وارن هېسټينگز

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

وارن هېسټينگز (Warren Hastings) (د ۱۷۳۲ ز کال د ډيسمبر ۶ - د ۱۸۱۸ ز کال د اگسټ ۲۲) پر ۱۷۷۳ - ۱۷۸۵ ز کلونو د برتانوي هند لومړنی مرستيال واکمن وو . ده له رابرټ کلايف سره يو ځای د برتانوي هند د مستعمرې بنسټ کېښود . وارن پر ۱۷۵۰ ز کال د ختيځ هند کمپنۍ له خوا هند ته واستول شو او هلته د کلکتې شورا غړی شو . د بنگال له نواب سره يې په جگړه کې د سئو استفادې پرضد ډېر کوټلی اعترض ښوده . پر ۱۷۶۴ ز کال چې کله د بنگال نواب ماتې وخوړه هېسټينگز انگلستان ته ستون شو. خو کله چې يې خپله ټوله شتمني له لاسه ورکړه، نو پر ۱۷۶۹ ز کال د دويم ځل لپاره هند ته ستون شو . پر ۱۷۷۲ ز کال د بنگال د سیمې مشر شو، او پر ۱۷۷۳ ز کال چې کله برتانوي پارلمان د ختيځ هند کمپنۍ پر ځای د برتانوي هند ولايت پرېکړه وکړه، نو دی د برتانوي هند لوی والي (مرستيال واکمن) شو .

اخځونه[سمول]

  1. https://ru.wikipedia.org/wiki/Список_генерал-губернаторов_и_вице-королей_Индии
  2. https://ru.wikipedia.org/wiki/Гастингс,_Уоррен
  3. https://ru.wikipedia.org/wiki/Клайв,_Роберт