منځپانگې ته ورتلل

نه تبادله کېدونکی توکن

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

NFT (Non-Fungible Token)  یا نه تبادله کېدونکی توکن یو ځانګړی ډیجیټل پیژندونکی دی، چې په بلاک‌چین کې ثبت کیږي، ترڅو مالکیت او اعتبار تصدیق کړي.  NFT نه کاپی کېدای شي، نه بدیل کېدای او نه هم وېشل کېدای شي. د NFT  مالکیت په بلاک‌چین کې ثبت کیږي، او مالک یې انتقالولی شي، چې بیا دا پلور او تبادلې ته اجازه ورکوي. په لومړیو کې د پانګونې د نوي ډول په توګه معرفي شو، خو د ۲۰۲۳ کال د سپتمبر تر میاشتې، یوه څیړنه ښيي چې له ۹۵٪ څخه زیات NFT ټولګې هیڅ مالي ارزښت نه درلود.[۱][۲][۳]

هر څوک کولی شي NFTs جوړ کړي، او دا د لږ یا هېڅ کوډینګ مهارت ته اړتیا نه لري. NFTs معمولاً د ډیجیټل فایلونو لکه هنري اثارو، عکسونو، ویډیوګانو او آډیو ریفرنسونه لري. ځکه چې NFTs په ځانګړي ډول سره د پېژندنې وړ دي، نو دوی له کریپټو اسعارو سره توپیر لري، ځکه چې کریپټو اسعار بدلیدونکي (fungible) دي، خو NFTs نه دي (non-fungible token).

د NFT پلویان ادعا کوي چې دا توکنونه د اعتبار عام سند یا د مالکیت ثبوت چمتو کوي، خو د NFT حقوقي حیثیت لا هم نامعلوم دی. د بلاک‌چین له خوا تعریف شوی NFT مالکیت هیڅ ثابت حقوقي مانا نه لري. NFT معمولا د چاپ حق، فکري ملکیت حقوق، یا د اړوند ډیجیټل فایل نور قانوني حقوق نه تضمینوي. NFT د اړوند فایل شریکول یا کاپي کول نه محدودوي او د ورته فایلونو لپاره د نویو NFTs جوړیدو مخه نه نیسي.

د NFT بازار د ۲۰۲۰ څخه تر ۲۰۲۱ کال پورې د پام وړ وده وکړه، د تبادلې حجم یې له $۸۲ میلیونه څخه $۱۷ میلیارد ته لوړ شو.  NFTs د ګوماني پانګونو لپاره کارول شوي، خو د بلاک‌چین د انرژي لګښت او کاربن اثر له امله یې انتقادونه هم ترلاسه کړي دي. د هنر د درغلیو لپاره د NFTs کارول هم بحثونه راپورته کړي.  د NFT بازار د اقتصادي بلبل یا Ponzi  سکیم سره پرتله شوی.  په ۲۰۲۲ کال کې، د NFT بازار سقوط تجربه کړ، چې د ۲۰۲۲ کال د مۍ میاشت د اټکل له مخې، د پلور شمیر یې له ۲۰۲۱ څخه ۹۰٪ کم شوی و.[۴][۵][۶][۷]

ځانګړنې

[سمول]

NFT (غیر تبادله کیدونکی توکن) یو ډیجیټل فایل دی، چې په بلاک‌چین کې ساتل کیږي او د پلور او تبادلې وړ دی.  NFTs د ځانګړو شتمنیو (ډیجیټل یا فزیکي) سره تړل کېدای شي، لکه انځور، هنر، موسیقي یا د سپورتي پیښو ثبتونه. دا کیدای شي د مشخص هدف لپاره د شتمنۍ د کارولو حقوق ورکړي. NFTs په ډیجیټل بازارونو کې تبادله کېدای شي، خو د قانوني چوکاټ نه شتون یې مالکیت غیر رسمي کوي، چې حقوقي پلي کیدو ته هیڅ تضمین نه لري. زیاتره NFTs یوازې د حیثیت سمبول په توګه کارول کیږي، پرته له دې چې مالک ته اصلي قانوني حقوق ورکړي.[۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

NFTs  د کریپټو توکنونو په څیر عمل کوي، خو برعکس، دا نه تبادله کیدونکي دي (Non-Fungible)، ځکه چې د کریپټو اسعارو په څیر د یو بل سره متقابل بدلیدو وړ نه دي. د NFT د معلوماتو لینکونه چې د اصلي هنر د ذخیره کولو جزیات ښيي، د "link rot" (د معلوماتو ورکیدو ستونزې) له امله اغیزمن کېدای شي.[۱۴]

کاپي رایټ (د کاپي حق)

[سمول]

NFT  یوازې د بلاک‌چین ثبت مالکیت ثبوت کوي، خو دا معنی نه لري چې مالک د اصلي ډیجیټل شتمنۍ فکري ملکیت حقوق لري. یو شخص کولای شي خپل کار د NFT په توګه وپلوري، خو اخیستونکی د چاپ حق نه ترلاسه کوي. پلورونکی ممکن د ورته کار اضافي NFT نسخې جوړولو څخه منع نه وي. د قانوني متخصص Rebecca Tushnet په وینا: "د یوه مفهوم له مخې، اخیستونکی هر هغه څه ترلاسه کوي چې د هنر نړۍ یې د ترلاسه کولو حق ورکوي. هغوی چاپ حق نه لري، پرته له دې چې واضح انتقال شوی وي."[۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]

ځینې NFT پروژې، لکه Bored Apes، د هر انځور فکري ملکیت حقوق واضح ډول مالک ته سپاري.  CryptoPunks  د NFT ټولګه وه چې په پیل کې یې مالکین له سوداګریزو کارولو منع کړي وو، خو وروسته له دې چې د ټولګې اصلي شرکت یې ملکیت واخیست، سوداګریز کارولو ته یې هم اجازه ورکړه.[۲۱][۲۲]

تاریخچه

[سمول]

لومړۍ پروژې

[سمول]

لومړی پیژندل شوی  NFT، "Quantum"، د Kevin McCoy او Anil Dash لخوا د ۲۰۱۴ کال د می په میاشت کې جوړ شو. دا د Jennifer McCoy له خوا جوړ شوی ویډیو کلیپ و، چې Kevin McCoy  د Namecoin بلاک‌چین کې ثبت کړ.  McCoy دا ویډیو د Seven on Seven کنفرانس پر مهال د نیویارک په New Museum  کې، د $۴ په بیه Dash  باندې وپلورله.  McCoy او Dash دې ټیکنالوژي ته "monetized graphics" نوم ورکړ، چې په صریحه توګه یې غیر تبادله کیدونکی، د تبادلې وړ بلاک‌چین مارکر دNamecoin له خوا ملاتړ شوي زنځیري میټا‌ډاټا له لارې له هنر سره وصل کړ.[۲۳][۲۴][۲۵]

د NFT لومړۍ پروژه Etheria د ۲۰۱۵ کال د اکتوبر په میاشت کې پیل شوه او د Ethereum لومړني پراختیایي کنفرانس (DEVCON 1) کې په لندن کې نندارې ته وړاندې شوه. دا پروژه د Ethereum بلاک‌چین له پیل درې میاشتې وروسته معرفي شوه. د Etheria زیاتره ۴۵۷ د تبادلې وړ شپږ‌ضلعي ټایلونه د څه باندې پنځو کلونو لپاره هېڅ و نه پلورل شوې، تر هغه چې د ۲۰۲۱ کال د مارچ په ۱۳، د NFTs نوي شهرت د پلور طوفان رامنځته کړ. په ۲۴ ساعتونو کې، د اوسنۍ او پخوانۍ نسخې ټول ټایلونه، چې هر یو یې د ۱ ETH (د پرانیستې پر مهال $۰.۴۳) سخت‌کوډ شوي وو، ټولټال په $۱.۴ میلیون سره وپلورل شول.[۲۶]

