منځپانگې ته ورتلل

نصیرالدین همایون

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
نصیرالدین همایون
نصیرالدین همایون (پارسي) پر ویکي‌ډېټا د دې ارزښت سمول
اړوند
زېږونځای
زېږون نېټه
۶ مارچ ۱۵۰۸ پر ویکي‌ډېټا د دې ارزښت سمول
مړينې نېټه
۲۷ جنوري ۱۵۵۶ پر ویکي‌ډېټا د دې ارزښت سمول
مړينې لامل
مړينې ځای
مړينې لامل
falling (en) ژباړل پر ویکي‌ډېټا د دې ارزښت سمول
ښخولو ځای
ژبې
دنده
بلننوم
  • نصير الدين
  • أبو المُظفَّر
  • نصيرُ الدين
  • جامع السلطنات الحقيقي والمجازي پر ویکي‌ډېټا د دې ارزښت سمول
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
وروڼه او خويندې
دین

نصیرالدین محمد همایون (زوکړه ۶ مارچ ۱۵۰۸ – مړینه ۲۷ جنوري ۱۵۵۶) چي په عامه توګه د همایون په نوم پېژندل کیږي، په هند کي د مغولي واکمنۍ دویم مشر وو. نوموړي د هند او افغانستان پر ځمکه لمړی ځل له 1530 څخه تر 1540 پوري او دویم ځل له 1555 څخه تر 1556 پوري واکمني ترسره کړه، او د مړیني پر وخت یې د امپراتورۍ مساحت نږدې یو ملیون کیلومتره مربع پراخه وو.

همایون د ۱۵۳۰ کال د دسمبر په ۲۶ مه د خپل پلار بابر ځای ناستی سو او د هند په نیمه وچه کي د مغولو د واکمن په توګه د ډیلي پر تخت کښېناست. نوموړی یو بې تجربې واکمن وو، او د خپل عمر په ۲۲ کلنۍ کي واک ته ورسېدی. دده ناسکه ورور کامران میرزا کابل او کندهار د میراث په توګه ترلاسه کړل، چي د دوی د پلار د امپراتورۍ تر ټولو مهمي شمالي برخي وې؛ او دواړه ناسکه وروڼه یې د یو بل سخت سیالان وګرځول.

همایون د خپلي واکمنۍ په لومړیو کي د پلار میراثي امپراتوري ټوله د شیرشاه سوري په مقابل کي بایلول، خو ۱۵ کاله وروسته یې د صفویانو په مرسته بیرته ترلاسه کړه، او واک ته له راستنېدو سره سم یې په چټکۍ بیرته پراخه کړه، او د خپل زوی اکبر لپاره یې یو ستر میراث پریښود.