وليام بلاکسټون
سر ولیام بلاکسټون (10 جولای 1723 – 14 فروري 1780) یو انګريز حقوقپوه، قاضي او ټوري سیاستوال و، چې «د انګلستان د قوانينو په اړه رسالې» په نوم د خپلو لیکنو له امله زيات شهرت لري، کومو چې د انګلستان د عرفي قانون د نصوصو د تشريح په توګه زيات شهرت پيدا کړ. د لندن د منځنۍ کچې په يوه کورنۍ کې زېږېدلی، بلاکسټون په 1738ز کال کې د اکسفرډ په «پیمبروک» کالج کې له داخلې مخکې په «چارټر هاوس» ښوونځي کې زده کړې کړې وې. [۱]
د مدني قانون د غوره کولو او په مدني قانون کې د لسانس سند له تر لاسه کولو وروسته، نوموړی د 1743ز کال د نومبر د مياشتې په دويمه نېټه د اکسفرډ په «ال سولز کالج» کې همکار ښوونکی شو، د «مډل ټيمپل» وکيلانو په ټولنه کې داخل شو، او همدلته په 1746ز کال کې په محکمه کې د وکالت کولو اجازه ورکړل شوه. د وکيل په توګه د خپل مسلک د سوکه پيل څخه وروسته، بلاکسټون د پوهنتون په اداره کې خورا ډیر دخیل شو، د 1746ز کال د نومبر په اته ويشتمه نېټه محاسب، خزانه دار او مالي شو، او په 1750ز کال کې ارشد مالي وټاکل شو.
بلاکسټون د «کورینګټون» کتابتون او «وارټون» ودانۍ بشپړونکی، او د دې کالج له خوا د محاسبې د پېچلې سيستم ساده کونکی بلل کېږي. د 1753ز کال د جولای په درېيمه نېټه، نوموړي په رسمي ډول د وکيل په توګه خپل کار پرېښود، او د انګلستان د قانون په اړه يې د يو لړ درسونو په ورکولو پيل وکړ، چې د خپل ډول لومړي درسونه وو. دا درسونه په پراخه کچه بريالي وو، هغه ته يې ټولټال 453 پاونډه (چې په 2023ز کال کې د 89000 پاونډو سره برابر مبلغ دی) ګټه ورسوله، او په 1756ز کال کې يې د «د انګلستان د قوانينو يو تحليل» په نوم مقالو خپرولو ته لاره هواره کړه، کوم چې په تکراري ډول وپلورل شو، او د هغه د راتلونکو اثارو لپاره د سريزې په توګه وکارل شو.
د 1759ز کال د اکتوبر په شلمه نېټه بلاکسټون د انګلستان د قانون د لومړي «وينيري» (د پروفيسرۍ يوه رتبه ده) پروفيسر په توګه تاييد شو، له دې سملاسي وروسته يې د درسونو يوه بله لړۍ پيل کړه او په ورته توګه يې په برياليتوب سره د مقالو بله ټولګه خپره کړه چې د «د قانون د مطالعې په اړه بحث» په عنوان وه. د مخ پر زياتېدونکي شهرت په درلودلو، نوموړی په برياليتوب سره د وکيلانو ټولنې ته راستون شو، او ښه کار ته يې دوام ورکړ، همدا راز د 1761ز کال د مارچ په دېرشمه نېټه د «هينډن» د کمو رايه ورکونکو سيمې څخه د پارلمان «ټوري» غړی وټاکل شو.
د 1765ز کال د نومبر په مياشت کې نوموړي د «د انګلستان د قوانينو په اړه تبصرې» په نوم مقالو لومړي څلور ټوکه خپاره کړل، چې د هغه يو شاهکار ګڼل کېږي؛ دې بشپړ اثر بلاکسټون ته 14000 پاونډه (په 2023ز کال کې 2459000 پاونډه کېږي) وګټل. د څو ناکامو هڅو وروسته، نوموړی د 1770ز کال د فبرورۍ په شپاړسمه نېټه په قضاييه قوه کې د کينګز ديوان د محکمې د قاضي په توګه په ټاکل کېدو بريالی شو، او د جون په پنځه ويشتمه نېټه د عمومي استئناف د قاضي په توګه د «ايډوارډ کلايو» ځای ناستی شو. نوموړی د 1780ز کال د فبرورۍ په څوارلسمه نېټه تر مړينې په دې دنده پاتې شو.
