لاس مې وياړنې جامې اغوستې وې . خوارجو وپوښتلم : ابن عباسه ! دا وياړنې جامې څه دي، چې تا اغوستي،ياره افرين دې وي او پرتا دې وي ؟ ورته مې وويل : دا لا څه نيوکه ده،چې کوئ يې،ما پېغمبر اکرم وکوت،چې ښکلې جامې يې اغوستي او دا آيت وايي : (قُلْ مَنْ حَرَّمَ زِينَةَ اللّهِ الَّتِيَ أَخْرَجَ لِعِبَادِهِ وَالْطَّيِّبَاتِ مِنَ الرِّزْقِ؛يعنې ووايه :چا حرام کړ هغه زينت، چې خداى يې د بندګانو لپاره روزي کړى او همداراز د رزق طيبات) . خوارجو وويل:خبره کوه څه ته راغلى يې ؟

ورته مې وويل : راغلې يم ومو پوښتم: څه نيمګړتيا مو زما د تره په زوى کې موندلې، سره له دې چې هغه د خداى داستازي زوم و او ړومبى تن و، چې ايمان يې راووړ او اوس هم د رسول اکرم اصحاب يې لارويان دي (راوي حديث غځوي،چې دلته رارسي او وايي:) په خوارجو کې لس زره کسان سمې لارې ته راووښتل او څلور زره پاتې شول،چې ټول ووژل شول .

هيثمي؛زاويد :6ټوک ،239 مخ هم دا حديث نقل کړى او ويلي يې دي،چې احمد هم دا حديث نقل کړى او رجال يې هم سم ‏دي .

( سيوطي په  در المنثور کې د : (أَجَعَلْتُمْ سِقَايَةَ الْحَاجِّ وَعِمَارَةَ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ كَمَنْ آمَنَ بِاللّهِ وَالْيَوْمِ الآخِرِ[171](  تر آيت لاندې ويلي : ابونعيم د فضايل الصحابه په کتاب کې او ابن عساکر له حضرت انس نه روايت کړى، چې ويې ويل : عباس او شيبه د کعبې کونجي ساتي سره ناست ول او پر يو بل يې وياړنې کولې او  حضرت عباس ويل: زه تر تا شريف يم؛ځکه د رسول اکرم تره يم او د رسول اکرم وصي او هم د خداى د کور د زيارت کوونکيو ساقي يم . شيبه وويل: زه تر تا شريف يم؛ځکه د هغه د کور امين او خزانه دار يم او که تا زما مقام درلود؛نو خداى به ته د خپل کور امين کړى وې؛خو دا دنده يې ماته راکړه . حضرت علي له دې پېښې خبر شو او و يې ويل : زه تر تاسې داړو شريف يم؛ځکه په اسلام راوړو او هجرت کې  ړومبې وم . بيا درې واڼه رسول اکرم (ص) ته ورغلل او له کيسې يې خبر کړ او رسول اکرم هم ورته يو څه وويل او څو ورځې وروسته رسول اکرم ورته د پورتني سورت لس آيتونو ولوستل.

( سنن بيهقي :6ټوک ،206 مخ ) پر خپل سند له حسن او نورو نه روايت کړى،چې ويې ويل : حضرت علي ړومبى تن و، چې د خداى پر استازي يې ايمان راووړ حال داچې 15 کلن که 16 کلن و .

دا روايت هيثمي؛مجمع ،نهم ټوک ، 102 مخ کې هم  له طبراني نقل کړى  او رجال يې هم ټول سم دي .

( خصايص نسائي : 3 مخ ) پر خپل سند له حضرت عمرو بن عباد بن عبدالله  روايت کړى،چې  و يې  ويل : حضرت علي وويل : زه د خداى بنده ، د خداى داستازي ورور او صديق اکبر يم او بې له ما څوک دا ادعا نه کوي؛مګر دروغجن او تر ټولو مخکې مې ايمان راوړى دى .

(اسد الغابه :4ټوک ،19 مخ ) له ابي اسحاق او ( استيعاب :2ټوک ،759 مخ ) د ليلاى غفاريه په شرح کې او ( رياض النضره :2ټوک ، 157 مخ ) له حضرت ابي ذر او همداراز ( رياض النضره :2ټوک ، 157 مخ ) له معاذه عدويه او ( کنزالعمال :6 ټوک ،405 مخ ) او محمد بن ايوب د په خپل کتاب کې او عقيلي او ذهبي؛ميزان الاعتدال ،1 ټوک ،417 مخ کې هر يو په دې باب روايت نقل کړى دى .

( رياض النضره :2ټوک ،197 مخ ) وايي : له حضرت معاذ بن جبل څخه روايت شوى،چې ويې ويل : رسول اکرم ،حضرت علي ته وويل : ته په اووه ګامونو د نورو خلکو په پرتله غوره يې، چې يو قريش يې هم نه لري : 1_ ته پکې ړومبى يې،چې پر خداى دى ايمان راووړ . 2_ په پرتله يې له خداى سره پر کړې ژمنه تر ټولو  وفادار يې . 3_ په پرتله يې د خداى پر امر پايدار يې . 4_  په  ويش کې تر ټولو  عادل يې . 5_ پر رعيت تر ټولو عادل يې . 6_ په قضا کې تر ټولو تکړه يې .7_ خداى ته دې مقام تر ټولو  نږدې دى. ( د حاکمي د نقل له مخې ) او ( ابونعيم هم يه حلية کې د لومړي ټوک په 66 مخ کې ) دا روايت نقل کړى دى .

( الاصابه :7ټوک، لومړى قسم ،167 مخ ) وايي : ابو احمد او ابن منده او نورو د اسحاق بن اسدي له خالد بن حارث له عوف له حسن له ابي ليلاى غفاري (رض) روايت کړى،چې ويې ويل : د خداى له استازي مې واورېدل : تر ما وروسته به فتنه راولاړه شي؛نو دا مهال هر لوري ته چې علي و،مطیع او غاړه ایښوونکي يې وسئ  اوترې مه بېلېږئ او هغه پر ما په اسلام راوړو کې ړومبى و او هغه به ړومبى تن وي،چې د قيامت پر ورځ به راسره يو ځاى کېږي او صدیق اکبر او ددې امت فاروق او د دين مشر او يعسوب دى؛لکه څنګه،چې د دنيا مال د منافقينو يعسوب دى .

(فيض القدير :4ټوک ،358 مخ ) په شرح کې وايي : طبراني او بزار له حضراتو ابي ذر او سلمان څخه په يوه اوږده حديث کې نقل کړي،چې و يې ويل: رسول اکرم د علي لاس ونيو او و يې ويل :دا ړومبى تن و، چې پر ما يې ايمان راووړ او په قيامت کې به ما ته لاس راکوي او صديق اکبر او ددې امت فاروق او د مؤمنينو مشر دى؛لکه څنګه چې د دنيا مال د ظالمينو مشر دى .

دا روايت  متقي ؛کنزالعمال ،6ټوک ،156 مخ کې له طبراني په کبير کې او هغه هم له حضراتو سلمان او ابي ذر دواړو نقل کړى دى او خپل نقل يې له بيهقي په سنن کبرى او ابن عدى په کامل کې له حذيفه راخستى دى .

( کنزالعمال :6ټوک ،393 مخ ) پر خپل سند له مامون له پلار يې هارون الرشيد او له پلار مهدي او له پلار منصور او له پلار عبدالله عباس څخه روايت کړى،چې ويلي يې دي : له حضرت عمر بن خطاب نه مې  واورېدل، چې ويل يې : په علي پسې بدى ردې مه وياست،پر خداى چې رسول اکرم به ورسره داسې چلن درلود،چې که يو يې هم راسره درلود؛نو تر ټولو هغو څيزونو به راته ښه وي، چې لمر پرې لګي : يوه ورځ  زه،ابوبکر، ابو عبېده جراح او څو نور اصحاب ( رضي الله عنهم) د ام المؤمنين ام سلمه د کور له مخې تېرېدو،چې و مو ليدل علي په وره کې ولاړ دى؛ نو ورته مو وويل: د خداى له استازي سره کتل غواړو. ويې ويل : پېغمبر اکرم اوس له کوره راوځي او ډېر وخت لا وتلى نه و،چې پېغمبر اکرم راووت؛ور نږدې شو؛نو رسول اکرم پر علي تکيه وکړه او پر اوږه يې ډب ورکړ او ورته يې وويل : (( ډېر ژر به درسره دښمني وشي،سره له دې،چې ړومبى تن وې،چې پر ما دې ايمان راووړ او تر ټولو مؤمنينو دې پوهه هم ډېره ده . له هغه سره پر کړې ژمنه ولاړ يې او په وېش کې تر ټولو نیاومن-عادل يې او پر ولس تر ټولو لورین يې او خپګان دې تر ټولو زيات دى او سره له دې،چې ته زما ملاتړ  يې او غسل به راکوې ښخوې به مې او ته يې چې په هر کړاو او خپګان کې مخکښ وې او تر ما وروسته به کفر ته ستون نشې او ته يې چې د قيامت پر ورځ به د حمد له  لواء سره زما مخې ته  راځې او زما له حوض نه به دفاع کوې او هغوى يې چې وړ نه دي، له هغه ځايه به يې لرې کوې ))  او بيا حضرت ابن عباس زياتوي،علي د خداى داستازي  زوم و او  له بېوزليو سره د مرستې او په تفسير، فقهې او تاويل علم کې تر ټولو غوره و.

حضرت علي ړومبى تن و چې يې لمونځ وکړ[سمول]

أخبرنا أبو عبد الرحمان ، أحمد بن شعيب بن  عليّ النّسائي ، قال : أخبرنا محمّد بن المثنّي قال : حدّثنا عبدالرحمان ( يعني ابن مهدي ) قال : حدّثنا شعبة عن سلمة بن كهيل قال : سمعت حبّة العرني قال : سمعت عليّاً يقول : « أنا أوّل من صلّي مع رسول الله ( ص ) . حضرت حبه عرني وايي: له علي مې واورېدل،چې و يې ويل: لومړى تن وم، چې په رسول اکرم پسې مې لمونځ وكړ.[ مسند طيالسي : 24 ح 188 ؛ مصنف ابن ابي شيبه 6/370 ح 32076 ؛ مسند احمد 2/165 ح 1191 او 1192]

( صحيح ابن ماجه :12 مخ ) پر خپل سند له حضرت عباده بن عبدالله  روايت کړى،چې ويلي يې دي :علي وويل : (( زه د خداى بنده او د رسول اکرم ورور او صديق اکبر يم او که چا  تر  ما وروسته دا ادعا وکړه؛ نو دروغجن به وي،ما اوه کاله تر ټولو مخکې  لمونځ وکړ.))

دا مضمون حاکم هم په ( مستدرک الصحيحين ؛3ټوک ،112_111 مخونو ) کې راوړى او طبري هم د خپل تاريخ د 2ټوک په 56 مخ کې نقل کړى او هم متقي؛کنزالعمال ،6ټوک ،394 مخ او طبري ؛تاريخ طبري، 2ټوک ،56 مخ کې له حاکم او مردويه نقل کړى دى او اسدالغابه:4ټوک ، 18 مخ  هم دې مضمون ته نږدې  له حضرت ابو ايوب انصاري او محب طبري هم په رياض النضره :2ټوک ،165 مخ کې له ابي الحسن څخه  نقل کړى دى .

( امام احمد حنبل ؛مسند:لومړى ټوک،99 مخ ) پر خپل سند له حضرت حبه عرني په دې  باب يو روايت نقل کړى،چې متقي؛کنزالعمال ،6ټوک ،395  مخ هم له ابي  داوود طيالسي، احمد حنبل ، ابي يعلي او مستدرک حاکم نه نقل کړى او هيثمي هم د مجمع  د نهم ټوک په 102 مخ کې راوړى  او ويلي يې دي،چې دا روايت احمد ،ابويعلي ، بزار او طبراني په اوسط کې راوړى دى .

( ابن عبدالبر؛ استيعاب ، 2ټوک ،458 مخ ) دې مضمون ته نږدې يو روايت نقل کړى او دا روايت یې ابن اثير د اسدالغابه د 4ټوک په 17 مخ کې راوړى  او د ده په نقل کې هم 5 کاله راغلي او هم 7 کاله  او د خصايص نسائي په 3 مخ کې په يو روايت کې 9 کاله هم راغلي دي.

[الَّذِينَ آمَنُواْ وَهَاجَرُواْ وَجَاهَدُواْ فِي سَبِيلِ اللّهِ بِأَمْوَالِهِمْ وَأَنفُسِهِمْ أَعْظَمُ دَرَجَةً عِندَ اللّهِ وَأُوْلَئِكَ هُمُ الْفَائِزُونَ. يُبَشِّرُهُمْ رَبُّهُم بِرَحْمَةٍ مِّنْهُ وَرِضْوَانٍ وَجَنَّاتٍ لَّهُمْ فِيهَا نَعِيمٌ مُّقِيمٌ [172]]

(واحدي؛اسباب النزول ،182 مخ ) وايي : حسن ، شعبي او قرضي ويلي چې پورتني آیتونه د حضراتو علي،عباس او طلحه بن شيبه په باب نازل شوي او کيسه داسې وه،چې دې درېو تنو پر يو بل وياړل . حضرت طلحه وويل : زه د خداى د کور کونجي ساتى يم  او د کور پرده يې زما په لاس کې ده .حضرت عباس وويل : زه د خداى د کور زيارت کوونکيو ته اوبه ورکوم او  لارښود يې يم . حضرت علي ورته وويل : ((نه پوهېږ م د څه په اړه خبرې کوئ ؟ دومره پوهېږم، چې 6 مياشتې مخکې مې تر نورو خلکو لمونځ وکړ او زه د خداى په لار کې د جهاد وياړ لرم )) او په پورتني آيتونو کې خداى د  حضرت علي د خبرې پخلى وکړ او ويې ويل : ( ايا د حاجيانو سقايت او د مسجد الحرام تعميرول پر خداى له ايمان ،د قيامت له ورځې او د خداى په لار کې له  جهاد سره برابروئ؛هېڅکله د خداى په نزد برابر نه دي او خداى ظالمانو ته هدايت نه کوي،هغوى چې ايمان راوړى ، مهاجرت يې کړى او د خداى په لار کې يې  پر مال او ځان جهاد کړى؛نو له خداى سره اوچته درجه لري او بریمن دي).

داچې حضرت علي تر ټولو  مخکې ايمان راوړ‌ى و،ابن جرير طبري د خپل تفسير د لسم ټوک په 76 مخ کې له محمد بن کعب قرظي او همداراز فخر رازي په  خپل  تفسير کې تر پورتني آيت لاندې او د استيعاب د دويم ټوک په 459 مخ کې ( او صحيح ترمذي د 2ټوک په 301 مخ کې ) له حضرت ابن عباس څخه او ابن جرير په خپل تاريخ کې ( 2ټوک ؛55 مخ ) او محب طبري د رياض النضره د دويم ټوک په 158 مخ کې او ابوالقاسم په موافقات کې دا روايت نقل کړى دى .

(مستدرک الصحيحين :3ټوک ،111 مخ ) پر خپل سند له حضرت ابن عباس څخه روايت نقل کړى،چې و يې ويل : علي څلور ځانګړنې لري چې هېڅ څوک يې نه لري : 1_ په عربو او عجمو کې په ايمان راوړو کې ړومبى و .2_ يوازېنى تن دى،چې په ټولو جګړو کې د رسول اکرم بېرغچي و .3_ يوازېنى تن دى، چې د مهراس پر ورځ _ د احد جګړه _ چې له خطره ډکه ورځ وه،يو ګام هم شا ته نشو او و نه تښتېد.4_ يوازېنى تن دى،چې رسول اکرم ته يې غسل ورکړ او ښخ يې کړ.

دا حديث ابن عبدالبر؛استيعاب:2ټوک ،457 مخ هم نقل کړى دى .

ابن اثير جزري په نهايه کې د ( غريب الحديث والاثر ) په باب ويلي دي : په حديث کي راغلي : هغه؛يعنې پېغمبر اکرم (ص) د احد د جګړې پر ورځ ډېر تږى و او حضرت علي ورته له مهراس څخه اوبه راوړې او د يو باز په څېر يې حمله کوله او دښمن يې د خداى له استازي شړل او لرې کول او پر هماغه اوبو يې د رسول اکرم د بدن وينې ووينځلې او مهراس په ډبره کې جوغړندي ته وايي؛خو ځينو هم ويلي : د هغو اوبو نوم و، چې پر هغه ورځ په احد کې وې.

( خصايص نسائي :2 مخ ) او احمدبن حنبل ؛ مسند: لومړى ټوک ،141 مخ او همداراز  څلورم ټوک : 37 او 368 مخونه او ابن سعد؛ طبقات :3ټوک ،لومړى قسم ،13 مخ  او ابن اثير؛ اسدالغابه : 4ټوک ،17 مخ او ابوداوود طيالسي؛ مسند :3ټوک ، 93 مخ او بيهقي؛ سنن : 6ټوک ،206 مخ او ابن عبد البر؛ استيعاب : 2ټوک ، 458 مخ او ابن جرير طبري؛ تاريخ طبري: 2ټوک ،56 او 57 مخونه او ترمذي؛صحيح ترمذي : 2ټوک ،300 مخ او متقي؛  کنزالعمال : 6ټوک ،156 او 206 مخونه او حاکم؛ مستدرک الصحيحين : 3ټوک ،112 مخ په دې اړه  روايتونه راوړي چې : حضرت علي ړومبى تن و، چې د خداى پراستازي يې ايمان راووړ او لمونځ يې ورسره وکړ حال داچې لس کلن و او د رسول اکرم (ص) د بعثت پر دويمه ورځ ؛يعنې د سه شنبې پر ورځ پر لمانځه ودرېد؛خو د ويينې د لنډوالي لپاره يې را نه وړل .

( خصايص نسائي :3 مخ ) پر خپل سند له حضرت عفيف کندي روايت کړى، چې و يې ويل : په جاهليت مکې ته ولاړم او غوښتل مې،چې د کورنۍ لپاره مې جامې او عطر وپېرم ؛نو ددې موخې لپاره د عباس بن عبدالمطلب هټۍ ته ولاړم،چې يو سوداګر و او ورسره کېناستم او په دې حال کې مې پر کعبه سترګې ولګېدې؛نا څاپه مې وليدل،چې يو ځوان راغى او اسمان ته يې وکتل او د کعبې پر لور ودرېد او څه موده وروسته يو کوچنى راغى او د ځوان ښي اړخ ته ودرېد او څه موده وروسته يوه مېرمن راغله او په دوى دواړو پسې ودرېده ؛ځوان رکوع ته ولاړ او هغه دوه هم ورپسې رکوع ته ولاړل او بيا ځوان سجدې ته ولاړ او هغه دوه کسان هم ورپسې ولاړل او بيا ځوان سر راپورته کړ؛نو ورپسې هغه دوو هم سر را پورته کړ؛نو حضرت عباس ته مې وويل : څه ستره پېښه وينم؟ حضرت عباس وويل : هو دا ستره پېښه ده ! پوهېږې هغه ځوان څوک دى ؟ ورته مې وويل : نه ! و يې ويل : هغه محمد بن عبدالله زما وراره او هغه ماشوم هم د ابوطالب زوى او زما وراره دى او هغه مېرمن خديجه د خويلد لور د هغه ځوان کورودانې ده او هغه راته وايي، چې پالونکى يې د اسمانونو او ځمکې يوازېنى څښتن دى او بې له هغه بل پالونکى نشته او هماغه پالونکي دنده ورکړې ده،چې دين يې خلکو ته ورسوي او پر خداى قسم، چې بې له دې درېو تنو، چې وينې يې، څوک پردې دين نه دي .

دا روايت احمد حنبل؛مسند : لومړي ټوک ،209 مخ کې راوړى او په پاى کې يې راغلي دي : ګروهن دى، چې ډپر ژر به د کسرى او قيصر ماڼۍ او خزانې سوبه کړي .

او په خپله عفيف،چې د اشعث بن قيس د تره زوى و او په هر ځاى کې به يې دا کيسه کوله او په پايله کې مسلمان شو او اسلام يې هم بختور و او تل به يې ويل : کاشکې پر هماغه ورځ مسلمان شوى وم، چې له علي سره درېم تن شوى وم .

د حاکم؛مستدرک :3ټوک ،183 مخ د وينا له مخې، و يې ويل : چې په پايله کې يې د اسلام څلورمه برخه زما شوې وه .

دا روايت پر نوموړيو سربېره دوى هم نقل کړى: ابن سعد؛ طبقات :6ټوک،10 مخ او ابن حجر عسقلاني ؛اصابه :4ټوک ،لومړى قسم ، 248 مخ او  له بغوي او ابي يعلي، نسائي، عقيلي، بخاري، ابن ابي خيثمه، ابن منده او د غلانيات له خاونده نقل کړى دى او ابن عبدالبر ؛ استيعاب :2ټوک ،458 او 511 مخونو او متقي؛کنزالعمال :6ټوک ، 391 مخ له ابن عدى نه په په کامل او تاريخ ابن عساکر کې او ابن اثير؛   اسد الغابه : 3ټوک ،414 مخ او هيثمي ؛مجمع :9ټوک ،103 مخ او د هغه د وينا له مخې احمد،ابو يعلي او طبراني پر څو سندونو او ابن جرير طبري ؛تاريخ طبري :2ټوک ،56 او 57 مخونو کې له څو لارو  څو عبارته نقل کړي دي .

( رياض النضره :2ټوک ،159 مخ ) له ابي اسحاق څخه نقل کړي، چې ويې ويل : ځينو عالمانو ويلي دي ( لکه چې دا يو تور دى، چې پر ابوطالب يې لګولى؛ځکه د چا نوم پکې رواړل شوى ر او سند يې هم نه دى په ګوته کړى او يوازې له څو تنو يې نقل کړى دى .

ليکوال: چې د لمونځ وخت به را ورسېد؛نو پېغمبراکرم (ص) به د مکې د درو پر لور شو او حضرت علي به هم له خپل پلاره پټ ځان وررساوه او حضرت علي به له خپل پلار او خپلوانو پټ لمونځ کاوه او چې مازيګر به شو؛نو راستنېدل به . تر ډېره وخته وضع همداسې وه،چې يوه ورځ ابوطالب ترې خبر شو او رسول اکرم (ص) يې وپوښت: وراره دا څه دي،چې وينم يې او ته پرې متدين شوى يې؟رسول اکرم ورته وويل : کاکاجانه ! دا د خداى،پرښتو،پېغمبرانو او د پلار مې ابراهيم دين دى او خداى زه خپلو بندګانو ته استازى رالېږلې يم او کاکا جانه ! تر ټولو وړ يې، چې بلنه مې ومنې او د دين په پرمختګ کې راسره مرسته وکړې _ دا عالم،چې معلومه نه ده له کومې سرچينې يې دا خبره راخستى، وايي: _ ابوطالب وويل :وراره ! پر خداى قسم، چې نه شم کړاى د خپلو نيکونو له دينه لاس واخلم؛خو دومره ژمنه درسره کړاى شم، چې له ما به هېڅ تاوان در و نه رسي؛بيا وايي :_ چې بيا هم معلومه نه ده،چې د ا خبره د کومې سرچينې پر بنسټ کوي _ حضرت علي ته يې وويل : زويه کوم دين، چې لرې، څه دى؟حضرت علي ورته وويل : پلار جانه ! ما د خداى پر رسول ايمان راوړى او هغه څه مې منلي او تصديق کړي،چې راوړي يې دي او بيا وايي : ابوطالب وويل : دومره پوه شه، چې هغه دې بې له ښېګڼې بل څه ته نه رابلي او څومره چې دې په وس کې وي ترې بېل نشې.( له ابواسحاق څخه نقل)

( کنزالعمال :7ټوک ،56 مخ ) له حضرت ابن مسعود څخه روايت کړى، چې و يې ويل: ړومبى څيز، چې ما د خداى له استازي وليد؛دا و، چې له ترونو سره مې مکې ته راغلى وم؛نو موږ ته يې د عباس بن عبدالمطلب درک راوښود ؛ورغلو چې د زمزم د چينې په څنګ کې ناست و، په همدې ترڅ کې مو ليدل، چې د صفا له لوري يو سړى جومات ته راننووت، يو سپين سوربخن سړى و او اوږده او غونج وېښتان يې تر اوږو رارسېدل،ښکلې اوږد پوزه يې درلوده ، ږيره يې ډکه وه،غاښونه يې د مرغللو په څېر پړکېدل،تورې او غټې سترګې يې درلودې،د پښو او لاس تلي يې غوښن وو او سپينې جامې يې اغوستې وى او دومره ښايسته او ځلیدلى و ته وا لکه د څوارلسم سپوږمۍ ده، حال داچې ښي اړخ ته يې يو تنکى هلک و، چې زلميتوب ته ورنږدې و او شونډه يې لا نه وه توره شوې او په دې  دوو پسې يوه ښځه هم ورروانه وه،چې ويښتان يې پټ وو، سړى د حجرالاسود خوا ته ورغى او لاس يې پرې راکښـوده او بيا مېرمنې او ځوان هم دا چار وکړ او اوه ځله له کعبې تاو شول ؛نو عباس مو وپوښت: دا کار او دود يې راته نوى ښکاري، پخوا خو ترې خبر نه وو ؟ عباس وويل : هغه مې وراره محمد بن عبدالله او هغه بل هم علي د ابو طالب زوى دى او هغه ښځه هم د محمد کورودانې خديجه ده، پر خداى چې بې له دې درېو کسانو نور څوک داسې عبادت نه کوي. (نقل له يعقوب بن شيبه اوابن عساکر څخه )

هيثمي ؛مجمع : 9ټوک ،222 مخ هم ددې روايت مضمون ته نږدې يو روايت نقل کړى دى .

د پوهې ور[سمول]

محمد د علم ښهر دى،علي يې ور و[سمول]

تر قنبر يې شه خوشحال خټک فداک[173][سمول]

                                              [سمول]

د حضرت علي پوهه[سمول]

فخر رازي په کبير تفسير کې د آل عمران د سورت د (إِنَّ اللّهَ اصْطَفَى آدَمَ وَنُوحًا وَآلَ إِبْرَاهِيمَ وَآلَ عِمْرَانَ عَلَى الْعَالَمِينَ) تر آيت لاندې له حضرت علي روايتوي چې وايي : رسول اکرم راته د علم زر ورونه راوښودل،چې له هر بابه مې زر نور بابونه استنباط کړل .

عبدالله بن عباس (رض) وايي:

د پېغمبر(ص) علم ،د خداى له علمه سرچينه اخستې او د علي علم د پېغمبر له علمه دى او ما له علي علم  زده کړی،زما علم او د اصحابانو علم،دعلي دعلم په پرتله داسې دى لکه يو څاڅکې،چې سمندرته وي[174].

له حضرت عمر(رض) نه روايت دى،چې رسول اکرم (ص) ويلي: (( هېڅ يو لټوونکي ته د علي (ک) د فضل په څېر څه په لاس نه شي ورتلاى؛ځکه علي (ک) د حق غوښتونکې د حق لوري ته سموي او له هلاکته يې ژغوري اوهغه ،چې په ضلالت او لار ورکۍ کې پراته وي بېرته راستنوي [175])).

پېغمبراکرم(ص) دعلي(ک) په باب ويلي دي :

(١)-أَنَا مَدِينَةُ الْعِلْمِ، وَعَلِيٌّ بَابُهَا، فَمَنْ أَرَادَ الْعِلْمَ فَلْيَأْتِ الْبَابَ - زه دعلم ښار يم اوعلي يې ور دى،څوک،چې علم غواړي؛نو په وره دې ورننوځي[176].

(٢)- أَنَا دَارُ الْحِكْمَةِ , وَعَلِيٌّ بَابُهَا -  زه د حکمت کور يم او علي يې ور دى . ( انادارالحکمه وعلي بابها[177]))

(٣)- علي بن أبي طالب باب حطة،من دخل منه كان مؤمناً ومن خرج منه كان كافراًً. علي بن ابيطالب "

باب حطه" دى،که څوک په دې وره ورننوت،مؤمن او که ترې راستون شو؛نو کافر دى.

شيخ سلېمان قندوزي حنفي په ينابيع المودة(٧٧مخ ،١٤باب) کې له  "اصبغ بن نباته" نه روايت کړى ،چې ويلي يې دي: وامې ورېدل،چې حضرت علي (ک) وويل : رسول اکرم راته زر بابه زده کړل،چې له هر باب نه زر نور پرانستل کېږي؛نو دا زر زر بابه شول تر دې،چې پوه شوم هغه ،چې شوي اوهغه ،چې تر قيامته کېدونکي دي،د بلايا ،منايا په علم پوه شوم او په (فصل  خطاب) هم[178].

شيخ سلیمان قندوزي حنفي[179] د امام احمد حنبل په نقل ليکي : يوه ورځ علي (ک) پر منبر وويل :مخکې تر ‏دې،چې له لاسه مې ورکړی، ومې پوښتی،د "کتاب الله" په باب مې وپوښتي،زه پر ټولو آيتونو پوهېږم،چې چېرته نازل شوي؛په غره کې که په سمه؟ د فتنو په باب مې وپوښتي؛ځکه داسۍ فتنه به نه وي،چې پرې ونه پوهېږم،چې راولاړېږي او څوک به پکې وژل کېږي)).

  ابن حجر هيثمي شافعي[180] ليکي : علي(ک) سوګند يادوي:(( پر خداى تعالى قسم د قرآن مجيد په ټولو آيتونو پوهېږم،چې د چا په باب،چېرته او پر چا نازل شوي دي،په رښتيا،چې الله تعالى راته هوښيار زړه اوخوله وره ژبه راکړې ده .))

د همدې  کتاب او همداراز د ذخائرالعقبي ٨٣ مخ کې راغلي : د "کتاب لله"په باب مې وپوښتئ او پر هر آيت پوهېږم،چې د شپې نازل شوى او که د ورځې،په سمه يا په غره کې.

  نهج البلاغه[181] : مخکې تردې،چې درنه ولاړ شم،د هرڅه په باب مې وپوښتئ،چې زه دآسمان په لارو کې تر ځمکې ښه بلد يم ! وپوښتئ تر دې ،چې هېواد مو د فتنې او فساد تورې لړۍ ونيسي او عقلونه مو واړوي.  

  متقي هندي [182] ليکي :علي(ک) ويلي : مخکې تردې،چې له لاسه مې ورکړۍ،ومې وپوښتئ،د هر شي په باب مې وپوښتئ ځواب يې درکوم ؛خو داچې تر عرش پورته وي.

  ابن عبدالبر[183]،ابن اثير[184]،ابن حجر[185]، محب الدين طبري[186] او امام احمد حنبل ( په خپل مسند کې ) ليکي: بې له علي (ک)،بل چا هم په خپل ژوند کې نه دي ويلي،چې د هر څیز په باب مې وپوښتئ (سلوني...)

امام احمد حنبل[187]ليکي: ا مام حسن (رض) د علي (ک) تر شهادت وروسته ويناو کړه اوويې ويل:پرون له تاسې داسې يو سړى ولاړ،چې د بشر ړومبني او راوروستي به دهغه هومره علم نه درلود او نه به يې ولري داسې څوک،چې آنحضرت (ص) به غزا ته لېږه؛نو جبرائيل به يې ښي لوري ته او ميکائيل به يې کيڼ لوري ته روان وو او تر سوبې وروسته راستنېده،بې سوبې نه دى راستون شوى.

  ابن مغازلي شافعي[188] په خپل سند له ابن عباس (رض) نه روايت کړى،چې پېغمبراکرم(ص) ويلي : جبرائيل راته له جنته يو فرش راووړ او پرې کېناستم او چې دخداى تعالى قرب ته ورسېدم راسره يې په ګوښه کې خبرې وکړې "فماعلمنى شيا الا وعلمت عليا فهوا باب مدينة علمې" چې څه یې راوښوول،هغه مې علي ته ور زده کړل نو هغه مې د علم ور دى. بيا پېغمبر(ص)،علي ځانته راوغوښت او ورته يې وويل :(( يا علي! درسره پخلاينه او دوستي راسره پخلاينه او دوستي ده او درسره جګړه، له ما سره جګړه ده، تر ما وروسته مې د امت بېرغ او نښه يې.))

  احمد بن محمد صديق حسني مغربي[189] ليکي:

(الف) – ابو نعيم په "حلية الاولياء " کې په سم سند له علي(ک) نقل کړى ،چې ويلي يې دي: پېغمبر(ص) ويلي دي ((زه دعلم ښار يم او علي! ته یې ور يې،هغه به دروغ ويلي وي،چې ګومان کوي بې وره ننوتى شي.))

(ب) – شعبي له علي (ک) نقل کړى،چې پېغمبراکرم(ص) ويلي دي: (( انا دار الحکمه وعلي بابها؛زه د حکمت کور يم اوعلي يې ور دى.))

  ابن عبدالبر[190] په خپل سند له عبدالله بن عباس(رض) نه روايت کړى ،چې ويلي يې دي: حکمت په لسو برخو وېشلى شوى،نهه برخې يې علي ته ورکړل شوې او يوه يې نورو ته اوعلي په دې يوه برخه کې هم تر ټولو پوه دى.

  متقي هندي [191] :

( الف) – له ابوذر غفاري (رض) نه روايت دى،چې آنحضرت (ص) ويلي دي : ((اعلم امتي من بعدي على بن ابيطالب - تر ما وروسته،د امت ډېر عالم او پوه علي بن ابيطالب دى.))

(ب)- له سلمان فارسي (رض) نه روايت دى،چې رسول اکرم (ص) ويلي دي : (( علي تر هر چا زيات خداى او خلک پېژني.))

(ج) – له عبدالله بن مسعود(رض) نه روايت دى،چى رسول اکرم (ص) ويلي: ((علي! تر ما وروسته،چې زما امت د څه په باب اختلاف وکړي ته به یې ورته څرګندوې.))

ابن حجرهيثمي [192] او ابن عبدالبر قرطبي[193] ليکي : د ام المؤمنين حضرت عايشې رضى الله عنها په مخ کې به ،چې د علي (ک) نوم اخستل کېده؛نو ويل به يې ((هغه د پېغمبر(ص) پر سنتو تر ټولو پوه دى))

خوارزمي[194]  ليکي:

امام ثعلبي په خپل سند له "محمد بن منصور" نه روايتوي،چې ويلي يې دي : له امام احمد حنبل نه مې اورېدلي،چې ويل به يې : " ما جا ء لاحد من اصحاب رسول الله (ص) من الفضائل ما جاء لعلى؛يعنې دعلي په باب ،چې کوم فضايل راغلي،د پېغمبر اکرم (ص) د بل يو اصحابي په باب هم نه دي راغلي ".  

دا روايت حاکم [195] هم په همدې سند را اخستى دى .

  ابن عبدالبر[196]ليکي : امام احمد حنبل او اسماعيل بن اسحاق قاضي ويلي : د حضرت علي (ک) په باب،چې په سمو اسنادو کوم فضايل روايت شوى؛نو د رسول الله (ص) د يوه صحابي په باب هم نه دي راغلي.))


پردې حقيقت نورو پوهانو او علماوو رحمة الله عليهم هم منښته کړې ده[197].

  امام غزالي (رح) په (المنقد من الضلال) کتاب کې ليکي: عقلمن د عقلمنو په مشر امام علي(ک) پسې ملا تړي او بيا زياتوي : لايعرف الحق بالرجا لاعرف الحق نعرف اهله؛يعنې حق پر سړيواو رجالو نه پېژندل کېږي،لومړى حق وپېژنه،چې بيا يې اهل او وړهم وپېژنې.  

امام غزالي د "علم لدني" په رساله کې وايي: علي (ک) ويلي: رسول الله (ص) خپله ژبه ،زما په خوله کې کېښووه ؛نو د رسول الله (ص) د خولې له لاړو د علم زر بابه راپرانستل شول،چې بيا له هر بابه زر نور.

علي (ک) زياتوي: که د قضا په مقام کينم؛نو د تورات لارويانو ته به په تورات، د انجيل لارويانو ته به پر انجيل او د قرآن مجيد لارويانو ته به د قرآن له مخې پرېکړې کوم.

امام غزالي (رح) زياتوي: حضرت علي (ک) دعلم دې مرتبې ته يوازې د ښوونې او تعليم له لارې نه دى رسېدلى؛ بلکې الهي پېرزوينه او موهبت پرې شوى،چې د "لدني علم" څښتن شو او که نه څنګه  فرضولاى شو،چې يو بشر ووايي که خداى او پېغمبر يې اجازه راکړي؛نو د "فاتحه الکتاب" په تفسير کې به تورات شرح کړم،چې څلوېښت باره به شي؟

غزالي (رح) زياتوي :دومره پراخ علم  بې له غيبي مرستو او الهي پيرزوينو ترلاسه کېداى نه شي.  

  ابن حجرشافعي[198] او ابن عبدالبر قرطبي[199] ليکي: د حضرت عمر (رض)،ابن مسعود(رض) او نورو اصحابو (رضى الله عنهم ) په اند ،علي د قرآن پر فرائضو ډېرپوهېده او د قضاوت په باب تر ټولو هوښيار او عالم و.

ابو عمريوسف بن عبدالله بن محمد بن عبدالبر [200] د علي (ک) يو شمېر روايت شوي فضايل نقل کړي او په پاى کې يې منښته کړې،چې د علي (ک) ټول فضايل نشم کښلاى.

ابوبکر احمد بن موسى بن مردويه (رح) په ((کتاب المناقب)) کې د علي (ک) په باب زيات روايتونه رااخستي،چې متواتر يې ګڼلي او يوازې (١٨٢) فضايل يې له پېغمبر(ص) نه روايت کړي دي .

  حافظ محمد بن مؤمن شيرازي(رح) د څلورګونو مذاهبو سترعالم، له دولس ګونو تفاسيرو ځنې يو کتاب کښلى،چې د حضرت علي (ک)فضايل پکې کښل شوي.

اصفهاني اسعد بن عبدالقاهر بن شقروه (رح) په "الفائق" کتاب کې د علي (ک) په باب فضايل نقل کړي،چې ددې کتاب يو نسخه په نجف کې د حضرت علي (ک) په کتابتون کې شته.  

موفق بن احمد خوارزمي (اخطب خطبا او ستر عالم) د "الاربيعن" په کتاب کې له پېغمبر(ص) نه د حضرت علي (ک) په باب روايتونه نقل کړي دي.  

حجة الاسلام ناصر بن ابى مکارم مطرزي خوارزمي (د اهل سنتو سترعالم د "لمعروف" ليکوال او هم پر "المناقب" کتاب يې "لايضاح" په نامه شرح کښلي) د خپل کتاب "المناقب" په لومړيو پاڼو کې ليکي: د علي(ک)د فضايلو ليکنه دانسان له وسې وتلې ده او د خپلې خبرې لپاره دليل راوړي،چې،صدر الحفاظ حسن بن عطا همداني په خپل سم سند له مجاهد او ابن عباس (رضى الله عنهما) نه روايت کړى،چې رسول اکرم(ص) ويلي دي :

(( لو ان الغياض اقلام والبحر مداد والجن حساب والانس کتاب ما احصوا فضائل على بن  ابيطالب؛که دځنګلونو ونې قلمونه، سمندرونه رنګ،ټول پېريان حسابګر او ټول انسانان ليکوونکي شي ؛نو دعلي بن ابيطالب فضايل به ونه شمېري)).

دا روايت "ابن شيرويه ديلمي" په "فردوس الاخبار" کې له ابن عباس رضى الله عنه نه په لږ توپيرد اسې روايت کړي دى :  

پېغمبراکرم(ص)  حضرت علي (ک) ته وويل : ((که سمندر رنګ،د ځمکې دمخ ونې قلمونه،ټول انسانان ليکونکي او ټول پېريان حسابوونکي شي؛نو اې علي فضايل دې نه شي کښلاى)).

شيخ سليمان قندوزي حنفي[201] د ابن طلحه شافعي له ( درالمنظم) نه نقلوي،چې علي(ک) ويلي : ((که وغواړم ،چې "فاتحه" سورت تفسير کړم ؛نو اويا اوښان به بار کړم او زما د خبرې تائيد د رسول اکرم(ص) دا وينا ده،چې : ((زه د علم ښار يم اوعلي يې ور دى)) او د پېغمبر(ص) د وينا تائيد د قرآن آيت دى،چې: (( کورونو ته یې په ورونو ورننوزﺉ))؛نو څوک،چې غواړي علم  زده کړي،په هغه وره دې ورننوزي،چې پېغمبر ښوولى دى.))

  امام شافعي (رحمة الله عليه ) وايي: له داسې نارينه حيران يم ،چې دښمنانو يې د کینې له امله فضايل  پټ کړل او دوستانو يې د وېرې له امله راښکاره نه کړل؛خو بيا هم دومره فضايل ورته ويل شوي،چې ځمکه  او آسمان پرې ډک دى[202].

( استيعاب : دويم ټوک،٤٦٣ مخ ) وايي : حضرت معاويه بن ابوسفيان ته به چې کومه مسله راپېښه شوه؛نو حضرت علي ته به يې ليکل او ترې به يې مرسته غوښته؛نو کله يې چې واوېدل،چې حضرت علي ووژل شو؛نو ويې ويل :فقه او علم د علي له مړينې سره مړه شول . ورور يې عتبه ورته وويل :پام چې د شام خلک دې دا خبره وا نه وري . حضرت معاويه ورته وويل : پرېږ ده مې .

( استيعاب :دويم ټوک،٤٦٢مخ ) په خپل سند له حضرت عبدالله بن عباس روايتوي چې وايي : که علم لس برخې فرض کړو؛نو پر خداى قسم،چې نهه برخې يې په علي کې دي او علي په هغه یوه برخه کې هم له خلکو سره شريک دى .

دا روايت ابن اثير د اسدالغابه د څلورم ټوک په ٢٢ مخ کې هم راوړى دى .

( استيعاب :دويم ټوک،٤٦٢ مخ ) په خپل سند له حضرت سعيد بن مسيب روايتوي چې وايي : بې له علي  چا هم په ژوند کې  و نه ويل : (سلونى؛څه چې غواړئ؛نو له ما يې وپوښتئ ) .

دا روايت ابن اثير هم د اسدالغابه د څلورم ټوک په ٢٢ مخ کې، ابن حجر د صواعق په ٧٦ مخ کې، محب طبري د رياض النضره د دويم ټوک په ١٩٨ مخ کې، احمد په مناقب کې، بغوي په معجم او ابو عمرو هم نقل کړى دى

( کنزالعمال :شپږم ټوک،٤٠٥ مخ ) له حضرت ابن عباس روايتوي،چې وايي : علي خلکو ته وينا کوله،چې و يې ويل :ايهاالناس ! دا څه رټلې خبرې دي،چې ستاسې په اړه مې غوږونو ته رارسي؟ پر خداى چې ډېر ژر به طلحه او زبير (رضي الله عنهما) ووژل شي او بصره به سوبه شي او ډېر ژر به د کوفې له اړخه شپږ زره پينځه سوه او شپېته او يا يې وويل : پينځه زره شپږسوه او پنځوس مرستيال سرتېري ستاسې مرستې ته راشي . له ځان سره مې وويل :د امام دا خبرې د جنګي سياست لپاره دي؛ځکه  په جګړه کې دوکه روا ده؛خو سره له دې د کوفيانو هرکلي ته ولاړم؛نو پوښتنه مې وکړه،چې شمېر مو څومره دى او هومره يې راته وويل، چې امام وړاندوينه کړې وه . بيا مې له ځان سره وويل: دا له هغه اسرارو دي،چې رسول اکرم (ص) ورته ويلي وو؛ځکه رسول اکرم ورته د پوهې زر بابه ورکړي ول،چې له هر باب يې زر نور بابونه پرانستل کېدل.

( کنزالعمال :شپږم ټوک،٤٠٥ مخ ) له ابي المتعمر مسلم بن اوس او همداراز له جارية بن قدامه سعدي (رض) روايتوي،چې دواړه وايي : له علي سره وو،چې د خپلو ويناوو په ترڅ کې يې خلکو ته وويل : مخکې تر دې چې له لاسه مې ورکړئ؛نو ومې وپوښتئ او داسې څه به نه وي،چې ځواب یې ونه لرم؛خو داسې څه،چې له عرش اخوا وي .

