هاب

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د څلورو پورټونو لرونکی هاب

هاب (په انګلیسي: Hub) د کمپیوټري شبکې له هارډویر تجهیزاتو څخه دی چې د کمپیوټری شبکې د جوړولو لپاره کارول کیږي.

په اوس وخت کې په ډیری شبکو جوړولو کې د هاب پرځای سویچ کارول کیږي، خو لاهم په ډیری شبکو کې هاب استعمالیږي.

د هاب ډولونه په لاندې ډول دي:

مستقل هاب (stand-alone)

دا ډول هاب د هغو کمپیوټرونو لپاره کارول کیږي چې د یوې شبکې څخه جلا وی.

د هاب ډولونه[سمول]

کنټرولیدونکی (Manageable ) هاب: دا ډول هاب ځیرک او د انعطاف وړ دی. پدې مانا چې د دې هاب هرپورټ (port) د سافټویر له لارې د شبکې د مدیر لخوا فعال یا غیر فعال کیدلای سي.

ماډلر(modular) هب: دا ډول هاب د کارډ یا چیپ (chip) سره راځي او د دې کارت په واسطه د پورټونو شمیر ډیریدای هم سي.

Stackable Hub

دا ډول هاب مستقل هاب ته ورته دی.

خو توپیر یې دادې چې د سټیک (stack) په څیر سره وصل کیدلای شي ترڅو د ټول هاب پورټونه شمیر ډیر سي.

سرچینې[سمول]