منځپانگې ته ورتلل

نیکټایي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
یو سړی چي روښانه نیکټایي یې اغوستې ده

د غاړې ټای یا نیکټایي [۱] [۲] [۱] [۲] د رسمي جامو یا دفتري لباس یوه ټوکرۍ ده چي د ښکلا یا سمبولیکو موخو لپاره اغوستل کیږي. نیکټایي د ستوني په برخه کي غوټه کیږي، او په عمومي توګه د سینې لاندي پوښل کیږي.

د ښکلا تاریخ پوهانو د نیکټایانو په اړه راپور ورکړی چي دا د ریجنسي دورې اړوند له کراوټ فېشن څخه منځ ته راغلې ده. نیکټایي په عمومي توګه د بوسنیا له سیمو سرچینه اخلي او په معاصر تاریخ کي ددغه هیواد خلکو استعمالوله.

اروپایي نېکټایي چي وروسته عامه سوه، ریښه یې هغو کروات اجیرو سرتېرو ته رسېږي چي د دېرش کلني جګړې (۱۶۱۸–۱۶۴۸) پر مهال یې په فرانسه کۍ خدمت کاوه. دغه اجیر سرتېري چي په سرحدي سیمو پوري تړلي وه، خپلي دودیزې، وړې او غوټه سوي غاړه‌تړني (نکرچیفونه) به یې اغوستل، چې د مقابل لورې پام یې ځان ته واړاوه.

لويس څوارلسم په ۱۶۴۶ کال کي هغه مهال چي اووه کلن و، د لیسو (lace) څخه جوړ نیکټایي اغوستل پیل کړل او همدا یې د فرانسوي اشرافو ترمنځ فېشن وګرځاوه. د فرانسوي پاچا له خوا د دې دود له پیل وروسته، سړیو د لیسو کراواتونه او جابوټونه اغوستل، او په کراره دغه فېشن لومړی په اروپا او بیا د نړۍ په نورو سیمو کي خور سو.

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ The Chambers Dictionary (in انګليسي) (12th ed.). Chambers Harrup. 2011. p. 1028. ISBN 978-0-550-10237-9.
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ Collins English Dictionary (in انګليسي). Harper Collins. 1991. p. 1043. ISBN 0-00-433286-5.