وليام ټيکمسه شرمن
وليام ټيکمسه شرمن | |
---|---|
د شخص معلومات | |
پيدايښت | ۸ فبروري ۱۸۲۰[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹] |
مړینه | 14 فبروري 1891 (71 کاله)[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸] نيويارک [۱۰] |
د مړینې لامل | سینه بغل |
تابعیت | د امریکا متحده ایالات |
ګوند | جمهوري غوښتونکی ګوند (متحده ایالات) |
عملي ژوند | |
تعلیم | د متحده ایالاتو پوځي اکاډمي |
کار/مسلک | پوځي افسر ، قانونپوه ، ليکوال [۱۱] |
کاروونکي ژبه(ي) | انګليسي ژبه [۱۲] |
پوځي خدمت | |
وفاداري | د امریکا متحده ایالات |
مقام | تورن جنرال |
جګړه/جګړې | د امریکا کورنۍ جګړه |
لاسليک | |
سمول |
وليام تيکمسه شرمن (8 فبروري 1820 – 14 فبروري، 1891) يو امریکايي سرتيری، سوداګر، ښوونکی، او ليکوال و. نوموړي د امريکايي کورنۍ جګړې (1861 - 1865) پر مهال د اتحادي پوځ د جنرال په توګه خدمات تر سره کړل، او د خپلې پوځي ستراتيژۍ د مشرۍ تر څنګ د کانفدرالي ايالتونو پر ضد د سوکړه کړې ځمکې تګلارو (دا د جګړې يوه تګلاره وه چې د دوښمن هر څه له منځه يوسي) پر سختوالي د نيوکو له امله يې شهرت پيدا کړ، کومې تګلارې چې هغه د کانفدرالي ايالتونو (دا توطئه ګر ايالتونه يا د جلا شويو ايالتونو اتحاد ته اشاره کوي) پر ضد پلې کړې وې. برتانوي پوځي انديال او تاريخ پوه «B. H. Liddell Hart» اعلان کړې چې شرمن "د امريکايي کورنۍ جګړې تر ټولو اصل نابغه" او "لومړی عصري جنرال" و.[۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]
نوموړی په «اوهايو» کې له سياسی اړخه يوه نوميالۍ کورنۍ کې زېږېدلی و، شرمن په 1840ز کال کې په «ويسټ پواينټ» کې د متحده ايالاتو د پوځي اکاډمۍ څخه فارغ شوی و. نوموړي په 1853ز کال کې خپل پوځي مسلک کې وقفه راوسته، تر څو خصوصي سوداګرۍ پر مخ يوسي، خو ډېر بريالی نه و. په 1859ز کال کې، نوموړی د «لوزيانا» ايالت د زده کړې او پوځي اکاډمۍ د علمي مرکز (اوس د لوزيانا ايالتي پوهنتون دی) سرپرست وټاکل شو، او کله چې «لوزيانا» له اتحاديې څخه جلا شو، نو له دې دندې يې استعفاء ورکړه. شرمن لوېدېځ محاذ ته له تبديلۍ مخکې په 1861ز کال کې د «بل رن» په لومړۍ جګړه کې د رضاکارانو د يو پوځي غونډ مشري وکړه. نوموړی په «کينټاکي» کې وګومارل شو، چېرته چې د جګړې د ليدلوري په اړه د نوموړي کرکې له ويجاړۍ سره مخ کړ او له همدې امله د لنډې مودې لپاره رخصت شو. له ښه کېدو وروسته نوموړي له جنرال «Ulysses S. Grant» سره نږدې شراکت جوړ کړ. شرمن په 1862 او 1863ز کلونو کې د «فورټ هنري» او «فورټ ډونلسن» په جګړو، د شيلو په جګړه کې، کومې جګړې چې د «مسيسيپي» د سيند په څنډو کې د «وکسبرګ» د کانفدريټ د پیاوړي مرکز د سقوط لامل وګرځېد، او د «چټانوګا» په جګړه، چې د «ټينيسي» په ايالت کې د «کانفډريټ» پوځونو په تيت پرک کېدو سره پای ته ورسېد، د ګرانټ تر مشرۍ لاندې پوځي خدمات وړاندې کړل.[۱۸]
په 1864ز کال کې، کله چې «ګرانټ» د اتحادي پوځونو د عمومي مشر په توګه د خدماتو وړاندې کولو په موخه ختيځ محاذ ته ولاړ، شرمن په لوېديځ محاذ کې د قوماندان په توګه د نوموړي ځای ناستی شو. نوموړي د اتلانتا د ستراتيژيک ښار د نيولو مشري وکړه، دا يوه پوځي بريا وه چې د ولسمشر ابراهم لنکن په بيا انتخاب کېدو کې يې مهمه ونډه درلوده. وروسته د جورجيا او کيروليناس له لارې د شرمن مشهور "د سيند پر لور تګ" کې ډېرې کمې جګړې وشوې، خو پوځي او ملکي زېربناوې پکې ډېرې ويجاړې شوې، دا يوه منظمه تګلاره وه چې موخه يې د کانفدراسيون له خوا د جګړې د دوام د وړتيا او هيلې کمزورې کول و. شرمن د 1865ز کال د اپريل په مياشت کې په کروليناس، جورجيا، او فلوريډا کې د کانفدريټ د ټولو پوځونو تسليمي ومنله، خو د متحده ايالاتو د جګړې وزير «ايډون اسټينټن» هغه شرايط ډېر سخت وبلل چې شرمن ورباندې مذاکرات کړي وو، او هغه جنرال ګرانټ ته حکم وکړ چې دا شرايط تعديل کړي.
