هېپتاليان
هېپتاليان، يفتاليان، يفتليان يا سپين هونيان انګليسي ژبه: Hephthalites) هغه خلک وو چې د ۵مې زېږديزې پېړۍ څخه تر ۸مې زېږديزې پېړۍ په منځنۍ اسيا کې اوسېدل او د ختيځو اریایي هونيانو د لويې ډلې يوه برخه وو[۱][۲] د منځنۍ اسيا له ځمکو د هندوکش شمالي سيمو تخار او باختر ته د امو تر سيند راپورې وتل.[۳] دوی د هېپتاليانو په نامه يوه سترواکي د کيداريانو په ماتولو سره رامنځته کړه چې له ۴۵۰-۵۶۰ [۴](۴۵۵-۵۶۵) پورې يو ستر پوځي ځواک وو، تر هغې چې دوی د لومړي تورک خاگانات او ساسانيانو گډو ځواکونو له خوا ماتې وخوړه. [۵][۶] وروسته له دې دوی په تخارستان کې سلطنتونه تاسيس کړل چې د اکسوس په شمالي سيمو د لوېديځو تورک خوگانات او د اکسوس په سوېلي سيمو د ساسانيانو واکمني وه، تر هغې چې په ۶۲۵ ز کال کې توخارا يبګوس د دې سيمو واک ترلاسه کړ.[۶]
پلازمېنه |
---|
عمومي مالومات | |
---|---|
ځايي ژبې | |
دین | |
ځایناستی د |
د ړنګېدو وخت |
---|
په باختر کې مېشتو هېپتاليانو چې کومه سترواکي رامنځته کړه د هغې بريدونه په ختيځ کې تر تاريم حوزې لوېديځ کې تر سغديې او سوېل کې د افغانستان له لارې وغځېده، خو کله هم د هندوکش هاخوا نه وو اوښتي، بلکې هلته الخون هونيان واکمن وو، چې پخوا داسې فکر کېده چې دا د باخترمېشتو هېپتاليانو توسيع وي، خو داسې نه وه.[۷]
دوی يو قبيلوي کنفدراسيون وو، چې کوچان او ښاري استوگن دواړه ټولنې پکې شاملې وې. دوی د څلورو ايالتونو لويه برخه جوړوله چې په ټوليز ډول د ژيان (خيونان) يا هونيانو په نوم پېژندل کېده، چې مخکې د کيداريانو او الخون هونانو له خوا رامنځته شوي وو، او د نېزاک هونيانو او لومړي تورک خاگانات له خوا بريالي شوي وو، دا ټول هونيان ډېری وختونه په جنجالي ډول د هغو هونيانو سره يو گڼل کيږي چې په ورته وخت کې يې په ختيځې اروپا باندې بريد کړی وو يا هم د هونيانو په نوم ياد شوي، خو پوهان تر اوسه د دوی ترمنځ داسې کوم څرگند تړاو نه دی موندلی چې ټول دې پرې موافق شي.
د هېپتاليانو مرکز د هندوکش شمالي لمنو کې تخارستان (اوسنی سوېلي اوزبکستان او شمالي افغانستان) وو دا چې دوی له ختيځه راغلي وو، شايد د پامير له سيمې؛ نو شايد د دوی پلازمېنه په کندوز کې وه.[۶] تر ۴۷۹ کال پورې هېپتاليانو سغديا فتحه کړه او کيداريان يې ختيځ لوري ته وشړل، تر ۴۹۳ کال پورې يې د ژونگاريا او تاريم حوزې (اوسني شامل لوېديځ چين) ځينې برخې ونيولې. همدې وخت الخون هونيان چې پخوا هونيان گڼل کېده (چې دا يوه تېروتنه وه) شمالي هند ته خپاره شول.[۸]
د هېپتالي تاريخ سرچينې کمې دي ا ود تاريخپوهانو نظرونه د دوی اړوند توپير لري، د دوی د واکمنو کوم نوملړ نشته او تاريخ پوهان ډاډه نه دي چې دا ډله څنگه، کله او چېرته رامنځته شوه او په پيل کې يې په کومه ژبه خبرې کولې. داسې ښکاري چې دوی ځانونه اېبودالو (ηβοδαλο، له همدې امله هېپتال) بولي، چې ډېری وختونه یې لنډیز اېب (ηβ) دی، دا نوم دوی په ځینو سکو باندې په باختري ليکدود لیکلی و.[۹][۱۰][۱۱][۱۲]
د هېپتالي نوم اصل نامالوم دی ځينې يې د خټاني کلمې هيتالا څخه اخيستل شوی گڼي چې د ځواکمن په مانا دی[۱۳]، ځينې يې د سغدياني هيتاليت څخه چې جمع يې هيتاليک ده[۱۴] او ځينې د منځنۍ پارسي هپت ال[۱۵] څخه اخيستل شوي گڼي[۱۶][pashto-alpha ۱][pashto-alpha ۲]، خو په هر حال سرچينه او مانا يې نامالومه ده.
نوم او ټبرونه
[سمول]
هېپتاليانو ځانونه اېبودال ēbodālo (باختري ليکدود: ; يوناني ليکدود: ηβοδαλο) بلل چې د دوی په ليکنو، معمولاً سکو کې (ηβ, eb) ته رالنډ شوی دی.[۲۰][۷][۱۹][۲۱]
ابن خرداد ليکي: په زمينداور کې د اورشاهانو او په روزگان کې هېپتاليانو حکومت کاوه، استاد قدرت الله حداد فرهاد يفتاليان يا هېپتاليان ابداليان بللي چې د اريايانو يوڅانگه يې گڼي چې په ۴۲۵ ز کال شاوخوا يې د تخارستان پاچاهي په لاس کې وه. د دې ترڅنگ پوهاند عبدالحی حبيبي هم يفتل-هبتل -ابدال بولي چې وروسته په ابداليانو نومول شوي دي.[۲۲][۲۳]
يفتلي يا هپتالي په چينايي ژبه کې (يي-تي-لي-دو) په يوناني او رومي ژبو کې (افتهاليت)، په پهلوي، عربي او پارسي کې (هيطل ياهيفتال يا هياطله)او په هندي او سانسکريت کې (شوته هونه) بلل شوي دي.[۲۴][۲۵]
بېزانسي يوناني سرچينو دوی د هېپتاليتا (Ἐφθαλῖται)[۲۶]، ابدل يا اوديل په نوم ياد کړي دي. د ارمنيانو لپاره هېپتاليان هفتال، هېپتال او تيتال وو او ځينې وختونه يې کوشانيان هم بلل.