( کنزالعمال :شپږم ټوک،١٥٣ مخ ) ، ( د بغداد تاريخ : څلورم ټوک،١٥٨ مخ )، ( فخر رازي په خپل تفسير کې د (( و اما بنعمة ربک فحدث )) تر آيت لاندې ) ، ( حلية الاولياء : لومړى ټوک،٦٥ مخ او همداراز د اووم ټوک په ٣٤ مخ کې ) ، ( ابن سعد؛طبقات :دويم ټوک،دويم قسم،١٠١ مخ )، ( رياض النضره : دويم ټوک،٢٢١ مخ ) ، ( کنزالعمال :اتم ټوک،٢١٥ مخ ) ، (ابن حجر؛تهذيب التهذيب :اووم ټوک،٣٣٨ مخ )  او ( د بغداد تاريخ :شپږم ټوک،٣٧٩ مخ ) د اميرالمؤمنين علي بن ابيطالب د علم په اړه روايتونه نقل کړي،چې په وروستي کې يې خپلې سينې ته په اشارې کميل ته وويل :دلته خورا پوهه ده؛خو څومره بده ده، چې څوک نشته،چې ددې علومو حامل شي او ور و يې لېږدوم . لکه چې د استعداد خاوندان شته؛خو امين نه دي .

( کنزالعمال :لومړى ټوک،١٠٣ مخ ) له اصبغ بن نباته (رض) روايتوي،چې وايي : له حضرت علي بن ابيطالب سره ناست وو،چې يو يهودى راغى او ويې ويل :اميرالمؤمنينه ! خداى له کله و ؟ نو همدا چې موږ ترې دا خبره واورېده؛نو سم مو وواهه او نږدې ول، ومري؛خو حضرت علي وويل : خوشې يې کړئ او بيا يې وويل : يهودي وروره ! چې څه درته وايم ، ښه يې واوره او په زړه کې يې وساته؛ځکه له هغه کتابه ځواب درکوم،چې خداى پر موسى نازل کړ او که تا خپل اسماني کتاب ويلي وي؛نو د خپلې پوښتنې ځواب به پکې پېدا کړې؛ هغه چا ته سم دي،چې ووايو،چې له کله و، چې شتون يې پر نشتون مخکې وي؛يعنې په يو وخت کې نه و او بيا شته شو؛خو لا يزال خداى بې له څه څرنګوالي او شتون يې د نورو د شتون په څېر نه دى؛له لايزال مخکې لا يزال او وروسته تر وروسته و او بې له څه کيفه لم يزال ، غايت او منتهي دى . يهودي وژړل او و يې ويل : اميرالمؤمنينه ! پر خداى، چې په تورات کې هم داسې راغلي دي او اوس شهادت ورکوم،چې بې له خدايه بل معبود نشته او محمد (ص) يې بنده او استازى دى .

( رياض النضره :دويم ټوک،١٢٢ او ٢٢٢ مخونه ) د حضرت علي د علم په اړه  دوه روايتونه راوړي او همداراز ( حلية الاولياء : لومړى ټوک،٦٥ او ٦٧ مخونو ) د قرآن پر ظاهر او باطن د حضرت علي د پوهې په اړه  دوه روايته ، ( ابن سعد؛طبقات:دويم ټوک،دويم قسم،١٠١ مخ ) له حضرت ابي الطفيل،(ابن حجر؛تهذيب التهذيب :اووم ټوک،٣٣٧ مخ ) ، ( ابن حجر؛اصابه :څلورم ټوک،لومړى قسم،٢٧٠ مخ ) ، ( ابن عبدالبر؛استيعاب :دويم ټوک،٤٦٣ مخ) ، (ابن جرير؛تفسيرجرير:٢٦ ټوک،١١٦ مخ ) له حضراتو ابي الطفيل او ابي  الصبهاء ، ( متقي؛کنزالعمال :لومړى ټوک،٢٢٨ مخ ) له حضرت عامر بن واثله او د شپږم ټوک په ٣٩٣ مخ کې په دې اړه ( سلوني؛يعنې څه چې پوښتئ؛نو له ما يې وپوښتئ ) چې په وروستي کې يې له مامون الرشيد له مهدي عباسي له منصور دوانيقي له پلار يې عبدالله بن عباس روايتوي،چې وايي : له حضرت عمر بن خطاب مې واورېدل،چې وايي :هېڅکله په علي پسې بدې ردې مه وايي ،چې له علي سره مې د رسول اکرم داسې چلن ليده، چې که له ماسره يې درلود؛نو تر ټولو هغو څيزونو راته ښه و،چې لمر پرې لګي (بيا خپله خبره کوي تر دې چې دلته رارسي) علي د څو ځانګړنو په درلودو نېکمرغه شو؛د رسول اکرم په زومتوب،له بېوزليو سره مرسته او د قرآن پر ظاهر، باطن،فقه او تاويل علم .

( طحاوي؛ مشکل الآثار : دويم ټوک،٣٧٣ مخ ) پر دوو سندونو له حضرت عبيد بن ابي رفاعة انصاري روايتوي،چې د خداى د استازي يارانو د حضرت عمربن خطاب په مخ کې د نطفې د عزل په اړه  اختلاف وکړ،چې حلاله ده که حرامه ؟ حضرت عمر بن خطاب وويل :تاسې چې اهل بدر ياست او نن په يوه ديني مسئله کې سره شخړه کوئ؛نو راتلونکى ځوځات به مو څه کوي ؟ اصحاب چوپ شول او دوو سره پسپسکي پيل کړل،چې حضرت عمر وويل : دا پسپسکي څه دي ؟ يو يې وويل :يهوديان عزل حرام ګڼي او يو ډول موئوده _ژوندي ښخول _ يې ګڼي . حضرت علي وويل :هله ژوندى ښخول ګڼل کېږي،چې له اوو پړاوونو تېر شوى وي؛ځکه  قرآن هغه ته انسان وايي، چې له اوو پړاوونو تېر شوى وي،چې دادي :

[١_ وَلَقَدْ خَلَقْنَا الْإِنسَانَ مِن سُلَالَةٍ مِّن طِينٍ. ٢_ ثُمَّ جَعَلْنَاهُ نُطْفَةً فِي قَرَارٍ مَّكِينٍ.٣_ ثُمَّ خَلَقْنَا النُّطْفَةَ عَلَقَةً . ٤_ فَخَلَقْنَا الْعَلَقَةَ مُضْغَةً.٥_ فَخَلَقْنَا الْمُضْغَةَ عِظَامًا . ٦_ فَكَسَوْنَا الْعِظَامَ لَحْمًا.٧_ ثُمَّ أَنشَأْنَاهُ خَلْقًا آخَرَ فَتَبَارَكَ اللَّهُ أَحْسَنُ الْخَالِقِينَ.]

او لنډه داچې د نطفې له منځه وړل او له زيلانځ- رحم يې بهر اچول هله ژوندي ښخول دي،چې له طين،نطفه،علقه،مضغه؛ عظام او هډوکي او يا پر غوښه پوښل شوى وي او بل خلقت شوى وي او لنډه داچې ژوندى انسان وي .

( کنزالعمال : شپږم ټوک،١٥٦ مخ ) له رسول الله مبارک روايتوي،چې وايي :علي بن ابيطالب پر خداى او خلکو د خلکو ډېر پوه او اعلم دى.

د همدغه ټوک په ٣٩٦ مخ کې له ابي  ازهراء روايتوي،چې وايي :  حضرت علي بن ابيطالب به تل ويل :زه او د اولادې پاکان مې ،تر ټولو خلکو سينه پراخ او تر ټولو پوه يو . خداى تعالى په موږ دروغ له منځه وړي  او د لېوانو غاښونه له داړلو پڅوي او په موږ خداى ،له ورمېږونو د ذلت زنځيرونه پرانځي،خپګانونه مو له منځه وړي او په موږ دي،چې خداى پيل او پاى کوي .

( هيثمي؛مجمع :نهم ټوک،١١٣ مخ ) له حضرت سلمان روايتوي،چې وايي : رسول اکرم ته مې وويل : رسول الله ! هر پېغمبر وصي لري؛نو ستا وصي څوک دى ؟ رسول اکرم راته هېڅ هم و نه ويل ؛خو بله ورځ يې،چې وليدم؛نو غږ يې راته وکړ او ما هم ورمنډه کړه او راته يې وويل : پوهېږې،چې د موسى وصي څوک و ؟ورته مې وويل : يوشع بن نون . پوښتنه يې وکړه : ولې د موسى وصي شو ؟ ورته مې وويل : ځکه په هغه وخت کې تر ټولو عالم و. رسول الله وويل : ((  زما وصي علي دى،چې تر ټولو غوره دى،چې پر کړيو ژمنو مې وفا وکړي او پورونه مې ورکړي . ))

( ابن سعد؛ طبقات : شپږم ټوک،١٦٧ مخ ) په خپل سند له جبلة بنت مصفح له خپل پلاره ، ( اسدالغابه : شپږم ټوک،٢٢ مخ ) په خپل سندعبدة بن سليمان له عبدالملک بن سليمان ، ( استيعاب :دويم ټوک،٤٦٢ مخ ) ، (مناوي؛ فيض القدير: درېم ټوک،٤٦ مخ ) ، ( محب طبري؛رياض النضره: دويم ټوک،١٩٤ مخ ) ، ( ابن عبدالبر؛استيعاب : دويم ټوک،٤٦٢ مخ ) له جبير له عايشې بي بي ، ( متقي؛کنزالعمال : څلورم ټوک،٣٤٣ مخ او همداراز د دويم ټوک په٤٦٢ مخ ) له مغيرة ، ( رياض النضره : دويم ټوک،١٩٤ مخ ) ، ( بيهقي؛سنن :پينځم ټوک،٥٩ مخ ) په خپل سند له عمرو له ابي  جعفر څخه په دې اړه  روايتونه نقل کړي،چې موږ دلته يوازې د ذخاير العقبى د ٦١ مخ روايت راخستى،چې حضرت عمر بن خطاب وويل : د خداى استازي وويل : په دنيا کې د علي بن ابيطالب فضيلت ته څوک رسېداى نشي، چې خاوند د هدايت پر لور رهبري او له ضلالت  او هلاکت يې لرې کړي.

( هيثمي؛مجمع : نهم ټوک،١٣١ مخ ) په خپل سند له طبراني روايتوي،چې رسول اکرم (ص)،حضرت علي ته وويل : (( قسم پر هغه خداى،چې ژوند مې يې په لاس کې دى،چې که له دې نه وېرېدم،چې مسلمانان ستا په اړه هغه څه و نه وايي،چې مسيحيان يې د عيسى بن مريم په اړه وايي؛نو نن به مې ستا په اړه  هغه څه ويلي ول،چې د هر مسلمان له مخې تېرېدې؛نو ستا د پښو خاورې به يې د تبرک لپاره ښکلولې . ))

( امام احمد بن حنبل؛ مسند : لومړى ټوک،١٩٩ مخ ) له وکيع له شريک له اسحاق له هبيره روايتوي،چې وايي : حضرت حسن بن علي د حضرت علي تر شهادت وروسته په خطبه کې وويل : پرون له تاسې هغه سړى ولاړ،چې نه په تېرو او نه په راتلونکيو کې يې څوک پوهه لري؛هغه چې رسول اکرم جګړې ته لېږه؛نو جبراييل به يې ښي لور او مکائيل به کيڼ لور ته و او بې بري به نه راستنېده .

( صحيح ترمذي :دويم ټوک،٢٩٩ مخ ) له سويد به غفله له صنابحي ، (ابونعيم؛حلية : لومړى ټوک،٦٤ مخ ) له اصبع بن نباته او حارث ، (مناوي په فيض القدير کې ) ، ( د بغداد تاريخ :يوولسم ټوک،٢٠٤ مخ ) او کنزالعمال د شپږم ټوک په ٤٠١ مخ کې له اسماعيل بن موسى څخه په دې مضمون روايتونه نقل کړي،چې رسول اکرم (ص) وويل : (( زه د حکمت کور او علي يې ور دى او يا وايي : زه د علم ښار اوعلي يې ور دى . ))

( مستدرک الصحيحين :درېم ټوک،١٢٦ مخ ) په خپل سند له مجاهد له حضرت ابن عباس روايتوي،چې وايي : رسول اکرم وويل : (( زه د علم ښار او علي يې ور دى؛نو که څوک غواړي دې ښار ته راننوځي؛نو له وره دې راننوځي . ))

( خطيب بغدادي؛د بغداد تاريخ :څلورم ټوک،٣٤٨ مخ ) او په بله لار د اووم ټوک په ١٧٢ مخ کې اوپه بله لار د يوولسم ټوک په ٤٨ مخ کې او په څلورمه لار د اووم ټوک په ٤٩ مخ کې ، ( ابن اثير؛اسدالغابه :څلورم ټوک،٢٢ مخ ) ، ( ابن حجر؛تهذيب التهذيب :شپږم ټوک،٣٢٠ مخ او همداراز د اووم ټوک په ٤٢٧ مخ  ) ، ( متقي؛کنزالعمال :نهم ټوک،١٥٦ مخ ) ، ( مناوي؛ فيض القدير :درېم ټوک،٤٦ مخ ) او د هغه د وينا له مخې عقيلي، ابن عدى، طبراني، حاکم ، ابو الشيخ  او همداراز ( هيثمي؛مجمع :نهم ټوک،١١٤ مخ ) ، ( رياض النضره :دويم ټوک،١٩٣ مخ ) ، ( کنزالعمال :نهم ټوک،١٥٦ مخ )، ( کنوزالحقايق :٤٣ مخ ) ، ( صواعق محرقه :٧٣ مخ ) او د بغداد تاريخ د دويم ټوک په ٣٧٧ مخ کې په دې مضمون روايتونه نقل کړي،چې موږ يوازې د خطيب بغدادي روايت نقل کړى دى،چې په خپل سند يې له حضرت جابر بن عبدالله روايت کړى،چې وايي : د حديبيه پر ورځ رسول اکرم(ص) د علي لاس نيولى و، وويل :دا د  نړۍ د نېکانو امير، د ناپاکانو قاتل دى او چاچې مرسته ورسره وکړه؛نو له خداى سره يې مرسته کړې او که چا پرېښود؛نو خداى يې پرېښى دى او بيا يې خپل غږ لوړ کړ او پر لوړ غږ يې وويل : (( زه د علم ښار يم او علي يې ور دى؛که څوک غواړي زما د علم ښار ته راننوځي؛نو بايد له وره راننوځي . ))

( مستدرک الصحيحين : درېم ټوک،١٢٢ مخ ) ، ( حلية الاولياء : لومړى ټوک،٦٣ مخ ) له حضرت انس بن مالک څخه په دې اړه  روايتونه نقل کړي،چې ړومبی مضمون يې دى، چې رسول اکرم (ص) حضرت علي ته وويل : ته به تر ما وروسته زما په امت کې د خداى هغه احکام څرګندوې،چې خلک پکې اختلاف کوي . ))


د حضرت علي وړاندوينې[سمول]

( مستدرک الصحيحين :دويم ټوک،٣٥٨ مخ ) په خپل سند له طاووس له پلاره روايتوي،چې وايي : حضرت حجربن قيس عدوي د حضرت علي بن ابيطالب له خدمتګارانو ځنې و،چې يوه ورځ  حضرت علي ورته وويل : حجره ! ته به تر ما وروسته ژوندى يې او ما ته کنځلو ته به دې اړ کړي؛نو ته کنځلې وکړه؛خو له ما بېزاري او کرکه مه کوه . طاووس وايي : د اميرالمؤمنين تر شهادت وروسته مې حجر وليد،چې احمد بن ابراهيم نيولى دى،چې يا به علي کنځلې او يا به وژل کېږي،چې حجر ورته وويل : خلکو ! ټول پوه شئ،امير احمد بن ابراهيم راته حکم کړى،چې علي وکنځم؛نو تاسې یې هم راسره وکنځئ،چې خداى يې لعنت کړي او خداى هم د خلکو زړونه داسې ړانده کړې وه، چې پوه نه شول چې مراد او مطلب يې څه و .

( ابن سعد؛طبقات :پينځم ټوک،٣٠ مخ ) د مروان د حالاتو په  باب راوړي،چې يوه ورځ حضرت علي له مانا ډکه کتنه ورته وکړه او و يې ويل : ډېر ژر به تر بوډا توب وروسته د ضلالت بېرغ پورته کړي او د عمر په پاى کې به امارت ته ورسې،چې امارت ورته د سپي په څېر دى،چې د خپلې پوزې اوبه سټي،چې همداراز هم وشول . د ژوند تاريخ ته يې مراجعه وکړئ.

( ابن حجر؛ اصابه : پينځم ټوک،درېم ټوک،٣٢٥ مخ ) له جرير له مغيره روايتوي،چې وايي : حجاج بن يوسف په کميل پسې يو تن ولېږه او د هغه او د کورنۍ تنخواه يې بنده کړه، کميل،چې دا خبره واورېده،و يې ويل : ما خپل عمر کړى دى؛نو څنګه ښه مې نه ايسي،چې د څو تنو ډوډۍ بنده کړم؛نو په خپله حجاج ته راغى او حجاج ورته وويل : زړه مې غواړي سخا درسره وکړم . کميل ورته وويل: زما عمر مخ پر خلاصېدو دى؛نو هر کار چې دې خوښه وي، و يې کړه،چې ما او تا به له خداى سره يو بل وینو او اميرالمؤمنين علي خبر کړى وم،چې ته مې وژونکى يې . حجاج ورته وويل : هو ته په هغو خلکو کې وې،چې عمر(رض) يې وژلى و،ورمېږ ترې غوڅ کړئ او جلادانو يې هم ورمېږ پرې کړ .

( تهذيب التهذيب: اووم ټوک،٣٥٨ مخ ) د  حضرت علي بن عبدالله بن عباس په حالاتو کې ليکي :  علي بن عبدالله بن عباس،چې وزېږېد؛نو پلار يې حضرت علي بن ابيطالب ته بوت،چې امام وپوښتل : نوم يې څه دى ؟ ورته يې وويل : دا کېداى شي،چې په نوم ايښوونه کې درنه مخکې شم ؟ حضرت علي ورته وويل: زما نوم پرې کېږده او هغه د پادشاهانو پلار دى او همداراز هم وشول؛ځکه علي د ټولو عباسي خلفاوو پلار  و.

(هيثمي؛مجمع : شپږم ټوک،٢٤١ مخ ) له  حضرت جندب روايتوي،چې وايي : چې خوارج له علي بېل او ورسره دښمنان شول؛نو علي ورپسې ولاړ او موږ هم ورسره شوو،چې ورورسېدو؛نو ما وليدل،چې په خوارجو کې ډېر داسې کسان ليدل کېدل،چې د عبادت په جامو کې وو او د ډېرو سجدو له امله يې پر تنديو ټاپې جوړې شوې وې؛نو په زړه کې مې شک شو چې آيا کېداى شي له داسې لمونځ کوونکيو سره جګړه وکړو؛نو خپل اس مې غاړې ته کړ، نېزه مې په خپل ځاى کې کېښووه او له اس راکوز شوم او زغره مې له بدنه وايسته او پر اس مې کېښووه، او اس مې له واګي ونيو او لمونځ مې پيل کړ او په لمونځ کې مې ويل : پالونکيه ! که له دې قوم سره جګړه له تا لاروي وي؛نواجازه يې راکړه او که ورسره جګړه له تا سرغړونه وي؛نو د برائت چل راوښيه،چې همدا مهال علي د رسول الله پر کچره ناست راورسېد ،ويې وويل : جندبه ! بېشکه خداى ته پناه يوسه . په علي پسې شوم، چې په يو ځاى کې يې لمونځ پيل کړ،چې دا مهال يو سپور راغى او و يې ويل : اميرالمؤمنينه ! ورته يې وويل : څه وايې ؟ اميرالمؤمنين ورته وويل :که غواړئ له دې قوم سره وجنګېږئ؛نو بېړه وکړئ،چې له نهره واوختل . امام ورته وويل: نه له نهره نه دي اوختي او تېر به هم نشي،چې ټول ووژل شي او دا هغه ژمنه ده،چې رسول اکرم راسره کړې ده . ما وويل : الله اکبر! زه هم پاڅېدم او جنګي جامې مې واغوستې او په اميرالمؤمنين پسې شوم؛همداراز روان و او ويل يې : جندبه ! ورته مې وويل : بلې اميرالمؤمنينه ! و يې ويل : زه به يو سړى ورولېږم،چې قرآن ورته ووايي او د خداى کتاب او سنتو ته يې راوبلي؛خو دا سړى به راستون نشي او د غشيو ښکار به يې شي . جندبه ! پام دې وسه،چې له لښـکرو به يو يوازې لس تنه ژوندى پاتې شي.

دا روايت طبراني هم راوړى دى

( رياض النضره :دويم ټوک،٢٢٢ مخ ) له اصبع روايتوي،چې وايي : له علي (ک ) سره د امام حسين د قبر له ځايه تېرېدو،چې حضرت علي (ک ) وويل :دا يې د څارويو ځاى دى،دا هغه ځاى دى،چې خپلو بارونه به په کې ږدي،دا هغه ځاى دى،چې د آل محمد د ځوانانو وينه به تويېږي او اسمان او ځمکه به ورته ژاړي .

دا روايت ابن حجر هم د صواعق په ١١٥ مخ کې په لږ اختلاف راوړى او د ملا سيرة نه يې اخستى دى .

( امام احمد بن حنبل؛مسند :لومړى ټوک،٨٥ مخ ) په خپل سند له عبدالله بن نجار له پلاره روايتوي : له علي سره نينوا ته ورسېدو او هلته يو کس و،چې د اميرالمؤمنين د اوبو او لوټې دنده يې درلوده، وايي :همداچې له اميرالمؤمنين سره دې سيمې ته راورسېدو؛ نو پر لوړ غږ يې وويل : ابا عبدالله صبر وکړه، صبر وکړه ابا عبدالله، د فرات په څنګ کې يو . ومې پوښتل: څه خبره ده ؟ و يې ويل : يوه ورځ رسول اکرم ته ورغلم او و مې ليدل،چې سترګې يې له اوښکو ډکې دي او ژاړي؛چې ویې ليدم راته يې وويل :همدا اوس جبراييل دلته و او د حسين د برخليک په اړه  يې راته وويل، چې د فرات په څنګ کې به وژل کېږي او بيا يې راته وويل : غواړې د خاورې بوى يې بوى کړې . ورته مې وويل :  هو ! بيا يې د هغه ځاى خاوره راکړه؛نو له کله مې چې هغه خاوره ليدلې، د اوښکو مخنيوى نه شم کړاى .

دا روايت ( ابن حجر؛ تهذيب التهذيب : دويم ټوک،٣٤٧ مخ ) ، (متقي؛ کنزالعمال :اووم ټوک،١٠٥ مخ ) راوړى او متقي ابي شيبه، ابويعلي،سعيد بن منصور ته نسبت ورکړى او هيثمي هم د مجمع د نهم ټوک په ١٨٧ مخ کې راوړى او بزار او طبراني ته نسبت ورکړى او رجال يې ډاډمن ګڼلي دي .

( اسدالغابه :څلورم ټوک،١٦٩ مخ ) د حضرت غرفه ازذى د حالاتو په شرح کې وايي : هغه د رسول اکرم له "اصحاب صفه وو" څخه و او هماغه و، چې رسول اکرم ورته دعا کړې وه : بارک الله فى صقفة يمينک؛خداى دې معامله برکتي کړه . بيا وايي :ابوصادق له هغه روايت کړى، چې وايي : د علي په اړه  شکمن وم،چې له علي سره د فرات غاړې ته ورسېدو او له هغه ځايه،يې خپله لار کږه کړه او په يو ځاى کې ودرېد،چې موږ هم ودرېدو او په خپل لاس يې يو ځاى ته اشاره وکړه او و يې ويل :دا يې د بارونو ځاى دى، دا يې د څارويو ځاى دى او دا هغه ځاى دى،چې وينه يې تويېږي. پلار مې دې ترې ځار شي،چې په ځمکه او اسمانونو کې بې له خدايه بل يار نه لري . تردې چې شهيد شو او ورپسې حسين هم شهيد شو؛نو ګنډه مې وتړله او هماغې ځاى ته ولاړم او و مې ليدل،چې هماغه ځاى و،چې علي ويلي ول او بيا مې له خدايه پر علي د شک په اړه  مغفرت وغوښت او پوه شوم،علي چې څه کول،هرومرو د هغو ژمنو له مخې وو،چې رسول الله ورسره کړې وې .

( کنزالعمال :اووم ټوک،١٠٦ ټوک ) له شيبان بن محزم روايتوي،چې وايي : زه له علي سره وم،چې کربلا ته راورسېد،چې هلته يې وويل : په دې ځاى کې به داسې کسان شهيدان شي،چې بې د بدر له شهداوو هېڅ شهيد به يې په څېر نه وي .

بيا متقي وايي :دا روايت طبراني هم راوړى او هيثمي هم د مجمع د نهم ټوک په ١٩٠ مخ کې راوړى دى .

( هيثمي؛مجمع :نهم ټوک،١٩١ مخ ) له حضرت ابي خيرة روايتوي، چې وايي :له علي سره وو،چې له مدينې نه کوفې ته کډن شو؛نو همدا چې ښار ته راغى، پر منبر کېناست او د خداى تر ستاينې وروسته يې وويل : د کوفې خاوندانو ! څنګه يې ،چې د پېغمبر ځوځات مو راشي ؟ ورته یې وويل : که داسې وشي؛نو د خداى په لار کې به ښه ازمېينه ورکړو . ويې ويل : پر خداى قسم،چې هرومرو به راشي او تاسې به ورشئ او وبه يې وژنئ او دا بيت یې ووايه :

هم اوردوه بالغروه و غردوا

اجيبوا دعاء لا نجاة ولا عذرا


  يعنې په دروغو به يې خپلې سيمې ته راولي او هغوى چې د دوى بلنه ومنله؛نو راګېر شول؛هغه ګېرېدل،چې د خلاصون لار يې نه وه او هېڅ عذر يې و نه منه .

يمن ته د حضرت علي (ک) مسافرت[سمول]

( صحيح ابن ماجه : باب قضاء : ١٦٨ مخ ) ، ( صحيح ابوداود: د اقضيه کتاب : باب کيف القضا ) ، ( مستدرک الصحيحين :درېم ټوک،١٣٥ مخ او څلورم ټوک :٨٨ مخ ) ،  ( خصايص نسائي :١١ مخ  له اوو لارو ) ، ( احمد بن حنبل؛مسند :لومړى ټوک ،٨٣،٨٨،١١١،١٣٦،١٤٩ ،١٥٦ مخونه له دوو لارو ) ، ( ابوداود طيالسي؛ مسند : لومړى ټوک،١٦،١٩ مخونه ) ، ( بيهقي؛ سنن : لسم ټوک،٨٦ مخ له دوو لارو ) ، ( ابونعيم؛ حلية : څلورم ټوک،٣٨١  مخ ) ، ( خطيب بغدادي :د بغداد تاريخ :دولسم ټوک،٤٤٣مخ ) ، ( ابن سعد؛ طبقات : دويم ټوک،دويم قسم،١٠٠ مخ له دوو لارو او ١٠٠ مخ کې له يوې لارې ) ، ( ابن اثير؛ اسدالغابه :څلورم ټوک،٢٢ مخ ) ، ( متقي؛کنزالعمال :شپږم ټوک،١٥٨ مخ ) او په همدې مخ کې د هغه د وينا له مخې بيهقي په شعب الايمان او په ٣٩٥ مخ کې له ابن جرير او ٣٩٤ مخ کې له ابن سعد له ابي  شيبه او بيهقي او په دلائل او ٣٩٥ مخ کې له عدني،مروزي، ابويعلي،دورقي، سعيد بن منصور، ابن جرير او په ٣٩٥ مخ کې بيا عدني، ابويعلي، ابن جرير، ابن حبان او بيهقي ، ( رياض النضره :دويم ټوک،١٩٨ مخ ) او د وينا له مخې یې اسماعيلي او حاکمي ټولو له ابي  البختري روايت کړى،چې وايي :  حضرت علي وويل :رسول اکرم يمن ته ولېږلم،چې ورته مې وويل : رسول الله ! ځوان يم او د ورمندون- قضا په فن هم نه پوهېږم؛ نو څنګه به په هغو خلکو کې حکم او ورمندون وکړم؟ رسول اکرم زما په سينه لاس کېښود او و يې ويل : خدايه ! زړه ته يې لارښوونه او ژبه يې غښتلې کړې او له هغه مهاله تر اوسه مې لا د دوو کسو ترمنځ په ورمندون کې شک نه دى کړى .

( ذخاير العقبى :١٠٩ مخ ) له حضرت براء بن عازب روايتوي،چې وايي : رسول اکرم(ص) حضرت خالد بن وليد يمن ته ولېږه،چې د هغه ځاى خلک اسلام ته راوبلي او زه هم له هغو کسانو ځنې وم،چې له حضرت خالد بن وليد سره وم؛ حضرت خالد شپږ مياشتې په يمن کې تېرې کړې؛خو چا ورسره و نه منله بيا رسول اکرم(ص)، حضرت علي ددې کار لپاره ولېږه او حکم يې وکړ،چې حضرت خالد او ورسره ټول کسان  که غواړي؛نو راستانه دې شي او که غواړي؛نو پاتې دې شي او زه له هغو کسانو ځنې وم،چې له  حضرت علي سره پاتې شوم؛نو همداچې يمن ته ورنږدې شو؛نو زموږ د راتګ خبره د هغه ځاى خلکو ته ورسېده؛نو ټول له موږ راټول شول او چې حضرت علي د سهار لمونځ وکړ؛نو موږ ټول په يوه ليکه کې ودرېدو او حضرت علي راغى او د ليکې په مخ کې ودرېد او د خداى تر ستاينې وروسته يې د رسول اکرم (ص) رالېږلى ليک ولوست،چې د همذان ټبر په يوه ورځ کې ټول مسلمان شو. حضرت علي، رسول الله (ص) ته د کار راپور ورولېږه او چې رسول اکرم (ص) ته د حضرت علي ليک ولوستل شو؛سجده يې وکړه،و يې ويل :سلام دې پر همذان وي سلام دې پر همذان وي .  

محب طبري وايي : دا روايت ابوعمرو هم راوړى او البته عسقلاني هم د فتح الباري د نهم ټوک په ١٢٨ مخ کې راوړى او اسماعيلي ته يې نسبت ورکړى دى .

علي (ک) تر ټولو اصحابو کرامو پر قضا ښه پوهېده[سمول]

( صحيح بخاري د تفسير په کتاب کې د ( ما ننسخ من آية ) تر آيت لاندې له سعيد بن جبير له حضرت ابن عباس ، ( حاکم ؛مستدرک :درېم ټوک،٣٠٥ مخ ) ، ( احمد بن حنبل؛مسند: پينځم ټوک،١١٣ مخ ) ، (ابونعيم؛ حلية : لومړى ټوک، ٦٥ مخ ) ، سيوطي په در المنثور کې تر پورتني آيت لاندې او د وينا له مخې یې نسائي او ابن الانباري ( په مصاحف کې ) بيهقي ( په دلائل ) کې روايتوي،چې حضرت عمر بن خطاب وويل : په موږ کې علي تر ټولو ښه پر قضا او د قضاوت پر فن پوهېږي .

( صحيح ابن ماجه؛باب فضايل اصحاب الرسول :١٤ مخ ) ، ( مستدرک الصحيحين : درېم ټوک،١٣٥ مخ ) له علقمه له عبدالله بن مسعود ، (ابن سعد؛طبقات :دويم ټوک،دويم قسم،١٠٢ مخ ) ، ( ابن اثير؛اسدالغابه :څلورم ټوک،٢٢ مخ ) ، ( ابن عبدالبر؛استيعاب : دويم ټوک،٤٦١،٤٦٢ مخونه ) ، ( ابن حجر؛صواعق : ٧٦ مخ ) ، (شبلنجي؛ نورالابصار :٧٣ مخ ) او د هغه د وينا له مخې ابن حجر او ابن عساکر له ابن مسعود او عسقلاني په فتح الباري ( نهم ټوک،٢٣٤ مخ ) په دې اړه  روايتونه راوړي،چې رسول اکرم (ص) _ او په ځينو نورو کې _ ((اصحاب کرام يوه خوله دي چې : علي تر دوى ټولو په قضاوت ښه پوهېده . ))

( سنن بيهقي : لسم ټوک،٢٦٩ مخ ) په خپل سند له رقبه روايتوي،چې يزيد بن ابي مسلم د حجاج بن يوسف له ځايه بهر ووت او ويې ويل : امير نن څه هېښنده ورمندون وکړ . شعبي وپوښتل : د څه قضاوت ؟ کيسه يې ورته وکړه، شعبي وويل :دا ورمندون يې له يو صحابي اخستى،چې د بدر په جګړه کې يې هم ګډون درلود . يزيد وپوښتل: مطلب دې څوک دى؟ويې ويل: نه يې وايم . ويې ويل : څوک دى؟ راته يې ووايه ! له خداى سره ژمنه کوم،چې حجاج ته به و نه وايم . شعبي وويل : علي بن ابيطالب دى . يزيد د خپلې ژمنې پر خلاف ولاړ او حجاج ته يې وويل . حجاج ورته وويل : پر ځان ووېرېږه ! شعبي رښتيا وايي ، دا قضاوت ما له علي بن ابيطالب زده کړى و؛البته له څو لارو او که موږ يې کورنۍ او ځوځات وژنو؛نو له قضاوته خو يې غچ نه اخلو؛ځکه پوهېږم،چې علي د رسول اکرم (ص) تر ټولو اصحابو په قضاوت ښه پوهېده .

( حليةالاولياء:لومړى ټوک،٦٥ مخ ) په خپل سند حضرت له حضرت معاذ بن جبل روايتوي،چې وايي: رسول اکرم (ص) وويل : علي زه درسره يو لورى يم، چې د نبوت په مسله کې تر ما وروسته بل پېغمبر نشته او ته به له خلکو سره په اوو ځانګړنو کې يو لورى يې،چې په دې ځانګړونو کې دې يو قريش هم انډولیدلای نشي؛١_په ايمان راوړو کې تر ټولو ړومبى يې .٢_ د نورو په پرتله له خداى سره پر کړې ژمنه ټينګ ولاړ يې .٣_ د خداى په امر کې دې پښه نه ښويېږي.٤_د ټولو په پرتله مساوات ښه رعايتوې .٥_ پر ولس تر ټولو عادل يې .٦_په قضا کې دې ليدانه - بصيرت تر ټولو ډېر دى .٧_د خداى په نزد تر ټولو لوړ مقام لرې .

دا روايت محب طبري هم د رياض النضره د دويم ټوک په ١٩٨ مخ کې راوړى دى .

( حلية الاولياء:لومړى ټوک،٩٦ مخ ) ، ( هيثمي؛مجمع الزوائد :نهم ټوک،١٦٥مخ ) او د هغه د وينا له مخې په کبير او اوسط کې او همداراز ، ( رياض النضره :دويم ټوک،١٩٨ مخ ) ،( ذخائر العقبى : ٨٣ مخ ) له حضرت عمر بن خطاب او مرقاة المفاتيح ( پينځم ټوک :٥٨٢ مخ ) له معمر له قتادة په دې اړه  روايتونه راوړي دي .

( صحيح نسائي :دويم ټوک،١٠٨ مخ ) په خپل سند له حضرت زيد بن ارقم روايتوي،چې وايي : له رسول الله سره وم او هغه مهال علي په يمن کې و؛ نو يو سړي رسول اکرم(ص)  ته وويل : رسول الله ! په يمن کې وو، چې درې کسان علي ته راغلل او درې واڼو ادعا کوله،چې دا ماشوم زما دى،چې دې ښځې زېږولې . علي يوه ته يې وويل : شونې ده،چې ماشوم دې بل سړي ته ورکړې ؟ سړي وويل : نه ! دويمي او درېمي ته يې هم دا وړانديز وکړ؛خو يو هم و نه منله . علي ورته وويل : تاسې څومره ناسازګاره شريکان ياست؛په تاسې کې به پچه واچوم، چې د چا په نوم راوخته؛نو درېمه برخه به د يو او درېمه برخه ديه به د بل وي . رسول اکرم دومره وخندل،چې غاښونه يې ښکاره شول .

دا روايت ( ابوداود؛صحيح :څوارلسم ټوک،٢٢٢ مخ ) له دوو لارو ، (مستدرک الصحيحين :درېم ټوک،١٣٥،١٣٦   مخونه ) له بلې لارې او د څلورم ټوک په ٩٦ مخ کې له بلې لارې ، ( احمد بن حنبل؛مسند:څلورم ټوک،٣٧٣ ،٣٧٤ مخونه ) له دوو لارو ، ( ابوداود طيالسي؛ مسند:لومړى ټوک،٢٦ مخ ) ،( بيهقي؛ سنن : لسم ټوک،٢٦٦،٢٦٧ مخونه له بلې لارې ) ، (طحاوي؛مشکل الآثار :لومړى ټوک،٣٢٠ مخ ) له دوو لارو ، ( متقي؛کنزالعمال:درېم ټوک،١٨١ مخ ) او رياض النضره د دويم ټوک په ٢٠٠ مخ کې هم نقل کړى دى .

( امام احمد بن حنبل؛مسند :لومړى ټوک،٧٧ مخ ) په دوو سندونو له حنش له حضرت علي بن ابيطالب روايتوي،چې وايي : رسول اکرم (ص) يمن ته ولېږلم،چې هلته د څو ټبرونو تر منځ ورمندون وکړم،چې کيسه يې داسې ده : يو څاه يې د زمري د ښکار لپاره ايستې وه او يو زمرى په څاه کې غورځېدلى و او ټول د نندارې لپاره له څاه راتاو وو،يو بل یې ټېله کول،چې شا ته شي،چې په خپله يې هم وګوري،چې يو يې څاه ته ورګوزار شو ؛نو د دويمي جامو ته يې لاس ورواچو او دويمي درېمي او درېمي د څلورمي جامو ته لاس ورواچو، چې په پايله کې څلور واڼه څاه ته وروغورځېدل او څلور واڼه د زمري پنځو ته ورغلل،چې زمري څلور واړه وداړل،چې په پاى يو وکړاى شول زمرى ووژني او ټپيان له څاه راوباسي؛خو تر څه مودې وروسته څلور واڼه مړه شول،چې ددې څلور واڼو ټبرونو ترمنځ شخړه شوه،چې د ړومبي او همداراز د دويمي، درېمي او څلورمي د وينې بيه به څوک ورکوي؛نو شخړه دې ته راورسېده،چې ټول ټبرونه وسله وال شول،چې پر يو بل بريد وکړي . حنش وايي : علي ورمخکې شو او ويې ويل :تر اوسه لا پېغمبر اکرم ژوندى دى او تاسې جګړې کوئ ؟ زه به مو په منځ کې ورمندون وکړم؛نو که زما پر قضاوت راضي شوئ؛نو ښه تر ښه ګنې؛نو رسول اکرم ته به مو بوځم،چې په منځ کې مو قضاوت وکړي او که په تاسې کې يو هم د رسول اکرم خبره و نه منله؛ نو هېڅ حق به نه لرئ . ولاړ شئ او له هغه ټبرونو،چې دا څاه يې ايستې؛ څلورمه ،درېمه، نيمه او پوره ديه راوړئ؛يعنې له څلور واڼو ټبرونو دوه زره او درې اتيا ديناره طلا راوړئ او له دې ماله څلورمه ديه _ ٢٥٠ ديناره _ د ړومبي کس وارثانو ته ورکړئ؛ ځکه  هغه د دويمي د وژل کېدو لامل شوى دى؛نو خپله دیه يې بايد کمه شي او درېمه برخه ديه _؛يعنې ٣٣٣ ديناره _ د دويمي وارثانو ته او نيمه ديه _٥٠٠ ديناره_د درېمي وارثانو ته او ١٠٠٠ ديناره د څلورمي وارثانو ته ورکړئ؛خو د ټبرونو خلک راضي نه شول .علي له څو کسانو مامورانو سره خلک رسول اکرم ته ولېږل،چې پېغمبر اکرم په مسجدالحرام کې د مقام ابراهيم تر څنګ ناست و؛خپله کيسه یې ورته وکړه . رسول اکرم ورته وويل :زه به په تاسې کې قضاوت وکړم . يو یې وويل : علي بن ابيطالب په موږ کې يو قضاوت کړى او بيا يې د علي قضاوت شرح کړ،چې رسول اکرم هماغه قضاوت لاسليک کړ او و يې ويل : سم قضاوت يې کړى دى .

دا روايت ( احمد بن حنبل؛مسند:لومړى ټوک،١٢٨،١٥٢ مخونه ) ، (ابوداود طيالسي؛ مسند :لومړى ټوک،١٨ مخ ) ، ( بيهقي؛ سنن :اتم ټوک،١١١ مخ ) ، ( طحاوي؛ مشکل الآثار : درېم ټوک،٥٨ مخ )  او (محب طبري؛رياض النضره:دويم ټوک،١٩٩ مخ ) هم نقل کړى دى .

( استيعاب : دويم ټوک،٤٦٢ مخ ) په خپل سند له زر بن حبيش روايتوي،چې وايي : دوه کسانو سره خواړه خوړل،چې يو د پينځو ډوډيو او بل د درې ډوډيو خاوند و،چې دا مهال يو سړى راغى، سلام يې واچاوه او د خوړو ست ورته وشو او راغلى سړى خوړو ته کېناست او درې واڼو اته ډوډۍ وخوړې، راغلي سړي اته درهمه کېښوول او ولاړ . د ډوډيو د خاوندانو سره شخړه شوه او د پينځو ډوډيو خاوند وويل : پينځه درهمه زما چې ډوډۍ مې پينځه وې او درې ستا؛خو هغه بل راضي نه شو او ويې ويل :بايد مساوي يې سره وويشو . شخړه يې د هواري لپاره علي بن ابيطالب ته وروړاندې کړه او خپله کيسه يې ورته وکړه . حضرت علي د درې ډوډيو خاوند ته وويل : ملګري دې بې انصافي نه ده کړې؛نو ته يې پر ويش راضي شه؛ ځکه  ډوډۍ يې له تا ډېره وه . و يې ويل : نه !پر خداى قسم،چې بې له خپل حقه به پر څه راضي نشم . حضرت علي ورته وويل : په حق کې دې له يوه درهم زيات  څه نه دررسي او اووه درهم ستا د ملګري دي . سړي ورته وويل :سبحان الله اميرالمؤمنين ! په خپله د درې درهمو وړانديز کوې او زه پرې نه راضي کېږم او تاسې وياست،چې په رحق کې مې يو درهم حق دى ؟ حضرت علي ورته وويل: ملګري دې د سولې لپاره وړانديزکړى او درته حلال وو؛خو ته پرې راضي نه شوې،چې په خپل حق کې دې هم ستا برخه يو درهم دى. سړي ورته وويل :ددې خبرې دليل راته ووايه،چې قانع شم . حضرت علي ورته وويل : مګر داسې نه ده،چې اته ډوډۍ څلرويشت ثلثه (درېمه برخه ) ډوډۍ ده ؟ چې په تاسې کې هر يوه له دې څلرويشت ثلثو اته ثلثه وخوړې او ددې احتمال،چې يو به ډېره او بل به لږه خوړلې وي؛نو له دې احتماله يوازې خداى خبر دى؛نو په تاسې کې هر يو بايد اته ثلثه په غاړه واخلئ. ويې ويل : سمه ده . حضرت علي ورته وويل :تا خپل اته ثلثه خوړلي او ددې لپاره،چې ستا ډوډۍ درې ټيکلي وه؛يعنې نهه ثلثه وو او يو ثلث له درې ټيکلو دې په خپله نه ده خوړلې او هغه سړي خوړلې؛لکه څنګه چې ملګري دې پينځه ټيکلي ډوډۍ؛يعنې پنځلس ثلثه درلودې او اته ثلثه يې هم په خپله خوړلې او اوه ثلثه هم راغلي سړي؛نو د يو ثلث پر وړاندې يو درهم برخه لري او ملګرى دې د اوو ثلثو پر وړاندې اوه درهمه برخه لري . سړي وويل: اوس راضي شوم .

دا روايت ( متقي؛کنزالعمال : درېم ټوک،١٨٠ مخ ) ، ( محب طبري؛رياض النضره: دويم ټوک،١٩٩ مخ ) او د هغه د وينا له مخې قلعي او همداراز ابن حجر د صواعق په ٧٧ مخ کې راوړى دى .

