هارورډ پوهنتون
| په نوم د |
|---|
| عمومي مالومات | |
|---|---|
| ځايي ژبې | |
| مرکز | |
| غړی د |
Ivy League (en) ORCID[۳][۴] (۲۰۲۳) Digital Library Federation (en) Association of Research Libraries (en) IIIF Consortium (en) Coalition of Open Access Policy Institutions (en) Consortium of Social Science Associations (en) arXiv (mul) Northeast University Semiconductor Network (en) The Research Collections And Preservation Consortium (en) Association of American Universities (en) Association of American Colleges and Universities (mul) American Council on Education (en) National Humanities Alliance (en) Higher Education Leadership Initiative for Open Scholarship (en) Coalition for Networked Information (en) Center for Research Libraries (en) Scholarly Publishing and Academic Resources Coalition (en) Massachusetts Nonprofit Network (en) Council on Governmental Relations (en) |
| ادرس | |
| اداري سیمه | |
| هېواد |
| برخې |
Adams House (en) Winthrop House (en) Quincy House (en) Lowell House (en) Leverett House (en) Kirkland House, Harvard University (en) Dunster House (en) Cabot House (en) Currier House (en) Pforzheimer House (en) |
|---|
| بنسټګر |
|---|
| وېبپاڼه |
harvard.edu (انګليسي ژبه) |
|---|---|
| پوسټکوډ |
02138[۲] |
| کورډينېشن |

هارورډ پوهنتون د متحده ایالاتو د میساچوسټس په کیمبرج سیمه کي د آیوي لیګ اړوند یو خصوصي څیړنیز پوهنتون دی. دا پوهنتون د ۱۶۳۶ کال د اکتوبر پر ۲۸ نېټه رامنځته سو او د مذهبي پادری جان هارورډ نوم یې خپل کړ. په متحده ایالاتو کي دا پوهنتون د لوړو زده کړو ترټولو زړه اداره ګڼل کيږي، او د نفوذ، شتمنۍ او درجه بندۍ له مخي د نړۍ یو له معتبرو پوهنتونونو څخه دی.
هارورډ په حکومتي کچه د میساچوسټس د عمومي محکمې لخوا تاسیس او تصویب سو، چي په متحده ایالاتو کي د استعماري دورې پر مهال د میساچوسټس بې کالوني واکمنه مقننه قوه وه. دا پوهنتون که څه هم په رسمي ډول د کومي فرقې سره تړاو نه درلود، خو لومړی یې د جماعت پادریانو ته روزنه ورکړه، او وروسته یې نصاب او د زده کونکو اداره په تدریجي ډول په اتلسمه پیړۍ کي سیکولر سول.
په ۱۹ پیړۍ کي هارورډ پوهنتون د بوسټن د اشرافو په منځ کي د ترټولو مهم پوهنیز او کلتوري ادارې په توګه راڅرګند سو. د امریکا تر کورنۍ جګړې راوروسته د هارورډ د مشر چارلس ویلیم ایلیوټ د ۱۸۶۹ څخه تر ۱۹۰۹ پوري د خپلي اوږدې مودې په لړ کي د هارورډ څو مسلکي ښوونځي رامینځته کړل، چي له امله یې دا ځای په یو عصري څیړنیز پوهنتون بدل سو.
هارورډ پوهنتون لس اکاډمیکي پوهنځۍ لري چي یوه پوهنځۍ یې د هارورډ راډکلیف انسټیټیوټ سره تړلې ده. په دې پوهنتون کي د هنرونو او علومو پوهنځی د لیسانس او فراغت په پراخه کچه په اکاډمیکو څانګو کي زده کړي وړاندي کوي، او نوري پوهنځۍ یې د مسلکي درجو په ګډون د فراغت تر کچي زدکړي وړاندي کوي. هارورډ پوهنتون درې غولي لري:
لمړی غولۍ چي په ۲۰۸ جریبه کي جوړ او مرکز یې د کیمبرج په هارورډ یارډ کې دی.
دویم غولی یې د بوسټن د آلسټون په ګاونډ کي د چارلس سیند په اوږدو کي پروت دی.
دریم غولی د بوسټن په لانګ ووډ طبي سیمه کي پروت دی.
د هارورډ ونډي چي ارزښت یې ۵۰.۷ میلیارده ډالره دی، په نړۍ کي تر ټولو شتمنه پوهنیزه اداره په واک کي لري. همدارنګه د هارورډ کتابتون چي له ۲۰ ملیون څخه زیات کتابونه لري، د نړۍ ترټولو لوی اکاډمیک کتابتون بلل سوی دی.