ار استوگنځی او خپرېدل
[سمول]اصليت او ځانگړتياوې
[سمول]د هېپتاليانو د اصل او ار په اړه بېلابېل اندونه دي، چې دوه يې ډېر مهم دي، يو اند دا دی چې هېپتاليان اريايان دي[۳۲][۳۳][۳۴]، دوهم اند دا دی چې هېپتاليان التايان دي[۳۵][۳۶][۳۷][۳۸][۳۹][۴۰]، په اوسني وخت کې يوه تيوري يا اند دا ښودل شوی چې هېپتاليان تورکان دي چې وروسته يې باختري ژبه غوره کړې ده.[۴۱] چينايي تاريخ ليکونکو په وينا د دوی ژبه مغولي يا تورکي نه وه او ښايي چې د تورکي او اريانا له لهجو يوه گډه ژبه وي چې د خان - هون نوم يې له همدې گډون څخه اخيستی دی.[۴۲] دوی چې سپين نژادي اريايان، اريايي ژبي او د اريايي کلتور خاوندان وو؛ نو په افغانستان کې يې په اسانۍ سره يو غښتلی او واکمن نژاد منځته راووست، چې د دوی د پاچاهانو جگې پوزې او بڼې کټ مټ د پښتنو زلميانو ته ورته وې.[۴۳]
د ډېری څېړونکو په وينا هېپتاليانو په باختر/تخارستان کې تر مېشتېدو وروسته د کوشانيانو په څېر باختري ژبه د خپلې رسمي ژبې په توگه منلې وه.[۴۴][۳۳] باختري ژبه د ختيځو ايراني ژبو له ډلې يوه ژبه وه چې په يوناني ليکدود ليکل کېده، چې د ۳-۲ مخزېږديزې پېړۍ د يوناني باختري سلطنت ميراث و.[۳۹] باختري ژبې پر رسمي کېدو برسېره د هغه سيمو د وگړو ځايي ژبه وه چې هېپتاليانو پرې واکمني کوله.[۴۴][۳۳]
هېپتاليانو خپلې سکې په باختري ژبه ليکلې، هغه بلننومونه چې دوی درلودل باختري وو[۴۵]، لکه χοαδηο مانا(khoadēo) يا šao شايد چينايي ريښه ولري، لکه ياغبو. [۴۶] د فردوسي په شاهنامه کې د هېپتالي واکمنو نومونه ايراني بلل شوي[۴۵] او گرانبيه ډبرليکونه او نور شواهد ښيي چې د هېپتالي اشرافو رسمي ژبه ختيځه ايراني ژبه وه.[۴۵]
په ۱۹۵۹ ز کال کې کازو اېنوکي وړانديز وکړ چې هېپتاليان شايد ختيځ ايرانيان (ختيځ اريايان) واوسي چې د باختر/تخارستان کې استوگن وو، دا خبره له دې حقيقت سرچينه اخلي چې عموماً لرغوني سرچينې د سغديه او هندوکش ترمنځ سيمو کې د دوی موقعيت راښيي او د دې ترڅنگ هېپتاليانو ځينې اريايي ځانگړتياوې درلودې.[۴۷] ريچارډ نېسلن فرای په احتياطي ډول د اېنوکي فرضيه منلې؛ خو د دې سره سره په دې ټينگار کوي چې ښايي هېپتاليان يوه مخلوطه ډله اوسي چې د بېلابېلو توکمونو له يوځای کېدو رامنځته شوې اوسي[۴۸]، هغه په دې اړه ليکي:
لکه څنگه چې وروسته د کوچيانو سترواکۍ د گڼشمېر وگړو کنفدراسيون وو، موږ شايد په ازماښتي ډول دا وړانديز وکړو چې د دې يرغلگرو واکمن په ختيځ او شمال کې تورکي ژبي ټبرونه وو، يا لږ تر لږه پکې شامل وو، په داسې حال کې چې د دې کنفدراسيون لويه برخه خيونيان وو؛ چې وروسته يې په ايراني ژبه خبرې کولې، چې ورو ورو دې کوچيانو د ځايي خلکو ژبه او کلتور خپل کړ.[۴۴]
يو شمېر پوهانو لکه مارکوارټ او گروسيټ د پروتو-منگوليکي اصل وړانديز کړی.[۴۹] يو تايشيان د هېپتاليانو اصليت په لومړيو کې ژيانبي او بيا گوگوريو ته منصوبوي.[۵۰]
نور پوهان لکه ډي الا وايسير د چينايي سرچينو د وروستيو بيا ارزونو پر اساس وړانديز کړی چې هېپتاليان په اصل کې تورکان وو، چې وروسته يې باختري ژبه په لومړيو کې د اداري موخو لپاره او وروسته د مورنۍ ژبې په توگه غوره کړې ده، د رضاخاني (۲۰۱۷) پر اساس دا تېزيس په ښکاره ډول اوسهال تر ټولو مشهور دی.[۵۱][۵۲][pashto-alpha ۳]
ابن خرداد ليکي: په زمينداور کې د اورشاهانو او په روزگان کې هېپتاليانو حکومت کاوه، استاد قدرت الله حداد فرهاد يفتاليان يا هېپتاليان ابداليان بللي چې د اريايانو يوڅانگه يې گڼي چې په ۴۲۵ ز کال شاوخوا يې د تخارستان پاچاهي په لاس کې وه. د دې ترڅنگ پوهاند عبدالحی حبيبي هم يفتل-هبتل -ابدال بولي چې وروسته په ابداليانو نومول شوي دي.[۵۸][۵۹]
اروپايي هونانو سره يې اړيکه
[سمول]چينايي تاريخونه
[سمول]ونگبڼه
[سمول]پېښليک
[سمول]
هېپتاليان تر ۵مې پېړۍ پورې د روان خاگانات دولت تابع وو[۶۳]، که څه هم دوی دواړو بېلابېلې ژبې ويلې او بېلابېل کلتورونه يې درلود؛ خو بيا هم دوی دواړو ترمنځ ډېرې نږدې اړيکې وې او د هېپتاليانو د سازمان ډېری سياسي جوړښت د روران سياسي جوړښت څخه په پور اخيستل شوی وو[۲۵]، په ځانگړې توگه د خان بلننوم چې مک گورن په وينا په اصل کې دا نوم د رورانو لپاره ځانگړی بلننوم وو[۲۵]، چې له هغوی وروسته هېپتالي واکمنو هم د ځان لپاره کارولی دی. د سوېل ختيځ په لوري د هېپتاليانو لېږد او کډوالي د رورانو له فشاره ځان خلاصول وو.
هېپتاليان د ۴۵۰ ز کال شاوخوا په باختر کې يو مهم سياسي وجود شو.[۸] کله چې د چين دېوال جوړ شو او چينايانو د هغه په مرسته د مغولو له يرغلونو ځان وژغوره، نو مغولو د لوېديځ په لور يرغل وکړ، چې له کبله يې د سيمې ځايي اوسېدونکي لېږد او کډوالۍ ته اړ شول، چې د دې يرغل په پايله کې يوچيان او هېپتاليان هم کډوالۍ ته اړ شول[۶۴]
په ټوليزه توگه داسې انگېرل کيږي چې هېپتاليانو له خيونيانو ( چې شاوخوا ۳۵۰ ز کې واک ته رسېدلي وو) او کيداريانو (چې ۳۸۰ ز کال کې واک ته رسېدلي وو) وروسته مرکزي اسيا ته د کډوالۍ درېيمه څپه جوړه کړه؛ خو وروستۍ څېړنې ښيي چې شايد دا مهاجرت د ۳۵۰-۳۶۰ زېږديز کلونو ترمنځ وي چې د کوچيانو د کډوالۍ لويه څپه وه، لوی يرغل چې د اقليمي بدلون او د التای سيمې د څړځايونو د وچکالۍ له کبله رامنځته شوی وو او دا چې دغو کوچياني ټبرونو وروسته په سوېلي مرکزي اسيا کې په خپلو نويو سيمو کې د برترۍ لپاره سيالۍ او نښتې وکړې[۶۵][۶۶] او څه وخت چې دوی شهرت ته ورسېدل: نو کيداريان او الخون هونيان، کوم چې گندهارا او شمالي هند ته يې پراختيا ورکړې وه، يې د هغوی له سيمو وتلو ته اړ کړل.