( امام احمد بن حنبل؛ مسند : پينځم ټوک، ٥٨ مخ ) په خپل سند له معاوية بن قرة له يو انصاري ، ( کنزالعمال : درېم ټوک،٥٣ مخ ) د علي د هغه قضاوت په اړه  روايت نقل کړى،چې يو سړي د احرام په حال کې د اوښمرغه هګۍ ماته کړې وه .

( صواعق محرقه :٧٣ مخ ) روايتوي،چې پېغمبراکرم (ث) له اصحابو کرامو سره ناست و،چې دوه شخړه کوونکي راننووتل،يو يې وويل : رسول الله ! ما يو خر درلود،چې ددې سړي غوا وواژه . په غونډه کې په ناستو کسانو کې يو د رسول اکرم تر ځواب مخکې وويل :څارويان ضمانت نه لري . رسول اکرم وويل :علي په دې دوو کسانو کې قضاوت وکړه . حضرت علي پوښتنه وکړه : آيا دواړه څاروي تړلي ول، که خلاص وو او يا يو يې تړلى او بل يې خلاص و ؟ هغو دوو کسانو وويل :خر تړلى و؛خو غوا خلاصه وه او د غوا خاوند له خپلې غوا سره و. حضرت علي وويل :د غوا خاوند د خر ضامن دى . رسول اکرم دا حکم تاييد کړ .

( شبلنجي؛ نورالابصار : ٧١ مخ ) يوه کيسه نقل کړې ده : يو سړي له "نرښځي" سره(،چې هم يې د ښځې او هم يې دسړي عورت درلود،) واده وکړ او په مهر کې يې يوه وينځه ورکړه او چې کوروالى یې ورسره وکړ؛نو د نر ښځي پر ګېډه ماشوم شو او زوى ترې وشو او په خپله دې نرښځي له خپلې وينځې سره کوروالى وکړ،چې مهر يې و او هغه وينځه هم دوه ځانې- حامله شوه او زوى يې وشو .ددې سړي او نرښځي خبره ډنډوره شوه او حضرت علي بن ابيطالب هم خبر شو. حضرت علي د نرښځي له حاله خبر شو،چې هم حيض کېږي،هم وطى کوي او هم وطى کېږي؛ لنډه دا چې له دوو اړخو يې مني راوځي،حامله کېږي او بلاربول هم کوي . ټول خلک يې له خلقته حيران وو او څوک نه و، چې د هغه او مېړه په منځ کې يې قضاوت کړى واى . حضرت علي وويل :هغه دوه هلکان راوړئ؛نو حکم يې کړ : ولاړ شئ او د نرښځي د سينې ښۍ او کيڼې پښتۍ وشمېرئ؛نو که د ښي لور او چپ لور پښتۍ يې سره برابرې وې؛نو ښځه ده او که د کيڼ لور يوه پښتۍ يې له ښي کمه وه؛ نو سړى دى، دوه هلکان ولاړل او د حضرت حکم يې پلي کړ او خبر يې راوړ،چې د کيڼ لور پښتۍ يې له ښي اړخ کمې دي او پردې مانا يې شهادت ورکړ او حضرت علي حکم وکړ،چې دا نرښځى سړى دى او له مېړه يې بېل کړ .


د حضرت ابوبکر (رض) ستر سلاکار[سمول]

( رياض النضره :دويم ټوک،٢٢٤ مخ ) له ابن سمان روايتوي،چې وايي : د رسول اکرم تر مړينې وروسته ځينې مرتد شول او د زکات له ورکولو يې سرغړونه وکړه،حضرت ابوبکر له اصحابو کرامو سره سلا مشوره وکړه؛هر چا يوه خبره وکړه،حضرت علي ته يې وويل : ابالحسنه ! ته پکې څه وايې؟ حضرت علي وويل : که څه رسول اکرم ترې اخستل او تا ورپرېښوول؛نو د هغه له سنتو سره دې مخالفت کړى دى .ابوبکر(رض) ورته وويل : ته چې وايې؛نو ورسره به وجنګېږم که ان د يو پړي لپاره هم وي . 

( کنزالعمال :درېم ټوک،٣٠١ مخ ) او ( رياض النضره: درېم ټوک،٩٩ مخ ) په دې اړه  روايتونه نقل کړي،چې په وروستي کې يې راغلي، چې حضرت عبدالله بن عمر وويل : څو تنه يهود حضرت ابوبکر ته راغلل او ورته يې وويل : د ملګري کيسه دې وکړه،چې څنګه سړى و . ابوبکر (رض) ورته وويل :ددې دوو ګوتو په څېر يو ځاى په غار کې ورسره وم او ورسره د حرا غار ته ولاړم حال داچې زما وړه ګوته يې په لاس کې وه؛خو رښتيا خبره داده،چې حديث نقلول ترې سخت دي؛نو تاسې ابي الحسن علي بن ابيطالب ته ورشئ،حضرت علي ته ورغلل او ورته يې وويل : د تره زوى دې څنګه سړى و؟ ورته یې وويل : نه اوږد و او نه لنډ و او له تنې لږ اوږد و؛سپين سور بخن مخ يې درلود؛ويښتان يې غونج او ډېر اوږده نه ول او د غوږ تر نرمۍ رارسېدل؛تندى يې لوى او سترګې يې تورې او غټې وې، له سينې تر نامه يې پر سينه نرۍ کرښه ويښتان وو او د بدن پر بل ځاى يې ويښتان نه درلودل،غاښونه يې ځلیدل،پوزه يې لوړه او د پوزې سوري يې واړه وو او ورمېږ يې لکه د سپینو د لوښي په څېر ځلېده،پښې او لاسونه يې غوښين او غټ وو او پر لار به چې تله ته وا له پورته راکوزېږي او چاته يا چېرې يې چې کتل؛نو ټول بدن او مخ يې وراړوه؛ له ځايه به چې پاڅېد؛نو خلک به يې بېسده کړل او چې به ناست؛نو ټول به يې تر دبدبې لاندې وو او خبرې به يې چې کولې؛نو ساه ګانې به بندې شوې او چې وينا به يې کوله؛نو ټول به ورته پر ژړا وو،پر خلکو تر ټولو مهربان و،د پلار مړيو مهربان پلار او د نشتمنو ډاډمن ملاتړ و؛تر ټولو مېړنى،سخي او ښکلى و، خواړه يې روټه ،ښوروا يې شيدې، بالښت يې د کجورو له پاڼو،تخت يې د ام غيلان له لرګي و،چې په منځ کې يې د کجورو پاڼې وې؛دوه پګړۍ يې درلودې،چې د يوې نوم يې سحاب او د بلې عقاب و، بيرغ يې غراء، اوښ يې غضباء، کچره يې دلدل، خر يې يغفور، اس يې مرتجز،ګډ يې برکت ، کوړه يې ممشوش او لښکر يې " لواء محمد" نومېده . په خپله به يې د اس پر پښو نعلونه لګول، واښه او اوبه به يې ورکولې. خپلې جامې يې په خپله پېوندلې او پڼې يې په خپله ګنډلې .

د حضرت عمر (رض) ستر سلا کار[سمول]

( صحيح ابي  داود:اته ويشتم ټوک،باب د لیونیو غلا:١٤٧ مخ ) په خپل سند له ظبيان له حضرت ابن عباس روايتوي،چې وايي : يوه لېونۍ ښځه يې حضرت عمر ته راوسته،چې زنا يې کړې وه،چې له اصحابو سره تر سلا مشورې وروسته پايله د سنګسار حکم شو او حکم پلي کولو ته چې،یې بوتله؛نو حضرت علي راغى،و يې پوښتل: دې ښځې څه کړي ؟ورته وويل شول : دا ښځه لېونۍ، د پلاني ټبر ده او زنا يې کړې او حضرت عمر يې د سنګسار حکم کړى دى .  حضرت علي وويل : بېرته یې بوځئ او عمر(رض) ته يې وويل : عمره؛ ایا خبر نه يې چې پر دې خلکو تکليف نشته ؟١_ لېونى،چې ښه شي . ٢_ويده،چې ويښ شي .٣_ماشوم،چې بالغ شي . حضرت عمر ورته وويل : هو ! علي : نو ولې يې سنګساروې ؟ علي ښځه پرېښووه او عمر (رض) څو ځل تکبير ووايه .

دا روايت بخاري په خپل صحيح، ( احمد بن حنبل؛مسند :لومړى ټوک،١٤٠،١٥٤ مخونه )  ، ( دارقطني؛د حدود کتاب :٣٤٦ مخ ) ، ( متقي؛ کنزالعمال :درېم ټوک،٩٥ مخ ) او د وينا له مخې یې عبدالرزاق و همداراز مناوي د فيض القدير د څلورم ټوک په ٣٥٦ مخ او عسقلاني او فتح الباري په بېلابېلو عبارتونو راوړى دى او په ځينو کې يې راغلي : حضرت عمر وويل : که علي نه و؛نو عمر به هلاک شوى و . او فتح الباري وايي : بې له نوموړيو د حديث نورو امامانو هم دا روايت نقل کړى دى . 

( امام انس بن مالک؛موطاء : د الاشربه کتاب :١٨٦ مخ ) په خپل سند له حضرت ثور بن زيد ديلمي روايتوي،چې حضرت عمر بن خطاب د خلکو د شراب څښکلو په اړه مشوره وکړه،چې حضرت علي بن ابيطالب ورته وويل : فتوا مې داده،چې بايد اتيا کوړې ووهل شې؛ځکه چې شراب وڅښي؛نو مست شي؛نو چې مست شي؛نو چټيات وايي او چې چټيات يې وويل؛نو تورونه لګوي . حضرت عمر ورسره ومنله او تر هغه وروسته به يې شرابخواران اتيا کوړې وهل .

دا روايت (شافعي؛مسند : د الاشربه کتاب :١٦٦ مخ ) ، (حاکم؛مستدرک:څلورم ټوک،٣٧٥ مخ ) ، ( سيوطي؛درالمنثور: د مايده د سورت د انما الخمر و الميسر ترآيت لاندې ) او د وينا له مخې یې ابو الشيخ،ابن مردويه، حاکم،دارقطني د خپل سنن د حدود د کتاب په ٣٤٦ مخ کې او متقي د کنزالعمل د درېم ټوک په ١٠١ مخ کې راوړى دى .

( مستدرک الصحيحين : څلورم ټوک،٣٧٥ مخ ) په خپل سند له وبره کلبي روايتوي،چې وايي : حضرت خالد بن وليد د خپل ماموريت له ځايه حضرت عمر ته راولېږلم او مدينې ته،چې راغلم؛نو حضرت عمر په جومات کې  له عثمان بن عفان،علي، عبدالرحمان بن عوف،طلحة او زبېر (رضى الله عنهم) سره و. ورته مې وويل : خالد بن وليد درباندې تر سلام وروسته وايي : خلکو شرابو ته مخه کړې او له هېڅ هم نه وېرېږي . حضرت عمر وويل : دا د رسول اکرم اصحاب دي؛نو له دوى وپوښته، چې څه وايي ؟ حضرت علي وويل : د شرابخور حد اتيا کوړې دى . خپل ملګري ته دې ووايه،چې شرابخور په اتيا کوړو ووهي .

دا روايت طحاوي هم د شرح الاثار د دويم ټوک په ٨٨ مخ کې له دوو لارو راوړى او مخکې يې ويلي :حضرت  ابوبکر ژوندى و؛نو د شرابخور حد يې څلوېښت کوړې و او حضرت عمر هم تر هغه ورځې څلوېښت کوړې واهه .

او همداراز دارقطني هم د سنن د حدود د کتاب په ٣٤٦ مخ کې، بخاري د پينځلسم ټوک په ٧٣ مخ کې راوړى او طبراني،طحاوي، بيهقي ته يې د حضرت اسامه بن زيد له لارې نسبت ورکړى او په ٧٤ مخ کې يې عبدالرزاق له معمر بن ايوب له عکرمة ته نسبت ورکړى دى .

( مستدرک الصحيحين : لومړى ټوک،٤٠٠ مخ ) او د لومړي ټوک په ٤٥٧ مخ کې حضرت علي ته د حضرت عمر د مراجعاتو دوه کيسې راوړي،چې د دويمې لنډيز داسې دى : حضرت ابوسعيد خدري وايي : يو کال له حضرت عمر سره حج ته تللى وم،طواف يې،چې کاوه؛نود حجر الاسود مخ ته ودرېد او و يې ويل :خبر يم چې ته هېڅ ګټه او تاوان نه لرې او که رسول اکرم نه وې ښکل کړى؛نو ما به هم نه وې ښکل کړى . حضرت علي هم هلته و،چې و يې ويل : عمره داسې هم نه ده،چې ګومان کوې،دا تيږه له نورو تيږو سره توپير لري او دا تيږه ګټه او تاوان لري؛ځکه ما د خداى له استازي واورېدل،چې ويې ويل : د قيامت پر ورځ به دا تيږه راوړي او پرېکنده به د هغوى پر ګټه شهادت ورکړي،چې موحد وي او دا تيږه يې استلام کړې وي . حضرت عمر وويل : پناه غواړم له خدايه،چې په داسې خلکو کې  ژوند وکړم،چې ابالحسن پکې نه وي .

دا روايت ( کنزالعمال :درېم ټوک،٣٥ مخ ) هم نقل کړى او د هندي د کتاب فضايل مکه  او مطولات په کتاب کې يې ابوالحسن قطان ته نسبت ورکړى ، حاکم هم په مستدرک، عبدالرزاق په جامع،سيوطي د انعام د سورت د (وَإِذْ أَخَذَ رَبُّكَ مِن بَنِي آدَمَ مِن ظُهُورِهِمْ ذُرِّيَّتَهُمْ ) تر آيت لاندې نقل کړى او بيهقي ته يې په شعب الايمان کې نسبت ورکړى، فخر رازي د (وَالتِّينِ وَالزَّيْتُونِ. وَطُورِ سِينِينَ وَهَذَا الْبَلَدِ الْأَمِينِ) تر آيتونو لاندې نقل کړى،چې په وروستي  کې يې راغلي،چې حضرت عمر وويل:ابالحسنه ژوندى دې نه يم په هغه قوم کې،چې ته پکې نه يې.

( مستدرک الصحيحين : درېم ټوک،١٤ مخ ) په خپل سندله حضرت سعيد بن مسيب روايتوي،چې وايي : حضرت عمر خلک راټول کړل، چې د تارخ د مبداء (پیل) په اړه  ورسره سلا مشوره وکړي . حضرت علي وويل : له مکې څخه مدينې ته د رسول اکرم هجرت د تاريخ مبداء کړئ؛ځکه دا هغه ورځ ده،چې رسول اکرم د شرک سيمه پرېښووه . حضرت عمر يې پرنظر عمل وکړ .

دا روايت ( ابن جرير؛تاريخ :دويم ټوک،١١٢ مخ ) ، ( متقي؛کنزالعمال :پينځم ټوک،٢٤٤ مخ ) کې هم راوړى او متقي وايي : حضرت عمر د خلافت له دوه نيم کالو تېرېدو وروسته تاريخ رادبره کړ .

( سنن بيهقي؛شپږم ټوک،١٢٣ مخ او همداراز : اووم ټوک : ٣٤٣ مخ ) حضرت علي ته د حضرت عمر د مراجعاتو په اړه  دوه روايتونه نقل کړي،چې په دويم کې يې راغلي : يو سړى حضرت عمر ته راغى او ورته يې وويل :ما خپلې مېرمن ته وويل : واګې دې خپلې دي _البته دا يو کنايي تعبير دى او واقعي مانا يې مطلب نه ده _ آيا دا تعبير طلاق دى که نه ؟ حضرت عمر ورته وويل : د حج په موسم کې راشه . نو چې د حج په موسم کې راغى او کيسه يې بيا ورته وکړه؛حضرت عمر ورته وويل : هغه اصلع _ هغه چې پر تندي ويښتان نه لري _ سړى وينې ؟ ورشه او ويې پوښته، چې ورغى،هغه حضرت علي بن ابيطالب و؛نو و يې پوښتل : چا رالېږلى يې ؟ ورته يې وويل : عمر بن خطاب(رض) . حضرت علي ورته وويل : پر دې کور قسم وخوره، چې پر هغه دې له هغې خبرې مراد د ښځې طلاق نه و. سړى مخ په قبله ودرېد او ويې ويل : سړي قسم وخوړ،چې بې له طلاقه مې بل مطلب نه درلود.حضرت علي ورته وويل : ښځه دې طلاقه ده .  

( سننن بيهقي؛اووم ټوک،٤٤٢ مخ له شعبي له حضرت عمر) ، ( رياض النضره : دويم ټوک،١٩٦ مخ له مسروق له حضرت عمر) ، ( سنن بيهقي : اووم ټوک،٤٤٢ مخ  په خپل سند له ابي الاسود دوئلي ) په دې اړه  راوايتونه نقل کړي،چې په وروستي کې يې راغلي : يوه ښځه يې حضرت عمر ته راوسته،چې شپږمياشتنى ماشوم يې زېږولى و؛نو حضرت عمر حکم وکړ،چې سنګسار يې  کړئ. حضرت علي خبر شو، و يې ويل : نه ! دا حکم غلط دى،سنګسار دې نشي،حضرت عمر،چې واورېدل، حضرت علي يې حکم رد کړى؛و يې پوښته : څنګه کېداى شي د ښځې شپږ مياشتنى ماشوم وشي . حضرت علي ورته وويل : د قرآن له دې دوو آيتونو جوتېږي، چې د حمل تر ټولو لږه موده شپږ مياشتې دي : (وَحَمْلُهُ وَفِصَالُهُ ثَلَاثُونَ شَهْرًا) او بل (وَالْوَالِدَاتُ يُرْضِعْنَ أَوْلاَدَهُنَّ حَوْلَيْنِ كَامِلَيْنِ لِمَنْ أَرَادَ أَن يُتِمَّ الرَّضَاعَةَ) آيتونه دي؛ځکه ړومبي آيت د حمل او شيدو ورکولو موده دېرش مياشتې ښوولي او دويمي ايت ويلي : که د مور خوښه وي؛نو څلرويشت مياشتې شيدې ورکولاى شي؛نو پردې بنسټ د حمل لږ تر لږه موده شپږ مياشتې ده . عمر(رض) چې دا واورېدل؛نو ښځه يې پرېښووه او و يې ويل : ((لو لا على لهلک عمر؛يعنې که علي نه و؛نو عمر به هلاک شوى و )

دا روايت پر بيهقي سربېره (محب طبري؛رياض النضره :دويم ټوک،١٩٤ مخ ) او د وينا له مخې یې عقيلي او ابن اسمان ، (متقي؛کنزالعمال :درېم ټوک،٩٦ مخ ) او د هغه د وينا له مخې عبدالرزاق،عبد بن حميد،ابن منذر،ابن ابي حاتم او همداراز (کنزالعمال :درېم ټوک،٢٢٨ مخ ) او په ٢٢٨ مخ کې يې له قتادة له ابي حرب بن اسود دوئلي له پلاره هم نقل کړى دى او په وروستي کې راغلي : د ښځې خور حضرت علي ته راغله او ورته يې وويل : عمر(رض) غواړي خور مې سنګسار کړي؛نو پر خداى مو قسم ،که څه چاره وي، چې خور مې پرې خلاصه کړم. حضرت علي ورته وويل :خور دې معذوره ده. هغې ښځې داسې پر لوړ غږ تکبير ووايه،چې په شاوخوا کې ټولو او ان حضرت عمر هم واورېد . ښځه حضرت عمر ته ورنږدې شوه او ورته يې وويل : علي وايي : خور دې معذوره ده . عمر(رض) هم په علي پسې څوک ولېږه، چې عذر يې څه دى . حضرت علي ورته وويل : خداى په قرآن کې وايي ..... 

  او همداراز دا روايت ( عبدالبر؛ استيعاب : دويم ټوک،٤٦١ مخ ) نقل کړى،چې په پاى کې يې حضرت عمر ويلي : که علي نه و؛نو عمر به هلاک و .

( ابن سعد؛طبقات : دويم ټوک، دويم قسم ،١٠٢ مخ ) په خپل سند له حضرت سعيد بن مسيب روايتوي،چې يوه ورځ حضرت عمر بن خطاب، اصحابو کرامو ته راغى او ورته يې وويل : ما ته په يو کار کې لارښوونه وکړئ، چې کړى مې دى او فتوا مو راکړئ.پوښتنه وشوه : اميرالمؤمنينه! څه کار مو کړى؟ ويې ويل : سره له دې،چې روژه وم؛له خپلې وينځې سره مې کوروالى وکړ . ټول چوپ شول.حضرت عمر وويل : يا بن ابيطالب ! ته په کې څه وايې ؟ ورته يې وويل : حلال کار دې کړى؛يوه ورځ له يوې ورځې سره؛يعنې نن دې روژه باطله او پر ځاى يې بله ونيسه . حضرت عمر وويل : فتوا دې تر ټولو غوره ده .

( ابن سعد؛ طبقات : درېم ټوک،لومړى قسم ،٢٢١ مخ ) په خپل سند له له حضرت ابي امامة بن سهل ابن حنيف روايتوي،چې وايي : چې حضرت عمر د خلافت پر کرسۍ کېناست؛نو د څه مودې لپاره يې له بيت الماله ګټه نه اخسته ځکه ما ځانګړى چلن ورسره درلود؛نو يو څوک يې د رسول اکرم (ص) په اصحابو کرامو پسې ولېږه،چې راټول يې کړل او د دوى پر نظر يې هم ځان پوه کړ، چې حضرت عثمان ورته وويل : څومره چې دې خوښه وي، وخوره او څومره،چې دې خوښه وي،ويې بښه . حضرت سعيد بن زيد بن عمرو بن عقيل هم همدا نظر ورکړ.حضرت عمر وويل :علي ! ته څه وايې ؟ ورته يې وويل : ته يوه سهارنۍ او يو ماښامنى له بېت الماله ګټه اخستى شې . حضرت عمر د علي خبره پلي کړه .

( ابن سعد؛ طبقات : دويم ټوک،دويم قسم ،١٠٢ مخ ) په خپل سند له حضرت سعيد بن مسيب روايتوي،چې وايي : حضرت عمر به تل ويل : پناه غواړم له خدايه له هغې ستونزې،چې ابوالحسن علي مې تر څنګ نه وي.

دا روايت ( اسدالغابه : څلورم ټوک،٢٢ مخ ) ، ( ابن حجر؛اصابه :څلورم ټوک،لومړى قسم،٢٧٠ مخ ) ، ( ابن حجر؛ تهذيب التهذيب : اووم ټوک،٣٢٧ مخ ) ، ( ابن عبدالبر؛ استيعاب :دويم ټوک ،٤٦١ مخ ) او (متقي؛کنزالعمال : پينځم ټوک،٢٤١ مخ ) هم نقل کړى دى .

( شرح معاني لاثار: دويم ټوک، د حدود کتاب ،٨٨ مخ ) په خپل سند له حضرت ابي عبدالرحمن سلمي له حضرت علي روايتوي،چې د شام ځينو خلکو شراب وڅښکل او هغه مهال يې والي د حضرت معاويه بن ابوسفيان ورور يزيد بن ابوسفيان و؛نو چې ويې نيول،ويې ويل : شراب حلال دي او د (لَيْسَ عَلَى الَّذِينَ آمَنُواْ وَعَمِلُواْ الصَّالِحَاتِ جُنَاحٌ فِيمَا طَعِمُواْ ) پر آيت يې استدلال وکړ . يزيد دا خبره عمر(رض) ته وليکله . عمر(رض) ورته په ځواب کې وليکل :چې دې څو کسانو ټول چاپېريال لړلى نه وي؛نو ژر تر ژره يې مدينې ته راولېږه،مدينې ته يې،چې راوستل؛نو په اړه يې  حضرت عمر له نورو اصحابو سره سلا مشوره وکړه . ټولو ورته وويل : اميرالمؤمنينه ! ددې لپاره چې پر خداى يې دروغ تړلي او په دين کې يې تشريع کړې؛نو له ټولو ورمېږونه غوڅ کړه . په دې ټولو خبرو کې  حضرت علي چوپ و . حضرت عمر وويل : علي ستا نظر څه دى ؟ ويې ويل : زمانظر دادى،چې پر دوى توبه وباسې؛نو که توبه يې وکړه؛نو هر يو اتيا کوړې ووهه؛ځکه مسلمانان شوي او پخوا يې په خپله مسلمانۍ کې شراب څښلي او که توبه يې ونه کړه _ که همداسې يې پر خپل  ارتداد ټينګاره کاوه _نو ورمېږونه ترې غوڅ کړه؛ځکه مرتد دي،پر خداى يې دروغ تړلي او بې له دې،چې د خداى له کتابه څه راوړي، په دين کې يې تشريع کړې ده . حضرت عمر د حضرت علي فتوا پلي کړه؛ توبه یې وکړه او بيا يې اتيا اتيا کوړې ووهل .

دا روايت ( عسقلاني؛ فتح الباري : پينځلسم ټوک،٧٤ مخ ) هم نقل کړى او ابن ابي شيبه ته يې نسبت ورکړى دى . سيوطي هم په درالمنثور کې د مائده دسورت د (يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ إِنَّمَا الْخَمْرُ وَالْمَيْسِرُ) تر آيت لاندې راوړى او ابن ابي شيبه، ابن منذر او کنزالعمال ( لومړي ټوک: ٢٢٩ مخ )  ته يې نسبت ورکړى دى .

سيوطي په درالمنثور کې دآل عمران د سورت د (فَأَمَّا الَّذِينَ في قُلُوبِهِمْ زَيْغٌ فَيَتَّبِعُونَ مَا تَشَابَهَ مِنْهُ ابْتِغَاء الْفِتْنَةِ وَابْتِغَاء تَأْوِيلِهِ) تر آيت لاندې د محب ( نصر ) له کتاب له حضرت ابي هريرة روايتوي،چې وايي : له حضرت عمر بن خطاب سره ناست وو،چې يو سړى راغى او و يې پوښتل: قرآن مخلوق دى او که غير مخلوق . حضرت عمر ددې پوښتنې په اورېدو سخت حيران شو، جامې يې راټولې کړې او پوښتونکى يې حضرت علي ته بوت،ورته يې وويل : ابالحسنه ! خبر يې چې دا سړى څه وايي؟ ويې ويل : څه وايي ؟ حضرت عمر: راغلى او پوښتي، چې قرآن مخلوق دى که غير مخلوق ؟ حضرت علي وويل : دا هغه ټکى دى،چې ورپسې به يوه ثمره وي او که د چارو واکې زما په لاس کې وې؛نو ورمېږ به مې ترې غوڅ کړى و .

( کنزالعمال :دويم ټوک،٢٢١ مخ ) له حضرت انس بن مالک روايتوي، چې يو بيدياني سړي یو شمېر اوښان راوړي وه،چې ويې پلوري،حضرت عمر خبر شو،سړي ته راغى،چې يو ځاى ټول ترې وپېري؛نو بېل بېل اوښ يې په لغته واهه،چې پاڅي،چې پوه شي روغ دى که نه . اعرابي ورته سپکې سپورې وکړې او ويې ويل : اوښان مې پر خپل حال پرېږده؛خو سپکو سپورو يې مخه ونشوه نيولاى او چې ټول يې روغ وموندل؛نو ټول يې يو ځاى واخستل او پلورونکي ته يې وويل : اوښان رامخکې کړه او راځه چې بيه يې درکړم . اعرابي ورته وويل : صبر وکړه،چې پړي او کتې ترې کوزې کړم . حضرت عمر وويل : ما اوښان له پړو او کتو سره اخستي دي . اعرابي وويل :شهدالله چې بد سړى يې ! تا اوښان اخستي که کتې . حضرت عمر ورته وويل : ما چې اخستل؛نو پړي او کتې پرې وې؛نو شخړه يې کوله، چې علي راورسېد . حضرت عمر ورته وويل : ددې سړي پر قضاوت راضي يې ؟ اعرابي وويل : هو او بيا يې خپله  کيسه و کړه . علي وويل : که تا ورسره د پړو او کتو بيه هم کړې وه؛ نو ستا به وو او اوس چې دې نه ده کړى؛نو د هغه دي او حضرت عمر هم د  حضرت علي خبره ومنله .

( کنزالعمال : درېم ټوک،١٧٩ مخ ) له حضرت ابن عباس روايتوي،چې وايي : يوه ستره ستونزه حضرت عمر ته پېښه شوه،چې د ستونزې د ستروالي له امله به کېناسته او پاڅېده؛رنګ به يې واوخوت او تک تور به شو او ددې ستونزې د هواري لپاره يې د رسول اکرم اصحاب راټول کړل،چې سلا مشوره ورسره وکړي،چې ټولو ورته وويل : اميرالمؤمنينه! زموږ پناه ځاى خو ته يې . حضرت عمر وويل : له خدايه ووېرېږئ او سمه خبره وکړئ،چې خداى مو نيتونه پاک کړي. اصحابو کرامو ورته وويل : ددې ستونزې حل له موږ سره هم نشته . حضرت عمر وويل : پر خداى قسم، چې څوک پېژنم،چې ددې ستونزې هوارول ورته ډېر اسان دي . اصحابو کرامو وويل : لکه چې  مراد مو د ابيطالب زوى دى . حضرت عمر وويل : خداى دې لري؛ايا عرب يې په څېر بل لري، پاڅئ، چې ورشو.اصحابو کرامو ورته وويل : اميرالمؤمنينه ! صبر نه کوئ، چې په خپله راشي .عمر(رض) وويل : نه بېخي نه !داچې له بني هاشمو دى او د رسول اکرم خپلوان دى، تر ټولو پوه دى او په ټوليزه،علم يو څيز دى، چې بايد ورپسې ولاړ شو او بايد توقع ونه لرو،چې کور ته مو راشي .

( کنزالعمال : درېم ټوک،١٧٩مخ ) له حضرت سعيد بن جبير روايتوي، چې يوه ښځه يې حضرت عمر ته راوسته،چې يو ماشوم يې زېږولى و، چې له پنډيو پورته دوه وو؛يعنې دوه سره، دوه ګېډې،څلور لاسونه او دوه عورته يې درلودل او تر  پنډو لاندې يو و .دې ښځې له مېړه څخه د دوو اولادونو ميراث غوښته . حضرت عمر اصحاب کرام راټول کړل،چې  مشوره ورسره وکړي؛خو سم ځواب يې و نه موند؛نو بيا يې علي بن ابيطالب راوغوښت . حضرت علي وويل :په دې خبره کې يو راز دى؛نو ښځه او زوى يې بندي کړئ او د ميراث مال هم ونيسئ او يو څوک ورته ونيسه،چې خدمت يې وکړي او لګښت يې ورکړي، حضرت عمر همداسې وکړل، چې ښځه مړه شوه او بيا عجيب الخلقة زوى د ميراث غوښتنه وکړه، حضرت علي حکم وکړ،چې يو خسي خادم دې د د دواړو د عورت داسې خيال وساتي؛لکه مور يې چې د خپل ماشوم ساتي،چې تر څه مودې وروسته يو یې د واده هيله وکړه،چې حضرت عمر يو څوک په حضرت علي پسې ورولېږه، چې په دې اړه  دې څه نظر دى؛نو که يو يې ښځه غواړي او بل نه او يو څه غواړي،چې هغه بل يې نه غواړي؛موږ به څه کوو او ګورې،چې يو يې ښځه غواړي ؟ حضرت علي وويل: الله اکبر ! خداى تردې حليم او کريم دى، چې خپل بنده به دې ته اړ کړي،چې جماع کول يې وليدل شي او تاسې هم هغه ځوان بوخت کړئ،چې خداى يې په اړه  حکم صادر کړي؛ځکه  دا هلک به هله د جماع اشتها کوي،چې مړينې ته نږدې وي او هغه ځوان هم درې ورځې وروسته مړ شو. بيا حضرت عمر اصحاب کرام راټول کړل، چې په دې ژوندي پورې د تړل شوي مړي تکليف څه دى ؟ورته يې وويل : هغه مړى د ژوندي له بدنه بېل کړئ او ښح يې کړئ . حضرت عمر وويل : عجيبه خبره کوئ ! آيا زه يو ژوندى د بل مړي لپاره ووژنم ؟ او په خپل هغه ځوان هم نيوکه وکړه،چې سره له دې،چې مؤحد يم، قرآن وايم او د محمد بن عبدالله پر نبوت او رسالت ايمان لرم؛نو بيا مې هم وژنئ ؟ بيا حضرت عمر په حضرت علي پسې يو کس وورلېږه،چې راشه او ددې ستونزې لپاره لاره چاره پېدا کړه . حضرت علي وويل : مسله ډېره اسانه ده او تاسې مه وارخطا کېږئ؛غسل ورکړه او کفن يې کړه او يو خادم ورته ونيسه،چې په ناسته پاسته کې ورسره مرسته وکړي او چې درې ورځې تېرې شوې؛نو هغه يو به وچ شي او د جلا کولو وړ به وګرځي،درې ورځې وروسته همداسې هم وشول . حضرت عمر وويل : يابن ابيطالب ! ته او د هرې شبهې رابرسېروونکى او د هر حکم مرجع وې او يې .

( کنزالعمال : څلورم ټوک،٢٢٣ مخ ) له حضرت قاسم بن ابي امامه روايتوي، چې وايي : حضرت عمر جنب و او له خلکو سره يې لمونځ وکړ؛نو چې پوه شو؛نو خپل لمونځ يې راوګرځاوه . حضرت علي وويل : بايد خلکو ته اعلان وکړې،چې هغوى هم خپل لمونځ راوګرځوي او اصحابو هم د حضرت علي حکم پلی کړ .   

( کنزالعمال :شپږم ټوک،٤٠٦ مخ ) له ابن عمر (رض) روايتوي، چې پلار مې  حضرت عمر بن خطاب،حضرت علي بن ابيطالب ته وويل : ابا الحسنه ! درې مطلبه مې په ذهن کې مشکل دي او ډېر مې زړه غواړي که ته يې پوهه لرې؛نو ځواب يې راکړه . حضرت علي: هغه درې مسئلې څه دي ؟ حضرت عمر وويل : يو دا چې انسان له يوه داسې سړي سره مخ کېږي،چې دومره مينه ورسره لري،چې تر هغه هومره به له چا سره هم مينه نه کوي او بل به يې دومره بدې راځي،چې تر هغه به يې بل بدې نه راځي،چې ددې خبرې علت به څه وي؟ حضرت علي ورته وويل : ما د خداى له استازي واورېدل : ارواګانې په هوا کې ځانته لښکرې دي او په بېلو بېلو ليکو کې دي او که بدنونه يو له بل سره مخامخ شول؛نو که ارواګانې يې سره په يوه ليکه کې وي؛نو يو بل جذبوي او که په يوه ليکه کې نه وي؛نو يو بل يې بدې راځي . حضرت عمر وويل : دا يې يو . بله دا انسان هغه څه هېروي،چې اورېدلى يې وو او کله يې ياد ته راځي؛نوعلت یې څه دى؟ حضرت علي ورته وويل : د خداى له استازي مې واوېدل : داسې زړه به و نه ګورې،چې د ځان لپاره به وريځ نه لري؛لکه څنګه،چې سپوږمۍ د ځان لپاره وريځ لري او په همدې ترڅ کې،چې سپوږمۍ رڼا ورکوي؛نو وريځ يې د رڼا مخه نيسي او تپه تپاره کړي او زړونه همداسې دي. عمر (رض) وويل :دا يې دوه . درېم : چې انسان خوب ګوري؛نو کله يې خوب رښتيا وي او کله دروغ؛نو علت یې څه دى ؟ حضرت علي وويل : د خداى له استازي مې واورېدل: داسې ښځه او سړى به نه وي،چې خوب يې دروند شي او اروا يې د عرش پر لور روانه نشي او تر هغه نه راويښېږي ،چې اروا يې عرش ته نه وي رسېدلې او څه يې چې ليدلي؛نو صادق دي او هغه چې عرش ته يې د اروا تر رسېدو مخکې راويښ شي؛نو هر هغه څه دروغ دي،چې په خوب کې يې ويني .عمر (رض) ورته وويل : دا خبرې وې، چې زما ذهن يې پر ځان له ډېره وخته بوخت کړى و او تا راته دا ستونزه هواره کړه او د خدايه شکر کوم،چې تر مړينې مخکې مې پرې سر خلاص شو .

( رياض النضره : دويم ټوک،١٧٠ مخ ) له حضرت عمر څخه روايتوي، چې د يوې خبرې پر سر يې له يو سړي سره شخړه شوه، چې ورته مې وويل : آيا راضي يې،چې دا ناست کس زما او ستا په منځ کې قضاوت وکړي ؟ سړي پر سپکاوي وويل : هغه سړى،چې غټه ګېډه لري ؟ حضرت عمر غوسه شو، ورپاڅېد او سړى يې له ګرېوانه راونيو او ورته يې وويل: خبر يې چې د چا سپکاوى دې وکړ ؟ تا زما او د هر مسلمان مولى خپه کړ .

( رياض النضره : دويم ټوک،١٩٢ مخ ) له حضرت عبدالرحمان سلمي روايتوي، چې يوه ښځه يې حضرت عمر ته راوسته،چې په بيديا کې يې د سختې تندې له امله له يوه شپوڼه د اوبو غوښتنه کړې وه او شپوڼ ورته ويلي وو،چې د کوروالي په شرط به اوبه درکړم او ښځې هم  د ناچارۍ له مخې زنا کړې وه . حضرت عمر يې د سنګسارولو په اړه  له اصحابو کرامو سره سلا مشوره وکړه، چې حضرت علي ورته وويل : بايد رجم نشي؛ځکه پرېشانه وه؛نو تاسې يې پرېږدئ .حضرت عمر هم د حضرت علي حکم پلى کړ . 

( رياض النضره : دويم ټوک،١٩٧ مخ ) له حضرت حنش بن معتمر روايتوي، چې دوه کسانو له يوې قريشي ښځې سره سل ديناره امانت کېښوول او ورته يې وويل : موږ يوه ته به يې هم نه راکوې؛يعنې که يو مو ځان ته راغى؛نو مه يې راکوه او صبر وکړه،چې هغه بل هم راشي، چې له دې کيسې يو کال تېر شو او يو يې راغى او ښځې ته يې وويل : زما هغه بل ملګرى مړ شوى او دينار راکړه. ښځې دينار ور نه کړل او سړي د ښځې د مېړه کورنۍ په ښځې پسې راوپاروله او د ښځې کورنۍ هم دا ښځه سور اور ته ونيوه، چې ددې سړي دينار ورکړي او ښځې هم دينار ورکړل . يو کال تېر شو او هغه بل سړى راغى او د دينارو غوښتنه يې وکړه. ښځې ورته وويل : ما دينار ستا هغه بل ملګري ته ورکړل؛ځکه راغى او ما ته يې وويل،چې هغه بل ملګرى مې مړ شوى او ما هم دينار ورکړل،چې خبره عمر(رض) ته يووړل شوه. حضرت عمر ښځې ته وويل : ته ضامنه يې او بايد دينار ورکړې . ښځې قسم ورکړ،چې ته په موږ کې قضاوت مه کوه او پرېږده، چې علي بن ابيطالب په موږ کې قضاوت وکړي . حضرت عمر هم قضاوت حضرت علي ته وروسپاره.حضرت علي پوه شو،چې هغه دوه سړي له دې ښځې سره دوکه کوي . حضرت علي سړي ته وويل : هغه ورځ مو چې امانت دې ښځې ته ورکاوه؛مګر تاسې نه وو ويلي،چې موږ يوه ته به يې نه راکوې؟ ويې ويل : هو ويلي مو وو. حضرت علي ورته وويل : ستاسې مال له ماسره دى او ولاړ شه او هغه بل ته هم ووايه،چې راشي،چې مال مو درکړم .سړى ولاړ او بېرته راستون نشو .

( رياض النضره : دويم ټوک،١٩٧ مخ ) او همداراز د رياض النضره په هماغه ټوک او هماغه مخ کې درې نور روايتونه راغلي،چې په دوو کې يې حضرت عمر ويلي : علي ! خداى دې ما له تا مخکې واخلي .

( شبلنجي؛ نورالابصار : ١٧١ مخ ) روايتوي،چې يو سړى يې حضرت عمر ته راوست،چې په خلکو کې يې د کفر خبرې کړې وې . خلکو پوښتلى و، چې څنګه يې . هغه ورته ويلي وو : اوس خو حالات داسې دي،چې فتنه مې خوښه ده او له حقه کرکه لرم او يهود او نصارا تاييدوم او پر هغه څه ايمان لرم چې نه يې وينم او پر هغه څه ايمان لرم،چې نه وي پيدا شوى. حضرت عمر يو کس په حضرت علي پسې ولېږ؛نو همدا چې حضرت علي راغى؛نو د سړي کيسه يې ورته وکړه.حضرت علي سړى په حقه وباله ،و يې ويل : رښتيا وايي؛ځکه  د هغه مال او اولاد خوښ دى او خداى هغه دواړه فتنه ښوولي؛( أَنَّمَا أَمْوَالُكُمْ وَأَوْلاَدُكُمْ فِتْنَةٌ ) له حقه کرکجن دى،چې مراد يې مړينه ده،چې حق دى او خداى وايي : (وَجَاءتْ سَكْرَةُ الْمَوْتِ بِالْحَقِّ) د يهودو او نصاراوو خبره هم تاييدوي؛ځکه  قرآن د يهودو له خولې وايي :نصارى پر باطله دي او نصارى وايي،چې يهود پر باطله دي او بل داچې وايي چې پر ناليدي ايمان لرم او هغه خداى دى، چې نه ليدل کېږي او پر هغه څه ايمان لري،چې پيدا شوى نه دى او هغه قيامت دى . حضرت عمر وويل : پناه غواړم له هغې ستونزې،چې علي يې هوارونکى نه وي .

( ثعلبي؛قصص الانبياء :٥٦٦ مخ ) د (إِذْ أَوَى الْفِتْيَةُ إِلَى الْكَهْفِ فَقَالُوا رَبَّنَا آتِنَا مِن لَّدُنكَ رَحْمَةً) آيت په تفسير کې وايي : د اصحاب کهف په اړه  کيسه ده او هغه داچې اميرالمؤمنين عمر بن خطاب خلافت ته ورسېد؛د يهودو عالمان ورته راغلل،چې آيا له محمد (ص) او ابوبکر (رض) وروسته د مسلمانانو د خلافت چارې يې په لاس کې دي ؟

ورته يې وويل : هو ! ورته وويل شول : موږ څه پوښتنې لرو؛نو که ځواب دې راکړ؛ نو پوه به شو، چې اسلام پر حقه او محمد (ص) په رښتيا پېغمبر و او که ځواب دې رانه کړ؛نو پوه به شو،چې اسلام پر حقه نه دى او محمد (ص) هم دروغجن و . حضرت عمر وويل : وپوښتئ هر څه چې پوښتئ . و يې ويل : راته ووايه : د اسمان د قولپونو مانا څه ده او کونجيانې يې کومې دي ؟ هغه کوم قبر و،چې په ځان کې ښح کړى يې له ځانه يووړ ؟ هغه څوک و، چې خپل قوم يې انذار کړ حال داچې نه انس و او نه جن ؟ هغه کوم ساه کښ دي،چې پر ځمکه وګرځېدل؛خو په يوه زيلانځ(رحم) کې هم نه دي پيدا شوي؟ هغه غږ، چې دراج کوي، څه مانا لري ؟ راته ووايه : چرګ، اس، چينډخ، خر ، قمري په خپل غږونو کې څه وايي؟ حضرت عمر خپل سر لاندې ټيټ کړ او بيا يې وويل : دا د عمر (رض) نيمګړتيا نه ده، چې وپوښتل شي او پر ځواب نه پوهېږي،چې ووايي : نه پوهېږم او پر څه چې نه پوهېږي،پوښتنه يې وکړي . ناڅاپه يهودان پاڅېدل او و يې ويل : موږ شهادت ورکوو، چې محمد (ص) پېغمبر نه و او اسلام هم باطل دين دى . دا مهال حضرت سلمان وارخطا پاڅېد او ورته يې وويل : تاسې مهرباني وکړئ، څو شېبې کېنئ ،چې راستون شم او په بېړه يې ځان حضرت علي ته ورورساوه او ورته يې وويل : ابا الحسن ! السلام عليکم ! د اسلام مل شه، چې ګوره له لاسه ځي . حضرت علي ورته وويل : څه شوي ؟ حضرت سلمان ورته کيسه وکړه . حضرت علي د رسول اکرم(ص) عبا واخسته، چې پرې لږه اوږده هم وه او په دبدبه مجلس ته ورغى؛نو حضرت عمر، چې وليد،ورغاړې ووت،ورته يې وويل : د هرې ستونزې هواري ته مو زېرمه يې . بيا حضرت علي له يهودانو وغوښتل : وپوښتئ او په پاى کې يې وويل : اخر رسول اکرم (ص) ما ته زر بابه علم رازده کړى،چې له هر يو يې زر نور بابونه پرانستل کېږي . يهودانو خپلې پوښتنې وکړې او حضرت علي ورته وويل : په دې شرط ځواب درکوم،چې که زما ځواب د تورات له مخې و؛نو ټول به ايمان راوړئ،چې بيا حضرت علي د ټولو ځواب ورکړ، چې موږ د لنډيز لپاره نه دي راوړي . 

