ولس غولونه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ولس غولونه (په انگرېزي: Demagogy) يا دماگوژي د دې نظريې پلويان خلک په درواغو وعدو او شعارونو غولوي. دماگوگ هغه چاته ويل كېږي چې هڅه كوي د درواغو خبرو، وعدو او د حقايقو د تحريف له لارې خلك د ځان طرفدار كړي او د دوى ملاتړ ځان ته حاصل كړي. تور ارتجاعي او كمونستي رژيمونه د جمعي مفاهيمې د الكتريكي او طباعتي وسايلو له لارې خلكو ته د درواغو وعدې وركوي. د مصاحبو او بيانو له لارې حقايق تحريفوي او څه چې حقايق وي، هغه ملت ته نه ښكاره كوي. دوى غواړي چې په دې توگه ملت ته فريب وركړي او د خپل اقتدار عمر اوږد كړي.