منځپانگې ته ورتلل

نور احمد قرآن مل

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

استاد نور احمد قرآن مل د حاجي عبدالحمید اخندزاده زوی او د ارواښاد خطیب او خطاط عبدالاحد غریبک اخندزاده لمسئ، د خطیب ملا عبدالخالق اخند زاده کړوسئ په ټبر سنځرخیل کاکړ دی نوموړی په ۱۳۵۷ لمریز کال کي د افغانستان د کندهار ښار په دریمه ناحیه د کاکړو په کوڅه کي زو کړئ دی، او اوس وخت د کندهار ښار د ۱۰ ناحیې اړوند په کارته معلمین کي اوسیږي. د قرآن مل پلرنئ استوګنځای د کندهار ښار څلورمه ناحیه ده د بامیزو کوڅه ، او نیکه ګانو یې همدلته د زړې جامع د امامت چاري په غاړه درلودې. استاد قران مل د کندهار ولایت له مشهوره لیکوالانو او پوهانو څخه ګڼل کیږي، چي له تیرو څو لسیزو راهیسي یې بېلابیلي لیکني او ژباړي ترسره کړي دي.


زده کړي

[سمول]

قرآن مل لومړنۍ دیني زدکړي د کلي او محل د ملا امامانو څخه ترلاسه کړي دي، او نوري دیني زدکړي یې دهجرت پر مهال په ۱۳۶۸ کي د کوټي ښار په ارباب کرم خان روډ احسانیه مدرسه کي لاسته راوړي. ورپسې د همدغه هجرت پر مهال په ۱۳۷۰ کال د کوټي ښار د حضرت عثمان بن عفان (رض) له ښوونځي څخه د شپږم ټولګی فارغ په کچه فارغ سو.

لنډ مهالي زده کړي

· د ۱۳۸۶ـــ۱۳۸۹ پوري په کابل کي د اداري اصلاحاتو د انستیتیوت  داداري مهارتونو، مشرتوب ، منیجمنټ ټراینر او  ټراینرانو ټراینر په توګه لندمهالي زده کړي. او د ماسټر ترینرۍ ډیپلومه یې اخیستې ده.

· د عملیاتي پلان په برخه کي په جاپان هیواد اوکیناوا ولایت کي زده کړي.

· د کوچنیانو نو دتدریسي نصاب د تدوین او تصحیح په برخه کي د پاکستان د پيښور په اریک تعلیمي مرکز کي زده کړي او او تدریسي نصاب پروپ ریډینګ دنده.

· د کندهار دمعارف په چوکاټ کي بیلابیلي ښوونیزي او روزنیږي زده کړي.

دندي

[سمول]

استاد قرآن مل د ښوونکيتوب، سرښوونکيتوب، د ښوونځي آمریت، د عالي دار المعلمین اداري معاونیت، منیجمنټ ټراینر، مربي ښوونکئ،د افغان یونایټد انوایسمینټ دبشری سرچینو آمریت، دافغانستان اداري ښوونیز مرکز موسیس او مسؤلیت، د کندهار پوهنتون دتضمین کیفیت  او مسلکي پراختیا په برخه کي د غوره مدیر په توګه خدماتي دنده، د کندهار پوهنتون دعلامه حبیبي کتابتون عمومي بر حاله د معلوماتي ټکنالوژۍ عمومي  مدیریت، په تعلیم الاسلام راډیو کي د «اسلامي ادارې» ، «ټولنیز ژوند» او «قران کریم د علمي اعجاز » خپرونو لیکونکئ او پروډیوسر په توګه دندي ترسره کړي دي.

سفرونه

[سمول]

استاد په ژوند کي څو ځله پاکستان، یو ځل ایران، دوه ځله هند، یو ځل جاپان،  او درې ځلي سعودی عربستان ته سفرونه کړي دي.

غړیتوبونه

· په ۲۰۰۷ کال  کي  د ۳۴ اسلامي او غیراسلامي هیوادونو عراق، پاکستان، ایران ، سعودي عربستان، کویټ، اندونیزیا، مالیزیا، سوريي ، بنګلدیش، هند، بولویا، پاناما، کیوبا، ارجنټاین، او.....ّ ) د ځوانو رهبري کدرونو  د کنفرانس غړی (جاپان هیواد)

· په ۱۳۹۸ کال د اسلام په پراختیا کي د تصوفو ونډه نړۍ وال سیمینار کابل غړی  

· په ۱۳۹۹ ل کي (د شرق نابغه افغان سید جمال الدین ) اړوند دنړۍ وال سیمینار غړیتوب (کابل کونړ)

· په ۱۴۰۲ ل کال حوت کي د ( ابوریحان البیروني  د نړۍ وال سیمینار) غړیتوب . کابل ـ غزني

لیکني او ژباړي

[سمول]

چاپ سوي  اثار:

۱ پر تلیزي رسنۍ  « په ۱۵۰ کلونو کي  دافغانو رسنیو پرتلنه»

۲ راتلونکې داسلام ده  «له عربي څخه ژباړه»

۳ کائنات ژوندي دي «داسترونومۍ او قران کریم مقایسوي تحقیق »

۴ پنځه څېرې چي باید هیري نسي.  