حضرت علي ته د حضرت عثمان(رض) او حضرت معاويه مراجعات[سمول]

( امام انس بن مالک؛موطاء : باب طلاق مريض :٣٦ مخ ) په خپل سند له محمد بن يحيى بن حبان روايتوي،چې وايي : نيکه مې دوه ښځې درلودې،چې يوه يې هاشمي او بله يې انصاري وه؛ انصاري ته يې طلاق ورکړ حال داچې شيدې يې ورکولې او تر يو کال وروسته په خپله مړ شو. ښځې يې ادعا وکړه، زه يې اوس هم ښځه يم؛ځکه تر اوسه مې لا حيض نه دى راغلى،چې دې دواړو ښځو خپل شکايت حضرت عثمان ته يووړ، چې حضرت عثمان حکم وکړ : په ارث کې يې برخه ده، چې هاشمي ښځې ملامته کړ او ورته يې وويل : دا څنګه حکم دې وکړ. حضرت عثمان ورته وويل : ما دې د تره له زوى علي بن ابيطالب پوښتنه وکړه او هغه داسې حکم کړى دى .

دا روايت ( بيهقي؛ سنن :اووم ټوک،٤١٩ مخ ) ، ( شافعي؛مسند : د عدد کتاب : ١٧١ مخ ) ، ( ابن حجر؛اصابه :اتم ټوک،لومړى قسم، ٢٠٤ مخ ) ، ( ابن عبدالبر؛استيعاب :دويم ټوک،٧٦٤ مخ ) ، ( محب طبري؛رياض النضره :دويم ټوک،١٩٧ مخ ) او محب طبري يې په پاى کې راوړي : حضرت عثمان وويل: زه په دې مسله نه پوهېږم او خپله شخړه مو حضرت علي ته يوسئ . حضرت علي ورته وويل : د رسول اکرم (ص) د منبر تر غاړې قسم وخوره، چې په دې موده کې يې درې ځل حيض نه دى راغلى . ښځې هم قسم وخوړ او له هغه بلې ښځې سره په ميراث کې شريکه شوه .

( امام انس بن مالک؛موطاء : د حدود کتاب :١٧٦ مخ ) يو روايت نقل کړى،چې يوې ښځې شپږ مياشتنى ماشوم وزېږاوه،چې خبره يې  حضرت عثمان ته راوړه او هغه هم حضرت علي ته ورلېږل،چې دې ته ورته کيسه مو د حضرت عمر په مراجعاتو کې هم وکړه؛خو په دومره توپير، چې حضرت عثمان وويل : ولاړشئ او ښځه راولئ؛خو د سنګسار حکم يې و نه کړ؛خو اوبه له ورخه تېرې وې . 

دا روايت بيهقي هم د سنن د اووم ټوک په ٤٤٢ مخ کې له مالک نقل کړى دى .

سيوطي په درالمنثور کې د (وَوَصَّيْنَا الْإِنسَانَ بِوَالِدَيْهِ حُسْنًا) د آيت په تفسير کې دې روايت ته ورته يوه بله کيسه نقل کړې،چې د جهينيه د ټبر يوې ښځې شپږ مياشتنى ماشوم وزېږواه،چې د حضرت علي ځواب ورته هماغه و،چې په دوو تېرو روايتونو کې ورته اشاره وشوه؛نو د لنډيز لپاره مو دلته نه دى راوړى  او بيا همدا کيسه ابن جرير د خپل تفسير د پينځه ويشتم ټوک په ٦١ مخ کې نقل کړې ده .

( امام احمد بن حنبل؛مسند :لومړى ټوک،١٠٠ مخ ) په خپل سند له عبدالله بن حارث نوفل هاشمي روايتوي،چې وايي : پلار ته مې حضرت عثمان د مکې د کومې چارې واک ورکړى و او حضرت عثمان،چې مکې ته راغى؛نو زه او پلار مې د حارث ليدو او ستړو مه شو ته ورغلو او په قديد کې کوز شو؛ځکه حضرت عثمان هلته اړولي و او د سيمې خلکو ورته سيسۍ ښکار کړې وې؛نو هغه مو ورته قورمه پوخ کړ ورته مو يووړ،چې د حضرت عثمان يارانو يې له خوړو ډډه وکړه،چې موږ محرم يو او د احرام په حال کې نشو کړاى د ښکار غوښه وخورو.حضرت عثمان وويل: موږ خو څه په خپله ښکار نه دى کړى؛بلکې اهل حل _ څوک چې محرم نه وو_ښکار کړى دى او موږ ته يې راکوي او دا خو پروا نه لري او چا ويل چې پروا لري ؟ عبدالله بن حارث وايي : ته به  وايې،چې همدا اوس يې وينم چې حضرت علي راروان دى او خپل لاسونه يې له هغو وښو څنډل،چې څارويو ته يې اچولي وو . حضرت عثمان وويل : هغه ښکار،دى چې اهل حل کړى موږ خو امر هم نه دى کړى،چې ښکار وکړئ او ورښوولي مو هم نه دي،چې ښکار یې کړه؛ ځکه په احرام کې څوک نشي کړاى،چې څه وښيي چې ښکار يې کړه او موږ خو د دوى مېلمانه يو؛نو دا خو څه پروا نه لري . حضرت علي غوسه شو او ويې ويل : زه ناستو کسانو ته پر خداى قسم ورکوم،چې پاڅئ او شهادت ورکړئ،چې رسول اکرم ته يې د ښکار د غوښې پنډۍ راوړه او رسول اکرم وويل :  اهل حل ته يې ورکړئ؛ځکه  په احرام کې و؛نو ځکه يې و نه خوړه،چې بيا دولس کسان پاڅېدل او شهادت يې ورکړ،چې رسول اکرم هغه غوښه و نه خوړه . حضرت علي بيا وويل :تاسې ته قسم درکوم،چې شهادت ورکړئ،چې رسول اکرم ته يې د احرام په حال کې د اوښمرغه غوښه راوړه،چې و يې ويل :موږ محرم يو او اهل حل ته يې ورکړئ . چې بيا تر دولس کسانو لږ پاڅېدل او شهادت يې ورکړ . بيا حضرت عثمان هغه خواړه و نه خوړل او خپلې کېږدۍ ته ورننووت او خواړه يې اهل حل ته ورکړل .

دا روايت احمد بن حنبل هم له دوو لارو په لنډه راوړى او طحاوي هم د معاني الاثار د شرح د حج د کتاب په ٣٨٦ مخ کې په لنډه راوړى، متقي هم د کنزالعمال د درېم ټوک په ٥٣ مخ کې راوړى او وايي : ابن جرير او ابويعلي نقل کړى او همداراز هيثمي د مجمع د درېم ټوک په ٢٢٩ مخ کې راوړى او احمد،ابويعلي او بزار ته يې نسبت ورکړى دى .

( امام انس بن مالک؛موطاء :د قضا کتاب :١٢٦ مخ ) په خپل سند له  حضرت سعيد بن مسيب روايتوي،چې د شام يو اوسېدونکى،چې نوم يې ابن خيبري و،خپله ښځه يې له پردي سړي سره وليده او ښځه او که دواړه يې ووژل . خبره معاوية بن ابوسفيان ته راورسېده،چې څنګه د سړي، ښځې او مېړه او کورنيو تر منځ شخړه هواره کړي؛نو حضرت ابو موسى اشعري ته يې ليک وليک،چې ولاړ شه او له حضرت علي ددې ستونزې هوارى وپوښته. حضرت ابوموسى اشعري هم حضرت علي پوښته. حضرت علي ورته وويل :دا پېښه د حکومت په واک کې نه ده او بايد ووايې، چې چېرې شوې ؟ حضرت ابوموسى ورته پوره کيسه وکړه،چې معاويه راته ليکلي چې ودې پوښتم . حضرت علي ورته وويل : که څلور شاهدان يې راوستل؛خو سمه ده؛ګنې نو بايد د قصاص لپاره ونيول شي . 

دا روايت ( بيهقي؛سنن :اتم ټوک،٢٣٠ مخ له يوې لارې او په ٢٣٧ مخ کې له بلې لارې او د دويم ټوک په١٤٧ مخ کې له بلې لارې  ) ، (شافعي؛مسند :دالجائز الحدود کتاب ، ٢٠٤ مخ ) او ( متقي؛ کنزالعمال : اووم ټوک،٣٠٠ مخ ) کې هم نقل کړى دى .

( استيعاب :دويم ټوک،٤٦٣ مخ ) وايي : معاوية بن ابوسفيان به چې په هره ستونزه کې راګېر شو؛نو په ليک کې به يې هوارى له حضرت علي غوښته او معاويه،چې واورېدل،چې حضرت علي يې وواژه؛نو ويې ويل: فقه او علم يې وواژه . د حضرت معاويه ورور عتبه،چې دا خبره واورېده؛ حضرت معاويه ته يې وويل : پام کوه څوک دې دا خبره وا نه وري. حضرت معاويه ورته وويل: درومه خپل کار دې کړه .

( کنزالعمال :شپږم ټوک،٢١ مخ ) له شعبي روايتوي،چې وايي : حضرت علي وويل : شکر د خداى چې زموږ دښمن يې موږ ته اړين کړ،چې په دين کې هر ستونزه لري؛نو له ما يې پوښتي او همدا اوس راته معاويه د نرښځي د ميراث په اړه   ليک رااستولى او ما يې هم ځواب ورکړ،چې د عورت له مخې ورته ميراث ورکړه،چې که عورت يې د سړي و؛نو د سړي ميراث ورکړه او که عورت يې د ښځې و؛نو د ښځې ميراث ورکړه.

( مناوي؛فيض القدير :څلورم ټوک،٣٥٦ مخ ) په شرح کې وايي : د همزيه په شرح کې راغلي،چې حضرت معاويه بن ابي سفيان به په ستونزه کې راګېر شو؛نو د هواري غوښتنه به يې له حضرت علي کوله او حضرت علي هم ورته ستونزه هواروله،چې د حضرت علي يو زوى وويل : ولې د ښمن ته لارښوونه کوې ؟ حضرت علي  وويل : دا موږ ته بس نه ده،چې خداى راته اړ کړى دى او موږ پوښتي ؟  

( کنزالعمال :درېم ټوک،١٨٠ مخ ) له ابي الوضين روايتوي،چې يو سړي د يو شامي پر لور مارکه وکړه؛ البته پر هغه لور،چې له ازادې ښځې يې وه او د لور پلار د وينځې لور سينګار او د زوم کور ته يې ولېږله، زوم،چې د واده پر ړومبۍ شپه کوټې ته ولاړ؛ نو ناوې يې وپوښتله: د چا لور يې ؟ ناوې ورته وويل : د پلانۍ لور_؛يعنې د وينځې لور _ زوم وويل :د پلانۍ پر لور مې( چې له ازادې ښځې یې شوې وه) مارکه کړې وه . خبره يې  حضرت معاويه بن ابوسفيان ته وکړه . حضرت معاويه ورته وويل :څه پروا کوي،چې يوه ښځه يې د بلې ښځې پر ځاى درکړې ده او بيا يې له خپلو شاوخوا کسانو وپوښتل : ددې مسلې حل څه دى؟ هغوى هم ورته د  حضرت معاويه خبره وکړه او ويې ويل : څه پروا کوي،چې يوه ښځه يې د بلې ښځې پر ځاى درکړې ده . زوم غوښتنه وکړه،چې مسئله حضرت علي ته ولېږئ او حضرت معاويه هم حضرت علي ته ولېږله . حضرت علي څه له ځمکې راپورته کړل او ويې ويل :  ددې خبرې حل ددې څيز د راوچتولو هومره اسان دى او ويې ويل : کوم جهيز يې،چې دې ښځې ته ورکړې،ددې ښځې شو؛ځکه  کوروالى دې ورسره کړى او پلار يې بايد هماغومره جهيز هغه بلې لور ته چمتو کړي او ددې ښځې عده،چې پاى ته ورسېده؛هغه بله لور دې ستا کور ته راولېږي . بيا راوي وايي : تر کومه مې چې يادېږي حضرت علي د نجلۍ پلار پر کوړو وواهه او که غوښتل يې،چې و يې وهي. بيا وايي :دا روايت ابن ابي شيبه هم روايت  کړى دى . 

( کنزالعمال : درېم ټوک،١٨١ مخ ) له حجار بن ابحر روايتوي،چې وايي : له حضرت معاويه سره ناست وم،چې دوه سړي راغلل،چې د يو جوړ جامو پر سر يې شخړه وه او يو يې وويل : دا جامه زما او شهود يې راوستل او هغه بل وويل : دا جامه ما په خپله له يو ناپېژندګلو سړي اخستې ده . حضرت معاويه وويل : کاشکې علي بن ابيطالب و،چې دا ستونزه يې هواره کړې واى . ما ورته وويل : زه وم،چې دې ته ورته شخړه يې حضرت علي ته راوړه ؟ پوښتنه يې وکړه : نو هغه څه وکړل؟ ومې ويل : حق يې هغه ته ورکړ،چې د شهودو اقامه يې کړې وه او بل ته يې وويل: تا خپل مال ضايع کړى دى.

( رياض النضره : دويم ټوک،١٩٥ مخ ) له ابي حازم روايتوي،چې يو سړی حضرت معاويه بن ابي سفيان ته راغى او د يوې مسئلې په اړه یې  وپوښت او داچې له حضرت معاويه سره يې ځواب نه و؛نو ورته يې وويل: ولاړ شه او له حضرت علي يې وپوښته.سړي ورته وويل : ستا ځواب مې ډېر خوښ دى. حضرت معاويه : څومره ناوړه خبره دې وکړه ! آيا هغه سړي ته له ورتګه کرکه کوې،چې رسول اکرم پر علم موړ کړى و؛هغه سړى،چې رسول اکرم يې په اړه  ويلي وو : (( ته ما ته داسې يې ؛لکه هارون چې موسى ته و؛خو په دومره توپير،چې تر ما وروسته پېغمبر نه راځي)) هغه سړى،چې  حضرت عمر بن خطاب به په کومه ستونزه کې راګېر شو؛نو  حضرت علي ته به يې مراجعه کوله .

محب طبري وايي :دا روايت احمد هم په مناقب کې راوړى دى .

( مناوي؛فيض القدير:درېم ټوک،٤٦ مخ ) له کلا بازي راويت کوي، چې يو سړي له حضرت معاويه بن ابي سفيان يوه مسله وپوښتله. حضرت معاويه ورته وويل : له حضرت علي يې وپوښته،چې تر ما اعلم دى . سړي ورته وويل : زه ستا ځواب غواړم. حضرت معاويه ورته وويل : پر ځان ووېرېږه،چې له هغه سړي ډډه کوې،چې رسول اکرم پر علم موړ کړى و؛هغه سړى،چې حضرت عمر به په ستونزه کې ګېر شو؛نو حضرت علي به يې پوښته او يوه ورځ يو سړى حضرت عمر ته راغى او پوښتنه يې ترې وکړه،چې عمر (رض) ورته وويل : حضرت علي دلته دى،چې سړي ورته وويل : له تا يې ځواب غواړم . حضرت عمر وويل : پاڅه خداى دې پښې شلې کړه او حکم يې وکړ،چې نوم يې له دېوانه پاک کړئ .

دې روايت ته ورته يو بل روايت په فتح الباري فى شرح البخاري ( اولسم ټوک،٥٠ مخ ) له اسماعيل بن ابي خالد له قيس بن ابي حازم نقل کړى دى .

( صحيح مسلم د طهارت کتاب : پر موزې د مسحې باب ) په خپل سند له حکم بن عتيبه له قاسم بن مخيمره له شرح بن هاني روايتوي،چې عايشې بي بي ته ولاړم او پر موزې د مسحې په اړه مې ترې پوښتنه وکړه،چې راته يې وويل : ولاړ شه او د ابيطالب له زوى پوښتنه وکړه .

دا روايت مسلم له دوو نورو لارو،نسائي په صحيح ( لومړى ټوک،٣٢ مخ ) ، ( ابن ماجه؛ صحيح :٤٢ مخ ) ، ( احمد بن حنبل؛مسند : لومړى ټوک :٩٦،١٠٠،١١٣،١١٧،١٢٠،١٣٣،١٤٦،١٤٩ او د شپږم ټوک په ١١٠ مخ ) ، ( ابوداود طيالسي؛مسند :لومړى ټوک،١٥ مخ ) ، ( بيهقي؛ سنن :لومړى ټوک،٢٧٢ مخ له دوو لارو او په ٢٧٧ مخ کې له درېمې لارې ) ، ( ابونعيم؛حلية :لومړى ټوک،٨٣ مخ ) ، ( خطيب بغدادي :د بغداد تاريخ :يوولسم ټوک،٢٤٦ مخ ) ، ( طحاوي؛شرح معاني الاثار : د طهارت کتاب :٤٩ مخ او له  بلې  لارې په ٥٠ مخ ) ، (ابوحنيفه؛مسند :١٢٩ مخ ) ، ( متقي؛کنزالعمال :پينځم ټوک،١٤٧ مخ ) او د وينا له مخې یې حميدي، سعيد بن منصور، عبدالرزاق، ابن ابي شيبه، احمد بن حنبل، عدني، دارمي، ابن حزيمه او ابن حبان هم نقل کړى دى .

( فتح الباري؛شپاړسم ټوک،١٦٨ مخ ) له ابن ابي شيبه په ډېر ښه او صحيح سند له عبدالرحمن بن ابزي روايتوي،چې و ايي : د جمل د جګړې پر ورځ  حضرت عبدالله بن بديل بن ورقاء خزاعي ځان عايشې بي بي ته ورساوه او تر اوسه لا عايشه بي بي په خپله کجاوه کې وه او ورته يې وويل : يادېږي مو چې د حضرت عثمان تر وژل کېدو وورسته درغلم او پوښتنه مو وکړه،چې تر حضرت عثمان وروسته د چا خلافت ته غاړه کېږدو؟ تا راته وويل : د حضرت علي خلافت ته . عايشه بي بي چوپ شوه او څه يې و نه ويل. بيا يې د هغې د ورور محمد (رض) په مرسته اوښ وتاړه او حضرت علي ته مو راوسته. حضرت علي حکم وکړ،چې ځانګړى کور ورکړئ .

( سننن بيهقي؛پينځم ټوک،١٤٩ مخ ) په خپل سند له ابي مجلز روايتوي،چې وايي : يو سړي د حضرت عمر زوى وپوښته،چې په رمي جمرات کې مې شک کړى، آيا اوه وارې مې رجم وکړ او که شپږ وارې؛نو څه وکړم ؟ و يې ويل : بايد علي بن ابيطالب وپوښتې.

حضرت علي د جنت او دوزخ ويشونکى[سمول]

چې په دوى به يې بښل شي پاک ناپاک[سمول]

بل سړى نه دى صاحـــــــــب دى دلولاک [203][سمول]

( صواعق محرقه : ٧٥ مخ ) وايي : دارقطني په خپل سند نقل کړي، چې حضرت علي له هغو شپږو کسانو سره اوږدې خبرې وکړې،چې حضرت عمر شورا ورسپارلې وه،چې ځينې يې دادي : پر خداى مو په تاسې کې داسې څوک شته،چې رسول اکرم به ورته ويلي وي : ته د قيامت پر ورځ د جنت او دوزخ ايشونکى يې ؟ نه زه ؟ ټولو وويل: پر خداى چې داسې څوک راکې نشته .

له امام رضا روايت شوى،چې وايي : علي ! ته د اور او جنت ايشونکى يې او د قيامت پر ورځ به ته يې،چې اور ته به وايې : دا ستا او دا زما .

( کنزالعمال : شپږم ټوک،٤٠٢ مخ ) د حضرت علي د خولې وينا راخستې : زه د اور ويشونکى يم .

دا حديث شاذان فضيلي هم په ردالشمس کې او کنوزالحقايق هم په ٩٢ مخ کې دې ورته يو بل روايت نقل کړى او ديلمي ته يې نسبت ورکړى دى .

له پل صراطه تېرېدو ته د حضرت علي اجازه په کار ده[سمول]

( د بغداد تاريخ : لسم ټوک،٣٥٦ مخ ) په خپل سند له حضرت انس بن مالک روايتوي،چې حضرت ابوبکر مرګونې  ناروغ شو؛نو څه خبرې يې وکړې _ تردې چې و يې ويل : _ ما د خداى له استازي واورېدل،چې ويل يې : د جنت پر صراط _ خطرناکه _ پېچومی دی،چې هېڅ څوک به هم ترې وا نه وړي؛خو د علي په اجازه _ يا جواز _ تر دې چې وايي : او همداراز مې واورېدل،چې  رسول اکرم حضرت علي ته وويل :علي ! زه خاتم الانبياء او ته خاتم الاولياء يې .

( رياض النضره : دويم ټوک،١٧٢ مخ ) له حضرت علي روايتوي، چې وايي : رسول اکرم وويل : چې د قيامت پر ورځ ړومبني او وروستي خلايق راټول شي او پر دوزخ پل ولګوي؛نو هېڅ څوک به ترې وا نه وړي؛خو دا چې له تا برائت ولري؛يعنې په دنيا کې ستا ولايت ورسره وي.

( رياض النضره : دويم ټوک،١٧٢ مخ ) له حضرت قيس بن حازم روايتوي،چې وايي : حضرت علي له حضرت ابوبکر سره پر لار يو ځاى شو،چې حضرت ابوبکر ورته موسکى شو،و يې ويل :د خداى له استازي مې واورېدل،چې ويل يې : هېڅ څوک به له پل صراطه تېر نشي؛خو داچې د علي جواز ورسره وي .

دا حديث ابن سمان هم د ( موافقت ) په کتاب کې  روایت کړى.


حضرت علي او لارويان يې

د جنت آيتونه او مخالفين يې د دوزخ آيتونه دي

که خلاف يې د اصحاب په مينځ کې وشي[سمول]

د مفهومو کار هغو زده چې مفــــــــــهوم دى[سمول]

چې په جنګ د علي له لور يـــــــــه ومړل[سمول]

پرهغوى باندې ګواهي له چې مرحوم دى [204][سمول]

( هيثمي؛ مجمع : نهم ټوک،٤٠٥ مخ ) له حضرت عمرو بن حمق روايتوي،چې وايي : رسول اکرم یوه سريه ولېږله ( د نور مطالبو تر ويلو وروسته يې وويل : ) ما هغه مهال د رسول اکرم پر لور مهاجرت وکړ او په دې ترڅ کې،چې له پېغمبر اکرم سره وم،راته يې وويل : عمرو ! غواړې د جنت آيت دروښيم،چې په دې دنيا کې په خلکو کې خواړه خوري، اوبه څښي او په بازارونو کې ګرځي راګرځي ؟ ورته مې وويل : ولې نه ! پېغمبر اکرم وويل : دادى او قوم يې او علي بن ابيطالب ته يې اشاره وکړه او ويې ويل: عمرو ! غواړې د دوزخ آيت دروښـيم،چې همدا اوس په دنيا کې خواړه خوري، اوبه څښکي او په بازارونو کې ګرځي راګرځي؟ ورته مې وويل : را ويې ښيه! پېغمبراکرم وويل : دا او قوم يې دى،چې د اور آيت دى او داسې سړي ته يې اشاره وکړه،چې ما و نه پېژانده او د رسول اکرم تر مړينې وروسته،چې فتنه راولاړه شوه؛نو د رسول اکرم خبره راياده شوه او د دوزخ له آيته د جنت آيت ته وروتښتېدم _ تردې چې وايي : _ پر خداى قسم که د ډبرې په ګېډه کې پټ شم؛نو بني اميه به مې راوباسي او مړ به مې کړي؛ځکه  حبيب مې رسول الله راته ويلي ول، چې ستا سر په اسلام کې ړومبى سر دى،چې په نېزه به پورته کړاى شي او په ښارونو کې به وګرځول شي .

( کنزالعمال : اووم ټوک،٦٣ مخ ) له اجلح بن عبدالله کندي او همداراز (کنزالعمال : اووم ټوک،٦٣ مخ ) دوه روايتونه نقل کړي،چې دويم يې له حضرت عبدالله بن رافع نقل کړى،چې وايي : حضرت معاويه بن ابي سفيان د حضرت عمرو بن حمق په لټه کې شو،چې و يې وژني . حضرت عمرو د جزيرې پلو ته وتښتېد او حضرت زاهر د حضرت علي يو بل یار يې هم له ځان سره بوت،چې د شپې په دښته کې مار وچيچه او بدن يې وپړسېد او خپل ملګري زاهر ته يې وويل : له ما لرې شه؛ ځکه له خپل خليل رسول الله مې واورېدل،چې و يې ويل : پيريان او انسانان دواړه به ستا په وينه کې ګډون کوي؛نو نن پېري خپل کار وکړ او د همدې وينا په ترڅ کې ول، چې له وريه پر اسونو سپور یو لښکر راغى؛نو حضرت عمرو پوه شو،چې هماغه د حضرت معاويه بن ابي سفيان لښکر دى؛نو  حضرت زاهر ته يې وويل : ته پټ شه او چې زه یې ووژلم او زما سر يې له تنې یې غوڅ کړ؛نو تنه مې ښحه کړه. حضرت زاهر وويل : ولې داسې وکړم؟بلکې داسې به وکړم چې خپل غشي به راوباسم او ورسره به وجنګېږم؛ نو چې غشي مې خلاص شول؛نو له تا سره به مې يو ځاى ووژني . حضرت عمرو ورته وويل: نه ! داسې سمه نه ده او ته ځان وژغوره او زه توښه لرم،در به يې کړم او وروسته به دې په کار راشي او هغه دا حديث دى،چې له ما يې واوره _ او نورو ته يې ورورسوه : د جنت آيت محمد رسول الله او نښانه يې علي بن ابيطالب دى. بيا حضرت زاهر ځان پټ کړ او دښمنان راورسېدل،چې يو پکې غنم رنګى سړى و،چې راکوز شو او د حضرت عمرو سر يې له تنې غوڅ کړ او په نېزه يې کړ او دا ړومبى سر و،چې په اسلام کې پر نېزه شو . وروسته تر دې،چې  د حضرت معاويه بن ابي سفيان لښکر ولاړ؛نو حضرت زاهر له خپل پټ ځايه راووت او د  حضرت عمرو تنه يې خاورو ته وسپارله. 

( حلية الاولياء: څلورم ټوک،٣٢٩ مخ ) په خپل سند له شعبي ، ( د بغداد تاريخ: دولسم ټوک،٣٥٨ مخ ) په خپل سند له حضرت ابي سعيد خدري له ام سلمه بي بي ، ( هيثمي؛مجمع : لسم ټوک، ٢١ مخ ) له ام سلمه بي بي  او د نهم ټوک په ١٧٣ مخ کې له حضرت ابي هريرة ، (صواعق محرقه : ٩٦ مخ ) د احمد له مناقب ، ( کنزالعمال : دويم ټوک،٢١٨ مخ ) ټولو روايتونه نقل کړي،چې د ټولو مضمون يو دى او نچوړ يې دادى،چې حضرت علي او لارويان يې جنتيان دي او موږ وروستى روايت راخستى،چې پېغمبر اکرم وويل : علي ! زه ، ته ، حسن، حسين او زموږ ځوځات به موږ پسې او زموږ مېرمنې زموږ په ځوځات پسې له ښي اړخه او لارويان به مو له کيڼ اړخه جنت ته ورننوځو.   

( کنزالعمال : شپږم ټوک،١٥٣ مخ ) او د هغه د وينا له مخې، بيهقي د فضائل الصحابه په کتاب کې او ديلمي د الفردوس په کتاب کې له حضرت انس روايتوي،چې رسول اکرم وويل : علي بن ابيطالب به په جنت کې اهل ته یې د سهار د ستوري په څېر وځلېږي .

دا روايت يې په ١٥٥ مخ کې هم نقل کړى او حاکم ته يې په تاريخ ،بيهقي ته يې په فضائل الصحابه کې، ديلمي او ابن جوزي ته يې نسبت ورکړى دى .مناوي هم د فيض القدير او د حديث نورو امامانو هم روایت کړى دى .

رسول اکرم د قرآن تنزيل ته وجنګېد[سمول]

او حضرت علي به يې تاويل ته جنګېږي[سمول]

( خصايص نسائي : ٤٠ مخ ) له حضرت ابي سعيد خدري ،( حاکم، مستدرک الصحيحين : درېم ټوک،١٢٢ مخ ) له دوو لارو له ابي سعيد خدري ، ( امام احمد بن حنبل؛مسند :درېم ټوک، ٣٣مخ ) له ابي سعيد او د درېم ټوک په ٨٢ مخ کې له دوو لارو ، ( ابونعيم؛حلية الاولياء : لومړى ټوک،٦٧ مخ ) له ابي سعيد ، ( ابن اثير؛ اسدالغابه :درېم ټوک،٢٨٢ مخ ) له سرى بن اسماعيل له عامر شعبي له عبدالرحمان بن بشير او د څلورم ټوک په ٣٢ مخ کې، ( ابن حجر؛ اصابه : لومړى ټوک،لومړى قسم،٢٢ مخ ) له اخضر بن ابي الاخضر او همداراز د څلورم ټوک د لومړي قسم په ١٥٢ مخ کې له باوردي او ابن منده د سيف بن محمد له لارې روايتونه نقل کړي چې ناقلان يې وايي : رسول اکرم ته پر تمه وو،چې راغى، ټول يو ځاى لمانځه ته ولاړو، څو ګامه مخکې نه وو تللي،چې پڼه يې وشلېده، حضرت علي ته يې د ګنډلو لپاره ورکړ،چې حضرت علي وروسته پاتې شو او پېغمبر اکرم د خطبو پر ويلو لګيا شو،و يې ويل : په تاسې کې داسې څوک شته،چې د قرآن د تاويل لپاره به وجنګېږي؛لکه چې زه د قرآن د تنزيل لپاره وجنګېدم؛نو موږ ټولو چې حضرت ابوبکر او حضرت عمر هم راکې ول،سرونه راپورته کړل،چې کېداى شي مطلب يې موږ يو؛خو رسول اکرم وويل : نه په تاسې کې يو هم نه دى او هغه دى،چې له موږ شاته پاتې شوى،چې پڼې مو وګنډي، دا زېرى مو چې پر حضرت علي وکړ، چې رسول اکرم ستا په اړه  داسې وويل؛نو ډېره خوشحالي يې څرګنده نه کړه؛ ته وا رسول اکرم پخوا ورته ويلي وو . 

( استيعاب : دويم ټوک،٤٢٣ مخ ) وايي : له حضرت اعمش له ابي عبدالرحمان سلمي روايت شوى،چې وايي : د صفين په جګړه کې له حضرت علي سره وو،چې حضرت عمار ياسر به چې هر لوري ته تله؛ نو ټول اصحاب به هم ورپسې تلل، ته وا حضرت عمار يې بېرغ و او پر هماغه مهال يې هاشم بن عتبه ته وويل : هاشمه ! ددې تورو له پړکاره ځان جنت ته ننباسه،چې نن به  زه هم خپل دوستان؛يعنې محمد (ص) او ګوند يې ووينم؛ پر خداى قسم،که موږ ته ماتې راکړي او د هجر تر کجورو مو _ لکه چې په مدينه يا کوفه کې کومه سيمه ده _ وځغلوي؛نو بيا به هم ډاډ ولرم، چې هغوى پر باطله او موږ پر حقه يو او بيا يې شعرونه وويل،چې خلک يې پوه کړل،چې د صفين جګړه هماغه د رسول اکرم وينا ده،چې حضرت علي ته يې ويلي ول،چې د قرآن د تاويل پر سر به جنګېږې :

نحــن ضربناکم على تنزيله

فاليم نضربکم على تاويله

ضربـاً يزيل الهام من مقيله

و يذهل الخليل عن خليله

او يرجع الحق الى سبيله

يعنې موږ وو،چې په بدر، احد او احزاب کې مو د قرآن پر تنزيل جګړه درسره کوله او نن يې د تاويل په پار تاسې وهو،هغه وهل، چې يا سرونه له ځايه ونړېږي او هر ملګرى خپل ملګرى له ياده وباسي او يا داچې حق خپل بهير ته راستون شي .

( متقي؛کنزالعمال : شپږم ټوک،١٥٥،٣٩٠،٣٩١ مخ په دې اړه  روايتونه راوړي،چې په منځومال کې يې له حضرت ابي ذر غفاري نقل، کړی چې وايي : د خداى له استازي سره په بقيع الرقد (په مدينه منوره کې د يوې هديرې نوم دى) کې وو،چې ويې ويل : قسم پر هغه خداى،چې ژوند مې يې په لاس کې دى،چې په تاسې کې يو سړى دى،چې د قرآن د تاويل پر سر به جنګېږي؛لکه څنګه چې زه له مشرکينو سره د قرآن  د تنزيل لپاره جنګېدم او داچې جګړه يې د (( لا اله الا الله )) له ويونکى سره ده؛نو خلکو ته به ډېره ګرانه وي او د خداى له ولي به سرغړونه کوي،چې ولې مسلمانان وژنې او دا کړه به يې ناوړه وګڼي؛لکه څنګه حضرت موسى د حضرت خضر کړه ناوړه وګڼل، چې د خلکو بېړۍ يې سورۍ او يو ماشوم يې وواژه او له هغو خلکو يې دېوال جوړ کړ چې خواړه يې نه وو ورکړي حال داچې د بېړۍ سوري کول، د ماشوم وژل او د دېوال جوړول د خداى د رضا لپاره وو او د موسى خوښ نشو.

دا روايت ديلمي هم نقل کړى او د کنزالعمال د وينا له مخې،درېم روايت ابن ابي شيبه، احمد بن حنبل په خپل مسند کې، ابونعيم په حلية، ابويعلي په مسند، ابن حبان په صحيح، حاکم په مستدرک، ابونعيم په حلية، او سعيد بن منصور په خپل سنن کې هم نقل کړى دى .

(رياض النضره : دويم ټوک ،١٦٧ مخ ) او د هغه د وينا له مخې،احمد په مناقب،متقي د کنزالعمال د شپږم ټوک په ٤٠٤ مخ کې او د هغه د وينا له مخې،ابويعلي او بوصيري له حضرت علي روايت کړى،چې وايي : پېغمبر اکرم زما په لټه کې و،چې زه يې په يو بڼ کې ويده وموندم،چې پر پښه يې ووهلم او ويې ويل : پاڅه چې خوشحال دې کړم؛ته مې ورور،د زامنو پلار، ته به زما د سنت په پار وژنه کوې،څوک چې زما پر ژوند ومري؛نو د جنت په يوه ګوټ کې به وي او څوک چې ستا پر ژوندون ومري؛نو اجل به يې رارسېدلى وي او که څوک ستا تر مړينې وروسته ستا په مينه ومري؛نو خداى به يې د عمر د پاى ايمان په امنيت کې کړي  او دا حکم به تر هغه وي،چې لمر راخېژي او ډوبېږي .

رسول الله(ص)، حضرت علي ته د ناکثينو،قاسطينواو مارقينو[سمول]

د وژلو دنده ورکړې وه[سمول]

( مستدرک الصحيحين : درېم ټوک،١٣٩ مخ ) په خپل سند له عقاب بن ثعلبه له حضرت ابو ايوب انصاري روايتوي،چې د حضرت عمر بن خطاب د خلافت پر مهال يې وويل : رسول اکرم حضرت علي بن ابيطالب ته دنده ورکړه،چې قاسطين،مارقين او ناکثين به وژنې .

او همداراز ( مستدرک الصحيحين :درېم ټوک،١٣٩ مخ ) له اصبغ بن نباته له حضرت ابوابوب انصاري روايتوي،چې وايي : د خداى له استازي مې واورېدل،چې حضرت علي بن ابيطالب ته يې ويل : ((  ته به له ناکثينو سره په طرقات، له قاسطينو سره په نهروانات او له مارقينو سره د کجورو په پاڼو کې جنګېږې . )) حضرت ابو ايوب وايي : ورته مو وويل: رسول الله ! هغه مهال موږ ته د چا پلوي په کار ده . رسول اکرم (ص) وويل : د علي بن ابيطالب .

(د بغداد تاريخ: اتم ټوک،٣٤٠ مخ ) په خپل سند له خليد عصري روايتوي،چې وايي : د نهروان په جګړه کې مې له حضرت علي واورېدل،چې و يې ويل : رسول اکرم دنده راکړې چې له ناکثينو،قاسطينو او مارقينو سره وجنګېږم.

( د بغداد تاريخ : ديارلسم ټوک،١٨٦ مخ ) په خپل سند له علقمه او اسود روايتوي،چې ويلي يې دي : حضرت ابوايوب انصاري،چې د صفين له جګړې راستون شو؛نو ليدو ته يې ورغلم او ورته مو وويل : ابو ايوبه ! پر خداى ګران وې،محمد رسول  الله (ص)،چې مدينې ته راغى؛نو په کور کې دې مېشت شو او اوښ يې هم راغى او ستا د کور مخې ته ودرېد او رسول اکرم ته به چې خلکو څومره ټينګار هم کاوه؛نو رسول اکرم (ص) به ويل: خداى راته ويلي،چې چېرې دې اوښه ودرېده؛نو هلته به مېشت شم، چې د رسول اکرم اوښه ستا د کور مخې ته کېناسته؛نو آيا سره له دې دومره وياړنو او فضيلتونو درته په کار ول، چې توره راواخلې او د (( لا اله الا الله )) _ د حضرت معاويه لښکر  پر ويوونکيو يې راوباسې او ورسره وجنګېږې ؟ حضرت ابوايوب وويل : هېڅکله لارښـود خپلو لارويانو ته دروغ نه وايي؛رسول اکرم (ص) دنده راکړې،چې د حضرت علي په پلوۍ له درې ډلو سره وجنګېږو؛يو يې ناکثين، يو يې قاسطين او بل يې مارقين دي او مارقين حضرت طلحه، حضرت زبير او لښـکر يې دى،چې له حضرت علي (ک) سره يې کړى بيعت مات کړ او د جمل جګړه يې پيل کړه او قاسطين همدوى ول،چې له جګړې يې راستنېږم _ يعنې حضرات معاويه او عمرو عاص چې د صفين جګړه يې پيل کړه؛خو پر خداى قسم،چې تر اوسه خبر نه يم،چې مارقين څوک دي او کله به ورسره جنګېږو . رسول اکرم (ص) وويل : (( د سعيفات، نخيلات او نهروان اصحاب دي،چې انشاءالله ورسره به جنګېږو . ))  بيا يې وويل : ما په خپله د خداى له استازي اورېدلي،چې حضرت عمار ياسر ته يې وويل : (( له دينه وتلې، ياغي او ظالمه ډله به دې وژني او پر هغه ورځ ته له حق او حق له تا سره دى ، عمار ياسره ! چې ګورې علي پر يوه او خلک پر بله دي؛ نو په علي پسې ځه،چې هغه به مو له هدايته بې لارې نه کړي او هلاکت ته به مو بو نه ځي . عماره ! څوک چې په يوه توره له علي سره مرسته وکړي؛نو خداى به د قيامت پرورځ دوه تورې ورسره وکړي او څوک چې توره د علي پر خلاف او له دښمن سره يې وکاروي؛نو خداى به د قيامت پر ورځ له اوره دوه تورې ورباندې کړي . علقمه ! دومره وينا درته بس نه ده؛ خداى دې وبښه !همدومره درته بس دى ، خداى دې وبښه .

دا روايت ( متقي؛کنزالعمال : شپږم ټوک،١٥٥ مخ ) هم نقل کړى او ديلمي ته يې نسبت ورکړى دى .

( اسدالغابه : څلورم ټوک،٣٢ مخ ) په خپل سند له حضرت ابي سعيد خدري روايتوي،چې وايي : رسول الله (ص) راته د ناکثينو، مارقينو او قاسطينو د وژلو دنده راکړه . پوښتنه مو وکړه : د خداى استازيه ! ددې درېو ډلو د وژلو دنده خو دې راکړه؛خو هغه مهال د چا پلوي شو ؟ و يې ويل : ((  له علي بن ابيطالب سره،چې عمار ياسر به يې هم په پلوۍ وژل کېږي . ))

( اسدالغابه : څلورم ټوک، ٣٣ مخ ) په خپل سند له مخنف بن سليم روايتوي،چې وايي : له حضرت ابوايوب انصاري سره وو،چې ورته مو وويل : په همدې توره دې د رسول اکرم (ص) په پلوۍ مشرکان ووژل او نن پرې مسلمانان وژنې ؟ ويې يل : رسول اکرم د ناکثينو، مارقينو او قاسطينو د وژلو دنده راکړې ده .

دا روايت د کنزالعمال د شپږم ټوک په ٨٨ مخ کې راغلى او په پاى کې يې راغلي دي : زه له ناکثانو او قاسطانو سره وجنګېدم او انشاءالله ډېر ژر به له مارقينو سره هم وجنګېږم .

( اسدالغابه : څلورم ټوک، ٣٣ مخ ) او سيوطي په درالمنثور کې د احزاب د سورت د (فَإِمَّا نَذْهَبَنَّ بِكَ فَإِنَّا مِنْهُم مُّنتَقِمُونَ ) د آيت په تفسير کې له ابن مردويه د محمد بن مروان له کلبي له ابي صالح له حضرت جابر بن عبدالله له رسول الله دوه روايتونه راوړي،چې په دويمي کې راغلي : د خداى استازي (ص) وويل : دا آيت د علي بن ابيطالب په اړه راغلى،چې تر ما وروسته به له ناکثينو، قاسطينو غچ اخلي .

( کنزالعمال : شپږم ټوک،٨٢ مخ ) له علي بن ربيعه روايتوي،چې وايي: حضرت علي پر منبر ناست و،چې  سړي وپوښت: ولې دومره وينې تويوې او د خپل اوښ په څېر ورسره معامله کوې؛د رسول اکرم له لوري دنده لرې که خپل شخصي نظر دې دى؟حضرت علي ورته وويل : پر خداى قسم،چې نه دروغ وايم او نه راته دروغ ويل شوي؛ نه په خپله بې لارې او نه يې بې لارې کړى يم؛بلکې هغه ژمنه ده،چې د خداى استازي راسره کړې او زيانکاره دى هغه،چې تور وتړي او رسول اکرم راسره ژمنه کړې،چې بايد تر هغه وروسته له ناکثينو، مارقينو او قاسطينو سره وجنګېږم .

( کنزالعمال : شپږم ټوک،٨٨ مخ ) له ثوري او معمر له ابي اسحاق له عاصم بن ضمرة له ابي صادق او همداراز د شپږم ټوک په ٣١٩ مخ کې له ابن مسعود،( محب طبري؛ رياض النضره : دويم ټوک،٢٤٠ مخ ) ، (کنزالعمال :شپږم ټوک،٣٩٢ مخ ) له زيد بن علي بن الحسين له پلاره له نيکه له حضرت علي او د اتم ټوک په ٢١٥ مخ کې له يحيى بن عبدالله بن حسن له پلاره ، ( هيثمي؛مجمع :نهم ټوک،٢٣٥ مخ ) او د اووم ټوک په ٢٣٨ مخ کې په دې اړه  روايتونه نقل کړي،چې موږ يوازې د کنزالعمال د اتم ټوک په ٢١٥ مخ کې پر روايت بسيا کوو،چې په خپل سند يې له يحيى بن عبدالله بن حسن له پلاره روايتوي،چې وايي : حضرت علي پر منبر وينا کوله،چې يو سړى پاڅېد او و يې پوښتل : اميرالمؤمنينه ! – تر دې چې وايي _ د فتنې په اړه  خبر راکړه، آيا د خداى له استازي دې د هغې په اړه  پوښتنه کړې که نه ؟ حضرت علي وويل : هو! د (الم .أَحَسِبَ النَّاسُ أَن يُتْرَكُوا أَن يَقُولُوا آمَنَّا وَهُمْ لَا يُفْتَنُونَ) ؛يعنې خلکو ! ايا ګومان موکړى، چې يوازې داچې ووياست ايمان مو راوړى؛نو خلاص به شئ او وبه نه ازمېيل شئ )) آيت،چې راغى؛نو پوه شوم،چې پېغمبر اکرم په موږ کې دى او نه ازمېيل کېږو او فتنه نه راځي؛نو پوښتنه مې وکړه : رسول الله ! دا کومه فتنه ده،چې خداى يې وعده درکړې ده . پېغمبراکرم (ص ) وويل : را ته يې وويل : ((  علي ! امت به مې ډېر ژر تر ما وروسته پر فتنه ککړ شي . )) ورته مې وويل : مور او پلار مې درځار! راته وواست،چې دا څنګه فتنه او کله ده او تر تاسې وروسته زموږ دنده څه ده ؟ پېغمبر(ص) راته وويل : ډېر ژر به له ناکثانو،قاسطانو او مارقانو سره وجنګېږې او بيا يې د بېل بېل نوم راوښود .


