هاوارد هیوز
د فلم د شتمن په توګه، هیوز د ۱۹۲۰ لسیزې په وروستیو کې په هالیوډ کې هغه وخت شهرت ترلاسه کړ، چې هغه د لوی مصرف او زیاتره جنجالي فلمونه لکه شورماشو (۱۹۲۸)، د دوزخ پریښتې (۱۹۳۰)او داغ مخ (۱۹۳۲)، تولید کړل. وروسته په ۱۹۴۸ کال کې نوموړي د کېت-البي-اورفیو انځورونو (RKO Pictures) د فلم سټوډیو واخیسته، چې په هغه وخت کې د هالیوډ د زرینې دورې د پنځو لویو سټوډیوګانو څخه وه، خو د دې تولیدي شرکت د هغه تر کنټرول لاندې له ستونزو سره مخ شوه او په پایله کې کې یې په ۱۹۵۷ کال فعالیت بند کړ. [۱۵][۱۶] الوتنې او فضایي سفر سره د خپلې لېوالتیا له امله، نوموړي په ۱۹۳۲ کال کې د هیوز د الوتکو شرکت تاسیس کړ، چې لوی شمېر انجینران، ډیزاینران، او دفاعي قراردادیان یې وګومارل. هغه د ۱۹۳۰ لیسیزې پاتې برخه او د ۱۹۴۰ لسیزې زیاته برخه د نړۍ د هوایې سرعت په زیاتره ریکارډونه تېر کړل. هغه د هیوز اچ-۱ مسابقه کوونکي (Hughes H-1 Racer) (۱۹۳۵ کال) او اچ-۴ هرکلیز (د پاک کارغه، ۱۹۴۷) جوړ کړل، چې دوهمه یې د هغه وخت راهیسې تر ۲۰۱۹ کال پورې په تاریخ کې د لویو وزرونو پر درلودلو ترټولو لویه الوتونکې کښتۍ وه. هغه د Trans World Airlines و پېرود او پراخ یې کړ او وروسته یې Air West واخیست او هغه ته یې د Hughes Airwest نوم ورکړ. هیوز په دوه ځله (په ۱۹۳۶ او ۱۹۳۸ کلونو کې) د هارمون جایزه، همدارنګه د کولیر جایزه (۱۹۳۸ کال) او د کانګریس د سرو زرو مډال (۱۹۳۹ کال) یې د ۱۹۳۰ کلونو په اوږدو کې د هوایی چلند په برخه کې د هغه د لاسته راوړنو لپاره ترلاسې کړې. په ۱۹۷۳ کال کې د ملي هوایي چلند د شهرت په سالون کې شامل شو او د پرواز مجلې په ۲۰۱۳ کال کې نوموړی د هوایی چلند د ۵۱ اتلانو په نوملړ کې راوست شو چې ۲۵ ځای یې ترلاسه کړی و. [۱۷][۱۸][۱۹] هغه د ژوند د وروستیو کلونو کې خپله مالي سترواکي پراخه کړه او په لاس ویګاس کې زیاتره لوی کاروبارونه، لکه املاک، هوټلونه، قمارخانې، او د رسنۍ، لاس ته راوړل. نوموړی چې په هغه وخت کې د نیوادا ایالت له خورا ځواکمنو څېرو څخه ګڼل کېده، د یو نړیوال ښار حیثیت ته ویګاس په بدلون کې په پراخه کچه کرېدیت ترلاسه کوي. د کلونو ذهني او فزیکي زوال وروسته، هیوز په ۱۹۷۶ کال کې د پښتورګو د درېدو له امله مړ شو. د هغه میراث د هاورډ هیوز د طبي انسټیټیوټ او هاوارد هیوز کارپوریشن پر مټو ساتل کېږي. [۲۰] لومړی ژوند[سمول]کشر هاوارد رابرد هیوز د ایلین سټون ګانو (۱۸۸۳ – ۱۹۲۲) او مشر هاورډ آر هیوز (۱۸۶۹ – ۱۹۲۴) زوی و، چې د میسوري یو بریالی اختراع کونکی او سوداګر و. هغه انګلیسي، ویلزي او یو څه فرانسوي هوګینوټ نسب درلود او د جان ګانو (۱۷۲۷ – ۱۸۰۴) له اولادې څه دی، چې یو کشیش و او ویل کېږي چې جورج واشنګټن ته یې د تعمید غسل ورکړی. پلار يې په ۱۹۰۹ کال کې د دوه مخروطي څرخنده برمې اختراح ثبت کړه، چې په مخکینیو له لاس رسي بهر سیمو کې یې د نفتو د استخراج لپاره برمه کول ممکن کړل. مشر هیوز د اختراع د سوداګریز کولو لپاره هوښیاره او ګټور پریکړه وکړه چې د برمې د پلور پر ځای یې هغه په اجاره ورکوله، چې نورې زیاتې برمې یې اختراع کړې او په ۱۹۰۹ کال کې یې د هیوز د وسایلو شرکت تاسیس کړ. د هیوز تره، رپرت هیوز مشهور ناول لیکونکی، ننداره لیکونکی او د فلم ډایرکټر و. [۲۱][۲۲][۲۳] د ۱۹۴۱ کال د هوګز د زیږون اقرار نامه چې د هغه د تره انیټ ګانو لومیس او