هېپتاليان د ساسانيانو سره هم په شخړه کې ښکېل شول، د بانديانو لرغونځي د جوړښتونو څخه داسې ښکاري چې په ۴۲۵ ز کال کې د ساسانيانو په وړاندې د هېپتاليانو لومړنۍ ماتې او بيا د دوی سره د دوی يوځای والی(اتحاد) د پنځم بهرام (۴۲۰-۴۳۸ ز کال) وخت څخه تر هغه چې دوی د ساسانيانو پر خاوره بريد وکړ او په ۴۸۴ زېږديز کال کې يې د بانديانو لرغونځی وېجاړ کړ، څرگنديږي.[۶۷][۶۸]
په ۴۵۶-۴۵۷ کې د شمالي وي د امپراتور وين د واکمنۍ پرمهال هېپتاليانو خپل لومړی سفارت چين کې پرانيست[۶۵]، تر ۴۵۸ پورې دوی دومره پياوړي وو چې په پارس کې مداخله وکړي. د ۴۶۶ ز کال شاوخوا دوی شايد د پارسيانو په مرسته د کيداريانو څخه د ټرانسوکسيانان ځمکې ونيولې؛ ځو ډېر ژر يې د پارس څخه د بلخ او ختيځ کوشانښار سيمې ونيولې.[۳۹] د پينځمې پېړۍ په دوهمه نيمايي کې دوی د تورکمنستان دښتې تر کسپين سمندرگي پورې او شايد مروې پورې تر خپلې ولکې لاندې راوستې[۶۹]، تر ۵۰۰ پورې دوی ټول باختر او پامير او د افغانستان ځينې برخې ونيولې، په ۵۰۹ ز کال کې دوی سغديه د هغې پلازمېنې سره ونيوله.[۶۰] په ختيځ کې دوی د تاريم حوزه ونيوله او تر اورومچي پورې لاړل.[۶۰] د ۵۶۰ زېږديز کال په شاوخوا کې د دوی سترواکي د لومړي تورک خاگانات او ساساني سترواکۍ د اتحاد له امله وېجاړه شوه؛ خو ځينې يې د راتلونکو ۱۵۰ کلونو لپاره د تخارستان په سيمه کې د لوېديځ تورکانو تر واکمنۍ لاندې پاتې شول، چې ورپسې توخارا يبگوس واکمني وکړه.[۳۹][۶۰] وروسته له هغې چې تورکانو خپلې سيمې بېرته ونيولې بيا هم ځينې واکمنۍ د هېپتاليانو لاس کې پاتې شوې چې له هغې ډلې چغانيان او خوتل د وخش دره کې يادولی شو.[۶۰]
په ساساني سترواکۍ لوړوالی (۴۴۲-۵۳۰ زېږديز)
[سمول]



هېپتاليان په لومړيو کې د روران خاگانات رعيت وو او د پنځمې زېږديزې پېړۍ په لومړيو کې له هغوی بېل شول. بل ځای دوی په اريايي سرچينو کې د دوهم يزدگرد (۴۳۵-۴۷۵) زېږديز د دوښمنانو په توگه یاد شوي چې ارمني اېليشې په وينا له ۴۴۲ زېږديز کال راهيسې دوهم يزدگرد د هېپتالي ټبر سره جگړه کوله.
په ۴۵۳ زېږديز کال کې دوهم يزدگرد خپل دربار په دې موخه ختيځ ته ولېږداوه چې د هېپتاليانو او نورو اړوند ډلو سره جوړجاړی وکړي.
په ۴۵۸ زېږديز کال کې د لومړي ځل لپاره هېپتالي پاچا اخشونوار ساساني سترواک لومړي پېروز (۴۵۸-۴۸۴ز) سره مرسته وکړه؛ ترڅو د خپل ورور څخه د پارس واکمني ترلاسه کړي.[۷۲] لومړی پېروز د سيستان او لرې ختيځ لپاره د ساساني دولت واکمن وو، چې له همدې کبله هغه د لومړي ځل لپاره د هېپتاليانو سره اړيکې ټينگې کړې او له هغوی نه يې واک ته درسېدو لپاره مرسته وغوښته.[۷۳]
ښايي هېپتاليانو د ساسانيانو سره د يوې بلې هوني قبيلې، کيدرايانو په لمنځه وړلو کې هم مرسته کړې وي، د راپورونو له مخې د ۴۶۷ زېږديز کال پورې لومړي پېروز د هېپتاليانو په مرسته د بلعام په نيولو او په ترانسوکسيانا کې د کېداريانو واکمنۍ د تل لپاره پای ته رسولو باندې بريالی شو.[۷۴] کمزوري کېدرايان اړ شول چې په گندهارا کې پنا واخلي.
په ساساني سترواکۍ بری (۴۷۴-۴۸۴ زېږديز)
[سمول]هېپتالي سکې جوړول
[سمول]د ساساني سترواکۍ درانه خراج په ورکولو سره له ۴۷۴ ز کال راهيسې هېپتاليانو په خپله د لومړي پېروز د وزرونو لرونکې تاج درې څنډيزه هلال لرونکې سکې د خپلو سکو په توگه غوره کړې.[۸] د ساسانيانو د سپينو زرو د سکو راتگ سره هېپتاليانو خپلې سکې جوړې نه کړې، دوی يا د ساسانيانو په څېر ورته ډيزاينونو سره خپلې سکې جوړولې يا يې په ساده ډول د ساسانيانو سکو باندې خپل نښان واهه.[۷۵] دوی پر سکو د الخون هونيانو او کيداريانو د عادت خلاف په عمومي ډول د خپل واکمن نوم نه دی ليکلی، پرته له هغې سکې چې د ساساني ډيزاين څخه انحراف کوي چې د هېپتالي شهزاده مجسمه چې د څښاک پياله يې نيولې ده، پرې کښل شوې ده.[۷۵] په ټوليز ډول ساسانيانو د ۵۳۰ لسيزې او لومړي خسرو تر عروجه پورې هېپتاليانو ته يوه درنه برخه خراج ورکړ.[۶۵]
کاواد ساتونکي
[سمول]د لومړي پېروز پر وړاندې د دوی له بريا وروسته هېپتاليان د هغه د زوی لومړي قباد ساتونکي او مرستندويان شول، ځکه د لومړي پېروز ورور بالاش د ساسانياني واکمنۍ تخت ونيو.[۷۳] په ۴۸۸ زېږديز کال کې هېپتالي لښکرو وکړای شول چې د بالاش ساساني لښکرو ته ماتې ورکړي او لومړی قباد۴۸۸-۴۹۶، ۴۹۸-۵۳۱) په تخت کېونوي.[۷۳] په ۴۹۶-۴۹۸ زېږديز کال کې لومړی قباد د اشرافو او روحانيونو له خوا له واکمنۍ لرې کړای شو، چې هېپتالي لښکرو ته يې پنا يوړه.
جوشوا سټايلايت د گڼ شمېرو مواردو يادونه کړې چې پکې لومړي قباد د هېپتالي ځواکونو مشري کړې چې له هغې ډلې د ۵۰۱-۵۰۲ زېږديز کال د ارمنستان د ټيوډوسيوپوليس ښار نيول، په ۵۰۳-۵۰۴ ز کال کې د روميانو پر وړاندې جگړې او په ۵۰۳ زېږديز کال سېپتمبر مياشت کې د ايډيسا محاصره يادولی شو.[۷۲][۷۶][۷۷]
هېپتاليان په تخارستان کې (۴۶۶ زېږديز)
[سمول]د سوغديانې فتحه او بری(۴۷۹ زېږديز)
[سمول]تاريم حوزه(۴۸۰-۵۵۰زېږديز شاوخوا)
[سمول]د باميانو بودا (۵۴۴-۶۴۴زېږديز)
[سمول]سغدي سوداگرو مقبرو کې هېپتالي شاهي کورنۍ
[سمول]د سترواکۍ پای او د هېپتالي سلطنتونو ټوټه کېدل(۵۶۰-۷۱۰زېږديز)
[سمول]په ساساني سترواکۍ بريدونه (۶۰۰-۶۱۰زېږديز)
[سمول]لوېديځو تورکانو نيواک (۶۲۵زېږديز)
[سمول]عربو يرغل (۶۵۱زېږديز)
[سمول]امويانو پروړاندې هېپتالي پاڅونونه
[سمول]هېپتالي سفارتونه
[سمول]په ليانگ چين کې د هېپتاليانو سفارتونه (۵۱۶-۵۲۶زېږديز)