پر حضرت علي د ظلم په اړه  د رسول الله (ص) وړاندوينه[سمول]

( مستدرک الصحيحين : درېم ټوک،٣٦٦ مخ ) په خپل سند له حضرت قيس بن ابي حازم روايتوي،چې وايي : حضرت علي حضرت زبير ته وويل : يادېږې دې،چې موږ او تاسې د انصارو د يو ټبر په يو څپرګي کې ناست و، چې رسول اکرم  وپوښتلې : زبيره ! آيا علي دې ښه ايسي ؟ تا ورته په ځواب کې وويل : هو ښه مې ايسي ؟ درته يې وويل : ډېر ژر به سرغړونه ترې وکړې او توره به پرې راوباسې حال داچې ظالم به يې، حضرت زبير،چې دا واورېدل؛نو ستون شو .

( مستدرک الصحيحين : درېم ټوک،٣٦٦ مخ ) له ابي الاسود  دئلي ، (اسدالغابه : دويم ټوک،١٩٩ مخ ) ، ( ابن حجر؛اصابه : درېم ټوک، ٦مخ ) ، ( مستدرک الصحيحين :درېم ټوک،٣٦٧ مخ ) له دوو لارو له  ابن جرو مازني ، ( متقي؛کنزالعمال : شپږم ټوک،٨٥ مخ ) او د هغه د وينا له مخې ابو يعلي،عقيلي،بيهقي د ابن عساکر دلائل ، (تهذيب التهذيب:شپږم ټوک،٣٢٥ مخ ) له عبدالسلام کوفي ، ( عسقلاني؛فتح الباري:شپاړسم ټوک،١٦٥ مخ ) ، ( کنزالعمال : شپږم ټوک، ٨٢ مخ ) له قتادة او په هماغه کې له ابي الاسود په دې اړه روايتونه نقل کړي، چې په وروستي کې يې راغلي : ابي الاسود دئلي ويلي : علي او لښکر يې،چې د دښمن لښکر ته ورورسېد او دوه لښکرې سره په دوو ليکو کې مخامخ شوې؛نو حضرت علي د رسول اکرم پر اس سپور،د دښمن لښکر ته مخامخ ودرېد او ويې ويل : وواست چې زبير (رض) ما ته راشي . زبير (رض) ته يې غږ کړ؛نو حضرت علي ته چې نږدې ورغی، ورته يې وويل: زبيره ! ستا دې پر خداى قسم وي،پر هغه ورځ چې په پلاني ځاى کې وو او پېغمبراکرم زما او ستا په مخ کې تېر شو او درته يې وويل : زبيره ! علي درباندې ګران دى؟ تا ورته وويل : آيا د ترور زوى او هغه چې زما په دين کې دى؛نو راباندې به ګران نه وي ؟ او بيا رسول اکرم راته مخ کړ : علي ! زبير درباندې ګران دى ؟ ورته مې وويل : رسول الله ! د ترور زوى او هغه چې زما په دين کې دى؛نو راباندې به ګران نه وي ؟ او بيا يې درته وويل : سر خلاص کړه زبيره،چې ته به پر علي توره راباسې او ظلم به پرې کوې . زبير(رض) وويل : هو! پر خداى قسم چې راياد شول او پر هغه ورځ مې چې دا خبر د خداى له استازي واورېده؛نو راڅخه هېره شوې وه؛ پر خداى قسم،چې درسره به و نه جنګېږم. بيا حضرت زبير د لښکر تم ځاى ته ولاړ . زوى يې وايي : څه خبرې دي او څه يې وويل : حضرت علي راته د رسول اکرم هغه حديث راياد کړ،چې ما ته يې ويلي ول،چې ته به له علي سره جنګېږې حال دا چې ظالم به يې او اوس زه له هغه سره له جګړې ډډه کوم . حضرت عبدالله بن زبير خپل پلار ته وويل : اخر ته د جګړې لپاره راغلى يې . ورته يې وويل : نه ! زه راغلى يم، چې په خلکو کې سمونه وکړم او اوس ته دا کار وکړه،پرېږده،چې خداى ستا په لاس خلک اصلاح کړي . ورته يې وويل: اوس چې دې قسم خوړلى،چې ورسره و نه جنګېږې؛نو مريى دې ازاد کړه،چې هغه دلته پاتې شي او تر هغه پورې دلته وسه، چې خلک اصلاح شي. زبير (رض) خپل مريى ازاد کړ او په خپله په يو ګوټ کې ودرېد؛نو همداچې د جګړې لمبه بله شوه؛نو د خپل اس پر لور ولاړ، پرې سپور شو او د لښکر له تم ځايه لرې شو.

( کنزالعمال :شپږم ټوک،٨٣ مخ ) له نذير ضبي او همداراز د شپږم ټوک: ٨٣ مخ له حضرت ابن عباس او بيا د شپږم ټوک په ٨٥ مخ کې له اسود بن قيس او ابن قتيبه څخه د الامامة والسياسة په کتاب (٦٣مخ ) کې په دې اړه روايتونه نقل کړي،چې د وروستي نچوړ يې دادى : چې حضرت علي او حضرت  زبير سره مخ شول؛نو يو بل ته ورغاړې وتل، پر ژړا شول او حضرت علي ورته وويل : زبيره ! اباعبدالله ! دلته څه کوې ؟ ورته يې وويل : راغلى يم،چې د حضرت عثمان د وينې غچ واخلم . حضرت علي په حيرانتيا ورته وويل : د عثمان (رض) د وينې غچ !!! خداى دې د عثمان (رض) وژونکي ووژني ! زبيره آيا يادېږې دي چې ته او رسول الله زما په مخ کې تېر شوئ،چې د خداى استازي راباندې سلام واچاوه او راباندې يې وخندل او بيا يې تا ته وويل : زبيره ! يوه ورځ به ته له علي سره جګړه کوې حال داچې ظلم به پرې کوې . زبير(رض) : هو پر خداى چې راياد مې شول. حضرت علي وويل : نو سره له دې؛ولې او پر څه راسره جګړه کوې . زبير(رض) : پر خداى چې د رسول اکرم دا وړاندوينه مې هېره کړې وه او که ياده مې واى؛نو هېڅکله به مې له تا سرغړونه او درسره به مې جګړه نه کوله . 

رسول الله (ص) ام المؤمنين عايشه بي بي[سمول]

له حضرت علي سره له جګړې منع کړې وه[سمول]

( مستدرک الصحيحين : درېم ټوک،١١٩ مخ ) او ( متقي؛کنزالعمال :شپږم ټوک،٨٤ مخ ) دوه روايتونه؛ يو له حضرت ام سلمه بي بي او بل له طاووس نقل کړي،چې رسول اکرم خپلو مېرمنو ته مخ  کړ او ويې پوښتل : په تاسې کې څوک د حوئب سپي خاونده ده ؟ نو عايشې بي بي وخندل،چې رسول اکرم ورته وويل: پام کوه چې هغه ته و نه وسې .

( ابن جرير طبري؛تاريخ :درېم ټوک،٤٨٥ مخ ) په خپل سند له زهري روايتوي چې وايي : ما ته داسې رارسېدلي، حضرت طلحه او حضرت زبير،چې له خپل لښکر سره په ذي قار کې د حضرت علي لښکر ته ورورسېدل؛نو د خپل لښکر مخه يې بصرې پلو ته کړه او د منکدر له سيمې ولاړل او په لار کې د حوئب له سيمې سره مخ شول،چې سپي یې پر غپېدو شول،چې حضرت عايشې بي بي وپوښتل: دا کومه سيمه ده ؟ ورته وويل شول : حوئب . بي بي وويل: انا لله و انا اليه راجعون ! زه هماغه يم،چې وامې ورېدل، چې رسول اکرم خپلو مېرمنو ته وويل : کاشکې،چې ويلي مو واى چې په تاسې کې کومه يوه ده،چې د حوئب سپي به ورپسې غاپي . بيا بي بي عايشې غوښتل له هماغه ځايه ستنه شي،چې حضرت عبدالله بن زبير ورغى ،ورته يې وويل : تاسې ته يې دروغ ويلي؛دا سيمه حوئب نه ده او دومره يې ورته غوږونه ډک کړل، چې جګړې ته يې چمتو کړه .

( مستدرک الصحيحين : درېم ټوک، ١٢٠ مخ ) په خپل سند له قيس بن ابي حازم، ( امام احمد بن حنبل؛مسند :شپږم ټوک،٩٧ مخ ) ، (عسقلاني؛ فتح الباري: شپاړسم ټوک،١٦٥ مخ ) او د  هغه د وينا له مخې ابويعلي او بزار_ هغه دا روايت صحيح ګڼلى او ابن حبان او حاکم _ هغه دا حديث د مسلم او بخاري په تول پوره صحيح ګڼلى، ( هيثمي؛ مجمع : اووم ټوک،٢٣٤ مخ ) ، ( ابن حجر؛ اصابه : اتم ټوک، لومړى قسم،١١١مخ ) د سلمي بنت مالک حذيفه په شرح کې ، ( هيثمي؛ مجمع :اتم ټوک،٢٨٩ مخ ) ، ( عسقلاني؛ فتح الباري : شپاړسم ټوک،١٦٥ مخ )، (کنزالعمال : شپږم ټوک،٨٣ مخ )، ( ابن عبدالبر؛ استيعاب : دويم ټوک،٧٤٥ مخ )

( ابن قتيبه :الامامة و السياسة :٥٥ مخ ) ، ( شبلنجي؛نولابصار:٨١ مخ )،( حاکم؛ مستدرک الصحيحين : درېم ټوک،١١٩ مخ ) ، ( ابونعيم؛ حلية : دويم ټوک،٤٨ مخ )، ( ابن سعد؛طبقات : اتم ټوک،٥٦ مخ ) ، (د بغداد تاريخ : نهم ټوک، ١٨٥مخ ) ، ( هيثمي؛ مجمع : نهم ټوک،١١٢ مخ )  او ( ابن جرير طبري؛ تاريخ : درېم ټوک، ٥٤٨ مخ ) په دې اړه روايتونه نقل کړي،چې د حوئب د سيمې سپو په حضرت عايشې بي بي پسې وغپل،چې په ځينو کې يې راغلي،چې حضرت عايشې بي بي وويل :کاشکې د حارث بن هشام په څېر د لسو مړيو سر ته ناسته واى؛خو په دې لار نه وم راغلې او په ځينو نورو کې راغلي او همدا چې حضرت عبدالله بن زبير واورېدل،چې ام المؤمنين عايشه غواړي ستنه شي؛نو خپل لښکرته يې وويل : النجا النجا تښتئ ! تښتئ ! چې علي بن ابيطالب راورسېد؛نو لښکر مهلت ورنه کړ،چې عايشه بي بي ستنه شي.

( احمد بن حنبل؛مسند: شپږم ټوک،٣٩٣ مخ ) په خپل سند له ابي رافع روايت کړى،چې رسول اکرم حضرت علي بن ابيطالب ته وويل : ډېر ژر به ستا او عايشې تر منځ شخړه شي . حضرت علي وپوښتل : رسول الله ! زه ؟ ورته يې وويل : هو! بيا يې وپوښتل : زه ؟ ورته يې وويل : هو ! حضرت علي وويل : هغه مهال به په دواړو کې تر ټولو بد مرغه زه يم . پېغمبر(ص) ورته وويل: نه ! خو که دا پېښه راپېښه شوه؛نو خپل  کور ته يې ستنه کړه .  

دا روايت ( متقي؛کنزالعمال:شپږم ټوک :٤١٠ مخ ) هم راوړى او د احمد بن حنبل مسند او طبراني ته يې نسبت ورکړى ، ( هيثمي؛مجمع : اووم ټوک،٢٣٤ مخ ) هم نقل کړى او احمد، بزار اوطبراني ته يې نسبت ورکړى او ټول رجال يې ډاډمن ګڼلي دي .

( صحيح بخاري: د بداء الخلق کتاب : کيسر او قصرى ته د رسول اکرم د ليک باب  او همداراز د فتن کتاب ) وايي : عثمان بن هيثم موږ ته روايت کړى،چې عوف له حسن له ابي بکرة روايت کړى،چې وايي : خداى ما ته له هغه ټکي سره خورا ګټه راکړه،چې د خداى له استازي مې اورېدلې وه،چې نږدې وو،د جمل په جګړه کې له اصحاب جمل سره يو ځاى شم او له حضرت علي سره وجنګېږم؛خو هغه ټکي وساتلم او کيسه يې داسې وه،چې رسول اکرم واورېدل،چې پارسيانو د کسرى لور پر خپل سلطنت کېنولې؛نو ويې ويل : هغه خلک به بريالي نشي،چې ښځه يې د چارو واکمنه وي او د عايشې بي بي په پېښه کې د رسول اکرم دا خبره راياده شوه او خداى وساتلم .

( ابن سعد؛طبقات : اتم ټوک،١٥٠ مخ ) او همداراز ( اتم ټوک،١٥٠ مخ ) دوه  روايتونه راوړي،چې رسول اکرم په حجة الوداع کې خپلو مېرمنو[ بې له دوو ؛يعنې سوده او زمعه د جحش لور،چې نه وې راغلې او پر ياد يې ول،چې خداى ورته ويلي وو : د خپل کور په چوپړ کې شئ ] وويل : دا ځل داچې زما حجة الوداع و؛نو راغلئ؛خو تر دې وروسته په خپل کور کېنئ .

دا خبره ( د بغداد تاريخ : اووم ټوک،١١٠ مخ ) ، ( ابن حجر؛تهذيب التهذيب : يوولسم ټوک، ١٠٧ مخ ) ، ( هيثمي؛ مجمع :درېم ټوک،٢١٤ مخ ) له ام سلمه او هماغه د درېم ټوک په ٢١٤ مخ کې له ابن عمر (رض) هم نقل کړې ده .

د رسول الله (ص) وړاندوينه :[سمول]

حضرت عمار ياسر (رض) به ياغي او ظالمه ډله وژني[سمول]

( صحيح بخاري :د صلوة کتاب : د جومات په جوړولو کې د تعاون باب) په خپل سند له عکرمه روايتوي،چې حضرت ابن عباس ما او زوى ته يې وويل : حضرت ابي سعيد ته ورشئ او حديثونه ترې واورئ،موږ يې په لټه کې شوو،چې يوه کلا یې جوړوله او چې موږ ته د حديثونو پر نقلولو بوخت شو،چې د جومات د جوړولو خبره شوه، حضرت ابوسعيد وويل : موږ به د جومات په جوړولو کې يوه يوه خښته پورته کوله؛خو حضرت عمار ياسر به دوه دوه ښختې اوچتلې؛نو د خداى استازي چې وليد؛نو جامې يې وروڅنډلې او ورته يې وويل : عمار به بې لارې ډله وژني . حضرت عمار وويل : له فتنو له خدایه پناه غواړم.

( صحيح مسلم : د فتن کتاب : د علايم قيامت باب : له دوو لارو له حضرت ابي سعيد خدري او په هماغه باب کې له حضرت ام سلمه بي بي، ( صحيح ترمذي : دويم ټوک، د مناقب عمار باب ) په خپل سند له حضرت ابي هريرة له ام سلمه له حضرت عبدالله بن عمرو له حضرت ابي اليسر له حضرت حذيفه ، (مستدرک الصحيحين : دويم ټوک،١٤٨ مخ ) په خپل سند له حضرت خالد عرني په دې اړه  روايتونه نقل کړي،موږ يې يوازې وروستى نقلوو،چې حضرت خالد عرني وايي : ما او حضرت ابوسعيد خدري،حضرت حذيفه ته ورغلو او ورته مو وويل : د خداى له استازي دې چې څه د فتنو په اړه اورېدلي،موږ ته يې هم ووايه.حضرت حذيفه وويل : رسول اکرم راته وويل :(( د خداى له کتابه چورلئ او چېرته،چې د خداى کتاب تله؛نو تاسې هم ورپسې ولاړ شئ .)) ورته مو وويل : که خلکو اختلاف وکړ؛نو له چا سره شو؟پېغمبر(ص) وويل : (( بيا تاسې وګورئ، چې ابن سميه له کومې ډلې سره دى؛نو تاسې هم له هماغې ډلې سره شئ؛ ځکه هغه د خداى له کتابه چورلي . )) په ډله کې مې وپوښتل : ابن سميه څوک دى؟ ويې ويل :نه يې پېژنې؟ ورته مو وويل : راته يې وښيه. ويې ويل : عمار ياسر،چې ما د خداى له استازي واورېدل،چې عمار ته يې ويل : ((ابا اليقظانه ! ته به تر هغه نه مرې،چې بې لارې ډله دې ووژني.)) حاکم ددې حديث سندونه سم ګڼلي دي . 

( مستدرک ا لصحيحين : درېم ټوک،٣٨٥ مخ ) په خپل سند له حضرت عمارة بن خزيمة بن ثابت روايتوي،چې پلار يې حضرت خزيمه د جمل په جګړه کې حاضر و؛خو توره يې له پوښه را و نه ايسته او د صفين په جګړه کې هم و او خپلو ملګرو ته يې وويل : پر خداى قسم،چې زه ځان د حضرت عمار پر وژلو نه بېلارې کوم؛ صبر کوم او ګورم،چې کوم يو لښکر يې وژني، ابوالغاديه او حضرت عمرو عاص ،چې حضرت عمار ياسر شهيد کړ؛نو حضرت خزيمه وويل : ضلالت ډېر رانږدې شوى و.ابوالغاديه مزني په نيزه عمار پر تشي وواهه او ٩٤ کلن عمار پر ځمکه راګوزار شو، بيا يې بريد وکړ، چې راوغورځېد او يو سړي پرې ځان ورګوزار کړ،چې د حضرت عمار د سر غوڅولو وياړ په خپله برخه کړي،چې يو بل سړى ورسره په شخړه شو،چې حضرت عمار ما وژلى او سر يې بايد ما ته راکړې . حضرت عمرو عاص له لرې په ننداره و او  و يې ويل : پر خداى قسم،چې د دوزخ د اور پر سر شخړه کوي او بيا يې له ځان سره وويل : د ضلالت په لښکر د عمار وژل کېدل، هماغه دي او ته په خپله پوهېږې،چې د کوم لښکر مشري دې پر غاړه اخستې؛پر خداى قسم،چې خوښ وم شل کاله مخکې مړ شوى واى؛خو دا کار مې نه و کړى . 

دا روايت ( ابن سعد: طبقات :درېم ټوک،١٨٥ مخ ) هم نقل کړى او په پاى کې يې ويلي : بيا حضرت خزيمه بن ثابت: ضلالت رانږدې شوى، توره يې له پوښه راوايسته او د حضرت علي په پلوۍ و جنګېد او شهيد شو . 

( مستدرک الصحيحين : درېم ټوک،٣٨٦ مخ ) په خپل سند له محمد بن عمر بن حزم روايتوي،چې وايي : چې حضرت عمار ياسر د حضرت معاويه لښکر وواژه؛نو عمرو بن حازم حضرت عمرو عاص ته خبر ورکړ او ورته يې وويل : عمار ياسر زموږ لښکر وواژه، چې ما په خپله د خداى له استازي اورېدلي وو،چې ويل يې : ((د ضلالت لښکر به عمار وژني.)) حضرت عمرو عاص سخت خپه شو او پر خپګان يې حضرت معاويه ته ولاړ. حضرت معاويه ورته وويل :ولې دومره خپه يې؟ ورته يې وويل : عمار زموږ لښکر وژلى دى،چې ما په خپله د خداى له استازي اورېدلي ول،چې ويل يې : عمار به د ضلالت ډله وژني او دا چې حضرت معاويه وکړاى شي حضرت عمرو عاص تېرباسي؛نو ورته يې وويل : مګر عمار ياسر موږ وژلى ؟ علي او اصحابو يې وژلى،چې بوډا يې زموږ غشيو او تورو ته رامخامخ کړ .

بيا حاکم وايي : دا حديث د مسلم او بخاري پر شرائطو سم حديث دى او ډېر ژر به د حضرت علي ځواب هم رواړل شي،چې حضرت معاويه ته يې په ځواب کې وويل : که داسې وي؛نو د حمزه سيدالشهداء  وژنکي به مشرکين نه؛بلکې پېغمبر اکرم وي،چې حمزه يې جهاد ته راوستى و .

( مستدرک الصحيحين : درېم ټوک،٣٨٧ مخ ) دې ورته کيسه له ابي عبدالرحمن سلمي نقل کړې،چې په کې حضرت معاويه حضرت عمرو عاص ته وويل : ته خو تل له وېرېږې، آيا موږ عمار  وژلى که علي او اصحابو يې ؟

دا حديث ابن جرير هم د تاريخ د څلورم ټوک په ٢٨ مخ کې په لنډه راوړى دى . 

( امام احمد بن حنبل؛مسند :دويم ټوک،١٦١ مخ ) په خپل سند له حضرت عبدالله بن حارث څخه روايت کوي،چې زه د صفين په جګړه کې د  حضرت معاويه لښکر ونيوم او تر جګړې وروسته په لار کې د حضرت معاويه او حضرت عمروعاص په منځ کې وم؛نو وامو نه ورېدل،چې د حضرت عمروعاص زوى؛يعنې عبدالله خپل پلار ته وايي : پلاره! وامو نه ورېدل،چې د خداى استازي حضرت عمار ته وويل : د سميه زويه ! تا به د ضلالت لښکر وژني . عمرو دا کيسه حضرت معاويه ته وکړه،چې نه اورې دا هلک څه وايي؟ حضرت معاويه وويل : آيا موږ عمار وژلى که علي او اصحابو يې ؟

( امام احمد بن حنبل : مسند : دويم ټوک،١٦٤ مخ ) په خپل سند له حضرت حنظلة بن خويلد عنبري روايتوي،چې وايي : زه له حضرت معاويه سره ناست وم،چې دوه شخړه مار راغلل او د حضرت عمار پر غوڅ شوي سر يې شخړه وه . حضرت عبدالله د حضرت عمروعاص زوى وويل : په تاسې کې دې يو د بل په ګټه تېر شي،چې ما د خداى له استازي واورېدل،چې حضرت عمار به د ضلالت ډله وژني . حضرت معاويه وويل : که دا خبره دې اورېدلې؛نو ولې زموږ په لښکر کې يې؟ ويې ويل: څو ځل مې پلار زما له لاسه رسول الله ته ګيله وکړه. رسول اکرم راته وويل : چې دې پلار ژوندى وي؛نو لاروي ترې کوه او زه هم له خپل پلاره د لاروۍ په پار ستا په لښکر کې يم؛خو توره مې نه ده را ايستې .

( امام احمد بن حنبل : څلورم ټوک،١٩٧ مخ ) په خپل سند له عمرو بن دينار روايتوي،چې وايي : حضرت عمرو عاص د ځينو خلکو کورونو ته ډالۍ ولېږلې او د حضرت عمار ياسر کور ته يې ډېرې ولېږلې؛نو ددې کار د علت پوښتنه،چې ترې وشوه؛نو ويې ويل : ځکه د خداى له استازي مې واورېدل،چې ويل يې : ((عمار به د ضلالت لښکر وژني.)) 

  ( امام احمد بن حنبل: مسند :شپږم ټوک،٢٨٩ مخ ) په خپل سند له ام سلمه بي بي روايتوي،چې وايي : هېڅکله د خندق د کنلو ورځ نه هېروم،چې پېغمبر اکرم پر دوړو ککړ و او مسلمانانو ته يې شيده ورکول او ويل يې : (( خدايه ! خېر د اخرت خېر دى ! خدايه مهاجر او انصار وبښې ! )) چې ناڅاپه يې سترګې پر عمار ولګېدې او ويې ويل : (( عمار به د ضلالت لښکر وژني . ))

دې حديث ته ورته يو بل روايت هم ابوداود طيالسي د خپل مسند د درېم ټوک په ٩٠ مخ کې نقل کړى دى .

( حلية الاولياء : څلورم ټوک،١٧٢ مخ ) په خپل سند له زيد روايتوي، چې وايي: حضرت عمار به د حضرت عثمان د خلاف پر مهال ډېر په قريشو پورې لګېده او قريش هم ترې پوزې ته رارسېدلي ول،چي يوه ورځ يې سم وواهه . حضرت عمار کور ته ولاړ او نور له کوره رابهر نشو . حضرت عثمان يې پوښتنې ته ورغى؛نو همدا چې د حضرت عمار له کوره راووت؛نو نېغ جومات ته ولاړ او پر منبر کېناست او قريشو ته يې نصيحت وکړ : ما د خداى له استازي واورېدل : (( عمار به د ضلالت ډله وژني . ))

( د بغداد تاريخ :پينځم ټوک،٣١٥ مخ ) په خپل سند له علقمه او اسود او همداراز د پينځم ټوک په ٣١٥ مخ کې په خپل سند له حضرت انس بن مالک او همداراز د اووم ټوک په٤١٤ مخ کې له حضرت عبدالله بن عمر بن خطاب ، ( ابن سعد؛طبقات :درېم ټوک،لومړى قسم،١٧٧ مخ ) په خپل سند له عمرو بن ميمون څخه په دې اړه  روايتونه نقل کړي، چې په وروستي کې يې راغلي : تر هجرت مخکې مشرکينو د  حضرت عمار مور و پلار ووژل؛نو چې  ورورسېدل؛نو اور يې ورواچوه؛ نو د خداى استازي يې پر بدن لاس راکښود او دا آيت يې ووايه : (يَا نَارُ كُونِي بَرْدًا وَسَلَامًا ) او ورته يې وويل : عماره ! تا به د ضلالت لښکر وژني .

( ابن سعد؛ طبقات : درېم ټوک،لومړى قسم،١٧٩ مخ ) او همداراز (درېم ټوک: لومړى قسم،١٨١ مخ ) ، (اسدالغابه :دويم ټوک،١٤٣مخ ) په دې اړه روايتونه نقل کړي،چې درېمى يې داسې دى : د شام ذي الکلاع کډن شو او هلته له حضرت معاويه سره و،چې فتنه راولاړه شوه او حضرت معاويه بن ابي سفيان هغه د صفين د لښکر پالندوى کړى و اوچې په جګړه کې ومړ؛نو  حضرت معاويه خورا خوشحاله شو؛ځکه حضرت معاويه بن ابي سفيان يې خبر کړى و، چې رسول اکرم د حضرت عمار په اړه  څه ويلي وو او تل به يې حضرت معاويه بن ابي سفيان ته ويل : اخر موږ څنګه له علي او عمار سره و جنګېږو؟ حضرت معاويه ورته وويل : ډېر ژر به عمار زموږ لوري ته راشي او د علي لښکر به يې ووژني او چې "ذي الکلاع" ومړ؛نو حضرت معاويه وويل : که ذي الکلاع ژوندى و او زموږ د لښکر له لوري يې د عمار وژل کېدل ليدلي وو؛نو زما نيم لښکر به يې علي ته وراړولى و.

( اسدالغابه :دويم ټوک،٢١٧ مخ ) له  زهري ( الامامة والسياسه :١٠٦ مخ ) ، ( اصابه : لومړى ټوک،څلورم قسم :١٢٥ مخ ) له اسماعيل انصاري ، ( رياض النضره: لومړى ټوک،١٤ مخ ) له زيد بن ابي اوفي ، (نورلابصار : ١٢٥ مخ ) ، ( کنزالعمال :اووم ټوک،٧٢ مخ ) له جابر بن سمرة او د هماغه ټوک په هماغه مخ کې له له جابر له حضرت عمار ياسر او همداراز په ٧٣ مخ کې يې له حضرت کعب بن مالک او يو بل روايت له حضرت خالد بن وليد راوړي، چې په وروستي کې يې راغلي : حضرت عمار ياسر ناروغ شو او د هشام بن وليد بن مغيره لور يې پالنه کوله، چې دا نجلۍ وايي : حضرت معاويه د حضرت عمار پوښتنې ته راغى او د ستنېدو پر مهال يې وويل : خدايه هغه زما په لاس و نه وژنې؛ځکه  ما په خپله د خداى له استازي واورېدل،چې ويل يې عمار به بې لارې ډله وژني .   

( کنزالعمال : اووم ټوک،٧٣ مخ ) له ابي امامه او په ٧٤ مخ کې له حضرت ابي قتادة او په هماغه مخ کې يو بل روايت له حضرت ابي بکر او بل روايت له حضرت ابن عباس، بل روايت له عايشې بي بي او بل روايت له حضرت حسن راوړى،چې په وروستي کې يې وايي : پېغمبر اکرم،چې مدينې ته راغى؛نو خلکو ته يې وويل : جومات را ته جوړ کړئ . خلکو ورته وويل : څنګه جومات ؟ ويې ويل : د موسى د عرش په څېر (يعنې د موسى د څپرګي په څېر)، له خښتو يوه څلور دېوالي . خلکو د جومات پر جوړولو بوخت شول او رسول اکرم به معمار ته ښختې ورکولې او يا به يې پر سينه خاورې او اوبه وړې ،ويل يې : پالونکيه ! خوندونه د اخرت خوندونه وي ، انصار او مهاجر وبښې او بيا يې په خاورو شوى عمار له خاورو وڅنډه، په غېږ کې يې راونيو،ورته يې وويل : د سميه زويه ! د ضلالت ډله به دې وژني.

( کنزالعمال : اووم ټوک،٧٤ مخ ) له حضرت سعيد بن جبير او په هماغه ټوک او هماغه مخ کې له حضرت ابن مسعود، ( هيثمي؛ مجمع : اووم ټوک،٢٤ مخ ) له حضرت ابي عبدالرحمان سلمي،( مستدرک الصحيحين : درېم ټوک،٣٨٧ مخ)، ( هيثمي؛مجمع :اووم ټ،ک،٢٤٢ مخ ) له حضرت عمار ياسر او د نهم ټوک په ٢٩٦ مخ کې له حضرت ابي رافع او همداراز ( هيثمي؛مجمع :نهم ټوک :٢٩٦ مخ ) له حبه او د هماغه ټوک په ٣٩٧ مخ کې له  حضرت عبدالله بن حارث څخه په دې اړه  يو بل روايت نقل کړى دى .  

( متقي؛کنزالعمال :شپږم ټوک،١٥٥ مخ ) د خداى له استازي روايتوي،چې وايي : (( علي ! ډېر ژر به د بې لارو ډله درسره په جګړه شي؛خو ته به پر حقه يې او پر هغه ورځ،چې چا دې ملاتړ و نه کړ؛نو له موږ ځنې به نه وي . ))

(ابونعيم؛حلية :څلورم ټوک،٢٠ مخ ) له ابن عمر (رض) ، ( متقي؛کنزالعمال : شپږم ټوک،١٨٤ مخ ) او همداراز د اووم ټوک په ٧٥ مخ کې روايتونه راوړي،پر هغه ورځ حضرت عمار ياسر د جومات د جوړولو لپاره خښتې وړې،چې رسول اکرم (ص) وويل : (( خدايه ! تا هغوى په عمار پسې کړي او عمار يې جنت ته رابولي او هغوى يې دوزخ ته، چې دا په خپله د بدمرغو او فاجرانو عمل دى . )) 

( ابن سعد؛طبقات :درېم ټوک، لومړى قسم،١٨٨ مخ ) له حسن (لکه چې مراد ترې حسن بصري دى ) څخه روايتوي،چې وايي : حضرت عمرو عاص وويل : هيلمن يم چې هغوى په دوزخ کې نه کړي،چې د رسول الله د عمر په پاى کې پر رسول الله ګران وو . ورته وويل شول : موږ ليدل،چې ته د خداى پر استازي ګران وې او تا ته به يې دندې درسپارلې . و يې ويل : مړى ژوندى له مينې سره توپير لري؛خو داسې يو سړى پېژنم،چې رسول اکرم ورسره مينه درلوده او ټولو ترې دا مينه ليدلې هم وه.پوښتنه وشوه : هغه څوک و ؟ ورته يې وويل : حضرت عمار بن ياسر . خلکو وويل : هغه هم تاسې وواژه  . و يې ويل : هو پر خداى چې موږ وواژه .

( ابن اثير؛ اسدالغابه : پينځم ټوک،٢٦٧ مخ ) د ابوالغاديه _ د حضرت عمار بن ياسر وژونکى _ د حال په شرح کې له ابي الدنيا له محمد بن ابي معشر له پلاره روايتوي،چې وايي : زه له حجاج بن يوسف سره وم، يو سړى يې راووست،چې ګامونه يې لنډ وو او حجاج چې وليد؛ نو و يې وويل : ابوالغاديه په خير راغلې ! او له ځان سره یې پر تخت کېناوه او ورته يې وويل : عمار ياسر تا وژلى ؟ و يې ويل : هو ! حجاج : کيسه وکړه،چې څنګه دې وواژه ؟ ابولغاديه هم ورته کيسه وکړه . حجاج د شام خلکو ته وويل : څوک چې غواړي داسې سړى وګوري،چې په قيامت کې يې لاس خلاص دى؛نو دا سړى دې وګوري . بيا ابوالغاديه د حجاج غوږ ته سر ورنږدې کړ او د بېوزلۍ څرګندونه يې وکړه او حجاج هم ورته په سپينه وويل : څه نه لرم . ابولغاديه وويل : عجيبه ده،موږ ورته دنيا هواره کړه؛نو اوس چې ترې مرسته غواړو،نه يې راکوي او ګومان کوي،چې په قيامت کې به خلاص لاس لرم؛سره له دې چې پر خداى قسم،چې که پر ځمکه ټولو خلکو د حضرت عمار په وژلو کې لاس درلود؛نو ټول به دوزخي شوي ول .

دا روايت  ( هيثمي؛مجمع :اووم ټوک،٢٤٨ مخ ) هم راوړى دى .

د حضرت عبدالله بن عمر(رض) خواشيني[سمول]

( مستدرک الصحيحين : درېم ټوک،١١٥ مخ ) له شعيب بن ابي حمزه قريشي له زهري له حمزة بن عبدالله بن عمر روايتوي،چې وايي : يوه ورځ مې پلار ناست و،د عراق يو سړى راغى او زما د پلار _ عبدالله بن عمر _ یې خورا ستاینه وکړه او ويې ويل : د قرآن دې آيت مې زړه خپه کړ چې وايي :

[وَإِن طَائِفَتَانِ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ اقْتَتَلُوا فَأَصْلِحُوا بَيْنَهُمَا فَإِن بَغَتْ إِحْدَاهُمَا عَلَى الْأُخْرَى فَقَاتِلُوا الَّتِي تَبْغِي حَتَّى تَفِيءَ إِلَى أَمْرِ اللَّهِ فَإِن فَاءتْ فَأَصْلِحُوا بَيْنَهُمَا بِالْعَدْلِ وَأَقْسِطُوا إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الْمُقْسِطِينَ[205]] ـ او كه له مؤمنانو دوه ډلې پخپلو كې په جنګ شي؛نو ترمنځ يې سوله وكړئ؛ نو كه له هغو يوه ډله پر بلې تېرى وكړي؛ نو له تيري كوونكې سره تر هغو وجنګېږئ،چې د خداى حكم ته راوګرځي؛نو که راوګرځېد(او د سولې او پخلاينې لار يې ونيوه)؛نو په منځ كې يې په عدل سره سوله وكړئ او انصاف وكړئ؛ (ځكه) چې خداى انصاف كوونكي خوښوي.

ددې آيت مانا څه ده ؟ عبدالله ورته وويل : څه پرې کوې ؟ ځه خپل کار کوه . سړى ولاړ،چې سيورې يې بېخي رانه پناه شو بيا عبدالله بن عمر راته مخ کړ او وويل : دا آيت،چې دې ولوست؛زړه يې راته خپه کړ،چې نور مې و نه شو کړاى ځواب يې ورکړم او هغه داچې ولې د ضلالت له لښکر سره و نه جنګېدم او د علي پلوى نشوم او د خداى د حکم لاروي مې ونه کړه .

( ابن سعد؛طبقات : څلورم ټوک،١٣٦ مخ ) له حضرت سعيد بن جبير او د هماغه ټوک په ١٣٧ مخ کې له حضرت حبيب بن ابي ثابت او ( هيثمي؛مجمع :درېم ټوک،١٨٢ مخ ) له ابن عمر(رض)، ( رياض النضره : دويم ټوک،٢٤٢ مخ ) هم له ابن عمر(رض)، ( ابن عبدالبر؛استيعاب :لومړى ټوک،٣٠٧ مخ ) له ابي بکر بن ابي الجهم څخه په دې اړه  روايتونه نقل کړي،چې ابن عمر (رض) د خپل عمر په پاى کې وويل : په دنيا کې مې يو ارمان هم پر زړه نه دى پاتې،بې له دې،چې ولې د حضرت معاويه د ضلالت له لښکر سره و نه جنګېدم .

( ابن سعد؛طبقات : څلورم ټوک،دويم قسم ،١٢ مخ ) له نافع بن عمر او ( ابن عبدالبر؛ استيعاب : لومړى ټوک،٣٧١ مخ ) د حضرت عبدالله بن عمروعاص د حالاتو په شرح کې دوه روايتونه نقل کړي،چې خواشينى و چې ولې يې له پلار سره د صفين په جګړه کې علي پر خلاف ګډون کړى و . مخکې مو هم وويل،چې هغه توره را ونه ايسته؛خو سره له دې يې وويل : کاشکې شل کاله مخکې مړ شوى وم .

د خوارجو په اړه  د رسول اکرم (ص) وړاندوينه[سمول]

( صحيح بخاري : د بدء الخلق کتاب : په اسلام کې د نبوت د  نښو باب) په خپل سند له حضرت ابي سعيد خدري روايتوي، چې وايي : يوه ورځ د خداى له استازي سره وو،چې بېت المال يې ويشه، چې د بني تميم د ټبر ذوالخويصره راغى او ويې ويل :  رسول الله ! عدالت کوه. رسول اکرم (ص) ورته وويل : (( پر ځان ووېرېږه ! که عدالت و نه کړم؛نو خائب او خاسر به شم .حضرت عمر بن خطاب وويل : رسول الله اجازه راکړئ ورمېږ ترې غوڅ کړم . پېغمبر اکرم  وویل: پرېږ يې ده؛ ځکه  هغه به داسې ملګري پېدا کړي،چې ستا لمونځونه او روژې به د هغوى د لمونځونو او روژو پر وړاندې ډېر ناڅيزه وي؛قرآن به وايي؛خو له مريو به يې لاندې نه ځي او د خداى دين به داسې ټوټه ټوټه کړي،چې د خپلو غشيو موخه به يې کړي،تردې چې وايي : يو تور مخى سړى _ به يې مشري کوي _ به وي، چې يو لاس به يې د ښځې د تي په څېر وي او د خلکو له تر ټولو غوره ډلو به راپاڅي.)) حضرت ابو سعيد قسم خوري،چې دا حديث يې له رسول الله اورېدلى و، او حاضر وم چې له حضرت علي بن ابيطالب سره خوارجو جګړه وکړه او ټول يې وځپل او بيا يې حکم وکړ،چې د هغه سړي مړى يې ورته راووړ او ومو ليدل،چې لاس يې د ښځې د تي په څېر دى .

دا روايت ( نسائي : خصايص : ٤٣ او ٤٤ مخونه ) ، ( مسلم؛ صحيح : د زکاة کتاب ) ، ( ابن اثير جرزي؛ اسدالغابه : دويم ټوک،١٤٠ مخ د ذي الخويصره په ژباړه کې له حضرت ابي سعيد خدري؛ په دې روايت کې راغلي،چې د حنين د جګړې غنيمت ويشل کېده ) ، ( ابن جرير طبري؛ تفسير: لسم ټوک،١٠٩ مخ ) ، ( احمد بن حنبل؛مسند :درېم ټوک،٥٦ او ٦٥ مخونه ) ، (هيثمي؛مجمع : شپږم ټوک،٢٣٤ مخ ) په دې اړه  روايتونه نقل کړي،چې په وروستي کې يې راغلي : چې حضرت علي ته يې د نوموړي کس مړى راووړ؛نو خلک يې وپوښتل : څوک دا سړى پېژني؟ورته وويل شول : موږ يې پېژنو او نوم يې حرقوس دى او مور يې دلته ده . حضرت علي وويل : ولاړ شئ او مور يې راولئ . مور يې چې راغله؛نو وپوښتل شوه : دا څوک دى؟ ويې ويل :نه پوهېږم،چې د چا زوى دى؛ ددې لپاره،چې په جاهليت کې ما په ربذه کې ګډې سرولې؛نو د ظلمت په څېر يو څه راباندې راپرېوتل او دا ماشوم مې پر ګېډه شو .

( ذهبي؛ ميزان الاعتدال : دويم ټوک،٢٦٣ مخ ) ، ( صحيح مسلم : کتاب صلوة : باب تحريص خوارج) ، (ابن ماجه؛صحيح : باب ذکر خوارج ) ، ( ابوداود؛ صحيح : دېرشم ټوک، باب قتال خوارج ) ، ( احمد بن حنبل؛مسند : لومړى ټوک،٧٨ مخ ) ، (صحيح مسلم : کتاب زکاة : د خوارجو د وژلو د تحريص باب ) په دې باب روايتونه راوړي،چې په وروستي کې يې زيد بن وهب جهني وايي : يو سرتېري (چې له خوارجو سره په جګړه کې له حضرت علي سره و) وويل : يوه ورځ حضرت علي وويل : ايهاالناس ! ما د خداى له استازي اورېدلي وو : ((ډېر ژر به مې له امته يو ډله راپاڅي،چې د قرآن لوست به يې ستاسې د قرآن له لوست سره هېڅ اړه نه لري او لمونځ او روژه يې ستاسې له لمونځ او روژې سره هېڅ اړه نه لري؛خو قرآن وايي او داسې ګومان کوي،چې  ته وا  قرآن يې ملګرى دى؛ خو قرآن يې دښمن دى او لمونځونه يې له مريو نه تېرېږي او له اسلامه به داسې په ځغاسته وځي؛لکه غشى له ليندۍ )) او هغه لښکر چې له دوى سره جنګېږي؛ نو پوه دې شي،چې د پېغمبر اکرم پر ژبه د دوى لپاره څه برخليک تقدير شوى دى؛نو نور به لاس له عمله وانخلي او ددې خلکو نښه داده،چې يو داسې سړى پکې دى،بې مړونده مټ لري او د مټ په پاى ؛يعنې پر اوږه يې د ښځو د تي په څېر يو شى دى،چې سپين ويښتان پرې راختلي _ تر دې چې وايي : نو يو بل به ووژني او په خلکو کې به يوازې دوه کسان مړه شي . تر جګړې وروسته حضرت علي وويل : ولاړ شئ او هغه مجدع _ هغه چې لاس يې نيمګړى وي _ پېدا کړئ . اصحاب ولاړل؛ خو مړى يې  و نه موند. پخپله حضرت علي په مړيو کې لټه پيل کړه، چې و يې موند،چې په مړيو کې پړمخ پروت دى. امام تکبير ووايه او و يې ويل : صدق رسول الله . په اصحابو کې عبيده سلماني (رض) پاڅېد او ویې پوښتل : اميرالمؤمنينه ! ستا دې قسم پر هغه خداى وي،چې بې له هغه معبود نشته، آيا دا هر څه دې د خداى له استازي اورېدلي وو؟امام وويل : هو! قسم پر هغه خداى،چې بې له هغه بل معبود نشته.سلماني درې ځلې قسم ورکړ او حضرت علي هم درې ځل قسم وخوړ، چې دا وړاندوينه رسول اکرم کړې وه .

