نچرلیزم
د دغې مقالې بېطرفي تر بحث لاندې ده.
د دې لپاره چې دغه ليکنه د ويکيپېډيا له معيارونو سره سمه شي، بايد ټول لیدلوري په مساوي او ناپېیلې بڼه پکې بیان شي. لطفاً د سمون په برخه کې مرسته وکړئ.
نیچرلیزم (فرانسوي: Naturalisme) یو ادبي او هنري مکتب دی چې په ۱۹مه پېړۍ کې په فرانسه کې رامنځته شو. دا مکتب د رولیزم پرمختللې بڼه ګڼل کېږي چې د انسان ژوند او چلند د ساینسي اصولو، په ځانګړې توګه د بیولوژي، وراثت او چاپېریال پر بنسټ څېړي. د دغه مکتب پلویان په دې باور دي چې د انسان برخلیک د هغه د کورنۍ (وراثت) او ټولنیز چاپېریال په واسطه ټاکل کېږي.
بنسټ او مفکوره
[سمول]د نیچرلیزم پلار ایمیل زولا ګڼل کېږي. هغه په دې باور و چې یو لیکوال باید د یو ساینس پوه په څېر عمل وکړي. لکه څنګه چې یو ډاکټر د ناروغ بدن معاینه کوي، یو لیکوال باید د ټولنې پېښې او د وګړو روانپوهنه پرته له کومې مبالغې او مذهبي یا اخلاقي قضاوت څخه وڅېړي. په دې مکتب کې د انسان حیواني غریزې، فقر، او ټولنیز جبر ته ډېره پاملرنه کېږي.
په فرانسوي ادبیاتو کې مخکښان
[سمول]د نیچرلیزم په خپرولو کې لاندې لیکوالانو بنسټیزه ونډه لرلې ده:
- ایمیل زولا (Émile Zola): د ده ۲۰ جلده اثر «روګون-ماکار» د دغه مکتب تر ټولو لویه ساینسي او ادبي نمونه ده.
- ګای ډي موپاسان (Guy de Maupassant): چې په خپلو لنډو کیسو کې یې د انساني ژوند تریخ واقعیتونه انځور کړي دي.
- الفونس ډوډې (Alphonse Daudet): چې د ټولنې د بېلابېلو طبقو ژوند یې په دقیق ډول بیان کړی دی.
د نیچرلیزم ځانګړتیاوې
[سمول]وراثت او چاپېریال: د دې پلټنه چې څنګه د انسان نیکونه او د هغه شاوخوا ماحول د هغه پر شخصیت اغېزه کوي. ساینسي لیدلوری: د پېښو عارضي او مادي لاملونه لټول. د تریخ واقعیت بیان: د ټولنې د هغو برخو انځورول چې معمولاً په کلاسیکو ادبیاتو کې نه یادېږي، لکه فقر، ناروغۍ او فساد. د ازادې ارادې نشتوالی: دا ادعا چې انسان د خپلو غریزو او ټولنیز جبر په وړاندې بې وسه دی.
سرچینې
[سمول]- د نیچرلیزم پیژندنه - مرکز مګیسټر[مړه لينکونه]
- د ایمیل زولا ژوند او اثار - د فرانسې ملي کتابتون[مړه لينکونه]
- Zola, Émile, Le Roman expérimental, 1880.
- Pagès, Alain, Le Naturalisme, Paris, PUF.