[سمول]د ۵۱۶-۵۲۶ زېږديز کلونو په اوږدو کې د چين په پلازمېنه جينگژو کې د سويلی ليانگ په دربار کې د هېپتاليانو (滑، هوا) سفارت يوه انځوريزه کيسه د ليانگ د دورې د نذرانې په انځورونو کې خوندي شوې ده، چې په اصل کې د پي زي يا د ليانگ راتلونکي سترواک يوان له خوا هغه وخت انځور شوې څه مهال چې هغه د ۵۲۶ او ۵۳۹ ز کلونو ترمنځ د جينگژو ولايت والي وو[۷۸]، او د يوولسمې پېړۍ د سندرو يوه کاپي يې ساتل شوې ده.[۷۹][۸۰][۸۱] پورتنی متن راښيي چې دا هېواد هغه مهال چې د روران خاگانات واکمنۍ لاندې وو، څومره کوچنی هېواد وو او وروسته له هغې چې دوی موکسيان ته لاړل شايد دا د سغديې اشغال او له هغې راوروسته د ساساني سترواکۍ په گډون د ډېرو گاونډيو هېوادنو فتوحاتو ته ته اشاره کوي.[۷۹][۸۲][۸۳][۸۴][pashto-alpha ۵]
نور سفارتونه
[سمول]په ټوليز ډول چينايي تاريخونو د هېپتاليانو څلېرويشت سفارتونه ذکر کړې دي: لومړی سفارت په ۴۵۶ ز کال کې او نور يې له ۵۰۷ څخه تر ۵۵۸ زېږديز کال پورې (۱۵ د شمالي وي کورنۍ واکمنۍ تر پای ۵۳۵ز کال پورې او پينځه يې د سوېلي ليانگ واکمنۍ پرمهال له ۵۱۶-۵۴۱ پورې).[۸۵][۸۶] وروستي درې يې د ژو تاريخ کې ذکر شوي چې هېپتاليانو انشي، يوتيان (په سينگيانگ کې د هوتان سيمه) او له شلو ډېر نور هېوادونه فتحه کړي وو او دوی په ترتيب سره په ۵۴۶، ۵۵۳ او ۵۵۸ زېږديز کلونو کې د لوېديځ وي او شمالي ژو د چين محکمې ته سفيران لېږلي، وروسته له هغه چې هېپتاليان د تورکانو له خوا وځپل شول او سفارتي اړيکې يې له چين سره پرې شوې.[۸۷]
هېپتاليانو د ۵۵۰ زېږديز کال شاوخوا کې د مار ابا عيسوي بشپ نه د ختيځ کليساپاتريارک غوښتنه وکړه او ترلاسه يې کړه.[۸۸]
پوځ او وسلې
[سمول]
هېپتاليان په خپل وخت کې يو ځواکمن او پياوړی پوځي ځواک گڼل کېده[۹۱]، د سرچينو له مخې د دوی آره وسله لينده (کمان)، گرز(گورز) او توره وه[۹۱]، د دوی پوځي لاسته راوړنو ته په پام سره ويلای شو چې دوی شايد پياوړي اسونه هم لرل.[۹۱]
په پارس کې د شپږمې پېړۍ ارمني تاريخ ليکونکی غازار پارپېتسي وايي:
حتی د سولې پر وخت هم د هېپتاليانو ذکر کولو خلک په وېره کې اچول هيچا د هغوی په وړاندې ښکاره جگړې ته زړه نه ښه کاوه، ځکه هرڅوک د اريايانو او پارسيانو په پاچاهانو باندې ترماتې وروسته د هېپتاليانو د ناورينونو او وحشتونو څخه ښه خبر وو.[۹۱]
تر اسلامي يرغلونو لږ دمخه هېپتالي يا هونيک بڼو د شپږمې او اوومې پېړۍ جريان کې په ساساني وسلو باندې اغېزه کړې وه.[۹۲] ساسانيانو د کوچي هېپتاليانو مستقيمه وسپنيزې تورې او د هغې زرين پوښونه، غوره کړي وو.[۹۲]
دين او کلتور
[سمول]ويل کيږي چې دوی په څومېړوښي مېرمنو او د جمجمې په تغير شکل باور درلود. د دوی اړوند چينايي سرچينې وايي چې دوی د بهرني خدايانو، شيطانانو، اسماني خدای يا د اورخدای عبادت کاوه.
د هېپتاليان پر سکو چې له هډې، کابل غوربند او نورو ځايونو څخه موندل شوي د دوی د پاچاهانو څېرې له جگو پوزو، غاړکيو او د مرغلرو د غوږاليو او تاج سره ښکاري چې د کوچيانو بڼو ته ورته دي او هم يوناني، پهلوي، سنسکريت ليکنې وباندې شته، د سکې پر بل مخ د اورتون شکل له دوو غشيو لرونکو ساتونکو سره ليدل کيږي، له دې څخه په خپله څرگنديږي چې دوی اورځي او رڼا ته درناوی درلود، د سوريا(لمر) د معابدو اثار د خيرخانې په کوتل کې هم موندل شوي او د زور (سور) او زون لوی معبد د هلمند هاخوا زمينداور کې د اسلامي فتوحاتو تر عصره هم وو، نو ويل کېدای شي چې هېپتاليان اورنمانځونکي او لمر پالونکي وو.[۹۳]
گوگتورکانو بازنتينيانو ته وويل دوی دېوال لرونکي ښارونه لري، ځينې چينايي سرچينې وايي دوی ښارونه نه درلودل او په کيږديو کې يې ژوند کاوه. ليتونسکي د دې تضادونو حل وړاندې کړی دی، د هغه له انده دوی کوچيان وو کوم ښارونه چې دوی فتحه کړل، په هماغې کې يې ژوند اختيار کړ، د دوی ترمنځ ځينې حکومتي چارواکي وو، خو تر ډېره مرکزي کنترول کمزوری وو او ځايي سلطنتونه رايج وو.[۹۴]
مهرونه
[سمول]په باکتريه (باختر) او سغديانه کې ځينې موندل شوي مهرونه سپين هونيانو (هېپتاليانو) ته منسوب شوي دي.
د هېپتاليان پر سکو چې له هډې، کابل غوربند او نورو ځايونو څخه موندل شوي د دوی د پاچاهانو څېرې له جگو پوزو، غاړکيو او د مرغلرو د غوږاليو او تاج سره ښکاري چې د کوچيانو بڼو ته ورته دي او هم يوناني، پهلوي، سنسکريت ليکنې وباندې شته، د سکې پر بل مخ د اورتون شکل له دوو غشيو لرونکو ساتونکو سره ليدل کيږي.[۹۵]
واک لاندې سيمه او نفوس
[سمول]هېپتاليانو د بېلابېلو ملتونو او ټبرنو يو کنفدراسيون اداره کاوه، چې ډېری يې شايد ايراني نسله وو او په ايراني ژبه يې خبرې کولې.[۹۶]هېپتاليانو تر خپل واک لاندې ځينې ښارونو لکه بلخ، کوباديان او احتمالاً سمرقند ته اجازه ورکړه؛ ترڅو په چين کې خپل سيمه ييز سفارتونه پرانيزي[۹۷]، چې له دې جملې د هېپتاليانو له خوا ځينې نيول شوي سيمې (تخارستان او تاريم حوزې) د ځينې سيمه ييزو سفيرانو ډېری انځورنه چې د ليانگ دورې وړانديزي انځورونه دي، پېژندل شوي دي چې په ۵۲۶-۵۲۹ زېږديز کلونو کې انځور شوي دي.[۸۴] هغه وخت د هېپتاليانو تر واکمنۍ لاندې وو، چې د شپږمې پېړۍ په لومړيو کې يې خپل سفيران د سوېلي ليانگ محکمې ته وړاندې کړل.[۹۸] [۹۹] يوه پېړۍ وروسته د تانگ کورنۍ د واکمنۍ پرمهال د تخارستان د وگړو انځورونه د پاچايانو په غونډه کې د ۶۵۰ زېږديز کال په اوږدو کې انځور شوي، اېتينې دې لا وايسيرې په دې دوره کې د سوېلي تورکستان او تخارستان د هرې لويې سيمې نفوس د څو سوه زرو شاوخوا اټکل کړی دی، په داسې حال کې چې د تاريم حوضې هره لويه سيمه شايد په لس گونه زره نفوس ولري.[۱۰۰]
-
د سترواک ليانگ د واکمنۍ (۵۱۶-۵۲۹ ز) پرمهال د چين په پلازمېنه جينگژو کې کباديان سفير.د ليانگ دورې د نذرانې انځورونه، د یوولسمې پېړۍ د سندرې کاپي. هغه په چين کې د هېپتالي سفير ملگری وو.
-
د سترواک ليانگ د واکمنۍ (۵۱۶-۵۲۹ ز) پرمهال د چين په پلازمېنه جينگژو کې د کومېده سفير.د ليانگ دورې د نذرانې انځورونه، د یوولسمې پېړۍ د سندرې کاپي.