دا روايت  ( ابوداود؛ صحيح : دېرشم ټوک، باب قتال خوارج ) ، ( احمد بن حنبل؛مسند: لومړى ټوک،٩١ مخ ) او ( بيهقي؛سنن : اتم ټوک،١٧٠ مخ ) او د حديث نورو امامانو  هم روایت کړى دى .

( مستدرک الصحيحين : دويم ټوک،١٤٥،١٤٧،١٤٨،١٥٤ مخونه ) په دې اړه روايتونه نقل کړي،چې په وروستي کې يې راغلي : وروسته له دې،چې رسول اکرم غنيمت ووايشه؛نو سړى رامخکې شو، چې پر تندي يې د سجدې ټاپه وه او ويې ويل : نن دې د غنيمت په ويش کې هېڅ عدالت پلي نه کړ . پېغمبراکرم (ص) له خپګانه خپل لاسونه پر يو بل وموږل او ويې ويل : ((که زه عدالت پلي نه کړم؛نو تر ما وروسته به څوک عدالت پلي کوي؟ پوه شه چې ډېر ژر به له يوې ډلې سره له دينه ووځئ؛لکه څنګه چې غشى پر نښه ولګي او ښوی ترې ووځي او بيا به دين ته راستانه نشئ؛هغه ډله،چې قرآن به لولي؛خو له مريو به مو لاندې نه ځي؛خبرې به يې ښه؛خو کړنې به يې ناوړه وي؛نو که هر چا دا ډله وليده؛نو ورسره دې وجنګېږي او هر چاچې دا ډله ووژله؛نو تر ټولو غوره ثواب به لري او که څوک د دوى له لارې ووژل شول؛ نو د شهادت مقام ته رسېدلي؛دوى د خداى تر ټولو ناوړه مخلوقات دي؛ خداى ترې بېزاره دى او ددې ډلې وژونکي هغه دي،چې تر ټولوراته نږدې دي . ))

( صحيح ابي داود : نهه ويشتم ټوک، په فتنه کې د خبرو نه کولو باب ) ، ( احمد بن حنبل؛ مسند : درېم ټوک ، ٢٦،٣٢،٤٥،٤٨،٧٠،٨٢،٩٥ مخونه ) ، ( خصايص نسائي : ٤٢،٤٣ مخونه ) ، ( احمد بن حنبل؛ مسند : څلورم ټوک،٣٥٧ مخ ) ، ( ابونعيم؛ حلية : څلورم ټوک،١٨٦ مخ ) له زر او د شپږم ټوک په ٢١ مخ کې له کعب او د اووم ټوک په ٣١ مخ کې له سفيان ثوري ، ( د بغداد تاريخ : لومړى ټوک،١٥٩ مخ ) د خوارجو په اړه  د رسول اکرم د وړاندوينې په اړه روايتونه نقل کړي،چې په وروستي کې يې راغلي دي : خطيب بغدادي په خپل سند له نبيط بن شريط اشجعي روايتوي،چې وايي : په نهروان کې له خوارجو سره د جګړې تر پرېکړې وروسته ابوقتاده له شپېته او که له اويا سرتېرو سره له کږې لارې ستون شو او ړومبى بي بي عايشې ته ولاړل؛ ابوقتاده وايي :عايشې بي بي وپوښتل : څه خبر مو راوړى دى ؟ کيسه مو ورته وکړه او ورته مې وويل،چې ټول خوارج مو ووژل . ویې پوښتل: څو کسان درسره راغلي دي ؟ ورته مې وويل : شپېته که اويا کسان . ویې پوښتل :دوى ټول درسره همغږي دي؟ ورته مې وويل : هو! ويې ويل : نو اوس راته ټکى په ټکى کيسه وکړه . ورته مې وويل : د دولس زرو په شاوخوا کې کسان وو، چې ټولو يوه خوله ويل : حکم يوازې د خداى حکم دى . حضرت علي وويل : د حق خبره پر باطل نيت کوئ . نو د خداى او قرآن قسم مو ورکړ او په ځواب کې يې وويل : (حضرات)عثمان، علي، معاويه او عايشه (بي بي) کافران شوي او بايد ورسره وجنګېږو؛نو موږ د ناچارۍ له مخې ورسره په جګړه شو او هغوى همداسې قرآنونه ويل؛ځينې يې وتښتېدل او نور ټول ووژل شول . حضرت علي وويل : په تښتېدلو پسې مه ځئ . تر جګړې وروسته په مړيو کې ګرځېدو او علي د رسول اکرم پر قاطر سپور و،چې د نهروان د نهر په څنګ کې ودرېد او و يې ويل : دا ټول مړي راوړوئ ! ټول مړي مو راوړول،چې يو سړى مو پکې وموند،چې پر اوږه يې د ښځي د تي په څېر يو شى و؛نو چې حضرت علي وليد؛نو د الله اکبر ناره يې کړه او ويې ويل : پر خداى قسم،چې دروغ نه وايم او نه راته دروغ ويل شوي؛ يوه ورځ له رسول الله سره وم،چې غنيمت يې ويشه،چې دا سړى راغى او و يې ويل : محمده ! عدالت کوه؛ که څه هم پر خداى قسم،چې تر نننه دې عدالت نه دى پلي کړى . رسول اکرم ورته وويل : مور دې سر ته کېنه ! که زه عدالت ونه کړم؛نو څوک به يې کوي ؟ حضرت عمر بن خطاب هلته و او ويې ويل : رسول الله ! مړ يې کړم؟رسول اکرم وويل : شته داسې څوک چې وبه يې وژني.عايشې بي بي چې دا کيسه واورېده؛نو و يې ويل : که څه هم زه له علي سره څه ښه اړيکه نه لرم؛خو ولې د حق خبره ونه کړم؛ ما د خداى له استازي واورېدل،چې ويل يې : امت به مې پر دوو ډلو وويشل شي؛ يوه ډله به سرونه خروي، برېتې پرېږدي او د پښو تر خټکيو به يې پېنسې اوچتې کړې وي؛ قرآن به وايي؛خو له ستونو به يې نه کوزېږي او خداى ته نږدې هغه کس دى،چې دوى ووژني . ورته مې وويل :ام المؤمنين ! ته چې دومره له علي خبره وې؛نو ولې دې ورپسې توره راوايسته ؟ و يې ويل : ابو قتاده ! کوم کار چې بايد وشي؛نو کېږي او کېدونکي کارونه ځانګړې ژرنده لري .

( د بغداد تاريخ : اووم ټوک،٢٣٧ مخ ) له حضرت جابر څخه روايتوي، چې زه له حضرت علي سره د نهروان په جګړه کې وم،چې تاسې صبر وکړئ _ تاسې ړومبى جګړه مه کوئ _ بيا یې دوى ټولو ته غږ کړ، چې زموږ د واکمن عبدالله بن خباب وژونکى راکړئ . و يې ويل : موږ ټولو هغه وژلى دى . حضرت علي وويل : الله اکبر ! او بيا يې اصحابو ته وويل : لاسونه مو پر ليندو کړئ او بريد وکړئ او مجدع را پېدا کړئ . ياران يې د مجدع _ هغه چې لاس يې نيمګړى وي _ په لټه کې شول؛خو ويې نه موند . حضرت علي وويل : بيا يې ولټوي ! پر خداى چې نه دروغ وايم او نه راته دروغ ويل شوي او بيا يې عجلان ته وويل : عجلانه! د رسول اکرم قاطر راوله؛نو چې را يې ووړ؛نو پرې سپور شو او ولاړ او ځان يې مړيو ته ورساوه او و يې ويل : دلته يې ولټوئ . لټه پيل شوه او تر مړيو لاندې يې راوايست،چې په اوبو او خټو کې ډوب شوى و او په اوږه يې داسې يو څه وو،چې راکش به دې کړ؛نو د ربړ په څېر به راکش کېده او د ښځې د تي په څېر و. حضرت علي وويل : الله اکبر ! پر خداى قسم،چې که له غره کېده مو نه وېرېدم؛نو درته به مو ويلي ول،چې ددې قوم وژل څومره ثواب لري .

( هيثمي؛مجمع : شپږم ټوک،٢٣٩مخ ) له حضرت عايشې بي بي او د وينا له مخې یې،بزار او طبراني په اوسط کې له همدې لارې او همداراز د شپږم ټوک په ٢٣٩ مخ کې له حضرت علي او د وينا له مخې یې، طبراني په اوسط او صغير کې پر دوو سندونو او شپږم ټوک په ٢٤١ مخ کې له جندب ، ( دارقطني؛سنن : باب حدود :٣٤٣ مخ ) ، ( کنزالعمال : لومړى ټوک،٩٢ مخ ) له حاتم بن اسماعيل ، ( ابن حجر؛الاصابه : شپږم ټوک،٣٤٨ مخ ) د خوارجو  د وړاندوينې په اړه  او داچې رسول اکرم (ص) يې وژونکيو ته د جنت وعده ورکړې وه او پر خوارجو يې لعنت ويلي و، روايتونه رواړي دي.

له علي (ک) سره مينه[سمول]

له خداى (ج) او استازي (ص) سره يې مينه ده[سمول]

د زړه زنګ په بل صيقل نه لرې کېږي[سمول]

په دوستۍ يي د علي ده مصــــــــــقلي[سمول]

محمد،علي ،چې دوه ويني په سترګو[سمول]

په دا کار کې احــــــــــــوالي ده احوالي [206][سمول]

                                                           [سمول]

( مستدرک الصحيحين : درېم ټوک،١٢٧ مخ ) له حضرت ابن عباس (خطيب بغدادي؛د بغداد تاريخ :څلورم ټوک،٤٠ مخ ) له پينځو لارو له حضرت ابن عباس څخه ( محب طبري؛رياض النضره:دويم ټوک،١٦٦ مخ ) ( علي بن سلطان؛مرقات : پينځم ټوک،٥٧٣ مخ ) ( مستدرک الصحيحين : درېم ټوک،١٣٠ مخ ) په دې اړه  روايتونه نقل کړي، چې په وروستي کې يې له حضرت عثمان بن عوف څخه روايت دى، چې وايي : يو سړي حضرت سلمان ته وويل : علي درباندې څومره ګران دى ! ورته يې وويل : د خداى له استازي مې اورېدلي : له علي سره مينه له ما سره مينه ده او له علي سره دښمني له ما سره دښمني ده.)) او د هماغه ټوک په ١٤٢ مخ کې يې له حيان اسدي روايت دى،چې له حضرت علي مې واورېدل : رسول اکرم(ص) راته وويل : (( امت به تر ما وروسته دښمني درسره کوي او چې ته ژوندى يې زما پر دين به يې او زما پر سنت به وژل کېږې او چې څوک مینه درسره کوي؛نو له ما سره یې مینه کړې ده او څوک چې دښمني درسره کوي؛نو له ما سره یې دښمني کړې ده او ډېر ژر به دا پر دې رنګينه شي؛يعنې ږيره به دې د سر پر وينو رنګينه شي . ))

دا روايت ( متقي؛کنزالعمال : شپږم ټوک،١٥٧ مخ ) کې هم راوړى او دارقطني د افراد په کتاب کې يې حاکم او خطيب ته نسبت ورکړى دى .

( حلية الاولياء:لومړى ټوک،٦٦ مخ ) په خپل سند له حضرت ابي برزه روايتوي چې وايي : رسول اکرم وويل : خداى راته وويل : ته بايد ژمنه راسره وکړې.ورته يې وويل : کومه ژمنه؟ ويې ويل : واوره . و يې ويل : وايه چې غوږ مې دى . خطاب راغى : علي د هدايت بيرغ او زما او د اولياوو امام دى، دا هغه رڼا ده،چې زما لاروي کوي، هغه ټکى دى،چې يو متقي هم ترې بېلتون نه لري؛نو څوک چې ورسره مينه وکړي؛نو له ماسره به يې کړې وي او چا چې ورسره دښمني وکړه؛نو له ما سره به يې کړې وي او پر علي ددې مقام زېرى وکړه . علي ته راغلم او زېرى مې پرې وکړ، چې ويې ويل : رسول الله ! زه د خداى بنده او د قدرت په واک کې يې يم؛نو که پر عذاب مې کړي؛نو زما د ګناه له امله به وي او د مقام زېرى،چې دې راکړ،د خداى لورنه راښيي؛بيا يې زما له سترګو حجابونه پورته کړل او کوم کړاوونه يې،چې علي ته ځانګړي کړي ول، د يوه صحابي لپاره مې هم نه وو؛نو ومې ويل : پالونکيه ! د ورور مې مل شه ! راته يې وويل :دا هر څه ورته تقدير شوي او هغه به پرې اخته  شي او خلک به هم پرې وازمېيل شي .

( د بغداد تاريخ :ديارلسم ټوک،٣٢ مخ ) حضرت له عبدالله بن مسعود (اسدالغابه : څلورم ټوک،٣٨٣ مخ ) له ابوالجحاف داود بن ابي عوف له معاوية بن ثعلبة الجماني او همدا سند ابن حجر د اصابه د شپږم ټوک د لومړي قسم په ٢٠٥ مخ کې او کنزالعمال د شپږم ټوک په ١٥٤ مخ کې په دې اړه روايتونه نقل کړي،چې په وروستي کې يې راغلي : رسول اکرم وويل : ((هغوى ته د علي بن ابيطالب پر ولايت وصيت کوم،چې زما پر نبوت ايمان لري،چې که چا ورسره مينه وکړه؛نو له ما سره يې کړې او چا چې راسره مينه وکړه؛نو له خداى سره يې مينه کړې او که چا ورسره دښمني وکړه؛نو له ما سره يې دښمني کړې او له ما سره دښمني له خداى سره دښمني ده . ))

( کنزالعمال : شپږم ټوک،١٥٧،١٥٨،٣٩١،٣٩٩ مخونه او همداراز د اووم ټوک ١٤٠مخ ) ، ( هيثمي؛مجمع : نهم ټوک،١٢٩،١٣١ او ١٣٣ مخونه ) ، ( رياض النضره : دويم ټوک،٢١٤،١٦٦،٢٠٩،١٣٣ مخ ) او خصايص نسائي په ٢٨ مخ کې په دې اړه روايتونه نقل کړي، چې له حضرت علي سره پر دښمنۍ او دوستۍ سربېره پکې دا هم راغلي،چې يوازې مؤمن له علي سره مينه کوي او يوازې منافق ورسره دښمني کوي .

( رياض النضره :دويم ټوک،٢١٦ مخ ) له حوشرة بن محمد بصري روايتوي،چې وايي : يزيد بن هارون واسطي مې تر وژل کېدو څلور شپې وروسته په خوب کې وليد؛نو ومې پوښته،څه يې درسره وکړل ؟ راته يې وويل : حسنات مې قبول او ګناهونه مې وبښل شو او د ګناهونو ناوړه اغېزې مې هم له منځه ولاړې (بيا دوام ورکوي تر دې چې وايي : ) د انکير او منکر کيسه څنګه وه؟ ويې ويل : هو ! قسم پر هغه خداى،چې بې له هغه بل معبود نشته؛زه يې کېنولم او د پالونکي په اړه يې وپوښتلم( بيا همداسې وايي،تردې چې وايي:) يو له هغوى دوو ځنې وپوښتلم : خپل احاديث دې له حريز بن عثمان روايت کړي؟ ورته مې وويل :هو هغه موثق سړى و او احاديث يې د ډاډ وړ وو . ويې ويل :سمه ده، چې ډاډمن و؛خو له علي سره يې دښمني کوله؛نو د خداى دښمن هم و .

( هيثمي؛ مجمع :نهم ټوک،١٢٩ مخ ) حضرت ابو رافع وايي : رسول اکرم(ص) د حضرت علي په مشرۍ يو لښکر يمن ته ولېږه او د اسلم د ټبر عمرو شاس هم پکې و، چې له جګړې راستون شو؛نو په علي پسې يې خوله راوسپړله . رسول اکرم (ص) ورپسې يو کس ولېږه، چې رايې ولئ، چې راغى؛نو رسول اکرم ورته وويل : په علي پسې بد مه وايه . آيا په دې سفر کې دې ترې بد ليدلي،چې داسې دې ورپسې خوله راسپړلې . عمرو ورته وويل : نه . رسول اکرم ورته وويل :نو دا څه خبرې دي ؟ و يې ويل : له علي سره دښمني مې په خپل واک کې نه ده . د خداى استازى سخت غوسه شو او يې ويل :  (( چا چې له علي سره دښمني وکړه؛نو له ما سره يې کړې ده او چا چې له ما سره دښمني وکړه؛نو له خداى سره يې کړې ده . ))

د حضرت علي د دوستانو ثواب او د دښمنانو یې عذاب[سمول]

(مستدرک الصحيحين :درېم ټوک،١٢٨ مخ ) په خپل سند د حضرت زيد بن ارقم د خولې وينا را اخلي،وايي : رسول اکرم د ايمان په اړه  وينا کوله او ويې ويل : (( څوک چې غواړي ژوند او مړينه يې زما د ژوند او مړينې په څېر وي او په هغه جنت کې راسره مېشت شي،چې خداى يې وعده راکړې؛نو له علي بن ابيطالب سره دې مينه وکړي؛ځکه  هغه به مو هېڅکله بې لارې نه کړي . ))

دا روايت حاکم صحيح ګڼلى او ابو نعيم د حلية د څلورم ټوک په ٣٤٩ مخ له دوو لارو او متقي د کنزالعمال د شپږم ټوک په ١٥٥ مخ کې او هيثمي د مجمع د نهم ټوک په ١٠٨ مخ کې هم نقل کړى دى .

( مستدرک الصحيحين :درېم ټوک،١٢٨ مخ ) په خپل سند د حضرت عمار ياسر د خولې وينا را اخلي،وايي : د خداى له استازي مې واورېدل، چې علي ته يې وويل : (( علي ! څومره بختور دى هغه چې درسره مينه کوي او ستا په اړه  رښتيا ووايي او هغه دې پر خپل حال وژاړي،چې درسره دښمني کوي او ستا په اړه  دروغ ووايي . ))

دا روايت خطيب بغدادي د د بغداد تاريخ د نهم ټوک په ٧١ مخ کې له دوو لارو او هيثمي د مجمع د نهم ټوک په ١٣٢ مخ کې، محب طبري د رياض النضره د دويم ټوک په ٢١٥ مخ او د ذخاير په ٩٢ مخ کې يې هم راوړى دى .

( حلية الاولياء : لومړى ټوک،٨٦ مخ ) په خپل سند له حضرت زيد بن وهب له حضرت حذيفه او هماغه په ٨٦ مخ کې په خپل سند له حضرت ابن عباس څخه او همداراز کنزالعمال د شپږم ټوک په ٢١٧ مخ کې په دې اړه  روايتونه نقل کړي،چې په دواړو روايتونو کې راغلي: رسول اکرم (ص) وويل : (( که څوک غواړي زما په څېر ژوند ولري او زما په څېر ومري او د پالونکي په راکړ شوي جنت کې مېشت شي؛نو تر ما وروسته بايد له علي او دوستانو سره يې مينه وکړي او تر ما وروسته د امامانو لاروي وکړي،چې ټول زما عترت دي؛ځکه  هغوى زما له خټې جوړ شوي او ځانګړې پوهه يې رزوي شوې ده او زما په امت کې دې هغه پر خپل حال وژاړي،چې فضائل يې دورغ وګڼي او زما لورنه پرې پرېکړي او داسې خلک به خداى زما له شفاعته برخمن نه کړي . ))

( اصابه:درېم ټوک،لومړى قسم،٢٠ مخ او شپږم ټوک،٣٣٥ مخ ) ، (کنوز الحقايق :١٠١ مخ ) ، ( رياض النضره :دويم ټوک،٢١٥ مخ ) ، (اسدالغابه :دويم ټوک،١٠١ مخ ) ، ( هيثمي؛مجمع :نهم ټوک،١١١ او ١٢١ مخونه ) ، ( کنزالعمال :شپږم ټوک،١٥٤ او ١٥٨مخونه ) ، (د بغداد تاريخ :څلورم ټوک،١٠٢ مخ ) او  ذخاير العقبى په ٩٢ مخ کې په دې اړه  روايتونه نقل کړي،چې موږ د لڼديز لپاره يوازې د د بغداد تاريخ روايت راخستى،چې وايي: د خداى له استازي مې واورېدل،چې  حضرت علي ته يې وويل : ((  علي ! مينوالو ته دې همدومره بس،چې په ځلکدن کې حسرت او خپګان، په قبر کې وحشت او د قيامت پر ورځ ډار نه لري . ))

د قيامت پر ورځ حضرت علي پر جنتي اوښ سپور دى[سمول]

په محشر به هغه تور مخونه پاسي[سمول]

چې يې نه دي تــــورې خاوري د تلي [207][سمول]

( د بغداد تاريخ : يوولسم ټوک،١١٢ مخ ) په خپل سند له حضرت ابن عباس روايتوي،چې وايي : رسول اکرم وويل : د قيامت پر ورځ به هېڅ څوک سپاره نه راځي؛خو موږ څلور کسان . پلار مې عباس پاڅېد او ویې پوښتل : رسول الله ! هغه څلور کسان څوک دي ؟ رسول الله (ص) وويل: ړومبى زه يم،چې پر براق به سپور يم،چې څېره يې د انسانانو په څېر ده _ بيا د براق د ځانګړونو تر ویلو وروسته _ عباس وپوښتل: بل څوک دى ؟ پېغمبر(ص) وويل : ورور مې صالح پېغمبر،چې هغه هم پر خپل اوښ سپور راځي . ویې پوښتل : بل څوک دى ؟ پېغمبر (ص) وويل : تره مې حمزه،چې د خداى زمرى، د رسول زمرى او سيدالشهداء دى،چې هغه به هم پر اوښ سپور راځي . حضرت عباس وپوښتل : بل څوک دى ؟ پېغمبراکرم وويل :  ورور مې علي،چې پر جنتي اوښ سپور به راځي،چې واګي يې د کجورو له لوء لوء دي او د ياقوتو محمل به پرې اچول شوى وي _ همداراز د اوښ ځانګړنې وايي،تر دې چې  دلته رارسي او وايي :_ چې خلايق به يو بل ته وايي  : دا سړى يا پېغمبر دى يا مرسل او يا کومه مقربه پرښته،په ځواب کې به يې د عرش له پاسه وویل شي : هغه نه پېغمبر دى او نه مرسل او نه مقربه پرښته او نه د خداى د عرش وړونکى؛بلکې علي بن ابيطالب د رب العالمين د استازي ځايناستى دى؛ هغه امام المتقين، قائدغرمحجلين (د سپين مخيو مشر) دى .

( د بغداد تاريخ : ديارلسم ټوک،١٢٢ مخ ) په خپل سند له حضرت ابن عباس همدا مضمون روايت  کړى او په پاى کې يې وايي : که عابد د ځمکې په رکن،مقام ابراهيم او مسجدالحرام کې زر کاله د خداى عبادت وکړي،چې بدن يې د مشکو په څېر وچ شي او په قيامت کې له خداى سره له آل محمد سره په زړه کې په کينه مخامخ شي؛نو خداى به يې پړ مخ په اور کې ورګوزار کړي .

( کنزالعمال : شپږم ټوک،٤٠٢،٣٩٦،١٩٣،٤٠٣ مخونه ) ، ( رياض النضره : دويم ټوک، ٢١١ مخ ) ، ( احمد بن حنبل په مناقب کې حضرت له انس بن مالک ) ، ( خطيب بغدادي : د بغداد تاريخ : درېم ټوک،١٤٠ مخ ) او ( محب طبري؛ ذخاير : ١٣٥ مخ ) د قيامت پر ورځ پر جنتي اوښ د حضرت علي د راتګ په اړه  روايتونه نقل کړي دي .

( رياض النضره : دويم ټوک،٢٠٢ مخ ) له حضرت جابر بن سمرة روايت کړى،چې د خداى استازي يې وپوښت: د قيامت پر ورځ به دې د بېرغ وړونکى څوک وي ؟ پېغمبراکرم وويل : هماغه چې په دنيا کې به يې وړه او هغه علي بن ابيطالب دى .

بيا وايي : دا روايت نظام الملک په امالي او متقي د کنزالعمال د شپږم ټوک په ٣٩٨ مخ کې هم نقل کړى دى .

( حلية الاولياء : لومړى ټوک،٦٦ مخ ) په خپل سند له حضرت انس بن مالک ، ( کنزالعمال : شپږم ټوک،١٥٥، ٤٠٣مخونه ) ، ( رياض النضره : دويم ټوک،٢٠١ مخ ) او ( ذخاير العقبى : ٧٥ مخ ) په دې اړه روايتونه نقل کړي،چې د وروستي نچوړ يې داسې دی :

رياض النضره او ذخاير له محدوج بن زيد دهلي روايتوي،چې رسول اکرم،حضرت علي ته وويل : د قيامت پر ورځ به ړومبى زه، بيا انبياء او ورپسې ته راپاڅېږې او همداراز زما امت ړومبى امت دى، چې مبعوث به شي او "لواء الحمد" به تا ته په لاس کې درکړ شي،چې ډېر خلايق به ورلاندې پناه واخلي او هغه مهال به دې حسن ښي اړخ او حسين به دې کين اړخ ته وي او له عرشه به غږ راشي : ابراهيم درته څومره ښه پلار و او علي درته څومره ښه ورور او زه درباندې زېرى کوم، چې هر اکرام،راسره وشي؛نو له تا سر هم کېږي .

د ملا د سيرة په يوه روايت کې راغلي،چې و يې پوښتل: څنګه به حضرت علي دا لواء اوچته کړي ؟ پېغمبر اکرم وويل : ولې يې نشي اوچتوالاى،چې خداى زما د صبر په څېر صبر ورکړى او د جبراييل د قدرت په څېر قدرت يې ورکړى دى .

( رياض النضره: دويم ټوک،٢٠٣ مخ ) له حضرت ابي سعيد خدري ، (کنزالعمال : شپږم ټوک،٣٩٣ مخ ) له حضرت عمر بن خطاب او همداراز ( کنزالعمال : شپږم ټوک،٤٠٠ مخ ) له حضرت ابن عباس څخه په دې اړه  روايتونه نقل کړي دي .

 


حضرت علي او لارويان[سمول]

به يې د حوض کوثر تر څنګ وي[سمول]

( هيثمي؛مجمع : نهم ټوک،١٣١ مخ ) له طبراني نقل کړى،چې په خپل سند يې د رسول اکرم د خولې وينا راخستې،چې حضرت علي ته يې وويل : (( علي ! ته او لارويان به دې حوض کوثر ته راننوځئ؛خو په خپله به ماړه ياست او نور به مړوئ، څېرې به مو سپينې وي او ستا دښمنان به له علي سره حوض کوثر ته راننوځي؛خو لاس تړلي او تږي . ))

( کنوزالحقايق : ١٨٨ مخ ) ، ( استيعاب : دويم ټوک،٤٥٧ مخ ) ، (مستدرک الصحيحين : درېم ټوک،١٣٦ مخ )  او ( هيثمي؛ مجمع : نهم ټوک، ١٠٢ مخ ) په دې مضمون روايتونه نقل کړي دي .

( هيثمي؛مجمع : لسم ټوک،٣٦٧ مخ ) له حضرت ابي هريرة او حضرت جابربن عبدالله روايتوي،چې دواړو ويلي دي : رسول اکرم وويل : ((  د قيامت پر ورځ به علي بن ابطالب زما د حوض خاوند وي،چې د ستورو د شمېر هومره جامونه لري،چې بر يې له جابيه تر صنعا دى . ))

( کنوزالحقايق : ٩٢ مخ ) ،( حلية الاولياء : لسم ټوک،٢١١ مخ ) ، (د بغداد تاريخ : څوارلسم ټوک،٩٨ مخ ) ، ( رياض النضره : دويم ټوک،٢٠٣،٢١١ مخونه) ،( کنزالعمال : شپږم ټوک،٤٠٢ مخ ) ، (هيثمي؛ مجمع الزوائد: نهم ټوک،١٣٥ مخ ) ، ( ابن حجر؛ تهذيب التهذيب : درېم ټوک،١٣٨ مخ او همداراز نهم ټوک،١٣٠ مخ ) ، (مستدرک الصحيحين : درېم ټوک،١٣٨ مخ ) او ( کنزالعمال : شپږم ټوک،٤٠٠،٤٠٣،٣٩٧ مخونه ) هم په دې اړه  روايتونه نقل کړي دي .

رسول الله (ص) وايي :[سمول]

د خداى حکم دى، چې له علي، سلمان، ابي ذر او مقداد سره مينه  وکړم[سمول]

ترهلال يې صدقه شم تربلاله[سمول]

په اخلاص يم زه ددې د تلې خاک[سمول]

د بوذر او د سلمان يې درويزګر يم[سمول]

تل د دوى په محبت دى زما ژواک[208][سمول]

( صحيح ترمذي :دويم ټوک،٢٩٩ مخ ) په خپل سند له حضرت ابي بريده له پلاره يې روايتوي،چې وايي : رسول اکرم وويل : (( خداى راته حکم کړى،چې له څلور کسانو سره مينه وکړم او خبر يې راکړى،چې پر خداى هم ګران دي . )) خلکو وپوښتل: رسول الله ! نومونه يې واخلئ، چې ويې پېژنو! رسول الله وويل : (( علي له هغوى ځنې دى !علي له هغوى ځنې دى ! علي له هغوى ځنې دى! او سلمان ، ابوذر  او مقداد، چې پر خداى ګران دي او حکم يې راکړى، چې زه هم ورسره مينه وکړم . ))

دا روايت ( ابن ماجه ؛ صحيح  ابن ماجه : باب فضايل اصحاب رسول الله : ١٤ مخ ) ، ( حاکم؛مستدرک: درېم ټوک،١٣٠ مخ ) ، ( احمد بن حنبل؛مسند: پينځم ټوک،٣٥١ مخ ) ، ( ابونعيم؛حلية : لومړى ټوک،١٩٠ مخ ) ، (هيثمي؛مجمع :نهم ټوک،١٥٥ مخ ) ، (ابن حجر؛ تهذيب التهذيب : لسم ټوک، ٢٨٦مخ ) او  ابن عبدالبر؛استيعاب : لومړى ټوک،٢٨٠ مخ  او دويم ټوک،٥٥٧ مخ کې هم راوړى دى .

( کنزالعمال : شپږم ټوک،٤٢٨،٤٢٩ او د درېم ټوک ١٥٤ مخونه  ) د حضرت ابن عباس او د حضرت علي د خولې وينا راخلي،چې د دواړو نچوړ دادى : حضرت جبراييل ،رسول اکرم ته وويل : محمده ! پر خداى دې درې اصحاب ګران دي؛نو ته هم ورسره مينه وکړه؛ علي ، ابوذر،مقداد او په بل روايت کې دي،چې : جنت زما د درې  اصحابو د ليدو لېوال دى . دا مهال د اصحابو ډله رامخکې شوه، چې پېغمبر اکرم يې نوم واخلي،چې رسول الله (ص) پکې د حضرت سلمان نوم هم واخست .

( هيثمي؛مجمع :نهم ټوک،١١٧ مخ ) له حضرت انس بن مالک همدا مضمون نقل کړى؛خو په دومره زياتوالي،چې انس وايي : حضرت ابوبکر ته مې وويل : کېداى شي ته هم يو له هغو درېو ځنې ووسې؛نو ولاړ شه او پوښتنه وکړه؛خو پوښتنه يې ونه کړه او بيا مې حضرت عمر ته وويل،چې هغه هم پوښتنه ونه کړه،چې حضرت علي ته مې وويل، چې راته يې وويل :زه به يې پوښتنه وکړم، چې که زه هم پکې وم؛نو د خداى شکرونه به پر ځاى کړم او که نه وم؛نو بيا به هم د خداى شکر ادا کړم او چې پوښتنه يې وکړه؛نو د خداى استازي ورته وويل : (( ته هم له هغوى ځنې يې ! ته هم له هغوى ځنې يې او عمار ياسر چې ډېر ژر به ووژل شي او له ستر اجر به برخمن شي او سلمان دى،چې له موږ اهلبيتو ځنې دى او خپل ملګرى یې کړه. ))


د حضرت علي په اړه  نازل شوي آيتونه[سمول]

( خطيب بغدادي ؛د بغداد تاريخ:6ټوک،221 مخ ) له حضرت ابن عباس څخه نقل کړي،چې د قرآن 300 آيتونه د حضرت علي او فضايلو په اړه يې  نازل شوي دي .

او همداراز له ابن حجر ؛صواعق :76 مخ او شبلنجي؛ نورالابصار:73 مخ او له ابن عساکر له حضرت ابن عباس څخه روايت دى، چې خداى (ج) د حضرت علي هومره د يو چا د فضايلو په اړه  هم دومره آيتونه نه دي رالېږلي او په دې  باب کې به بې له هغو آيتونو، چې مخکې مو په اړه يې خبرې وکړې؛نورو هغو آيتونه ته اشاره وکړو، چې د حضرت علي په باب راغلي دي .

آيت: (إِنَّمَا أَنتَ مُنذِرٌ وَلِكُلِّ قَوْمٍ هَادٍ[209])

( مستدرک الصحيحين :3ټوک،129 مخ )پر خپل سند له حضرت عباد بن عبد الله اسدي له حضرت علي روايت کړى،چې د : (إِنَّمَا أَنتَ مُنذِرٌ وَلِكُلِّ قَوْمٍ هَادٍ؛يعنې ته يوازې وېرونکى يې او د هر قوم لپاره لارښود شته ) آيت په تفسير کې وويل : د خداى استازى منذر او زه هادي يم . 

حاکم وايي : ددې روايت سند سم  دى .

( متقي ؛کنزالعمال :لومړى ټوک،251 مخ ) وايي : ابن ابي  حاتم هم دا روايت نقل کړى .

هيثمي؛مجمع:7ټوک،41 مخ هم نقل کړى او په نقل کې يې راغلي : او هادي له بني هاشمو څخه يو سړى دى  او بيا هيثمي زياتوي، چې دا حديث عبدالله بن احمد او طبراني د صغير او اوسط په کتابونوکې راوړى او ددې روايت رجال يې ډاډمن ګڼلي دي .

او له هاشمي سړي يې مراد خپل ځان و، ته وا خوښ نه و،چې خپل نوم واخلي .

دا مطلب سيوطي هم د پورتني آيت په تفسير کې د پورتني حديث تر راوړو وروسته راوړى دى .

( تفسير ابن جرير طبري :13 ټوک،72 مخ ) پر خپل سند له حضرت ابن عباس څخه روايت کړى،چې ويې ويل : چې د : (إِنَّمَا أَنتَ مُنذِرٌ ) آيت راغى؛نو د خداى استازي خپل لاس پر خپله سينه کېښود او ويې ويل : زه منذر او د هر قوم لپاره لارښوونکى شته او بيا يې خپل لاس د حضرت علي پر سينه کېښود او ويې ويل : ته هغه لارښوونکى يې، چې تر ما وروسته به بشر ته په تا ښيون-هدايت کېږي.

دا روايت سيوطي هم په درالمنثورکې  د پورتني آيت په تفسير کې راوړى  او ابن مروديه ،ابونعيم (د المعرفه کتاب ) ديلمي، ابن عساکر او ابن نجار ته يې نسبت ورکړى دى .

فخر رازي په کبير تفسير کې  د پورتني آيت په تفسير کې وايي : او پوه شه چې په مفسرينو کې "اهل ظاهر" ددې آيت په اړه  څو خبرې کړې او تردې چې وايي : او درېم دا چې منذر د خداى استازى او هادي،حضرت علي دى . حضرت ابن عباس ويلي : چې دا آيت راغى؛نو د خداى استازي پر خپله سينه لاس کېښود او ويې ويل :زه منذر يم او بيا يې په لاس حضرت علي ته اشاره وکړه او ويې ويل : ته هغه هادي يې،چې بشر به تر ما وروسته په تا ښیون – هدايت مومي.

سيوطي په درالمنثور کې تر همدې آيت لاندې له ابن مردويه ،ابي  برزه اسلمي روايت کړى،چې و يې ويل : وا مې ورېدل، چې د (إِنَّمَا أَنتَ مُنذِرٌ ) آيت نازل شو؛ نو د خداى استازي پر خپله سينه لاس کېښود  او ويې ويل : (إِنَّمَا أَنتَ مُنذِرٌ ) او بيا يې د حضرت علي پر سينه لاس کېښود او و يې ويل : (وَلِكُلِّ قَوْمٍ هَادٍ).

دا روايت ابن مردويه او ضياء ( د مختار په کتاب کې ) له حضرت ابن عباس څخه او کنزالعمال :6ټوک ،157 مخ او د کنز د وينا له مخې ديلمي هم له حضرت ابن عباس څخه روايت  کړى او شبلنجي؛ نورالابصار؛70 ټوک او مناوي ؛کنزالحقائق ،42 مخ هم نقل کړى دى.

(أَفَمَن كَانَ مُؤْمِنًا كَمَن كَانَ فَاسِقًا لَّا يَسْتَوُونَ)[210][سمول]

د حضرت علي په باب نازل شوى دى[سمول]

( تفسير ابن جرير طبري :21ټوک:68 مخ ) پر خپل سند تر پورتني آيت لاندې له حضرت عطاء بن سيار نه روايت کړى،چې ويې ويل : دا آيت په مدينه کې  د علي او وليد بن عقبة بن ابي معيط په اړه  راغى او کيسه يې داسې وه: د هغوى دواړو په منځ کې څه خبره شوه .وليد وويل : زه ستا په پرتله روانه ژبه ،تېره نېزه او د دښمن د ليکو ماتونکى يم. حضرت علي ورته وويل : غلى شه فاسقه !

اوبيا دا آيت یې د خبرو د ورمندون- قضاوت لپاره راغى،  چې ورپسى وايي : (أَمَّا الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ فَلَهُمْ جَنَّاتُ الْمَأْوَى نُزُلًا بِمَا كَانُوا يَعْمَلُونَ. وَأَمَّا الَّذِينَ فَسَقُوا فَمَأْوَاهُمُ النَّارُ كُلَّمَا أَرَادُوا أَن يَخْرُجُوا مِنْهَا أُعِيدُوا فِيهَا وَقِيلَ لَهُمْ ذُوقُوا عَذَابَ النَّارِ الَّذِي كُنتُم بِهِ تُكَذِّبُونَ.)

دا روايت زمخشري هم د کشاف په تفسير کې او سيوطي د سجده د سورت په تفسير کې له عطاء بن سيار نه نقل کړى دى ؛بيا يې ويلي دي : ابن ابي  حاتم هم دا روايت نقل کړى او ( واحدي؛اسباب النزول:263 مخ ) و د سيوطي د وينا له مخې ددې آيت په  تفسير کې ابوالفرج اصفهاني په اغاني کې ،ابن عدى،ابن مردويه او خطيب؛ د بغداد تاريخ: 13 ټوک،321 مخ او ابن عساکر روايت کړى،چې حضرت ابن عباس وويل : مؤمن علي او فاسق وليد بن عقبة بن ابي  معيط دى .

( رياض النضره :2ټوک،206 مخ ) هم پورتني روايت ته ورته روايت نقل کړى او خپل روايت يې حافظ سلفي ته نسبت ورکړى دى .

(أَفَمَن كَانَ عَلَى بَيِّنَةٍ مِّن رَّبِّهِ وَيَتْلُوهُ شَاهِدٌ مِّنْهُ [211])[سمول]

د علي په باب نازل شوى  دى[سمول]

سيوطي په درالمنثور کې تر پورتني آيت لاندې وايي : ابن ابي حاتم،ابن مردويه او ابونعيم د المعرفة په کتاب کې له حضرت علي روايت کړى، چې ويې ويل : په قريشو کې به داسې څوک و نه وينې،چې په اړه  به يې په قرآن کې آيت نه وي نازل شوى . يو سړي ورته وويل : ستا په اړه  څه نازل شوي دي ؟ حضرت علي ورته وويل : مګر د هود په سورت کې دې نه دي ويلي : (أَفَمَن كَانَ عَلَى بَيِّنَةٍ مِّن رَّبِّهِ وَيَتْلُوهُ شَاهِدٌ مِّنْهُ _ پېغمبر اکرم د پالونکي پر بينه و او زه يې له کورنۍ شاهد وم .)

دا روايت کنزالعمال ( لومړى ټوک؛252 مخ ) او د وينا له مخې یې ابن مردويه او ابن عساکر نقل کړى دى او فخر رازي په کبير تفسير کې تر پورتني آيت لاندې  ويلي :د شاهد د ټکي په تفسير کې يې په وجوه  کې وجوه ياد کړى ( تردې چې وايي ) او درېمه وجه داچې له شاهده مراد  حضرت علي دى،چې په خپله د نبوت له کورنۍ  ځنې دى او د خداى د استازي پر بلنه صدق دى او د آيت مطلب دادى،چې د خداى استازي پر خپل نبوت د خداى له لوري بينه درلوده او د بينه لپاره يې له خپلې کورنۍ هم يو شاهد  راووړ او د (مِّنْهُ) ټکى ښيي،هغه شاهد د خداى د استازي له کورنۍ او له هغه څخه او د وجود ټوټه یې ده او که ځينو شاهد پخپله پېغمبراکرم ښوولى؛نو دا کار يې يوازې د رسول اکرم د درناوي لپاره کړى دى .

(فَإِنَّ اللَّهَ هُوَ مَوْلَاهُ وَجِبْرِيلُ وَصَالِحُ الْمُؤْمِنِينَ [212])[سمول]

د حضرت علي په اړه  راغلى دى[سمول]

سيوطي په درالمنثورکې تر پورتني آيت لاندې  له ابن مردويه له حضرت اسماء بنت عميس نه روايت کړى،چې د ( صالح المؤمنين) په مانا ويلي : مراد ترې حضرت علي دى .

کنزالعمال :لومړي ټوک،237 مخ هم پر همدې مضمون يو روايت نقل کړى دى،ابن حجر هم په صواعق  (144 مخ) کې په رفع او وقف نقل کړى او ( عسقلاني ؛فتح الباري :13ټوک،27 مخ) له طبري له مجاهد او همداراز له نقاش له حضرت ابن عباس او محمد بن علي باقرالعلوم او زوى يې جعفر بن محمد صادق څخه دا مضمون روايت کړى دى .

(وَتَعِيَهَا أُذُنٌ وَاعِيَةٌ[213])[سمول]

د حضرت علي په باب راغلى دى[سمول]

(تفسير ابن جرير طبري؛29ټوک،35 مخ) پر خپل سند له مکحول نه روايت کړى،چې ویې ويل : د خداى استازي،چې دا آيت ولوست؛نو حضرت علي ته يې مخ کړ: له خدايه مې غوښتي،چې هغه غوږ ستا غوږ کړي . حضرت علي وايي : تر هغه وروسته مې د خداى له استازي داسې خبره وا نه ورېده،چې هېره کړې مې وي .

د  21 ټوک په 35مخ کې يې پر خپل سند له بريده نه روايت کړى،چې ویې ويل: ما د خداى له استازي واورېدل،چې حضرت علي ته يې وويل : علي ! خداى حکم راکړى،چې تا رانږدې کړم او لرې دې نه کړم او تا ته يې دروښيم او ته يې هم زده کړې او پر خداى دي،چې درزده يې کړي او بيا دا (وَتَعِيَهَا أُذُنٌ وَاعِيَةٌ و) آيت راغى .

ابن جرير دا روايت د 29 ټوک په 36 مخ کې له اسلمي نقل کړى او زمخشري هم په فخر رازي کې دې ته ورته روايت نقل کړى او همداراز متقي؛کنزالعمال :6ټوک،398 مخ له بريده نه او حلية الاولياء ( لومړي ټوک67 مخ) اوسيوطي هم تر ويينې لاندې آيت تر تفسير لاندې له سعيد بن منصور، ابن جرير ،ابن منذر،ابن ابي  حاتم،ابن مردويه، مکحول  او پر يو بل نقل  له ابن جرير او ابن ابي  حاتم او واحدي ( اسباب النزول؛329 مخ)، ابن مردويه ،ابن عساکر ،ابن نجار له بريده نه او په کنزالعمال 408 مخ  کې د متقي د وينا له مخې ضياء مقدسي او ابونعيم ( د معرفت په کتاب کې ) او همداراز شبلنجي د نورالابصار په 70 مخ کې راوړى دى.

