ويکيليکس

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
ويکيليکس
انټرنټي پته http://www.wikileaks.org‎
د وېبځي ډول د پټو او محرمو اسنادو او سرچينو خونديځ
د کارولو وړ ژبه(ژبې) انگرېزي، خو د نورو بېلابېلو ژبو لاسوندونه هم لري
خاوند
بنسټ ايښودونکی یادکرد وب
د پېل نېټه ۲۰۰۶ کال

ويکيليکس (په انگرېزي: WikiLeaks) يو نړيوال بې گټې رسنيز تنظيم او د محرمو لاسوندونو خونديز دی چې د ورکنومو افشا کوونکو لخوا نايابه او نامهيا لاسوندونه چې د نورو لخوا دې وېبځي ته ورکول کېږي او يا يې پخپله د خپلو پټو سرچينو په مرسته لاسته راوړي، د نورو رسنيو او ټولو نړيوالو په وړاندې برملا کوي. دا وېبپاڼه په ۲۰۰۶ ز. کال کې جوړه شوې چې د سن شاين پرېس (The Sunshine Press) لخوا چلېږي.[۱] د دغه وېبځي د جوړېدو په لومړني کال کې د دغې پاڼې بنسټگر ادعا وکړه چې ويکيليکس يو داسې توکبنسټ لري چې له ۱،۲ ميليون نه ډېر لاسوندونه لري.[۲]

د ويکيليکس موخه

ويکيليکس وايي چې ددوی تر ټولو لومړنۍ پزړه پورتيا په اسيا کې د ځورواکو د رژيمونو مالومات بربنډول دي . په دغه کې د پخواني متحدې روسيې هېوادونو برخې ، د سهارا افریقايي هېوادونو برخې، او منځنۍ اسيا برخې راځي . همدارنگه وايي چې په دغه موخه د ټولو سیمو دهغو خلکو لپاره مرستياله وگرځي کوم چې د غیر اخلاقي بې انصافیو ښکار شوي دي او غواړي چې د هغوی د بډو وهونکيوچارواکو ، زورواکو او مصلحتي حکومتونو مخ ورته بربنډ شي . د ٫٫ده نیويارکر (The New Yorker) لخوا په يوې مقالې کې راغلي ؤ٬٬ د ۲۰۰۷ کال په جنورۍ کې همدې وېب پاڼې د ۱.۲ میلیونه شاوخوا پټو لاسوندونو د بربنډېدو او خپرېدو خبر ورکړ.

سرچينې

  1. "Wikileaks has 1.2 million documents?". WikiLeaks. مؤرشف من الأصل في ۱۶ فبروري ۲۰۰۸. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ فبروري ۲۰۰۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)