نعمت الله هروي
نعمت الله هروي یا نعمت الله؛ د مغل امپراتور جهانګیر په دربار کي یو تاریخ لیکونکی وو، چي د افغانانو په اړه یې په فارسي ژبه یو تاریخي اثر مخزن افغاني ولیکه. نوموړي د مغولو په دربار کي یو لیکونکی وو، او د افغانستان له هرات سره یې اړه درلوده. [۱]
د کتاب اصلي مواد د هیبت خان په نوم شخص لخوا چمتو سوي وه، چي نعمت الله بیا د هغه تر سرپرستۍ لاندي په ۱۶۱۲ کال کي تالیف کړ. د کتاب اصلي مواد وروسته د تاریخ خان جهاني مخزن افغاني په نوم خپاره سول. د دواړو کتابونو لومړۍ برخه سره ورته ده، خو وروستۍ برخه یې د جهان لودي اضافي تاریخ لري.
د نعمت الله کتاب د پښتنو د اصل په اړه د دودونو یوه لویه سرچینه ګڼل کیږي، او په بنګال کي د پښتنو واکمنانو، معاصرو پیښو او د پښتنو حکایتونه هم تر پوښښ لاندي راولي. نوموړي افغانان په درو لویو نسبونو ویشلي دي: بیټني ، سارباني او غرغښت، خو د نن ورځي د پښتنو د څلورم کنفډراسیون کرلاڼي څخه یې د کومي قبیلې یادونه نه ده کړې. دا چي نعمت الله د پښتنو له نورو ختیځو قبیلو سره چنداني اړیکي نه درلودې نو ځکه یې یو شمېر لیکوالان کتاب ته د اصلي سرچینې په توګه نه ګوري، بلکي ځیني معلومات یې غلط ګڼي. [۲]