(الَّذِينَ يُنفِقُونَ أَمْوَالَهُم بِاللَّيْلِ وَالنَّهَارِ سِرًّا وَعَلاَنِيَةً فَلَهُمْ أَجْرُهُمْ عِندَ رَبِّهِمْ وَلاَ خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلاَ هُمْ يَحْزَنُونَ[214])[سمول]

د علي په باب راغلى دى[سمول]

(ابن اثير جرزي؛اسدالغابه :4ټوک،25 مخ ) له ددو لارو له مجاهد نه له حضرت ابن عباس څخه روايت کړى، چې تر پورتني آيت لاندې يې ويلي دي : دا آيت د علي په باب راغلى؛څلور درهمه یې درلودل،يو يې د شپې بل يې د ورځې بل يې پټ او بل يې ښکاره نفقه کړل .

دا روايت زمخشري په کشاف کې او سيوطي په درالمنثور کې د پورتني آيت تر تفسير لاندې راوړى او سيوطي دا روايت له عبدالرزاق،عبد بن حميد،ابن جرير ،ابن منذر،ابن ابي  حاتم ،طبراني ، ابن عساکر د مجاهد د زوى عبدالوهاب له پلار له حضرت ابن عباس څخه نقل کړى دى.

رياض النضره :2ټوک،206 مخ هغه له حضرت ابن عباس  نه نقل کړي،چې په نقل کې يې دا زياتوالى هم راغلى،چې پېغمبراکرم وپوښته: دا څلور درهمه دې په کوم نيت نفقه کړل ؟ حضرت علي : په دې  هيله،چې د وعدې مستحق شم،چې خداى يې وعده ورکړې ده. د خداى استازي ورته وويل : تا د هغې وعدې استحقاق وموند او بيا کوم آيت،چې راغلى و، ورته يې ولوست او بيا وايي : مجاهد،ابن االسائب هم دا حديث نقل کړى دى . فخر رازي په کبير تفسير کې د پورتني آيت تر تفسير لاندې دا روايت په لږ توپير نقل کړى دى .

(صواعق المحرقه ؛78مخ ) له واقدي له حضرت ابن عباس څخه او شبلنجي؛ نورالابصار:70 مخ د واحدي له تفسير نه پر خپل سند له حضرت ابن عباس څخه او د اسباب النزول په 64 مخ کې له مجاهد نه نقل کړى دى او د مجاهد په نقل کې کلبي ويلي: دا آيت د حضرت علي په اړه راغلى،چې څلور درهمه يې درلودل او ټول يې انفاق کړل .

(إِنَّ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ سَيَجْعَلُ لَهُمُ الرَّحْمَنُ وُدًّا[215] )[سمول]

د حضرت علي به باب راغلى دى[سمول]

(زمخشري په کشاف کې ) د پورتني آيت په تفسير کې وايي : روايت دى،چې پېغمبراکرم (ص) ، حضرت علي ته وايي : علي ! ووايه : خدايه يوه ژمنه راسره وکړه او مينه مې د مؤمنينو په زړونو کې ورډېره کړې .علي دا دعا وکړه او ورپسې سملاسي دا آيت راغى .

سيوطي هم دا روايت په درالمنثور کې داسې راوړى : خدايه ستا پر وړاندې مې مينه او د مؤمنينو پر وړاندې مې مينه زياته کړې .

او دا روايت ابن مروديه او ديلمي له براء نه نقل کړى دى .

هيثمي؛مجمع:9ټوک ،125 مخ  هم دا روايت نقل کړى او هغه يې د طبراني اوسط ته نسبت ورکړى دى .

رياض النضره :2ټوک،207 مخ وايي : او يو له هغوى ځنې؛يعنې هغه آيتونه،چې د حضرت علي په باب راغلي دي،يو يې هم د (سَيَجْعَلُ لَهُمُ الرَّحْمَنُ وُدًّا) آيت دى،چې امام ابوحنيفه (ره) ويلي : په دنيا کې به داسې مؤمن پاتې نشي،چې په زړه کې يې د علي مينه نه وي (د حافط سلفي د نقل له مخې) او همداراز دا روايت ابن حجر د صواعق په 102 مخ کې او شبلنجي د نورالابصار په 101 مخ کې له ځينو محدثينو له محمد بن حنفيه نقل کړى او تر نقلولو وروسته يې ويلي : دا آيت د علي په اړه راغلى دى .

(إِنَّ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ أُوْلَئِكَ هُمْ خَيْرُ الْبَرِيَّةِ [216])[سمول]

د حضرت علي په باب راغلى دى[سمول]

(تفسير ابن جرير طبري :30ټوک،171 مخ) پر خپل سند له ابي  الجارود له محمد بن علي روايت کړى،چې ويلي يې دي : رسول اکرم (ص)،حضرت علي ته وويل : علي!  ((خَيْرُ الْبَرِيَّةِ))  ته او ستا لارويان دي .

سيوطي هم په درالمنثور کې تر پورتني آيت لاندې  له ابن عساکر له حضرت جابر بن عبدالله  روايت کړى،چې و يې ويل : د خداى له استازي سره وو، چې حضرت علي راغى او رسول اکرم (ص) موږ ته وويل : قسم پر هغه خداى دى،چې ژوند مې د هغه په لاس کې دى؛داچې را روان دى او لارويان يې پخه خبره ده، چې د قيامت د ورځې رستګاران دي او بيا دا آيت راغى : (إِنَّ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ أُوْلَئِكَ هُمْ خَيْرُ الْبَرِيَّةِ)؛ نو ځکه علي به چې راغى؛ نو د خداى د استازي اصحابو کرامو به ويل : خير البريه راغى . دا روايت  ابن عدى ،ابن عساکر له  سعيد نه په رفع نقل کړى او ابن عدى هم له حضرت ابن عباس څخه  هم نقل کړى او ابن مردويه له حضرت علي هم نقل کړى،چې رسول اکرم ماته وويل: د خداى وينا دې واورېده، چې ويې ويل: (إِنَّ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ أُوْلَئِكَ هُمْ خَيْرُ الْبَرِيَّةِ) چې هغه ته او ستا لارويان دي او زموږ او ستاسې وعده د کوثر د حوض تر غاړې ده،هغه مهال چې امتونه حساب ته محشور شي؛نو تاسې به د "غر محجل" په نامه يادېږئ.

(صواعق المحرقه؛96 مخ) وايي : ددې آيت په تفسير کې حافط جمال الدين زرندي له حضرت ابن عباس څخه روايت کړي چې ويلي يې دي : چې دا آيت راغى؛نو د خداى استازي،حضرت علي ته وويل : هغه ته او ستا لارويان دي،چې ته او لارويان به دې د قيامت پر ورځ  خوښ ياست او ستا دښمنان به په غوسه او خپګان راځي. حضرت علي وپوښتل: زما دښمن څوک دى؟رسول اکرم (ص) ورته وويل : هغه چې درنه کرکجن وي او پر تا لعنت ووايي.

دا روايت شبلنجي د نورالابصار په 70 او 10 مخونو کې هم راوړى دى.

(أَجَعَلْتُمْ سِقَايَةَ الْحَاجِّ وَعِمَارَةَ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ كَمَنْ آمَنَ بِاللّهِ وَالْيَوْمِ الآخِرِ[217])[سمول]

د حضرت علي په باب راغلى دى[سمول]

(واحدي ؛اسباب النزول:182 مخ ) وايي : حسن،شعبي او قرطبي ويلي دي : دا آيت  د حضراتو، علي، طلحه او عباس په اړه  نازل شوى دى او کيسه يې داسې وه،چې دې درې کسانو پر يو بل وياړنې کولې ؛ حضرت طلحه ويل : زه د خداى د کور کونجي والا يم او د خداى د کور پرده راسره ده . حضرت عباس ويل : زه حاجيانو ته اوبه ورکوم . حضرت علي ويل : نه  پوهېږم، چې تاسې څه واست،زه شپږ مياشتې مخکې تر ټولو پر لمونځ درېدلى يم او زه د خداى په لار کې مجاهد يم او تردې خبرو وروسته ول، چې همدا آيت را نازل شو .

دا روايت ابن جرير طبري هم د خپل تفسير د لسم ټوک په 68 مخ کې پر خپل سند له سدي او فخر رازي په خپل تفسير کې د پورتني آيت په تفسير کې او فخر رازي د تکاثر د سورت په تفسير کې نقل کړى دى او ويلي يې دي،چې عقل راښيي،چې تکاثر او ویاړنه په هر ځاى کې ناوړه او رټلى وي؛ځکه که ویاړنه په حقيقي ویاړونو کې وي ؛نو عقل يې خوښوي او ناوړه يې نه ګڼي او يو يې هم د حضرت عباس وياړنه وه، چې حاجيانو ته يې د اوبو ور رسولو دنده درلوده او کومه وياړنه،چې "شيبه" وکړه،چې د خداى د کور کونجي ورسره ده ( تر دې چې وايي ) بيا حضرت علي وايي :ما په توره د کفر خرطوم پرې کړ او کفر مې بې پته او بې عزته کړ؛بيا نو تاسې اسلام ته ورمخه کړه .دا ځواب پر دواړو سخت پرېووت،چې دا آيت راغى .

(وَقِفُوهُمْ إِنَّهُم مَّسْئُولُونَ[218] )[سمول]

(صواعق المحرقه؛٨٩ مخ ) وايي :  (وَقِفُوهُمْ إِنَّهُم مَّسْئُولُونَ) څلورم آيت دى،چې د حضرت علي په باب نازل شوى او وايي : ديلمي  له حضرت ابي سعيد خدري نقلوي،چې د  خداى استازي  دا آيت ووايه او ويې ويل : د علي له ولايته مسئول دي او بيا وايي : د  واحدي مطلب هم همدا روايت دى،چې ددې آيت په تفسير کې يې ويلي: روايت دى، چې مسئول د حضرت علي او د اهلبيتو دي؛ځکه خداى خپل استازي ته ويلي ول، چې خلکو ته ووايي : د خپل رسالت پر وړاندې بې د خپلوانو له مينې هېڅ نه غواړم او ددې آيت مانا هم دا ده، چې آيا هاغسې،چې په کار دي، له اهلبيتو سره مو مينه کړې که نه ؟ او ايا د اهلبيتو په اړه د رسول اکرم پر سپارښتنو مو عمل کړى که نه ؟ او که د هغوى حق مو ضايع کړى؛نو له پوښتنې مراد مطالبه او آثار دي؛دا د واحدي خبره ده.

((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ مَن يَرْتَدَّ مِنكُمْ عَن دِينِهِ فَسَوْفَ يَأْتِي اللّهُ بِقَوْمٍ يُحِبُّهُمْ وَيُحِبُّونَهُ أَذِلَّةٍ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ أَعِزَّةٍ عَلَى الْكَافِرِينَ يُجَاهِدُونَ فِي سَبِيلِ اللّهِ وَلاَ يَخَافُونَ لَوْمَةَ لآئِمٍ ذَلِكَ فَضْلُ اللّهِ يُؤْتِيهِ مَن يَشَاء وَاللّهُ وَاسِعٌ عَلِيمٌ [219]= مؤمنانو! له تاسې،چې څوك له خپل دينه واوړي ( خداى ته زيان نشي وررسولاى) خداى به داسې خلك راولي،چې ورته ګران وي او خداى (هم ) هغوى ته ګران وي،د مؤمنانو پر وړاندې به عاجز وي او پر كافرانو به تېز او سخت وي،د خداى په لار كې به جهاد كوي او د هېڅ ملامتوونكي له پړې اچولو به نه وېرېږي، دا د خداى لورنه ده،چا ته چې يې خوښه شي (او وړ يې وبولي) وركوي يې او د خداى (لورنه) پراخ او (پر مستحقينو) پوهېدونکى دى .))

فخر رازي په کبير تفسير کې تر پورتني آيت لاندې وايي : يوې ډلې وويل: دا آيت د حضرت علي په اړه  نازل شوى او دليلونه يې دوه دي : ړومبى : چې رسول اکرم وغوښتل د خيبر د جګړې مشري حضرت علي ته ورکړي؛نو يوه ورځ يې ترې مخکې وويل : (( سبا به د مشرۍ بېرغ هغه ته ورکړم،چې خداى او رسول يې پرې ګران او هغه هم پر خداى او رسول يې ګران دى )).

دويم : تر پورتني آيت وروسته د ولايت آيت ؛يعنې (إِنَّمَا وَلِيُّكُمُ اللّهُ وَرَسُولُهُ وَالَّذِينَ آمَنُواْ الَّذِينَ يُقِيمُونَ الصَّلاَةَ وَيُؤْتُونَ الزَّكَاةَ وَهُمْ رَاكِعُونَ) راغلى، چې هېڅ څوک ترې منکر نه دي، چې د حضرت علي په اړه  راغلى دى ؛ نو ښه داده،چې ووايو : پورتنى آيت هم د علي په اړه  راغلى دى .

((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ اتَّقُواْ اللّهَ وَكُونُواْ مَعَ الصَّادِقِينَ [220]= مؤمنانو! د خداى (د فرمان له مخالفته ) ووېرېږئ او له رښتينو سره وسئ . ))

( سيوطي په درالمنثور کې ) تر پورتني آيت لاندې وايي : له حضرت ابن عباس څخه روايت دى : له (( صادقين )) نه مراد حضرت علي دى او وايي : ابن عساکر له ابي  جعفر څخه روايت کړى چې د پورتني آيت په تفسير کې وايي : مراد دادى چې له حضرت علي سره شئ .

((وَمَا أَرْسَلْنَا مِن قَبْلِكَ إِلاَّ رِجَالاً نُّوحِي إِلَيْهِمْ فَاسْأَلُواْ أَهْلَ الذِّكْرِ إِن كُنتُمْ لاَ تَعْلَمُونَ [221]= او تر تا مخکې مو (هم) يوازې سړي لېږلي،چې وحې مو ورته کوله؛نو که نه پوهېږئ (د کتابيانو) پوهان وپوښتئ  (چې تعجب و نه كړئ، دا سلام پېغمبر يوازې له همدې سړيو رالېږل شوى دى) ))

((وَمَا أَرْسَلْنَا قَبْلَكَ إِلاَّ رِجَالاً نُّوحِي إِلَيْهِمْ فَاسْأَلُواْ أَهْلَ الذِّكْرِ إِن كُنتُمْ لاَ تَعْلَمُونَ [222]= او موږ تر تا مخكې يوازې سړي (چې انسانان او د بشر له جنسه وو، د پېغمبرانو په توګه) لېږلي ول،چې وحې مو ورته کوله که نه پوهېږئ (؛نو) د اسماني كتابونو څېړونكي وپوښتئ .))

تفسير ابن جرير طبري :١٧ ټوک، ٥ مخ له جابر جعفي نه روايت کړى، چې وايي : چې دا آيت راغى؛نو حضرت علي وويل : "اهل ذکر" موږ يو .

((وَأَذَانٌ مِّنَ اللّهِ وَرَسُولِهِ إِلَى النَّاسِ يَوْمَ الْحَجِّ الأَكْبَرِ أَنَّ اللّهَ بَرِيءٌ مِّنَ الْمُشْرِكِينَ وَرَسُولُهُ فَإِن تُبْتُمْ فَهُوَ خَيْرٌ لَّكُمْ وَإِن تَوَلَّيْتُمْ فَاعْلَمُواْ أَنَّكُمْ غَيْرُ مُعْجِزِي اللّهِ وَبَشِّرِ الَّذِينَ كَفَرُواْ بِعَذَابٍ أَلِيمٍ [223]= نو (مشركانو!) څلور مياشتي ( نور مهلت لرئ،چې ) پر ځمكه وګرځئ (او چېرې،چې ځئ،ولاړ شئ او فكر وكړئ) او پوه شئ،چې تاسې خداى بېوسې كولاى نشئ (او نه يې د ځواک له منګولو تښتېداى شئ او پوه شئ) چې خداى د كافرانو رسواكوونكى دى . ))

سيوطي په درالمنثور کې تر پورتني آيت لاندې ليکي : ابن ابي  حاتم له حکيم بن حميد څخه روايت کړى، چې وايي : علي بن الحسين ماته وويل : د خداى په کتاب کې د علي لپاره ځانګړى نوم دى،چې خلک ترې خبر نه دي . ورته مې وويل : هغه کوم نوم دى ؟ راته يې وويل : مګر د (وَأَذَانٌ مِّنَ اللّهِ وَرَسُولِهِ إِلَى النَّاسِ يَوْمَ الْحَجِّ الأَكْبَرِ) آيت دې نه دى اورېدلى . پر خداى قسم چې اذان ،علي دى .

((فَمَا يُكَذِّبُكَ بَعْدُ بِالدِّينِ [224]= نو (تر دې څرګندو دلايلو) وروسته څه څيز تاسې د جزا( له ورځې) منكرېدو ته اړ كړئ؟! ))

(د بغداد تاريخ :دويم ټوک،٩٧ مخ ) په خپل سند له حضرت انس نه روايت کړى، چې د تين سورت راغى؛نو رسول الله مبارک دومره خوشحال شو،چې ټول يې پر خوښۍ خبر او خوښ شو او له حضرت ابن عباس څخه،چې ددې آيت تفسير وپوښتل شو؛نو راته يې وويل : د تين له ټکي مراد د شام سيمه ده او تردې چې و يې ويل : د (فَمَا يُكَذِّبُكَ بَعْدُ بِالدِّينِ) له جملې مراد، حضرت علي دى .

(د بغداد تاريخ:پينځم ټوک،١٥ مخ ) په خپل سند له حضرت ابن عباس څخه روايت کړى،چې ويلي يې دي :  د خداى له فضل نه مراد پېغمبر اکرم او له رحمت نه يې مراد ،حضرت علي دى .

((أَفَمَن وَعَدْنَاهُ وَعْدًا حَسَنًا فَهُوَ لَاقِيهِ كَمَن مَّتَّعْنَاهُ مَتَاعَ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا ثُمَّ هُوَ يَوْمَ الْقِيَامَةِ مِنَ الْمُحْضَرِينَ [225]=ايا هغه چې موږ ورسره ښه وعده كړې او ورته به ورسي،د هغه چا په څېر دى، چې موږ ورته د دنيوي ژوند وسايل وركړي بيا د قيامت پر ورځ (د حساب او سزا لپاره) له وروستونيو وي؟! ))

(تفسير ابن جرير طبري؛٢٠ ټوک،٦٢ مخ ) په خپل سند له مجاهد نه روايت کړى،چې وايي : د (أَفَمَن وَعَدْنَاهُ)آيت د حضرت حمزه، حضرت علي او ابوجهل په اړه  نازل شوى . دا روايت واحدي هم د اسباب النزول په کتاب کې  په خپل سند له مجاهد نه نقل کړى . محب طبري هم په رياض النضرة؛دويم ټوک،٢٠٧ مخ کې راوړى او ويلي يې دي، چې مجاهد ويلي دي: دا آيت د حضرت حمزه ، حضرت علي او ابوجهل په باب راغلى دى .

((أَفَمَن شَرَحَ اللَّهُ صَدْرَهُ لِلْإِسْلَامِ فَهُوَ عَلَى نُورٍ مِّن رَّبِّهِ فَوَيْلٌ لِّلْقَاسِيَةِ قُلُوبُهُم مِّن ذِكْرِ اللَّهِ أُوْلَئِكَ فِي ضَلَالٍ مُبِينٍ[226]=  ايا خداى چې د چا سينه د اسلام (منلو) ته پرانستې وي او(په پايله كې هغه) د خپل پالونكي له لوري له يوې رڼا څخه برخمن دى (د مړ زړي سړي په څېر دى؟!)؛ نو پر هغوى افسوس،چې د الله د ياد پر وړاندې سخت زړي وي! هغوى ښكاره بې لارې دي . ))

(رياض النضره؛دويم ټوک،٢٠٧ مخ ) وايي : يو له هغو آيتونو، چې د  حضرت علي د فضايلو په اړه  راغلى د (أَفَمَن شَرَحَ اللَّهُ صَدْرَهُ) آيت دى، چې حضرت علي،حضرت حمزه او ابولهب او اولاد يې په پرتله شوي، بيا وايي:واحدي او ابوالفرج هم دا روايت راوړى دى .

((مِنَ الْمُؤْمِنِينَ رِجَالٌ صَدَقُوا مَا عَاهَدُوا اللَّهَ عَلَيْهِ فَمِنْهُم مَّن قَضَى نَحْبَهُ وَمِنْهُم مَّن يَنتَظِرُ وَمَا بَدَّلُوا تَبْدِيلًا [227]= په مؤمنانوكې داسې سړي شته،چې له خداى سره پركړيو ژمنو ټينګ ولاړ دي، ځينو خپله ژمنه پوره كړې (او په لار كې يې شهيدان شوي دي) او ځينې ( لا ورته) سترګې پر لار دي او له  سره يې (خپله ژمنه) وا نه ړوله .))

(صواعق المحرقه :٨٠ مخ ) وايي : حضرت علي د کوفې پر منبر ناست و، چې ددې آيت په اړه  وپوښتل شو، په ځواب کې يې وويل : دا زما او زما د تره حمزه او زما د تره د زوى عبيدة بن حارث بن عبدالمطلب په اړه  راغلى ؛ځکه عبيده د بدر په جګړه کې شهيد شو،حمزه د احد په جګړه کې او زه هم پر تمه يم،چې ددې امت تر ټولو کينه کښ مې په وينو ولړي او بيا يې خپلې ږيرې او سر ته اشاره وکړه او ويې ويل : دا هغه ژمنه ده،چې محبوب مې ابوالقاسم راسره کړې ده ( د حديث تر پايه) .

دا روايت شبلنجي هم د نورالابصار د کتاب په ٩٧مخ کې د ابن صباغ د فصول المهمه له کتابه راخستى دى .

((وَالَّذِي جَاء بِالصِّدْقِ وَصَدَّقَ بِهِ أُوْلَئِكَ هُمُ الْمُتَّقُونَ [228]))

(سيوطي په درالمنثور کې ) تر پورتني آيت لاندې ليکي : ابن مردويه له حضرت ابي  هريره روايتوي،چې دخداى استازي وويل : (وَالَّذِي جَاء بِالصِّدْقِ) زه يم او (وَصَدَّقَ بِهِ) علي دى .

((مَرَجَ الْبَحْرَيْنِ يَلْتَقِيَانِ . بَيْنَهُمَا بَرْزَخٌ لَّا يَبْغِيَانِ. يَخْرُجُ مِنْهُمَا اللُّؤْلُؤُ وَالْمَرْجَانُ [229]= دوه (بېلابېل) سيندونه (تريو او خوږ، تود او سوړ) يې [داسې] بهولي دي،چې سره يو ځاى کېږې، چې ترمنځ يې پرده ده،چې يو هم ترې نه تېرېږي (او يو له بل سره نه ګډېږي). ))

(سيوطي په درالمنثور کې ) د پورتني آيت په تفسير کې وايي : ابن مردويه له حضرت ابن عباس څخه روايت کړى،چې و يلي يې دي : د (مَرَجَ الْبَحْرَيْنِ يَلْتَقِيَانِ ) په غونډله- جمله کې له دوو سمندرونو مراد،حضرت علي او بي بي فاطمه ده او د (بَيْنَهُمَا بَرْزَخٌ لَّا يَبْغِيَانِ ) په غونډله کې له برزخه مراد رسول الله مبارک او د (يَخْرُجُ مِنْهُمَا اللُّؤْلُؤُ وَالْمَرْجَانُ ) په غونډله کې له لوء لوء نه مراد حسن او حسين دي.

همدا روايت ابن مردويه له انس بن مالک څخه او شبلنجي د نورالابصار د کتاب په ١٠١ مخ کې له انس بن مالک څخه راخستى دى .

((وَالْعَصْرِ . إِنَّ الْإِنسَانَ لَفِي خُسْرٍ .إِلَّا الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ وَتَوَاصَوْا بِالْحَقِّ وَتَوَاصَوْا بِالصَّبْرِ [230]= پر زمانې قسم! بېشكه (هر) انسان په زيان كې دى . خو بې له هغوى چې ايمان يې راوړى او ښه (كارونه) يې كړي او يو بل ته يې په حق سپارښتنه او په زغم سپارښتنه  کړې وي . ))

(سيوطي په دارالمنثور کې ) د عصر د سورت په تفسير کې ليکي : ابن مردويه له حضرت ابن عباس څخه روايت کړى،چې وايي : له (وَالْعَصْرِ . إِنَّ الْإِنسَانَ لَفِي خُسْرٍ) څخه مراد ابوجهل بن هشام او له (إِلَّا الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ وَتَوَاصَوْا بِالْحَقِّ وَتَوَاصَوْا بِالصَّبْرِ) څخه مراد حضرت علي او حضرت سلمان دي .

((أًمْ حَسِبَ الَّذِينَ اجْتَرَحُوا السَّيِّئَاتِ أّن نَّجْعَلَهُمْ كَالَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ سَوَاء مَّحْيَاهُم وَمَمَاتُهُمْ سَاء مَا يَحْكُمُونَ [231]= ايا هغوى چې ناوړه چارې او ګناهونه يې كړي دي،انګېرلې ده،چې موږ به يې له هغو كسانو سره برابر كړو،چې ايمان يې راوړى او ښه (چارې) يې كړې وي (داسې) چې د هغو ژوند او مرګ برابر وي؟! هغوى څومره ناوړه پرېكړه كوي!.))

(فخر رازى په کبير تفسير کې ) د جاثيه په سورت کې د پورتني آيت په تفسير کې ليکي :کلبي ويلي : دا آيت د حضرت علي، حضرت حمزه، عبيده او درې منافقينو په اړه  نازل شوى،چې نومونه يې دادي : عتبه،شيبه او وليد بن عتبه،چې مؤمنانو ته يې ويل : پر خداى، چې تاسې هېڅ څه نه لرئ اوکه  تاسې رښتيا هم وياست؛نو په اخرت کې به زموږ حالت تر تاسې ډېر غوره وي؛لکه څنګه چې په دنیا کې زموږ حالات تر تاسې غوره دي،چې خداى په دې آيت کې د منافقينو دا خبره رد کړې او ويلي يې دي،چې داسې نشي کېداى،چې د مؤمنو په پرتله به د کفارو حالات ښه وي .

((وَهُوَ الَّذِي خَلَقَ مِنَ الْمَاء بَشَرًا فَجَعَلَهُ نَسَبًا وَصِهْرًا وَكَانَ رَبُّكَ قَدِيرًا[232]= او (الله) هغه ذات دى،چې له اوبو يې يو بشر پيداكړ بيا يې ترې (د خپلولۍ) د نسب او خسرګنۍ لړۍ وغځولې (او له دې دوو لارو يې د هغه نسل پراخ كړ) او ستا پالونكى تل وسمن دى . ))

(نورالابصار؛شبلنجي،١٠٢ مخ ) وايي : له محمد بن سيرين څخه روايت دى،چې وايي : دا آيت د رسول الله مبارک او حضرت علي په اړه  راغلى،چې هم يې د تره زوى دى او هم يې ورته لور ناسته ده، چې حضرت علي هم په نسب کې رسول الله مبارک ته رسي او هم په خپلوۍ؛يعنې زومتوب کې .

د حضرت علي د دښمنانو په اړه  راغلي آيتونه[سمول]

(زمخشري په کشاف تفسير کې ) د ((وَالَّذِينَ يُؤْذُونَ الْمُؤْمِنِينَ وَالْمُؤْمِنَاتِ بِغَيْرِ مَا اكْتَسَبُوا فَقَدِ احْتَمَلُوا بُهْتَانًا وَإِثْمًا مُّبِينًا [233]= او هغوى چې مؤمن نارينه او مؤمنې ښځې(بې ګناه او) بې له دې،چې(ناروا) يې کړى وي،ځوروي؛ نو په يقين چې د غټو دروغو او ښكاره ګناه پېټى يې پر اوږو كړى دى  ))   آيت په تفسير کې ليکي : دا آيت د هغه منافقينو په اړه  راغلى،چې حضرت علي يې کړاوه . واحدي هم په خپل سند (اسباب النزول؛٢٧٣ مخ ) کې وايي : مقاتل ويلي : دا آيت د حضرت علي د دښمنانو په اړه  راغلى او ول داسې منافقين،چې حضرت علي يې کړاوه .

((إِنَّ الَّذِينَ أَجْرَمُوا كَانُواْ مِنَ الَّذِينَ آمَنُوا يَضْحَكُونَ [234]= په واقع كې (په دنيا كې) ګناهكارانو تل په مؤمنانو پورې خندل ))

(زمخشرى په کشاف تفسير کې ) د پورتني آيت تر تفسير لاندې ليکي : يوه ورځ حضرت علي له څو کسانو سره روان و، چې منافقان يې رامخې ته شول او پر حضرت علي يې ملنډې ووهلې او بيا چې له خپلو ملګرو سره يو ځاى شول؛نو په ملنډو يې وويل : اصلع (هغه چې د کپرۍ وېښتان يې نه وي ) مو وليد؛نو حضرت علي لا رسول الله مبارک ته نه و رسېدلى،چې دا آيت راغى .

دا روايت فخر رازي هم په کبير تفسير کې او سيوطي هم د محمد د سورت د ( ٣٠_٢٥ ) آيتونو په تفسير کې راوړى دى او وايي : ابن مردويه او ابن عساکر له حضرت ابي سعيد خدرې روايت کړى،چې د (وَلَتَعْرِفَنَّهُمْ فِي لَحْنِ الْقَوْلِ) تر غونډلې لاندې وايي : له حضرت علي سره دښمني يې د وينا له لحنه پېژندل کېږي .

خداى د حضرت علي له امله ددې امت د نجوا صدقه وبښله[سمول]

(صحيح ترمذي؛دويم ټوک،٢٢٧ مخ ) په "ابواب تفسير قرآن" کې په خپل سند له حضرت علي نقلوي: چې د(( يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِذَا نَاجَيْتُمُ الرَّسُولَ فَقَدِّمُوا بَيْنَ يَدَيْ نَجْوَاكُمْ صَدَقَةً _؛يعنې د ايمان خاوندانو ! چې غواړئ د خداى له رسول سره پټې خبرې وکړئ؛ نو مخکې ترې صدقه ورکړئ _) آيت راغى؛نو رسول اکرم له ما وپوښتل : څه سلا ګورې،چې د هر ځل لپاره يو دينار صدقه ورکړي؟ ورته مې وويل : خلک يې وسه نه لري . راته يې وويل : نيم دينار څنګه دى ؟ ورته مې وويل : خلک یې وسه هم نه لري . راته يې وويل : نو څومره ؟ ورته مې وويل : يو شعير . راته يې وويل : ته زاهد يې .بيا ورپسې آيت راغى،چې بيا حضرت علي وويل : زما له امله خداى دې امت ته صدقه ورکول وبښل .

ترمذي وايي : داچې وايي : يو شعير، مراد يې دادى، چې خلک دې د يو غنم هومره سره زر صدقه ورکړي . دا روايت فخر رازي هم په کبير تفسير کې تر پورتني آيت لاندې راوړى او وايي : داچې رسول اکرم ورته وويل،چې ته زاهد يې؛مانا يې دا ده،چې ته په خپله کم پيسې يې او دا اندازه دې هم د خپل جېب په پامنيوي کړې ده او دا مانا،چې فخر رازي کړې،څه بده مانا نه ده او پورتنى روايت ابن جرير طبري هم د خپل تفسير د ٢٨ ټوک په ١٥ مخ کې او متقي هم د کنزالعمال د لومړي ټوک په ٢٦٨ مخ کې راوړى،چې متقي وايي : دا روايت ابن ابي  شيبه،عبد بن حميد،ابويعلي،ابن جرير ،ابن منذر،دورقي،ابن حيان،ابن مردويه او سعيد بن منصور هم نقل کړى دى ( دا د متقي خبره وه ) محب طبري هم د ذخاير په ١٠٩ مخ کې وايي : دا روايت ابوحاتم نقل کړى او طبري د ذخاير په  ١٠٩ مخ کې له ابوحاتم څخه نقل کړى دى . دا روايت سيوطي هم په درالمنثور کې د پورتني آيت په تفسير کې راوړى دى او دا روايت نورو ډېرو راويانو هم نقل کړى،چې نومونه يې متقي په کنزالعمال کې راوړي،چې دلته يې د راوړو حوصله نشته .

(خصايص نسائي :٣٩ مخ ) په خپل سند نقل کړي،چې د نجوى آيت راغى؛ نو د خداى رسول(ص)،حضرت علي ته وويل : خلکو ته ووايه،چې تر نجوى مخکې صدقه ورکړي . حضرت علي وويل : څومره ؟ پېغمبراکرم ورته وويل : يو دينار.حضرت علي ورته وويل : خلک يې وس نه لري، بيا رسول اکرم وويل :نيم دينار.حضرت علي وويل : خلک يې بيا هم وس نه لري . رسول اکرم وويل : نو څومره ؟ حضرت علي وويل : يو شعير . رسول الله مبارک ورته وويل : ته زاهد يې .

بيا پورتنى آيت راغى؛ځکه حضرت علي به تل ويل، چې زما له امله دې امت ته په صدقه ورکولو کې تخفيف ورکړل شو .

بې له حضرت علي چا د نجوى پر آيت عمل و نه کړ[سمول]

(تفسير ابن جرير طبري؛٢٨ ټوک،١٤ مخ ) په خپل سند له ليث له مجاهد نه نقلوي : حضرت علي وويل : د خداى په کتاب کې داسې يو آيت دى،چې چا پرې تر ما مخکې او نه به پرې څوک تر ما وروسته عمل وکړي او هغه د (أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِذَا نَاجَيْتُمُ الرَّسُولَ فَقَدِّمُوا بَيْنَ يَدَيْ نَجْوَاكُمْ صَدَقَةً) آيت دى،چې فرض کړي يې دي،چې څوک له رسول الله سره ځانګړې خبرې کول غواړي؛نو مخکې ترې بايد صدقه ورکړي .

دا روايت زمخشري هم په کشاف تفسير کې د مجادله په سورت کې د پورتني آيت تر تفسير لاندې ليکلى او په روايت کې يې حضرت علي په پاى کې وايي :ما يو درهم درلود، چې لس ديناره مې کړ او هرکله به مې چې د خداى له رسول سره نجوى کوله؛ نو صدقه به مې ورکوله . بيا کلبي وايي : لس واره يې لس درهمه صدقه ورکړه،چې لس مسئلې د خداى له رسوله وپوښتي.

(واحدي هم د اسباب النزول په ٣٠٧ مخ کې ) دا روايت نقل کړى دى او په نقل کې يې راغلي، چې حضرت علي وويل: ما يو دينار درلود، چې مات مې کړ او هر وار به مې،چې د خداى له استازي سره نجوى کوله؛ نو يو دينار به مې صدقه ورکوله،چې يو دينار مې خلاص شو او د نجوى آيت هم نسخ شو او په نسخ کې يې دا آيت راغى : ((أَأَشْفَقْتُمْ أَن تُقَدِّمُوا بَيْنَ يَدَيْ نَجْوَاكُمْ صَدَقَاتٍ))

فخر رازي هم دا روايت راخستى او په پاى کې وايي :دا روايت ابن جريح،کلبي او عطاء له حضرت ابن عباس څخه نقل کړى،چې په نقل کې يې راغلي : اصحاب،چې له رسول الله سره له نجوى منع شول؛ خو دا چې مخکې ترې صدقه ورکړي،چې بې له حضرت علي بل يوه هم دې صدقې ته غاړه کېنښووه او بيا بل آيت راغى او دا بنديز يې لرې کړ.

(تفسير ابن جرير طبري؛٢٨ ټوک،١٤ مخ) په خپل سند له ابي نجيع او هغه هم له مجاهده همدا مضمون راخستى دى . سيوطي هم په درالمنثور کې د مجادله د سورت د پورتني آيت په تفسير کې دا روايت له سعيد بن منصور،ابن راهويه،ابن شيبه،عبد بن حميد،ابن منذر،ابن ابي  حاتم،ابن مردويه او حاکم ( هغه دا حديث صحيح ګڼلى دى) څخه راخستى دى .

سيوطي وايي : دا روايت عبدالرزاق،عبد بن حميد،ابن منذر او ابن ابي حاتم له مجاهد نه نقل کړى دى .

او همداراز وايي : سعيد بن منصور هم همدا مضمون له مجاهد نه نقل کړى او په اخر کې راغلي،چې دا آيت نسخ شو او بې له حضرت علي پرې هيچا هم عمل و نه کړ .

او همداراز وايي :دا روايت عبدبن حميد له سلمة بن کهيل نه روايت کړى دى .

(کنزالعمال؛ درېم ټوک، ١٥٥ مخ ) له عامر بن واثله نقلوي،چې وايي : زه د شورا پر ورځ په وره کې ولاړ وم،چې د اصحابو شور زوږ شو،چې د  حضرت علي له خولې مې واورېدل : خلکو له حضرت ابوبکر سره بيعت وکړ؛ خو پر خداى چې دې کار ته ترې غوره او وړ يم او بيا يې وويل : قسم درکوم،چې آيا په تاسې کې داسې څوک شته،چې له رسول الله سره به ورورولي ولري ؟ خلکو ورته وويل : نه ! بيا يې وويل :آيا په تاسې کې بې ترما بل څوک شته،چې د نجوى پر آيت به يې عمل کړى وي او ددې آيت تر راتګ وروسته به يې دولس ځل د خداى له استازي سره نجوى کړې وي؟ ټولو وويل : نه !


*****

اوس مو چې د قرآن او سنتو په رڼا کې د حضرت علي کرم الله وجهه پر وګړه رڼا واچوله،اوس د خدای په مرسته د حضرت فاطمه الزهرا پر وګړه رڼا اچوو؛خدای مو دې مل شي .



[1] . ( ارمغان ٧٢مخ )

[2] . ( ارمغان ٥ مخ)

[3] . ( ارمغان ٧٢مخ )

[4] . ( ارمغان ٤٢مخ )


[5] . ( ارمغان ٥ مخ)

[6] . ( ارمغان ٥ مخ )

[7] . ( ارمغان ٥٦٩ مخ )

[8] . ( ارمغان ٥ مخ)

[9] . (ارمغان٣٩٣مخ)

[10] . ( ارمغان ٧٢٤مخ )

[11] . ( ارمغان ٩٨٥مخ )


[12] . احزاب ٥٦آيت

[13] . وګورئ : دامام سيوطي درالمنشور ٦/٧


[14] . ( ٣٩٣مخ – ارمغان خوشحال)

[15] . صحيح بخاري ٣/١٧١،کتاب البيوع د ((مکتبة الرياض الحديثه)) چاپ :

عن على عليه السلام قال: کانتلى شارف... فلمااردت آن ابنى بفاطمة عليها اسلام بنت رسول الله ...

٢/١٢٦ وطرق النبي (ص) باب فاطمة وعليهما السلام ليلة للصلاة

٤/٤٨٦ کتاب المناقب: ((... رايت النبي وکان الحسن بن على عليهما السلام يشبهه ))

٩/٤١٨ کتاب التوحيد،باب المشينة والار ادة عن على بن الحسين عليهماالسلام اخبره ...))


[16] . ارمغان – ٥مخ

[17] احزاب – ٣٣ آيت

[18] (یس/ ۸۲)

[19] مائده٦آيت

[20] (مائده-٦ آيت

[21] آل عمران ٤٤٢ آيت

[22] احزاب ٣٣ آيت

[23]  احزاب ٢٨ آيت

[24] احزاب ٣٠ آيت

[25] احزاب ٣٢ آيت

[26] ( کليني،کافي ٢/٢٥٦-٢٥٧ مخونه)

[27] ١ – حاکم حسکاني حنفي ٢/٣١مخ وروسته . ٢ـ  سيوطي،الدرالمنثور ترهمدې آيت لاندې .


[28] ۱- الدرالمنثور ٥/١٩٨ .٢ـ  حاکم حسکاني حنفي،شواهد التزيل٢/١٠- ٩٣ مخونه حسکاني (رح) په دې باب له ١٣٠ نه زيات احاديث راخستي دي . ٣ـ  صحيح مسلم ٧/١٣٠ . ٤ـ  حاکم، مستدرک الصحيحين ( ٣/١٤٧) او ( ٢/٤١٦) . ٥ـ  بيهقي،سنن ٢/١٤٩.٦ـ  ابن جرير،تفسير ٢٢/٥ ٧ـ  امام احمد حنبل، مسند٤/١٠٧-او ٦/٢٩٢ . ٨— ابن مغازلي ،المناقب ٣٥٠ مخ . ٩ـ  ابن اثير،اسد الغابه ٢/٢٠ . ١٠— محمد بن سليمان الکوفي القاضي،مناقب علي (ک) ١/١٥٧.١١ـ  واحدي، اسباب النزول ٢٦٧مخ . ١٢ـ  طحاوي،مشکل الاثار ١/٣٣٢-٣٣٤ مخونه . ١٣— محب الدين طبري،شافعي ،ذخاير العقبى ٢٣ مخ . ١٤ـ صحيح ترمذى ٢/٢٩ مخ .

[29] ( ذهبي،ميزان الاعتدال ٣/٩٣ مخ )

[30] د ابرخه مو ژباړلې ده له:  منطق شيعه در کنګره ها و مجامع علمي  ( ١٦٦- ١٨٤ مخونه ) د شيخ جعفر سبحاني تاليف


[31] . ( آل عمران\٦١)

[32] . (١)مجمع البيان  2/452 .(٢)الكامل في التاريخ  2/23 .(٣)روح البيان  2/44 . (٤)زمخشري؛الكشاف  1/434 .(٥) فخررازي؛ تفسير كبير 8/85 .(٦) د امام ثعلبي تفسير: 95 مخ.(٧) امام سيوطي .دارالمنثور  4/38 .(٨)ابن مغازي الشافي؛ المناقب  263 مخ. (٩) صحيح مسلم  ٧\١٢٠.(١٠)مسند امام احمد حنبل  ١\١٨٥.(١١)تفسير طبري  ٣ ټوک. (١٢)مستدرک ٣\١٥٠.(١٣)معرفة علوم حديث : ٥٠مخ.(١٤)دلايل النبوة ٢٩٧ مخ د حيدرآباد چاپ. (١٥)اسباب النزول ٧٤ مخ.(١٦)معالم التنزيل :١\٣٠٢.(١٧)مصابيح السنة  ٢\٢٠٤. (١٨)تذکرة الخواص :١٧ مخ.(١٩)قرطبي؛جامع الاحکام القرآن ٣\١٠٤.(٢٠)تفسير بيضاوي  ٢\٢٢.(٢١)ذخاير العقبى : ٢٥مخ. (٢٢)تفسير نيشاپوري ٣\٢٠٦.(٢٣)البحر المحيط  ٢\٤٧٩. (٢٤) د اسماعيل بن کثير القرشي تفسير ١\٣٧٠.(٢٥)الاصابة  ٢\٥٠٣. (٢٦)خلاصة الصواعق : ٨٩ باب.(٢٧)ينابيع المودة ٢٩٥-٢٩٩مخونه.(٢٨)احقاق الحق ٣\٥٩.(٢٩) فتح القدير :٣١٦ مخ.(٣٠)تفسيير روح المعاني ٣\١٦٧.(٣١)الجواهر في تفسير القرآن الکريم  ١\١٢٧-١٢٦.(٣٢)د کشف الاسرار تفسير  ٢\١٤٧-١٥١.

[33] نورې سرچینې یې دا دي:مجمع البيان 2/452 ، الكامل في التاريخ 2/23 ، روح البيان 2/44، د امام ثعلبي تفسير 95 مخ ، امام سيوطي ، دارالمنثور 4/38 ، ابن مغازي الشافي ، المناقب 263 مخ ،صحيح مسلم ٧\١٢٠،مسند احمد حنبل ١\١٨٥،تفسير طبري ٣ ټ،مستدرک ٣\١٥٠،معرفة علوم حديث ٥٠مخ،دلايل النبوة ٢٩٧ مخ د حيدرآباد چاپ،اسباب النزول ٧٤ مخ،معالم التنزيل١\٣٠٢،مصابيح السنة ٢\٢٠٤، تذکرة الخواص ١٧ مخ،جامع الاحکام القرآن قرطبي ٣\١٠٤،تفسير بيضاوي ٢\٢٢،ذخاير العقبى ٢٥مخ،تفسير نيشاپوري ٣\٢٠٦، البحر المحيط ٢\٤٧٩، د اسماعيل بن کثير القرشي تفسير ١\٣٧٠،الاصابة ٢\٥٠٣، خلاصة الصواعق ٨٩ باب،ينابيع المودة ٢٩٥-٢٩٩مخونه،احقاق الحق ٣\٥٩، فتح القدير٣١٦ مخ،تفسيير روح المعاني ٣\١٦٧،الجواهر في تفسير القرآن الکريم ١\١٢٧-١٢٦،د کشف الاسرار تفسير ٢\١٤٧-١٥١


[34] (انسان/۷، ۸)

[35]  ( انسان/۱)

[36] (انسان/۱۲)

[37] ( انسان/۸)

[38] . شورى ٢٣ آيت

[39] . د امام احمد حنبل مسند. محب طبري ذخاير العقبى٢٥ مخ . ابن مغازلي شافعي،المناقب ٣٠٩مخ . قرطبي، استيعاب ٨/ ٤٣،٥٨مخونه . امام ثعلبي په خپل تفسير کې هم په همدې الفاظو اومعنى را اخستي دي .