-
د کوچا (龜茲國 Qiuci-guo) سفیر، چې د تاریم حوزې یو له اصلي تخاري ښارونو څخه دی، د ۵۱۶-۵۲۰ زېږديز کال په شاوخوا کې د چین د سوېلي لیانگ محکمې ته د جينگژو په سیمه کې سفر کوي. د ليانگ دورې د نذرانې انځورونه، د یوولسمې پېړۍ د سندرې کاپي.
-
د کباديان (阿伐丹)، بلخ (白題国) او کومېده (胡密丹) سفیران چې د تانګ کورنۍ له دربار نه ليدنه کوي. پاچايانو غونډه ۶۵۰ ز شاوخوا
سوېلي اسيا کې الخون هونيان (پخوا د هېپتاليانو يوه څانگه گڼل کېده)
[سمول]
الخون هونيان چې په شمالي هند يې يرغل وکړ او هلته د هوناس په نوم پېژندل کېدل تر ډېرې مودې پورې د هېپتاليانو د يوې برخې يا ختيځې څانگې په توگه گڼل کېدل، خو اوس يو بېل توکم گڼل کيږي چې شايد په باختر د هېپتاليانو د مېشتېدو پايله کې له خپلو سيمو وتلو او پرېښودلو ته اړ شوي اوسي.[۱۰۱][۱۰۲][۱۰۳] بيک ويت د ايتين دي لا ويسير په حواله وايي چې هېپتاليان په لازمي ډول د هونانو (سويتا هونا) په څېر يو او ورته نه وو.[۱۰۴] د ايتين دي لا ويسير په وينا هېپتاليان نېغ په نېغه د هونانو سره په کلاسيکو سرچينو کې نه دي پېژندل شوي.[۱۰۵] دوی په لومړیو کې د منځنۍ اسيا په اکسوس حوزې کې مېشت وو او د هند نيمه لويې وچې په شمال لوېديځه برخه گندهارا باندې يې شاوخوا ۴۶۵ زېږديز کال کې خپله واکمني ټينگه کړه[۱۰۶]. بيا له دې ځايه دوی د شمالي، لوېديځ او مرکزي هند بېلابېلو برخو ته خپاره شول.
په هند کې دا يرغلگر د ځايي خلکو له خوا په سانسکريت کې هون يا سويتا هونان (سپين هونيان) بلل کېدل.[۱۰۷]
د هونانو يادونه په څو لرغونو ليکنو لکه رامايڼ، مهابهارت، پرانا او د کاليداس په راگوونش کې شوې ده.[۱۰۸]
لومړني هونان چې شايد کيداريان وو، په پيل کې د ۵ مې پېړۍ په جريان کې د گوپتا سترواکۍ، سترواک سکندگوپتا له خوا مات شول.[۱۰۹]
د ۶ مې پېړۍ په لومړيو کې الخون هونانو په خپل وار سره د گوپتا سترواکۍ هغه برخه ونيوله چې د دوی سوېل ختيځ ته وه او مرکزي او شمالي هند يې فتحه کړي وو.[۲۵]
د گوپتا سترواک بانوگوپتا په ۵۱۰ زېږديز کال کې د تورامن په مشرۍ هونانو ته ماتې ورکړه او د هغه زوی مهيراکولا په ۵۲۸ ز کال کې د يشودرمان له خوا په شا وتمبول شو.[۱۱۰]
۶مې پېړۍ په لومړيو کې هونان ياسودرمان او نرسمهاگوپتا پاچاهانو له خوا له هنده وشړل شول.[۱۱۱][۱۱۲]
اولاده
[سمول]يو شمېر ډلې شته چې گومان کيږي شايد د هېپتاليانو اولاده اوسي[۱۱۳][۱۱۴]، چې په لاندې ډول دي:
- اواريان: داسې انگېرل کيږي چې اوراسيايي اواريان هېپتاليان وو، چې په ۵۵۷ ز کال کې د دوی تر ماتې وروسته اروپا ته لاړل، خو د لرغونپوهنې له نظره د دې نظريې په ملاتړ هيڅ ليکلې سرچينه نشته.[۱۱۵]
- پښتانه:ويل کيږي چې پښتانه د هېپتاليانو نه رامنځته شوی توکم دی، يو وي گانکوفسکي شوروي تاريخ پوه د افغانستان په اړه وايي: پښتانه د ختيځو اريايي قومونو د يوې اتحاد په توگه راپيدا شول چې د لومړۍ زېږديزې پېړۍ د نيمايي څخه د پښتنو د نسلي پيدايښت لومړنۍ قومي ډله شوه او د هېپتاليانو د کنفدراسيون له ړنگېدو سره تړاو لري[۱۱۶]، د ايران د کيمبرېج تاريخ له مخې پښتانه د هېپتاليانو اولادونه دي.[۱۱۷]
- ابداليان: چې تر ۱۷۴۷ وروسته ځينو يې ځانونه دورانيان وبلل، د ژبپوه جورج مورگنسټيرن په وينا د ابداليانو قبيلوي نوم ممکن د هېپتاليانو سره يو څه تړاو ولري.[۱۱۸] دا فرضيه د تاريخ پوه ايدوگي قربانوف له خوا تاييد شوه، د نوموړي له نظره د هېپتالي کنفدراسيون له ړنگېدو وروسته دا شونې ده چې هېپتاليان د بېلابېلو سيمو ځايي خلکو کې مدغم شوي اوسي او ابداليان ممکن د هېپتاليانو اصلي قبيله وي.[۲۵]ابن خرداد ليکي: په زمينداور کې اورشاهانو او په روزگان کې هېپتاليانو حکومت کاوه، استاد قدرت الله حداد فرهاد يفتاليان يا هېپتاليان ابداليان بللي چې د اريايانو يوڅانگه يې گڼي چې په ۴۲۵ ز کال شاوخوا يې د تخارستان پاچاهي په لاس کې وه. د دې ترڅنگ پوهاند عبدالحی حبيبي هم يفتل-هبتل -ابدال بولي چې وروسته په ابداليانو نومول شوي دي.[۱۱۹][۱۲۰]

- خلجيان:خلجيان په لومړي ځل په ۷ مه او ۹ مه زېږديزه پېړۍ کې د غزني، کلات ښار او زابلستان سيموه کې چې اوسني افغانستان کې پرتې سيمې دي، ياد شوي دي. دوی خلجي تورکي ژبه ويله، الخوارزمي دوی د هېپتاليانو پاتې شوني او اولاد گڼلې دي؛ خو د ژبپوه سمس ويليمز په وينا لرغونپوهنيز اسناد د دې نظريې د ملاتړ لپاره وجود نه لري چې ثابته کړي چې خلجيان د هېپتاليانو ځای ناستي وو[۱۲۳]، په داسې حال کې چې تاريخپوه مينورسکي وايي خلجيان شايد يوازې په سياسي توگه د هېپتاليانو سره تړاو ولري. د خلجيانو ځينې برخې وروسته پښتانه شوي چې اوس د پښتنو غلجي قبيلې هم دوی ته منسوبيږي.[۱۲۴]
- کانجينايان: يو ساکا ټبر دی چې له اېندو اريايي کومېديانو سره اړيکه لري[۱۲۵][۱۲۶] او له هېپتاليانو سره يوځای شوي دي. کانجينايان شايد په وروستيو کې تورکان شوي وو، لکه څنگه چې الخوارزمي هغوی کانجينا تورکان بللي، خو بوسورت او کلاوسن وايي چې الخوارزمي د تورکانو له نوم نه د يو گونگ او نامالوم نوم په توگه کار اخيستی نه دا چې دوی يې تورکان بللي.[۱۲۷]
- کارلوگيان: يا قرلوغيان په ديارلسمه پېړۍ کې په غزني او زابلستان اوسمهال د افغانستان سيمې دي؛ کې مېشت وگړي وو چې ډېری مسلمان ځمکپوهانو په تېروتنې سره کارلوک، خلوک، خرلوخ د خلج او خلجيانو سره يو شان او يو ټبر پېژندلی چې لامل يې د دې دواړو ټبرونو په يوه سيمه کې استوگنه او د نوم ورته والی دی، په داسې حال کې چې دواړه بېلابېل ټبرونه وو.[۱۲۸][۱۲۹]
- ابدال: ابدال چې يو چينايي اينو ټبر دی هم له هېپتاليانو سره تړاو لري.