۵ افغانستان د سیاست په درشل کي « د ظاهرخان ـ د نجیب د نظام تر سقوطه»

۶ انسان داسلام په دایره کي «دمساواتو او اعتدال تر منځ تفکیک »

۷ ریښتونی استازي«د رسول الله ﷺ  او ټولنیز او سیاسي سیرت څېړنه »

۸ عمومي اروا پوهنه «له دري وپښتو ته ژباړه د پوهنمل استاد محمد پذیر حکیمي اثر»

۹ تدریس آموزي « له دري و پښتو ته ژباړه د پوهنمل  حسن علي مهجور اثر»

۱۰ د غریبک خزانه « دملاعبدالاحدغریبک دژوندفن اړوند تالیف»

۱۱ د بشري سرچینو مدیریت نڅوړ او زیاتونه « په HRM برخه لنډ تدریسي تالیف»

۱۲ راځئ چي پلان جوړ کړ « دپلان اړوند تدریسي تالیف»

۱۳ لمرین کلی «د افغانستان او چاپان مقایسه»

۱۴ د یادونو ځولی « آزاد او مقید شعرونه »

۱۵ داوښکو بهیر   « آزاد او مقید شعرونه »

۱۶ خطاب           « آزاد او مقید شعرونه »

۱۷ زما غوښتني   «لنډي نثري ادبي ټوټې»

۱۸ ادبي ډېوه      « تذکرة الشعراء »

ناچاپ یا چاپ ته تیار اثار :

ü  د ایمان اصلي او فرعي معیارونه( دالعصر سورت )د قران په عینکو کي

ü     درېیم نړۍ وال بحران «دنړۍ دمعاصرسیاست لیرلید او د ټکر نقطې»

ü     توحید او شرک په اسلام کي «علمي سیمینار»

ü     د مورنۍ ژبي په ویاړ «علمي سیمینار»

ü     د معاصر بحران څخه د وتلو طرحه ۱۳۹۹ ل کال

ü     د معارف د ریفورم طرحه ۱۴۰۱ ل کال

ü     درحمت کور«دسعودي عربستان ددیني سیرعلمي ګذارش»

ü     د شهودي معرفت لاره« دوحدت شهود دفکري خط شننه»

ü     د اسلام حیرانوونکئ پرمختګ او دمسلمانانو لټي « له دري  ژباړه»

ü     نبوي کتابتون«دنبويﷺ حرم د کتابتون تاریخچه او لارښود»

ü     د مدینې منورې موزیم «تاریخچه او لارښود»

ü     د زندان د پنجرو ترشا«د زینب غزالي جبیلی اثر له فارسي ژباړه»

ü     ځوانیمرګ شاعر عبیدالله ځګرخون«د شاعرانه سبک څېړنه یې»

ü     خوست به کله راځې  «سیرعلمي ګذارش»

ü     ستاپر سردرو باندي  «سیرعلمي ګذارش»

ü     لس تحلیلي  مقالې : لمړی ټوک

ü     لس تحلیلي مقالې  : دوهم ټوک

ü     زه مسلمان یم : دځان دفاعیه او دبل سړي رد.

ü     کندهار د شوروي یرغل پر مهال

ü     مخکتني

ü     ستا خبري ملغلري

ü     د مقیدو شعرونو غونډ

ü     د ازادو او سپینو شعرونو غونډ

په زیار ، سمون او سریزه سوي چاپی اثار

· (صبر) د حاجي عبدالحکیم حلیمي تالیف

د شیدا عبدالحکیم ژوند او فن

· د حاجي عبدالحمید غمجن ژوند او فن

· حکم الطلاق في الشریعة الاسلامیه د دوکتور مفتي مولوي عبدالحلیم حلیم  ناچاپ اثر

· د کائناتو راز مؤلف  انجنير محمدناصر نیکزاد  سمون او سریزه      

· اسرار الاسلام : مقایسوي لیکنه : لیکوال مولوي صدیق الله صاحب ناچاپ اثر. ترتیب، سمون  او سریزه

· ولي دي بد راسره وکړه : د میرمن فاطمې تقوی چاپ سوئ  ناول . د هغې د محترم پلار په غوښتنه

· ستوري ستوري یادونه دعبدالله ستوري څو ټوټې شعرونه

· د رازونو هدیره: داستاد نجیب الله هوتکی نثري ټوټې

· پښتو لنډۍ او کاکړۍ غاړي: د څارنوال منګل احمد خان  منظوم او منثور  چاپ سوئ اثر

· کندهار د مقاومت لمر :دحاجی عطامحمد سرکاتب شهید مل ، تاریخي تحقیقي اثر چاپ سوئ.

· تاند یادونه: د زرپاني همپا لمړۍ شعري ټولګه . د هغې محترم پلار په غوښتنه

· د ډبرو پرڅوکو« دقران مل » د ځوانیمرګ ورور عبیدالله اسلام دوست،تاریخی  یادښتونه او داستان. ناچاپ

· زروړانګه مجله : د معارف ریاست خپرندوی مجله ۱۳۸۴ ل کال

تر کار لاندي اثار :

ü     کندهار دروسي او امریکايي یرغل پر مهال «تاریخي یادښتونه»

ü     کائنات مري   «د قران په علمي اعجاز کي د کائناتو سقوط»

ü     د مرزا غالب په دیره کي    « دهند هیواد د دوهم ځلي سفر ګذارش»          

ü     د پړوندو پر لاره د حاجی اسدالله سعید یادښتونه