[40] .په دې باب لا معلوماتو ته وګورئ : محب طبري،ذخايرالعقبى ٢٥ مخ . ابن حجر هيثمي،مجمع الزوايد ٧/١٠٣ ٣. ابن حجرشافعي،الصواعق المحرقه . شبلنجي،نورالابصار١٠١مخ .


[41] . وګورئ: تفسير کبير رازي ( ٢٧/١٦٦)

[42] . وګورئ :(١)فخر رازي؛ كبير تفسير: 27ټوك، 166مخ كې تر پورتني آيت لاندې . (٢)ګنجي شافعي؛كفاية الطالب :86 باب.(٣) د امام احمد حنبل مسند.(٤)محب طبري؛ ذخاير العقبى : 25 مخ .(٥) ابن معازلي شافعي؛ المناقب : 309 مخ .(٦) قرطبي؛استيغاب : 8/43  ، 58 مخونه .(٧)بخاري؛صحيح:٦\ ٢٩.(٨)طبري؛تفسير: ٢٥\١٤ .(٩)الصواعق المح رقه .(١٠)حاکم؛مستدرک: ٣\١٧٢. (١١) زمخشري ؛کشاف : ٣\٤٠٢.(١٢) مقتل الحسين.(١٣)جامع الاصول : ٢\٤١٥.(١٤)ابن کثير دمشقي؛تفسير :  ٤\١١٢.(١٥)تفسير الدر المنثور: ٦\٧ .(١٦) الفصول المهمه : ١١ مخ .(١٧) اسعاف الراغبين : ١١٥ مخ .(١٨)تفسير فتح ا لقدير : ٤\٢٢ .(١٩)فلک النجاة :٣٧ مخ . (٢٠) احقاق الحق :٣ \١٦.(٢١)رشفة الصادي :٢١ مخ.(٢٢)حافظ حسكاني؛شواهدالتنزيل:2ټوك،130مخ،822 حديث ، لومړى چاپ .(٢٣) بيضاوي؛ تفسير:2ټوك، 362مخ كې تر پورتني آيت لاندې(٢٤)شيخ سليمان قندوزي حنفي؛ ينابيع المودة:32باب، 123 او 444 مخونه .(٢٥)عبدالله بن احمد بن حنبل؛ الفضايل:باب فضائل اميرالمؤمنين علي،187مخ،263 حديث،لومړى چاپ.(٢٦)هيثمي؛مجمع الزوايد: باب فضايل اهل بيت :9ټوك، 168مخ. (٢٧)حمويي؛ فرائدالسمطين: 2ټوك، 26باب، 120مخ. (٢٨)ابن اثير؛ اسدالغابه :5ټوك، 367 مخ  .

[43] . (رحمن ١٩\٢٠\٢۲)

[44] . وګورئ :(١)سيوطي؛الدرالمنثور تفسير:6ټوك، 158مخ او بل چاپ: 6ټوك، 142مخ .(٢)حافظ حسكاني؛شواهد التنزيل:2ټوك،209مخ،919حديث، لومړى چاپ او دويم چاپ 2ټوك: 212مخ.(٣) ابن مغازلي؛مناقب اميرالمؤمنين:339مخ، 390حديث.(٤)شيخ سليمان قندوزي حنفي؛ينابيع المودة: 39باب، 138مخ.(٥)ثعلبي؛په خپل تفسير كې:4ټوك، 289مخ.(٦)حافظ ابونعيم اصبهاني؛ما نزل من القرآن فى علي" : تر پورتني آيت لاندې .

(٧)شبلنجي؛نور الابصار: 101مخ.(٨)خوارزمي؛مقتل الامام حسين:112مخ.(٩)كراجكي؛ كنز الفوائد: 366مخ .

[45] . (تفسير روح المعاني٢٧\٩٣ )

[46] . ٥٦٥ مخ – ارمغان خوشحال

[47] . ارمغان ٦٣٧مخ

[48] .        ارمغان- ٨٠٤مخ


[49] . ( ارمغان ٥٦٩ مخ )

[50] نورې سرچینې یې دا دي: صحیح ترمذی، ۵/ ۶۶۳-۶۶۲، ۳۲۸ .مستدرک حاکم، د «فضیلت اصحاب» باب، ۳، /۱۰۹، ۱۱۰، ۱۴۸، ۵۳۳، حاکم لیکلي،چې دا حدیث د شیخینو( بخاري او مسلم) له نظره صحیح حدیث دی.سنن ابن ماجه، ۲،/۴۳۲.مسند احمد بن حنبل، ۳ / ۱۴، ۱۷، ۲۶، ۵۹،-  ۴،/ ۳۶۶، ۳۷۲-۳۷۰.فضایل صحابه، احمد بن حنبل، ۲، / ۵۸۵، ۹۹۰ ام ګڼه حدیث.خصایص نسایی، ۲۱، ۳۰ مخونه .صواعق المحرقه، ابن حجر هیثمی، ۱۱ فصل، ۱ برخه، ۲۳۰ مخ.کبیر طبرانی، ۳/ ۶۳-۶۲، ۱۳۷.کنزالعمال، متقی هندی، د اعتصام به حبل ا… فصل ۱/ ۴۴.تفسیر ابن کثیر، ۴/۱۱۳، د شوری سورت تر ۲۳ام آیت لاندې .طبقات الکبری، ابن سعد، ۲/ ۱۹۴، لبنان چاپ.الجمیع الصغیر، سیوطی، ۱،/ ۳۵۳ .مجمع الزوائد، هیثمی، ۹، / ۱۶۳.فاتح الکبیر، بنهانی، ۱/۴۵۱.جامع الاصول، ابن اثیر، ۱/ ۱۸۷.تاریخ ابن عساکر، ۵/ ۴۳۶.درالمنثور، حافظ سیوطی، ۲/ ۶۰.ینابیع المودة، قندوزی حنفی، ۳۸ مخ.


[51]  .١- مسندامام حنبل ١/٧٧.٢- ذخائرالعقبى ١٢٣ مخ. ۳- ابن مغازلى،المناقب ٣٧٠مخ .

[52] ( ابن حجر هيثمې شافعي الصواعق المحرقه ١٤٨مخ - قندوزي حنفي ينابيع المودة٢٢٦/٢٣٦-او٢٣٧مخونه- محب الدين طبرى شافعي ذخائر العقبي ١٧مخ )

[53] دصبان ،اسعاف الراغبين١٠٢ مخ. د شبلنجى پر نورالابصار حاشيه ده.  العثمانيه مصر چاپ. د ابن صباغ مالکي الفضول المهمة ٨مخ، الحيدريه چاپ،مصر د هيثمې  شافعي مجمع الزوائد٩/١٧٢.د شيخ يوسف نبهاني اشرف المؤبد٣١ مخ.


[54]  .حاکم نيشاپوري،مستدرک الصحيحين ٣/٢٨مخ. ابونعيم،حلية الاوليا١/٨٦ السعاده چاپ . ابن حجرعسقلاني،الا صابة. متقي هندي،کنزالمعال٦/٢١٧مخ (٩/٣٨حديث ). قندوزي حنفى ينابيع المودة، ٢١٤ مخ ( الحيدريه چاپ). ابن عساکر شافعي،دمشق تاريخ ٢/٩٥مخ ( ٥٩٦حديث). ابن الحديد معتزلي شافعي ،((شرح نهج البلاغه )) ٩/١٧٠مخ د مصر چاپ د محمد ابوالفضل له له څېړنې سره . خوارزمي،((مناقب)) ٣٤ مخ. طبراني په ((جامع الکبير)).  شيخ الاسلام ابراهيم حمويني،((فرائد السمطين)) ١/٥٣. ابن حجر شافعي،الصواعق المحرقه ١٠٥مخ، دمصردالميمنيه چاپ.د زرندي حنفي نظم در رالسمطين ٢٠٧ او ٢٠٨مخونه ،د شيخ سليمان قندوزي حنفي ينابيع المودة ١٦٩ او١٠٣ مخونه .


[55].ارمغان ٧١ مخ

[56] .د ابن اثيراسدالغابة ٣/١٣٧ .د سيوطي الدرالمنثور٢/٦٠.د متقي هندي کنزالمعال١/١٦٨(٩٥٨حديث) دويم چاپ. د ابن حجر شافعي الصواعق المحرقه  ٨٩- او١٣٦ مخونه د مصر دالميمنيه چاپ.  د هيثمي شافعي مجمع الزوائد ٩/١٦٣مخ . د قندوزي حنفي ينابيع المودة ١٣٧- او ٢٩٦مخونه .

[57] .د سيوطي شافعي احياً الميت ١١١مخ د شبراوي په الاتحاف حاشيه کې. د صبان شافعي اسعاف الراغبين ١٠٣مخ  د شبلنجي پر نورالابصارحايشه،العثمانيه چاپ. د قندوزي حنفي ينابيع الموده ٢٤٦/٢٧٢/٣٠٣- او٣٠٤مخونه،د اسلاممبول چاپ ترکيه.دهيثمي شافعي مجمع الزوائد٩/١٧٢ . د ابن حجر شافعي الصواعق المحرقه ١٣٨مخ الميمنيه چاپ مصر.

[58]  .د قاضى عياض الشفا دويمه برخه ٤٠ مخ د ١٣٢٨هه کال د آستانې چاپ . د شبراوي شافعي الاتحاف بحب الاشراف ٤مخ . د حمويني فرائد السمطين  ٢/٢٥٧ (٢٥٧حديث) .د قندوزي حنفي ينابع المودة ٢٢/٢٤١/٢٦٣مخونه ،ترکيه اسلامبول چاپ . دهيثمي شافعي مجمع الزوايد١٠/١٤٦ . د ابن صباغ مالکي الفصول المهه١٠٩مخ .د خوارزمي مقتل الحسين ١/٤٢مخ . د ابن مغازلي شافعي المناقب١١٩مخ (١٥٧ حديث) .د شيخ قندوزي حنفي ينابيع المودة ٢١٣/٢٧٠- او٢٧١ مخونه .


[59]  .د شيخ يوسف نبهاني جواهر البحار ١/٣٦١ .د قندوزي حنفي ينابيع المودة١٩٢/٢٧٧/٣٠٥مخونه .د محب الدين  طبرني شافعي ذخائرالعقبي  ١٨مخ. د سيوطي احيا الميت ١١١مخ د شبراوي پرالاتحاف حاشيه . د ابن حجر شافعي الصواعق المحرقه١٠٤ مخ .د حاکم نيشاپوري مستدرک  ( د حاکم ترمستدرک لاندې)

[60] (نساء/۵۹) 

[61] ١ـ  قندوزي حنفي ،ينابيع المودة٢٢٦/٢٣٦ .٢ـ  ابن حجر هيثمې شافعي،الصواعق المحرقه ١٤٨ مخ . ٣ـ محب الدين  طبري شافعي،ذخائر العقبى ١٧ مخ .

[62] (ينابيع المودة٣١١ مخ )

[63] (ينابيع المودة ٣١٨) .

[64] د ثقلينو حديث په لاندې کتابونو کې دى :

١ـ  صحيح مسلم ٧/١٢٢ .٢ـ  ترمذي سنن ٢/٣٠٧.٣ـ  دارمې سنن ٢/٤٣٢. ٤ـ  د امام حنبل مسند؛٣/١٤/١٧/٢٦/٤/٣٦٦-او٣٧١- ٥/١٨٢-او١٨٩مخونه . ٥ـ  خصائص علويه(نسائى)٢٠مخ .٦ـ  حاکم نيشاپوري، المستدرک ٣/١٠٩/ ١٤٨/ او ٥٣٣ مخونه . ٧ـ  متقي هندي،کنزالعمال ١/١٥٤.٨ـ  ابن سعد،الطبقات کبرى٢/١٩٤. ٩ـ  ابن اثير،جامع الاصول١/١٨٧.١٠ـ  سيوطي، جامع الصغير١/٣٥٣.١١ـ  هيثمې  ،مجمع الزوائد ٩/١٦٣ .١٢ـ  نبهانى،فتح الکبير١/٤٥١. ١٣ـ  ابن اثير،اسد الغابة ٢/١٢.١٤ـ  ابن عساکر،دمشق تاريخ ٥/٤٣٦.١٥ـ  ابن کثير،تفسير٤/١١٣.١٦ـ  التاج الجامع الاصول٣/٣٠٨.١٧—ابن حجر ، الصواعق المحرقه . ١٨ـ  ذهبى، تالخيص المستدرک .١٩ـ  خوارزمي حنفى والمناقب . ٢٠ـ  ابن مغازلي شافعي، المناقب .  ٢١- طبرانى،المعجم.٢٢- زين دحلان، السيرة النبويه (دعلي بن برهان الدين حلبي پرالسيرة الجليه حاشيه) .

[65]  (يس-١/٢آيتونه )،( واقعه ٧٧-٧٩آيتونه)

[66] (حشر٢١آيت )

[67] . ١ـ  ابن کثير،البدابة والنهاية ٥/١٨٣-٧/١٤٩. ٢—ابن سعد، الطبقات الکبرى٢/١٩٤ . ٣ـ  ابى يعلى،مسند ٢/٢٩٧. ٤ـ  جواهر العقدين ٢٣١- ٣٣٣مخونه . ٥ـ  دابن الجعد مسند٣٩٧مخ . ٦ـ  نسائى ،حضائص ٨٥مخ . ٧—امام احمد حنبل ،مسند٣/١٤.

[68] (عدالة الصحابه= پژوهشي در عدالت صحابه،٢٠٢مخ)

[69] ١ـ  متقى هندي،کنزالعمال ١/٤٤(له نسائي يې را اخستي دي).ترمذى له جابر(رض) اوهغه له رسول اکرم (ص) روايت کړى دى. ترمذى له زيد بن ارقم (رض) او امام احمد حنبل (مسند٥/١٨٢/١٨٩) په دوو لارو له زيد (رض) او له ابن ابي شيبه او ابويعلي او ابن سعد له ابي سعيد(رض) نه روايت کړى دى . ٢ـ  متقى هندي(١/٤٧ کنزالعمال) ٩٤٥حديث . ٣— حاکم نيشاپوري،السمتدرک ٣/١٤٨(په سم سند)٤ـ ذهبي ، تلخيص المستدرک.

[70] وګورئ : جامع الاحديث ٣/٤٣٠-٩٥٩١حديث ينابيع المودة ٣٧مخ .

[71] (فيض القدير٦/٢١٨، چې د جامع الصغيرشرح ده )

[72] (دعلامه اميني له الغدير١/٣٠٣-او ٣٩٨ را اخستل شوي دي).

[73] وګورئ: ١ـ د محب الدين طبرى شافعي(ذخائرالعقبى ٦٤مخ او((رياضى النضره)) ٢/١٠٢/-او٢٠٣مخونه )٢- ابن حجرشافعي، الصواعق المحرقه١٠٦ مخ .

[74] وګورئ:١ـ لسان الميزان ٦/١٩ ٢ـ  علامه عيني حنفي .مناقب  سيدنا على ١٥ مخ .

[75] (مناقب، اوم فصل ٤٤ او ٤٥ مخونه )

[76] (ارجح المطالب٤٥٤مخ )

[77] (شواهد التنزيل١/٢٩/٣٠، د بيروت چاپ)

[78] (زين الفتى فى شرح سورة اتى ١/٣٠٤/٢١٨ګڼه حديث)

[79]  .١ـ خوارزمي،مقتل الحسين٤فصل، ٤٥ مخ،٧ فصل،٥٢ مخ ،١٩فصل٢٣٨مخ . ٢ـ  حموينى، فرائدالسمطين  ١/٣٤٤ مخ ، ٢٦٦حديث . ٣ـ  زرندى حنفي ،نظم در رالسمطين ١٢٩ مخ .

[80]  .١ـ سيوطي، تاريخ الخلفا١/١٦٣دمصرچاپ ١/١٧٢.٢—ابن حجر،صواعق المحرقه،٧٦مخ . ٣ـ  قندوزى حنفى ،ينابيع المودة ٢٨٦ مخ اسلامبول چاپ. ٤ـ  محمد جمال الدين هاشمي  حنفي ،تفريح الحباب،٣٥١ مخ.

[81] وګورئ : ١ـ ثعلبي،قصص الانبياً ٥٦٦ مخ (له فضايل الخمسه ٢/٢٩٠نه نقل شوى ) .

[82] (متقي هندي،کنزالعمال ٥/٨٣١ )

[83] .١ـ  صحيح بخاري ٣/٨٠کتاب الحج ،باب کستوة الکعبه اوباب الا عتصام .٢ـ  ابى داود ،سنن١/٣١٧. ٣—ابن ماجه سنن٢/٢٦٩.٤ـ  بلاذرى،فتوح البدان ٥٥مخ . ٥ـ  زمخشري،ربيع الابرار ٤/٢٦.

[84] (کنزالعمال ٥/٨٣٤)

[85] ١ـ  قرطبي،الاستيعاب ٨/١٥٧ .٢ـ  ابن اثير،اسد الغابْة٤/٢٢.٣ـ  ابن حجر، الاصابة٧/٥٩ .٤ـ  ابن قيم جوزي،اعلان الموقعين١/١٥.٥ـ  ذهبي،تاريخ الاسلام ٢/١٩٩ . ٦ـ  سيوطي،تاريخ الخلفا ١٦٦-او١٧١ مخونه . ٧ـ   ابن سعدطبقات الکبرى ٢/٣٣٩ (دمصرچاپ).

[86] ١ـ  زمخشري،ربيع الابرار٥٩٥. ٢ـ  عبدالحميد ابن ابى الحديد معتزلي شافعي،شرح نهج البلاغه ٤/١٣٣ (څلور ټوکيزچاپ) ٣ـ خوارزمي،مناقب،اوم فصل،١٥١-او٢٥ مخونه . ٤— حموينى ،فرائد السمطين ١/٣٤٩. ٥ـ  صفوري،نزهة المجالس ٢/٢١١. ٦ـ  محمد مبين هندي،وسيلة النجاة،١٣٩مخ .

[87]  (روائح القرآن فى فضائل امناالرحمن د ١٢٧٨ س کال دلکنهوچاپ)

[88] ١— ابن جوزي،الازکياء ١٨مخ (دمصرچاپ) .٢ـ  فخررازي،اربين ٤٦٦مخ .٣ـ   ابن حجرقسطلاني،ارشادالساري (د صحيح بخاري شرحه ده ) ١٠/٩ له بغوي ،ابوداود ، نسائي اوابن حبان يې نقل کړي دي. ٤ـ  ابن عبدالبرقرطبي،الاستيعاب ٣/٣٩ اوداصابة ترچاپ لاندې ٨/١٥٧ .٥ـ فخررازي،تفسير٧/٤٨٤.٦—عسقلاني،فتح الباري (شرح صحيح بخاري) ١٢/١٠١. ٧ـ  ابن صباغ مالکي،فصول المهمه ١٨ مخ .٨ـ  امام احمد حنبل، فضائل على بن ابيطالب ٣٢٧ ګڼه حديث . ٩—ابن طلحه شافعي،مطالب السؤل٢/٥٦. ١٠ـ  عينى حنفي، مناقب سيدنا علي٤٦مخ . ١١—زرندي حنفي ،نظم دررالسمطين ١٢٩/١٣٠/١٣٢مخونه . ١٢—قندوزي حنفي ،ينابيع المودة ( ٧٠/٧٥/٤٤٨مخونه ) ابو محمد احمد بن محمد عاصمي .زين الفتى فى تفسيرسورة هل اتى ١/٣١٨/٢٢٥ګڼه حديث . علام عسکري،علي والخلفاء.

[89] وګورئ : (زمخشري،ربيع الا برار٣/٦٦ـ عبدالحميد ابن ابى الحديد معتزلي شافعي،شرح نهح البلاغه ١١/٢٥٣)

[90] وګورئ: ١—قرطبى،الاستيعاب ٢/٤٦٣.٢ـ  زرندي حنفي،دررالسمطين ١٣٤مخ . ٣— نبهاني،الشرف الموبد ٩٥مخ.

[91] وګورئ: خوارزمي،مناقب ،لسم فصل،٦٧مخ،دريم حديث.

[92] ابن عبدربه، عقدالفريد٥/٩٢- ١٠١اودمصرپه پخواني چاپ کې ٣/٤٢مخ .


[93] ( لطف الله صافى،منتخب الاثر،١٠-٥٨مخونه )

[94] (د پورته کتاب ٥٨-٦٤مخونه )

[95]  (د پورته  کتاب ٦٥-٩٦ مخونه)

[96] صحيح مسلم٧/١٢٢،ترمذى سنن٢/٣٠٧،دارمي سنن٢/٤٣٢،د امام حنبل مسند٣/١٤-١٧-او٢٦مخونه، حاکم نيشاپوري ،مستدرک٣/١٠٩

[97] حاکم،مستدرک ٣/٣٥١،ابن حجرشافعي الصواعق المحرقه٩١مخ ،ذهبي ميزان الاعتدال ١/٢٢٤.

[98] نجم١٦آيت

[99] د حاکم نيشابوري مستدرک الصحيحين ( ٣/١٤٩). حاکم زياتوي،چې دا حديث د سند له مخې سم دى؛خو بخاري او مسلم نه دې را اخستي.

[100] د طبراني معجم الکبير٢/٢٢،دګنجى شافعي کفاية الطالب ٣٧١مخ،دابن حجر الصواعق المحرقه ٩١مخ، د شيخ الاسلام حموينى فرائد السمطين ٢٠/٢٤٢.

[101] صبان،اسعاف الراغبين ١٠٢مخ ،ابن صباغ مالکي،الفصول المهمه ٨مخ ،هيثمي شافعي ،مجموع زوايد٩/١٧٢ .

[102] ابن اثير،اسد الغابه ٣/١٣٧، سيوطي،الدرالمنثور٢/٦٠ ،متقي هندي،کنزالمعال ١/١٦٧، قندوزي حنفي،ينابيع المودة ١٣٧ او٢٩٦مخونه .

[103] حاکم ،نيشابوري ، مستدرک ٣/٩٥ ،حمويني، فرايد السمطين ١/٥٣ ،متقي هندي ،کنزالمعال ٦/٢١٧ ،ګنجي شافعي،کفاية الطالب ٢١٤مخ ،قندوزي حنفي ،ينابيع المودة ١٢٦او٣١٣ مخونه .

[104] ابن حجر،الصواعق المحرقه ١٠٥ مخ، زرندي حنفي،نظم دررالسمطين ٢٠٧-او٢٠٨مخونه ، قندوزي حنفي ،ينابيع المودة ١٦٩-او ٣٠٧ مخونه .

[105] قندوزي حنفي ،ينابيع المودة، ٢٢٦،٢٣٦-او٢٣٧ مخونه ، ابن حجرهيثمي شافعي،الصواعق المحرقه ١٤٨ مخ ،محب الدين طبري شافعى ،ذخائرالعقبى ١٧مخ،

[106] صحيح ابوداوود ٧/١٣٤ باب خروج المهدي.

[107]  سيوطي شافعي، احياً الميت، ١١١مخ . صبان شافعي،اسعاف الراغبين ١٠٣ مخ . قندوزي حنفي ،ينابيع الموده ٢٤٦/٢٧٢/٣٠٣- او٣٠٤ مخونه . هيثمي شافعى ،مجمع الزوايد ٩/١٧٢.ابن حجرشافعي ،الصواعق المحرقه ١٣٨مخ .

[108] قاضي عیاض، الشفاء دویمه برخه ۴۰ مخ، شبراوي شافعي "الا تحاف بحب الاشراف" ٤مخ . حمويني ،فرائدالسمطين ٢/٢٥٧، قندوزي حنفي،ينابيع المودة ،٢٢-او ٢٤٧، قندوزي حنفي ،ينابيع المودة ، ٢٢-او ٢٤١ مخونه .

[109] هيثمي شافعي،مجمع الزوايد١٠/١٤٦،ابن صباغ مالکي،الفصول المهمه ١٠٩مخ ، خوارزمي،متقل الحسين ١/٤٢، ابن مغازلي شافعي،المناقب ١١٩ مخ ١٥٧حديث سيوطي،احياًالميت ١١٥ مخ، قندوزي حنفي ،ينابيع المودة ٢١٣ مخ .

[110] شيخ يوسف نبهاني،جواهرالبحار١/٣٦١ .حاکم نيشاپوري،مستدرک ٣/١٤٩ .ذهبي،تلخيص المستدرک (دحاکم ترمستدرک لاندې).قندوزي حنفي،ينابيع المودة ١٩٢/٢٧٧-او ٣٥٠مخونه . سيوطي،احياً الميت ١١١ مخ (دشبراوي پر الا تحاف حاشيه)


[111] . ارمغان ٨٠٤مخ

[112] وګورئ :کنزالعمال ؛1ټوک ،436 مخ .

[113] (کنزالعمال ؛1/439 )

[114] (کنزالعمال ،1/436،447 مخونه او همداسې 2/179 ) .

[115] کنزالعمال ؛لومړى ټوک ،440 او 449 مخونه او همداسې :2ټوک ،181 مخ )

[116] (کنزالعمال ،لومړى ټوک،438_439 او همداسې 448_449 مخونه . سنن نسايي ؛3ټوک ،50 مخ . کتاب الصلاة ،پر پېغمبر د درود د فضيلت باب . فرئد السمطين ؛لومړى ټوک،24 مخ .تاريخ بغداد،8ټوک،281 مخ .)

[117] (صحيح مسلم ،لومړى ټوک،306 مخ ،کتاب الصلاة،پر پېغمبر د درود باب . سنن ترمذي ،2ټوک،270 مخ. سنن نسايي ،3ټوک،50 مخ ،مسند طيالسي ؛لومړى ټوک، 283 مخ ،2122 حديث.رياض الصالحين؛381 مخ .اسباب التنزيل واحدي؛250 مخ . دراالمنثور؛سيوطي،5ټوک،218 مخ . تفسير قرطبي؛14 ټوک،294 مخ .)

[118] (کنزالعمال ؛لومړى ټوک،448_450 مخونه .)

[119] (سنن ابوداود ؛2ټوک،77 مخ ،1480 حديث .سنن ترمذي؛ د دعا کتاب،13ټوک،21 مخ .)

[120]  ( مسند احمد؛6ټوک،18 مخ . سنن نسايي ؛3ټوک،44 مخ . مستدرک حاکم؛لومړى ټوک،268 مخ . رياض الصالحين نبوي؛382 مخ .)

[121] (سنن ابن ماجه ؛لومړى ټوک،140 مخ ،400 حديث. )

[122] (کنزالعمال؛لومړى ټوک،438 مخ له طبراني .)

[123] ( مسند احمد لومړى ټوک؛٢٠١ مخ . سنن ترمذي ؛د دعا کتاب ،١٣ ټوک ،٦٢ او ٦٣ مخونه .) کنزالعمال؛ لومړى ټوک،٤٣٧ مخ له حسن نه په ظاهره غلط دى؛ځکه مولف په خپله ويلي دي :دا حديث يې له احمد،ترمذي ،نسايي او ابن حبان نه روايت کړى دى . ( ؛نو بايد له حسين نه وي )

دې حديث ته ورته نور حديثونه له عوف بن مالک ،حسن ،جابر،ابوهريره،او قتاده (رضي الله عنهم) نه د کنزالعمال د لومړي ټوک په ٤٣٦_ 438 او ٤٥٣ کې موندلاى شئ  او همداسې په درالمنثور تفسير؛٥ ټوک،٢١٨ مخ او رياض الصالحين؛٣٨٢ مخ .

[124] . وګورئ :(١) تفسير در المنثور ٥ټوک، ٢١٧ مخ .(٢) کنزالعمال ٢ټوک،١٧٦ مخ. دې حديث ته ورته يو حديث يې له ابن عباس (رض) نه هم  د لومړي ټوک په 438 مخ کې رانقل کړى دى او همداسې وګورئ : تفسير درالمنثور؛ 5ټوک، 218 مخ او ابن ماجه ؛294 مخ .


[125] . وګورئ :(١)مسلم؛صحيح :کتاب الصلاة:لومړى ټوک،305 مخ ،67 حديث.(٢)دارمي؛ سنن: لومړى ټوک،٣١٠ مخ.(٣)ابوداود؛ سنن :لومړى ټوک: ٢٥٨ مخ،٩٨٠ حديث.(٤) نسايي؛ سنن :٣ ټوک،٤٥_٤٧ مخونه.(٥)ترمذي؛سنن: کتاب تفسير، د احزاب د سورت تفسير ٢/ ٩٥ .(٦) امام مالک؛ موطاء: ١/، ١٦٥ _١٦٦ .(٧)احمد بن حنبل؛ مسند ٥/٢٧٤ مخ او همداسې ٤ /١١٨ .(٨)کنزالعمال ٢/١٨٢ .(٩)قرطبي؛ تفسير ٤/٢٣٣ . (١٠)تفسير درالمنثور ٥/٢١٦ او ٢١٧.(١١)ابن کثير؛ تفسير ٣ /508 .(١٢)تفسير خازن 3/٤٧٧ .(١٣)مستدرک الصحيحين :١/٢٦٨ .(١٤)بيهقي؛ سنن  ٢/٣٧٨ .

[126] ( صحيح بخاري؛د تفسير کتاب:د احزاب د سورت تفسير،٣ ټوک،١١٩ مخ او د دعوات کتاب،٤ټوک،٧٢ مخ . سنن نسايي ؛٣ټوک،٤٩ مخ . سنن ابن ماجه ؛لومړى ټوک،٢٩٢ مخ ،٩٠٢ حديث. مسند احمد؛٣ټوک،٤٧ مخ . تفسيردرالمنثور؛٥ټوک،٢١٧ مخ .)

[127] (تفسير طبري؛د احزاب د سورت تفسير،22 ټوک،31 مخ . تفسير درالمنثور؛٥ټوک،٢١٦ مخ .)

[128]  ( سنن نسايي ؛کتاب سهو،٣ټوک،٤٩ مخ )

[129] ( سنن نسايي ؛کتاب سهو:٣ ټوک،٤٨ مخ . مسند احمد؛ لومړى ټوک، ١٦٢ مخ )

[130] ( کنز العمال؛٢ټوک،١٧٦ مخ . تفسير درالمنثور؛5ټوک،٢١٦ مخ )

[131] ( صحيح بخاري؛کتاب بدء الخلق؛٢ټوک،١٥٩ او ١٦٠ مخونه او د تفسير کتاب :د احزاب د سورت تفسير،٣ټوک،١١٩ مخ  او کتاب الدعوات،٤ټوک،٧٢ مخ. صحيح مسلم،کتاب صلاة :لومړى ټوک،٣٠٥ مخ ،٦٦ حديث.سنن ابوداود،لومړى ټوک،٢٥٧ مخ،٩٧٦ حديث. سنن دارمي؛لومړى ټوک،٣٠٩ مخ . سنن نسايي؛٣ټوک،٤٧ او ٤٨ مخونه .سنن ترمذي؛٢ټوک،٢٦٨ مخ. سنن ابن ماجه ،٩٠٤ حديث.مسند احمد؛٤ټوک،٢٤١_٢٤٤ مخونه. تفسير قرطبي؛١٤ټوک،٣٣٤ مخ. تفسير درالمنثور؛٥ټوک،٢١٥ او ٢١٦ مخونه. کنزالعمال؛ ٢ټوک،١٨٠ مخ . تفسير ابن کثير،٣ټوک،٥٠٧ مخ .)

[132] ( مسند احمد ؛٥ټوک،٣٥٣مخ . تفسير درالمنثور؛٥ټوک،٤٤٢ مخ )

[133] ( کنزالعمال؛لومړ‌ى ټوک،٤٤٢ مخ )

[134] کنزالعمال؛٢ټوک،١٨٢ مخ او همداسې لومړى ټوک،٤٤٣ مخ .


[135] صحيح مسلم( ٦/٢) د مصر چاپ.

[136] ( ينايع المودة،٣٠٨مخ اوم چاپ)

[137]  (منتخب الاثر ١٠١ مخ )

[138] (نسا/۵۵)

[139]  (ينابيع المودة ٧٦ باب )

[140] ( شوری/۲۳)

[141] (مسايل کابل ٥٥ – ٥٩ مخونه )

[142] صراط الحق (٣ټوک ٢٨٨ مخ )

[143] (مسايل کابل – ٥٧ مخ )

[144] د امام احمد حنبل مسند ٥/٩٢

[145] مسند  ٤/٥٠١

[146] (مائده/١٢آيت)

[147]ابن حجرعسقلاني شافعي، الاصابة ١/٥٤١(مصطفى محمد چاپ) .قندوزى حنفي،ينابيع المودة ١٢٦-او١٢٧ مخونه (اسلام مبول چاپ ) . خوارزمي،المناقب ، ٣٤ مخ (الحيدريه چاپ). متقي هندي،کنزالمعال ٦/١٥٥ ( ٢٥٧٨حديث) . متقي هندي، منتخب کنزالمعال ٥/٣٢ ( امام حنبل مسندحاشيه) .

[148]ابو نعيم،حلية الا ولياً ٤/٣٤٩-٣٥٠ .هيثمې  ،مجمع الزوايد٩/١٠٨ . شيخ الاسلام ابراهيم حموينى ،فرائد السمطين ١/٥٥ . .ابن عساکر شافعي،له دمشق تاريخ نه ترجمة الامام على بن ابيطالب ٢/٩٩(٦٠٢)ګڼه حديث . متقي هندي، کنزالمعال٦/١٥٥(٢٥٧٧حديث) . متقي هندي، منتخب کنزالمعال ٥/٣٢ . حاکم نيشاپوري،مستدرک ٣/١٢٨ (په سم سند)

[149] ( الف) : وګورﺉ:ابن مغازلى شافعي،المناقب ٢٣٠مخ ( ١٢٧٧-او ١٢٧٩ احاديث ). هيثمي ، مجمع الزوايد٩/١٠٨ . شيخ سليمان قندوزي حنفي،ينابيع المودة ٢٣٧ مخ(السلامبول چاپ) .ابن عساکر، ( له دمشق تاريخه) ترجمة الامام على بن ابيطالب ٢/٩٣(٥٩٤-او ٥٩٥- احديث )حموينى،فرايد المسطين ١/٢٩١.متقي هندي،کنزالمعال ٦/١٥٤(٢٥٧٦حديث) .متقي هندي ، منتخب کنزالعمال ٥/٣٢.(ب) :  منتقي هندي،منتخب کنزالمعال ٥/  ١٥٥(٢٥٧٦حديث).ابن عساکر شافعي ( له دمشق تاريخه) ترجمة الامام على بن ابيطالب ٢/٩١( ٥٩١حديث). وګورﺉ:قندوزي حنفي،ينابيع المودة، ٢٨٥مخ ( اسلامبول چاپ) . ابن حجر شافعي،الصواعق المحرقه ٧٥ مخ دنهم باب دويم فصل وروستۍ برخه( د الميمنيه چاپ) .


[150] . د خوشال ارمغان ارمغان ٦٣٧ مخ

[151] .       ارمغان ٦٢٣مخ

[152] . ارمغان ٦٣٧

[153] . ارمغان ٦٣٧مخ

[154] . په دې باب لاندې کتابونو ته مراجعه وکړئ: ١ـ  سبط ابن جوزى حنفي،تذکرة الخواص ٣٠ مخ . ٢ـ  علامه اميني،الغدير١/٩ .٣—زين دحلان،السيرة النبويه ٣/٣(دحلبي شافعي پرالسيرة الحلبيه حاشيه)دغديرحديث له بېلابېلو لارو نقل شوى دى : ١ـ  امام حديث حنبل له ٤٠ لارو. ٢—ابن جريرطبرى له ٧٢ لارو. ٣ـ  جزرى مقرى له ٨٠ لارو . ٤—ابن عقده کوفى له١٠٥ لارو. ٥—ابوسعيد سجستاني له ١٢٠ لارو. ٦ـ  ابوبکر جعابي له ١٢٥ لارو. ٧—محمد اليمنى له ١٥٠لارو . ٨—ابوالعلاعطارهمدانى له ١٥٠ لارو . ٩—مسعود سجستاني په ١٣٠٠ سندونو روايت کړى دى.

[155] (تسترى،احقاق الحق ٦/٢٩٠)

[156] (البيطالبوالنهايه٥/٢٣٤-٢١٤)

[157] (الف ) علامه مناوي،(( التيسيرفى شرح الجامع الصغير)) ٢/٤٤٢. (ب) علامه عزيزى((شرح الجامع الصفير)) ٣/٣٦٠

[158]  دا له لاندې کتابونو نقل  شويدي : ١ـ  ابن اثير، اسد الغابة ٣/٢٧٤. ٢—ابن حجر عسقلاني،الاصابة ٢/٣٨٢. ٣ـ  ابن طاووس، طرائف ١٤٠ مخ .

[159] (الف) اسنى المطالب ٣ مخ . (ب) اسمې  المناقب فى تهذيب اسنى المطالب ٢٥ مخ .

[160]فتح المبين فى فضايل الخلفاًالراشدين٢/١٦١-١٦٢د زيني دحلان پرسيرة النبويه حاشيه چاپ.

[161]١ـ  دامام احمد حنبل ،مناقب حضرت علي (ک) .٢ـ  سمعاني،فضايل الصحابه . ٣—خطيب خوارزمي، مقتل الحسين. ٤ـ  خوارزمي،مناقب ١٩ مخ . ٥—ابن عساکر، له دمشق تاريخچه دامام علي برخه ٢/٧٩(٥٨١ګڼه حديث) ٦ـ  محب الدين طبرى ( رياض النظره٢/١٦١دمصرچاپ او ٢/٢٤٤دبيروت چاپ ذخائرالعقبى ٦٧مخ ) ٧ـ  ابن کثير، البداية والنهايه ٥/٢١٣-او٧/٣٤٩دمصر چاپ او ٣٥٠ مخ دبيروت چاپ.٨ـ  قندوزي حنفي،ينابيع المودة ٢٩٧مخ . ٩- خواجه پارسا،فضل الخطاب. ١٠ـ  محمد صالح کشفي ترمذى ،مناقب المرتضويه ١٢٥ مخ دبمبيي چاپ.١١ـ  محمد مرتضى زبيدي، لئالي المنتشره فى الاحاديث المتواتره، ٢٠٥مخ. ١٢— احمد بن محمد صديق عماري،تشنيف الاذان ٧٧مخ . ١٣ـ  امرتسرى حنفي،ارجح المطالب ٤٢٥- او ٥٦٥مخونه .

[162](رياض النضره ٢/١١٥)

[163] (الصواعق المحرقه ١٠٦مخ )

[164]١ـ  خوارزمي،المناقب ٩٧مخ . ٢ـ  طبرى،رياض النظره ٢/١١٥ . ٣ـ  ابن حجرشافعي،الصواعق المحرقه ٢٦مه . ٤ـ  زرقاني مالکي،شرح المواهب اللدينه، ١٣مخ . ٥ـ  علامه قلندري،روض الازهر،٣٦٦مخ (لکهنو چاپ). ٦- فتح المبين ١/١٧١-او٢/١٦٢(دزيني دحلان پر سيرة النبو په حاشيه) .

[165] (مناب سيدنا علي ٢٦مخ، ١٢٦حديث)

[166] (معارج/۱- ۳)

[167] . ( ارمغان – ٦٣٧ مخ )

[168] . (ارمغان ٥مخ)

[169] . (ارمغان ٥مخ)

[170] .    ( ارمغان – ٦٣٧ مخ )

[171] (التوبه/19)

[172] (توبه/۲۰، ۲۱)

[173] . ارمغان ٤٣٠ مخ

[174] ( شيخ سلېمان قندوزي حنفي،ينابيع المودة ٧٠ مخ)

[175]  ( محب الدين  طبرى شافعي،رياض النضره ٢/٢١٤)

[176]ابن عساکردمشقي،دمشق تاريخ٢/٤٦٤ نه تر٩٩٧-احاديثو پورې).ابوعبيدالله حاکم حسکاني حنفي،شواهد التزيل١/٣٣٤(٤٥٩حديث). حاکم نيشابوري،المستدرک الصحيحين ٣/١٢٦/١٢٧(په سم سند). حافظ خطيب بغدادي،دبغداد تاريخ٤/٣٤٨-او١٧٢مخونه او١١/٤٨/٤٩مخونه. ابن اثير،اسد الغابة٤/٢٢.

[177] صحيح ترمذى٥/٣٠١(٣٨٠٧حديث).ابونعيم،حلية اولالياً١/٦٣.ابن مغازلي شافعي،المناقب ٨٧(١٢٩ حديث) .

[178] .صالحي الشامي، سبل الهدى والرشاد ۱۱/ ۲۹۷ .متقي هندي ،کنزالعمال ٦/١٥٣(حديث) . سيوطي،الجامع الصغير٢/٥٦(دمصرالميمنيه چاپ) . ابن حجرشافعي،الصواعق المحرقه ٧٥ مخ (دمصرالميمنيه چاپ). شيخ سلېمان قندوزي حنفي،ينابيع المودة،١٨٥/٢٥٧/٢٨٤مخونه د اسلامبول چاپ .

[179] (ينابيع المودة ٧٤ مخ،د نجف چاپ)

[180] (الصواعق المحرقه ٧٦مخ )

[181] (صبحى صالح)١٨٩ خطبه (وينا)

[182] (کنزالمعال٦/٤٠٥)

[183] (الاستيعاب٢/٤٦٢)

[184] (اسد الغابة ٤/٢٢)

[185] (الصواعق المحرقه ٧٦مخ)

[186] (رياض النضره ٢/١٩٨)

[187] (مسند١/١٩٩)

[188] (المناقب٥٠مخ )

[189] ( فتح المک العلى ٥٥ مخ )

[190] ( الاستيعاب ٢/٤٤٢)

[191] (منتخب کنزالمعال ٥/٣٣)

[192]  (الصواعق المحرقه ٧٦مخ )

[193] (الاستيعاب٣/٣٨/٤٠)

[194] ( المناقب ٣مخ )

[195] (مستدرک الصحيحين ٣/١٠٧)

[196] (الاستيعاب٢/٤٦٦)

[197] ١ـ  احمد بن شعيب بن علي نسايي[197]. ٢ـ  ابن حجر شافعي (الصواعق المحرقه ٧٢مخ ) . ٣ـ  ابن حجر عسقلاني شافعي (فتح الباري ٦/١) . ٤ـ  شبلنجي ،نورالابصار٧٣مخ .

[198] ( الصواعق المحرقه ٧٦مخ )

[199] (الاستيعاب ٣/٣٨/٤٠)

[200] (الاستيعاب٣/٢٦/٦٧)

[201]  (ينابيع المودة ١٤ باب ٦٥ مخ )

[202] (ډاکتر سيد محمد تیجاني تونسي،ثم اهتديتم  (فارسي ژباړه ٢٢٣ مخ )


(ارمغان ٥مخ

[204] . (ارمغان ٥مخ)

[205] (حجرات/۹)

[206] . ارمغان ٦٣٧ مخ

[207] .  ارمغان ٦٣٧مخ

[208] . ارمغان ٦٣٧ مخ

[209] ( رعد؛7)

[210] ( سجده؛17)[سمول]

[211] (هود؛17)

[212] (تحريم /4)[سمول]

[213] ( الحاقه ؛12)

[214] (بقره/274)

[215] (مريم؛96)

[216] (بينه؛7)

[217] ( توبه ؛19)

[218] (صافات /٢٤)

[219]  (مائده : ٥٤ )

[220] (توبه :١١٩)

[221] (نحل : ٤٣)

[222] (انبياء : ٧)

[223]  ( توبه:٢)

[224] (تين :٧)

[225]  (قصص/٦١)

[226] (زمر:٢٢)

[227] (احزاب/٢٣)

[228] (زمر/٣٣)

[229]  (رحمن :٢٠،١٩،٢١)

[230] (عصر)

[231] ( جاثيه :٢١)

[232]   (فرقان :٥٤)

[233] (احزاب/٥٨)

[234] (مطففين:٢٩ )