اسټیل بوټن شارپ له خوا لاسلیک شوی، ښیي چې هغه د ۱۹۰۵ کال د ډسمبر په ۲۴ نېټه د تکزاس په هاریس ولسوالۍ کې زیږېدلی. خو د هغه د تعمید سند د ۱۹۰۶ کال د اکتوبر په ۷ نېټه د آیوا په کیوک کې د سېنت جانز ایپیسکوپل کلیسا کې ثتب شوی، د هغه د زیږون نیټه د ۱۹۰۵ کال د سپټمبر ۲۴ ښیي چې د زیږون جای ته یې اشاره نه ده کړې. هیوز په ځوانۍ کې د ساینس او ټیکنالوژۍ سره لېوالتیا وښودله. په ځانګړې توګه، هغه په انجینرۍ کې غوره استعداد درلود او په ۱۱ کلنۍ کې یې د هوسټن لومړی "بې سیم" راډیو ټرانسمیټر جوړ کړ. هغه په هوسټن کې د لومړي جواز لرونکي آماتور-راډیو مالک شو، چې د W5CY رادیویي نښان (اصل کې 5CY) یې درلود. په ۱۲کلنۍ کې، هیوز انځو په سیمه ییزه ورځپاڼه کې خپور شو چې په هوسټن کې د لومړي هلک و چې یو "موتور لرونکی" بایسکل یې درلود. هغه دا د خپل پلار د بخار انجن له پرزو څخه جوړ کړی و. هغه یو متفاوت زده کونکی و، چې د ریاضیاتو، الوتنې او میخانیک سره یې مینه درلوده. نوموړي د الوتنې لومړی درس په ۱۴ کلنۍ کې واخیست او په ۱۹۲۱ کال کې یې په ماساچوسټس کې د فیسنډن په ښوونځي کې شامل شو. [۲۴][۲۵][۲۶] هیوز د تاچر په ښوونځي کې د لنډې مودې وروسته، په کالټیک کې د ریاضی او د هوایي چلند د انجینرۍ په کورسونو کې ګډون وکړ. د هوستون په ۳۹۲۱ یواکم بلوید کې د سرو خښتو هغه کور چې نوموړي په تڼکیتوب کې په ژوند کاوه، اوس هم پرځای دی، او اوس د سینټ توماس پوهنتون په چاپېریال کې د هیوز کور په نوم یادېږي. [۲۷][۲۸] مور یې، ایلین د ۱۹۲۲ کال په مارچ کې د ایکتوپیک (غیر نارمل) باردارۍ د ستونزو له امله مړه شوه. مشر هاورډ هیوز په ۱۹۲۴ کال کې د زړه د حملې له امله مړ شو. ظاهراً د دوی مړینې هیوز وهڅو چې د ۱۹۲۹ کال کې د ۱۹ کلنۍ په خپل وصیت کې د طبي څیړنو د لابراتوار ودانول شامل کړي. د مشر هیوز وصیت د ایلین له مړینې ورسته نه و اپدېټ شوی، او هیوز د کورنۍ ۷۵٪ شتمني په میراث کې ترلاسه کړه. د د ۱۹مې کلیزې په ورځ، هیوز خپلواک کوچنی اعلان شو، چې هغه ته یې توان ورکړ چې د خپل ژوند بشپړ کنټرول ترلاسه کړي. [۲۹][۳۰] په ځوانۍ کې ه، هیوز یو تکړه او لېواله ګولف لوبغاړی شو. هغه اکثراً د لمړۍ کچې د شارتونو نمرې اخیستي او په ۲۰ کلنۍ کې یې د مقابل لوري پر وړاندې د دوه-پر-دری امتیازنو سره لوبه کوله، او د یو وخت لپاره یې د مسلکي ګلف لپاره هوډ درلود. هغه په مکرر ډول د غوره لوبغاړو ، لکه جین سرازین، سره ګلف لوبو. هیوز ډېر لږ رقابتي لوبه کوله او په تدریجي ډول یې د نورو لېوالتیا وو لپاره له سپورت نه لاس واخیست. هیوز هره ماسپښین د لاس انجلس په کورسونو کې، لکه په لیکسایډ ګلف کلب، ولشیر کنټري کلب، یا بیل ایر کنټري کلب کې، د ګلف لوبه کوله. د هغه ملګري جورج وان ایلم یا اوزي کارلټن وو. کله چې هیوز د ۱۹۲۰ کلونو په وروستیو کې ځان ټپي کړ، د هغه ګلف لوبې لږ شوې، او د F-11 له غورځیدو وروسته یې د لوبې توان له لاسه ورکړ. [۳۱][۳۲] هیوز د خپل پلار له مړینې لږ وروسته یې د رایس پوهنتون پرېښود. نوموړي د ۱۹۲۵ کال د جون په ۱ نېټه د ایلا بوټس رایس سره واده وکړ. نوموړې د د هوستون د ډیویډ رایس او مارتا لاسن بوټس لور، او د ویلیم مارش رایس، چې د رایس پوهنتون یې به نوم دی، د خور لمسۍ وه. دوی لاس انجلس ته لاړ، چې هلته نوموړي هیله درلوده چې د فلم جوړونکي په توګه د ځان لپاره شهرت ترلاسه کړي. دوی د امبسېډور هوټل ته لاړل، او هیوز د واکو (Waco) د الوتنې زده کړه پیل کړه، چې په ورته وخت کې یې د سوېل هوګان (Swell Hogan) په نوم خپل لومړی متحرک انځورونه تولید کړل. [۳۳] سرچينې[سمول] |