- د اورهان کوپرولو په وينا د تورکيې ابدال شايد د هېپتاليانو له نسل څخه وي، البرټ وان لي کوک د ادانا د ابدالانو او د ختيځ تورکستان د اينو ټبر ترمنځ اړيکې ته اشاره کوي چې دواړه ډلې ځينې عامه مشترکه کلمې لري، دواړه ځانونه ابدالان بولي او په خپلو کې يوه ځانگړې ژبه وايي.[۱۳۰] ځينې ابدالي عناصر د ازربايجانيانو، تورکمنانو (عطا، چودور، اېرساري، ساريک)، کزاخانو، اوزبيک-لوکيانو، تورکانو او ولگا بلغاريانو (ساويرانو ) په ترکيب کې هم موندل کېدای شي.[۱۳۱]
واکمن
[سمول]د هېپتاليانو يا سپين هونيانو د کورنۍ ځينې واکمن
- خوشنواز، ۴۵۸ ز شاوخوا
- کون خي، ۴۸۴ ز شاوخوا
- ياندای ييليتو(چينايي نوم له کبله مشهور دی 厭帶夷栗陁)[۸۰][۸۱]
- هوادې گانگ (يوازې د روب سلطنت خونديځ (ارشيف) له مخې پېژندل شوی).[۱۳۲]
- غادفار/غاتيفار، ز شاوخوا ۵۶۷–۵۶۸.[۱۳۳]
- فاغانيش (۵۶۸-) (د چغانيان واکمن وو)
- نېزاک تار خان (۷۱۰ –۶۵۰ ز شاوخوا)
سرچينې
[سمول]- ↑ Rezakhani, Khodadad (April 25, 2014). "Hephthalites". Iranologie.com. بياځلي په October 5, 2023.
- ↑ Schottky, Martin (2020-08-20), "HUNS", Encyclopaedia Iranica Online (in انګليسي), Brill, بياځلي په 2023-10-05
- ↑ حبيبي, عبدالحی (نامالوم). "هپتاليان د افغانستان لنډ تاریخ لومړۍ برخه". افغانپېډياټکی کام.
{{cite web}}
: د سياس۱ تېروتنې: نېټې (link) - ↑ صافی, امان الله (۲۰۱۲ اکتوبر ۵ مه). "د افغانستان ۵۰۰۰ کلن تا ريخ او د ايرا نيا نو فرهنګی يرغل ". روهي ټکی ای اېف.
{{cite web}}
: د سياس۱ تېروتنې: نېټې (link) - ↑ Benjamin, Craig (16 April 2015). The Cambridge World History: Volume 4, A World with States, Empires and Networks 1200 BCE–900 CE. Cambridge University Press. p. 484. ISBN 978-1-316-29830-5.
- ↑ ۶٫۰ ۶٫۱ ۶٫۲ Rezakhani 2017a، م. 208.
- ↑ ۷٫۰ ۷٫۱ ۷٫۲ Alram 2014، م. 279.
- ↑ ۸٫۰ ۸٫۱ ۸٫۲ ۸٫۳ Maas 2015, p. 287
- ↑ Rezakhani 2017، م. 213.
- ↑ Rezakhani 2017، م. 217.
- ↑ Alram 2014، مم. 278–279.
- ↑ Whitfield, Susan (2018). Silk, Slaves, and Stupas: Material Culture of the Silk Road. University of California Press. p. 185. ISBN 978-0-520-95766-4.
- ↑ Bailey, H.W. (1979) Dictionary of Khotan Saka. Cambridge: Cambridge University Press. p. 482
- ↑ Gharib B. (1995) Sogdian dictionary. Tehran, Iran: Farhangan publications. p. xvi
- ↑ Kurbanov 2010، م. 27.
- ↑ quote: "Sept Aryas". Tremblay X., "Pour une histoire de la Sérinde. Le manichéisme parmi les peuples et religions d’Asie Centrale d’après les sources primaires, Veröffentlichungen der Kommission für Iranistik, 28, Verlag der Österreichischen Akademieder Wissenschaften, Vienne 2001, 185; cited in Étienne de la Vaissière, "Theophylact's Turkish Exkurs Revisited" in De Samarcande à Istanbul: étapes orientales . Hommages à Pierre Chuvin II, Paris, CNRS Editions, 2015, p. 93-94 of pp. 91-102
- ↑ Alram, Michael; Filigenzi, Anna; Kinberger, Michaela; Nell, Daniel; Pfisterer, Matthias; Vondrovec, Klaus (2012–2013). "The Countenance of the other (The Coins of the Huns and Western Turks in Central Asia and India)". Pro.geo.univie.ac.at. Kunsthistorisches Museum Vienna. خوندي شوی له the original on 18 August 2021. بياځلي په July 16, 2017.
- ↑ Rezakhani, Khodadad (2017a). "From the Kushans to the Western Turks". In Touraj Daryaee (ed.). King of the Seven Climes: A History of the Ancient Iranian World (3000 BCE - 651 CE). Ancient Iran Series. Vol. IV. ISBN 978-0-692-86440-1.
- ↑ ۱۹٫۰ ۱۹٫۱ Rezakhani 2017، م. 214.
- ↑ Alram, Michael; Filigenzi, Anna; Kinberger, Michaela; Nell, Daniel; Pfisterer, Matthias; Vondrovec, Klaus (2012–2013). "The Countenance of the other (The Coins of the Huns and Western Turks in Central Asia and India)". Pro.geo.univie.ac.at. Kunsthistorisches Museum Vienna. خوندي شوی له the original on 18 August 2021. بياځلي په July 16, 2017.
- ↑ Rezakhani, Khodadad (2017a). "From the Kushans to the Western Turks". In Touraj Daryaee (ed.). King of the Seven Climes: A History of the Ancient Iranian World (3000 BCE - 651 CE). Ancient Iran Series. Vol. IV. ISBN 978-0-692-86440-1.
- ↑ قدرت االله حداد فرهاد، د افغان ملي تاريخ، لومړى ټوك، ۶۴۶ مخ
- ↑ محمد شفيق ژمن (۱۳۹۳ لمريز). هلمند (هيتومنت). نارنج خپرندويه ټولنه-ننگرهار. p. ۹۳.
{{cite book}}
: د سياس۱ تېروتنې: نېټې (link) - ↑ دکتور فاروق انصاري، سرمؤلف عبدالغياث غوري، مؤلف عبدالمالک عابد (۱۳۹۰ لمريز). يوولسم ټولگي تاريخ. د افغانستان پوهنې وزارت. p. ۴.
{{cite book}}
: د سياس۱ تېروتنې: نېټې (link) - ↑ ۲۵٫۰ ۲۵٫۱ ۲۵٫۲ ۲۵٫۳ ۲۵٫۴ Kurbanov 2010، م. [کوم مخ].
- ↑ Rezakhani 2017a، م. 209.
- ↑ Kurbanov 2010، مم. 135–136.
- ↑ Bernard, P. "DelbarjīnELBARJĪN". Encyclopaedia Iranica.
- ↑ Ilyasov 2001، مم. 187–197.
- ↑ Dani، Litvinsky او Zamir Safi 1996، م. 183.
- ↑ Lerner او Sims-Williams 2011، م. 36.
- ↑ Enoki 1959.
- ↑ ۳۳٫۰ ۳۳٫۱ ۳۳٫۲ Sinor, Denis (1990). "The establishment and dissolution of the Türk empire". The Cambridge History of Early Inner Asia, volume 1. Cambridge University Press. p. 300. ISBN 978-0-521-24304-9. بياځلي په 2017-08-19.
- ↑ "Asia Major, volume 4, part 1". Institute of History and Philology of the Academia Sinica, University of Indiana. 1954. بياځلي په 2017-08-19.
