نورزی

د ويکيپېډيا لخوا
ورټوپ کړه: گرځښت, پلټل

نورزی یا نورزائ ده پښتنو ده ابدالی یا درانی ده پنجپائ په څانګی پوری تړلئ یو ټبر دئ چی په سویل لویدیځ ولایاتو کی یی شمیر تر 1.2 میلیون وګړو پوری رسیږی . ده افغانستان ده هرات،فراه،ارزګان،هلمند،کندهار او نیمروز په ولایاتو کی ده نورو سربڼی قومونو سره یو ځائ میشته دی .ددی تر څنګ نورزئ ده پاکستان ده سویلی پښتونخوا سیمو لکه کوټه،چمن او پنجپائ کی هم استوګنه کوی.په هرات کی ده نورزو مشری ده تور غنډئ امان الله خان او ده شینډنډ خان امیر حمزه کوی .په فراه کی دا مشری ده سلطان محمد خان کورنئ په غاړه لری.په ارزګان کی ده ټبر مشرتابه ده خان عبدالحکیم خان په ذمه ده.په هلمند کی ده ټبر چاری خان عبدالرحمان خان او ده هغه کورنئ پر مخ بیایی.په نیمروز کی ده ټبر چوپړ ده قومندان هاشم خان ذمه ده .په کندهار کی ده ټبر مشری په سویلی ولسوالئ سپین بولدک کی نعمت خان شیردلئ او وکیل صمد خان او په لویدیځو ولسوالیو کی خان عارف خان په غاړه لری .په پاکستان کی مشر تابه ده سردار عارف ،مولوی نیازمحمد او قاری احمدالله سره ده .