کله چې «ګرانټ» په 1869ز کال کې د متحده ايالاتو ولسمشر شو، شرمن د پوځ د قوماندان جنرال په توګه د هغه ځای ناستی وګرځېد. شرمن له 1869څخه تر 1883ز کال پورې په دې دنده کار وکړ، او په هندوستاني جګړو کې د متحده ايالاتو د پوځ د ښکېلتيا مسئولیت يې درلود. نوموړي په ثبات سره د ګوند په سياست کې د شموليت څخه انکار وکړ، او په 1875ز کال کې يې خپل يادښتونه خپاره کړل، کوم چې د کورنۍ جګړې د لومړي لاس تر ټولو غوره پېژندل شويو روايتونو څخه يو دي.[۱۹]
د ژوند لومړي کلونه
[سمول]شرمن د هاکنګ سيند له څنډو سره نږدې د اوهايو په «لنکاستر» کې په 1820ز کال کې زېږېدلی و. پلار يې «چارلس رابرټ شرمن» نومېدو چې يو قانون پوه و او د اوهايو په ستره محکمه کې قاضي و، او په ناڅاپي ډول په 1829ز کال کې د محرقې تبې له امله ومړ. تر شا يې کونډه «مريم هويټ شرمن» له يوولسو بچيانو سره په داسې حال کې پاتې شول، چې هېڅ ميراث يې نه درلود. د پلار له مړينې وروسته، د نهه کلن شرمن پالنه په لنکاسټر کې د يو ګاونډي او د دې کورنۍ ملګري څارنوال «تامس ايونګ» وکړه. «ايونګ» د «وګ» ګوند يو نوميالی غړی و چې د اوهايو لپاره د متحده ايالاتو سناتور او د کورنيو چارو لومړی وزير شو. شرمن د متحده ايالاتو بنسټ اېښودنکي مشر «راجر شمن» سره د خپلوۍ لېرې اړيکه درلوده.[۲۰][۲۱][۲۲]
د شرمن مشر ورور «چارلس ټيلر شرمن» فدرالي قاضي شو. د هغه يو کشر ورور «جان شرمن» د جمهوري غوښتنکي ګوند يو له بنسټګرو څخه و، او د متحده ايالاتو د کانګريس د غړي، سناتور او کابينې د وزير په توګه يې دندې تر سره کړې. يو بل کشر ورور «هويټ شرمن» يو بريالی بانکوال و. د نوموړي دوه رضاعي وروڼو د کورنۍ جګړې پر مهال په اتحادي پوځ کې د تورن جنرال په توګه خدمات تر سره کړل: يو یې «هيو بويل ايونګ» وروسته يو سفير او ليکوال شو، او بل يې «تاماس ايونګ جونير» د لنکن په دسسيسه ګرو کې د پوځي محاکمې دفاعي څارنوال و. د شرمن خورزه، «يونيشيا شرمن ميډ» په کلفورنيا کې يوه مخکښه ښځینه ډاکټره وه.[۲۳][۲۴]
شرمن ته ورکړل شوي نومونه
[سمول]شرمن ته ورکړل شوي غېر معمولي نوم د تل لپاره پاملرنه راجلبوله. د شرمن د يادښتونو تر مخې، په هغه د « William Tecumseh» نوم اېښودل شوی و، ځکه چې د هغه پلار «Shawnee» د لوی مشر «Tecumseh» ډېر خوښ ګاڼه (Shawnee يو قوم يا توکميزه ډله وه). په هر حال، د «Lloyd Lewis» د 1932ز کال په ژوندليک کې ادعا شوې چې د شرمن اصلي نوم يوازې «Tecumseh» و، او شرمن نوم نوموړي په نهه يا لس کلنۍ کې هغه مهال خپل کړ، کله چې نوموړی د خپلې رضاعي کورنۍ په وينا د کاتوليک په توګه د تعميد غسل ورکړای شو. د «ليوس» د روايت تر مخې، کوم روايت چې وروسته نورو ليکوالانو هم تکرار کړ، شرمن ته د «ايونګ» په کور کې د يو ډومينيکي پادري له خوا د تعميد غسل ورکړل شوی و، چا چې کافر نوم «ټيکمسيه» نامناسب