هبت الله

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
و اصلی برخی ته ورشی د پلټنې ځای ته ورټوپ کړی
ھیبت الله اخوندزاده
د واکمنۍ دوران
25 می 2016
Fleche-defaut-droite-gris-32.png ملا اخټر محمد منصور
  Fleche-defaut-gauche-gris-32.png
د شخص معلومات
پيدايښت شاوخوا 1966 – c. 1971
(aged 45–50)[۱]
کندهار ولايت, افغانستان[۱]
مذهب سني اسلام
عملي ژوند

Found 1 = allegiance ..., Found honorific-prefix,

ملا ھیبت الله اخوندزاده[۲] سپریم مشر غړی، او د ملا عمر له مړیني وروسته د نوي اعلان شوي مشر ملا اخترمحمد لومړی مرستیال ټاکل شوی ؤ.ملا ھیبت الله اخوندزاده ده ایالت کندھار دولسوالی پنجوائی ده نورزی قام سره تڑون لری.

[۳]

د پخواني امیر د کورنۍ وفاداري[سمول]

له ملا ھیبت الله اخوندزاده سره د پخواني مشر ملا محمد عمر کوني کورنۍ هم، خپله وفاداري ښوولې.

د طالبان د مشر په توگه ټاکل کیدنه[سمول]

د طالبان غڑی د ملا منصور مرگ تایید گړي او ملا ھیبت الله اخوندزاده یې خپل د نوي مشر په توگه ټاکلی دی.[۴] د افغانستان د اسلامی امارات رهبري شوری چې د گڼ شمیر علماء کرامو، د تفسیر او احادیثو د استادانو، متدینو سیاست پوهانو او جهادي تجربې د خاوندانو معتبره شوری ده د یوه مجلس په دائرولو سره چې د اهل الحل و العقد له شرعي اعتبار څخه برخمن و، وروسته له ژور فکر، تدبر او هر اړخیز دیني او جهادي مصلحت سنجولو یي ملا ھیبت الله اخوندزاده د اسلامی امارات د نوي رھبر په حیث د شوری د ټولو اعضاء په اتفاق تعین او د شرعي امیر په حیث یي ورسره بیعت وکړ، همدرارنگه ملا سراج الدین حقانی او ملا محمد عمر زوی ملا یعقوب یې د مرستیالانو په حیث تعین شول. http://rohi.af/fullstory.php?id=45858

د ملا رسول نورزی ډلې له خوا نه منل[سمول]

په پاکستان کې د طالبانو د کوټې د شورا له لوري د ملا هبت الله اخوندزاده نورزی د مشرۍ له اعلانه څو ساعته وروسته د طالبانو یوې ډلې اعلان وکړ چې د هبت الله مشري نه مني. د اسوشیتید پریس خبري اژانس د راپور له مخې د طالبانو په منځ کې د منصور اصلي مخالفې ډلې، چې مشري یې ملا محمد رسول اخوند کوي، د هبت الله مخالفت لا نه دی کړی خو رسول ته وفادارو ویلي چې د هبت الله مشري به ونه مني. دوی ویلي چې په پاکستان کې هبت الله د طالبانو د شورا له لوري په ازاد ډول نه دی غوره شوی. د هبت الله دا مخالفان د افغانستان په هرات ولایت کې نسبتاً زیات فعال دي او د منصور له پلویانو سره یې خونړۍ نښتې کړي دي. د رسول مرستیال ملا عبدالمنان نیازي وویل چې دوی به د هبت الله مشري په هماغو علتونو ونه مني چې د منصور مشري یې نه وه منلې. ده وویل:«هبت الله د پاکستان مېشتو او د پاکستان تر اغېز لاندې طالبانو د وړې ډلې له لوري ټاکل شوی دی. دوی په افغانستان کې نفوذ نه لري.» ملا عبدالمنان نیازي همداراز وویل:«له ملا اختر محمد منصور او ملا هبت الله سره زموږ ستونزه یو شی ده. موږ د اختر منصور دښمنان نه وو، له هغې طریقې سره مخالف وو چې نوموړی پرې وټاکل شو، او دا ده بیا دوی سره کښېناستل او یو بل یې وټاکه…. موږ به یې د نوي مشر په توگه ونه منو مگر دا چې ټول دیني عالمان او قومي مشران سره کښېني او نوی مشر وټاکي.» ویل کېږي چې هبت الله یو دیني عالم دی، زیات پېژندل شوی نه دی او کم کفایته دی. هغوی چې دی یې مخکې کړی دی غواړي چې اصلي واک د سراج الدین حقاني په لاس کې وي خو د دې لپاره چې حقاني په دې بدنام دی چې د پاکستان د پوځ او استخباراتو لپاره کار کوي، نوموړی یې مرستیال ټاکلی دی خو باور کېږي چې اصلي واک به په لاس کې لري.

طالبانو ته د افغانستان د حکومت پیغام[سمول]

د طالبانو له لوري د نوي مشر له ټاکل کېدو وروسته د افغانستان حکومت دې ډلې ته اعلان وکړ چې یا جگړه پای ته ورسوي او یا د جگړې سختو پایلو ته تیار واوسي. د افغانستان د حکومت دا پیغام د ولسمشر غني مرستیال ویاند سید ظفر هاشمي په ټویټر کې خپور کړی دی. هاشمي ویلي، نوي شرایط د طالبانو بېلابېلو ډلو ته د جگړې د بندولو او سوله ییز ژوند د پیلولو لپاره موقع برابره کړې او که دوی له دې موقع گټه وانخیسته حال به یې هغسي وي چې د دوی د مشر(اختر منصور) شو.

له روسیې د افغان جگړې کنټرولول[سمول]

ملا عبدالمنان نیازی چې د افغانستان اسلامي امارت عالي شورا غړی او ویاند ځان معرفي کوي وایي چې، په افغانستان کۍ روانه جګړه چې هدف یې یوازې د مجاهدینو او افغان پوځ وژل دي د روسيې، ایران او پاکستان په ملاتړ ترسره کېږي او دغه هېوادونه د هبت الله د ډلې مالي ملاتړ کوي. تېره اونۍ نړیوالو رسنیو د طالبانو د مشر ملا هبت الله د لا درکه کېدو او روسیې ته د هغه د رسېدو په تړاو راپورونه ورکړل، خو په هرات کې د طالبانو جلا شوې ډله ادعا کوي، چې ملا هبت الله افغان جګړه له مسکوه رهبري کوي. د جلا شوې ډلې مرستیال ملا عبدالمنان نیازی وایي، په افغانستان کې روانه جګړه د روسیې، پاکستان او ایران په مالي ملاتړ پرمخ وړل کېږي او هدف یې د مجاهدینو او افغان پوځ ختمول دي. د طالبانو دغه جلا شوې ډله چې د هرات ولایت په څنډو کې نفوذ لري، دغلته یې د ملا هبت الله په مشرۍ وسله والو طالبانو سره څو ځل جګړې هم شوې دي. دغه طالب مشر له افغان حکومت سره د سولې خبرې هم ردوي او په وینا یې، تر هغو چې بهرنیان په افغانستان کې وي، سوله نه کوي. د طالبانو د جلا شوې ډلې دغه ادعا داسې مهال ده، چې تر اوسه په دې تړاو د ملا هیبت الله په مشرۍ طالبانو څه نه دي ویلي. [۵]

سرچینې[سمول]