په نړیواله کچه د هارورډ پوهنتون ۱۸۸ ژوندي میلیاردران ، ۸ امریکایي ولسمشران ، ۲۴ د دولت مشران او ۳۱ د حکومت مشران فارغه کړي دي. ددې ترڅنګ د پام وړ شرکتونو بنسټ ایښودونکي، د نوبل جایزې ګټونکي ، د ساحو مډال ګټونکي، د کانګرس غړي ، د مک ارتور غړي ، روډز پوهان ، د مارشل پوهان ، د ټورینګ جایزې ترلاسه کونکي ، د پولیټزر جایزې ترلاسه کونکي او د فولبرایټ پوهان هم په دې لړۍ کي راځي. د ډیرو معیارونو له مخي هارورډ پوهنتون دا وخت په نړۍ د غوره پوهنتونونو په ډله کي راځي. د هارورډ پوهنتون زده کونکو او پخوانیو محصلینو په ګډه ۱۰ د اسکار جایزې او ۱۱۰ د اولمپیک مډالونه ګټلي دي، چي ۴۶ یې د سرو زرو مډالونه دي.
- ↑ ويل شوي په: VIAF. منود پېژندونکی: 128987800. خپروونکی: OCLC, Inc.. اثر ژبه: multiple languages.
- ↑ ۲٫۰ ۲٫۱ ۲٫۲ ويل شوي په: Integrated Postsecondary Education Data System.
- ↑ "ORCID" (in انګليسي ژبه).
{{cite web}}: CS1 maint: unrecognized language (link) - ↑ Archive URL: https://web.archive.org/web/20231020113811/https://orcid.org/members. بياځلي سمون: ۲۰ اکتوبر ۲۰۲۳.
- ↑ سرچينې تړی: https://www.clir.org/about/current-sponsors-and-funders.
- ↑ سرچينې تړی: http://old.arl.org/arl/membership/members.shtml.
- ↑ سرچينې تړی: http://iiif.io/community/consortium/#the-iiif-consortium.
- ↑ Archive URL: https://web.archive.org/web/20180821133826/https://sparcopen.org/coapi/members/.
- ↑ سرچينې تړی: https://www.cossa.org/members/. بياځلي سمون: ۹ نومبر ۲۰۲۰.
- ↑ سرليک: Our Members / Tier 1. Archive URL: https://web.archive.org/web/20211129171645/https://arxiv.org/about/ourmembers. بياځلي سمون: نومبر ۲۰۲۱.
- ↑ سرچينې تړی: https://recap.princeton.edu/.
- ↑ Archive URL: https://web.archive.org/web/20240116123311/https://www.aau.edu/sites/default/files/AAU-Files/Who-We-Are/AAU%20Member%20Universities%20listed%20by%20year_updated%202023.pdf.
- ↑ سرچينې تړی: https://www.aau.edu/who-we-are/our-members. بياځلي سمون: ۱۶ جنوري ۲۰۲۴.
- ↑ Archive URL: https://web.archive.org/web/20240120073011/https://secure.aacu.org/iMIS/AACUR/Membership/MemberListAACU.aspx. بياځلي سمون: ۲۰ جنوري ۲۰۲۴.
- ↑ Archive URL: https://web.archive.org/web/20240120080233/https://acememberdirectory.azurewebsites.net/. بياځلي سمون: ۲۰ جنوري ۲۰۲۴.
- ↑ Archive URL: https://web.archive.org/web/20240126121019/https://nhalliance.org/about/members/. بياځلي سمون: ۲۶ جنوري ۲۰۲۴.
- ↑ Archive URL: https://web.archive.org/web/20221215225406/https://www.heliosopen.org/members.
- ↑ Archive URL: https://web.archive.org/web/20240227092307/https://www.cni.org/about-cni/membership/members. بياځلي سمون: ۲۷ فېبروري ۲۰۲۴.
- ↑ Archive URL: https://web.archive.org/web/20231016073235/https://www.crl.edu/membership/members. بياځلي سمون: ۱۶ اکتوبر ۲۰۲۳.
- ↑ Archive URL: https://web.archive.org/web/20231015070603/https://sparcopen.org/who-we-are/members/. بياځلي سمون: ۱۵ اکتوبر ۲۰۲۳.
- ↑ Archive URL: https://web.archive.org/web/20240322080847/https://massnonprofitnet.org/mnn-members/. بياځلي سمون: ۲۲ مارچ ۲۰۲۴.
- ↑ سرچينې تړی: https://www.cogr.edu/cogr-membership-list. بياځلي سمون: ۱ فېبروري ۲۰۲۵.
- ↑ سرچينې تړی: https://www.harvard.edu/contact-harvard/. بياځلي سمون: ۹ جون ۲۰۲۲.
- ↑ GRID ID: grid.38142.3c. بياځلي سمون: ۱۹ جون ۲۰۲۰. ويل شوي په: GRID. اثر ژبه: انګليسي ژبه.
- هغه پاڼي چې د ويکيډېټا مالومات کاروي
- هغه پاڼي چې د P1448 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P138 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P2936 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P159 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P463 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P6375 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P527 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P112 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P856 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P281 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چي بې پاراميټره مالوماتبکس کېټ کاروي
- هغه پاڼې چي مالوماتبکس کېټ کاروي
- هغه پاڼې چې یو خصوصیت کارويP154
- CS1 maint: unrecognized language
- نخشهکښوونکي پراختيا کاروونکي مخونه