ويتكېويچ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
و اصلی برخی ته ورشی د پلټنې ځای ته ورټوپ کړی

روسى افسر ، څارگر ، سيلاني او په كابل كې د روسيې لومړنى سفير “ ايوان ( يان ) ويكتوروويچ ويتكېويچ “ په ۱۸۰۸ ز كال په ويلنو كې زېږېدلى دى . دى په خټه پولنډى وو . ده د ويلنو په جمنازيا كې زده كړې وكړې . په ۱۸۲۳ ز كال كې يې د روسي ټولواكمنۍ د حكومتي ضد يوه سازمان كې ، چې “ تور وروڼه “ نومېده ، غړيتوب تر لاسه كړ او له همدې لامله د امپراتوري چارواكو له خوا ونيول شو او محكمې ته معرفي شو . محكمې ده ته دا سزا وټاكله ، چې د جبري سرتېري په توگه به خدمت كوي ، خو د چوپړ وخت به يې د خدمت په موده كې نه شمېرل كيږي . هغه وو چې د سرتېري په توگه جزايي ارينبورگ ته ولېږل شو او د ۱۸۲۴ ز كال له مارچ نه يې د “ اورسك “ د كلا په پېنځمه شمېره كنډك كې پوځي دنده پيل كړه . “ ويتكېويچ “ د ژبو د زده كړې په برخه كې د استعداد له بركته په لنډ مهال كې پارسي ژبه او د توركي ژبو ځينې لهجې زده كړې . په ۱۸۲۹ ز كال كې “ ويتكېويچ “ له اوڅار الماني پوه او سيلاني “ الكساندر هومبولدت “ سره وپېژندل او يو څه موده په روسيه باندې د هومبولدت د سفرونو پر مهال له ده سره د ژباړن په توگه ملگرى وو . په ۱۸۳۰ ز كال كې هومبولدت د ارينبورگ له پوځي والي نه او په سانت پيتر بورگ كې له چارواكو نه هيله وكړه ، چې ويتكېويچ ته د افسرۍ رتبه وركړي ، هغه وو ، چې ويتكېويچ ته د ټيټو افسرانو يوه رتبه وركړ شوه . په ۱۸۳۱ ز كال كې ويتكېويچ ته د ارينبورگ په سرحدي كميسيون ( د روسيې د باندينيو چارو د وزارت يوه څانگه ) كې دنده وركړ شوه او د ۱۸۳۲ ز كال په مى كې ورته د بريدمن ( بريدگي ) رتبه وركړ شوه . ويتكېويچ د ژباړونكي پر دنده سربېره څارگريزې او ديپلوماتيكې چارې هم ترسره كولې . همدا راز يې د افسر په توگه له سرحدي داړه مارو ډلو سره په وسله والو نښتو كې هم برخه اخيسته . د ۱۸۳۵ ز كال د نوامبر په ۹ ويتكېويچ له يوه كاروان سره د قازاقي دښتو له لارې د بخارا په لور وخوځېد او د ۱۸۳۶ ز كال د جنوري په دويمه بخارا ته ورسېد . نوموړي په بخارا كې د منځنۍ اسيا د سياسي حالاتو ، د منځنۍ اسيا د خانيو ترمنځ د اړېكو ، د روسيې په اړه ددغو خانيو د مشرانو د نظرياتو او د منځنۍ اسيا په لور د برتانوي هڅو په اړه د مالوماتو پر راټولولو بوخت وو . ويتكېويچ په بخارا كې له انگرېزي سياسي څارگر ( ايجنټ ) نظام الدين سره ، چې دا مهال په بخارا كې وو ، وكتل . نظام الدين د لويې برتانيا لپاره د سياسي كشف او څارگرۍ كار پر مخ بېوه . ويتكېويچ د بخارا د امير له جگپوړو مامورينو سره د بېلابېلو مسئلو ، له هغه شمېر نه په بخارا كې د روسي يرغملو د راخلاصولو په اړه ستونزمنې خبرې وكړې ، همدا راز يې د روسيې او بخارا ترمنځ د سوداگريزو اړېكو د ټينگښت په اړه هم ورسره خبرې وكړې . ويتكېوېچ په بخارا كې د افغان واكمن امير دوست محمد له سفير ميرزا حسين علي سره وكتل ، چې وروسته دواړه يو ځاى د ۱۸۳۶ ز كال د اپرېل په ۱۸ لومړى ارېنبورگ ته او بيا د همدغه كال د جولاى په دويمه سانت پيتربورگ (د روسيې پلازمېنې ) ته ورسېدل . كله چې ويتكېويچ د بخارا له سفر نه راستون شو ، نو د روسيې د ارېنبورگ د والي جنرال “ واسيلي الكسېېويچ پېروفسكي “ د ياور په توگه وټاكل شو . په سانت پيتربورگ كې ويتكېويچ په هغو پټو خبرو اترو كې د ژباړونكي په توگه دنده لرله ، چې د افغان امير د سفير او د روسي چارواكو ترمنځ يې د ۱۸۳۷ ز كال د مى تر مياشتې پورې دوام درلود . نوموړى په ۱۸۳۷ ز كال كې د تيفليس او پارس له لارې له ديپلوماتيكې دندې سره افغانستان ته واستول شو . په پارس كې يې له روسي سفير سردار “ سيمونيچ “ سره ، چې د امير دوست محمد د انگليسي ضد مبارزې ملاتړ كوونكى وو ، وكتل او ويتكېويچ له تهران نه له كازاكي بدرگه كوونكې ډلې سره په پټه افغانستان ته وخوځېد . روسى سفير ويتكېويچ كابل ته پر لاره په ناڅاپي ډول له انگرېز افسر او څارگر “ هنري راولينسن “ سره مخامخ شو . راولينسن سملاسي د انگرېزي ځانگړو دندو منځۍ ته خبر وركړ ، چې روسى سفير كابل ته استول شوى او اوسمهال پر لاره دى . ويتكېويچ د ۱۸۳۷ ز كال په پاى كې كابل ته ورسېد . يان ويتكېويچ په كابل كې له انگليسي څارگر او ديپلومات “ الكساندر برنس “ سره وپېژندل . برنس د افغان امير په دربار كې د انگرېزۍ ديپلوماتيكې استازۍ مشر وو . ويتكېويچ وكولاى شول ، چې د افغان امير لېوالتيا د روسيې په گټه راجلب كړي ، په داسې حال كې چې الكساندر برنس ته ددې كار برعكس دنده وركړ شوې وه . هغه وو چې په كابل كې د ويتكېويچ بريالۍ خبرې اترې د لويې برتانيا د حكومت تر فشار لاندې غوڅې شوې . روسي حكومت نه غوښتل ، چې د روسيې او برتانيا ترمنځ اړېكي خړ پړ شي ، نو يې ويتكېويچ له كابل نه راوغوښت او هغه تړون ، چې ويتكېويچ لاسليك كړى وو ، د هغه له منلو نه يې ډډه كړه . له دې نه وروسته لويې برتانيا د افغان او انگليس لومړۍ جگړه پيل كړه ، چې موخه يې د افغان امير راپرزول وو . ويتكېويچ افغانستان ته د سفر په بهير كې له ټولو راټولو كړيو توكو سره د ۱۸۳۹ ز كال د مى د مياشتې په لومړۍ نېټه سانت پيتربورگ ته راستون شو او د “ مالايا مرسكايا “ په كوڅه كې د “ پاريس “ په نامه مېلمستون كې ځاى پر ځاى شو . د ۱۸۳۹ ز كال د مى په ۹ ، يان ويتكېويچ په خپله كوټه كې مړ وموندل شو . د كوټې پر غولي يې يوه توپانچه پرته وه او له همدغې توپانچې نه يې گولۍ پر سر لگېدلې وه . په بخارۍ كې د سوځول شويو كاغذونو ايرې پرتې وې . هغه لاسوندونه ، چې ويتكېويچ له ځان سره روسيې ته راوړي وو ، هېچيرې ونه موندل شول . يوازې له مړينې نه لږ مخكې يې لنډ يادښت خپلو ملگرو ته ليكلى او پرې اېښى وو . په رسمي ډول داسې گڼل كيږي ، چې ويتكېويچ ځان وژنه وكړه او ټول هغه كاغذونه ( لاسوندونه ) چې له ځان سره يې راوړي ول ، هغه يې مخكې له مخكې په بخارۍ كې سوځولي وو . خو بايد وويل شي ، چې د ويتكېويچ د ځان وژنې د موضوع په اړه ډېر خلك شكمن ول ، ځكه خو دده د مړينې په اړه داسې هم ويل كېدل ، چې دى د بل چا له خوا وژل شوى دى ، چې لامل يې دده په دنده پورې تړاو لري .

اخځونه[سمول]

  1. http://ru.wikipedia.org/wiki/Виткевич,_Иван_Викторович