په ۲۰۱۶ کال کې، د Rare Pepes "نیمه تبادله کیدونکي"NFT  پروژه، د Bitcoin بلاک‌چین له لارې د Counterparty  پروتوکول پر بنسټ رامنځته شوه، چې دا پروژه د Pepe the Frog میم پر بنسټ وه، چې د هنرمندانو یوې ټولنې یې د تنظیم شوي ډایرکټري له لارې خپل کارونه وړاندې کول.  Counterparty پروتوکول، چې په ۲۰۱۴ کال کې جوړ شوی و، د ډیجیټل شتمنیو د ایجاد لپاره کارول کیده.  Rare Pepes د لومړیو بلاک‌چین هنري ټولګو څخه وه، چې د NFT مفهوم ته یې پراختیا ورکړه.[۲۷]

په ۲۰۱۷ کال کې، څو NFT پروژې په Ethereum بلاک‌چین کې رامنځته شوې، چې د ERC-20 تبادله کیدونکي توکن معیار یې کاراوه.  Curio Cards د ۲۰۱۷ کال د می په میاشت کې د Ethereum لومړنی هنري NFT پروژه ګڼل کیږي، چې د کارت شکل لرونکي هنرونه، د مختلفو انځورونو ډولونه او طنزي سوداګریز لوگوګانې په کې شاملي دي. CryptoPunks  د ۱۰,۰۰۰ پکسل شوي کرکټرونو تولیدي هنر پروژه وه، چې د ۲۰۱۷ کال د جون په میاشت کې رامنځته شوه، او وروسته یې د NFT بازار کې ستره تجارتي بریا ترلاسه کړه.  EtherRock د ۲۰۱۷ کال د دسمبر په میاشت کې د Ethereum بلاک‌چین کې د کلیپ‌آرت پر بنسټ د ډبرو انځورونو ټولګه وه، چې یوازې ۱۰۰ توکنونه یې تولید شوي وو.[۲۸][۲۹][۳۰]

CryptoKitties، چې د Ethereum بلاک‌چین کې مشهوره لوبه وه، د ۲۰۱۷ کال د نومبر په میاشت کې پیل شوه، او د ERC-721 غیر تبادله کیدونکي توکن معیار بنسټ یې کیښود. د ERC-721 معیار، چې په ۲۰۱۸ کال کې رسمي خپور شو، د CryptoKitties د لومړنۍ نسخې سره یې یو څه توپیر درلود.[۳۱][۳۲]