- ↑ ۱٫۰ ۱٫۱ Encyclopædia Britannica Online ID: https://www.britannica.com/biography/Howard-Hughes — subject named as: Howard Hughes — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
- ↑ ۲٫۰ ۲٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6805cb7 — subject named as: Howard Hughes — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ۳٫۰ ۳٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/521 — subject named as: Howard Hughes — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ۴٫۰ ۴٫۱ The Peerage person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=4638&url_prefix=https://www.thepeerage.com/&id=p32003.htm#i320024 — subject named as: Howard Robard Hughes, Jr. — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — دوتنه: Darryl Roger Lundy — پیدا کوونکی: Darryl Roger Lundy
- ↑ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/hughes-howard-robard — subject named as: Howard Robard Hughes — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سمونګر: Bibliographisches Institut & F. A. Brockhaus او Wissen Media Verlag
- ↑ ۶٫۰ ۶٫۱ GeneaStar person ID: https://www.geneastar.org/genealogie/?refcelebrite=howardrobardhughesh — subject named as: Howard Hughes
- ↑ ۷٫۰ ۷٫۱ Roglo person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=7929&url_prefix=https://roglo.eu/roglo?&id=p=howard+robard;n=hughes;oc=1 — subject named as: Howard Robard Hughes
- ↑ ۸٫۰ ۸٫۱ Proleksis enciklopedija ID: https://proleksis.lzmk.hr/27306 — subject named as: Howard Hughes — سرليک: Proleksis enciklopedija او Opća i nacionalna enciklopedija
- ↑ ۹٫۰ ۹٫۱ Munzinger person ID: https://www.munzinger.de/search/go/document.jsp?id=00000000472 — subject named as: Howard R. Hughes — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb119875388 — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
- ↑ http://archive.org/stream/1897report07harvuoft/1897report07harvuoft_djvu.txt
- ↑ https://id.lib.harvard.edu/alma/99156707907603941/catalog — د نشر نېټه: ۲۱ سپټمبر ۲۰۲۳ — خپرونکی: هروارد پوهنتون
- ↑ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb119875388 — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
- ↑ "Howard R. Hughes". UNLV Howard R. Hughes College of Engineering. July 20, 2011. د لاسرسينېټه July 18, 2018. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ "The Racket (1928)". Turner Classic Movies. د لاسرسينېټه August 14, 2017. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ "Hell's Angels". Turner Classic Movies. د لاسرسينېټه August 14, 2017. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Rumerman, Judy. "Hughes Aircraft." centennialofflight.net, 2003. Retrieved: August 5, 2008.