وباله او د هغې پر ځای يې په دې ماشوم د «وليام» نوم کېښود، دا نوم د هغه پادري د نوم په تعقيب کېښودل شو، د چا د لمانځنې په ورځ چې نوموړي ته د تعميد غسل ورکړل شوی و. شرمن ته له دې مخکې هم د يو پريسبيټيرين مذهبي مشر له خوا د تعميد غسل ورکړل شوی و، او وروستي ژوندليکونکي د «ليوس» د ادعاوو په خلاف باور لري چې نوموړي ته هماغه مهال د وليام لومړی نوم ورکړل شوی و. په ځوانۍ کې، شرمن خپل ټول ليکونه – خپلې مېرمنې ته د استولو ليکونو په ګډون – د W. T. Sherman په نوم لاسليک کړي وو. د هغه کورنۍ او ملګرو به نوموړي ته د "کمپ" په نوم غږ کاوه.[۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳]
پوځي زده کړه او خدمات
[سمول]سناتور «ايونګ» د يو سرتيري په توګه د شپاړس کلن شرمن لپاره په ويسټ پواينټ کې د متحده ايالاتو په پوځي اکاډمۍ کې وخت واخيست. شرمن په راتلونکي کې د اتحاديې لپاره د کورنۍ جګړې د يو بل مهم جنرال «جورج هنري تاماس» سره په يوه خونه کې ليليه او د هغه سره يې ملګرتيا شوه. شرمن په ويسټ پواينټ کې له علمي اړخه وځلېد، خو هغه د محروميت له سيستم سره بې پروا چلند وکړ. د هغه ملګري سرتيري «وليام روسيکرانس» شرمن په اکاډمۍ کې "يو له ځلانده او مشهورو همکارانو" او "يو روښانه سترګو او سرو ويښتانو درلودونکي همکار" په توګه ياد کړی "څوک چې تل د هر ډول ټوکو لپاره چمتو و". په ويسټ پواينټ کې د هغه د وخت په اړه، شرمن په خپلو يادښتونو کې يوازې لاندې يادونه کړې ده:[۳۴][۳۵][۳۶]
په اکاډمۍ کې زه يو ښه سرتيری نه بلل کېدم، ځکه چې زه کله هم د کوم دفتر (دندې) لپاره ونه ټاکل شوم، بلکې په ټولو څلورو کلونو کې يوازې په تر ټولو ټيټه رتبه سرتيری پاتې شوم. له دې وروسته، لکه چې اوس هم ده، په کاليو او بڼه کې پاکوالی، او تر څنګ يې په دقت سره د اصولو پابندي کول، د دفتر لپاره اړينې وړتياوې وې، او زه داسې انګېرم چې زه له دې څخه په يو کې هم مخکښ نه وم. په زده کړو کې ما له پروفيسرانو سره د درناوي وړ پېژندګلو تر لاسه کړې وه، او عموماً په تر ټولو غوره درجه کې ځای راکړل شوی و، په ځانګړي ډول په انځورګرۍ، کيميا، رياضياتو او طبيعي فلسفه کې. په يو کال کې زما د منځنۍ کچې محروميتونه شا اوخوا يو سل او پنځوس وو، کوم څه چې زما د وروستي ټولګي درجه له څلورو نومرو څخه شپږو ته راښکته کړه.[۳۷]
سرچينې
[سمول]- ↑ ۱٫۰ ۱٫۱ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb123153068 — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
- ↑ ۲٫۰ ۲٫۱ د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: https://www.britannica.com/biography/William-Tecumseh-Sherman — subject named as: William Tecumseh Sherman — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Script error: The function "lang" does not exist.