- ↑ M.A. Shaban (1971). "Khurasan at the Time of the Arab Conquest". In C.E. Bosworth (ed.). Iran and Islam in memory of the late Vlademir Minorsky. Edinburgh University Press. p. 481. ISBN 0-85224-200-X.
- ↑ Christian, David (1998). A History of Russia, Inner Asia and Mongolia. Oxford: Basil Blackwell. p. 248.
- ↑ Kurbanov 2010، م. 14.
- ↑ Adas, Michael (2001). Agricultural and Pastoral Societies in Ancient and Classical History. Temple University Press. p. 90. ISBN 978-1-56639-832-9.
- ↑ ۳۹٫۰ ۳۹٫۱ ۳۹٫۲ ۳۹٫۳ Baumer 2018, pp. 97–99
- ↑ Talbot, Tamara Abelson Rice (Mrs David (1965). Ancient arts of Central Asia. Thames and Hudson. p. 93. ISBN 978-0-19-520001-0.
- ↑ Rezakhani 2017, p. 135. "The suggestion that the Hephthalites were originally of Turkic origin and only later adopted Bactrian as their administrative, and possibly native, language (de la Vaissière 2007: 122) seems to be most prominent at present."
- ↑ حبيبي, عبدالحی (نامالوم). "هپتاليان د افغانستان لنډ تاریخ لومړۍ برخه". افغانپېډياټکی کام.
{{cite web}}
: د سياس۱ تېروتنې: نېټې (link) - ↑ حبيبي, عبدالحی (نامالوم). "هپتاليان د افغانستان لنډ تاریخ لومړۍ برخه". افغانپېډياټکی کام.
{{cite web}}
: د سياس۱ تېروتنې: نېټې (link) - ↑ ۴۴٫۰ ۴۴٫۱ ۴۴٫۲ Frye 2002, p. 49.
- ↑ ۴۵٫۰ ۴۵٫۱ ۴۵٫۲ Litvinsky 1996، مم. 138–154.
- ↑ Rezakhani 2017، م. 135.
- ↑ Enoki 1959، مم. 23-28.
- ↑ Frye, R. "CENTRAL ASIA iii. In Pre-Islamic Times". Encyclopaedia Iranica.
- ↑ Enoki 1959، مم. 17–18.
- ↑ Yu Taishan (2011). "History of the Yeda tribe (Hephthalites): Further Issues". Eurasian Studies. I: 66–119.
- ↑ Rezakhani 2017, p. 135. "The suggestion that the Hephthalites were originally of Turkic origin and only later adopted Bactrian as their administrative, and possibly native, language (de la Vaissière 2007: 122) seems to be most prominent at present."
- ↑ de la Vaissière 2003، مم. 119–137.
- ↑ de la Vaissière 2012، م. 146.
- ↑ ۵۴٫۰ ۵۴٫۱ Bakker, Hans T. (12 March 2020). The Alkhan: A Hunnic People in South Asia. Barkhuis. p. 13, note 17. ISBN 978-94-93194-00-7.
- ↑ ۵۵٫۰ ۵۵٫۱ Wan, Xiang (August 2013). "A study on the Kidarites: Reexamination of documentary sources". Archivum Eurasiae Medii Aevi. 19: 286.
- ↑ Grenet, Frantz; ur Rahman, Aman; Sims-Williams, Nicholas (2006). "A Hunnish Kushanshah". Journal of Inner Asian Art and Archaeology. 1: 125–131. doi:10.1484/J.JIAAA.2.301930.
- ↑ Kurbanov, Aydogdy (2013a). "Some information related to the art history of the hephthalite time (4th-6th centuries AD) in Central Asia and Neighbouring countries". Isimu. 16: 99–112.
- ↑ قدرت االله حداد فرهاد، د افغان ملي تاريخ، لومړى ټوك، ۶۴۶ مخ
- ↑ محمد شفيق ژمن (۱۳۹۳ لمريز). هلمند (هيتومنت). نارنج خپرندويه ټولنه-ننگرهار. p. ۹۳.
{{cite book}}
: د سياس۱ تېروتنې: نېټې (link) - ↑ ۶۰٫۰ ۶۰٫۱ ۶۰٫۲ ۶۰٫۳ ۶۰٫۴ Higham, Charles (14 May 2014). Encyclopedia of Ancient Asian Civilizations. Infobase Publishing. pp. 141–142. ISBN 978-1-4381-0996-1.
- ↑ Kurbanov 2010، م. 67.
- ↑ Azarpay, Guitty; Belenickij, Aleksandr M.; Maršak, Boris Il'ič; Dresden, Mark J. (1981). Sogdian Painting: The Pictorial Epic in Oriental Art. University of California Press. pp. 92–93. ISBN 978-0-520-03765-6.
- ↑ Grousset, René (1970). The Empire of the Steppes: a History of Central Asia. Translated by Naomi Walford. New Brunswick, NJ: Rutgers University Press. p. 67.
- ↑
وزيري, محمد اقبال (۲۰۱۵). پښتو د تاريخ په بهير کې (PDF). دوردرېخت، هالنډ: کاکړ علمي تاريخي بنسټ. p. ۲۰ م. بياځلي په ۲۰۲۵ مارچ ۱۶ مه.
{{cite book}}
: د سياس۱ تېروتنې: نېټې (link) - ↑ ۶۵٫۰ ۶۵٫۱ ۶۵٫۲ de la Vaissière 2012، مم. 144–146.
- ↑ Sundermann، Hintze او de Blois 2009، م. 216, note 5.
- ↑ KURBANOV, AYDOGDY (2010). THE HEPHTHALITES: ARCHAEOLOGICAL AND HISTORICAL ANALYSIS (PDF). Berlin: Department of History and Cultural Studies of the Free University. p. 39.
- ↑ Potts, Daniel T. (2014). Nomadism in Iran: From Antiquity to the Modern Era (in انګليسي). Oxford University Press. p. 137. ISBN 978-0-19-933079-9.
- ↑ Kurbanov 2010، مم. 164, 167.
- ↑ Invalid
<ref>
tag; no text was provided for refs namedHEIDEMANN
- ↑ Alram 2008، coin type 47 and 48.
- ↑ ۷۲٫۰ ۷۲٫۱ Chegini & Nikitin 1996, pp. 38ff
- ↑ ۷۳٫۰ ۷۳٫۱ ۷۳٫۲ Rezakhani 2017، مم. 125–156.
- ↑ Zeimal 1996، م. 130.
- ↑ ۷۵٫۰ ۷۵٫۱ Alram et al. 2012–2013. exhibit: 10. Hephthalites In Bactria Archived 29 March 2016 at the Wayback Machine.
- ↑ "British Museum notice on Hephthalite troops". The British Museum.
- ↑ Joshua the Stylite, Chronicle composed in Syriac in AD 507 (1882) pp.1-76.
- ↑ Yu Taishan 2018، م. 93.
- ↑ ۷۹٫۰ ۷۹٫۱ de la Vaissière 2003، مم. 127–128.
- ↑ ۸۰٫۰ ۸۰٫۱ de la Vaissière 2003، م. 130, note 31.
- ↑ ۸۱٫۰ ۸۱٫۱ Balogh 2020، م. 88, I.072.
- ↑ de la Vaissière 2003، م. 125.
- ↑ Balogh 2020، مم. 51–52, I.032.
- ↑ ۸۴٫۰ ۸۴٫۱ Balogh 2020, p. 52. "Growing more and more powerful in the course of time, the Hua succeeded in conquering the neighbouring countries such as Bosi (Sasanid Persia), Panpan (Tashkurgan?), Jibin (Kashmir), Wuchang (Uddiyana or Khorasan), Qiuci (Kucha), Shule (Kashgar), Yutian (Khotan) and Goupan (Karghalik), and expanded their territory by a thousand li"
- ↑ Kuwayama, S. (2002). Across the Hindukush of the First Millennium. Institute for Research in Humanities, Kyoto University. p. 129. hdl:2433/120966.
- ↑ Yu Taishan 2018، مم. 89–90.
- ↑ de la Vaissière 2003، م. 126.