- ↑ Dietrich, Noah; Thomas, Bob (1972). Howard, The Amazing Mr. Hughes. Greenwich: Fawcett Publications, Inc. د کتاب پاڼي 34, 69. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ "51 Heroes of Aviation." Flying Magazine. Retrieved: December 27, 2014.
- ↑ "Howard Hughes, Our Company, History". Howard Hughes Company Website. د لاسرسينېټه November 6, 2017. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Barlett and Steele 2004, p. 15.
- ↑ Barlett, Donald L. and Steele, James B. Howard Hughes: His Life and Madness Norton, 2011, page 29.
- ↑ "American National Biography Online: Hughes, Howard". www.anb.org. د لاسرسينېټه August 15, 2017. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ "Howard Hughes." Archived January 3, 2006, at the Wayback Machine. MSN Encarta online, October 21, 2009. Retrieved: January 5, 2008.
- ↑ "The Original Famous Hams and ex-Hams List". د اصلي آرشيف څخه پر May 19, 2014 باندې. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ "Howard Hughes." U.S. Centennial of Flight Commission, 2003. Retrieved: January 5, 2008.
- ↑ (په March 8, 1972 باندې). [{{{url}}} The Mail Goes Through But Flavor Is Gone]. The Democrat Chronicle. Newspapers.com
- ↑ "1952 Purchase of Hughes House". alumni.stthom.edu. د لاسرسينېټه April 21, 2018. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ "Howard Hughes." about.com. Retrieved: January 5, 2008.
- ↑ "Golf's Bizarre Billionaire." Archived October 14, 2007, at the Wayback Machine. golfonline.com. Retrieved: September 4, 2007.
- ↑ Barkow 1986, p. 13.
- ↑ Dietrich, Noah; Thomas, Bob (1972). Howard, The Amazing Mr. Hughes. Greenwich: Fawcett Publications, Inc. د کتاب پاڼي 34, 69. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Dietrich, Noah; Thomas, Bob (1972). Howard, The Amazing Mr. Hughes. Greenwich: Fawcett Publications, Inc. د کتاب پاڼي 34, 69. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
- ليکنې په کومو کې چي د انګلیسي ژبې توري موجود دي
- د خاصيت کارولو پاڼې P1559
- د ويکيډاټا توکو کارونکي مخونه
- ليکنې په کومو کې چي د فرانسیسی ژبې توري موجود دي
- د خاصيت کارولو پاڼې P1477
- مخونه د ويکيډاټا د سرچينو سره
- د خاصيت کارولو پاڼې P19
- 1976م وفاتونه
- 5 اپرېل وفاتونه
- د خاصيت کارولو پاڼې P570
- د خاصيت کارولو پاڼې P20
- د خاصيت کارولو پاڼې P27
- د خاصيت کارولو پاڼې P1050
- د خاصيت کارولو پاڼې P106
- د خاصيت کارولو پاڼې P103
- ويونکي ژبې د ويکيډاټا څخه
- دستخط ویکی ڈیٹا سے ماخوذ
- د خاصيت کارولو پاڼې P856
- د خاصيت کارولو پاڼې P345
- ليکنې په کومو کې چي د لاطینی ژبې توري موجود دي
- په ويکيډاټا کې غير پښتو نښانونه
- ليکنې په کومو کې چي د کروشیائی ژبې توري موجود دي
- د وېبپاڼيزې کينډۍ لارښوونيز لینکونه