منځپانگې ته ورتلل

نورالدین زنګي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
نورالدين زنګي
الملكُ العادلُ أبو القاسمِ نور الدين محمود بن عمادِ الدِّين زَنْكِي (عربي ) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
اړوند
زېږونځای
Mosul (en) ژباړل ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
زېږون نېټه
۱۱ فېبروري ۱۱۱۸ ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
مړينې نېټه
۱۵ می ۱۱۷۴ ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
مړينې لامل
مړينې ځای
مړينې لامل
ښخولو ځای
ژبې
دنده
بلننوم
  لړۍ...
  • الملك العادل
  • ناصر أمير المؤمنين
  • تقيُّ المُلُوك
  • ليث الإسلام
  • نور الدين الشهيد ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
وروڼه او خويندې
دین

نورالدین زنګي (زوکړه فبروري ۱۱۱۸ - مړینه د می ۱۵، ۱۱۷۴) د زنګي کورنۍ یو ترک واکمن وو چي په سوریه او شام کي یې حکومت کاوه. نوموړي له ۱۱۴۶ څخه تر ۱۱۷۴ پوري د حکومت چاري په لاس کي درلودې.

نورالدین د عمادالدین زنګي دوهم زوی وو، چي د صلیبي جګړو پر مهال یې په سوریه کي د اسلامي واکمنۍ مشرتوب په غاړه درلود. نور الدین په ۱۱۴۶ کال کي د خپل پلار تر مړینې وروسته د هغه واکمني د خپل مشر ورور سیف الدین غازي سره وویشل، چي په دې توګه نورالدین د حلب واک او سیف الدین غازي دموصل واک لاسته راوړ.

نورالدین د واکمنۍ له پیلېدو سره په انطاکیه برید وکړ او د سوریې په شمال کي یې څو کلاګانې ونیولې، ورپسې یې د اډیسا ښار په ۱۱۴۴ کي فتحه کړ، او د صلیبي واکمن دوهم جوسلین هغه هڅه یې بشپړه ناکامه کړه چي ددغه ښار لپاره یې ترسره کول.

نورالدین په ۱۱۵۴ کال کي د خونړیو جګړو او غزاوو په پایله کي د صلیبیانو په ماتولو او دمشق فتح کولو باندي شمالي او جنوبي سوریه سره وصل او پسله څلورو سوو کلونو یې د لومړي ځل لپاره یاد هیواد د یوې ستري اسلامي واکمنۍ تر چتر لاندي راوست.

په ۱۱۴۶ کال کي نورالدین زنګي د خپل پلار د ځای ناستي په توګه د بغداد د خلیفه تر بیعت لاندي په رسمي توګه د حلب د اتابک (واکمن) په توګه وټاکل سو، او په دې سره یې د عباسي واکمنۍ هغه برم چي له منځه تللی وو، یو ځل بیا راژوندی کړ. د نوموړی د واکمنۍ ترمخه د مسلمانانو سره په جګړه کي د صلیبي یرغلګرو د بریالیتوب اصلي لامل د سیمي د مسلمانو واکمنانو ترمنځ پراخ اختلافات وه، چي له امله یې د صلیبي یرغلګرو په وړاندي د یوې متحدي پوځي جبهې نشتون لویه ستونزه ګڼل کېده، خو نورالدین دغه ستونزي ته د پای ټکئ کښېښود.

نورالدین د صلیبیانو په وړاندي قوي جبهه پرانیستل ترڅو هغوی له سوریې او فلسطین څخه د تل لپاره وباسي. دده د واکمنۍ پر مهال مسلمانو ځواکونو اډیسا بیرته فتحه کړه، او په ۱۱۴۹ کال کي یې انطاکیه او بیا په ۱۱۵۴ کال کي دمشق په لاس راوړل. نورالدین زنګي په اسلامي تاریخ یو وړتیا لرونکی او عادل واکمن وو چي د خپلي تقوا او شخصي زړورتیا پر بنسټ یې هم زیات شهرت درلود. هغه یو داسي زاهد وو چي د خپلو فتوحاتو لپاره یې د مالي ډالیو او مرستو ترلاسه کولو څخه کلکه نټه کول، او ددې ترڅنګ یې د جګړې غنیمتونه د ګڼ شمیر جوماتونو، ښوونځیو، روغتونونو او کاروانسرایونو د جوړولو لپاره کارول. د نور الدین تر مړیني مخکي د هغه واکمني په سوریه، مصر، عراق او د اناتولیا په ځینو برخو کي د ټولو مسلمانانو له لوري په رسمیت وپیژندل سوه.

  1. ويل شوي په: Nur al-Din Madrasa.