سرچينې

[سمول]
  1. "Definition of NFT". Merriam-Webster. July 20, 2023.
  2. Yang, Maya (22 September 2023). "The vast majority of NFTs are now worthless, new report shows". The Guardian. بياځلي په 26 September 2023.
  3. Vigliarolo, Brandon (21 September 2023). "95% of NFTs now totally worthless, say researchers". The Register (in انګليسي). بياځلي په 26 September 2023.
  4. "NFTs Hit $17B In Trading in 2021, Up 21,000%". pymnts.com (in American English). March 10, 2022. بياځلي په May 5, 2022.
  5. Genç, Ekin (October 5, 2021). "Investors Spent Millions on 'Evolved Apes' NFTs. Then They Got Scammed". Vice Media. بياځلي په November 9, 2021.
  6. Hawkins, John (January 13, 2022). "NFTs, an overblown speculative bubble inflated by pop culture and crypto mania". The Conversation. بياځلي په May 7, 2022.
  7. Vigna, Paul (May 3, 2022). "NFT Sales Are Flatlining". The Wall Street Journal. بياځلي په May 5, 2022.
  8. Wilson, Kathleen Bridget; Karg, Adam; Ghaderi, Hadi (October 2021). "Prospecting non-fungible tokens in the digital economy: Stakeholders and ecosystem, risk and opportunity". Business Horizons. 65 (5): 657–670. doi:10.1016/j.bushor.2021.10.007. S2CID 240241342.
  9. Mayor, Daniel (April 4, 2022). "NFTs and the Legitimizing Power of Copyright".
  10. Dean, Sam (March 11, 2021). "$69 million for digital art? The NFT craze, explained". Los Angeles Times. بياځلي په March 12, 2021.
  11. Kastrenakes, Jacob (March 11, 2021). "Beeple sold an NFT for $69 million". The Verge. خوندي شوی له the original on March 21, 2021. بياځلي په March 21, 2021.
  12. Mendis, Dinusha (August 24, 2021). "When you buy an NFT, you don't completely own it – here's why". The Conversation (in انګليسي). بياځلي په November 23, 2021.
  13. Gault, Matthew (November 3, 2021). "What the Hell Is 'Right-Clicker Mentality'?". Vice. بياځلي په November 3, 2021.
  14. Kastrenakes, Jacob (March 25, 2021). "Your Million-Dollar NFT Can Break Tomorrow If You're Not Careful". The Verge. بياځلي په March 31, 2021.
  15. Gallagher, Jacob (March 15, 2021). "NFTs Are the Biggest Internet Craze. Do They Work for Sneakers?". The Wall Street Journal (in American English). ISSN 0099-9660. بياځلي په June 26, 2021.
  16. Thaddeus-Johns, Josie (March 11, 2021). "What Are NFTs, Anyway? One Just Sold for $69 Million". The New York Times (in American English). ISSN 0362-4331. بياځلي په June 26, 2021.
  17. "NFT blockchain drives surge in digital art auctions". BBC News. March 3, 2021. بياځلي په March 12, 2021.
  18. Salmon, Felix (March 12, 2021). "How to exhibit your very own $69 million Beeple". Axios. خوندي شوی له the original on November 22, 2021. بياځلي په March 13, 2021.
  19. Clark, Mitchell (March 11, 2021). "NFTs, explained". The Verge. بياځلي په March 11, 2021.
  20. Majocha, Courtney. "Memes for Sale? Making sense of NFTs". Harvard Law Today. بياځلي په June 26, 2021.
  21. Kastrenakes, Jacob (March 11, 2022). "Bored Ape Yacht Club creator buys CryptoPunks and Meebits". The Verge (in انګليسي). بياځلي په July 19, 2022.
  22. Ifeanyi, K. C. (January 18, 2022). "The Bored Ape Yacht Club apes into Hollywood". Fast Company (in American English). بياځلي په July 19, 2022.
  23. Cascone, Sarah (May 7, 2021). "Sotheby's Is Selling the First NFT Ever Minted – and Bidding Starts at $100". Artnet News (in American English). بياځلي په November 12, 2021.
  24. Dash, Anil (April 2, 2021). "NFTs Weren't Supposed to End Like This". The Atlantic (in انګليسي). بياځلي په May 5, 2021.
  25. Ostroff, Caitlin (May 8, 2021). "The NFT Origin Story, Starring Digital Cats". The Wall Street Journal (in American English). ISSN 0099-9660. بياځلي په December 12, 2021.
  26. "The Cult of CryptoPunks". TechCrunch (in American English). April 8, 2021. خوندي شوی له اصلي څخه په May 6, 2021. بياځلي په May 5, 2021.
  27. * Faife, Corin (2017-01-27). "Meme Collectors Are Using the Blockchain to Keep Rare Pepes Rare". Vice (in انګليسي). بياځلي په 2023-11-28.
  28. * León, Riley de (2021-10-01). "Doodles used to create Gary Vaynerchuk NFT collection sell for $1.2 million in Christie's auction" (in انګليسي). CNBC. بياځلي په 2023-11-28.
  29. * Matney, Lucas (2021-04-08). "The Cult of CryptoPunks". TechCrunch (in American English). بياځلي په 2023-11-28.
  30. * "EtherRock NFTs are now worth millions, but are they the originals?". Fortune (in انګليسي). بياځلي په 2023-11-28.
  31. * Bamakan, Seyed Mojtaba Hosseini; Nezhadsistani, Nasim; Bodaghi, Omid; Qu, Qiang (2022-02-09). "Patents and intellectual property assets as non-fungible tokens; key technologies and challenges". Scientific Reports. 12 (1): 2178. arXiv:2304.10490. Bibcode:2022NatSR..12.2178B. doi:10.1038/s41598-022-05920-6. ISSN 2045-2322. PMC 8828876. PMID 35140251.
  32. Vereš, Igor (April 2019). "Identification of Unusual Transactions in Blockchain Networks". Slovak University of Technology in Bratislava, Informatics and Information Technologies.