منځپانگې ته ورتلل

هتشپسوت

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

هتشپسوت (واکمني شاوخوا 1507–1458 مخکي تر زیږد) د توتموس فرعون لویه شاهي میرمن او د مصر د اتلسمي شاهي کورنۍ شپږمه فرعوني واکمنه وه، چې لومړی یې د پاچا په توګه او بیا یې په 1479 مخکي تر زیږد کي د پاچا ملکې په توګه چاري په لاس کي درلودې. [۱] یاده مېرمن د مصر دوهمه پېژندل سوې ښځه وه چې په پوره ځواک سره یې ددغه هیواد چاري اداره کولې.

هتشپسوت
اړوند
زېږونځای
Thebes (en) ژباړلمصر پر ویکي‌ډېټا د دې ارزښت سمول
ښاروندتوب
زېږون نېټه
۱۵۰۷ "م.ز" پر ویکي‌ډېټا د دې ارزښت سمول
مړينې نېټه
۱۶ جنوري ۱۴۵۸ "م.ز" پر ویکي‌ډېټا د دې ارزښت سمول
مړينې لامل
مړينې لامل
ښخولو ځای
دنده
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
وروڼه او خويندې

هتشپسوت د لومړي توتموس او د شاهي کورنۍ د لویې میرمنې احموس لور وه. د نوموړي د میړه او دویم ناسکه ورور ټوټموس له مړیني وروسته د مصر د حکومت مشرتوب دریم ټوټموس فرعون ته (چي په دوه کلنۍ کي یې تخت په لاس راوړی وو) پاته سو. هتشپسوت دا وخت د ټوټموس د مرستیالي په توګه دنده سرته رسول، خو د خپل واک په راتلونکو کلونو کي یې واک دومره پراخه سو چي د فرعون مقام یې په غاړه واخیست او د ټوټموس سره په څنګ کي یې بشپړ شاهي لقب ځان ته غوره کړ. هتشپسوت د نارینه وو او ښځو دواړو ځانګړتیاوي استعمالولې او غوښتل یې دا مفکوره په ولس کي عامه کړي چي دا له شاهي پلوه هم مور او هم پلار غوندي ده. [۲] د حتشپسوت واکمني په مصر کي د پراخي سوکالۍ او عمومي سولي دوره وه. هغه د لرغوني مصر یوه له خورا تکړه انجینرانو څخه ګڼل کېدله، چي د لویي کچي ساختماني پروژو څارنه به یې کوله لکه د کارنک د عبادتځای ودانۍ ، سور منار ، سپیوس آرټیمیډوس ودانۍ او تر ټولو مشهوره یې په دیر البحاري سیمه کي د هتشپسوت د مړو معبد وو.

هتشپسوت د تاریخونو پر بنسټ ښایي د دریم تتموس د واکمنۍ په ۲۲ کال کي مړه سوې وي. [۳] د نوموړي تر مړيني وروسته د دریم توتموس د واکمنۍ په پای او د هغه د زوی دوهم امن حوتپ د واکمنۍ په ترڅ کي د مصر د تاریخ له اثارو څخه د هتشپسوت مجسمې ویجاړي او یادګارونه یې خراب سول. همدارنګه یې د هغې ډیري لاسته راوړني نورو فرعونانو ته منسوب کړې.

سرچينې

[سمول]

https://www.jstor.org/stable/20694765

  1. Hornung، Krauss او Warburton 2006.
  2. . 2009. {{cite journal}}: Cite journal requires |journal= (help); Missing or empty |title= (help)
  3. Hornung 2006.