نظر محمد
زېږون نېټه | |
---|---|
مړينې نېټه | |
مړينې ځای | |
ګوند | |
دنده |
عمومي مالومات |
---|
جګړه |
---|
جنرال نظر محمد (زوکړه ۱۹۳۵-مړینه ۱۹۹۸) د افغانستان په وسله والو ځواکونو کي ډګروال جنرال، د افغانستان د هوايي ځواک مشر، د دفاع پخوانی وزیر او همدارنګه یې د ۱۹۸۸ کال څخه مخکي د لوی درستیز په توګه دنده ترسره کوله، چي وروسته یې پر ځای شاهنواز تڼي وټاکل سو. نظر محمد په ۱۹۳۵ کال کي د افغانستان د هرات ولایت په شینډنډ ولسوالۍ کي زیږیدلی او په ۱۹۹۸ کال کي د پاکستان په کویټه کې ووژل سو. نوموړی د لویدیځ جرمني لپاره د افغانستان پخوانی سفیر هم وو.
لومړنی ژوند
[سمول]نظر محمد په یوه پښتنه کورنۍ کي زیږیدلی وو، چي د هرات په شینډنډ ولسوالۍ کي اوسېدله. نوموړی د کابل له پوځي ښوونځي څخه د هوايي چلند په برخه کي فارغه او وروسته د افغانستان له هوايي ځواک سره یوځای سو. نظر محمد په ۱۹۷۴ کال کي د محمد داود خان د دورې پر مهال د افغانستان د خلکو د ډیموکراتیک ګوند اړوند د خلق ډلي سره یوځای سو. [۱]
پوځي دنده
[سمول]پنځه کاله وروسته تر هغه چي نظر محمد د PDPA سره یوځای سو، خلق او پرچم په ګډه د محمد داود خان په نسکورولو کي ښکېل سوه، او ورسره سم د افغانستان د ډیموکراتیک جمهوریت رامنځ ته سو. [۲] له یادي کودتا وروسته نظر محمد د هوايي ځواک قوماندان وټاکل سو، خو دا دنده یې لنډه وه، ځکه چي حفیظ الله امین د نور محمد تره کي له وژلو وروسته پر نوموړي بې باوره سو، او له همدې امله یې د ۱۹۷۹ کال د سپتمبر په ۲۵مه لمړی د ترانسپورت د مرستیال وزیر په توګه دوهم مقام ته ولېږداوه، او بیا یې د لویدیځ جرمني لپاره سفیر وټاکه. [۳]
افغانستان ته د شوروي ځواکونو له ننوتلو وروسته؛ کله چي حفیظ الله امین ووژل سو او پر ځای یې ببرک کارمل واک ته ورسېدی، نظر محمد د هوايي ځواک او هوايي دفاع د قوماندان په توګه وټاکل سو. دیادوني وړ ده چي ۱۹۸۰ را وروسته کال نظر محمد د ثور انقلاب د دوهمې کلیزي په پار د ډګرمن څخه تورن جنرال ته ترفیع وکړه. د نوموړي د هغه وخت سلاکار (ډګر جنرال پیټر سفرونوف) د یادښتونو له مخي د جنرال نظر محمد سره کار کول خورا اسانه وه. پیټرسفرونوف وایي: [۴]
د نظر محمد د واک پر وخت اصلي ستونزه د الوتني د پرسونل لرونکو واحدونو کمښت وو. د ډي آر ای هوايي ځواک لپاره د هوايي چلند پرسونل په شوروي اتحاد او پخپله افغانستان کي په فعاله توګه روزل سوی وو، چي د ډي آر ای هوايي ځواک او هوايي دفاع د ډي آر ای وسله والو ځواکونو تر ټولو جنګي چمتو څانګي بلل کېدلې، او د لوړ "ولټاژ" سره یې کار کاوه.
نظر محمد په ۱۹۸۲ کال کي په مسکو کي د جنرال سټاف په پوځي اکاډمۍ کي زده کړي لاسته راوړې، او ورپسې په ۱۹۸۳ کال کي د PDPA د مرکزي کمیټې او انقلابي شورا غړی سو. دوه کاله وروسته یې د ۱۹۸۵ کال په نومبر کي د PDPA د مرکزي کمیټې د سیاسي بیورو د غړیتوب لپاره نوماندي لاسته راوړه، او د کمونسټ ګوند مهم غړی وګرځېدی. د یادو پرمختګونو سربېره نظر محمد د ۱۹۸۴ کال په جنوري کي لوی درستیز او د همدې کال د دسمبر په څلورمه بالاخره د دفاع وزیر سو. وروسته له هغه چي نظر محمد د وزیر په توګه وټاکل سو، یو بل خلقي شاهنواز تڼي د لوی درستیز څوکۍ ترلاسه کړه، او د پرچم ډلي سره ددوی یو ډول سیالي روانه سوه.
وروسته له هغه چي محمد نجیب الله په ۱۹۸۶ کال کي د افغانستان ولسمشر سو، د کارمل خلاف یې د نظر محمد پرچمي ملګری جنرال محمد رفیع د دفاع وزیر په توګه وټاکه، او نظر محمد د ۱۹۸۶ کال د دسمبر په پنځمه نیټه د وزیرانو شورا د لومړی مرستیال وټاکل سو. نوموړي د افغان پوځ د استخدام لپاره د دولتي کمیسیون مشري هم وکړه، خو چنداني فعالیت یې ونه کړ. د شوروي جنرال مخمت ګریف په وینا د جنرال نظر محمد د رسمي زیار کار سره سره د هغه د کار په ساحه کي ستونزي په سمه توګه حل نه سوې.
د دفاع وزیر په توګه له دندې څخه د لیري کولو او د پرچمیانو د ځای ناستي له خوا د هغه د چوکۍ اشغال نظر محمد د ۱۹۹۰ کال د شاهنواز تڼي په مشرۍ د افغان کودتا په هڅه کي برخه اخیستلو ته مجبور کړ، خو د کودتا له ناکامېدو وروسته بیرته پاکستان ته وتښتېدی او هلته یې خپل پاته ژوند پیل کړ.
وژنه
[سمول]نظر محمد په ۱۹۹۸ کي په کوټه ښار کي د څلورو نامعلومو وسله والو له لوري ووژل سو، چي د یوشمېر کسانو په وینا د طالبانو نفر وه.
سرچینې
[سمول]- هغه پاڼي چې د P569 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P570 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P20 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P102 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P106 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P607 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چي بې پاراميټره مالوماتبکس کېټ کاروي
- هغه پاڼې چي مالوماتبکس کېټ کاروي
- هغه پاڼې چي انځور نلري
- هغه پاڼي چي د جېسن کنفیګرېشن غزونکې اله کاروي
- CS1 errors: missing title
- CS1 errors: requires URL