د بلاکسټون څلور جلده تبصرې د انګلستان د قانون په اړه د بشپړې ټولکتنې د وړاندې کولو لپاره جوړې شوې وې، او په 1770، 1773، 1774، 1775، 1778 او د هغه له مړينې وروسته نسخه يې په 1783ز کال کې بیا بيا خپرې شوې. د لومړۍ ګڼې بیا چاپ موخه يې د عملي کارولو لپاره وه، نه په لرغونو اثارو کې د لېوالتيا لپاره، چې تر 1870ز لسيزې پورې په انګلستان او ويلز کې خپرې شوې، او تر کار لاندې يوه نسخه يې په لومړي ځل په 1841ز کال کې د «هنري جان سټيفن» له خوا خپره شوه، کومه چې ان د دويمې نړيوالې جګړې وروسته پورې بيا چاپ شوه.
په انګلستان کې حقوقي زده کړې په ټپه ولاړې وې؛ د بلاکسټون اثارو دې قانون ته "لږترلږه د علمی درناوي يو پوښ» ورواغوست. «ویلیام سیرل هولډسورت»، څوک چې د «وينيري» پروفيسر په توګه د بلاکسټون له ځای ناستو څخه و، ويلی چې "که دا تبصرې هغه مهال نه وې لیکل شوې، کله چې ليکل شوي دي، زه په دې شک لرم چې متحده ايالاتو او نورو په انګليسي ژبه خبرې کونکو هېوادونو به په نړیواله کچه دومره منل شوی عام قانون نه درلودای".
دې تبصرو په متحده ایالاتو کې، په «الکساندر هیملټن، جان مارشال، جیمز ویلسن، جان جې، جان اډمز، جیمز کینټ» او «ابراهم لینکن» اغېز وکړ، او د سترې محکمې په پرېکړو کې بيا بیا د هغې حواله ورکړل شوه. [۲][۳]
د ژوند لومړي کلونه او زده کړه
[سمول]بلاکسټون د چارلس بلاکسټون څلورم زوی و، چې پس مرګي زېږېدلی و، پلار يې د «چيپسايډ» اوسېدونکی د ورېښمو سوداګر او د يو شتمن درمل پلورونکی زوی و. هغه د «لوليس بيګ» د زوی جراح «تاماس بيګ» سره نږدې ملګرتيا درلوده، چې د «ولټشاير» يو نوميالی اوسېدونکی و.[۴]
کله چې د «بيګ» خور «ميري» لندن ته راغله، چارلس هغه وهڅوله، تر څو دواړو په 1718ز کال کې واده وکړ. دا د هغې لپاره ښه انډول نه ښکارېدو، خو دواړو په خوښۍ ژوند وکړ، څلور زامن يې وزېږېدل، درې يې تر بلوغ ورسېدل. [۵]
چارلس (د 1719ز کال په ګست کې زېږېدلی) او هینري (د 1722ز کال په مۍ کې زېږېدلی و)، دواړه د اکسفرډ په نیو کالج کې همکاران ښوونکي شول، او د مقدسو دندو تر سره کولو اختيارات يې تر لاسه کړل. کله چې چارلس د 1723ز کال د فبرورۍ په مياشت کې مړ شو، پنځه مياشتې وروسته يې کشری زوی ویلیام، د 1723ز کال د جولای په لسمه نېټه وزېږېد. [۶][۷]
که څه هم چارلس او ميری بلاکسټون د ځمکې د مالکانو پرځای د منځنۍ طبقې غړي وو، دوی په ځانګړې توګه نېکمرغه وو. د مالیاتو اسناد ښيي چې چارلس بلاکسټون په خپله سيمه کې په 1722ز کال کې دويم تر ټولو نېکمرغه سړی و، او د مړينې ثبوتونه يې څرګندوي چې دې کورنۍ ګڼ خدمتګاران درلودل. [۸]
د دې تر څنګ د چارلس له مړینې وروسته له دې کورنۍ سره د «تاماس بیګ» همکاري، د ماشومانو د زده کړه ييزې پالنې په تشریح کولو کې مرسته کوي. ویلیام بلاکسټون په 1730ز کال کې د «چارټر هاوس» ښوونځي ته واستول شو چې د ميري بلاکسټون يو خپلوان، «چارلس ویدر» يې وړانديز کړی و.[۹]
ویلیام هلته ښه وځلېد، او په پنځلس کلنۍ کې د ښوونځي مشر شو. په هر حال، د چارلس له مړینې وروسته د کورنۍ شتمني کمه شوه او کله چې ميري مړه شوه (د 1736ز کال د جون پنځمه)، د دې کورنۍ ډېره شتمني د نا تاديه شويو بيلونو په تاديه کې ولاړه. ویلیام وتوانید چې په «چارټر هاؤس» ښوونځي کې د "بې وزله عالم" په توګه پاتې شي، نوموړی د 1735ز کال د جون په مياشت کې د «سر رابرټ والپول» له خوا په دې مقام ونومول شو.