- ↑ ۳٫۰ ۳٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6h130bf — subject named as: William Tecumseh Sherman — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ۴٫۰ ۴٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/951 — subject named as: William Tecumseh Sherman — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ۵٫۰ ۵٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/sherman-william-tecumseh — subject named as: William Tecumseh Sherman
- ↑ ۶٫۰ ۶٫۱ Gran Enciclopèdia Catalana ID (former scheme): https://www.enciclopedia.cat/ec-gec-0062481.xml — subject named as: William Tecumseh Sherman — سرليک: Script error: The function "lang" does not exist. — خپرونکی: Grup Enciclopèdia
- ↑ ۷٫۰ ۷٫۱ GeneaStar person ID: https://www.geneastar.org/genealogie/?refcelebrite=williamtecumsehsherw — subject named as: William Tecumseh Sherman
- ↑ ۸٫۰ ۸٫۱ Hrvatska enciklopedija ID: https://www.enciklopedija.hr/Natuknica.aspx?ID=55706 — subject named as: William Tecumseh Sherman — دوتنه: Dalibor Brozović او Tomislav Ladan — سرليک: Script error: The function "lang" does not exist. — خپرونکی: Miroslav Krleža Lexicographical Institute
- ↑ subject named as: William Tecumseh Sherman — PLWABN ID: https://dbn.bn.org.pl/descriptor-details/9811342607405606
- ↑ سمونګر: Alexander Prokhorov — سرليک: Script error: The function "lang" does not exist. — نسخهدريم — موضوع: Шерман Уильям Текумсе — خپرونکی: The Great Russian Encyclopedia
- ↑ د ټولټال کار کتنه په: https://www.bartleby.com/lit-hub/library — سمونګر: Charles Dudley Warner — سرليک: Script error: The function "lang" does not exist.
- ↑ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb123153068 — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
- ↑ کينډۍ:Cite Dictionary.com
- ↑ "Tecumseh". انګليسي ژبې امريکايي ميراث قاموس (چاپ پنځم). هارپېرکولينز. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ Liddell Hart 1993، مم. xiii, 430.
- ↑ (په June 15, 2016 باندې). 'William Tecumseh Sherman,' by James Lee McDonough. The New York Times.
- ↑ Woodworth 2005، م. 631: "[Sherman's] genius [for] strategy and logistics ... made him one of the foremost architects of Union victory"
- ↑ . Madness, Genius, & Sherman's Ruthless March.
- ↑ Woodward 1990.
- ↑ Holden-Reid 2020، م. 21.
- ↑ Marszalek 2007، م. 1.
- ↑ Marszalek 2007، م. 4.
- ↑ Parkinson, James H. (1896). "Euthanasia S. Meade, M.D." Occidental Medical Times. 10: 114 – په وسيله Google Books. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ McDonough 2016، مم. 148کينډۍ:Endash149.
- ↑ Howe's Historical Collections of Ohio (Columbus, 1890), I: 595.
- ↑ Lewis 1993، م. 23.
- ↑ Schenker 2008، م. 55.
- ↑ Walsh 2005، م. 32.
- ↑ Simpson او Berlin 1999، م. 6.
- ↑ Holden-Reid 2020، م. 19.
- ↑ Marszalek 2007، مم. xiv–xv n. 1.
- ↑ Lewis 1993، م. 34.
- ↑ Sherman 1890a، م. 11.
- ↑ Hirshson 1997، م. 13.
- ↑ Holden-Reid 2020، م. 30.
- ↑ Holden-Reid 2020، م. 24.
- ↑ Sherman 1890a، م. 17.
- Pages with script errors
- د ويکيډېټا په کينډيو کې تېروتنې
- مخونه د ويکيډاټا د سرچينو سره
- 1891م وفاتونه
- 14 فبروري وفاتونه
- د خاصيت کارولو پاڼې P570
- د ويکيډاټا توکو کارونکي مخونه
- د خاصيت کارولو پاڼې P20
- د وفات کيدو سببونه د ويکيډاټا څخه
- د خاصيت کارولو پاڼې P27
- د خاصيت کارولو پاڼې P102
- د خاصيت کارولو پاڼې P69
- د خاصيت کارولو پاڼې P106
- ويونکي ژبې د ويکيډاټا څخه
- د خاصيت کارولو پاڼې P945
- د عسکري خدمتونو لړليک د ويکيډاټا څخه
- د خاصيت کارولو پاڼې P607
- د خاصيت کارولو پاڼې P935
- په ويکيډاټا کې غير پښتو نښانونه