- ↑ Nicholson, Oliver (19 April 2018). The Oxford Dictionary of Late Antiquity (in انګليسي). Oxford University Press. p. 708. ISBN 978-0-19-256246-3.
- ↑ Kageyama 2016، مم. 200–205.
- ↑ Kubik, Adam (2008). "The Kizil Caves as an terminus post quem of the Central and Western Asiatic pear-shape spangenhelm type helmets The David Collection helmet and its place in the evolution of multisegmented dome helmets, Historia i Świat nr 7/2018, 141-156". Histïria I Swiat. 7: 143–144.
- ↑ ۹۱٫۰ ۹۱٫۱ ۹۱٫۲ ۹۱٫۳ Litvinsky 1996, pp. 139–140
- ↑ ۹۲٫۰ ۹۲٫۱ "Metropolitan Museum of Art (item 65.28a, b)". www.metmuseum.org. بياځلي په 2020-12-13.
- ↑ حبيبي, عبدالحی (نامالوم). "هپتاليان د افغانستان لنډ تاریخ لومړۍ برخه". افغانپېډياټکی کام.
{{cite web}}
: د سياس۱ تېروتنې: نېټې (link) - ↑ Litvinsky 1996، مم. 144-147.
- ↑ حبيبي, عبدالحی (نامالوم). "هپتاليان د افغانستان لنډ تاریخ لومړۍ برخه". افغانپېډياټکی کام.
{{cite web}}
: د سياس۱ تېروتنې: نېټې (link) - ↑ Frye 2002, p. 49. "Just as later nomadic empires were confederations of many peoples, we may tentatively propose that the ruling groups of these invaders were, or at least included, Turkic-speaking tribesmen from the east and north, although most probably the bulk of the people in the confederation of Chionites and then Hephhtalites spoke an Iranian language. In this case, as normal, the nomads adopted the written language, institutions and culture of the settled folks."
- ↑ de la Vaissière 2003، مم. 128–129 and note 35.
- ↑ Lung, Rachel (2011). Interpreters in Early Imperial China. John Benjamins Publishing. pp. 29, n.14, 99. ISBN 978-90-272-2444-6.
- ↑ Balogh 2020, p. 73
- ↑ de la Vaissière, Étienne (2017). "Early Medieval Central Asian Population Estimates". Journal of the Economic and Social History of the Orient. 60 (6): 788. doi:10.1163/15685209-12341438. ISSN 0022-4995.
- ↑ Rezakhani 2017، مم. 105–124.
- ↑ Compareti, Matteo (2014). Some Examples of Central Asian Decorative Elements in Ajanta and Bagh Indian Paintings (PDF). The Silk Road Foundation.
- ↑ Rezakhani 2017a، م. 207.
- ↑ Beckwith 2009، م. 406.
- ↑ de la Vaissiere, Etienne (2005). "Huns et Xiongnu". Central Asiatic Journal. 49: 3–26.
- ↑ Atreyi Biswas (1971). The Political History of the Hūṇas in India. Munshiram Manoharlal Publishers. ISBN 9780883863015.
- ↑ Alexander Berzin. "History of Buddhism in Afghanistan". Study Buddhism.
- ↑ Upendra Thakur (1967). The Hūṇas in India. Chowkhamba Prakashan. pp. 52–55.
- ↑ Ancient India: History and Culture by Balkrishna Govind Gokhale, p.69.[بشپړه سرچينه په کار ده]
- ↑ Ancient Indian History and Civilization by Sailendra Nath Sen, p.220.[بشپړه سرچينه په کار ده]
- ↑ India: A History by John Keay, p.158.[بشپړه سرچينه په کار ده]
- ↑ History of India, in Nine Volumes: Vol. II by Vincent A. Smith, p.290.[بشپړه سرچينه په کار ده]
- ↑ Kurbanov 2010، مم. 238–243.
- ↑ West 2009، مم. 275–276.
- ↑ Graff, David A. (10 March 2016). The Eurasian Way of War: Military Practice in Seventh-Century China and Byzantium. Routledge. pp. 139–149. ISBN 978-1-317-23709-9.
- ↑ Gankovsky, Yu. V.; et al. (1982). A History of Afghanistan. Moscow: Progress Publishers. p. 382.
- ↑ Fisher, William Bayne; Yarshater, Ehsan (1968). The Cambridge History of Iran. Cambridge University Press. p. 216. ISBN 978-0-521-20092-9.
- ↑ Morgenstierne, Georg (1979). "The Linguistic Stratification of Afghanistan". Afghan Studies. 2: 23–33.
- ↑ قدرت االله حداد فرهاد، د افغان ملي تاريخ، لومړى ټوك، ۶۴۶ مخ
- ↑ محمد شفيق ژمن (۱۳۹۳ لمريز). هلمند (هيتومنت). نارنج خپرندويه ټولنه-ننگرهار. p. ۹۳.
{{cite book}}
: د سياس۱ تېروتنې: نېټې (link) - ↑ "The Countenance of the other (The Coins of the Huns and Western Turks in Central Asia and India) 2012-2013 exhibit: Chorasan Tegin Shah". Kunsthistorisches Museum Vienna. 2012–2013. بياځلي په July 22, 2017.
- ↑ ALRAM, MICHAEL (2014). "From the Sasanians to the Huns New Numismatic Evidence from the Hindu Kush". The Numismatic Chronicle. 174: 279. ISSN 0078-2696. JSTOR 44710198.
- ↑ Bonasli, Sonel (2016). "The Khalaj and their language". Endangered Turkic Languages II A. Aralık: 273–275.
- ↑ Minorsky, V. "The Khalaj West of the Oxus [excerpts from "The Turkish Dialect of the Khalaj", Bulletin of the School of Oriental Studies, University of London, Vol 10, No 2, pp 417–437]". Khyber.ORG. له اصلي څخه خوندي شوی په 2011-06-13. بياځلي په 2007-01-10.
{{cite web}}
: CS1 maint: unfit URL (link) - ↑ Golden 1992، م. 83.
- ↑ Bosworth, C.E. (1981). "The Rulers of Chaghāniyān in Early Islamic Times". Iran. Vol. 19. p. 20.
- ↑ Bosworth, C.E.; Clauson, Gerard (1965). "Al-Xwārazmī on the Peoples of Central Asia". The Journal of the Royal Asiatic Society of Great Britain and Ireland (1/2): 8–9.
- ↑ Golden 1992، م. 387.
- ↑ Minorsky, V. "Commentary on Ḥudūd al-ʿĀlam's "§ 15. The Khallukh" and "§ 24. Khorasanian Marches" pp. 286, 347–348
- ↑ Nilüfer Köşker (2016). "Abdals in Cultural Geography of Anatolia". In Hülya YALDIR; Recep EFE; Elżbieta ZUZAŃSKA-ŻYŚKO; Mehmet ARSLAN (eds.). Current Topics in Social Sciences. Sofia: ST. KLIMENT OHRIDSKI UNIVERSITY PRESS. p. 585. ISBN 978-954-07-4135-2.
- ↑ Kurbanov 2010، مم. 241-242.
- ↑ Translations of Nicholas Sims-Williams, quoted in Solovev, Sergej (20 January 2020). Attila Kagan of the Huns from the kind of Velsung. Litres. p. 313. ISBN 978-5-04-227693-4.
- ↑ Adylov او Mirzaahmedov 2006، م. 37.
- مخونه د غبرګونيزي تيروتنې سره
- هغه پاڼي چي د جېسن کنفیګرېشن غزونکې اله کاروي
- CS1 انګليسي-language sources (en)
- د سياس۱ تېروتنې: نېټې
- د وېبپاڼيزې کينډۍ لارښوونيز لینکونه
- CS1 maint: unfit URL
- ليکنې چې ويوکي په انګليسي
- څوژبيزې ملاتړ کينډۍ
- هغه پاڼي چې د P36 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P2936 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P140 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P1365 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P576 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چي بې پاراميټره مالوماتبکس کېټ کاروي
- هغه پاڼې چي مالوماتبکس کېټ کاروي
- هغه پاڼې چې یو خصوصیت کارويP242