بلاکسټون د چارټر هاوس په علمي نصاب کې په ځانګړي توګه د «اوویډ» او «ویرجیل» له لاتیني شعرونو خوند اخيست. نوموړي په ښوونځي کې د يو شاعر په توګه د خلکو پام ځان ته واړاوه، د سرښوونکي «جیمز هوچکیس» د واده د لمانځلو لپاره یې د دېرشو بندونو قافيه لرونکي بیتونه وليکل. نوموړي د «جان میلټن» په اړه د لاتیني بندونو له امله د سپینو زرو مډال هم ترلاسه کړ، په 1738ز کال کې يې کلنۍ لاتيني وينا وړاندې کړه، او د خپلو ښوونکو د خوښې وړ زده کونکي په توګه ياد شو. د 1738ز کال د اکتوبر په لومړۍ نېټه، د چارټر هاوس زده کونکو لپاره د نوې بورسيې څخه په ګټې اخیستنې، بلاکسټون ته د اکسفرډ په «پیمبروک کالج» کې داخله ورکړل شوه.[۱۰][۱۱]
اکسفرډ
[سمول]زده کړه
[سمول]په اکسفرډ کې د بلاکسټون د لیسانس د دورې ډېر کم اسناد پاتې دي، خو د «پیمبروک کالج» نصاب په 1624ز کال کې ترتیب شوی و، او «پرسټ» یادونه کوي چې ښايي تر 1738ز کال پورې همدا نصاب تعقيبېدو، نو په همدې اساس بلاکسټون به یوناني، ساینس، منطق، ویناوالي، فلسفه، ریاضی، جغرافیه او شعر لوستلي وي.
بلاکسټون په ځانګړي ډول په یوناني، ریاضیاتو او شاعرۍ کې ښه و، د ویلیام شکسپیر په اړه د هغه یادښتونه د شکسپیر د ډرامو د 1781ز کال د «جورج سټیونز» په نسخه کې ځای کړای شوي دي. د بلاکسټون د لسانس دورې ډېری متنونه پاتې دي، او په دې کې کم شمېر حقوقي متنونه شامل دي، له بلې خوا د سياست، روانو چارو، شاعرۍ، هندسې او ناندره ييزو الاهياتي متنونو په اړه ډیر څه لري. د هغه د کورنۍ مذهبي لېوالتياوو ته په کتنې سره وروستۍ برخه يې د درک وړ ده، خو تر ټولو هېښونکی عنصر يې د يو محصل په توګه د هغه د پرتليزې بې وزلۍ په پام کې نیولو سره د هغه د متنونو زيات شمېر دی.[۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]
سرچينې
[سمول]- ↑ "Sir William Blackstone | English jurist | Britannica". www.britannica.com (په انګليسي ). لاسرسينېټه ۲۵ اپرېل ۲۰۲۳. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ Miles (2000) p. 57.
- ↑ Holdsworth (1928) p. 157.
- ↑ Doolittle (1983) p. 100
- ↑ Lockmiller (1938) p. 3
- ↑ Prest (2008) p. 13
- ↑ Odgers (1918) p. 599
- ↑ Prest (2008) p. 15
- ↑ de Montmorency (1917) p. 46
- ↑ Prest (2008) p. 21
- ↑ To recognize the Blackstone heritage at the school, in 1987 Charterhouse created the Sir William Blackstone Award, a scholarship for the son of a lawyer. (په 21 October 1987 باندې). [{{{url}}} Professional News – Sir William Blackstone award]. Law Society Gazette. Law Society
- ↑ Lockmiller (1938) p. 10
- ↑ Odgers (1918) p. 600
- ↑ Prest (2008) p. 34
- ↑ Prest (2008) p. 37
- ↑ Prest (2008) p. 39